د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اسلام او ساينس


طالب جان
30.10.2004

بسم الله الرحمن الرحيم
محترمو مكرمو عزتمنو وروڼو اوپتمنوخويندو:
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دټول افغان دښكلي پاڼي په ځينو څانګو ځينو وروڼو داسي ليكني كړي وې چي له هغو څخه داسي انګيرل كيږي چي ګواكي مذهب(اسلام ) له ساينس او ساينسي پرمختياو سره ټكر دى . داچي دساينس په اړه اسلام څه نظر لري پدې اړه مي يو څو ټكي رايو ځاي كړي او ددې خبري داثبات هڅه مي كړي چي اسلام نه يواځي داچي دساينس مخالف نه دى بلكه اسلام يو ساينسي مذهب او دساينسي علومو دترويج لپاره لويه مبدأ ده .
داسلام اوساينس په اړه حقيقت دادى چي ددې هري غوټي په راسپړلو سره په لوى څښتن باندي زمونږايمان اواتقان نورهم پياوړى كيږي اودلوى خداي په وړاندي دعجز اونياز انساني سرونه ټيټيږي فسبحان الله احسن الخالقين.
مخكي لدې چي ددغه بحث په اړه خپل نظروليكم له ګرانو وروڼو هيله من يم چي دخپل لطف له مخي دغه بحث له سياسي اوحزبي ګرايشونوپاك وساتي اويوازي په علمي‘ميتوديكه او اكادميكه بڼه دمذهب اوساينس ترمنځ پرتقابل اوتطابق باندي خپل درانه نظرونه ښكاره كړي.
دلته زه غواړم دوروڼو پاملرنه دې ټكي ته هم راواړوم چي ځيني وروڼه دخپلو ليكنوپرمهال خورا احساساتي شوي اودخپل ژوند ټول محروميتونه يى دمذهب په خاته كي كوڼه كړيدي اودټولنيزي وروسته پاتي والي لپاره يى مذهب پړګڼلى.مونږبه انشاءالله پردې ټكي هم بحث كوو خو داوس لپاره همدومره بس بولم چي موږدليكوالو وروڼو نظرونوته په درنه سترګه ګوروالبته دوي هم بايد دې څه ته جدي پاملرنه وكړي چي مذهب دډيرو وروڼو لپاره خورا جدي ياCase Sensitive بڼه لري اوپه يوه نه يوه بڼه دهغه سپكاوى نشي زغملاي.ځكه نودشادګل په شان وروڼه له دغه ډول قضاياوو سره بايدعاقلانه برخورد وكړي.
پاتي شوه زما دنظرخبره نوزماله آنده دځينو وروڼو له نظره داسي انګيرل كيږي چي ګواكي مذهب اوساينس دوه يوله بله بيلي ‘متناقضي اونه پخلاكيدونكي پديدې دي. حقيقت دادى چي ددغه ډول آندود لرونكي وروڼه دهغولويديځوالو مفكرينو‘فيسلوفانو اوساينس پوهانو له ليكنو اوعلمي تشبثاتو نه اغيزمن شويدي چي وخت په وخت يى په غربي ټولنوكي دكليسا(موږكليساپه مذهب نشوتعبيرولاى) دمنفي نقش پرضد ترسره كړيدي .
دغو وروڼو له بده مرغه داټكى په پام كي ندى نيولى چي په غرب كي دساينس اومذهب دتقابلي څيړني اوتحليل پرمهال مراد مطلق مذهب نه وي بلكي دهغوي موخه په غرب كي دود دتحريف شوي مسيحيت هغه تعليمات وي چي دساينس اوتخنيك مطلق او كوركورانه مخالفت پكي شوى. پاپانوخپل ځانونه مقدس اوله هرډول احتساب نه لوړ اومستثنى تشخيص كړيدي. دكليساهره خبره يى قاطع اوواجب الاطاعته امرګڼلى.له هغه نه انحراف كونكي يى له څيلمي مرتد او واجب القتل ګڼلى.داهرڅه پداسي حال كي چي دپاپانو له لوري مروج دغه اصول اوقوانين ټول له يوې مخي دهمدغو كاهلو‘كاسلو اومفت خوروپاپانو پرشخصي ګټوڅرخيدل.
ډيرځله داسي شوي چي پاپ يوازي اويوازي دخپل شخصي مفاد دلاسته راوړلو لپاره دوخت واكمن ته داسي فتوا وركړي چي له هيڅ پلوه يى له دودو مذهبي اصولوسره سرندي خوړلى.پاپ دشاه دخوشاله ساتلولپاره ټول پخواني اصول باطل اعلان كړي.دلته دموضوع دطوالت نه دمخنيوي په موخه له تفصيل نه تيريږو البته وروڼو ته ددى ټكي يادونه اړينه بولوچي داروپا درينسانس پيرددى شاهد دى چي په زرګونو موډرنيټه مفكرينو‘فيلسوفان اوساينس پوهانو دتنګ نظروپاپانو اوظالموواكمنو دقساوت ترجغ لاندي له منځه وړل شويدي.دهغوي جرم يوازي همدا وو چي دكليسا له تګلاري سره يى مخالفت كړى وو او واكمنان يى دعلم اوتخنيك دود كولوته بللي وو.
دغه ټول پوهان‘فيلسوفان اوساينس پوهان پخپل ځاي ملامت نه وو چي ځانونه يى له پاپايي اصولوسره دمخالفت په كوره كي لولپه كړل.ځكه ريښتياهم هغه څه چي دمذهبي معتقداتوپه نامه له يهودي_مسيحي پاپانو اوربيانو نه دوي ته په ميراث پاتي وو هغه له يوې څيلمي دبشرضدخصلتونو لرونكي وو.كليساهڅه كړي وه چي خلك په تيارو كي وساتي اوپاپان دخپلو وهمي اوخرافاتي غيرعلمي معتقداتو له لاري لاسته راوړل شوي عايدات له لاسه ورنكړي.
پاتي لري



طالب جان
30.10.2004

په تير پسي
خوكله چي خبره داسلام اوساينس ترمنځ راځي نودتاريخي‘علمي اواكاډميكو حقايقو له مطالعې نه داحقيقت په ډاګه كيږي چي اسلام په خپل ذات كي يوساينسي مذهب دى.چي ددې څه شاهدي پخپله هغولويديځوالو ساينس پوهانو وركړيده چي له كليسا اودهغى د ټيكه داروپاپانوپرضد يى اوږده مبارزه كړيده.
واين ډوډاچي يووتلى لويديځوال كيمياپوه بلل كيږي يوځاي داسي وايي:
’’ هغه وخت چي اروپاټوله دناپوهۍ اوجهالت په يوه ناپاياوه سمندرلاهو وه ‘اسلامي هسپانيه وه چي داروپاپه منځي كي يى دعلم اوتخنيك ډيوه بله ساتلي وه.مسلمانو كيمياګرانو هغه مهال هلته علمي تجربې او ازمايښتونه ترسره كول اودكيمياپه ګډون يى په ټولوساينسي علوموكي خوراپه زړه پوري لاسته راوړني لرلى. دمسلمانانوپه منځ كي دا انقلاب دقران له امله شونى شو.,,
قرانكريم داسلامي تعليماتوسرچينه ده.ددغه معجزكتاب له اووسوو نه هم ډير مبارك آيتونه له ساينسي موضوعاتوسره تړلي دي اوپه زياتوداكي يى انسانانوته دخداي جل جلاله په كايناتوكي دغوراوفكرامركړيدي.چي داڅه دقرانكريم په ساينسي خصلت باندي دلالت كوي.لوي خداي جل جلاله په خپل كتاب كي داسي فرمايي:
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ .البقرة آيت لمبر164
ژباړه: بيشكه په پيداكولودآسمانو اودزمكي كي اوپه اختلاف دشپې او دورځي كي (چي اوږديږي لنډيږي‘پرله پسي رڼا اوتياره راځي‘ يخيږي اوګرميږي) اوپه هغوبيړيوكي چي رواني وي په درياب كي په هغه سره چي فايده رسوي خلكوته اوپه هغه څه كي چي نازل كړيدي الله( له طرفه )دآسمانه له اوبوځيني‘نوژوندي كړي يى دي په هغوسره زمكه وروسته له مرګه(يعني وروسته له وچوالي)دهغې.اوخپاره كړي يى دي په دې ځمكه كي له هرډول خوزيدونكويعني حيواناتوڅخه.اوپه ګرځولو دبادوكي (اوپه درولو)دهغي وريځي كي چي مسخره كړل شوي ده په منځ دآسمان اوزمكه كي هرومرو دادليلونه دي(په وحدانيت باندي) دپاره دهغه قوم چي دعقل څښتنان دي.
يوبل ځاي لوى خداي جل جلاله فرمايي:
أَوَلَمْ يَنظُرُواْ فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ وَأَنْ عَسَى أَن يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ .
سورة الاعراف آية لمبر185
ژباړه: آيانظرنه كاوه دوي(داستدلال په طريقې سره)په سلطنت دآسمانونو اودزمكي كي اوپه هغه كي چي پيداكړيدي الله له هرشي څخه او(بل په دى كي فكرنكوي) چي ښايي چي وي (داخبره)چي په تحقيق نژدې شوي به وي وعده ددوي.نوپه كومي يوى خبري پس له دى(قرآنه) ايمان به راوړي دوي.
قرآنكريم يوازي تدبراوفكرته په بلنه باندي بسنه نده كړي بلكي ځاي پځاي يى داسي اشارات اوتلميحات ذكركړي چي انسان ته يى دپيل دڅيړني لاره هواره كړيده.لكه چي دمخه موهم اشاره وكړه په قرآنكريم كي له اووسوونه ډير داسي آياتونه شته چي له ساينس سره په تړاوكي دي اوكه چيري مونږپه هغوكي غور اوفكر وكړو اوپخپل ژوندكي يى دتطبيق ډګرته راوباسو نوكيداي شي‘بلكي بى له شكه به دكايناتو ډيرمهم رازونه رابرسيره شي اودساينس په ډګركي به نورهم پرمختګ وشي.
سره لدې چي قرآنكريم پخپل ذات كي كوم ساينسي كتاب ندى بلكي درشد اوهدايت يوه سرچينه او انسانانوته ديوه مترقي ژوند دتيرولو اصل دى خو دساينس دارزښت له امله اوبل له دې امله چي دژوند دتكاملي پړاو دوهلولپاره ساينس خوراضروري دى‘ځكه نوخداى پاك جل جلاله ځاي پځاي پخپل معجزكتاب كي ساينسي سپړدنو او انكشافاتو ته ځاي وركړى دي.
زمونږ ددى ادعاء دثبوت لپاره وړ بريښي چي دځينو نامسلمانو ساينس پوهانو آندود چي دقرآنكريم په اړه يى څرګند كړي وليكم:
دعلم الافلاك وتلي جاپاني عالم يوشيدي كيسان Ushidi Kisan دقرآنكريم دساينسي اعجازپه اړه داسي وايي:
داچي ما په قرآن كي دخلا په اړه سم او ريښتيا حقايق تر لاسه كړل نو دې څه په ما خورااغيزه وكړه نو مونږ نوي خلا نوردان دفضا ديوې وړې برخې په كتنه باندي بوخت يو او خپل هاندمو يواځي ديوې وړې برخې دپيژندلو لپاره وقف كړى , داځكه چي ومو ليدل چي ددوربين په مرسته مونږ داسمان ډيره لږ برخه ليداي شواو دټولو كايناتو تصور نشو كولاي , زه به دقرآن له كتني څخه په راتلونكي كي نوي لار لټوم ,, .
پروفيسر البرټ كرونرAlbert Kroner چي دنړۍ دځمك پوهانو نه يو خورا غښتلى ځمك پوه او ساينس پوه دى دقرآنكريم په اړه داسي شاهدي وركوي ’’زما په انديو سړى 14 پيړۍ ترمخه چي دنيو كليايي فزكس په اړه هم ورته هيڅ معلومات نه وي له خپله آنده نشي كولاي دا وښيي چي دځمكي او اسمانونو مبدأ يوه ده , او دا ډول نورو ډيرو پوښتنو ته چي نن ورځ مونږورباندي څيړنه كوو ځواب ووايي كه دځمكي او دځمكي دجوړښت په اړه ساينسي انكشافات او قرآني تعليمات سره پرتله كړو نو هرو مرو به سړى ووايي چي دا قرآني آياتونه ريښتيا وايي او نوي ساينسي څيړني دقرآني آياتونو تصديق كوي او بلآ خر سړى دا پايله ترلاسه كولاي شي چي قرآن دعامو وګړو لپاره دساينس اسانه درسي كتاب دى , او هغه خبري چي محمد(صلى الله عليه وسلم )1400 كاله دمخه بيان كړي هغه مهال نشواي ثابتيداي ليكن نن ساينسي څيړنو هغه ټولي ويناوي په اثبات رسولي,, ِAlbert Kroner )1797
پروفيسر جويي سمپسن(Joye Semphson) چي دګايناکولوجي (Gyenacology)علومو يو ماهر دى هغه مهال هك او حيران شو چي ډير هغه آياتونه او احاديث چي دانسان دجوړښت او تخليق په اړه دي دنوموړي له هغو ساينسي څيړنو سره سم وو چي دقرآن دنزول او درسول الله له دورې نه 1400 كاله وروسته يي كړي وو نوموړى وايي ’’داسي نه ده چي دمصنف (رسول الله صلى الله عليه وسلم )په زمانه كي دا حديثونه دساينسي انكشافاتو په رڼا كي ويل شوي دي دا ددې دليل دى چي دين (اسلام ) او ساينس سره ټكر نه دي بلكه اسلام په ځينو ساينسي مسايلو كي له وحي نه مرسته تر لاسه كوي او ساينس ته لار ښوونه كوي قرآني آياتونه له پيړيو پيړيو وروسته سم ثابتيږي چي دا پدې معنا ده چي قرآني علوم خدايي دي ,,
لنډه داچي كه دقرآنكريم په اړه دټولو ساينس پوهانو په رايو او آراوو باندي رڼا واچوونوبحث به مو ډير اوږداو محترم كتونكي به يي په كتلو ستړي شي ځكه نو دا بحث رالنډوم او دځينو وروڼو ليكنو ته به ځواب ووايم چي ولي (ملا) دوي ته دباران دنه كيدلو په مهال لوي خداي جل جلاله ته ددعا,زارۍ او لمونځ كولو سپارښتنه كوي ؟؟؟
قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو : يوه زمانه وه چي ساينس به ماده ازلي اوابدي بلله معنا داچي ساينس دكايناتو له ابداع او زوال نه منكر وو , آن تردې چي مسلمان ساينس پوه ابن سينا له يوناني اندود نه په اغيزي سره همدې ټكي ته ميلان درلود.
او اسلامي پوهانو په ځانګړي ډول لوړرتبه څيړونكي ,محدث,زاهد او ملا امام ابو حامد الغزالي پدې اړه په زړه پوري ليكني وكړې او په منطقي بحثونو او استدلال يي دمادې ابداع اوزوال ثابت كړ.
په شلمه پيړۍ كي نژدې ټول ساينس پوهان دې پايلي ته ورسيدل چي ريښتيا هم ماده ازلي او ابدي نه ده بلكه له عدم نه وجود ته راغلي يوه پديده او فنا كيدونكي هستي ده ,يا په بل عبارت ټولو ساينس پوهانو دا ومنله چي ماده له نيشت نه شته ته راغلي او مبتدع شی دى . نو طبعا دكايناتو يو جوړوونكى هم شته چي له همدغه جوړونکي نه په خداي تعالى, الله جل جلاله او ګاډ باندي تعبير كيږي , دې ډول علمي څيړنوددهريت يا له خداي جل جلاله نه دانكار بې دليله مفكوره هم رد كړه اوس نو كه يو انسان په هر دين پوري اړه لري دعلمي دلايلو په رڼا به دخداي جل جلاله په وجود ايمان لري .
پاتي لري



طالب جان
30.10.2004

په تيرپسي
اوس به نو راشو ديته چي دباران وريدلو لاملونه څه دي ؟؟
ګازونه ,بخارات په فضا كي دشته موادو اغيزي دا ټول يو څرګند حقيقت دى چي انكار ترې كول حماقت اوناپوهي بلل كيږي , ليكن دا حقيقت پخپل ځاي کره دى چي دغه بخارات او ګازونه دچا په وينا پورته كيږي ؟ په موسم او فضا كي دا بدلونونه څوك راولي چي دورښت لامل ګرځي؟ هرو مرو به مو ځواب دا وي چي (الله) ځكه لكه مخكي چي مي عرض كړه دهريت او الحاددعلمي او ساينسي دلايلو په بنسټ مردود دى .
ښه نو چي داټول دالله تعالى په وينا او امر تر سره كيږي نو ښكاره خبره ده چي حقيقي موثر الله تعالى دى , نو كه (ملا) يا رسول الله صلى الله عليه وسلم دباران دورښت لپاره له ګناهونو نه دتوبې او يا لمونځ او دعاكولو سپارښتنه كوي نو دا ددې لپاره چي په خپلو توبو او دعاوو سره موثر حقيقي دې ته وهڅوو چي په اسبابو كي تاثير پيداكړي او په پايله كي يي باران ووريږي .
زلزلې ,تندر اونور موسمي بدلونونه دټولو موثر حقيقي الله تعالى دى او هغه مادي اسباب چي په نوموړو بدلونونو كي اغيزه كوي دهغو ټولو خالق , مدبر او مرتب هم الله جل جلاله دى , ښايي تاسي به مشاهده كړ ي وي او يا به مو له نورو خلكو اوريدلي وي ځما خو پخپله دسترګو ليدلى حال دى چي يو كال دحج په موسم كي په مدينه منوره كي داستسقا لمونځ وشو كله چي مسلمانان له لمانځه اودعا نه فارغ شول نو په سمدستي ډول ورښت پيل شو او داسي مشاهدات به ډيرو نورو هم كړي وي .
لنډه داچي كه مو (ملا) دخداي تعالى ددربار نه دعذر او زارۍ كولو لوري ته بيايي دا ددې معنا هيڅكله نه وركوي چي ګواكي هغه دباران له مادي اسبابو منكر دى بلكه ددې معنا داده چي (ملا) موثر حقيقي الله تعالى بولي او بس .
پاتي شوه سپوږمۍ يا خلا ته دختلو خبره نو وروڼو : اسلامي شريعت نه يواځي سپوږمۍ ته ختل ناشوني نه بولي بلكه تر سپوږمۍ ورپورته آن تر خلا ورپورته اسمان ته هم ختل شوني ګڼي , په اسلامي فقهي كي يوه مسأله ده چي كه يو سړى لوړه وكړي چي زما دي په خداي سوګند وي چي زه به اسمان پخپل لاس مس كړم نو داسړى شرعا تر هغه حانث نه بلل كيږي ترڅو چي په يقيني ډول دده دمړيني مهال را نشي داځكه چي فقهاوو ليكلي دي چي شوني ده چي نوموړى دي پخپل ژوند كي بريالى شي اوله اسمانه دي لاس ولګوي او لوړه دې پوره شي .
همداراز نه خو په قرآنكريم كي او نه هم دمباركو احاديثو په ځيرمه كي داسي آيت يا حديث تر سترګو كيږي چي ګواكي سپوږمۍ يا خلا ته ختل ناشوني دي , نو اوس كه څوك داسي انګيري چي ګواكي مذهب يا اسلام سپوږمۍ ته ختل يا دخلا تسخيرول نا شوني بولي نو دا هسي يوه بې بنسټه افترا ده .
يوه خورا مهمه پيښه چي ځينو وروڼو په خپلوليكنو كي اشاره ورته كړي ده هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج پيښه ده , كه څه هم مونږله ساينس نه پرته هم ايمان لروچي رسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج مبارك سفر كړى له لوي خداي جل جلاله سره يي ملاقات وكړاو جنتو نه, دوزخونه او نبيان يي وليدل او كله چي راستون شو نو دكور ددروازې دځنځيركړۍ يي لا هماغسي ښوريدله داپيښه له ساينسي څيړنو سره هم ټكر نه خوري داځكه چي روسي خلانو رد يوري ګاګارين په 24 ساعتونو كي په ټوله نړۍ باندي 17 ځله راتاو شو نو دا هم شوني ده چي الله تعالى دي رسول الله صلى الله عليه وسلم په ډير تيز او سريع تګ سره په سفر باندي بيولى وي , داچي رسول الله صلى الله عليه وسلم له زيکي پلوه هغه سفر وكړ او هلته يي ډير عجائب هم وليدل نو طبعا ښايي هلته به يي ډيره موده تيره كړي وي خو چي بيرته راستون شو نو ددروازې دځنځير كړۍلا هماغسي ښوريدې پدې اړه ديني پوهانو ويلي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم تربيرته راستنيدو پوري الله تعالى په خپل پوره قدرت سره دنړۍ وخت پخپل ځاي ودراوه .
يا داچي رسول الله صلى الله عليه وسلم دي دنور او رڼا ديون په پرتله تيز سفر كړى وي ,او كه سفر دنور له يون نه هم تيز شي نو بيا خو دوتلي ساينس پوه آين سټاين په وينا دنړۍ وخت ورته معطل كيداي شي ’’ ديوه شي تګ دنور له تګ نه نشي تيزيدلاي خو كه بيا هم داسي شي نو دهغه لپاره وخت هم په ټپه دريږي ,, .
محترمو وروڼو او پتمنو خويندو : دهيواد غښتلي ليكوال او روڼ آندي استاد سعدالدين شپون پخپل وتلي ناول كي دملا شبخي په نوم يو نقش تخليق كړى , او همداراز زمونږ دټول افغان دفورم يوه تكړه طنز ليكونكي محترم هوتك صيب دډاكتر شاخي په نوم بل نقش تخليق كړى نو راځۍ چي دا هوډ وكړو چي په دينياتو كي به دملا شبخي او په ساينس اونورو علومو كي به ډاكټر شاخي خبرو ته غوږ نه نيسو او په دواړو مواردو كي به له خپل اصلي ګودر نه اوبه څښو ځکه چي ملاشبخی نيم ملاوو اوداکټرشاخی نيم طبيب وو اوهغه خوبه مو اوريدلي وي چي نيم طبيب خطرهْ جان ونيم ملاخطرايمان.
دساينس او قرآن په موضوع ښاغلي استاد عبد المجيد زنداني په عربي ژبه او استاد هارون يحيي په انګليسي ژبه خورا قيمتي او په زړه پوري اثار ليكلي دي چي محترم او قدرمن وروڼه او خويندي يي كتلو ته رابولم .
په تلو تلو كي يوه يادونه اړينه بولم او هغه داچي دساينس ټول انكشافات او له هغه نه كاراخيستل ښايي په هغه محدوده كي منحصر وي چي لوي خداي جل جلاله يي اجازه كړي ده هلته به نو بيا ساينس دانسانيت لپاره ګټوروي او كه له الهي حدودو ور آخواته تصرفات وشي نو بيابه داڅه دانسانيت لپاره تر يوه ناورين كم نه وي ځكه به نو په هغه مهال دوكټوريه دزمانې وتلى كيسه ليكونكى جارج كسنګ اړوي چي ووايي ’’زه له ساينس نه كركه كوم ځكه چي همدا ساينس به دانسان لپاره يو بې رحمه دښمن جوړيږي او دانسان دخولو تويولو او زيار محصول به په اوبو لاهو كوي ,, .
وما علينا الا البلاغ المبين .
پاي



ع کريم حليمي
03.11.2004

مکرم ، عزتمنده طالب جانه وروره او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته:
ستاسوليکني په ډيره علاقه اومينه ګورم ٠ ماشاالله پر قلم دې برکت سه ٠
د منطق په حجره کښي مي دغه جمله ترسترګو سوه
طالب جان د ليکنې نېټه : ٢ شنبه نومبر 01, 2004 8:44 am
([u:827a00d9f7]زه خو پخپله اسلام يو ساينسي مذهب بولم [/u:827a00d9f7])

ساينس اصلأ په معنا د علم دي ٠ او علم بيا په لنډ ډول پر دوه ډوله دي ٠ ساينسيات او بل اجتماعيات دي
او د اسلامياتو علم پخپله په اجتماعياتو کښي داخل بولم ٠ چه دغه لاندي علوم اسلامي دي

علوم اسلاميه عبارت دي : القرآن الكريم و الحديث الشريف و السنة النبوية و الفقه و الشريعة
او اسلام ، دين د (وحدانيت د خدای )دي يا باور
هو ٠ چه اشتباه ونسي ٠ ساينسي علوم د بشر له پاره هغه علم دي ٠ چه دنيوي خوشبختۍ راوړي٠
او بشر د دربدرۍ ،امراضو،خطرات زميني ،او لږ د افات سماوي څخه هم ساتي
او علوم سايبسي د ذهن محصل دي ٠ او شرعي احقام ،پوهه د وحي په واسطه و نبي ته سوېده
چه ساينس ذهني علم سو ٠ نو څرنګه دا ويلای سو (چه اسلام يو ساينسي مذهب بولم )
انسان هغه يو ژوندی شئ دي چه ذهن فوق ذهن‏ يعني پخپل فکر کښي هم فکر کوي ٠
او په اسلامي منطقو کښي داسي راغلي چه فکر کول په ذات کي ښه فکرنه دي ٠ ولي چه عقيده متزلزله کوي
لکه ساسو او شادګل ، مېلمه بحث ٠ چه دمجبوريت له مخي ساسو د منطق عنوان وليکلۍ

کله چه د ساينس ، فن صحبت کوو امري توصيفي نه دي بلکي مقصود له پيداکېدو د بهترين ٠ او هغه بهترين کار
انجام ته ورسوو ٠ مطلب د ساينس دادي ٠ کوم کار چه موږ کوو چه بهترينه لار کشف کړو ٠ نه د عقبا له پاره
او په واضع احکام اسلامي کښي انسانته د نوي لاري کشف نسته ٠

نو په لهذا وايم چه اسلام ، مذهب ساينسي ندي !!!
او اسلام په هيڅ صورت د صورتو خلګ د ساينسي علومو نه دي منع کړې ٠
او حضرت علی کرم الله وجهه داسي فرمايي چه العلم علمان : علم الاديان و علم الابدان ؛ دوه قيسمه دي؛ معرفت اديان او معرفت د بدنو(طب) ٠ د دې علومو د تقسيم څخه دا استفاده کوو ٠ چه اسلام خلګ دواړو علوموته تشويقه وي .
او طالبان د علم ساينس څخه داسي ځغستل لکه د اذان څخه ٠٠٠٠



طالب جان
07.11.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
عزتمنه : داچي تاسي زما ليكني په مينه ګورۍ يوه نړۍ مننه .
تاسي يقيناډيره په زړه پوري ليكنه كړي داچي تاسي پخپله دې ليكني سره چي (اسلام دساينسي پر مختياوو مخالفت نه كوي )زما دليكني تائيد كړى دوه نړۍ مننه كوم . په راتلونكي كي هم ستاسي دهمكارۍ په هيله .



ع کريم حليمي
09.11.2004

علوم اسلامي تعريف

بنا پر هر تعريف موضوع فرق کوي

1 د علومو موضوع که اصول يا فروع وي داسي شيان دي ٠ چه استناد يا اثبات په کيږي

يعني لکه ٠ قرأن او سنت ،لکه علم قرائت ، علم تفسير ،علم حديث ، علم کلام ،علم فقه ، علم اخلاق ،

مذکر علوم مقدمه مانده علوم هم لري ٠ ادبيات عرب ،صرف و نحو ،معني لغت ،او

بديع و بيان ، منطق ،اصول فقه ، اخلاق عقلي ،حکمت الهي ، تاريخ رجال

علوم په اسلام کښي واجب دي ٠ واجب کفائې

روايت دي چه ٠ طلب العلم فريضة على كل مسلم ٠ طلب د علم پر هر مسلمان واجب دي

په هغه علم چه په استناد ئې اصول ، فروع اثباتيږي ٠ تحصيل ئې واجب دي

او اصول د اسلام د دين واجب عيني دي او فروع واجب کفائي دي ٠ زده کړه د قرأن او سنتو واجب دي ٠ بيله د قرأن او سنتونو د زدکړي ٠ اسلام مسيرښه نه وي ٠

ټولو علمأوو کوښښ ګړي دا 1400 کاله چه پورته ذکر سوو علومو لمن پراخه کوي

داسي وايي علوم فرضيه چه تحصيل او تحقيق ئې پر مسلمانانو واجب دي منحصر په فوق علومو نه دي ٠ زدکړه د هغه چه نيازمندي او ضرورت اسلامي جامعه ورته لري ٠ او اسلام ته موفقيت راوړي ،چه تخصص او اجتهاد پکښې وي ٠ پر مسلمانانو ئې هم علم واجب ، لازم کيږي ٠

توضيح داسي ده ٠ د اسلام يو جامع او همه جانبه دين دي ٠ يوازي په اخلاقي او فردي ،شخصي اکتفا نه کوي ٠ داسي جامعه سازه دين دي ٠ څه چه جامعه ضرورت لري او کوم علم چه نيازمندۍ د جامعې پوره کوي ٠ لکه طب ٠ هم واجب کفائي دي

طب بيا ضرورت لري يوه سلسله نورو علوموته ٠ لکه فن معلمي ، فن سياسي ، فن تجارت او انواع فنون صنايع چه حفظ د اسلامي جامعي موقوف په دغو فنونو دی

او هر يو په خپل ځای کښي واجب دي ٠

او ځينو فرهنګي حوزو علومو هم رشد کړي دي په اسلام جامعه کښي چه لازم دي که يا

جلا بحث دی ٠ پوهېږئ چه علوم نجوم تر يو ځايه په محاسبات رياضي اړه لري ٠ او مکانزم د اسمان هم بيانوي ٠ او يوه سلسله پېشګوياني کوي ٠ پېشګوئ د رياضي له لاري ٠ خسوف او کسوف ٠ چه په اسلام کښي مباح دي ٠ او کله چه ځيني غيب ويل دي ٠ او دغه غيب ويل نو حرام دي په اسلام کښي ٠

په اسلامي تاريخ په اوږدو کښي دواړه علوم او فنونو زدکړه سوې ده ٠ که رياضي ده که

پېشګوئي ٠

نوربيا


م ن غروال
14.11.2004

محترمو وطنوالو سلامونه عرض کوم!

بعضي ديني فتوې شته چې د زغم وړ نه وي لکه د سپتمبر د ١١ نېټې د پېښې فتوأ، او بعضي علمي او تحليلي مسأيل دي چې د يوې زده کړې وروسته د انسان د برداشت په استعداد اړه پيدا کوي چې څه ډول اخيستنه تري کوي او څه ډول يي هم جريان ترجمه کړۍ دي٠ په سيانس او مذهب مسئله کي تر کومه چې طالب جان څه ليکلي دي بايد د زغم وړ وي ځکه نه هم افراطي دي او نه هم راپاروونکي چې د سپتمبر د ١١ نيټي د فتوې سره لوئ تو پير لري٠ دا د ساينس او مذهب مسئله يوه علمي او فلسفي مسئله ده او اړه لري چې څوک څه ډول له موضوع څخه برادشت کوي لکه څنګه چې مې مخکي عرض وکړ٠
د طالب جان اوږده ليکنه غواړي ثابته کړي چې مذهب (اسلام) يعنې ساينس! او يا هم اسلام يو ساينسي دين دي٠ اما دا د ده نظر او اخيستنه ده چې د اسلام او ساينس څخه يي کړې ده٠ او هر بل ورور هم پخپل فکري او تحليلي استعداد خپله اخيستنه به ليکي او لوستونکي پوه شه او دهغوي هم د تائيد او نه تائيدپريکړه! اما بيا واقعيت ځانته يو د تحليلو او سنجشو او څيړنو له هغو اصلي او مهمو بنسټو له جملو څخه شميرل کيږي چې د جريان بحث خپل اصلي ټاټوبې ته رسوي٠ د طالب جان يوه خبره ډيره د تائيد وړ ده چې د اسلام دين هيڅ وخت د نورو علومو او په تيره بياد سيانس، نه مخالف ؤ او نه هم د هغه د اثباتو او علمي تجربو پر ضد څه ويلي چې څوک هغه د استناد په حيث وړاندي کړي او د اسلام مخالفت دساينس سره ثابته کړي٠ اما دا بيا دا معنی نه لري چې اسلام يعنی ساينس٠
په لنډيز ډول يي داسي بايد ووايو:
١: داسلام مقدس دين د ساينس سره تر هغه ځايه په ټکر کي نه دي چې تر کومه ساينس د خپلو ادعاؤ عملي تجربه او عکس د جريان په لاس کي لري٠ په ساينس کي هم ټول اثباتي تجربې نشته، لکه قياسي حدود٠ قياسي حدود مثلاًَ د انسان پيدايښت او منشۀ له بيزو څخه٠ يا هم لکه د مادې تقدم له معنی څخه!
٢: اسلام عملي تجربه په لاس نه لري چې انسان وروسته له مرګه بيا ژوند مومي او يا هم بله د ژوند نړۍ به وي٠ او داسي نور په دغه شکل مسأيل شته چې هغه ټول عقائيدو ته ګوښه کيږي او يوازې او يوازې د خداي ج د کامل او عام وتام مطلق قدرت پورې منحصر کيږي چې علمي ميتافزيک پرې بحث کوي چې دا ساينس نه دي او ځکه دلته اسلام ساينس نه دي٠
٣: هر هغه ساينسي ادعا چې قياسي وي او عملي تجربه نه لري هغه پرته له اسلامي عقيدې هم د رد کېدو امکان لري، هغه بيا اسلام نشي منلائ نو دلته اسلام دي چې د ساينس سره په ټکر کي دي٠
٤: د اسلام هغه جنبې چې عقيدوي دي علمي مدرک پکې نه وي ساينس يي په خپل هغه اساسي اصولو او ستنو چې په عملي تجربو ولاړې دي، نشي کولائ ومني چې دلته بيا ساينس دي چې د اسلام سره ټکر خوري٠
دلته داسي يو ځاي ته سړۍ رسيږي چې ساينس ځانته يوه عليحده لار او اسلام ځانته بله لار وبولو او په عين وخت کي له يو بل سره ټکر يي هم بايد ومنو٠ بعضې وروڼه چې د تخيلي او خپلې فکري څېړنې وروسته کوښښ کوي چې يو جريان باندي علمي وغږيږي پداسي حال کي چې هغه علمي نه بلکه فلسفي دي او بعضي مسايل چې فلسفي دي کوښښ کيږي چې علمي وغږيږي چې نتيجه يي د علمي ټکر او لاس ته راوړنه يي هم له ضد او نقيض سره مخامخ کيږي چې د څېړنو بحث ضد او نقيض نه مني بلکه عکس د مسئلې دي چې تل په دا ډول بحثو کي وړاندې کيداي شي٠ که د دغه اصل رعايت ونشي سړۍ په بحث کي ګام په ګام د واقعيتونو څخه ليري کيږي چې افسانوي بڼه پيدا کوي نه علمي!
په درناوې



طالب جان
27.11.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره غروال صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دپت څښتنه : زه ستاسي دليكني نه مننه كوم .
دقدروړه : داچي ساينس په ځينو شيانو كي له اسلام سره ټكر خوري نو دلته ښايي مونږ اوتاسي په هغه څه شي باندي عمل وكړو چي هغه زمونږ له شريعت سره سمون خوري او خپل شريعت ته ښايي په لوړه سترګه وګورو نه دساينس پوه اقوالو ته ځكه چي شوني ده چي ساينس پوهانو دي په ځينو ځايونو كي تيروتنه كړي وي .



ع کريم حليمي
08.12.2004

ښاغلي اومحترم غيرت صاحب او درنو لوستونکو سلامونه او ښې هيلي
غيرته وروره ٠ دا څرنګه پوښتني تاسو کړي ٠ چه ترننه ئې چا جواب ندي کړي ٠ امازه به جواب و کړم

[quote:df7b3463c6]اسمانونه په مقدس قران کې ٧ ګڼل شوي چې ټول د ځمکې تر پيدايښت وروسته ( په ٦ ؟ ورځو کې) خلق شوي دي ، پوښتنه دا ده چې اسمان څشی دي ، [/quote:df7b3463c6]
په 6 ورځوکښي
بسمه تعالی :[color=brown:df7b3463c6] إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِى خَلَقَ السمَوَتِ وَ الاَرْض فى [u:df7b3463c6]سِتَّةِ أَيَّامٍ [/u:df7b3463c6]ثُمَّ استَوَى عَلى الْعَرْشِ يُغْشى الَّيْلَ النهَارَ يَطلُبُهُ حَثِيثاً وَ الشمْس وَ الْقَمَرَ وَ النُّجُومَ مُسخَّرَتِ بِأَمْرِهِ أَلا لَهُ الخَْلْقُ وَ الاَمْرُ تَبَارَك اللَّهُ رَب الْعَلَمِينَ[/color:df7b3463c6]
ګرانه وروره ! تاسو هم پوره پوهيږۍ چه فضا ﻻيتنهي غټوالۍ لري ٠ او ستوري هم تر ننه ټوله ندي حساب سوي
او دغه solar system روان دي طرف معلوم نه دي ولي چه شمال او جنوب يوازي پر مځکه سته په سفېس کي
طرف نسته لاشرقي ولا غربي ٠
او سپوږمۍ د مځکي څخه 384,403 kilometers فاصله لري ٠
او دغه هفته (٤ شنبه دسمبر 08 ) به لمر له مځکي څخه 152.6 ميليونه کېلومتره فاصله لري ٠
تيره هفته 147.5 ميليونه کېلومتره
پر دغه فاصله سربيره بيا هم يو هم په اسمان کښي نه دي ٠
تر ننه ما داسي حديث ندي لوستي چه ويلي ئې وي چه سپوږمۍ په فلان اسمان کي ده ٠

په صحاح سته معروف ( صحيح بخارى، صحيح مسلم،سنن ابوداود، سنن ترمذى، سنن ابن‏ماجه ،موطا)
هيڅ داسي حديث نسته چه سپوږمۍ په السموات کښي ده ٠
داسي سند نسته د چاسره ٠ که لچاسره وي ٠ خدای به اجر ورکړي که موږ ته ئې وليکي !!!
زه په سل کي 95 باور لرم چه سپوږمۍ په اسمان اسمان کي نه ده ٠ که اسمان په پورته معنا کې نو پورته ده
هو عرش شريف په اسمان کښي دي او پر اوبو باندي دي
[color=red:df7b3463c6]حدثني ابو الطاهر، احمد بن عمرو بن عبد الله بن عمرو بن سرح حدثنا ابن، وهب اخبرني ابو هانئ الخولاني، عن ابي عبد الرحمن الحبلي، عن عبد الله بن عمرو، بن العاص قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول ‏"‏ كتب الله مقادير الخلائق قبل ان يخلق السموات والارض بخمسين الف سنة - قال - وعرشه على الماء ‏"‏ ‏.[/color:df7b3463c6]
ترجمه

Sahih Muslim HadithHadith 6416 Narrated byAbdullah ibn Amr ibn al-'As
I heard Allah's Apostle (peace be upon him) as saying: Allah ordained the measures (of quality) of the creation fifty thousand years before He created the heavens and the earth, as His Throne was upon water

او داسي راغلي په حديث کي چه د اوسپني اسمان

حدثنا عفان، حدثنا حماد يعني ابن سلمة، عن ثابت، عن ابي ايوب، ان نوفا، وعبد الله بن عمرو يعني ابن العاصي، اجتمعا فقال نوف لو ان السموات والارض وما فيهما وضع في كفة الميزان ووضعت لا اله الا الله في الكفة الاخرى لرجحت بهن ولو ان السموات والارض وما فيهن كن [color=darkred:df7b3463c6]طبقا من حديد [/color:df7b3463c6]فقال رجل لا اله الا الله لخرقتهن حتى تنتهي الى الله عز وجل فقال عبد الله بن عمرو صلينا مع رسول الله صلى الله عليه وسلم المغرب فعقب من عقب ورجع من رجع فجاء صلى الله عليه وسلم وقد كاد يحسر ثيابه عن ركبتيه فقال ابشروا معشر المسلمين هذا ربكم قد فتح بابا من ابواب السماء يباهي بكم الملائكة يقول هؤلاء عبادي قضوا فريضة وهم ينتظرون اخرى‏.‏

او د (وکل في فلک يسبحون ) خبره تاسو هم واضع کړي

[color=red:df7b3463c6]لا الشمْس يَنبَغِى لهََا أَن تُدْرِك الْقَمَرَ وَ لا الَّيْلُ سابِقُ النهَارِ وَ كلُّ فى فَلَكٍ يَسبَحُونَ[/color:df7b3463c6]
تر جمه : پښتو ترجمې څه ښه مفهوم نه اخستل کيږي ٠ فارسي ئې داسي ده

نه براى خورشيد سزاوار است كه به ماه رسد و نه شب بر روز پيشى مى گيرد و هر كدام از آنها در مسير خود شناورند.
هو داسي کوم شئ نوايي چه سپوږمۍ د مخه کيږي ياشاته کيږي واضع ده نن چه لمر او سپوږمۍ خپل مدارونه لري
الله رشتيا ګويه دي ٠ خبره شا او د مخ نسته پکښي ٠

د اسمان پر نامه او موجديت ئې موږ ايمان لرو ٠ او پېژندل ئې ممکن دي ٠ ملايان ښه نه کوي چه تعريف کوي ئې
پوله غيب شيان په اسمانوکښي دي اود اسمان پېژندل هم علم غيب غواړي ٠

موطأ مالك

وَحَدَّثَنِي عَنْ مَالِكٍ، عَنْ اَبِي الزُّبَيْرِ الْمَكِّيِّ، عَنْ طَاوُسٍ الْيَمَانِيِّ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ، اَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ اِذَا قَامَ اِلَى الصَّلاَةِ مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ يَقُولُ ‏"‏ اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ اَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالاَرْضِ وَلَكَ الْحَمْدُ اَنْتَ قَيَّامُ السَّمَوَاتِ وَالاَرْضِ وَلَكَ الْحَمْدُ اَنْتَ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَالاَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ اَنْتَ الْحَقُّ وَقَوْلُكَ الْحَقُّ وَوَعْدُكَ الْحَقُّ وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ وَالْجَنَّةُ حَقٌّ وَالنَّارُ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ حَقٌّ اللَّهُمَّ لَكَ اَسْلَمْتُ وَبِكَ امَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَاِلَيْكَ اَنَبْتُ وَبِكَ خَاصَمْتُ وَاِلَيْكَ حَاكَمْتُ فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَاَخَّرْتُ وَاَسْرَرْتُ وَاَعْلَنْتُ اَنْتَ اِلَهِي لاَ اِلَهَ اِلاَّ اَنْتَ ‏"‏ ‏.‏
ترجمه انګلېسي : Yahya related to me from Malik from Abu'z Zubayr al-Makki from Tawus al-Yamani from Abdullah ibn Abbas that the Messenger of Allah, may Allah bless him and grant him peace, used to say, when he rose for prayer in the middle of the night, "O Allah, praise belongs to You. You are the light of the heavens and the earth and praise belongs toYou.You are the Sustainer of the heavens and the earth and praise belongs to You. You are the Lord of the heavens and the earth and whoever is in them. You are the Truth, and Your words are true. Your promise is true, and the meeting with You is true. The Garden is true and the Fire is true and the Hour is true. O Allah, I submit toYou and I accept You and I trust in You and I turn to You and I argue by You and I summon toYou for judgement. Forgive me what I have sent before me and what I have left behind, what I have kept secret and what I have proclaimed, You are my god - there is no god but You."
Allahumma laka'l-hamdu anta nuru's-samawati wa'l-ardi, wa laka'l-hamdu anta qayamu's-Samawati wa'l-ardi, wa laka'l-hamdu anta rabbu's-Samawati wa'l-ardi,wamanfihina.Anta'l-haqqu,waqawluka'lhaqqu, wa waduka'l-haqqu, wa liqa'uka haqqun, wa jannatu haqqun, wa naru haqqun, wa sactu haqqun. Allahumma laka aslamtu, wa bikaamantu, waalayka tawakaltu, wa ilayka anabtu, wa bika khasamtu, wa ilayka hakamtu, fa'ghfirliy ma qadamtu wa akhartu wa asrartu, wa alantu. Anta ilahiy, la ilaha illa ant.

بخاري
حدثنا شهاب بن عباد، حدثنا إبراهيم بن حميد، عن إسماعيل، عن قيس، قال سمعت أبا مسعود، يقول قال النبي صلى الله عليه وسلم ‏"‏ إن الشمس والقمر لا ينكسفان لموت أحد من الناس، ولكنهما آيتان من آيات الله، فإذا رأيتموهما فقوموا فصلوا ‏"‏‏.‏
The Prophet said, "The sun and the moon do not eclipse because of the death or life of someone, but they are two signs amongst the Signs of Allah. So, if you see them, offer the Prayer (of eclipse)."
مبارک و فرمايل ٠ چه لمر او سپوږمي کسوف په دي خاطر ندي کړي چه ځکه يو څوک مړ دي ٠ دا خدای د خدايي
دوي علامي (ايه ) دي چه وئې ويني دوه رکاته لمنځ وکۍ

همدغسي ده ٠ دتعجب خبره ده ٠ چه خدای څرنګه نظام جوړ کړي ٠ چه پر مستقم خط سره برابر سي
نو ضرور ده چه دلته نو د خدای لويي ووايو او لمنځ وکړو ٠ چه بې شکه چه ته دغسي نظام لرې او تاجوړ کړي دي

اسمان و لوړي فضا ته هم ويل کيږي
او اسمان و هغه ته هم ويل کيږي چه هلته جنتونه او دوږخونه سته ٠ هو ټوله ستوري سپوږمياني او لمر په اسمان
کښي دي يعني پورته ٠
طياره چه 30 زره فټه لوړه ده هم په اسمان کښي ده٠


خاټول
09.12.2004

ښاغليو غيرت صاحب او ګران تره حليمي صاحب !
تاسو او دټول افغان ټولوكتونكوته مينه او سلام
حليمي صاحب تاسو ليكلي :
[color=blue:5fab96b593]هو عرش شريف په اسمان کښي دي او پر اوبو باندي دي[/color:5fab96b593]
زما دمعلو ماتو له مخي خو عرش په اسمان كي نه بلكي تر اسمانونو اوچت په دي ترتيب چي لومړی اسمانونه بيا كرسي او بيا عرش دی او داوواسمانونونسبت كرسي ته داسي دى لكه يو درهم دډال په پرتله او دكرسي او عرش تر مينځ هم همداسي تو پيراوتناسب دى كه زما معلومات ثقة نه وي راسم يي كړه .
او دكريمه ايات دژباړي په اړه مو ليكلي دي چي:
[color=green:5fab96b593]پښتو ترجمې څه ښه مفهوم نه اخستل کيږي ٠ فارسي ئې داسي ده[/color:5fab96b593]
ولي تره ؟ ايا پښتو دومره خواره ده چي ديو فصيح كلام ژباړه هم نشي پري كيدلاى؟ داتاسو څه كوي ولي خپل دين ته په پښتو خدمت نه كوي چي هم خورما وي هم ثواب يعني هم مو خپلي ژبي ته خدمت كړوي اوهم خپل دين ته , تاسو خو يواځي په ملايانو پسي راخستي ده کله يي جاهلان بولي او كله يي هم دترقي پرلاركي خنډ, كه دليكني د دغه استعداد مخه مود يو خدمت ته په لوري اړولي واي څومره ښه به واى .
په پښتو دايت شريف ژباړه داسي كولاى شو :
......نه لمر لره ښايي چي سپوږمى لاندي كړي, اونه هم شپه تر ورځ ړومبۍ كيداى شي او ټول په اسمان كي لامبو وهي ( ګرزي را ګرزي ).
هيله لرم چي كم تركمه خپله ژبه دومره خواره معرفي نکړو او كه كوم كمښت پكي وينو نو ښايي چي په خپله نوښت او ابتكار وکړو.
[color=darkred:5fab96b593]په درنښت خورمو خاټول عفت کاكړ[/color:5fab96b593]


Ghairat
09.12.2004

محترمې خور خاټول، مکرم طالب جان او معظم حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو خويندو ورونو ته سلامونه .
حليمي صاحب ليکلي :
(( او سپوږمۍ د مځکي څخه 384,403 kilometers فاصله لري ٠ او دغه هفته (٤ شنبه دسمبر 08 ) به لمر له مځکي څخه 152.6 ميليونه کېلومتره فاصله لري ٠ تيره هفته د 147.5 ميليونه کېلومترو د فاصلې سره سره بيا هم يو هم په اسمان کښي نه دي ٠ تر ننه ما داسي حديث ندي لوستي چه ويلي ئې وي چه سپوږمۍ په فلان اسمان کي ده ))٠
د خاټول نظر لومړی تاييدوم چې دا ړونده ايت شريف په پښتو ژباړه يې عملأ ښودلې ده چې پښتو ژبه د سپېڅلي قران د ژباړې له پار تر هيڅ بلې ژبې څخه کمه نه ده، او که څوک په کې پخپله ستونځې لري نو د ظاهر خان د وخت کابلي تفسير ته دې مرا جعه وکړي چې په درې ټوکو کې په پښتو ليکل شوی او وروسته مجاهدينو په ٥ ټوکو کې بيا چاپ کړ ، خو د ظاهر خان نوم او د پاملرنې ديادونې کرښې يې ترې حذف کړې وې . البته ظاهر خان د افغانستان د جمعيت العلمأ د رئېس مولوي محمد ابراهيم کاموي عليه الرحمه په مشرۍ د هيواد د سترو ديني عالمانو له خوا په پښتو د تفسير تأليف او طبع کولو ته ځانګړې پاملرنه کړې وه .
د پورتني ا قتباس محتوا په ﻻندې څو کرښو کې بيرته نقض کيږي او که څنګه (؟) چې وايي:

[quote:d9a2c48c4f]اسمان و لوړي فضا ته هم ويل کيږي . او اسمان و هغه ته هم ويل کيږي چه هلته جنتونه او دوږخونه سته ٠ هو ټوله ستوري سپوږمياني او لمر په اسمان کښي دي يعني پورته ٠دي .طياره چه 30 زره فټه لوړه ده هم په اسمان کښي ده.[/quote:d9a2c48c4f]٠
که دا دواړه نظرونه سره ضد او نقيض ونه بولو، نو بيا يواځې يو امکان پاتې کيږي چې لومړی اسمان له ځمکې څخه پورته ، دحليمي صيب خبره له ٣٠ زره فټه يا ١٠ زره کيلو مترۍ څخه پيل کيږي، او ټول ستوري او فلکي اجرام او نجوم ﻻ په لومړي اسمان کې دي، بيا هم لومړي آسمان پای ترې ډير لوړ دی. دويم دريم اونور تر اووم اسمانه پورې خو ﻻ څکی ځه کی ! خو دا نشي کيدای چې هم له ځمکې څخه لږ پورته فضا ته اسمان ووايو او هم د ا سمان پيل بيا له ټولو ستورو څخه لوړ وبولو.
خو حليمي صيب تاسو د متن په لومړی اقتباس کي يو ستوری او يوه سياره هم په اسمان کې نه بولئ او دغه پورتنۍ طرحه هم په دې ليل ر دوئ چې ګواکې نوموړی مطلب په هيڅ کوم حديث شريف کې نه دی راغلی، ايا د (( وهم في فلک يسبحون )) ايت شريف لا محکم دليل مو له پامه وتلی که څنګه؟
لومړۍ پوښتنه چې ځمکه مخکې پيدا شوې که ا سمانونه او د هغوی سره هغه ستوري او سيارې د لمر سترګې په شمول چې د ( فی فلک يسبحون) اطلاق پرې شوی دی؟ هيلمن يم طالب جان او خاټول خور په دې اړه خپل مالومات وړاندې کړي .



ع کريم حليمي
09.12.2004

ښاغليو غيرت صاحب او ګراني ترلې سلام !
او زما سلامونه هم ومنه

صحيح البخاري
باب درجات المجاهدين في سبيل الله يقال هذه سبيلي وهذا سبيلي
حدثنا يحيى بن صالح، حدثنا فليح، عن هلال بن علي، عن عطاء بن يسار، عن أبي هريرة ـ رضى الله عنه ـ قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ [u:90b0676187]من آمن بالله وبرسوله وأقام الصلاة وصام رمضان، [/u:90b0676187]كان حقا على الله أن يدخله الجنة جاهد في سبيل الله، أو جلس في أرضه التي ولد فيها ‏"‏‏.‏ فقالوا يا رسول الله أفلا نبشر الناس‏.‏ قال ‏"‏ إن في الجنة [u:90b0676187]مائة درجة أعدها الله للمجاهدين في سبيل الله، [/u:90b0676187]ما بين الدرجتين كما بين السماء والأرض، فإذا سألتم الله فاسألوه الفردوس، فإنه أوسط الجنة وأعلى الجنة، [u:90b0676187]أراه فوقه عرش الرحمن، [/u:90b0676187]ومنه تفجر أنهار الجنة ‏"‏‏.‏ قال محمد بن فليح عن أبيه ‏"‏ وفوقه عرش الرحمن ‏"‏‏.‏
..........................................................................................................
هو پر کرسۍ باندي مبارک جبرائل عليه السلام ليدلۍ ٠په هغه ورځ چه عليه السلام ته اول وحي کېدلې
دا معلوميږي چه کرسۍ ځای جبرائل دي . پر کرسۍ ئې ليدلۍ وو
او د مجاهدينو د پاره چه کوم جنتونه چه مقرر دي ٠ أراه فوقه عرش الرحمن دي
عرش العظيم لور او پر اوبو ولاړ دي ٠
[quote:90b0676187]زما دمعلو ماتو له مخي خو عرش په اسمان كي نه بلكي تر اسمانونو اوچت په دي ترتيب چي لومړی اسمانونه بيا كرسي او بيا عرش دی او داوواسمانونونسبت كرسي ته داسي دى لكه يو درهم دډال په پرتله او دكرسي او عرش تر مينځ هم همداسي تو پيراوتناسب دى كه زما معلومات ثقة نه وي راسم يي كړه . [/quote:90b0676187]
په دغه تر دغه لحظې خبرنيم ٠

او نه ګټه لري چه پوه سم چه عرش او کرسې چرته په کوم اسمان کي دي ٠ که پوه هم سو ٠ بيائې تصور هم نسو کولاي٠ ضرور نه معلوميږي ٠ د بعضو ملايانو دلته کور خراب وي ٠ چه عمر ئې په داسي علم ضايع کړي
چه نه اخلاقي کټه لري اونه علم معاش ته کومه ګټه ، او نه و عبادت
مطلب٠ دا ماته مهم وه چه سپوږمۍ په اسمانو نو کښي نه ده



ع کريم حليمي
10.12.2004

محترم غيرت صاحب سلامونه
دغه يګانه حديث دي چه اول ، دوهم ،دريم ،ځلورم ٠٠٠٠٠٠ اسمانو نومونه په کښي يادسويدي
سنن النسائي
اخبرنا يعقوب بن ابراهيم، قال حدثنا يحيى بن سعيد، قال حدثنا هشام الدستوائي، قال حدثنا قتادة، عن انس بن مالك، عن مالك بن صعصعة، ان النبي صلى الله عليه وسلم قال ‏"‏ بينا انا عند البيت بين النائم واليقظان اذ اقبل احد الثلاثة بين الرجلين فاتيت بطست من ذهب ملان حكمة وايمانا فشق من النحر الى مراق البطن فغسل القلب بماء زمزم ثم ملئ حكمة وايمانا ثم اتيت بدابة دون البغل وفوق الحمار ثم انطلقت مع جبريل عليه السلام فاتينا السماء الدنيا فقيل من هذا قال جبريل ‏.‏ قيل ومن معك قال محمد ‏.‏ قيل وقد ارسل اليه مرحبا به ونعم المجيء جاء فاتيت على ادم عليه السلام [u:d5df632bcb]فسلمت عليه قال مرحبا بك من ابن ونبي [/u:d5df632bcb]‏.‏ ثم اتينا[color=red:d5df632bcb] السماء الثانية [/color:d5df632bcb]قيل من هذا قال جبريل ‏.‏ قيل ومن معك قال محمد فمثل ذلك فاتيت على يحيى وعيسى فسلمت عليهما فقالا مرحبا بك من اخ ونبي ‏.‏ ثم اتينا [color=red:d5df632bcb]السماء الثالثة [/color:d5df632bcb]قيل من هذا قال جبريل ‏.‏ قيل ومن معك قال محمد فمثل ذلك فاتيت على يوسف عليه السلام فسلمت عليه قال مرحبا بك من اخ ونبي ‏.‏ ثم اتينا[color=darkred:d5df632bcb] السماء الرابعة [/color:d5df632bcb]فمثل ذلك فاتيت على ادريس عليه السلام فسلمت عليه فقال مرحبا بك من اخ ونبي ‏.‏ ثم اتينا[color=red:d5df632bcb] السماء الخامسة [/color:d5df632bcb]فمثل ذلك فاتيت على هارون عليه السلام فسلمت عليه قال مرحبا بك من اخ ونبي ‏.‏ ثم اتينا[color=blue:d5df632bcb] السماء السادسة [/color:d5df632bcb]فمثل ذلك ثم اتيت على موسى عليه السلام فسلمت عليه فقال مرحبا بك من اخ ونبي ‏.‏ فلما جاوزته بكى قيل ما يبكيك قال يا رب هذا الغلام الذي بعثته بعدي يدخل من امته الجنة اكثر وافضل مما يدخل من امتي ‏.‏ ثم اتينا[color=red:d5df632bcb] السماء السابعة [/color:d5df632bcb]فمثل ذلك فاتيت على ابراهيم عليه السلام فسلمت عليه فقال مرحبا بك من ابن ونبي ‏.‏ ثم رفع لي البيت المعمور فسالت جبريل فقال هذا البيت المعمور يصلي فيه كل يوم سبعون الف ملك فاذا خرجوا منه لم يعودوا فيه اخر ما عليهم ثم رفعت لي سدرة المنتهى فاذا نبقها مثل قلال هجر واذا ورقها مثل اذان الفيلة واذا في اصلها اربعة انهار نهران باطنان ونهران ظاهران فسالت جبريل فقال اما الباطنان ففي الجنة واما الظاهران فالفرات والنيل ثم فرضت على[color=darkred:d5df632bcb] خمسون صلاة [/color:d5df632bcb]فاتيت على موسى فقال ما[color=darkblue:d5df632bcb] صنعت قلت فرضت على خمسون صلاة [/color:d5df632bcb]‏.‏ [u:d5df632bcb]قال اني اعلم بالناس منك اني عالجت بني اسرائيل اشد المعالجة [/u:d5df632bcb]وان امتك لن يطيقوا ذلك فارجع الى ربك فاساله ان يخفف عنك فرجعت الى ربي فسالته ان يخفف عني فجعلها اربعين ثم رجعت الى موسى عليه السلام فقال ما صنعت قلت جعلها اربعين ‏.‏ فقال لي مثل مقالته الاولى فرجعت الى ربي عز وجل فجعلها ثلاثين فاتيت على موسى عليه السلام فاخبرته فقال لي مثل مقالته الاولى فرجعت الى ربي فجعلها عشرين ثم عشرة ثم خمسة فاتيت على موسى عليه السلام فقال لي مثل مقالته الاولى فقلت اني استحي من ربي عز وجل ان ارجع اليه فنودي ان قد امضيت فريضتي وخففت عن عبادي واجزي بالحسنة عشر امثالها ‏"‏ ‏.‏

هغه ورځ چه زموږ نبي ع معراج ته تلۍ زړه د پرېولو ورسته ٠ چه جبرائل ته پلاس ورکي ٠ اول ته ولاړي
چه ادم ع ئې وليدي اوسلام عليکم و وعليکم سره وسو او ښه راغلې ئې ورته وويل بيا ئې دوهم اسمان کي
يحيى ع اوعيسى ع وليدل ثم ٠٠٠٠٠٠٠٠ ترڅو چه برته راتا کېدۍ چه موسې ع لمنځونه په پنځه کړه

او زه هيڅ وخت دانه وايم چه 30 کيلومتره باد اسمان دي ٠ نه نه
زه وايم چه 30 زره فټه .....Feet. يو فټ مساوي په 12 انچه٠ طياره چه لوړه سي نو موږ وايو په اسمان کي طياره
ځي ٠ ٠ دغه معنا دا نده ٠ چه طياره د 7 اسمانوڅخه په اول اسمان کښي ده٠
زه داسي وايم چه 7 اسمانه تر انساني فکر کولو لاهم لوړ دي په دي چه او اسمانونه بله دونيا ده ٠
الله و موږ ته زموږ په ژبه يا زمونږ په انساني عقل څه راښوي ٠ زه فکرنه کوم ٠ چه موږ به وپوهېږو چه په اسمان کي څرنګه ږوند دي ٠ که تاسو د ديل ارام بازار نه وي ليدلي فکر نه کوم چه هرڅومره ئې څوک تاسوته تشريح کړي
بيا هم به مو تصور غلط وي ٠ چه لاهم زموږ خپله دونيا ده ٠
که په تشريحاتو تشريح يدای نو الله ولی مبارک ورغوښتي ٠ ولي که اسمانوته تللي نوای ٠ ايمان يقين ئې په دغه
اندازه نه ټنګېدي ٠ ولي ابراهيم هم وغوښته چه خدايه داته څرنکه برته انسانان ږوندي کوي ٠٠٠٠4 دغروځوکي
ديده ئې ورښکاره کړه
خود به کمزور احاديث وي چه داسي څه پکښې وي چه په هيڅ حکم به صحيح نوي

بعضي خلک وايي چه مبارک چه کسوف وليدي نوخلګوته يې وويل چه داستاسو د عملو نتيجه ده ٠ ټوله
اخبري درغ دي يا مردوداحاديث دي
دا دي بيا زه څو احاديث درته ليکم ٠ چه کسوف نښانېدخدای د قدرت دي (ايه)

اخبرنا قتيبة، قال حدثنا حماد، عن يونس، عن الحسن، عن ابي بكرة، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏‏"‏‏ ان الشمس والقمر ايتان من ايات الله تعالى لا ينكسفان لموت احد ولا لحياته ولكن الله عز وجل يخوف بهما عباده ‏‏"‏‏ ‏‏.‏‏

اخبرنا محمد بن عبد الله بن المبارك، قال حدثنا ابو هشام، - وهو المغيرة بن سلمة - قال حدثنا وهيب، قال حدثنا ابو مسعود الجريري، عن حيان بن عمير، قال حدثنا عبد الرحمن بن سمرة، قال بينا انا اترامى، باسهم لي بالمدينة اذ انكسفت الشمس فجمعت اسهمي وقلت لانظرن ما احدثه رسول الله صلى الله عليه وسلم في كسوف الشمس فاتيته مما يلي ظهره وهو في المسجد فجعل يسبح ويكبر ويدعو حتى [color=blue:d5df632bcb]حسر[/color:d5df632bcb] عنها - قال - ثم قام فصلى ركعتين واربع سجدات ‏‏.‏‏

اخبرنا محمد بن سلمة، قال انبانا ابن وهب، عن عمرو بن الحارث، ان عبد الرحمن بن القاسم، حدثه عن ابيه، عن عبد الله بن عمر، عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال ‏‏"‏‏ ان الشمس والقمر لا يخسفان لموت احد ولا لحياته ولكنهما ايتان من ايات الله تعالى فاذا رايتموهما فصلوا ‏‏"‏‏ ‏‏.‏‏

اخبرنا يعقوب بن ابراهيم، قال حدثنا يحيى، عن اسماعيل، قال حدثني قيس، عن ابي مسعود، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏‏"‏‏ ان الشمس والقمر لا ينكسفان لموت احد ولكنهما ايتان من ايات الله عز وجل فاذا رايتموهما فصلوا ‏‏"‏‏ ‏‏.‏‏

اخبرنا محمد بن كامل المروزي، عن هشيم، عن يونس، عن الحسن، عن ابي بكرة، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏‏"‏‏ ان الشمس والقمر ايتان من ايات الله عز وجل وانهما لا ينكسفان لموت احد ولا لحياته فاذا رايتموهما فصلوا حتى تنجلي ‏‏"‏‏ ‏‏.‏‏

فرمايي چه نه غټ سړی مړ دي و نه څوک زېږيدلي دي ٠ داکسوف او خسوف د خدايي نښي دي
يو ځاي په حديث کي (حسر) راغلۍ ٠ خو روښنايي په حسر کي وي ٠ يعني روښنايي کمه وي

زه په 100 کښي 95 باور لرم چه ځوک به داسي حديث ونښوي چه سپوږ مۍ په فلان اسمان کيده
او بل داسي خبره ده چه داسي خلک سته ٠ملا داسي نصيحت نوي کړي خو پر لاري خلګ ښکرونه ورکي ٠
اسلامي علومو نقاد په افغاستان کي نه وه او نسته ٠
سپورټ خپل نقاد لري رسټورانټ ئې لري سينما خپل نقاد لري
اما ملايان نه نقاد لري او نه ئې غواړي ٠

او بل داچه ملايان مو د عربي ليکوالو کتابونه لولي ٠ په ټول افغانستان او پاکستان ممکن 30 ملايان پوره نسي
چه سته (6 )ئې ټوله لوستي وي ٠ په افغانستان کي خو بيخي کم دي

7 اسمانه د مځکي له نظامه يو جلانظام دي ٠ هر سړی چه مړ سي روح ئې اسمان ته وړل کيږي ٠
مقام محمود سته ٠ عرش العظيم سته ٠ .‏ السدرة المنتهى سته٠ او کرسي جبرائل ورسره ګرځوي ٠
ولي چه مبارک يو واري دمځکي او اسمان تر منځ جبرائل پر کرسۍ ليدلي دي



ع کريم حليمي
10.12.2004

غاټول ترلې ٠ داپښتوترجمې چه کوې ٠ معنا داچه سپوږې په اول اسمان کي ده ٠ واوا ٠ :o
هغه زما د خسرګنۍ خبره ٠ سرمي نه خلاصولۍ ٠ پښتنو فلک په اسمان ترجمه کوي ٠ خپله ګناه ئې ده خپل جواب
دي وائې ٠

لا الشمْس يَنبَغِى لهََا أَن تُدْرِك الْقَمَرَ وَ لا الَّيْلُ سابِقُ النهَارِ وَ كلُّ فى فَلَكٍ يَسبَحُونَ
تر جمه : پښتو ترجمې څه ښه مفهوم نه اخستل کيږي ٠ فارسي ئې داسي ده

نه براى خورشيد سزاوار است كه به ماه رسد و نه شب بر روز پيشى مى گيرد و هر كدام از آنها در مسير خود شناورند.
خلګو فلک په اسمان نه ترجمه کيږي ٠ کور مو ودان ٠ورسته به سره ګورو


Ghairat
10.12.2004

دروند استاد حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته!
بخښنه غواړم که پوښتنې مې د مزاحمت سب شوي وي . داچې تاسو يو اسمان پر دوه بيلابيلومعنی ګانو ژباړلی، دا واقعيت دی، ځکه په قران کريم کې هم د (( وانزل من السمأ ماأ )) جمله ډيره تکرارشوې ده چې د (( باران يې له پورته څخه راليږلی)) په ژباړه کې اسمان د پورته په معنی راځي. ولې خو مشکلات هم همدلته دي چې ملايا ن صاحبان ولې هر ځای اسمان په يوه مفهوم نه شي ژباړلی .
بايد يادونه وکړم چې خاټول خور هم نه دي ليکلي چې ګواکې سپوږمۍ په لومړي
اسمان کې ده . داچې فلک اسمن ته وايي او بيا هم ستوري په کې ګرځي، نو فضا يا کيهان به يې مطلب وي، په ې شرط چې د شاعرانو په اشعارو کې د ور تپل شويو معناو څخه يې صرف نظر وکړو . دا سې بريښي چې ديني عالمانو دلته هم د اسمانونو په هکله له ابهام او ابهامولو Mistefication څخه کار اخيستی دی ، او په هر ځای کې چې پخپله ځواب نه درلود او وړاندې نشول تلای، نو خبره يې غيب وينو، ابهامولو اومستېفيکيشن ته اړولې ، خو د ساينس لاسته راوړنې او مفاهيم منلی نشي . دوی که اول اسمان هم له ليرو نه ليرې په مبهم واټن تصور نه کړي ، نو دوی مجبوريږي هغه ستوري چې رڼايي د نور په سرعت له ميلياردونو کلونو وروسته ځمکې ته ارسيدلې او اوس کشف شوي، هغه ټول لږ تر لږه له لومړي اسمان څخه پورته وبولي .نو ساينس چې د هر څومره ليرې واټن ستوري او اجرام کشف کړي، دوی به بيا هم په بهانه وا يي لومړی اسمان له دې څخه هم ليرې دی . وايي منکر لره قسم دی، او قسم به ملا ته څوک ورکړي .



ع کريم حليمي
10.12.2004

محترم غيرت ، غاټول ترلې او درنو وړونو سلامونه او ښې هيلي !
پوښتنې دي وخت د مزاحمت سب نه کيږي ٠ مننه
زه ښه پوهيدم ٠ په پښتو ترجمه کي ترجمانانو فلک په اسمان ترجمه کړي دي ٠ نو په ايراده مي پارسي ترجمه وليکل ٠ ولي که مي پښتو ليکلې واي دوهمه پښتنه به داواي راڅخه چه سپوږمې نو په اسمان کي ده
او ګاګارين اول اسمان ته ختلي وو ٠ او غاټول دغته فکر نه کاوه ٠ واي په پښتو هم خدمت کيږي ٠
که مي پښتو ترجمه اړولې واي ٠ نوبه تاسو هم راته ليکلي واي چه داترجمه يوه منلې او درج سوې ترجمه نه ده ٠

اوس راځم د فلک خبري ته ٠ مبارک هم د فلک تشريخ نده کړې تر کومه ځايه چه زه خبر يم او سته6 چه ما پخپله
لولم او لوستي مي دي ٠ او يو دغه مردود حديث خلګ ليکي چه زما فکر همېشه را خرابوي ٠ (لولاک و ما خلقت الافلاک) جه دسره حديث نه دي ٠
ولي؟ مبارک د فلک تشريح خلکوته نه کول؟ ولي چه اصحاب ټوله دلوړ تعليم خاوندان نه وو ٠ اکثره بدوګان (سحرايان) وه ٠ او امکان ئې هم نه وو ٠
نن دا امکانات پيداسوه ٠

هر څه چه موږ وينو په فلک کښي ٠ ټوله هيڅ وزن نه لري ٠ په هغه ځاي کښي چه وزن نو ي هغه ته فلک ويل کيږي
مځکه په دوه حاله په ځان پوري شيان ټنګ نيولي دي ٠ يو خو magnetic لري ٠ او بل پشارسته د مځکي د حرکت څخه ٠
اوبه خپله سطحه افقي ساتي ٠ اما بيا هم پر مځکه ګردې ولاړي دي ٠ دغه ئې د فشار په قوه
او ټو له هغه څه چه په فضا کي وينو وزن نلري او نه وزن مانا لري ٠ چه د مځکي د جازبې ترقوې ووزو
که زحل دي که مشتري ،زهره ٠٠٠٠ مريخ که مځکه ده وزن نلري ٠ بيله وزنه دي ٠ که وزن ولري ٠ لويږي نه سي
پاته کيداي پر دغه حال ٠
د بې وزنۍ کمال دادي ٠ په هرحرکت کي ښئ وي ٠ سرعت ئې نه کميږي او نه بلا کيږي
دغه سبب دي چه ټوله چه په اوله ورځ په حرکت راغلي نن هم په هغه سراعت کي پاته دي
نو فلک هغه ځاي ته ويل کيږي چه وزن نوي لکه سپېس ٠ تر سپېس و ها خواته بيا اسمانونه سته او د اوسپني
څخه دي ٠ او اوسپنه چه نن موږ لرو پر مځکه هم له اسمانه راغلي ده ٠ د هغه دونيا نعمت دي ٠
هرڅه مصنوعي چوړيداي سي اما اوسپنه مصنوعي نه سي جوړيداي ٠ که څوک غواړي چه اوسپنه د سره
جوړه کړي ٠ په هغه اندازه حرارت ته ضرورت لري چه هغه حرارت پر مځکه نسي جوړيداي ٠
الله فرمايي
بسمه تعالي ٠ لَقَدْ أَرْسلْنَا رُسلَنَا بِالْبَيِّنَتِ وَ أَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَب وَ الْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاس بِالْقِسطِ [u:89b55a3940]وَ أَنزَلْنَا الحَْدِيدَ [/u:89b55a3940]فِيهِ بَأْسٌ شدِيدٌ وَ مَنَفِعُ لِلنَّاسِ وَ لِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصرُهُ وَ رُسلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِىُّ عَزِيزٌ (٢٥ ) الحديد

يعني اوسپنه د مځکي شئ نه ده ٠ د هغې دونيا راغلي ٠


Ghairat
10.12.2004

دروند استاد حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو له سلام وروسته له دې بحث څخه لاندينۍ نتيجې اخيسلای شو :
[color=yellow:020f5f0804]١ـ د کوم آسمان موجوديت د ساينس په پواسطه نشي تثبيت کيدای او په دې توګه داسمان موجوديت سره له دې چې مونږ باور لرو چې اسمان د الهي قدرت د اعجاز په شکل پر سترګو وينو، د عقيدې پورې اړه نيسي . [/color:020f5f0804]
٢ـ فلک فضا، غالبأ خالي فضا ته وايي او داسمان مفهوم نه لري .
٣ـ له ٧ اسمانونو سربيره د اسمان کلمه په سپيڅلي قران کې له ځمکې څخه دپورته په معنی هم کارول شوې ده چې له ٧ څخه د کوم اسمان سره يې مفهوم بايد بدل نشي . [color=blue:020f5f0804]اسمان له کروي ځمکې څخه د پورته په معنی بايد پخپله هم کروي شکل ولري او د ځوړندې سپينې چترۍ يا خيمې پرشکل تصور يې غلط دی ؟ په دې ډول هر ټيټ اسمان بايد د بل جګ اسمان په منځ کې اوسي او اووم اسمان تر ټول ستره کره وي. [/color:020f5f0804]زما په شخصي اند د اوسپنې راتګ له پورته ( اسمان ) څخه ښايي له لمر څخه د ځمکې رابيليدلو ته اشاره اوسي، چې په لوړ حرارت کې يې شامله عناصر او فلزات ترې راخيستي دي ، نه يواځې اوسپنه ! ځمکه هم له اسمان څخه را ښکته (نازل) شوې او فيه يعنې په ځمکه کې (؟) اوسپنه هم .
داسې بريښي چې اسمانونه (صرف ؟) د ( خدای بښلو؟) ا رواحانو ځای اوسي ، او کومه اروا چې اسمان ته نه وي رسيدلې نو هغه بيا ترې ﻻندې نړۍ کې ناآرامه اوسي. والسلام



ع کريم حليمي
12.12.2004

ډېر دروند او دانشمند وروره غيرت صاحب ، ښاغلو لوستونکو سلامونه او ښې هيلي !
دانشمنده وروره يوجهان مننه چه زموږ بحث دي و يوې ښې نتيجې ته ورساوه ٠
همېشه ښه احساس کومه چه ستاسو سره بحث وکړم ٠
تاسو ليکلي چه
[quote:d9a34ef8bb]او کومه اروا چې اسمان ته نه وي رسيدلې نو هغه بيا ترې ﻻندې نړۍ کې ناآرامه اوسي. [/quote:d9a34ef8bb]
که ستاسومطلب د اسفل السافلين څخه دي ٠ نوخبره صحيح نه ده ٠
د اسفل مطلب په درجه کښي دي نه فزيکي کښته ځاي (مځکه) ٠ چه دغه دوه او يوازي دوه حديثه په مسند أحمد او سنن ابن ماجه کښي راغلي ٠ يعني مطلب مځکه نه ځيني اخستل کيږي ٠

حدثنا حرملة بن يحيى، حدثنا ابن وهب، اخبرني عمرو بن الحارث، ان دراجا، حدثه عن ابي الهيثم، عن ابي سعيد، عن رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ قال ‏"‏ من يتواضع لله سبحانه درجة يرفعه الله به درجة ومن يتكبر على الله درجة يضعه الله به درجة حتى يجعله في [color=red:d9a34ef8bb]اسفل السافلين [/color:d9a34ef8bb]‏"‏ ‏.‏

وبهذا الاسناد ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال من تواضع لله درجة رفعه الله درجة حتى يجعله في عليين ومن تكبر على الله درجة وضعه الله درجة حتى يجعله في [color=red:d9a34ef8bb]صدقالله السافلين‏[/color:d9a34ef8bb].‏
چا چه تواضع کړې يا کوي خدای به درجه ورلوړه کړي او چاچه تکبور وکړي ياکوي ٠ خدای به ئې درجه ورکښته يا ښکته کړي د کښته کښته ترينه
يعني ښه مکان او بد مکان دواړه درجې لري ٠ نار ، جنه دواړه په سماواتو کښي دي ٠ يا په بل عبارت ممکن مطلب په نار(دوږخ) کښي هغه کښته کښته درجه وي ٠ والله اعلم

بسمه تعالی : يَسئَلُونَك عَنِ الشهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَ صدُّ عَن سبِيلِ اللَّهِ وَ كفْرُ بِهِ وَ الْمَسجِدِ الْحَرَامِ وَ إِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبرُ عِندَ اللَّهِ وَ الْفِتْنَةُ أَكْبرُ مِنَ الْقَتْلِ وَ لا يَزَالُونَ يُقَتِلُونَكُمْ حَتى يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكمْ إِنِ استَطعُوا وَ مَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُت وَ هُوَ كافِرٌ فَأُولَئك حَبِطت أَعْمَلُهُمْ فى الدُّنْيَا وَ الاَخِرَةِ وَ [u:d9a34ef8bb]أُولَئك أَصحَب النَّارِ هُمْ فِيهَا خَلِدُونَ([/u:d9a34ef8bb]217)
صدق الله العظيم


نقاد
12.12.2004

محترمو ورورنو طالب جان او طالب خان او درنو لوستونکو ته د زړه له کومي سلامونه او نيکې هيلې!
آيا دښاغلي غيرت له اخيستل شويو نتيجو څخه مو دانتيجه هم زړه ته لويږي چې اسمانونه بايد کروي شکل ولري (؟) يعنې د روسي بابوشکا د لرګينو لوبجسمو ( کيوﻻوړو ) په څير يوه کره په بله کې دننه پرته ده، او د لومړي اسمان د تر ټولو وړې کرې په منځ کې بيا ځمکه پرته ده ؟ آيا اسلام دا مني چې اسمان دې د کرې په ډول د
ځمکې له کرې څخه لکه يوه لويه کره ګرد چاپيره راتاو شوی اوسي ؟
که داسې نه وي نو د ځمکې د کرې په مخ داسې يوه نقطه راته وښاياست چې د هغې پر سر اسمان نه وي راتاو شوی، يعنې هلته اسمان نه وي موجود. ځګه د ځمکې د کرې دهرې نقطې په سر فضا بالاخره اسمان احاطه کړې ده، لهذا نوموړی آسمان هم کروي دی ، ځکه په بل شکل سره د ځمکې د کرې پر مخ هره نقطه نشي احاطه کولی.
لهذا زمکه بي بي د محبوبې د قلا په څير د ٧ اسمانونو په منځ يعنې خيټه کې ژوند کوي . که داسې وي، او بل ډول امکان هم نلري، نو بيا ګنې د Geocenterism مذهبي نظر چې ځمکه د ګرديځ ( کيهان) مرکز بولي، صحيح پاتې کيدای شي (؟)، حال داچې ددغه نظرغلطي ﻻ کوپرنيک ثابته کړی وه او له هغه راهيسې يې اعتبار له ﻻسه ورکړی. نو طالب خانه او طالب جانه وروره اسلام په دې اړه څه ارشاد فرمايي، د کوپرنيک نوموړی نظر د اسلام له نظره د تاييد وړ دی که نه ؟


م ن غروال
13.12.2004

درنو او محترمو ليکوالو سلامونه عرض کوم!
زما په آند بحث په اسلام او ساينس دي نه په آسمانو او د هغو په اشکالو! که غواړو پدې هکله بحث وکړو نو زه غوره بولم چې د آسمان او د هغې شکل په نامه يا ددغه عنوان لاندې يو بل بحث پرانيزو، البته که ستاسو موافقه وي٠ ځکه دا هم په ريښتيا زما لپاره هم ډير په زړه پورې بحث دي٠ مننه
په درناوې


نقاد
19.12.2004

محترمه او مکرمه ورره طالب خانه او قدرمنو لو ستونکوالسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
١ـ جاپاني ساينسپوه بر حق دې چې ويلې يې دي :

’[quote:92ec9c058f] هغه وخت چي اروپاټوله دناپوهۍ اوجهالت په يوه ناپاياوه سمندرلاهو وه ‘اسلامي هسپانيه وه چي داروپاپه منځي كي يى دعلم اوتخنيك ډيوه بله ساتلي وه.مسلمانو كيمياګرانو هغه مهال هلته علمي تجربې او ازمايښتونه ترسره كول اودكيمياپه ګډون يى په ټولوساينسي علوموكي خوراپه زړه پوري لاسته راوړني لرلى. دمسلمانانوپه منځ كي دا انقلاب دقران له امله شونى شو.,, [/quote:92ec9c058f]
٢ ـ خو ددې سره داهم يو تړلی حقيقت دی چې دا د منځني سمندر ګي په ساحل
د پرتې دهسپانيا د موقعيت برکت هم و چې دقران له ارشاداتو څخه په کې د عربي
ځمکې څخه زياته ګټه پورته کيدلی شوه ، په دې معنی چې اسلام دعمليت طلب
فرض کړی و او علم له لرغونې زمانې څخه هسپانياته نږدې په يونان کې زيرمه شوی او کليسا سرقلفي بندکړی و. د طبيعت فيلسوفان لکه تالېس،اناګزيمندر اناګزيمېنيس، اناګزاګورا ، هراکليت ، ديموکريت او نور لکه فيثاغورث، او کلاسيک فيلسوفان : سقراط ، افلاطون او ارستو او نور د ټولوآثار دعلومو مخزنونه وو، چې دمسلمانا نو ﻻسته ورغلل او د هسپانوي مسلمانانو پواسط يې را ترجمه يي کړل .


خاټول
23.12.2004

[quote:cb0e726480]اقتباس:
زما دمعلو ماتو له مخي خو عرش په اسمان كي نه بلكي تر اسمانونو اوچت په دي ترتيب چي لومړی اسمانونه بيا كرسي او بيا عرش دی او داوواسمانونونسبت كرسي ته داسي دى لكه يو درهم دډال په پرتله او دكرسي او عرش تر مينځ هم همداسي تو پيراوتناسب دى كه زما معلومات ثقة نه وي راسم يي كړه .

په دغه تر دغه لحظې خبرنيم ٠

او نه ګټه لري چه پوه سم چه عرش او کرسې چرته په کوم اسمان کي دي ٠ که پوه هم سو ٠ بيائې تصور هم نسو کولاي٠ ضرور نه معلوميږي ٠ د بعضو ملايانو دلته کور خراب وي ٠ چه عمر ئې په داسي علم ضايع کړي
چه نه اخلاقي کټه لري اونه علم معاش ته کومه ګټه ، او نه و عبادت
مطلب٠ دا ماته مهم وه چه سپوږمۍ په اسمانو نو کښي نه ده[/quote:cb0e726480]
دروند استاد حليمي صاحب , وروڼه نقاد, غيرت, غروال,عادل وطنمل صاحبان اونور وروڼو او خويندو! په ګرمو سلامونو اونيكو هيلو مولمانځم ,خوښ هوسا او بسيا اوسۍ .
استاد حليمي صاحب ! پوهنه به هرو مرو تر ناپوهۍ ښه وي , او كه دنومړي موضوع په هكله ځان پوهول نه خوښوۍ نو بيا دا دومره ليكني او سر خوږی څه معنى؟
ما چي څه ليكلي وو نو ديوي مصرۍ خور ( ثويبه الذهيلي) په مرسته مي حديث شريف وموند چي زما دليكني سره يواځي په تعبير كي توپير لري او هغد داسي چي ما دتناسب پر مهال ډال او كړۍ ذكر كړي او په حديث كي دکړۍ او فلاة (بيديا) يادونه شوي ,چي پردي تيروتنه له لويه خدايه بښنه غواړم , لاندنى مبارك حديث امام نووي دبخاري په شرحه فتح الباري كي ليكلى دى :
[color=green:cb0e726480] وفي حديث أبي ذر الطويل الذي صححه ابن حبان " أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال يا أبا ذر ما السماوات السبع مع الكرسي إلا كحلقة ملقاة بأرض فلاة وفضل العرش على الكرسي كفضل الفلاة على الحلقة " وله شاهد عن مجاهد أخرجه سعيد بن منصور في التفسير بسند صحيح عنه[/color:cb0e726480]
ژباړه : رسول الله صلى الله عليه وسلم اباذر رضي الله عنه ته وفرمايل :اووه اسمانونه دكرسي په پرتله داسي دي لكه په بيديا زمكه پرته كړۍ اوعرش بيا له كرسۍ سره داسي تناسب لري لكه بيديا له کړۍ سره .
[quote:cb0e726480]غاټول ترلې ٠ داپښتوترجمې چه کوې ٠ معنا داچه سپوږې په اول اسمان کي ده ٠ واوا ٠
هغه زما د خسرګنۍ خبره ٠ سرمي نه خلاصولۍ ٠ پښتنو فلک په اسمان ترجمه کوي ٠ خپله ګناه ئې ده خپل جواب
دي وائې ٠

لا الشمْس يَنبَغِى لهََا أَن تُدْرِك الْقَمَرَ وَ لا الَّيْلُ سابِقُ النهَارِ وَ كلُّ فى فَلَكٍ يَسبَحُونَ
تر جمه : پښتو ترجمې څه ښه مفهوم نه اخستل کيږي ٠ فارسي ئې داسي ده

نه براى خورشيد سزاوار است كه به ماه رسد و نه شب بر روز پيشى مى گيرد و هر كدام از آنها در مسير خود شناورند.
خلګو فلک په اسمان نه ترجمه کيږي ٠ کور مو ودان ٠ورسته به سره ګورو[/quote:cb0e726480]
استاده! نه داسمه نه ده چي ګواكي زه دي سپوږمۍ په اولني اسمان كي بولم , سپوږمۍ په فضاء كي زمونږ سياري ته تر ګردو رانږدي او لنډه سياره ده, داچي ما ما فلك په اسمان ژباړلى نو دهغه اصل له مخي چي هره ژبه په خپل ځان كي مترادفات اومشتركات لري او زمونږ په خوږه او پسته پښتو كي اسمان دفضا اواسمان (هسك) په معنى کي مشترك دى لکه ګران ورور نقاد صاحب چي كتنه ورته كړي ( كوردي ودان غله يي ډيره او زامن يي ځوانان شه ).
[quote:cb0e726480]بعضي خلک وايي چه مبارک چه کسوف وليدي نوخلګوته يې وويل چه داستاسو د عملو نتيجه ده ٠ ټوله
اخبري درغ دي يا مردوداحاديث دي [/quote:cb0e726480]
استاده! له علمي شان نه راته لري بريښي چي يوڅوك دي له پوره څيړني پرته يوه خبر په ځانګړي ډول چي نسبت يي حديث ته كيږي دروغ او يا هم مردود وبولي , ښاي مونږ به په دي پښتنه كي حق په جانب يو چي له تانه وپښتو چي په كوم عقلي او علمي دليل تاسو دا خبره دروغ او مردوده ګنۍ ؟ شوني ده چي خسوف دي دهغه ساينسي لا ملونو له كبله رامينځ ته شوي وي چي اوسنی ساينس يي بيانوي لكن داچي الله تعالى په خپل نظام كي په هم هغه طريق توپير راووست چي ساينس يي بيانوي ,دا دي بيا زمونږ دبدو كړو له كبله وي او الله تعالى دي دارته ښيي چي دا نظام زما په لاس كي دي او كه وغواړم نو دهمدي نظام په ړنګيدا سره قيامت برپااو له تاسو سره حساب كتاب وكړم .
[quote:cb0e726480]هر څه چه موږ وينو په فلک کښي ٠ ټوله هيڅ وزن نه لري ٠ په هغه ځاي کښي چه وزن نو ي هغه ته فلک ويل کيږي
مځکه په دوه حاله په ځان پوري شيان ټنګ نيولي دي ٠ يو خو magnetic لري ٠ او بل پشارسته د مځکي د حرکت څخه ٠
اوبه خپله سطحه افقي ساتي ٠ اما بيا هم پر مځکه ګردې ولاړي دي ٠ دغه ئې د فشار په قوه
او ټو له هغه څه چه په فضا کي وينو وزن نلري او نه وزن مانا لري ٠ چه د مځکي د جازبې ترقوې ووزو
که زحل دي که مشتري ،زهره ٠٠٠٠ مريخ که مځکه ده وزن نلري ٠ بيله وزنه دي ٠ که وزن ولري ٠ لويږي نه سي
پاته کيداي پر دغه حال ٠
د بې وزنۍ کمال دادي ٠ په هرحرکت کي ښئ وي ٠ سرعت ئې نه کميږي او نه بلا کيږي
دغه سبب دي چه ټوله چه په اوله ورځ په حرکت راغلي نن هم په هغه سراعت کي پاته دي
نو فلک هغه ځاي ته ويل کيږي چه وزن نوي لکه سپېس ٠ تر سپېس و ها خواته بيا اسمانونه سته او د اوسپني
څخه دي [/quote:cb0e726480]٠
استاده ! تاسو په فضاء كي دميشتو مادياتو له وزن درلودلو سكوټ منكر شوي يي او حال داچي دا يو ساينسي منل شوي حقيقت دي چي ماده دكثافت له كبله وزن لري , او شوني نه ده او نه هم داسي بيلګه را په ګوته كولاى شۍ چي يو مادي كثيف شي دي وزن ونه لري , البته په فضاء كي ميشت شيان ددوو متضادو جازبي قوتونو له كبله معلق پاته او هم دنوموړي جازبي قوت په كمښت او ډيرښت په خپل مداركي كله لمر ته نزدي او كله زمكي ته را څرخي , كه په فضاء كي ميشتو شيانو وزن نه درلوداي نو دا تندر يا ټکه چي په اصل كي له خپل مدار نه وتلى ستوري او يا دهغه ټکړه ده ولي په خورا تيزي او فشار دزمكي په لور رادرومي او دټکر او خپل وزن له كبله په زمكه باندي کډی جوړوي ؟.



ع کريم حليمي
24.12.2004

درنې او محترمي ترلې خاټول ٠ السلام عليکم ورحمته الله و برکاته
[quote:2d1e9bd840]استاد حليمي صاحب ! پوهنه به هرو مرو تر ناپوهۍ ښه وي [/quote:2d1e9bd840]
خبره دي دوه جوابه کري ٠
پوهي دوه قيسمه دي ٠ تاسو ته هم واضع ده ٠ ډيري پوهي سته چه د هر چالپاره ندي ٠ او نه هر څوک هر څه زده کولايسي ٠ زده کړه د ضرورت پر وخت ښه ښئ ده ٠ او داسي پوهي سته چه ناروادي ٠ د جهاد زده کړه ضرور ده
و هر انسان ته ٠ اما په مقابل کښي ئی تاسو وينۍ چه ټېره څومره بده پوهه ده ٠

[quote:2d1e9bd840]وفي حديث أبي ذر الطويل الذي صححه ابن حبان " أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال يا أبا ذر ما السماوات السبع مع الكرسي إلا كحلقة ملقاة بأرض فلاة وفضل العرش على الكرسي كفضل الفلاة على الحلقة " وله شاهد عن مجاهد أخرجه سعيد بن منصور في التفسير بسند صحيح عنه
ژباړه : رسول الله صلى الله عليه وسلم اباذر رضي الله عنه ته وفرمايل :اووه اسمانونه دكرسي په پرتله داسي دي لكه په بيديا زمكه پرته كړۍ اوعرش بيا له كرسۍ سره داسي تناسب لري لكه بيديا له کړۍ سره . [/quote:2d1e9bd840]

د جمله ياليکنه يا حديث کښي غلط ښئ نسته ٠ اما الفاظ ئې حديث نه را معلويږي ٠ کوم کتاب چه دغه حديث رانقل کړي ( فتح الباري شرح صحيح البخاري ) نه ليکي چه دغه حديث د فلان کتاب څخه رانقل سوي ٠
ماچه و کتل په سته صحيح کشي هم نسته ٠ اصلا ايات الکرسي ښه ايات شريف دي ٠
بسمه تعالي : اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ لا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَ لا نَوْمٌ لَّهُ مَا فى السمَوَتِ وَ مَا فى الاَرْضِ مَن ذَا الَّذِى يَشفَعُ عِندَهُ إِلا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَينَ أَيْدِيهِمْ وَ مَا خَلْفَهُمْ وَ لا يُحِيطونَ بِشىْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلا بِمَا شاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السمَوَتِ وَ الاَرْض وَ لا يَئُودُهُ حِفْظهُمَا وَ هُوَ الْعَلىُّ الْعَظِيمُ(255) بقره
.................................................................................................................
[quote:2d1e9bd840] له علمي شان نه راته لري بريښي چي يوڅوك دي له پوره څيړني پرته يوه خبر په ځانګړي ډول چي نسبت يي حديث ته كيږي دروغ او يا هم مردود وبولي , ښاي مونږ به په دي پښتنه كي حق په جانب يو چي له تانه وپښتو چي په كوم عقلي او علمي دليل تاسو دا خبره دروغ او مردوده ګنۍ ؟ شوني ده چي خسوف دي دهغه ساينسي لا ملونو له كبله رامينځ ته شوي وي چي اوسنی ساينس يي بيانوي لكن داچي الله تعالى په خپل نظام كي په هم هغه طريق توپير راووست چي ساينس يي بيانوي ,دا دي بيا زمونږ دبدو كړو له كبله وي او الله تعالى دي دارته ښيي چي دا نظام زما په لاس كي دي او كه وغواړم نو دهمدي نظام په ړنګيدا سره قيامت برپااو له تاسو سره حساب كتاب وكړم . [/quote:2d1e9bd840]
هو مالوستي دي داسي احاديث چه خسوف ئې د بدوعملو سبب نللی خو دغته زجري احاديث ويل کيږي ٠
خوله په دغه حديث بيا لسره منسخ دي
اخبرنا محمد بن كامل المروزي، عن هشيم، عن يونس، عن الحسن، عن ابي بكرة، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏‏"‏‏ ان الشمس والقمر ايتان من ايات الله عز وجل وانهما لا ينكسفان لموت احد ولا لحياته فاذا رايتموهما فصلوا حتى تنجلي ‏‏"‏‏ ‏‏.
له دغه حديث څخه واضع کيږي ٠ چه لمرچه تندري نيولي وي ٠ په هيڅ عمل اړه نه لري ٠ که په بدو عملو ئې اړه درلودای ٠ داچه په وطن ښي په ميليونو انسانان قتل سوه نو سپوږمۍ بايد ټوله کال تندري نيولې واي
حديث خپل ترازولري بايد وتلل سي ٠ اوبيا نو وويل سي چه داصيح دي اويا غلط ، غريب،مردود ، ٠٠٠٠
ښه خبره ده ٠ دروغ ورته ويل ښه اخلاق نه دي٠

[quote:2d1e9bd840] دا دي بيا زمونږ دبدو كړو له كبله وي او الله تعالى دي دارته ښيي چي دا نظام زما په لاس كي دي او كه وغواړم نو دهمدي نظام په ړنګيدا سره قيامت برپااو له تاسو سره حساب كتاب وكړم . [/quote:2d1e9bd840]
نه ترلې ٠ الله دي التواب الرحيم ،البصير، البديع،الحليم ، الحميد٠٠٠٠٠٠٠
خدای وار خطا کيږي نه ،تلواري کيږي نه ٠ او کارونه تر وخت دمخه کوي نه ٠ قيامت ته خداي خپل حساب لري
که په عراق کښي تر دغه نور هم بد حال سي بيا هم نه قيامت کيږي او نه سپوږمۍ خسوف پېښيږي

[quote:2d1e9bd840]استاده ! تاسو په فضاء كي دميشتو مادياتو له وزن درلودلو سكوټ منكر شوي يي او حال داچي دا يو ساينسي منل شوي حقيقت دي چي ماده دكثافت له كبله وزن لري , او شوني نه ده او نه هم داسي بيلګه را په ګوته كولاى شۍ چي يو مادي كثيف شي دي وزن ونه لري , البته په فضاء كي ميشت شيان ددوو متضادو جازبي قوتونو له كبله معلق پاته او هم دنوموړي جازبي قوت په كمښت او ډيرښت په خپل مداركي كله لمر ته نزدي او كله زمكي ته را څرخي , كه په فضاء كي ميشتو شيانو وزن نه درلوداي نو دا تندر يا ټکه چي په اصل كي له خپل مدار نه وتلى ستوري او يا دهغه ټکړه ده ولي په خورا تيزي او فشار دزمكي په لور رادرومي او دټکر او خپل وزن له كبله په زمكه باندي کډی جوړوي ؟.[/quote:2d1e9bd840]
هو خبره ساسوپر ځای ده ٠ اما سمه نه ده ٠ په سپېس کښي چه هر ښئ اندزه کي په Mass ، حجم اندازه کيږي
هو کثافت سته ٠ هغه بيا جلاموضع ده ٠
تر نن ورځي پوري هيڅ ساينټسټ دا نه د ويلي چه د مځکي وزن دومره دي ٠ يا د فلان ښئ وزن دومره دي ٠
کثافت او Mass اړه سره لري ٠

او د مځکي دجازبې قوه پر نورو شيانو د فضا تأثير نه لري ٠ هر څه د مځکي تر جازبې قوې لري دي ٠
که د جازبې قوه په فضا ښي يو پر بل تأثير درلوداي نو به د فضاپه هره نقطه کښي وزن واي
تاسو پو هېږي چه د روسانو مېر په فضاکښي کلونه کلونه وو خو هيڅ جازبې قوې ځانته رکش نه کي ٠



طالب جان
24.12.2004

محترمو مكرمو او پتمنو وروڼو او خويندو نقاد صيب ,خاټول خوراوحليمي صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

پتمنو : وياړم چي داسلام او ساينس دغه موضوع مو پخپلو علمي ليكنو سره دومره مخ په وړاندي بيولي .زه ټولي ليكني په مينه ګورم ,خو دځاني بوختياووله امله راڅخه كله ستاسي دليكنو ځواب وځنډيږي چي ددې څه په هكله زه له تاسي څخه بښنه غواړم .

قدرمنو : لومړۍ خبره خو داده چي داسمان دشته والي خبره مونږ ته قرآن كريم كړي چي انكار نه ورڅخه كيږي , خو داخبره په ډير اجمال سره ذكر شويده ځكه نو هم مونږ ته يواځي په همدې ايمان راوړل پكاردي چي اسمان شته او بس .خوداچي اسمان څنګه دى شين دى كه سپين په قرآنكريم كي ددې ذكر نشته بلكه داڅه انساني څيړنو ته پريښودل شوي .

نو كله چي قرآنكريم مونږ ته داوو اسمانونو دشته والي خبر راكړى وو نو اوس دا دساينس پوهانو كاردى چي معلومه يي كړي چي اسمانونه په څه ډول دي ؟ نو كه اوس ساينس پوهان ووايي چي اووه اسمانونه اووه (قاته) دي چي يوقت يي په بل قت دپاسه دى نو ددې شي ترديد قرآنكريم نه دى كړى البته دساينس پوهانو پدې ويناوو عمل كول او يا يي هم يقيني بلل كوم فرض نه دي ,بلكه داهرڅه دممكناتو په كتګورۍ كي راځي , ځكه چي دقرآنكريم داجمالي شيانو تفصيل يواځي او يواځي يوه خداي جل جلاله ته ښه څرګنددى او بس .

پاتي شوه داخبره چي داسمان او ځمكي تر منځ څومره لري والى دى ؟ نو پدې اړه خو پتمن او مكرم حليمي صيب حديث شريف رانقل كړى چي په هغه كي ويل شوي چي داسمان او ځمكي تر منځ 500 كاله فاصله ده . ( كه څه هم حليمي صيب وروسته بيا خپله خبره اخيستي او ويلي يي دي چي په حديث كي يواځي داسمانونو تر منځ دفاصلې خبره راغلي ده ) خو زه وايم چي حليمي صيب ته ددې خبري بيرته داخستلو هيڅ اړتيا نه وه ځكه چي دبخاري شريفي په شرحي فتح الباري كي داسي حديث شته چي په هغوي كي دځمكي او اسمان تر منځ فاصله هم 500 كاله ښودل شوي .

خو دپت څښتن نقاد صيب بيا دكيلو مترو حساب راخيستى اوويلي يي دي چي كچيري مونږ دا فاصله نوري كلونه وبولو نو بيا هم دا فاصله ډيره او كلونه ډير لږدي معنا داچي كه دا 500 كاله نوري كلونه هم شي او سرعت يي په همهغي اندازه تيز شي مګر بيا هم داسمان او ځمكي تر منځ دا فاصله په 500 كاله كي نه سر كيږي .

دقدروړو وروڼو او خويندو : دفتح الباري مصنف رحمه الله ددې مسألې خورا په زړه پوري حل را ايستلى او هغه داسي چي : رسول الله صلى الله عليه وسلم دا د500كلونو توري يواځي دفاصلې دلري والي دښودلو په بڼه ذكر كړي دي ددې هيڅكله معنا دا نه ده چي ګواكي دا فاصله يقينا 500 كاله ده - ځكه چي په ځينو نورو مباركو حديثونو كي دا فاصله آن اويا كاله ذكر شوي نو هلته بيا دا خبره دسړي زړه ته لويږي چي ښايي درسول الله صلى الله عليه وسلم مراد ددې كلونو له ذكر كولو څخه يواځي داسمان او ځمكي تر منځ دډير واټن ښكاره كول وو . والله اعلم بحقيقة الامر .
((‏اختلف الخبر الوارد في قدر مسافة ما بين السماء والأرض , وذكر هناك ما ورد في الترمذي أنها مائة عام وفي الطبراني خمسمائة , ويزاد هنا ما أخرجه ابن خزيمة في التوحيد من صحيحه وابن أبي عاصم في " كتاب السنة " عن ابن مسعود قال : بين السماء الدنيا والتي تليها خمسمائة عام , وبين كل سماء خمسمائة عام . وفي رواية " وغلظ كل سماء مسيرة خمسمائة عام , وبين السابعة وبين الكرسي خمسمائة عام , وبين الكرسي وبين الماء خمسمائة عام , والعرش فوق الماء والله فوق العرش ولا يخفى عليه شيء من أعمالكم " وأخرجه البيهقي من حديث أبي ذر مرفوعا نحوه دون قوله وبين السابعة والكرسي إلخ , وزاد فيه " وما بين السماء السابعة إلى العرش مثل جميع ذلك " وفي حديث العباس بن عبد المطلب عند أبي داود وصححه ابن خزيمة والحاكم مرفوعا " هل تدرون بعد ما بين السماء والأرض ؟ قلنا لا , قال : إحدى أو اثنتان أو ثلاث وسبعون , قال وما فوقها مثل ذلك حتى عد سبع سماوات , ثم فوق السماء السابعة البحر أسفله من أعلاه مثل ما بين سماء إلى سماء , ثم فوقه ثمانية أوعال ما بين أظلافهن وركبهن مثل ما بين سماء إلى سماء ثم العرش فوق ذلك بين أسفله وأعلاه مثل ما بين سماء إلى سماء ثم الله فوق ذلك " والجمع بين اختلاف هذا العدد في هاتين الروايتين أن تحمل الخمسمائة على السير البطيء كسير الماشي على هينته , وتحمل السبعين على السير السريع كسير السعاة , ولولا التحديد بالزيادة على السبعين لحملنا السبعين على المبالغة , فلا تنافي الخمسمائة , وقد تقدم الجواب عن الفوقية في الذي قبله .فتح الباري))
يادونه : محترم حليمي صيب دخاټول خور دحديث په ځواب كي ويلي دي چي فتح الباري دنوموړي حديث حواله نه ده وركړي نو لومړۍ خبره خو داده چي فتح الباري پخپله يو مستند كتاب دى او دهغه ليكل شوي توري استدلال واقع كيداي شي دوهمه خبره داچي په حديث كي راغلي چي ’’وصححه ابن حبان,,يعني ابن حبان هم ددې حديث صحت بيان كړى . نو آيا دا حواله نه ده ؟ همداراز مخكي يي ويلي چي ’’وله شاهد عن مجاهد أخرجه سعيد بن منصور في التفسير بسند صحيح عنه ,,معنا داچي دې ته ورته حديثونه سعيد بن منصوردمجاهد له خولې ليكلي نو آيا دا حواله نه ده ؟



ع کريم حليمي
25.12.2004

ډير قدرمن او دانشمند طالب جانه وروره ، او د بحث علاقمندانو او ليکولو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
پتمن طالب جانه وروره ! متل دي ٠ وايي کار چاوکي چه تمام ئې کړي ٠ تشکر ستاسو له ليکني څخه ٠ او د موضع اصل ته ريشتيا ور لويدلي ياست
ښه وايي چه خبره اصلأ په فاصله کښي نه ده ٠ په سرعت کښي نه ده ٠ چه په ارامه تګ ،ستړيا تګ (السريع كسير)
او يابطئ تګ په پښو ٠ خبره د مبالغې ده يعني بې اندازې ليري ٠ دومره مبالغه چه ساينس ته هم مبالغه

[quote:b3304773db]يادونه : محترم حليمي صيب دخاټول خور دحديث په ځواب كي ويلي دي چي فتح الباري دنوموړي حديث حواله نه ده وركړي نو لومړۍ خبره خو داده چي فتح الباري پخپله يو مستند كتاب دى او دهغه ليكل شوي توري استدلال واقع كيداي شي دوهمه خبره داچي په حديث كي راغلي چي ’’وصححه ابن حبان,,يعني ابن حبان هم ددې حديث صحت بيان كړى . نو آيا دا حواله نه ده ؟ همداراز مخكي يي ويلي چي ’’وله شاهد عن مجاهد أخرجه سعيد بن منصور في التفسير بسند صحيح عنه ,,معنا داچي دې ته ورته حديثونه سعيد بن منصوردمجاهد له خولې ليكلي نو آيا دا حواله نه ده ؟[/quote:b3304773db]

په دي خاطر چه داحديث دا واضع نه دي او الفاظ ئې په احديثو کښي مروج نه دي ماته يا مروج الفاظ نه رامعلوميږي ٠ او مجرد حديث رامعلوميږي بېله شکه ٠
په ايات کرسي شريف کښي وَسِعَ كُرْسِيُّهُ راغلي ٠ چه خبره د وَسِعَ ده چه کرسي وسع ده ٠ يعني په حکم کښي ٠
اما اما خاټول ترلې جاني چه حديث را نقل کړي دي د قدرت وسع ته اشاره نه لري
او فتح الباري هم د حديث سره ايات الکرسي درج کړې٠ اما د کوم کتابه چه ترلې دغه حديث پيداکړي ٠
نو بايد چه ايات الکرسي ورسره واي ٠
ريشتا جه فتح الباري حواله د منلوده مسند کتاب دي ٠ اما که کوم د حديث په نوم الفاظ راوري ٠ او هغه الفاظ
بيا په صحيح سته کښي نوي ٠ نو که شکمن وبلل سي ډيره بده خبره به نوي ٠ يا د حقيقت څه به ليري خبره نوي ؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more