نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
رښتینی
22.09.2010
.
کامران صاحب ځینی خلک ډیرله هوښیاری ! نه ګار اخلی
کرزی ته څو ښکنځلی په نه زړه وکړی دهغه په اداری پساتونو
اورشوتخورو ادارچیانوپه نوکنیولی توګه څوکرښی ولیکی
بیا نو هغه دبیطرفی دډال په توګه به لاس کی ونیسی او په
طالبانو پسی دخپل قلم نوک را واړوی !!
او دلیکنی په یوه نه دویمه کرښه کی یی سی ای ای او پاکستان
اوړی را اوړی ددوی دا کاذبه بی طرفی ځکه د منلو نده چی د
اشغال پرضد یی لیکنی بیخی په نشت شمار دی نو داخبره
یاخوددوی دبی انصافی ثبوت ده او یا اړخ مالوم ده په دی وروستی
صورت کی بیا ګیله نده په کار او په لومړی صورت کی دګیلی حق لرو
و.افغان
22.09.2010
نيمګړتيا په هر چا کې شته ده.
مګر د اوسني حکومت د قماربازانو، رشتخورو، جانيانو، او د مفسدينو بانډ سره د پاک
او مخلص طالب مقايسه کول ستر ظلم او جفاکاري ده.
په درنښت.
pattang
22.09.2010
[quote:37d71685f9="حامد"].
کامران صاحب ځینی خلک ډیرله هوښیاری ! نه ګار اخلی
کرزی ته څو ښکنځلی په نه زړه وکړی دهغه په اداری پساتونو
اورشوتخورو ادارچیانوپه نوکنیولی توګه څوکرښی ولیکی
بیا نو هغه دبیطرفی دډال په توګه به لاس کی ونیسی او په
طالبانو پسی دخپل قلم نوک را واړوی !!
او دلیکنی په یوه نه دویمه کرښه کی یی سی ای ای او پاکستان
اوړی را اوړی ددوی دا کاذبه بی طرفی ځکه د منلو نده چی د
اشغال پرضد یی لیکنی بیخی په نشت شمار دی نو داخبره
یاخوددوی دبی انصافی ثبوت ده او یا اړخ مالوم ده په دی وروستی
صورت کی بیا ګیله نده په کار او په لومړی صورت کی دګیلی حق لرو[/quote:37d71685f9]
حامد صيب سلام عليکم !
څوکۍ دې وويشته کور دې ودان ٠
مخکې به رموز ، شرم ، حيا ،غيرت ،پښتو،ر يښتيااويوه خبره وې چې دانسان
اسلامي ، پښتني معنويات به يې ټاکل ، خبرې به يې وزن لاره ، په کلي ،کور ، قام
مجلس اواولس کې به مالوم وو او خلکو به يې خبره منله ٠
نن وروره رنډۍ بازار ده چې ګنډه يې وتړله ولا که يې بيا پرې واړوې او پر تا يې
در تپي ٠ دروغ چالاکي او نور مفسديات اخلاق ګرزېدلي دي ٠
مونير، ممتاز ته ګوره چې طالبان جنايتکاران ، قاطلان بولي او هغه نور لنډغران
جنايتکاران ، غله ، فاشيستان مظلوم او ځبل شوي !
د بشر دحقوقو ، ملګريو ملتونو او نورو بې پلوه ژورناليستانو په څېړنو ، تحقيقاتو
او فلمونو چې 15 نه تر 16 زرو طالبان پورې يې په وار وار ، په چل او ول قتل عام
کړه سترګې پټوي ! نو ته ښه فکر وکړه چې دا به څرنګه افغانستان وي چې په هغه
کې نور افغانان پښتون وزني ، شړي او بې عزته کوي يې ٠
زمونږ فرهنګپاله د شاه نامې فردوسيانو ته ګوره !
دوی طالبان له ISI سره داسې تړي لکه ددوی په کور کې چې دغلامي او باداري
ژمنه او دغلا مي تعهدنامه لاس ليک شوې وي ٠
په خپله داسې خلک د حل لاره هم نلري ، لکه کوچني هلکان بې پيسوخرما غواړي.
له پاکستان سره زمونږ تاريخي اړکي هېروي او يوه بله بڼه ور کوي ٠
22.09.2010
ورونو اټکلونه مۀ کوئ :
[quote:005cc58e71]د ځينو(( دلیکنی په یوه نه دویمه کرښه کی یی سی ای ای او پاکستان
اوړی را اوړی ددوی دا کاذبه بی طرفی ځکه د منلو نده چی د
اشغال پرضد یی لیکنی بیخی په نشت شمار دی نو داخبره
یاخوددوی دبی انصافی ثبوت ده او یا اړخ مالوم ده په دی وروستی
صورت کی بیا ګیله نده په کار او په لومړی صورت کی دګیلی حق لرو))[/quote:005cc58e71]
ګورئ ورونو، له ژوندي تاريخ نه زدکړه پکار ده :
همدا اوس که شوروي عيار شي او پخواني کمونستان د طالبانو غوندې يواځينۍ ډله شي د اشغالګرو پر ضد جنګيږي او شوروي يې
د پاکستان غوندې په تمامه معنی شا ته ولاړ وي څو د آزادۍ په صورت کې يې ځانله په ځانله قدرت ته ورسوي ايا لازمه ده چې
نور افغانان يې رهبري ومني ، امريکا يان وبآسي او د شوروي کنترول پر افغانستان ټينګ کړي ؟؟؟؟؟؟
نه ، هېڅکله لازمه نه ده، افغانان بايد د شوروي ګوډاګيان خلق او پرچم پرېنږدي چې بيا د شوروي په مرسته قدرت تر لاسه کړي
که څه هم ظاهرا ً يې د اشغالګرو په ضد د آزادۍ جګړه روانه کړې وي !
د آزادۍ د غورځنګ مشرتآبۀ بايد مطلقاً خپلواک وي ، تل په ويناو، تبليغاتو او مطبوعاتي مرکو کې په خپل استقلاليت مطلق ټينګار کوي
هيواد والو ته دم په دم ډاډ ورکوي چې هېڅ ګاونډی هيواد او هېڅ بهرني طاقت ته به اجازه ورنکړو چې زمونږ په کورنيو چارو کې لاس ووهي !
له بري او آزادۍ وروسته به ولس ته واک ورکوي چې په خپله خوښه واکمني او واکمنان وټاکي ، خلک به له ملي او اسلامي
ولسواکۍ نه په عام او تامه معنی برخمن اوسي ، ديکتاتوري به په هېڅ پلمه نه رامنځته کيږي !
ټول بشري حقونه، اجتماعي او سياسي ارزښتونه به په ملي او اسلامي بڼه پلي کيږي !
خو که دغه څو ټکي هم نشي تضمينولی او وعده يې هم نشي کولی، هغه که کمونستان وي، که اوسني امپريالستان وي او که مذ هبيون (طالبان) وي ،
د ولس ، وطن او ملي ناموس دوښمنان دي، نو يو يې هم د منلو وړ نه دی !
بله خبره د طالبانو د پلوي ده ، زه هم د طالبانو پلوي کوم او ښه د زړه له کومي يې کوم ، صرف بې قيدو شرطه نه، او [color=blue:005cc58e71]هغه شرط مې هم د طالب
غورځنګ د اصلاح په نيت ددغه غورځنګ د ملي کولو، سلفي اسلامي سياست د ښيګڼو د خپلولو او د ملي اسلامي انقلاب د پلي
کولو له پاره دی [/color:005cc58e71]: ددې له پاره زما شرط صرف او صرف دا دی او دا د ټول افغان ملت شرط دی چې [color=red:005cc58e71]د طالب رهبري دې
د (ISI) له منګولو څخه ځان خلاص کړي ، دغه سپي دې کورې کړي نور ټول کارونه پخپله سميږي ! [/color:005cc58e71]
د کابل له رژيم خو د اصلاح هيله نشي کيدای ، نو تنقيد پرې هم څه ارزښت نه لري . که طالبان هم اصلاح ناپذير ثابت شول او يا بالکل
اصلاح شول بيابه پرې تنقيد نۀ کوو. [color=blue:005cc58e71]
دعا به کوو چې په دې شنه خټه کې د ملي سياست د بصيرت د برېښنا وړانګې ور ننوځي
و من الله التوفيق [/color:005cc58e71]
larghonay laraway
22.09.2010
السلام عليکم!
په پورتنيو بحثونو کې مې ځينې داسې ګونګې اشارې ولوستې چې په اشغال پسې ولې بد نه ليکئ ، طالبان ولې له اوسني حکومت سره مقايسه کوئ، يا که بديل حل لاره نه لرئ نو د طالبانو مخالفت ولې کوئ!
لنډه به يې ووايم چې زه د اشغالګرو او د دوی د اوسني حکومت طرفدار نه يم او ردووم يې نو بيا ولې پرې سر وخوږووم او ډېرې ليکنې پرې وکړم؟
ډېرې ليکنې خلک په هغه چا کوي چې نيمګړتياوې يې له لرې کول غواړي او دوی سمون ته رابولي نو زه د طالبانو په هکله ځکه ليکنې کوم چې دوی نوم د اسلام، جهاد، مقاومت او خپلواکۍ اخلي . دا هغه ارزښتونه دي چې زمونږ او طالبانو شريک دي خو دا چې د طالبانو سرښندنه او جګړه يو ډول مشکوکه ده ځکه پرې ليکنې کوم چې يا دې خپله لاره جدا کړي او زمونږ له ګډو ارزښتونو دې استفاده نه کوي او يا دې د اشغالګرو سره په يوه کاسه نه خوري.
ما مخکې هم وويل چې د اشغالګرو او طالبانو سرچينه يوه ده چې هغه پاکستان دی او اکمالېږي هم له يوې منبع نو څنګه پرې باور وکړو چې دا دې رښتيا هم د اسلام، خپلواکۍ او وطن لپاره وجنګېږي؟
په کوم منطق ورته سپيڅلي او بې ګناه ووايو؟
که اشغالګر مو د شپې وژني نو طالبان مو د ورځې وژني؟
که اشغالګر مو جسمي وژني نو طالبانو راباندې د علم دروازې تړلي او په معنوي لحاظ مو وژني نو د دې دوو متجاوزينو څنګه توپير کولی شو؟
هو!
دا چې بديل حل لاره مو تر اوسه نه ده موندلې نو بيړه او وارخطايي خو څوک هدف ته نه شي رسولی! ځکه بيړه د شيطان کار دی نو مونږ بايد لاحوله ولا قوه ووايو او له بيړې کار وانه خلو. ولې کراره ناسته هم ګناه ده . نو داسې لارې ولټوئ چې عملا او جسماً جهاد کې برخه واخلو او ګټه يې د پاکستان او امريکې نه بلکې زمونږ خپله شي.
په همدې هيله
ستاسو او په ځانګړې توګه د پتګ لالا د جهادي سپيڅلي احساساتو يوه نړۍ مننه
(پتنګ لالا باور وکړه چې لالا درته له مينې او ګرانښت څخه وايم، نه په کوم بل هدف)
عنوان
tandar
22.09.2010
پتنګ لالا ما ستا دلیکنو له ډیر وخته انتظار کولو چه کله به خپله حمله شروع کوی او زما له لیکنی می ١٠٠ فیصده مطمئن وم چه میدان ته راځی٠
تاته خو معلومه ده چه ما حتی دواګانی هم په وطن مین سرتیرو طالبانو ته وړیدی دلته اصلی مطلب دهغوطالبانو څخه نه دی ، چه ځان له وطنه قربانوی او په سنګر کی پراته دی٠
مګر په دا خپله لاندی لیکنه کی که تجدید نظر وکړی ، پاکستان له کوم وخته پاکستان شو؟دوی تاریخ لری؟ ملت ې تاریخ لری؟ ژبه ې تاریخ لری٠؟
بیا له کوم زمان نه را په دی خوا دوی له مونږ سره تاریخی اړیکی پیدا کړی؟
شاید زما او ستا عمر دپاکستان دپیدایښت نه زیات وی؟
ماخو ددوی کومه شاهکار ی نه ده لیدلی که تاته معلومه وی بیا ې ووایه؟
پاکستان تر اوسه لکه ماشوم یو شیرخور مملکت دی٠
که افغانستان ورته په پښو ودریدلو او زه او ته هم ژوندی و او زما غوندی سړی هم په افغانستان کی قدرت ولری ،بیا ورشه ددوی د دالو دیګ وګوره چه دال ې زیات دی او که ترخه مرچک؟
تا لیکلی چه٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
په خپله داسې خلک د حل لاره هم نلري ، لکه کوچني هلکان بې پيسوخرما غواړي.
له پاکستان سره زمونږ تاريخي اړکي هېروي او يوه بله بڼه ور کوي ٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د پاکستان سره زمونږ اړیکی داسی معنی لری لکه چاچه یو چا ته لور ورکړی وی او سړی ځوم کره لاړ شی، چه هغه لور هم مونږه نه ده ورکړی انکریزانو ورکړی او ورکول ې هم د ایران دشیعه ګانو له دستور نه سیغه ې نکاح وه یعنی ١٠٠ کلنه سیغه وه٠
دنکاح وخت خو ختم شویدی دشریعت نه اوس زنا ده چه پنجابی ې کوی.
پاکستان دوست نه دی په دی خبره دی ټینګار مه کوه٠
لاړشه دکراچی په بندر کی نور څه نه وینی په غیر دافغان وژنی اکمالاتی وسایط،
یرغلګرو ته دا ځمینه په پټه هم نه په رڼا ورځ چا مساعده کړیده.؟
امریکایان زور غږوی په ښکاره ې ټوله ناټو په افغانستان کی نه ده ښکرته کړی؟
د جنګیالی طالب سره ې هم خپل اسلامی دینی وروڼه چه دهر ځای نه دی نن جنګیږی
بیا پاکستانی ولی یرغلګر ته اجازه ورکوی چه دده له خاوری او دده په خاوره کی هره ورځ بمباری وکړی او روانی دی٠
پس دا نستوڼی مار ، پنجابی، اولین او اصلی دشمن دی چه له یوی خوا خورما په لاس کی درکوی او له بلی خوا په خپله او هم دی په بل وهی٠
کوزه پښتونخوا که غیرت کوی نن ې ورځ ده او پنجابی داسی مصروف کړی چه خپل چوکاټ وپیژنی بیا وګوره چه اشغالګر په عذر درته وطن خوشی کوی او که نه؟٠
پنجابی خو په غلامی نه شرمیږی نیم قوم دی دا ١٠٠ کاله ورسره په غلامی کی تیر نه کړل ؟او غواړی چه دټول افغان نه نن دغلامی حلقه چاپیره کړی٠
زمونږ سرتیری طالبان په پاکستان کی نه دی هغوی اصلی خپل وطن کی دی تاریخ ته وګوره ،تر اټکه یو افغان دی٠
پنجابی یو دشمن دی او دشمن نه دفاع او توقع یوه اشتباه ده.
ژوندی اوبریالی دی وی ازادی خواه طالبان ، مړه دی وی دا بی تاریخه پجنابی دشمنان ٠
یوالی د ازدی لومړی شرط دی٠
_________________