اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
Azad Nazer
15.07.2004
طالبجانه ته خو عجيبه شله سړې وختې ، هه ؟!
څوک يې درسره نرخ نه مني اوته همدا وايې چې درانه يې وتله !
ستا په شېخ وسمه او اميرالفراريون پسې دټولی دنيا ښځې اونر شکنځا کوي نو که مونږ پسې يودوه درېځل وکړه کوم اسمان راړنګ شو ؟
ورک کوه دغه خو داراته ووايه چې داروپا په کوم مسجد کی مولا امام يې ؟ اوکه رښتيا نه وايې نو دا راته ووايه چې انګريزي دې چېرې زده کړې او ولې ؟ ځکه چې انګرېزي خوستاپه اصطلاح دکفارو ژبه ده :wink:
دنوروژبو پوښتنه درڅخه نه کووم خوپه ډېرو وېب سايتونو کې دې ممبر قبضه کړې ، ايا ته يې چلوونکې نه يې ؟
نوکه خبره دمطلقيت اودزوروي نو زه چې څه وايم هغه به ضرور منې ځکه چې ستاد فکر او قضاوت په پرتله زما په ليکنو کی حقيقت ، قضاوت ، بېطرفي ، وطن پرستي ، صلحدوستي اونور ې ګټورې خواوې شته ٠
بې علته بې موجبه هيڅوک چاپسې څه نه وايي ٠ ددې پر ځای چې دافغان اولس ، دهغوی دبچو ، دهغوی دکورنيو ، دهغوی دټاټوبي ، دافغان کلتور اوفرهنګ ، دافغان د نوم او افتخارونو اودهغوی دتاريخ دوښمنانوپلوي وکړې ، زه دې حق اوريښتيا ويلو ته دعوت کوم او په دې دی پوهووم چې ستا اوسنۍ مفکوره به هيکله هرکلې او برياليتوب ونه لري ٠
ستاسو دمطلق نظر او يوطرفه قضاوت څخه داسې برېښي چې يواځی د مولاعمر او بن لادن اسلام صحيح دې مګر دنړۍ خلکووليدل چې هغوی څه وکړه ٠ همدارنګه لکه څنګه چې مولا عمر پخپله ويلي وو چې د يوه بن لادن لپاره ټول افغانان قرباني کوي ، هماغسې يې وکړه ٠ نو مولا عمر دخارجيانو دراتګ ، دافغان اولس د سکنجه کوولو او وژلو مسؤليت لري ٠ او څوک چې يې پلوي کوي ، هغوی دغه مسؤليت په غاړه اخلي ٠
او په پای کی دعلم او عالم په هکله :
داسلامي رواياتو سره سم ، شيطان تر ملائکو لا زيات علم لري ٠
دصلحې په غونچو مو درناوې کووم
ازاد نظر
_______________________________________________
چاچې ويستلې دافغان له دروازو نه ګړز
افغان ويستلې دهغه له کوناټونه ګړز
ع کريم حليمي
16.07.2004
درنودانشمندانو ، لوستونکو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
[quote:7d6e5debf5]چې په ورلډ تريډ سنټر باندې د سپتمبر د ١١ نېټې بريد دوی د ا سلام په بهانه کړی که يهودو د اسلام د درسوا کولو او سپکاوي له پاره تر سره کړی دی. يو بد عمل او دوه متضاد تفسيرونه ، دانو عمل د نظر ، او پرکتيک د حقيقت معيار يا محک نشو، بلکې انګيرنې ، پروپاګند او ايديالوژۍ د حقيقت معيار شو. په دې ډول ملا يان غواړي له دين څخه د سياسي قدرت د نيولو او ساتلو يوه غضبميره و سيله جوړه کړي او د خپلو نادودو له ﻻرې د خلکو زړونه له اسلام څخه تور کړي. [/quote:7d6e5debf5]
محترم نقاد صاحب څرنګه قليل الفظ او کثيرالمعنی ليکي ٠
رشتيا هم چه دغسي ده ٠ د اسلام دين ، يا هره ايډيالوجي په زور پر چانه خرڅېږي ٠ ايمان يو قلبي باور دۍ
پس هر هغه شئ چه قلبي سو ٠ نو يوازي اخلاقي سو نه زورکي ٠ که څوک اسلام په زور توره قتل اوقتال مخته
بيايي ٠ ښه پوهېږم ٠ يو ګام مخته او درې شاته ځي ٠
[quote:7d6e5debf5]حليمي صيب تاسي واياست چي دجهاد وخت تيردی . دعزت وړه په ډيراحترام سره ښايي ستاسي په حضور کي ووايم چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خوفرمايلي دي چي جهادبه ترقيامته پوري روان وي نوفکر نه کوۍ چي دلته به ستاسي خبر له صريح حديث سره معارضه وي؟؟؟ نوکله چي دامام ابو حنيفه رحمه الله قول له حديث سره معارض وي هم عمل نه پرې کيږي نوستاسي په قول مونږ څنګه عمل وکړو؟؟؟ اوآيا دجهاد لپاره به تراوس وخت نورهم کوم مناسب وخت راځي چي کفار ځمونږ ټاټوبي ته راغلي دي ځمونږ په عزت خاوره اوناموس يي تيرې کړی اوکوي يي لګيا دي نوچي اوس هم دجهاد وخت نه وي فکر کوم چي بيا به کله هم جهاد روا نشي . [/quote:7d6e5debf5]
هو هيڅ وخت به معارضه و نه کړم ٠ دشريعت نبوي سره ٠ دا ډېرواضع او يو طبيعي نبوي حديث دۍ ٠ چه جهاد به
ترقيامته جاري وي ٠ خبره په جهاد کولو يا نه کولو کي نده ٠ خبر ستاسو په تطبق کي ده ٠
کتابونه ټوله بي عقلان دي ٠ يعني بېجانه دي ٠ اصول په کتابو کي دي او عقل مو خپل دۍ ٠
نقل درته وکړم ٠ پاچا زوی و جادوګر ته واستاوه چه دجادو فقه ور زده کړي ٠ هلک پسله يوه کاله د جادو اصول
ټوله زده کړه ٠ کله چه پلار تهئې راوستۍ ٠ پاچا وغوښتل چه زوی امتحان کړي ٠ په جېب ئې لاس چخ کړ ٠
يوه انګشترۍ ئې په موټ کي ونيول ٠ او له زويه پښتنه وکړه چه چشي مي په موټ کي دۍ ٠
هلک دستي د جاود د فقهي له اصولو څه کار واخست او پلار ته ئې وويل چه د ژرندي پل دۍ ٠
پاچا و معلم ته و ويل چه دادي څرنګه تعلم ورکړيدۍ ٠ معلم ورته عرض وکړ ٠ چه اصول ماښه سم دم ور ښو ولي
وه او زده ئې هم دي ٠ خولعقله ئې کار وانخست ٠ د جادو حساب سم وو ٠ حساب وويل چه ګيردی شئ او منځ
ئې سوری ٠ که ښه غور، فکر ئې کړيوای نو ويلي به ئې وای چه انګشتره ده ٠
جهاد اکبر فرض دۍ پر هر مسلمان د ورځي 16 ساعته 7 ورځي 52 هفتې اما د قتل و قتال واجب دۍ ٠
که فرض او واجب واضع نوي انشاالله بيا چه موقع ئې راسي تشرح به ئې کړو ٠ فکر کوم شکل نسته ٠
[quote:7d6e5debf5]تاسي ليکلي چي غوث اعظم صيب ټول عمر جهادنه ووکړی . وروره ځما په آند غوث اعظم يو الله جل جلا له دی اوبس . هوهغه چي ته يي ښيي هغه به يوولي وومګر دهغه جهادنه کول ځمونږلپاره دجهادنه کولودليل نه شي ګرځيدﻻي . ځکه چي زمونږ پيغمبر صلی الله عليه وسلم مجاهدتير شوی اومونږته يي ترقيامته پوري دجهادکولو امرراکړی نوزمونږلپاره دنبي صلی الله عليه وسلم کړه آييډيل دي نه دهغو په مقابل کي ديوه ولي عمل [/quote:7d6e5debf5]
نه ورور داسي مه ليکه چه غوث العظم يوازي الله ج دی ٠ توبه توبه ٠ اصول داسي دي ٠ هر وخت چي الله دي مطلب
وي نو اليف او لام پر صفت ور بالاکه لکه ٠ الکريم ، الحکيم ، الجبار ٠ زه کريم يم او الکريم نه يم ٠
وروره غوث العظم يو غوث د زمانې تېر سوۍ دی ٠ ابو حنيفه غوث نه وو ولي وو ، فقهي وو ٠
او د زلمي جان تر خبري مي داليکلي وو ٠ چه صوفيان دي جهاد کوي ٠ نو زما راياد سوه چه صوفيان پاسته دي
جهاد نخوښوي ٠ تبلغ خوښوي ٠
[quote:7d6e5debf5](( واماالکفارمخاطبون باالامربا الايمان وباالمشروع من العقوبات والمعاملات )) ژباړه : خداي تعالی کفار هم دايمان په راوړلو مخاطب کړي همداراز کفار په ټولوشرعي کړووو مکلف دي که هغه دعقوباتوله ټولۍ نه وي اوکه دمعاملاتو . نو وروره ځماليکنه داصول فقهي په قاعده برابره ده هيڅ غلطي نه پکي ليدل کيږي اما ستاسي ليکنه دلته لږ کمزوري ښکاري دکمزوري لامل يي تاسي ته ښه در معلوميږي .[/quote:7d6e5debf5]
اول داخبر دی چي ليکي واماالکفارمخاطبون باالامربا الايمان وباالمشروع من العقوبات والمعاملات ))
په مبتدا ئې زه نيم خبر چه څه ئې ليکلي ٠ دا واضع خبره ده چه هر انسان مخاطب ده الله دی ٠ او جملې ته ئې خورا
غټ [color=red:7d6e5debf5] اما[/colorور اچولۍ دۍ چه ټوله مطلب د جملې سموي ٠ زه پوهېږم چه دا لسان العربي دۍ اما ستاسو دا [color=blue]عجمی[/color:7d6e5debf5] وو پوهيږۍ چه څه ليکم ٠
٠
أركان الجهاد :-
و المقصود بأركان الجهاد هنا أي الأمور التي يبنى عليها الجهاد و يقوم عليها الجهاد و التي يكون بها الجهاد صحيح ، و بدونها لا يكون الجهاد صحيح ، وهي عبارة عن عدة أركان يجب أن تتبع قبل الجهاد في سبيل الله ، و هي:-
أولاً:- النية الصالحة للجهاد : أي ينوي المجاهد الجهاد لله وحدة و في سبيل الله وحدة ، و في سبيل نصرة دين الله و حدة ، لا في سبيل التظاهر ، أو الرياء ، أو التباهي ، أو الهتافات .٠
حليمي
azmon
16.07.2004
دزړګي سره مولوي طالب جانه اونورودوستانو سلامونه اونيکي هيلي مي ومني . طالب جان صاحب الله دي رحم درباندي وکړي ريښتيا چي ديني علم څومره لوي نعمت دی ديولسم ستمبر پيښه مو څومره ښه دقران عظيم دايات شريفانو په رڼا کي تشريح کړي په ويلو مې زړه ډاډه شو خداي پاک دي لکه لمرداسي روشانه لره پاک خداي دي ستاسي په څير علما تل کامياب اوپه مخالفينو کامياب لري . ددې نوروليکني هم ګورم دوي بې چارګانو ته شکنځاوي ور پاتي دي ددې خلکو مغزونه له همداسي خرافاتو څخه ډک دي دليلونه نه لري هسي له ګيډي ژغيژي دوي ته دشکنځاو ليکل انسانيت ښکاري . خپلو ليکنو ته به څومره خوشحاله وي . دانسان ضميرهم دداسي ليکنو اجازه نه ورکوي خو داخلک دومره دشکنځاو او بدويلو عادي شوي چي اوس يي ضمير هم مړشوې ځکه نوپه داسي ليکنو نه شرميږي دليل ته يي ګوره وايي ټول خلک چي چاته شکنځاوي کوي زه يي هم کوم زه دملا عمر اخندنماينده نه يم خوداوايم چي داعقل خداي ولي درکړې فکرووهه بيا خبره ليکه فرض که کچيري يوڅوک خپل پلار يابل کوم خپلوانت ه شکنځل کوي نوته به يي کوې دافکربه نه کوي چي داشه کاردې که بد . که دا يعني شکنځاوي ازادنظري وي نوزه پداسي ازادنظري لعنت وايم او په کلکه يي ردوم اوکه ټول ازادنظران داسي وي نوګمان نه کوم چيپ ه ټول عمردي تاسي څوک په شه نامه ياد کړي . کوم هدف خوتاسوبي چارګانو لري نه چي سړ ې درته ووايي چي پخپلو هدفونو کي به نا کام شي . له ليکنو څخه مو حيثيت له لري معلو ميژي چي نه يي لري که تاسي فکر کوي چي ستاسي په بدګويي به علما بد نام شي نودا ستاسي خام خيالي ده علماوو زموژ په ملت کي ريشې کړي دهغوي هره خبر ملت ته دليل دی بلکه ستاسي په بدويلو لا له علماوسره دخلکو مينه زياتيژي ځکه ملت ستاسي څخه نفرت کوي اوله هغه چا څخه چي تاسي نفرت کوي ملت له هغو سره مينه لري ځکه چي دمشکل په وخت کي مو ځانونه وايستل خارج ته وتشتيدي ملت ته مو د ايډز تحفې راوړې نه پوهيژم تاسو دملت نوم څرنګه اخلي کوم ملت هغه چي تاسي يي ويني ، حيا ، او عفت په ډالرو خرڅ کړل؟ کوم ملت هغه چي پيغلوټي يي نن ستاسي لخوا په کابل کي امريکيانو ته عرضه کيژي ؟ کوم هيواد هغه چي اول ورته خلقيان اوپرچميان شوي واست اوپه وروسانومو خرڅ کړ. اواوس ورته ازادنظري او په اصطلاح روشن فکره شوي ياست او په امريکايانو مو خرڅ کړ ې . ځانونه وپيږني موژ تاسوډير شه پيږندلي ياست . داچي څه نه وايودازموژ انسانيت وبولي مګر ددې دا مانا نه ده چي تاسونو له خيره سره په علماوو پسي راولګيژي او بدګويي پکي وکي .خپلي ليکني سمي کړي که نه نوداسي حقيقتونه به مو بيان کړم چي پخپله به ورته حيران شي .
خاټول
16.07.2004
[color=blue:7a076844c1]قدرمنو وروڼو اوخويندو سلامونه اونيکي هيلي درته ډالۍ کوم
باوروکړې په کومه سرخوږي چي تاسي ځانونه اخته کړي ،نه مي غوښتل چي ځان ورباندي اخته کړم ، داسي مي انګيرله چي ياخوبه د ښاغلي طالب جان صيب طرحه کړي موضوع ،په ښه علمي استدلالوڅيړل شي، اودروااونارواپه اړه به يي دورورګيلوۍ اوخواخوږۍ په فضاکي، به په سړه سينه يودبل انداوراي ته غوږ ونيول شي ،اوياکه څوک راوپاروي، نوکم ترکمه په يوه يادو ليکنو به بيرته موضوع سړه شي٠ او وروڼه به يوبل مثبت او تعميري بحث پيل کړي ،ولي له بدمرغه ،اوبيا له بده مرغه نه يواځي دا چي ځما هيله اوانګيرنه غلطه شوه، بلکي بحث داسي رخ غوره کړ چي ، په هيڅ ډول له تاسي ښاغلو سره نه ښايده،دقلم سپيڅلتيا، او دوينا اذادي يي، په هيڅ ډول ايجاب نه کاوه، بدبختانه له داسي چا څخه مو هم ښکنځلي واوريدلي چي ،مونږ ورته په يوه جهان سپيڅلتيا او سپين روب توب قائل يو!!!،چا څوک دکي جي بي اوسي أي اي ايجنټان وبلل، اوبل لوري بيا دخپل نظرمخالفان دامريکي تنخواخواره!!!، چا دملا عمر په غزا کي په ايستل شوي سترګه پوري ملڼدي ووهلي اوچاهم اميرالفرارين لقب ورکړل،چا په افغانستان باندي امريکاي يرغل روا وګاڼه،اوڅوک هم له هغه اسلام نه بيزاره شول کوم چي که احينا د٩\١١ دعملياتو اجازه ورکړي!!! وروڼو راځی لږ دخيال دمارغه په وزروسپاره شو اوداسي يي وګڼوچي که دا هم تاسي وروڼه نقاد، حليمي صيب طالب جان،سباون،اذادنظر................ دحکمت يار،رباني ،صياف او.................. پرځاي دډلو مشران واي اوله دومره بي ساري !!! زغم? سره يي په نظرونو کي هم دومره توپير واي او وسلوال بړيڅي موهم درلودلاي ،نوپه ايمان يي وايي چي تاسوبه هم ددوي کړه نه واي تکرار کړي???، وروڼو ستاسي له ليکنو خو زه دا پايله اخلم چي دواړه لوري له اسلام سره مخلص يي،طالب جان اوډله يي دکافرانو په دښمني کي مخلص او دهغو ناکردو احساس يي کړی چي کفري نړۍ اوپه سرکي يي امريکاپه بي وزله مسلمانانو کوي، حليمي صيب اوورسره ملګري يي بيا کوښښ کوي چي دا اسلام داسي معرفي شي چي کم ترکم دکفري ميډياله بدو تبليغاتو وژغورل شي، بهرحال زه دادعا کومه چي الله تعالي دي هرچاته دخپل نيت په پرتله اجراوثواب ورکړي، او الله تعالي مو دحق لوري ته سوق کړي ٠
اوس به راشم دشخړي دغوڅولو دپاره يوي طرحي ته او هغه داچي راځی دنوموړي قضيي په اړه يو مستنداو وتلي مفتي ته رجوع وکړو اودهغه په کړي فتوا امنا وکړو خوښه مونه ده؟ که مو سره سلا شوه ما هم خبره کړۍ، اوزه به نوموړي موضوع اودوروڼو په ليکنوصبا خپل نظر څرګند کړم[/color:7a076844c1][color=green:7a076844c1] که دخداي تعالي خوښه وه٠[/color:7a076844c1]
[color=indigo:7a076844c1][size=24:7a076844c1]يارزنده صحبت باقي[/size:7a076844c1][/color:7a076844c1]
Azad Nazer
16.07.2004
دټول افغان وېبپاڼې اودرنو لوستونکو په اجازه ، داځواب دازمون په نامه شخص ته چې پرته له موجبه يې په لوچکه لهجه ليکنه کړې، ليکم اوهيله لرم چې کټ مټ به يې نشر کړۍ ٠
تشکر
____________________________________________________________________________________________________________________________________________
(( دزړګي سره مولوي طالب جانه اونورودوستانو سلامونه اونيکي هيلي مي ومني . طالب جان صاحب الله دي رحم درباندي وکړي ريښتيا چي ديني علم څومره لوي نعمت دی ديولسم ستمبر پيښه مو څومره ښه دقران عظيم دايات شريفانو په رڼا کي تشريح کړي په ويلو مې زړه ډاډه شو خداي پاک دي لکه لمرداسي روشانه لره پاک خداي دي ستاسي په څير علما تل کامياب اوپه مخالفينو کامياب لري . ))ان
خدای دې هڅکله قدرت مذهبي تروريستانو ته په لاس نه ورکوي ، امين
(( ددې خلکو مغزونه له همداسي خرافاتو څخه ډک دي دليلونه نه لري هسي له ګيډي ژغيژي دوي ته دشکنځاو ليکل انسانيت ښکاري خپلو ليکنو ته به څومره خوشحاله وي . دانسان ضميرهم دداسي ليکنو اجازه نه ورکوي چي اوس يي
ضمير هم مړشوې ځکه نوپه داسي ليکنو نه شرميږي دليل ته يي ګوره وايي ټول خلک چي چاته شکنځاوي کوي زه يي هم کوم ))
دبې ګنا ه خلکو وژنه ، خپل ملت د يو فراري لپاره قرباني کوول ، مکتبونه بندول ، ښځې په سړکونو اوبازارونو کی وهل ، ورځپاڼې بندول ، تلوېزيون او عکسونه په افغانستان کی بندول ، په سپورت اوبدني روزنې افغانان بنديانول اووهل ، تفريحي وسايل لمنځه وړل ، په شعرونوويلو پابندي ، د هر چا څخه انساني حقوق غصبول اوچاته دحداقل انتقاد اجازه نه ورکول ، دافغانستان رسمي ادارې عربو ، پنجابيانو ، کشميريانو ، چچنيانو اونورو په لاس ورکوول ، په ښځو روغتيايي حقونه بندول ، ملي موزيم او تاريخي اثار لمنځه وړل که دليلونه نه وي نودنړۍ ارشيفونه او کتابخانې پرې ولی ډکې دي ؟
دضمير خاوندان داسې وحشت نه هېروي ٠
(( خو داخلک دومره دشکنځاو او بدويلو عادي شوي ))
په پنځويشتو کالو کی چې سړې ښه او بد ونه پېژني ، داسې سړې ر ښتيا چې بې ضميره وي او بې ضميره ته احترام کوول نه يواځی ناپوهي ده بلکه ګناه هم ده
:oops: (( زه دملا عمر اخندنماينده نه يم )) :oops:
چې نماينده يې نه يې نه يې نو بيا دې ولی لاندی باندی اوراخيستې ؟ که ته ضمير ولرې بايد دهغه چا څخه چې پلوي يې کوې ، بايد منکرنه شې :!:
:oops: (( خوداوايم چي داعقل خداي ولي درکړې فکرووهه بيا خبره ليکه فرض که کچيري يوڅوک خپل پلار يابل کوم خپلوانت ه شکنځل کوي نوته به يي کوې دافکربه نه کوي چي داشه کاردې که بد .))
خودغه کار ته کوې :!:
(( که دا يعني شکنځاوي ازادنظري وي نوزه پداسي ازادنظري لعنت وايم او په کلکه يي ردوم اوکه ټول ازادنظران داسي وي نوګمان نه کوم چيپ ه ټول عمردي تاسي څوک په شه نامه ياد کړي . ))
اوکه ټول داسې ضمير ولري لکه ته نو زه يې پرمخ لاړې ورتوکم
((کوم هدف خوتاسوبي چارګانو لري نه چي سړ ې درته ووايي چي پخپلو هدفونو کي به نا کام شي . له ليکنو څخه مو حيثيت له لري معلو ميژي چي نه يي لري ))
دادرسره منم ٠ زما غوندی خلک نه ايمان خرڅوي ، نه په دين او مذهب تجارت کوي ، نه بې ګناه خلک وژني ، نه دچا حق خوري ، نه په جاهو جلال پسې ګرځي ، نه د منصب او چوکۍ پروا لري ، نه سياست کوي نه ريا او نه ترې چوکۍ له لاسه تللې نو ځکه پرته له صلحې ، امنيت او خېر ښېګړې بل هيڅ هدف نه لري٠
((که تاسي فکر کوي چي ستاسي په بدګويي به علما بد نام شي نودا ستاسي خام خيالي ده ))
کوم علما ؟ ريښتيني که دزور ؟ نامعلوم که ښکاره ؟
تروريستان که بشردوسته ؟
مونږ معلومو ، منل شوو او واقيعي عالمانو ته محض احترام نه کوو بلکه د ملي سرمايې برخه يې ګڼو ٠
(( دمشکل په وخت کي مو ځانونه وايستل خارج ته وتشتيدي ملت ته مو د ايډز تحفې راوړې نه پوهيژم تاسو دملت نوم څرنګه اخلي کوم ملت هغه چي تاسي يي ويني ، حيا ، او عفت په ډالرو خرڅ کړل؟ کوم ملت هغه چي پيغلوټي يي نن ستاسي لخوا په کابل کي امريکيانو ته عرضه کيژي ؟ ))
ددې الفاظو څخه دې داسې بريښي چې خپله بې ضميري په مونږ راتپې :!: ګوره ، پخپله دې ځای ښودلې چې له کابله خبرې کوې ، نو که ډالر ګټې نو تا غوندې خلک به يې ګټي اوکه په ايډز اخته شوې يې نو دغه ستا په بې پروايي پورې تعلق لري ٠ موږ د خدای په فضل تراوسه ساتلي يو٠
((کوم هيواد هغه چي اول ورته خلقيان اوپرچميان شوي واست اوپه وروسانومو خرڅ کړ. اواوس ورته ازادنظري او په اصطلاح روشن فکره شوي ياست او په امريکايانو مو خرڅ کړ ې . ))
چاچې خرڅ کړې وي دهغه :oops: :oops: :oops: او چې څوک تهمت وايي د هغه هم :oops: :oops: :oops:
((ځانونه وپيږني موژ تاسوډير شه پيږندلي ياست . داچي څه نه وايودازموژ انسانيت وبولي مګر ددې دا مانا نه ده چي تاسونو له خيره سره په علماوو پسي راولګيژي او بدګويي پکي وکي .))
او شوده ! کوم علما؟ ته يې لومړې معرفي کړه چې مونږ و پوهيږو چې رښتيا عالم دې ، مداري او شرانګېز نه دې نو بيا که مولږه غلطي هم وکړه نو هغه ساعت او هغه مصلحت :!:
<<<<((خپلي ليکني سمي کړي که نه نوداسي حقيقتونه به مو بيان کړم چي پخپله به ورته حيران شي . ))>>>>>
زه تر ټولو زياته ددې اخري جملې سره دلچسپي لرم او داسې څرګندوې چې ګواکی ما پېژنې ، خو زه دې لاتر اوسه په ځوور او زېر نه پېژنم ٠ خو ليک ته چې دې ګورم نوکله وايم چې خلقي به يې ، کله وايم چې پرچمې يې ، کله وايم مرتجع يې ، کله وايم حرام نمک يې ، کله وايم خادست يې ، کله وايم ګيلم جم يې ، کله وايم قمارباز يې ، کله وايم شراچوونکې اوفتنه ګربه يې او کله وايم چې جاسوس يی ٠ تراوسه دې حيثيت نه شم ټاکلې ٠
نواوس ستا په ضمير پورې اړه لري چې د خدای راستۍ ميدان ته راووځې او که همداسې پټ پاتی کېږې :!:
نور نو درسره خپل قېمتي وخت نه بربادووم
تل دې وي ازاد نظر
نظرمحمد دوران کليوال
ع کريم حليمي
17.07.2004
ډېري باحياخاټول جاني خور، او دانشمندانو لوستونکو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
خاټولجاني هر وخت چه ستاسو ليکنه ګورم ٠ همېشه باحجابه وي ٠ ډېر به ښه وای چه يوه زموږ ورور ليکنه بې حجابه نه وای ٠ له سپين ږيرو څخه مي او ريدلي چه د هر انسان پر مخ د معنادوه نقابه سته چه يو ئې د حيا او بل ئې ناموس دۍ ٠ ستاسو دي خدای دواړه در وساتي لکه ساتلۍ چه مودي !
داسي ويلای سم چه مثال راوړل ممنوع ندۍ لکه چه فرمائې الله ج [color=blue:47b6f19f64] بسمه تعالی ٠ ان الله لايستحی أن يضرب مثلا ما بعوضه فما فوقها [/color:47b6f19f64] بقره 26 ٠
داسي پېښېږي چه سړی بعضي وخت ځيني مثالونه راوړي ٠ لکه KGB ٠ دامانا نه چه ما اتطلاقي مطلق کړېوي
پر کوم محترم ليکوال باندي ٠ البته اجازه شرعأ سته چه څوک مثال راوړي ٠
خو که بياهم ستاسو ترنظر ښه نه اېسي ٠ ستاسو د دغه اخلاقو ،عادت احترام کوم ٠
زه لکچي داسي داسي خلق سوۍ يم ٠ چه په قهر کي مشابهت لرم د موسی سره ٠ ښه دۍ چه تاسو غوندي خور لرم
د هارون پرځای ٠
ګراني خور که چاته قهر نه ورتلي هيڅ وخت پوه سه چه يولوی هدف ته ئې تاوان رسيږي ٠ چه هدف ته ورسيږي
نو بيا ئې مخ درمعلوميږي ٠ يو نازک قهر ښه دي ٠ او قهر ټولو نبيانو در لود ٠ پرمعقول ځای او دالله په 99 صفتو
کي يو القهار دۍ ٠ خو کوښښ کوم جه جمال ، کمال ئې خدای په ماکي پيدا کړي ٠ او ستاسو جمال دي خدای
تر دغه نور هم در ډير کړي ٠
راځم اوس دمفتي و فتوا ته ٠ دبوش حکومت توله دنيا په ټېکو نيولې ده ٠ يوازي د افغانستان په موضع کي ٠
(دنيا موافقه لري )
او چون بوش پرعراق غېري قانوني حمله وکړه ٠ نو مسلمانان پر دوو لارو تقسيم سوه ٠
او بلخصوص په داخيل د افغانانو ئې دېر تأثير و کړۍ ٠ د عراق و جنګ ته عراقيان ، ډير نور مفتيان جهاد وائې
او زه د افغانستان جنګ ته يوازي جنګ وايم نه جهاد ٠ چه دا دوه نومونه ډېر فرق لري ٠
که چيري تاسو ته داسي د داسي مفتي فتوا معلومه وي چه د دواړو طرفو(بوش ،بن لادن )تر تأثير لاندي نه وي
نو طبعأ ئې فتوا وليکۍ ٠
[color=blue:47b6f19f64]نوټ ٠ د افغانستان جنګ يو سياسي جنګ دۍ ٠ فکر کوم چه تر مفتي به د سياستمدار او اقوامو فيصلې ښې وي[/color:47b6f19f64] ٠ ستاسو و ليدوته په هغه اندازه تږۍ يم لکه ورور چه د خورليدوته د يو لوۍ غم په حال کي تږۍوي٠
ګل اوسې عمر دي دګل مسه ٠ امين ٠
[color=red:47b6f19f64]د دوستانو د نظر په انتظار[/color:47b6f19f64]
حليمي
طالب خان
17.07.2004
درنو او محترمو دانشمندانو وروڼو او خوندو او دټول افغان دښكلي پاڼي او فورم مينه والو !
السلام عليكم ورحمت الله وبركاته
لومړى ترهرڅه فورم ته دخپل ناوخته راتگ له امله بښنه غواړم.له بده مرغه زه له اوږدې مودې راپديخوا په ځاني ستومانيو او منډو ترړو اخته وم او نه يم توانيدلى چي ستاسي دغه خواږه مجلس ته سر راښكاره كړم. په هرحال خو داچي اوس راغلم يو ځل بيا غواړم تاسي درنو گډونوالو ته خپلي نيكي پيرزويني وړاندي كړم . دفردي ازادۍ دحق په پام كي نيولوسره زه غواړم چي ښاغلي منلي او وتلي ديني عالم او دانشمند ورورطالب جان ته د هغوي د عالمانه فاضلانه او پرځاي ليكنو له امله دزړه له كومي مباركي وايم. خداي جل جلاله دي دهغه داهڅي قبولي او زموږ دهدايت سبب وگرزوي.
بى له شكه محترم مولوي صاحب زموږ ددى فورم يوه لوړبيه پانگه ده او هغوي تل دخپلو ليكنو اوشرعي معلوماتو له لاري په ديني چارو كي زموږپرځاى لارښونه كړيده.
اجازه راكړۍ پخپل وارسره ټولو هغو نورو وروڼو او خوندو ته هم مباركي ووايم چي په پوره سړه سينه،بى ساري صبر اوپراخه حوصله يى دمحترم طالب جان صاحب پورتنۍ ليكنه ولوستله او هغه يى دخپل عقل او فكر په ترازو كي وارزوله او چا يى هم په اړه دمثبتو او چاهم دمنفي اراو څرگندونه وكړه. البته له بده مرغه ځينو وروڼو دخپلو ليكنو پرمهال دليكني بنستټيز توكي اومبادي په پام كي ونه نيول او دځينو محترمو شخصيتونو په اړه يى سپوري ستغي كلمې وكارولى چي داڅه نه يوازي داچي اوس بايد نواى ترسره شوي بلكي په راتلونكي كي هم زموږ دانشمندان وروڼه او خوندي ورته پام وكړي. له يوچا سره نظري او اصولي اختلاف لرل دهر انسان مورنى حق دى خو ددى مانا نو داهم نده چي يوڅوك دي په اختلاف كي دومره حساس شي چي ان دمناقشى وړشخص ځاني سپكاوي ته دي ملا وتړي.
حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم يومهال صحابه كرام دكفارو ولاتو يا مشرانو ته له ښكنځلو او سپكو سپورو نه په كلكه منع كړل او ويى فرمايل چي نبايد چي يومسلمان وبل چاته ښكنځل وكړي اويايى هم په سپك نامه يادكړي كه څه هم چي هغه كس كافر وي!!!
سبحان الله كله چي دكافر په اړه دغه ډول احكامات دي نو دمسلمان دنامه په يادولوكي هم بايد له پوره احتياط نه كارواخستل شي.البته داختلاف او مناقشى له څرگندولو نه مو هيڅوك هم نه راگرزوي. راغلو دستمبر ديولسمي نيټې پيښي ته نو زما په اند دغي پيښي يوه سياسي مذهبي بڼه درلوده اودابايد ډيردمخه زموږپه فورم كي رامخته شوي واى.ځكه همدغه پيښه وه چي په ښكاره يى په افغانستان باندي دصليبي ځواك دبريد او اسلامي امارت دسقوط موجبات رامنځته كړل.
همدغه پيښه وه چي له امله يى په ټوله نړۍ كي داسلام اومسلمانانوپرضد دجگړې جبهى پرانستل شوى.پرعراق يرغل وشو او په نوره نړۍ كي په مسلمانانو باندي دخداى جل جلاله ځمكه تنگه شوه. البته دابيله خبره ده چي محترم مولوي طالب جان صاحب په بله بڼه هغه دلوستونكو مخي ته ايښي ده.اويايى هم هغه له خپله انده يوه شرعي وجيبه اوفريضه گڼلي ده. دفردي ازادۍ او دبيان دازادۍ په پام كي نيولو سره دادمحترم طالب جان حق دى چي څنگه اوپه كومه بڼه چي وغواړي پيښي تحليل او په اړه يى حكم صادركاندي خولوستونكوهم ددى پرځاى چي له مذهبي اوسياسي پلوه دهغى په اړه رايه وركړي واى،بيخي له هغه نه يى دخپل ځان خبره جوړه كړي او بيله دى چي وروسته وړاندي وگوري ځيني وروڼوخو بيخي كږه خوله خوځولي ده. خوښه مونده چي ددې پيښي دانگيزو او تداعياتو او همداراز دعلتونو اوعواملو په اړه په اكاډيميكه بڼه بحث وكړو؟؟؟ زماپه اندددغي پيښي دتداعياتوپه اړه ترټولومهم پخپله ددغي قضيې ديوه مهم اړخ شيخ اسامه بن لادن دريځ دى. نوموړي په افغانستان باندي دامريكايي يرغل نه نژدى دوه مياشتي وروسته دالجزيره تلويزيوني كانال ته پخپل ليږلي صوتي پيغام كي ددى پيښي دتداعياتو په اړه په لاندي ډول څرگندوني كړي وې:....................[color=red:5f8856ce8e]پاتي لري [/color:5f8856ce8e]
طالب خان
17.07.2004
[color=red:7d41e2bb80]دستمبر ديولسمي نيټې دپيښو دانگيزو په اړه دشيخ اسامه بن لادن څرگندوني[/color:7d41e2bb80]
الحمد لله نحمده ونستعين به ونستغفره ونعوذ بالله من شرورانفسنا ومن سيئات اعمالنا من يهدالله فلا مضل له ومن يضلله فلا هادي له،وأشهد أن لا اله الااله وحده لاشريك له واشهد ان محمدا عبده ورسوله امابعد! دنړيوال كفر دسرخيل امريكا په پيكر باندي له ماتونكو گوزارونو نه ددريو مياشتو او داسلام او مسلمانانو پرضد دامريكا دصليبي جگړى له پيل نه دنژدى دوو مياشتو له تيريدو وروسته زه ددى وخت مومم چي ددغو پيښو دانگيزو په هكله له تاسي سره خبري وكړم. دغو پيښو په حقيقت كي دمسلمانانو لپاره خورا مهم حقايق رابربنډكړل،اوهغه داچي لويديځ په ټوليز ډول او په سر كي يى امريكا دصليبي تعصب دگاډي ټايرونه دي چي په گډه سره دمسلمانانو اواسلام پرخلاف يوه خالصه متعصبانه او صليبي جگړه مخ په وړاندي بيايي. هغه مظلوم اوبيدفاع مسلمان خلك چي پدغو ماتونكو سړو كي يى دصليبي الوتكو ترسختواوپرله پسى بمبارونو لاندي شپى روڼې كړيدي تربل هرچا پدغه حقيقت ښه پوهيږي.صليبي متعصبينو يوازي اويوازي ديوى اشتباه او يوه كوچني شك له مخي دافغانستان پربيدفاع ولس هغه ناتارجوړ كړچي له امله يى دبشريت سر له شرم اوخجالت نه ښكته شو. كه امريكايان پدى پوهيدلي واى چي ددوي پرخلاف په جگړو او بريدونو كي اروپايان دساري په ډول دايرلينډ بيلتون غوښتونكي لاس لري نوددى ستونزي دحل لپاره به يى خامخا له نورو شته لاروچارو نه گټه اخستي واى خو كله چي په دغو پيښوكي دمسلمانانو دككړتياخبره رامنځته شوه اوهغه هم يوازي يوكوچنى شك نو بيادغو صليبيانو هيڅ ته هم ونه كتل او سم له لاسه يى خپله صليبي اومتعصبانه څيره رابرسيره كړه اوداسلام اومسلمانانو دټوليزي وژني لپاره يى بډي راونغښتلى. زه ددغوټكو په منځ كي غواړم زموږاودامريكا ترمنځ ددښمنۍ په اړه هغه حقايق په ډاگه كړم چي كيداى شي ډيرى خلك ترى ناخبره وي خو په حقيقت كي داڅه نه يوازي داسلامي نړۍ بلكي دگردي نړۍ لپاره خورا ارزښتمن دي.تركومه ځايه چي پدغو پيښو اوياهم په نړۍ كي دشرشدت په پيښو كي ددغي مهاجري اومجاهدي ډلي دككړتياتور دى نو امريكايان له سره هيڅ دليل نلري اويوازي دظلم بغاوت اوسركشۍ له مخي په هره بده اوناوړه پيښه كي مسلمانان ككړ بولي. تركومه ځايه چي دعرب مجاهدينو خبره ده نودهغوي حقيقت ټولي نړۍ ته دلمر په څير ښكاره دى.هغوى شل كاله مخي هغه مهال دوخت دخداى دښمنه ځواك مقابلى اومقاتلى ته راودانگل چي شوروي اتحاد په افغانستان باندي يرغل كړى وو او هلته دمعصومو ماشومانو اومسلمانانو په قتل عام لگيا وو.عرب مجاهدينو دغه مهال خپلو زده كړو،شته منيو او سوداگريو ته شاكړه.خپل مال او اولادونه يى يوازي پريښودل اودخپلو مسلمانو افغانو وروڼو دمرستي اودخداى جل جلاله دكلمى دلوړ والي لپاره يى دجهاد تودو سنگرونو ته مخه كړه.هغوي غوښتل چي خپل مستضعفين وروڼه دوخت دطاغوت له منگولو نه خلاص كاندي. نوهغه څوك چي دمستضعيفينو دمرستى لپاره ميدان ته راغلي وي له هغوى نه دبيگناه انسانانو دوژلو تمه كول او ياهم په هغوي باندي دغه ډول تورونه لگول له انصافه لري كاردى.امريكاهغه مهال ټول هغه وگړي ستايل چي دشوروي پرضد جگړه پرمخ بيوله خو كله چي مجاهدينو دخپل اسلامي رسالت له مخي دنړۍ په بيلابيلو سيمو كي دنن ورځي دطاغوت امريكا پرضد توره راوايستله اوهغه يى په فلسطين اونوروسيمو كي دمسلمانانو له وژني نه راوگرزاوه نو امريكا په قار شوه اوسم له لاسه يى له دغو خلكو سره دبدي او دښمنۍ لاره په مخ كي ونيوله..........[color=red:7d41e2bb80]پاتي لري[/color:7d41e2bb80]
طالب خان
17.07.2004
[color=red:e3315dd600]په تير پسي[/color:e3315dd600]
هغه څه چي نن ورځ په فلسطين كي ستاسي دوروڼواوخوندو پرضد روان دي تاسي يى پخپلو سترگو وينۍ.بني اسرائيل څومره په سپين سترگۍ اوقساوت سره زموږدمسلمان اُمت ترگل تنكي بچيان لوكوي.دماشومانو يوخيزه وژنه داسي شنيع اوبدعمل دى چي دهيڅ سالم فطرت څښتن يى نه شي قبلولاي.دالاڅه چي دفاسد فطرت لرونكي انسان لپاره هم دكوچنيانو وژنه دقبول وړنده. له بده مرغه اسرائيل هغه بدمرغى ملت دي چي دخداي جل جلاله له لوري دترسره شوي انساني ويش نه يى ځان ايستلى دى.دبيگناه اومعصومو ماشومانو،تورسرو اوبوډاگانو په وژنه سره يى په ډاگه كړه چي هغوى نه يوازي داچي دفاسد فطرت څښتنان دي بلكي په حقيقت كي تردى هم ډيروړاندي دي.
دصهيونيستانو دغه ناروا عمل بى له شكه دظلم اوعدوان لوى دليل او دټول بشريت لپاره يو گواښونكى عمل دى.
دماشومانو وژنه داسي يو ناروا عمل دى چي دتاريخ په بهير كي يوازي دفرعون په نامه دخپل وخت لوى خداي دښمنه طاغوتي ځواك ترسره كړيدى.له قراني ايتونو نه په ډاگه كيږي چي فرعون داهرڅه دخپل باغيانه فطرت دتسكين اوله لوى خداى سره دمقابلى په نيت كول.خو لوى خداى جل جلاله وروسته اسرائيل دهغه له شره وژغورل ([color=blue:e3315dd600]وَإِذْ نَجَّيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوَءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءكُمْ وَفِي ذَلِكُم بَلاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ ) سورة البقرة ايت لمبر49 ټوك لمبر1[/color:e3315dd600]څنگه چي پورته په ډاگه شوه چي فرعون داهرڅه له خداي جل جلاله سره دمقابلى په نيت كول ځكه نو دفرعون دغه اونده دهغه په گدۍ ناست صهيونستي ملت اسرائيلو ته ورپاتي ده.
اسرائيلو پخپل وارسره دخپل سلف دخلفيت حق پوره وراداء كړاودفلسطيني ماشومانو ديومخيزي وژني په كار كي له هغه نه دوه گامه مخكي شو.اسرائيلي سرتيرو تردى دمه دمحمد الدرة په څير په زرگونو تنكي ماشومان دخپلو ړندوگوليو خوراك كړيدي.
دنړۍ دختيځ اولويديځ، دسويل اوشمال ټولوسليم الفطرته اوپه سولي او ازادۍ مينو خلكو دملت اومذهب داختلاف سربيره دبيرحمه يهودانو دغه ډول اعمال په كلكه غندي خو يوازي طاغوتي امريكا ده چي لا هم داسرائيلوددغه ظلمونو ترشا ولاړه ده او دفلسطين دبيگناه او بيدفاع مسلمانانو او په تيره بيا دماشومانو،تورسرو او سپين ږيرو دوژني په موخه يى اسرائيلو ته وسلې،پيسې اوپرمخ تللي ټيكنالوژي په واك كي وركړيده.
لوى خداي جل جلاله پخپل كتاب كي داحقيقت په ډاگه كړى چي هغه څوك چي په بى رحمۍ اوبغاوت كي دبگناه او بيدفاع نفوسو دوژني تربريده ورسيږي له هغوي نه دخيرتمه كول بيځايه دي.دهغوي داعمل خورا بد اولړزونكى دى.تردى بدتره اولړزونى عمل لا دادى چي بيگناه ماشومان وژني.
خداى جل جلاله پخپل محكم كتاب قران كي فرمايي:[color=blue:e3315dd600]مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْساً بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعاً وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعاً وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيراً مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ [/color:e3315dd600]سورة المائدة اية لمبر32 ټوك لمبر6
نودغو له خدياه ياغي اوباغي اسرائيلو په فلسطين كي ديوه كوچني په وژلو سره په حقيقت كي دټولي اسلامي نړۍ دكوچنيانو دوژني لپاره ملا تړلي ده.
نن چي په فلسطين كي زموږدكوچنيانو داحال دى نو سبابه يى په جرف اوتبوك كي څه حال وي؟؟؟ هغه مهال چي اسرائل دخپلي ادعاء له مخي وغواړي خپلي پولي ترمدينى منورى پوري وغزوي؟؟؟
ديهودي لابي په وړاندي ملاماتي دغه عرب واكمنان به بيا هغه مهال څنگه ددى كارمخه نيسي؟؟؟.......................[color=red:e3315dd600]پاتي لري[/color:e3315dd600]
زرکه
17.07.2004
محترمې مکرمې اوعزتمنې خورې زرکې :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
تاسي چي دلته کوم ښکلې شعر ليکلې وو که څه هم له شرعي پلوه په هغه شعرکي هيڅ کومه ستونزه نشته خولکه څنګه چي داڅه دشعر په بڼه ليکل شوي وو او ځمونږله موضوع سره يي سرنه خوړ نوددې لپاره چي ليکنه مو له منځه ولاړه نه شي ما ستاسي په بريښناليک درواستوله ترڅوتاسي يي په وطنپالوشعرونوکي له سره دنوي موضوع په شکل وليکۍ .داسلام څانګه فقط دشرعي مسايلو په اړه ستاسي ليکني او نظرونه قبلوي . هيله لرم چي خاطر مو مانده نه شي .
طالب خان
17.07.2004
[color=red:9285769ee7]په تير پسى[/color:9285769ee7]
ځكه نو دهوښيارانو لپاره اوس له خوبه راويښيدل پكار دي.نن چي هغوي په فلسطين كي دمحمدالدرة تنكى ټټر په گوليو غلبيل غلبيل كولاى شي نو سبازمااوستادكلي اوكورترمخ هم دغه ډول جنايات ترسره كولاى شي.ومونه كتل چي چي له رحم اوعاطفى نه عاري مشر بوش په عراق كي تريوميليون زيات كوچنيان اوتردى هم په زيات شمير كي لويان په خپلو وينو كي ولمبول .........لاحول ولاقوة الاباالله.................
دجمادي الثاني د دوه ويشتمي نيټې يا په بل عبارت دستمبرديولسمي نيټې غاښ ماتونكي گوزارونه په حقيقت كي دنړۍ په بيلابيلو سيمو لكه فلسطين،عراق،صوماليه،جنوبي سوډان ،كشميراواسام كي زموږ دوروڼورضد دروانو ظلمونو پرخلاف يوعكس العمل وو.اوس نو ټول هغه مسلمانان بايد دغفلت له خوبه راويښ شي ځكه داڅه په ټول اُمت پوري اړه لري اوكُفر ټول اُمت دنابودۍ له گواښ سره مخامخ كړيدى.ځكه نو موږته هم په كاردي چي په پوره ميړانه سره دكفر اودهغه دمظالمومخه ونيسو.
[color=blue:9285769ee7]اوهغه څوك چي ددغو كُفرځپونكو گوزارونومخالفت كي هغوي له بده مرغه دى پيښو ته ديوه عجولانه،ناپلان شوي اواني اقدام په بڼه گوري.هغوي ددى پيښي په انگيزو اوتداعياتو اوهمداراز دهغى په لاملونو غورنكوي.دغه ډول خلك داپيښي دخپل عقل،فكر،بصيرت اودرايت په لنډه تنگه محدوده كي څيړي.هغوي ترگوزراونو وړاندي پيښي نه څيړي اونه هم له دغو پيښوسره هغوته تړاو وركوي.
هغوي يوازي دامريكا دحكومت اوتبليغاتي رسنيو تراغيزي لاندي راغلي اودهغوي په پله ديولسم ستمبر دمباركو پيښومخالفت كوي.
دهغوي داډول اندود دشريعت اوعقل له پلوه دمناقشى وړګڼل كيږي.[/color:9285769ee7]
دستمبر ديولسمي نيټې مباركي پيښي دامريكايي ظلم اوعدوان په وړاندي دامت دبى ساري مقاومت دپيل جرس وو.جورج بوش او كبرجن زوي يى چي تل غواړي دمسلمانانو په وينوخپله تنده ماته كړي له دغو گوزارونو سره پدى وپوهيدل چي اسلامي اُمت يتيم ندى اوپه نړۍ كي لاداسي څوك شته چي په عراق،فلسطين،افغانستان،بوسنيا،كشمير،صوماليه،سوډان او.....كي دمشراوكشر بوش په امر په ترسره شويو هوايي بريدونو كي دوژل شويو بيدفاع مسلمانانو كسات واخلي اوله صليبي كفر سره خپل حساب پاك كاندي
..........................................[color=red:9285769ee7]پاتي لري[/color:9285769ee7][img:9285769ee7]http://alqa3edah.ds4a.com//sept006.jpg[/img:9285769ee7]
طالب خان
17.07.2004
[color=red:d7942cff1c]په تيرپسى[/color:d7942cff1c]
..............داسلامي امت له منځ نه نولس باتور شازلمي راپاڅيدل اودكفرپه كور يى داسي زلزله جوړه كړه چي له امله يى دكفارو دمشرانو او ولاتو په زړونو باندي ويره اوخوف پداسي ډول ورننه ايست چي انشاءالله ترقيامته به ونه وزي.تاسي پام وكړۍ پنځلس تنكي زلمي له جزيرة العرب(سعودي عربستان)) نه او دوه له اماراتو نه عطاء شهيدله مصرنه او دزيادالجراح په نامه يوزمرى دشام له خاوري نه سره راټول شول.دصليبيانو له لوري يى پرمسلمانانوباندي كيدونكي ظلمونه سره وارزول او دهغودمقابلى لاره يى سره وسنجوله.سبحان الله څومره ښه سنجش يى وكړ.دكفر اوصليبي دښمن دكبر،غرور،هيمنت او لويى دوه لوړمينارونه يى دړي وړي كړي.دهغوي دايمان حرارت اودجذبوگرمي اوحدت ان دپنټاگون داليزونو ته ورسيدل او هغه يى لولپه كړ.
داسلامي اُمت باتوراوپراسلام مين شازلمي بايد پام وكړي چي نولس پرخداي مين زلميان دښمن له داسي ويري او وارخطايي سره مخامخ كولاى شي نو كه ددولس سوه ميليونه مسلمانانو له منځ نه يوڅوزره مسلمانان دستمبردشهيدانو پرپله باندي گام كيږدي نو دباطل په خونه به څه ورانونكي زلزلى گډي كاندي.
دغوزلمودخداي په لاره كي دخداي لپاره دخپلو سرونو اوځانونو په قرباني كولوسره دسوبو دروازه پرانستله.هغوي خپل نفسونه خداي ته تسليم كړل اوخداي ورباندي دسوبي لوريينه وكړه.ځيني خلك سوبه په مادي لاسته راوړنه تعبيروي او ديولسم ستمبر دپيښو دتحليل پرمهال پوښتي چي ددى كارگټه نوڅه وه؟؟؟ خو هغوي دى ته نه گوري چي سوبه مطلقامادي لاسته راوړني ته نه وايي بلكي سوبه په مباديوباندي ثبات او ټينگار ته ويل كيږي.
دلويديځ دتبليغاتي رسنيوله لاري داخبره ښه په زورسره تبليغ كيږي چي گواكي استشهادي بريدونه جهالت او دبيگناه انسانانو دمرگ اووژني سبب دي خو ايا كله تاسي ددغو رسنيوله لاري تاسي داهم اوريدلي چي يوه ورځ دى دنړۍ په يوه سيمه كي دوژل كيدونكو بيدفاع مسلمانانو په ويراوښكه تويه كړي وي.له ختيځه ترلويديځه هره ورځ دولس سوه ميليونه مسلمانان دظالمو اومستبدو كفاروترچړو لاندي پراته وي خو هيڅوك هم نشته چي دهغوي په وير وژاړي!!!
كه پرخداي مين څوزلميان دخپلو مظلومو وروڼو دكسان لپاره مټي راونغاړي نو بيا هغه نه يوازي داچي دكفارو اوصليبيانو له لوري بلكي دځينو ناخبره اوله لويديځ نه متاثره مسلمانانو له لوري هم په بيلابيلو نومونو ياديږي.داصحاب اخدود پيښي ته پام وكړۍ... لوى خداي دهغوي ستاينه ددى لپاره كړي چي هغوي په خپل دين باندي دصلابت اوټينگاوپه لاره كي دوخت دمستبدطاغوت له لوري بل شوي اورته ځانونه وغورزول .له دى نه څرگنديږي چي دخداي ددين اوكلمى دلوړوالي په مقصد خپلي ارواگاني نذرانه كړى او دستمبر په يولسمه نيټه يى خپل ځانونه هم په لمبوكي لولپه كړل.داهرڅه هغوي دخداي جل جلاله لپاره وكړل.هغوي ددى امت ترټولوغوره انسانان وو.
داحقيقت درسول اكرم صلى الله عليه وسلم له هغه حديث نه هم په ډاگه كيږي چي فرمايي يوماشوم وو يوخو يى عمر كم وو اوبل به يوه راهب اوساحرته دزده كړي لپاره ورته .دده په زړه كي شك وو چي خداى جل جلاله ته به څوك نژدى وي ساحر كه راهب؟؟؟ دغه مهال يوه ژوي دخلكو لاره ونيوله.ماشوم له ځان سره وويل چي نن به يى زه معلوموم چي څوك خداى جل جلاله ته نژدى دي.ساحر كه راهب؟خو بياهم پدى كي مترددوو.نو يى له پاكه خدايه وغوښتل چي كه چيري راهب تاته نژدى اوستاپه غوره وي نوداژوى دي خداى ووژني.هماغه وو چي ډبره يى واخسته او ژوى يى پرى وويشت.ژوى سم له لاسه مړشو.راهب چي داحال وليد نو رامنډه يى كړه اوماشوم يى په سرمچ كړ او ورته ويى ويل زويه نن په ډاگه شوه چي ته زموږټولونه غوره يى.
نوهغه باتورشازلمي هم بى له شكه چي دنن ورځي ترټولوغوره انسانان وو چي خداى جل جلاله يى په لاس دومره لويه سوبه ترسره كړه.
زه په پاي كي غواړم داحقيقت په ډاگه كړم چي بى شكه زموږدښمن بيرحمه اوقسي القلب هم دي او ترموږ پرمختليي ټيكنالوژي هم لري خو زموږ زلمي هم الحمد لله دايمان،عزم،ثبات اوصلابت په وسله سمبال دي او ددى توان لري چي دښمن ته په هرډگركي مرگوني گوزارونه وركړي اوداڅه موږپه افغانستان كي خوراپه برياليتوب سره ازمويلي دي. والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته ..................پاي
مأخذ:[url]http://www.alhesbah.org/v/showthread.php?t=14948[/url]
م ن غروال
17.07.2004
مسلمانو خويندو او وروڼو سلام!
ښاغلئ نا معلونه ( طالبجانه) وروره! دمونږه ليکنې او ستا ځوابونه نه منطقي دي نه هم اسلامي او نه هم علمي!!!
لطفاًَ آيت شريف يا حديث شريف يا هم دا٤ امامانو رح فتوا وليکئ چې :
(([color=yellow:f84887bb43]ووژنئ اې مسلمانانو يا مجاهدينو بې ګناه غير مسلح کفار که ماشومان يي دې يا ښځي يا سپين ګيري او که پکښي شهيدان شول مسلمانان هم پروا يي نشته که په دغه وژنه ديرغلګرو کفارو ملا ماتيږي [/color:f84887bb43]))
د جهاد په تاريخ کي داسی پېښه چه د بې ګناه کفارو انسانانو وژل پکي رواه بلل شوي وي نشته!!!
که شته مهرباني!!! دا زه او دا هم تاسو او دا هم د ټول افغان پاڼه!!!
که ستا ليکنه د اسلام شريعت وي بيا مو په کوم دليل ورته حپل شخي نظر ويلي دي؟
اوس به واضح کوئ چه دا اسلامي شريعت دي او که ستاسو نظر؟
اصلا په کوم قسمت د اسلام مقدس دين کي ((په هر شکل د اشکالو چه وي )) چيرته د بې ګناه انسان وژل رواه بللې دي ؟ زه نه غواړم تکراري مې خبري درته وليکم زماد مخکينې ليکنې ځواب نلرئ!!! او که لرئ مهرباني!!!
که علمي او شرعي له منطق څخه ته ياران دې برخورداره وي دا ګز او دا ميدان!!!
که تاسو ثابته کړه چې د بې ګناه انسان وژل په يو رقم نه په يو رقم راه دي ـــ زه کافر!!!
ښاغليه نامعلومه که طالبۍ ياست يا القاعده، خپل کار مو دي اما په اسلام ملڼډي نشمه منلاي!!!
نن چې نړۍ په کومه سترګه اسلام ته ګوري هغه د ستاسو غوندي کاپي علماؤ له لاسه دي٠
د سپتمبر ١١ پېښه شرعي نه بلکه ستاسو نظر دي لکه څنګه چې له نيکه مرغه عنوان يي تغير وموند او د ښاغلي
وطنمل صاحب څخه هم مننه کوم چې په پيل کي يي زر تر زره د ستاسو ليکنې او فتوې پر سر يي ( ستاسو شخصي نظر) وليکه او وباله٠
زه فکر کوم تاسو غواړئ په خلکو ملنډې ووهئ اما که په ريښتيا لا اقل ځان ته مسلمان واياست لطفاًًًَ په اسلام ملنډې د يوه وباوجدان انسان په حيث بس کړئ چه خورا لوړ کلتور دي٠
[color=red:f84887bb43]پاتې شو طالب خان![/color:f84887bb43]
او ښاغليه طالبخانه اميد کوم چه تاسو کوم نامعلومه کس نه واست! ځکه شريعت د نامعلومو کسانو کار ندی٠ تاسو په خپلو ليکنو کي ډير له حده زيات له موضوع وتلي چارې ليکلي دي چې په بحث اړه نلري٠ د بن لادن خبري او د هغه لار او ستاسو عقيد، دا بل بحث دي اما د سپتمبر ١١ په هکله څه چې زه نه منم هغه دا دي چې د اسلام مقدس دين په هيڅ صورت او هيڅکله د بېګناه انسانانو وژل رواه ندي بللي٠ اصلاًًَ او مطلقاًََ !
خبرو ته به لکۍ نه ورکوؤ او علمي به غږيږو چې که دا بحث مو درست تعقيب کړئ وي په هغې کي داسي پوښتنې او نيکې شته چې يوه کلنه هم نده ځواب شوې!
[color=orange:f84887bb43]تاسو هم روښانه کړې ده چه ګواکي بې ګناه انسانان وژل د اسلام مقدس دين رواه بللي دي٠
زه دا خبره غندم او رد کوم او د اسلام مقدس دين په شأن کي يي يوه رسوايي او شرموونکۍ غير وجداني د دښمنۍ او کرکې نه بخښونکۍ تهمت بولم٠
زه په خواشينۍ سره کولای شم وليکم چې د اسلام خطرناک ترينه او مضرترينه دښمنان تل همداسی په اسلام کي ننوتلي کسان وو لکه تاسو!!![/color:f84887bb43]
د بې ګناه انسان وژل غندونکو ته په درناوې
م ن غروال
17.07.2004
لاندنې کرښې د پورتنې ليکنې دي چه دېست نه لوستل کيدل دلته يي تکراروم:
[color=yellow:7f34d0d82c]تاسو هم روښانه کړې ده چه ګواکي بې ګناه انسانان وژل د اسلام مقدس دين رواه بللي دي٠
زه دا خبره غندم او رد کوم او د اسلام مقدس دين په شأن کي يي يوه رسوايي او شرموونکۍ غير وجداني د دښمنۍ او کرکې نه بخښونکۍ تهمت بولم٠
زه په خواشينۍ سره کولای شم وليکم چې د اسلام خطرناک ترينه او مضرترينه دښمنان تل همداسی په اسلام کي ننوتلي کسان وو لکه تاسو!!! [/color:7f34d0d82c][color=#444444:7f34d0d82c][/color:7f34d0d82c]
ع کريم حليمي
17.07.2004
درنو وړونو او خويندو (داشمندو) سلام ٠
دا ئې دوهم رکن دجهاد دۍ ٠ [color=blue:06f8ed968e] أن يكون الجهاد تحت قيادة إمام مسلم و بقيادته ــ حتى يتدبروا أمرهم بينهم و أن يكون هناك قائد ينظم حركة الجهاد و مطلع على فنونه ، فلا يجوز للمجاهدين أن يجاهدوا بدون إمام لهم حتى و إن قل عددهم أو كثر ، مثلما لا يجوز للمسلمين الصلاة في جماعة بدون إمام ، و مثلما لا يجوز للمسلمين العيش بدون حاكم أو إمام حتى و إن قل عددهم أو كثر عددهم[/color:06f8ed968e]لکه د جماعت لمونځ چه بېله امامه امکان نه لري ٠ هم دغسي جهاد بېله امامه هم د يوه ټک ،يوه مړي اجازه نه لري
که جهاد امام ونلري ٠ هغه ته جنګ ويل کيږي ٠
هو فلسطين خپل امام لري ٠ دوۍ جهاد کوي ٠ د افغان د جنګ يا جهاد امام څوک دۍ ٠ چه په ټولو منلۍ وي
نن هر مملکت خپل امامی جهاد ته ضرورت لري ٠ ولي چه پر لا اله الا الله پر کلمه الله حمله نه کيږي ٠ د دونيا
په هر ځای کي لمانځه ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ هر څه ته رسمي اجازې سته ٠
او جهاد د پاره د کلمه حق لا اله الا الله محمد رسول الله لپاره فرض دۍ ٠
نن چه کوم جنګونه ، جهادونه روان دي ٠ اکثره ئې سياسي دي ٠
نو افغانته نده لازمه چه د عراقي ،فلسطيني ، ايراني فقهي په امر پر خپل ملک جهاد شروع کړي ٠
که کوم وخت پر کلمه حق لا اله الا الله عسکري حمله وسي نوجهاد فکرکوم چه فرض عين به وي ؟
لوۍ علما په افغانستان د ننه سته ٠ او د حکومت سره کار کوي ٠ دغه علما چه په کابل کي ناست دي
ايمان لرم چه تر موږ او تاسو عالمان دي ٠ولي ډيګرۍ د اضهر لري ٠ او تقوا ئې نده راته معلومه ٠ عمل ئې موږ ليدلۍ ٠ او نن ئې اعمال تر تېرسوي رژيم ښه رامعلوميږي ٠ او د ثابقه حکومت اخلاقي اعمالو خبرونه مو هم
او رېدلي وه ٠ البته نن هم د خوشحالۍ حال نه دۍ ٠ انشاالله درېيم قدم به بيا تر نن ښه وي
په دنيا کي هرملت دخپل حکومت اعمال نثبطي ،في سدۍ په کاڼو تلي ٠
حليمي
طالب خان
18.07.2004
محترم دانشمند ورور غروال صاحب سلامونه او نيكي هيلي مي غبرگ درواخله.هيله ده روغ رمټ اوپخپلو ټولو روا چارو كي به بريالي ياست. لطفا خپلي لاندي كرښي په غور سره ولولۍ:
[quote:49003e1906]ښاغلئ نا معلونه ( طالبجانه) وروره! دمونږه ليکنې او ستا ځوابونه نه منطقي دي نه هم اسلامي او نه هم علمي!!! [/quote:49003e1906]
تاسي ليكلي چي ستاسي ليكني او دمحترم مولوي طالب جان صاحب ځوابونه نه خو منطقي دي او نه هم اسلامي.زه ستاسي ددى اعتراف له امله چي دمحترم مولوي صاحب دليكنو ترڅنگ مو خپلي ليكني هم دمنطق او شريعت له چوكاټ نه ايستلي دي مباركي دركوم. يقينا تاسي ډيرپرځاى او مناسب كار ترسره كړ.دخپلي ناپوهۍ اعتراف كول اصلا دپوهو،دقيقو او عميقو خلكو كاروي.خير دى كه دمولوي صاحب ليكني مو هم غير منطقي اوغيراسلامي بللي خو له نيكه مرغه خپلو اوږدو،حساسو اوجدي ځوابونو ته مو هم په عين سترگه كتلي دي.خداى دي داسي پوهان اودانشمندان زموږله ټولني څخه نه وركوي چي دخپلي اجتهادي نيمگړتيا اوعلمي تيروتني اعتراف په دومره لنډتنگ وخت كي وكاندي.
البته ستاسي ديوه ناپوهه،بى علمه اوكشر ورور په صفت دغه يوه ټكي ته ستاسي پام راگرځوم چي دمولوي صاحب طالب جان ليكنه كه تاسي يوه اكاديميكه ليكنه نه بولۍ نو داستاسي حق دى خو تركومه ځايه چي ددين اوشريعت خبره ده نو محترم مولوي صاحب زموږددغه فورم يو دروند او دقدر وړ گډون وال او ملگرى دى. كه تاسي پام كړى وي واردمخه داسلام فورم بيخي خوار وو خو كله چي محترم ورور وطنمل صيب دنورو وروڼو او خوندو په مشوره ددى فورم چاري مولوي صيب ته وسپارلى نو په ډيركم وخت كي يى ماشاء الله خورا دقيقي او پيچلي علمي مسئلى په پوره امانت اوديانت سره وڅيړلى اودمسئلى له ټولوشرعي اړخونو سره يى زموږستاسي ومخي ته كيښودلى.فجزاه الله خيرالجزا
هغه يو مفتي دى او ديوى نيمي مشخصي پيښي په اړه دهغوي قياس كيداى شي سم نه وي خو داڅه نه دخداى جل جلاله په وړاندي دمواخذى وړ دى او نه هم دخلكو په وړاندي.ځكه په شريعت كي كه يو مجتهديافقيه داحكامو دتخريج،استدلال اوياهم دقياس په مهال تيروزي نو لوى خداى هغه ته دوه اجرونه ورپه برخه كوي.پاتي شوه دخلكو خبره نو وروره كه موږدطالب جان صيب ليكنه اكاډيميكه هم فرض كړو او في الواقع اكاديميكه ده هم ،نوڅه فرق؟؟؟
كه تاسي دهغه له دريځ سره موافق نه ياست نو بايد چي په همداسي اكاديميكه بڼه ورسره مناقشه وكړۍ. نه داچي سپيرى ښكنځلي او شخصي اهانتونه اوسپكاوى..........
په لويديځ كي داوسيدا مانانو قطعا دانه ده چي سړى دي بنسټيز اسلامي اخلاق او پښتني برخور ته شاكړي.اوبيا داخو بيخي بده خبره ده چي داټولي خبرى دويب په پاڼه هم خپريږي.
خو له نيكه مرغه څنگه چي محترم مولوي صاحب يووتلى او منلى ديني عالم او په پوره اندازه له عصري علومو هم برخمن دى ځكه نو هغوي له دغه ډول وروڼو او دهغوي له څرگندونو سره دتعامل په اړه دقران اوشريعت له حكم نه ترنور هرچا ښه خبردى او موږ دادى دغوپارونكو اوپه شخصي بغض،كينه اوعداوت باندي ولاړو ليكنو ته دځوابونو پرمهال دهغوي علمي درايت پخپلو سترگو وليد البته زه بياهم دلته ديوى يادوني په بڼه غواړم دهغوي پام لانديني قراني كريمه ايت ته راوگرځوم.
[color=blue:49003e1906]وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْناً وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَاماً [/color:49003e1906]
سورة الفرقان اية لمبر63 ټوك لمبر18
ژباړه: اودخداى (ښه) بندگان خو هغه دي چي په ځمكه باندي په تواضع سره گرزي او كله چي د جاهلانو(بى عقلانواو بى ادبو) له لوري ورته خبري وشي نو دوي له خداي جل جلاله دسلامتي هيله وكړي(او له جاهلانو سره په پسته او له جهالت نه په سالمه ژبه مكالمه وكاندي)
سبحان الله :!: لوى خداى جل جلاله له دغسي خلكو سره دڅومره حكيمانه تعامل حكم فرمايلى دى.
دلته به بيځايه نه وي چي زه دجهالت دزمانى دعربي ژبي يو شعر هم درته وليكم.
[color=blue:49003e1906]الا لا يجهلن احدعلينا××× فنجهل فوق جهل الجاهلين[/color:49003e1906]
ژباړه: يوڅوك دي په موږباندي خپله ناپوهي اوجهالت نه تپي ځكه موږهم داتوان لرو چي له جاهلانو اوناپوهو خلكو نه دوه گامه وړاندي لاړشو.
سبحان الله :!: خداى جل جلاله مو دي له داسي جهالته وساتي.دجاهليت په زمانه كي به خلكو دادځان لپاره وياړباله چي دبل انسان سره دتعامل په وخت كي دهغه په وړاندي سپكه ژبه وكاروي.خو موږچي داسلام له نعمت نه برخمن يو له داسي څه كولو نه راگرزول شوي يو.البته ځيني وروڼه چي دغرب دجاهلانه كلتور نه بى اغيزي ندي پاتي شوي داڅه كټ مټ كاپي كوي.[color=blue:49003e1906] اعوذباالله أن اكون من الجاهلين[/color:49003e1906][color=red:49003e1906] .............پاتي لري..........[/color:49003e1906]
م ن غروال
18.07.2004
صيح کرښه لاندنې ده
[color=yellow:aae913f75a]زموږ د ليکنو لپاره ستا ځوابونه نه منطقي دي نه هم اسلامي او نه هم علمي![/color:aae913f75a]دا چه د ګوتو سهوي ټکو ته احساس د خوشحالتيا کوئ او دومره هم نه پوهيږئ چه ټايپي تيروتنه ده، دا هم په عقل اړه لري لکه ستاسو عقل!!! بلاًَّ دې په ريښتيا چه په ړنده وي!!!
طالب خان
18.07.2004
[quote:58ebb004dd]د جهاد په تاريخ کي داسی پېښه چه د بې ګناه کفارو انسانانو وژل پکي رواه بلل شوي وي نشته!!!
که شته مهرباني!!! دا زه او دا هم تاسو او دا هم د ټول افغان پاڼه!!! [/quote:58ebb004dd]
وروره :!: ستاسي خبره پرځاي ده چي دبيگناه كفارو وژل ندي روا.خوايا دنړيوالي سوداگرۍ په مركز كي
كاركونكي خلك بيگناه گڼل كيداى شي :?: :?: :?:
كه چيري داحقيقت په نظركي ونيسوچي داودانۍ دصهيونيست پلوه يهودي اوصليبي شركتونو
دتوطئواوسازشونوځالي وى اودلته كاركونكي كسان زياتره يى دصليبي نړۍ اويهودانو وتلي علمي كدرونه وو
نوبياخو دهغوي دوژني لپاره يونه بلكي ډيرمجوٌزات شته.خوكه داسي نه وي اوستاسي په اند دابيخي
بيگناه خلك وي نوبياخو بريدكونكو هغه دى ترخپله وسه دهغوي دژغورني هڅي وكړې اوددى پرځاى
چي ناوخته يى بريدونه ترسره كړي واى ان دسهار په اته نيمي بجى يى داكارترسره كړ.
پاتي شوه دوژل شويو دريوزروتنو خبره نو هغوي پدى بدمرغي وو چي تښتول شوي الوتكي ان شل
دقيقى مخكي لادنيويارك په فضاء كي گرزيدى اودخطرسايرنونه ان له پاوكم اتوبجونه وهل كيدل.
هغوي ولي ځانونه لري نكړل :?:
بله داچي يوهيواد ستاپرضد دجگړى اعلان كوي. خداي مكړه ستاپه كوردبمبارپرمهال ايا هغه
داگوري چي دلته موږيوازي غروال صيب په نښه كوو.دهغه له مورپلارسره خو زموږهيڅ
ستونزه نشته :?: :?:
يقينا ستاسي ځواب نه دى.ځكه نو مجاهدينو هم هغه مهال له امريكاسره دخپل عداوت دښودلو
لپاره دهغه دكبراوجبروت دوه لويي نښي په نښه كړى.دابيله خبره ده چي يوڅوستاسي په اند
بيگناه او معصوم كفار هم پدى ټس كي ووژل شول.
ترټولومهمه داچي تاسي ولي كفار بيگناه بولۍ :?: پخپله كفرڅومره ستره گناه ده :?: دهغوي لپاره بس
داگناه اودوژني دامجوز كافي دى چي كافر دي اوبس.
اياهغوي له واحد خداي جل جلاله سره دحضرت مريم اوحضرت عيسى وعلى نبيناالسلام په خدايي
كي ندي گډكړي :?: اياهغوي عيسى عليه السلام دخداي زوى نه بولي :?: (نعوذبالله من ذلك)
لوي خداي جل جلاله په قران كريم كي پدى اړه داسي فرمايي:
[color=blue:58ebb004dd]لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ[/color:58ebb004dd]سورة لقمان، اية لمبر31ټوك لمبر21
بل ځاي داسي فرمايي:[color=blue:58ebb004dd]وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُوْلَـئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللّهُ يَدْعُوَ إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ[/color:58ebb004dd] سورة البقرة اية لمبر221ټوك لمبر1
ژباړه:اومومن بنده ترمشرك غوره دى كه څه هم تاسي ته كافر ښه ښكاره شي(ځكه) چي دغه كسان(مشركين)
خلك ددوزخ داور لوري ته رابولي اوالله(اودهغه دوستان) خلك دجنت اودخداي په اذن دمغفرت لوري ته رابولي.او(لوى خداى)ځكه تاسي ته خپل احكام بيانوي چي خلك پند واخلي اونصيحت ومني.
له پورته ايت نه ستاسي هغه اندود هم غلط ثابت شو چي گواكي كفار بيگناه اوياهم هغه ترمسلمانانوښه
دي.
څنگه چي ثابته شوه چي كفر اوشرك پخپله يوه لويه او نه بښل كيدونكي گناه ده ځكه نوكافر ته بيگناه اومعصوم ويل هم له هغوي سره تعاون بالاثم والعدوان دى او دغه ډول خلك دي دخپل ايمان په ضياع
وويريږي.
اوس چي پدى پوه شو چي كافر بماهو الكافر بيگناه ندى ځكه نو په اوس شرايطوكي دهغوي يومخيزه وژنه
نه يوازي داچي بدكار ندى بلكي ماذون اومجاز دى.لوي خداى جل جلاله دمشركينو دوژني په اړه داسي فرمايي:[color=blue:58ebb004dd]فَاقْتُلُواْ الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُواْ لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ[/color:58ebb004dd]سورة التوبه اية لمبر5ټوك لمبر10
ژباړه:او ووژنۍ مشركان هرهغه مهال (او ځاي) جي پيدا يى كړۍ او ويى نيسۍ او كلابند يى كړۍ اوپه هره لاره او گودره كي يى وڅارۍ.كه يى توبه وايسته او زكاتونه يى وركړل نو يى لاره خوشي كړۍ بيشكه خداي
بښونكى اومهربان دى.
پدغه ايت كريمه كي خداى پاك مسلمانانو ته دشرايطو سره سم له كفارو اومشركينو سره دهرډول چلندلپاره
Free hand وركړى.نواوس چي كفار په موږبلوسيدلي.زموږسيمي يى نيولي اوباحياميرمني يى بى پته
كړي بيانوولي له هغوي سره ديولسم ستمبر چلندبايد ترسره نكړاى شي :?:
لوي خداي بل ځاى داسي فرمايي:[color=blue:58ebb004dd]وَقَاتِلُواْ الْمُشْرِكِينَ كَآفَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَآفَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ [/color:58ebb004dd]سورة التوبه اية لمبر36 ټوك لمبر10
ژباړه:وجنگيږۍ له مشركينو سره له يوى څيلمي لكه چي دوي له تاسي سره له يوى څيلمي جنگيږي.
بل ځاي لوى خداي جل جلاله داسي فرمايي:[color=blue:58ebb004dd]قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ [/color:58ebb004dd]سورة التوبه اية لمبر14ټوك10
ژباړه: ورسره وجنگيږۍ( ويى وژنۍ اوځانونه ورباندي ووژنۍ) چي په عذاب كاندي خداي دوي ستاسي
په لاس او ويى ښويوي(مغلوب او ذليل يى كړي) اودمسلمان امت زړونه ورباندي يخ كاندي.
له پورته ټولو الهي ارشاداتو نه په ډاگه شوه چي كفار له څيلمي نجس اوگنهگاران دي.په اوسنيو شرايطو
كي خو له دوي سره هرډول چلند په مخ كي نيول روادي.
پاتي شوه داچي څوك يى مني اوڅوك يى نه مني هغه دهرچا خپل كاردى البته زموږدعا داده چي لوي خداى
دي موږټولوته دحق ولوري ته هدايت راپه برخه كاندي اودكفارواوصليبيانو له موالاتو نه مودي وساتي.
امين ثم امين.............[color=red:58ebb004dd]پاتي لري[/color:58ebb004dd]
طالب خان
18.07.2004
[quote:febb7a83af]او ښاغليه طالبخانه اميد کوم چه تاسو کوم نامعلومه کس نه واست! ځکه شريعت د نامعلومو کسانو کار ندی٠ تاسو په خپلو ليکنو کي ډير له حده زيات له موضوع وتلي چارې ليکلي دي چې په بحث اړه نلري٠ د بن لادن خبري او د هغه لار او ستاسو عقيد، دا بل بحث دي اما د سپتمبر ١١ په هکله څه چې زه نه منم هغه دا دي چې د اسلام مقدس دين په هيڅ صورت او هيڅکله د بېګناه انسانانو وژل رواه ندي بللي٠ اصلاًًَ او مطلقاًََ !
خبرو ته به لکۍ نه ورکوؤ او علمي به غږيږو چې که دا بحث مو درست تعقيب کړئ وي په هغې کي داسي پوښتنې او نيکې شته چې يوه کلنه هم نده ځواب شوې!
تاسو هم روښانه کړې ده چه ګواکي بې ګناه انسانان وژل د اسلام مقدس دين رواه بللي دي٠
زه دا خبره غندم او رد کوم او د اسلام مقدس دين په شأن کي يي يوه رسوايي او شرموونکۍ غير وجداني د دښمنۍ او کرکې نه بخښونکۍ تهمت بولم٠
زه په خواشينۍ سره کولای شم وليکم چې د اسلام خطرناک ترينه او مضرترينه دښمنان تل همداسی په اسلام کي ننوتلي کسان وو لکه تاسو!!!
د بې ګناه انسان وژل غندونکو ته په درناوې[/quote:febb7a83af]
غروال صاحب :!: موضوع ديولسم ستمبر دپيښو په اړه وه ځكه ماهم پدى اړه دشيخ اسامه بن لادن دريځ كټ مټ رانقل كړه.دلته زه چيري له موضوع نه دباندي وتلى يم :?:
پاتي شوه دعلمي غږيداخبره نوزه دلته دلوستونكو دلاخبرتيالپاره ستاسي دعلمي غږيداڅومثالونه را اخلم:
[quote:febb7a83af]که علمي او شرعي له منطق څخه ته ياران دې برخورداره وي دا ګز او دا ميدان!!! [/quote:febb7a83af]
[quote:febb7a83af]ښاغليه نامعلومه که طالبۍ ياست يا القاعده، خپل کار مو دي اما په اسلام ملڼډي نشمه منلاي!!!
نن چې نړۍ په کومه سترګه اسلام ته ګوري هغه د ستاسو غوندي کاپي علماؤ له لاسه دي٠ [/quote:febb7a83af]
[quote:febb7a83af]صيح کرښه لاندنې ده
زموږ د ليکنو لپاره ستا ځوابونه نه منطقي دي نه هم اسلامي او نه هم علمي!دا چه د ګوتو سهوي ټکو ته احساس د خوشحالتيا کوئ او دومره هم نه پوهيږئ چه ټايپي تيروتنه ده، دا هم په عقل اړه لري لکه ستاسو عقل!!! بلاًَّ دې په ريښتيا چه په ړنده وي!!![/quote:febb7a83af]
م ن غروال
18.07.2004
تاسو حقيقتاًََ طالبان نه بلکه د طالبانو دښمنان ياست٠ لکه څنګه چه د زرګنو تنکيو په اسلام مين پښتون ځلميانو((اصلې طالبان يا د اسلامي زده کړو زده کوونکي)) د شهادت مؤجب وګرځيدئ٠ زه او نور هغه وروڼه چه د اسلام له مقدس دين څخه د ناوړو ګټو پورته کولو سخت مخالف او په ګران هېواد افغانستان کې د سولې ثبات او آرامښت ارمان لرو او خپلې کونډې او يتيمان راته مطرح دي هغه ليکنې کوؤ چې د جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و اله و اصحابه وسلم د کړو راشو درشو خوي او خواص (( سنت )) سره تطابقت لري٠
[color=yellow:eed2cfdf5c]تاسو که غواړئ داسلام لپاره ليکل وکړئ ولې مو ځواب نه دې ليکلئ؟
د بې ګناه انسانانو وژل احکام چيرته دي؟
ميدان به اوس نه پريږدئ اوس به دا هرومرو ثابتوئ چه شخصي نظر وؤ که د اسلام مقدس دين امر؟[/color:eed2cfdf5c]لعنت الله او لعنت الله په هر هغه کس چې د اسلام مقدس دين د بدنامۍ وسيله ګرځي او دمسلمان ولس هم د تباهۍ مؤجب!!!
تاسو او اکاډيميک بحث؟ د اکاډيميک تعريف به کوئ او جداًَ هيله کوم چې درست او اسلامي او علمي او د هرې کرښې ځواب وليکئ(( شف شف)) مه هم ليکئ او نه هم په اسلام شف شف شته ٠
اسلام چې نن د تروريست دين په حيث تبليغ کيږي د همدا ډول نامعلومو کسانو د فتوا لاملونه دي٠
د قهرمانو مجاهدينو د وطن ( افغانستان ) ساتندويان چې نن پردي غير مسلم وسله وال دي د همدا نامعلوم کسانو په شان د فتواو او سياستنو لامل دي٠
اوس د امان الله خان وحت نه وي چې ملت به وغولوئ، نه !!! دا ارمان به انشأالله تعالی تورو خاورو ته يوسئ٠
درنو مسلمانو خويندو او وروڼو!
زه اعلان کوم او ليکم چې
١ ٠ (( د اسلام په مقدس دين کي نه ظلم شته نه هم تجاوز، نه پکي د بې ګناه انسان وژل مجاز دي او نه هم د ګناه کار ـــ مګر چې اسلامي محکمه يي په اسلامي هېواد کي د مرګ حکم صادر کړۍ وي ـــ او نه هم د اسلام په تاريخ ( د اصحاب کرام په وخت کي ) داسی پيښ شوي دي چې امير المؤمنين وتښتي او په زرګنو د اسلام توريالي د نامردانو د توپک خولو ته ورسم کړي ( لکه عمر د پاکستان ګوډاګئ ) ٠)) ٠
٢ ٠ د سپتمبر د ١١ نيټې پيښه اسلامي شرعيت نه مني او پدي هکله نه آيت شريف شته نه هم حديس شريف او نه هم چيرته د اسلام په تاريخ کي دغه ورته پيښه چې بې ګناه انسانانو پکي قصداًَ وژل شوي وي يا هم حتی له اصحابو (رض ) يا امامانو (رح) کوم امر راپاتې وي، نشته٠ نو د سپتمبر د ١١ نيټې پيښه د يوه نامعلوم کس چې ځان طالب جان معرفي کوي شخصي نظر دي چې ورسره د دده بل مفتي صاحب چې معلوميږي هغه هم د بې ګناه انسان وژل اسلامي بللي (نعوذوبالله العلي العظيم من شر الهذ الجاهلين في الاسلام ـ آمين ـ ) ددوئ شخصي نظر ګڼل کيږي لکه څنګه چې يي عنوان دی ))
اسلام دوست
18.07.2004
درنومسلمانولوستونکوالسلام عليکم ورحمته وبرکاته
قدرمن ورورطالب خان داچي ستاليکنه پاتي لري ډيره بخښنه غواړم ،خوامادوخت څخه په ګټه اخستوغواړم ستاسودليکنوپه ملاتړخپل دزړه تاوپه لاندي ډول وباسم ٠
قدرمن طالب خانه ستاسوليکنه څومره ښه په زړه پوري ليکنه ده ،خوکاش چي زمونږځيني وروڼه له سرتمبګئ لاس واخلي اودزړه په غوږوحقأق واوري اوداسلام دوښمنانوله دسيسواوپلانونو باخبرواوسيږي ٠خوله بده مرغه نه يواځي داچي له دوی سره کوم دليل اومنطق نشته بلکه که کوم ايات مبارک ياحديث شريف ددليل په توګه وهم ليکي نوهغه له موضوع سره تړاؤ نه لري ،هغه دچاخبره چي وهم دکوم ځای ته اوډب دچيرته خيژي ،دوی خوارکيانوبس همدايوخبره زده ده چي وليکي (( په اسلام دبي ګناه خلکووژل نه دي روا )) نورنوداپته ورته نشته چي دبي ګناه خلکووژل يانه وژل په کوموشرأطوپوري اړه لري ،اودښاغلي طالب جان په هغه ليکنه سترګې پټوي چي په دي هکله ښکاره شرئط ليکلي ،زماپه اندددوی مثال هغه بي علمه ( شيخوټکي ) ته ورته دی چي چيرته کوم موږک ورڅخه مړشوئ ؤوبيايی په غاړه کښي رازوړندکړاوخدای پاک ( ج ) ته ژړل چي ماڅخه ډيرلوی ظلم وشوچي دخدای يومخلوق ژوندمي ورختم کړ،ددي پاره ځان زړه سواند اورحمدل وښي په غاړه کښي ګرځولواوله مردارموږک سره مونځونه ، عبادتونه اواودسونه کول ٠ بيچاره ملامت نه وو ځکه دديني علم قيمتي سرمايی پرته په زړه کښي رحمدلئ اوزړه سواندي ځای نيولئ ؤو ٠اوس ددي فورم ځيني کاروونکي هم ددرباري ملايانوغوندي روا ته ناروا اونارواته روا ويی نورکوم دليل ورسره نشته صرف ځان عالم ويل دليل ګڼي ٠
ددوی له ليکنوڅخه دقدرمن ورورپښتون ځلمي داخبره څومره ښه صدق کوي چي ( که يوکافريی په کورپه زور ورننوځي بيابه هم چغې وهي چي پام کوی نفس موکنټرول کړئ چي کافردرڅخه خوږنشي يعني جهادباالنفس وکړئ ) خوقدرمن ورورپښتون ځلميه خوکه چيري دوی دجهادباالنفس کنټرول له لاسه ورکړي بيابه داميرپه لټه کښي وي چي هله اميرپيداکړئ چي مونږ ته دجهادامروکړي اومونږجهادوکړوځکه دوی خوهسي اميرنلري اوبي اميره ژوندکوي ،مونږاوتاسودخدای جل جلاله فضل دی داميرالمؤمنين ملامحمدعمر مجاهد په شان دينداره اميرلروچي دزرګونوديني عالمانوفتوا له مخي دمسلمانانواميرومنل شو ٠مونږپوره ډاډسره ويلئ شوچي له درباري ملايانوپرته نوردټولې نړئ زياتره ديني عالمانوملاتړورته حاصل دی ،دابيابيله خبره ده چي دشرا ئطوپه بنايی څوک ښکاره ملاتړنشي کولائ ٠
بل پلو ددي فورم ځيني غړي اميرالمؤمنين ملامحمدعمرمجاهددامريکايانوپه لاس دافغانستان خلکوپه تيره بيادطالبانوپاکوشهيدانومسؤل ګڼي ،خوپه داسي حال کښي چي ددوی داخبره هغومنافقانوخبروته کټ مټ ورته والئ لري چي بخښونکئ اومهرابان خدای جل جلاله يی د( العمران ) سورت ( ١٦٨) نمبرايات شريف کښي داسي ياده ونه کوي ٠((( الذين قالوالاخونهم وقعدوالواطاعوناماقتلوا ))) ٠ژباړه ٠ هغه (منافقان ) چي دخپلووروڼوپه باره کښي ويل په داسي حال کښي چي دوی ناست وو (جنګه ) چي که چيري دوی ( داحدغازيانو) زمونږخبرې منلي وئ نونه به ووژل شوي ٠خوبخښونکئ خدای جل جلاله ددوی داخبرې رده وي اوداسي چيلنج ورکوي چي که چيري تاسومرګ يواځې په جنګ ګڼئ نوبيا ښايی تاسوله مرګه ځانونه وژغورئ بلکي هيڅکله يی نشئ ژغورلئ (( ولوکنتم فی بروج مشيدۀ )) که څه هم په ډيرومحکموبلډينګونواوماڼيوکښي هم پټ شئ ٠
((( قل فادرؤاعن انفسکم الموت ان کنتم صدقين ))) يعني ووايه ( ای محمده دوی ته ) نولري کړئ تاسي له خپلوځانونوڅخه مرګ کچيري تاسوپه خپلوخبروکښي رښتيني اوصادقان وئ ٠
نورنوخپله ليکنه په همدي ځای پای ته رسوم خدای جل جلاله دوکړي چي زمونږځيني وروڼو دماغ ورباندي خلاص شي اوله بي دليله بحث څخه نورلاس په سرشي ،کنه نوبيابه دهغولپاره دپښتوهمدغه مقوله کافي وي چي وايی _(((- دبحث پروخت کښي دناپوه څخه ماتي ومنی )))
په درناوي
اسلام دوست
د رحمان وينا به هلته درپه ياد شي
چي ديوديوال ته مخ بل ته دشاشي
اسلام
زرکه
18.07.2004
ډيرو درنو ، قدرمنو ، او مسلمانانو مشرانو ، ديني عالمانو او ښاغلو ليکوالانو السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
عزتمنو مشرانو مخکې له هرڅه هغه د پاړسو يو متل دی ( غم نداری بز بخر ) دا متل مې دد ې پورې ووايه چې که غم نلرې نو د پښتنو په خپل منځ کې د جګړو په يوه بحث کې د سولې غږ پورته کړه پخپله به غم پيدا شي لکه ما چې په روغ لا س ځانله غم پيدا کړ . په هر صورت ما د عزتمن مشر ښاغلي مولوي صيب طالب خان نه په شخصي پيغام کې هم بښنه غوښتلې وه او اوس بيا هم بښنه غواړم چې په سهوه کې زه د خپل نظم ( شعرنه ؤ) سره د مولوي صيب د ليکنې په منځ کې ورګډه شوم . ما ترينه دا هيله هم کړې وه چې زما نوم او خپله ليکنه ( زماد نظم په اړه ) ړنګه کړي ترڅو خدای (ج) مکړه چاته دا انديښنه پيدا نشي چې ما په دغه نظم ( شعر نه ؤ ) څه دا سې د شريعت په خلاف څه ليکلي ؤ يو خو هسې هم د لمړۍ درجه کفارو په ملک کې د نصيب او قسمت له لاسه په اوسيدو مجبوره يو او بل ....................................
په هر صورت زه لمړی تر هرڅه ددې بحث د ګډونکونو نه د زړه له کومې
مننه کوم چې خپله انديښنه يې زما د نظم په اړه لا نده څرګنده کړې
که زه د لوستونکو په ځای اوسم ماته به هم دا انديښنه پيدا شوي وی چې په نوموړي نظم کې څه ليکل شوي ؤ چې غير شرعي وګڼل شو
او که په نظم د واقعياتو ليکل نا روا وي نو دا بيا بيله خبره ده .
ما پدغه نظم کې دافغانستان د پنځه ويشت کلنې غميزې په اړه د دغه
بدبخته ملک حال ويلی ؤ . که په روسانو زمونږ د ملک خرڅول ريښتيا ؤ چې ؤ هم نو بيا زمونږ د مجاهدو په ( اوه تنظيمونه زما مطلب ؤ ) هکله
چې ما کومه اشاره کړې هغه ولې غير شرعي شوه که دغه جهاد د پيسو
لپاره نه ؤ نو بيا د طالبانو پيدا کيدو ته څه حاجت ؤ اودهغونه هم زما مطلب د ټولو نه نه ؤ . ما دا نظم په دې خاطر ليکلې ؤ
چې د ټولو غوسه د خپل هيواد او زوريدلي ملت سره په خواخوږۍ او همدردۍ بدله شي او يو بل ته د بدرد ويلو نه لاس واخلي نه پدې خاطر
چې د چاد غوسې سبب دې شي . په هر صور ت يوازې پاک الله پخپلو کړو د کولو نه مخکې او وروسته پوهيږي او بنده ددې نه عاجز دی .
بله دا چې ما پدغه نظم کې د غازي امان الله خان په شان د يو چا د پيداکيدو هيله کړيده چې هغه زه بيا هم تکراروم ځکه هغه وخت که مونږ د انګريزانو د لاس لاندې ؤ نو اوس په همغه شان د امريکا د لاس لاندې يوو نو که چيرته د غازي امان الله خان په شان څوک پيدا شي او
دا ځل د اسلام د مقدس دين او پښتو د جنډې لاندې خپل تار په تار ملت
سره راټول کړي او ددغه حالت نه خپل ملک راوباسي نو ددې نه لويه
نيکبختي به بله کومه وي ؟؟؟. دا خو زما د نظم په هکله ځينې معلومات ؤ
او نور که چيرته ددې بحث درانه ګډونکونکي غواړي نو زه کولې شم د
د نوموړي نظم کاپي ورته په شخصي پيغام کې ورواستوم .
پاتې شوه د اصلي موضوع په اړه څرګندونه نو که زه د عزتمن مشر مولوي صيب طالب جان په ځای وی نو نوموړې موضوع به مې د پوښتنې په ډول طرحه کړي وی او دبحث په پای کې به مې د ټولو د نظرد څرګندولو نه وروسته په خبرې کړي وی
په هغه صورت کې به دومره جنګ جګړو ته نوی رسيدلي او نه خو به هم
مونږ (ناقص العقلو ) ته په کې د څه ويلو اړتيا پيدا شوي وی .
که ناروا وايم نو تاسو يې وواياست . بله دا چې بحث د امريکا د پيښې په اړه ؤ او ما نظـم د افغانستان په اړه ليکلی و زه بښنه غواړم خو که دغه بحث په غور وکتل شي نو په ځينې ځايونو کې زمونږ تر ځان
خوږ افغانستان هم له نيکه مرغه ځينو درنو او په ملت درديدلو پښتنو يادکړيدی . زما په اند مسلمان به نوي چې د عراق او فلسطين په حال يې زړه درد ونکړي . او زما په اند د امريکا پيښه څه دا سې کوم لوی تندر نه ؤ رالويدلې خو دا دا مانا نلري چې زه دداسې پيښو ملاتړ کوم ځکه ما په شريعاتو کې کومه زده کړه نده کړې او نه يې هم په قرأني مبارکو اياتو ثابتولی شم خو دا دشخصي نظر له مخې وايم البته که اجازه وي . ددغه پيښې په هلکه ما نه خوښي اونه خواشيني څرګنده کړيده ځکه زه په هغه وخت او دهغې نه مخکې او وروسته د خپل ګران هيواد او زوريدلي ملت په غمونو او دردونو کې اخته وم ددغه پيښې نه مخکې ( بې پته کلنتن ) په غريب افغانستان د بمونو باران کړی ؤ او ګواښ يې کړی ؤ چې بل ځل به ددې نه بدتره وکړي چې ويې هم کړه نو هغه خلک وايي ( دبورې تسل په بوره کيږي ) که د امريکا خلکوته ددې پيښې نه دا ثابته شوه چې دوئ هم په
ځمکه اوسيږي او مرګ لري نو دا خو ډيره ښه خبره وشوه ځکه کله چې
(بوش) د عراق د ورانولو تکل وکړ په ميلونونو امريکايانو مظاهرې وکړې چې مونږ جنګ نه غواړو مرګ يې ليدلی ؤ ځکه او که د امريکا اقتصاد ته تاوان ورسيد او بوش د ليونتوب حالت ته ورسيد نو داهم د خوښۍ خبره ده ( زمادپاره ) پاتې شوه د عراق او فلسطين سره زمونږه مرسته نو چې يو څوک پخپله لويدلی وي نو بل به څه پورته کړي . مونږ يې هم په تلويزون او خبري رسنيو کې ګورواو اورو چې په فلسطين کوم ظلم روان دی خو انسان خدای (ج) پيداکړی داسې دی چی خپله درد ولري د بل په درد درديږي ضرور خو چې پخپله نوي جوړ شوی د بل سره پرته له همدردۍ نه بل هيڅ مرسته نشي کولی . نن په افغانستان کې څه حال روان دی تاسو درنو مشرانو ته ښه پته ده په ماشومانو دا ډول
تجارت تر اوسه په يوه غير اسلامي ملک کې ندی شوی لکه زمونږ په
اسلامي او بې ضرره ملک کې چې روان دی . د نورو پيښو په اړه به څه نه
وايم . زه د تاسو عزتمنو مشرانو او ديني عالمانو نه يوازې يوه پوښتنه لرم هغه داچې د اسلام په مقدس دين کې ځان ساتل فرض دي .
ايا دا ځان ساتل يوازې په خپل ځان پورې محدود دي ؟؟؟
اوکه په دې کې خپل اولاد بيا کورکلی او ورپسې ټول ملت هم شامل دي ؟
په پای کې هغه دعربي متل دی ( ته چوپتيا وساته چوپتيا به تا وساتي )
ما تاسو ته د نظم درليږلو نه وروسته دا متل واوريد که نه نو ضرور به مې عمل په کړی وی او لکه دنورو ډيرو خويندو ورونو په شان به مې په پټه خوله دا بحث څارلی تر څو په پای کې په کې د اسلام مقدس (واحد)د ين په څو برخوويشل کيده . که غلطه وايم نو بحث وګورئ چې يوه موضوع په کې يو په قرأني مبارکو اياتو روا او بل يې دهمغه يوازيني او سپيڅلي کلام په مبارکو اياتو ناروا ثابتوي .
تراوسه خو په سياست او قوميت کې سره پښتانه نه يو ځای کيدل خو دا بيا هم د زغملو وړ وه خو دا چې د اسلام په مقدس دين کې هم دوئ
سره په بيلو عقيدو روان شول دا نو د منلو وړ نده .
ټول افغان د افغانانو د يووالي لپاره يوازينۍ وسيله ده که په دې کې
د نورو اختلافاتو تر څنګ د اسلام په مقدس دين کې هم اختلاف رامنځ
ته شي نو افغا نان به سره يو خو څه نشي چې لا به سره بيل او تار په تار شي . او سږکال خو يې شمير په سلو کې اته ديرش شمارل شويدی که د پښتنو داحال وي نو راروانوکلونو کې به
څو فيصده ته ورسيږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
هيله ده چې زما ليکنه د چا د غوسې انګيزه نشي .
او که کومه نيمګړې او يا زياته مې ويلې وي ډيره بښنه غواړم
د دټولو پښتنو مسلمانانو د يو والي په هيله
په درناوي
طالب جان
18.07.2004
محترمو مکرمواو عزتمنووروڼواوخويندو:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
يوواربيا له تاسي ټولوڅخه مننه کوم چي خپل قيمتي وخت مو له مونږسره تيرکړی په خاص ډول له عزتمن ورور طالب خان او قدرمن ورور اسلام دوست څخه دزړه له کومي مننه کوم چي په خپلو زرينو علمي اوادبي ليکنوسره يي ځمونږ دپاڼي ښکلا يو په دوه کړي دپاک پالونکي له درباره درته داجر اوثواب غوښتونکی يم .
له بده مرغه ځينووروڼو په خپلوليکنوکي اسلامي احکام مدنظر نه دي نيولي اوډيري له ادبه لري ليکني يي کړي حتي چي شخصي سپيڅلتيا ته يي هم نه دي کتلي او خبره يي آن تر ښکنځاوواوبدويلو رسولي ده چي له کبله يي ماته ډيری شخصي پيغامونه راليږل شوي او ددې ليکنو داصلاح غوښتنه يي کړي زه به پدې اړه تاسي ته شرعي مسأله روښانه کړم اوله تاسي څخه په کلکه غوښتنه کوم چي پخپلو ليکنو کي به دا قرآني احکام په کلکه مراعاتوۍ .دنه مراعات په صورت کي به يي زه ليکنه اصلاح کوم بيانو هيڅوک هم دشکايت حق نلري دازادي ليکني دا معنا نه ده چي يوه اوبل ته دي ښکنځلي وشي اويا دي په بدونومونو يادشي په داسي څه ليکلوسره دانسانيت توهين راځي کوم چي په شريعت کي په سختي سره منعه دی .
پالونکي څښتن په قرآنکريم کي فرمايلي .
[color=blue:59c7b4a9fe]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَومٌ مِّن قَوْمٍ عَسَى أَن يَكُونُوا خَيْراً مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاء مِّن نِّسَاء عَسَى أَن يَكُنَّ خَيْراً مِّنْهُنَّ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ بِئْسَ الاِسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ))[/color:59c7b4a9fe] سورة الحجرات ١١ آيت ٢٦ ټوک .
ژباړه :اي مؤمنانو ټوکي او سپکاوی دي نه کوي هيڅ يوقوم له تاسي څخه په بل قوم باندي ځکه چي ښايي چي وي به دا مسخره کړی شوی غوره په نزددالله له مسخره کوونکو څخه اونه دي ټوکي اوسپکاوی کوي يو ټولۍ ښځي له تاسي په نوروښځو ځکه چي ښايي هغه به بهتري وي په نزددالله . اونه دي عيبونه لټوۍ ځيني ستاسي په ځينونورو ځکه چي بيا ستاسي عيبونه هم لټول کيږي چي داپه حقيقت کي دځان عيبونه لټول دي . اومه بولۍ تاسو يو اوبل په بدو نومونواو القابو سره بددي دادرې نومونه (( مسخرې ، عيب لټونه ، اوبدنومونه اوبدالقاب استعمالول )) دفسق له کبله له ايمان درلودلو څخه وروسته . اوهغه چي توبه يي ونه ايستله نوداکسان همدوي ظالمان دي .
عزتمنووروڼو نو هغه چاچي له مخي يي بد رد ليکلي وي دقرآني امر له مخي ښايي چي توبه وباسي اوپه راتلونکي کي دداسي څه دنه کولوټينګه ژمنه وکړي . الله تعالی دي مونږ اوتاسوته په قرآني تعليماتو دعمل کولو توفيق را په برخه کړي . آمين ثم آمين يا رب العلمين
اوس راځم اصل مسألې ته قدرمنه غروال صيب ما چي کومه پيښه په شرعي دلايلو ثابته کړي هغه شرعي مسأله ده ځما په نظرپوري ددې مسألې ځانګړي کول ځما کار نه دی دا دمحترم او مکرم او عزتمن وطنمل صيب يا هم دشيرزاد صيب کاردې . ما ددې مسألې مشروعيت په قرآني آياتونوثابت کړې که تاسي ددې مسألې دنا مشروع والي په هکله کوم قرآني دليل لرۍ راوړاندي يي کړۍ ا و که هسي عقلي خبري کوۍ نو ځما محترم مکرم اوعزتمن ورور حليمي صيب مخکي لا دا خبره روښانه کړي چي دشرعي مسايلو په وړاندي عقل نه چليږي ځکه نو بيا شرعي مسأله ثابته اوعقلي خبري مردودي بلل کيږي .
Azad Nazer
18.07.2004
ګرانو اوصلحه دوستو افغانانو سلام پرتاسې !
دغه لاندی انګليسي ليکنه د طالبجان ، طالب خان خپله ليکنه ده اوما د Hewad.com
څخه هغه برخه راکاپي کړه چې نوموړې خپل ځان پخپله معرفي کوي ٠
[Master]
Joined: 03 Nov 2002
Posts: 2282
Location: Tora Bora
Posted: Sun Jul 04, 2004 3:07 pm Post subject:
--------------------------------------------------------------------------------
Enjoy western services? u make the west seem like its paradis, if i was back home, i would be living like a king, in comparison to western life. in the west we spent most of our time in a two bedroom house, so small, with a normal car, just living life. ill say even people in the village had a bigger house than we had. when we go back to the village, when we are on holidays, people over there spend more than we do! they spend so much on food, my father tells them not to waste money, if guests come round we dont show-off oh look we are from UK. people wont know i am from UK, the person who takes care of the house, sleeps so much, and does no work.
په درنښت
ازاد نظر
ع کريم حليمي
18.07.2004
بسمه تعالی ٠ وکان الانسن أکثر شئ جدلا :!:
فان تنزعتم فی فی شئ فردوه الی الله و الرسول ان کنتم تؤمنون با لله وليوم الأخر [color=red:651cacbf60]ذالک خير وأحسن تأويلا[/color:651cacbf60]
[color=blue:651cacbf60]والذين يمسکون بالکتاب وأقاموا الصلاته انالانضيع اجرالمصلحين[/color:651cacbf60]
--------------------------------------------------------------------------------
محترمو مکرمواو عزتمنووروڼواوخويندو: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
تاسو ښاغلو، با عيفتوخويندو څخه داسي يوه تمنا لرم ٠
که ستاسو خوښه وي ٠ چه ماته او دانشمند طالب جان ته موقع راکړي ٠ چه دغه تير ليکني سره حلاج کړو او محق يوازي ايه د الله ، حديث (يوازي مسلم او بخاري ) وګرځوو ٠
اشاالله حل دموضع به په يوه تر څلور ورځو تسفيه کړو ٠ بيا نو تاسو لوستونکي په اخير کي خپل نظرونه څرګند کړۍ٠
دا ليکني به اکاډوميک نه وي ٠ سوالأ او جوابأ به وي د جافر خان خبره
که حال را کړي مننه
حليمي