اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ع کريم حليمي
26.10.2006
ډېر محترم هيواد صاحب سلام !
س -[quote:0b6ab4a15a]د قدر شپې پۀ هکله خلک ډول ،ډول کيسې کوي،پۀ دې هکله معلومات راکړئ؟ [/quote:0b6ab4a15a]
ج - خدای تعالی چه خلقت کاوه ، ټولو مخلوقاتو ته ئې يوه اندار د قدر ورکړه
په غرونو کښي ئې عرفات غر قدرمن او مکرم کړ،
په تعميرنو کښي ئې کعبه قدرمنه اومکرمه کړه او بيت المقدس ،
او په مياشتو کښي ئې د روژې مياشت مکرمه او قدرمنه کړه ،
او ورځو کښي ئې د عرفات ورځ مکرمه او قدرمنه کړه ،
او په شپو کښي ئې ليلة القدر مکرمه او قدرمنه کړه ،
په هفتي په ورځو کښي ئې د جمعې ورځ مکرمه کړه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او
په ملائکو کښي جبرائل مکرم او قدرمن ،او په ژوندي مخلوقاتو کښي
انسان مکرم اوقدرمن کړي ، او په انسانانو کښي ئې څلور ألو العزم رسوﻻن
مکرم او قدرمن پيدا کړه او په دا څلورو کښي ئې بيا مبارک مکرم او قدرمن
کړ ، دالړي ډېره اوږده ده يو کتاب پر ليکل کېدای سي
کوم څه چه خالق خلق کوي نو اول ئې شَرَفُ الأَصْل خلق کړي
نو چه شَرَفُ الأَصْل ئې خلق کړه ، نو يو خاص مقدار او قدر اندازه هم ورکوي
چه ليلة القدر ته ئې خاص قدر ورکړي ، هېره دي نه وي چه ټوله خلقت ئې مکرم
دی بعضي تکبر وکړي او د قدر درجه له لاسه ورکړي (شيطان ، خناس )
نورنو تاسو به لوستي وي او اورېدلي چه ليلة القدر د زرو شپو څخه زيات
د قدر شپه ده ٠
چه پوښتني په مشخص ډول وګړي نور به ښه وي ، زه نه پوهېږم چه تاسو
څرنګه جواب ته سترګي په لار ياست ، سوال که مشخص وي نو يو مشخص
جواب به په لاس درسي ٠ انشاالله
هغه پوښتني چه په هر واړه کتاب ئې جواب وي ،
دې ته ښه پوښتنه نه ويل کيږي هرڅومره چه پوښتنه دقيقه وي ،
انشاالله دقيق جواب به تر لاسه کړي
په احترام
اور- بل
26.10.2006
محترم مولوي صيب حليمي السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
که ماته په دغو برخو کې مالومات راکړئ ډيره مهرباني به مو وي :
ليلته القدر څه ځانګړتياوې لري يعنې څنګه ليدل کيږي ، څوک يې ليدلای شي، آيا اولی العزمه پيغمبرانو د قدر شپه ليدلې ده ؟
همدارنګه د سنتو په اړه دغه پوښتنې لرم :
١ـ سنت په دوه بنسټونو رامنځته شوي. يو داچې يا يې محمد (ص) د کولو حکم کړی وي ، او بل داچې يا آن حضرت تل هغه پرځاي کړي وي خو د کولو امر يې نورو ته نۀ وي کړی .
مونږ څنګه پو هېدې شو چې دا امريه سنت او دغه بل عمليه سنت دي؟
٢ـ هغه عمل چې آن حضرت يې خپل امت ته پخپله امر نۀ وي کړی ، ولې او څنګه هغه سنت ګرځي؟؟؟؟
٣ـ د شيعه مذهبو او سني مذهبو اساسي توپيرونه د سنتو په اړه څشی دي؟؟؟؟
٤ـ د سنتو پريښودل څومره ګناه لري؟؟؟؟
رښتینی
27.10.2006
وروڼو او خويندو سلامونه مى ومنئ
دليلة القدر شپه ځينى نښى لرى خو هغه داسى نښى دى چى
په سهار كى مالوميږى او په دى كى به هم دخداى خپل حكمت وى
لكه علامه ابن حجر چى ليكى
ورد لليلة القدر علامات أكثرها لا تظهر إلا بعد أن تمضى،
ژباړه : دليلة القدر په اړه څه نښى شته خو دهغو زياته برخه دشپى له تيريدلو وروسته ښكاره كيږى
يوه لويه نښه يي دا ده چى په دى سهار چى لمر راخيږى وړانګى نه لرى او خپ وى لكه په دى اړه چى په صحيح مسلم شريف كى له ابى ابن كعب رضى الله عنه نه يو روايت را نقل شوى دى
" أن الشمس تطلع في صبيحتها لا شعاع لها "
او ځينى خلكو د رمضان دوروستيو لسو شپو دسهار دلمر ختلو دمهال انځورونه په دى ډول اخيستى دى چى زه يي له ځينى عربى ويب سايټونو څخه دلته را اخلم
[img:dc96b460f0]http://i1.trekearth.com/photos/4717/img_3273xa.jpg[/img:dc96b460f0]
[img:dc96b460f0]http://www.campmackinaw.com/images/mackinaw%20mill%20creek%20camping%20sunrise.jpg[/img:dc96b460f0]
او په يوه بل روايت كى راځى چى دليلة القدر شپه به نه سړه وى او نه به ګرمه وى بلكى برابره او معتدله هوا به لرى او په سهار كى به يي لمر سور او ضعيف وى دا روايت له ابن خزيمه راخيستى دى او مرفوع يي بللى دى
او دامام احمد په يوه روايت كى راځى
چى په دى شپه كى به اسمان كى دستورو ويشتل يا لويدل نه وى او بله نښه يي داده چى په دى سهار به لمر وړانګى نه لرى او دڅوارلسم دسپوږمى په څير به وى او په دى سهار به شيطان هم نه شى كولى چى له لمر سره راشى دروايت هغه برخه چى ما يي ژباړه را واخيستله داده :
ولا يحل لكوكب يرمى به فيها، ومن أماراتها أن الشمس في صبيحتها تخرج مستوية ليس لها شعاع مثل القمر ليلة البدر ولا يحل للشيطان أن يخرج معها يومئذ "
كيدى شى دپوښتونكو دپوښتنود اوږدو لړيو له برخى نه مى
ديوى پوښتنى يوه برخه ځواب كړى وى
په درنښت
رښتینی
27.10.2006
ليکنه تکرار وه ړنګه سوه !
27.10.2006
سلامونه او نيکې هيلې !
وايي : پرتا مې زور نه رسي مړ به دې پلار کم .
پوښتنه ډيره مشخصه بريښي او فرعياتو ته اړول يې سم نه دي چې د ليلته القدر نه وروسته لمر يا ترې مخکې ماښامی يا د ستورو رڼا مطالعه کړو :
[color=white:a384bd1633]ليلته القدر څه ځانګړتياوې لري يعنې څنګه ليدل کيږي ، څوک يې ليدلای شي، آيا اولی العزمه پيغمبرانو د قدر شپه ليدلې ده ؟[/color:a384bd1633]
ښايي د غوټۍ وربل موخه پخپله د ليلته القدر د ليدلو بهير او جريان وي ، نۀ د سبا ورځې لمر !
hewad
27.10.2006
ښاغلی حليمي صاحب د زړۀ لۀ کومې سامونه مې ومنئ!
هيله ده چې روغ او خوشاله اوسئ٠ لۀ ورکړل شوو ځوابونو څخه مو ډېر ډېره مننه،الله سبحان تعالی
دې اجرونه درکړي٠
پۀ درنښت ستاسو منندوی هېواد
١-ما يو پوستر ليدلی دئ چې پۀ هغۀ کې ٩٩ د الله نومونه او ٩٩ د محمد رسول الله نومونه وؤ
چې ځينې نوموه يو ډول ؤ٠ بېلګه :العزيز،الرحمن دا نومونه د سبحان تعالی دي خو پۀ هغه پوستر
کې د محمد رسول الله نومونو کې هم دا نومونه وؤ ،کۀ پۀ دې اړه څۀ نور معلومات راکړئ ؟
٢-زۀ چې کوچنی وم يوۀ چا کيسه کوله چې کوم څوک د قدر پۀ شپه کې ويښ شوی ؤ او غوا يې د يوې
ونې پۀ ښاخ تړلې وه کله چې سهار شو غوا برسېره پۀ ونه کې ځوړنده وه٠ د دا ډول کيسو پۀ هکله
ستاسو څۀ نظر دئ؟
٣- د منظره مرګ کتاب نوم بۀ تاسو اورېدلی وي او ګوندې لوستی بۀ مو هم وي ٠ستاسو نظر ددې
کتاب او ورته نورو کتابونو پۀ هکله څۀ ډول دئ؟
٤-يوۀ کتاب کې ما لوستي وؤ چې لوړ پوړې ودانۍ د قيامت د نژدې کېدو نښانه ده ،تاسو پۀ دې
هکله څۀ نظر لرئ؟
رښتینی
27.10.2006
محترم ځواكمن صيب لوى څښتن دى نور ځواك هم په بر خه كړه
غوټۍ خور ليكلى دى :
[img]ليلته القدر څه ځانګړتياوې لري يعنې څنګه ليدل کيږي ، څوک يې ليدلای شي، آيا اولی العزمه پيغمبرانو د قدر شپه ليدلې ده ؟[/img]
ما يي په ځواب كى هغه څه راخيستى چى هغه په حديثو كى دنښو يا ځانګړتياوو په نامه راغلى دى نور خو نو محترمه دليلة القدر شپه
دنوروشپو په څير يوه شپه ده او دا ما چى يادى كړى دى دا باريكى
ځانګړتياوى لرى او هغه دغواوو راځړيدلو په څير بهير يا جريان خو
يي ولا كه ماته مالوم وى شايد هغه تفصيلات تاسو راته وليكى
ليلة القدر كوم واضح جريان او يا ډير څرګند بهير زما په اند نه لرى بس په حديثو كى يي څو نښى بيان شوى دى او هغه ما وليكلى
او ما ليكلى و چى ځينى نښى يي له تيريدو وروسته څرګنديږى لكه دلمر خپ او بيوړانګو كيدل او په دى كى هم دخداى خپل حكمت دى يو خوا نښى سمى واضحى نه دى او بل لورته يي ځينى له تيريدلو وروسته دى له دى نه مالوميږى چى دا شپه په معنوى توګه چى څومره له نورو شپو غوره او بيله ده په ظاهري توګه هغومره بيله نه ده
او په حديث كى مى داسى هم ليدلى دى چى يو وخت رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل جومات ته راغى او په جومات كى ددوو صحابه كرامو په منځ كى دخولى جنجال او ناندرى روانى وى نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل چى ماته جبريل عليه السلام دقدر شپه را ښوولى وه اوما غوښتل چى اوس يي تاسو ته در وښيم خو ستاسو ددى جنجال دبد اغيز له كبله هغه له ما نه هيره شوه
غالبا داحديث په مشكوة كى راغلى خو دا رانه هير دى چى چا روايت كړى دى
نور موپه الله سپارم
ع کريم حليمي
27.10.2006
درندو او محترمو استاد ځواکمن صاحب ، په دين خور غوټۍ ، حامد صاحب
سلام ورحمه الله !
[quote:8e7f0111e4]ليلته القدر څه ځانګړتياوې لري يعنې څنګه ليدل کيږي ، څوک يې ليدلای شي، آيا اولی العزمه پيغمبرانو د قدر شپه ليدلې ده ؟ [/quote:8e7f0111e4]
استاده !
طبعا ئې ليدلې وه ، هر وار چه جبرائيل و نبي ته راځي اول د له خوا
الله سلام ورته راوړي (السلام عليک يا رسول الله )
د رسولانو هره دقيقه د قدر ده ، مبارک ته هره شپه د قدر وه !!!!!!
په ليلته القدر کښي هم سلام ويل کيږي د جبرائيل په واسطه
[color=white:8e7f0111e4]سَلاَمٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ [/color:8e7f0111e4]
هو ! يوه مکرمه شپه ده د ليلته القدر ٠ ولي ؟؟؟؟
دروژي په اخرو لسو شپو کښي او بيا نو په طاقو شپو کښي پر
مخلص انسانانو سلام وئې د الله نو کله چه سلام وويل سو
علامه ئې دا وي چه نو دسترګوڅخه اوښکي راپيل شي
[quote:8e7f0111e4]په صحيح مسلم شريف كى له ابى ابن كعب رضى الله عنه نه يو روايت را نقل شوى دى " أن الشمس تطلع في صبيحتها لا شعاع لها " [/quote:8e7f0111e4]
دا پورته عربي ليکنه حديث نبوي نه دی ، هو د احاديثو د شرح په کتابونه
همداسي ليکل شوي دي
[quote:8e7f0111e4]١-ما يو پوستر ليدلی دئ چې پۀ هغۀ کې ٩٩ د الله نومونه او ٩٩ د محمد رسول الله نومونه وؤ
چې ځينې نوموه يو ډول ؤ٠ بېلګه :العزيز،الرحمن دا نومونه د سبحان تعالی دي خو پۀ هغه پوستر
کې د محمد رسول الله نومونو کې هم دا نومونه وؤ ،کۀ پۀ دې اړه څۀ نور معلومات راکړئ [/quote:8e7f0111e4]
هو الله فرمايي چه :
لَقَدْ جَاءَکُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِکُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَاعَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْکُم بِالْمُؤْمِنِينَ [color=cyan:8e7f0111e4]رؤوف رحيم[/color:8e7f0111e4] ﴿ 128 ﴾
محمد ص رحيم او رؤوف انسان وو اما الرؤوف او الرحيم نه وو
زه کريم يم اما الکريم نه يم حليم يم اما الحليم نه يم
که د الله کتاب ته و ګورو په کښي راغلي چه محمد ص رَؤُوفٌ رَحِيمٌ
ټوله صفات ورکه مبارک ته د صفت و مخ ته ال مه ورکوه !!!!
الواحد صفت د الله دی ، بنده يو واحد انسان ،اما الواحد نه يم
[quote:8e7f0111e4]د منظره مرګ کتاب نوم بۀ تاسو اورېدلی وي او ګوندې لوستی بۀ مو هم وي ٠ستاسو نظر ددې
کتاب او ورته نورو کتابونو پۀ هکله څۀ ډول دئ؟ [/quote:8e7f0111e4]
هو ! ډېر ښه کتاب دی ، د تبلغ له پاره
[quote:8e7f0111e4]زۀ چې کوچنی وم يوۀ چا کيسه کوله چې کوم څوک د قدر پۀ شپه کې ويښ شوی ؤ او غوا يې د يوې
ونې پۀ ښاخ تړلې وه کله چې سهار شو غوا برسېره پۀ ونه کې ځوړنده وه٠ د دا ډول کيسو پۀ هکله
ستاسو څۀ نظر دئ؟ [/quote:8e7f0111e4]
هو ! د جهاد په وخت کښي هم خلکو ويل کله چه د روس چنګي طيارې
پر موږ راځي نو اول سپيني کفتري (کبوتر ) راسي نو موږ پوه سو چه
بمبارۍ کيږي ٠ خدای دې په هغو رشيا کوي چه ليدلي ئې دي
اما د خدای سنب داسي نه دي !!!!!!
ع کريم حليمي
28.10.2006
سؤال [quote:3129db63da]نصيب او قسمت څۀ شی دئ؟ [/quote:3129db63da]
ج - موږ انسانان چه هر عمل کوو، يو عکس العمل اونتيجه لري ٠
او پر نتيجه ئې کټه او خساره بنا ده ، دغه دګټي او خسارې اندازه ئې
زموږ تر قدرت نه ده لاندي ، د ګټي او خسارې اندازه ئې الله تعين کوي
چه نصيب او قسمت بولو يعني برخه او دا برخه هم مهرباني د الله ده
موږ لمنځ کوو ! داچه څومره ثواب الله پر راکوي نو هغه زموږ نصيب او قسمت
دی ٠
څومره چه موږ انسانان تقوا لرو په هغه اندازه نصيب او قسمت ښه ،لوړ وي ،
داچه څومره هغه الله ښه پوهېږي ٠
تقوا يعني قلب بيدار ، ضمير ژوندی وي او تميز دښو او بدو په منځ کښي جاري
اما د طبعي علومو کښي کار او نتيجه بيا په پورته تشرح اړه نه لري
ع کريم حليمي
30.10.2006
درنې اوپتمي خور ( غوټۍ وربل ) سلام او رحمت دي وي پرتاسو !
ما وه بخښۍ چه ستاسو سوالونو ته مي پر وخت جواب ندي درکړي ،
انشاالله اوس به هغه څه ستاسو مخ ته ايږدم ، چه راسره سته
تاسو پوښتلي چه :
مونږ څنګه پو هېدې شو چې دا امريه سنت او دغه بل عمليه سنت دي؟
اصحابو فرمايلي چه مبارک ږيره درلو ده ، نو ږيره پرېښوول فعلي سنت
او فرمايلي ئې هم دي چه ږيره پرېږدي او برېتونه واخلۍ
نوهم قولي سو ٠ ښه مثال ئې دغه حديث
صلى الله عليه وسلم قال " خالفوا المشركين، وفروا اللحى، وأحفوا الشوارب ". وكان ابن عمر إذا حج أو اعتمر قبض على لحيته، فما فضل أخذه.
په پورته حديث هم امري دی او هم تقريري
حديث دوه قسمونه لري ، مقبول او ردود
او مقبول بيا درې قسمه دي چه : قولي ،فعلي ، تقريري
فعلي هغه حديث ته ويل کيږي ٠ چه صحابي نقل کړي وي چه مبارک زمونږ په
مخ کښي داسي کول يا وکړه
او تقريري هغه حديث ته ويل کيږي چه يوه صحابي ويلي وي چه ما د مبارک په
مخ کښي داسي وکړه او مبارک منعه نه کړم او يا منع ئې ونه کړه ،منع نه وه کړې
او يا يوه صحابي ويلي وي چه مبارک د فلان کار يا فعل نه وه فرمايلې
چه پورته حديث اول حصه قولي او دوهمه حصه ئې تقريري ده
دوهمه حصه د حديث : تقريري
عمر إذا حج أو اعتمر قبض على لحيته، فما فضل أخذه
زوئ د عمر ويل چه په حج اوعمره کښي به ما ږيره په موټ (قيضه) کښي
نيوله او فضل يعني وتلي ترموټ به مي اخستل يعني پرې کول
نو د دې څه دامعلومه سوه چه مبارک صحابي له دې فعل څخه نه وومنع کړي
دا ډير ژور بحث دی ، نور اقسام لري چه صريحي او حکمي دي ٠٠٠٠٠٠
[quote:c93a2590c9]٢ـ هغه عمل چې آن حضرت يې خپل امت ته پخپله امر نۀ وي کړی ، ولې او څنګه هغه سنت ګرځي؟؟؟؟ [/quote:c93a2590c9]
دوهم سوال ته فکر کوم هم جواب وويل سو
[quote:c93a2590c9]3 - د شيعه مذهبو او سني مذهبو اساسي توپيرونه د سنتو په اړه څشی [/quote:c93a2590c9]
د بعضو اصحابو او بي بي عايشې رص مردود يا ئې نه مني
[quote:c93a2590c9]٤ـ د سنتو پريښودل څومره ګناه لري؟؟؟؟[/quote:c93a2590c9]
دبعضو احاديثو په ترق سره سړی يا ښځه فاسق کيږي ، لکه د ږيري خرول
او برېتونه پرېښوول يا درلودلو
منلی
01.11.2006
سلامونه اونیکی هیلی
سنت اوعادت کښی څه فرق ده ؟؟
آیاله سنتونه دنبی (ص)هغه دشخصي زندګی طریقی جدا دی چی په حیثیت دیوانسان یاپه حیثیت دیوشخص چی دانسانی تاریخ په یوه خاصه دوره کښی پیداشوی وو اوهغه یی اختیارکړی وي مثالا لباس
منلی
01.11.2006
سلامونه اونیکی هیلی
سنت اوعادت کښی څه فرق ده ؟؟
آیاله سنتونه دنبی (ص)هغه دشخصي زندګی طریقی جدا دی چی په حیثیت دیوانسان یاپه حیثیت دیوشخص چی دانسانی تاریخ په یوه خاصه دوره کښی پیداشوی وو اوهغه یی اختیارکړی وي دمثالاپه ډول لباس ، دږیری اوبریتونودکم ولو اولوی والواندازه
ع کريم حليمي
02.11.2006
درونو اومکرمو وړونو زخمي صاحب او لوستونکو
السلام عليکم ورحمه و برکاته !
پوښتنه -سنت اوعادت کښی څه فرق ده ؟؟
آیاله سنتونه دنبی (ص)هغه دشخصي زندګی طریقی جدا دی چی په حیثیت دیوانسان یاپه حیثیت دیوشخص چی دانسانی تاریخ په یوه خاصه دوره کښی پیداشوی وو اوهغه یی اختیارکړی وي مثالا لباس
جواب - دسنت او عادت هيڅ فرق نسته !
که د محمد ص د سنت زمانه نېستي (تېره )سوېوي ، نو ضرور نده چه
هغه عمل وکړو ٠
نن د کجاوې عصر نېستي شوې په يورپ کښي ، موږ ته نده ضرور چه زموږ
مېرمني له يوه ځايه وبل ځای ته په کجاوه کښي سفر وکړي ، د کجاوې عصر
د سوټي په زور نه راګرځي
د نبي دستور ،دود ،رسم ، عنعنه او سنت يوه معنی لري ٠
خو اديبان او ليکوال ګوري چه کوم لغت د چا سره او په کوم ځای کښي ښه زيب او ښه معنی ورکوي
منلی
02.11.2006
سلامونه اونیکی هیلی
حلمیی صاحب دڅنګه کیدی شی چی دنبی دستور ،دود ،رسم ، عنعنه او سنت يوه معنی ولري
دمثال په ډول په لباس کښی چی کوم اخلاقی اوفطری حدونه دی هغه نبی (ص) مونږ ته ښودلی دی چی بایدلباس پاک وی ،په هغه کښی اسراف نه وی ، همدارنګه دتکبر نښانی پکښی نه وی ،په هغه کښی دکفارو سره مشابهت نه وی خوبعضی شیان داسی دی چی دمبارک (ص) دشخصی مزاج قومی دوداودوستوراودهغه وخت تمدن سره تعلق لری
زه فکرنه کوم چی شرایع الهیه ددی لپاره راځی چی دکوم خاص شخص زاتی مذاق یادکوم قوم مخصوص تمدن یادکومی خاصی زمانی رسم ورواج دټولی دنیا لپاره دهمیش همیش لپاره سنت جوړ کړی
ع کريم حليمي
03.11.2006
زخمي روره !
دسترګو توره !
زه فکر کوم چه تاسو زما په جواب ښه نه ياست پوه شوي !
او نور نو زما سره څه نسته ٠ بنده معذر دی ، معذرت مي ومنۍ
او بيابه هم کوښښ وکړم !
د نبي رهنمايي ملي او قومي دستورنه ده کړې ، کوم سماوي معروف دستور
چه له پخوا څخه پاته وه جمع نوي او جديد سماوي دستور(rule،law )يعني
قران ، او نبي بيا يعني په په پښو روان قران ،
نبي ټوله نفسي خواهشات تر پښولاندي کړي وه ، او هيڅ بد دود او دستور
ئې عمل نه وو کړی ، هو ! باغبابي ،اومالي، نجاري ، اهيګري مبارک چاته نه ده
ورښوولې ، مبارک اخلاق تکمل کړه ٠ اوبس
نو دا اخلاق دي چه هر څه په بر کښي نيسي ٠ د معاشرت intercourseڅخه نيولې بيا تر ښخېدو تر اخلاقو پوري ٠
هو شاباس دغسي چه :
[quote:1478874b30]په هغه کښی دکفارو سره مشابهت نه وی[/quote:1478874b30]
داسي ږيره او برېتونه مه پرېږدۍ چه د کفارو سره مشابهت ولري ٠
اوس پوه سوې افرين
مشرکين ږيره خروي او بريتونه پرېږدي ٠ اشاباس مسلمان دي بيا د دې سرچپه معکوس
وکړي ، برېتونه دي کم کړي او ږيره دي پرېږدي ٠
کفار چه د واده ګوتمۍ د سروزو کوي ، مسلمان دي بياد سپينو زرو ٠
په معاملاتو کښي مشابهت نسته ، په معاملات سره شريک يو،اما
موږ مسلمانو ته لازمه ده چه
په اسلامي چوکاټ کښي هر څه تر سره کړو ، د کتابي ښځي سره واده روا دی
اما دا اراده به راسره وي چه يو وخت به ئې مسلمانه کړو ،
که جنازې ته څوک ځي نوتور کالي به نه اغوندي ، ولې چه دلته مشابهت
پېښيږي !
hewad
05.11.2006
ګرانو هېوادولو سلامونه مې ومنئ!
١-ال پۀ عربي ژبه کې څۀ معنی لري ،د واحد او الواحد تر منځ څۀ توپير دئ؟
٢-پۀ زور څوک عبادت ته اړ اېستل د شرعې لۀ مخې روا دي؟
٣-ولجه (غنيمت) څۀ شی ده ،د عام المنفعه او بيت المال د شيانو ولجه کول دشرعې لۀ مخې
روا دي؟
٤-پۀ قران شريف کې د وينځې پۀ هکله ډېرې يادونې شوېدي ،اوس وخت کې ايا وينځې شته؟
اوس د وينځې تعبير څۀ ډول کېږي؟
٥-ما د يوۀ ملا لۀ خولې اورېدلي کۀ څوک مونځ نۀ کوي لومړی بايد بندي شي کۀ بيا يې هم مونځ
ونکړ نو بايد ووژل شي،ايا دا رښتيا خبره ده ؟
٦-د عبادت او فرضياتو د نۀ ترسره کولو پۀ خاطر پۀ دنيا کې د سزا ورکولو پۀ هکله قران شريف
يا احديثو شريف کې څۀ راغلې دي؟
٧-کۀ يو څوک لۀ خپل وس او توان سره سم الهي عبادت تر سره کوي ،يانې مونځ کوي ،روژه نيسي
اما کمونيستي سياسي فکر لري ، د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو د حل لاره پۀ کمونستي نظام کې
لټوي او ورسره هم نظره دئ ، د دۀ مسلمانتوب څنګه ګڼل کېږي ايا دی مسلمان دئ ؟
پۀ درناوي هېواد
رښتینی
05.11.2006
وروڼو سلام
دهيواد صيب ځينى پوښتنو ته ځوابونه ځكه وايم چى دا عربى ژبه مى يوڅه
زده ده او دهغى نحو او صرف مى هم يوڅه له نظره تير شوى دى اودده لومړى پوښتنه هم د الف لام په باره كى ده
[code:1:68af0214c3]١-ال پۀ عربي ژبه کې څۀ معنی لري ،د واحد او الواحد تر منځ څۀ توپير دئ؟ [/code:1:68af0214c3]
الف لام د تعريف له پاره كارول كيږى يعنى چى په كومه كلمه الف لام راغلى وى هغه معرفه او چى دى نه وى هغه نكره لكه د واحد او الواحد مونږ داسى ژباړه كولى شو واحد (يو ) او الواحد (هغه يو )
خو بيا خبره نور تفصيل هم غواړى چى هغه د الف لام څلورو ډولونو ته ويشل دى يعنى الف لام په څلور ډوله ده او دا تفصيل خو ولا كه ماته هم په دقيقه توګه مالوم وى خو د تعريف له پاره كارول كيږى
لكه (الله) هغه خاص ذات ته ويل كيږى چى زمونږ پالونكى او د ټولو مخلوقاتو پنځوونكى دى او كه الف لام نه وى بيا (اله) هر خداى ته ويل كيږى يعنى بوت ته هم اله ويل كيږى لكه : لو كان فيهما الة الا الله لفسدتا
[code:1:68af0214c3]٢-پۀ زور څوک عبادت ته اړ اېستل د شرعې لۀ مخې روا دي؟[/code:1:68af0214c3]
درسول الله صلى الله عليه وسلم حديث دى چى تاسو څوك په ناروا كار ووينئ
په لاس ( په زور سره يي )منعه يي كړئ او كه مو له وسه نه كيده بيا يي په خوله منعه كړئ او كه دا هم نه وى نو په زړه كى يي بد وايسوئ
ولا نو ر تفصيل نشم وركولى
او د لمانځه د تارك له پاره تعزيرى سزا شته خو دمرګ نشته
او د عباداتو د نه كولو او يا له هغو نه انكار كولو له پاره په
قران او حديثو كى بيانونه شته لكه د زكات نه پريكولو په باره
كى د شريعت حكم شته چى بايد خامخا اسلامى حكومت له ولس
نه زكات راټول كړى
دارازد منكراتو د مخنيوى له پاره هم د احتساب نظام شته او داسى نور
او دكونستى عقيده لرونكى ته به يوډول عبادت هم ګټه ونه رسوى ځكه
په اسلام كى تجزيه نه منل كيږى لكه قرانكريم چى وايي :
يا ايها الذين امنوا ادخلوا فى السلم كافة
يعنى په اسلام كى پوره ننوتل ضرورى دى يو حكم او يا يو فرض نه منل
سړى له اسلام نه باسى او دكمونيزم اساسى ايډيا خو په ما ترياليزم ولاړه
ده چى هغه له مادى ها خوا هيڅ نه منى او دا خو هغه دچا خبره شين كفر ده
خو كه يوڅوك يي يواځى اقتصادى نظام ته قائل وى اونور اسلام خوند وركوى نو بيا هم بي ګټى ده ځكه اسلام هم خپل اقتصادى نظام لرى
موضوع خو ډيره لويه او پوره تفصيل غواړى
خو كيدى شى دالنډ مالومات هم بى ګټى نه وى
په مينه
ع کريم حليمي
07.11.2006
[quote:c2daae04e7]٤-پۀ قران شريف کې د وينځې پۀ هکله ډېرې يادونې شوېدي ،اوس وخت کې ايا وينځې شته؟
اوس د وينځې تعبير څۀ ډول کېږي؟ [/quote:c2daae04e7]
جواب - دا يوه اجازه وه و مسلمانو ته په دې خاطر چه کفار د مسلمانانو ښځي
د جنک په ناکامۍ په وخت کښي بېولې او وينځې کولې ئې
نو کله چه کفار د مسلمانانو ښځي د جنګ د په وخت کښي نه بيايي چه وينځې
ئې کړي نو بيامسلمانه ته نوره اجازه نسته چه د کفارو ښځي وينځې کړي
که څوک دا کار نور وکړي سؤاستفاده کول دي د قران د اياتونو څخه !!!!
نو که چيري کفار بيا له سره دا کار شروع کړي ٠ نو بيا موږ ته اجازه ده
غلام او وينځه کول ناروا دي ، يوازي ددې لپاره اجازه سته
چه بالانس وساتل سي ٠ اوبس
دا يو خاص رحم د الله دی ، اوبس
منلی
07.11.2006
سلامونه اونیکی هیلی
لااکراه فی الدین (په دین کښی جبرنشته )
په دی کښی سوال پیداکیږی چی ایا ددین په قبلولو کښی جبر نشته اویاکه
که ددین په نظام کښي ؟؟
۲- د غریبی له وجی دحمل منع کول صحیح دی اوکه نه ؟؟
ع کريم حليمي
08.11.2006
محترم او مکرم ورور هيواد صاحب ، درنو لوستونکو
السلام ورحمه الله وبرکاته !
تاسو پوښتني کړي چه :
[quote:9a582c85d9]٥-ما د يوۀ ملا لۀ خولې اورېدلي کۀ څوک مونځ نۀ کوي لومړی بايد بندي شي کۀ بيا يې هم مونځ
ونکړ نو بايد ووژل شي،ايا دا رښتيا خبره ده ؟ [/quote:9a582c85d9]
هو ! بايد ده چه بندي سي !
په کلام الله کښي داسي راغلی چه !
يقول الله تعالى : فَإِذَا انسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِکِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ کُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُوا وَأَقَامُوا الْصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّکَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿ 5 ﴾توبه
ژباړه :- نو کله چه تېري سوې څلور مياشتي حرامي نو وژنی (اې مؤمنانو عهد
ماتوونکي مشرکان په هر ځای کښي چه ومندل تاسي دوی نو ونيسۍ (بنديان
او قيديان ئې کړی )دوی او احصار کړئ دوی (په کلاګانو کښي )او کښېنئ
دوی ته (منتظر) په هر ځای د څارلو او تېرېدلو کښي نو که ئې توبه وايستل
دوی (له کفره ) او قائم ئې کړ ودی (سم ادا کړ سره د ټولو حقوقو )لمونځ او
ورکړي دوی زکات نو لار ورکړی دوی ته ، بېشکه الله ښه بخښونکی ډېر
مهربانه
هيواد صاحب !
هره ټولنه ځان ته خپل قانون جوړونکي لري نو قانون لري ، او د نړۍ پر مخ
توله ملکونه هم داسي قانون لري که چا TAX نه ورکاوه نو جريمه کيږي
او هم ئې بندي کوي دا يو مسلم کانون دی ، په هره ټولنه کښي چه څوک
اوسيږي نو نافذ قانون به مني او عمل به په کوي ، هو ! که يوه مسلمان
په اسلامي ټولنه کښي ژوند کوي ، لمونځ ضرور ، زکات ضرور که
پر دغو اصولو ژوند نه برابره وي نو حکومت دبندي کېدو ، د مخ نيولو
حق ئې لري ٠ دا چه د ايات شريف په اخره کښي ويل شوي چه
إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ نو بيا داسي ويلي سو چه د وژلو لايق دي ٠ يوه زجري
خبره ده ، نه چه وژلی ئې سوو ،
د مسلمان او کافر فرق په لمانځه سره کيږي ، که څوک لمونځ نه کوي
فکر نه کوم چه دئ به مسلمان وي ، قانون هم داسي دی
په اسلامي ملک کښي که چا لمونځ نه کاوه بايد ده چه تر هغه وخته بندي
وي چه توبه باسي ٠
[quote:9a582c85d9]٦-د عبادت او فرضياتو د نۀ ترسره کولو پۀ خاطر پۀ دنيا کې د سزا ورکولو پۀ هکله قران شريف
يا احديثو شريف کې څۀ راغلې دي؟ [/quote:9a582c85d9]
{فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ}
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ الْمُسْنَدِيُّ، قَالَ حَدَّثَنَا أَبُو رَوْحٍ الْحَرَمِيُّ بْنُ عُمَارَةَ، قَالَ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ وَاقِدِ بْنِ مُحَمَّدٍ، قَالَ سَمِعْتُ أَبِي يُحَدِّثُ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ " أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلاَّ بِحَقِّ الإِسْلاَمِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ ".
که اسلامي قانون ئې نه منلی قتل او قتال ورسره روا دي
او که کلمه ويل ،لمونځ ،زکات ، کول نو سر او مال ئې په امن ،
او که د ځان سره په کور کښي لمونځ نه کاوه نو حسابهم علی الله خدای پوهيږي
او حساب ئې ٠
[quote:9a582c85d9]کۀ يو څوک لۀ خپل وس او توان سره سم الهي عبادت تر سره کوي ،يانې مونځ کوي ،روژه نيسي
اما کمونيستي سياسي فکر لري ، د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو د حل لاره پۀ کمونستي نظام کې
لټوي او ورسره هم نظره دئ ، د دۀ مسلمانتوب څنګه ګڼل کېږي ايا دی مسلمان دئ ؟ [/quote:9a582c85d9]
په هيڅ ډول سره سړی نه کافر کيږي ،الا خوکيږي چه :
که د اسلام مقدسات څخه پښېمانه سو
مثلا :- ووايي چه دئ دا نه منم چه د ميراث په وړلو کښي دوې خويندي د يوه
ورو په اندازه حق ، او يا داسي مبارزه شروع کړي چه دا اسلامي
doctrines يا اصول سم نه دي ، بايد مساوي او برابر ارث يوسي ٠
او يا ووايي چه اسلامي اقتصادي نظام غلط او د کمونيزم اقتصادي نظام
پر حق دي ٠
په دې خبرو کښي زه د ايمان خطر وينم ٠ نور نو الله ښه پوهيږي ٠
موږ انسانان پر دې دنيا قضاوتونه پر ظاهراتو کوو ٠ د باطن حال باندي
موږ حق نه لرو چه قضاوت پر وکړو ، د باطن د خدای کار دي ،
که يوڅوک له کوره د چاړې سره جنګ ته راوتلی او څوک ئې په مړ کړی
موږ ئې قاتل ګڼو ، که دئ اويازه واره نارې کړي چه اراده مي د قتل نه وه
بيا هم و موږ ته دئ قاتل دی ، داچه دئ په قيامت قاتل راکښېني او بل شئ
هغه د خداي قضاوت دی ، په موږ اړه نه لري ،
زه پر کمونيست د کفر ټاپه نه سم لګولی ، خو ديوه فرد په بابت بيا ويلی
سم چه کلام او عمل ته ئې وګورم او سند پر پيدا کم ، بيا دا حق لرو
چه قضاوت پر وکړم ، که چا قاضي کړم ، ونه يا درخته په مېوه معلوميږي
چه د الو درخته ده او که د مڼو
په درناوي
منلی
22.11.2006
سلامونه اونیکی هیلی
حلیمی صاحب خدای (ج) دی وکړی چی روغ اوجوړ اوسی
مامخکی هم یودوه پوښتنی کړی وی خو جواب یی حاصل نه شوو اوس یوه بله پوښتنه راته پیداشوی ده خدای دی وکړی چی جواب یی راکړی
زمونږ بعضی ملایان یاپیران ورونه چی د
حروفوابجدله حسابه داسمائی حُسنا اودقرانکریم دنورولفظونو عدادونه باسی اوبیا ترینه تعویزجوړه وی ددی شرعی حیثیت څه شی ده ؟ ایادمبارک (ص) په زمانه کښی یادصحابه (رص) په وخت کښی داسی تعویزونه لیکل کیدل ؟
ع کريم حليمي
22.11.2006
محترم او مکرم ورور زخمي صاحب
السلام عليکم !
زه ستاسو څخه بښنه غواړم چه پر وخت مي جواب نه دی درکړی ، مصروف وم
انشاالله چه عذر به مي ومنۍ ، مننه !
محترم زخمي وروره !
هو! کوډي او يا ستاسو خبره ابجد او داسي نور شيطاني شيان سته
تعوذونه او کوډي کول کفر دی ، اوپه مبارک عليه السلام هم يو وخت يوه يهودي
کوډي کړي وې او مريض کړي يي وو ، نو بيا الله د ملائکي په واسطه خبر
ورکړي چه هغه د کوډو تعوذ په څاه يا ارهډ کښي وو نو راوئې کښلی
نو مبارک د المعوذتين اياتونه ولوستل نو د هغه ورېښته غوټي يوه يوه پخپله
خلاصېدله ٠٠٠٠٠٠٠
او هغه کوډګر د بني زريق د قوم څخه وو او نوم ئې لبيد بن الأَعصم وو
او دابجد حساب مي نه زده او هيڅ معلومات نه پکښي لرم !
[quote:6db7fe8d5a]لااکراه فی الدین (په دین کښی جبرنشته )
په دی کښی سوال پیداکیږی چی ایا ددین په قبلولو کښی جبر نشته اویاکه
که ددین په نظام کښي ؟؟
۲- د غریبی له وجی دحمل منع کول صحیح دی اوکه نه ؟؟[/quote:6db7fe8d5a]
هو ! دين په زورنه دی اما خو داسي ده چه :
" مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ "
که چا بد کول په لاس به ئې راګرځوې ، که دي د لاس قدرت نه درلودۍ نو
په خوله او خبرو به ئې مخه نيسې ، او که د خبرور قدرت دي هم نه دلود
نو به په زړه کښي بد ځيني وړې ، دغه نو بيا ضعفه ايمان داري ده
هو ! عزل ښه کار دي ، چه د ښځي موافقه وي دائې شرط دی
که د ښځي خوښه نه نوي عزل اجازه نسته ٠ يعني حرارت ته د ښځي بايد فکر وي د چا !!
او بعضو علماکرامو عزل مكروه بللې
او که چيري تاسو دغه جمله "تناكحوا تناسلوا, تكثروا " لوستې وي
دا حديث نبوي نه دی ، ډير تکثر بعقلي ده ،
Ghairat
22.11.2006
مکرم استاد حليمي صيب او حترمې خو غوټۍ وربل السلامعليکم ورحمت لله وبرکاته !
وته پوښتنې زه هم لرم :
١ـ په عملي ډول په شيعه او سني کې څه فرق وينو ، مثلأ په لمانځه کې، د ماسپښين
لمانځه ې مثلأ تر ر ضو مخې٤ رکعته نت او ترفرضووروسته ٢ رکعته سنت شيعه مذهبي کوي که نه ؟
٢ـ هغه سنت چې د الله رسول (ص) يې امر نه دی کړی، ولې له هغو سنتو سره يو ډول پر امت لازميږي چې امت ته يې د کولو امر شوی دی ؟ که دا دواړه سره فرق ولري، نو مونږ سنيان څه پوهيږو چې د لمونځونو سنت رکعتونه امريه سنت دي او که نه .
ايا د غير امريه سنتو قضا کيدل هم ګناه لري ؟
٣ـ سنت خو طرېقې ته وايي ، دفرض لمانځه له پاره د محمد (ص) طريقه داوه چې
مخکې يا وروسته له فرضو به هغه مبارک څو رکعته نفل کول ، نو هغه نفل له هغه راهيسې ولې د سنتو په نامه اجرا کيږي ، ولې يې دنفلو په نامه نه کوي ؟ سنت خو تش طريقه د ه چې کيږي، خو هغه څه چې کيږي هغه نفل دي ، نوولې ورته د سنتو په نامه نيت تړي ؟
٤ ـ وايي هغه سنت چې ان حضرت پرې ټول هيشه والی کړی او له يو دوه ځلو نه يې
زيات نه دي پريښي، مؤکد سنت بلل کيږي : له ټول عمر څخه مطلب تر نبوت وروسته لنډ (٢٠ کاله ؟) عمر دی او که تر پيغمبرۍ مخکې د بلوغ ټوله دوره هم په کې شميرل کيږي ؟
والسلام .
منلی
22.11.2006
سلامونه اونیکی هیلی
حلیمی صاحب خدای دی وبښه
مهترمه شاید تاسوزماپه پوښتنه نه یاست پوه شوی زه همغه پوښتنه په بل ډول کوم لکه چی مونږ بسم الله الرحمن الرحیم دابجدپه عداد لیکو۷۸۶ ددی شرعی حیثیت څه شی ده ؟
ایا رسول الله (ص) یاصحابه (رص) په وخت کښی داسی شوی چی بسم الله الرحمن الرحیم یانورقرآنکریم یی دابجدوپه عداد لیکلی وی ؟
ع کريم حليمي
22.11.2006
محترم او مکرم ورور زخمي صاحب او قدرمنو لوستونکو
السلام عليکم او زما ښې هيلي هم ومنۍ!
[quote:d6c6cbfbfc]بسم الله الرحمن الرحیم دابجدپه عداد لیکو۷۸۶ ددی شرعی حیثیت څه شی ده ؟[/quote:d6c6cbfbfc]
دانسان علم پر اسما وو ولاړ دی ، او نطق ئې پر منظم کلام
انسان به هيڅ وخت په مقطعه حروفو باندي و نه کولی سي چه صاحب د علم سي
ولي چه ليکل ځان ته يو منظم ترکيب لري او په ابجد کښي دحروف الهجاء
ترکيت نسته
او داسي څه په لاس کښي نه لرو د نبي صلى الله عليه وسلم څخه چه امت ته يي تفسير د ا، ب، ت او ث کړی وي او يا د ابجد د حساب
بسم الله الرحمن الرحیم
په بسم الله کښي وينو ، چه ب زېر لري او س وچ دی ، نو په دغه ډول
لوستل کيږي ٠ اما که موږ را ولاړ سو ۷۸۶ ولولو نه لوستل کيږي
نو داچه په ۷۸۶ کښي هيڅ نحو او ترکيب نسته ، نو هيڅ ځای نه لري په کلام الله
کښي او نه په شرعه کي ، شرعا دا نظريات فاسد او داسي عقليات باطل او
د جهالت د وخت ميراث دي
دغه کوډي ، حساب دستورو ، او تعوذات ټول "ام شر" دي
په تېره زمانه کښي ئې هم ګټه نه درلوده او په راتلونکې کښي هم ګټه نه لري
بيله د شر ، او ټول غير مشروع فعل ،کلام او پوهه ده
والله ٠ سبحانه وتعالى ٠اعلم