ادبي ټوکې ټکالې
-
03.07.2011
[quote:dc0410e26c="شبيراحمد"]رښتافارسي ښه ژبه ده خوهرځای کي خوندنه کوي.[/quote:dc0410e26c]
یاره شبیره ته څه خبر یې ددې خوند نه؟؟؟ :D
د خوند پوښتنه یې د کاریزوال او عادل څخه وکړه، ولا داسې خوند یې کاوه چې پوښتنه یې مه کوه خو کامل او رښتیني صیب ټنډې تروشې کړې په مونږ یې د فارسي خوند ګډوډ کړ. همداسې نه ده کاریزوال صیب؟؟
[quote:dc0410e26c]هسې کلیوال صیب داکاریزوال هم دمسلمان پروخت فورم ته راځې ته په پوهیږې؟ [/quote:dc0410e26c]
تا خو په وخت پیژندلی خو زه پرې بې د وخت نه آلریډي پوهیدم چې د مسلمان ساعت (ګړۍ) کاریزوال په لاس کړې. :D
او زه خو دا هم پوهیږم چې شبیر احمد یې ددې لپاره رالیږلی چې په مونږ التباس راولي، خو کاریزوال چیرې مونږ نه خطا کیدلی شي؟؟؟ :lol:
خان آغا
04.07.2011
دوستانو دخان آغا سلامونه ومنۍ،
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
څه حال احوال دی ټول سره جوړ یاست،
خدای تعالی دی وکړی چه جوړ به یاست،
محترم کلیوال صیب او کاریزوال صیب داده فارسی ژبی زده کړه بده نده،
خو داکوم وروڼه چه یې مخالفت کوی کیداسی چی ماوارو به وی په فارسی به نه پوهیږی داسی وکړۍ چی ورته ترجمه کوۍ یی بیابه دوی هم خوشحال سی،
ددی زبی تر زده کړی هغه ټوکه رایاده شوه،
بلوچستان ته یو وخت دوه خارجیان راغلی وه لار ورنه غلطه شوی وه ډیر وګرځندل اخیر پر چوک دوو تنو ولاړو ترافیکو ته راغله ورنه پوښتنه یی په انګریزی ژبه وکړه خو هغوی نه پری پوییدل همداسی په بله ژبه یی دلاری پوښتنه ځنی وکړه ،
ټرافیکو سر وښوراوه چه نه پوهیږو،
تقریبآ دولس ژبی یی پری استعمال کړی ټرافیک والاهسی سرښوراوه چه نه پوییږو،
هغو خواران په مات زړه ځنی لاړه،
ورسته دا یوه ټرافیکوالا وخپل ملګری ته وویل:
ولا یاره چه له دی پښتو ژبی سره مو یو بل ژبه زده وای ښه به وه:
دویم ملګری ورته وویل بله ژبه څه ګټه لری دا وګوره دولس ژبی یی زده وی یوی هم ورته ګټه ونکړه؟ههههههه۰
مطلب می دادی چه ملګری دی نه خپه کیږی چه تاسی ولی دلته فارسی شروع کړی ده دانسان چی هر څومره زبی زده وی تاوان نکوی؟
مننه.
.............................................
یو خو چی زه لیکنه وکړم هغه کور ورانی ډبله ثبت شوی وی چی دا کوم کار دی،
هوتک
04.07.2011
ټول مې سلامونه او احترامات ومنۍ![quote:faa94d20c3="كليوال"]تا خو په وخت پیژندلی خو زه پرې بې د وخت نه آلریډي پوهیدم چې د مسلمان ساعت (ګړۍ) کاریزوال په لاس کړې. :D
او زه خو دا هم پوهیږم چې شبیر احمد یې ددې لپاره رالیږلی چې په مونږ التباس راولي، خو کاریزوال چیرې مونږ نه خطا کیدلی شي؟؟؟ :lol:[/quote:faa94d20c3]هاهاهاها خو کلیواله زموږ نه ګرد سره تر اوسه څوک ورک شوی دی هر څوک چه ورک شې په دوهمه ورځ یې لاس تړلی وغواړه؟
Kamil
04.07.2011
او كليوال چرا كلاس فارسي را ترك كدي.
شروع كو ما در طريقش حايل نيستم ما ميخواهېم كه فارسي را ياد بګرېم.
مګر صرف در اين صفحه در كلش ټول افغان نى.
___________
نوټ: له هغه كس به منندوي يم چى زما فارسي يى راصحيح كړه.
زما سره يو ملګرى دى مزارې دى اول پښتو نه ورتلله خو چى وخت يى راسره تېر كړو او پښتو يى ياده كړه بيا يى له مانه هم جالبه پښتو ويله.
كه تاسى هم له ماسره كوشش وكړۍ نوكيدايشي چې.....
عادل عادل
04.07.2011
السلام علیکم
کامل وروره زما سره یو غوربندی ملګری وو، یو ټکی پښتو نه ورتله، نو ده له مانه غوښتل چې پښتو وروښایم، ما ورته د قاعدې په توګه یوه جمله وټاکله ما وېل که دې دا زده کړه نو مانا دا چې پښتو زده کولای شې او که دې زده نکړه نو ځان مه پازابوه،
جمله داسې وه چې ده ته به مې ویل چې ووایه ........... مرا سګ سیا خورد ..... یانې ..... زه تور سپي وخوړم ........ چې دوه ځلې به یې سم وویل دریم ځل به یې وېل چې ...... ما تور اِسپی اُوخوړ..... :) ..............او چې په ډېر تمرین سره به یې سمه کړه،،،،، نو بیا به مو د لاسه پکې بېرته، زمونږ د یوه کلیوال په قول، کمپیوزززز او او غلطې ته راغلط کړ...... :)
خلاصه کال تېر شو، خو ده ته دا مالومه نه شوه چې دی تور سپی خوري او که تور سپی دی خوري ،،،،، اووه ...... لکه چې زما نه هم ګډه شوه. :)
محمود سعيد
05.07.2011
سلام!
تا بحال مرد پشتو شده اید که حالا ګرامر فارسی را یاد میګیرید؟ :lol:
باور دارم تا بحال پشتو را بطور کامل یاد نګرفته اید...
Kamil
05.07.2011
فكر كوم عادل عادل صيب چى زما فارسي هم د هاغه غوربندي پښتو غوندى ده.
دوه ورځې مخكى مى د يو فارسيوان ملګري سره فارسي ويله نو ځان راته ډير تكړه ښكاره شو چى په دى كې يو بل ملګرى راغى او زما دا العجايب والغرايب يى واوريدل نو ډير زيات يى په خوږه خوږه كې بى عزته كړم د هغى نه مخكى مى دومره فكر ورته نه و خو اوس يو څه احساس راغى چى زده يى كړم.
نو ستاسو د همكاريو په هيله
كامل
___________
محمود سعيد صيب باور كنيد كه به فارسي شما را پوه نشوم.
به پښتو شرح كنيد بعد ازين جواب ميتم.
شبيراحمد
06.07.2011
اغای سعيدمېګويد :
تراوسه سم پښتانه شوي ياست چې اوس دفارسي ګرامرزده کوئ؟
يقين لرم چې تراوسه پوري موپښتوهم په ښه توګه نه ده زده کړي.
محترم کامل اميددارم که به تحريرماپوه شده باشي. :lol: :wink:
حالابه اغای سعيدجواب بته
موفق باشيد
محمود سعيد
06.07.2011
دا د ځینو پارسي لیکنه چې لولم، سترګو ته مې د بشردوست خوله او لهجه دریږي...تاسې ېې پلټنه وکړئ چې څوک دی.
عبدالله صابر
06.07.2011
زمونږ د پکتيا يولوی قوم چي منګل نوميږي ،دا قوم پخوا ډيرساده وو، داسي
ويل کيږي چي چيرته کوم منګل ته چا په فارسي کښ زياړې کړي وي ،
له همدي امله يی فارسي زده کولوته ملاوتړله ،دده په فکرښايی فارسي دکوم
خرڅيدونکي شي نوم وي ځکه يی غوښتل ترڅوفارسي په کوم بازارکښ پيدا
اوپه پيسو يی واخلي ، کله چي له کوره دفارسي زده کولو اواخستلوپه نيت
روان شو لاره کښ کوم ټوکمار ورته وويل چيمکوني ، منګل ورته وويل زه
کوني نه يم زما بل ورور کوني دی ،خيرټوکماريی په ساده توب وپوهيد نو
پوښتنه يی تريي وکړه چي څه کوي اوڅه غواړي ؟؟ ده ورته فوړسي اخلم
غواړم چي فوړسي زده کړم ، ټوکي ورته وويل فوړسي زماسره شته زه به
يی درباندي خرڅه کړم ، لنډه يی دا چي سودا وشوه ،دمچيوياسروغومبسو
ډک خاورين منګئ يی دفاړسي زده کولوپه نوم په منګل خرڅ کړ اوطريقه
يی ورته داو ښوده چي لومړئ به دکوټې ټولې دروازې اوکړکئ بندې کړئ
بيابه دامنګئ په ځمکه وولئ نواتومات به دټول وړوازاړو فوړسي زده شيي
سړي همدااسي وکړل ، دمنګي ماتيدو وروسته دسروشوو مچيولښکر تري
راووت ، له چيغواويوخوا بل خوا په منډو وهلوسره يو ورور له بل څخه د
خپلې مورپوښتنه کوي چي ادې څه شوه ؟هغه ورته واي ادې ورچنه (بهر)
منډ ې وهلي اودوې فووړسئ يی په سومبئ پسي خخي وي
عادل عادل
06.07.2011
السلام علیکم
خوندوره ټوکه وه :) مننه صابر وروره
وایي چې یوه منګل په کابل کې پاړسیوانې سره واده کړی وو او د لومړي ځل لپاره یې منګلو ته بېولې وه، نو د کلي بوډی او مشرانې یې مخ-دیدنی او مبارکی ته راغلې وې، یوې بوډی چې د ناوې پاړسي واورېده، او پاړسي یې پخوا بې له مسل .... یانې محصل ... عسکر پرته له بل چا نه وه اورېدلې، ورته وویل، خدای ته وګوری دا خو به ټول عسکر وزېږوي :)
عبدالله صابر
06.07.2011
ښاغلئ عادل عادل صاحب
واده يی ورسره نه ووکړئ ،،ماخو داسي اوريدلي وه چي کله دپکتيا قومونه
دنادرخان په ملاتړپه سقاويانو ورغلل نويومنګل يوه فااړسيوانه کلي ته
راوسته ، دکلي خلک چي دمسل (عسکر) څخه ډيرتنګ وو اوهغوعسکروبه
فاړسي ويله نوددي فاړسيوانې په ليدو سره دکلي مشرانومشوره ورکړه چي
داښځه بايد ووژل شي ځکه دابه بيا ټول مسل يعني عسکرزيږه وي ٠
عابد
29.07.2011
یار چی دا فارسۍ زه سنګه زده کړم
۰
29.07.2011
السلام علیکم
عابد صیب یوه پاړسو ژبي ښځه وکړه !!
یو خو دا چي ښځي د پاړسو وانانو ښي ښکاري او سړي پري د ښځي مینه ماتیږي او سړي د پښتنو ښه ښکاري او سړي پري د سړو مینه ماتیږي.
ځکه:
د ښځي صفت دا دی چي باید نرمه چنګه او خوږه وي چي دا بیا یواځي د پاړسو وانانو انجونه دي او سړي باید چي ځیږه او زړور وي چي دا د پښتنو ځوانان دي.
بله دا چي کله پاړسو ژبي ښځه وکړي نو اولاده خو دي ټوله پاړسو ژبي شوه او حتي دپښتو پوري به خاندي هم خو ته به هم ان شاءالله څو کاله پس دا سي پاړسو واي لکه پلار او نیکه دي چي هم پاړسو ژبی وي، خو بیا به پښتو درنه غلطه غلطه کیږي او پاړسو کلمات به پکي استعمالوي دي ته ډیر پام کوه.
او پاړسو ژبي ښځه وکړه همدا يي طریقه ده.
ګوره زه هم افغان یم خو ټکي پاړسو نه راځي [کاش چي راتللی] او عادل صیب هم پښتون دی خو داسي پاړسو ورځي لکه خپله ژبه يي چي وي همدا رنګه کلیوال صیب هم درواخله ځکه چي د عادل صیب .... ځه نه يي وایم بیا به عادل صیب واي چي ټوله دنیا دي خبره کړه چي د عادل صیب کابلۍ خوښیږي او کلیوال صیب باندي هم شکمن یم چي خوښیږي يي او که کړي يي ده :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
خو همدا يي لنډه لاره ده که څوک پاړسو زده کول غواړي هاهاهاهاها
ستاسو مومندافغان
عبدالله صابر
29.07.2011
عابد صيب
د ما اوعاد ل عادل صيب له ټوکو وروسته خو دټولو فارسي زده شوه ، تاسو
نه ګورئ له هغه وروسته ټول چوپ شول اوچي فارسيي يی زده شوه بيا ييۍ
شاته راو نه کتل او پخپله مخه لاړل ،تاسووله دوی وپوښتئ چي فاررسي
موڅنکه زده شوه ؟؟؟ ؟؟؟
يوفارسيواان په کلي کښ سپي وداړلو نوبيا يیی دکلي خلکوته ويل چي
کيي والاه ميکئئ کښ ميي تورسپئ په لنګي وخووړ
عنوان
spinkar
29.07.2011
په اوړي کي دفارسيوان په باعچه کي دتوت ونه وه او توتان هم پاخه وه يوځاځي په ونه کي ختلي او چاپير دي توتان خوري چه چه ګل اغاجان پري راغلو٠
په غوسه ي ورته وويل او بچه چه ميکني؟
ځاځې ورته واې حاجې صيب يک ټک بيتيم :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:
دځاځې مطلب له ټک نه داو چه يعني تاته هم توتان دروڅنم
حاجې ورته واې که خوار ومادر ته ټک بتې او پسې مخکې ې کړو :roll: :roll: :roll: :roll:
-
29.07.2011
صابر صیب خوش امدید به اطاق فارسي آموزي!
در پاسخ شما باید ګفته شود که ما که خود را می بینم به این نتیجه می رسم که فارسی را هیچ وقت یاد ګرفته نمی توانیم. این فارسی اموختن ما هم مثل نظریه ډاروین است :) که هیچ وقت به تکامل خود نخواهد رسید. این چند جملات را نوشته می کنم دلیل بر این نیست که ما فارسی را یاد داریم بلکه دلیل بر عدم دانستن فارسی ما است. تو ببین خداوند شما را انصاف روزی کند یا مثلیکه ما در پشتو میګوییم (دخدای انصافداره) این فارسی است که من نوشته میکنم؟ پس نباید باندیشید که مبادا ما فارسی را آموختیم. :cry:
خفه نشو فورم فکاهی ها است مزاح میکنم.
:lol: :lol: :lol: :lol:
۰
30.07.2011
کلیواله لکه چي د کومي کابلۍ سره دي..... یره نه يي وایم هسي نه کامپیوټر دي په کور کي وي او ورندار مي ونه ګوري بیا به په کور کي په لانجه واوړي او ماته به خیري کوي .
خو ګوره که کوم بل چل يي وي نوماته يي هم راوښایه چي دا پاړسو مي زده شي هځ مي خوله ورته نه جوړیږي هرڅومره شوندي اړم را اړوم خو نه ورته جوړیږي څه وکړم؟
مومندافغان
حذيفه
30.07.2011
سلام
دراين کلاس چطور فارسي زده ميشود؟ :lol:
مومند صاحب فکر کوم چي زه او تبه سپينې - سپينې اړوو.
دوئ دي وايي : راځه ما او تا بيا داسي کورس پرانيزو چي دوئ يو هم نه په پوهېږي، انتخاب يی ستاسو.
مګر د مشورې په توګه شفر درته ښيم :
ع .... ر ... ي .
هوتک
30.07.2011
حذیفه بعدله سلامه درته ښه راغلاست وایم! [quote:3d22a9c468="حذيفه"]
مګر د مشورې په توګه شفر درته ښيم :
ع .... ر ... ي .[/quote:3d22a9c468]زه به یې درسته ووایم چه عربی کلاس پرانیزې که څنګه حذیفه صیب!
کاریزوال خو په فارسې کې سر وخوړ، تاسې هم پام کوۍ؟چه.......
-
30.07.2011
هاهاهاهاهاهاهاها
نه یاره مومند د کابلۍ سره مې..... نه دی کړی خو اراده مې ورته کړې، تاته به هم د فارسي زده کولو چل دروښیم چې کلکه اراده او پوخ تصمیم ونیسه چې د یوې کابلۍ سره به ..... کوې نو بیا ګوره چې څومره ژر دې فارسي زده کیږي. :lol:
هغه څنګه وايي چې: الحاجة أم الاختراع
اړتیا یا ضرورت، اختراع زیږوي.
نو لومړي ته په ځان کې دفارسي زده کولو د اړتیا قوي احساس پیدا کړه بیا ګوره..........
مومنده د فارسي وانې سره د واده خبره دې ډیر پرځای ده که فارسيوانه وکړې ایله به د ښځې په خوند پوه شې.
زما یو همصنفي یوه عربۍ (عراقۍ) کړې وه، که رښتیا درته ووایم زما په شمول ټولو همصنفیانو ته یې سخت زور ورکاوه :) ځکه چې هلک او نجلۍ د هیڅ اړخه برابر نه ختل. خو په مونږ کې بیا یو ملګری وه چې هغه به پرې ډیر سوځید یوه ورځ یې یو سوړ اسویلی وویست او ویې ویل: دا معامله به لا په عربي څه رقم خوند کوي؟؟ :)
دلته هم مومند صاحب د فارسیوانې صفتونو ته کش ورکړی وه، نو زه هم نږدی وم د خپل انډیوال په شان خولې ته سوړ اسویلی راشي.... خو بس ځان مې ټینګ کړ.
د مومند صاحب دلیکنې سبک زما ډیر خوښیږي. خو عادل صاحب وايي چې کله کله ترې خبره اوږدیږي. :lol:
حذیفه صاحب ته هم ښه راغلاست وایم په راپیدا کیدلو دې خوشاله شوم.
هوتک
30.07.2011
[quote:92943fa53d="كليوال"] ځکه چې هلک او نجلۍ د هیڅ اړخه برابر نه ختل.[/quote:92943fa53d]واې ښه خربوزه همیشه دچغال په نصیب وې؟؟
۰
30.07.2011
حذیفه ورورکه د ټوکو فورم ته له اوږده غیابه ښه راغلاست او ستړي مشي
هوتک صیب او کلیوال دي ونه سوزي هاهاهاها سپیشل ښه راغلاست!!!
او تاسو د عربي ویلي وو نو چونکي ما عربي هیوادونه ندي لیدلي نو عربي مي هم هغه دقدوري او شروط الصلاه اعني کتابي عربي ده نه محاوري او عامه عربي او دا هلکان چي ګوري دوي نو له تا خو نه شم ویلي خو له ما بیا ډیر ښه پوهیږي نه ګوري کلیوال صیب ته چي دعراقۍ قیصه يي کړي مونږ خو پوهیږو چي پدي چم مونږ ته راښاي چي ما ګوندي عربي هیواد لیدلي باخبر اوسۍ ، هغه کوم سړي چي حج کړي وي او کوم مجلس کي څوک تري خبر نه وي او ماما یا کاکا ورته وواي نوبیا خبره شروع کړي چي یره د مکي شریفي اومدیني شریفي ترمنځ په دښته کي موټر ودریده مونږ کوزشو داسي ښه سوړ باد لګیده، یره مونږ سره په مکه کي یو حاجي صیب وو ډیر ښه سړی وو، په مدینه کي يي دسترخوانونه خپاره کړي وو او داسي خورما يي پري ایښي وي چي هڅ موکله نه وي خوړلي او داسي نوري قیصي به شروع کړي چي خلک خبرشي زه حاجي یم او حاجي کلیوال صیب هم ګوري سعودي لیدلي او حاجي دي چي بیا يي نوم پوره اخلي هاهاهاهاهاها
نو حذیفه ورورکه دا هلکان له ما ښه پوهیږي ځمونږ خو د ملایانو عربي ده او چي شروع موکړه نو بیا به راپوري خاندي اوس د ملایانو دعربي یوه بیلګه وګورۍ:
په پیښور کي هلال الاحمر السعودي کي د کوم مسلي لپاره ملایان صیبان راغلي وو نو هغه عربي چي دملایانو سره ډیر جوړ وو اواکثر يي پیژندل پوښتنه وکړه چي الشیخ عبدالسلام ولي ندی راغلي ؟
ملایانو یو بل ته کتل چي ته ځواب ورکړه بل ویل نه دا مولوي صیب به يي ورکړي نو اخر یو پکي چي په عربي ډیر پوهیده داسي ځواب ورکړ:
خرج الشیخ في الظلام اللیل فانذلق فانفلق [ مولوي صیب صیب دشپي په تیاره کي ووتو ولویده او وچاودیده] مقصد يي وو چي مولوي صیب دشپي په تیاره کي باهر وتلي وو نو پښه يي خویه شوه او ماته شوه.
نواوس به ما هم داسي عربي درته ویلي وو نو د کلیوال د خندابه شم او فورم به رانه پاتي شي .خو بس همدا پښتو ښه ده چي پرده مو خوندي ده څوک څه خبر دي چي زه په عربي پوهیږم اوکنه هاهاهاهاها
که څنګه کلیوال صیب کومه د پښتون دعربي قیصه دي نده زده ؟!
ستاسو مومندافغان
-
30.07.2011
هاهاهاهاهاهاهاهاهاها
یره مومنده غټه بلا یې!!! :)
په عمر به کیدای شي زما او هوتک نه مشر یې خو شوخي دې لکه د اتلس کلن هلک ده او په زړه تر ټولو ځوان یې. :lol:
ته وایې د عراقۍ د قیصې څخه زه درښیم چې ما سعودي لیدلی یاره باور دې وشه چې سعودي مې یوازې په عکسونو کې لیدلی او بس.
مومنده دا د سپین ږیري کلیوال د حج خبرې ته مې رښتیا وخندل. :lol:
د تحصیل هم عجیبه د خونده ډک ژوند وي زمونږ یو ملګري به بیا داسې کول، چې کښې به ناست نو یو ارګمی به یې وویست بیا به یې ویل.. ښځه یې د پیپسي و.... :) که یې د ثقیلې ډوډۍ پسې څښې نو ارګمي به دې پازابوي او که نه یې څښې نو غرمنی پسه به د چا پلار هضم کړي؟. بیابه یې مخ راواړاوه چې فلانیه ډیر غوړ یې نه وه پوخ کړی؟ زما خو اوس هم په زړه ولاړ دی....
او غرمه به یې والله که د سبزي نه بل شی خوړلی وي. :D
او مومنده که په عربي ویلو کې دې شرم وکړ نو لاااااااااړې بیا یې ولاکه په لسو کالو کې هم زده کړې نو د چانه به نه شرمیږې داسې ډاډه به یې وایې لکه زه چې فارسي وایم. :)
هوتک
31.07.2011
هاهاهاهاهاهاها یره افغان صیب ته خو ولاچه په روشتیا ټوکې یې، هسې ځان ناګاره ناګاره كوې [quote:1219d44d15="كليوال"]
په عمر به کیدای شي زما او هوتک نه مشر یې خو شوخي دې لکه د اتلس کلن هلک ده او په زړه تر ټولو ځوان یې. :lol:
[/quote:1219d44d15]یقین چه زما زړه تراوسه دومره دځوانۍ خواته ندی کوږ شوی وی لکه دمومند صیب ، مومندصیب سم دم ځوان یې خو موږ ته وایې چه بوډا یم ، که څنګه کلیوال اعنې(وهاج افغان)صیب،ههههههه
یاره که په روشتیا وهاج افغان یې راته ووایه چه دا زړه مې خوشحاله شې ، په یقین سره ویلای شم چه وهاج افغان صیب ماته ډیر زیات یادیږې ،هغه وطنمل ناځوانه یې بیا ګرسره نوم لادفورمه وویست،