د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عنوان

ABUL KHALIQ SAFI
24.11.2003

قدرمنی خور نيلو او دی پاڼی کتوونکو ته سلامونه او نيکی هيلی د اختر دمبارکی سره غبرګی وړاندی کوم٠
عملأ دپښتنو د ټوټه کيدو لپاره نړی واله مبارزه روانه ده چه پښتانه ئی په ځان نه اخلی دا بله خبره ده هغه پروګرام چه روسانو دامريکايانو او انګريزانو سره جوړ کړی لمړی بند ئی د پښتون قوم ټوټه کول دی٠
ستاسو د دوهمی پوښتنی په اړوند ددی پاڼی دښاغلو ليکونکو څيړنی او ځوابونه داسی ښي چه پښتانه لا بل درس ته اړتيا لری چه پند او عبرت واخلی دوی لا تر اوسه بيده پاته دی٠ ددی قوم دژغورنی يواځنی ﻻر په پښتون قوم کی دتفکر انقلاب او بدلون ګڼم ٠ دا دنده د افغانستان د پښتنو قومونو د مشرانو ګڼم او د هغوی په سنګ کی دافغان ملت دحزب،خلقيان،حزب اسلامی پدی شرط چه خپلی سياسی ګټی د پښتون د سره جار کړی٠ ماپدی پانه کی داسی دوستانو ليکنی وليدلی چه څيړنی ئی د پښتنو په اړوند دصديق فرهنګ،نبی اعظيمی،دستګيرپنجشير
او نورو پښتون دښمنو ډلو ته ورته دی دوی په غيری اګاهانه ډول د هغوی ليکنی تبليغوی چه دا د افسوس ځای دی
دنظار شورا ظاهرشاه،داودخان،هاشمخان،تره کی،امين،نجيب،احدی،حکمتيار په همداسی نومونو يادوی لکه
زمونږ دا ښاغلی چه يادوی٠هغوی د کارمل جنايات نه يادوی،هغوی دمسعود جاسوسی او قتل عام ن يادوی،
ربانی نه يادوی او سل نور جنايتکاران٠ هيله لرم چه دپښتو لوی متل هير نه کړو:
وائی لوخی دقوم سپکه غوښتله سر ئی په اوبو کی وچ شو
پښتون پښتون دی تور اوسپين نلری
که څوک ئی غواړي هغه دين نلری٠

په درنښت


Re: عنوان

نقاد
25.11.2003

[quote:4b41a1001d="ABUL KHALIQ SAFI"]قدرمنی خور نيلو او دی پاڼی کتوونکو ته سلامونه او نيکی هيلی د اختر دمبارکی سره غبرګی وړاندی کوم٠
عملأ دپښتنو د ټوټه کيدو لپاره نړی واله مبارزه روانه ده چه پښتانه ئی په ځان نه اخلی دا بله خبره ده هغه پروګرام چه روسانو دامريکايانو او انګريزانو سره جوړ کړی لمړی بند ئی د پښتون قوم ټوټه کول دی٠
ستاسو د دوهمی پوښتنی په اړوند ماپدی پانه کی داسی دوستانو ليکنی وليدلی چه څيړنی ئی د پښتنو په اړوند دصديق فرهنګ،نبی اعظيمی،دستګيرپنجشير او نورو پښتون دښمنو ډلو ته ورته دی دوی په غيری اګاهانه ډول د هغوی ليکنی تبليغوی چه دا د افسوس ځای دی دنظار شورا ظاهرشاه،داودخان،هاشمخان،تره کی،امين،نجيب، احدی،حکمتيار په همداسی نومونو يادوی لکه زمونږ دا ښاغلی يې چه يادوی٠هغوی د کارمل جنايات نه يادوی،هغوی دمسعود جاسوسی او قتل عام ن يادوی، ربانی نه يادوی او سل نور جنايتکاران٠ هيله لرم چه دپښتو لوی متل هير نه کړو:
وائی لوخی دقوم سپکه غوښتله سر ئی په اوبو کی وچ شو
پښتون پښتون دی تور اوسپين نلری
که څوک ئی غواړي هغه دين نلری٠

په درنښت[/quote:4b41a1001d]

له ډېرو تودو سلامونو [color=red:4b41a1001d]ځنې[/color:4b41a1001d] وروسته :
په پورتنيو کرښو کې د پښتنو د وحدت هيله او غوښتنه ډيره ښه پر ځای شوې ده ، او له دې کبله يې ارزښتمنه او ډيره د قدر وړ بولم ، ليکونکي ته دې خدای اجرونه ورکړي . خو که غواړو چې د پټو سترګو د وحدت پر ځای به د غړولو سترګو تنقيدي وحدت ډير ښه وي ، نو بيا به د پښتون په نامه وحدت کې به له يوې خوا ټول پښتانه جهادي او ضد جهادي ، خلقي او پرچمي او طالب مشران سره يو(؟) بولو ، نو له بلې خوابه ددوی دوښمني ، ددوی هغه کارنامې چې د پښتنو د کرکي وړ وې او دي هم يادوو . هم به يې غندو او هم به يې وحدت ته رابولو،
ځکه هغه چې د غندلو وړ دی ، هغه خو نه دوحدت وړ دی او نه د پټولو ، هغه صرف د غندلو ، کرکې او نفرت وړدي ، او هغه څه چې د ټولو پښتنو او ټولو افغانانو له پاره د وحدت بنسټ جوړوﻻی شي ، که دوی يې نلري ،هم مونږ يې ترې غواړو، او زونږ د تنقيد بنسټ هم د همدغو صفتونو او ځانګړنو نشتوالی دی ، چې دوی ولې د مجاۀدينو ، طالبانو او نورو رهبري کوي ، ولې د ستاينې وړ ﻻ زم خصلتونه ، او لوړې ملي، سياسي تومنې نلري؟ يوه بله ﻻر د ويښ انده تنقيدي وحدت له پاره دلته نشته . په دې ډول غندنو کې د پښتنو سره يو ژور پيوستون او او ملاتړ موجود دی ، ځکه د ړانده وځدت غوښتنې د پښتنو دوښمنان کوي ، چې غواړي د پښتو او پښتنو په تش نامه له پښتنو څخه ناوړه سياسي ګټه پورته کړي ، دغه کار او ناوړه ګټه دوی زياتره يوا ځې د
اسلام په نامه پورته کړې ، پورته کوي يې او پورته کولی يې شي . والسلام


پوښتنه دپاڅونوال صاحب څخه

روښان
27.11.2003

پاڅونوال صاحب په خپلو ليکونو کې داسې ښودلي دي چې دی يو بې طرفه او په کوم
سياسي ګوند پورې هيڅ اړه نلري. خو که دی نه خفه کيږي نو زما يوې پوښتنې ته دې
ځواب ووايي: او هغه دا چې ده په خپله يوه ليک کې د داؤد خان د ثنا او صفت لپاره د
غښتلي، مترقي،وياړلي او داسې نور کلمات استعمال کړيدي او بيرته يې په خوا کې
ورته ليکلي دي چې هغه روسانو او پرچميانو وغولاوه او د افغانستان د بدبختۍ د
پيل ټکی يې ګڼلی دی خو بيا يې هم له لويه خدايه څخه ورته بښنه غوښتې ده.
خو محترم پاڅونوال يو بل د داؤد خان په شان غوليدلی ېعنې تره کي ته چې هغه
هم روسانو وغولاوه په ډيرو ستغو سپورو سر کيږي او هغه ته کدو، مړتت، بې مغزه
او په داسې نورو کلماتو چې د قلم له عفت څخه ليرې دي او د هيڅ يو روڼ اندي سره نه
ښايي چې د دا ډول کلماتو څخه په خپلو ليکونو کې کار واخلي، خطاب کوي او خپله
خوا سړوي.
که پاڅونوال صاحب وخت لري نو لطفاٌ دې د واقعيتونو په نظر کې نيولوسره او کاملاٌ
بې طرفه پاتې کيدو سره ووايي چې ولې دومره لوی فرق؟


نقاد
28.11.2003

روښان صيب اول دې ټول افغان ته د راتګ هر کلی کوم او ښه راغلاست درته وايم ، بيا مې سلامونه ومنه او بيا ځما له ځواب نه مخکې د يوې شيبې له پاره دا پوښتنه د يوې فرضې په ډول مطرح کوم ، لوستونکې دې هم پرې نظر څرګند کړي ، چې : که شهيد داؤد خان او ترکی دواړه راژوندي شي ، د افغانستان اولس (نه يو ګوند) به ددوی سره څه ډول چلند وکړي ، ايا د دواړو سره به يو ډول چلند او روش اختيار کړي ؟، که نه ، نو د دواړو سره د اولس د روش فرق به څه وي ؟ د خلکو د چلند فرق کټ مټ ددوی ترمنځ فرق هم دی . علتونه به يې زه وروسته په فرصت سره بيان هم کړم انشا الله .


قدرمن ورور پاڅون صاحب ځما سلامونه او نيکی هيلی ومنی .٠هيله لرم چه پوره روغتا موپه برخه وی٠

ABUL KHALIQ SAFI
29.11.2003

قدرمن ورور پاڅون صاحب ځما سلامونه او نيکی هيلی ومنی .٠هيله لرم چه پوره روغتيا مو په برخه وی٠
ښاغلی! تاسو ددی پاڼی په ځينو ليکنو کی ضد و نقيض اندونه لری دبيلګی په ډول دخدای بښلی داود خان اړوند٠
او په ځينی ليکنو کی د ادبي کلچرڅخه لری د پيښو دبيهر په اړوند خپل اند بيانوی او بل هم دا چه تاسو دپيښو د بهير څيړنی دخپل شخصی تنګ نظری له مخی چه هڅ عينی بنياد نلری وړاندی کړی٠دبيلګی په ډول تاسو د پښتنو د ټوټه کيدو اصلی عامل تره کی ښودلی٠ زه فکر کوم چه تاسو ښاغلي په دی اړوند کوم اثبات کوونکی دليلونه د وړاندی کولو لپاره نلری که مو درلودل نو حتمأ مو وړاندی کول(د يو قوم د ژبی لپاره خدمت تاسو په کومو کړنو د يوی حکومتی اداری کی ثابتولی شی?او بل دا چه د افغانستان په تاريخ کی دلمړی ځل لپاره دارګ څخه د پښتو ږغ چا پورته کړ?تره کی او امين د څه شی قربانی شول? ايا د يوی واکمنی ختمول او دبلی واکمنی منځ ته راتګ هغه هم دولس د نيکمرغی په خاطر تاسو هغی واکمنی ته چه د افغانستان د ولس ښمنه ډلو په دسيسو د يو دولتی تروريږم په نتيجه کی ړنګه شو او ډيره لنډه موده وه دپښتنو دټوټه کيدو عامل ګنی?هو!که تاسو دا دوره د سياسی قدرت دانحصار،د حقوقی نورمونو د نه مرعاتولو،په ځينی مواريدو کی دسياسی اختناق په نوم ياد کړی خلک به ستاسی ليکنی رښتيا هم د يو ناپيلي شخص په توګه ومنی٠ په مړو دروغ ويل ښه کار ندی٠ مونږ بايد د خپلو ليکنو په وړاندی په مسؤليت سره خپل دريځ غوره کړو او که نه تر هغو کسانو چه دهغوی د کړنو په اړوند ليکنی کوو پر مونږ به ماشومان ملنډی و وهی٠ بل دا چه د مونږ هغه وخت کوﻻی شو دخپلو خلکو تر منځ د رڼو سترګو يوالی را ولو چه احد اقل خپله د رڼو سترګو د ليکنو همت و لرو او که نه ولس به زمونږ ليکني په ډيرانونو کی واچوی وائی چه دانسان لويه پانګه عقل دی زمونږ اولس سالم عقل لری او پر هر څه سالم قضاوت کوی٠
تاسو ته په اخر کی د لوی خدای له درباره صبر او اجر غواړم٠
په ډير درنښت


م ن غروال
30.11.2003

درنو او محترمو لوستونکو سلام عرض کوم٠
دتره کي د پښتو غږ او د داود خان خدمت، دا ډير فرق سره لري٠ داود خان په حقيقت کي په روسانو تېروتلۍ وؤ، اما تره کي د روسانو سياسي تيوري هضمه کړې وه٠ داود خان هېواد ته د خدمت لپاره ختيځ پلوي کوله، اما نه دا چه کومه کمونستي سياسي تګ ﻻره ولري، اما تره کي سوسياليستي ټولنه غوښته٠ داود خان که هر څوک وؤ اما مسلمان وؤ، اما تره کي يو ماترياليست٠ لدې کبله هغه ته د بخښلو مجاز اسلام ورکوي، اما تره کي ته نه٠ داود خان يوازې پښتونستان له روسانو غوښتو ، د مهمو علتو څخه ئې د روسانو پلوي ځکه وه، اما تره کي روسي نظام غوښتو اوپه خپله خوښه٠ خير اوس ددوئ په په صفتو او بدو څه ﻻس ته نه راځي، خو ددوئ کړنلارې او ددوئ سياسي پوهه له ځانه سره کوم عواقب چه لرلي دي هغه نبايد د هېواد ديوه راتلونکي ريښتيني ديموکراتې سياسي واکمنۍ او تک ﻻرې د جوړلو په موخه له پامه وغورځول شي٠ چه زمونږ لپاره لويه سياسي تجربه او سياسي پانګه کيدائ شي٠ په درناوې


Re: قدرمن ورور پاڅون صاحب ځما سلامونه او نيکی هيلی ومنی .٠هيله لرم چه پوره روغتا موپه برخه وی٠

نقاد
30.11.2003

((قدرمن ورور پاڅون صاحب ځما سلامونه او نيکی هيلی ومنی .٠هيله لرم چه پوره روغتيا مو په برخه وی٠
ښاغلی! تاسو ددی پاڼی په ځينو ليکنو کی ضد و نقيض اندونه لری دبيلګی په ډول دخدای بښلی داود خان اړوند٠
او په ځينی ليکنو کی د ادبي کلچرڅخه لری د پيښو دبيهر په اړوند خپل اند بيانوی او بل هم دا چه تاسو دپيښو د بهير څيړنی دخپل شخصی تنګ نظری له مخی چه هڅ عينی بنياد نلری وړاندی کړی٠ دبيلګی په ډول تاسو د پښتنو د ټوټه کيدو اصلی عامل تره کی ښودلی ))٠
محترمه وروره صافي صاحب ، ښې چارې مو غواړم ، سلامونه مې ومنئ ، له ليکنې څخه مو مننه کوم ، خو د خپل ډالۍ تاسوته وړاندې کوم ، هيلمن يم په غور سره يې وګورئ :

١ ــ ضد او نقيض فکر : وروره هر واقعيت او عيني نړۍ ټوله ، په جز جز کې له فرقونو ، تنوع، اختلاف ، ضد او نقيض څخه ډکه څه بلکې جوړه شوې ده ، تاسو هر چيرې چې ياست ځان او چاپيرېال ته وګورۍ ، هيڅ شي د بل سره، او پخپله په خپل ځان کې هم يو جز د بل سره يوشی نه دي ، فرقونه ، اختلافات ، تضادونه او ضد ونقيض لري ، ايا همداسې نه ده ؟ او بيا له جامد طبيعت لکه خاورو ډبرو اوبو څخه د طبيعت ژوندۍ برخه پيچلې ، غني او ډير فرقونه ، تضادونه او ډير ضد او نقيض لري ، د ژويو نړۍ تر هغې هم زيات ضد او نقيضه ، پيچلې ، بډای ، او لوړ کيفيته ده ، خو که نور هم پورته نړۍ ته ﻻړ شو ، هغه له دې څخه او ددې ټولو له مجموعې او ټولګې څخه هم زياته پور ه عموره، بډاي، ډير اړخيزه، پېچلې ، لوړ کيفيته ، له رنګينيو ، مختلفوالي ، اختلافاتو ، ضد او نقيض او تضادونو څخه جوړه ده ، او پ همدغه کچ يې تغيرات ، بدلونونه اوبشپړتيا يي خوزښتونه ډير ، چټک او ګړندي دي . دا نړۍ بشري ټولنه ، يا انساني جامعه ده چې سياسي حرکتونه او غورځنګون ، دتولد او توليد پروسې ، خوځښتونه ، کلتوري تخليق او نوښتونه او داسې سلګونو او زرګونو پيښې يې په طبيعت کې ساری نه لري . که د فرد فردي شغور ته راشو ، په تنوع ، او کيفت کې له دې هم پيچلی ، نازک او د کيفيت لوړه پوړۍ را په ګوته کوي . د انسان شعور ، اند او تفکر چې د متضادې اجتاعي هستۍ له کوانده انعکاس پرته بل شی نه دی او د همدغو متضادو واقغيتونو دقيق انعکاس ته علم او پوهنه هم ويل کيږي ، نو قدرمنه وروره اوس رته تاسو وواياست چې څنګه به په واقعيت کې د متضاد انسان ، ياستوال ، اجتماعي يا کلتوري مخور او مؤثر شخص او شخصيت له ضد او نقيض له بيانولو پرته دې د هغه معرفت او پيژندنه امکان ولري ؟ له خدای (ج) پرته خو بل هيڅوک داسې نشته چې نيمګړتيا ، ضد او نقيض ونه لري او صرف د ثنأ صفت او پرستش وړ وي ،علم او پوهنه
دا مطابه لري چې د سياستوالو په اړه بايد ﻻ زياته د ضد او نقيض يا اضدادو څيړنه تر سره شي ،له دې څخه نه داود خان شهيد او نه خفک شوی ترکی کومه ا ستثنا جوړولی شي.
د يوې ځلنې ( پديدې) ،او په همدغه راز د يوه شخص او شخصيت دوه بيلابيل ، متضاد يا ضد اونقيض ړخون ښودلو ته د اند او فکر (ضدو نقيض ) نه وايي، بلکې هغه ضد او نقيض چې پخپله په موضوع يعنې اړونده پيښه يا ځلنه ، شخص او شخصيت کې موجود وي ، د اند ، فکر او انعکاس ، ليکوال يا څيړونکي او کارپوه دنده ده چې بيان او څرګند يې کړي ، په تيره بيا د ضد او نقيض اړخونو انډول او تناسب ، او متقابل اغيز يو پر بل باندې وښيي ، که نه يواځې د متضادو اړخونو نوم يادول هم بشپړ انعکاس نه دی ، خو د خواشينۍ ځای دی چې پښتانه معمولأ ، او په تيره بيا ددې پاڼې مينه وال پلټونکې نه ي ، د پوهې او پوهيدنې سره دومره مينه نه ښئ، او پوښتنه نه کوي چې له دې او دې جملو څخه څه مطلب دی ، بلکې برعکس که جمله يې خوښه شوه ښه ، او که يې خوښه نشوه او يا پوه پرې نشو ، نو خپل نفرت څرګندوي او پوښتنه نه کوي چې دا ادعا څنګه توضيح کوئ ، او په حه ډول د پوهيدلو وړ ده، بلکې برعکس حکم کوي چې ته داسې داسې سړی يې او داسې داسې کوې ، خو پوښتنه نه کوي چې دا مو په څه مطلب و مفهوم ليکلي دي او څه دﻻيل ورته رئ .
د ساري په توګه ما په کومه ليکنه کې ليکلي وو چې لانی سياستوال يو مړتت يا بي کفايته سړی و ، دا داسې انګيرل شوې چې ګنې ما به د هغه د بي کفايتۍ يا مړتت توب له پاره کوم دليل او علت نه درلود او هسې د زړ ه د يخولو يا نفرت ښودلو له پاره به مې دا کلمات استعمال کړي وي ، نو په دې غلطه انګيرنه يې تکيه کړې او ځان ته يې حق ورکړی چې زما په اړه بي دليله احکام صادر کړي . حال داچې دولتي مشران چې دا نتخاباتو له ﻻرې مقام ته رسيږي تر ټاکلو مخکې ، او ديکتاتوران تر چپه کيدو وروسته تنقيديږي ، او د راتلونکې له پاره يا دعبرت او يا ښه مثال په توګه ترې ګټه پورته کيږي .او زمونږ بحث هم ددوه ديکتاتورانو په هکله دی ، چي کوم يو يې د عبرت او کوم يو يې دپند او ستاينې وړدی .
فکري ضد او نقيضدې ته وايي چې زه ووايم داودخان ملي شخصيت ؤ، او بيا ووايم چې نوموړی د رسانو ګوډاګی ؤ ،داچې په روسانو غوليدلی ؤ ، دامعنی نه لري چې ملي نه ؤ ، او يا داچې ملي شخصيتونه ګنې نه غوليږي . هو، ملي شخصيتونه چې په ديموکراتيکه توګه انتخاب شي ، د غوليدلو امکانات يې کم يا ورک کيږي . بر عکس، صرف فرض کړئ چې که ووايم چې ترکی د شوروي ګوډاګی ؤ ، او بيا ورته سره ددې هم ملي شخصيت ووايم ، نو دابه بيا يوه ضد او نقيض خبره وي . نو مهرباني وکړئ ماته راوښاياست چې ما چيرته دغسې يوه ضد او نقيض خبره کړې ده؟ او که هر بيل اړخ په ګوته کول تاسوته ضد او نقيض ښکاري، نو بيا پوښتنه وکړئ چې ايا دغه او دغه خبرې ضد او نقيض نه دي ؟ که ضد او نقيض نه وي ، نو اړيکې او امکانات يې روښانه کړئ ! که ما هغه روښانه نکړای شو ، نو بيا حق لرئ چې خپل حکم پرې د ضد او نقيض صادر کړئ . زه تر اوسه پورې ستاسو
ادعا نشم تائيدوﻻی چې د داود خان په اړه مې ضد او نقيض ليکنه کړي وي .

٢ــ همدغسې مو دا ادعا چې ما ترکي د پښتنو د ټوټه کيدو مسوول ګڼلی هم بي بنسټه ده . او بيا دغسې يوه له ځانه اختراع شوې ادعا له مخې حکم صادروئ او واياست چې دانو تاسو د پښتنو د ادبي کلتور څخه ليرې خپل شخصي تنګ نظره اند بيان کړی دی (!!) لومړی ثبوت کړئ چې [color=blue:52e602dcf8] ما تر اوسه [/color:52e602dcf8]چيرې ترکی د پښتنو د ټوټه ټوټه کيدو عامل ښودلی وي ، بيا ځان ته اجازه ورکړئ چې غبرګون وښاياست . تر هغې د مخه مو دغسې ادعا يو زياتی او تجاوز بولم .

٣ــ تاسو پوښتلي چې : ((ايا د يوی واکمنی ختمول او دبلی واکمنی منځ ته راتګ هغه هم دولس د نيکمرغی په خاطر تاسو هغی واکمنی ته چه د افغانستان د ولس ښمنه ډلو په دسيسو د يو دولتی تروريږم په نتيجه کی ړنګه شو او ډيره لنډه موده وه دپښتنو دټوټه کيدو عامل ګنی?))

وروره که په دې بهانه چې نيلو جان دغه بحث ته په لومړي سر کې دا پوښتنه دعنوان په توګه ليکلې وه چې (( ايا پښتانه د ټوټه ټوټه کيدو د ګواښ سره مخامخ نه دي (؟ ) )) ، غواړئ هر نوم او هر ډول موضوع ددې پورې دتړئ چې ګواکې د پښتنو ټوټه ټوټه کيدل تائيدوي ، او خدای مکړه پښتانه ټوټه ؤ ټه شوي دي او اوس صرف يو ملامت او ګناهکار ورته لټول کيږي څو ددغه ټوټه کيدو پړه پرې وغورځوو ، نو ستره اشتباه او سهوه کوئ ، نه خو پښتانه ټوټه ټوټه شوي دي ،او نه هم نيلو خور دا ا دعا کړې، بلکې پوښتنه يې کړې چې ايا پښتانه د ټوټه کيدو د خطر سره مخامخ نه دي ؟ ، او نه هم بل چا دا تائيد کړې ده چې هو پښتانه يا ټوټه ټوټه شوي دي او يا هم رښتيا د دغه خطر سره مخامخ دي ، و نه هم په دغه محض ورکړ شوي عنوان پخپله بحث روان دی ، بلکې په د سياستوالو په سياست خبرې دي ، بي له دې چې مستقيم د پښتنو د ټوټه ټوټه کيدو په اړوند دبيلابيلو ياستوالو په سياست بحث اويا تحليل شوی وي ، نو د ې ته به خبره څنګه ورسيږي چې د چا خبره (( غويی لا حلال نه وي او خانک ورته ونيول شي )) ، پښتانه د خدای په فضل ټوټه ټوټه نه دي ، نو پړه به يې حنګه پر يو يا بل سياستوال غورځول کيږي . هو ، بر عکس که تاسو پښتانه په خلقيانو له يوې خوا او مجاهدينو پښتنو له بلې خوا ، يا د ملحدانو او مسلمانانو په دوه ډلو وويشئ ، چې په واقعيت کې هم سره بيلې ډلې دي ، او ددې ويش پړه لټوئ ، بي له شکه دا پړه په شورويانو او دهغوی په ګوډاګيانو ، ايديالوژيکي او سياسي مزدورانو لويږي چې په رأس کې يې د پښتنو تر مينځ ترکی ؤ !!! دغه راز د شوروي دولتي تېروريزم د ترکي پر ضد نه ، بلکې ظاهرأ د شوروي ددغه وفادار دوست ترکي د دفاع او غچ اخيستلو پر نامه او د هغه د بيوفا قاتل شاګرد حفيظ الله امين پر ضد ترسره شو، کوم چې تر کي پخپله په ګوند کې د شورويانو پر ضد په خپله مرۍ د سرطان راختلې دانه وګڼله ! وروره نور به يې همدلته پريږدو ، داليټۍ که سياسي هم ده ، خو ډېره مرداره ده، او د پښتون ، پښتو او پښتونولۍ سپيڅلي نومونه به پرې نه ککړوو . والسلام


ABUL KHALIQ SAFI
02.12.2003

پاڅونوال

دغړيتوب نېټه: 30 جولاي 2002
ليکنې: 169

ليکلنې نېټه : شنبه سپتمبر 27, 2003 8:48 pm عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

نيلو خورې ، له سلام نه وروسته زياتوم چې که پښتانه ستاسو په وينا د ( ټوټه ټوټه کيدو سره مخامخ ) هم وي نو داګواښ هم صرف د يو نا مسئوله ، بي مغزه او کدو انسان دﻻسه چې تره کي نوميده رامنځته شوی دی .
نوموړې (ګوډۍ ) د شوروي ګوډاګی و د کی جي بي يو مړتت ايجنټ ؤ چې څيره او نوم او شهرت ټول يې کی جي بي جوړ کړي وو ، او پخپله يې له خود پرستۍ ، الحاد، شرابخورۍ و ګوډاګي توب پرته نور هيڅ زده نه وو
ان تر دې چې(( زندګي نوين )) کتاب هم نظر زاده ته تاجيکې کمونستانو ليکلی ؤ . خو د شوروي په ﻻس کې يې په هيواد باندې 20 - 25 کاله غميزه راواړوله . تاريخ پرې له لعنت څخه پرته بل هيڅ شی نشي ويلی . دومره ستر خيانت هيواد إو ملت ته هيڅ چا نه و کړی .

د قدر وړ ور پاڅون صاحب ځما د پرديسی د عالم سلامونه ومنی .
وروره!تاسو پخپله وروستی ليکنه کی د خپل ادبی کلچر څخه په استفاده بيا د خپلو دوستانو په سپکاوی قلم راپورته کړی چه زه به هغه هم بيرته ستاسی دبيا لوستنی لپاره کاپی کړم٠ ستاسو پورتنی ليکنه می ځکه کاپی کړی چه تاسو په خپله وروستی ليکنه کی دا غوښتنه کړی وه چه ما تره کی دپښتنو د ټوټه کيدو عامل ندی ګڼلی او که څوک دا ادعا کوی ما چيرته د هغه دشخصيت په مورد سپکی سپوری ويلی٠?
ګرانه وروره! ما تاسو ته په خپله ليکنه کی دافغانی پيرزوينی له مخی دا ليکی چه هر ليکونکی د خپلی ليکنی په وړاندی مسؤليت لری د قلم سره بی مسوليته برخورد ، چه وروسته پری انکار او پښيمانی څرګنده شی او هغه هم د يو هيواد دتاريخی پيښو دبهير په اړوند دقلم دخاوندانو کار ندی٠
ما تاسو ته ځکه ليکی چه: دشخصيتونو او دتاريخی پيښو په وړاندی ذهنی برخورد مه کوی٠ اوس به وګورو چه تره کی کدو وه او که هغه څوک چه د خپلی مورنی ژبی د ادبی تاريخ څخه ناخبره دی او د خپل هيواد نامتو او وتلی
ادبی شخصيت چه دا لقب ئی سياسی مخالفينو مګر د پښتو ژبی اصيلو خدمتګارانو ور کړی٠ مهربانی وکړی
د پښتوادبياتو تاريخ(معاصره دوره) کانديد اکادميسن سر محقق ارواښاد محمد صديق روهی کتاب ١١٢-١١٣صفحه او يا هم د اوسنی ليکوال په نوم کتاب چه په شاهی رژيم کی خپور شوی ولولی دا هم دپيرزوينی له مخی تر څو دخپلی ژبی دليکوالانو او شاعرانو په مورد انسانی کرامت چه دقلم دخاوند انو لويه مرتبه ده مراعت کړی ٠
ښاغلی پاڅون صاحب! تاسو په خپله وروستی ليکنه کی دضد او نقيض فلسفی څيړنه کړی پخپله دی څيړنی وﻻړ ئی او که بيا انکار کوی?او که دا مفاهم دی د زنده ګی نوين په نوم کتاب څخه را غوره کړی?که چيری په دی ليکنو رښتيا هم ټينګ وﻻړ اوسی نو دا د ډيالکتکی ماترياليزم ميتوديکه څيړنه ده چه تاسو دنظر زاده(تره کی) پورته ياد شوی کتاب چه د کی٠جی٠بی دمعلوملحال اجينت کارمل د ډلی لخوا داسی تبليغيږی چه تاجکی کمونستانو ليکی ،له برکته کړی نو بيا تره کی څه له په الحاد محکوموی?
ښاغلی پاڅون صاحب! بيا هم تاسو ته دپيرزوينی له مخی که غواړی چه دهيواد د ٢٥ کلنی غميزی اساسی عوامل و څيړی دخپلو ذهنی بدبينيو نه بهتره ده چه دا کتابونه ولولی بيا به درته ثابته شی چه څوک د ک٠جی٠بی اجنټان وه
او څوک دافغانی ناسوناليزم پر بنياد د روسانو سره په دښمنی شول او د خپل افغانی سوسياليزم دﻻرې قربانی شول
د افغان ميړانه او غميزه( الکساندر لياخوفسکی)، عمليات سی٠ا٠ی در هندوکش،د کی٠جی٠بی دلوړپولو افسرانو خبری دمسکو دتلويزون او مستندو فلمونو څخه٠
ولی خلقيان د امريکا او روسانو د مرګونی ګذارونو هدف و ګرځيدل?
د ضأالحق او تره کی کتنه په پغمان کی او دروسانو غبرګون دتره کی په وژنه?
زه به په نژدی ورځو کی پاڅون صاحب دی پوښتنو په ځواب ستاسو ذهن نور هم روښانه کړم٠
ستاسو د روغتيا په هيله


نقاد
02.12.2003

دروند ورور ساپي صيب ، سلامونه مې ومنئ ، له ليکنې او له کاپي شوي سند ښودلو څخه مو مننه !
خو وروره د موضوع څو اړخونه به سره يو له بله ضرور توپيروو :
لومړی داچی ترکی د ليکوال په توګه او ترکی دسياستوال په توګه يو ډول نه ارزښتول کيږي ، او زمونږ تنقيد هم د هغه په ليکوالۍ نه ، بلکې په سياست دی . نو بايد د ليکوال په توګه يې د پښتو خدمت پښتو ته کوم سياسي خدمت ونه شميرو .
دويم : د پښتون په توګه چې مورنۍ ژبه يې پښتو وه ، د دولت دمشر په توګه دترکي په پښتو خبرې او بيانيې هم يو طبيعي کار اود ملي ژبې په توګه د پښتو او پښتون طبيعي حق او يو طبيعي چلند دی ، نو په پښتو خبرې يې يو ځانګړي سياسي خدمت او مبارزه بلل سم او منطقي انګيرنه نه ده ، بلکې د يوه حق پرځای کول ،منل او له تيري نه ځان ساتل يې بللی شو . هو ترکي چې د واکمن په توګه پښتو ويلې خپل مسووليت يې ترسره کړی او ځان يې په دې ټکي کې صرف له ګناه څخه ساتلی دی او د ځان له پاره هو، خو د ملت له پاره د پښت ژبي په توګه داکوم ځانګړی خدمت نه دی.
دريم : دغه راز زما د پورتني بحث په رو حيه ځان پوهول په کار دي ، زماادعا دانه وه چې ترکې د سياستوال او يا ليکوال په توګه دا قصد درلود او اګاهانه يې د پښتنو ټوټه کيدل غوښتل . او په دې مفهوم مې نوموړی د پښتنويو اګاهانه ټوټه کوونکی نه دی بللې او نه يې بولم ، خو هغه څه چې دده د سياست پايلې وې ، نو که پښتانه چيرې د ټوټه کيدو د ګواښ سره مخامخ هم وګڼل شي ، چې زه يې البته مخامخ نه ګڼم ، نوپه هغې کې پښتانه ښايې تر هر بل سياستوال زيات دده دسياست په نتيجه کې د ټو ټه کيدو سره مخامخ شوي وي ، مطلب دلته خلق او په خلقي اردو کې پښتانه سر تيري د پښنو مجاهدينو په وړاندې له يوې خوا او ملحدين د مسلمان پښتون ملت په وړاندې د دده د کمونيستي او متريالستي سياست او دولتي ا يديالوژي له کبله نه يوازې سره بيل او ټوټه شول، بلکې يو د بل وينو څښلو ته کيناستل ، درې ميليونه شهيدان چې ٨٠٪ يې پښتانه او په لسګونو زرو دولت پلوه جګړه ماران مړه شول چې ٩٠ ــ ٩٥ فيصده يې پښتانه وو(!) . دا دڅه له پاره ، په کوم حق او کوم ضرورت او کوم عدالت او کومې ترقۍ لپاره ؟ ؟؟؟؟؟؟ ايا ددوی ترمنځ ډېر د وطن داسې صادق بچي ، چې له هره اړخه له ترکي څخه په وطندوستۍ ، علميت ، ملت غوښتنې ، فداکارۍ ، افغانيت او پښتونولۍ ، ايماندارۍ ، ليکوالۍ ، شاعرۍ او ياسي پوهه او مسلمانۍ کې زيات مخکې وو، له تيغه تير نشول ؟ ددې ټولو مسوليت که د ترکي ، امين ، کارغل او نجيب په غاړه نه وي نو دچا په غاړه دی ، دا پړه د لومړي کمونست واکمن په توګه د ترکي په غاړه پروته ده ، او ترده هم زيات د کارغل او روسانو په غاړه ! خو بيا هم وايم ، چې خلقيان يوه ډله ده چې د ټول پښتون ملت په وړاندې په سمندر کې يو څاڅکی هم نه دي ، ددوی بيلوالی او تجريديدل او له خپل قام څخه بيګانه کيدل اود شورويانو تر څنګ د پښتون اولس په قاتلانو اوښتل ددوی د کوشنده کيدلو علت دی خو
خو د پښتنو د ټوټه ټوټه کيدلو معنی نه لري .

څلورم : د نظر زاده ( زندګي نوين) که تاجکي کمونستانو ليکلی هم و، نو نظر زاده خو پرې اعتقاد او حتی دعوه هم لرله چې دده د زړه فکر و انديشې څخه يو راوتلی پرنبوغه اثر دی ، نو که په هغې کې الحاد موجود وي ، نو دده د ملحديت له پاره به همدا بس وی ، ولې دده له الحاديت څخه د افغانستان ټول خلک له نورو ﻻروڅخه خبر دي ا و زمونږ د ادعا پورې هيڅ تړاو نه لري . کله چې به اذان کيده، نو ده به د خپلې الحادي شيطاني ﻻر باوري انډيوالانو ته مخ راوړاوه او له اذان څخه به يې خپله کرکه په سختو طاغوتي او دجالي الفاظو سره په فخر څرګنده کړه .
٥ ــ حرکتونه ، تغير او بدلونونه ، که ديالکتيک وګټل شي او که نه ، په واقعيت او عينيت کې شته ، او د ميتود په شکل يې منل د الحاد سره تړاو حتمي نه دی ، که نه نو کانټ ، شيلر، هوبولډ، هيګل به هم ملحدان ګڼل شوي وای . الحاد صرف په مترياليستي [color=red:7f5d5c4d53]فرضيه[/color:7f5d5c4d53] باندې اعتقاد ته وايي او بس . ترکی ، لکه څنګه چې غرول صيب ورته سمه ګوته نيولې ده ، په ترياليزم عقيده لرله که څه هم په دياليکتيک چندان نه پوهېده .
٦ ــ يو شی چی حقيقت وي ، هغه په دې نشي دروغ ګڼل کيدای چې کی جي بي هم ورته له مجبوريته چيرې حقيقت ووايي ، نو زندګي نوين دې سره ددې هم د تاجکي کمونستانو يو اثر دی چې کی جي بي هم ترې انکار ونشو کړای .
٧ ــ حفيظالله امين چې د شوروي او پرچميانو د سترګوا غزی ملت پال ګوندي سياستوال ؤ ، د هغه د قصابي کولو او ونډۍ کلو تړه چې د ببرک او برژنيف سره ترکي کوله ، په دې کې د ترکي کومه پښتو ،پښتونولي، ناسيونليزم يا افغانيت پروت ؤ ؟ که کارمل دا کار کاوه خو هغه د کی جي بي د غړي په توګه مجبور ؤ ، ايا ترکي هم عين مجبوريت او غړيتوب درلود او که نه په دې خدمت يې ايله دغړيتوب افتخار تر ﻻسه کاوه ؟
د سياستوال ترکي د شخصي کيش بړستن ډېره سورۍ سورۍ او غار غار ده ، د ښورولو او دفاع کولو نه ده ، له هر سوري څخه يې د بد بويۍ او تعفن خوړسکې را وځي ، نوبخښنه غواړم ، نوره د خوځولو نه ده . په درنښت .


م ن غروال
03.12.2003

پاڅونوال صاحب سلام
دا بحث لږ ځانګړۍ ښکاري چه ما په مشکله دليکلو جرأت وکړ٠ څوک چه په سياست پوهيږي هغه تېرشوۍ د ملت واکمن په هره معنی پېژني، انکار د تره کي، امين ،نجيب ،ګلبدين ،عمر ،سياف دپښتنو دوژلو يا د وژلو موجب کيدو څخه محاله خبره ده٠ پښتون قوم ته چا په ځانګړي ډول کوم يوه داسې کومه توره چه د يادولو ارزښت ولري، په خواشينۍ سره عرض کړم چه ندې کړئ٠ ﻻاقل که سلګونو زرو پښتنو په وينو يې چه ﻻسونه نه وائ سره، مونږ به يې هضمه شوې ماترياليستي ايديالوژي هم منلې وائ، اما بدبختي دلته ده چه عجب بد پښتون واکدار ترټولو لومړۍ خپل پښتون حلالوي٠ خير لدې وروسته هم که د تېرو عبرت وانخيستل شي ، پښتون به تل سر ته د پښتون لخوا وهل کيږي ترڅو پخپل ﻻس ځان د ورکېدو کندې ته ورغورځوي٠


نقاد
07.12.2003

[quote:81a742c477="Gharwal"]پاڅونوال صاحب سلام
دا بحث لږ ځانګړۍ ښکاري چه ما په مشکله دليکلو جرأت وکړ٠ څوک چه په سياست پوهيږي هغه تېرشوۍ د ملت واکمن په هره معنی پېژني، انکار د تره کي، امين ،نجيب ،ګلبدين ،عمر ،سياف دپښتنو دوژلو يا د وژلو موجب کيدو څخه محاله خبره ده٠ پښتون قوم ته چا په ځانګړي ډول کوم يوه داسې کومه توره چه د يادولو ارزښت ولري، په خواشينۍ سره عرض کړم چه ندې کړئ٠ ﻻاقل که سلګونو زرو پښتنو په وينو يې چه ﻻسونه نه وائ سره، مونږ به يې هضمه شوې ماترياليستي ايديالوژي هم منلې وائ، اما بدبختي دلته ده چه عجب بد پښتون واکدار ترټولو لومړۍ خپل پښتون حلالوي٠ خير لدې وروسته هم که د تېرو عبرت وانخيستل شي ، پښتون به تل سر ته د پښتون لخوا وهل کيږي ترڅو پخپل ﻻس ځان د ورکېدو کندې ته ورغورځوي٠[/quote:81a742c477]

دروند ورور غروال صاحب ، له سلام او نيکو هيلو نه وروسته ستاسو له حقپلوه څرګندونو څخه ډيره
مننه کوم . لکه څنګه چې نورو ګاونډيو هيوادونو تل هڅه کړې په فغنستان و بلوسيږي او په کورنيو چارو کې يې ﻻسوهنې وکړي ، دغسې او تر دې ﻻ زيات پخوانۍ او اوسنۍروسيې او منځني شوروي زمونږ په سرلوړي افغانستان کې ﻻس وهنه کړې تر څو چې مستقيم ير غل هم پرې وکړ او زمونږ د اوږدې او ژورې غميزې سبب شو.
مونږ حق نه لرو چې له پرديو دوښنو هيوادونو څخه ګيله وکړو ، دا د هر بل او پردي ـ په تيره بيا هر ګاونډي هيواد ځانګړنه ده ، چې د خپلو ګټو له پاره د بل ګاونډي هيواد حقه حقوق هم چې د ﻻسه يې وشي ترپښو ﻻندې کړي
کړي . ولې مونږ هغه اشخاص په ملي خيانت پړه ګڼو چې له ټول ملت څخه په پټه د يوه بل پردي هيواد له خوا د سياسي اهداو له پاره د يو سياسي ، ايديالوژيکي او مطبوعاتي استازي په توګه ګمارل شوی وي او د ببرک کارمل په څير يې په شوروي هر ړخيزه تکيه کړي وي . په دې کې هيڅ شک نشته چې که کارمل د کی جي بي اصيل بچی ؤ ، نو ترکي يې پرکټی و. ايا ملت دوی ته ملت دا ويلي وو يا ملت ورته اجازه ورکړې وه چې د کی جي بي بچيتوب او پرکټيتوب ته دې تن کيږدي يا دې د شوروي غلامي وکړي ؟ له تره کي څخه په يوه اعتمادي فضا کې يو پښتون روښانفکر د خبرو اترو په لړ کې دا پوښتنه کړې وه چې ښه اولس درسره نه را پاڅيږي نو بيا دا انقلاب به څوک کوي ؟ ده ورته ځواب ورکړ ، چې هغه کيږي ، هغه به ما ما ګان وکړي . ددې سړي دشهرت له پاره شورويانو نه يواځې (زندګي نوين) ليکلې وه ، بلکې ﻻ پخوا هغه وخت چې دشاه محمود خان دوره ختمه او محمد داؤد خان صدراعظم شو، نوموړی په امريکاکې د افغاني سفارت (کلتوري اتاشه) و، ښايي سفير په سفارت کې حاضر نه و، نوموړې په سخته لهجه د نوي بدلون په اړه په مطبوعاتي مرکه کې اعلام وکړ چې د نوي صدراعضم محد داؤد ټاکل دومره يو بې اهميته او منفي بدلون دی لکه پخوا چې د افغانستان اداولس په مرۍ پسه چاړه ايښې وه او هغه په تيره چاړه بدله شوه، د سلطنتي کورنۍ له يوه جلاد غړي څخه بل جلاد ته چاړه په ﻻس ورغله او بس. دلته دا خبره د پوره دقت وړ ده چې ده دا دومره تهورانه څرګندونه په کوم جرئت او دچا په زور کوﻻی شوه(؟ )، په داسې حال کې چې په امريکا کې يې د پناهنده کيدلو نه چانس درلود او نه خيال ، او د افغانستان خارجه وزارت د فوري غوښتلو سره سم دی هم لندن ته الوتنه وکړه او د اليزابت په نامه بيړۍ کې هند ته ورسيد ، څو هيواد ته ستون شي . خو [color=red:81a742c477]په هند کې له پوره ځنډ څخه وروسته کابل ته ستون شو [/color:81a742c477]. تره کی پخپله ويلي چې کابل ته درسيدو سره سم مې، چې کورته ﻻ نه وم تللې ، وار له مخه مې ته تليفون وکړ ، او داود خان ته مې خبر ورکړ ، چې دادې زه راغلم، اوس خپل کور ته ﻻړ شم او که زندان ته؟ هغه راته وويل چې کورته ځه ،او سيده کورته ﻻړم . ښکاره خبره ده چې په واشنګټن کې د شوروي د سفارت په ډاډ او مشورې سره د ترکي
د شهرت پيداکولو په موخه نوموړی مطبوعاتي کفرانس د داود خان پر ضد تر سره شوی ، او بيا شوروي د نهرو له واسطه کولو څخه کار اخيستی ، چې د داود خان د نږدې دوست په توګه هغه له داود خان څخه د تره کي د بخښلو غوښتنه کړې او له منلو وروسته تره کی بيا په بيغمه زړه کابل ته ستون شوی دی ، که نه څنګه به له راستنيدو وروسته ژوندی پاتې شوی وای . هو زندګي نوين او دغه تهور دواړه د کی جي بي مرستې وې ، چې نوموړي په افغانستان کې د ساده اولس په بچو باندې پلورلې او د سياسي رسوخ له پاره يې پرې کريدت پرې اخيسته . سره ددې چې نوموړی د ٣٠ کلنې غميزې سبب شو ، بياهم پرې وياړل، په خلقيتوب باندې ککړ پاتې کيدلو يا سمتي تعصب له لرلو پرته بل هيڅ ډول بنسټ نشي درلودای . په درنښت او سلامونو .


فرهنګي افغان
07.12.2003

ګرانو دوستانو او د دې برخې قدرمنو ليکوالو سلامونه او ښې چارې !
چا ويلي دي چې پښتون د يو لر ليد خاوند او د يووالي په جامه پټ قام دی .زه له بده مرغه دغه کوتاه نظري او دغه بې اتفاقي او آن د پښتون او پښتنو مشرانو په وړاندې سپکاوۍ دا دی دلته د يو شمېر دوستانو په ليکنو کې ګورم .پښتون خو د الحاد او کمونست او بل او بل په نامه دغې خوارۍ ته ورسېد نور به نو څه کيږي .دا د انترنيت پاڼه هم زموږ په ماشومانه او د کوڅې د سر کنځلو نه ډکه شوه .داود خان او له هغه نه وړاندې کسان هر څوک چې وول لاړل او دوعا به ورته کوو او د نيکو چارو يادونه به يې کوو .تره کی ، د هغه قاتل حفيظ الله امين او بيا د هغه قاتل ببرک کارمل او بيا د پاکستاني حواله دار په لاس وژل شوی او دار ته خېژول شوی ډاکټر نجيب الله لاړل ،خداې دې پرې ورحميږي خپله به د خپلو اعمالو ځواب ورکوي خو موږ هيڅ يو حق نه لرو چا ته د ليکنو له لارې کنځلې او داسې بد او رد ووايو چې په لوستلو يې شرميږو .تره کې هر څه چې وه که نه وه :
په افغانستان کې د پښتو لنډې کيسه ليکنې او ناول ليکنې بهير يو لومړنی او ممتاز ادبي شخصيت و اودی چې په خپلو دغو کيسو او ناولونو به د تل لپاره ژوندی وي . ارواښاد عبدالروف بينوا په خپل کتاب ( اوسني ليکوال ) کې تره کی د پښتو ژبې يو حساس او نوښتګر ليکوال معرفي کوي ( ١٣٤٢ کال ).د پښتو ژبې نامتو ليکوال او ادبي شخصيت ښاغلی حنيف خليل په خپل تحقيقي اثر ( پښتو ناول ) کې د تره کي په باب وايي : تره کی صاحب د پښتو ناول نګارۍ د ميدان يو اهم نوم دی کوم چې د ناول د فني مطالعې په دوران کې په هيڅ جواز نه شي نظر انداز کېدلی ، پښتو ته يې ژوندي ناولونه ورکړي او دغه ناولونه به يې ژوندی ساتي )) ( جنوري - ٢٠٠٠ کال )
د هېواد غوره فرهنګي شخصيت او ستره ادبي څېره کانديد اکادميسين ارواښادسر محقق صديق روهي په خپل وروستي اثر (( د پښتو ادبياتو تاريخ )) کې د تر ه کي په باب داسې وايي : نور محمد تر ه کی د نظر محمد زوي د مقر په سره کلی کې زېږېدلی.....دی په ناول ليکلو کې لوی لاس لري او ځنې لنډې کيسې يې هم ليکلي دي ....)) دغه راز (( افغانستان د ديموکراسۍ او جمهوريت په کلونو کې )) کتاب ليکوال ښاغلی عبدالغفار فراهي نور محمد
تر ه کی د دموکراسۍ په دوره کې د خلق د جرېدې موسس او د امتياز خاوند او بيا د ويښ ځلميانو يو فعال غړی معرفي کوي .د ويښو ځلميانو يو فعال غړی ښاغلی محمد علم بڅرکی په خپل کتاب (( ويښ ځلميان )) کې تره کی د دغه جريان يو متحرک او خوځنده پښتون ځلمی معرفي کوي .او همداسې ډېر نور آثار چې په هغو کې تره کی د پښتو ادبياتو او پښتو سياسي دموکراتيک جريان يوه فعاله او تلپاتي څېره معرفي کوي .دغه آثار د مختلفو سياسي عقايدو خاوندانو ليکلي او دلته مو د بحث د اختصار لپاره د بهرنيو ليکوالو نظرييې رانقل نه کړې .
تره کی په سياست کې غوره خو د نرم مزاج خاوند سياستپوه وو ،دا چې مترقي او دموکراتيک افکار يې درلودل دې کې هيڅ شک نشته چې د دغه شان افکارو د تحقق او عملي کېدو او د دموکراسۍ لپاره دا دی زموږ پخواني مجاهدين لکه کرزی ، احمدشاه مسعود ، برهان الدين رباني ، سياف ، دين محمد ،حاجي قدير ، مولوي خالص ،احدي ،ځلمی هېوادمل ، جلالي ، مجددي ،ګل آغا ، دوستم ، د محمدي کورنۍ ، د حکمتيار ياران او ډېر نور مبارزه کوي .که د دموکراسۍ پلويتوب بده وي دا بد تره کي کړي ، که دپښتون د بېدارۍ لپاره کار کول بد وي دا کار تره کی کړی .د تره کی په امر او مستقيم هدايت او مينه د افغانستان په سينما ګانو او تلويزيون کې پښتو فلمونو ښودل پيل شول ، پښتو موسيقي ، اتڼونه او سازونه په رستورانونو ، هو ټلونو او کافي ګانو کې رواج شول ( دغه اتڼونه اوس هم په انترنيت کې زموږ په سايټونو کې شته ، لکه د هېواد په سايټ او نورو کې ).پښتو نشرات او اخبارونه او د راډيو او تلويزيون خپرونې په پښتو ملي ژبه خپرېدل پيل شول چې وروسته بيا دښمنانو يې ورته د فاشيست خطاب وکړ .ځيني دوستانو دلته هغه د روسانو ګوډاګی بللی خو کله چې حفيظ ا لله امين هغه په ډېرې بېرحمۍ سره مړ کړ نو په تلويزيون کې يې وويل (( نن مو دامپرياليزم د ګوډاګيانو يوه توطـهْ خنثی کړه ))!!!!؟؟؟؟
( لطفاْ وګورۍ د دو روز پی در پی تلويزيوني فلم ) خو پخپله نور محمد تره کی وروسته له دې چې د ده ګوند واک تر لاسه کړ په لومړۍ ورځ وويل (( موږ داسې کار کړی چی نه د چا په روبل ( روسي پيسې ) او نه د چا په ډالر ( د لوېديځ پيسې ) مصرف شوي ....)) له دې خبرو يادولو زما موخه دا ده چې تره کې هم لکه دا نور ددغه وطن بچی وو او دی ښايي اشتبا او خطا به ولري ځکه هپڅ انسان له اشتبا لرې نه دی خو په يو چا پسې دومره کنځلې کول فکر کوم سم کار به نه وي او هماغه شان چې هيڅ چا ته د توهين او تحقير حق نه لرو ، بايد ځانته د دې اجازه ورنکړو چې خپل شخصيت ته په دغو نا سزاوو او کنځلو اخلاقي تاوان ورسوو . تره کی او دا نور ټول مشران لاړل مړه شول اوس هغوي زموږ د تاريخ يوه برخه ده اوس راشۍ وګورۍ هغه چا چې د روس پر ضد جهاد کاوه اوس په واک کې څه کوي ؟ چا د کابل ښار وران کړ ؟ چا د ښځو پر مخ تېزاب وشيندل ؟ چا معلم او مکتب ته اور واچاوو ؟ چا د ناهيد پر عزت تجاوز کاوه چې د عفت د ساتلو لپاره شهيده شوه .چا د پښتنو د جرړو راوېستلو تکل کړی ؟چا پښتانه له کورنو او کلو وشړل ،چا په قلابي جرګو د اسلام په نامه مسلمانان وغولول او اوس د سرو غربي امريکايانو نوکري کوي ؟ مګر همدا د اسلام د لارې مجاهدين ( چې يو يې زه هم يم ) د جهاد په پايله کې دا وطن په پاکستانيانو ، ايرانيانو ، سعوديانو ، امريکايانو او ټولو غربيانو خرڅ نه کړ ؟ ولې مو ځان غلی نيولی ؟ تير کسان لاړل اوس چارې ستاسو په لاس کې دي . د احدي ،د کرزي ، د هېوادمل ، رفيع ،جلالي ، دين محمد ، ګل اغا او نورو په لاس کې دي چې هره ورځ د پښتون کور ته شرم راوړي او د دوي په موجوديت کې دا دی پښتو له قانون اساسي څخه هم وويستل شوه .په هر حال دا خبرې راڅه اوږدې سوې او ما نه غوښتل چې دومره اوږدې سي ،خو موخه مې دا ده چې دا اينترنيت د پښتنو له يو بل ته بد ويلو او د تاريخ او مشرانو له سپکولو پاک وساتو ، زه يو ځل بيا په ډېرې درناوۍ عرض کووم چې دا (( تا ويلې او ما ويلې )) دلته پرېږدو او يو بل ته په غېږ ورکولو سره يو ځای انترنيت د پښتنو د اتحاد او يووالي لپاره پکار واچوو .د دوي تاريخ راوسپړو ، ادبيات يې معرفي کړو ، ممتازه ادبي ، هنري او علمي څېرې يې معرفي کړو ، د پښتو ليک لوست انترنيت ته ورکړو ، په پښتنو کې د اتحاد او ورورۍ روحيه تبليغ کړو،په بهر کې اوسيدونکي پښتانه پښتو آثار په نورو ژبو وژباړي او انترنيت ته يې ورکړي او د نورو آثار پښتو کړي او دلته يې د لوستلو لپاره ورکړي ، پښتو فلمونه جوړ کړو ، تمثيلي ټوټې جوړې کړو ، مشاعرې او کنفرانسونه جوړ کړو ، انترنيت د پښتو د نړېوال کېدو لپاره پکار واچوو ، د انترنيت له لارې پښتانه سره پخلا کړو ، د پښتنې مېرمنو او ښځو د خپلواکۍ لپاره کار وکړو ،او ټول هغه کارونه وکړو چې مثلاْ د دغه ټول افغان مسْول و نه وايي چې ما دا نوښت وکړ اړو پښتنو ته مې د خبرو نړېواله زمينه برابره کړه او دوي دومره حق نا شناسه دي چې زما په صفحه کې پښتنو ته سپکاوی کوي .... زه فکر کوم هغه څه چې ما پورته ورڅخه يادونه وکړه او داسې ډېرې نورې لارې شته چې بايد پکار واچول شي او په دې کې موږ ټول رسالت او مکلفيت لرو . که زه په کومه خبره کې غلطي کومه له تاسو ټولو بښنه غواړم او ما تصحيح کړۍ . د پورتنيو مثالونو سره په څنګ کې زه د هر پښتون مشر د ښو کارونو اسناد او مدارک لرم ، راځۍ چې ښه ياد کړو او په ښو باندې قدم کيږدو .ايډيولوژيک برخوردونو دا وطن او پښتانه تقسيم کړل . او نور د ملحد او اخواني په نوم يو بل ونه ځپو .موږ حق شناسه ملت يو او په دغې حقشناسۍ کې راتلونکې او روښانه سبا پښتون کهول ته جوړول غواړو ، که څنګه ؟
ډېره مننه ستاسو ورور فرهنګي


N
09.12.2003

پاڅونوال صېب .


نقاد
09.12.2003

محترو ورور پياوړي فرهنګي افعان !تاسوته نيکې هيلې او درانده سلامونه وړندې کوم ، له نظر څرګندونې
څخه مو ډيره مننه کوم ، رښتيا هم چې په رعنده انګيرنه مو ليکنه کړې ده ، خو که ستاسو اجازه وي ، څو اصولوته نعوته کوم : تاسو ليکلي :
[quote:244183ed54]زه له بده مرغه دغه کوتاه نظري او دغه بې اتفاقي او آن د پښتون او پښتنو مشرانو په وړاندې سپکاوۍ دا دی دلته د يو شمېر دوستانو په ليکنو کې ګورم [/quote:244183ed54]
١ـ تاسو ته ډاډ درکوم چې زه د هيچا سره کومه دوښمني ، بد بيني يا دبي اتفاقي کومه ليوالتيا نه لرم
٢ـ شک نشته چې اوس مړ ترکی يو پښتون ؤ، خو ايا د حيرنتيا وړ نه ه چې تاسو يې د پښتنو مشر هم بولئ ؟
د کومو پښتنو مشر ؟ ايا د يو څو پښتنو ګونديانو مشر ته ( هغه هم د امينيانو نه، که د امينيانو مشر هم وای نو په وژلو به يې نه خشحاليدل ) تاسو د له ګوند نه بهر دپښتنو مشر واياست ، داچې دمبارزو، پاڅونو نو او جهادونو
په په شکل تر ټولو مخکی پښتانه او پښتون اولس دده پسې ، دده د کوند او ګونديانو پسې او دده د غولوونکي ( ( حامي)) ما ما ګانو ( شوروي ) پسې راپاڅيدل، ثابتوي چې هر څوک د پښتنو مشر نه ، خو دوښمن کيدلی يې شي .

[quote:244183ed54]پښتون خو د الحاد او کمونست او بل او بل په نامه دغې خوارۍ ته ورسېد نور به نو څه کيږي [/quote:244183ed54].
کافي ده چې په دې ړه د ارواښاد خدای بخښلي الفت صاحب ديو بيت متن را په ياد کړو چې تقريبأ داسې دي :
..............[color=blue:244183ed54]زه يې په ليدلو او ويلو ګناهکار شومه
...................................................... نور يې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي [/color:244183ed54].
نور بيا


HOTAK-amin
09.12.2003

ګرانو ورنو او خويندو سلامونه مي ومنۍ
دبحث پيل ډير جالب اوپه زړه پوري ؤ ، چي ګراني او قدرمني خور نيلي پيل کړی ؤ
زما هيله د پاڅونوال صيب نه ديوه پښتانه رڼ اندي په صفت دا ده چي:د تحليلي مثايلو په مخ کي دبيځايه بحثونو دمنځ ته راوړلو مخنيوې وکړي .دا بحث پريږده چي ادامه پيدا کړي.اوهمدارنګه د اغلي خور څخه هيله کوم چي نور تر جواب ورکولو ،بحث کولو ته توجه وکړي.نوموړی موضوع چي تاسي څراغ ورپسي را آخيستۍ،زموږ دقام او ملت دستي غوښتنه ده. همدارنګه دساپي صيب،فرهنګي صيب،اغلي الفت خور، قدرمن زړه ته نږدی حيدري صيب ،ښاغلي روښان صيب ،وطنمل صيب،غروال صيب او نورو لوستونکو نه په درنښت هيله کوم ،دموضوع اصلي ټکو سره :( چي څرنګه پښتون قام خپل هويت ، ژبه اوخپل حقوق تر ﻻسه کوﻻې سي؟ ) تماس ونيسي ٠
پر دی انټرنيټي صفحه ستاسي ليکل سوي ،ټول لوستونکي لولي ،زما هيله بيا هم د ښاغلي فيلسوف نه داده چي: بحث ته روښنايي ورکړي ،نه چي غلطي ﻻري ته يي بوزي.په درناوي
زما پوښتني : 1 دنوي اساسي قانون د مسودې د رياستي سيستم سره موافق يم .تاسي څه نظر لرۍ؟
داسي وړانديزونه چي دراډيو نه نه وي اوريدل سوي.
2 داساسي قانون په مسوده کښي د ژبو سره په يوه شان برخورد ،کښي مخالف يم ،ستاسي اند څه دۍ؟
دنومړي برخورد پايلي به پښتنو ته په کومه بيه تمام سي٠
او ګرانه وروره پاڅونوال صيب : زما پاڅولو او پاڅون اړ ايستلو ته زحمت مه باسه٠ په درنښت


N
10.12.2003

ډېرښاغلۍ أمېن صېب !


نقاد
10.12.2003

[quote:9cd2a0cafa].تره کې هر څه چې وه که نه وه :
په افغانستان کې د پښتو لنډې کيسه ليکنې او ناول ليکنې بهير يو لومړنی او ممتاز ادبي شخصيت و اودی چې په خپلو دغو کيسو او ناولونو به د تل لپاره ژوندی وي [/quote:9cd2a0cafa].

په دې نها او نه بل چا سترګې پټې کړي دي چې نوموړی بيا هم يو پيژندل شوی ادبي شخصيت ؤ ، خو سياسي شخصيت يې تر ادبي زيات مطرح ؤ او دی او دلته يې د سياسي شخصيت ارزونه مطرح ده ، نه ادبي، سره ددې چې د هغه ادبي هلې ځلې [color=red:9cd2a0cafa]هم [/color:9cd2a0cafa] زياتې د سياسي هدف په خدمت کې تر سره شوي دي ، چې په دې اړوند البته خپل ارزښت بايلي ، ولې مونږ يې له سياست نه ګوښې هم منو او له ارزښته يې سترګې نه پټوو.
ستونزه داده چې سياست هر وخت له ادبي او نورو کلتوري ، يا ستاسو په اصطلاح (( روبنايي )) ((پديدو)) څخه
اولويت او ټاکونکی رول لري ، نو د سياست تورمخی به هيڅکله هم د ادبي پياوړتيا په صابون هم سپين نشي ، ځکه سياست د هيواد د ټولو وګړو د سرنوشت سره مستقيمه ښه يا ناوړه اړه نيسي ، نو دا زيار بيځايه دی چې سياسي ناوړتيا په ادبي وړتيا پټه شي ، حال داچې برعکس ادبي فضيلت دسياسي جنايت په سيند لاهو کيږي . که څوک هڅه وکړي ، د مثال په توګه د هيټلرپه ادبي وړتيا دهغه فاشيستي جنايات پټ او يايې وروبخښي ، ايا په دې هڅه کې به يې بری په برخه شي ؟ هو زه تره کی د هيټلر سره نه مقايسه کول او نه په يو قطار کې درول غواړم ، بلکې صرف د پوهاوي له پاره تاسوته يو روښانه مثال روړل غواړم چې سياسي جنايات په ادبي خدمت نشي جبيره کيدای،که څه هم دغه سياسي جنايات فاشيستي نه وي ، خو د ديتاتورۍ ظلم او بې مسووليتۍ سره به ضرور تړاو لري .

[quote:9cd2a0cafa]تره کی په سياست کې غوره خو د نرم مزاج خاوند سياستپوه وو ،دا چې مترقي او دموکراتيک افکار يې درلودل دې کې هيڅ شک نشته چې د دغه شان افکارو د تحقق او عملي کېدو او د دموکراسۍ لپاره دا دی زموږ پخواني مجاهدين لکه کرزی ، احمدشاه مسعود ، برهان الدين رباني ، سياف ، دين محمد ،حاجي قدير ، مولوي خالص ،احدي ،ځلمی هېوادمل ، جلالي ، مجددي ،ګل آغا ، دوستم ، د محمدي کورنۍ ، د حکمتيار ياران او ډېر نور مبارزه کوي [/quote:9cd2a0cafa].

کمونيزم يا لومړنی پړاو يې سوسياليزم ، خلقي حاکميت يا د کمونست ګوند تر ربرۍ ﻻندې هر بل پړاو يواځې و يواځې يوه ديکتاتوري پيژني ،چې د ديموکراسۍ سره مستقيمأ ضديت لري ، که نه د شرقي بلاک سوسيالستي هيوادونو ته به په خپل وخت ديموکراتيک هيوادونه ويل کيدل ، چا به يې ديموکراسي څنګه له منځه وړې وای ؟
د ترهکي افکار لکه چې عمل يې وښوده ، د ديکتاتورۍ د نوموړو اشکالو له پاره وو ا و واقعي ديموکراسي يې نه شخصأ او نه په رسميت پيژندله ، بلکې برعکس يې د پروپيګنډ په شکل د برژوازيکي ديکتاتورۍ په نامه ردوله . په شوروي او افغانستان دواړو کې دده په وخت کې صرف يوګوندي سيستم او ديکتاتوري وه ، نه ديموکراسي .نو ځکه دا ﻻندينۍ ادعا بالکل صحيح نه ده :

[quote:9cd2a0cafa]که د دموکراسۍ پلويتوب بده وي دا بد تره کي کړي [/quote:9cd2a0cafa]

خو داچی تاسو احمد شاه مسعود ، رباني ، سياف، قدير ، دينمحمد، د وستم ، مجددي او اخوانيان هم د ديموکراسۍ مبارزين بولۍ ، نه هغه څوک چې شايد ديموکراسي پرې تحميليږي ، نو بيا خو طبعأ تره کی هم دغسې ﻻ زيات يو زبردست ديموکرات ؤ ( خو صرف چپ مترقي هم ) ! نور بيا .



فرښته
11.12.2003

ګرانو وخويندو او ورونو ته سلام .
دمحترم فرهنګي افغان او نورو درنو برخه والو سره په خبرو اترو کې دښاغلي پاڅونوال ځوابونه که هر څومره په
زړه پورې او په غښتلي استدلال وﻻړ بريښي ،بيا هم دا داسې معنی نه لري چې مونږ او تاسو ورته لاس تر زنې کښينو او په نورو،ﻻ جالبو او تودو ورځنيوسياسي موضوعګانو لکه روانه لويه جرګه،اساسي قانون او نيلو خور
له خوا دغه مطرح شوې سکالو په اړه به څه نه ليکو٠
ځکه پدي توګه أزاده دېموکراتيکه فضا له منځه ځي او ددې وياړلې پاڼې شتمنه منځپانګه رنګۍ او دتورم يا پړسوب سره مخامخ کيږي ٠
نو هيله ده چې په نويو بحثونو،تبصرواوڅېړنو دا پاڼه ﻻ رنګينه کړۍ٠
ستاسو د قلمي ځواک په هيله
فرښته[color=olive:9d206fa7b8][/color:9d206fa7b8]


م ن غروال
11.12.2003

ښاغلۍ پاڅونوال صاحب سلامونه عرض کوم
مننه، او کور مو ودان، چه حق پلوه مو بللئ يم٠ زه نه تاسو او نه کوم بل ورور چه پدې بحث کی اخته دي، پيژنم٠ خو تر کومه ځايه لېکنې ولولم زړه مي وشي چه زر زر دوې درې کلمې وليکم، سرګداني مي لږه زياته شوې ده چه کله کله سر ګرولو ته هم نه وم بيکار٠
لکه څنګه چه نور خويندو وروڼو هم دا غوښتنه ده چه نور به په تره کي بحث بس کړو٠ چاته چه څوک محترم او ښه شخصيت وي هغه به پرېږدو خپلې مفکورې ته٠ د وطن راتلونکي په هکله څه بايد وشي، هم د هر چا خپل نظر دی٠ او د تېرو سياسي حالاتو څېړل هم همدا ډول٠ اما هغه څه چه واقعيتونه دي له هغه که هر څومره پلوي او دفاع وشي او په زرګونو دﻻيل هم وړاندی شي د حقايقو رابرسېره کولو مخه نه نېولۍ شي او نه هم نيولۍ کيږي٠
ستاسو هر يو دليل او هره څېړنه پدې هکله تاريخي واقعيتونه دي او سترګې پټول يا دفاع کول هيڅ درد نشي درمل کوﻻئ، اما څېړنه په علمي چوکات کي پوهه او دراتلونکو خطاګانو څخه مخ نېوۍ کوي، که نه تاريخ به نه چا لوستۍ، او نه به چا تدريس کوﻻئ٠
اوس ښاغلي هوتک صاحب پوښتنې مطرح کړيدي چه رڼا پرې واچول شي، که څه هم دا ډول بحثونه ليکل شوي دي اما په تناسب دتره کي څخه يې غوره بولم ، تاسو په پوره علمي او واقعي څېره مسئله په کافي اندازه څېړلې ده٠ چه زما په اند بس ده٠ بريالۍ او سر لوړۍ اوؤسئ٠ په درناوې


نقاد
12.12.2003

[quote:c2e0f599b7="HOTAK-amin"]ګرانو ورنو او خويندو سلامونه مي ومنۍ
دبحث پيل ډير جالب اوپه زړه پوري ؤ ، چي ګراني او قدرمني خور نيلي پيل کړی ؤ
زما هيله د پاڅونوال صيب نه ديوه پښتانه رڼ اندي په صفت دا ده چي:د تحليلي مثايلو په مخ کي دبيځايه بحثونو دمنځ ته راوړلو مخنيوې وکړي .دا بحث پريږده چي ادامه پيدا کړي.اوهمدارنګه د اغلي خور څخه هيله کوم چي نور تر جواب ورکولو ،بحث کولو ته توجه وکړي.نوموړی موضوع چي تاسي څراغ ورپسي را آخيستۍ،زموږ دقام او ملت دستي غوښتنه ده. همدارنګه دساپي صيب،فرهنګي صيب،اغلي الفت خور، قدرمن زړه ته نږدی حيدري صيب ،ښاغلي روښان صيب ،وطنمل صيب،غروال صيب او نورو لوستونکو نه په درنښت هيله کوم ،دموضوع اصلي ټکو سره :( چي څرنګه پښتون قام خپل هويت ، ژبه اوخپل حقوق تر ﻻسه کوﻻې سي؟ ) تماس ونيسي ٠
پر دی انټرنيټي صفحه ستاسي ليکل سوي ،ټول لوستونکي لولي ،زما هيله بيا هم د ښاغلي فيلسوف نه داده چي: بحث ته روښنايي ورکړي ،نه چي غلطي ﻻري ته يي بوزي.په درناوي
زما پوښتني : 1 دنوي اساسي قانون د مسودې د رياستي سيستم سره موافق يم .تاسي څه نظر لرۍ؟
داسي وړانديزونه چي دراډيو نه نه وي اوريدل سوي.
2 داساسي قانون په مسوده کښي د ژبو سره په يوه شان برخورد ،کښي مخالف يم ،ستاسي اند څه دۍ؟
دنومړي برخورد پايلي به پښتنو ته په کومه بيه تمام سي٠
[/quote:c2e0f599b7]

منلی هوتک صيب امين ته سلامونه .
غوښتنه مو ډيره ښه او د اوليت وړبولم ، چې بايد خبرې پرې وشي ، که څه هم يوه ګټوره موضوع د بلې ګټورې پر موضوع پر ضد بايد وانه ړول شي . او چا ويلي چې که په يوه موضوع يو سړی بحث کوي نو بل څوک دې په بله ﻻ توده او جالبه موضوع بحث نه کوي ؟ خو داچې که د يوې تاريخي موضوع په علمي څيړنه کې حقايق د خپل طبيعت له مخې ترخه وي او راسپړل کيږي ، او هغه بيا څوک بيځايه ، څوک سپکاوی او څوک ان کنځلې وبولي ، نو د حيرانتيا وړ بريښي چې د څه ډول شعور والو روڼفکرو سره مو مخه ده ، چې د تاريخي پيښو د يو بل او بل او بل اړخ د روښانه کولو منل خو څکی څکی چې لوستل يې هم ورته د زهرو ګوټ ښکاري ، حال داچې که دغه ډول (( روشنفکران يا روشنفکرانې ) ) چيرې ( هم) د وطن د خلکو سره مخامخ شي او د هغوی په مخکې د خپلو دغسې ﻻنجمن وياړونو او تعبدي پرشتشونو د مړو بتانو تش نوم هم په شونډو ياد کړي ، غاښونه به يې په خولو کې ور وشميري ! په داس حال کې چې په رسيدلو او پر مختللو هيوادونو کې دتاريخي پيښو تحليل ددې له پاره کيږي ، څو الهام او يا هم عبرت او يا له بيلا بيلو اړخونو له عملي نتيجو څخه يې هم الهام او هم عبرت واخلي او دهغې يښو پايلې په بي ګناه او هغو کسانو ونه تپل شي چې ﻻسونه يې پر جناياتو نه وي ککړ شوي که څه هم په اړونده حرکت او يا غورځنګ کې شامل هم اوسي . بايد هر سړی داسې يو دريځ خپل کړي چې د ټولو له پاره د قناعت وړ او د ټولنې د پرمختګ د بهير مانع هم نشي . دا کار صرف او صرف د تاريخي پيښو د څيړنو او راسپړلو له ﻻرې کيږي ، نه د هغې په پټولو ، هير انګيرلو او نه څيړلو ! دغسې څيړنې هر وخت او هميشه بايد په دې پاڼه کې هم په ازادانه او پراخه توګه امکان ولري ، او قطع نشي ، بي له دې چې د تودو ورځنيو سياسي پيښو په اړه بحثونه چې اوليت او اولويت لرې ، پرې شاته وغورځوو . نو ددې اصل په مراعات زه دابحث د اوس له پاره تړم ، کوم چې ستاسو د علاقې سره تصادفأ سمون هم لري ، او ستا سو له خوا هم يادې شوې موضوع او پوښتنو ته پام اړوم :

١ ــ رياستي سيستم په اساسي قانون کې هم ديموکراسي او هم ملي وحدت دواړه په ښه توګه تمثيلوي ، په داسې حال کې چې په يواځې پارلماني سيستم کې بايد ملي وحدت تر دغه سيستم په خوا د يوه ضروري شرط په توګه تأ مين شوی وي ، که نه د ملي وحدت بهير به د ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي . له دې څخه داسې نتيجه اخيستلی شو ، چې په روانو شرايطو کې د رياستي ديموکراسۍ د مخالفينو ټينګار په پارلماني سيستم باندې دملي وحدت د اړين شکل سره له مخالفت څخه خالي نه وي ! رياستي سيستمونه چې په فرانسه او امريکا ې يې ګورو ، ديموکراسي يې ښه تأمين او تضمين کړې ده او ملي وحدت يې هم ډير غښتلی کړی دی . که څه هم د په راتلونکې کې چې ملي وحدت پياوړی او د ملت د تشکل پروسه پخلی ومومي ، بيا هم سړی پارلماني سيستم ته اووښتلی شي ، هغه وخت به يې بيا زه يا زما په څير ډير پښتانه پلوی وکړي . اوس مهال پارلماني سيستم له وخت څخه د مخه دی او له وخت له يوه اوږده او ضروري واټن څخه يو ناتوانه ټوپ وهل دي چې د بدبختۍ کندې ته د ملت د غورڅولو ګواښ په کې نغښتی دی او بس .

٢ــ پښتو د افغانستان د مطلق اکثريت ژبه ده ، پښتانه د نورو داخلي ژبو د رسميت سره هيڅ مخالفت نه لري ، خو په دې شرط چې د ملي ژبي په توګه دپښتو رسميت تعميم په عامه او تامه توګه د ګرد افغانستان په ګوډ ګوډ کې تأمين او تضمين شي ، او د ملي ورورۍ ، ملي وحدت او ملي هويت په خوندي کولو کې خپل برحق رول ولوبوي . که پښتو دملي ژبې په توګه په نوي اساسي قانون کې ځای نکړی شی ، او يا په پښتو او دري رسمي ژبو باندې تقريري او تحريري تسلط د هر ١٢پاس له پاره او د دولت دهر مأمور له پاره د امتحان ورکولو په وسيله تأمين او تضمين نشي، نو دابه دهغې خطر ناک سياسي د سيسې او ناوړه سياسي بهير پيل وي چې پښتانه د پښتو سره په ملي واکمنۍ کې له ونډې لرلو څخه ويستل او بي برخې کول غواړي ، بيانو لرې نه ده چې زمونږ ملي هويت د افغان او افغانستان په نامه خدای مکړه د زوال خوراک شي .
په درنښت .


HOTAK-amin
13.12.2003

ښاغليه پاڅونوال صيب په سلامونو دي ستايم ،
زما دپوښتونو کامل او منطقي ځوابونه مي ستاسي ښاغلي په ليکنه کي تر لا سه کړل ٠زما دزړه خبري وې ٠ زه به سبا له خيره به په فرصت (که چيري دکار نه وختي خلاص سم)ستاسي سره دزړه خواله وکړم٠په درناوي
نور بيا


فرهنګي افغان
19.12.2003

پاڅونواله وروره سلامونه او نېکې هيلې !
ما ستاسو ليکنې يو په بل پسې ولوستې او يوه پايله مې ورڅخه تر لاسه کړه او هغه دا چې تاسو په کور کې
(( کورګه کي )) ته زياته مينه او تلوسه لرۍ ، نو ځکه خو مې له تاسو سره خبرو ته ادامه لازمه او ضروري و نه ګڼله . . په ياد ولرۍ چې پښتون څوک نشي بېلولی او دپښتنو مشران په سياست او ادب کې د قدر وړ دي .دا هم په ياد ولرۍ چې د انسانانو د انتخاب خوښه له هر چا سره بېله او متفادته ده ، ښايي ستاسو له نظره ښه د ډېرو نورو له نظره بد وي !!!!!!؟؟؟؟؟؟ زما وړانديز دا دی چې پښتانه به سره نه وېشو او د هغو د مشرانو سپکاوی به نه کوو ..........نور نو ستاسو خوښه ستاسو د لا بريو په هيله ........ فرهنګي


نقاد
19.12.2003

[quote:6897d57f32="فرهنګي افغان"]پاڅونواله وروره سلامونه او نېکې هيلې !
ما ستاسو ليکنې يو په بل پسې ولوستې او يوه پايله مې ورڅخه تر لاسه کړه او هغه دا چې تاسو په کور کې
(( کورګه کي )) ته زياته مينه او تلوسه لرۍ ، نو ځکه خو مې له تاسو سره خبرو ته ادامه لازمه او ضروري و نه ګڼله . . په ياد ولرۍ چې پښتون څوک نشي بېلولی او دپښتنو مشران په سياست او ادب کې د قدر وړ دي .دا هم په ياد ولرۍ چې د انسانانو د انتخاب خوښه له هر چا سره بېله او متفادته ده ، ښايي ستاسو له نظره ښه د ډېرو نورو له نظره بد وي !!!!!!؟؟؟؟؟؟ زما وړانديز دا دی چې پښتانه به سره نه وېشو او د هغو د مشرانو سپکاوی به نه کوو ..........نور نو ستاسو خوښه ستاسو د لا بريو په هيله ........ فرهنګي[/quote:6897d57f32]

دروند ورور فرهنګي افغان صيب ښې چارې او سلامونه .
د پښتون قام سره ستاسو بي کچې مينه د ډيرې ستاينې وړده او زه ورته درناوی لرم ، او ښايي په همدغه مينه مو د قام او وطن لپاره ډيرې هلې ځلې او خدمتونه تر سره کړي وي ، خو داچې زه مو ﻻ هم نه پيژنم ، نو خبر به ترې نه يم ، نو که ا ستدلال مې تريخ لګيږي ، کوم چې زما هيڅ هيله او غوښتنه نه ده، خو بيا هم کيدای شي همدغسې وي ، نو صرف د روښاتيا په موخه د يوه ورورګلويزه ، آزاد ، ديموکراتيک او اصولي بحث په چوکاټ کې دا اندتوګه راته نيمګړې بريښي ( او آن همدغه نيمګړتيا مې بحث ته هڅوي ) چې ګواکې هر پښتون واکمن دې د پښتنو مشر و منل شي او دهغه دسياسي کارنامو له بدوالي و ښه والي پرته دې ورته درناوی هم وشي . په داسې حال کې چې نوموړی مشر بالکل د پښتنو د اکثريت له خوا څه چې يو لږکي هم د يوې اولسوالۍپه سطحه کله د شورا له پاره هم د ستازي په توګه نه وي ټاکلی ( !!!) . د زندګي نوين ډيسي او مستعار ليکوال نظر زاده هم په پښتنو کې خپل محبوبيت ته سودا ډيره وه ، نو يو ځل د خپلې اولسوالۍ څخه شورا ته کانديد شو او پښتنو ورته داسې ائينه په لاس ورکړه چې نوموړی پرې خجالت ويسته او نه پوهيده چې دېته اوس خپل محبوبيت ووايي او که د پښتنو نفرت چې له ده څخه يې لري؟ . نو څکه بيا په عمر يې د کانديد کيدلو جر ئت هم ونکړ .
اوس خپله قضاوت وکړئ چې څوک پښتنو د يوې اولسوالۍ په سطحه مشۍ کلو ته نه وي پريښودی ، څنګه بيا هغه ته د ټولو پښتنو مشر ووايو . ايا همدا اوس که له پښتنو څخه ټولپوښتنه صورت ومومي ، له په ګوتو شمير
څو تنو په اولس کې منفورو ګونديانو پرته به نور پښتون اولس هغه ته د پښتنو مشر ووايي ؟ ؟؟؟؟؟؟؟؟
خو که د داؤد خان ، ميرويس خان ، احمد شاه بابا ، خوشحالخان يا پيرروښان نوم ورته واخلې ، نه يواځې مشر ورته وايي بلکې ډيره وياړنه به هم پرې څرګنده کړي .

بله خبره داده ، که مونږ د اوس مړ صيب په نيمګړتياو سترګې پټول او دهغه مشر ګڼل او په مشرۍ نازول کوو، نو څنګه به بيا ببرک کارمل او کارمليانوته ته خاين او جنايت کاران وايو؟ ، څنګه به پر هيواد د شوروي ناتار
غندو ؟ څنګه به کفر او ا لحاد محکوموو او کرکه به ترې کوو او په څه ډول به د دې ټولو پر ضد د ټولو افغانانو په تيره بيا دپښتنو ملي پاڅون او اسلامي جهاد ته چې د شوروي په څېرابر قدرت يې ټوټه ټوټه کړ ، ارزښت ورکوو او د هيواد ازادۍ ته به څنګه يوه ملي لاسته راوړنه وايو ؟؟ وسلام


م ن غروال
20.12.2003

ښاغلۍ فرهنګي وروره سلامونه ومنئ٠
بېشکه چه مين ياست پخپله خټه او پخپل اصل، اما وروره خاين ته به خاين قاتل ته به قاتل نا مسلمان ته به کافر فاشيست ته به فاشيست او وطنپال ته به وطنپال خدمتګار ته به خدمتګار مسلمان ته به مسلمان وائې٠ پښتون قوم هم لوئ قوم دی پکی شته هر ډول خلک٠ د ګوند او سياسي اختلاف نظر نبيايد چه د قوم د ټوټه کېدو سبب شي يووالئ خورا لوئ او با ارزښته د قوم د پرمختګ اصل دی اما د مونږ بدبختي تل همدا وه او ده چه د تر لومړۍ د اختلاف النظر شخصيتونه د خاورو ﻻندو پناه کوؤ چه زه له ستاسو ليکنو داسی نتيجه اخلم چه تاسو د داسي ټکي ډير سخت مخالف ياست چه خورا هم معقوله ده٠ د پاڅونوال ورور څېړنې لپاره زه شخصأ هيڅ دليل نه وينم چه کومه جمله يې رد کړائ شي٠ نو غوره او علمي ﻻره همدا ده چه د خاينانواو انسان وژنکو او ديکتاتوراونو پلوي ونکړو بلکه خپلو پښتنوليو جرګو ته يې کېنوؤ او د خپلو کړو ځواب وايې، چه خپله پښتو ده٠ په درناوې


نقاد
28.12.2003

[quote:6b4a8e66fc="Nelly"]دپاڅونوال صېب سره دزړه خواله.
ډېرښاغلۍ پاڅونوال صېب زما سلامونه اونېکې هېلې ومنئ. په ډېره خواشېنئ سره
ستاسو اوښاغلې صافې صېب جوابې لېکنې څارم اوهغه په ځېرسره لولم. خواشېنې
پدي ېمه چې زمادلېکنې مهمه موخه چې دېوه بل وسېاسې مفکوري ته د درناوي په
درلودلو سره , تېر مهال په ناپېېلې توګه وڅېړو, دهغه څخه پند واخلو , اوس دژغورنې
ﻻره ولټوو او دېوچا پرشاوخوا راټول سو, په اوبوکښې ﻻهو بولم .
دپخوانېو خلقېانو دمفکوري اوکړو سره ستاسو مخالفت ېوازي ترهغه وخته پوري
دمنلووړبولم چې په هغه کښې ښکنځل , سپکاوۍ اودملې خېانت بې بنسټه تورونو
پرهغه ېا دغه چا باندي لګول, ځاي ونه لري.
ستاسو هغه دکرکې اونفرت څخه ډکې څوبدمرغه کرښې چې دارواښاد تره کې په هکله
مو لېکلې وي, په أصل کښې وماخواري ته متوجه وي, خوماهغه ترېخ غړپ تېرکۍ او
هېڅ ډول غبرګون مې ونه ښودۍ.ولې؟
ځکه هغه لېکنه نه بلکې ناوړه توري وه چې ما ستاسو له شان څخه ټېټ وبلل اوددي په
تمه وم چې ېاتاسواوېاهم چلوونکئ به هغه ړنګ کړي.خوله بده مرغه داسې ونسوه.
دښاغلې صافې صېب اونوروغبرګون بل څه کېداي نه سې, چې کري هغه به ريبې. خوله
نېکه مرغه هغوي ښکنځل نه لېکې.
زه ستاسو دلوړ حضورڅخه دهغوکرښواوهم دصافې صيب څخه دهغودکاپې دړنګولو
هېله کوم.تمه لرم چې مابه دډډه کولو په څپېړه پرمخ ونه وهئ.
په مېنه اودرنښت.[/quote:6b4a8e66fc]

پتمنې نيلو خور ې سلام ، نوې کال مو هم نيکمرغه !
د ټول افغان پاڼه ، دعلمي ، منطقي او ديموکراتيکو افکارو څرګندويه پاڼه ده ، او د نظري اختلاف هم
ښودونکې او هم له منځه وړونکې ده، يعنې د رغنده رول ملاتړ کوي ، په دې معنی چې د نظر اختلاف په کې د نظر وحدت ته د رسيدو له پاره رامنځته کيږي .يعنې تنقيد هم دپيوستو په روحيه او هدف لري٠ نو د اختلاف له دانو څخه د وحدت دغه وړه څنګه جوړيدی او رامنځته کيدای شي ؟ طبعأيواځې هغه وخت چې د اختلاف نظر ټکي ( دانې ) د ديموکراسۍ په ازاده فضا کې
د علمي او منطقي تحليل له ژرندې څخه ووځي . نه داچې سړی دې د ديموکراتيکو ازادو اند ښودنو او نظر څرګندولو پراخه ډګر او د هغې د علمي او منطقي تحليل ميدان پريږدي او يو بل ته د قناعت ورکولو څخه وتښتي . په دې شکل رښتيا هم وحدت منځته نه راځي .خو بده داده چې زه په دغه ، ته په هغه و دريم په يو بل شخص خفه شو ، د ديموکراسۍ عملي ښوونځی يعنې د ټول افغان پاڼه پريږدو او هدف ته چې يوتنقيدي وحدت دی ونه رسيږو . تنقيدي وحدت په دې معنی چې مونږ هر وخت هغه خلکو ته بيانولی شو ، معقوليت ، ګټې او ضرورت يې خلکوته ښودلی شو ، نه يواځې دفاع ترې کولی شو بلکې نورخلک هم ورته رابللی شو.د ا مو ﻻر ده او دا موهدف دی . برعکس که غواړو چې د بومي سور پوستو په څير يو قبيلوي مشر ولرو او ټول پښتانه پرې راټول شو ، نو بيا خو سواد ، تعليم ، پوهې او سياست ته اړتيا هډو شته نه ، ديمو کراسي څه چې اسلام ته به هم بيا ضرورت نه وي ، يو ساده ، ړوند او منجمد حجري وحدت ته به تن ورکړو او تصادفاتو ، طوفانونو پيښو او ناورينونو ، دپرديو بريدونو او ير غلونو ته به په متحد ډول ځانونه وسپارو ، بيا نور بخت او طالع چې د وحدت له دې ډول شيروار څخه به څه ډول کوچ تر ﻻسه شي .

او که داسې نشو منلی ، نو بيا خو د واکمنانو دورې که د مجاهدينو وي او که د کمونستانو وي ،او که
د ملي واکمنانو داود خان او ظاهر خان وي، ټولې تاريخي دورې دي چې د ټولنې هر غړی يې څيړلی ، غندلی يا خوښولی شي ، ځکه هر چا ترې ښه يا بده ، درد يا درمان ليدلی دی او د خپل وخت د سياسي واکمنانو په توګه د افغانستان فرد فرد وګړي ته اوس او په راتلونکې کې هم دخپلو کړنوا و عمالو له کبله مسوول دي .
اوب بيا په ديموکراسۍ کې خو ددې مسوليت د لټولو ، پلټنو او څيړلو حق هر څوک لري ، نوخور جانې تاسو ته له خدای څخه د خپلو محبوبو سياسي څيرو د منطقي دفاع وسه ، او نورو ته پرې د تنقيدونو ځواک او توفيق غوا ړم ! والسلام.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more