هنر،ادب او پښتو نحوه
سوچه سیمه ایز پښتو ویونه
محمود سعيد
14.09.2011
سلامونه!
د شپون صیب یوه لیکنه مې لیدلې وه چې ویلي ېې وو، باید د خپلو سیمو سوچه پښتو ویونه راټول کړو، په دې لړ کې زمو په سیمه کې ځینې ویونه زما فکر ته راځي، که تاسې ېې هم لرئ نو ورزیات ېې کړئ تر څو ټول پرې پوه شو:
سنګتیه: ځوریدلی، کړیدلی، ډیر انتظار شوی.
دنګه: ډله، بانډ.
کټه میر: ګوښه خوښوونکی، بې مینې.
...
Re: سوچه سیمه ایز پښتو ویونه
pattang
14.09.2011
[quote:27f46caeed="محمود سعید"]سلامونه!
د شپون صیب یوه لیکنه مې لیدلې وه چې ویلي ېې وو، باید د خپلو سیمو سوچه پښتو ویونه راټول کړو، په دې لړ کې زمو په سیمه کې ځینې ویونه زما فکر ته راځي، که تاسې ېې هم لرئ نو ورزیات ېې کړئ تر څو ټول پرې پوه شو:
سنګتیه: ځوریدلی، کړیدلی، ډیر انتظار شوی.
دنګه: ډله، بانډ.
کټه میر: ګوښه خوښوونکی، بې مینې.
...[/quote:27f46caeed]
((سنګتیه: ځوریدلی، کړیدلی، ډیر انتظار شوی.
دنګه: ډله، بانډ.
کټه میر: ګوښه خوښوونکی، بې مینې.))
سنګ تيه ، سنګتيه : دا څه مانادا کومه پښتو ده !
کړېدلی ، ځورېدلی شته ! خو ډېر انتظار شوی انسان، ضرور ندی چې کړېدلی وي٠
دنګه : دډلې او بانډ مانا نه ورکوي !
دنګه : مزې ، تکړه ( دنګ بنګ ) هغه سړی داسې دنګ روان دی ٠
کټه مير : سوټ مار ،سوړې بوړې ، بې محبته ، سوړا بوړا ، بيده ( په معنوي مانا )
ډاکتر څپاند
14.09.2011
[quote:781c2c001e]دنګه : دډلې او بانډ مانا نه ورکوي !
دنګه : مزې ، تکړه ( دنګ بنګ ) هغه سړی داسې دنګ روان دی ٠
کټه مير : سوټ مار ،سوړې بوړې ، بې محبته ، سوړا بوړا ، بيده ( په معنوي مانا )[/quote:781c2c001e]
[color=white:781c2c001e]ګټه مير جلالابادۍ -لغمانۍ پښتو يا پاړسي ده :o
کټه مهر،کټه يعنې غټ،مهر يعنې محبت=بې محبته ،سوړا بوړا(بوړا په پشئي ژبه کې د کاڼه معني لري :!: )[/color:781c2c001e]دنګه:دکاروان صيب شعر راپياد شو چې د استاد شاولي په ښکلي او زړه بوږنونکي غږ کې ترې ښايسته سندره جوړه شوی ده:
هغه زمونږ دکلي دنګه نجلئ***هغه په سپين کې غنم رنګه نجلي
اوس ئي ا سور سالو لمبه نه وهي***اوس په پستو ګوتو چمبه نه وهي
محمود سعيد
15.09.2011
[quote:268e3c0778]سنګ تيه ، سنګتيه : دا څه مانادا کومه پښتو ده !
کړېدلی ، ځورېدلی شته ! خو ډېر انتظار شوی انسان، ضرور ندی چې کړېدلی وي٠
دنګه : دډلې او بانډ مانا نه ورکوي !
دنګه : مزې ، تکړه ( دنګ بنګ ) هغه سړی داسې دنګ روان دی ٠ [/quote:268e3c0778]
څپاند صیب سلامونه!
تاسې پکې د سنګ ټکی ولوست، ښايي دا سنګ هغه سنګ نه وي کوم چې تاسې یادوئ، په هر حال نور ملګري به نظر راکړي.
دنګه موږ ډلې ته وایو خو د ویلو وزن او ډول ېې له دنګه (لوړه) سره توپیر لري په زور او زیر ېې نشم روښانولی خو دنګه (ډله) له دنګه (لوړه) څخه لنډه تلفظ کیږي او په ګ ډیر زور راځي او له ه سره نښلي.
همدا شان:
نوداڼه: ناوه، د بام ناوه.
کتوځی: کړکۍ (کنړۍ پښتو).
وتوځی: دروازه (کنړۍ پښتو).
۰
15.09.2011
السلام علیکم
محمودسعید صیب ښه سکالو مو پرانستي ده خوښ شوم.
خو دا [دنګه] د [د] په خج سره لیکل کیږي که د [ګ] په خج سره؟که
که د[د] په خج سره وي نو بیا خو لوړي ته واي لکه دا دنګه ونه ده یا دنګه انجلۍ ده اوکه د [ګ] په خج وي اعني خج په دوهم هجا وي نو بیاکیدی شي ستاسو په لهجه کي وي اوهمدامانا ولري.
او بل دا چي زه اګر چي د کنړ نه یم خو ډیر پکي ګرځیدلي یم نو د کنړ خلک کړکۍ ته [کتوځی] او دورازي ته [وتوځی] نه واي اونه يي پښتو کي دا نوم جوړیږي دا فکر کوم هسي چا له ځانه اشتقاق کړی .
مننه
عبدالله صابر
15.09.2011
السلام عليکم
زمونږدسيمې دوه ويونی
لمڅئ : ( دلام په پيښ ) جای نماز ، چي دلمونځئ څخه اخستل شوی
چړچوبئ : تشناب ، داودس يا لامبلو ځای ، چي دوابو چړولو يابهولو څخه
اخستل شوی
۰
15.09.2011
السلام علیکم
عبدالله صابر صیب ښه يي جوړيي! الله مو روغ رمټ لره
وروره لمڅی هغه د په ځمکه غوړول شوي فرش ته واي چي د وړۍ څخه جوړشوي وي خو لکه تغر[ګیلم] په شان تارونه اوبدل شوي نه وي بلکي همدا
وړۍ په خپلو کي سره په هغه خاصه توګه او طریقه چي د لمڅي جوړونکي پري
پوهیږي وړي یوه بله کي ورننویستل شوي وي او فکر کوم دا د افغانستان په ټولو
سیمو کي په نژدي زمانه[ماضي قریبه] کي وو او اوس يي لا هم هرڅوک پیژني
اوس دا لمڅي جاینماز نه وو بلکي د کیناستلو لپاره وو.
او چاړچوبۍ پښتو نده بلکي د دري نه ورپښتو شویده او دچارچوب نه چي د مسجد په یوه طرف کي به ایخودل شوي او بیا ورنه کومه پیړټوکر یا ترپال تاو
وي تر څو تري تشناب جوړ شي لکه سفري تشناب .
د لیکني او هڅي نه مو مننه
محمود سعيد
15.09.2011
مومند صیب د خج په مانا پوه نشوم، هیله ده راته روښانه ېې کړئ.
دنګه (ډله) د برمه په وزن او دنګه (لوړه) د ړنګه په وزن لیکلی شو، نور ېې تاسې په (خج) برابره کړئ.
همدا شان نورو ملګرو راته په فیسبوک کې لاندې ویونه وړاندې کړل:
چونیاړی: تشناب.
ناشولته: ناکاره.
دیدو: کوڅه ډب.
کاسه ګړب: کیشف، کیشو.
باټو: درواغجن.
...
۰
15.09.2011
السلام علیکم ورحمةالله
محمودسعید صیب خج خو فکر کوم هرمکتبي پیژني خو بیا هم شاید ستاسو
له یاده وتلي وي او فکر مو ورته نه وي.
خج فشار یا زور ته واي لکه [لوټه] د خاورو یوه کلک غونډاری : دلته خج په لمړي هجا دی یعني فشار په [ل] راځي، او لوټه : د ابو لوښی چي خلک اودس پري کوي یا لاسونه پري پریمنځي دلته اوس خج یعني فشار په دوهم هجا [ ټ] باندي دي .
اوس خو به مشکل حل وي به انګلیسي زه نه پوهیږم خو لکه چي سټریسټ که څه شي ورته واي.
په درنښت
وصيل پېروز
17.09.2011
ورڼو ! ښې چاري
زه به هم څو هغه ویوکي درسره شریک کړم چي زموږ په سیمه کي دود دي :
سوکر : خالص
څاپاڼی : کوږ وږ تلونکی
محمود سعيد
17.09.2011
مومند صیب او پیروز صیب مننه،
نن یو څو نور درسره شریکوم:
ټکله: ډوډۍ.
منډ: په واوره کې لار کول.
ټنګه: د پیسو تر ټولو کوچنۍ واحد.
تمبوزکه: وربوز، ماسک، هغه ټوټه چې خوله او پوزه پرې پټ شي.
وړینګه: ویړه، د ملامتیا پر مهال د خولې یو ډول نیول، د بیلګې په ډول:
ښاغلي واکمن زورباما ته وړینګه خوله ونیوه.
پړینګ: ناڅاپي د ژړا پیل کول، بیلګه: او بیا پړینګ په ژړا شو.
وصيل پېروز
17.09.2011
دایې څو داني نور :
ناغېړۍ : نخرې ، ځان کنجونه
کاوړ : ( خروټۍ لهجه ) غوسه
لو : ( زموږ په سیمه کي خروټۍ لهجه ) لوړه، قسم
لور : د شپېشتو رېبلو اله سره له دې د طرف په معنی هم کارېږي .
larghonay laraway
17.09.2011
السلام عليکم!
ښه موضوع ده خو وروڼه بايد خپل هغه ويونه چې وړاندې کوي يې، لومړی په قاموس کې وګوري چې رښتيا هم نوي دي او کنه؟
ځکه دلته ځينو ليکونکو يو شمېر لغتونه ليکلي وو چې همدا اوس ليکل کېږي او عام دي.
ما يوازې دا لاندې نوي ويونه وموندل خو په دې هم بايد فکر وشي چې دا رښتيا هم [quote:a1113eb7a2]پښتو دي او کنه؟
سنګتیه: ځوریدلی، کړیدلی، ډیر انتظار شوی.
دنګه: ډله، بانډ.
کټه میر: ګوښه خوښوونکی، بې مینې.
سوکر : خالص
څاپاڼی : کوږ وږ تلونکی[/quote:a1113eb7a2]
ځکه چې پښتانه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د نورو قومونو سره نږدې يا شريک اوسي او د هغوی تر اغېزې لاندې راغلې دي.
ښاغلي محمود سعيد صيب يا نورو چې څه وړاندې کړي بايد په هزاره ګي، پشه يي، ازبيکي، ترکمني او پاړسي کې هم مطالعه شي چې همغه پاړسي کليمه کږه شوې او په پښتو تلفظ دود شوې او که رښتيا پښتو ده؟
بله دا چې يو شمېر ويونه که پښتو هم وي خو فصاحت نه لري، سيقل شوې نه دي او په غوږونو ښه نه لګېږي نو تر تثبيت وروسته چې رښتيا هم پښتو دي، بيا بايد يوازې په قاموس کې بايد خوندي شي او استعمال يې جبري نه دی. دا د يو ليکوال خواښه ده چې په کوم ځای کې او څنګه يې استعمالوي.
زما په نظر د سنګه او ځوريدلي يا کړيدلي تر منځ په خوږلنۍ، روانۍ، عام پوهېدنې، فصاحت او بلاغت کې ډېر زيات توپير دی. (ځوريدلی او کړيدلې) ډېرې سيقل شوې او روانې کليمې دي چې هر پښتون پرې پوهېږي.
په هر حال که چېرته رښتيا هم سوچه پښتو وي نو د ژبې ويپانګه پرې پياوړې کېږي او بايد چې خوندي شي.
همداسې دا نور هم بايد يو په يوه وځيرل شي او خبرې پرې وشي. د بېلګې په توګه (کټه مير) چې څپاند صيب دا ترکيبي نوم تجزيه کړی او په ډاګه شوې چې پښتو نه دی.
همدارنګه يو شمېر اصطلاحات دي چې هغه هم بايد د لغتونو سره ونه لړل شي .
مننه
عادل عادل
17.09.2011
السلام علیکم
محترم سعید صاحب ډېر په زړه پورې بحث مو پیل کړی
تاسو چې کوم ټکي راخیستي، ګومان کوم چې دا به د وردګو په لهجه کې کاریژي،، خو دا یو ټکی ماته ډېر جالب دی چې په نورو پښتنو کې عربي اصطلاحات یوازې لوستي خلک کاروي، یانې د لیک لوست په سبب یې په ژبه کې ننوتلي دي،،،، خو په وردګو کې بیا عربي اصیل لغات د لوستو نه علاوه د نالوستو بوډیو او سپین ږیرو له خوا کارول کیژي،،، چې دا د دوی د سید توب یوه نښه ده چې وایي وردګ په اصل عرب او د امام زین العابدین رحمة الله علیه اولاده او د کاکړو خوریونه دي (دا مدعی نن سبا په سیاسي ملحوظاتو او مصلحتونو کې ګیرو روڼ اندو او لوستو لخوا ډېره پیکه شوې ده).
مثلا :
مظلمه: ،،،،، سعید صیب دې یې ووایي: (د کارولو ځای او مانا)
ملت: ،،،،،،،،ټولنه، اجتماع (کلیوال وردګ یې په عجیبه صحیح ځای کې کاروي،،، مثلا څه ښه ملت وو، او اوس څه وختونو ته پاته شوو)
کُلهَم (kWalHam): ،،،،،،،، یانې ټول،، ګرسره
اېن تېپېک : ،،،،،،،، (وایي اېتېپېک مې ترې وشلېدلی) یانې ترې ناهیلی شوم،،، یا نې نور ورسره پدې موضوع یا اړه کې انتفاق نلرم،،، یانې متفق یې نه یم ،،، (دا صرف کلیوالې ښځې کاروي)
پراک : ،،،،، په ښېراوو کې کاریژي،،، مثلا : د زوی په پراک شې! ،،،،، چې دا د نورو پښتنو د ،،،، زوی مړی شې ! ،،، معادل ده (یعنې د زوی په فراق کې واقع شې)
تېریت: د غنمو یا اوربشو اوړه چې د اوبو سره يو ځای په واښو ګډ شي نو ودې مخلوط ته تیریت وایي،،، کوم چې لنګو غواوو ته ورکوي،،،، عربان همدې مخلوط ته ،،،،ثیرط،،، وایي.
دربول: مثلا د بس سورلیو کیسه بور ښه ودرباوه،،،،،،،یانې ویې واهه،،، چې دا دربول په اصل کې د عربي ژبې له ضرب څخه اشتقاق موندلی دی
درب: د شپې په تیاره کې یو ناڅاپه درب شو،،،، دا هم پورته ته ورته په اصل کې د عربي ژبې ضرب دی.
نمریه: دا هم متاسفانه په ښېراوو کې کاریژي ،،،،، مثلا وایي خدای دې نمریه کړه! ،،،، یانې ،،،، ناکامه شې،،، او یا له انظارو ولوېژې،،، یانې له نظره ولوېژې،،، یا په بل عبارت له توجه وړ ونه ګرزې! چې دا هم په اصل کې د عربي ژبې له ،،، نامریي،،، سره ډډه لګوي.
وس: له وسه مې نه کیژي،،، یانې له لاسه مې نه کیژي، چې دا هم عربي وسع دی.
اشر: ،،،، د عام المنفعه کارونو په سرته رسولو کې لازمي بې مزده ګډون ته وایي،،، د ویالو او کاریزونو پاکول،،، د جومات مرمت ،،، ،،، په اصل کې د عربي ژبې حشر دی،،، ځنې پښتانه یې ،،،، تړ ،،،، بولي.
بوسراغې: دا اصطلاح هم په نورو پښتنو کې نشته،،، خو دا عربي نه بلکه د هزارګانو اصطلاح ده،،، چې ،،، روغن ځوښیو ته وایي،،،، هزارګان هم روغن ځوښیو ته بوسراغې وایي.
لټېدل: مصدر،،، ولټېګه،،، امر،،،، دا هم په هېڅ چوکاټ کې برابر نه راځي، مانا یې پورته کېدل، ویښېدل، یا پورته شه،،،یا ویښ شه
وبه ګورو چې ښاغلی سعید صاحب د پورته وییو څومره تصدیق کوي، زه به نور وردګ وروڼه هم لا پسې وپوښتم.
محمود سعيد
18.09.2011
ټولو ته سلامونه!
په دې هیله چې روغ به یاست او مننه چې دلته مو برخه راسره واخیسته.
لاروی صیب تاسې ښو ټکو ته نغوته کړې ده، زما موخه یوازې د هغو ویونو ژوندي کول او لږ تر لږه ژوندي ساتل دي چې د ورکیدو له خطر سره مخ دي، زه دا څو کاله له خپل کلي او کوره لرې یم او کله کله چې فکر کوم د خپلې سیمې او کلي ځینې ویونه او اصطلاحات راڅخه هیر وي...
عادل صیب تاسې هم زموږ له سیمو ښکلي لغتونه را اخیستې دي، دا څو دانې مې ښايي هیر شوي وي او یا مې نه وي اوریدلي، لکه: اېتېپېک، تېریت...
او که رښتیا درته ووایم مظلمه مې ډیر اوریدلی خو د کارونې ځای او مانا ېې راڅخه هیره ده، خو ښايي د تیارې او بدې پیښې په مانا وي...(مومند صیب ګوره بیا راباندې د هزاره ټاپه ونه وهې...:) ).
۰
18.09.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي او دروند ورور محمودسعید صیب تاسو زمونږ ورونه يي ولي په پخپل لاس خپل ورونه پردي کوم هسي کله ناکله نادوده وګورم نو ...
او ګوره زه بیا په ډاګیزه او لږه شاړه لهجه خبري کوم نو خلک رانه خفه کیږي کنه همدا خبره بلکي ددي نه سخته خبره عادل صیب درته لیکلي خو دا چي عادل صیب ډیر ښه میرزا دی نو تاسو هم ورباندي نه يي پوه شوي او زه خو يي په نظم[نبض] پوهیږم چي له خولي يي څه راوځي بیا زه پري پوه یم چي دامقصد يي دی .
ما خو بیا هم د افغانستان څخه نه يي ویستلی عادل صیب خو بیخي بل هیواد ته رسولي يي له افغانیته مو منکر دی خو چي پوخ میرزا دی او په حکمت سر يي خبره درته کړي نو هڅ پري پوه نشوي کنه له افغانستانه نه بهر يي غورځولي يي هاهاهاها واي وردګ سیدان دی . څه مطلب ؟!! مطلب دا چي افغانان ندی عرب دی هاهاها
نه وردګ سوچه افغانان دي او چا چي په کوم کتاب کي لیکلی چي سیدان دي هسي درواغ يي خوړلي دومره ډیر سیدان نه وي وردګ خو ماشاءالله په میلونونو خلک دی ، نه وردګ سوچه پښتانه او په سړبني قبایلو کي راځي او عرب ندي.
نوربیا
مومندافغان
محمود سعيد
19.09.2011
د عادل صیب ځیرکي او (باریک بیني) منم، خو دا چې د سیدوالي سکالو به خبره بل لوري ته بوزي نو نه غواړم تبصره پرې وکړم.
راځم نویو ویونو ته:
وینجاړه: ښايي د ویجاړي اړول شوې بڼه وي او د پورتنۍ وړینګه په مانا ده.
خرڅوړی: یو دم راپریوتل لکه چې وايې: له پاسه راخرڅوړی شو.
څړی: هغه لته یا جنډه چې تنور پرې پاکوي او یا هم د انګړ یا خونې د رامښلو یا ګلولو پر مهال کارول کیږي.
څړه: د کندهار د یوه ملګري په وینا د مجرد یا یوازې په مانا دی.
شوبله: ځنځه (هزارپا، صدپا)، ټانک.
پښتون.
27.10.2011
سلامونه!
[quote:a1fc2f86a4="محمود سعید"]
همدا شان:
نوداڼه: ناوه، د بام ناوه.
کتوځی: کړکۍ (کنړۍ پښتو).
وتوځی: دروازه (کنړۍ پښتو).[/quote:a1fc2f86a4]
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=55677&highlight=#55677
سعید صیب دلته به چا غلط پوه کړې یې:
دا پورته لغاتونه دی د کنړ په کومه سیمه کې ویل کیږی.ما خو دا د خپل عمر په درې لسیزو کې داسې لغات نه اوریدلې او نه مې ویلې دي.
وروره مونږه کړکۍ ته کړکۍ او دروازې ته دروازه وایو.
هو کړکۍ ته( اشه داره) او دروازې ته ( ور ) مې اوریدلې دی ولې دا ستاسو کنړۍ پښتو مې لمړې ځل واوریده.
محمود سعيد
30.10.2011
پښتون صیب سلامونو ته د علیکم سلامونه!
دا ویونه یوه ملګري په فیسبوک کې لیکلي وو. ما هم د همدې لپاره شریک کړل چې کره او ناکره ېې معلوم شي.
دا هم دوه نور:
پټخه: د مڼې له خوړلو وروسته پاته برخه، زړی.
شرنګ سوټی: رباب.
رښتینی
02.11.2011
ایله (بیله) ، مې نن دا موضوع (وځېرله) ډیره (چوړنګه) موضوع ده
(څښتن) دې د سعید صیب (وزره )وکړې د دا ډول ویونو (راګردول)
ډیرښه اولوی کاردی . او ښاغلي لرغوني صاحب ښه خبره کړې ده باید
دي ته ځیر واوسو چې دا سمییز ویونه له نورو ژبونه وې را(توږل)
شوې .
په قوسینو کې بند ډیرۍ توري زما په اند سیمییز دې .
په مینه
ډاکتر څپاند
03.11.2011
رښتنی صيب،زما ليکنه دې ړنګه کړه ،خو ولې؟؟ دې ته وائي ډکتاتوري :roll:
ایله (بیله) ، مې نن دا موضوع (وځېرله) ډیره (چوړنګه) موضوع ده
(څښتن) دې د سعید صیب (وزره )وکړې(بيا هم غلط!وکړي) د دا ډول ویونو (راګردول)
ډیرښه اولوی(لوئ) کاردی . او ښاغلي لرغوني صاحب ښه خبره کړې ده باید
دي(دې) ته ځیر واوسو چې دا سمییز ویونه له نورو ژبونه وې(وي) را(توږل)
شوې(شوي) .
په قوسینو کې بند ډیرۍ توري زما په اند سیمییز دې (دي).
محمود سعيد
09.11.2011
دا څه دي؟ ستاسو دواړو (ریښتینی صیب او څپاند صیب) لیکنې یو ډول دي.
هوا سړه ده، دلته پرون یو شی ووریدل چې نه واوره وه او نه ږلۍ. موږ ورته وایو: ژغژغنی
ونو هم یخ نیولی وو چې موږ ورته وایو: شدرۍ.
ډاکتر څپاند
09.11.2011
محترم محمود سعيد صيب سلامونه،
له نيکه مرغه زما او رښتني صيب تر منځ يوه سالمه مشاجره روانه ده چې هدف ئي و پښتو ژبې ته چوپړ دی٠
محترم رښتنی د (ی) په استعمال کې مشکل لري٠خو که لږه توجه وکړي دا
سخته به خدای ج اسانه کړي٠
خو رښتنی صيب ددې بحث د مسؤول مدير په توګه دخپل موقف او امکاناتو نه
په استفادې سره زم ليکنې ړنګوي :?:
پتوال
22.11.2011
رښتينی سم دی ، نۀ رښتنی او نۀ رښتونی ، که څه هم په دې وروستيو کې مې د رښتيني او رښتوني توپير ته پام شو چې زما په اند رښتينی
رښتيا او حقيقت ويونکي ته وايي خو رښتونی رښتيا کونکي يا تحقق ور بخښونکي سړی يا وسيلې ته وايي !
آيا دا انګېرنه سمه ده ؟؟؟؟
[color=blue:af469e59b1]که ووايو اورلړونکي اور په اورلړوني ولړۀ ،[/color:af469e59b1]
نو لړونکی فاعل سړی ، اور لړونی يې د اورلړنې وسيله يا ډانګ دی چې اور لړل پرې تر سره کيږي .
د څپاند رښتنی په دې ډول زيات رښتوني ته نږدې کيږي ، نه رښتيني ته !
او د سعيد صيب (ریښتینی ...) ښايي په کندهارۍ لهجه کې
يوه معنی ورکړي لکه : ږيرور !
او همدارنګه [quote:af469e59b1]دلته پرون یو شی ووریدل [/quote:af469e59b1]که سم وي نو که ورېدونکی شی يو نه ، بلکې ډېر وای بيا به نو د هغې (جمعې ) صيغه څنګه وه ؟؟؟؟
محمود سعيد
24.11.2011
مننه پتوال صیب. د ریښتني، رښتیني او رښتوني په اړه مو ارزونه سمه بولم.
مننه چې زما مو ورته پام کړ.
د شي په اړه باید ووایم چې موږ د بیلګې په ډول باران ته وایو: باران ووریدو. داسې نه وایو چې بارانونه ووریدل...
یا هم ږلۍ اوریده. داسې نه وایو چې ږلۍ اوریدې.