د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عبدالله خان
15.08.2011

پتوال صاحب نه پوهیږم ډیر د شرم ځای دی چی د پښتنو په منځ کی داسی خبری کیږی

کله چی امریکایان د چا کورته ورننوځی او ښځی یی تلا شی کوی نو د هغوی لپاره دا فرق نکوی چی دا د غلجی ښځه ده که د کرړیانی ښځه ده او یا د درانی یا سدوزی

او دلته زموږ غیرتیان په څه اخته دی

يو ځل بیا وایم ډیر د شرم ځای دی


Sangar Watan
15.08.2011

درنو هېوادوالو سلامونه ومنئ،
زه چې په ښونځي کې وم،په هغه زمانه کې دې چپيانو او اسلامي ګوند د غړو ترمنځ تاوده بحثونه روان ول٠
خلقيانو او پرچميانو به ويل چې د اکټوبر دکمونستي انقلاب په برکت :o ،افغانان راويښ شول او دانګريز نه ئي دغازي امان الله خان تر مشرئ لاندې 
ازادي تر لاسه کړه،خوانګريزانو ملايان وهڅول او دا او دا. :wink: ....او ځوان اماني دولت ئي را نسکور او خپل اصلي سړی يعنې نادرخان ئي را مېدان ته کړ٠ :roll:

داخوان المسلمين لخوا داسې استدلال کيدو چې امان الله کافر اوکمونست وو او داسلام خلاف اعمال ئي تر سره کول،نجوني ئي مکتب او خارج ته وليږلې ..... :(

زموږ دتاريخ دمضمون ښونکی،چې يو ناپييلی، وطنپرست او دعالي تحصيلاتو 
لرونکی او دپاخه عمر څښتن وو،هغه به ويل چه هلکو دواړه خواې وران
ګړېږې، :idea:
اصلي خبره دا وه چې ټولنه روسته پاتې او خلک او دخلکو واکداران،دولتمداران،ټول ناپوهه ول :cry:
هغه به ويل چې دزړنو مالک خدای ج دی،خو داسې بريښي چې امان الله خان
ازاديخواه او ترقي پسند شخصيت وو،مګر دی او دده ملګري پدې نه پوهيدل
چې ازادي او ترقي څنګه تر لاسه کيږي؟
خو امان الله خان وکړی شول چې اقلا نيم هيواد ازاد او دترقي په لور ګامونه واخلي٠
اوس زموږ وار دی چې دنني عصر افغانان دلرې پښتونخوا دازادۍ په هکله سوچ وکړي٠(په هغه وخت کې خلقي-پرچي ګوندونو دپښتونستان دازادۍ تش په نامه شعارونه ورکول،خو اسلامي ګوندونو داشعارونه دپاکستان او اسلام خلاف دروس توطۀ بلله او دپښتونستان
دازاۍ دنامه سره ئي سخت حساسيت ښکاره کاوه).

نن له هغې ورځې نه څه دپاسه ٤٠ کاله تير شوي،خو موږ لا هم هماغه شومړې شاربو :x

[color=yellow:45a3682810]زما په اند،پخواني مشران پخواني ول،دهغو په هکله تحقيقات او څرګندونې د
مؤرېخينو او د ټولنيزو چارو دپوهانو کار دی٠[/color:45a3682810]
که هر څوک را پورته شي او  دې ١٠٠،٢٠٠،٣٠٠ کالو دمخه تاريخي حوادث
پخپله خوښه وڅېړي،نو دا نور کمسواد ولس به په کومه لار ځي؟

تاسو وګورۍ چې شوری نظار اصلا احمدشابابا،امان الله خان او نور افغاني
مشران له سره مني نه،او موږ هم لګيا يو دهغو قبرونه را سپړو؟
هيله ده څوک خفه نشي٠


larghonay laraway
15.08.2011

پتوال صيب بيا هم د منطق پر ځای په احساساتو تکيه کړې او غواړي چې په نننۍ نړۍ کې د علم او ټکنالوجي نړۍ ده، خلک وهڅوي چې په پېړۍ وړاندې تاريخ کې ژوند وکړي. په داسې حال کې چې دا ناشونې ده!
دا که ته شل وارې ووايې چې زه د احمدشاه لمسی يم او هغه امپراطوري جوړه کړې وه خو چې د همغې امپراطورۍ له دورې تر دې دمه پورې يوازې او يوازې په تاريخ کې اوسيدلي يو، په يو کور کې د خره، قچر، اس او غوا سره په يوه کوټه کې ژوند کوو نو تېر تاريخ يا امپراتوري يعنې څه؟
که کوم بهرني ته ووايو نو باور دی چې راته به ووايي: (SO what?)
که افغانستان چېرته په علم، تخنيک او حکومت کولو کې وياړ درلودی نو پر ځای ؤ چې هم به يې خپله ترې ګټه اخيستې وای او هم به نورو،
خو دا چې په همغه وخت کې يې هم د نورو د امپراطوريو په پرتله له شرمه ډک يرغلونه کړي او يوازې هغه وخت يې لښکرونه جوړ کړي چې هميانۍ او کندوان يې تش ښوي وو نو دا هيڅ د وياړ خبره نه ده!
بله دا چې د وياړ وړ به هغه وخت وای چې په نيول شويو سيمو کې ترې اوس کومه د وياړ نښه پاتې وای، خو احمدشاه يوازې همغه د شمار شپې په بله سيمه کې تېرې کړي چې بوجۍ يې ډکې کړې دي. نور يې هغه سيمه همغو خلکو ته سپارلې او پښې يې ترې راسپکې کړې دي!
په داسې حال کې چې حتی په افغانستان کې د مغلي امپراطورانو د وياړ نښې اوس هم دنګې ولاړې دي چې مونږ يې په ورانولو ستړي شوو خو لاشته!
پتوال صيب ليکي:
[quote:ac00c1e330]که هيڅوک ونه لرو نو بيا به مونږ له کومه ځايه په پښتون قام فخر کوو ، ماشومانو ته به د کوم نيکه کومه کارنامه بيانوو څو هغه په ځان کې هم ددغسې کار نامو مينه شوق او ارزښت احساس کړي ؟[/quote:ac00c1e330]
د ښاغلي پتوال د پورتنۍ جملې سره د يو هودخېل خبره راياده شوه!
يوه ورځ مې له يوه هودخېل څخه چې د خلکو جيبونه وهي، پوښتنه وکړه چې : (ډارېږې نه چې د يو چا جیب ته لاس وراوږدوې، که خبر شي؟ )
هغه راته وويل: تاسو په ماشومتوب کې مور ډاروي چې : (هله غل راغلو) خو مونږ ته په ماشومتوب کې داسې کيسې کوي چې : (هودخېل دومره زړور دي چې سړی پر خره سپور ؤ او ده ترې خر غلا کړو)
نو ګرانه د داسې پند نه ستا هدف څه دی؟
زه به هيڅکله هم خپل بچي ته حتی د افغان بچي ته داسې کيسې ونه کړم چې يو افغان احمدشاه چې له ملتانه راغلی ؤ او په کندهار کې يې د نادر افشار د پاتې شونې شتمنۍ او لښکر په زور پښتانه سره ټوټه ټوټه کړل، وطن ته يې قزلباشيان راوستل. او دا يې لا څه کوې چې خپل وطن يې جوړ نه کړ، د نورو په جوړو وطنونو يې يرغلونه وکړل او هلته يې هم هيڅ ونه کړل. همدومره به وو چې دی هلته ؤ خلک به غلي وو او د ده له راتګ سره به ارامه سيمه اړدوړ شوه)
له دې نه به زما ماشوم څه عبرت واخلي؟
څه به ترې زده کړي؟
څه وياړ به وکړي؟
که بل څوک خبر شي چې زه خپل ماشوم ته داسې خبرې کوم نو څه به وايي؟
پتوال صيب راځه د پتنګ صيب د پاکستان خبرې وکړو چې ټولتال شپيته کاله عمر لري خو د امپراطور لمسيان په ګدايي پسې هم پاکستان ته ځي، په مزدوري پسې هم پاکستان ته ځي، په درملنې پسې هم منډې وروهي، په زده کړې او هوښيارۍ پسې هم ورروان دي!
ايا هغوی بچيانو ته کيسې نه کوي؟
ایا هغوی چې په چا نه وياړي نو ورک شول؟
هو!
هغوی په علامه اقبال وياړي چې زه او ته هم په ادبياتو کې د اقبال فکر او فلسفې ته تږي ناست يو او تر اوسه پرې خړوبېږو!
هغوی په قائيد اعظم وياړي چې هيڅ سم هويت يې هم نه دی معلوم خو د پاکستان د باني په توګه يې پېژني او د يو داسې پاکستان بنسټ يې ورته ايښی چې تر ننه يې زه او ته هم ورته احتیاج کړي يو. د يو داسې پاکستان بنسټ يې ورته ايښی چې له ما او تا ډېر متمدن او پرمخ تللی دی!
پتوال صيب! که تش په کيسو ژوند کيدی نو جرمنانو به هيڅ کار نه کاوه او د هيټلر په کيسو به يې ژوند تېراوه!
خو داسې هيڅ نه ده!
افغانان بايد د نړۍ سيالان شي او په هغه څه ووياړي چې نړيوال پرې وياړي!
که په تشو کيسو او لاپو وای نو دا سل کاله کېږي چې وايو: (تر اټکه زما وطن دی!)
خو، نه شو!
دا هم وايو چې:
که د زلمونه پوره نه شوه
ګرانه وطنه جينکۍ به دې ګټينه
کله؟
راځئ چې د ورستو وياړونو پر ځای راتلونکې ته ځان چمتو کړو!
خپلو بچيانو ته ووايو چې احمدشاه تش د قدرت او شتمنۍ لپاره جنګ کاوه. د کندهار تاريخي ښار يې وران کړ او له تعصبه ډک احمدشاهي ښار يې جوړ کړ چې د قومونو د تنفر او تعصب پر بنست يې جوړ کړی ؤ (الله دې سزا ورکړي)
پتوال صيب!
تاسو د صديق افغان په څېر فورمولونه جوړ کړي خو دا کومه پټه خبره نه ده چې تاسو يې د صديق افغان په فورمولونو اوس نوې ثابتول غواړئ!
بلکې دا خبره د ارواښاد حبيبي په ژوند هم مطرح وه خو کتاب چاپ شوی ؤ!
وروسته بيا ځينو غوښتل چې دې خبرې ته پرتوګ وکړي نو د غنم پر ځای يې اوربشه وليکله،خو دا چې اوربشه تر غنمو هم مخکې لو کېږي نو ټول غلي پاتې شول.
دا سمه ده چې هجري قمري مياشتې بدلېږي او تل په يو موسم کې نه راځي خو هغوی يې همغه وخت په ميلادي او شمسي کلونو معادل هم ليکلې او بله دا چې همدا اوس هم معلومه ده چې د (۱۱۶۰ هـ مياشتې شوال، د ۱۷۴۷م) اوس د سپتمبر او عقرب سره سمون خوري چې منی دی، نه اوربشه وي او نه غنم او نه داخبرې منم!
کنه دا زه، دا ته او دا Date Converter

[color=red:ac00c1e330]خپله خبره:
زه د احمدشاه ابدالي خلاف نه يم. هغه د افغانستان امپراطور ؤ او هر انسان او چارواکی ښې او بدې خواوې لري. د تاريخ غټ پټ هدف همدا دی چې يو انسان د خپل وطن يا بل وطن د تاريخ په لوستلو سره د کرکټرانو له بدو کړنو عبرت والي او ښې يې د راتلونکې لپاره وکاروي!
خو، اوس چې افغانستان په خپله اشغال دی نومونږ هيڅکله هم کوم افغان ته دا نه شو ويلی چې له ځانه احمدشاه جوړ کړي او تر ډهلي پورې ملکونه ونيسي!
اوس د پوهې او ټکنالوجۍ دور دی، بايد خپلو ځوانانو او ماشومانو ته ووايو چې خپل وطن د هغه (پلانکيانو) د وطن په څېر جوړ کړئ او مه يې ورانوئ!
پاتې شوه د ټول افغان په تندي د احمدشاه بابا تصوير،
نو که د ټول افغان هدف دا وي چې احمدشاه بابا ولمانځي، نو کولی شي چې په پراخه ټول افغان کې يوه برخه يوازې ستر احمدشاه بابا ته وقف کړي چې تاريخ ليکونکي او انځور ګران د هغه ستاينې، کارنامې او وياړنې په کې وليکي او افغانان د خپل اتل او سمبول په اړه خبر کړي او ويې روزي!
د يو شخص په تصوير باور وکړئ چې ټول افغان کوچنی کېږي او د همغه يو کس تر کړنو پورې تړل کېږي. په داسې حال کې چې ټول افغان داسې نه دی!

کاشکې د ټول افغان مشر هم د خپل تندي ګونځې روښانه کړي چې ولې يې داسې کړي؟[/color:ac00c1e330]


پتوال
15.08.2011

منلی لاروی صيب ښې چارې!

ستا خبرې ټولې سمې دي خو د اوس وخت او زمان له پاره نه، ته له وخته ډير مخکې روان يې، د اوس له پاره زما خبرې سمې دي ، ته بايد د وخت د سرعت
سره د سموالي له پاره يو څه بريک ووهې ، تاريخ چې په شا ته نه ګرځي همدغسې
په ذهني ټوپونه هم نه مني . امان الله خان او د هغه پيروان
تر نن ورځې پورې ناکام پاتې دي او نه يواځې ناکام ، بلکې قام وطن او ولس ته يې سختې ضربې هم متوجه کړې چې ښه مثال يې خلق او پرچم وو .
که مونږ پخپله د ترقۍ او پرمختګ افتخارات پر ځان پيدا کړل چې تا ورته اشاره کړې نو دا اوسني هغه مو پخپله له منځه ځي .
تر څو چې خپل نه لرو تر هغې به د بابا په وياړونو ځانونه پينه کوو . دا سمه ده چې دا وخت نور د جګړيزو افتخاراتو نه دی، اوس د پرمختګ
سيالي يواځينۍ سيالي ده او په دغه ميدان کې بآيد نور ناکام پاتې نشو، که نه همدغسې به راباندې د نورو هيوادونو تاخت وتاز
بيا بيا تکراريږي او مونږ به د زړه ورو بومي امريکايي سرخ پوستو غوندې د غشو او لينديو سره د توپونو ، راکټونو او بمباريو مقآبلې ته
د تل له پاره ور وځواو بيرته به نه راستنيږو(!) . آن په شلمه پيړۍ کې لا آزادي د ترقۍ له پاره وه او له ترقۍ پرته آزادۍ هم نور ارزښت نه درلود
او له ترقۍ پرته آزادي د اوږدۀ مهال له پاره ساتل کېدای هم نشوه لکه چې وروستيو ٣٠ کالو وښودله آزادي مو له
پرمختګ پرته ونه ساتلای شوه ، اوس چې آزادي د پشاتګ په زور تر لاسه کوو ساتل به يې ډير ګران شي !
خو په اشغال کې هم ترقي له منځه تللې اوهم آزادي ! ځکه خو ددواړو د ګټلو او لرلو له پاره مونږ ملي وحدت ته اړتيا لرو داسې وحدت چې
دقدرت سوال به د يوۀ ملي اسلامي ولسواک جوړښت له لارې حلوي ، نۀ د زور او ديکتاتورۍ له لارې !
ومن الله التوفيق !


عبدالله خان
15.08.2011

لاروی صاحب دا چی اوس نوی وخت ده ،او نوی تفکر ته ضرورت ده دا واضح خبره ده خو دا دا معنا نلری چی موږ خپل تاریخ ړنګ کړو

زه هم د نشنلیزم ډیر سر سخت مخالف یم ځکه چی نشنلیزم جهانی استعمارته زمینه برابروی تر څو دا منطقه استعمار کړی

او بیا نشنلیزم داسلام دمقدس دین لخوا شرک ګڼل کیږی

خو دا دا معنا نلری چی سړی د خپل قوم په باره بی تفاوته پاتی شی او دخپل قوم له حقه تیر شی

احمدشا بابا زمږ دټولنی د ذهنی هستی (MATRIX) سمبول ده ، او ددی سیمبول له منځه وړل د ټولنی د دذهنی هستی له منځه وړل دی

یوه ټولنه يا ملت صرف په هغه وخت کی خپله ذهنی هسته له منځه وړی کله چی د کومی بلی غټی هستی د جوړولو نیت لری

نو ته لاروی صاحب دڅه لپاره ته غواړی چی دملت ذهنی هسته له منځه یوسی ؟

موږ نشو کولای چی صرف دڅو لیبرالو خبرو په مقابل کی لکه امان الله خان چی کولی او یا یی نور لیبرالان کوی دخپل ملت ذهنی هسته له منځه یوسو

او که ته چیری ددی هستی څخه د کومی بلی غټی هستی دجوړولو نیت لری نو مهربانی وکړه او تشریح یی کړه او که نه یی لری نو بیا دا هسته دڅه لپاره ړنګوی ؟


Sangar Watan
16.08.2011

درنو

پداسې حال کې چې ځيني دوستان د پنجابي ليکل شوي "تاريخ" پر بنياد،احمد شاه بابا دافغانان بابا نه بولي او دټول افغان په لمړي مخ دهغه دتصوير د شتون مخالف دي،خو دا دې وګورئ چې د سترو او ښاخ لرونکو مبالغوي ،اغارقي ٠ ....درواغو ويونکي تصوير او جعلي اسناد د ټول افغان په لمړني مخ کې نشر شوي :o :o :o

مګر دومره بې خبري؟؟؟؟
جعلي متن دلته او دټول افغان په لمړي مخ کې وګورې!
نوموړی افغاني مفکر.....څنګپوه.....نه بلکه يو عقلي ناروغ دې چه په ډالرو اسناد خريداري او د ټول افغان پشان په بيخبره او ٠٠ ٠٠ سايټ کې ئي نشر ته سپاري :? :? :? :?

د یوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت ( :D :D :D ديويشتمې پيړۍ غټ دروغ)
سیدعبدالله ولي زی

14.08.2011 17:06

د ليکوال څو نورې لیکنې
د علمي غلا په اړه څو یادونې!د غازي محمد جان خان په اړه څېړنیز سیمینار جوړېږيد فیسبوک کارولنن افغانستان ویبپاڼه پرلیکه شوهد ماشومانو د ځانمرګي برید لوبهد جرمني د دفاع وزیر ګوتنبرګ په علمي غلا تورن شود نثر لیکلو هنر چاپ شو!افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ کال د نړۍ غوره څانګپوه ډاکتر ونومول شوسبا به ناوخته ويپښتو تاریخي ناول «له سوداګرۍ تر سردارۍ»ټول د امـريکا د بیوګرافیو څېړنيز انستيتوت (ABI - American Biographical Institute)، چې د امريکا په (North Caroline) ايالت کې موقعيت لري، د څېړنو پر بنسټ یې يو افغان ډاکټر د يوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت ټاکلی دی او د نړيوال سفير لقب يې ور کړی. دغه افغان ډاکټر چې سيدنصيراحمد نومېږي؛ پروسږ کال یې د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافيو د څېړنيز مرکز لخوا د نړۍ د غوره څانګپوه ډاکټر لقب ترلاسه کړی ؤ، چې يو د سپينو زرو مېډال يې هم ورته ورکړی دی. دا دی سږ کال د امريکا د بیوګرافیو د انستيتوت لخوا د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت په نامه ونومول شو. د یادولو ده چې د ګامبيا جمهور رئيس يحیی جامع، د پاکستان فقيدې صدراعظمې بې نظېر بوتو او ګڼشمېر نورو سياسي ليډرانو هم د امريکا د بیوګرافیو د څېړنيز انستيتوت (ABI American Biographical Institute) لخوا د (ABI awards) لقبونه تر لاسه کړي دي.
د دغه لقب تر څنګ به يو د سروزرو مېډال هم ورکول کېږي او سږ کال (۲۰۱۱) به د نړۍ د نورو غوره اشخاصو تر څنګ د دغه افغان نوم هم د نړيوالو پوهانو او غوره اشخاصو د بيوګرافيو په کتاب کې خپور شي. چې د نړۍ په غوره کتابتونونو کې به ځای پر ځای شي تر څو د دغه اشخاصو په اړه هر اړخيزې څېړنې تر سره شي. د بېلابېلو مملکتونو د کانګرس او يا پارلمان په کتابتونونو کې به هم دغه د بيوګرافي کتابونه د څېړنو لپاره وړاندې شي، چې د دغه غوره اشخاصو د ژوند او کړو وړو په اړه سياستوال او پوهان هم اړين مالومات تر لاسه کړي.
ما د دې لپاره، چې خپلو هېوادوالو ته د دغه افغاني کارپوه په اړه مالومات ورکړي وي، له ډاکټر سيدنصيراحمد سره مې يوه مرکه تر سره کړې، چې ستاسو پام هم ورته را اړوم.

پوښتنه: ښاغلی ډاکټر صيب!
تاسو پروسږ کال د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافیو د نړيوال مرکز (IBC – International Biographical Centre) لخوا د ۲۰۱۰ ميلادي کال غوره څانګپوه ډاکټر ونومول شوی؛ موږ ستاسو په دغه بري او په نړيواله کچه د افغانانو د نيکنامۍ په اړه ټول ډېر خوشاله شولو او د هر افغان لپاره د وياړ ځای دی چې تاسو غوندې يو ډاکټر لرو. دا چې تاسو يو ډاکټر ياست او د دغه نړيوال څېړنيز مرکز څخه د غوره ډاکټر يا څانګپوه په نامه ياد شوي ياست، موږ ته هم د منلو او وياړ وړ ده، مګر دا څه پېښه ده، چې د امريکا د بيوګرافيو څېړنيز انستيتوت تاسو ته د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر او نړيوال سفير لقب درکړی؟ آیا تاسو په ټولنيزو هڅو او يا فلسفوي بحثونو کې هم فعال ياست، چې د يو غوره مفکر لقب مو تر لاسه کړی او يا سياسي هلې ځلې کوی، چې د نړيوال سفير نومونه مو تر لاسه کړي دي؟
ځواب: ګرانه! يو کس کولای شي په ډېرو برخو کې خپل شخصيت ته وده ورکړي. زه د افغاني کلتور او ادب په برخه کې فعاله ونډه لرم، خو بيا هم زه دقيق نه پوهېږم، مګر دومره ويل شم، چې زه په نړيواله کچه نه یوازې د افغانانو بلکې د پرديو په منځ کې هم په ټولنيزو هلوځلو بوخت يم او په ډېرو پوهنيزو، ادبي او ټولنيزو غونډو کې ګډون کوم. په ګڼشمېر غونډو کې د نړۍ د بېلابېلو سيمو سياستوال، ټولنپوهان، ژورناليستان او ګڼشمېر نور پوهان ګډون کوي، نو هرومرو له خلکو سره خبرې او یا هم خلکو ته څه ويل د انسان په ژوند کې يو اغېز درلودلی شي او د نورو څېړنيزو مرکزونو پام ورته اړول کېږي.
د افغانستان د وروستيو لسو کلونو په اړه ما د جګړې ضد دريځ خپل کړی او خپل نظريات مې په ليکلې بڼه د نړۍ تر واکمنو او ملګرو ملتونو رسولي دي. په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې مو له نورو سوله ملو ټولنيزو بهيرونو، خوځښتونو او ټولنو سره يو ځای د امريکايي تيري پر ضد په آمستردام او بيا د اروپا په بېلابېلو مملکتونو کې د جنګ ضد پلاتفورم جوړ کړ او د جنګ ضد پراخې مظاهرې وشوې، چې د نړۍ په کچه يې خپل اغېز پرېښود. پر عراق د امريکايي يرغل پر ضد هم دغه مظاهرې د نړۍ په کچه جوړې شوې وې، چې ما له خپلې وسې سره سم د جنګ ضد پلاتفورم جوړولو کې ونډه اخيستې ده.
بايد ياده کړم، چې د يو مفکر او ټولنپوه وسله قلم او د هغه مفکوره ده، چې نورو ته يې په ليکلې بڼه ور رسوي. ما هم په ټولنيز ژوند کې د قلم په مرسته خپل نظريات په بېلابېلو ژبو ليکلي دي، چې قضاوت به يې بيا لوستونکي کوي او په ضمن کې مې د اروپا د ختيځ پوهنې له انستيتوتونو، ژورناليستيکو مرجعو او ټولنيزو بهيرونوسره هم په ځينو پوهنيزو غونډو کې کار کړی. د کمبرېج د ټولنيزو څېړنو د مرکز لخوا راته د (د نړیوال هنر، ساينس او کلتور) د دېرشمې کليزې د نړيوال سيمينار؛ چې د امریکا د نيويورک په ښار کې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په جولای کې داير شو، د سيمينار د مشر مسؤليت راکړلی ؤ، خو د بده مرغه د خپلې مسلکي بوختيا له کبله ما ونشوای کولای دغه غونډې ته ورشم.

پوښتنه: ډاکټر صيب تاسو خو يو طبي ډاکټر ياست، نو له ټولنيزو ليکنو سره مو ولې مينه پيدا شوې او که د افغانستان د وروستيو څو لسيزو پېښو تاسو هم په سياسي بړبوکۍ کې لاهو کړي ياست؟
ځواب: دا سمه ده چې زه يو روغتيايي کارکونکی يم، مګر هر ډاکټر په ذات کې يو ټولنپوه، روانپوه او اروا پوه هم دی او د انسانانو د روحياتو پټ اړخونه هم ورته مالوم وي. له بل پلوه که يو ډاکټر يو ناروغ تداوي کوي، نو د سم ټولنيز فعاليت پر بنسټ کولای شي د ټولنې يوه لويه برخه درمل کړي، چې په ټولنيز ژوند کې به يې اغېز ليا هم پياوړی وي. تاسو ته څرګنده ده، چې لکه يو ډاکټر يو څانګپوه نه تنها د يو شخص په درملنه بوخت وي، د خپلې مسلکي پوهې پر بنسټ کولی شي ټولنيزې پېښې هم وسپړي، وڅېړي او يا يې هم د ليکنې په بڼه نورو هېوادوالو ته توضيح کړي. له بلې خوا يو انسان ټولنيز موجود دی او ټولنه هم د انسانانو مجموعه ده، نو د انسانانو تداوي د ډاکټر فرض دی. د افغانستان له وروستيو څو لسيزو څخه زه هم لکه نور افغانان اغیزمن شوی يم، نو زما په ليکنو کې هم د افغاني ټولنې د ناخوالو څرک په زغرده ليدل کېږي.
پوښتنه: ما ته په زړه پورې ده، چې پرته له دغو مېډالونو او نومونو مو کومه بله ډالۍ يا لقب هم تر لاسه کړی؟ که به دې اړه لږ مالومات راکړی، نو په زړه پورې به وي؟
ځواب: په ښوونځي کې شوخ وم، مګر سبق مې لوست، خو د ښوونځي په بهير کې نه پلار او نه هم کوم بل چاراته ډالۍ راکړې، پرته له يوې خټينې کوترې، چې پلار مې د قرآن اعظيم الشان د تلاوت په اړه راته ډالۍ کړې وه. تر ننه مې هغه پېښه په ياد ده. د ښوونځي په پای کې د حبيبيې په لېسه کې وم، هغه مهال يې ځوانان په وچ زور عسکري ته لېږل، چې زه هم له عسکري نه د خلاصيدو او پوهنتون ته د تلو له اندېښنو سره لاس او ګرېوان وم. د حبيبيې لېسې نه له فراغته وروسته مې د کانکور آزموينه تېره کړه، چې د کابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالی شوم او د لومړي درسي کال په بهير کې د بېلاروسيې هېواد ته د زده کړو لپاره واستول شوم. په ښوونځي کې مې هم کوم ځانګړی برياليتوب نه درلود، چې کومه جايزه يا ډالۍ مې تر لاسه کړې وای، خو د ښوونځي په لومړي او دويم ټولګي کې مې د روسانو په يو ښوونځي کې چې د جوزجان په ولايت د شبرغان په ښار کې ؤ، له روسي متعلمينو سره مې لېده کاته شوي، چې روسي ښوونکيو راته هغه مهال د قلمونو يوه ګېډۍ او کتابچې ډالۍ کړې وې.

په بېلاروسيه کې د طب پوهنځي د څلورم کال محصل وم، د روسيي او بېلاروسېې د محصلينو په يوه پوهنيزه سيالۍ کې مې ګډون وکړ، په هغه سيالۍ کې مې د يو څو نغدو روپيو جايزه تر لاسه کړه. ماته ډېره په زړه پورې سيالۍ وه او يو د وياړ ځانکړی احساس راته پېدا شوی ؤ. دکميسيون غړو چې وليدم، نو راته خندل يې او ويې ويل: نومرې دې لوړې وې، مګر په روسي ژبه کې دې تېروتنې کړې وې. موږ نه پوهېدو چې د افغانستان يې، موږ ګومان کاوه، چې د شوروي اتحاد له آسيايي جمهوريتونو څخه راغلی يې، ځکه مو د روسي ژبې په برخه کې ستا نه توقوع ډېره وه، خو اوس پوه شولو چې ته په دغه سيالۍ کې يوازينی بهرنی يې. مګر بيا يې هم ډېر وستايلم. بايد ياده کړم، چې د آزموينې په پاڼه مو د خپل نامه د ليکلو اجازه نه درلوده او یوه شمېره مو پر پاڼه ليکلې وه، چې دبل کميسيون لخوا راکړل شوې وه.
د نيدرلند د آمستردام د مرکزي اکادميک روغتون لخوا يوه ګړۍ او يوه کامره را ته ډالۍ شوي دي او د نيدرلند د دينهاګ په مرکزي روغتون کې مې دوه کاله کار وکړ، چې د دغه روغتون د جراحي سروېس لخوا راته د سروزرو د چاړې (DE GOUDEN BISTOURI) سېرتيفيکېټ راکړل شو. دغه ډول سېرتيفيکېټ ځانګړو جراحانو ته ورکول کېږي. د دينهاګ د ادارې لخوا ما ته هم دا ډول يوه چاړه له سيرتيفيکېټ سره راکړل شوې ده، چې ما ته لکه يو جراح تر ټولو ډاليو او نومونو غوره ډالۍ ده.
پوښتنه: ډاکټر صيب ما ستاسو ځينې ټولنيزې ليکنې لوستې دي، چې ستاسو په ليکنو کې يو ځانګړی سبک ليدل کېږي، نو را ته په زړه پورې ده، چې تاسو د چا له سبکه پيروي کوی او که ستاسو ليکنې خپل اړخ لري؟
ځواب: زه د کوم بل ليکوال پېښې نه کړم او په ليکنو کې هم له بل چا تقليد کول سم نه ګڼم. خو خپل ځانګړی سبک هم نه لرم، بيا هم زما ليکنې په يوه لنډه مقدمه پيلېږي، بيا موضوع سپړل کېږي او د ليکنې پايله پکې وي، نوکېدای شي په ټولنيزو ليکنو کې ډېر ټولنيز شيان او ټولنيزې پېښې بيان شي او په ليکنو کې د متلونو او د نامتو اشخاصو خبرې هم کاروم. په ساينسي يا روغتيايي ليکنو کې ليکنې د يوې منل شوې اډانې په بڼه ليکل کېږي، چې مقدمه، احصاييه، پرېکړه، لمنليک او اخستليک يې غوره برخې ګڼل کېږي، چې روغتيايي او ساينسي ليکنې بيا په بشپړه توګه خپرېږي.
پوښتنه: ډاکټر صيب تاسو د ټولنيزو علومو په برخه کې لوست کړی او يا مو پخپله په دې برخه کې هلې ځلې کړې دي، نو ستاسو د ټولنيزو ليکنو انګېزه څه ده؟
ځواب: ما د تحصيل په دوره کې له ټولنيزو علومو، په تېره بيا تيولوژي، ټولنيز دياليکتيک او تاريخي فلسفې سره ډېره مينه درلودله او په دې برخه کې مې ډېره مطالعه کوله. د (دوکتورا) د پروګرام د تر سره کولو لپاره مې د يو کال په بهير کې فلسفه هم لوستې، چې د انتيک فلسفه، ديني او مذهبي فلسفې شاليد او د رېنيسانس اغېز په منځنيو پېړيو کې او د اتلسمې پېړۍ نه وروسته د لوېديزې فلسفې ټولنيز، کلتوري او سياسي بهير يې غوره برخې وې. بايد ياده کړم چې د فلسفې دغو زده کړو زما د ټولنيزې پوهې او د ذهن په وده کې غوره رول لوبولی او د ټولنيز پوهاوي په برخه کې يې ډېره مرسته راسره کړې ده. زما د ټولنيزو او ادبي فعاليتونو انګېزه د افغانستان په ناخوالو کې نغښتې ده، چې زموږ د هېواد بدمرغيو هم زه دې ته هڅولی يم، چې ټولنيز فعاليت وکړم او ټولنيزې ليکنې د افغاني ناخوالو په اړه ولیکم.

ښاغلی ډاکټر صيب! دا د وياړ ځای دی، چې زموږ يو هېوادوال د نړۍ په کچه د امريکا د يو څېړنيز انستيتوت لخوا د (يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت او د نړيوال سفير) په نامه نومول کېږي او موږ ټول ستاسو په نومونه او ستاسو په ټولنيزو هڅو فخر کوو. د دې تمه لرو چې نور افغانان هم په نړۍ کې بريالي شي او خپلو هېوادوالو ته وياړونه ورپه برخه کړي. په پای کې که خپلو هېوادوالو ته څه ويل غواړی، ډېر به خوشاله شم.
ګرانه وروره! زه خو ځان يو عادي افغان ګڼم، نو زه به څه ووايم، خو د افغانستان په اړه د ټولو زړونه خوړين دي. په دې اړه به درنو افغانانو ته يو سپارښت وکړم، چې درنو هېوادوالو! نن سبا افغانستان د يوې نوې تاريخي آزموينې په درشل کې دی، ځکه چې د وروستيو لسو کلونو په بهير کې لوېديزوالو ونشوای کولای، چې د افغانستان غيور خلک اېل کړي، خو د دې تر څنګ د دې ګواښ هم موجود دی، چې د لوېديزوالو له تېښتې وروسته بيا افغانستان په «من و تو!» و نه وېشل شي او خپلمنځي جګړې رامنځ ته نه شي. د دغه بدمرغي د مخنيوي لپاره بايد خلک يو موټی شي او د افغان تر نامه لاندې د افغانستان هويت وساتي او لکه وروڼه د دغه ځپل شوي او وېجاړ افغانستان په بيا رغاونه کې مټې راونغاړي او يو سمسور افغانستان جوړ کړي.

ښاغلی ډاکټر صيب ستاسو نه يوه نړۍ مننه چې زما سره مو دغه مالومات شريک کړ او په زړه پورې مالومات مو د خپلو ټولنيزو هڅو په اړه موږ ته څرګند کړل.
ستاسو نه هم مننه چې ما ته مو د دغو خبرو د توضيح کولو زمينه برابره کړه، کور مو ودان. د ټولو افغانانو د نېکمرغي او بري په هيله. وسلام.
یادونه: هغه رسنۍ (ټلویزیونونه، راډیوګانې، ورځپاڼې او ویبپاڼې) چې غواړي له ډاکټر صاحب سره خپله مرکې وکړي، هغه نن کابل ته تللی تر څو له خپلې کورنۍ سره د روژې مبارکه میاشت او اختر تېر کړي، دوی کولای شي د ۰۰۹۳۷۸۷۳۵۰۳۴۰ او ۰۰۹۳۷۸۷۸۶۰۰۶۱ ټیلیفونونو له لارې دهغې سره مرکې تنظیم کړي.
په درنښت


larghonay laraway
16.08.2011

السلام عليکم!
مننه پتوال صيب کور مو ودان!
عبدالله خان صيب ! ما کله ويلي چې تاريخ دې ړنګ شي او سمبول دې له منځه يووړل شي؟
زه وايم په ټول افغان کې تاريخ ته تر ټولو ډېره او خوږه برخه ورکړئ، ډېرې ليکنې په کې وکړئ او ډېر کار ورته وکړئ خو ټول (ټول افغان) يوازې يو شخص ته مه ځانګړی کوئ!
که داسې کوئ نو يوه پاڼه دوه نومونه بايد ونه لري او د ټول افغان پر ځای ورته د (احمدشاه بابا) نوم ورکړئ. اوس د پاڼې نوم ټول افغان دی او انځور پرې د يو تاريخي او سياسي شخص دی چې دا نه سره جوړېږي؟
هغه خلک چې په ټول افغان کې ژورناليستيکې ليکنې کوي هغه د احمدشاه بابا سره څه تړاو لري؟
هغه څوک چې مذهبي استدلال ليکي د هغه يې د افغانستان له تاريخ او سياست سره څه؟
ناول او لنډه کيسه د احمدشاه بابا د انځور سره څه ارتباط لري؟
ښه دا ټول به درسره ومنو، نو په بحث فورم کې ټوکې ټکالې د احمدشاه تر تصوير لاندې يعنې څه؟
ما خپلې خبرې وکړې، همدومره وې نور څه نه لرم تاسو پوه شه او خپل وجدان مو!


پتوال
16.08.2011

لاروی صيب مننه،
زه فکر کوم ې ستاسې موخه تنويري وه او هغه دې تر لاسه کړه ، نه داچې د احمد شاه با با تصوير به تاسې يا بل کوم افغان اخلال کړي .
که همدا اوس يې د تصوير پوښتنه ټولپوښتنې ته ورکړو له تا پرته يې ښايي بل هېڅوک د ليرې کولو پلوی ونکړي .

پاتې شوه د تنوير خبره ، کور دې آباد زما دې يو بل اړخ ته هم پام کړ چې ښايي د احمد شاه زوی تيمورشاه صرف له دې کبله نه چې
ښځه يې ايرانۍ وه او قزلباشان يې په دربار کې لکه مچ و ميږي د ارګ زينت ، سرويس ، سات تيرۍ او دعيش ونوش شوشه رامنتځته کړې وه ،
کابل ته خپله پلازا رابدله کړه ، بلکې د سر له امنيتي ويرې څخه چې د
خپل پلار غوندې يې نشول کولی د غلزيو له پاڅون او هجوم څخه ځان وژغوري
نو کابل يې خپله پلازمينه وټاکله ، چيرې يې چې غوږونه په آرام ،
ځان او تخت وتاج يې خوندي پاتې کيدای شول . په کندهار کې يې خپل قوم کوچنی او له هغه پرته بل ملاتړ نه درلود چې
د غلځيو او هوتکو يا ټولو کندهار مشتو پښتنو په وړاندې مقاومت وکړي ، خو دلته په کابل کې يې له درباره بهر کوم ځواکمن دوښمن نه و ،
په اوسنۍ اصطلاح د ملي اردو په مټ يې کولی شول چې هر حرکت آن په کندهار کې هم وځپي . رښتيا هم د داود خان تر پايه پورې غلځيو
او هوتکو ته منسوب پښتانه د پوځ په لوړو مشرتابه څوکيو کې نه و يا په نشت حساب وو . نو کندهار له تيمو رشاه نه تر داود شاه پورې صرف
له ويرې پرېښودل شوی او کابل له ډاره ساتل شوی دی !

د تره کی ګوندي کودتا هم بل شی نه ، بلکې د غلزيو انتقام و، چې قدرت ته د تره کي له رسيدو وروسته د يوکال په موده کې يې په ګوند
کې غلزي ګونديان لکه خريړي په يو مخ را وټوکېدل او الحادي ګوند هم له کندهاري جونو او ځلمو ډک شو .
نوميالی همدا حقيقت د انقلابي تيورې په پلمه د انقلاب علت ښودلی او د محمدځيو ټوله دوره يې د ديموکراسۍ د لسيزې
په شمول د مظالمو، تضادونو د ځپنو او ارتجاعي فشارونو مجموعه ګڼلې او د ثور انقلاب يې ددې کمي تغيراتو د سر کلکې خوټېدلې کټۍ برحق
انفلاق بللی دی ، کوم فشار ته چې تره کي هم په خپله لومړۍ او هره وينا کې اشاره کوله چې داود پر مونږ برغولی ايښی و او اور يې را لاندې بل کړی و
نو آخر به مو کټۍ چوئله ( چې مطلب يې ترې اصلا ً د غلزيو د واکمنۍ خوړل شوی حق و) .
خو کله چې د ترکي انقلاب د شورويانو په مرسته او مستقيمه مداخله هم ټينګ نشو ، امين هم په قدرت پاتې نشو او ګل بدين هم قدرت ته ونه رسيد،
يعنې ټول غلځيان ناکام شول
بلکې واکمني بالکل د ټول پښتون قام له لاسه ووتله ، غلزيو دا نامعلوم سرنوشت نور نشو تحمل کولای نو د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو په شکل
ډګر ته راودانګل ، محمد ځيو ته منسوب احمد ځی دآکتر نجيب يې
هم د غچ په لمبه کې په دار وځړاوۀ او په خپل قدرت کې يې آن د يو کرزي غوندې رسيدلي مجاهد دوراني ته هم يو مناسب ځای او څوکۍ ونه لوروله .
بالاخره همدغه کړزی پاڅېدۀ دشاه شجاع او ببرک غوندې د امريکا د پوځي ناتار سره يوځای وطن ته راستون او قدرت يې بيرته د درانيانو
لاس ته انتقال کړ . ملا عمر چې څومره د کړزي نړيوال پوځي ملاتړ ته ګوري نو ځکه مجبور دی چې هومره نور هم د پاکستان په کونه ور ننوځي
او ګواښونه کوي چې :

[color=red:bc07bc3ce2]نن دی که سبا دی دا وطن د هوتک شاه دی ![/color:bc07bc3ce2]

[color=blue:bc07bc3ce2]........................................آمين ![/color:bc07bc3ce2]


عادل عادل
16.08.2011

السلام علیکم

یره پتوال صیب دادی کلونه کیژي چې لیکنې دې لولم، خو په خدای که تر اوسه په دې پوه وم چې ستاسو د لیکنو مشخص محور اصلا په څه څیزونو څرخي،،،، کله پوخ دلیل وایاست خو کله بیا دومره میان تهي منطق غږوی چې د سړي عقیده درنه ټړت وشلیژي؟

ستا په دې پورته خبرو کې ،،،،، دا لاندې ډېر په تعجب کې کړم:-

[quote:ac720bf71d]بالاخره همدغه کړزی پاڅېدۀ دشاه شجاع او ببرک غوندې د امريکا د پوځي ناتار سره يوځای وطن ته راستون او قدرت يې بيرته د درانيانو
لاس ته انتقال کړ[/quote:ac720bf71d]

ایا د امریکې د متحده ایالاتو په فوځ کې درانیان شته، ایا د ناټو په غړو هېوادونو کې درانیان وجود لري،،،، ایا د شمالي ټلوالې لنډغر خو به تاسو ته په خټه درانیان نه برېښي؟

ځه خدای دې خیرونه درکړي چې د نجیب ګاو د مناسب او پر ځای مجازاتو نسبت دې په دې لیکنه کې افغانانو تر کړی، د روسانو د یرغل نه نیولي بیا د دوی تر شکست پورې همدا یو د نجیب ځړول وو چې د عام ولس له سلهاوو غوښتنو څخه لومړی او د یادې زماني مقطع په تړاو یې تر ننه پورې وروستی بللای شو.

لاروی صیب خپل هدف تر لاسه کړ، په تاسو یې د تاسو په واسطه په خپله لمن او مخ تووو ..... یانې تف،،، کړل،،،، څو کاله وړاندې یې هم ورته لوبه پیل کړې وه، اوس دا دی بیا لکه چې غوایمه شوی او په احمدشاه بابا پسې یې یو ځل بیا خلي راخیستي!


پتوال
16.08.2011

عادل صيب ته خفه کيږه مه :
اول سلام ومنه او بيا مې کلام ته غوږ شه .
که ماپه لږه اوږده جمله او لږ زيات تفصيل ليکلی وای چې اوس هم همدغه کړزي له امريکايانو سره لاس يو کړ او د امريکا او ناتو
په مرسته يې قدرت د دريانانو په نامه له طالبانو څخه بيرته غصب کړ ، نو ښايي دا لاندې پوښتنې دې د ځواب په توګه نه وای ليکلې .
[quote:3d465a14d3]ایا د امریکې د متحده ایالاتو په فوځ کې درانیان شته، ایا د ناټو په غړو هېوادونو کې درانیان وجود لري،،،، ایا د شمالي ټلوالې لنډغر خو به تاسو ته په خټه درانیان نه برېښي؟
[/quote:3d465a14d3]
آيا د شاه شجاع په وخت کې د انګليسانو په پوځ کې دورانيان او د ببرک کارمل په وخت کې د شورويانو او وارسا د تړون په پوځيانو کې
افغاني تاجکان موجود وو ، طبعا نه و ، خو بيا هم د ګوډاګي حکومت په راس کې
د دورانیو يو مشر شاه شجاع او د تاجکو يو مشر ببرک کارمل قرار درلود .
دا بايد داسې درک کړو چې د کارمل په پلويانو کې له نورو نه تاجک ډير او دشاه شجاع په پلويانو کې له غلځيو او نورو پښتنو نه محمد ځي ډير وو ، که په مطلق ډول يې ونيسو نو ددواړو اړونده پلويان هم په پښتنو کې او هم په تاجکو کې خورا کم وو چې د يوقوم نوم پرې ايښودل هم سم نه دي ، خو د قدرت
په ترکيب کې بيا موثر او صحيح بلل کيږي .
[quote:3d465a14d3]ځه خدای دې خیرونه درکړي چې د نجیب ګاو د مناسب او پر ځای مجازاتو نسبت دې په دې لیکنه کې افغانانو ته کړی، د روسانو د یرغل نه نیولي بیا د دوی تر شکست پورې همدا یو د نجیب ځړول وو چې د عام ولس له سلهاوو غوښتنو څخه لومړی او د یادې زماني مقطع په تړاو یې تر ننه پورې وروستی بللای شو. [/quote:3d465a14d3]
نۀ د بوسو لاندې اوبه در سره نه تيروم :
نجيب دخاد د مشر به توګه په قندهار کې ډير سخت مرګ کړی و، ډير نيول شوي ځوانان يې په يوه قومانده شهيدان کړل ، دا ددشت ليلی له
پيښې نه هم بدتره وه ، نو يو دا دليل او بل ته مې مخکې اشاره کړې وه چې نجيب هم په قومي لحاذ شايد محمدځيو ته نږ دې و نو د تاريخي غچ ښکار هم شو .
دريم دليل يې ISI وه چې د ژنيو د توافقاتو په وخت يې هر څومره فشار واچاوه په نجيب يې هېڅ تاثير ونکړ او په افغاني غرور يې پنجابي سياست ناکام کړ
په سلو اوزرو نور پېښو کې هم ،
نو که طالبانو دافغانستان د خلکو پروا ساتلای لږ تر لږه د علني محاکمې حق به يې نجيب ته ورکړی وای ، دا دافغانانو حق و خو ISI پرې عجله وکړه او
بېدرېغه يې له منځه وېوړ، لکه څنګه چې د KGB او پرچم عجله د امين په مرګ وشوه دغسې د ISI او طالب عجله د نجيب په مرګ وشوه !
[color=blue:3d465a14d3]
د احمد شاه وزن څوک کمولی نشي، او د هغه د کاميابۍ سِر او راز ټول په همدې کې پروت و چې له پادشاه کېدو وروسته يې
له هرچا دمخه همدغه غلځي او هوتک او نورو پښتنو او افغانانو سره يوځای په ځان راټول کړل او ددوی په زور يې دومره لويه امپراتوري
جوړه کړه چې سيمه يې لړزوله، زوی تيمور شاه خويې دا وسه اوهمت نه درلود نو ځکه له غلځيو هم وېرېده !
د شير سرخ له لويې جرګې انکار نشي کېدای، که کيږي نو د جرګې له برياليتوب
او يا هم د حبيبي صيب له انګيرنو به کيږي چې
د غنمو د وږي مثال يې جنجالي دی .که نوموړې جرګه ناکامه هم رخصت شوي وي له احمد شاه سره وروسته د ټولو قومونو ملاتړ ددې
شاهدي ورکوي چې د جرګې نتيجه بيا هم مثبته او د احمد شاه په ګټه تمامه شوه !
زما دليکنې موخه هم داوه چې له احمد شاه وروسته
د سدوزيو او محمدځيو واکمني عملا د غلځيو د تاريخي حق تلفي وه او د نوموړې امپراتورۍ د زوال سبب شوه چې اوس يې د خاورې څلورمې
برخې ته افغانستان وايي . که غلزي په واکمنۍ کې وای نويا به دغسې شرمېدلې چارې نه وای شوې او که بيا کېدلې نو تر دې
به هم ډيرې بدترې وې . والله اعلم بالثواب والسلام ![/color:3d465a14d3]


عادل عادل
16.08.2011

السلام علیکم

محترم پتوال صیب

وبښی که زه په تاسو تېره درځم، زما په نظر په ورته موضوع کې بحث ته حاضرېدل ماته د احمدبابا په حق کې تیری ښکاري. مونږ په خپل ژوند کې د کومو ښو کارنامو شاهدان یو چې د تېرو په نسبت ښې او مونږ ته د اعتراض حق راکړي، احمد شاه بابا په خپل پیر کې ډېر مخکښ او مونږ او زمونږ مشران په خپل پیر کې ډېر په څټ او شرمنده حالت کې یو.

لاروی صیب یو فرد دی، ثبت شوی تاریخ تر سوال لاندې راوستل هغه هم چې د اصلاح په هدف وي، د فرد دنده نه ده، که وي نو د پردي مامور شکونه به خامخا پرې بار وي.


larghonay laraway
17.08.2011

پتوال صيب سلام!
مننه له قوي، منطقي او پخې ليکنې څخه مو. په رښتيا چې همدا دلايل دي چې تيمورشاه يې اړوېست څو پلازمېنه کابل ته راوړي. ولې د احمدشاه وصيت هم ورسره مل ؤ!
که خبره د ټولپوښتنې شي نو په خدای چې په ټول افغان کې به يې څوک له ملاعمر او کرزي څخه ونه ګټي!
په داسې حال کې چې دواړه د پرديو ګوډاګيان دي.
زما په نظر تر ټولپوښتنې به دا غوره وي چې څوک راته ووايي چې (ټوکې ټکالې، سندرې، مذهبي او ديني ليکنې، ډيموکراتيکې نظرونه او نورې په سلګونو علمي او تخنيکي ليکنې له احمدشاه سره څه تړاو لري؟
ايا ښه نه ده چې په ټول افغان کې يوه غټه برخه د افغانستان تاريخ ته ځانګړې شي چې په هغې کې تاريخپوهان په احمدشاه او نورو ګڼې ليکنې وکړي، د افغانستان تاريخونه په کې ثبت شي او د تاريخ جوړوونکو انځورونه په کې خوندي شي؟
ټول ټول افغان يوازې يو شخص ته وقف کول يعنې څه؟

[color=blue:e2849729b1]هو رښتيا!
که د ټول افغان په تندي د احمدشاه انځور تپۍ نو بيا د احمدشاه له مفکورې سره سمه وفا وکړئ او د ټول افغان ژبه بايد پاړسي وي. ځکه چې د احمدشاه د نږدې حواريونو، د دربار، د دفتر او د خط او کتابت ژبه پاړسي وه)[/color:e2849729b1]

عادله!
منطق هغه څوک پېژني چې ستاغوندې په غويمنډ کې نه ځغلي، بلکې يو څه شعوري فکر کوي!
ما چې مخکې هم کومې ليکنې کړې وې نو راځه دا يې کز او دايې ميدان ته نر شه او ځواب يې راکړه!
ولې تا په همغه وخت کې هم چټيات ليکل، د ښځو غوندې دې ښيرې کولې او کله کله دې غوغو هم کول!
نو اوس دې بيا څو څو وارې سپک الفاظ لکه( اوس دا دی بیا لکه چې غوایمه شوی او په احمدشاه بابا پسې یې یو ځل بیا خلي راخیستي!) ليکلي چې دا د هيڅ انسان منطق نه دی!
ما ليکلي ته نر شه زما ځواب راکړه او هغه هم په سړيتوب! نه په دغسې الفاظو لکه تا چې ليکلي دي.

[color=red:e2849729b1]د کرزي دوره په رښتيا چې د دورانيانو دوره ده. حتی کرزي لږه نوره هم وړه کړې چې خبره يې پوپلزيانو ته راوستې او په يوازې کندهار کې اتلس ولسوالان پوپلزيان دي![/color:e2849729b1]


عبدالله خان
17.08.2011

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

په دی کی شاید څوک راسره مخالف نشی چی پښتون یو ناکام قوم ده
ځکه چی اول خو دا قوم په دوو مملکتوکی په دوو برخو ویشل شوی ده ، دوهم په دواړو مملکتو کی پښتانه کوم خاص ځای نلری
په افغانستان کی پښتانه اکثریت جوړوی خو دولتی ژبه فارسی ده او دولتی کلتور فارسی کلتور ده پښتو ژبی ته او پښتو کلتور ته دافغانستان په دولت کی ځای نشته
حال داچی په ټول جهان کی دا رواج دی چی د هردولت دولتی ژبه او کلتور د اکثریتو ژبه او داکثریتو کلتور وی

اکثریته پښتانه بی سواده دی او پښتانه په دولت کی څه خاصه ونډه نلری چی پخپله همدا بیسوادی دهمدی محرومیت نتیجه ده
ډیر کم پښتانه په دولت کی کار کوی هغه هم هغه پښتانه چی پردی کلتور او پردی ژبه یی زده کړی وی

یعنی دافغانستان په دولت کی هغه وخت یو پښتون کار کولای شی چی پردی ژبه او پردی کلتور زده کړی
مطبوعات او تجارتی کارونه د اقلیتونو په لاس کی دی

اوس به راشو دیته چی ددی ناکامیو علت څه ده ؟

ددی ناکامیو علتونه دوه دی

اول ، خارجی توطیی
دوهم ، نا لایقه دپښتنو حاکمه طبقه

دخارجی عواملو په باره غواړم ووایم چی روسان او غربیان چی ظاهراُ په جهانی سطحه په خپل منځ کی اختلافات لری خو دپښتنو لپاره یی نظر یو دی او هغه داده چی پښتانه ددوی داستعماری ګټو په مقابل کی خڼډ دی نو ددی لپاره باید سره ویشلی وی او دنورو قومونو دتاثیر لاندی وی نو په همدی خاطر دوی د پښتنو ژبه او دپښتنو کلتور نشی زغملی او نه دپښتنو قوی دولت زغملی شی

او دوهم دپښتنو حاکمه طبقه ده ، ځکه چی د پښتنو دناکامی یو عمده علت دهمدی حاکمی طبقی غلط سیا ستونه وو
اوس به راشو دیته چی دا حاکمه طبقه څوک وو ؟
دپښتنو په معاصر تاریخ کی د پښتنو اکثریته سرداران سدوزی او محمدزی وو چی په دی سردارانو کی ښه او کامیاب لکه احمد شا بابا هم وو چی کړنی یی د ټولو پښتنو په ګټه تمامی شوی دی

د نادر افشار په وخت کی داحمدشا بابا په لښکر کی هم غلجی وو او هم درانی او کله چی احمدشابابا بادشا شو نو بیایی هم تول قومونه به ځان راټول کړه
د احمدشا بابا د حکومت دوره د ټولو پښتنو او ټولو قومونو د حکومت دوره وه ، او دپښتنو لپاره له ټولو کامیابه دوره وه او دټولو قومونو ملاتړ ورسره وو
د احمد شابابا بادشاهی درباری بادشاهی نه وه بلکی قومی بادشاهی وه
درباری بادشاهی د تیمورشا او شازمان په وخت کی شروع شوه چی ایران ډوله درباری بادشاهی یی شروع کړه

او ډیر نالایقه عیاش او حتی قوم فروشه سرداران هم پکی وو چی دپښتنو دنن ورځی بدبختی دهمدی نالایقو سردارانو دسیاست نتیجه ده
دا نالایقه سرداران د هرڅه منلو ته تیار وو چی صرف خپل تاج او تخت وساتی د خپل تخت او تاج لپاره د پردی ژبی او پردی کلتور منلو ته تیار وو خو دیته چی د پښتنو دحقوقو لپاره خپل تخت اوتاج په خطر کی واچوی هیڅکله هم تیار نه وو
او که چیری ضرورت وی او دوی خپل تخت او تاج پریږدی د ملا محمد عمر په څیر غروته وخیژی او دپښتنو د حقوقو لپاره جنګ وکړی داسی غیرت په دوی کی نه وو

اوس به راشو دیته چی ایا ددی نالایقو سردارانو د دکړنی پړه صرف په دوی ده که په ټولو درانیانو ؟

که د هر هوښیار سړی نه پښتنه وشی نو هغه به ځواب ورکړی چی ددی بدبختی پړه په ټولو درانیانو نه ده ، بلکی دهمدی نالایقو سردارانو په غاړه ده
ځکه چی دی سردارانو صرف دغلجیو سره خیانت نه ده کړی بلکی د ټولو پښتنو سره یی خیانت کړی یعنی چی څومره یی دغلجیو سره خیانت کړی په همدی اندازه یی ددرانیانو او کرړیانیو سره هم خیانت کړی
او په همدی اور کی چی نن ټول پښتانه سوځی درانی هم پکی سوځی

او اوس چی پښتانه له خپل درانده خوبه را پاڅیدلی دی او دظلم په ضد یی مبارزه پیل کړی ده ، نو که چیری موږ اوس دی مبارزی ته د غلجی او درانی نوم ورکړو نودا به دهغه عیا شو سردارانو په څیر زموږ خیانت له ټولو پښتنو سره او داینده نسلو لپاره وی
او دا دا معنا لری چی د ټولو پښتنو او اینده نسلو لپاره د یوی نوی بد بختی بڼسټ ږدو
که چیری تاسی په رښتیا د پښتنو دحقوقو ګټونکی یاست نو دی مبارزی ته د غلجی او درانی نومونه مه ورکوی


پتوال
17.08.2011

عبد الله خان، لاروي صيب او عادل عادل صيب اسلام عليکم و رحمة الله !
ډيره مننه عبد الله خانه ښکلې ليکنه دې کړې ده،
سل په سلو کې يې در سره تاييدوم ، څو ډيره وېره هم مه کوه ، که په عمل کې د هغه او دغه قوم تر منځ ورورولي وي او سابقه هم لري نو په دې
شخصي تبصرو بيا ددوی د ورورۍ د اوسپنې قلا نه ورانيږي ، او که خبره برعکس وي او دوی ټول عمر يو بل ته په دپلمو په کمين کې ناست تير کړی وي
نو بيا يې د شخړو مخه هم څوک نشي نيولای . زه خو وايم دسدوزيو او محمد ځيو نور بس دی کړزی دې هم استعفا ورکړي
او په ملي شرايطو دې قدرت ملا عمر ته پرېږدي :
١- ملي او اسلامي ولسواکي دې ومني او خوندي دې وساتي
٢- په ملي ګټو په قيمت دې هېڅ ډول معامله له ګاونډيو او نورو بهرنيانو سره نه کوي !
٣- د ښځو حقوق دې هغسې پلي کړي چې مخکې ما په بل ځای کې په ګوته کړي دي
٤- سوله ييز او د فعالې بېطرفۍ بهرنی سياست دې غوره کړي
او د هر هيواد سره دې دوستانه روابط وساتي !
______

عادل صيب په روژه کې انشا الله ستاسو حوصله او سړه سينه به نوره هم ځواکمنه شوې وي که کار ترې واخلې او چوپ پاتې شې الله به څو چنده اجرونه درکړي !

لاروی صيب د دوستانو لږه تر خه خبره په لا ترخه مه ځوابوه ، ( څو دې وسه وي په خندا يې اخله ) ځکه دوستي اکثره ددوستانو د دوستانو
تر منځ هم وي، نه چې چيرې په يو ه سپېړه ډير مخونه درڅخه خوږ نشي .

سر بېره په دې د تاريخ او تاريخي څېړنو په نامه يو فوروم په ټول افغان کې شته خو څوک په کې څه نه ليکي .
که هلته په کې هغه وصيت له سرچينې سره وړاندې کړې چې تا ورته نغوته کړې او تيمور شاه ته د افغانانو لوی بابا کړی و ګټور به تمام شي .
همدارنګه د ټول افغان نوم خو ټوووووول افغان دی، ولې د ټول افغان دتاريخي وياړ لومړی ستوری له احمد شاه بابا نه پرته بل څوک نشي کېدای .
او ټولپوښتنه چې هر څنګه ده د وروستي ممکن قضاوت يواځينی معيار بيا هم ټولپوښتنه پاتې کيږي او بس !
نور نو پنډ پنډ سلامونه او د مبارکې روژې د روحاني موجونو او خوندونو په هيلو مو په لوی الله سپارم !


larghonay laraway
18.08.2011

سلامونه!
پتوال صيب له نورو خبرو به زه هم درتېر شم راځئ په ويب ماسټر يې ومنو چې په لومړي مخ د چا انځور راشي؟
د احمدشاه
د ملاعمر
د ګلبدين
دکرزي
د امان الله خان غازي
د خوشحال خان خټک
د رحمان بابا
د خان عبدالغفار خان
او که د بل چا
په همدې نومونو دې د ټول افغان په لومړي مخ کې ټولپوښتنه وشي نو دا يې ګز او دا هم ميدان چې څوک يې ګټي!
مننه


پتوال
18.08.2011

لاروی صيب له زيري څخه دې مننه چې زما ملنګ سوال دې منلی ، نور ټولپوښتنه به د اختر په ورځو کې ويبماسټر ته تش ستا دمعلومات له پاره
وړانديز کړو څو تاته پته ولګيږي چې ٢+٢ څو ډوډۍ کيږي :lol: :lol: :lol:

نور که په علميت کې په نړيواله کچه اتلولي وي نو پښتون نابغه افغان سيد جمالالدين (رح) دي او که په افغاني شاهانو کې اتلولۍ وي نو
احمد شاه بابا دی . ددوی نمانځنه ديوې ټول پوښتنې څخه په مستقل ډول تلپايه ده . والسلام


larghonay laraway
20.08.2011

پتوال صيب که ويب ماسټر ته لاسرسی لرې نو زما دا يو پيغام هم ورته له نږدې وړاندې کړه!
(له بده مرغه چې پښتانه د ښې خپرونې وړتيا نه لري. دوی لومړی يو شی ډېر ښه پيل کړي خو چې اوج ته يې ورسوي نو يا د خپل منځي اختلافونو له لامله او يا د نورو وروسته پاتې فکرونو له مخې ترې ګډ وډ شي!
ښه بېلګه يې شمشاد ټلويزيون دی! چې په لومړيو کې ډېر ښه او د پښتنو د زړه غږ ؤ، خو وروسته د څو پيسو په مقابل کې او همداراز د غلطو مشورو او د نورو له خوا د تطميع له مخې داسې ګډوډ شو چې باور دی په خپله دوی به يې هم نه ګوري!
خو د دوی پر وړاندې طلوع ټلويزيون دی چې له پيل څخه يې همغه يوه لاره نيولې وه او تر ننه پورې پرې داسې کلک ولاړ دي چې باور وکړه د هلمند اواروزګان هغه پښتانه هم طلوع ګوري چې په ټکي پاړسي نه پوهېږي!
داسې نه ده چې طلوع وال پيسې نه ګټي، بلکې د شمشاد څو چنده يې ګټي خو له خپل هدفه يو اينچ هم نه تېرېږي او همدا يې د بري راز هم دی!
د ټول افغان او نورو پښتو پاڼو غټ توپير همدا ؤ چې ټول افغان نه په تاريخي وروستو او وروسته پاتې فکرونو کې ښکېل ؤ، نه په اوسنيو دروغجنو نزاکتونو او مصلحتونو کې نښتی ؤ او نه هم د چا د سياست قرباني ؤ
له همدې کبله د ټول افغان پر وړاندې نورې ويب پاڼې ټولې د شګو بندونه وو او ونړيدل او ټول افغان اوج ته ورسيد . خدای دې وکړي چې غلطې مشورې، وراسته فکرونه او استبدادي نظريې يې راونه نړوي!
په همدې هيله
د ټول افغان لرغونی لاروی
(زه که د زړه له کومي درته ووايم باور وکړه چې د ټول افغان لومړی مخ هغسې په مينه نه ګورم له پخوا به مې چې ورته تلوسه وه!)


معصوم
21.08.2011

ټولو ته سلامونه!
دا لاروی خو لا بیخي هغه خبره لیکي لکه چې وايي: «ممه زیره پپه تیتيست.»
خدای دې غرک کړه، نظر ورکول خو څه ختمي نه ډي لاړ شه لږ مطالعه وکړه، څه ضرورت چې بحث وکړې.
ته دومره کمل او بد بخت یې چې احمدشاه بابا نه پيژنې په دې نه پوهېږې چې هغه څوک او څه یې کړي. تا غوندې خلک چې د پښو له خوا په دار وځړول شی ډېر کم یې.
هغه د افغانستان بنسټ اېښودنکی دی، دومره عقل در په سر کړه او د پنجابیانو او پاړسېوانان بابولالې دلته مه غږوه. زه خو حیران دلته یم تاسو کم عقله خلک ولې دومره ځان ته پوه ښکاري.
نور کوشش وکړه چې اول مالومات ترلاسه کړې، بیا دې د نیا په مېړنو پسې خبرې وکړې.
زه نه پوهېږم دغه تاسو مذبمذبه ولې په دې نه پوهېږئ چې څه لیکی. په دې دې باید سر خلاص شي چې احمدشاه بابا یو مجاهد و او هغه هیڅکله هم د پښتنو داعیه نه درلوده د اسلام بیراغ یې ان په ډهلي ورپوو.
احمد علی کهزاد په خپل کتاب احمدشاه دراني کتاب کې لیکي چې لوی احمدشاه بابا یوازینۍ ملي قاید و چې په هیڅ فحش او عمل نه و مبتلا، تر دې چې د ده ټول افکار ملت ته مجذوب و، ان ښکار ته یې هم وخت نه ورکولو.
په درنښت

[quote:246b82b0f4="larghonay laraway"]
په پای کې پتنګ صيب ته وايم چې ايا همغه احمدشاه چې په مناقبو کې يې ليکل شوي چې نادر افشار ته يې د چرسو چلم ډکاوه او په لاس يې سپرغۍ پرېوده خو تر هغې يې ليرې نه کړه چې په لاس يې وځغيده او مړه شوه!
د کوم کلچر خبرې کوې؟[/quote:246b82b0f4]


larghonay laraway
22.08.2011

معصوم خانه زه د انسانانو سره په بحث بوخت يم نه له تاسره


معصوم
22.08.2011

سلامونه!
لاروۍ ګله!
زه نه پوهېږم د انسان نه ته څه تعریف لري، کیدای شي ستا خبره سمه وي چې ما باید له انسان سره بحث کړی وی. یره زما که مني ولاکه په تا ټول افغان کم او زیات شي که د ملي قائد احمدشاه بابا سره نه یې خوښ داسې په عزت کې د ټول افغان سره مخه ښه وکړه او الله دې مل شه. ستا په شان ډېر پاړسېوانان، پنجابیان او د هغوی پلویان نه ټول افغان پرانیزې او نه یې هم پالي. ستا لپاره هم دا تر ټولو غوره کار دی. بیا به نه سپکې چاته لیکي نه به یې اوري. زه دا منم چې ما تاته سمې خبرې نه دي لیکلي، اما تا زما په ملي اتل تیری کړی، خدای دې غرک کړه، که ته په پاکستان کې کوم دالخور ته هغه انګریز (علي جناح) په بد نوم یاد کړې بیا به یې خوند درته مالوم شي.
زموږ احمد بابا تر علی جناح ډېر اوچت دی. او ته باید په دې پوه شې چې هغه کوم عادي سړی نه و او ستا په شان واړه ماغزه یې نه درلودل هغه د افغانستان او سیمې په کچه فکر کولو نه د قومونو د واک په کچه.
دا هیڅ زه هم نه منم چې هغه کوم صوفي بادشاه کړئ، بلکې هغه د نادرافشار سرلښکر و او د خپل زور له وجې یې په لویه جرګه کې غړو ته وویل چې راځئ زما سره دومره واک دی او افغاني حکومت جوړوم زما ملتیا وکړئ، بیا هم قومي ټیکه دارانو دی نه منلو چې په پایله کې یې د ده زور او واک له امله ټول ورته تسلیم شول او یوازې یو څه مشرانو دی و نه منلو چې د خپل پوځ او لښکر په مرسته یې هغوی هم حکومت ته تابع کړل. که هغه د افغاني حکومت بنسټ نه وی اېښی خدای پوهېږي چې ته به اوس د کوم ملک وی. ځکه اوسنۍ جغرافیه د هغه له وخته د افغانانو د حکومت تر ولکې لاندې راغله. ستا د ډېرو مالومات لپاره تاریخ احمدشاهي (میرغلام محمدغبار)، احمددراني (احمدعلي کهزاد) او د ده په اړه لسګونه نور لیکل شوي کتابونه ولونه.
زه خو به کیدای شي وروستۍ تبصره درته ولیکم خو ته خپله لږ فکر وکړه، زما سره په ذهن کې یوازې او یوازې د احمدبابا انځور رپاند دی ځکه زه هغه خپل مقتدر شخصت او ملي اتل ګڼم. که څوک هغه ته د توهین خولې وغځوي که په فزیکي توګه یې زیانمن نه شم کړی نو په خبرو خو به یې خامخا سپکوم. سره له دې چې پوهېږم ښه کار نه دی مګر کم اصلو ته باید په کم اصلۍ ځواب ورکړل شي.
په درنښت


larghonay laraway
23.08.2011

له تا بښنه غواړم زه له انسانانو سره بحث کوم


ډاکتر څپاند
27.08.2011

دلمړني مخ کاپي

اعليحضرت غازي امان الله خان

ډاکټر سيدمحمد دامادي (د نړ ۍ لويې اونوتې څېرې) نومي کتاب په سر کې څه ښه وينا راوړې ده : ويليام شکپېير ليکي : ( ژوند يوازې يو تېرېدونکى سيورى او بېوزله لوبغاړى دى ،چې يوشېبه دصحنې پرمخ راڅرګند شي ،ځغلي ، په شور،زوږ، برم ،پرتم ،ولولو، هيجان ،احساساتو راځي او وروسته يې هېڅ غږ نه ترغوږو کېږي ، يوه زړۀ راښکونکې اوله زوږه ډکه افسانه ده ،چې يو بېړا او احمق يې لولي او هېڅ مانا نه لري .) خپلواکي او استقلال دانسانانو طبيعي حق دى . هغه کسان ،چې دا حق له خپلوهمډولو( همنو عانو) څخه اخلي ،يرغلګر اونيواکګر دي اودخپلو له لاسه تللو حقوقو دترلاسه کونې او خپلواکۍ دګټنې په موخه ديرغلګرو او نيواکګرو پر وړاندې خوځښت او پاڅون يو روا او عادلانه عمل دى . دافغان ولس دپرحقه مبارزو په لړ کې يوهم د افغانستان تاريخ دملي آزادي بخښونکو مبارزو يو ښکاره اوځلانده باب دى ،چې دنړۍ دهغه مهال دلوى ښکېلاکګر ځواک سره زموږ هېواد دخپلواکۍ بېرته ګټنې دوياړلې حماسې جګړه ده ،چې په ١٩١٩ زېږدي کال دانګرېز ښکېلاک اوزبېښناک سره وشوه . دګران هېوادخپلواکۍ دبېرته ترلاسه کونې په بهير کې ، هغه نوم ، چې دخپلواکۍ او استقلال دبياګټنې سره نه شلېدونکى تړاو لري ، هغه دشاه امان الله خان غازي نوم دى . هېڅ يولږ څه پوه آزادي غوښتونکى او هېوادپال افغان به ونه موندل شي ،چې کله دهېواد خپلواکۍ نوم واخلي او ورسره جوخت دهغه خداى بخښلي نوميالي غازي اعليحضرت شاه امان الله خان دنوم يادؤنه په پت ،عزت اودرنښت سره ونه کړي ، کوم ،چې دى د خواږۀ افغانستان دخپلواکۍ ګټيالى ،زړور،باتور ، هېواد پال ، اوژوبلور دهېواد د تاريخ يوځلانده ستورى بلل کېږي . شاه امان الله خان د ١٢٧١ لېږديز لمريزکال د غبرګولي په مياشت کې ،چې د ١٨٩٣ زېږديز کال دجون له لومړۍ نېټې سره يې سمون درلود ، دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دزرګر درې اړوند داوسني دظفرطاق په سيمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې . په ١٢ کلنۍ کې دعين الدوله ( ددولت سترګې ) په ستاينوم ( لقب ) ونومول شو او په ١٩١٣ زېږديز کال يې دمحمود طرزي له لور ثريا سره د شهر آرا په ماڼۍ کې وادۀ وکړ.د ١٢٩٧لېږديزلمريز کال دکب په دويمه ،چې دجمعې ورځ وه ، په ځانګړې توګه او د ١٢٩٧لېږديزلمريز کال دکب په ٩ مه نېټه ،چې د ١٩١٩زېږديز کال د فبروري له ٢٨ مې نېټې سره يې سمون درلود ، په رسمي ډول د پاچاهۍ اعلان وکړ. داسې روايت دى ،چې امان الله خان مور عُليا حضرت دښځو سرخېله ( دسلطان مشرې مېرمن دخپل زوى په ښوونه ، روزنه اوپالنه کې مهم اواغېزمن رول درلود . عُليا حضرت يا دځينو په وينا دغه بوډا ګوربت دامان الله خان دفکر،انداو تخيل په ډول او دليدلوري اوتګلوري په ټاکنه اوغوراوي کې ګټور اغېز او نفوذ درلود . دښځو سر خېله ( دپاچامشره ښځه) داميرحبيب الله خان مېرمن او دامان الله خان مور دافغانستان رسمي ټولوا کمنه ( ملکه ) وه . هغه يوه د باچا دزړو برمياليو، پرتمينواواغېزشيندومېرمنو له ډلې څخه وه ، يوه ورځ ،چې اميرحبيب الله خان دچهلستون په ماڼۍ کې په مزو او چړچو بوخت ؤ ، دغوړومالو اوچاپلوسودرباريانو په مخ کې يې هغه سپکه او رټله او ان دا،چې دکېږدۍ په څکېز ( دېرک ) يې په سرووهله . پاچا پرېکړه وکړه،چې هغې ته طلاق ورکړي ، خو دامير ورور سردار نصرت الله خان په منځګړتوب يې هغې ته دطلاق ورکونې څخه ډډه وکړه ، خو دامير دښځو سرخېله دپاچا مشره مېرمن او دهغې زوى امان الله خان له هغې وروسته دامير له سترګو ولوېدل او دپاچا له خوا،چې ورته کوم لږ معاش ټاکل شوى ؤ ، په هغه يې ژوند او ګوزاره کوله . خو دې باتورې ، مېړنۍ او مدبرې مېرمنې ته وا، په يوبل ډول دامير څخه غچ اوبدل واخېست ، په دې معنى ،چې دې ( بوډاګوربت ) خپل ټول وس او زور دامان الله خان دفکر، تخيل ليدلوري په روزنه او پالنه کې ،چې ژور اغېز يې پرې درلود ، په کار واچاوۀ او د خپلې راتلونکې پاچاهۍ له پاره يې چمتو او تيارکړ .
عُليا حضرت يوه پياوړې اوغښتلې مېرمن وه ،چې ويې کولى شول،د ټولو سياسي ،اقتصادي اوټولنيزوستونزوسره ډغرې ووهي، ځکه چې دخپل زوى په روزنه اوپالنه کې يې يو ډېر لوى هدف درلود . هغې غوښتل ،چې دهغې زوى دودې او پرمختګ ډېرې اوږدې لارې کچ او لنډې کړي . ملکي خپل دې هدف ته درسېدا په موخه ، امان الله خان په افغاني دود اوروحيې سره وروزۀ . هغه به يې هر کال دافغانستان بېلابېلووﻻيتونو،ولسونواو قومونوته وراستاوۀ ،څودولسونواوقومونوله لويانو او مشرانو سره له دې نېږدې اړيکې ونيسي او له دوى نه افغاني غيرت ، مېړانه ، اتلوالي ، پت او عزت زده کړي .سربېره پردې ، يو بل انديال،اديب ، ليکوال ،شاعر، ژورنالېست ، سياستوال او مدبر شخصيت محمود طرزي دملکي ثريا پلار او دامان الله خان خسر، دامان الله خان شخصيت په غنا، بډاينه او تکميلېداکې بنسټيز رول ولوباوۀ . امان الله خان دنړيوالې لومړۍ جګړې پر مهال ( ١٩١٤-١٩١٨ ) په کابل کې دآلماني ، ترکي ، اتريشي او هندي ډپيلوماټانو سره راشه درشه او ناسته پاسته درلوده اود هغوى له ګټورو اندونو او نظريوڅخه به برخمنېدو . همدارنګه هغه په کابل کې دبهرنيو هېوادونو له استوګنو ډپيلوماتونوسره خوږې او دوستانه اړيکې لرلې او تل به يې دهغوى په بنډارونومجلسونواومحفلونوکې په خپله ګډون کاوۀ . غازي امان الله دبلنواودعوتونو په محفلونو کې د ډيپلوماټانو او دهغوى دجامو اغوستنې له بېلګو، ډولونواوسليقوڅخه اغېزمن شو اود دۀ دشخصيت په بشپړېدا، بډاينه ،بسياينه او تکوين کې يې رغنده او مثبت اغېز وشيند . دافغانستان حق پالونکي خلک تراوسه هم په بېلابېلومناسبتونواو په تېره کله ،چې دافغانستان د خپلواکۍ دبېرته ګټنې د کلېزې ورځې يادؤنه وشي ،نودهغه لوى ،ملي اواتل شخصيت نوم په خورا قدر،عزت اودرناوي سره په ژبو اخلي . اوس هم کوﻻى شو ،چې ددغه سياسي اوهېواد پال افغاني مشر لوړ مقام د اووۀ اويا کلونو وروسته ،چې دهغه له واکمنۍ څخه تېر شوي ، دلويانومشرانو او سپين ږيرو هېوادوالو په خاطرو او يادونو کې په ډېر څرګند او څرګند ډول سر درک کړو او دولس په منځ کې دهغه معنوي ګرانښت اومحبوبيت له ورايه ووينو . اعليحضرت غازي امان الله خان يو روڼ اندى ، دنظر خاوند ، ماتغاړى ، صميمي ، ولسپال انسان او دهېواد د خپلواکۍ ، پرمختګ او لوړاوي خورا ډېر لېوال اوپلوى ؤ .واک ته تر رسېدا مخکې دولسي روڼ اندو،سمونپالواوبدلونپالو وګړو سره د دۀ چال چلند دهغه ګرانښت او محبوبيت دخلکو په منځ کې انګازې جوړې کړې . ددۀ کر کټر او لوړ انساني عادتونه ددې لامل شول ،چې دهېواد يوه ډله لږ څه پوه وګړي ،چې داميرحبيب الله خان په دربار کې د ( غلامانو ) په څېر او سېدل اود دربار له رازونواو اسرارو خبروو او دامېر له کړنو يې کرکه لرله ، دسياسي بدلونونو او دپرانېستي سياسي چاپېريال غوښتونکي وو او له بل لوري هغوى دشهزاد امان الله خان سره دوستانه او ورور ګلويزه اړيکې لرلې ، دهغه پرشا اوخوا راټول او نوموړى يې دخپل ټولي او ډلې دمشر اولارښود په توګه وټاکۀ،چې وروسته بيا دا ډله د ( افغان ځوانان ) يا ددويم مشروطه غوښتونکو غورځنګ په نوم ياد شوه . په دې ډول سره دشاه غازي امان الله خان نوم د (افغان ځوانان)يا (دويم مشروطه غوښتونکوغورځنګ )له نوم سره نه شلېدونکى تړاولري . هرهغه څوک ،چې وغواړي ،د افغانستان خلکو د مبارزوتاريخ د شلمې پېړۍ په لومړيو دريولسيزو کې مطالعه اووڅېړي ، دې ته به اړه وي ،چې د لومړي اودويم پړاو مشروطه غوښتنونکو غورځنګ په سر کې د (افغان ځوانان )له ډلې څخه ،چې مشر يې دهېواد د خپلواکۍ اتل،مترقي او هېوادپال شخصيت شاه امان الله خان ؤ،يادؤنه وکړي .کانديد اکاډيمسين اسدالله حبيب ليکي :( زما په اند نوموړي امير د خپلو اسلافو په څېر ، ټولې هڅې دسلطنت ساتنې دخپلو سيالانودوهلواوغورځولو ته ځانګړې نه کړې ،بلکې دواک له کړۍ نه د باندې ووت .دلويو کارونود ترسره کېدالکه د هېواد خپلواکۍ اوپرمختګ ، دعلومو او کلتور ودې اوپرمختيا،او دخلکود نوي ،هوسا او نېمکرغه ژوندلپاره يې خپلې مټې رابډوهلې . د دۀ کړنې اوفعاليتونه دختيځو ټولنو دلرغونو دودونو او عادتونو سره سمون نه درلود ، چې ټولې دلوېديځو ټولنو په بڼه غير عادي ، بدې او پيکه برېښېدلې ،او په دې ډول سره د هغه خوځنده توده مېړانه او اتلوالي ،ددۀ د هيلو او ارمانونو په برياليتوب او پلي کېدا کې بې له شک ،چې دکينې او تربګنۍ زېږنده او پنځوونکې وه .
شاه امان الله خان يو هېوادپال ، ځواکمن ويناوال او پياوړى اديب ؤ ،هغه بيت ،چې په خپله يې ويلى او په هغه کتاب کې ،چې ((په افغانستان کې دقانون واکمني )) نوميږي ، راغلى ، خپل دهېوادپالنې ولولې او احساسات يې په لاندې توګه په کې بيا ن کړي دي :
شدم يکبارگي باجان وسرازدل گرفتارش دهم خون عزيزخويش تاسازم چوگلزارش
ديادؤنې وړ ده ،چې د دۀ پورتنى بيت دنوړي حضرت د هېواد ، خلکو اوخپلواکۍ سره دلېونۍ مينې دلرلوددليل په توګه راوړو . په همدې توسن شاه امان الله خان دخپلې واکمنۍ دتاج په سرکونې او دلوړې مراسمود لومړنۍ اوونۍپه بهيرکې دکابل ښار پتمنو اوسېدونکو او ددولت چارواکو ته په خپله لومړنۍ هغه وينا کې ،چې دعيدګاه په جومات کې يې وکړه ، دګران هېواد افغانستان دچورلټې خپلواکۍ خبرې وکړې . خپل سلطنت يې دبشپړې خپلواکۍ دلاس ته راوړنې پورې اړوند وباله او ويې ويل :( لومړى دخپل نجيب ،اتل او رښتيني ولس ټولو ارزښتونواودودونو ته په پام سره اعلانوم اوزېرى درکوم ،چې ما دافغانيه سلطنت تاج دګران افغانستان د کورنۍ اوبهرنۍ خپلواکۍ او واکمنۍ له نوم سره په ا ړوندتياکې په سراېښودلى . ورپسې يې دافغانستان خپلواکي غوښتونکوخلکوڅخه دمرستې غوښتنه وکړه ،څو چې ددې لوى او سپېڅلي ارمان ته د لاسرسي اوپه پلې کېدا کې له دۀ سره همغږي ، ملګري او مرستندوى شي .اعليحضرت اما ن الله خان خپله يوه بله وينا دعيدګاه په جومات کې دولتي چارواکو،سر تېرواو دکابل ښار اوسېدونکوته په داسې حال کې وکړه، چې سفري دريشي يې پر غاړه وه او ويې ويل : ( زما ګرانه ولسه ! زۀ به ترهغود سرتېر ۍ جامې له ځان ؤنه با سم ،څوچې مې دخپلواکۍ جامې دوطن مورته نه وي چمتو کړي .) زۀ به داتوره ترهغوپورې پۀ تيکي کې کښېنږدم ،څو،چې مې د خپل ولس حقوق د نيواکګر ښکېلاک څخه نه وي ترﻻسه کړي !)اې زما ګرانه ملته او اې زماسرښېندونکومېړنيواواتلوسرتېرو! راځئ،چې خپل غيرتي سرونه دګران هېواد دخلاصون ، ژغوراوي اوخپلواکۍ لپاره قربان کړو.
افغان مسلمان اوخپلواکي غوښتونکوخلکوهم دخپل ځوان بادشاه دغې روح پنځاندي بلنې او غوښتنې ته لبيک ځواب ورکړ . يانې دنړۍ لوى ښکېلاکي ځواک څخه يې دخپلواکۍ دحصول له پاره دخپلو سرونو اومالونو قربانۍ وړاندې کړه او جګړې ته چمتو شول .شاه اما ن الله خان ولېدل ،چې انګرېزانو ددۀ هغه ليک ته ،چې په هغه کې يې له انګر ېزانو څخه افغانستان ديوۀ آزاد،خپلواک او د نړۍ دنورو هېوادونو په شان دمساوي حقوقو غوښتونکى ؤ ، په رسميت پېژندنې غوښتنې ته ځواب نه ؤ ورکړى ، نو د ١٩١٩زېږديز کال داپرېل په ١٣ مه نېټه يې دکابل په درباري ناسته کې ،په داسې حال کې ،چې دانګرېزسفير هم شتون درلود، خپله ويناداسې واوروله : (ما په خپله ، خپل هېواد دکورني او بهرني پلوه خپلواک او مستقل اعلان کړ . له دې وروسته زموږ هېواد دنړۍ دنوورو هېوادونو او ځواکونو په څېر خپلواک دى او هېڅ ځواک ته به دسر ديوۀ ويښته په کچه ددې اجازه ورنه کړل شي ،چې د افغانستان په کورنيو او بهرنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او که چا داکار وکړ ، زۀ به دهغوى اورمېږ په دې تېره توره ووهم . بيايې دانګرېزسفير ته مخ ورواړاوۀ، ويې پوښتل : هغه څه ،چې مې وويل پرې پوه شوې ؟! دانګرېز سفير په تعظيم اودرنښت ځواب وکړ : (هوکې ، پوه شوم ! )ورپسې ځوان بادشاه انګرېز سره د جهاد له پاره ددې بيت پربنسټ چمتوالى او تيارى پيل کړ:
گرنداني غيرت افغانيم چون به ميدان آمدي ميدانيم
په داسې حساسوحالاتو کې شاه اما ن الله خان کابل مېشتو دټولنيز ژوندبېلابېلوطبقو سره اړوند اوسېدونکو،وګړو، قومونو او خلکو پروړاندې په پرله پسې ډول انګرېز ضد وينا وې وکړې ،چې دخلکو ولسي پرګنوله بې ساري هرکلي سره مخ شوې . شاه امان الله خان په يوه له دغو وينا ګانو کې چې دعيدګاه په جومات کې يې واوروله ، وويل : ( اې افغان اتلواومتدينوخلکو! د بريتانيې حکومت دوه ځله په بې شرمانه اوغولوونکې توګه زموږ پر ګران هېواد بريدونه وکړل ،څو خپلې چټلې منګولې په دې سيمه کې ننه باسي او غواړي ،زموږ هېواد ،چې په هغه کې زموږ پلرونه او نيکونه ښخ دي ،پوپناکړي ، زموږ پت ،عزت او هم زموږ شخصيت او افغاني خصلت له منځه يوسي اوداشان زموږ خپلواکي او نېکمرغي له موږ نه واخلي ... ) دافغانستان هېواد پالوخلکودخپل ځوان بادشاه دې بلنې ته لبيک ځواب ورکړ ،چې د ١٩١٩زېږديز کال دمۍ په ٣ مه نېټه دافغانستان د بېلابېلو قومونووګړو،چې دوى په خپلو کې ګډ وروګلويزه او خپلواکي غوښتونکي ولولې او احساسات درلودل ، دخپلو هغو زړو وسلو سره ،چې د افغان انګرېز په لومړۍ او دويمه جګړه کې يې له انګرېزانوڅخه نيولې وې ،يوشپېته زره کسيز لښکر دجګړې په موخه چمتو او تيار کړ . څلور زره ناروزل شوى توپچي ځواک ،د زاړۀ توپونو سره ،چې لږ شمېرمهمات اوتجهيزات يې درلودل ،ددغه لښکر ملتيا کوله .خودښمن څه وکړل ، دښمن د دې لږ اوناروزل شوي لښکر پر وړاندې لومړى ( ٣٢٠) زره او بيا ( ٧٥٠) زره روزل شوي سرتېري اوافسران ،چې (١٨٥_٤٥٠) زره باروړونکي څاروي دمهماتواوتجهيزاتود درنواو ملا ماتوونکو بارونو لاندې ،چې دسلګونو جنګي الوتکو له خوايې بدرګه کېدله ،دجګړې په موخه دهېواد سوېل اوسوېل لوېديځوپولو ته راواستول . دافغانستان جنګي توکي او مهمات د بريتاني له اردو سره ،چې په پرمختللوجنګي وسايلو اوجنګي الوتکو سمبال وه ، په هېڅډول دپرتلنې وړنه وه . سره له دې ،چې دافغانستان اردو دکمي او کيفي پلوه د دښمن له ځواک سره څرګند او ناانډوله توپير درلود ، خو بيا هم افغاني ځواک ديرغلګر پر وړاندې ټينګ اوکلک مقاومت وکړ .له سره جوخت داوطلبه قبايلو دخيبر درې څخه تر بلوچستان پورې دبريتانوي وسله والو ښکېلاکيانو په وهلو او شنډولو کې لوى او بنسټيز رول ولوباوه . داشان دافغانانو دخپلواکۍ جګړه په لويه کچه د بريتانوي هند دخلکو دهرکلي او لېوالتيا وړ وګرځېده . په قبايلي سيمو کې مېشت هغه هندي سرتېري ،چې دبريتانيې په ګارنيزيونونو کې په دندو بوخت وو ، له خپلو وسلو سره دافغانستان اردو ته تسليم او له دوى سره يوځاى شول . دغه راز په ورته حال کې دنيواکګرو او ښکېلاکګرو پرضد دهند خلکو دلاهور ، ممبيي ، امر تسر او نورو ښارونو کې په مظاهر و او لاريونونو پيل وکړ ،چې دانګرېز تيريګرانو روحيې او معنوياتو په کمزوري کولو کې بې اغېزې نه وو . همداوه ،چې دانګرېز ښکېلاکګر پر وړ اندې د خلکو اتلوالو مبارزو او مقاومت انګرېزدې ته اړکړ ،چې اوربندوکړي او د ١٩١٩ زېږديز کال دجون په ٣ مه نېټه په راولپنډۍ کې دسولې خبرو اترو ته کښېني . داوربند په اعلان سره دافغانستان له خوا دهغه مهال دکورنيو چارو وزير والي احمد خان تر مشرۍ لاندې يو پلاوى وټاکل شو . شاه امان الله خان نوموړى دپلاوي په مشرۍ راولپنډۍ ته واستاوۀ او ورته يې وويل : ( هره قرباني ،چې ورکوې ، وريې کړه، خو دهېواد بشپړه خپلواکي له ځان سره راوړه . )
داشان امان الله خان ( نرنجنداس ) هندو دافغاني پلاوي ديوۀ غړي په توګه وټاکه او داکار دسياسي پلوه ډېر داهميت وړ او ګټور وبلل شو ،ځکه چې په هېواد کې استوګن هندوان د ډېر لږ ارزښت اوحقوقوڅخه برخمن وو ، خو امان الله خان دوى ته د درناوي په سترګه وکتل ، نو په همدې بنسټ يې دشا ه امان الله خان ګرانښت او محبوبيت دهندوستان دخلکوپه زړونوکې لاپسې ډېراوزيات کړ . سربېره پردې يې ډاکټر عبدالغني او کرنېل غلامحمد ،چې يو ډ ېر غوڅ او جدي سرتېرى ؤ ، هم دافغاني پلاوي سره مله کړل .افغاني پلاوي د جوﻻى د مياشتې په ٢٤ مه نېټه دهندپه لور حرکت وکړ . دانګرېز پلاوي مشري سر هملټن ګرانټ کوله ،چې په انګرېز پلاوي کې يوازې دوو تنو هندوانو غړيتوب درلود . شاه امان الله خان دجګړې له اوربند وروسته دستوري په ماڼۍ کې يوه شانداره اوپرتمينه غونډه جوړه کړه،چې دکابل يو شمېر ښاريانو په هغې کې ګډون درلود . په دغه غونډه کې دبريتانيې حکومت يو استازي شتون درلود،چې د شاه امان الله خان سره دخداى په امانۍ په موخه راغلى ؤ . په همدې شېبه کې يو تن هزاره د نورو هزارګانو په استازيتوب ودريد او ويې ويل : ( زه چمتو يم چې هزاره ګانو ټول شمېر تر وروستې کس پورې دشاه امان الله خان او ددۀ د جوغې او پلاز (تاج او تخت ) څخه قربان کړم .) ورپسې يو تن هندو دنورو افغاني هندوانو په استازيتوب پورته شو او ورته کلمې اوجملې يې بيان کړې . شاه امان الله خان دبريتانيې استازي ته مخ ورواړاوۀ او ويې ويل : ( زما وينا مو په ياده ده ! ماويلي ؤ،چې هرڅوک دافغانستان پرخاوره باندې يرغل وکړي ، دهغه اورميږ به ورپرې کړم ! )
دبريتانيې استازي وويل : ( زۀ دخداى په امانۍ له پاره راغلى يم، نه دکومې خاصې موضوع په اړه ،چې خبرې پرې وکړو . بيا شاه امان الله خان دبريتانيې له استازي سره خداى په اماني وکړه او ويې ويل : زۀ تاسو خپل حکومت تا سپارم . ) داعليحضرت غازي شاه امان الله خان دهېواد پالنې تر صادقانه لارښوونې لاندې د هېواد سياسي خپلواکي ترلاسه شوه ، چې ګران افغانستان يوځل بيا له لاسه تللى ، پت، عزت او نړيوال حيثيت دنړۍ دخپلواکو او آزادو هېوادونو په منځ کې ترلاسه کړ . دخپلواکۍ مناره ، دظفرطاق خاطره او دنوم ورکي سپاهي څلى ، چې په پغمان کې موقعيت لري اود دهمزنګ په نوآباد سيمه کې دشهيدانو يادګاري څلى دهغو مېړنيو اتلو شهيدانو په وياړ،چې د خپلواکۍ په لار کې يې خپل سرونه قرباني کړي، دشاه امان الله خان په امر او لارښوونه جوړشوي دي . دپغمان ملي شورا دظفرطاق په لمن کې ،چې په پغمان کې موقعيت لري ، دشاه امان الله خان داتلواليو ، مېړانو او خدمتونو څخه دمننې او قدرؤنې په موخه دالاندې متن ليکلى : ( دافغانانو ديوازيني پوه ، دسالم وجدان خاوند او هېواد پال انسان الغازي الاعظم شاه امان الله خان د برياليتوبونو او اتلواليو څخه د يادؤنې او ستاينې په موخه ،چې واک ته تررسېدا سره سم يې دهغو لومړيو ورځوڅخه دخپل ګران ولس ته دپتمن اوعزتمن ژوندد حصول اود کرکجن او وروسته پاتې ژوند دپوپنا کېدا لپاره يې دربړاوکړاونه ډک دخپلواکۍ پاڅون پيل او دافغاني ټولنې د روااومشروع حقوقود لاس ته راوړلو ژمنه وکړه . بيايې دخپل ټينګ او پياوړي هوډ او پاڅون په ترڅ کې د ١٢٩٨ لېږديز لمريزکال دزمري مياشتې په ٢٨ مه نېټه دافغانستان بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه . داد وياړونو او برياليتوبونو ديادؤنې څلى ،چې ما دپغمان دې (ظفرطاق) په سيمه کې جوړ کړ او هم مو دهغو سر پلوراندو سرتېرو شاه زلميانو نومونه ورباندې وليکل ،چې دمرګ وروسته دهغوى اولادونه د دې شاهد وي ،چې دمجاهدو غازيانو او دهغوى دتاريخ جوړونکي اتل غازي دخونړيو مبارزو او اتلواليو هېنداره وي ، څو،چې دافغانستان راتلونکي قومي او ملي غورځنګ لپاره ديون او خوځښت ديوۀ سمبول په توګه دالهام وړ وګرځي .)
داشان دمعارف چارواکو له خواهم د(ظفرطاق) ترڅنګ دشاه امان الله خان دزوکړې منار جوړشو،چې په هغه کې داسې لولو : ( دانېمکرغه او دشهادت يادګاري څلي دهېواد خپلواکۍ دلارې د هغه مخکښ اتل او مترقي لارښود د يادؤنې په وياړ سرهسک کړى ،چې ددغه نېمکرغه او پاکه زوکړې خاورې له ريا څخه کرکه او نفرت کوي او د هغه د پښو له قدمونو څخه خوږبويي لټيږي . دنوې ورځې يانې دخپلواکۍ دجګړې ډګر اتل ، دبخت او سوکالۍ ميدان مخکښ ، دمعارف او پوهې امير دغازيانو او مجاهدو اتلانو سرخېل مشرالغازي الاعظم اعليحضرت امان الله خان زوى د شهيداعليحضرت حبيب الله خان زوى داعليحضرت عبدالرحمن خان مرحوم ،چې علم او پانګه ددۀ دواکمنۍ پرمهال يوځاى راورسېدل ، داشان وده ، پرمختګ اوتمدن د هغه له زمانې سره تړاو لري او هغه ورته د چوپړ ملا وتړله ،چې ددغې ټولنې قومي مرکز ددې پياوړي او غښتلي ځوان له بخت اواخلاص څخه ځواکمن شو، موږ ټول دوطن سر تيري لکه ښوونکي، زده کوونکي او د معارف چارواکي ددغه نيمکرغه شاهانه يادګاري څلي دليکنې دتاييد او منښت لپاره ،چې د ١٣٠٩ لېږديزکال د ذې القعدې مياشتې په پېنځمه نېټه د پنجشنبې په ورځ دحاجي اسد خان په کورکې ،چې دزرګر درې سره نېږدې په پغمان ولسوالۍ کې موقعيت لري ، منځ ته راغى ، دا يادګار مو دمعارف نښان په لګولو سره په دې څلي کې وليکۀ اوحک کړ ،چې د راتلونکو نسلونو لپاره مو داد هرکلي ، وياړ او خپلواکي ګټونکې زوکړې ديادګاري څلي (منار ) بنسټ کېښود .) چې ظفرطاق د منار تر تکميلېدا څومياشتې مخکې دهغه پرانېسته وشوه . ( ١٣٠٢لېږديزلمريز) .کانديد اکاډيمسين محمد اعظم سيستاني د ډنمارک هېواد ديوۀ استاد (اولسن ) په وينا ليکي ،چې : (دافغان انګرېز په درېيمه جګړه کې شاه اما الله خان په اسلامي نړۍ کې خپل موقعيت ديوۀ امپرياليستي ضد مشر او لارښود په توګه څرګند او تثبيت کړ او دخپلې واکمنۍ په لومړيو کلونو کې يې دپان اسلامېزم جګړه ييز سياست پرمخ بوتلو . دۀ په شفاهي ډول سره د اروپايانو دګواښونو په وړاندې دخلافت څخه ملاتړ وکړ او دبخارا امير او دترکستان له باسمه چيانو سره ،چې دبلشويکانو پر وړاندې يې جګړه کوله ، مادي مرستې وکړې . دهند په نيمه وچه کې دسرحد هاخوا دقبايلو مذهبي مشرانو دافغانستان دمشر دګرانښت او محبوبيت په تبليغ کې ګټور او اغېزمن رول درلود . همدارنګه خبرورکړل شو،چې امير ګازګا اوحضرت کرخ د پنجدې له لارې چهل دختران ته راغلي دي ، دغه راز خبر راورسېد،چې دپنجدې ترکمن،چې د ١٨٨٦ زېږديزکال راهيسې يې د روسانو ترولکې واکمنۍ لاندې ژوند کاوۀ ، ددې هيله څرګنده کړې ده ،چې دافغانستان ترواکمنۍﻻندې ؤاوسي .هغه زياته وي : دې پان اسلامېزم نه يوازې دا،چې د بادشاه اعتبار په اسلامي نړۍ کې بلکې په افغانستان کې هم زيات کړ او ان دا،چې ترټولو دودپاله مذهبي مشرانو هم د شاه امان الله خان دهمدې امپرياليستي ضد روحيې او خصلت په لرلو سره ،له هغه څخه ملاتړ وکړ .خو د دووځواکمنو ګانډويانو سره سيالي کول او ددوى پر وړاندې ديوۀکلک او پياوړي هېواد په توګه درېدل ، يوۀ غښتلي ، په ځان بسيا او برلاسي هېواد ته اړتيا لرله ،چې له بده مرغه افغانستان داوس او وړتيا نه درلوده .) بلې ! دافغانستان دخپلواکۍ ملي اتل شاه امان الله خان هيله لرله ،چې هېواد يې ډېر ژر د نړۍ د پرمختللو او متمدنو هېوادونو په قطارکې ودريږي . نوموړى د يوۀ خپلواکي غوښتونکي انسان او دنوي کلتور پلوي ، دخرافاتو ، چټياتو او بنسټ پالنې سخت ضد او دښمن ، دښځود حقوقوغورځنګ مخکښ په توګه ګڼل کېږي .هغه اتل غازي بادشاه ،چې په ختيځ کې دښکېلاک ضد او په لوېديځ کې دانګرېر امپراتورۍ سره د خپلواکۍ جګړې اتل ، سوبمن او فاتح بلل کېږي . هغه ژمن ،متعهداومصمم ؤ، څودکمال اتاترک (مصطفى کمال ) په څېر ،چې دترکيې هېواد پرکنډوالو يې د نوي ،ځواکمن اومتمدن هېواد بنسټ کېښود ، افغانستان هم د نړۍ په يوۀ پرمختللي هېواد بدل کاندي . هغه په ډېر غور او ځيرتيا سره خپل ريفورمونه او اصلاحات پيل کړل . په هرحال دافغانستان سياسي خپلواکي په حقيقت کې زموږ د ګران هېواد په اوسني تاريخ کې نوى باب پرانېست ،چې د افغانستان خلکو تر خپلواکۍ وروسته دخپل ژوندانه په نوې سياسي ، اقتصادي او اجتماعي صحنه کې قدم ورکېښود،چې ددې ملت په مړژواندي اوله خوځښت نه لوېدلي کالبوت کې يې نوى روح او نوې ساه ورپواو وچلوله . شاه ان الله خان او مشروطه غوښتونکو پر دښمن دبري وروسته په ټولنه کې دمنځنيو پېړيو وروسته پاتې والي د شتون د رفعه او له منځه وړلو په موخه او په هېواد کې د ټولنيزوبدلونونو او اصلاحاتو راوستو لپاره ،چې وکولى شي ،ټولنې ته پرمخيون ورکړي ، يو لړ ريفورمونه راوستل ،او په دوو پړاوونو کې پلي شول . لومړى پړاو د ١٩١٩ زېږديزکال څخه تر ١٩٢٤زېږديز کال پورې او دويم پړاو د ١٩٢٨ زېږديز کال د سپټمبر څخه د ١٩٢٩ زېږديزکال د جنوري پورې .
دلومړي پړاو اصلاحات :
مترقي او منوربادشاه ترټولومسلو لومړى يې خپل پام دملي وحدت ټينګښت ته ورواړاوۀ او په عاقلانه اومدبرانه توګه يې دا ملي وحدت د قانون په اډانه کې دافغانستان ټولو وګړو دټولنيزومساوي حقوقو پرچورليز باندې راوڅرخاوۀ . ددولت دټولنيزو اصلاحاتو د لومړي پړاو تر ټولو مهم بدلون ، دافغانستان دولت داساسي قانون ( سياسي نظامنامې ) تصويب ؤ،چې د ١٣٠١ لېږديزلمريز کال په هغه لويه جرګه کې ،چې دغړو شمېريې ٨٧٢ تنو ته رسېدو او په خپله دشاه امان الله خان تر مشرۍ لاندې دجلال اباد په ښارکې دايره شوې وه ، تربحث لاندې راغى ،چې وروسته تصويب شو . په دې توګه افغانستان دلومړي ځل لپاره دخپل څوزره کلن تاريخ په اوږدو کې ديوۀ داسې اساسي قانون خاوند شو،چې بنسټ يې دانساني حقوقو پراصل ولاړ ؤ . دا اساسي قانون ،چې په دوه اويا مادو کې تصويب شوى ؤ ، دعمومي حقوقو په څپرکي کې لولو: ( دبرابرۍ او شخصي ازادۍ اصول ،داسارت او غلامۍ لغوه کول ، دمطبوعاتو او بيان ازادي ، دکسب ، تدريس او دشخصي ملکيت دلرلو حقوق ، په سوله اوامن کې ژوند کول ، دشخصي شتمنيو او پانګو نه ضبطېدل ،دامنيت اومصؤونيت په چاپېريال کې دکور،کورنۍ اواستوګنځي پاتې کېدل يا په بل عبارت په سوله او امنيت کې ژوند کول ، دبيګار اوجبري کارونو منعه کېدل ،دشکنجو،ځورونواوکړولو ناقانونه ګرځول او داسې نور دپام او يادؤنې وړټکي ،چې په افغاني ټولنه کې يې شتون درلود ، په ښه شان انعکاس موندلى ؤ. لنډه دا،چې ددې قانون د توکو روح دا ؤ،چې په عمل کې به پلې کېدو ،چې ددرغليو ، درواغو ، ريا او غولونې تورونو څخه خلاصون او برائت ورکړل شوى ؤ . لکه څنګه ،چې مذهبي مراسم او داماميه مذهب دپلويانو تکيه خانې په عملي ډول سره ازادې شوې . دکندهار، غزني ، جلال آباد په مشورتي مجلسونو او داشان دکابل دمعارف په انجمن کې دافغانستان هندوانو يويو انتخابي اسازي شامل ،چې دچارو په ادارو کې په کار بوخت شول . دهندوانو له پاره دژېړرنګ جبري کارول ، دڅلورو پيڅکو ټيکري (څادر) په سرول ، دجزيې ورکول ،( د ١٢٩٩ لېږديزکال دورې مياشتې دفرمان پربنسټ ،چې د ١٩٢٠ زېږديز کال سره يې سمون درلود) ټول رفعه اومنعه شول او دهندوانو اولادونه په ملکي او نظامي مدرسولکه : ( دحبيبيې او حربيې په لېسو کې ) دغه راز په اردو کې دافسرانو او سرتېرو په توګه ومنل شول او نورنو د نژادي ، ژبني ، مذهبي او قومي پلوه توپير وجود نه درلود . دمذهبي روحانيونو ، مالکانو او د محمدزايي قوم مياشتني ټاکل شوي معاشونه او امتيازات لغوه شول ،چې په دې ډول سره دټول ملت حقوق مساوي او برابرشول . شاه امان الله خان دملت په يووالي ، اتفاق اوملي وحدت په ګټه اواغېز ښه په ژور ډول سره پوه شوى ؤ . هېڅکله يې نه غوښتل ،چې د ولولو،هيجان اواحساساتوپرته د ملي وحدت په اړه وغږيږي . کندهار ته په خپل سفر کې ،چې د١٣٠٤لېږديز لمريز کال د لړم مياشتې په اوومه نېټه يې وکړ ،دجمعې لمانځه په خطبه کې ،چې دخرقې مبارکې په جومات کې ددۀ تر امامت لاندې قايم او ادا شو ، دولس ديووالي او اتفاق په اړه په تقصيل سره خبرې وکړې او دخپلو خبرو په يوه برخه کې يې وويل : (هر څوک ،چې په افغانستان کې ژوند کوي ، داستثناء پرته افغان دى ،نو درانيان ، غلجيان ، اڅکزييان او اوپره ( داوپره کلمه د بې نومه او بې نښانه قومونو او قبايلو لپاره کارول کېده .) يانې هغه څوک،چې قوم ،قبيله ، قومي مشران او سپين روبي نه لري . داټول څه مانا لري . دۀ داټول اختلافات دوطن ددښمن له پاره ښه وسيله وبلله او ويې ويل :(زموږ دښمنانو زموږ په منځ کې ددې دښمنۍ څخه څومره لويه ګټه اوبرﻻسى ترلاسه کړى دى . هى هى ! چې موږ يې په خپل لاس ديو بل جلا او بېل کړي يو . ټوټې يې کړو ، زموږ او تاسو ټول زوراوځواک يې زموږ او تاسو په خپل منځ کې راته خاورې اېرې او ووېشۀ .کله ،چې امير دخپلو خبرو دې برخې ته راورسېد، نو اوښکې يې له سترګو توى شوې .) شاه اما ن الله خان دملي وحدت دتامين لپاره هغه پيسې ،چې هندوانودجزيې په نوم ورکولې ، منعه کړې ، داشان يې دژېړې لنګۍ په سرتړل ،هم منعه اعلان کړل . خو يوازې دهندوانو ځانګړې مذهبي پګړۍ په خپل حال پاتې شوه .شاه امان الله خان به دشعيه ګانو تکيه خانو ته ورتلو اودهندوانو په مذهبي مراسموکې ،چې په درامسالونو کې به جوړېدل ، ګډون کاوۀ . دغه راز امان الله خان داوقافو پيسې هم منعه کړې امريې وکړ ،چې بايد دولت ته ورکړل شي . شاه امان الله خان په رښتيا سره پوهېدو او دايې درک کوله ، چې بې اتفاقي ديوې ټولنې ترټولو بده ناروغي او دملي وحدت خلاف ده . کله،چې بچه سقاو (حبيب الله کلکاني ) خپل حرکت پيل کړ ، دابې اتفاقي يې دافغانستان دوروڼو قومونو په منځ کې په سترګو وليده او يو وار بيايې دوروستي ځل لپاره د يووالي اواتفاق په ارزښت او اهميت اوپه ځانګړې توګه دافغانانو په وحدت او اتحاد ټينګار وکړ او په خپله له هېواد څخه ولاړ . ددې ټاټوبي وګړو ته دغازي امان الله خان وروستۍ سپارښتنه دا وه،چې :( په خپلوکې روغه او اتفاق وکړئ ،خپله خپلواکي وساتئ،اوخپل هېواد بهرنيو دښمنانوته مه سپارئ ! زۀ ستاسوله منځه يو عادي انسان او افغان يم ، که چېرې تاسو نېکمرغه اوسئ ، ورته نېمکرغي او خوښي به زما هم وي او که چېرې په وينواوخاروکې ورغورځيږئ ، نو دا به زما دتلپاتې غم ، خپګان او بدمرغۍ لامل وي . ورپسې نېک زړي ، حساس ، خيرمن او وګړپال شاه امان الله خان دواقف لاهوري دا دوه بيتونه په داسې حال کې ،چې اوښکې يې له سترګو روانې وې ، زمزمه کړل :
وطن !
جنگ توصلح وصلح توجنگ است من به قربانت اين چه نيرنگ است
ميروم تا تو نشنوي نامم اگر ازنام من تراننگ است
او وروسته يې داهم ورزياته کړه : في امان الله! دانګرېز ښکېلاک ،چې د دغه ځوان شهزاده له تورې څخه يې کارنده پرهرژلى ګوزار خوړلى ؤ ، په ټول وس او زور سره يې د جاسوسۍ او بې اتفاقۍ اورته لمن ووهله ، چې له امله يې د دويمې دورې ريفورمونه او اصلاحات نېمګړي نيمه خوا پاتې شول ، اوپه دې ډول سره زموږ د ګران هېواد يوازينى دولت څپڅپاند او ورپسې نسکور شو .
شاه اما ن الله دعمر او تجربې په کموالي سره ( ٢٧کلن ؤ ،چې بادشاه شو او ٣٧ کلن ؤ ،چې له واک څخه بې واکه شو.)سره له دې ،چې له هغه څخه تېروتنې او اشتباه ګانې وشوې ،خو بيا هم يو هېوادپال او پرخپلواکۍ مين انسان ؤ،او په ختيځ کې يې دلومړي ځل لپاره دانګرېز پرمخ توره را واېسته او دهېواد دسياسي خپلواکۍ په ګټلو سره يې انګرېزان ترولکې او واکمنۍ لاندې محکوموملتونواو قومونو ته په خپله ډېر لوى عبرت درس ورکړ. البته له هماغه پيل څخه انګرېزان ، دهغوى جاسوسان او ګوډا ګيان دامان الله خان دلومړۍ درجې دښمنان بلل کېدل ،چې د دۀ پر خلاف يې دهېڅډول توطيو،دسيسو،تېريو، بريدونواوناځوانمردانه تبليغاتو او پروپاګندو څخه ډډه نه کوله . يوځل خويې دهېواد نه باندې هغه ته زهر ورکړل ،چې لوى خداى( ج) وژغورۀ او له هغې وژونکې چلوټۍ څخه پۀ خير سره روغ رمټ راووت . اوس ،چې د هغه خپلواک ، هېوادپال او خيرمن انسان دواکمنۍ له پېر څخه يانې دامان الله خان دواکمنۍ څخه ،چې تر ١٩٢٩ زېږديز کاله په واک کې ؤ ، کابو ٧٧ کاله تېريږي اوله هغه مهاله بيا ترنن ورځې پورې موږ په خپل هېواد کې دڅو شاهانو، ولسمشرانو او اميرانو شاهدان وو ، په اسانۍ سره پوهېدلى او توپيروالى شو ،چې که چېرې دبهرنيانو دسيسې دکورنۍ ارتجاع په مرسته او ملتيا داصلاحاتو خنډاوځنډ اود نوموړي ملي اتل درژيم دنسکورېدا لامل شوي نه واى ، له شک پرته افغانستان به نن د ودې ، پرمختګ اوتمدن له کاروان څخه دومره لېرې نه پاتې کېدو او هم به له دارنګه تورتم ، بدمرغۍ او ناورين سره مخامخ نه واى . جاپان او ترکيه ،چې دافغانستان دخپلواکۍ دزمانې له واټن سره يوځاى خپلواک شو ي دي ، په خپلو هېوادونوکې يې سياسي ، ټولنيز او اقتصادي بدلونونه او اصلاحات پلي کړل ، دا دواړه يواسلامي او بل نااسلامي هېوادونه دي ، چې په عين حال کې دواړه اسيايي هېوادونه هم دي ،نن يې دلوېديځ ټول بازارونه په خپلوتوليدي کاليوډک او نيولي دي ، خو افغانستان په بېوزلۍ ، وروسته پاتې والي او دمنځنيو پېړيو په جهل،ناپوهۍ او تورتم کې سوځيږي . شاه امان الله خان هوډمن پاچا ؤ ،چې داټولنه دمنځنيو پېړيو له درانه خوب راويښه اوله هډماتې بېوزلۍ نه يې وژغوري ،چې په دويم پړاوکې بيا هغه د ټولنيزو اصلاحاتو له لارې د ودې ، پرمختګ اوتمدن په لور پرمخيون ته سيخه او پرمخ وخوځوي . خو ټولنې دپرديو په لمسون دشاه امان الله خان د ټولنيزو بدلونونواواصلاحاتو پر وړاندې غبرګون وښود ، ددۀ مدني او مترقي اقداماتواواجرااتو په وړاندې يې مقاومت وکړ . شاه مان الله خان ،چې يو مترقي ،وګړنى او خپلواکي غوښتونکى شخصيت ؤ ، د ښکېلاک دښمن او د خپل هېواد په کورنيو چاروکې دپرديو دلاس وهنو سخت مخالف ؤ ، ان دا،چې د دۀ مترقي اندونه د هغه دخپل پلار د دربار سره په ټکر کې واقع شول . په پاى کې د ( ١٩٦٠) زېږديزکال داپرېل په لومړۍ نېټه شاه امان الله خان دينې ناروغۍ د درملنې په موخه دسويس په يوۀ کلېنيک کې بستر شو ،چې په پاى کې داپرېل په ٢٦مه نېټه وروسته له هغې ،چې ٣٧ کال يې دشهزاد او بادشاه په صفت او ٣٦ کال يې ديوۀ بېوزله کډوال په توګه ژوند کړى ؤ، له فاني نړۍ يې سترګې پټې کړې . دامان الله خان جنازه يوۀ د درناوي ګارډ ترالوتکې پورې بدرګه کړه ،چې بيا افغانستان ته ولېږدول شوه . په دې اړوند په جلال بادکې يولړ ترتيبات نيول شوي وو ،چې ددۀ وروڼه د هغه جنازه هديرې ته ولېږدوي . خودقبايلوځينوخلکو،چې په هغو ى کې د شينواروقوم دسنګوخېل ټبرڅخه وو،دامان الله خان وروڼه څنګ ته کړل او ټينګار يې وکړ،چې دوى به تابوت هديرې ته لېږدوي او دا کاريې وکړ . ددۀ وصيت يې پرځاى کړ . هغه يې دخپل پلار د مزار ترڅنګ خاورو ته وسپارۀ. په دې ډول سره دى په هغه خاوره کې ،چې دۀ ورسره ډېره مينه لرله ، ښخ کړى شو . دافغانستان ځينې اوسني تاريخپوهانو، اعليحضرت شان امان الله خان په ډېرو برخو کې تر نيوکې لاندې نيولى دى . افغاني تاريخپوهان او څېړونکي داماني مهال دتاريخ په ليکنه کې له کره اوموثقومدرکونواوشواهدوڅخه ګټه نه ده اخېستې ،هغوى هڅه کړې ده ،چې دامان الله خان دضعف او کمزورتيا برخې ترڅېړنې لاندې ونيسي . داشان ځينې مؤرخين دخپلو اندونو ترحکم لاندې ،چې دامان الله خان په اړه يې کړي دي ، دنياو،عدل او انصاف څخه کار نه دى اخېستى ، دايې پرېښودلي اواجازه يې ورکړې ده ،چې امان الله خان دمخالفينوتراحمقانه بريدونو لاندې راشي ، څونوموړى شاه له خپل ځان څخه دفاع ونه کړاى شي . پاى!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more