اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
zafar s zadran
16.06.2007
***** عشر په کوموخلقو باندی فرض دی *****
په هر مسلمان باندی که هغه نر وی او که ښځه - بالغ وی که نابالغه ، عاقل وی که لیونئ ، عشر فرض دی -
***** د زمکی په پیداوار کښی ځه ځیزونه شامل دی *****
د زمکی په پیداوار کښی هر هغه ځیز شامل دی چه زمکه ئی زرغونوی او د هغی نه بنده فائده پورته کوی - هر قسمه غلی مثلا اوربشی ،غنم ،چڼه، مټر ، مسور ، ارهر ،باجره، جوار وغیره - هر قسمه میوی لکه ام ، امرود ،سنتری ،بیری ،سیب ،انار ، انګو ر ، او غیر ه -
هر قسمه سبزی لکه خټکی ، خربوزی ،هندوانی ،الو،باتینګړ ،بنډی ،چقندر وغیره -دغه شان ګنی،
نری جوار وغیره کښی هم عشر واجب دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
16.06.2007
***** د عشر نصاب او په نورو زکاتونو کښی فرق *****
په سرو او سپینوزرو ،روپو او تجارت د سامان او په عشر کښی په ځو خبرو کښی فرق دی هغه دا دی -
١ - د عشر دپاره ځه نصاب مقرر نۀ دی بلکه ځه چه پیدا شی او ځومره وی - دهغی نه عشر ویستل پکار دی - په دی کښی کال تیریدل هم شرط نۀ دی - بلکه ځنګه چه ځیز پیدا شی ، نو د استعمالولو نه مخکی تری عشر ویستل پکار دی -که چری په یو پټی کښی
دوباره پیداوار کیږی -نو دوباره ئی ویستل پکار دی -که د دی نه زیات وی نو زیات به ویستی شی -
٢ - په دی کښی دا هم شرط نۀ دی چه دا ځیزونه دی تر یو کال پوری باقی پاتی شی -
مثلا سبزی وغیره د ځو ورځو نه زیاتی باقی نه شی پاتی کیدی - په دی کښی عشر شته - دا مسلک د امام ابو حنیفۀ دی - د سبزیو په باره کښی یو حدیث دی - چه په دی کښی عشر نشته په دی وجه د امام ابوحنیفۀ دوه نامور شاګردان د امام یوسف او امام محمد رائی ده
چه په سبزیو کښی دی زکات نۀ اخستلی کیږ ی د نورو امامانو هم دغه رائی ده - لیکن عام فقها د امام صاحب رائی له په دی وجه ترجیح ورکوی چه په حدیث کښی دی چه ،
ځه له زمکی هم چه پیدا کیږ ی په هغی کښی صدقه ده ،
فیماسقت السماوالعیون فکان عشر یا وفیما سقی بالنفح نصف العشر -(بخاری ،ابوداؤد ،ترمذی وغیره )
چونکه دا یو عام حکم دی -ځکه امام صاحب وائی چه دی لره ترجیح پکار ده - نوراقم دا صورت اختیار
کړو خوپه دی باندی ټینګار کول او نۀ ادا کونکی ملامت کول صحیح نۀ دی -نو په دی وجه دا فعل هم د سنت نۀ خلاف نۀ دی - البته د سبزیانو باره کښی چه کوم حدیث لیس فی الحضراوات صدقه یا ددی مفهوم نور حدیثونه دی -
نو دغه ټولو محدثینو ضعیف ګرځولی دی -اوله ضعیف حدیث نه دیو عام حدیث تخصیص کول صحیح نۀ دی -
٣ - د ابوحنیفۀ مسلک دی چه ځه هم او ځومره هم له زمکی نه پیدا شی - په هغی کښی عشر دی خو د امام صاحب دواړه شاګردان امام ابو یوسف( رح) او امام محمد (رح ) او امام شافعی (رح)
او امام احمد (رح ) وغیره مسلک دا دی چه د پنځووسقونه کم وی نو په هغی باندی زکات واجب نۀ دی -
خو د امام صاحب په مسلک کښی احتیاط زیات پکار دی -خکه نو فقها دغه اخیار کړی دی -د پنځووسقو وزن زمونږه کیلو یعنی په اتیا تولی والاسیر باندی ٢٥ منه او پاؤ کم ځلویښت سیره یا کیلو جوړیږی -
د امام ابو حنیفۀ (رح ) مسلک د حدیث مطابق هم دی -او په دی کښی د تقوی اړخ هم شته دی - او د غریبانو دپاره د فائدی هم دی - خو که ځوک په بل مسلک عمل کوی نو هم د سنتو خلاف نۀ دی -
٤ - د صاحبانو او امام شافعی (رح) د مسلک مطابق صرف په هغو ځیزونو کښی عشر دی چه تر یو کاله پوری باقی پاتی کیدی شی -
او د پنځووسقو نه زیات نۀ وی - ( درمختارباب العشر )
٥ - په دی کښی د عاقل او بالغ شرط هم نشته -که چری ځوک پاګل یا ماشوم وی او د هغه په پټی او باغ کښی ځه ځیز پیدا کیږ ی نو د هغی نه به هم زکات اخستی شی -
٦ - د زمکی مالک کیدل هم شرط نۀ دی که چری ځوک د بل چا پټی په اجاره اخلی او کری ئی یا د یو قسم میوی
باغ ئی د میوی د زمانی پوری اخستی دی نو په دواړو صورتونو کښی به دی عشر ورکوی -
لکه یو مسلمان د ام ، امرود یا د بیرو باغ واخلی - نو د هغی نه د ام شوکو په وخت عشر ورکول ضروری دی - ددی بیان وړاندی راتلونکی دی - (انشاالله تعالئ )
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
25.07.2007
سلامونه او نیکی هیلی می ومنئ !
***** کومو خلقوله ذکات ورکول نه دی پکار *****
که چری لاندینی خلقو له ذکات ورکړی شو نو ذکات به ئی ادا نۀ شې -
١ - چاسره چه دنصاب په اندازه مال او سامان وې -
٢- سیدان په دی کښی ټول هغه خلق شامل دی چۀ ځان ته سیدان وائې لکه حسنی ، حسینی ،علوی ،جعفری وغیره -
٣- خپل مور پلار ،نیا نیکه او د هغوئ نه پورته لکه غورنیکه ،تړنیکه ،نیاوغیره -
٤- زوئ لور ، نمسی ،نمسئ، یا د دوئ نه لاندی کړوسی ، پوسی وغیره -
٥- خاوند خپلی ښځی له او ښځه خپل خاوند له ذکات نۀ شی ورکولی -
٦- غیر مسلم له -
٧- د مالداره سړی نابالغه اولاد له -
٨- د جومات تعمیر د ذکات په رقم نۀ شی اداکیدی -دغه شان د مړی کفن ،د مړی قرض وغیره له ذکات نه نۀ شی کیدی -
مننه ظفر س څدراڼ
zafar s zadran
25.07.2007
***** د ذکات اصل حقدار ځوک دی *****
١- د ذکات اصل حقدار د ټولونه زیات خپل نیزدو خپلوان دی - مثلا ورور ،ورارۀ ،خور ،اوښی ،خورئیی، تره ، ترور ،ماما، مامی ،خواښی ،خسر،سانډو،زوم ،میرنی پلار ، میره مور وغیره -
یا که د دوئ نه علاوه،بل ځوک نیزدی عزیز وی نو هغوئ ته ئی په ورکولو کښی دوه چنده ثواب دی -
نب صلئ الله علیه وسلم فرمائیلی دی چه خپلوانو ته په ذکات ورکولو کښی په دوه چنده ثواب حاصلیږی - یو ثواب د ذکات ورکولو دویم د خپلوئ پاللودی او د ښۀ سلوک کولو دی -
٢ - د دغوخلقو نه وروستو د دوستانو او ګوانډیانو حق دی -د دغو نه پس د خپل ښاریا خپلی ابادی نورو حقدارو له ورکول پکار دی -
٣ - بیا د هغوئ نه پس کومو خلقوله په ورکولو کښی چه دینی ګټه زیاته وی -مثلا طالب علمان ،د دین دعوت ورکونکې ،تبلیغ کونکې ،او دینی تعلیم ورکونکې مدرسان -
مننه ظفر س څدراڼ
zafar s zadran
25.07.2007
***** بل ځای ته د ذکات لیږلو حکم *****
تر خپله وسه پوری کوشش پکار دی چه ذکات چرته اوویستی شی هلته خرچ کړی شی -
خو که ډیر زیات ضرورت پیښ شی نو بل ځای ته هم لیږلی شی -مثلا که د چا ځوک خپل عزیز چرته بل ځای کښی اوسیږی یا په ځه وجه تللی وی - او هغه امداد غوښتی وی یا یو طالب علم کور پریښی وی او بل ځای ته تلی وی او علم حاصلوی -
یا بل ځه نګهانی یا دینی ضرورت پیښ شی - نو بل ځای ته هم لیږلی شی - بلکه په دغه کښی زیات ثواب دی - او په خاص توګه د اهل علم په امداد کولو کښی خو زیات ثواب دی - په عالم باندی د خرچ کولو په جاهل د خرچ کولو نه زیات ثواب دی -
مننه ظفر س څدراڼ
zafar s zadran
25.07.2007
***** حکومت ته د ذکات ورکولو حکم *****
دا خو د هغه صورت ذکر ؤو چه یو بنده په خپله ذکات ادا کوی خو که چری د حکومت داړخه د ذکات وصولولو انتظام
اوکړی شی نو دغه وخت خپل ذکات حکومتونوته حواله کول پکار دی چرته چه مناسب وی -هغوئ به ئی خرچ کوی - د ذکات ادا کولو نه پس د هغوئ ذمه واری ختمه شی - البته د حکومت خلقو له به د هغی ترتیب خیال ساتل پکار وی -چه وړاندی بیان شوی دی او که حکومت ئی خیال نۀ ساتی نو متوجه کول ئی ورته پکار دی - او که د دی نه پس هم داسی نۀ کوی نو په ځنی صورتونو کښی د ذکات نه ورکولو اختیار هم شته - نبی صلئ الله علیه وسلم به چه خپل عاملین د ذکات وصولولو دپاره لیږل نو دا تاکید به ئی ورته کولو -
توخذمن اغنیاهم وترد علی فقراۀهم - ( مشکوه)
ژباړه - د هغوئ له امیرانو ځخه ئی واخلئ او د هغوئ په غریبانو ئی تقسیم کړه -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
26.07.2007
***** بل ځوک وکیل جوړول *****
که چری یو بنده په خپله ذکات چا له نۀ ورکوی بلکه ځوک خپل وکیل مقرر کړې چه زما ذکات فلانکی له ورکړه -
نو ذکات به ئی ادا شی - لکه ځنګه چه خلق د مدرسی سفیرانوله ورکوی -
که چری یو بنده بل ته اووائی چه زما له اړخه ذکات ادا کړه دومره دومره رقم به زه درکړم - نوکه هغۀ د دۀ له اړخه ذکات ورکړو او بیا ئی له هغه نه رقم واخستو نو دا جائز دی -
مننه ظفر س څدراڼ
zafar s zadran
26.07.2007
***** د غریبانو د پاره جامی ،کورونه وغیره دذکات له مد ځخه *****
که چری د ذکات د مد نه د غریبانو د پاره یا په ځه فسادونو کښی د تباه شوی مسلمانانو دپاره کورونه واخستی شی -یا ګنډلی شوی جامی او ناګنډلی شوی جامی او یا نور ځیزونه پری تقسیم کړی شی نو صحیح دی -
بلکه داسی کول ضروری دی البته په داسی کولو کښی مقامی عالمانوسره مشوره کول ضروری دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
26.07.2007
***** د ریل ګاډی بس او هوائی جهاز کرایه *****
په فساداتووغیره کښی په ډیرو ځایونو کښی د ریل ګاډی یا بس یا هوائی جهاز په ذریعه چه کوم سامان لیږلی شی -
د دغه کرایه دی د ذکات د امدن نه ورکړی شی - یا نه دی ورکړی شی ? د ځنی عالمانو رائی ده چه کرایه دی د ذکات دمد نه نۀ شی ورکولی -
خو د لیکونکی په خیال کرایه د ذکات د مد نه ورکول جائز دی -که چری بازار لری وی او بنده په تکسی یا بس کښی لاړ شی نو د غریبانو دپاره جامی وغیره اخلی او که چری
هغه دغه کرایه د ذکات د پیسو نه ورکړی نو په دی کښی ځه شرعی قباحت دی ?
که چری مونږه یو مزدور د یو غریب د کور جوړولو دپاره راؤغواړو -یا هغه د ذکات د سامان رسولو د پاره مزدورمقرر کړو نو که د هغه مزدوری مونږه د ذکات د مد نه ورکړو نو پکښی ځه حرج دی ?
که داسی او نۀ کړو نو مکان به تعمیر نۀ شی او نۀ به دغه سامان ځائ تهاورسې -
ځنګه چه اوسپنه ، سیمنت مونږه اخلو مکان تعمیر کوؤ نو دغه شان دی دغه مزدوری مونږه په دی کښی ولی شامله نۀ کړو -
دا د تملیک خلاف ځکه نۀ دی چه په دی ټولو اخراجاتو به هم دغه ځیز مونږه تر حقداره پوری اورسولی شو -
ځکه نو د دی حیثیت د کرایه نۀ دی بلکه د قیمت د ادا کولو دی - که چری د منی ار ډر او د بیمی په ذریعه مونږه خپل ذکات بل ځای ته لیږو نو د منی ار ډر او بیمی فیس هم د
ذکات د رقم نه ادا کړونو دا دتملیک خلاف ځنګه شول ? دا ټول هر ځه خو هم دغه غریب ته د رقم رسولو دپاره کولی شی -
غریب له د مکان جوړولو او په رقم ورکولو کښی دوه قباحتونه دی یو خو د نصاب نه زیات ورکول او دویمه دا هم
کیدی شی لکه چه په عام طور سره مزاج دی چه هغه به ئی د ضروری کار په ځای په غیر ضروری کار باندی خرچ کړی
او بیا به هم بی کوره پاتی شی -ذکات ورکونکی یا ځه اداره که چری دا کار په خپله کوی نو دا دواړه به نۀ پیداکیږی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
28.07.2007
***** مدرسو له ذکات ورکول *****
د خیرالقرون نه پس د دین او د علم حفاظت د علما او صلحا په ذریعه کیږی یا بیا د هغه مدرسو په ذریعه چه هغه د حکومت نه بی نیازه وی -
او زمونږ عالمانو او صالحانو قائمی کړی دی ، چرته چرته چه دا مدرسی جوړی دی - نو د هغی امداد په مسلمانانو فرض دی - دا مدرسی د ذکات د ځو مصرفونو حقدار دی - د فقرا، مساکین او فی سبیل الله و غیره تر ټولو لوی مصرف هم دغه مدرسی ګنړ کیږی -
حضرت عبدالله بن مبارک به ځلور میاشتی په جهاد کښی ،ځلور میاشتی د حج په سفر کښی او ځلور میاشتی
په تجارت کښی تیرولی - خو د هغۀ تجارت د دونیا ګټلو دپاره نه ؤو بلکه د عالمانو د امداد دپاره به ؤو -
ځوک چه به د دین او د دین د تحفظ دپاره لګیا ؤو -یو ځل ئی حضرت فضیل بن عیاض ته اووی چه که ستا او ستا پشان د عالمانو خیال نه ؤو نو تجارت به می نۀ کوؤ -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
28.07.2007
***** د ذکات ادا کولو چه مخکی مال ضائع شی *****
په یو سړی ذکات واجب ؤو خو په ځه واجه ئی نه ؤوویستلی - او بیا مال ضائع شو نو ایا په ده ذکات واجب دی او که نه؟ د امام ابو حنیفۀ په نزد پری ذکات واجب نۀ دی خو د
نورو امامانو په نزد پری واجب دی - د امام ابوحنیفۀ په نزد ذکات په مال دی نو چه مال پاتی نه شی نو ذکات به ساقط شی -
ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
28.07.2007
***** د ذکات نه د بچ کیدو حیله *****
د ذکات نه د بچ کیدو دپاره ځنی خلق دا حیله کوی چه د کال د ختمیدو نه مخکی رقم خپلی ښځی ته هبه کړی -
او بل کال ئی ښځه ، خاوند یا زوئ ته هبه کړی دا د غندنی جوکه کار دی او په اسلامی حکومت کښی به ددی سزاورکولی شی -
ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
28.07.2007
***** یوه اخری او ضروری خبره *****
ذکات خالص د الله دپاره ورکول پکار دی او چه بله جذبه په کښی نۀ وی اودا چه کوم ذکات اوویستی شی
نو هغه دذکات اخستونکی ځیز دی - او دا چه ځوک چا له ذکات ورکوی نو په هغه ئی ځه احسان نشته - قران د هغه چا تعریف کړی دی چه د هغوئ صدقی د تکلیف او احسان نه خالی وی -
الذین ینفقون اموالهم فی سبیل الله ثم لایتبعون ما انفقوامناولااذی لهم اجرهم عند ربهم ولاخوف علیهم ولاهم یحزنون -
O ( سوره البقره )
ژباړه : - کوم خلق چه خپل مال د الله په لاره کښی خرچ کوی او بیا د خرچ کولو نه پس احسان نۀ زباد وی - او نه ئی اخستونکی ته تکلیف ورکوی د هغوئ دپاره د هغوئ د رب په نزد اجر دی -
نۀ به پری ویره وی ، او نۀ به غمژن شی -
په قران مجید کښی په یو بل ځائ کښی فرمائی چه کوم خلق صرف د الله د خوشحالولو د پاره او د زړۀ په
مضبوطیا سره خرچ کوی د هغوئ مثال د هغه باغ دی که چری تیز باران پری اوشی نو دوچند میوه به ورکوی
که چری تیز باران نه وی بلکه نری ځاځکی وی نو هم به میوه اوشی - ( سوره البقره )
او بیا کوم خلق چه صدقه ورکوی او زبادؤل کوی -او تکلیف ورکول کوی د هغوئ په باره کښی وئیلی دی -
قول معروف ومغفرة خیرمن صدقه یتبعهااذی والله غنی حلیم O (سوره البقره )
ژباړه :- یو ښه او خوږه خبره او ځه غلطی معاف کول د هغی صدقی نه به زرچنده
غوره ده چه ورسره تکلیف ورکول وی - الله بی نیازه او برداشت کوؤنکی دی -
او قران دا هم بیان کړ دی چه په احسان کولو اوزبادولوخپل ذکات او خیرات مۀ برباد وئ -
لاتبطلواصد قاتکم بالمن والاذی کالذی ینفق ماله رئاالناس ولایومن بالله والیوم
الاخر کمثل صفوان علیه تراب فاصابه وابل فترکه صلدا ( سوره البقره )
ژباړه :- خپلی صدقی په تکلیف او درد ورکولو او په زبادولو د هغه سړی پشان مه برباد وئ چه د خلقو د ښودلو
دپاره مال خرچ کوی چه نۀ ئی په الله یقین وی او نۀ په اخرت ٠
ددغه شان سړی مثال دا دی لکه چه په یوه ګټه ګرد راجمع شی او چه کله باران اوشی نو هغه ورسره اوبهیږی
او صفا ګټه پاتی شی -
مننه ظفر سلطانزئی څدراڼ