د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

رښتینی
19.09.2007

ځواكمن صيب سلام

وبښه زما تخلص حامد دي

خو يوه خبره شته په ځينو ژبو كي يو بي اصوله توري مشهور وي او
هغه غلط مشهور بولي نو دوي وايي چي همدا توري چي په غلط حالت
كي شهرت ته رسيدلي له هغه اصولي حالت نه يي كارول غوره دي او زه
ګومان كوم چي دا زموږ مذكر ته د موئنث (ده) كارول به له هغه غلط
مشهور نه وي ځكه د پښتنو په ډيرو لهجو كي د مذكر له پاره (ده ) كاروي
او كندهاريان بيا دلته په اصولو برابر دي هغوي (دي ) كاروي

خو دوي بيا زمونږ له ځيني معياري توريو نه مخالفت كوي لكه د (شي )
په ځاي (سي) كاروي او مرحوم عبد الحي حبيبي هم لا د (شي) په
ځاي (سي) كاروي نور نو ستاسو نظر ته احترام لرو
خو ما هسي دا يوه ناپړيته وويله ګوره چي څو په سلو كي به سمه وي ؟؟


توردلى
19.09.2007

ګرانه حامد جانه د ستوري په مطلب نه پوهېدم. ما فكر كاوه چې همدا تاسې يې په خپله له نامه سره پيوسته كوئ. اوس پوه شوم، چې دا نوم و ېبپاڼې لخوا دركول كېږي

او دلته چې ما (ستورى) وليكه مطلب مې خامخا ته وې ، بل دا چې زما ليكنه مستقيما ستا په لكينه پسې ده او پدې لړۍ كې فكر كوم بل ستورى هم نشته.
يو ځل بيا د كتاب د ژباړې مباركي درته وايم او كار دې ستايم.
بريالى او موفق اوسې


رښتینی
21.09.2007

عقلتمام صيب سلام او نيكي هيلي

ستاسو له نيكو هيلو نه ډيره مننه
شايد تاسو به زما د ژباړي په منځ كي د ځينو ملګرو نظرونه ليدلي وي
سره له دي چي دژباړي ژباړي په نارو زما ستوني وچ شو خو دوي بيا هم
د كتاب په منځپانګه نيوكي ماته متوجه كوي او كه په كوم ځاي يي غاښ
كار وكړي نو سمدستي نيوكي راته وليكي او دكتاب دګټورتوب په هكله به
زه وايم له تا او ابو خليل صيب پرته بل چا خوله هم نه وي چوله كړي !!!

بريالي اوسي

په مينه


رښتینی
26.09.2007

(شپږمه برخه )

حكمت

(52) نرمي

دكاندار ته يو سړۍ راغي او دهغه په دكان كي يي رخت خوښ كړ خو درخت په بيه نه سره جوړيدل او نيمه ګېنټه يي چنی سره ووهلي نه دكاندار له خپل ويلي نرخه ښكته كيدي او هغه سړۍ هم له خپلي بولۍ نه نه پورته كيدي اخر دكاندار له خپله ويلي نرخه ورښكته شو او دده په خوښه نرخ يي ورسره هوكړه وكړه او سړۍ په خپله مخه روان شو

له دكاندار سره يو سړۍ ناست و كله چي هغه سړۍ ولاړ دكاندار ته دي ناست سړي وويلي چي كله دي دده په ويلي بولۍ وركوله نو ولي دي دومره سر ورسره وخوږاوي مخكي به دي لا وركړي وه دكاندار وويل صيب ! تاسو پوهه نشوئ ما هڅه كوله څو دي په خپله خبره پوخ كړم او هسي نه چي له خپلي خبري په شا نشي كه ما سمدستي ورسره هو كړي وي كيدي شوي دي له خپلي خبري نه هم په شا تللي وي او بل ماد چنو په اوږدولو دا هم مالوموله چي کيدي شي دي يوڅه نور هم را وښوريږي كله چي ماته پته ولګيدله چي نور نه راپورته كيږي نو مي دده خبره ورسره ومنله

كله چي دووه ډلي له يوه بل سره په ډغره كي وي نو هر لوري غواړی چي خبره له خپلي خوښي سره سمه پاي ته ورسوي په داسي مهال كي د عقل غوښتنه داده چي سړۍ په خپله خبره ټينګار ولري خوله دي سره سره د عقل يوه بله مهمه غوښتنه هم شته هغه دا چي سړي بايد خپل حدود او پولي وپيژني چي تر يوه حده پوري تر تللو وروسته بايد رازي شي

دي اصولو ته په بله وينا كي توافق يا adjustment هم ويلي شو او دا توفق د ژوند يو راز دي او دا په موجوده نړۍ كي دبرياليتوب يو ستر اصل او دوي بلل كيږي او دا اصل په شخصي او ملي دوواړو بر خو كي كار ګر ګرځيدلي شي

ددي اصل خلاصه داده چي سړۍ چي څرنګه خپل ځان پيژني بايد داسي نور هم وپيژني په موجوده نړۍ كي هغه څوك بريالي دي چي د دوه اړخيزو غوښتنو رعايت وكړي څوك چي په يو اړخيزه توګه يواځي خپل ځان پيژني او په خپلو غوښتنو او موخو پسي لا لهانده او ليوني وي او دهغه چاپيريال په كيسه كي نه وي چي دي ژوند پكي كوي د هغه به يواځي ناكامي او بربادي په برخه وي
---------


رښتینی
01.10.2007

(53)

خوندي سفر

په كال 1969م جولائي كي امريكا انسا وړونكي راكټ سپوږمۍ ته ليږلي و
ددي را کټ په اړوند خبرو كي دا هم ويل شوي و چي كله ددي راكټ د لومړي مزله انجن وتوغول شو نو سخت يو ويروونكي اواز يي پورته شو دا اواز دومره سخت و چي شاوخوا يي سل ميله سيمه يي ولړزوله خو كوم هواباز چي په دي راكټ كي دننه ناست و هغه ته يواځي لس سيكنډه وروسته دا اواز ورورسيدل بند شوو او هغه له دي د غوږونو دپردو څيرونكي اواز نه خوندي پاتي و او په خوندي توګه يي خپل سفرپيل كړ

(نور بيا )


رښتینی
09.10.2007

(53)

خوندي سفر

په كال 1969م جولائي كي امريكا انسا وړونكي راكټ سپوږمۍ ته ليږلي و
ددي را کټ په اړوند خبرو كي دا هم ويل شوي و چي كله ددي راكټ د لومړي مزله انجن وتوغول شو نو سخت يو ويروونكي اواز يي پورته شو دا اواز دومره سخت و چي شاوخوا يي سل ميله سيمه يي ولړزوله خو كوم هواباز چي په دي راكټ كي دننه ناست و هغه ته يواځي لس سيكنډه وروسته دا اواز ورورسيدل بند شوو او هغه له دي د غوږونو دپردو څيرونكي اواز نه خوندي پاتي و او په خوندي توګه يي خپل سفرپيل كړ

ددي لامل دانسان وړونكي راكټ د تګ تيزوالي و اصلا غږ د هوا په ذريعه خپريږي او په يوه ګينټه كي اووه سوه ميله لاره وهي او ددي راكټ تګ په يوه ګينټه كي له پنځه ويشت زره ميله نه هم زيات و دغږاو راكټ د تګونو ددي توپير له كبله داسي وشول چي يواځي لس سيكنډه وروسته راكټ ددي ويروونكي غږ له سيمي نه ووت لكه ومو چي ويل غږ په يوه ګينټه كي اووه سوه ميله لاره وهي او راكټ په يوه ګينټه كي پنځه ويشت زره ميله لاره وهله ددي توپير پايله دا شوه چي په پيل كي دراكټ دتوغولو تيز او ويروونكي او از ديوڅو ګړيو له پاره خلا بازانو ته ورسيده خو څرنګه چي دوي په دي تيز تلونكي راكټ كي ناست وو نو په ډير كم وخت كي د هغه تيز غږ له سيمي نه ووتل اوپه خوندي توګه يي خپل سفر جاري ولاره

داراز هر فرد او هر قوم په خپل ژوند كي له داسي پيښي سره مخ كيږي له نا سمو او نابرابرو حالاتو سره مخ كيږي او هيڅوك هم له داسي حالاتو نه خوندي نه پاته كيږي خو كه په داسي حالاتو كي انسان خپلي هڅي تيزي او ګړندي ولري او دومره تيزي چي له هغو نابرابرو حالاتو نه يي تګ تيز وي نو كولي شي له هغو نابرابرو او ناسمو حالاتو نه ځان وباسي او له هغو نابرابرو حالاتو نه به داسي خوندي پاته كيږي لكه په هغه راكټ كي سپاره كسان .

دژوند معامله هم داسي ده يو فر د يا يو قوم كولي شي چي دلته هم داسي سفر غوره كاندي چي د نورو له ټكر نه خوندي پاته شي كه نور منفي كړني غوري كوي او ته له مثبتو هغو نه كار واخلي ، كه نور له مادي ځواك نه كار اخلي او ته له اخلاقي ځواك نه كار اخيستل پيل كړي ، نو په يقيني توګه به ته د خلكو له ټكر نه خوندي پاته وي او له هغو نا برابرو حالاتو نه به داسي ځان باسي لكه هغه د راكټ سپرو كسانو چي د راكټ له تيز او ويروونكي اواز نه ځانونه خوندي وه ايستل .


رښتینی
16.10.2007

خوږو او درنو وروڼو او خويندو سلامونه او نيكي هلي مي ومني
متأسفانه چي دډيري بوختيا له امله دا څه موده ما ونشواي كولي
خپله ليكنه روانه ولرم بناء زما معذرت ومني او ان شاء الله زه به
خپله ليكنه پوره كوم

په مينه


رښتینی
27.10.2007

(54)

ترټولو خطرناك

دزمري ويروونكي څيري ته چي سړي ځير شي نو په يقين سره به ووايي چي له دي
څيرونكي درنده نه به د انسان بل لوي دښمن دځمكي په مخ نه وي خو حقيقت دادي
چي زمري يا ليوه د انسان خطرناك دښمنان نه دي بلكي د انسان ترټولو خطرناك دښمن هغه كوچني بيكټيريا ده چي په سترګو هم نه ليدل كيږي دا بيكټيريا دومره
په چټكي سره خپل نسل زياتوي چي په مناسبو حالاتو كي يواځي په لسو ګينټو كي
يوه بيكټيريا دخپل نسل لس زره ژوندي بيكټيرياوي پنځوي زمري يا ليوه خو به كوم ځاي يونيم انسان خوري او د بيكټيريا له حملي لاندي هر انسان هر وخت راځي.

بيکټيرياپه په زرهاو ډولونه لری خوله نيكه مرغه نه نوي په سلو كي99% يي
ياخو بي ضرره دي او ځيني خو يي لا د انسان له پاره ګټور او مفيد هم دي خو هغه يو
په سلو كي 01% يي دومره خطرناك ده چي په ډيره كمه موده كي انسان له ژونده بي برخي كولي شي د طب له نظره ټولي وژنكي ناروغي له بيكټيريا نه را منځته كيږي
څرنګه چي بيكټييريا ډيره كوچنۍ ده نو كولي له ګڼ شمير لارو نه انسان ته ننوځي
او هرڅوك نشي كولي په اساني سره د هغي مخنيوي وكړي .

خلك په ټوليزه توګه لويي لويي پيښي درك كولي شي او په هغو پوهيږي
اوپه ښكاره لوي دښمنان د انسان د هلاكت سبب بولي چي داد انسان د هلاكت لامل شوي دي او كيږي خو حقيقت داده چي زمونږ کوچني دښمنان له هغو سترو نه زمونږ له پاره ډير خطرناك دي او زموږ ترټولو لوي دښمن زموږ كوچني تير وتني دي چي
موږ دهغو درك نشو كولي خو اصلامو ژوند دهغو له لاسه برباد شوي وي

د بيلګي په توګه هر انسان د خپل وخت كم تر كمه يوڅه برخه په بي ګټي كار لګوي
او هر انسان د خپل مال خامخا يوڅه اندازه په بيځايه توګه مصرفوي دا وخت او دا
پانګه كه د يوي ورځي په لحاظ را واخلو نو ډير كم شي كيږي چي هغه به يوڅو
ګينټي او يا يوڅو روپي وي خو كه يوه پوره كال يا دانسان ټول عمر ته حساب
وكړو نو مالومه به شي چي هر انسان تقريبا خپل نيم عمر او نيمه پانګه بيځايه لګولي ده او هيچا ته يي په هغه سره دياولو وړ ګټه نه ده رسولي
او كه دا نقصان او بربادي په يو ه پوره قوم وويشل شي او ديوه ملت د وګړو دوختونو
او پانګو لګښت تر حساب لاندي ونيول شي نو ګومان كيږي چي په حساب به
ور اوښتي وي .


رښتینی
08.11.2007

(55)

خپله پوهه

تاسو چي كله دګنډونكي ته جا مي وركړئ نو هغه ستاسو د جامو دګنډلو
دكار په لومړي پړاو كي ستاسو دبدن ناف ياکچ واخلي دا ځكه څو دي ستا
سو جامي په داسي توګه جوړي كړي چي ستاسو له بدن سره يومخ برابري وي
او ازادي يا تنګي نه وي

اوس بايد مونږ يوي خبري ته ځير شو هغه دا چي ګنډونكي د سړي د بدن د څو
محدودو او ځانګړو غړو كچ اخلي او په مكمله توګه دټول بدن او د هرځاي نا
ف يا كچ نه اخلي خو كله چي جامي برابري كړي نو په ټول بدن او هر غړي باند
ي سمي جوړي او برابري وي ! دا ځكه چي كله ګنډونكي د بدن د خاصو برخو
ناف يا كچ اخلي او د نورو عامو ځايونو ناف نه اخلي نو دده علم او پوهه په
هغو خاصو ځايونو پوري نه وي محدودي بلكي پوهه يي زياته وي او دهغه
پاتي ځايونو انداز ه په ضمني توګه معلوموي او كه داسي نه وي او يواځي
دهغو خاصو ځايونو د ناف پوهه ولري نو دا ګنډونكي بلكل بريالي نه دي او
نشي كولي برابري او سمي جامي تياري كړي

دژوند نوري لاري چاري هم په دي ډول رواني دي او د نورو كارونو له پاره
هم دا كړندود غور كول ګټور ثابتيدلي شي كه هغه د يوه كور چلول وي ياد يوه
ديني ارګان چلول كه هغه د ولس دبيارغاوني چاري وي او كه د اسلام د خپرو
لو هڅي دا هر يو كار به هلته په بريالي توګه مخ په وړاندي يون كوي چي دد ي
له پاره داسي د كار خلك پيداشي چي په ځيني خبر و له ويلو پرته پوهه شي
او په ځيني ځايونو كي له تفصيلاتو وركولو پرته موكه وپيژني او دمناسبي
چاري په لټه كي شي

كوم خلك چي يواځي په فهرست يا لړ ليك كي ليكلو خبرو باندي پوهيږي او
په كوم ځاي چي فهرست پاي ته ورسيږي نو دي ګومان كوي چي كار هم پاي ته ورسيده داسي خلك هيڅكله هم كوم لوي كار نشي كولي
نو كه يو څوك كوم ماشين چلوي هغه ته به داسي كيسي او حالات مخته ورځي
چي مخكي به دهغه اندازه نه وه شوي يا به مخكي دهغي خبري مالومات چاته نه
و وركړل شوي په داسي موكه كي دي ته اړتيا پيښيږي چي بايد سړي په ځيني نا
ويل شويو خبرو هم پوهه وي او كه په خپله دومره شعور ونلري نو بايد په مسئولو
كسانو باور او ويسا وكړي او دهغو خبره ومني څو له هغوي سره ځان برابر كړي
او دكوم كار خلك چي دا وړتيا نلري هغوي له ځانه په شكايتونو اخته شي
او له كاره كيني .

دبرياليتوب پړاو ته د يوي پروسي روسول خورا ژور سوچ او پراخه زړه غواړي
كوم خلك چي دا وړتيا نلري هغوي به يواځي دتاريخ په ډيران كي ځاي مومي كه څه هم په ديوالي سټيكرو كي به د هغه له نوم سره تاريخ جوړوونكي ليكلي وي .


رښتینی
28.11.2007

(56)

د مصر دپخواني ولسمشر انور سادات (1981_1918) له وژني وروسته
د امريكا ټايم مجلي (19 اكتوبر 1981) دده د مرګ دپيښي په اړه خصوصي
ليكنه خپره كړه او ددي ليكني پيل د نپولين په يوه وينا سره شوي و نپولين
د خپل ژوند په وروستيو كي له ځانه پوښتنه كړي وه چي :ايا ته پو هيږي چي
په نړۍ كي څه شي زه ډير په هيش كي غورځولي يم ؟
دي پوښتني ته دي په خپله داسي ځواب وايي : هغه د ځواك او طاقت بي وسي ده
په ځواك سره سړۍ هيڅ نشي تر لاسه كولي او بلاخر دماغ په توره برلاسي كيږي

in the end sword is always conquered by the mind

انور سادات په مصر كي هرډول ځواك ترلاسه كړي و خو په شپږم داكتوبر كال
1981 م كي هغه په داسي حال كي ووژل شو چي په قاهره كي يي له خپلو ټولو فوځيانو سره يوځاي د سويز دسوبي په مناسبت جوړه شوي غونډه كي برخه
اخيسته دده دناستي ځاي به په موډرنو الاتو سره پلټل كيده او په پريډ كي د
برخه اخيستونكو فوځيانو له توپكونه به مرمۍ هم ايستل كيدلي خو بيا هم دده له فوځ نه يوځوان را ووت او مخكي له دي چي دده ساتونكي يي مخنيوي وكړ په ده
يي ډز ي وكړي او دي يي وواژه

دا په توره باندي ددماغو دبرلاسي يوه پيښه وه د انور سادات ځيني مخالفينو
دا خبره خپره كړه چي انور سادات مرتد شوي دي او اسلامي شريعت له نظره دهغه وژل واجب او لازمي دي دا خبره فوځ ته هم ورسيده او په فوځ كي يو ځوان خالد استانبولي له دي خبري نه سخت متأثر شو او له خپلو څو ملګرو سره يي په پټه دالاره برابره كړه او دسويز دسوبي دلمانځلو په ورځ يي سادات وواژه

دا يو حقيقت دي چي ذهن له توري نه ډيرځواكمن دي او په تاريخ كي ددي ګڼ
شمير بيلګي پرتي دي خو تاريخ داهم وايي چي انسان خپل ذهن ډير ځله دمنفي
موخو له پاره كارولي دي اودذهن كارونه دمثبتو موخو له پاره په تاريخ كي ډيره
كمه پيښه شوي ده او دا لامل دي چي ډيرو خلكو انسانيت ته بربادي او تخريب
و رپيښه كړي ده او ډير كم خلك دي چي انسانيت ته يي د وداني او نيكمرغي ډالۍ وركړي دي .


رښتینی
30.11.2007

(۵۷)

د عزت مقام

که ته غواړی چی خلک مینه درسره وکړی او د خلکو په منځ کی ځای پیداکړی
نو ددی کار له پاره اسانه لاره داده چی ته د خلکو ضرورت وګرځی که ته خلک په
دی خبره باوری کړی چی دوی تاته اړتیالری او ته دوی ته د اړتیا په مهال په ښمر
ورتلای شی نو نور خلک نه شی کولی په تابانچی سترګی پټی کړی

یوه تعلیم لرونکی ځوان واده وکړ ناوی یی چی کورته راوړه نو هغه د رنګ او ښکلا
په لحاظ د ځوان په تول برابره نه وه او نه دکور والو په معیار پوره وه نو دځوان مور
او خویندو هغه خوښه نکړه او په سپکه سترګه به یی ورته کتل هغی ته ټولو چ یوه نا
مطلوب انسان په سترګه کتل داسی لکه له اړتیا پرته چی دی کورته راغلی وی

دامیرمن که څه هم درنګ او ښکلا له پلوه دومره نه وه ښه خو ډیره هوښیاره او لوی
څښتن چعقل نعمت پری لورولی و نو دی د خلکو بد چلند ته نه وکتل او نه یی په هغه
باندی ځان خپه ښکاره کړ هغه پوهییدله چی رنګ او ښکلا یو مهالیز شی ده او ډیره
بقالرونکی شی چانسان عمل او کړنی دی دی پریکړه وکړه چی که څه هم د رنګ له
پلوه د کور والو خوښه نکړه خو هڅه به وکړی چی په عمل سره په هغوی باندی ځان
ګران کړی

دی په پټه خوله په ډیر اخلاص سره دکور په کارونو لاس پوری کړ چ کور پخلنځی
میلمنو او نورو ټولو کارونو ته یی ملا وتړله او هر کار به یی د چا له وینا پرته سرته
رساوه او چا کارونه به یی هره ورځ په ډیر اخلاص سره سرته رسول

دی هوښیاری میرمنی په خوله هیڅ خبره نه کوله او نه به چا ته چهغه چکومی بدی
خبری ځواب ور غبرګاوه او ټوله توجه یی خپل کار ته وه پایله دا را ووتله چی په کمو
شپو کی د کور هغه مخکینی فضا بدله شوه خبره دی ځای ته را ورسیده چی په کوم
کور کی د ته د یوه نامطلوب شخص په سترګه کتل کید ل په هغه کور کی دا ترټولو
مطلوب شخص وګرځیده او په ټولو کوروالو له حده زیاته ګرانه شوه .

همدا د‌ ژند راز بلل کیږی که د کور یا کلی او یا هم د هیواد په سطحه وی هر ځای د عزت
تر لاسه کولو او په خلکو باندی دځان ګرانولو یواځنی سمه او پخه لاره داده څو خلکو ته دا
ثابته کړی چی ته د هغوی اړتیا او ضرورت یی نو خلک به نه یواځی تاته د عزت په سترګه
ګوری بلکی ستا مریدان او آن چپړاسیان به دی وی


رښتینی
03.12.2007

(58)

تر ټولو لوی ضمانت

لارډ ولیم وینټک دنولسمی پیړۍ په دوومه څلرمه برخه (۱۸۳۵ ـ ۱۸۲۸ ) کی
د هندوستان لوی ګورنر و ده یوځا امر وکړ چی (تاج محل) دی ونړول شی خو ویی
نکړای شول چی خپل دی امر ته د عمل جامه ورکړی او دا خبره په کال ۱۹۰۰م اووم فبروری باندی د هغه وخت وائسرای لارډ کرزن ښکاره کړی وه
لارډ کرزن په یوه عامه غونډه کی وویل چی هغه مهال ایسټ انډیا کمپنی له
اقتصادی ستونزو سره مخ وه له دی اقتصادی بحران نه دکمپنی د ایستلو په
موخه پخوانی لوی ګورنر لارډ وینټک غوښتل چی د تاج محل مرمرینی ډبری وپلوری او هیله کیده چی هغه مهال به دی ډبرو یو لک هندی روپۍ ارزښت لاره
کله چی د لارډ وینتنګ داخبره خلکو ته ورسیدله نو خلکو یی مخالفت وکړ او
لارډ وینټک په غصه شو امر یی وکړ چی تاج محل دی لوټی لوټی او له ځمکی
سره برابر کړل شی دده په دی امر سره د خلکو مخالفت نور هم زیات شو هندوانو
او مسلمانانو یو ځای په احتجاجونو او مظاهرو لاسونه پوری کړل او دا ویره
را منځته شوه چی که تاج محل ونړول شی نو شونی ده چی ولسی بغاوت
به پیل شی لارډ وینټک خپلو مشاورینو د موضوع له نزاکته خبر کړ او ده خپل امر بیرته واخیست (نوبهارت ټائمز ۱۸ جون ۱۹۶۹م)

تاج محل عامو خلکو نه وژغوره بلکی هغه خپلی ښکلا او ښایست وژغوره
که تاج محل دومره ښکلی نه وای نو د برتانوی ځواک په مقابل کی به هندوانو
او مسلمانانو یو ځای دومره سخت احتجاج ته زړونه نه وای ښه کړی

ددی ودانی همدا پایله به ددی د جوړوونکو هم په برخه شوی وه خو له بده مرغه چی جوړوونکو یی په ځانونو کی دومره ښکلا نه وه پیداکړی لکه څومره یی چی په خپل
مهارت سره د تاج محل د مرمرینو ډبرو په ترتیب سره په تاج محل کی پیدا کړی وه

بنیادم چی په ځان کی کومه ښیګڼه لری نو دا ښیګڼه دده دژوند تر ټولو لوی ضمانت دی او هغه کولی شی په خپلو میرڅمنو کی د ځان له پاره دوست پیدا کړی او کولی
شی په بیګانه خلکو کی داسی څوک پیدا کړی چی هغه به دده عږت او قدر کوی
دا خبره ناشونی ده چی یو څوک دی یوه ښیګڼه ولری او دنیاوال دی هغه ورسره ونه منی

خو له دی سره داهم ضروری ده چی باید د بنیادم دا ښکلا او ښایست د مار د ښکلا
په څیر نه وی یو مار که هرڅومره هم ښکلی وی خو بنیادم له هغه سره مینه نه کوی
داراز که یو سړی داسی و چی یوه خوبی او شیګڼه یی لرله خو ژبه یی له ضرره ډکه وه د خلکو مالی او ټولینیزو ګټو ته خطر و جګړه مار او له خلکوسره د ګډ ژوند په
چم نه پوهیدی نو داراز بنیادم که نوری هرڅومره ښیګڼی ولری خلک نه غواړی له هغه سره مینه وکړی

له تاج محل سره به خلک هغه وخت مینه کوی چی د ده ښکلا جارحه او
زوروونکی نه وی او که داسی نه وبیا یی خلک نه بښی


رښتینی
04.12.2007

(۵۸)

[size=24:4119355637]کار شته کار ګر نشته [/size:4119355637]

د مهاراشټر یوځلمۍ رامیش دوبی (۲۳ کلن) له بیکاری نه سخت په تنګ شوی و اوله ډیری نامیندی خپل ژوند بی ارزښته ورته ښکاریدی بلاخر یوه ورځ په مهدی نومی ځای کی د ریل ګاډی سټیشن ته ورغی او له ځانه سره یی وویل : زما دی لاسونو ته څه اړتیا ده چی دهغو له پاره په دی نړۍ کی کوم کار نشته او دا فکر یی په دماغو خپور و چی یو ریل ګاډی راغی دی د ریل د پټلۍ خواته ولاړ و او سمدستی یی خپل دواړه لاسونه ریل ګاډی ته د هغه په پټلۍ کیښودل پایله روښانه وه دده دواړه لاسونهپری او له بدن نه یی جلا شول .

د ریل مسافرو چی دده حال ولید سمدستی یی روغتون ته ورساوی او ډاکټرانو ته یی وسپاری له رامیش دوبی نه وپوښتل شوو چی داسی دی ولی وکړل ده ورته وویل : کله چی ږما له پاره کوم کار نه وی نو زمالاسونه هم بیکاره دی بیکاره ژوند سپیره رسوایی ده

ماچی کله په ټایم اف انډیا (۱۴ اګست ۱۹۸۱) کی دا خبر ولوست نو هغه مهال زما خونی ته یو میلمه راغی ده ماته خپل حالات بیانول او دایی هم راته وویل چی زه پریمانه ځمکه لرم او د هغی له پاره پریمانه اوبه هم لرم که له هغی سره ښه خواری او زیار وایستل شی نو په کال کی د سلو زرو روپیو حاصلات ورنه ترلاسه کیدلی شی تر اوسه پوری هغه ما په خپله کرله خو اوس زه دهغی له پاره وخت نلرم او کوم باوری سړی هم نه وینم چی هغه ورته وسپارم نو له دی کبله ما پریکړه کړی ده چی خپله ځمکه وپلورم

نن سبا که یو لور ته خلک د کار له نشتوالی نه سرونه ټکوی خوبل لورته په دی کی هم د شک ځای نشته چی ډیر داسی خلک شته چی هغوی کارونه لری خو دکارله پاره وړ او مناسب خلک نه لری څو خپل کار ورته وسپاری

دادواړه پیښی که سره یوځای کړو او وګورو نو وبه وینو چی په نړۍ کی دکار کمی نشته بلکی دکار ګرو کمی ده کوم خلک چی بیکاره دی او کار نه ورته پیدا کیږی که هغوی هځه وکړی څو په ځانونو کی یواځی دادووه وړتیاوی پیدا کړی نو بیا به کار ددوی په لټه کی وی او دوی به دی ته اړتیا نلری چی د کار په پیدا کولو بسی وګرځی هغه دووه وړتیاوی :

زیار او امانتداری ده


رښتینی
05.12.2007

(۶۰)

[size=24:23b414cfea]د وړتیا پالنه [/size:23b414cfea]

چارلس ډارون (۱۸۸۲م ــ ۱۸۰۹م) د ښونځی په مهال دومره تکړه زده کوونکی نه و
یوه ورځ یی پلار په ډیر قهر ورته وویل چی ستا خو له ښکار کولو پرته بل کار نده زده او ټوله ورځ په سپیو باندی موږکان نیسی له ښونځی وروسته دی خپل پلار د طب په کورس کی داخل کړ خو ده د طب کورس پوره نکړ او له هغه وروسته یی
اراده وکړه چی له ځانه پادری جوړ کړی او دکیمرج په پوهنتون کی یی د دینیاتو
په برخه کی داخله وکړه خو دلته هم هغه له ناکامی سره مخ شو

په کیمرج کی د اوسیدلو په مهال یی د طبیعی تاریخ (natural history)
له مضمون سره مینه پیدا شوه که څه هم دا مضمون دده زده کړی دنصاب برخه
نه وه خو څرنګه چی ده په شخصی توګه له هغه سره زیاته مینه لرله نو هغه به
یی هر وخت لوست له طبیعی تاریخ او علم طبقات الارض سره دډارون مینی
هغه پروفیسر هنسلو (j s henslow) ته ورساوی پروفیسر هنسلو خورا په
علم مین او د لویی سینی خاوند انسان و له هغه سره د ډارون اړیکی دډارون
له پاره د پرمختګ لومړۍ ځینه وګرځیده هغه چی د علم اوج ته یی ورساوی

دا مهال د برتانیی حکومت یوه ځانګړی بیړۍ د څیړنو له پاره ولیږله او دا
بیړۍ د هیګل (heagle) په نامه یادیدله دی بیړۍ د بحر الکاهل او اتلانتیک
په ساحلی هیوادونو کی پنځه کاله (۱۸۳۶ ــ ۱۸۳۱) په څیړنو لګیا وه پروفیسر هنسلو دخپل شخصی اغیز په کارولو سره د ډارون له پاره هم په دی بیړۍ کی
ځای پیدا کړډارون په دی کار کی د طبیعیات پوهه (naturalist) په توګه برخه
لرله په دی توګه هغه ته دا موکه په لاس ورغله څو د نړۍ ګڼ شمیر سیمی په خپلو سترګو ووینی ډارون په خپله نشوای کولی چی په دی بیړۍ کی یی د ځان له پاره ځای موندلی وای دا پروفیسر هنسلو و چی د ځلمی ډارون وړتیا یی پیژندلی وه
او دهغه له پاره یی په دی تاریخی بیړۍ د سفر کولو ځای برابر کړ

په دی پنځو کلونو کی ډارون مختلف هیوادونه ولیدل او په ساحلونو باندی
پرلته ځنګلونه او غرونه یی ولیدل کله پیاده او کله په اس به په دی ځنګلونو کی ګرځیدی او په زرهاو بوټی او ډول ډول څاروی یی ولیدل او دهغو بیلګی یی له
ځانه سره جمعه کړی او له دی سره سره یی په کاڼو کی خوندی دمختلفو څارویو
پاته شونی (fossils)هم را یو ځای کړل

ددی سفر له لیدنو نه ده ډیری نظریی وړاندی کړی لکه دا چی د څارویو ګڼ شمیر ډولونه که ځه هم بیل بیل جولونه لری خو بیا هم په خپلو کی ډیر مشابهتونه هم لری
او دا چی کوم سا لرونکی چی په یوه چاپیریال کی اوسی هغه په خپل چاپیر یال کی
په مناسبه توګه ځان ځایوی او داسی نور او په اصل کی همدا لیدنی او څیړنی وی
چی له زیاتو مطالعو ورسته یی ډارون د (ارتقاء نظریی ) ته ورساوی

زه په شخصی توګه د ډارون د ارتقاء نظریه یواځی یو وهم بولم چی له حیقیقت سره هیڅ تړاو نلری خو بیا هم موږ دډارون له ژوند نه دادرس او پند ترلاسه کولی شو چی
د(لویانو) عزت څنګه (کوچنیان ) دپرمختګ لورته ولی او هغوی ته موکه په لاس ورکوی څو خپلو وړتیاوو ته وده ورکړی په کومه ټولنه کی چی مشران د وړتیا په اساس د وګړیو عزت او قدردانی کوی هلته خلک پرمختګ کولی شی او که مشران یواځی دهغه چا قدر او عزت کوی چی هغه ددوی په چوپړ کی مخلص وی اودوی ښه ته غوړه مالی کوی نو هلته د وګړو وړتیاوی او صلاحیتونه مری او داسی ټولنه هیڅ پر مختګ نشی کولی


رښتینی
05.12.2007

(۶۱)

[size=24:9771204a98]په ګډ ه کار[/size:9771204a98]

د ډارون د ژوندیوه بله په زړه پوری پیښه هم زموږ له پاره دعبرت وړده دی یو وخت له یوه عجیب اتفاق سره مخامخ شو هغه داسی چی ده په کال ۱۸۵۲م کی د طبیعی انتخاب (natural selection) په اړه خپل خیالات لیکلی و خو تراوسه یی لا هغه چاپ ته نه و سپارلی په کال ۱۸۵۸م کی ده ته د الفرډویلیس alfred wallace یو لیک ورسیدی په دی لیک کی هغه ډارون ته لیکلی و چی زه یوه ناچاپ شوی لیکنه لرم . په دی لیکنه کی ویلیس کټ مټ هغه خبره روښانه کړی وه کومه چی ډارون هم په خپله لیکنه کی کړی وه اوس ډارون د ا کولی شوی چی په دی نوښت کی د لومړیتوب د ګټلو له پاره یی خپله لیکنه سمدستی چاب ته سپارلی وی خو ده داسی ونکړل

ده داسی پلان جوړ کړ چی خپله او د ویلیس لیکنه به دواړه یو ځای دیوی لیکنی په شکل کی د لندن ټولنی ته وړاندی کوی څو په دی توګه ددوی دواړوخبره قوت او اهمیت پیداکړی هغه و چی په کال ۱۸۵۸م شلمه د جون یی د ارتقاء نظریه دیوی ګډی لیکنی په صورت کی دلندن د پوهانو په ټولنه کی واوروله او سمدستی یی دخلکو په نظرونو کی اهمیت پیداکړ

په ګډه کارهر وخت مزبوت او کره وی په دی شرط چی وګړی خپلی شخصی غوښتنی شاته وغورځوی اوپه ګډه دکار کولو حوصله ولری
----------------------------------------------


رښتینی
05.12.2007

(۷)
اوومه برخه

[size=24:a6d38de428]هڅی[/size:a6d38de428]

[size=18:a6d38de428]د ودانی سوبه[/size:a6d38de428]

سهار مهال چی هغه پاڅیدی په خونه کی یی دمرغۍ ماته هګۍ ولیده دخونی په چت کی مرغۍ خپله ځاله جوړه کړی وه چی لامله یی په غولی باندیپخی هم راتویی شوی وی او مرغیوبه هروخت شورهم جوړ کړی و ده چی ماته هګۍ ولیدله نو په قهرشو او سمدستی یی ځاله ورانه کړه

بله ورځ بیاهغه شورماشور جوړ و مرغیوبیا دچت په لرګیوکی پخی او خلی جمعه کول او داسی بریښیدلی لکه د ورانی ځالی په لیدلو سره چی په دوی کی دکارجزبه لازیاته شوی وی او په څومره موده کی یی چی مخکینی ځاله جوړه کړی وه له هغی نه په کمه موده کی یی بله نوی ځاله جوړه کړه دمرغیو په دی سپینسترګی باندی دکور خاوند ډیر په غصه شو او یوځل بیایی د مرغیو ځاله ونړوله او دا ځل نوپه دی اند و چی ګواکی د وروستی ځل له پاره یی د مرغیو په مقابل کی سوبه ترلاسه کړه خو بله ورځ بیا دمرغیو ستونزه دده په سرباندی موجوده وه مرغیو چی کله ولیدل چی بیا ددوی ځاله ورانه شوی ده او هګۍ یی ماتی کړل شوی دی نو هغوی په ژړا او فریاد باندی خپل وخت ضایع نکړاو داسی یی هم ونکړل چی دباندی ولاړی شی او دخپل قام له نورو مرغیو سره په ګډه په کورباندی حمله وکړی بلکی ددی په خلاف دوی جوپه خوله دباندی ووتلی او دیوه یوه خلی په راوړلو سره یی بیا دخپلی ځالی ودانول پیل کړل

اوس نو هره ورځ داکیسه تکراریدله مرغیو به هره ورځ ځاله جوړوله او دکورخاوند به ورانوله اوپه دی توګه یوه میاشت ووتله په دی موده کی به دمرغیو څوځله خواری ضایع شوی وی ددوی به څومره راټول کړی خلی بربادشوی وی خو مرغیو په دی شیانو کی چورتونه نه وهل او په پرلپسی توګه به په خپل کاربوختی وی د سړی دنفرت په ځواب کی مرغی په خاموشو کړنو بوختی وی دسړی د تخریب په مقابل کی دوی په تعمیر او ودانی بوختی وی د مرغیو میرڅمن پیاوړی و خو ددی پیاوړی میرڅمن ماتونه دوی په خپل پرلپسی توګه کار کی لټوله

بلاخر پټه خوله کار په نفرت باندی برلاسی شو د مرغیو په پرلپسی دودانولوکار د کور دخاوند په مسلسل تخریب باندی بری بیاموند د یوی میاشتی له ناکامه ډغرو نه سړۍ دوو سپوږمو ته راغی او دمرغیو دځالی ورانول یی پریښودل اوس نو مرغیو خپلی ځالی جوړی وی او هګی یی پکی کړی وی او په ارام سره په هګیو باندی د سینو په مږلو بوختی وی څو خپل نوی نسل تیارکړی کله به چی دا مرغی په خپلو ځالو کی سره را یوځای شوی نو په خونه کی به یی اوس هم هماغسی شورماشور جوړ کړی وو خو اوس دکور په خاوند باندی داشور بد نه لګیده ځکه په دی شورماشور کی دهغه له پاره دا ارزښتناک پیغام پروت و چی :

له خپل دښمن نه کرکه مکوه ! په خپلو تعمیری هڅوکی بوخت اوسه ته بریالی یی


رښتینی
07.12.2007

(۶۳) مینه اوزیار

جوزیف کانریډjoseph conrad دپولینډ په برډکزیو berdiczew
نومی ښارکی په کال ۱۸۵۹م کی زوکړی .دی لاکوچنی و چی پلار یی ومړ
دژوند په لومړیوشپوورځوکی به یی دملاحی له لاری ځان ته روزی پیداکوله
اوپه منظمه توګه یی زده کړی هم ونکړی ګڼو هیوادونوته یی سفرونه وکړل او
اخر انګلستان ته ورسیدی اوپه کال ۱۸۸۶م کی یی دبرتانیی تابعیت ترلاسه کړ

په برتانیه کی داوسیدلوپه مهال یی دانګلیسی په زده کړه کی خورازیاته
خواری وکړه تر دی پوری چی د انګلیسی ژبی یوتکړه ادیب وګرځیدی ویل
کیږی چی هغه مهال دی دانګلستان په وتلیو لیکوالانو کی شمیرل کیدی
او په هارډی hardy پسی په دویم نمبر کی راته

دده په یوه کتاب لارډجم lord jim کی دده دژوند حالات لیکل شوی دی
او په هغه کتاب کی دده په اړه داسی لیکل شوی : ده په انګلیسی ژبه کی دیوه
ستر ادیب او دیوه بیل اسلوب لرونکی لیکوال نوم ترلاسه کړکه هم دنولسو
کلون په عمر دده یو توری انګلیسی هم نه وه زده

جوزف کانریډ په لسهاوکتابونه لیکلی دی چی زیات یی ادبی کیسی اوناولونه
دی انګلیسی که څه هم دده مورنۍ ژبه نه وه خو دده کتابونه دپوهنتونونوپه تعلیمی
نصاب کی شامل کړل شوی دی دی په کال ۱۹۲۴م کی په برتانیه کی مړ شوی دی

دانګلستان یوه اوسیدونکی یووخت ماته وویل چی ماته می دپوهنتون استاد
یوځل وویل چی ته دجوزف کانریډ کتابونه لوله هغه ډیره ښکلی انګلیسی لیکی
دایوه بیلګه ده او موږته راښیی چی په زیار سره سړۍ هرڅه ترلاسه کولی شی
ته دی په یوه ډیره غریبه کورنۍ کی زیږیدلی خو کولی شی چی لوړی
زده کړی ترلاسه کړی یوه ژبه دی ستامورنۍ ژبه نه وی خو که ته له هغی
ژبی سره مینه ولری کولی شی په هغه ژبه کی ادبی شهکارونه ولیکی
ته به دخلکو په نظر کی دومره مهم نه وی خو ته به کولی شی چی
داسی څه ولیکی چی د هغه لوستلو ته به ټول نړیوال اړتیالری
دا په داسی حال کی چی تا له خپل کار سره مینه اوخواری کړی وی


رښتینی
13.12.2007

(۶۴)

غوره میراث

غلام رسول اکا سپین سپیڅلی مسلمان و اوپه ساده توګه کلیوال ژوند یی کاوی
د۶۵ کلونو په عمر یی له دی فانی نړۍ سترګی پټی کړی او په میله څلور زامن پاته
شول ده خپلو زامنوته په میرات کی کوم خاص دیادولووړ شی پرینښوددده له مړینی وروسته دده مشر زوی رحیم ګل له کلی نه دښار په لور وکوچیدی څو دځان له پاره
څه کاروبار برابر کړی او په ښار کی یی مامولی غوندی کاروبار پیل کړ .

درحیم ګل پلار ده ته په میرات څه شتمنی نه وه پری ایښی خودومره یی کړی وه چی رحیم ګل یی په دووغوروصفتونو سره روزلی و او هغه ته یی ګواکی همدادووه صفتونه په میرات کی پری ایښی ووچی هغه یوقناعت و اوبل له چاسره له جنګ اوجګړو لری اوسیدل او په بی غرضه توګه خپل کار پر مخ بیول رحیم ګل په خپل ژوندکی له دی غوره میرات نه خورا ډیری ګټی ترلاسه کړی دده سادګی او قناعت ددی لامل شول چی په یو مامولی او کوچنی کاروبار یی صبر وکړ اوله چا سره له څه جنجاله پرته یی خپل کار په بریالی توګه مخ پروړاندی روان لارهله جنګ جګړونه
دکرکی مزاج دهغه له پاره لاډیر ګټور ثابت شو هرڅوک له ده نه خوشاله و هرچا به مرستی ورسره کولی دده دپرمختګ یون که څه هم سست و خوپرته له کوم خنډ نه مخ پروړاندی روان و

که څه هم رحیم د ډیر کوچنی کاروبارخاوند واو په مالی لحاظ دومره بریالی نه و
خودی خپلی بی غرضی ‌، شرافت ،او ایمانداری په خپل چاپیریال کی یوه داسی لوړ مقام ته رسولی و چی هر چابه په درنه سترګه ورته کتل دده که څه هم ډیره کمه پانګه لرله خو په کارو کی یی د خپلو غوره اخلاقو او رښتیا په برکت هرچا مرسته کوله کله به داسی هم پیښه شوه چی یوه بدغومی او جګړه مار انسان به پرته له کوم سببه غوښتل له ده سره جنجال اوجګړه وکړی خوده به په خپلولوړواخلاقو سره دهغه
له شره ځان وژغوره ده به دجګړه مارو خلکو په مقابل کی چوپه خوله غوره کوله او
په خپل کاربه بوخت و کله به یی چیشیطان په زړه کی دغچ او انتقام اور بل کړ نو دخپل پلار معصومه څیره به یی سترګو ته ودریده اوله ده سره به دا احساس پیداشو چی که زه له چاسره جنګ جګړه وکړم یا کوم غلط کار ته لاس واچوم نو په قبر کی به زما دپلار روح ته زور و رسیږی او هغه به له مانه خپه شی نو سمدستی به یی دا بدخیالات شاته وغورځول اودخپل پلار له ورښوول شویو اخلاقوسره سم به یی
خپل کارته دوام ورکړ

کله چی دده کاروبار په زیاتیدو شو نو مرستیال اودکاروبار ملګری ته یی اړتیا پیداشوه اوله کلی نه یی خپل وروڼه راوغوښتل هغوی هم ټول ښار ته را وکوچیدل او له ده سره په ګډه کار ته ملاوی وتړلی وروورو کار وده کوله ان تردی پوری چی ددوی کاروبار ډیرپراخه شو او ددوی کار وبار څلور مستقلی څانګی لرلی چی هر یوه ورور به یی په خپله څانګه کی کار کاوه رحیم ګل او وروڼه یی په یوه ځای سره اوسیدل او خوراک اوڅښاک یی هم سره ګډ وو خو کار به هره په خپله څانګه کی کاوه

څه موده وروسته رحیم ګل له ځانه سره سوچ وکړ چی زه خو دټولو وروڼو مشر یم او
دټول کاروبار څښتن هم زه یم اونور وروڼه می له کار سره ښه مینه نلری ځکه له کارسره دسړی مینه هغه وخت پیداکیږی چی خپل شخصی کار یی وبولی اوس د رحیم ګل په مخکی دووه لاری پرتی وی چی په هغوکی به یی یوه غوره کوله یا خو دا چی ټول کاروبار په خپل لاس کی واخلی او وروڼه وشړی چی په دی صورت کی به یی دوروڼو دښمنی ته هم ملاتړله یاخو داچی کاروبار همداسی پریږدی لکه دخلکو کډ کارونه چی بیا وروسته ګیلی او مخالفتونه رامنځته شی اوسره بیل شی .

رحیم ګل څو ورځی په فکرکولوتیری کړی وروسته یی ټول وروڼه راجمعه کړل او ټولی خبری یی په صفا توګه هغوی ته بیان کړی او ورته ویی ویل چی تر اوسه زموږ په منځ حالات روغ دی او کومه بده خبره مو منځ ته نه ده راغلی له دی وروسته به ښه داسی چی هر ورور خپل کار په لاس کی واخلی او په ذاتی توګه یی پرمخ بوځی چی په دی توګه به مود پلار روح هم خوشاله شی او هریوه ته به خدای په خپل کار کی برکت واچوی دریواړو وروڼو ورته وویل چی تا له موږسره ډیره ښیګڼه وکړه اودا ښیګڼه دی په سر سترګو منو له لنډو خبر و وروسته یی قرعه اندازی وکړه اوڅلور کارونه یی په خپلو منځونو کی سره وویشل

اوس نو ټول وروڼه په خپلوکارون بوخت وو او خپلو اولادونو ته به روزی برابروله او دوروڼو په منځ کی اړیکی له پخوانه لاښی شوی وی له یوه بل سره به یی ښه مرسته کوله او په خپلو منځونو کی یی د واقعی وروڼو په څیر خوږژوند سره کاوه دوی هر یوه ځانونو ته ښه ښه کورونه جوړکړل او رحیم ګل ته یی اوس هم د مشر ورور په سترګه لیدل لکه دپخوا په څیر که دیوه به کومه ادتیا پیداشوه ټول به یی په چوپد کی ولاړ وو

اکثره پلرونه دا فکر کوی چی اولاد ته ترټولو غوره میرات پریښودل ډیر جایدادونه او ښه شتمنی ده خو حقیقت داده چی تر ټولو نیکمرغه اولاد هغه ده چی پلار یی په میرات کی اصولی ژوند او غوره اخلاق ورته پری ایښی وی دوی ته خپل پلار دا درس پری ایښی وی چی په خپلو هڅو باور لری له خلکو سره پرته له کومو شخړو په خپلو کارونو بوخت اوسی په خپل حق باندی صبر او قناعت کوی له موجوده ګټو نه داینده په امکاناتو او شونتیاوو ډیر نظرلری په خوبونو اوخیالاتو کی ځانونه مه بربادوی هر وخت دحقیقت پلوی کوی

داخلاقو دا میراث له ډیرو مادی میراثونو نه څو برخی زیات او غوره ده
خو ډیر کم پلرونه دی چی په دی حقیقت پوهیږی


رښتینی
14.12.2007

(۶۵)

هغه له ښوونځی ایستل شوی و

پروفیسر البرټ آین سټاین (۱۹۵۵ــ۱۸۷۹) په شلمه پیړۍ کی په ساینس کی
خورا ستر انقلاب راووست خو ده خپل ژوند په ډیره عادی توګه پیل کړی و
په ماشومتوب کی تر دریو کلونو پوری هغه لا خبری نشوی کولی په ښکاره
هغه د یوه عادی پلار زوی و او یو داسی ماشوم و چی څه ځانګړتیاوی یی
نلرلی او ان چی دښونځی په زمانه کی خو یوځل له ښونځی نه هم ایستل
شوی و ځکه دده ښوونکو ګومان کاوه چی دی په تعلیمی لحاظ دومره نا اهله
دی چی دده نا اهلی په نورو ماشومانو بده اغیزه کوی د زیورک په پولیتخنیک
کی یی ونشوی کولی په لومړی ځل داخله ترلاسه کړی ځکه نمبر یی ډیر کم وو
او له ډیرو هڅو وروسته یی ایله په دویم کال داخله ترلاسه کړه دده یوه ښوونکی
دده په اړه ویلی و چی :
albert was lazy dog
یعنی البرټ یو سست سپۍ و
د شل کلنی تر عمر پوری لا په ده کی د زیاتی پوهی کومی نښی نه وی لیدل شوی
خو له دی وروسته ده هڅی زیاتی کړی او هغه لوړ پوړ ته ورسیدی چی په موجوده
وخت کی ګومان نه کیږی دده ځای ته څوک ځان ورسوی نو له دی امله دده دژوند په
حالاتو کی یولیکوال کاږی :

موږ باید په دی پوهه شو چی دآین سټاین په څیر دکیدلو له پاره دا ضروری نه ده
چی یوڅوک دی دښوونځی په زمانه کی نابغه وی

آین سټاین د شپږویشت کلنی
په عمر کی خپل ساینسی کتاب ولیکه او له هغه وروسته دده شهرت زیات شو
آین سټاین بیخی ساده ژوند کاوه او ډیر ساده خوراک به یی خوړ او زیات وخت
به تر نیمی شپی پوری په خپل کار بوخت و ده ته د اسراییلو دمشرتوب وړاندیز
شوی و خو ده دا وړاندیز رد کړی و ځکه ده به ویل چی سیاست دانسانیت له پاره
کینسر ده په کال ۱۹۳۳م کی ده د هټلر جرمنی پریښودله ځکه دهټلر حکومت اعلان کړی و چی که چا د البرټ آین سټاین سر موږ ته راووړهغه ته به شل لکه مارک په
انعام کی ورکړل شی که څه هم هغه وخت دا بیخی ډیری پیسی کیدلی خو له آین
سټاین سره خلکو دومره مینه لرله چی هیچا هم ددی ستر انعام ګټلوته زړه ښه نکړ

په تاریخ کی داراز نوری هم ډیری بیلګی شته چی له هغو نه دا مالومیږی چی د
لوی انسان د راتګ له پاره د لوی ماشوم زیږیدل ضروری نه دی بلکی له یوه عادی
حیثیت نه په پیل کولو سره انسان کولی شی لوی لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړی
په دی شرط چی هغه په سمه توګه پوره هڅی او زیار وکاږی بلکی هغه خلک ډیر
نیکمرغه دی چی په سختو حالاتو کی دژوند کولو ثبوت وړاندی کړی ځکه سخت حالات د کار او عمل محرک وی او سخت حالات په انسان کی پټی وړتیاوی راپاروی او داراز په سختو حالاتو کی دژوند غوره درسونه پراته وی په سختو حالاتو کی لوی انسانان تیاریږی په راحتونو اوهوسا ژوند کی لوی انسان نه پیداکیږی حقیقت دادی چی دخدای په دی نړۍ کی شونتیاوی او امکانات وروستۍ پوله نلری بلکی له حده زیاتی دی دلته که هر چاته دیوه مامولی کار
موکه په لاس ورشی نو هغه باید نا امیده نشی څکه دا مامولی حالات دژوند لومړۍ پخه ځینه ده په تاریخ کی ډیر لوړ بریالیتوبونه د مامولی حالاتو له
ګیډی نه را وتلی دی


رښتینی
15.12.2007

(۶۶)

بیکاری

حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایی:
زه چی یوسړی ووینم اوخوند راکړی خوچی کله پوښتنه وکړم چی دی کوم
کار لری او راته وویل شی چی نه نو له سترګومی ولویږی اوخوند رانکړی
[size=9:8dc87b6fb0](التراتیب الاداریة للکتانی ۳ټوک ۲۳ مخ) [/size:8dc87b6fb0]

اوداروایت امام ابن الجوزی په خپل کتاب تلبیس ابلیس کی داسی
راخیستی دی : محمد بن قاسم وایی چی عمر بن الخطاب رضی الله
عنه به چی کله یو ځوان ولید او خوښ به یی شو نو پوښتنه به یی وکړه
چی دی کوم کار او کسب لری که به ورته وویل شول چی نه نو له نظره
به یی ولویدی

دا حقیقت دی چی بیکاری ډیر بد شی ده بیکاری د انسان ټولی وړتیاوی
او صلاحیتونه له منځه وړی بیکاره انسان خو په ظاهره یو ژوندی انسان
مالومیږی خو په حقیقت کی هغه یو بی روحه انسان وی په ده کی دننه هغه
ټول نرم احساسات له منځه تللی وی په کومو سره چی یوانسان ریښتونی
انسان ګرځیدلی شی

د بیکاری یوډول داده چی چی یوانسان له سختو کارونو نه ډاریږی او دا وړتیا
نلری چی کوم کار ته زړه ښه کړی او د خپلی خوښی کار موندلو ته په انتظار کی
بیکاره پروت وی او دبیکاری بل صورت داده چی یوه انسان ته په میراث یا بله
کومه ذریعه دژوند کولو وسایل په لاس ورغلی وی او دده دخپل کسب اوهڅو
په هغه کی کوم دخل نه وی لکه نغده شتمنی یا جایداد او دهغه کرایی نو دا صور
ت هم په بیکاری کی شمیرل کیږی او داد سړی له پاره وژونکی ده په ظاهره که
هغه څه هم غوړ اوتازه بریښی

هر سړی ته په کار ده چی دځان له پاره یوروا کار پیداکړی او سهار او ماښام په
هغه کی بوخت اوسی څوک چی په کوم کار بوختیا نلری هغه ژوند هم نلری اویو
بیکاره انسان نه دځان په ښمر کیږی او نه دبل چا او نه لوړ انسان بلل کیدی شی


رښتینی
16.12.2007

لوی بریالیتوب

یوه انګریز شاعر ویلی دی : څوک چی غواړی په دنیا کی لوړ مقام ترلاسه
کړی هغه به هغه وخت هم په کار بوخت اوسی کوم وخت چی خلک خوبونه کوی
موخه داده چی دا ډول انسان به یواځی دخلکوپه څیر په عامو حالاتو کی کار نه
کی بلکی دی به هغه وخت هم کار کوی چی خلک له کارونو خلاص وی اوویده
وی څکه دی چی ډیر ه ترقی او ستر بریالیتوب غواړی نو کار به هم زیات کوی
دا یوحقیقیت ده چی لوی بریالیتوب د لویو هڅو په پایله کی رامنځه ته کړی

سرسی وی رمن د هندوستان لوی ساینسپوه تیر شوی دی او دنوبل انعام یی
هم ترلاسه کړی و له هغه نه چا وپوښتل چی ساینسپوهانو چی کوم لوی لوی
کارونه کړی دی په هغو کی ددوی دکړنو دخل نشته ځکه دهغوی ډیرۍ موندنی
په اتفاقی اوناڅا پی توګه رامنځته شوی دی ډاکټر رمن ځواب ورکړ چی هوکی ! خو دا ناځاپی حالات یواځی دساینسپوهانو په برخه وی

ساینسی موندنی لکه دبریښنا موندنه اکثره هغه وخت رامنځته شوی دی چی
ساینسپوه په خپل تجربه ځای کی په څیړنو بوخت واو په ناڅاپی توګه یوځای
یوه شی رڼا وکړه اوس ده دهغه شی نوره پلټنه وکړه تر څو یی یوه نوی موندنه
لاس ته راوړه نو درمن ړخبری مطلب داشو چی اکثره وختونه نوی موندنی په ناڅاپی توګه رامنځته شو ی دی خو دا ناڅا پی موندنی دهغه څا په برخه کیږی
چی په پرلپسی توګه په کار او څیړنو بوخت وی او څوک چی بیکاره ناست وی
هغه نشی کولی داسی نیکمرغه ګړۍ ترلاسه کړی

دژوند دټولو پرمختګونو همداحالت ده لوی بریالیتوب اکثره وختونه د هغه
چا په نصیب کی پراته وی چی هغه شپه ورځ په کار بوخت وی نو په ناڅا پی
توګه یوه موکه مخته ورشی او دهغی په کارولو سره ستر برمختګ وکړی دا
موکه په ناڅاپی توګه رامخته کیږی او مخکی له دی انسان سره دهغی علم
نه وی څوک چی دورځی کار کوی او دشپی ویده وی نو دشپی هغه موکه را
غلی اوتیره شوی وی او دی دهغی له کارولونه محروم پاته شوی وی او داراز
څوک چی دشپی کارکوی اود ورځی په مخ ویده نو وی نو دا موکه په ورځ کی
له هغه نه ضایع شی
لوی بریالیتوب هر وخت دزیاتو هڅو په پایله کی ترلاسه کیږی
اوستربریالیتوب ترلاسه کول بله هیڅ لاره نلری


رښتینی
22.12.2007

اساسی کار

جارج برنارډشا دانګلیسی ژبی یولوی ادیب او ستر مفکر تیرشوی دی دی له شیکسپیر سره دځان دپرتله کولوپه اړه کاږی :

He was a much raller man than me but I stand on his shoulders

دی وایی چی هغه زما په پرتله ډیر دنګ اولوړ سړی و خو زه دده په اوږو ودریدلمه
برنارډ دشیکسپیر له مړینی وروسته په کال ۱۸۵۶م کی زیږیدلی دی دیکسپیر (۱۶۱۶م ــ۱۵۶۴م)
په وخت کی چی انګلیسی ژبه کوم ځای ته رسیدلی وه برناډ شا په خپلو هڅو سره هغی ته نوره وده ورکړه او دپرمختګ یوه نوی پړاوته یی ورسوله له شیکسپیر وروسته نور قلموال را منځته شول چی انګلیسی ژبی ته یی ډیرکارونه وکړل او هغه یی مخ پر وړاندی بوتله ترڅو چی برنارډ شا ته خبره را ورسیدله او هغه هم دخپلی ژبی له پاره نه ستړی کیدونکی هڅی وکړی که برنارډ شا ته خپلو تیرو شویو مشرانو(اوږی)نه وی ورکړی نو هغه نشوی کولی د ترقی هغه اوج ته یی ځان رسولی وی کوم چی ده په خپلو هڅوسره ترلاسه کړی و

د ژوند په ټولو اړخونو کی دا اصول کار ګر ثابتیدلی شی مخکینیو خلکو چی دیوه کار لومړی مزلونه وهلی وی هغه مهال دا شونی ده چی راتلونکی نسلونه دهغوی په سفر مزل پیل کړی او له هغه ځایه یی راپیل کړی کوم ځای ته چی هغوی مخکینیو کار رارسولی وی او که هغوی خپله برخه کار نه وی کړی نو راتلونکی نسلونه به د مخته تګ په ځای له سر نه خپل سفرپیل کوی ځکه سفر هر وخت له هغه ځایه پیل کیږی کوم ځای چی سړۍ ولاړ وی او له هغه ځایه نه پیل کیږی کوم ځای ته چی ته رسیدل غواړی دیوی ماڼۍچی لومړۍ منزل تیار شوی نه وی نود نورو منزلونو اساس به یی په څه شی کیښودل کیږی


رښتینی
22.12.2007

ځنډ نه ده په کار

د طب پوهنځی پروفیسر زبانی امتحان اخیست له زده کوونکی نه یی پوښتنه وکړه چی که په یوه ناروغه دزړه حمله راغله ته به څو ګولی ورکوی؟
زده کوونکی ورته وویل (څلور)
لیږ ځنډ وروسته زده کوونکی وویل : استاده ! زه کولی شم خپل ځواب بدل کړم ؟
استاد وویل هوکی بلکل کولی شی.
له دی وروسته استاد خپلی ګړۍ ته وکتل او زیاته یی کړه :
خو متاسفانه چی ستا ناروغه څلویښت ثانیی مخکی ومړ

په کوم ناروغه چی د زړه حمله راشی دهغه حالت خورا نازک وی هغه ته باید سمدستی د دوایی مکمل خوراک ورکړل شی او که داسی ونکړل شی نو په راتلونکو څو ګړیو کی باید داناروغه دډاکټر په ځای ګورکن ته وسپارل شی

انسانی ژوند هم دی ته ورته ده ځینی کارونه دومره نازک وی چی هلته انسان دی ته اړ وی څو بیړنۍ پریکړه وکړی او که داسی ونکړی نو خامخا به له ناکامی سره مخ کیږی او راتلوکی وخت به ددی نه وی چی سړۍ دهغه کار د لاس ته را وړلو له په ره لاس او پښی ووهی بلکی یواځی دی او پیښیمانی به سره پاته وی

دژوندسفر دریل ګاډی د سفر په څیر ده ریل هر وخت په ټاکلی وخت په خپل تم ځای دریږی او له څو ګړیو ځنډ وروسته مخ پروړاندی روانیږی په دی حالت کی یواځی هغه څوک په ریل ګاډی کی ځای ترلاسه کولی شی چی په مناسب وخت کی ځان تیار کړی اد په ټاکلی وخت دریل ګاډی تم ځای ته ځان ورسوی او که نه ریل به په هغه خپل راځی او ځی دی به ونشی کولی ځای په کی پیداکړی داراز موکی اوچانسونه هر وخت په خپل وخت راځی خو دچمتو او تیارو خلکو له پاره د پرمختګ او ترقی لامل شی او لټ او سست خلک بی برخی پاته شی


رښتینی
26.12.2007

له پایه پیل کول

یوسړی د نویوفوځیاونو دثبت کولو دفترته ورننووت اوکار کوونکو ته یی
وویل زه غواړم په نویوفوځیانوکی می نوم ثبت کړی

کارکوونکی ورته وویل ستا عمر څوکاله دی ؟
.....دووه شپیته کاله
.....ته ښه پوهیږی چی داعمر دفوځی جوړیدلوله پاره مناسب نه ده
اوستا عمر ډیر زیات ده
ده ورته وویل چی نوتاسو جنرال ته اړتیا نلرئ ؟

په یوه انګلیسی رسنۍ کی دامطلب لیکلی و او په طنزیه ډول یی هغه ته
داپورته عنوان ټاکلی و (starting at the top)

ایا داسی کیدی شی چی سړۍ په فوځ کی دلومړی ځل په داخلیدلو سره دجنرالی
له لوړی رتبی نه کار پیل کړی ؟

نه هیڅکله نه شی کیدی

دلته دژوند هرکار باید له لومړۍ نقطی نه پیل شی او اخر یاپای ته ټوپ
وهل ناشونی دی لکه دیوی ونی ژوند چی دنوی نیال په صورت کی پیل
کیږی دژون دودانولو کار به هم داسی له لومړۍ نقطی نه پیل کیږی اوله
وروستی یا اخیری نقطی نه پیل کول یی ناشونی دی

تجارت دپیسو په خرڅ کولو سره پیل کیږی نه په ګټه راټولولوسره

ډاکټری په تعلیم اوهڅو سره پیل کیږی په کلینیک پرانستلو او دهغه مخته
په لوحه لګولوسره نه پیل کیږی دیوی ودانی پیل له اساس او تاداو نه کیږی
نه له چت اچولونه دخورراکی شیانو پیل دکښت له کرلونه کیږی نه د دستر
خوان له غوړولونه اوداسی نور

داراز په ټولنیزو چارو کی باید دافرادو او وګړیوپه تیارولوسره کارپیل شی
هغوی باید یوه ه دف ته چمتوکړل شی او دیوه هدف شعور پکی پیداکړل شی او
هغوی باید خواری کښ او دیانتداره جوړ کړل شی په هغوی کی باید دزغم اویو
والی وړتیا پیداکړل شی دیو قوم او ملت دجوړولو له پاره دهغه ملت په وګړیو
کی دا پورتنی صفات پیداکول له هرڅه مخکی ضروری دی
اوکه له دی کاره مخکی کوم عملی ګام پورته کړل شی هغه به په ناکامی سره
پای ته رسیږی اودبریالیتوب چانس نلری اوداډول ملت جوړونه داسی مثال
لری لکه ددیوالونو له تیارولو مخکی چی په چت باندی کار پیل شی اوداکار
بی ګټی ده نوداراز دافرادو له جوړولو مخکی قومی اوملی اقدام هم له ناکامی
اوبربادی پرته بله مانا نلری


رښتینی
07.01.2008

څوک لوی کارترسره کولی شی؟

په دنیا کی هر وخت دووه ډوله انسانان ژوند کوی یو هغه انسان دی چی کوم
کار وکړی نو دهغه مزدوری هم غواړی او لانور زیات شی هم غواړی اوبل هغه
انسان دی چی یوکار وکړی او هغه هیر کړی که د خپل کار کومه مزدوری په لاس ورغله او یا وره نغله دی کوم شکایت نلری ځکه هغه خپل کار دڅه مزدوری په
موخه نه کوی بلکی موخه یی دا وی چی یو مقصدی اوخلکوته دی ګټی کار سر
ته ورسوی نو دګټی کار سرته رسول یی اساسی موخه وی نه څه مزدوری

هغه لومړۍ ډول خلک هم انسانان دی او دا وروستی ډول هم انسانان دی خو
په دی دواړو ډولونوانساناانو کی دومره زیات توپیر پروت دی چی په دوی
دواړو کی دظاهری شکل له یووالی پرته بل هیڅ مشترک شی شتون نلری
لومړۍ ډول خلک هسی بازار چلوی اودویم ډول خلک تاریخ جوړوی

دا دویم ډول خلک دانسانیت غوره پانګه ده ددی لامل دادی چی دیوه لوی کار دسرته رسولو له پاره هر وخت دی ته اړتیا پیښیږی چی ډیر خلک په اتفاق سره
هغه کار په مخه بوځی نو په داسی ټولنیزو کارونو کی دکار خلک له ډول ډول
حالاتو سره مخ کیږی مثلا چاته دکار معاوضه پوره ورسیږی چاته کمه له چا
سره ښه وضعه وشی اوله چا سره هغومره ښه وضعه ونشی دچا حوصله زیاته
کړل شی او دچانه دځینو کار وستایل شی او ځینی له نظره ولویږی او په ټو
لنیزو کارونو کی داسی حالات بلکل فطری دی او دا توپیرونو رامنځته کیږی
که هغه په کوم عام تحریک کی وی او یا دکوم پیغمبر پاڅون وی په داسی حالا
تو کی دګډو اومتحدوهڅو په سالمه اوخوندی توګه پر مخ بیولو له پاره یوا
ځنی لاره داده چی خلک باید خپل حقوق هیر کړی او یواځی خپل مسئولیت ته
ځیر اومتوجه وی

لوی کارونه هغه خلک سرته رسوی چی هغوی له خپل کار سره دومره مینه لری
لکه عام خلک چی دکار له مزدوری سره څومره مینه لری او دوی دخپل مسئولیت په سرته رسولو سره دومره خوښی احساسوی لکه عام خلک یی چی دمزدوری په
ترلاسه کولواو یایوه ستر انعام ګټلوسره احساسوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more