د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مبارک دې وي

larghonay laraway
10.08.2011

د ټول افغان د منځپانګې د غنا تر څنګ په سرپانه کې نښان او نوم هم ډېر ښکلي جوړ کړي او په زړه پورې دي خو يوه پوښتنه راسره پيدا شوې او هغه دا ده چې:
افغانستان اوږد تاريخ او اتلان لري نو په سرپاڼه کې يوازې د احمدشاتصوير يعنې څه؟
ايا ټول افغان يوازې دې يو شخص ته ځانګړی شوی ؟
ايا دی تر امان الله شاه غازي لوړ او د قدر وړ دی؟
که داسې ناشونې وي چې د ټولو اتلانو تصويرونه په سرپاڼه کې ځای شي نو بيا خو په کار ده چې له ټولو تير شو!
په همدې هيله


Re: مبارک دې وي

pattang
10.08.2011

دواړه مه را يادوه ! امان اله خو دې لېونۍ وو، په برلين کې يې خپله ښځه له
جرمنيانو څخه هم ډېره لوڅه وه او داسې ښکارېده لکه دکلب يوه لوڅه رقاصه !
څوک چې دخپل دين او کلچر احترام نکوي هغه خدای پاک وهي !
لرغونيه پام کوه ته هم په تياره کې څڼې اچوې چې سر دخوږ نشي !

[quote:d50b5ee341="larghonay laraway"]د ټول افغان د منځپانګې د غنا تر څنګ په سرپانه کې نښان او نوم هم ډېر ښکلي جوړ کړي او په زړه پورې دي خو يوه پوښتنه راسره پيدا شوې او هغه دا ده چې:
افغانستان اوږد تاريخ او اتلان لري نو په سرپاڼه کې يوازې د احمدشاتصوير يعنې څه؟
ايا ټول افغان يوازې دې يو شخص ته ځانګړی شوی ؟
ايا دی تر امان الله شاه غازي لوړ او د قدر وړ دی؟
که داسې ناشونې وي چې د ټولو اتلانو تصويرونه په سرپاڼه کې ځای شي نو بيا خو په کار ده چې له ټولو تير شو!
په همدې هيله[/quote:d50b5ee341]


۰
10.08.2011

السلام علیکم ورحمةالله
پتنګ صیب زه کاملا ستاسو خبره تایدوم او د الله نه شکر ګذار یم چي په افغانانو کي رښتوني پوه خلک لاشته کنه تراوسه ما ډیر خلک لیدلي چي همدي غربي امان ته د غازي لقب ورکوي .
امان الله خان ډیر ظالم فاسق او د اسلام سرسخت دښمن وو عینا د جمال عبدالناصر په مصرکي او ایتا تورک په ترکیه کي آیډیل وو او ښه شو چي د هغه وخت باتور مؤمنو مجاهدینو وشاړه کنه هماغه وخت کي افغانستان غیر اسلامي او غیر افغاني شوي وو .
نوربیـــــــــــــــــا
مومندافغان


wiesa
10.08.2011

سلامونه او نیکې

پتنګه وروره: تا ویلي چې(( دواړه مه رایادوه)). امان الله خان ته خو دی لیوني خطاب ورکړ او دوهم کس څو ک دی پدې هکله دې څه ندي ویلي.

مومند صاحب تاسو ویلي دی چې ((امان الله خان ډیر ظالم فاسق او د اسلام سرسخت دښمن وو عینا د جمال عبدالناصر په مصرکي او ایتا تورک په ترکیه کي آیډیل وو او ښه شو چي د هغه وخت باتور مؤمنو مجاهدینو وشاړه کنه هماغه وخت کي افغانستان غیر اسلامي او غیر افغاني شوي وو ))

نو دا پورته شیان په کوم تاریخ او کتاب کې لیکل شویدی چې مونږ یې هم ولولو او کارنامو یې خبر شو. په تاند کې دده د دور په هکله څلور لیکنې نشر شویدی په خو په هغې کې مې کوم شی په نظر رانغلو نو که ستا سو د خبرو پوره مالومات ولیکي ترڅو مونږ هم د اصلي موضوع خبر شو...

البته دده د شړلو په هکله استاد عطا محمد میاخیل دا لاندې شی لیکلي چې په تاند کې خپره شویده...(((امان الله خان په شینواروکې د بغاوت او اړدوړ او د وینو د تویولو له امله اړشو ، چې تخت خپل ورور عنایت الله خان ته وسپاري او په خپله د ( 1307ش) کال په جدي کې ( 1929 م ) د الوتکې په وسیله کندهارته ولاړ ، درې ورځې وروسته عنایت الله خان هم تخت پریښود او حبیب الله کلکانی دسقاو په زوی مشهور ارګ ته ننوت او پر تخت کښیناست په کندهار کې ملي لښکر جوړ شو او امان الله خان یې وهڅاوه چې بیرته د واکمنۍ د ترلاسه کولو له پاره چمتو شي او ملت د اغتشاش له ناوړه حالت نه وژغوري خو په غرني کې جګړې د غلجي او دراني بڼه غوره کړه او امان الله خان نه غوښتل چې د ده د واک پر سر قومونه سره وجنګیږي له افغانستانه یې دتلو اراده وکړه او د ( 1308 ش ) ، ( 1929م 23 مې ) کال د غبرګولي په څلورمه نیټه د سپین بولدک په پوله له افغانستانه ووت او د برتانوي هند په لاره ایټالیې ته ولاړ او پاتې ژوند یې هلته دهیواد په بیلتون او یاد کې تیر کړ ، په هیواد کې سیاسي واک ته د سپه سالار محمد ناد رخان په رسیدوسره کورنی بحران پای ته ورسیده او وضع عادي حالت ته راوګرځیده د ( 1327ش ) ، ( 1949م ) کال دلړم په څلورمه نیټه یې د افغانستان د وخت پا چا محمد ظاهر شاه ته بیعت پاڼه راواستوله او د افغانستان د تذکرې په اخیستلوسره یې ځان په معنوي توګه له خپل هیواد سره وتاړه ، په پای کې دا په هیواد مین افغان د ( 1339ش) کال د غویي په پنځمه نیټه ( 1960م ) د اپریل (25) د سویزرلیند په زوریخ کې وفات شو او دهمدې کال د مې په اوومه نیټه د مازیګر په څلورو بجو په جلال اباد کې دخپل پلار تر څنګ خښ اویو ځل بیایې له وطن سره دیدن وشو او هډونه یې په کې ارام شول اروا دې یې ښاده وي .)))

په درناوي


pattang
10.08.2011

وروره دوهم يې احمد شاه ابدالي دی !

[quote:126e62462f]سلامونه او نیکې
پتنګه وروره: تا ویلي چې(( دواړه مه رایادوه)). امان الله خان ته خو دی لیوني خطاب ورکړ او دوهم کس څو ک دی پدې هکله دې څه ندي ویلي.[/quote:126e62462f]


larghonay laraway
11.08.2011

دلته بحث د اعلیحضرت غازي امان الله خان او د احمدشاه په اړه نه دی او دا دواړه د پرتلې هم نه دي ځکه چې غازي امان الله خان له هيواده انګريزان وشړل او هيواد يې ازاد کړ، په داسې حال کې چې احمدشاه د پښتنو پاچاهي چپه کړه او د قزلباشيانو واک يې رامنځته کړ!
په هر صورت
ما له ټول افغانه غوښتي وو چې مونږ ډېر اتلان لرو نو دا که په سرپانه کې د ټولو تصويرونه راوړل ناشونې وي نو د هيچا دې هم نه راوړل کېږي. او که دا پاڼه يوازې احمدشاه ته منسوب وي نو بيا دې يوازې د هغه په اړه ليکنې خپرې کړي.
خو دا ټولو ته معلومه ده چې ټول افغان يوازې تاريخي او هغه هم د احمدشاه تاريخي ويب پاڼه، نه بلکې يوه سياسي، اجتماعي، کلتوري، مذهبي او ادبي ويب پاڼه ده چې پراخه لمن لري او هر ډول مطالب په کې شته. چې د تاريخ برخه هم لري. ټول افغان دې مهرباني وکړي او د تاريخ په برخه کې دې د احمدشاه انځور په طلايي رنګونو جوړ او خپور کړي. سرپاڼه يو چاته ځانګړي کول په دې معنی وي چې دا پاڼه ګنې يوازې يو شخص ته ځانګړې شوې ده او بس!

په پای کې پتنګ صيب ته وايم چې ايا همغه احمدشاه چې په مناقبو کې يې ليکل شوي چې نادر افشار ته يې د چرسو چلم ډکاوه او په لاس يې سپرغۍ پرېوده خو تر هغې يې ليرې نه کړه چې په لاس يې وځغيده او مړه شوه!
د کوم کلچر خبرې کوې؟


رښتینی
11.08.2011

لرغونی صیب څو کاله مخکې دې د احمدشا بابا په اړه یوه موضوع
راخیستې وه او ښه غټ جنجال یې رامنځته کړی و اوس دې بیا لکه
چې نیت ورته کړی دی هغه مهال دې ګومان کوم چې ډیری لیکوالان
په دې ګرم کړې و چې ولې داحمدشابابا ستاینې کوې اودا دې بیځایه
انرژې ضایع کول بللې و
خو زه وایم چې په غندنه یې هم انرژې مه ضایع کوه
بله کومه دکار خبره که لرې مه یې سپموه وروره

دټول افغان په تندي انځورونه لګول ولا که بیخي مهم وې زه خو وایم
همدا یو احمد شاه دې هم ترې حذف کړې که ته احمد شا نه خوښوې نو
زه او مومند صیب امان الله نه خوښوو
په هرصورت دیوې رسنۍ له پاره دیوه انځور یا نښان ټاکل د هغې رسنۍ دڅښتن
له شخصي ذوق اونظر سره هم ډیر تړاو لرې شاید همدا به دکاموال صیب خوښ وې
نو بې ګټي جنجالونوته اړتیا نشته

په مینه


عادل عادل
11.08.2011

السلام علیکم

زه هم د محترم رښتیني ورور د نظر په تایید سره په دې نظر یم چې په اوس شرایطو کې چې د "دوه پک هغه هم ورک" تر شعاع لاندې ویشلي او پاشلي یو، د تحمیلي یا غیرتحمیلي تاریخي منلو یا نیمه منلو مشرانوڅېړل نه تنها چې زمونږ فردي مسوولیت نه دی بلکه ورته کار کېدای شي د وروڼو افغانانو تر منځ د لانفاق او ویشلو سبب شي.

زما وړاندیز لرغوني صیب ته دا دی چې افغانستان اوس اوس تر اشغال لاندې د ورکې او بقا تر منځ سلګی وهي، راځی چې د یرغلګرو په شړلو سره خپلواکي رامنځ ته کړو، بیا به د احمد شاه بابا د مطرح کېدو بحث ته اصلا حاجت پاته نسي، ځکه چې د اوسنی غلامی څخه د وتلو ویاړ به هم د افغان وولس په نمایندګی د یوه نه یوه افغان په برخه کیژي، خو پام چې دا ویاړ یو ځل بیا رانه څوک ونه لوټي، لکه د تېر جهاد د اکثریت! مشرانو له ټیټ شامته چې ولوټل شو!!


پتوال
11.08.2011

د رښتيني صيب او عادل عادل صيب د نظر د تائيد اوبشپړاوي لپاره د لوی افغانستان جوړول يواځينی معيار بولم چې پر تلسټ يې
تر اوسه پورې هېڅ افغان مشر ونشو کړای چې د لوی احمد شاه با با سره سيالي وکړي او نه به يې په راتليزه کې وکړي .
اما ن الله خان نه يواځې په داخلي سياست کې داسې تيروتنې وکړې چې خپل تاج و تخت يې له لاسه ورکړ، بلکې انګليسي استعمار ته تسليم او
د لر افغانستان آزادول يې پريښودل او په دې ډول يې له ملي مشروعيت پرته پر افغان ولس باندې د افغانانو د ملي او اسلامي هويت
په خلاف د چټياتو له پاره خپل حکومت ته ٩ کاله دوام ورکړ ! له چټياتو څخه يې نجونې د تحصيل له پاره خارج ته استول
او په کآبل ښار کې له دريشۍ پرته ګرځېدل منع کول او يو لړ نور تظاهري کارونه وو . زه خو وايم له غټو احساساتي کارنامو
څخه عقلي صحيح کارونه او ګامونه زيات ارزښت لري ! نو ددې توفيق د مقاومت د مشرتابه له پاره هم غواړو !


larghonay laraway
11.08.2011

سلامونه!
که د شمشاد ټلويزيون د هواحالات مو اوريدلي وي نو که چټيات نه دي تر چټياتو کم هم نه دي. ځکه هغوی د ډيلي، تاشکند، لاهور او ټولې وړې وچې نه راتاوېږي او داسې ښيي چې دوی ګنې لوی افغانستان جوړوي!

زه تکرار نه خوښوم خو يوځل بيا وايم که (ټول افغان ويب پاڼه) يوازې او يوازې د احمدشاه ابدالي د تګلارې پيروي کوي او يوه تاريخي پاڼه وي نو بيا حق لري او کنه نو افغانستان ډېر اتلان لري او يوازې احمدشاه يعنې څه؟
په دې هم پوهېږم چې د سلګونو اتلان د ټول افغان په تندي نه ځايېږي نو بايد له ټولو تېر شو!
ريښتيني صيب دا يوه ښه خبره کړې چې
[quote:bb06692a95]دټول افغان په تندي انځورونه لګول ولا که بیخي مهم وې زه خو وایم
همدا یو احمد شاه دې هم ترې حذف کړې که ته احمد شا نه خوښوې نو
زه او مومند صیب امان الله نه خوښوو [/quote:bb06692a95]
ما د اعلیحضرت غازي امان الله خان يادونه د دې لپاره نه ده کړې چې د ټول افغان په تندي دې راشي، بلکې دا مې ښودلې چې افغانستان نور اتلان هم لري نو يوازې يو او هغه هم له بلا تومتونو سره ولې؟
بله داچې ټول افغان اوس له هغې سطحې ډېر لوړ تللی چې يوازې د ويب ماسټر له ذوق سره سم دې وچلېږي!
ټول افغان اوس زرګونه مينه وال لري نو ويب ماسټر صيب بايد د نړيوالو خپرونو سره سيالي وکړي او له وړو کړيو او فکرونو او يوازې خپلو ذوقونو تېر شي!

پتوال صيب د لوی افغانستان يادونه کړې چې اوس ډېر وختي دی. ځکه چې اوس همدا وړوکی افغانستان خو پرېږده چې کابل هم د افغانانو نه دی نو مونږ بايد په تاريخ کې ژوند ونه کړو او يوه پېړۍ شاته لاړ نه شو، بلکې تاريخ د عبرت په توګه ولولو او راتلونکې پرې جوړه کړو!

د بحث د ګډونوالو له نظريو هم معلومېږي چې د ټول افغان په تندي د احمدشاه سپرول ډېره اړينه نه ده نو کامه وال صيب هم بايد درک کړې وي او ترې تېر شي!
دا که د ټول افغان ټول مينه وال په يو انځور نه راټولېږو نو په لوی لاس بايد سره ونه پاشل شو، ښه دا ده چې دټول افغان تندی له هرشي پاک او روښانه شي!
په همدې هيله
لرغونی لاروی


عبدالله خان
11.08.2011

ګرانو وروڼو السلام علیکم

ما کله هم داسی فکر نه اوه کړی چی زما نظر به د پتوال صاحب د نظر سره کله موافق شی

خو په دی مسله کښی د پتوال صاحب د لیکنی سره موافق یم

احمد شا باباه دننی افغانستان بنسټ ایښودونکی ، او د یوی لویی امپراطوری جوړونکی دی

چی دپښتنو لپاره یی سیاسی هویت ګتلی دا چی دا هویت وروسته دامان اله غوندی مشرانو لخوا دخپلی عیاشی په بدل کښی خرڅ شوی دا علیحیده خبره ده

او دقزلباشانو په باره کی غواړم ووایم چی احمد شا بابا دقزلباشانو امپراطوری (دنادر افشار امپراطوری) دړی وړی کړه . او وروسته یی قزلباشان په زور غزنی او بامیانو ته راوستل چی دخپل کنترول لاندی یی وساتی خو داچی وروسته قزلباشانو دافغانستان په سیاست کی ډیر مردار رول ولوباوه دا داحمدشاه بابا اشتبا نه وه بلکی دامان الله خان غوندی عیاشو مشرانو بی کفایتی وه


پتوال
11.08.2011

ښايي وېب ماسټر د لوستونکو ذوق ته کتلې وي چې د تاريخ وياړ لي دې حتما ً په کې وي، خو يو که ټول مشران ؟ - ددې ترمنځ به وېب ماسټر
داځل يو ټاکلی وي ، داسې يو چې ګواکې ټول به يې مني . په احمد شاه کې د وطن آزادي او د افغان دولت جوړول دواړه شامل دي او بيا داسې يو دولت چې
تاريخ د افغانانو د امپراتورۍ په نامه پيژندلې دی !
دا دواړه معيارونه يو ملي اتل هم تر اوسه نه دي پوره کړي ! له پيرروښان نه نيولې تر شيرشاه ، خوشالحال او ميرويس خان پورې يو هم
د افغانستان دولت تاسيس نکړ او د ملتونود سيالۍ هغه ډګر(١) ته هم هډو داخل نشول ! په هند يا ايران کې د پښتنو پادشاهي ددې سياسي
احمدشاهي ملي کارنامي په وړاندې هېڅ معنی او ارزښت نه لري ! پښتانه ايله د پرديو شاهانو له اجيرو پوځي مزدوريو څخه
خلاص شول او د خپل سرنوشت خاوندان شول، داچې راوروسته نسلونو ترې سمه ګټه پورته نکړه داددوی بلاوهلتوب دی ، نۀ د
[color=blue:a35fd40244] احمشاه بابا غازي خدای دې وي له دۀ راضي ! [/color:a35fd40244]
نو لاروی صيب خوښه دې چې په هرچا لګېږې لګيږه خو يو د افغان ملت په ستر ايډول احمد شاه با با (رح) به نه لګېږې - که غواړې چې
دا درپاتې محبوبيت هم هسې مباحانه حيف و ميل نکړې!

[color=yellow:a35fd40244]خدای دې بل داسې پيدا کړي ، بيا به تير شمه له دۀ نه
............................................................ تر هغې چوپ غلی کښېنه د بل چا مکړه پوښتنه ![/color:a35fd40244]
...................................................................................................................................................
.١= ډګر قدرې ته هم


larghonay laraway
13.08.2011

پتوال صيب د ليکنو په لړ کې دې په ډاګه معلومېږي چې په دې ليکنه کې دې د فکر پر ځای له احساساتو ډېر کار اخيستی دی!
مونږ د ويب سايټ په تندي د يو امپراتور د تصوير په تپلو سره څه هدف لرو؟
غواړو وښيو چې دا يوازې يو تاريخي ويب سايټ دی او نور څه نه خپروي؟
غواړو خلک نور هم په شا وټپوو چې د دروغو لاپې وکړي چې په ډهلي مې پاچاهي کړې، په ايران مې باج چلولی او داسې نور .. او خپل وطن يې همداسې وران او ويجاړ پاتې وي؟
غواړو خلک وهڅوو چې په تاريخ کې و اوسي او که راتلونکې جوړه کړي؟
ایا په نړۍ کې نور قومونه هم اتلان لري؟ ايا هغوی د يو سياسي، اجتماعي، کلتوري ، ادبي او مذهبي ويب سايټ په تندي د خپلو امپراتورانو تصويرونه تپلي دي؟
ايا افغانستان يوازې يکي يو احمدشاه لري او بس؟
تر دې ټولو چې راتېر شو د احمدشاه ابدالي په اړه د هغو بدګومانيو او نيوکو په ځواب کې څه وايې ؟
د احمدشاه په اړه د جرګې او غنم خبره دروغ ده!
پوهاند عبدالحى حبيبي په خپل كتاب (تاريخ مختصر افغانستان دوه سوه شپږ پنځوسم او اووه پنځوسم) مخونو كې دا خبره ليكلې چې (... درينموقع يكنفر درويش، از زاويۀ سپنج خويش برامد و خوشهاى ګندم را از كشتزار نزديك بريد، و بدستار اين شاه جوان نو منتخب بطور سمبول شاهى او نصب كرد، و كان ذالك فى شوال (۱۱۶۰ هـ ۱۷۴۷م). د سازمان مهاجرين مسلمان افغانستان چاپ)
نو د شوال په مياشت كې د (يوې نژدې كروندې نه د غنمو راشكول ) يعنې څه؟
د كندهار په كرنيز موسم كې په جوزا كې غنم ريبل كېږي او په رجب يا شوال چې شوال د اكتوبر مياشت ده په كندهار كې هيڅ د غنمو كروندې نه وي.
بله دا چې د پوهاند حبيبي د كتاب په همدې پورته يادو شويو مخونو كې د نورو قومي مشرانو نومونه اخيستل شوي لكه نور محمد خان امير افغان، چې د پاخه عمر ډېرې تجربې او ډېر نفوذ لرونكى شخص ؤ، همدا راز حاجي جمال خان چې د باركزايو مشر ؤ، ورسره احمدخان د كم عمر (پنځه ويشت كلونو څښتن) چې په كندهار كې د ده د قبيلې (سدوزايو) شمېر هم ډېر كم ؤ . نو له همدې كبله نورو پښتنو مشرانو حتى احمدخان د مشرتابه لپاره ياداوه هم نه.
تاسو اوس قضاوت وكړئ چې يو څوك چې په يو ځاى كې نه قومي بنسټ لري، نه هلته د تجربې او عمر ملاتړ لري او بيا يو ملنګ څنګه په هغه ګوته ږدي او زورور قومي مشران يې مني؟

همدا راز احمد خان په كندهار كې د پښتنو تر منځ ډېرې وړې او غير متمدنې خبرې راپيدا كړې چې غلجي قومونه يې څنډې ته كړل او نور قومونه يې رامخ ته كړل او د دراني په نامه يې يو جعلي قوم جوړ كړ چې اوس هم په كندهار او حتی ټول افغانستان كې د غلجي او دراني يا پوپلزي ګوندۍ پالل کېږي. حتى په هغه وخت كې يې د لر او بر دراني په نامه قوم جوړ كړ چې له كرښې هاخوا ځينې هغه قومونه چې د ده په ډله كې وو هغه يې هم دراني ونومول. د كندهار احمدشاهي ښار احمدخان په قومي نومونو ياد كړ خو يو نوم به هم په كې د غلجي ونه مومى په داسې حال كې چې تر احمدخان پخوا هلته د هوتكيانو پرتمينه پاچاهي وه.
احمدخان د پښتنو پر ځاى له ايران نه قزلباشيان (شيعه ګان) راوغوښتل او په دربار كې يې مقرر كړل. په داسې حال كې چې پښتانه هلته ټول له څرمې بې سواده نه وو خو ده نه غوښتل. د همغې شومې نظريې لړۍ تر اوسه روانه ده چې د پښتنو تر منځ د غلجي او دراني په نومونو كينې او تعصبونه شتون لري او رښتيا دې ته مو هم پام وي چې كرزى صيب شيخ محسيني ته كاكا وايي او دا همغه زړه خيښي پالل دي.
احمد خان اته وارې په ډهلي يرغلونه كړي خو نه به يې هلته د اسلامي بنسټونو كومه نښه راپه ګوته كړې او نه د تمدن. بې له دې چې هر تاريخ دان ليكلي چې په هر وار يې (دومره) مال او شتمني ترلاسه كړه. هغه كومې نښې چې په هندوستان كې دي هغه د لودي پښتنو دي چې د احمدخان له ډلې نه وو. احمد خان په اته وارې يرغلونو د مغوليانو غوندې يو تاج محل څه چې د هغه په سلمه برخه يې هم څه نه دي كړي او هيڅ د تمدن يا اسلام كومه نښه يې هلته نه ده جوړه كړې چې مونږ پرې ووياړو!

پوهنوال محمد عمر روند مياخيل په خپل كتاب (د پښتنو قبيلو شجرې او مينې) په (۲۰۵) مخ كې ليكي : اڅكزي په باركزو كې د نورالدين له څانګې څخه دي، دوى د ابدالي احمدشاه له خوا له باركزو څخه بيل او په ځانګړي شجره كې شامل شول، دا هم د احمدشاه بابا يو سياسي چال او غرض ؤ چې د باركزو د قدرت په تقسيم كې يې عملي بڼه وركړه.

راځئ چې متمدن و اوسو، تاريخ ولولو خو د راتلونکې د سمون په خاطر، نه دا چې د هنديانو د خال په څېر د تاريخي پاچاهانو تصويرونه په تندي ولګوو. که داسې وکړو دا به يوازې احساسات وي چې هيڅ ګټه به ونه لري!


عادل عادل
13.08.2011

السلام علیکم

یره لاروی صاحب لکه چې ځان نه پوهوې، کنه ښه پوه یې،،، :)

د احمد شاه بابا رحمه الله د تصویر نښلول د لاندې رابطې په توګه توجیه کولای سم:ـ

منلی ملي تاریخي اتل > or = )لوی یا مساوي په( احمد شاه بابا رحمه الله

پورته رابطه تر ننه پورې د پاڼې د سر د تصویر لپاره یوازې احمد شاه بابا رحمه الله ټاکي.

تاسو به کېدای شي لاندې رابطه خوښوی:-

منلی ملي تاریخي اتل < or = )کوچنی یا مساوي په( احمد شاه بابا رحمه الله

تر څو نورو ته هم لاره هواره کړی!!

په اوسنیو شرایطو کې ستاسو تنقید که څومره هم مدلل او پر ځای وي، څوک به یې تل ته درسره ونه لویژي په جز ددې چې د ګران افغانستان د یوه نااهله بچي په توګه مو وپېژني.

والسلام


مصلح
13.08.2011

[quote:53ce71f88b]تاسو اوس قضاوت وكړئ چې يو څوك چې په يو ځاى كې نه قومي بنسټ لري، نه هلته د تجربې او عمر ملاتړ لري او بيا يو ملنګ څنګه په هغه ګوته ږدي او زورور قومي مشران يې مني؟ [/quote:53ce71f88b]
دا استدلال کمزوری دی! د افغانستان د اوسنۍ ولسی جرګې د مشر ټاکلو ډرامه به مو په یاد وي چې له ناچارۍ نه د ازبکولږکیو له ټبر پر عبدالرؤف ابراهیمی موافقه وشوه.


عبدالله خان
13.08.2011

لرغونیه صاحب نه پوهیږم چی لدی څخه ستا مقصد څه ده ؟

ګوره لرغونیه احمدشا بابا یو شخص نه ده بلکی موږ احمدشا بابا ته د پښتنو دتاریخ د یوه نوی پړاوو دشروع کیدو د سیمبول په سترګه ګورو

یعنی د احمدشا بابا دپادشاهی دشروع څخه د پښتنو په تاریخ کی نوی پړاوو شروع شو او پښتنو رسمی هویت وګاټه او د منطق او حتی دجهان تاریخی قومونو پښتانه په رسمیت وپیژندل ، او دپښتنو په تاریخ کی نوی پړاوو پرانستل شو

احمد شا بابا دپښتنو دتاریخ د یوه نوی او روښانه پړاوو سمبول دی

ګوره لرغونی صاحب
احمد شا بابا قهرمان نه ده بلکی دپښتنو تاریخی سیمبول ده

تاسی لیکلی چی ایا مونږ نور قهرمانان نلرو ؟

دا واضح خبره ده چی دپښتنو تاریخ له تاریخی قهرمانانو ډک دی مثلا همدا چی تا یاد کړی د هوتکو دولت میرویس نیکه دپښتنو دډیرو غټو تاریخی قهرمانانو له جملی څخه دی

خو احمدشابابا تاریخی قهرمان نه دی بلکی د پښتنو په تاریخ کی د نوی پړاوو سمبول دی

زموږ لپاره داچی څنګه احمدشا بابا قدرت ته ورسیده مطرح بحث نه ده زموږ لپاره د احمد خان شخصی اخلاق هم مطرح بحث نه دی

بلکی موږ ته یی هغه نتیجه چی تری رامنځ ته شوه مطرح بحث دی او نتیجه یی دا شوه چی پښتنو سیاسی هویت وګاټه او له دی ځایه دپښتنو په تاریخ کی نوی پړاوو شروع شو

نو کله چی موږ احمد شا بابا ستایو موږ د احمدخان شخصی شخصیت نه ستا یو بلکی موږ دپښتنو په تاریخ کی دنوی پړاوو پرانیستل ستایو
چی احمد شا بابا یی سیمبول ده

نو که څوک احمد شا بابا ته توهین کوی دا دا معنا نلری چی داحمد خان شخصیت ته یی توهین کړی بلکی دادا معنالری چی چی د پښتنو تاریخ ته یی توهین کړی

که چیرته زه د احمد شا بابا په وخت کی اوسیدای نو د هغه وخت د ځینو مشکلاتو له نطقی نظره چی شاید یی یا ماته او یا زما قبیلی ته متوجی وایی شاید زه به داحمد خان د شخص په مقابل کی دریدلی وم او مخالفت به می ورسره کړی وای

خو نن احمدشا بابا یو شخص نه ده حتی یو تاریخی قهرمان هم نه دی بلکی دپښتنو دتاریخ دیوه نوی پړاوو دشروع کیدو سیمبول ده

که چیری نن زه یا بل څوک یا ته د احمدشابابا مخالفت کوی دا دا معنی نلری چی موږ داحمد خان دشخص سره مخالفت کړی بلکی دا دا معنی لری چی موږ د پښتنو د تاریخ سره مخالفت کوو


larghonay laraway
14.08.2011

نه پوهېږم چې د فورم ليکوال ولې ځان په خبره نه پوهوي!
زه وايم کوم دلايل دي چې د ټول افغان مسؤول يې قانع کړی څو د احمدشاه ابدالي تصوير په تندي ونښلوي؟
ایا دا يوازې تاريخي ويب پاڼه ده چې د احمدشاه ابدالي تصوير د سمبول په توګه راوړو؟

بله دا چې عبدالله خان صيب د سمبول خبره کړې او د پښتنو د تاريخ ديو نوي او روښانه پړاو دپيل خبره يې کړې ده چې بيا هم بايد پوه شي چې ټول افغان يوازې تاريخي ويب سايټ نه دی.
دا بيا بېله خبره ده چې ايا د احمدشاه ابدالي له خوا د پښتون نوم په افغان رسمي بدلول پر ځای کار ؤ او که له ګټې يې تاوان ډېر ؤ ؟
[color=red:8234acd615]په پای کې وايم : هغه څوک چې د ټول افغان پراخه لمن تر يوازې تاريخي موضوع پورې محدودول غواړي او د ګڼو وياړمنو تاريخي څېرو له ډلې يو ټاکي نو په باور سره ويلی شم چې د ټول افغان د بريالي پرمختګ مخه نيسي [/color:8234acd615]مننه


pattang
14.08.2011

لرغونيه ، داحمد شاه اودې دانورو له کارونو سره زه هيڅ موافق نيم ، پښتانه يې
خرڅ کړي دي، خو دستميانو په لار به نه ځو ، ځينې وخت داسې شيان ليکې لکه
فقط چې ستميانو په قرغه کې چرص درکړي وي !
وروره دولتي تاريخ په سياست پورې تړلی دی او تړلی به وي .
تاريخ دسياست داسې يوه تابع ده لکه : ( ( y := f(x)
نو لېونيه ! ته ولې ټول افغان يواځې په تاريخي هلو ځلو پورې تړې !
ټول افغان په اول کې کلتوري ، بيا سياسي ده،banner يې سياسي ده، داچې
دپاڼې نوم ( ټول افغان دی ) نو خبره خلاصه شوه ،داحمدشاه په نوم پورې
دافغانستان نوم تړلی دی (بنسټ يې !) او دستميانو دزړه داغ دی٠

[quote:63eb6104b2="larghonay laraway"]نه پوهېږم چې د فورم ليکوال ولې ځان په خبره نه پوهوي!
زه وايم کوم دلايل دي چې د ټول افغان مسؤول يې قانع کړی څو د احمدشاه ابدالي تصوير په تندي ونښلوي؟
ایا دا يوازې تاريخي ويب پاڼه ده چې د احمدشاه ابدالي تصوير د سمبول په توګه راوړو؟

بله دا چې عبدالله خان صيب د سمبول خبره کړې او د پښتنو د تاريخ ديو نوي او روښانه پړاو دپيل خبره يې کړې ده چې بيا هم بايد پوه شي چې ټول افغان يوازې تاريخي ويب سايټ نه دی.
دا بيا بېله خبره ده چې ايا د احمدشاه ابدالي له خوا د پښتون نوم په افغان رسمي بدلول پر ځای کار ؤ او که له ګټې يې تاوان ډېر ؤ ؟
[color=red:63eb6104b2]په پای کې وايم : هغه څوک چې د ټول افغان پراخه لمن تر يوازې تاريخي موضوع پورې محدودول غواړي او د ګڼو وياړمنو تاريخي څېرو له ډلې يو ټاکي نو په باور سره ويلی شم چې د ټول افغان د بريالي پرمختګ مخه نيسي [/color:63eb6104b2]مننه[/quote:63eb6104b2]


larghonay laraway
14.08.2011

پتنګ صيب د هر چا خپل ليدلوری دی.
زه او ته له کلونو راهيسې په همدې بحث فورم کې سره بحث کوو چې زه تا ښه پېژنم او کيدی شي چې زه دې هم پېژندلی وم. دلته ستميان نه دي مطرح
زمااو ستميانو زاويه معلومه ده
ستميان احمدشاه په دې نه مني چې پښتون دی. هغوی داسې نور ډېر پښتانه نه مني، حتی ما او تا هم نه مني! دلته د هغوی يادونه يوه بې ځايه خبره ده
ولې زما زاويه بېله ده! زه احمدشاه په دې نه غندم چې پښتون دی! بلکې په دې يې غندم چې پښتانه يې په ابدي جنګ اخته کړي دي. د غلجي او دراني د سپکې او سپيرې جګړې بنسټ يې ايښی دی.
بله دا چې که زه احمدشاه ابدالي ومنم او که ويې نه منم خو د افغانستان تاريخ منلی دی او دلته په دې بحث نه دی. بلکې بحث په دې دی چې د افغانستان سياست او تاريخ يوازې او يوازې په احمدشاه پورې تړل ناوړه کار دی!
بله دا چې ټول افغان يوه ادبي، ژورناليستيکه، فرهنګي، مذهبي، سياسي، تاريخي او اجتماعي پاڼه ده چې په لوی لاس محدودول يې خيانت دی!


pattang
14.08.2011

لرغونيه ! داخبرې څوک کوي ?
ددالر وغله ، ځان لرې ترې ساته ، پښتانه ټول يو دي٠
څو وخته مخکې يو پخوانی دخاد جنرا ل او رئيس دلته راغلی وو ، ماته يې په تلفون
کې ووېل : " دغلځويو غونډه جوړوم ، ملا عمر هم مونږ ته راځي ، دهغه له دورانيانو
څخه بد راځي .... " لر غونيه زه هم دورانی يم ، خو دخدای په لحاض دغسې خبرې
مکوۍ داخبرې داشغالګرو عمر زياتوي ، شيطانان دالر په جيبو کې اچوي ٠
پښتانه ټول يوه ژبه او يو ډول عنعنات لري٠
دفکر ازادي درسته د ه ،خو چې موزره (موضره) نوي ، داسې خبرې موزرې دي
او دلته په غرب کې هم بندې دي ، کوم چې اولسونه بد بيني ته بيايې٠
احمدشاه خو مړ دی محاکمه کول يې امکان نلري ، خو داوس غله، قاتلين
دې دالر و غله ، دcia اجنټان ، داسلام ضد کافران به محاکمه کوو٠
انشاالله چې طالبان وروڼه به يې سزا وټاکي٠

[quote:9814b5ae06]ولې زما زاويه بېله ده! زه احمدشاه په دې نه غندم چې پښتون دی! بلکې په
دې يې غندم چې پښتانه يې په ابدي جنګ اخته کړي دي. د غلجي او دراني د سپکې او سپيرې جګړې بنسټ يې ايښی دی.[/quote:9814b5ae06]


larghonay laraway
14.08.2011

سلامونه!
پتنګ صيب ايله بيله چې اوس اصلي موضوع ته راغلې!
تاسو ليکلي چې په غرب کې دا خبرې بندې دي!
هغوی پوه شوي چې دا خبرې د وطن څه چې حتی د انسان په ګټه هم نه دي ځکه يې بندې کړې دي. بله دا چې تاته چې کوم جناب درغلی چې د غلجو غونډه جوړه کړو، باور وکړه چې په اوسني حکومت کې همدې قوم، خېل او زي وېشنې ته کار روان دی او هغه هم د پښتنو په منځ کې.
د کرزي حکومت غواړي چې پښتانه په وړو وړو ګروپونو ووېشي چې هر څوک يې په اسانه او ښه وډبوي!
په لوی کندهار کې د پنځوسوو شاوخوا قومي مخور مشران د همدې سپيره او کثيف فکر قربانيان شول.
نو ته ووايه چې اوس د داسې فکري بنسټ ايښودونکی په تندي سپروې او کنه؟
راځه له همدې ځايه شروع وکړو. څوک چې د پښتنو تر منځ د قوم، خېل، زي، سيمې او لهجې په نامه پښتانه وېشي خاين ورته ووايو او خبره يې ونه منو!


پتوال
14.08.2011

[quote:35ddecd03d="larghonay laraway"]پتوال صيب د ليکنو په لړ کې دې په ډاګه معلومېږي چې په دې ليکنه کې دې د فکر پر ځای له احساساتو ډېر کار اخيستی دی![/quote:35ddecd03d]
دروند لاروی صيب خدای دې دروند لره !
مونږ د هر بل ولس په څير ارزښتونه په انديز ځواک او شننه ټاکو او بيا په احساساتو کې ځای ورکوو ، کله چې يو ملي او تناريخي ارزښت
تثبيت او ومنل شو بيا يې په کلتور ي توګه هم پالنه اړينه ده که نه د ارزښت په توګه به و نه ساتل شي . ډير ستر او انکار نه منونکي حقايق شته چې په
احساس کې ځای نه دی ورکړل شوی څوک ورته ارزښت نه ورکوي :
ښه مثال يې پښتون سيد جمال الدين افغاني دی ، که دغه سړی په هر بل هيواد کې زيږېدلی وای د هغه هيواد د ملي دعظمت سمبول به و،
حال داچې نوموړی په نړۍ کې يو د نړيوالو عظمت لري خو په خپل هيواد کې يې خپلو پښتنو ته کوم ارزښت نه دی موندلی . دا ټول د پښتنو
د شعور وروسته پاتې والی دی چې په ملي کلتوري تاريخي او اجتماعي برخو کې يې لري . دغه يو احمد شاه په وچ زور ، نارينتوب او
سترې سياسي کارنامې سره وکړای شول چې په پښتنو کې د يوتاريخي شخصيت په توګه د ټولو د وياړ سمبول شي که د هغه پسې هم د پښتنو
د ضد يت ، شخړې او جنجال څوښونې لمبې بلې کړو په ژونديو کې خو د وياړ يو منلی څوک نه لرو په تاريخ کې به هم بل څوک ونه لرو
چې د افغان د هويت سمبول يې وبلل او بيا ومنل شي . نو که احمد شاه مو په دغه ارزښت ومانۀ د نورو اتلانو او تاريخي نومياليو ته به هم
په څه نا څه ارزښت قائيل شو. که هيڅوک ونه لرو نو بيا به مونږ له کومه ځايه په پښتون قام فخر کوو ، ماشومانو ته به د کوم نيکه
کومه کارنامه بيانوو څوک هغه په ځان کې هم ددغسې کار نامو مينه شوق او ارزښت احساس کړي ؟
ائا پښتون قام به د د بې شخصيتو بوتلانو مجموعه بولو او که نمونې به لرو چې
په يادولو او کارنامو يې ددې قام هستي او مو جوديت درنديږي
ملي احساس يې قوي کيږي او په مجموع کې د نړۍ د نورو ملتونو سره خپل افغان ملت هم د سيالۍ کولو وړتسيا احساسوئ . ا - چې وايي سل دې
ومره يو دې مه مره ، دا څه معنی ؟
دا د مشر رول په ژوندانه او د نومياليو ملي مشرانو نوم له مرګ وروسته ښيي چې يو دې هم نه مري ، نه هغه ژوندی اتل مشر او نه
د هغه نوم له مرګه وروسته !
نو ورورجانه د احمد شاه نوم مه را وژنه ، د مير ويس، شيرشاه، پير روښان ، خوشحالخان ، اکبر خان ، شاه محمود او شاه اشرف ،
آن ستا د اما نالله خان پورې د يو نوم وژل هم زمونږ په ملي ترمينالوژۍ کې روا نه دي !
زه در سره موافق نه يم چې وايې تاريخ يوازې د عبرت له پاره دی، نه داسې نه ده، تاريخ د پند له پاره دی ، د پندونو څخه په عمل کې د کار اخيستلو
او په دې توګه د يوۀ قام او ملت د ژوندي ساتلو له پاره دی ، هو د تيروتنو د نه تکرارولو له پاره د عبرت دنده هم لري ،
خو که يواځې د عبرت منفي خبرې په کې لوستل وي نو هېڅوک به د خپل تاريخ باڼه هم وا نۀ ړوي ، هر څوک به د پرديو تاريخ لولي
او ملنډې به پرې وهي او بس !

د احمد شاه کارنامه :
د هر ملت تاريخ په حقيقت کې د هغه ملت د دولت له تاريخ څخه پيل کيږي ، له هغې مخکې خپل ملي تاريخ نه لري . افغانانو په لومړي ځل
د احمد شاه په مشرۍ خپل دولت تاسيس کړ، او تر څو پورې چې احمد شاه ژوندی و افغان دولت څه چې د افغان امپراطوري يې په نره
توګه وساتله . په دې سترې کار نامې دې
نورو نومياليو چې پورته ياد شوي هڅه کړې خو يو هم نه دی بريالی شوی . حينو يې نور ګاوندي دولتونه نيولي او ځانونه يې پادشاهۍ ته په کې رسولی،
د پردي دولت ظابطه او کنترول يې په خپله خاوره نوره هم ټينګه کړې ده، خو خپل ملي افغاني خپلواک دولت يې منځته نه دی راوړی .
نه هوتکو له ايران څخه آزاد او مستقل افغان دولت رامنځته کړی او نه سوريانو له هند څخه آزاد او مستقل افغان دولت جوړ کړی دی،
يوۀ د ايراني په نامه په ايران کې او بل (شير شاه) د هندي په نامه په هند کې تاج و تخت تر لاسه کړی او د افغان ملي تاريخ يې نه دی پيل کړی .
خو هغه څه يې کړي چې احمد شاه له دواړو څخه زدکړه وکړه او د تاريڅ له چانس څخه يې داسې ګټه پورته کړه ، افغان دولت يې
جوړ او افغانان يې د خپل تاريخ خاوندان کړل ! داچې له دې تاريخ سره يې بچيو او نورو نسلونو څه لوبې وکړې د هماغه وروسته پاتې شعور
نتيجه ده چې تر نن ورځې پورې پښتانه د دولت او دولتدارۍ جوګه نشول ، خو ددولت د ورانولو او ورنکارۍ مهارت يې ساتلی دی !
د احمد شاه يواځينۍ تيروتنه به هم دا وي چې له وخت نه ډير مخکې يې دغه ماشوم قام ته په خاپوړو کې ( دولتي ) کوس په لاس کې ورکړ چې
چې د ماشوم په توګه يې لا تر اوسه هم په ارزښت نه پو هيږي ، خو د ماشوم عمرجان او حامد جان پشان هسې لوبې ورسره کولای شي !
په پای کېدې پام ست يو ډېر ضعيف او غلط دليل ته راګرځوم چې ته پرې ډيره تکيه کوې او تکرار تکرار يې راوړې :
[quote:35ddecd03d]پوهاند عبدالحى حبيبي په خپل كتاب (تاريخ مختصر افغانستان دوه سوه شپږ پنځوسم او اووه پنځوسم) مخونو كې دا خبره ليكلې چې (... درينموقع يكنفر درويش، از زاويۀ سپنج خويش برامد و خوشهاى ګندم را از كشتزار نزديك بريد، و بدستار اين شاه جوان نو منتخب بطور سمبول شاهى او نصب كرد، و كان ذالك فى شوال (۱۱۶۰ هـ ۱۷۴۷م). د سازمان مهاجرين مسلمان افغانستان چاپ)
نو د شوال په مياشت كې د (يوې نژدې كروندې نه د غنمو راشكول ) يعنې څه؟
د كندهار په كرنيز موسم كې په جوزا كې غنم ريبل كېږي او په رجب يا شوال چې شوال د اكتوبر مياشت ده په كندهار كې هيڅ د غنمو كروندې نه وي. [/quote:35ddecd03d]

لکه چې درته ښه معلومه شوال د هجري قمري مياشت عربي نوم دی او له رمضان وروسته د کوچني اختر مياشت ده ! قمري کال تر شمسي ١١ ورځې کم دی ،
سږکال شوال سپتمبر کې دی او تر ٢٨ يې دوام کوي :
په کمپوتر کې د نےټو او کالونو د بدلولو له طريقې څخه کار واخله وبه ګورې چې شوال په ١٧٤٧ کال کې په جوزا کې راځي ، خو زه به يې دلته درته ساده داسې محاسبه وړاندې کړم :
فرضوو چې د ١٧٤٧ د جون = جوزا په مياشت کې لکه څنګه چې حبيبي صيب ليکلي د شوال د مياشتې اړونده نېټه راتله .
نو له هغه وخته تر اوسه ٢٠٠١١- ١٧٤٧= ٢٦٤ کاله شو
که دغه ٢٦٤ په ١١ کې ضرب کړو ٢٩٠٤ ورځې ترې په لاس راځي
له دې څخه ٨ قمري کلونه او ٧٢ ورځې تر لاسه کيږي .
يعنې د ١٧٤٧ عيسوس کال د جون = جوزا راهيسې ٨ ځلې شوال د جون =ا جوزا په مياشت کې تکرار شوی دی ، سږکال شوال له جون جوزا
څخه ٧٢ ورځې يا ٢ مياشتې او ١٢ ورځې وروسته وي . او د جون جوزا + ٢ مياشتې = سپتمبر سنبله ده چې له شوال په کې واقع دی او پاتې ١٢ ورځو سره يې
بالکل د شوال دويمه يا دريمه لسيزه ده راځي !
څنګه چې سږکال شوال رښتيا هم له سپتمبر يا سنبلې سره سمون خوري
[color=blue:35ddecd03d]په دې ډول حبيبي صيب په ګوته کړی شوال بالکل د جوزا
په مياشت کې و چې شنه وږي د شېر سرخ د لويې لويې جرګې په شاوخوا د ناستو افغانانو په اوږو لګېدل ![/color:35ddecd03d]

ورځې دقمري کال په ٣٥٦ ورځو ووېشو نو يوکال او ٧٢ ورځې ترې په لاس راځي تقسيم کړو هغه مياشت ترې په لاس راځي چې سږکال بايد شوال په کې واقع وي :
٢٥٤÷


عادل عادل
14.08.2011

السلام علیکم

دروند پتوال صاحب خدای دې خیرونه درکړي چې لاروي صیب ته مو په سپینو او مدللو خبرو د سمې لارې ښوونه کړې.

نن سبا نوي منځ ته راغلي ولسونه مزور تاریخونه او ویاړونه جوړوي، خو مونږ خپل شته تاریخ او ویاړونو ته په دې سبب په سپکه سترګه ګورو چې د پردیو تر هجومي اغیز لاندې یو.


pattang
14.08.2011

[quote:c5926a0d9f]نه هوتکو له ايران څخه آزاد او مستقل افغان دولت رامنځته کړی او نه سوريانو له هند څخه آزاد او مستقل افغان دولت جوړ کړی دی،
يوۀ د ايراني په نامه په ايران کې او بل (شير شاه) د هندي په نامه په هند کې تاج و تخت تر لاسه کړی او د افغان ملي تاريخ يې نه دی پيل کړی .
خو هغه څه يې کړي چې احمد شاه له دواړو څخه زدکړه وکړه او د تاريڅ له چانس څخه يې داسې ګټه پورته کړه ، افغان دولت يې [/quote:c5926a0d9f]

[quote:c5926a0d9f]جوړ او افغانان يې د خپل تاريخ خاوندان کړل ! داچې له دې تاريخ سره يې بچيو او نورو نسلونو څه لوبې وکړې د هماغه وروسته پاتې شعور
نتيجه ده چې تر نن ورځې پورې پښتانه د دولت او دولتدارۍ جوګه نشول ، خو ددولت د ورانولو او ورنکارۍ مهارت يې ساتلی دی !
د احمد شاه يواځينۍ تيروتنه به هم دا وي چې له وخت نه ډير مخکې يې دغه ماشوم قام ته په خاپوړو کې ( دولتي ) کوس په لاس کې ورکړ چې
چې د ماشوم په توګه يې لا تر اوسه هم په ارزښت نه پو هيږي ، خو د ماشوم عمرجان او حامد جان پشان هسې لوبې ورسره کولای شي ! [/quote:c5926a0d9f]

دهوتکو دوره دسدوزيانو دخيانت له لا سه له منځه ولاړه ، د امان الله خان تروخته
پورې دې خلکو ټولو په کورو کې خپل معاش اخيست ٠
کرزی جان خو بيخي تړلی غلام دی خو له عمرجانه مخکې هم ډېر جانانان تير شوي ،خصوصا دا فلسفي پڅ اندي چې وطن يې دې حال ته راوست ! که عمر جان نوي نو ولا پنجيان او فاړسي زبانه دې پتواله له غوږو خلکي در باسي ٠
داعمر جان دی چې لاسپوڅي او دپښتنو دوښمنان يې دنوم په اورېدو سره پرتګونه
ډک کوي ٠


پتوال
14.08.2011

پتنګه زه د سدوزيانو پلوی نه کوم ، هوتکيان د ايران له تخته نادر افشار را وپرځول او له ايران څخه يې را په مخه کړل، هلته خو سدوزيان
نه و ور سره ، په کندهار هم نادر افشار حمله وکړه او د احمد شاه پلار يې له بنده راخلاص کړ، بيا نو طبيعي وه چې دولت خان
د خپل آزادونکي افشار په په ضد د خپل زنداني کونکو په طرف نشو درېدلای .
که هوتکيانو د سدوزيانو ملاتړ غوښتلای نو
دا فکر به يې مخکې کړی وای د هغوی قومي مشران به يې زندان ته نه غورځول ، غلزيو يا هوتکيانو ته چې سړی وګوري دا متل پرې
صدق کوي چې (( عقل افغان پسان ميايه)) ، دوی هميشه اول عمل کړی او فکر يې پرې له پايلو وروسته کړی هغه هم صرف تعجب او حيرانتيا !

له عمر جان څخه مخکې جانان دې ګلبدين و ، چې د همدې غلزيو يو استازی و ، سره له دې چې ځان ته يې د حکمت يار وايه ،
يو ګام يې هم سم او صحيح پورته نکړ او پښتانه يې په سيالۍ کې وروسته وغورځول ، هم يې پخپله اوهم يې په دوښمنانو وځپل !
تر هغه دمخه دې تره کی او امين هم دغلزيو چپي مشران وو افغانستان يې هم خرڅ او هم يې وران کړ، خو ګواښونو او لاپو شاپو ته چې به دې کتل
پړي به يې شکول او په وندر به نه ټينګېدل !
زه خو ګومان کوم چې هسې خو ټولو پښتنو ته دافغان غول لقب ورکړل شوی، خو دا غلزيان چې دي ، دا د تهورخان بچي لکه چې د عقل د ويش
په ورځې له سره حاضر نه وو ! :lol: :lol: :lol: :lol:، که نه د محمد ځيو ضعيفو واکمنانو پرې ولې او څنګه په آسانۍ سره يوه نيمه پيړۍ
حکومت وکړ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
وايي پرچميانو به ارمان کاوه چې رهبري د پرچميانو وای او صفوف دخلکيانو وای همدغسې چې رهبري د سدوزيانو او نور ځواک د غلزيو و لکه
د احمد شاه بابا په وخت کې نو نړۍ يې خوځوله او احمدشاهي يې په امپراتورۍ اړولې وه . خو له ميرويس نيکه وروسته يې د رهبرۍ تشه وړتيا
هم هېڅکله نه ده ښِودلې .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more