اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
Ghairat
26.12.2004
درنو اومحترمو خویندو او ورونو ته سلامونه او احترامات وړاندې کوم !
ددې ټول بحث څخه یوه نتیجه ګیری باید وکړو :
[color=blue:0f7d776a9b]۱: داسمانونو د کرویت دتصور هڅه د اسمان د زیات واټن د لرلو په ادعا سره ګواکې رد[/color:0f7d776a9b] شو، خو داچې دا زیات واټن څومره دی، د خورا ډیروالي له پاره مو د ۵۰۰ کالو مزل له پلي څخه د اس او له آس څخه د نور سرعت ته ورساوه، او بیا مو دمعراج د شپې براق ته دهمدغه نور سرعت ور باخښه ! خو هغه د عراج شپه هم أخر یوه شپه وه نو وخت یې په اعظمي توګه له ۱۰ یا ۱۲ ساعتو څخه زیات دوام نه دی کړی ، که څه هم د محترم طالب جان په اټکل د نور پر سرعت سره د معراج دپېښې ټول وخت په اسمانونو کې د عرش العظیم په شمول د ځمکې پر مخ له یوې دقیقې څخه زیات وخت نه دی نیولی، ځکه دمبار ک رسول (ص ) د کور د دروازې ځنځیر لا بیرته نه و د رېدلی کله چې مبارک بیرته کور ته راورسیده. یعنې که سرعت نوري هم و، ولې دوام یې د ځمکې په وخت نیم ساعت هم نه د کړی پاتی خو لا ۵۰۰ کاله ! ددې سره سره بیا هم ۵۰۰ کاله فرض شول ، حال داچې د ۷ اسمانونو فاصله ۷ وارې زیاته یعنې لږ ترلږه په نوری سرعت ۳۵۰۰ کاله اوسی. خو خبره داده چې دغه فاصله هم تر هغې فاصلې یوه وړه کسري برخه هم نه ده چې تر نوی کشف شوي کهکشان پورې یې د نورسرعت ۴۵ ملیارد ه کلونه غواړي .ښايی دا به له هغې مبالغې څخه هم زیات واټن اوسی چې له نن څخه۱۴ سوه کاله پخوا انسان د مبالغې په صورت کې تصور کولای شوه . خو سره ددې هم باید اسمان نه کشف اونه یې د موجودیت تایید او تردید په علم الیقین سره و شي،نو باید چې په فاصله کې یې تر هر امکان زیاته مبالغه و شی ، ان دومره چې داسمانونو دموجودیت موضوع پخپله له تصور الیقین څخه په تصورالتلقین یعنې پر یوه غیبی عقیدوی موجودیت واوړي . نو لیرې نه بریښي چې داسمانونو پر غیبی [color=blue:0f7d776a9b]نالیدلي موجودیت [/color:0f7d776a9b]ایمان لرل د (امنت بالله ) د کلمې پر محتوا کې له الله تعالی ، ملایکو، د خدای تعالی له ۴ کتابونو، رسولانو، دقیامت ورځ ،د الله تعالی له خوا د خیر او شر د ټاکنې او له مرګه وروسته د بیا راژندی کیدلوله حق څخه وروسته د ایمان اتم جزشی ، ځکه چې اسمان نه لیدل کیږی اونه تصور کیږی، خو موجودیت یې پرایاتونو ثابت او د ایمان جز ګڼل کیږي . په دې ډول چې اسمان د تصور وړ نه بریښي، کرو یت او زوړندوالی یې هم مردود بریښي .
[color=red:0f7d776a9b]خو عجیبه بریښي چې دآسمان مفهوم په عربی ژبه کې داسلام ترنزول وړاندې موجود و، اوپه هغې کې داسمان تصور د لیدله حسی معرفت څخه سرچینه اخلي ، ولې اسلامی تصورات له یوې خوا له پخواني تصوراتو څخه سرچینه اخلي او له بلې خوا یې په نامعلومه او نامحدوده ارتفاع کې پر موقعیت تکیه کوي .[/color:0f7d776a9b]
داچې په دې لړ کې د معراج شپه هم یواځې له مسجدالحرام څخه مسجدالاقصا ته د براق پوسیله یو تګ باندې اړول شوې ده، دلته پوښتنه دا مطرح کیږی چې [color=red:0f7d776a9b]په دې لنډ خمکنی سفرکې دبراق نوري سرعت ته بیا څه اړتیا وه ؟ [/color:0f7d776a9b]
غوټۍ وربل
13.01.2005
زه دلته نوې راغلې یم ، خو د محترمو لیکونکو حلیمي صاحب، غروال صاحب ، طالب جان صاحب ، نقاد صاحب او غیرت صاحب لیکنې په مینه مینه او له ډیره وخته راهیسې لولم ، خو په دې خواشینې یم چې افغاني خویندې په کې ونډه نه اخلي، یواځې قدرمنه خور خاټول ، هغه هم لکه دانځرګل اوس ډیره کمه ونډه اخلي . زه نه پوهیږم ، خو تل راته خپله ناپوهي روښانه ي چې په څه نه پوهیږ م ، دا راته ددې جرئت راکوي ( که جرئت یې لا و بللی شو:) چې پوښتنه کوم او ځآن پوهول غواړم . دغه راز په تفصیلاتوکې مې ضد او نقیض خبرې هم نه خوښیږي او پوښتنې ته مې اړباسي . د اريپه ډول د اسمانونوپه اړه دغیرت صیب د دې څو ورستیو څو رښو سره تافق نشم کولی چې وایی :
[quote:778e5ca202]یواځې د پورته (لوري) په مفهو م سره اسما ن بیا هم کروي ، هم نامحدود اوهم داتموسفیر ي طبقاتو لرونکی اوهم لایتنهی لیرې او د ساینس سره بی ټکره پاتې کیدای شي .[/quote:778e5ca202]
ځــــــــــــــکــــــــــه چـــــــــې :
۱ ـــ که اسمان دومره نامحدد لیرې پروت وي چې نورو یې ادعا کړې ده، نو بیا خو داتموسفیر د موجودیت هلته هډو امکان هم نشي تصور کیدلای . اتموسفیر دستورو اویا سیارو وي، چیرې چې نه ستوري اونه سیارې وي،نو اتموسفیر بیا هلته د څشي اتمسفیر کیدلی شي ؟
۲ ــ داسمان وجود په نا محدود لیرې واټن کې کابو ورک شو ، نو کرویت به یې څنګه ومنل شي؟
۳ــ داچې د ۴۵ ملیاردو نوري کلونو واټن پورې د اسمان پته ونه لګیدله ، که په زرګونوملیاردو نوري کلونو واټن کې هم اسمان نه وي،بیا هم ملا صیب د اسمانونو له له هغه مادي موجویت څخه انکار نشي کولی، چې دوی تشریح کړی دی . ځکه هلته ملایک دي،پیغمبران دي او جنتونه دي . که د اسما ن پر موجودیت شک وکړي نو دملایکو،پیغمبرانواو جنتونو څخه به هم سترګې پټوي او پر کفر به اخته کیږي، نو له یوې خوا د ساینس ډانګ دی او بلې خواته نعوذ بالله دکفر پړانګ دی ، ملا صاحبان غریبان به ددواړو په منځ کې څه وکړې ؟ مجبور دي دخپلی عقیدې د بچ کو لو له پاره د اسمانونو او جنتونو مادي مو جودیت او موقعیت تر هر څه لیرې وانګیري . خو خبر نه دي چې :
۴ ــ په دومره لیرې فاصله کې جبرائیل علیه السلام د مادي نړۍ د کوم قانون او کوم امکان پربنسټ دالله تعالی له حضور څخه دسترګو په رپ کې ځمکې ته د محمد (ص) حضور ته رارسیده او د مطلق نوري سرعت دملیاردونو کلونو واټن یې
په یوه شیبه کې ترشاغورځاوه ،خو مادي وزرونه یې ددغې مافوق نوري سرعت سره سره بیا هم نه لمبه کیدل او نه یې وزن زیاتیده؟
[color=blue:778e5ca202]زما په اټکل اسمانونه ، جنتونه ، دوزخ ، ملایکې او له مرګه وروسته ښه یا بد عمله انسانان د پیغمبرانو (ع ) په ګډون ټول يو روحي حالت لري او د روحاني نړۍ ددرجو پؤرې تړاولري، د جنت خوښي اوددوزخ عذاب صرف روحي درجې دي ، نوځکه د یومادي حالت سره تړاو نه لري ، او نه مادي صفات لري ، ځکه خو فاصلې او وا ټنونه هم په کې له سره نشته ، نور یواځې خدای (ج) خورا ښه پوهیږي !!!.[/color:778e5ca202]
نقاد
15.01.2007
درنو خویندو او ورونو !
سلامونه مې ومنئ .
مکرم مولوی صیب طالب جان .
تاسو د نبی علیه الصلوات والسلام تګ معراج ته د براق په زیات سرعت سره ددې پيښې سبب انګیرلې چې کله هغه مبارک راستون شو نو د کور ددروازې زنځیر یې لاهم خوځېده ، معنی داچې له دوه درې دقیقو څخه زیات وخت یې په ځمکه کې نه و نیولی . او ددې له پاره مو د براق سرعت د نور له سرعت سره پرتله کړی څنګه چې دنور سرعت یو ساینسی واقعیت دی نو د معراج تګ ګواکې ددغه ساینسی حقیقت سره سمون لری . خو داچې دمعراج شپه دوه قیقې نه وه بلکې کم تر کمه لس ۱۲ساعته وه، او دغه لس دلس ساعته د نور پرسرعت سره په کیهان کې د ځمکې پر وخت ښایی لس دولس کاله وخت ونیسی ، یعنې پر ځمکه هغه وخت اوږدیږی ، نه برعکس ، چې پر ځمکه نورهم لنډا و دوه درې دقیقې شي . د دوه درې دقیقو سره په روحی توګه یا د خب لیدو په شکل معراج ته تګ ممکن بریښی او سمون سرهخوړلی شی .والسلام .