نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که افغانستان تجریه شی ،مسول به څوک وی؟
طالب ISI
03.01.2011
ټولو وروڼو ته سلامونه،
په اروپاکی له تیرو څو میاشتو راهیسی د شمالی ټلوالی، یا تاجکانو تر منځ ډیری زیاتی غوڼدی کیږی، زما یو ملګرئ د پنجشیر دی، هغه څه موده مخکی هم په خپل کور کی د یوه مهمی غونډی خبره وکړی، دومره یی وویل چی له افغانستان څخه هم کسان راغلی وو. زما یو بل تره څه موده مخکی له لندن څخه راغلی وو، هغه وویل چی ددی ډیر یو کلک تاجک ملګرئ دی، نو هغه تاجک ورته ویلی یی چی زمونږ یوه غونډه وه، نو په غونډه کی می ته سترګو ته راغلی، غوڼدوالو ته می وویل چی زما یو ډیر کلک پښتون دوست دی، هغه به څنګه شی (مطلب هغه خو بیا د افغانستان بله خوا کی پاتی شو).
په همدی ترتیت افغانستان کی خو عمل کی دادی کار روان دی.
د پښتنو تیر تاریخ ته په کتلو سره، چی تر اټکه او ګوادر بندره پوری انګزیزانو سیمه تری رابیله کړه، دا اوس هم بعیده نه ده چی، په چالاګئ، زور، زر، ...یا ټول عوامل سره یوځای، افغانستان سره بیل کړی.
په همدی تړاو ، شپون صاحب هم لیکنه کړی. چی دروند استاد په پراخه تجربه درلولو هسی په کومه چټی موضوع ځان نه مصروفوی.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taand2&
article=23864
زما په خپل نظر:
ای،اس،ای:
یا خو به دیورند ورسره منی، یا خو له تجریه وروسته پاتی پښتنی سیمی په پاکستان پوری تړل. همدا یی ارمان دی. او کار هم ورته کوی.
شاید کامیاب هم شی، ځکه پاکستان یو ملت دی، دوی وکولای شوی، چی ځان مرګی بریدونه سږ کال ۶۰٪ کم کړی، خو هر چیری ددوی ملا، میډیا.. اخته وو ،همدا یی ویل چی د ځانمرګی برید ځآی افغانستان دی، که پاکستان کی وشی، هم جنت امکان نه لری، هم یی سم ځای نه دی.
شمالی ټلواله:
ددوی همدا ارمان،خوب، اوهمدا ورته ښه موقع ده.
طالبان:
د شمالی ټلوالی، د مشرانو ، کشرانو ،امنیتی اشخاصو، والیانو، وزیرانو، هیڅ یوه باندی نه حمله کوی، نه ځآن مرګئ برید، نه اخطار ورکوی.
ټولټاکنو کی خو د طالبانو مرسته ولیده، چی غیر پښتنو باندی یی پارلمان ډک کړ.
نو داسی ښکاری چی طالب هم د تجزیه سره غیر مستقیمه، په شعوری یا غیر شعوری توګه مرسته کوی، که یی نه کوی نو ثابته د کړی، چی نه یی کوی.
۱.اوس به راشو دی ته چی که افغانستان تجزیه شی، مسول به څوک وی؟
۲. څنګه تری مخنیوئ وکړو؟
larghonay laraway
08.01.2011
د افغانستان د تجزيې مسؤوليت د ملاعمر او کرزي په غاړه دی ځکه چې د همدې چارې لپاره ګومارل شوې دي او د دواړو د اعمالو پايله په ډاګه ده چې د پښتنو تباهي ده.
په دويم قدم کې د تجزيې او د پښتنو د ټوټه ټوټه کولو او تباهۍ مسؤوليت د يو شمېر پښتنو سيمه پالو ليکوالو په غاړه دی چې د عامه ذهنيتونو د روښانولو پر ځای په سيمه، لهجه، خېل او زي کې غرق او پرق دي او د پښتنو د يو والي په برخه کې يې خپل مسؤوليت له ياده ويستلی دی.
لقمان
08.01.2011
لرغونی صیب که بل څوک دې نه پیژني زه دې پیژنم، نوم، دنده، وظیفه.... او هدف دې هم راته معلوم دی چې څه غواړې؟؟ مطلب دې ملامحمدعمر دی ځکه چې په دې خو پخپله هم پوهیږې چې کرزی په خپل کور کې حتی د میرویس جان په اړه هم صلاحیت نلري، دافغانستان دتجزیې موضوع خو لیرې خبره ده. خو ملامحمدعمر هغه څوک وه چې افغانستان یې مخکې هم یو ځل د تجزيې نه وژغوره. نن که ملامحمد عمر نه وای افغانستان دتجزیه کیدو د خطر سره یوخل بیا مخامخ وه، په واقعیتونو به سترګې نه پټوو.
08.01.2011
مسوليت د بهرنيانو په غاړه نه لويږي، ځکه هغوی افغانستان ته مسوليت نه لري .
خو مسوليت د جنګ جګړې په نامه پروت دی،
ځکه له جګړې پرته يې نه بهرنيان او نه داخليان تجزيه کولی شي !
داچې بهرني جګړه ماران يې که تجزيه کول هم غواړي سره له دې د تجزيې له مسوليت څخه خلاص دي ، نو مسوليت يواځې
دجګړې دداخلي اړخ په اوږو پروت دی او داخلي جګړه ماران دوه ډلې دي :
يو حکومت او بل طالبان او دتجزيې مسولين هم همدوی دي او بس !
نو طالبان بايدد آزادۍ په شرط، که بهرنيان د وتلو پلان اعلام کړي ملي سولې ته تن کيږدي او په قدرت کې ونډه واخلي ، که نه
د تجزيې مسوليت بيا يواځې او يواځې په پښتنو کې د همدغو مدعيانو په غاړه لويږي !
نوروز خان
08.01.2011
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
دښاغلي لاروي په خبرو څه نه وایم ځکه که یې تبصره نه وای کړې هم ، دهمدې یوه زده کړي ( اواز )تمه ترې کیده الوعاء ینضح بما فیه ...
او ښاغلي پتوال لیکلي
[quote:8755e29034]نو طالبان بايدد آزادۍ په شرط، که بهرنيان د وتلو پلان اعلام کړي ملي سولې ته تن کيږدي او په قدرت کې ونډه واخلي ، که نه
د تجزيې مسوليت بيا يواځې او يواځې په پښتنو کې د همدغو مدعيانو په غاړه لويږي ![/quote:8755e29034]
پتوال صیب دامو نه دي ویلي که افغانستان له دغې پلان شوې تجزیې نه سلامت ووت او لکه څنګه چې باور دی همداسې افغانستان پاته شو، کریډیټ به یې ستاپه وینا (په پښتنو کې ) دچا وي ؟؟؟؟؟؟؟
larghonay laraway
09.01.2011
راځئ چې په عقل او منطق يې سره ووايو!
په ۱۳۷۴ کال کې د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت پيل شو چې ښوونځي په کې په نيشت شمېر وو خو دا چې مطلق بند نه وو نو بيا به هم څه پرې نه وايو.
په ۱۳۸۱ کال کې د کرزي حکومت پيل شو چې اوس دا دی څو مياشتې ۱۳۹۰ ته پاتې دي او نهه کال کېږي چې په اکثرو پښتنو ولايتونو کې يا په مطلقه توګه مدرسه او ښوونځی بند دی او يا د نيشت په شمېر دی چې له امله يې لاندې نتيجې ته رسېږو:
1. هغه نوی زېږيدلی ماشوم چې اوس نهه کلن دی نو اوس به په دويم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
2. هغه يو کلن ماشوم چې اوس به لس کلن او په درېم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
3. هغه دوه کلن ماشوم چې اوس به يوولس کلن او په څلورم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
4. هغه درې کلن ماشوم چې اوس به دولس کلن او په پنځم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
5. هغه څلور کلن ماشوم چې اوس به ديارلس کلن او په شپږم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
6. هغه پنځکلن ماشوم چې اوس به څوارلس کلن او په اووم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
7. هغه شپږ کلن ماشوم چې اوس به پنځلس کلن او په اتم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
8. هغه اووه کلن ماشوم چې په لومړي ټولګي کې ؤ،اوس به شپاړس کلن او په نهم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
9. هغه اته کلن ماشوم چې په دويم ټولګي کې ؤ، اوس به اووه لس کلن او په لسم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
10. هغه نهه کلن ځوانکی چې په درېم ټولګي کې ؤ، اوس به اته لس کلن او په يوولسم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
11. هغه لس کلن ځوانکی چې په څلورم ټولګي کې ؤ، اوس به نولس کلن او په دولسم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
12. هغه يوولس کلن ځوانکی چې په پنځم ټولګي کې ؤ، اوس به شل کلن او په پوهنتون کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
13. هغه دولس کلن ماشوم چې په شپږم ټولګي کې ؤ، اوس به يوويشت کلن او په پوهنتون کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
14. هغه ديارلس کلن ځوانکی چې په اووم ټولګي کې ؤ، اوس به دوه ويشت کلن او پوهنتون کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
15. هغه څوارلس کلن ځوان چې په اتم ټولګي کې ؤ، اوس به درويشت کلن او په پوهنتون کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
16. هغه پنځلس کلن ځوان چې په نهم ټولګي کې ؤ، اوس به څليريشت کلن او په پوهنتون کې يا فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
17. هغه شپاړس کلن ځوان چې په لسم ټولګي کې ؤ، اوس به پنځه ويشت کلن او په پوهنتون کې يا فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
18. هغه اووه لس کلن ځوان چې په يوو لسم ټولګي کې ؤ، اوس به پنځه ويشت کلن او په پوهنتون کې يا فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
19. هغه اتلس کلن ځوان چې په دو لسم ټولګي کې ؤ، اوس به پنځه ويشت کلن او له پوهنتونه فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
20. هغه نولس کلن ځوان چې نوی له دولسم فارغ ؤ نو اوس به هغه هم له پوهنتونه فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
همداسې د مدرسې زده کوونکي هم درواخله .
اوس نو په عقل او منطق تر ډېر ځنډ وروسته ووايئ چې د يو هيواد د اکثريت قوم شل نسله بې سواده کولو هدف د استعمار لپاره له لارې چارې هوارولو پرته نور څه کيدلی شي؟
ځينې مبصرين ليکي چې د بچه سقاو په نهه مياشتې حکومت کې چې ښوونځي بند وو نو افغانستان يې سل کاله وروسته پاتې کړو نو د ملاعمر اخوند له لاسه اوښتی زيان تاسو په خپله وشمېرئ!
په همدې ترتيب هغه پښتنې خويندې ميندې چې اوس هم د ډاکټر د درمل پر ځای د زيارتونو خاورې خوري؛ پړه يې په چا ده؟
زه بيا هم وايم چې جهاد، د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ جګړې هغه سپېڅلي ارزښتونه دي چې هيڅوک هم ترې انکار نه شي کولی خو د افغانستان اوسنۍ جګړه زمونږ د هيواد او هيوادوالو لپاره يوه بې هدفه او ناولې جګړه ده او د استعمار لپاره لاره چاره هوارول دي.
زما يې پرې څه چې کرزی په ډاګه له ايران او امريکې څخه پیسې اخلي او هغه بل اخوند لالا يې په پټه اخلي خو دا چې د ټګ او برګ له لاسه تباه کېږو نو مسؤوليت هم د همدوی په غاړه دی.
فرض کړئ چې په امريکايانو او متحدينو يې د لوی خدای جل جلاله له خوا کوم بل آفت نازل شو او له دې خاورې ورک شول خو بيا هم اوسني جګړه مار برأت نه شي موندلی ځکه چې شل نسله يې د تباهۍ کندې ته وراچولي چې نه د دين شول او نه د دنيا!
بلکې زمونږ وياړلي او با غروره پښتانه په راتلونکې کې د افغانستان د اقليت شيعه هزاره او اسماعيليه وو او نورو مزدوران شول ځکه چې زمونږ لوستي پښتانه اوس هم دپاکستان او بالاخره امريکا د څو پيسو په خاطر د همدې بې هدفه او تباه کوونکې جګړې لپاره د مشروعيت دلايل لټوي
بې هدفه جګړه او د نورو لپاره جګړه جهالت دی!
حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا
په پای کې زمونږ د يو ولسي شاعر يوه څلوريزه:
د شل کالو حساب ټول کړه سره جم
وايه څومره عمر وي د بنيادم؟
بنيادم چې کړي خبرې حسابېږي
وايه څوکتابه شپه او ورځ ډکېږي
زه ملا مهتدين نه وايم له ځان
د شل کالو حساب غواړم په ميدان
عادل عادل
09.01.2011
سلامونه
محترم لاروی صیب
لومړی به درته دوې کیسې وکړم:-
یو مولوی صاحب راته ویل چې د زده کړې په وخت کې مې یوه ورځ د خپل مدرس استاد څخه د هغه طالب زده کوونکو په اړه دده نظر وغوښت چې ټول وخت به یې په خوب، پخلي، خوراک، میله او چکر کې تیراوه ؟ وایي چې استاد بې درنګه راته وویل چې دا ټول خدای جل جلاله د هغو محدود شمیر سوچه طالبانو د خدمت لپاره تسخیر کړي چې درس وایي او خپل وخت نه ضایع کوي .....
اوس به د همغه مسخرینو طالبانو له جملې نه د یوه کیسه درته وکړم چې له 20 کاله وروسته طالبئ او زده کړې څخه بیرته خپل کور ته راستون شوی وو، نو پلار یې ترې پوښتنه وکړه چې زویه پګړۍ دې وتړله؟ زوی یې ورته وویل چې نه؟؟ پلار یې په حیرانی سره وویل چې ولې زویه؟؟ زوی ځواب ورکړ چې پلاره د 20 کالو حساب خو ډیر سخت کار دی، زه به د یوې هفتې حساب درکړم باقي ته قیاس کړه:-
د هفتې په 7 ورځو کې:-
1- د جمعې مبارکې په ورځ درس نشته
2- په هفته کې یو ځل به استاد میلمه درلود
3- په هفته کې یو ځل خو به استاد هم چیرته میلمه وو کنه
4- یوه ورځ به زه هم د چا میلمه وم
5- ماته به هم حد اقل یوه ورځ میلمه راته
6- یوه ورځ به استاد بیمار وو
7- یوه ورځ خو به زما هم تبه وه
8- په اخر کې یو څه ژړاغونی شو او ویې ویل چې ګوره پلاره که د مړي، ژوندي، د بیمار پوښتنه، د ملګرو پالنه او داسې نورې ورځې هم پرې ورزیاتې کړم نو تاسو به زما قرضداره شی!!
لاروی صیب زه منم چې په تحمیل شوې روانه غمیزه کې افغانان د بیلابیلو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، روان ځورونکی حالت د هیڅ بادرده افغان د لاس انتخاب نه دی، بلکه د وحشي یرغل پر مټ پر مونږ تحمیل شوی دی.
د مقاومت په سختو شرایطو کې هم سخته ده چې دوې مڼې دې په یوه لاس کې ونیول شي، چې هم دې یرغلګر ووزي او هم دې زمونږ بچیان په تن پټ، په نس ماړه او په پوهه پوهیالي وي.
په هر حال زمونږ مخې ته د تیر جهاد په دوران کې د درس او تعلیم له لحاظه ژوندی احصایه مخې ته پرته ده، زه باور لرم چې زه او تاسو دواړه به د زرهاوو نورو لوستو افغانانو په څیر د تیر جهاد د درس او زده کړې د سختو شرایطو محصول یو، د جهاد نه مخکې خلکو په تیاره او بشپړ جهالت کې ژوند کاوه، خو نن سبا د غوڅ اکثریت ولس تیاره کورونو ته د علم او معرفت ډیوو لاره موندلې ده او که خدای کول په همدې روحیې سره به ټول هغه چې د روانې غمیزې قرباني شوي د خپل اتلاف شوی وخت جبیره کوي او د خپل ولس او وطن لپاره به د مفید خدمت مصدر ګرزي.
larghonay laraway
09.01.2011
السلام عليکم!
ښاغلی عادل!
تاسو د جهاد د وختونو يادونه کړې خو پام مو وي چې د جهاد په وخت کې په درې ځايونو کې د زده کړې شرايط برابر وو:
لومړی له هيواده د باندې د مهاجرت په ټاټوبو کې د زده کړې داسې شرایط چمتو وو چې باور وکړه د داسې کورنيو ماشومانو زده کړې وکړې او حتی قاريان شول چې په کلي کې يې هم لوستی او قاري نه ؤ.
دويم: له مهاجرته د پاتې شونو لپاره په کليو او بانډو کې هم د تنظيمونو او عربانو ښوونځي وو او د دې تر څنګ اکثره هغه ځوانان چې کورنۍ يې نه وې مهاجرې شوې خو دوی به په جره توګه له هيواده وتل او په تنظيمي ښونځيو او مدرسو کې ورته حتی ليليې هم وې.
درېم: د کمونيستي رژيم تر ولقې لاندې سيمو کې د هغوی له مفکورې سره سم ښوونځي وو چې اوس يې هم زه او ته د هيواد په دفترونو او ښوونځيو کې د ښوونکو او مامورينو په ډول وينو.
نو تاسو ووايئ چې د طالبانو په ولقه کې د ديني يا عصري زده کړې کومه اسانتيا شته؟
او بله دا چې ښوونځي بندول په جګړه څه اغېزه لري؟
بله دا چې که اغېزه ولري بيا هم ايا په دې ارزي چې د يو هيواد شل نسله بې سواده او تباه شي؟
ايا د جهاد او هدفمنې جګړې نتيجه د خلکو تباهي کيدلی شي؟
همداراز تاسو ليکلي چې د شل نسلونو تلافي به وشي خو دا ناشونې ده او دا نن چې وطن وران او ويجاړ دی هم ستر عامل يې بې سوادي ده نو دا لاندې تحليل بيا هم ولوله باور دی چې جبيره يې ناشونې ده. د دې جبيره يوازې داسې کيدلی شي چې د دوستم او فهيم او نورو په څېر هوايي جنرالۍ او مارشالۍ ورکړې چې شل نسلونو ته دا چاره هم ناشونې ده!
په ۱۳۸۱ کال کې د کرزي حکومت پيل شو چې اوس دا دی څو مياشتې ۱۳۹۰ ته پاتې دي او نهه کال کېږي چې په اکثرو پښتنو ولايتونو کې يا په مطلقه توګه مدرسه او ښوونځی بند دی او يا د نيشت په شمېر دی چې له امله يې لاندې نتيجې ته رسېږو:
1. هغه نوی زېږيدلی ماشوم چې اوس نهه کلن دی نو اوس به په دويم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
2. هغه يو کلن ماشوم چې اوس به لس کلن او په درېم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
3. هغه دوه کلن ماشوم چې اوس به يوولس کلن او په څلورم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
4. هغه درې کلن ماشوم چې اوس به دولس کلن او په پنځم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
5. هغه څلور کلن ماشوم چې اوس به ديارلس کلن او په شپږم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
6. هغه پنځکلن ماشوم چې اوس به څوارلس کلن او په اووم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
7. هغه شپږ کلن ماشوم چې اوس به پنځلس کلن او په اتم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
8. هغه اووه کلن ماشوم چې په لومړي ټولګي کې ؤ،اوس به شپاړس کلن او په نهم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
9. هغه اته کلن ماشوم چې په دويم ټولګي کې ؤ، اوس به اووه لس کلن او په لسم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
10. هغه نهه کلن ځوانکی چې په درېم ټولګي کې ؤ، اوس به اته لس کلن او په يوولسم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
11. هغه لس کلن ځوانکی چې په څلورم ټولګي کې ؤ، اوس به نولس کلن او په دولسم ټولګي کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
12. هغه يوولس کلن ځوانکی چې په پنځم ټولګي کې ؤ، اوس به شل کلن او په پوهنتون کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
13. هغه دولس کلن ماشوم چې په شپږم ټولګي کې ؤ، اوس به يوويشت کلن او په پوهنتون کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
14. هغه ديارلس کلن ځوانکی چې په اووم ټولګي کې ؤ، اوس به دوه ويشت کلن او پوهنتون کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
15. هغه څوارلس کلن ځوان چې په اتم ټولګي کې ؤ، اوس به درويشت کلن او په پوهنتون کې ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
16. هغه پنځلس کلن ځوان چې په نهم ټولګي کې ؤ، اوس به څليريشت کلن او په پوهنتون کې يا فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
17. هغه شپاړس کلن ځوان چې په لسم ټولګي کې ؤ، اوس به پنځه ويشت کلن او په پوهنتون کې يا فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
18. هغه اووه لس کلن ځوان چې په يوو لسم ټولګي کې ؤ، اوس به پنځه ويشت کلن او په پوهنتون کې يا فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
19. هغه اتلس کلن ځوان چې په دو لسم ټولګي کې ؤ، اوس به پنځه ويشت کلن او له پوهنتونه فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
20. هغه نولس کلن ځوان چې نوی له دولسم فارغ ؤ نو اوس به هغه هم له پوهنتونه فارغ ؤ خو د ملاعمر اخوند له لاسه تباه شو
همداسې د مدرسې زده کوونکي هم درواخله .
اوس نو په عقل او منطق تر ډېر ځنډ وروسته ووايئ چې د يو هيواد د اکثريت قوم شل نسله بې سواده کولو هدف د استعمار لپاره له لارې چارې هوارولو پرته نور څه کيدلی شي؟
ځينې مبصرين ليکي چې د بچه سقاو په نهه مياشتې حکومت کې چې ښوونځي بند وو نو افغانستان يې سل کاله وروسته پاتې کړو نو د ملاعمر اخوند له لاسه اوښتی زيان تاسو په خپله وشمېرئ!
په همدې ترتيب هغه پښتنې خويندې ميندې چې اوس هم د ډاکټر د درمل پر ځای د زيارتونو خاورې خوري؛ پړه يې په چا ده؟
زه بيا هم وايم چې جهاد، د وطن د ازادۍ او خپلواکۍ جګړې هغه سپېڅلي ارزښتونه دي چې هيڅوک هم ترې انکار نه شي کولی خو د افغانستان اوسنۍ جګړه زمونږ د هيواد او هيوادوالو لپاره يوه بې هدفه او ناولې جګړه ده او د استعمار لپاره لاره چاره هوارول دي.
زما يې پرې څه چې کرزی په ډاګه له ايران او امريکې څخه پیسې اخلي او هغه بل اخوند لالا يې په پټه اخلي خو دا چې د ټګ او برګ له لاسه تباه کېږو نو مسؤوليت هم د همدوی په غاړه دی.
فرض کړئ چې په امريکايانو او متحدينو يې د لوی خدای جل جلاله له خوا کوم بل آفت نازل شو او له دې خاورې ورک شول خو بيا هم اوسني جګړه مار برأت نه شي موندلی ځکه چې شل نسله يې د تباهۍ کندې ته وراچولي چې نه د دين شول او نه د دنيا!
بلکې زمونږ وياړلي او با غروره پښتانه په راتلونکې کې د افغانستان د اقليت شيعه هزاره او اسماعيليه وو او نورو مزدوران شول ځکه چې زمونږ لوستي پښتانه اوس هم دپاکستان او بالاخره امريکا د څو پيسو په خاطر د همدې بې هدفه او تباه کوونکې جګړې لپاره د مشروعيت دلايل لټوي
بې هدفه جګړه او د نورو لپاره جګړه جهالت دی!
حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا
په پای کې زمونږ د يو ولسي شاعر يوه څلوريزه:
د شل کالو حساب ټول کړه سره جم
وايه څومره عمر وي د بنيادم؟
بنيادم چې کړي خبرې حسابېږي
وايه څوکتابه شپه او ورځ ډکېږي
زه ملا مهتدين نه وايم له ځان
د شل کالو حساب غواړم په ميدان
نوروز خان
09.01.2011
لرغونی لاروی سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه
ډیر خوښ شوم چې داځل مومنطق ته تن ایښی او خپلې خبرې موپه سړه سینه پیل کړي دي ،ماچې ستا داوروستنۍ یا پخوانۍ لیکنې لوستې دي ، نو دډیروبادرده افغانانو غوندې دافغان په تیره پښتنو ماشومانو له زدکړو څخه دپاتېدو ستونزې ځورولي یاستئ ، وروره داغم یوازې ستاندی بلکې زما په ګډون دهربااحساسه مسلمان او افغان سره همدا درد شته ، خوکه حقیقت ووایو دایوزماني مجبوریت دی ، ددې ستونزې بنیادي عامل طالبان نه بلکې اشغال او ترې رابوټيدلې جګړه ده ،او دپړې ګوته یې هم باید هغه چاته ونیول شي چې دا جګړه یې په افغانانو تپلې او لاهم پرې تېل پاشي .
راځم دماشومانو دتعلیم په اړه دطالبانو اند او لیدتوګې ته ،
دطالبانو ددستور ( اساسي قانون) څو مادې په لاندې ډول دي .
لسمه ماده :دمسلمان فرد او مسلمانې کورنۍ روزنه او دیوې بشپړې اسلامي ټولنې جوړول او دمسلمه امت دوحدت لپاره هلې ځلې او داسلامي تعالیمو پراختیادافغانستان داسلامي امارت له سترو وجیبو څخه دي .
اته دېرشمه ماده : داجباري ابتدائي تعلیماتو عامول او دمسلکي او عالي عمومي ثانوي تعلیماتو پراختیا او وده دامارت له وظیفو څخه دي او هڅې کیږي چې په وړیا ډول تامین شي .
نهه دیرشمه ماده :دښځو تعلیم داسلامي شریعت په حدودو کې دخاص قانون په واسطه تنظیمیږي .
باید ووایو چې طالبانو دخپلې واکمنۍ په وخت کې دښوونې او روزنې په اړه خپلې ټولې هڅې کولې او دبل هرهیواد په خلاف یې دخپلې بودیجې ترټولو زیاته برخه په تعلیمي چارو مصرفوله ، خو څرنګه چې طالبان له سختې نړیوالې انزوا او فقر سره لاس او ګریوان او همیشي له نړیوالو بندیزونو سره مخامخ وه نو ځکه یې هڅې نیمګړې وې ، په اوس وخت کې کله هم طالبانو دښوونځیو په اړه کومه رسمي دښمنانه پالیسي نه ده غوره کړې ، همدااوس دطالبانو دواک دساحو په اتیا فیصده سیمو کې ابتدایه ښوونځې او لیسې په بشپړه توګه شتون لري چې په دې لړ کې دننګرهار ، کونړ، لغمان ، خوست پکتیا ،غزني لوګر ، وردګ ، کندز ، بغلان ، سرپل ، هرات ، فراه ، دغه راز یوشمیر نور ولایتونه دیادونې وړده ، دمکتبونو دمکمل نه شتون ستونزه یوازې دروزګان ، کندهار هلمند او زابل په ولایاتو کې یوڅه درنه ده ، ددې بنیادي وجه داده چې تاسو ددې ولایاتو لرې پرتې سیمې دنقشې له مخې ووینې ددرست هیواد نورو سیمو په خلاف ډیرې سره پاشلې ،صحرایي او له حکومتي لاسرسي لرې دي ، په دې سیمو کې پخوانیو حکومتونو هم په هغه کچه ښوونځي نه دي رغولي چې څومره یې اړتیا وه ، داسیمه ترډیره پخوانۍ ریښې لرې او ددې ولایاتو په لرې پرتو سیمو کې له پخواني دښوونې روزې ستونزه موجوده وه ، دکرزي دحکومت په لومړنیو کلونو کې چې په همدې سیمو یې واک وه دلته کوم ښوونځي جوړ نه شول ، او نه تعلیمي بهیر وغوړید ، اوس چې داسیمې دجګړې په تناره کې سوزي حکومت یې دښوونې له ناوړه حالت دخپلو تبلیغاتو لپاره یوښه موضوع بولي نو ځکه ورته توجه نه کوي ،او طالبانو ته خورا درنه جګړه ورلغاړې ده ،دپښتو یو متل ده وایي تربار لاندې شخوند نه وهل کیږي ، دغه راز داباید ومنو چې دښوونځیو دسوزولو پیښې په بیا بیا دهیواد په بیلابیلو برخو کې تکرار شوي دي خو طالبانو یې نه مسئولیت منلی او نه یې دا کار کړی دی ،دطالبانو دوهم تن ملابرادر اخوند دوه کاله وړاندې په یوه مطبوعاتي مرکه کې چې بینوا ویب پانې هم نشر کړه دشوونځیو په سوزولو سخت رد کړی وه ، او دا یې دعلم او هیواد ددښمنانو کار بللی وه ، دغه راز نوموړي ویلي وه چې که دادطالبانو دپالیسۍ برخه وای نو اوس به په افغانستان کې یوازې دګوتو په شمیر ښوونځي پاته وای .
لاروی صیب
زه چې د کومې سیمه یم زمونږد ولسوالي له مرکز پرته ټوله دطالبانو ترواک لاندې ده ، دجمعې او اختر لمونځونه دطالبانو په حضور کې ترسره کیږي محکمه دطالبانو ده ، خو له دې سره سره زمونږ په ولسوالۍ کې شپږ لیسې ، او ترشلو ډیر ښوونځی فعال دي ، ددې ښوونځیو معلمین اکثره پخواني معلمین دي دغه راز ددیني مدارسو فارغان هم په کې لګیدلي دي ، چې ټول له طالبانو سره ښه علایق لري ، طالبانو دتعلیمي چارو لپاره یو مسؤل ټاکلی دی هغه هروخت له معلمینو سره غونډې لري او مشکلات یې ورحل کوي دلیسي مشر هره میاشت مرکز ته ځی او تنخواګانې دغه راز درسي مواد له مرکز څخه راوړي .
زما په ګومان خو دافغانستان په جنو ب کې دتعلیم ستونز ه که په منصفانه توګه وڅیړل شي نو له جګړې پرته یې نور ډیر عوامل ضرور معلومیدلای شي .
larghonay laraway
10.01.2011
سلامونه!
نوروزخان ليکلي چې زما په ګډون د هر با احساسه مسلمان او افغان سره د افغان ماشومانو د زده کړې درد او غم شته
په رښتيا چې له افسوس ډکه خبره ده او انشاء الله چې د قيامت په ورځ به له داسې کسانو ښه کلکه پوښتنه کېږي. ځکه دوی دا احساس او درد هم لري او بيا هم د داسې ډلې ملاتړ کوي چې حتی مشر يې هم امي او مناسب زده کړې نه لري او په نورو يې هم د زده کړې ورونه تړلې دي.
نوروز خان د طالبانو د اساسي قانون څو مادې هم ليکلي چې ګواکې طالبان زده کړې ته درناوی لري او قانوني حق يې بولي.
نو د طالبانو د قانون مادې او د ملاعمر اخوند د ډلې کړنې زما همغه تېره خبره ډېره پياوړې کوي او پخوي يې چې کرزی او ملاعمر د ابامه په خدمت کې دي ځکه چې کرزی هم خپل قانون ته درناوی نه لري او هر وخت يې د شمالي ټلوالې او خپلو مافيايي کړيو قرباني کوي او تر پښو لاندې کوي يې او ملاعمر هم. ځکه چې د طالبانو له خوا د ښوونځيو سوځول، بندول او د ښوونکو ګواښل له هيچا هم پټه نه ده.
نوروز خان ليکلي چې :
دطالبانو دواک دساحو په اتیا فیصده سیمو کې ابتدایه ښوونځې او لیسې په بشپړه توګه شتون لري چې په دې لړ کې دننګرهار ، کونړ، لغمان ، خوست پکتیا ،غزني لوګر ، وردګ ، کندز ، بغلان ، سرپل ، هرات ، فراه ، دغه راز یوشمیر نور ولایتونه دیادونې وړده ،
لومړی خو پورته ياد ولايتونه اتيا فيصده نه بلکې د طالبانو د چريکي بريدونو ښکار دي او هلته ډېره واکمني نه لري نو له همدې کبله يې تر دې مهاله ښوونځيو ته څه نه دي ويلي خو باور وکړئ چې د دوی د غور اوفيش او ګواښونو له لاسه په همدغه سيمو کې هم اکثره ښوونځي په نيشت شمېر دي. سره له دې چې پرانيستي دي خو د ښوونځيو تنکي ځوانان يې داسې هوايي کړي چې درس مرس يې ترې پاتې کړی دی. ښه بېلګه يې د وردګو ولايت دی چې تر ټولو کابل ته نږدې دی خو زده کړه يې نن سبا په نيشت شمېر ده ځکه چې تاسو يې د هيواد په پوهنتونونو کې په خپله هم سلنه کتلی شئ. ولې بيا هم وايم چې پورته يادې سيمې د طالبانو چريکي حمله ځايونه دي نو که بشپړ واک يې په کې ورسي د کندهار، هلمند او زابل مثالونه ورکولی شو.
نوروزخان ليکي:
[quote:c94361943d]دمکتبونو دمکمل نه شتون ستونزه یوازې دروزګان ، کندهار هلمند او زابل په ولایاتو کې یوڅه درنه ده ، ددې بنیادي وجه داده چې تاسو ددې ولایاتو لرې پرتې سیمې دنقشې له مخې ووینې. [/quote:c94361943d]
زما يې له نقشې سره څه خو ما چې څومره پوښتلي او ليدلي نو ښوونځی شته خو طالبان يې ورته نه پرېږدي. که د سيمو د لرې والي او واټن خبره وای نو ښوونځی به يې نه وای. اوس خو ښوونځی شته خو د ملاعمر اخوند ډله يې نه پرېږدي. حتی په زابل کې يې له ښوونکي غوږ هم پرې کړ. (استغفرالله )
زه به په هلمند ولايت کې د مارجې او نادعلي ولسواليو مثال درکړم چې د هزاره ګانو ښوونځي په کې فعال دي او د پښتنو بند دي. همدا راز که د واټن خبره وي نو د هزاره جات ځينې داسې سړې او ليرې پرتې سيمې دي چې ورته ورتلل هم يو عذاب دی خو ښوونځي يې نه دي تړلي.
نوروز خان ليکي:
[quote:c94361943d]خو له دې سره سره زمونږ په ولسوالۍ کې شپږ لیسې ، او ترشلو ډیر ښوونځی فعال دي ، ددې ښوونځیو معلمین اکثره پخواني معلمین دي دغه راز ددیني مدارسو فارغان هم په کې لګیدلي دي ، چې ټول له طالبانو سره ښه علایق لري ، طالبانو دتعلیمي چارو لپاره یو مسؤل ټاکلی دی هغه هروخت له معلمینو سره غونډې لري او مشکلات یې ورحل کوي دلیسي مشر هره میاشت مرکز ته ځی او تنخواګانې دغه راز درسي مواد له مرکز څخه راوړي .[/quote:c94361943d]
نوروز خانه دا يوازې ستاسو کلی نه دی. بلکې د زابل ولايت په ؟؟؟؟ ولسوالۍ کې مې له يو ښاغلي وپوښتل چې ماشومان مو څنګه ژوند کوي ، ايا په تورو خاورو کې لوغړېږي او که د ديني يا عصري زده کړې څه فکر مو ورته کړی دی؟
هغه راته وويل : د طالبانو يو ډېر غټ چارواکی زما اوښی دی او د طالبانو د امارت په وخت کې زما دنده ؟؟؟؟ وه. اوس هم ورسره اړيکې لرم او له کوټې څخه مې پرې امر راوړ چې زما په کور کې به ابتدايه ښوونځی وي، چې نجونې او هلکان به په کې زده کړه کوي.
نو نوروز خان صيب ستا خبره بېخي سمه ده او دا نا انډولۍ شته او ښې پرېمانه دي. نوم يې نه اخلم خو د طالبانو د يو غټ پټ چارواکي زوی مې ليدلی چې په اکسفورډ سکول کې زده کړه کوي. هغه متل به تاسو هم اوريدلی وي چې (يو بام او دوه هوا)
دا خو لا پرېږده راځه زما د خپل ژوند يوه کيسه واوره:
زه به چې په پېښور کې ووم نو د جمعې ورځې لمانځه ته به خامخا د شيخ الحديث مولانا حسن جان جومات ته تلم. هغه مې ځکه خوښ ؤ چې د تقرير په وخت کې به خلکو به په وړو کاغذونو کې ديني پوښتنې وراستولې او هغه به ورته ځوابولې.
تر لمانځه وروسته به خلک ترې راچاپېره شول او څو شيبې په يې ورسره د زړه خواله کوله. زه به هم په همدې راتاو خلکو کې غلی کېنستم څو د دين کومه خبره ترې واورم.
يوه ورځ يې همدې ناستو کسانو ته ويل چې زوی مې MA وکړه او واده ورته کووم خو چې ترې وپوښتم چې تعليم يافته ښځه يې خوښه کړې او که کليواله !
ولې يو وخت همدغه د MA ډګرۍ والا پلار چې په خپله يې هم MA ډګري درلوده شيخ الحديث صيب افغانستان ته د يوې دستاربندۍ لپاره راغلی ؤ نو د مدرسې تر څنګ ننګرهار پوهتون ته يې په دعا کې ګوته نيولې وه او ويلي يې وو چې (دعا وکړئ چې د دې کفري تعليم ولاوو ته هم خدای هدایت وکړي)
نوروز خان صيب :
په کتابونو، فرمانونو او قوانينو کې خو روښانه ده چې د زده کړې مخالفت نشته. خو زه او زما په شان عادي، ځپل شوي او درديدلي پښتانه به هغه وخت ستاسو د ډلې دعوه ومني چې د دوی د هره ورځ غږيدوونکو کرکټرانو وياندانو له خوا چې له راډيو ګانو سره مرکې کوي په ډاګه او څو څو ځل وويل شي چې ( که په هره سيمه کې کوم ښوونځی بند ؤ او ښوونکي په خپل وخت ورته حاضر نه شول نو جزا به ورکړو)
ما د طالبانو د کيبل خبرې له پخوا اوريدلي دی باور وکړه که په ډېره ليرې پرته سيمه کې هم تړلی ښوونځی ووينې !
کلينيک، پول او پولچک هم همداسې درواخله
11.01.2011
نوروز خان خان ته سلامونه !
پوښتنه په يو (کۀ) پيل شوې ده او په همدغه (کۀ) راڅرخي . افغان ولس تجزيه نه غواړي، خو د جګړې دوام دوښمنانو ته پلمه
په لاس ورګوي چې تحميل يې کړي .او يو کار چې د خبرو اترو ، پوهاوي او تفاهم او ملي سولې له لارې کېدای شي هغې ته د جنګ
له لارې ځان رسول په اصل کې د قانون دی او له وينې بهولو او زورواکۍ
بل پيغام نه لري . جنګ او زورواکي د بهرنيانو کار وي،
نه د افغانانو، ځکه ګټه يې په هرصورت بهرنيانوته وي نۀ افغانانو ته . که سړی د جنګ له پاره پلمه لټوي نو تل ورته پلمې موجودې وي،
د پلمو کمی هېڅکله نشته،نر هغه دی چې په صداقت سره د ملي سولې ظږ پورته کړي او هغه خوا ته په کې جېلنج ورکړي چې
له سولې څخه يې مقصد تش تبليغ وي نه واقعي سوله ! ډير وخت داسې هم پېښيږي چې قدرتمندان د خپل نالايقتوب او ناپوهۍ له امله سولې او خبرو
ته تن نشي ايښودلای ، ځکه چيرې چې د معقوليت ځای وي هلته دوی شل او شوټ او ګچ و ګول وي نو د بايللو خطر احساسوي . ددې له پاره د زور له لارې ټول قدرت غواړي ، چې قدرت په لاس ورشي نو بيا يې چې څه غواړي هغه کولی شي . دغسې کسان د بهرنيانو له خوا هم ډير استعماليږي ، ځکه هغوی يې د خپلو ګوډاګيانو په توګه نه تنقيدوي ، څه چې ورته هغوی وايي دوی يې کوي او باداران غندلی نشي .
د کرزي په حکومت هم له همدې کبله ملت هېڅ باور نشي کولی ځکه چې ګوډاګی دی، ولې دا باور په ملا عمر هم نشي کولی ، ځکه چې نوموړی ملي سولې ته تن نه ږدي او په دې توګه جنګ غوښتونکو بهرنيانو ته زياته موقع ورکوي .
و.افغان
11.01.2011
د بحث محترمو ګډونوالو!
د مسلح افغان سپيڅلي مقاومت هدف في سبيل الله جهاد، او د خپلې پاکې خاورې
آزادي لاسته راوړل او غرور ساتل دي.
ځينې خلک وايي چې څه به وشي؛ که افغانستان هم د لسګونو نورو هېوادونو غوندې
امريکا ته فوځي طويل المدته قابل للتجديد هډې ورکړي؟
نو که بالفرض افغان مقدس مقاومت ښکېلاګرو سره دغه خبره ومني؛ نو آيا ښکېلاګر
به بيا د مقاومت هر شرط منلو ته تيار نه شي؟؟؟؟؟؟
ولو که دغه شرط د نورو اقليتونو مکمل خالي سلاح کول، بې هويته کول، او آن
تهجيرول وي؟؟؟؟
خو افغان مقاومت داسې غوښتنه هيڅکله نشي کولای، ځکه چې افغان مقاومت
دغه ټولو خلکو ته د خپلو مسلمانو افغانو نه جدا کيدونکو وروڼو په سترګه ګوري.
نو آيا دغو ځينو بې ضميره خلکو کې دومره ضمير ، وجدان او حيا نشته؛ چې د دغه
اخلاص او خلوص سره سره د دښمن سره غاړه وړي؟
په درنښت
عتیق الله
12.01.2011
وهاج صاحب ستاسو مقاومت ته د پاکستان ISI هم دا اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې دايمي هډې جوړې کړي ځکه چې هغوی به بيا افغانستان څنګه تباه کوي.
په داسې حال کې چې په خپله پاکستان او عربستان دايمي هډې ورکړې دي خو هلته جهاد نشته.
زه د امريکايانو د دايمي او مؤقتي دواړو هډو مخالف يم خو ISI تر هر چا راته بدې ښکاري
عادل عادل
12.01.2011
سلامونه
[quote:8d95d574e9]وهاج صاحب ستاسو مقاومت ته د پاکستان ISI هم دا اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې دايمي هډې جوړې کړي ځکه چې هغوی به بيا افغانستان څنګه تباه کوي.
په داسې حال کې چې په خپله پاکستان او عربستان دايمي هډې ورکړې دي خو هلته جهاد نشته.
زه د امريکايانو د دايمي او مؤقتي دواړو هډو مخالف يم خو ISI تر هر چا راته بدې ښکاري[/quote:8d95d574e9]
شکر چې ورک ورور مو بیرته را څرګند شو، زما خو په دې وروستیو کې ډیر په زړه اورېدې، او 99.9 سلنه مې باور وو چې کیدای شي یو ځل بیا به راڅرګند شې :wink:
تاسو ته خیر مقدم وایم او د ټولو دې سترګې روښانه وي :)
عتیق الله
13.01.2011
سلامونه
عادل صاحب اوس خو دی ډوډۍ په غوړو کې ده ځکه چې په چارواکو کی دی هم نوم ليکلا شوای دۍ
عادل عادل
13.01.2011
سلامونه
[quote:a16442289c]سلامونه
عادل صاحب اوس خو دی ډوډۍ په غوړو کې ده ځکه چې په چارواکو کی دی هم نوم ليکلا شوای دۍ [/quote:a16442289c]
زما په نظر خو چارواکي نه بلکه خدمتګاري ده که یې څوک په وړتیا سره د انجام له وودې/ مسوولیت څخه ووتی شي.
عادل عادل
15.01.2011
سلامونه
د ښاغلي لاروي صیب د پاملرنې وړ:-
[quote:d62abc4073]http://larawbar.org/detail.php?id=24211&date=2011-01-15[/quote:d62abc4073]
فاروق وردګ: طالبان د ښځو له تعليم سره مخالفت نه لري
خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سليمان يوسيفي
نېټه : ٢٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-15
د افغانستان د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ پرون په لندن کي د ښووني او روزوني په هکله په يوه نړۍ وال کنفرانس کي وويل چي د دولت مخالفو وسله والو د ښځو له تعليم سره له مخالفت څخه لاس اخيستى دئ.
ډاکټر فاروق وردګ وويل چي وزارت يې د قومي مشرانو ولسي خلګو په ذريعه په ټولو هغو سيمو کي د طالبانو تر نفوذ لاندي دي، د ښوونځيو د بيرته پرانيستلو هڅي شروع کړي چي تر ډېره ځايه په برياليتوب سره رواني دي.
بلي خوا ته د پوهني وزارت مسلکي مرستيال آصف ننګ د آزادۍ راډيو ته وويل د طالبانو د مشرانو او د هغوى د وياندويانو له څرګندونو څخه ښکاري چي هغوى نه يوازي د نارينه وو له تعليم سره مخالفت نه لري، بلکي د نجونو له تعليم څخه هم بد نه وړي.
نوموړي د دې پوښتني په جواب کي ښوونځي د چا له خوا ورانېږي وويل چي د دولت د مخالفينو په نامه راز راز ډلي موجودي دي، او دغه ښوونځي د هغو جنايتکارانو له خوا ورانېږي چي له افغانستان او افغانانو سره دښمني لري.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نجونو تعليم ته اجازه نه ورکول کېده، خو د طالبانو يوه پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعيف بي بي سي راډيو ته وويل چي د نجونو له تعليم سره طالبانو مخالفت نه درلودئ، بلکي هغه مهال يې د دې چارو دپاره امکانات نه درلودل، نوموړي وويل چي طالبان خپله متعلمين ول او دا به ډېره عجيبه وي چي متعلمين د تعليم مخنيوى کوي.
-------------------------------------------------------
خدای دې ټولو ته دا وړتیا ورپه برخه کړي چې په حقایقو سترګې پټې نکړي.
طالب ISI
15.01.2011
ټولو ته سلامونه،
ډیر خوږ بحث روان دی، او ډیر ښه دلایل وړاندی شوی، او یوه خاصه خبره پکې داده، چی هر طرف خپل دریځ په دلایلو واضح کړئ، ښکنځل، توهین د الله په فضل نور د بحث له فارمونو څخه ورک شو.
تر کومه چې زه خبر یم، طالبانو خپلو منطقو کی د عصری تعلیم په هکله ښه پالیسي لری، او که د فارق وردګ خبر ریښتیا وی، نو یو بل ګام هم وړاند شوی، چی د فخرځای دی.
خو د لاروی صاحب یوه خبره هم ډیره د پام وړ ده، ځکه اکثریت متعلمین شپه ورځ په موبایلو کی ترانې آوری، درس ښه نه زده کوی، نو ځکه خو ښه پایله هم نه لری، طالبان باید دوی ته امر وکړی، چې یواځې خپلو درسو ته متوجه شی، او یوه بله خبره داده چې طالب کې یو څه کمال شته چې خلک هیله تری لری، که داسی نه وی، د ټوپک سالارانو، لوطت کارانو څخه چا دا هیله ولی نه کوله؟
چی هر څوک یو څه جوړوی، یا زمینه ورته برابروی، هغه ددغه وطن ریښتینئ بچئ دی، قدیر خیل په ننګرهار کی لس کاله پاچاهان وو، پدغه وقت کی به یی، له غلاو سره، سره، د شیرزی غوندی یوه د کاپیوټر اکادمی خو جوړه کړی وه!
، بل طرف ته، نظر د طالبانو وقت ته اوس د کانکور د محصلینو شمیر ه زیات شوی.
د طالبانو وقت کې به ټول اته زره کسانو امتحان کی نه وو، حاظر، خو اوس د کانکور امتحان کی اتیا زره متعلمین حاظر وی، نو ؟
هغه وردګ محصل چې د طالبانو وقت کې د عربو د حمایې لاندی ښونځې کې چې استادانو ښه تنخوا درلوده، او عربو تر سخت فشار او کنترول لاندی هم راوستی وو، نو خامخا به کانکور کې په زیات شمیر کی کامیابیدل.
اوس چې اتیا زره کسان د کانکور امتحان ورکوی، متعلمین شپه ورځ په ترانو مصروف وی، د استادانو معاش هم کم وی، په څنګ کی په کانکور کی د هزار، تاجک او پښتون بحث هم مطرح وی،نو خامخا به د لغمانیانو، ننګرهاریانو، وردګو، کنړیانو ، پکتیاوالو شمیر ښکته وی.
د طالبانو په خدمت باید وویاړو، اشتباهاتو ته متوجه کړو، او سترګې پری پټي نه کړو.
هیله ده وروڼه د بحث په اصلی موضوع چی تجزیه ده، او په څنګ کې په شمالی ټلواله، مشرانو، یی، وکیلانو یی، ولی طالبان هیڅ غرض نه لری هم بحث وکړئ.
larghonay laraway
17.01.2011
السلام عليکم!
عادل او نورو ته!
نه خو فاروق وردګ د طالبانو وياند دی او نه اوسنی ملاضعيف هغه پخوانی طالب ملاضعيف دی. ځکه چې اوسني طالبان حتی دوی ته به بده سترګه ګوري او د امريکايانو ملګری يې بولي.
په هر صورت : مونږ به يې هغه وخت ومنو چې د اوسنيو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خولې يې واورو او ورسره د ملاعمر د فرمان حواله هم وي.
مننه
عادل عادل
17.01.2011
سلامونه
لاروی صیب ستاسو بهانې ډیرې دي، خدای دې قانع کړه، زما باور وو چې دا خبر به لږ تر لږه په نیک شاګوم وشمیرې.
په عامه توګه هر هغه څوک چې په مختلفو ساحو کې د طالبانو د دریځ لیواله دي، لومړی دې دوی ته د بیان د پوچې ازادی، نشراتو، سیاسي فعالیت او داسې نورو حق قایل شي، او بیا دې خپلې خواستې، سپیناوي، ګیلې او بهانې قطار کړي.
په اوس کې د طالبانو څخه د ړندې نړیوالې ټولنې او د منطق نه لرې اشخاصو ورته ګیلې ګیرماندې داسې مثال لري لکه د یو چا پر خوله دې چې لاس ایښی وي او په ورته وخت کې ترې خپلې پوښتې مطرح کوې؟ ؟ او بیا د خپلې خوښې په استنباط سره ډول غاړې ته واچوې چې وګوری ..... سکوت عین اقرار دی.
زيارمل
17.01.2011
زنده باد عادل خانه!
زبردست مثال! زبردست ځواب!
larghonay laraway
18.01.2011
سلام!
عادل ليکلي:
لاروی صیب ستاسو بهانې ډیرې دي، خدای دې قانع کړه، زما باور وو چې دا خبر به لږ تر لږه په نیک شاګوم وشمیرې.
عدل صيب لومړی خو دا چې بهانې هغه څوک کوي چې کوم کار يې په لاس کې وي او نه يې ترسره کوي نو بهانې کوي. دلته زما په لاس کې هيڅ نشته نو د څه شي بهانې وکړم؟
بله دا چې شګوم د کابليانو پېغلو دود دی او زه هيڅکله هم په ښه يا بد شګوم باور نه لرم. بلکې په شګوم ته په کرکه ګورم او قران کريم هم ناروا کړی دی.
عادل لاندې څو ګونګې او مبهمې جملې ليکلې دي چې زه خو پرې هيڅ پوه نه شوم:
په عامه توګه هر هغه څوک چې په مختلفو ساحو کې د طالبانو د دریځ لیواله دي، لومړی دې دوی ته د بیان د پوچې ازادی، نشراتو، سیاسي فعالیت او داسې نورو حق قایل شي، او بیا دې خپلې خواستې، سپیناوي، ګیلې او بهانې قطار کړي.
په اوس کې د طالبانو څخه د ړندې نړیوالې ټولنې او د منطق نه لرې اشخاصو ورته ګیلې ګیرماندې داسې مثال لري لکه د یو چا پر خوله دې چې لاس ایښی وي او په ورته وخت کې ترې خپلې پوښتې مطرح کوې؟ ؟ او بیا د خپلې خوښې په استنباط سره ډول غاړې ته واچوې چې وګوری ..... سکوت عین اقرار دی.
زه له چا ګيلې نه کوم بلکې په ډاګه پرې انتقاد کوم هغه که حکومت دی او که د طالبانو ډلګۍ ده. ټګ او برګ سره يو شوي او په افغان ماشومانو يې د ديني او دنياوي زده کړې دروازې تړلې دي. زه د ګيلې پر ځای داسې خلکو ته وايم ( مړه دې وي)
د فاروق وردګ د ښوونځيو په خلاصون کې هيڅ ګټه نشته ځکه چې ماته ښه معلوم دي چې د فاروق وردګ د پوهنې ريسان د نا امنو ولايتونو د ښوونځيو لګښت په خپلو کې سره وېشي او حتی فاروق وردګ ته هم ونډه ورکوي.
که طالبان په رښتياافغانان وي او عاطفه لري نو په افغان ماشومانو دې زړه وسوزوي او د ذبيح الله مجاهد له خولې دې اعلان وکړي . په دې کار به کريډيټ د طالبانو شي نه د فاروق وردګ!
دا چې خدايي تندر راپرېوزي هم ذبيح الله مجاهد يې پړه په خپله غاړه اخلي نو د ماشومانو په اړه د يوې ښې پرېکړې په اعلان ولې شرمېږي؟
لقمان
18.01.2011
لارویه که نور څوک دې په لغمانچلونو نه پوهیږي، زه دې په رګ رګ پوهیږم، چې دذبیح الله مجاهد په اعلان باندې ستا دټینګار هدف څه دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ډاکټر څپاند
19.01.2011
لقمان صيب سلامونه،
زه لغمانی يم خو،لغمانچلونه نه راځي٠
زه پوهيږم چه تاسو ښاغلی لاروی ښه پيژنئ،مګر دده ليکنې لغماني ته ندي ورته٠که ټوکې کوئ نو خير دې وي :D ،او کنه نو هيله ده چه لاروی صيب ټولو ته ور وپيژنئ،خاصتا معلومه ئي کړئ چه لغمانی دی او که څنګه؟
داشغالګرو د بربادۍ په هيله
اکرم
19.01.2011
Subat Sabit صیب ماته خو د لقمان حکیم دا لاس لیک لا د لغمانو چوتارو ښکاري . هه چې جوار يې کرلي وه او شیطان بېچاره ته یې ویل چې سر یې اخلی که بیخ ؟ lol: اویا هه چې وایي یو پلو مې یا ر لونګین مې په دا بل پلو، وه وړوکې بل پلو راواوړه ... په څینو روایا توکې راغلي چې ابن تیمیه رحمه الله علیه دې هم دلغمان وي : :lol: :lol: :lol: :lol:
او هو ریښتیا چې له یاده مې ونه وځي دبحث تر دې ځایه چې رارسیدلی یم په موضوع خو به نظر هم غواړئ !که افغانستان تجزیه شی ،مسول به یې د امیر المومنین ملا محمد عمر اخند حفظه الله بیچاره په شمول به یو شمیر نور هغه دبشر دوست په وینا بین المللی کیسه بران وي .
[quote:6e7f2ee64a](((داسلام غلبه په دوه وو شیانو (قرآن او تورې) سره ده:
قرآن به دخلکو لارښوونه کوي او توره به یې ساتنه کوي.
امام ابن تیمية رحمه الله تعالی )))[/quote:6e7f2ee64a]