اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ذکات
zafar s zadran
17.04.2007
[size=24:fe1783ed6a]ذکات[/size:fe1783ed6a]
سلامون او نیکې هیلې مه ومنې !
د مونځ او روژې پشان ذکات هم په مسلمانانو فرض کړی شوی دی ٠
ځکه نو د دغو دواړو نه پس د ذکات بیان کولی شی ، په عامه توګه په فقه کښی
د دی بیان د مانځه نه پس راځ ،مګر دلته ئی ذکر د روژې نه پس کولی شې ٠
مونځ ، روژه او ذکات دری واړه عبادتونه فرض دې ، او د خپل خپل اهمیت ،
عبادت او فرض کیدو په وجه په دری واړو کښی ځه بیلتون نشته٠
خو په ځنې حیثیتونو کښی پکښې لږ شان فرق او بدلوالی شته دې ٠
١-وړومبی فرق خو دا دی چه مونځ او روژه جسمانې عبادتونه دې او ذکات
مالې عبادت دی ، یعنی د مونځ او روژې ټول ارکانونه بنده په خپل وجود او
اندامونو تر سره کوې ، او د ذکات تعلق د هغه د مال سره دی ٠ یعنې دا فرض
هغه وخت ادا کیږې چه کله بنده د خپل مال یوه مقداره برخه د الله په لار ه خرځ کړې ٠
٢ -دویم فرق دا دی چه مونځ او روژه په هر یو مسلمان باندې فرض دی ، که غریب
وې او که امیر د هغه په کور کښی ډوډی وې او که نه وې ، هغه که په جونګړه
یا خیمه کی او که محل یا بنګله کښی اوسیږې ، او ذکات صرف په هغه خلقو
فرض دی چه ماړه وې ، او په همه روزه ضرورتونو باندې د خرچ کولو د پس هم
ورسره ځه روپی باقې پاتی شې٠
٣ -دریم فرق دادی چه مونځ او روژه صرف د خدائی تعالئ حق دی او په ذکات
کښې د خدائی تعالئ د حق سره د بنده ګانو حق هم دی، یعنې د مونځ او روژې
په ذریعه بنده هغه حق ادا کوې چه په هغه باندی د بنده کیدو په حیثیت کښی
راځې په دی باندې د خدائی نورو بنده ګانوته ځه فائده نه رسې او که چرې ځه
فائده رسې نو هغه هم ځه مونځ ګذارته رسې ، هغه ته جسمانې او روحانې فائده
رسې او ذکات په دی حیثیت خو د خدای حق دی ، چه یو بنده خپل مال د خدائی
امانت ګنړی او چیرته چه ورته د خرچ کولو دپاره حکم کیږې نو هلته ئی خرچ
کوې خو هغه چه ځه خرچ کوی نو یو اړخ ته هغه د خدائی په حق ډاکه او
غورځوله ،د الله په امانت کښې ئی خیانت اوکړو ، نو بل اړخ ته خدائی خبر چه
هغه د ځومره بنده ګانو حق اووهلو ٠
ظفر څډراڼذذ[size=7:fe1783ed6a][/size:fe1783ed6a]
zafar s zadran
17.04.2007
سلامونه او نیکی هیلی می ومنې !
د ذکات معنې او تعریف !
په عربې ژبه کښې د ذکات معنا د پاکیدلو او زیاتیدلو ده ٠
او په شریعت کښی خالص د الله د رضا د پاره د شارع د حکم مطابق یو مقرر او
متعین مال چا مستحق مسلمان له د ورکولو نوم ذکات دی، خو چه هغه د هغی
مال مالک کړی شې٠
د سره دا شرط هم دی چه د دی په بدله کښی به ذکات ورکونکی د ذکات
موندونکی نه ځه فائده نه پورته کې ،
که چری هغه تری ځه فائده پورته کوې ، او یائی امید لرې نو ذکات به ادا نه
شې ، په شریعت کښۍ دی مالې عبادت ته ذکات ځکه وئیلی شې چه
په دی باندی د بنده باقې پاتی مال پاک شې ، او د دی په وجه د هغه په
نیکیو کښۍ زیاتوای راځې ،
او د دی په وجه هغه په اخرت کښی د عذاب نه خلاصولی شې ،
او د دی په ذریعه ډیر و غریبانو له مال راشې چه هغوې پری خپله محتاجې لری
کوې ٠
ظفر څډراڼ
zafar s zadran
17.04.2007
د الله رحمت دی وې په تاسو !
سلام او احترامات دی وې په تاسو!
ذکات د خدای حق هم دی او د بنده هم ٠
په فرضو عبادتونوکښی مونځ ،روژه ،حج خالص د خدای حقوق دې ،
خو د ذکات حیثیت دوه قسمه دی ،دا که یو اړخ ته د الله هم دی،
اؤ دویم دا که ځوک ذکات نه ورکوې ،نو هغه د ډیرو بندهګانو حق هم وهې ،
حضور محمد ص حضرت معاذ رض یمن ته د لیږلو په وخت د توحید او مونځ
د هدایت کولونه پس ئی ورته اوفرمائیل،
ان الله افترض علیهم صدقه توخذمن اغنیا هم فترد؛علی فقرا هم ؛بخاراو مسلم؛
د مبارک وینا د قران مجید د ایت لایکون دولت بین الاغنیا منکم (حشر)
تفسیر دی،یعنی د ذکات یو مقصد د الله تعا لئ د بی اسری خلقو
امداد کول دې٠
او دا چه دا دالله تعالئ مقرر کړې فرض دې نو په دی وجه دا دالله حق هم شو٠
ظفر ځډراڼ
zafar s zadran
17.04.2007
سلام او احترامات می ومنې!
د ذکات مقصد٠
د ذکات بنیادې مقصد دادی چه د دولت ارتکاز اونشې بلکه چه هغه زیات نه
زیات په ګردش کښی وې٠
دمعاشې خوشحالې بنیادې فلسفه دغه ده، چه ټول دولت دی دځو کسانو
په لاس کښی نه وې ، بلکه هغه د خور وې٠
د اخرت د فائدی نه علاوه د ذکات بی شمیره د دنیاوی فائدی هم شته دې ،
په دی سره د غریبانو کمک کولی شې
د ورورولې او همدردې جذبه ورسره پیدا کیږې، د مال سره مینه کمیږې او
چه د مال محبت کم شې نو په بنده کښی اخلاق ،شرافت او خاکسارې پیدا کیږې٠
او که چیرې غورا وکړی شې نو په دی باندی د دنیا غریبانانو او کم امدن لرونکو خلقو ته ځومره فائده رسې،
د دی اندازه د دی نه ولګوې چه د هندوستان د پوره اندازه د شل کربه
نه زیاته او داسی نور اسلامې ملکونه لکه پاکستان افغانستان،
نوکه په داملکونو کښی د ذکات نظام جار کړی شې نو کروړ
کروړ روپی په دی مد کښی اوځې
په د رقم به د ټولو ملکونو ځومره غریبانان په ځه نه ځه کار لګولی کیدی شې ٠
او هغوې له د ضرورت په وخت قرض هم ورکولی کیدی شې، او په دی به د
هغوې نه سود هم نه شی اخستی کیدی،
او د نه اداکولو په صورت کښی به ئی جائیداد هم نه شی ضبط کولی،
(دا محض د پوهولو په غرض لیکلی شوې دې اعداد د وشې او غیر مسلم په
کښی نه دې حساب کړی شوی)
ظفر ځدران
zafar s zadran
17.04.2007
نیت!
دذکات داداکولو د پاره نیت هم ضرورې دی٠
کوم مال چه هغه د ذکات په نیت خرچ کوې د هغی نه به ذکات ادا کیږې، که چیری بغیر
د نیت نه ډیر مال هم خرچ کړې نو په دی به ذکات ادا نه شې٠
که چیرې په ښه کارئی خرچ کړی وې نو ثواب به ئی جدا حاصلیږې٠
ظفر ځډراڼ
zafar s zadran
24.05.2007
---------په کومو ځیزونوباندی زکات فرض دی ---------
هغه ځیزونه چه په هغی باندی زکات فرض دی هغه شپږ قسمه دې ٠
١ - سره زراو سپین زر او دهغی نه جوړ شوې ځیزونه لکه کالې ، لوښې ، سکی او غیره ٠
٢ - هر قسمه د سوداګرئ مال ٠
٣ - نغدې روپئ که هغه د روپو په شکل کښی وې ، که د پونډونو او ډالرو ،سیونګ سرټیفیکټ ،
بانډاو که د سرکارې سند په شکل کښی وې ٠
٤ - د زمکی پیداوار که غله وې اوکه سبزئ و غیره ٠
٥ - ځاروې چه دتجارت په غرض پاللی شی یا د نسل زیاتولو دپاره یا د پیؤ حاصلولو په غرض ساتلی شوی وې -
که چری په دغو کښی د تجارت نیت وې نو زکات به ورباندی واجب وې - په دغوکښی د هر یو بیان
او د اداکولو طریقه بیله بیله بیان شوی ده ٠
٦ - رکاز او معدن ( درنګونه )
-------- د سرو او سپینو زرو زکات اودهغی دسامانونو زکات --------
د سرو او سپینوزرو په زکات کښی ځلویښتمه حصه ورکول فرض دې ، که چری چا سره دوه سوه درهمه وې ،
یعنی دوه پنځوس نیمی تولی سپین زر یا د دی کالې موجود وې - یا د دی سامان موجود وې نو د هغی ځلویښتمه برخه _١_ زکات ورکول پکار
٤٠
دی - که چری ددی نه کم وې نو په هغی باندی زکات فرض ندئ ، دغه شان که چا
سره شل مثقاله ( _١_ ٧ ) تولی سره زر وې ، یا د دی کالې وې نو هغه له د دی
٢
ځلویښتمه حصه یعنی ماشی ځلور نیمی رتئ زکات ورکول پکار دی - د دی نه په کمو زکات واجب نه دی ، د دوه پنځوس نیمو تولو سپینو زرو اندازه په موجوده وزن کښی
شپږ سوه دولس ګرامه ( ٦١٢ ) او د اوونیمو تولو مقدار اووه اتیا ګرامه پنځه سوه
ګرامه ملې ګرامه دې -
د سرو زرو او سپینو زرو نصاب بئیل بئیل دی - یعنی په دواړو کښی چه ځه ځیز هم نصاب ته اورسې نو په هغی باندی زکات واجب دی -
یعنی د نورو ځیزونو قیمت به هم د دی سره یو ځائی کولی شی ٠
-----------++++ د نصاب معیار ++++---------
فقهاؤ د سروزرو او سپینوزرو د نصاب په سلسله کښی په حیثیت بحث کړیدی چه معیار د نصاب یا سرۀ زر دې
یا سپین زر یا دواړه بئیل ٠
تر کومی پوری چه د سپینو زرو تعلق دی په دی باندی د ټولو امامانو او محدثینو اتفاق دی چه چا سره
دوه سوه درهمه سپین زر وې هغه صاحب نصاحب دی -
او هغۀ له پنځه درهمه زکات ویستل پکار دی ٠
البته د سرو زرو د نصاب په سلسله کښی امام شافعې رحمته الله علیه فرمائی
چه ماته په دی لړ کښی ځه صحیح حدیث نه دی تر لاسه شوی -
( التلخیص المجیرص ٨٢ )
د علامه ابن عبدالله هم دغه رائی ده ، مګر نورو امامانو د حضرت عمر رض ، حضرت علی رض ، او حضرت عائشه رض
دغه روایت صحیح تسلیم کړی دی - چه په کښی د سرو زرو او سپینوزرو جدا جدا ذکر دی ، هغوئ فرمائیلی دې -
لیس فې اقل من عشرین مثقالا من الذهب ولافې اقل من مائتی درهم صدقه -
( المغنی ج ٣ ص ٦ ) ځنی حضراتو د سروزرو سره قید لګولی دی که چری شل
مثقاله سرۀ زر د دوه سوه درهمو د قیمت برابر وی ، نو بیا پری زکات واجب دی -
مګر امام ابو حنیفۀ د دواړو جدا نصاب قائل دی - او د قیمت وغیره لحاظ نه کوې ، هم دغه رائی د امام احمد هم د ه ٠
ظفر ځدراڼ
ادامه لرې ٠ مننه
zafar s zadran
26.05.2007
ګرانه او ښاغلی کوشان صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنې !
ښاغلی کوشان صاحب محترمو کتونکو او لوستونکو ته بی زۀ عرض وکړم چه زۀ پخپله هم د پوهی خاوندنه یم ٠
نو دا خبره بی د پوهی خاوندانو ته پریږدو ، لکه محترم ښاغلی مشرورور حلیمې صاحب -
او داسی نور محترمو مشرانو ته -
هغه ځه چه مه لیکې دې ټول له فقۀ نه لیکل شوې دې او هغه ځۀ چی مه زده کړې هغه می ګرانو مسلمانوخویندواو وروڼو
ته وړاندی کړی دې ، تر ځو دوې هم وکولې شې له داسی اسپځیلی معلوماتو ځخه ګټه او زده کړه وکړې -
ځکه چی دا هم اسلامې لاره ده اوهم ثوابې ٠
نو زۀ بۀ دا لیکنه وکړم نو په دا لیکنه کښی بی د تاسو دی پوښتنی ځه ځواب هم وې -
١ - زکات نه انکاریدل دې -
٢ - نه ورکول یعنی زکات نه ورکول -
لکه ځنګه چی پاس په ړومبی پاڼه کښی ذکر شوې -د مونځ او روزی پشان زکات هم په مسلمانانو فرض کړی شوی دی .
ځکه نو د دغو دواړو نه پس د زکات بیان کولی شی - په عامه توګه په فقه کښی ددی بیان دمانځه نه پس راځې -مګر دلته ئی د روژی نه پس کولی شی - مونځ روژه او زکات دری واړه عبادتونه فرض دې ٠
انکار کونکی کافر کیږې -
نه ورکونکی -
الذین یکنزون الذهب والفصه والاینفقونهافی سبیل الله فبشر هم بعذاب الیم -
( سورهّ التوبهّ )
ژباړه - کوم خلق چه په حرص سره ، سرۀزر او سپین زر جمع کوې -اودا دالله پاک
په لاره کښی نه خرچ کوې ، نو داسی خلقو له د یو لوئ دردناک عذاب خبر ورکړئ -
مننه ظفر ځدراڼ
pattang
26.05.2007
لدې خبرې دداسې مالوميږي لکه چې په افغانستان کې په يوه تړله کوڅه کې لوی
شوی يې٠ او هم داسې مالو ميږي چې دکفارو په منځ کې لوی شوی يې ز ه پردې
عقيده لرم چې له اسلامي کلتور سره هيڅ اشنايې نلرې٠
[quote:425f67c9d8]ښاغلی ځدران
ستاسي ليکنې د ذکات په هکله هر اړخيزې او په زړه پورې دي .
په ريښتيا هم چې ذکات ورکول بېوزلو خلګو ته تر ټولو ښه عبادت دی .
خو زما د پاره يوه پوښتنه هم پيدا شوه او هغه دا چې : که کوم څوګ د
ډيرو پيسو يا دارايي خاوند وي ، خو په خپله خوښه حاضر نه وي چې
د خپلو پيسو يا دارايي نه بې وزلو ته څه په ذکات ورکړي ،
ايا داسې يو سړي ته سړی مسلمان ويلی شي ؟؟
په درناوۍ
_________________
خاندۍ ـ خاندۍخندا تاسو سره زيب کا
کوشان پريږدۍچې کړي توی خپل د زړه وينې
اوښکې وينې چه زه ژاړم علت دادی
چه خپل قوم راته وهي نغمې غمګينې[/quote:425f67c9d8]
zafar s zadran
26.05.2007
------- په اسلام کښی د زکات اهمیت -------
ځنګه چه په جسمانی عبادتونو کښی د مونځ او روژی په قران او حدیث کښی بار بار تاکید راغلی دی
دغه شان په مالې عبادتونو کښی د زکات باربار تاکیدهم راغلی دی .
په قران مجید کښی ډیر ځایه ذکر دی چه : -
اقیمواالصلوهّ واتوالزکوهّ - ژباړه - مونځ قائیم کړئ او ذکات ورکوئ ٠
په قران مجید کښی دې چه کوم خلق د الله په لار کښی خپل مال خرځ کوې د هغوئ مثال دهغه دانی
دی چه پکښی اووه (٧ ) وږی وې او په هر وږی کښی سل سل (١٠٠ ) دانی وې -
ګویا چه د زکات د یو پیسی په بدله کښی اووۀ سوه (٧٠٠ ) نیکئ حاصلږی -
مثل الذین ینفقون اموالهم فې سبیل الله کمثل حبهّ انبتت سبع سنابل فی کل سنبهّ ماهّ حبهّ -
( سورهّ بقره )
ژباړه :- کوم خلق چه خپل مال د الله په لاره خرچ کوې د هغوی مثال د هغه دانی
دی چه پکښی اوو وږی یا وګی شوی دی او په هر یو وږی کښی سل دای وې -
الذین یکنزون الذهب والفضهّ ولاینفقونهافی سبیل الله فبشرهم بعذاب الیم /
( سورهّ التوبهّ )
ژباړه : - کوم خلق چه په حرص سره ، سرۀ او سپین زر جمع کوې -او دا دالله پاک په لاره کښی نه خرچ کوې ، نو داسی خلقو له د یو لوئ دردناک عذاب خبر ورکړئ -
نبی صلئ الله علیۀ وسلم هم دزکات ادا کولو بی حده زیات تاکید کړی دی -په حدیث کښی راځې چه کله دا پورتنی آیت نازل شو نو اصحابو دا اوګنړله چه هغوئ ګڼی د مال جمع
کولو نه بیخې منع کړی شوې دې -
ځکه نو چه ځه هغوئ سره دې نو هغه ټول دالله په لاره کښی خرچ کول پکار دې -
حالانکه هغوئ هر ځه د خدائ په لارکښی لګولی ؤو ، خو دا خبر په هغوئ ګرانه شوه -
او هغوئ او ویریدل چه که چری داسی کول فرض وې نو په دی کښی بی به ځه مشکل ضرور وې -
حضرت عمر (رض) چه دا عامه ویره ولیدله نو نبی صلئ الله علیۀ وسلم خدمت ته حاضر شو-
او د دی تفسیرئی او پوښتو -او د اصحابو د پریشانئ ذکرئی اوکړو -هغوئ مبارکو ورته اوفارمائیل -
اِن الله لَم یَغرِضِ الزکوةاِلالِیطیب مَابَقیَ مِنُ آمُوَالِکُمُ وَاِنْمَافَرَضَ الُمَوَارِیُثَ -
( ابوداؤد )
ژباړه - الله پاک زکات صرف د دی د پاره فرض کړی دی چه دزکات ادا کولو نه پس تاسو ته
چه کوم مال پاتی شې چه هغه پاک کړې -او چه ځه پاتی شې په هغی کښی ئی
وراثت جارې کړی شې ، یعنی که چری ټول مال خرچ کول مقصود وه نو بیا به ئی وراثت نۀ جارې کولو .
د دی نه معلومه شوه چه د زکات ادا کولو نه پس د بنده مال پاک او صاف شې -
حضرت محمد (ص) به فرمائیل چه که چری ماسره د اُ حد د غرۀ هومرۀ سرۀزر وی نو ما به غوښتل چه په
دری روځی کښی ټول خیرات کړم ،
حضرت محمد (ص) یوځل حضرت بلال (رض) ته اوفرمائیل چه :- ای بلاله رض ! خرچ کوه د عرش د مالک نه د کمی ویره مکوه-یعنی د خدای په
لاره کښی د خرځ کولو کمی نه راځې ، بلکه تۀ چه ئی د چا په لاره کښی خرځ کوې هغه د زمکی او اسمان مالک دی -
په کومو خلقو چه زکات فرض دی او هغوئ نه ادا کوې نو هقو په باره کښی حضرت مبارک (ص) فرمائیلی دی -
چه چاسره مال وې او هغوئ د هغی زکات نه ورکوې نود قیامت په ورځ به د هغو دپاره د اور تختی
جوړی کړی شې او د دوزخ په اور کښی بی هغه ګرمی کړی شې نو بیا به پری د هغۀ دواړه اړخونه ملا او
تندی داغلی شې -او کله چه دا یخی شې نو بیا به ګرمی کړی شې او دی به پری داغلی شې -
( مشکوة )
مبارک (ص ) فرمائیلی دی چه چا له چه الله پاک مال ورکړی دی او هغوئ ئی زکات نه ورکوې نو د
قیامت په ورځ به دا مال د یو زهرناک او ګنجی مار په شکل کښی ښکاره شې -او د دوئ په ګردن پوری به تاؤ شې او د دوئ دواړه ژامی به راشوکوې -او وائی به چه : -
انا مالک ان کنزکَ ( بخاری ) ژباړه : - زۀ ستا مال یم زۀ ستا خزانه یم -
یو ځل د مبارک (ص) په خدمت کښی دوه ښځی راغلی -چه په لاسونو کښی ئی د سرو زرو باهوګان ؤو ، مبارک (ص) ترینه پوښتنه اوکړه چه د دی زکات مو
ورکړی دی ؟
وی فرمائیل چه نه ، وی فرمائیل چه د دی په بدله کښی تاسو دا خوښوی چه تاسو ته د اور باهوګان واچولی شې ؟
وی وئیل چه نه - ای د الله رسولۀ ! مبارک (ص) ورته اوفرمائیل ددی زکات ورکوئ -(ترمذی )
د ښځو کالو سره ډیره مینه وې هغوئ لره په دی حدیث باندی غور کول پکار دی-
کوم خلق چه مال لې نو د هغی زکات نه ادا کوې هغوئ په قیامت کښی د خپل ځان دپاره ځومره لوئی عذاب تیاره وې -
په دنیا کښی خو د دغه مال په وجه بنده په ارام سره وې او د بیمارئ او د مصیبت دتکلیفونونه بچ کیږی
لیکن که چری زکات ئی ادا نکړ و نو دغه مال به د دۀ دپاره په اخرت کښی د ارام او د راحت په ځائ
خدائ خبر چه تر ځو پوری د اور بستره وې -او د تکلیف رسولو سبب به وې -
د زکات د اهمیت اندازه د دی نه اولګوئ چه د حضرت محمد صلئ الله علیۀ وسلم د وفات نه روستو
ځو نور بانډیچی مسلمانانو د دی اهمیت اندازه او نه لګولی شوه -او د دی د اد کولو نه ئی انکار اوکړو-کله چه تری حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنۀ خبر شو-نو هغوئ د دغو خلقو خلاف د جهاد اعلان اوکړو -حضرت عمر (رض)چه خبر شو نو هغه ورته حاضر شو -چه نبی صلئ الله علیۀ وسلم د کلمه ویونکی مسلمان په باره کښی فرمائیلی دی چه هغوئ سره جنګ نشی کیدی-
د اسلام راؤ ړلو نه پس د هغوئ ځانونه او مالونه محفوظ شې -حضرت ابوبکر (رض) اوفرمائیل چه هو صحیح ده -خو د دی سره سره نبی صلئ الله علیۀ وسلم دا شرط هم لګولی دئ چه کله یو کلیمه ویونکی د کلمی
حق نه ادا کوې نو هغۀ سره به جنګ کولی شی -او ځنګه چه مونځ د کلمی یو حق دی نودغه شان زکات هم د دی کلمی یو حق دی-
چه دا خلق تری انکار کوې -په دی اوریدلو حضرت عمر (رض) خپله رائی بدله کړه -
معلومه شوه چه دا یو داسی حق دی چه د دی دپاره جهاد هم کیدی شې .
مننه ظفر ځدران
zafar s zadran
27.05.2007
---------- د زکات حکم ---------
هر کال په هغه عاقل بالغ مسلمان زکات فرض دی چه هغه صاحب نصاب وې -
او په دغه مال باندی پوره کال تیر شوی وې - د دی فرضیت نه انکار کونکی کافر دی - او چه فرض ئی ګڼې خو نه ئی ادا کوې نو هغه به فاسق او سخت ګنهکار وې -او په اسلامې حکومت کښی به ورله سخته سزا ورکولی شې -لکه چه د حضرت ابوبکر صدیق رضئ الله عنۀ طرزعمل وړاندی بیان کړی شوی دی ٠
------ د صاحب نصاب کیدو مطلب -------
د سرو او سپینوزرو ، یا مال اسباب هغه اندازه چه ورباندی زکات واجب کیږې هغی ته په شریعت کښی نصاب وائې -
او چا سره چه دا اندازه وې هغۀ تۀ صاحب نصاب وائې -مثلا چا سره دوه پنځوس نیمی (_١_٥٢ ) سپین زر یا اووۀ نیمی تولی ( _١_٧ )
٢ ٢
سره زر وې - نو په دی زکات واجب وی -اوس نو دسروزرو او سپینوزرو دی مقدار یا اندازی ته به نصاب اویا چا سره چه دا وې هغه ته به صاحب نصاب وئیلی شی ٠
مننه ظفر ځدراڼ
zafar s zadran
29.05.2007
------- د نصاب د مقدار نه په زیات کښی زکات -------
په زکات کښی چه دسرو زرو او سپینوزرو کوم نصاب مقرر شودی-کله چه د هغی نه زیات شې نو ځنی امامان وائې چه پکښی صاحبان هم دی چه د دی نه زیات کوم رقم وی -
نو په دغو ټولو به زکات واجب و وی -داصاحبان د هغه روایت نه استدلال کوی چه د هغی په اخر کښی دی -چه فمازادعلی حساب ذالک -د دی نه چه ځه زیات وی په هغی دی هم ځلویښتمه
برخه اولګولی شې -( یعنی په دوه سوه درهمو کښی پنځه درهمه ) (ابوداؤدترمذیی )
مګر امام ابو حنیفۀ رحمة الله علیه وائې -چه د نصاب نه زیات رقم چه کله د دی پنځمی برخی برابر شې -نو هله به پری زکات واجب وی- یعنی د دوه پنځوس نیموتوله نه زیات چه کله لس نیمی تولی سپین زرنور وی ، نو په هغی باندی به زکات واجب وې -
ددی نه په کم به زکات واجب نه وې ، ددی دلیل د حضور صلئ الله علیه وسلم دا قول دی چه کله دوه سوه درهمه
( دوه پنځوس نیمی ) تولی سپین زر وې -نو په دی باندی پنځه درهمه زکات دی
او ددی نه پس بیا ځه زکات نشته ، تر کومی پوری چه په دیکښی بیا د ځلویښتو درهمو زیاتوالی اونۀ شې -
( ردالمختارج ٢ ص ٨٢ )
٢ -دسرواوسپینوزروزکات په یوکال تیریدلو واجب کیږی ، یعنی سره او سپین زر اوهغی کالی چه چا سره وې ٠
٣ - د سروزرو او سپینوزرو زکات با قاعده په وزن ورکولو پکار دی -دغه وزن یا خو په زرګر پکار دی او یا په خپله که په زکات کښی دوه ځلور روپئ زیاتی وې نو غوره ده -
نو که چری کمی وې نو ګناه ده ٠
٤ - د سرو او سپینوزرو نه جوړ چه ځومره هم ځیزونه وې دهغو ټولو حکم د سرواو سپینوزرودی -
مثلا که کالې وې او که لوښې وې یا که په جامو باندی د سرو اوسپینوزروتارونه وې -
یا که سوچه ګوته لچکاوی ، که دا ځیزونه استعمالولی شی او که نه شې استعمالولی -
که چری د نصاب په اندازه وی نو واجب شول زکات پری -
٥ - که چری په سرو او سپینوزرو کښی یا ددی په جوړو شوؤ ځیزونوکښی ځه ګډون ( ملاوټ ) وې
نو که دا ګډون د سرو یاسپینوزرونه کم وې نو د هغی حکم د سرو او سپینوزرو دی -
که چری زیات وې نو چه کوم ځیز ورسره ګډ کړی شوی وې د هغی په حکم کښی به وې -
مثلا چا سره ځلویښت تولی د سپینوزرو کالې وې چه په هغی کښی لس تولی مس یا تانبه ګډه شوی وې
نوددی حکم د سپینوزرو دی ، لیکن که په ځلویښتوتولو کښی یو ویشت تولی مس یا تانبه ګډ شوی وې
نو حکم ئی د مسو او تانبو دی - دغه شان سره زر هم ګنړ پکار دې ٠
٦ - دغه شان چرته چه د سروزرو او سپینوزرو سکه وې نو د هغی هم دغه حکم دی-
چه که په هغی کښی ګډون کم وې نو حکم ئی د سرو اوسپینوزرو دی خو که تش په نوم پکښی سرۀ یاسپین زر وې -
یا پکښی بیخې نه وې نو د هغی حکم وړاندی راتلونکی دی -
٧ - چا سره خونه دنصاب برابر سپین زردی او نه سره زر ، بلکه لږ لږ دواړه شته دی-
نو د دواړو د قیمتونواندازه لګول پکار دی ، که چری ددواړو قیمت دنصاب په اندازه کیږې -
نو بیا به پری زکات واجب وی مثلا چا سره پنځویشت تولی دسپینوزرو کالې دی دی او دولس انی وزن
د سرو زرو بل کالی دی -نو د دولس انو سروزرو قیمت په دی زمانه کښی یولس دولس سوه روپئ دی او د دومره روپو سپین زر فرض کړئ
چه پنځویشت تولی کیږی نو اوس نو اوس د پنځه دیرش تولو سپینو زرو په کالو کښی د دولس انو
سروزرو قیمت یو ځائی کولو سره به هغه صاحب نصاب شې او هغه له د شپیتو
تولو سپینوزرو زکات ورکول پکار دی ، که چری دسرویاسپینوزرو نرخ کم یازیات شې نو په دغه حساب
سره ئی ورکول پکار دی -که چری د دواړو په یوځائی کولو هم نصاب نۀ پوره کیږی نو بیا زکات واجب ندی -
٨ - د سروزرو او سپینوزرو په زکات کښی که سره یا سپینوزرو په زکات کښی که سره زر یا
سپین زر ورکوی اویا که د هغی قیمت نودواړه صورتونه جائز دې ٠
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
30.05.2007
------- د سکو قیمتونه او دهغی زکات -----
سکی که په هر شکل کښی وې په هغی باندی زکات واجب دی -
مثلا چه سل روپئ وی نو که هغه ماتی ګوډی وې او که یو نوټ وې ، یا بانډ وې نو که نصاب ئی پوره شې
نوورباندی زکات ورکول واجب دی -
په موجوده زمانه کښی ځو قسمه سکی دې -یو خو د سروزرو او سپینوزرو سکی ،درهمونه ،ریالونه اودینارونه وغیره دی -
دوهم کاغذی سکی ، مثلا نوټونه ، پونډونه ، ډالرونه ،او نور -
دریم د دهاتونو ( معدنیاتو ) نه جوړی کړی شوی سکی لکه په موجوده دور کښی په افغانستان ، پاکستان او هندوستان
کښی سکی نوټونه روپئ او د هغی چینج و غیره -د سرو او سپینوزرو د سکو حکم خو هم هغه دی کوم چه د سرو او سپینو دی -
د کاغذونو یا نورو معدنیاتو ( دهاتونو ) نه د جوړو سکو مختلف صورتونه دې-
خو که ددی هر صورت وې -خو چه دومره مقدارئی وې چه د هغی نصاب (دوه پنځوس نیمی) تولو سپینوزرو قیمت ته اورسې
نو په هغی باندی زکات واجب دی ٠
د تاسوله کتو او لوست نه مننه ٠
ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
30.05.2007
***** مختلفو معدنیاتو (دهاتونو) یا کاغذی سکونصاب *****
که چری نوټونه ،بانډونه ،سیونګ سرټیفیکیټ یا دسرو او سپینو نه علاوه د بل ځیز سکی په دومره
شمیر کښی وې په ځو چه دوه پنځوس نیمی تولی تر لاسه کیږ ې -
نو دهغی ځلویښتمه برخه زکات ویستل واجب دی -مثلا فرض کړئ چه دموجوده سکی په اعتبار سره په پنځویشت روپئ یوه توله سپین زر کیږ ې نو د
دوه پنځوس نیمی تولو سپین زرو قیمت به تقریبا دیارلس سوه روپئ وی نو که چاسره دیارلس سوه روپئ
دضرورت نه زیاتی موجودی وې او ورباندی کال تیر شو نو دکال په اخر کښی به د هغی _١_ برخه تقریبا ( ٣٢ )روپئ زکات ویستل پکاروې-
٤٠
که چری د سپینو زرو نرخ زیات شې نو په دغه اعتبار سره به رقم هم زیات شې -
په بنیادی توګه به په دغو ځیزونو کښی معیار (دوه پنځوس نیمی )تولی سپین زرګنړلی شی -اوس نو چه په کومه اندازه ددی نه زیاتوالی راځې نو له هغی نه به _١_ ویستلی
٤٠
شئ مثلا په سلو (١٠٠ )کښی دوه نیمی روپئ -
په زرو ( ١٠٠٠ ) کښی پنځویشت روپئ -
په دوه زرو ( ٢٠٠٠ ) کښی پنځوس روپئ -
په لسوزرو ( ١٠٠٠٠ ) کښی دوه نیم سوه روپئ -
د روپیو او سروسپینو په زکات کښی دوه خبری ډیری ضرورې دې -
اول - داچه هغه د ضرورت نه سیوا یا به غیر وې -
دویم - دا چه د دغو روپیو د راتللو یو کال پوره شوی وې -
مننه ظفر س څدراڼ
خیریوسی
30.05.2007
محترم ظفر ځدراڼ صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره تاسو ډیره مهمه موضوع لیکی الله تعالی دی در څخه راضی سی
وروره که یوه نفر وچاته پور ورکړی وی او کال پر تیر سی دهغو پیسو به ذکات ورکوی که نه ؟
مینه
ajaza
زرملوال
31.05.2007
سلامونه او نيکي هيلي
ځدراڼ صيب الله دي خوشاله او سوکاله لره زه چي ستا ليکني ووينم نو وويم چي دابحث اوس داسلام
بحث وګرځيده الله پاک دي نور توفيق هم درکړي وروره دا اساسي څيزونه دي نور بحثونه دومره ګټه نه
لري الله پاک دي ماته هم توفيق را په برخه کړي چي داسي يو نيک کار وکړم
او داد پوښتونکي په ځواب کي به دومره ووايم چي :
که غالب ګومان دي وي چي دا پوربه مي يووخت په لاس راشي نو بيا په هغه
کي زکات پريکول لازمي دي او دپور د راختلو اميد نه وي نو بيا په هغه پور
کي زکات نشته والله اعلم
zafar s zadran
31.05.2007
ګران او محترم ورور القدر الجناب زرملوال صاحب !
سلامونه او نیکی هیلی مه ومنې .
د تاسو د اسپځیلی پوښتنی په اړه به دا لاندې موضوع مطرح کړم -
*** د قرض رقم زکات ***
په چا چه زکات واجب ؤو او هغه هم دغه رقم چا له په قرض ورکړو نو ددغه رقم زکات به هم دی ورکوې -
یا که هغه ځه تجارتې سامان خرچ کړی دی -او قیمت ئی د اخستونکی په زمه وې نو د هغی زکات به هم ورکوې -
د قرض رقم دری صورتونه دې :-
١ - یو خو دا چه نغدی روپئ ئی قرض ورکړی -یائی سامان خرځ کړو اورقم ئی بقایه پاتی شو نو د دغه رقم زکات به هغه وخت ورکوې کله چه هغه واپس حاصل شې -
ددی د حاصلیدو دوه صورتونه دې -
یو دا چه هغه د ځو کالوپه یوځائی وصول شې نو دغه صورت کښی به دټولوکلونو زکات ورکول پکار وی -
ځومره موده چه مقروض سره رقم پاتی ؤو -
٢ - دویم صورت دا دی چه که لږ لږ رقم وصولیږ ی هم د هغه هومره رقم زکات به ورکوې -
البته که چری دا وصولیدونکی رقم د زکات د نصاب نه _١_ برخه کم وی ،
٥
نو بیا پری زکات واجب نه دی .
مثلا که چری چا ته دری سوه روپئ وصولی شې نود دری سوؤ زکات اداکول پکاردی ،اوبیا چه نور رقم وصول شې
نوهم داسی کول پکار دی - په فقه کښی دی ته ( دین قوی ) وائی -
٢ - دقرض دویم صورت دا دی چه د داسی ځیز قیمت باقی وی چه په هغی کښی زکات نه وی -
مثلا د کور د فرنیچر ، د اغوستو د جامو، د سورلئ داس ،یا ئی دکروندی یوی خرځه کړی وې -
او قیمت ئی بقایه وې ، نو که دا رقم دومره وی په ځومره چه زکات واجب کیږې -
یعنی ( دوه پنځوس نیمی ) د سپینو زرود تولو په اندازه ، نوکله چه دا وصول شې نوزکات ئی ورکول پکار دی -
که چری دومره اندازه یا مقدارئی په یو ځائی وصول نه شې نو بیا زکات واجب نه دی -
خو که د ( دوه پنځوس نیمی )تولو سپینو زرو د قیمت نه زیات رقم وې نو خو ځو کاله پس وصول شې نو د دغه ټولو کلونوزکات به واجب وې -
دغی ته ( دین متوسط ) وائی -
٣ - دریم صورت دا دی چه که چری دا دمال یا دسامان په بدله کښی نه وی لیکن د وصولیدو امکان ئی وې -
مثلا د ښځو دمهر رقم ، د انعام رقم ، نو په دی باندی به هغه وخت زکات واجب کیږی چه په وصول کیدو ئی یو کال واوړې -
دی ته ( دین ضعیف ) وائې - د دین قوی ، دین متوسط ، او دین ضعیف ، په لړ کښی په دوه خبرو ځان پوهوؤل پکار دی -
یو خو دا چه داحکم هغه وخت دی چه کله د قرض ورکونکی سره نور رقم موجود نه وې چه ورباندی زکات واجب کیږې -
که چری هغۀ سره د قرض ورکولو نه پس هم دومره رقم موجود وې نو که په قرض کښی ورکړی شوی رقم لږ وصولیږی یا زیات ،
د دغو ټولو به زکات ورکوې -
دویمه خبره دا ده چه که چری د وړاندی نه د هغه سره د زکات په اندازه رقم موجود وې -
او د کال د ختمیدو نه وړاندی ځه د قرض رقم هم وصول شو نو دا به هم په هغی کښی شامل ګنړلی شی -
البته که چری د دی نه علاوه هغۀ سره نور مال نه وی چه ورباندی زکات واجب کیږی نو دوصولیدونه پس
ورسره د نصاب په اندازه وی نو د تیرو کالونو زکات ورکول هم پری واجب دی -
٤ - یو ځلورم صورت دا هم دی چه که قرض وی مګر د هغی د وصولیدو امید نۀ وې نو په داسی قرض باندی زکات نشته -
خو که وروسته د امید نه خلاف وصول شې نو د ټولی مودی زکات به ورکوی -
دی ته ( مال ضمار ) وائې ٠
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
31.05.2007
ګران محترم وروره زرملوال صاحب !
اول تر هر ځه بخښنه غواړم چه د تاسو اسپیځلی نوم مه په سهوه د ajaza په ځای واخستلو .
امید چه معذرت مه ومنې -
د تاسو د ستاینی نه یو عالم مننه ، دا یو ثوابې کار دئ خدای (ج) د تاسو له هم د لوستلو عواضونه درکړې -
د تاسودی ځواب نه هم یو دنیا مننه -همدا د تاسواسپیځلی ځواب هم په پاسنې لیکل کښی هم مطرح شوی -
تاسو مخلص ورور ظفر ځدراڼ
zafar s zadran
31.05.2007
*** ضرورت نه د زیاتومطلب ***
ضرورتونه په دوه قسمه وی -
یو خو بنیادې ضرورتونه دې چه پکښی ډوډی ، جامه ، کور او دکسب ګرو او زاروغیره دی -
مثلا چا سره دوه زره روپئ د یو کال نه پرتی دی خو کور ئی په باران کښی راغورزیدلی دی او هغۀ ته ډیر زیان تکلیف دی
او د هغی په دو باره جوړولو باندی به ټولی روپئ اولګې - نو په دۀ باندی زکات واجب نۀ دی -او یا د هغۀ کور ډیر وړوکی دی او واړۀ او انږیاندی ئی ډیری وې او د هغوئ په اوسیدو کښی تکلیف وی او هغه کور زیاتولوته
محتاجه دی او په کور زیاتولو یا لویو لو کښی دغه ټولی روپئ ځرچ کیدی شې نو په داسی روپو زکات واجب نه دی -
دغه شان هغه په یوه خرابۀ یا هلا کونکی ناجوړتیاناجوړه دی او هغۀ سره دومره روپئ دی چه زکات پری واجب کیږې -
خو هغه دا روپئ په خپل علاج دارو درملو خرچ کول غواړې -
نو په دی باندی زکات واجب نه دی -
هغه سره دوه زره روپئ دی خو تنخواه ئی کمه ده او هره میاشت د هغی نه لس شل روپئ په جامو او خوراک و غیره
باندی خرچ کوې او د کال په اخره کښی ورسره دومره نه وې پاتی چه ورباندی زکات واجب شې -
دغه شان یو مسلمان تر کانړ سره لس شل روپی شته دې خو هغۀ د خپل کار کسب دپاره د دومره روپو یا د دی
نه دکمو روپیو اوزار اخستل غواړی نو په دغه روپو هم زکات واجب نه دی -
دویم قسم ضرورتونه چه هغه لږ کم دی یا کم اهمیت لرونکی ضرورتونه دې -
مثلا عیش او ارام یا ښادې واده -سنت یا عقیقه کول او دځه دستوری کول د پاره ئی روپئ ایښودی وی -نو په دی باندی به زکات واجب وې ، یا د خپل اعلی تعلیم دپاره روپئ کیښودلی دی نو ددغو روپوزکات ورکول هم واجب دی -
لیکن په دی لړ کښی دا خبره یاد ساتل پکار دی چه هغه ضرورت جائز هم وی او په وخت سره موجود هم وی -
او که دغه ضرورت جائز خو وی مګر په وخت سره موجود نه وې نو زکات به پری واجب وې -
مثلا یو سړی په دی خیال روپئ جمع کوی د بوډا والی نه پس به دا خرچ کوم یا به پری د لور وادۀ کوم یا به پری پوخ کور جوړؤم
یا به پری سوداګری کوم یا پری د خپل عیش او ارام سامان اخلم نو په دی ټولو صورتونو کښی هغه له زکات ورکول جائزدی -
ځکه چه دا ضرورت جائز خو دی خو دا وخت موجود نه دی -دغه شان که ځوک د حج کولو د پاره روپئ جمع کوی نو په دغه صورت کښی هم د هغه دپاره زکات ورکول واجب دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
02.06.2007
*** د کال تیریدو مطلب ***
د کال تیریدو مطلب دا دی چه ټول هغۀ سره دومره روپئ جمع وی په ځومره روپو چه زکات واجب کیږئ -
په دی لړ کښی ځنی نوری خبری هم یادی ساتل پکار دی -
١ - که چا سره د کال په شروع کښی دومره روپئ وې په ځومره چه زکات واجب کیږ ې-
خو د کال د پوره کیدو نه مخکی هغه خرځ شوئ یا پټی کړئ شوی نو په هغی باندی زکات واجب نۀ دی -
٢ - که چری چا سره د کال په شروع او دکال په اخر کښی دزکات اداکولوپه اندازه روپئ خو وې خوپه منځ منځ کښی
په ځه وجه ورسره روپئ کمی شوی وې خو چه په اول او اخر کښی ورسره ځومره روپئ وی نو د هغی زکات ادا کول به واجب وې -
مثلا چا سره د محرم په میاشت کښی دیارلس سوه روپئ وی او په روژه کښی د هغی نه دوه سوه روپئ خرځ شوې
یا پټی کړی شوی او په ذوالحجه کښی دوسوه روپئ د هغه پوره شوې نو په دغه ځو میاشتی کښی د روپو په کمیدو
به د هغه نه زکات نه ساقط کیږې -بلکه هغه لره د دیارلس سوه روپو زکات ورکول واجب دی - غرض دا چه اعتباربه دکال د شروع او اخر ووې - د منځ ومیانه به نه وې -
٣ - که چری د کال په شروع کښی چا سره دیارلس سوه روپئ وې او دکال تر اخره پوری یو نیم زر روپئ شوی نو
د پوره یونیم زر روپو زکات ورله ورکول پکار دی -
دغه شان د کال په اخر کښی چه ځومره روپئ زیاتیږې نو په ټولو به زکات ورکول واجب وې -
په دغه صورت کښی چه د کال په شروع کښی ځومره رقم ؤو هغه به اصل ګنړلی شی -
او چه ځومره زیاتیږې نو زکات به ئی هم زیاتیږې -اوس نو که چری دکال په شروع کښی ورسره پنځه سوه روپئ وی او دکال په اخر کښی دیارلس سوه شوی وې
نو چه دیارلس سوه موجودی شوی نودغه وخت نه به دکال شروع ګنړلی شی یعنی د کله نه چه هغه صاحب نصاب شوی دی -
دی نه پس چه ځومره اندازه په کال کښی زیاتیږې -په پوره تعداد به ئی زکات واجب وی -
مننه ظفر س ځدراڼ
خیریوسی
02.06.2007
محترمظفر ځدراڼ صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره ستاسو دمفصل جواب نه یوه نړی مننه الله ج وتاته په دنیا واخرت ددغه سپیڅلو لیکونو عوض درکړی
وروره که یوه نفر وچاته پور ورکړی ؤ پور ورکونکی وهغه ته پیسی په ذکات کی ورکړی وپوروړی ته یې وویل دا پیسی ذکات دی زما څخه یې قبول کړه اوبیرته یې دپور په اداکولو کی ځنی واخستلې که تکلیف نه وی وما اولوستنکوته دا سی کار لږ روښانه کړی ؟
وروره تر دی لړو وروسته که وخت وی پر تجاری معاملاتو باندی هم څه ولیکی الله ج دی دهر حرف عوض درکړی
مینه
Ajaza
zafar s zadran
02.06.2007
*** د کارخانی د پانګې اوشیرز زکات ***
که چری ځه روپئ په یو مشترک تجارت یا کارخانه کښی لګیدلی وې یعنی هغه ئی حصی ( شیرز ) اخستی وې -او کال په کال د هغی منافع راځې نو په اصل پنګه ( سرمایه ) او منافع دواړو باندی به زکات واجب وې -
دا زکات خو به کارخانه دار په شریکه باندی اوباسې البته کومه منافع چه افرادو ته ورکړی کیږې هغوئ له بئیل بئیل ویستل پکار دی -
که ټول خلق کارخانه دار له اجازت ورکړې نو په شریکه هم زکات ویستلی شې او چه منیجر یا امر زکات اوباسې نو بیا به منافع تقسیموې -
د امامانو تر منځه په دی لړ کښی لږ شان اختلاف دی چه هر فرد له بئیل بئیل ویستل پکار دی یا په مشترکه توګه هم زکات ویستلی شې -
امام ابوحنیفۀ او امام مالک فرمائې چه کله دوه یا د دؤونه زیات کسان په ځه کارو بار کښی شریک وی نو زکات
تر هغه وخته پوری نه واجب کیږې چه تر ځو پوری د هر یو پنګه (سرمایه ) د نصاب په اندازه یا مقدار نۀ وې -
او د امام شافعی په نزد د مشترکه مال حیثیت د یو سړی د مال په شان دی -( ردالمحتارج ٢ ص ٣٤ ) -(هدایة المتهدج ص ١٢٣ )
دا اختلاف په دی وجه دی چه نبې کریم صلئ الله علیۀ وسلم فرمائیلې دې چه پنځه اوقیه دوه پنځوس نیمی تولی
سپینو زرو نه کموباندی زکات واجب نه دی - په دی کښی صراحت نشته -چه دا حکم د یو سړې دمال دی یا مشترکه مال هم په دیکښی شامل دی -امام مالک او امام ابو حنیفۀ په وړومبی صورت باندی محمول کړی دی او امام شافعی په دویم صورت باندی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
02.06.2007
ګران محترم اجازۀ نیکی او اسپیځلی سلامونه مه ومنې !
ډیره اسپیځلی پوښتنه مو کړی ده - ډیره مننه -
د تاسو اسپیځلې پوښتنی په څواب کښی باید ؤوایم -
په چا غریب دی لس روپئ پور دې او په زکات کښی ورته دغه لس روپئ پاتی کوی یعنی ورکوی یا پریږدی -
نو نه ادا کیږې البته که لس روپئ ورله زکات ورکړی او بیا ئی تی قرض کښی واخلی نو دا جائز دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
03.06.2007
*** تجارتې او صنعتې سامان زکات ***
که چری چا سره تجارتی یا صنعتې سامان موجود وې -
نو د هغی زکات ورکول هم واجب دی - رخت ( کپړه ) د منیارئ سامان ،کتابونه ،کاغذ ، میوه ،مساله ،غله لرګئ ،داوسپنې ،المونیم ،پلاسیک یا د بل ځه دکان یا کارخانه وی -او په دی کښی چه ځه سامان تیاریږې -مثلا رادیو ، تلویزون ،موټر سائیکل ، موټر ، هوائی جهازونه ،وغیره پکښی جوړیږې نو په دی جوړیدونکو ځیزونو هم زکات واجب دی -
او د دی په پرزو باندی هم -غرض دا چه دغو ټولوځیزونو هم زکات واجب دی -
نبې صلئ الله علیۀ وسلم به دتجارت دسامان دزکات ویستلو تاکید کولو -
مګر د دی دپاره دوه شرطونه دې -
١ - یو دا چه په دی بندی پوره کال تیر شې -د کال تیریدلو مطلب هغه دی چه تفصیل ئی وړاندی بیان کړی شوی دی -یعنی دکال په شروع کښی چه که چری هغه صاحب نصاب ؤو نو بیا په هغی کښی ځومره زیاتوالی چه دکال په منځ کښی کیږې
نو په اخر کښی د دغو ټولو زکات واجب وی -
٢ - دویم په دغو ځیزونو که نیت تجارت وې ، که چری دا ځیزونه دخپل استعمال دپاره یا د ارائش دپاره ځومره
هم جمع کړی شې ، اګرچه د ضرورت نه زیات سامان راجمع کول یو ناخوښه عمل
دی -
لیکن په دی باندی به زکات واجب وی -مثلا که ستاسو په کور کښی لوئ لوئ دیګونه ، دتانبی پیتلو ،فرنیچر ،د سپڼسو او وړئ جامی ،یا غله موجوده وې-
نو په دی باندی زکات واجب نه دی -که هغه ډیر زیات هم وې -دغه رنګ په هغه کتابونو هم زکات نشته چه دمطالعی دپارهد علم خاوندان ساتې -غرض دا دی که چری د تجارت د پاره وې نو هله به پری زکات واجب وی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
03.06.2007
*** د ماشینونواو اوزار احکام ***
که چری د چا کار خانه وې او په هغی کښی ځه جوړیږې -
نو چه هغه ځومره مال خرځوې په هغی باندی هم زکات واجب دی -
او کوم چه هغه سټاک کړی دی په هغی زکات واجب دی -البته چه کوم ماشینونه په دغه کار خانه کښی لګیدلی دې -یا دسامان جوړولو دپاره چه نور کوم الات دې په هغو کښی زکات نشته -دغه شان که یو سړی کسب ګر وې نو د هغۀ د استعمال چه ځومره اوزار وی نو که هغه ډیر قیمتې هم وې
په هغی زکات واجب نه دی -البته که چری دغه اوزار د تجارت دپاره وی یا دی ئی جوړ وې او خرځوی ئی نو بیا به ورباندی زکات واجب وی -
مثلا سات ساز (ګړی ساز ) ترکاڼ ،لوهار (اهنګر ) د موټرو او سائیکلو مرمت کونکئ یاد نورو کسبونو
د استعمال اوزار د ټولو دغه حکم دی -یعنی په دی باندی زکات واجب نه دی دی-
دغه ځیزونه فقها په بنیادی ضرورت کښی شمار کړی دی -البته په فتاوئ عالمګیری کښی دی چه هغه ځیزونه چه د هغی اثرات په مصنوعاتوکښی ظاهریږې په هغی زکات وجب نه دی-
لیکن چه د کومو ځیزونو اثرات دمصنوعاتو په شکل کښی ظاهر شې نو په هغو باندی زکات واجب دی -
پوره عبارت ئی دا رنګ دی -
هغه ځیزونه چه د هغی اثرات په مصنوعاتو کښی باقې پاتی شې -رنګریزان چه اجرت اخستو رختونه رنګ کوې ، او د هغی دپاره زعفران یا ګوند وغیره واخلی او په دغو ځیزونو
کال تیر شی او د هغی قیمت نصاب ته اورسې -نو زکات به پری واجب وی -
او یا یو داسی ځیز دکار دپاره واخلی چه د هغی اثر په مصنوعاتو باندی باقې پاتی کیږې نو په دغو
سامانونو به زکات واجب وی -مثلا تیلی وغیره ئی واخستل -یا د رنګ کولو د پاره ئی بله مساله واخستله ،او هغه نصاب ته اورسیدلو او کال پری تیر شو نو زکات به پری واجب وی -
نو که د هغی اثر نه پاتی کیږې لکه صابون او مرض صفاکونکی واښه ئی واخستل نو په دی باندی
زکات واجب نه دی - ( فتاوئ عالمګیری جلد ١ صفحه ٨٨ ) -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
03.06.2007
*** د ګوتو لچکو او د سپینو او سرو زنځیر وغیره ***
د ښځو په جاموکه دخالصوسپینوزرو یاسروزرو تارونه (لچکی ) لګیدلی وی او هغه د نصاب مقدار ته اورسې
نو ورباندی زکات واجب دی -دغه شان که چری د ګړی کیس د سپینوزرو یا دسروزرو وې یائی زنځیر وی نو که هغه دنصاب مقدارته اورسی
نو زکات به پری واجب وی -البته که صرف دسروزرویا د سپینوزرو اوبۀ ئی ورکړی وی نوورباندی زکات واجب نه وی -
علامه مسعودکاسانی متوفی کال ٥٨٧ هج په بدائع الصنائع کښی لیکې : -
سرۀ زر چه نصاب ته اورسې نو دهغی سپین زر کیدل کافی دی د بل ځه وصف ضرورت ئی نشته -
په د به زکات واجب وی -اوس نو که هغه دسپینوزرو سکی وی یا د هغی تکړی وی یا ئی کالی وې ،یاد توری موټی وی ،یائی تیکی وی ،
یا کړه وې یا کمربند وی یا دسوارلی واګی او زین چه ښایست دپاره لګولی شوی وې -دغه شان په قران مجید یا لوښو وغیره باندی پری ستاری جوړی کړی شوی وی اوچه هغه ویلی کړی شی
نو د نصاب مقدار ته به اورسی نو زکات به پری واجب وی -
که دا سامان د تجارت دپاره وې او که د ذاتې ښایست دپاره وی یا که پکښی هر ځه نیت وی زکات پر واجب دی -
( بدائع الصنائع ج ٢ ص ١٦ )
مننه - ظفرس ځدراڼ