د موضوعګانو سرپاڼه
هنر،ادب او پښتو نحوه
پتوال
29.11.2011
[quote:8b14fe12d5]د شي په اړه باید ووایم چې موږ د بیلګې په ډول باران ته وایو: باران ووریدو. داسې نه وایو چې بارانونه ووریدل...
یا هم ږلۍ اوریده. داسې نه وایو چې ږلۍ اوریدې.[/quote:8b14fe12d5]
دروند ورور سعيد صيب !
باران وورېدۀ يا وورېدو، دواړه سم دي ، ولې د باران د جمع (بارانونو) له پاره به سم نه وي چې ووايو :
بارانونه وورېدو يا بارانونه وورېدۀ ، بلکې سمه دا بڼه ده چې :
بارانونه وورېدل !
برعکس ږلۍ مفرده ده او ګلۍ ورېده يا اورېده سم ، خو ږلۍ ورېدې يا اورېدې ناسم بريښي !
درنښت او سلامونه!