نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عادل عادل
19.01.2011
سلامونه
ښاغلی لاروی صاحب اوس دا دی تاسو د دلیل پر ځای مرده باد ته مخه کړه، که مو په یاد وي دا ستاسو نیوکه وه.
د بحث د موضوعاتو نه بهر مو یوه وړوکي ټکي ته پام را اړوم چې تاسو پخپلو ځوابي لیکنو کې د معمول خلاف طرف د دوهم شخص )مخاطب( پر ځای د دریم شخص )غایب( په بڼه کې فرض کوی، هیله ده چې ورته اسلوب به مو د نیک ګومان له مخې د حلم، تواضع او حسن نیت زیږنده وي.
که افغانستان تجزیه شی
chaparharay
19.01.2011
السلام علی من اتبع الهدی
ګورۍ ورونو دا شرط او ضروری نده چی خامخا دی یو څه ولیکل شی که هغه هرڅه وی نه. باید چی هغه څه ولیکل شی چی کومه فایده پری مرتبه وی
اویا لږترلږه دیوچا د خفګیان اوسپکاوی باعث خو ونه ګرځی او بیا د لویو عالمانو او مجاهدینو پسی چی نه یوازی یی د اسلامی عقیدی ددعوت کارکړی وی اوخلک یی دالله دین ته په سمه لیار برابر کړی وی بلکی
په خپل وخت کی د یو ستر دښمن اوډیر غښتلی قوت او دانسان وینوته تږی شرمخ تاتار مقابله یی کړی وی اولکه دسپر ورته دریدلی وی او دا فتوی یی جاری کړی وی چی که زه ددښمن لاس ته ورغلم او تاسی ته یی سپرکړم نواول ما وولۍ بیا په دښمن ګذار وکړی چی په هڅ صورت جهاداوقتال پرینږدۍ دیوداسی شخصیت سپکاوی به څنګه وی اوهغه هم د یو مجهول الهیت په خوله ای لعنت دی وی پداسی کسانو چی په کیبورډ یی ګوتی ایښی وی او داسی سپکی لیکی دا ناولی اومردارخوړ به هم خوشحال وی چی ما لیکنه کړی ده دالله اوملایکو او ټولو انسانانو لعنت دی په تا اوستا په دا ناولی لیکنه شی دالله په غضب اخته شی
دا امروت دی که امرو دی چی نوم یی هم دسړي نه دی دا یادوم ددی خبیث دی خبیثی لیکنی ته مو پام دی چی څه یی دوړرلی دی
پدی به نوهم بیاخلک اډمین صاحب ګرموی چی لیکنه یی ورته ړنګه کړی ده
ورونو زه دلغمانیانو سره څه بدی نه لرم الله دی نه کړی چی کمه به یی وایم ځمونږ دیو مکتب فکر اعنی اسلام ورونه او د یو سنګر ملګری دی او داسی همصنفیان او استاذان هم پکی لرو
خو دی امروت ګل دلته دتوهین اوسپکاوی په خاطر لیکلی که خوړلی خو ځکه پری خفه شوم او دا سی می ولیکل هیله مند یم چی لغمانی ورونه رانه خفه شوی نه وی که یی ځما کلی چپرهار یادکړی وای نو هم به همداسی بده بریښیده ځکه داخبره توهین امیزه وه
الله دی مونږ او تاسی ټولوته نیکه لاره راوښایی آمین
حبيب الكوزي
20.01.2011
سلام عليكم ستاسو دمقالي څخة زة داسي پوه سوم چي شماليان وطن تجزيئ كوي دا خو زة پخپلة هيڅ كلة نه منم او افغانستان يوه ټوټة وطن او زما دا ارزو دة چي ټول افغانان يو لاس سي او يو وطن جوړكي لكه دخليج العربي وطنونة پر يوه پاچاهي باندي ئي
Sangar Watan
21.01.2011
درنو هيواد والو،
انشاالله موږ افغانان به دملي وحدت په برکت،پدې بريالي شو چی د پاکستان ،ايران او ترکمنستان نه خپلې خاورې بيرته تر لاسه او لوی افغانستان جوړ کړو٠
دسپي په خوله دسيند اوبه نه مرداريږي٠
ديو څو تنو خاينو او دپردو دنوکرانو په خبرو مه تېروځې٠داهيواد چه دوستم او مسعود تجزيه نکړی شو،بل هيڅوک به دا کار ونکړی شي،حتی کرزی٠
خو دملي وحدت دتامين لپاره موږ يوې مشترکې ژبې ته اړ يو٠
په وګړنيز ډول،موږ داژبه هله موندلی شو چه موږ ځان افغان وبولو،نه داچه
هزاره،تاجک،پښتون،ازبک او نور٠
pattang
21.01.2011
نوبيا چې ځان افغان وبولې ، ژبه به دکومه يوه وي ?????????????
[quote:ff6fcc1b62="sangar watan"]درنو هيواد والو،
انشاالله موږ افغانان به دملي وحدت په برکت،پدې بريالي شو چی د پاکستان ،ايران او ترکمنستان نه خپلې خاورې بيرته تر لاسه او لوی افغانستان جوړ کړو٠
دسپي په خوله دسيند اوبه نه مرداريږي٠
ديو څو تنو خاينو او دپردو دنوکرانو په خبرو مه تېروځې٠داهيواد چه دوستم او مسعود تجزيه نکړی شو،بل هيڅوک به دا کار ونکړی شي،حتی کرزی٠
خو دملي وحدت دتامين لپاره موږ يوې مشترکې ژبې ته اړ يو٠
په وګړنيز ډول،موږ داژبه هله موندلی شو چه موږ ځان افغان وبولو،نه داچه
هزاره،تاجک،پښتون،ازبک او نور٠[/quote:ff6fcc1b62]
که افغانستان تجزیه شی....
chaparharay
22.01.2011
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
سنګر وطن صاحب!
دښاغلي پتنګ صاحب دخبري په تاید سره مونږ هم دا وایو چي (خو دملي وحدت دتامين لپاره موږ يوې مشترکې ژبې ته اړ يو٠
په وګړنيز ډول،موږ داژبه هله موندلی شو چه موږ ځان افغان وبولو،نه داچه
هزاره،تاجک،پښتون،ازبک او نور٠)نو داڅنګه کیدی شي اعنی که مونږ ځان افغان وبولو او له هزاره،تاجک،پښتون،ازبک اونورو نه تیرشو نوبیا به ځمونږ ژبه کومه یوه وی پښتو که دری که هزارګي ازبکی یا کومه بله ؟
یا ستاسي په نظر سپنتو(یوه نوي جوړه شوي ژبه چي اروپا کي جوړه شوي نړیواله ژبه ورته وايي خو بین المللی نده) په څیر کومه نوی ژبه راجوړه کړو او ددی نورو ژبو نه ور تیر شو؟
موخه مو واضح کړۍ !!!
په ډیراحترام
Sangar Watan
22.01.2011
محترمو سلامونه،
ملنګ جان بابا وائي
چی ئي موروي پدې خورې زيږولی***چه په هر ژبه ګويا وي خو افغان دی
زما مطلب دمشترکې ژبې نه په تخنيکي لحاظ دا يا هغه ژبه نه بلکه دمعنی په لحظ يوه ژبه ده٠
که ټول هيوادوال پخپله تذکره کې دافغان کلمه وليکي اودزړه له اخلاصه ورته
وفادار وي،دا ديوې واحدې اومشترې ژبې او هدف لمړی شرط دی٠
دويم شرط به دا وي چه کار واهل کار ته وسپارل شي٠
زه مطمئن يم چه دروند پتنګ صيب پدې هکله ديوانون ليکلی شي٠
که افغانستان تجریه شي...
chaparharay
22.01.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ګران ورور سنګرمل صاحب ځمونږ لخوا هم سلامونه او نیکي هیلي ومنه!
تاسي ډیر ښه وړاندیز کړی چي مونږ ټول دي خپلو تذکیرو کي افغان ولیکو خو اول خو به دا کار تاجک ،هزاره ،ازبک او نور پغیر دپشتنو نه اونه مني او که وي مني نو دا به ډیر ښه اقدام وي دوهم دا چي یو ملت وي او یو ژبه وي فکر کوم دا سره فرق لري که وګورو نو ایران کي پغیر د فارسي نه نور وګړي هم ژوند کوي او ژبي یي هم بدلي دي خو بیاټول فارس ایران دی او دارنګه پاکستان کی له نورو وړو وړو قامونو برسیره څلور غټ قامونه دي چي بیلي ژبي يي دي خو بیا هم ټول ځانو ته پاکستاني واي او تذکیره(نیشنل اډینټي کارډ) کي پاکستاني لیکلی شي نو مونږ افغان يي ولي ونه لیکو!
خو ژبه بیا بل شی دی ځمونږ ملت یو ګد کیدای شي خو ژبه به هرو مرو یوه انتخابوو لکه پښتو چي د ټول افغانستان رسمي ژبه شي او ټول مشترکي خبري او دفترونو کي همدا ژبه شي او هر دولتي مامور مکلف شي چي باید دا رسمي ژبه روانه یاده کړي اولیکي او ویي لوستی شي دابه ډیرښه اقدام وي نو ایا ستا همدا مقصد دی؟
بله خبر تاسي د کار اهل کارو ته سپارلو کړۍ ډیییییییییییییییییره ښه خبره مو کړي خو دا اهل کار به ستاسي په اند څوک وي دلته خو هر سړي ځان ته اهل کار واي او هر چاته خپل ځان ښاغلی ښکاري فکر کوم هڅوک به هم دا ونه مني چي اهل کار ندی خو داهل کار معلومولو لپاره کومه تله کوم معیار شته چي پري و تللی شي چي دا اهل کاردی او دا ندی ؟
او هو داخبره هم ده چي اهل کار به څوک انتخابوي چي فلان اهل کار دی دا انتخابونکي به څوک وي او څنګه به وي ؟
په درنښت
پتوال
22.01.2011
[quote:d948142508]ځينې خلک وايي چې څه به وشي؛ که افغانستان هم د لسګونو نورو هېوادونو غوندې امريکا ته فوځي طويل المدته قابل للتجديد هډې ورکړي؟ [/quote:d948142508]
ددې ځواب هم دعتيق الله ځواب دی :
[quote:d948142508]وهاج صاحب ستاسو مقاومت ته د پاکستان ISI هم دا اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې دايمي هډې جوړې کړي ځکه چې
هغوی به بيا افغانستان څنګه تباه کوي.[/quote:d948142508]
داچې
[quote:d948142508] که بالفرض افغان مقدس مقاومت ښکېلاګرو سره دغه خبره ومني؛ نو آيا ښکېلاګر به بيا د مقاومت هر شرط منلو ته تيار نه شي؟؟؟؟؟؟ [/quote:d948142508]
نو اول خو د هډو له پاره امريکايانو د طالبانو اجازه نه ده غوښتې ، بلکې برعکس د حکومت له پاره يې د طالبانو د ځپلو په موخه
خپلې هډې اغيزمنې بللې دي . په دې توګه د وهاج صيب د پوښتنې منطقي او اصلي موخه دا راوځي چې که بيا هم طالبان د ISI په اجازه
له هډو سره موافقه وښيي آيا امريکا به چمتو نشي چې د کابل حکومت طالبانو (او په دې توګه دولتي قدرت ISI ) ته انتقال کړي ؟؟؟؟؟؟؟؟
ځکه يواځې په دې شرطISI طالبانو ته اجازه ورکولی شي چې هر څه ددوی تر کنترول لاندې اوسي ،نو دابه د ISI له پاره غوړه ډوډۍ وي !
که ISI يې په طالبانو باندې په آسانۍ هم ومنلی شي، د پښتنو اونورو افغاني قومونو تر منځ به ملي وحدت غښتلی کړي
او يو ستر ملي مقاومت به راپورته کړي ، سر بېره په دې په سيمه کې به له پاکستان پرته نور ټول هيوادونه دامريکا په ضد له افغانانو سره
ملاتړ وکړي او پاکستانيان به د طالبانو او امريکايي هډو سره ټول يوځای له افغانستان څخه لوټاو کړي !پاکستان په کې بيا هم ډير څه له لاسه ورنکړي خو طالبان به هر څه له لاسه ورکړي
نو طالبان به دومره ړانده نه وي چې دغه قانونمند خطر به نه ويني ! سر بېره په دې امريکايان به نه يواځې د پوځي هډو امکانات له لاسه ورکړي،
بلکې دسيمې له هيوادونو سره به دا شتَه اړيکې هم له لاسه ورکړي .
نو ګومان نه کوم چې امريکا به دطالبانو او ISI دغسې يو چرسي تهور او تصور ته کله هم زړه ښه کړای شي !
برعکس که طالبان د خپلو ملي ګټو له پاره د پاکستان او سعودي عرب سره په يو ه سالمه سيالۍ او برابرۍ کې دملي سولې فعالانه کړنلاره
خپله کړي او په يو پراخ بنسټه حکومت کې په بشپړ سياسي درايت سره مصورانه ونډۀ واخلي ، په هغه قيوداتو چې سعودي عرب په
امريکايي هډو وضع کړي دي کولی شي جګړه پای ته ورسوي، دامريکا پوځونه ووځي او يواځې د هډو اړونده پاتې ډلې يې په هډو پورې محدود شي ، د موقتي انتقالي دورې وروسته په ملي شفافو انتخاباتو کې به
د پښتنو په بېدريغه ملاتړ د هيواد سياسي رهبري ترلاسه کړي او له ورونو قومونو سره يو غښتلی دولت رامنځته کړي ، چې په سيمه کې
ترې پاکستان او ايران له خپل اتومي قدرت سره سره صرف لوند خښتږه ژوند ته دوام ورکړي !
که طالبان د ISI او القاعدې له اغيز څخه آزاد او ځان دملي سياست په تفکر رام
او سمبال کړي، امريکايان يې مخه نشي نيولای او نه به يې ونيسي
چې افغانستان لکه څنګه چې شهيد محمد موسی شفيق غوښتل د اسلامي نړۍ د سياسي همکاريو په يو نړيوال مرکز بدل کړي !
ومن الله التوفيق !
نوروز خان
22.01.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یو وخت افغان وزیر سیدنورمحمد شاه وه که کوم بل یو والله اعلم ؟؟ دانګریز وایسرای دغټ بازۍ په مقابل کې ډیره هوښیاره خبره کړې وه ، چې ښایي هغه وخت به خلکو یوڅه جذباتي بلله ، هغه ویلي وه
لکه څنګه چې تاسوانګیرئ ،افغانستان دروسي او انګریزي ډبرینو پلونو ترمنځ راګیره دانه نه ده چې په اسانۍ به یې میده کړای شئ ، بلکه که تاسې هوښیاران یاستئ باید پوه شئ چې افغانستان دهمدې دوو قطبونو بلکې دسیمې دتوازن لپاره دترازو شاهین دی چې یوازې په استقرار سره یې تاسو داستقرار څکه کولای شئ .
کیدای شي زما اند ناسم وي خو ماته دافغانستان دتجزیې اندیښنه هم محض بړستن چورت ښکاري چې په زیاتي چیړلو نه ارزي
ډاکټر څپاند
23.01.2011
[quote:49bdc673c5]برعکس که طالبان د خپلو ملي ګټو له پاره د پاکستان او سعودي عرب سره په يو ه سالمه سيالۍ او برابرۍ کې دملي سولې فعالانه کړنلاره
خپله کړي او په يو پراخ بنسټه حکومت کې په بشپړ سياسي درايت سره مصورانه ونډۀ واخلي ، په هغه قيوداتو چې سعودي عرب په
امريکايي هډو وضع کړي دي کولی شي جګړه پای ته ورسوي، دامريکا پوځونه ووځي او يواځې د هډو اړونده پاتې ډلې يې په هډو پورې محدود شي ، د موقتي انتقالي دورې وروسته په ملي شفافو انتخاباتو کې به
د پښتنو په بېدريغه ملاتړ د هيواد سياسي رهبري ترلاسه کړي او له ورونو قومونو سره يو غښتلی دولت رامنځته کړي ، چې په سيمه کې
ترې پاکستان او ايران له خپل اتومي قدرت سره سره صرف لوند خښتږه ژوند ته دوام ورکړي !
که طالبان د ISI او القاعدې له اغيز څخه آزاد او ځان دملي سياست په تفکر رام
او سمبال کړي، امريکايان يې مخه نشي نيولای او نه به يې ونيسي[/quote:49bdc673c5]
فرض کړئ همداسې وشول،
1-څوک ددې ضمانت کوي چه امريکائي هډې به ديوه واقعي ملي دولت په مقابل
کې لاس تر زنې کيني؟
2-دطالب او کرزي فاسده اداره به څنګه سره جوړ شي؟زما عقل خو کار نه پرې کوي٠
3-که طالب واکدار او ټول اختيار شي،ايا دافغان ټول ملت ته دمنلو وړ دی؟
$-زما په اند دامريکۍ پوځي هډې ددې لپاره جوړيږي چه:
دکرزي فاسده اداره او دهغو احتمالي طالب ائتلاف په "دايمي" ډول په قدرت کې پاته شي (دسعودي پشان)،چې پدې توګه به دغرب او پاکستان منافع تامين او ملي قوتونه د "تل" لپاره دسياسي صحنې نه بهر وساتي٠
پاکستان پدې هڅه کې دې چه په افغانستان کې د غرب دنظامي هډو په مرسته،
په کابل کې دخپلې خوښې حکومت ولري٠
pattang
23.01.2011
[color=blue:ffa040974d]حيرانتيا[/color:ffa040974d] په توان دڅلورو ، ددې بحث نه سر شته او نه يې کونه !!٠
پتوال
24.01.2011
ٍثبات صاحب ښې چارې ! تاسو ليکلي :
[quote:5bc6e8a17f]پاکستان پدې هڅه کې دې چه په افغانستان کې د غرب دنظامي هډو په مرسته، په کابل کې دخپلې خوښې حکومت ولري٠[/quote:5bc6e8a17f]
دا نوې خلاقانه او مبتکرانه ادعا به له شواهدو او اسنادو پرته تشه ادعا پاتې او په اوبوبه لاهو شي، نو سنګر صيب په بيړه بيړه يې وژغوره
اول دلايل وړاندې کړه او دويم له اسنادو او شواهد ورسره يې وړاندې کړه او که نه نو هسې نورو ته داچلونه مه ښايه چې سړی څنګه نوې او ناممکنه ادعاګانې
د بحث ډګر ته ور کولولی شي !
که چيرې دا ادعا مو سمه ګڼئ چې
[quote:5bc6e8a17f]دامريکۍ پوځي هډې ددې لپاره جوړيږي چه : دکرزي فاسده اداره او دهغو احتمالي طالب ائتلاف په "دايمي" ډول په قدرت کې پاته شي (دسعودي پشان)،چې پدې توګه به دغرب او پاکستان منافع تامين او ملي قوتونه د "تل" لپاره دسياسي صحنې نه بهر وساتي٠ [/quote:5bc6e8a17f] بيا نو ستاسې په اند دپاکستان مخه چا نيولې ده، چې حکومت، شمالي ټلواله ، امريکا او پاکستان ټول يې غواړي، نو آيا ستاسې په اند بيا طالبآن دي چې د پاکستان مخه يې نيولې ده ؟؟؟؟؟؟
او آيا د سعودي عرب له ملي قوتونو څخه مو موخه اسامه بن لادن او القاعده ده ؟
[quote:5bc6e8a17f]
١-څوک ددې ضمانت کوي چه امريکائي هډې به ديوه واقعي ملي دولت په مقابل
کې لاس تر زنې کيني؟[/quote:5bc6e8a17f]
د ملي ټکی به طبعا همدغوره نسبي شي لکه د ترکيې ، شاهي ايران ، سعودي او پاکستان له پاره چې نسبي و او دی ، نه مطلق
[quote:5bc6e8a17f]
2-دطالب او کرزي فاسده اداره به څنګه سره جوړ شي؟زما عقل خو کار نه پرې کوي٠[/quote:5bc6e8a17f]
که ملت يې مجبور نکړي رښتيا هم سره نه جوړيږي، تر څو پورې چې حکومت امريکا او مقاومت د پاکستان لکۍ ټينګه نيولې وي ملي سوله هم
امکان نه لري ، ځکه د بيګانه و ګټه زمونږ په ملي سوله کې نشته، خو که هر يو دغه لکۍ خوشې کړه او په خپل ولس يې تکيه وکړه انشا الله په هغه بل لوري به يې هم تحميل کړي، او د تحميلو حق او زور هم بيا لري، ځکه سوله دملت حق دی او د ملت په ملاتړ شونتيا موندي ! ځکه خو طالبان ورونه بآيد د ملي سولې له پاره خپله طرحه په کوانده فعالانه او مستقله له توګه وړاندې کړي او ملت ته وښيي چې سوله اصلاً دوی غواړي !
[quote:5bc6e8a17f]
3-که طالب واکدار او ټول اختيار شي،ايا دافغان ټول ملت ته دمنلو وړ دی؟ [/quote:5bc6e8a17f]
دملي سولې، ملي اسلامي او ولسواک رژيم پلي کونکي چې هر څوک وي ملت ته نه يواځې دمنلو وړ دي بلکې دا دملت آرمان دی !
طالبان لکه پاکه وينه، که د ملي سولې له نورو اړخونو سره يوځای شي نو د هغوی دروغجنې ادعاوې به د اسلام، ولسواکۍ په اړه په رښتيا واړوي او هغوی به دطالبانو ادعا د ملپالني په اړه پرې رښتنې کړي او له متقابل تعامل او انفعال په نتيجه کې به ملي اسلامي او ولسواک رژيم ترې د حاصلې په توګه راوزيږوي !
طالبان به دملت په ملاتړ داچانس د کابل فاسد رژيم ته ورنکړي چې فساد ته ادامه ورکړي، اسلام پاسيف پاتې شي، ولسواکي په فسق، فساد او ليبراليزم چټله پاتې شي او داواړه خواوې به د مليننګونو په وړاندې په سيالۍ لاس پورې کړي،
له يو وخت وروسته کولی شي د ملي ګټو له زاويي څخه امريکايي هډې هم يا رخصت کړي او يايې وخت وغځوي !
په درنښت او سلامونو!
ډاکټر څپاند
24.01.2011
زما سلامون اوښې هيلې هم ومنئ،
[quote:fc333f4bc1]پاکستان پدې هڅه کې دې چه په افغانستان کې د غرب دنظامي هډو په مرسته، په کابل کې دخپلې خوښې حکومت ولري٠ دا نوې خلاقانه او مبتکرانه ادعا به له شواهدو او اسنادو پرته تشه ادعا پاتې او په اوبوبه لاهو شي، نو سنګر صيب په بيړه بيړه يې وژغوره
اول دلايل وړاندې کړه او دويم له اسنادو او شواهد ورسره يې وړاندې کړه او که نه نو هسې نورو ته داچلونه مه ښايه چې سړی څنګه نوې او ناممکنه ادعاګانې د بحث ډګر ته ور کولولی شي ! [/quote:fc333f4bc1]
دروند پتوال صيب،
١-تاسو پدې کې شک لرې پاکستان غواړي چې د افغانستان اداره دې ددوې په
خوښه اداره وي؟
٣-امريکا دګڼ شمير عواملو په وجه،چې کافي شواهد ئي په هکله شتون لري،
دپاکستان دوست،ملاتړ او دهغه د ګټو ساتونکی دی،مګر داسې ندی؟
٣-امريکا به هيڅکله دې ته حاضر نشي چې په کابل کې دپاکستان د ګټو خلاف حکومت رامنځ ته شي٠
١٠ کاله تير شول،افغان اردو هوائي قوه نلري!
٤-افغام ملتپال او دموکرات ځواکونه به هيڅکله دپاکستان علويت ونه مني اودډيورنډ منحوسه کرښه به هېره نکړي،دا هغه مسله ده چه پاکستاني چارواکي
خوب ته نپريږدي٠
[quote:fc333f4bc1]که چيرې دا ادعا مو سمه ګڼئ چې
اقتباس:
دامريکۍ پوځي هډې ددې لپاره جوړيږي چه : دکرزي فاسده اداره او دهغو احتمالي طالب ائتلاف په "دايمي" ډول په قدرت کې پاته شي (دسعودي پشان)،چې پدې توګه به دغرب او پاکستان منافع تامين او ملي قوتونه د "تل" لپاره دسياسي صحنې نه بهر وساتي٠
بيا نو ستاسې په اند دپاکستان مخه چا نيولې ده، چې حکومت، شمالي ټلواله ، امريکا او پاکستان ټول يې غواړي، نو آيا ستاسې په اند بيا طالبآن دي چې د پاکستان مخه يې نيولې ده ؟؟؟؟؟؟ [/quote:fc333f4bc1]
[color=yellow:fc333f4bc1]
او آيا د سعودي عرب له ملي قوتونو څخه مو موخه اسامه بن لادن او القاعده ده ؟[/color:fc333f4bc1]
پتوال صيب،
په سعوي کې داسې يوه کورنئ حکومت کوي چې ددې هيواد ملتپال او وطپال
قوتونه دسر پورته کولو جرئت نلري٠مګر په دې ټول سعودي عرب کې ملي او وطنپال وګړي نشته ؟ايا ددې ملک وګړي پدې نه پوهيږي چه دا پټرول به
يوه ورځ ختم شي؟٠
کېدی شي وطنپال او ملي ځواکون دمصلحت له مخې د بن لادن تر نامه لاندې
سره راټول شوي وي؟؟؟؟؟؟؟
اقتباس:
[quote:fc333f4bc1]١-څوک ددې ضمانت کوي چه امريکائي هډې به ديوه واقعي ملي دولت په مقابل
کې لاس تر زنې کيني؟
د ملي ټکی به طبعا همدغوره نسبي شي لکه د ترکيې ، شاهي ايران ، سعودي او پاکستان له پاره چې نسبي و او دی ، نه مطلق [/quote:fc333f4bc1]
په ترکيې کې دسړې جګړې په کلونو کې هراحتمالي ملي او منتخب دولت دنظامي کودتا له لاري ټکول شوی دی٠
شاهي ايران اوسعودي،داختناق نمونې،ضد انساني،غيرملي او غير دموکرات دولتونه!
پاکستان يوه اثتثنا شميرل کيدی شي،خو په کومه بيه؟
دهند مقابل (دسړې جګړې کلونه)،دهغې تجزيه (بنګله ديش)،او دډيورند کرښه٠
[quote:fc333f4bc1]دطالب او کرزي فاسده اداره به څنګه سره جوړ شي؟زما عقل خو کار نه پرې کوي٠
که ملت يې مجبور نکړي رښتيا هم سره نه جوړيږي، تر څو پورې چې حکومت امريکا او مقاومت د پاکستان لکۍ ټينګه نيولې وي ملي سوله هم
امکان نه لري ، ځکه د بيګانه و ګټه زمونږ په ملي سوله کې نشته، خو که هر يو دغه لکۍ خوشې کړه او په خپل ولس يې تکيه وکړه انشا الله په هغه بل لوري به يې هم تحميل کړي، او د تحميلو حق او زور هم بيا لري، ځکه سوله دملت حق دی او د ملت په ملاتړ شونتيا موندي ! ځکه خو طالبان ورونه بآيد د ملي سولې له پاره خپله طرحه په کوانده فعالانه او مستقله له توګه وړاندې کړي او ملت ته وښيي چې سوله اصلاً دوی غواړي ![/quote:fc333f4bc1]
دکرزي فاصده اداره دطالب د اساساتو خلاف اداره ده٠
دطالب دموفقيت او محبوبيت يو دليل داوه چه فساد ئي تقريبا نابودکړی وه٠
ملت به ئي مجبور کړي؟
موږ د ٤٥ هيوادو دپوځونو دشتون سره سره،دجمهوري رياست او پارلمان دجعلي ټولټاکنو شاهدان يو،مګر داسې نده؟٠
نه اوسنئ اداره او نه هم طالبان، دملت دمشوري او دموکراتيکو اساساتو ته ارزش ورکوي٠
[quote:fc333f4bc1]
له يو وخت وروسته کولی شي د ملي ګټو له زاويي څخه امريکايي هډې هم يا رخصت کړي او يايې وخت وغځوي ! [/quote:fc333f4bc1]
تاسو دنړۍ په سطحه داسې يو مثال لرئ؟؟
زما په اند،موږ بايد ودې ته زړه ښه نکړو چه ګواکې دامريکائي نظامي هډو په شتون سره به ديوې ملي،اسلامي او ولسواکې ادارې څښتنان شو٠دغرب تر مکمل کنترول لاندې،اوس هم ټول غله،مجرمين اوسړي وژوکي په "هسکه غاړه"کته،پورته کيږي او خپلو جناياتو ته په ډاډه زړه دوام ورکوي٠
راځې چه ددښمن د توطئو او چالبازيو ښکار نشو،کنه نو وازروا بيا وازر وا،
ددوستم-مسعود او دبرلين دائتلاف دپايلو پشان به "تاريخ تکرار" شي٠
که غربيان دافغانستان په هکله صداقت ولري ،چې نه ئي لري،نو تر هرڅه دمخه دې دافغان ولس د ملي،وطنپاله او دموکراتيکو منورينو او اهل کار خلکونه، يوه سالمه اداره رامنځ ته کړي٠کرزی،دوستم،فهيم او نور جانيان دې رخصت او ازاد انتخابات دې تر سره کړي٠
کله چې داسې وشول،ديوګڼ شمير وطنپالو،دطالب وطنپالانو په شمول، ملاتړ طبيعي بريښي٠
ددې نه بغير
دامريکې او پاکستان دخوښي کرزي -طالب ائتلاف ديوې بلې غميزې پيل دی اوبس.
اين راه که تو ميروي به ترکستان است!
په درنښت
پتوال
26.01.2011
پرته له تبصرې ځواب :
١-تاسو پدې کې شک لرې پاکستان غواړي چې د افغانستان اداره دې ددوې په
خوښه اداره وي؟٠٠٠٠٠٠٠٠٠ نه!
٣-امريکا دګڼ شمير عواملو په وجه،چې کافي شواهد ئي په هکله شتون لري،
دپاکستان دوست،ملاتړ او دهغه د ګټو ساتونکی دی،مګر داسې ندی؟ ٠٠٠٠٠٠٠ده خو مطلقه نه ده، سياست مطلقتوب او مخ او سټ نه لري
٣-امريکا به هيڅکله دې ته حاضر نشي چې په کابل کې دپاکستان د ګټو خلاف حکومت رامنځ ته شي٠ هو، خو دا هم مطلقه نه ده،ځکه سياست مطلقتوب او مخ او سټ نه لري
١٠ کاله تير شول،افغان اردو هوائي قوه نلري! هو نه يې لري ، امريکا له روسيې نه يې دهوايي وسلو دواردولومخه نه نيسي
٤-افغام ملتپال او دموکرات ځواکونه به هيڅکله دپاکستان علويت ونه مني اودډيورنډ منحوسه کرښه به هېره نکړي،دا هغه مسله ده چه پاکستاني چارواکي
خوب ته نپريږدي٠ حقيقت دی !
ډاکټر څپاند
26.01.2011
بيا هم سلامونه،
[quote:f7f310b7db] کاله تير شول،افغان اردو هوائي قوه نلري! هو نه يې لري ، امريکا له روسيې نه يې دهوايي وسلو دواردولومخه نه نيسي [/quote:f7f310b7db]
ددې روسي بې کفيته التوکو دخريدارئ مصرف څوک ورکوي؟
پتوال
16.02.2011
دروند ثبات صيب ليکي :
[quote:3a87f1ad73]پتوال صيب،
١-تاسو پدې کې شک لرې پاکستان غواړي چې د افغانستان اداره دې ددوې په
خوښه اداره وي؟
٢- امريکا دګڼ شمير عواملو په وجه،چې کافي شواهد ئي په هکله شتون لري،
دپاکستان دوست،ملاتړ او دهغه د ګټو ساتونکی دی،مګر داسې ندی؟
٣-امريکا به هيڅکله دې ته حاضر نشي چې په کابل کې دپاکستان د ګټو خلاف حکومت رامنځ ته شي٠
١٠ کاله تير شول،افغان اردو هوائي قوه نلري!
٤-افغام ملتپال او دموکرات ځواکونه به هيڅکله دپاکستان علويت ونه مني اودډيورنډ منحوسه کرښه به هېره نکړي،دا هغه مسله ده چه پاکستاني چارواکي
خوب ته نپريږدي٠ [/quote:3a87f1ad73]
ثبات صيب خبره په دويمه او دريمه ګڼه کې ده ، ماته يې متن بالکل سم خو بيا هم د سياست له پاره نسبي ښکاري ، که افغانستان
د خپل جيو پوليتيکي موقيت په اساس امريکا ته تر پاکستان اولويت نشي تر لاسه کولای چې په سياسي توګه يې له دغه
اولويت نه دی تر لاسه کړی ، نو ستا خبرې د کاڼې کرښې دي او څه پرې زياتول نه غواړم ، خو ماته ددې دواړو ګڼو متن نسبي بريښي ،
په دې معنی چې د سړې جګړې وخت تير شوی،چين او شوروي دواړه له سوسياليزم او کمونيزم څخه سرمايدارۍ ته ارتقا موندلې،
يعنې سيستمي ضديت يې له امريکا سره له منځه تللی، او خبره ټوله د سيمې د طبيعي زيرموپه کنترولو څرخي، کومې چې
د افغانستان په ګاونډي هيوادونو کې پرتې دي . نو که افغانستان او پاکستان په نورو مساوي مقدماتو سره د امريکا په تله سره وتلل شي
ښايي دروند افغانستان د امريکا له پاره هم دروند راووځي . دا به زياته ديپلوماتيکي مهارت هم غواړي، چې د کابل حکومت کې نشته،
خونا ممکنه کار نه دی . نو که داسې امکان برابر شي چې د لر افغانستان د آزادۍ په برخه کې امريکا د پاکستان او افغانستان په منځ کې
د بې طرفۍ اختيارولو ته هم چمتو شي، د افغانستان هر اړخيزه او چټک پرمختګ اتوماتيک د لر افغانستان په آزادولو انجاميږي !
خو که تاسې واياست چې نه، د پاکستان موقعيت بيا هم تر افغانستان د امريکا له پاره په هر لحاظ ګټور دی، نو دلايل يې وړاندې کړئ ،
او که نه، بيا به يې تاسې هم ومنئ چې که تر اوسه پورې هر څومره ورته پاکستان له اسرائيلو وروسته دوهم شتراتيژيکي دوست پاتې شوی دی
ښايي په اينده کې يې دريم دوست شي ، او که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟
[color=blue:3a87f1ad73]هيله ده مشخص د جيوشتراتيژيکي موقعيت په اړه چې پښتونخوا هم د پاکستان جز ونه بولې او د ګوادر بندر په شمول لر افغانستان
آزاد شوی او په سياسي محاسبه کې له افغانستان سره تړلی حساب او بيا مو خپل دلايل له مونږ سره شريک کړئ .والسلام ![/color:3a87f1ad73]
[color=red:3a87f1ad73]چې لر افغان پرې آزاديږي ............. زه د ناتو غړيتوب هم خدايږو منمه !
يار مې هندو زه مسلمان يم ............. د يار له پاره درمسال جارو کومه ![/color:3a87f1ad73]
pattang
16.02.2011
افغانستا ن دصليبي اشغالګرو اخيستل شوې بې محبته عورته ده
لکه ديوه قام په يوه طائفه کې : هروخت چې وغواړي خپله عورته دوؤسه وي
او هم خپل ضرورت پرې اجرا کوي ، خو پا کستان يې معشوقه ده چې
احترام يې هم لري او ناز يې هم وړي٠
ولې ? ولې يې ډېر ساده ده ،دپښتو املا پرې پخيږي خو دوخت ضايع٠
monir
16.02.2011
سلامونه اوښې چارې!
[quote:2625b53001="subat sabit"]ددې روسي بې کفيته التوکو دخريدارئ مصرف څوک ورکوي؟[/quote:2625b53001]
subat sabit صاحب تر ۲۰۱۴ م کال پورې ډېر وخت پاتې دي. د الوتکو دمصرف چاره به یې هم وشی :
[color=blue:2625b53001]امریکا د افغان پوځ د روزلو او سمبالولو لپاره ۲۰ میلیارده ډالره ځانکړي کړي[/color:2625b53001]
ایساف او ناټو وایي چې د نورو برخو د پیاوړي کیدو تر څنګ هڅه کوي د افغانستان هوایي ځواک په برخه کې مرستی وکړي. جنرال بلاتز وایي چې یواځې د امریکا هیواد د افغان پوځ لپاره.
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه وایي، چې د افغان ځمکنیو ځواکونو د پیاوړې کولو ترڅنګ د هوایي ځواک د پیاوړتیا او په عصري وسایلو یې د سمبالولو لپاره هم پراخ پروګرامونه په پام کې لري.
د دغو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتز خبریالانو ته وویل، چې یواځې امریکا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال کې شل میلیارده ډالره د افغانستان د ملي پوځ روزلو او سمبالولو ته ځانګړې کړي.
جنرال بلاتز زیاتوي، چې د دغه رقم زیاته برخه د افغانستان د هوايي ځواک روزلو او سمبالولو ته بیله شوې.
کابل او شینډنډ
"یواځې امریکا په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې شل میلارده ډالره د افغانستان د پوځ په سمبالولو او د زده کړو په برخه کې پانګونه کوي. په دې پیسو کې یوه برخه د هوایي ځواک لپاره، چې په کابل او شینډنډ هوایي ډګرونو کې موجود دي بیله شوې ده."
جنرال بلاتز وایي، چې د یادو پیسو ډیره برخه د هوایي ځواک لپاره د الوتکو، ټرانسپورټې هیلیکوپټرو، د پیلوټانو په زده کړې او د هوایي لیکو د ماشینونو د نصبولو او هوایي ډګرونو په جوړولو مصرفیږي.
دې هیله مند دی، چې د ۲۰۱۴ په پای کې به افغان ځواکونه د هوایي ځواک په برخه کې پوره وړتیا ولري.
په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي، چې د هوایي ځواک پرته د یو هیواد پوځ بشپړ نه دی او نه شي کولای په سمه توګه د هیواد د دفاع په برخه کې خپلې دندې پر مخ بوځي.
دی وایي، چې اوس مهال یواځې ۳۵ هلیکوپټرې لري، چې هغه هم ټولې کار نکوي او فعاله نه دي.
"که یو هیواد څلور ډوله الوتکې ونه لري نشو ویلای، چې دغه هېواد هوايي ځواک لري، د ځمکني ځواک د ملاتړ لپاره د جنګي الوتکې، شکاري الوتکې چې د هوایي بریدونو مخنیوی وکړي، کشفي الوتکې چې د امنیت لپاره استخباراتي او پوځي کشف لپاره مرسته وکړی.
همداراز روزنیزې الوتکې، چې د ښوونې زمینه برابره کړي، دغه څلور ډوله الوتکو ته مې، چې اشاره وکړه، د هوايي ځواک لپاره باید واخیستل شي، ترڅو دغه ځواک ورڅخه ګټه واخیستلی شي."
دی له نړیوالې ټولنې غواړي تر څو د هوایي ځواک د پیاوړي کولو او سمبالولو په برخه کې ورسره مرستې ډیرې کړي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه و، چې په سیمه کې د یو پیاوړي هوایي ځواک خاوند و، چې ټولې مرستې ورسره د پخوانی شوروی له خوا کېدې.
خو د ډاکټر نجیب الله د حکومت له پرځیدو سره په افغانستان کې د کورنیو جنګونو په مهال په سلهاو الوتکې له منځه ولاړلې.
که څه هم دمګړی د افغانستان هوایي ځواک پیاوړی نه دی خو په دې برخه کې هڅې ګړندۍ شوي او ویل کیږي، چې د ملي پوځ تر څنګ اوس اوس د پولیسو لپاره هم ۲۲ ټرانسپورټې هیلیکوپټرې پیرودل شوي دي.
رپورټ: مخفي عزیزي
http://pa.azadiradio.org/content/article/2311093.html
پتنګ صاحب ته!
chaparharay
17.02.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلی اودروند ورورپتنګ صاحب!
ستاسی لیکنی ډیری له غیرته ډکی او په اسلامی اصولو بنا لیکنی وی زه شخصا ورنه ډیر ښه متاثر یم الله مو په ګوتوبرکت کړه چی داسی حقایق لیکی!
خو صاحبه خفه رانه نه شی زه پخپله شینواری نه یم خو په چپرهارننګرهارکی دشینوارو په قریه هدیاخیل کی اوسیږم او دانن نه بلکی له څو سو کالو نه همدلته استوګن یو نو شینواری ډیر ښه غیرتی ځیږه پښتانه میلمه پال هیوادپال اسلام پال جرګه مارخلک دی سوچه پښتانه دی ستاسی دلته دامثال ښه نه دی ورکړی ځما ورور یی دیو ورور په حیث درته یادګیرنه کوم او پدی باوریم چی تاسی له ماډیراو ښه پوهیږی رسول الله صلی الله علیه وسلم چی ځمونږ ښه قدوه (ایډیل)دی او مونږ ته په هغه صلی الله علیه وسلم کی ښه اقتدا ده فرمای چی کل بنی ادم خطاون وخیرالخطاین التوابون.
ترجمه :هربنی ادم غلطی کونکی دی او ښه غلطی کونکی هغه دی چی خپله پړه ومنی اوپه کړی غلطۍ پښیمانه شی .
نوتاسی نه دا یوه غلطی شوی او په دی اند یو چی دا به ستاسی لخوا دکوم چا یا کوم قوم سپکاوی نه وی خو هسی مثال مو ویلی خو دا چی دیو خاص قوم نوم تاسی اخستی نوداغلطی ده باید خپله غلطی پخپله جبیره ،ترمیم،یا ړنګه کړی.
مننه