نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څو پوښتنې: ځوابونه یې راکړئ!!!
Shir Baz
19.09.2010
مستقیما موضوع ته داخلیږم.
دروان مقاومت په اړه ډېرې داسې خبرې کیږي چې ماته یې یو لړ پوښتنې راپیدا کړي خصوصا چې وايي طالبان د پاکستان د لاس آله ده.
دا پوښتنې داسې دي چې یو له بل سر ه تړلي دي. که څوک یې ځوابوي باید په هغه ترتیب یې ځواب کړي په کوم چې پوښتنې مطرح شوي. که د ترتیب مزی وشلیږي زما پوښتنې هماغسې بې ځوابه پاتې کیږي:
زه به څو لنډې پوښتنې وکړم، هیله لنډ ځواب یې راکړئ:
۱- ایا منئ چې افغانستان دا مهال د امریکا او نورو خارجي هیوادونو په لاس اشغال شوی؟ ایا افغانستان مستعمره هیواد دی؟
(الف) هو
(ب) نه
[هغه څوک چې وايي ؛هو؛ کولای شي د ورپسې پوښتنو ځوابونه هم ووايي. او هغه څوک چې د (ب) جزء اختیاروي په همدې ځای دې ځوابونو ته دپای ټکی کیږدي ځکه چې زما پوښتنې له هغوی څخه ندي].
۲- هرکله چې افغانستان مستعمره شو، د یو افغان او مسلمان په صفت ایا په مونږ فرض نده چې خپله ازادي لاسته راوړو او له اشغال سره وسله واله مبارزه وکړو؟
(الف) هو فرض ده
(ب) نه، نده فرض
[د الف جزء اختیاروونکی دې پاتې پوښتنو ته ځواب ووايي، د ب جزء والا دې نور ځان نه په تکلیفوي].
۳- آیا دا منئ چې اوس مهال په افغانستان کې عملا له اشغال سره وسله واله مبارزه او مقاومت روان دي او بهرني ځواکونو ته روزمره مالي او ځاني تلفات وراړوي؟
(الف) هو، مبارزه او مقاومت شته
(ب) نه، هیڅ وسله وال مقاومت نشته
[بیا هم د الف جزء والا دې ځواب ووايي].
۴- آیا بیا هم د افغان او مسلمان په صفت مونږ د مقاومت کوونکیو ددې ستر احسان پوروړي نه یو چې بهرني ځواکونه یې وتلو ته اړویستي؟
(الف) هو، مونږ یې پوروړي یاستو ځکه چې زمونږ له وطن او ناموس څخه دفاع کوي.
(ب) نه، هیڅ یې پوړوړي نه یاستو.
[بیا هم د الف جزء والا دې ځواب ووايي].
۵- په اوس وخت د اشغال سره څوک په جګړه اخته او د هیواد دا زادۍ لپاره قرباني ورکوي؟
(الف) پخپله افغانان
(ب) پاکستان او غلامان یې
[دا ځل د ب جزء اختیاروونکیو ته پوښتنه متوجه ده، د الف جزء والا همدلته خلاص شول].
۶- نو ایا په مونږ لازمه نده چې باید د پاکستان دا ستر احسان ومنو ځکه که زمونږ له هیواد څخه ددوی دفاع نه وای او ددوی مقاومت او وسله واله مبارزه نه وای په افغانستان کې د اشغال منګولې به لا خښې شوې وې؟
(الف) هو، په مونږ یې احسان بار دی باید مننه یې وکړو.
(ب) نه، په مونږ یې احسان بار ندی ځکه چې دا ددوی مسئولیت او مکلفیت دی چې په ګاونډ هیواد کې خپل دښمن (امریکا) په ارامه پرېنږدي.
اوس دې ددواړو ځوابونو اختیاروونکي په ګډه ځواب راکړي، چې بیا ولې مونږ همیشه پاکستان ته ګوته نیولي وي چې ترهګر تربیه کوي او افغانستان ته یې رالیږي؟.
زه پخپله دې پوښتنو په اصطلاح ډیر کنفیوز کړی یم، او تراوسه مې ورته قانع کوونکی ځواب ندي موندلی، هیله ده تاسو یې په پورتني ترتیب ځواب راکړئ، که مو یوه پوښتنه له مینځ څخه ځوابوله باالکل یې مه ځوابوئ، او که مو ټولې پوښتنې په ترتیب ځوابولې بیا یې ځواب کړئ!
مننه
pattang
19.09.2010
شېر باز خانه سلا مونه !
وروره ځان ته دې ډېرتکليف ورکړی ! دومره تحليلي پوښتنو ته ضرورت نشته :
دڅلورم صليبي لښکر د کلتوري اومعنوي تخت اوتاز په وړاندې جهاد په هر افغان
فرض دی ٠ څوک چې مرسته ورسره کوي کور يې اباد٠
مخالفين يې : افغان ملتيان ، کمونستان ، غرب وهلي ديموکراتان،غله ،دالر خواره
اوجنګي جنايت کاران دي٠
خدای دوکړي چې ټول سوالونه دحل شوي وي٠
19.09.2010
شيرباز خان ته سلامونه !
په رښتيا چې ټول تکليف دې ددې يوې وروستنۍ پوښتنې له پاره ګاللی :
[quote:9d37beeef7]۶- نو ایا په مونږ لازمه نده چې باید د پاکستان دا ستر احسان ومنو ځکه که زمونږ له هیواد څخه ددوی دفاع نه وای او ددوی مقاومت او وسله واله
مبارزه نه وای په افغانستان کې د اشغال منګولې به لا خښې شوې وې؟ [/quote:9d37beeef7]
وروره که داسې وي نو دغه اساسي پوښتنه بايد لومړی لوستونکو ته تۀ ځواب کړې چې :
پاکستان د افغانستان له کوم غمه دومره مړ مړ دی چې د افغانستان آزادۍ ته يې ملا تړلې او هغه هم د خپل نږدې دوست
او شتراتيژيک انډيوال امريکا په ضد(؟) د ا ٩کاله جنګ جګړه پاکستان په کوم قيمت روانه کړې ده؟؟؟؟ دڅه له پاره يې روانه کړې ده ؟؟؟؟؟
آيا د ملا عمر يا يوې ډلې سره يې د ملګرتوب او کومې شخصي انډيوالۍ له پاره روانه کړې ده ؟؟؟؟؟
لا حول و لا قوة اِلا بالله ! تر څوک چې دغه اساسي پوښتنه څوک نشي ځوابولی ،
څنګه ځانته حق ورکوي د طالبانو او پاکيانو په اړيکو
خبرې او دغسې پوښتنې چې شيرباز خان مطرح کړي له نورو نه وکړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
Shir Baz
19.09.2010
پتوال ګله ګوره ما په اول کې ویلي وه چې که یوه پوښتنه مې ځوابوې ځان ته تکلیف مه ورکوه او نه ورته ضرورت شته.
صحیح ده ما دې ټول تکلیف د وروستۍ پوښتنې لپاره ګاللی وي، خو ته هماغسې چې ما ویلي دا پوښتنې ځواب کړه او بیا به دا اخیرنۍ هم ځواب کړې.
دبوسو لاندې اوبه مه تیروه!
یا زما دټولو پوښتنو ځواب راکړه،
اویا بالکل ځواب مه راکوه، بل چاته یې ځواب پریږده.
طالب ISI
19.09.2010
سلامونه،
تر ډیره ځایه زه هم درسه موافق یم، خو خبر په آخر سوال کی ده،
پاکستان خو هیڅ تاوان نه دی کړئ، که له افغانستان سره هر څومره مرسته کیږی، زیاتره مواد په پاکستان کی اخیستل کیږی، او کومی مرستی چی په مستقیمه توګه تر لاسه کوی، هغه خو بیلی دی.
پاکستان د خپل خلک له خلکو سره ډیر ظلمونه وکړل، په بنګلادیش کی یی، یو میلیون مسلمانان مړه کړل، دوه لکه زنانه یی بی عزته کړی، او ته بیا دا هیله تری کوی، چی د افغانستان له مسلمانانو سره مرسته وکړی، تر څو جهاد کامبیاب شی!
آیا مونږ ړاند، اولیونیان یو چی دا تیر دیرش کاله د پاکستان له چلونو سترګی پټی کړو.
خو که د اسلام ضد هر عمل دی، که فحشا خانی دی، که کفر دی، په پاکستان کی شته، خو هلته هیڅ جهاد نه دی، روا!
حکمتیار صاحب هم په وروستیو خبرو کی، ویلی، چي یواځی افغانستان کی جهاد روا دی.
تر ټولو مهمه خبره داده، چي له دغه جهاده څه لاسته راوړو، او له پخوانی مو څه لاسته رواړل؟
یوه ورځ به د ملا عمر اوحکمتیار صاحب هم عقل سرته ورشی، او د پارلمان انتخاباتو ته به ولاړ وی، ځکه استاد سیاف، او نور تنظیمی مشران پوه شول، چی پاکستان، او دهغوی په خوله جهاد یعنی څه!
او تر ټولو مهمه یی دا چي پایله یی څه ده.
اوس دوه حالته دی، فرض کړه طالبان سولی ته غاړه کیږدی، دولت یو څو وزارتونه او څو ولایتونه ورکړی، بیا دوی خلکو ته دا اطمینان ورکړی، چی ددوی په حکومت کی اسلام، ولسواکی، عدالت.... د ښځو او نرو تعلیم ټول شته...
نو بیا به څوک لیونئ وی، چی راتلونکی کی کوم شر او فساد ته رایه ورکوی.
له ټولی نړئ سره به اړیکی ولرو ، آبادئ به روانه وی، او لکه پخوا به خامخا پاکستان ته نه وو مجبوره.
بل حالت داسی دی، چی جهاد ته ادامه ورکړل شی، پنځه کاله نور هم دوام وکړی، په آخر کی بهرنیان ټول ووځی، ملی اردو پاتی شی، آیا طالبان، حکتیار، ای،اس،ای به بیا نور جهاد ته خاتمه ورکړی، او که به صلحه وکړی؟
ښکاره خبره ده چی د طالبانو د دیکتاتوری نظام سره جوړه ده، او پاکستان هم ورسره مرسته کوی ،ځکه د طالب حکومت په دی معنی ، چي ټول افغانان له تعلیم څخه بی برخی، له اقتصادی نظره شاته پاتی، وږی، تږی،له ټولی نړئ تجرید او د پاکستان مجبور.
ددغه مجبوریتونو په پائ، کی په اتوماتیک ډول افغانستان په غیر اعلان شوی توګه په، پنځمه صوبه اوړی.
نو آیا که د جهاد پایله پنځمه صوبه کیږی، زموږ جهاد په دومره قربانیو ارزی؟
19.09.2010
[quote:e6d3df7b13]پتوال ګله ګوره ما په اول کې ویلي وه چې که یوه پوښتنه مې ځوابوې ځان ته تکلیف مه ورکوه او نه ورته ضرورت شته. [/quote:e6d3df7b13]
شيربازخونه وروره !
ګوره : ستا خواري چې ٥ مثبتې پوښتنې دې داسې مطرح کړې چې يوې سترې منفي پوښتنې ته لار خلاصه کړې ، دا لار نشې پرانستلای !
کوښښ دې ډير بيځايه او ماشومانه کړی دی، ځکه :
سړی کولی شي ٥ واړه پوښتنې ستا په طبعه مثبتې ځواب کړي او شپږمې ته دې
بيا هم منفي ځواب ووايي، بيابه ته ترې پوښتې چې ولې او څنګه ،
نو هغه به دې ولې ، څنګه، فلان او ډينګ ټول په يوه متقابله پوښتنه ځوابوي چې همدغه ما درڅخه کړې ده او ته يې ځواب نه لرې !
نه يواځې ته، ټول له ملاعمر نه رانيولې تر وروستي پتنګ لا لا پورې دې دا پوښتنه نشي ځوابولی، خو څنګه چې هغوی دومره ساده نه دي لکه ته،
څو تا غوندې له طالبانو سره د افغانستان د لوی او تاريخي دوښمن پاکستان په قوي او هر اړخيزه ملاتړ اعتراف وکړي ، نوځکه مستقيما پرې منکريږي
او سترګې پرې پټوي . که نه بيا بايد دغسې پوښتنو ته چې ما له تاکړې ځواب پيدا کړي ، ځواب ، نه پلمې، او ځواب ورته نشي موندلی !
ستا دې کور آباد وي چې لږ تر لږه پرې اعتراف خو کوې، ولې په غلطه هيله چې ګواکې پاکستان د افغانستان د آزادۍ له پاره
دومره ستره قرباني ورکوي مونږ يې ولې دا احسان ونه منو، خو دا نشې ويلی چې دا قرباني ولې او د څه له پاره ورکوي ؟؟؟؟ ځکه که دا پوښتنه څوک
سمه ځواب کړي ستا د ټولو پوښتنو ځواب په کې رالنډ شوی پروت دی ، او بيا دې ددغسې پوښتنو نه اړتيا شته او نه امکان او په دې
به ورسيږې د افغانستان پر ضد تر پاکستان لوی دوښمن بل نشته !
Shir Baz
19.09.2010
[quote:ef5d8ac508="پتوال"]پاکستان د افغانستان له کوم غمه دومره مړ مړ دی چې د افغانستان آزادۍ ته يې ملا تړلې او هغه هم د خپل نږدې دوست
او شتراتيژيک انډيوال امريکا په ضد(؟) د ا ٩کاله جنګ جګړه پاکستان په کوم قيمت روانه کړې ده؟؟؟؟ دڅه له پاره يې روانه کړې ده ؟؟؟؟؟
[/quote:ef5d8ac508]
زما د پوښتنو له ځوابه مو ځان تیر کړ،او په ځیر مو نه دي لوستي.
ګوره پتوال خانه!
زما پوښتنه داسې وه:
[code:1:ef5d8ac508]په اوس وخت د اشغال سره څوک په جګړه اخته او د هیواد دا زادۍ لپاره قرباني ورکوي؟
(الف) پخپله افغانان
(ب) پاکستان او غلامان یې [/code:1:ef5d8ac508]
که څوک وايي چې: پخپله افغانان، نو مجال دبلې پوښتنې نه پیدا کیږي ځکه دا یې خپله خاوره ده او په هره بیه چې وي دفاع به ترې کوي او ازادوي به یې.
اما که څوک وايي چې پاکستان!!!! نو دلته دلیل او دجانب مقابل قانع کولو ته ضرورت لیدل کیږي، او جانب مقابل ترهغه درسره دا خبره نه مني ترڅو مو په شواهدو او براهینو خبره نه وي ورمعلومه کړي.
او بې ددې چې شواهد وړاندې کړې، او جانب مقابل ته په دلیل همدا خبره وکړې، بې له دې کارونو ستا دې خبرې ته چې (پاکستان.........) یواځې هوايي ډوزې ویل کیدای شي.
د بحث او مباحثې داصولو له نګاه نه، ترهغه پورې چې طرفین په موضوع یوه خوله وي دلایلو ته اړتیا نه پیښیږي، کله چې طرفینو په یوه موضوع کې جلا نظرونه خپل کړل، ددلیل او ثبوت (قانع کوونکو توکو) ته ضرورت پیدا کیږي، بغیر ددلیل او برهان نه مقابل جانب دیوې خبرې په منلو مجبورول یا دبې علمه سړی کار وي، یا دحاسد، او یا دماشوم.
نو ته مهرباني وکړه اول ماته داسې ثبوتونه او شواهد مخکې کړه چې زه پوه شم چې داپاکستان دی چې هیواد راته ازادوي!!! بیا به زه ستاسو محترم دا پوښتنه ځواب کړم چې ولې پاکستان د افغانستان ازادۍ ته ملا تړلې؟؟
زه خو له سره دا منم نه چې روان وسله وال مقاومت پاکستان روان کړی. بیا څنګه داپوښتنه دې ځواب کړم؟؟؟
څوک چې روان مقاومت پاکستانی بولی هغه دې دا پوښتنه ځواب کړي.
او ترهغه یې باید ځواب نه کړي ترڅو چې تر هرڅه لومړی یې د مقاومت پاکستانیتوب په ثبوت نه وي رسولی. وقتیچه دمقاومت پاکستانیتوب په ثبوت ورسید پخپله دوهمې پوښتنې ته نوبت راځي چې دپاکستان په دې کې ګټه څه ده؟. خو که مخکې له ثبوته دا پوښتنه مطرح او ځوابیږي، هوايي ډوزې دي (لکه مخکې چې یادونه وشوه) او هیڅ ځای نه نیسي.
ستالخوا دمدلل ځواب په انتظار
عنوان
tandar
19.09.2010
شیربازخانه ستا دسوالونو بحث د پنجابیانو او طالبانو ددوستی اودشمنی په هکله ګرم شویدی٠
مګر دایو سوال دمثال په ډول هم پنجابی اوهم طالب پوری اړه پیدا کوی ځواب به ې څه رقم وی؟
دبامیانو دبوت الوځول دی، دا کار پنجابی وکړو دطالبانو په نوم ختم شو او که څنګه؟
په افغانستا ن کی ډیر اسلامی سلطنتونه تیر شویدی حتی عبدالرحمن خان نورستان ې اسلام ته راواړولو مګر ددی ملی شتمنی تاریخی اثار سره ې غرض ونه کړو چه ددی خاوری یو قدامت ښکاره کوی.
او یو توریستی غټ عاید ې هم لرلو او په عین حال کی مصر هم یوه اسلامی خاوره ده او د فرعون دوخت اثار اوس هم شته چه په ملیونو توریستان ې لیدو ته ورځی٠
چاله مینځه یونه وړل٠
دبامیانو دبوت الوځول یو ښه اسلامی کارو؟
او یا یو ډیر غټ تاریخی خیانت و زمونږ خاوری ته؟
چاوکړو ؟ او ولی ې وکړو؟
ددی کار مشاورینو یوه انسانی اومنطقی او اسلامی فیصله کړیده ؟
پس مشت نمونه خروار است٠
اوس ملت باید پوه شی او پوه دی چه نه ې پنجابی اونه ې ایرانی او نه امریکاې دوست دی
نن دیوه ملی پاڅون په هکله ټولو ته سوک په کار دی او داکار په یوالی کیږی که دخاوری او ملت نجات غواړی٠
مننه٠
Shir Baz
20.09.2010
[quote:a4e49efdc6]دا کار پنجابی وکړو دطالبانو په نوم ختم شو او که څنګه؟ [/quote:a4e49efdc6]
هوايي ډوزې!!
البته ترهغه پورې چې شواهد او ثبوتونه پېش شوي نه وي.
زه به هم راپورته شم اوووایم چې پتوال خان د cia مامور دی. خوترڅوچې ما کره شواهد نه وي پیش کړي زما دا خبره هیڅ معنی نلري اوڅوک یې باید راسره ونه مني. کله چې ماپه ثبوت ورسوله هغه وخت باید دپتوال خان له مخې پرده لیري شي ځکه چې دمنافق رسوا کول ثواب لري. خو مخکې له ثبوت او مخکې له دلیل پیش کولو، که زه پتوال خان د CIA ګومارل شوی وبولم بې بنسټه تبلیغاتي پوچ تهمت ورته ویل کیږي او بس.
larghonay laraway
20.09.2010
سلامونه!
شيربازه وروره د روان بهير په اړه دې ښې پوښتنې او په نوې بڼه وړاندې کړي دي.
تر څلورمې پوښتنې پورې درسره موافق یم. يعنې افغانستان د امريکا او نورو بهرنيانو له خوا اشغال دی!
د اشغال پر وړاندې بايد مقاومت او جهاد وشي!
خو داسې جهاد نه لکه زمونږ ځينې ډيجيټل وروڼه يې چې په چټينګ کې کوي!
او داسې جهاد او مقاومت هم نه لکه د اوسنيو طالبانو غوندې !
حل لاره:
طالبان په پاکستان کې جوړ کړای شول او د پاکستان له خوا واکمنۍ ته ورسيدل!
همدا رازا پاکستان امريکا ته هډې ورکړې، ISI استخباراتي معلومات ورکړل او په افغانستان کې يې د طالبانو واکمني ړنګه کړه.
طالبان دوباره په پاکستان کې راوټوکېدل او د پاکستان په مرسته يې په افغانستان کې جګړه پيل کړه. امريکا او نور اشغال ګر ښه پوهېږي او په پاکستان يې زور هم رسېږي خو له پاکستان سره په پراخه توګه مرستې کوي ځکه چې هم طالبان او هم په د افغانستان اشغال د دوی د ستراتيژۍ برخه ده!
هم يې افغانستان اشغال کړی او هم پاکستان هډې ورکړي او لوژيستيکي اکمالات يې کوي.
اوس نو که څوک غواړي چې هم خپل وطن له اشغالګرو وژغوري او هم د پاکستان شوم اغراض او ارادې شنډې کړي نو بايد داسې يوه لاره غوره کړي او له داسې لارې جهاد او مقاومت پيل کړي چې هم يې اسلام ته فايده وي او هم افغانستان ته!
ځکه چې د فساد سرچينه پاکستان دی دی او دې سيمې ته د پاکستان پر مټ بهرنيان راغلي او اوس هم چې د پاکستان لوژيستيکي اکمالات بند شي نو بهرنيان به ډېر ژر وتلو ته اړ شي!
Re: څو پوښتنې: ځوابونه یې راکړئ!!!
20.09.2010
[quote:8932fc94f1="Shir Baz"]مستقیما موضوع ته داخلیږم...
زه به څو لنډې پوښتنې وکړم، هیله لنډ ځواب یې راکړئ:
۱- ایا منئ چې افغانستان دا مهال د امریکا او نورو خارجي هیوادونو په لاس اشغال شوی؟ ایا افغانستان مستعمره هیواد دی؟
[/quote:8932fc94f1]
(الف) هو[quote:8932fc94f1]
۲- هرکله چې افغانستان مستعمره شو، د یو افغان او مسلمان په صفت ایا په مونږ فرض نده چې خپله ازادي لاسته راوړو او له اشغال سره وسله واله مبارزه وکړو؟[/quote:8932fc94f1](الف) هو فرض ده ، خو بې له دې چې د اشعالګرو مل پاکستان په بادارۍ ومنو او مرستې ترې واخلو !
[quote:8932fc94f1]
۳- آیا دا منئ چې اوس مهال په افغانستان کې عملا له اشغال سره وسله واله مبارزه او مقاومت روان دي او بهرني ځواکونو ته روزمره مالي او ځاني تلفات وراړوي؟[/quote:8932fc94f1]
(الف) هو، مبارزه او مقاومت شته ، خو د پاکستان (ISI) له خوا رهبري او حمايه کيږي او طالبانو رهبرۍ د پاکستان (ISI) رهبرۍ ته په کلکه تن ايښی دی .
[quote:8932fc94f1]
۴- آیا بیا هم د افغان او مسلمان په صفت مونږ د مقاومت کوونکیو ددې ستر احسان پوروړي نه یو چې بهرني ځواکونه یې وتلو ته اړویستي؟[/quote:8932fc94f1]
(الف) هو، مونږ یې د طالبانو د صفونو پوروړي یو ، خو داچر رهبري يې د پاکستان (ISI) غلامه ده او پاکستان د امريکا غلام دی، نو
طالبان د غلا دغلامانو په علامۍ وطن آزادولی نشي، بلکې د هيواد برخليک له امريکا څخه د هغوی غلام پاکستان ته غلامي انتقالوي
او افغان ولس د بادار پر ځای د هغه د غلام غلامۍ ته اړباسي . له دې کبله طالب بايد له خپلې رهبرۍ څخه د پاکستان لاس قطع کړي ،
له خپل ټول افغان ملت سره يوځای د لوېديځوالو اشغالګرو پر ضد وسله وال
پاڅون ته دوام ورکړي !
۵- په اوس وخت د اشغال سره څوک په جګړه اخته او د هیواد دا زادۍ لپاره قرباني ورکوي؟
(الف) پخپله افغانان ، چې متاسفانه :
(ب) پاکستان او غلامان یې له کراچۍ او اسلام آباد څخه رهبري ، تمويل او لوژېستيکي تجهيز پر مخ بيايي !
[quote:8932fc94f1][دا ځل د ب جزء اختیاروونکیو ته پوښتنه متوجه ده، د الف جزء والا همدلته خلاص شول].[/quote:8932fc94f1]
نه ! ، الف او (ب) سره يوځای شول !
۶[quote:8932fc94f1]- نو ایا په مونږ لازمه نده چې باید د پاکستان دا ستر احسان ومنو[/quote:8932fc94f1]
نه، هېڅکلخ نه : پاکستان او امريکا په ګډه سره جګړه په افغان ولس تحميل کړې ده، نو هر پاڅون چې د يوۀ اړخ پر ضد وي يا به د امريکا ګوډاګيان وي لکه
د کابل اداره او يا به د پاکستان (ISI) ګوداګي وي لکه
په کراچۍ کې د(ISI) دڅارننې لاندې د طالبانو خوندي شوی مشرتابۀ!
د وی د امريکا د سيند (شغال) او پاکستان د.....(ISI) تر منځ دويم شي
ته .... (تن) کېښوه ، نو په نهمه مياشت به يې زور وګورې
که امريکا قدرت خپل ومعاون پاکستان (ISI) ته وسپارۀ نو ټول د(ISI) سرکاټي به زمونږ وطن اداره کوي . هله به ساده طالب جنګيالي
هم په دې پوه شي چې د کوم خامار خيټې ته يې ځان او وطن داخل کړی دی ،
او داوه د افغانانو د ديرشکلن جهاد نتيجه
چې د تل يې (ISI) په مشرۍ کوله !
نو :
[color=red:8932fc94f1]بالکل پورته ترتيب اوس د ددواړو پوښتنو ګډه ځواب درکړ شو ، چې مونږ ولې همیشه پاکستان ته ګوته نیولي او نيسو يې چې ترهګر تربیه کوي او افغانستان ته یې رالیږي؟.[/color:8932fc94f1]
هو ، ته پخپله دې پوښتنو په اصطلاح ٠نه، واقعا ً ) ډیر کنفیوز کړی یې، او تراوسه دې ورته قانع کوونکی ځواب نه و موندلی، هیله ده تاسو یې په پورتني ترتیب ځواب دې قناعت احصل شوی وي او کنفوزتوب دې ختم شي !
ډاکټر څپاند
20.09.2010
درنو هيوادوالو سلامونه ومنئ،
بايد عرض کړم چه دافغانستان دلانجې په هکله پوښتنو محدودول ديوميخانيکي
تحليل سبب ګرزي٠
دبيلګې په توګه،دټول افغان په لمړني مخ کی دې غيرمنطقي پوښتنې ته ځير شې:
[color=white:b541e66753]ایا د ولسي جرګې ټاکنې په برياليتوب ترسره شوې او که د دولت مخالف وسلوال یې په ګډوډولو کې بريالي شول؟
1- هو ټاکنې په برياليتوب ترسره شوې
2- د دولت مخالف وسلوال د ټاکنو په ګډوډولو کې بريالي شول
[احصاييه] [/color:b541e66753]
نه صيب،داپوښتنه غلطه ده!
زه نغواړم پوښتنه درسمه کړم،مګر ځواب واضح دي:
نه ټاکنې بريالې نه وي،داځکه چه ددرغليو،خيانت،تقلب او جعل څخه ډکې وې٠
دمخالفينو له بېرې يواځې ٣٠ فيصده،شايد هم لږو وګړو رائي ورکړې،دغه راز
مخالفين بريالي شول چه ټولټاکنې څه ناڅه ګډوډې کړي٠
رابشو ستاسو بحث ته:
دافغانستان داورلمبي دمرحوم داود خان دحکومت په پيل کي زموږ دتاريخي
دښمن پاکستان په لمسون او توطو ،بلي اوپيل کړی شوی٠
دغرب اوشرق ددښمنيو،دسړې جګړې په محال دواړه خواوو هڅه کوله چه
ديوي خوا فقير هيوادونه لاندي کړي او له بلې خوا دمستقيم جنګ پر ځاې
په ويتنام،يمن ،افغانستان اوورته هيوادو کي د يوبل خلاف توطئې وکړي٠
پاکستان، صرف دغرب داهدافو دتطبيق وسيله ده٠
کله چه پاکستان دغرب په همت ،په 1992 کي په کابل کی دغلو حکومت قدرت
ته ورساوه د افغان نيم ميليوني مسلح قوتونه د لاندنيو تجهيزاتو سره پو پنا شول:
1-يو مليون ميله ثقيله اوخففه سلاح۰
2- 600000 توپونه او هاوانونه
3- 2500 ټانکونه
4- 3000 زرهدار۰
5- 29000 ترانسپورتي وسايل
6- 450 الوتکې
7- 4800 دمخابرې،استحکام اولوجستيکي وسيلي
8- 8 دسکاټ رکټونه
9- 1000 رياکتيف راکټونه۰
10- 1000 ټنه مهمات
11-لونا،اورګان،استرلا او دوسلو دترميم کارخانې
دتاليب او القايدې حکومت، دامريکې او انګريز په هدايت او د پاکستان-سعودي
په منځګړتوب بود اونابود کړی شول٠
ولې غرب او دهغو غلام ،پاکستان ،زموږ په هيواد کې جګړي ته دوام ورکوي؟
له يوي خوا ناټو او له بلې خوا افغاني مقاومت تقويه کوي :?: :?:
1-تاريخ شاهد دی چه دغربي نړئ ترقي اوپرمختګ په جنګ جګړو کې نغښتی دې٠دجنګ دلمبو دلاپورته کيدو په وجه ټول هيواونه د"مجبوريت" له مخې خپل
ملي عوايد دغرب دسلاګانو سره تبادله کوي٠
2-په افغانستان کي دجنګ په وجه ،انګليس او امريکه دچين-هند اوروس سرحدونو او منځنې اسيا ته رسيدلي دي٠
3-دټولو اسلامي هيوادنو جذباتي اوله اسلامي احساساتو ډک مجاهدين
افغانستان ته راځي او دلته په نسبتا اسان ډول په مخامخ جنګ يا دبمباريو
له امله تار ومار او نابوديږي٠په دی توګه داسرايل او دغرب نور غلامان
لکه سعودي،مصر،اردن،امارات او نور د اسلامي مجاهيديونو د "شر"نه
خلاص دي٠[color=red:b541e66753]
پياد لره چه امريکائي بېپيلوټه الوتکئ دپاکستاني هډونه الوتنې کوي او د
مقاومت سنګرونه بمباردوي او واپس خپلې هډې ته بياهم په پاکستان کي
ستنيږي٠ [/color:b541e66753][color=yellow:b541e66753]4-او بالاخره داشغال په مقابل کي افغاني خودبخودي،ذاتي،طبيعي،ملي او اسلامي ،نه ماتيدونکی او نه تسليميدونکی مقاومت ،په نااګاهانه ډول دتاليب
او isi تر کنترول لاندی دانګريز دسترتيژيک ګټو لپاره استعماليږي٠[/color:b541e66753]
Shir Baz
20.09.2010
[quote:0c19bc5cef]طالبان په پاکستان کې جوړ کړای شول او د پاکستان له خوا واکمنۍ ته ورسيدل! [/quote:0c19bc5cef]
هوايي ډوزې!!!
خیالي خبرې لکه دلیونیانو!!
داسې خبرې چې مستقیما له خیټې راووځي!!!
بې دلیله او بې ثبوته ادعا!!!
[quote:0c19bc5cef]طالبان دوباره په پاکستان کې راوټوکېدل او د پاکستان په مرسته يې په افغانستان کې جګړه پيل کړه. [/quote:0c19bc5cef]
کولای شې لوستونکو ته همدا خبره په ثبوت ورسوې؟؟
دلیل پېش کړې؟؟
شواهد وړاندې کړې؟؟
په خپل خصم حجت قايم کړې؟.
په یوویشتمه پیړۍ کې چې تبلیغاتي پکې تربل هر وخته زیات اوج ته رسیدلی وګړي یوازې او یوازې هغه خبرې مني چې د شواهدو او دلایلو په مټ دجانب مقابل خوله وربنده کړي.
دې دعلم او عقل په عصر کې اوس ستونزمنه شوې چې یو څوک بربنډې ادعاوې ومني، هغه وخت یې مني چې ددلیل او ثبوت پرتوګ ورواغوستل شي.
اوس به راشو پتوال خان ته چې دا صیب څه فرمايي:
[quote:0c19bc5cef](الف) هو فرض ده ، خو بې له دې چې د اشعالګرو مل پاکستان په بادارۍ ومنو او مرستې ترې واخلو ! [/quote:0c19bc5cef]
مننه، له ځوابه مو. ځواب بالکل صحیح دی.
[quote:0c19bc5cef](الف) هو، مبارزه او مقاومت شته ، خو د پاکستان (ISI) له خوا رهبري او حمايه کيږي او طالبانو رهبرۍ د پاکستان (ISI) رهبرۍ ته په کلکه تن ايښی دی .[/quote:0c19bc5cef]
پتوال ګل خان نه پوهیږم چې زما مخکینۍ تبصره مو نده لوستې او ځان مو پرې ګوڼ اچولی ما خو په بله ژبه هم نه وه لیکلې په پښتو مې لیکلې وه. داسې ښکاري چې تاسو په پښتو نه یاست پوه شوي.
اوس به یې په فارسي درته تکرار کړم:
جناب پتوال!
این ادعای شما کدام حیثیت واقعي را دارا نمیباشد.
تا وقتیکه شما ادعای خویش را با دلایل و شواهد توثیق ننمایید، خصم خوېش را ثبوت پېش ننمایید، همچو ادعا های شما مسمی به فیر های هوايي میباشد.
بطور مثال اګر اینجانب بګویم که پتوال خان یک ایجنټ CIA میباشد وسعي میورزد تا مقاومت مقدس افغاني را خدشه دار بسازد، ومیخواهد کریډیټ قهرماني ملت افغان را دشمنان این مقاومت ملي (مثل پاکستان) هدیه نماید.
ولی اینجانب تا وقتیکه دلایل و شواهد را در دست نداشته باشم از همچو تبلیغات پرهیز میکنم، زیرا در این حالت ادعای ما مسمی به فیرهای هوايي میباشد.
ازین قرار لطفا تبصره خویش را از دایره خیال بیرون نموده، ادعای خویش را به دلایل قناعت دهنده ارایه نمایید.
زیرا در این قرن بیستو یکم که عصر تبلیغات و عصر جنګهای تبلیغاتی نامیده میشود، قبول کردن همچو ادعاها نیازی به دلیل واثبات را دارد، وهیچ کسې این ادعای برهنه را نمی پزیرد.
حالا پس به زبان پشتو بر می ګردیم:
پتوال خانه، زه نه پوهیږم چې ستا په څیر سړی چې انټرنټ او کمپیوټر یې هم زده وي او دیوې سیاسي موضوع د تحلیل وړتیا هم لري څنګه ځان ته دا قناعت ورکولای شي چې پرته له شواهدو د جګړې د یوې غاړې د تبلیغاتو پر بنسټ قضاوت کوي، حالانکه پوهیږي هم چې دښمن غواړي په هره مشروعه او نامشروعه وسیله جانب مقابل په خلکو کې بدنام کړي.
نو لطفا په دلیل سره خپله خبره په ثبوت ورسوه!
20.09.2010
[quote:a52ddfaab8]پتوال خانه، زه نه پوهیږم چې ستا په څیر سړی چې انټرنټ او کمپیوټر یې هم زده وي او دیوې سیاسي موضوع د تحلیل وړتیا هم لري څنګه ځان ته دا قناعت ورکولای شي چې پرته له شواهدو د جګړې د یوې غاړې د تبلیغاتو پر بنسټ قضاوت کوي، حالانکه پوهیږي هم چې دښمن غواړي په هره مشروعه او نامشروعه وسیله جانب مقابل په خلکو کې بدنام کړي. [/quote:a52ddfaab8]
وروره زه د جګړې د کابلۍ او امريکايي غاړې تبليغات نه پيژنم او نه ورته لاسرسی لرم او نه يې منم، خو هغه څه چې بيطرفو رسنيو ويلي يا د طالبانو طرفدارو
سرچينو لکه اختر محمد او حميدګل پورې د ISI لوړ پوړو چارواکو او دپنجابي
سياستوالو څرګندونو او په نړيوالو رسنيو کې تر ويکلېکس پورې
نشر ته سپارلي او همدارنګه په عمل کې د ISI له خوا دطالبانو ددويمې درجې لوړپوړو چارواکو نيول ، خو د ملا عمر پرې سکوت اختيارول ټول
هغه شواهد دي چې په ښکاره ډول د ISI په لومه کې د طالب مشرتابه ښکېلتيا ثابتوي او له هيچا پټ نه دي !
د يو مخفي سازمان د نادودو همدومره رسوايي او شواهد بس دی، او بيا په نړيوال ډګر کې هم د طالبانو عمل په کراتو مراتو ثابته کړې چې د ISI
له علايقو او غوښتنو سره برابر تر سره شوي دي .
خو وروره که ته د جګړې ددواړو غاړو له رسنيو بهر په نړيوال بيطرفو رسنيو او نوروچينو څخه داسې شواهد او دلايل لرې چې د طالبانو
او ISI ترمنځ تړاو ردوي مهرباني وکړه دلته يې له مونږ سره شريک کړه ! که يې ولرې نو په نفع دې دي هېڅکله به يې درېغ نکړې !
خو د منکر او انکار خبرې به نه کوې او نه به متقابل تورونه د دليل په توګه راوړې ، ځکه هېڅ غل په رضا سره په خپله غلا اعتراف نه کوي !
په دې دنده دې موفقيت او برلاسی غواړم ! والسلام
Shir Baz
20.09.2010
[quote:7d854c72f7]هغه څه چې بيطرفو رسنيو ويلي يا د طالبانو طرفدارو
سرچينو لکه اختر محمد او حميدګل پورې د ISI لوړ پوړو چارواکو او دپنجابي
سياستوالو څرګندونو او په نړيوالو رسنيو کې تر ويکلېکس پورې
نشر ته سپارلي [/quote:7d854c72f7]
ياره خو پتوال صیب ته هم داسې خبره وکړې چې سړي ته پرې خپل دماشومتوب دور په یاد کړي. زمونږ خو بحث په همدې دی چې ته دلیل راوړه چې حمیدګل اواخترخان اوپنجابي سیاستوال دطالبانو طرفداران دي، او ته -خدای دې انصاف درکړي- بیا هماغه خبره کوې او وچ کلک وایې چې حمیدګل او ای ایس ای دطالبانو طرفداران دي.
[quote:7d854c72f7]د يو مخفي سازمان د نادودو همدومره رسوايي او شواهد بس دی، [/quote:7d854c72f7]
که دمخفي سازمان دنادودو همدومره شواهد بس وي نو دا خو هم ماته په خدای که انصاف ښکاري چې همدې پاکستان خپل، دامریکا، دافغانستان، او نړۍ دګوټ ګوټ زندانونه په مجاهدینو ډک کړل او لاهم دا لړۍ ښه په درځ کې روانه ده، او بیا هم داسې ساده ګان پیدا کیږي چې پاکستان دطالبانو طرفدار او ملاتړی بولي، او دا کار چې په ښکاره ددوی ترمینځ تړاو ردوي، ورته شواهد نه ښکاري؟؟؟؟
[quote:7d854c72f7]خو وروره که ته د جګړې ددواړو غاړو له رسنيو بهر په نړيوال بيطرفو رسنيو او نوروچينو څخه داسې شواهد او دلايل لرې چې د طالبانو
او ISI ترمنځ تړاو ردوي مهرباني وکړه دلته يې له مونږ سره شريک کړه ! [/quote:7d854c72f7]
په اوس وخت کې د نړۍ پرمخ هیڅ کومه رسنۍ ما نده لیدلی چې یوه بې طرفه رسنۍ وي، خو که څوک وغواړي یو بې طرفه نظر خپل کړي، کولای شي چې دجګړې ددواړو غاړو رسنۍ تعقیب، او بیا د مادي او دنیوي منافعو له اثر او رسوخ څخه لیرې،په خپل وجدان او عقل باندې فیصله وکړي، او یو بې طرفه نظر ته ځان ورسوي.
larghonay laraway
21.09.2010
[code:1:e6cf45be71]هوايي ډوزې!!!
خیالي خبرې لکه دلیونیانو!!
داسې خبرې چې مستقیما له خیټې راووځي!!!
بې دلیله او بې ثبوته ادعا!!![/code:1:e6cf45be71]
پورتني الفاظ د شيرباز خپل الفاظ دي چې يو با تهذيبه انسان يې حتی لوستل هم نه غواړي!
اوس راځم د ده لاندې پوښتنو ته!
ما ليکلي چې د طالبانو او امريکايانو دواړو اکمالات له پاکستانه کېږي! ده لاندې پوښتنې کړې دي!
[quote:e6cf45be71]کولای شې لوستونکو ته همدا خبره په ثبوت ورسوې؟؟
دلیل پېش کړې؟؟
شواهد وړاندې کړې؟؟
په خپل خصم حجت قايم کړې؟.[/quote:e6cf45be71]
ځواب:
شيربازه بحث کول منطق او استعداد او پر موضوع حاکميت غواړي چې تاسو په دې کې پاتې راغلي يئ!
په لومړي بحث کې په خپله هم په دې اقرار کوئ او حتی له نورو خلکو هم غواړئ چې د پاکستان احسان ومني ځکه چې طالبان چاپوي خو بيا بېرته منکرېږئ او حتی سپکه لهجه هم کاروئ! دا دوه هغه ضد او نقيض خبرې دي چې تاسو جناب وړاندې کړې دي!
[quote:e6cf45be71]نو ایا په مونږ لازمه نده چې باید د پاکستان دا ستر احسان ومنو ځکه که زمونږ له هیواد څخه ددوی دفاع نه وای او ددوی مقاومت او وسله واله مبارزه نه وای په افغانستان کې د اشغال منګولې به لا خښې شوې وې؟[/quote:e6cf45be71]
دا بېخي بديهي خبرې دي چې حتی هر عاقل او بالغ ته معلومې دي چې د طالبانو اوسني او پخواني اکمالات او تربيت په پاکستان کې شوی او کېږي. او په افغانستان کې پر طالب واکمنۍ لومړی بمبارد هم د پاکستان له هډې د (خوست په ژورۍ ) وشو او ورپسې يې له ټول افغانستان څخه د پاکستان د استخباراتو د معلوماتو او ورکړل شويو هډو په زور وشړل. په کوټه کې عالي شورا لري او حتی د طالبانو يو شمېر چارواکي په دې اقرار کوي چې مونږ د امريکا په مقابل کې د پاکستان مرستې ته اړتيا لرو او منو يې نو د دې خبرې شواهد او دلايل لټول د وخت ضايع کول دي. د بهرني اشغالګر او طالب په اړه د پاکستان د مرکزيت څخه هغه خلک انکار کوي چې ځانونه يې په (تجاهل عارفانه) کې انحصار کړې وي. (دوی خلک نه بلکې ځانونه تېرباسي)
که څوک افغان وي او د افغانانو له درده له نږدې خبر وي نو هغه پوهېږي چې اوس هم په افغانستان کې د طالبانو سترو چارواکو ته فتوا او فيصله له پاکستانه راځي. په هلمند او کندهار کې چې طالبان څوک په حد يا قتل محکوموي نو لومړی د سټلايټ غوږ لوړ کړي چې ټول يې غږ واوري او بيا په ډاګه وايي چې په کوټه کې زمونږ د علماوو عالي شورا دا فيصله کړې او مونږ بايد دا حکم پلی کړو.
د کندهار او هلمند په لاره چې څلوېښت نفر ايران ته تلونکي افغان ځوانان د هغه ځای ځايي طالب چارواکو وژلي وو نو د کوټې شورا هغه کسان برطرف کړل او تر هغې وروسته يې د کندهار او هلمند په طالب چارواکو کې ډېر تغيرات راوستل. يو دوست مې په زابل کې غوښتل چې په خپل کور کې د ماشومانو له پاره يو مکتب ګوټي پرانيزي چې د ده د کورنۍ او کلي ماشومان په کې ليک لوست وکړي نو د کوټې له شورا يې اجازه واخيسته. همدا راز د زابل د کلينيکونو د پرېښودلو لپاره څو ځلې ښه په ښکاره د زابل د ولسواليو مشران د پاکستان کوټې ته په عذر او نانواتې ورغلل . دا خبرې هر افغان او په ځانګړې توګه هر کندهاري او هلمندي ته تر لمر روښانه دي .
همدا راز يو لنډکی مثال درته وايم چې هغه په افغانستان کې د عيسويت د مبليغينو په بدل کې د څو طالبانو خوشې کول وو چې هغه څنګه له زندانه تبادله او خوشې شول نو پاکستان ته لاړل او له هغه ځایه اوس هم په افغانستان کې فعاليت کوي چې يو له هغو (يا سر) دی.
په درجنونو درجنونو پنجابيان او د پاکستان نور خلک په افغانستان کې نيول کېږي او ډېر زر اقرار کوي چې دوی د پاکستان څخه راغلي دي.
په افغانستان کې د جګړه مارو طالبانو اکثرو کورنه هم په پاکستان کې دي. حتی د پاکستان په اسمبلۍ کې د دوی روزونکي او پلويان شته. حميدګل خو تر لمر هم روښانه دی چې هيڅ شواهدو او دلايلو ته اړتيا نه لري.
رستم شا مومند په ميډيا کې په ډاګه د طالبانو پلوي او نماينده ګي کوي.
همدا راز د تورخم او سپين بولدک لاره ټوله د امريکايي اکمالاتي ټيلرونو له لاسه بېرته خرابه شوه . د بې پيلوټه الوتکو مرکز په پاکستان کې دی او حتی د پېښور انټر کاننټننټل هوټل اوس د بهرنيو ځواکونو سره دی نو تر دې به زيات دلايل نور څه وي!
[color=red:e6cf45be71]د سالم عقل او منطق لرونکی عاقل او بالغ انسان بايد دا درک کړي چې دوست او دوښمن له يوې سوړې راوځي نو په هغه سوړه کې به خامخا ماران او لړمان وي . د (پاکستان) تورې سوړې څخه اشغالګر امريکايي او انګريز او تورطالب ټول راخوشې دي ![/color:e6cf45be71]
21.09.2010
[quote="Shir Baz"][quote:65cbec7b12]ياره خو پتوال صیب .... زمونږ خو بحث په همدې دی چې ته دلیل راوړه چې حمیدګل اواخترخان اوپنجابي سیاستوال دطالبانو طرفداران دي، او ته -خدای دې انصاف درکړي- بیا هماغه خبره کوې او وچ کلک وایې چې حمیدګل او ای ایس ای دطالبانو طرفداران دي.[/quote:65cbec7b12]
ښه، ته اوس پاکستان د طالبانو دوښمن ګڼې ؟ نو دا لاندې خبره د چا ده (؟) :
[quote:65cbec7b12]- نو ایا په مونږ لازمه نده چې باید د پاکستان دا ستر احسان ومنو ځکه که زمونږ له هیواد څخه ددوی دفاع نه وای او ددوی مقاومت او وسله واله مبارزه نه وای په افغانستان کې د اشغال منګولې به لا خښې شوې وې؟ [/quote:65cbec7b12]
د خپلو خبرو دا ضد او نقيض دې هير دی ؟؟؟؟؟؟؟؟ خو لاروي صيب درته نه يواځې راياد کړی ، بلکې لا ډير تا غوښتي ثبوتونه يې هم درته قطار کړي دي !
دايې هم درته ثابته کړې ، زه يې ثبوت نه تکراروم [color=blue:65cbec7b12]چې پاکستان او امريکا د يوې سوړي ماران [/color:65cbec7b12] او افغاني پلويان يې بچيان دي ، نو دا لاندې
ادعا دې هم هسې تش د خيال هواثابتيږي چې ګواکې دا د پاکستان
[quote:65cbec7b12]مسئولیت او مکلفیت دی چې په ګاونډ هیواد کې [color=red:65cbec7b12]خپل دښمن (امریکا) [/color:65cbec7b12]په ارامه پرېنږدي. [/quote:65cbec7b12]
تۀ چې هم طالب او هم امريکا د پاکستان دوښمنان بولې ، نوبيا به طالب او امريکا
په خپلو کې سره دوستان ګڼې، نو طالب جګړه
په ضد روانه ده ؟؟؟؟ آيا دا د پاکستان په ضد جګړه بولې ؟؟؟؟؟؟؟؟
او بر عکس که پاکستان او طالبان دواړه د امريکا دوښمنان بولې، نو بيا د پاکستان او طالب له دوستۍ نه په کومو سترګو او کوم منطق انکار کوې ؟؟؟؟؟
آيا خدای مکړه ته دومره ماشوم او بې منطقه يې اوکه نه
مونږ او د ټول افان لوستونکي درته دومره ساده ښکارو چې په اوتو بوتو به مو تير باسې که څنګه ؟؟؟؟؟؟
Shir Baz
21.09.2010
[quote:f494d3d282]ښه، ته اوس پاکستان د طالبانو دوښمن ګڼې ؟ نو دا لاندې خبره د چا ده (؟) :
اقتباس:
- نو ایا په مونږ لازمه نده چې باید د پاکستان دا ستر احسان ومنو ځکه که زمونږ له هیواد څخه ددوی دفاع نه وای او ددوی مقاومت او وسله واله مبارزه نه وای په افغانستان کې د اشغال منګولې به لا خښې شوې وې؟ [/quote:f494d3d282]
ای ساده!
ما ویل ته به ډیره تکړه ادیب یې، په بلاغت او دې کیسو به پوهیږې،
دې ته تجاهل عارفانه وايي که غلط شوی نه یم!
زه خو پښتو ادبیاتو سره سم اشنا نه یم خو همداسې یو څه شته په بدیع او بیان کې چې یوسړی ددې لپاره چې مقابل جانب ته دهغه غلطي ورپه ګوته کړي په ظاهرا همداسې خبره کوي او ځان ناګار اچوي.
ما دا خبره ځکه کړې وه جار دې سم پتوال صیب، چې هغه څوک چې له امریکایانو سره مقاومت فرض هم بولي او بیا روان مقاومت پاکستانی ګڼی هغوی دې د پاکستان احسان ومني چې دې په آرامه خوبونه کوي او پردی ورته وطن او ناموس ساتي!!
ددې نه مطلب دا وه چې تاسو ډیر نمک حرامه یاست په دې اعتراف کوئ چې پاکستان درته وطن ازادوي او بیا بدهم ورپسې وایې!
او زه خو مقاومت پاکستانی نه بولم بلکه افغانی یې بولم نو د اعتراض مجال نه پاتې کیږي.
دهمدې پوښتنې نه مخکې ما کومه پوښتنه کړې؟؟
همدا پوښتنه نه ده چې روان مقاومت پاکستانی دی که افغانی؟؟
که څوک وايي افغانی، نو خبره خلاصه شوه، او که څوک وايي پاکستانی نو که نمک حرامي ونکړی او دعدل نه کارواخلي باید دپاکستان احسان ومني.
[quote:f494d3d282]تۀ چې هم طالب او هم امريکا د پاکستان دوښمنان بولې ، نوبيا به طالب او امريکا
په خپلو کې سره دوستان ګڼې، نو طالب جګړه
په ضد روانه ده ؟؟؟؟ آيا دا د پاکستان په ضد جګړه بولې ؟؟؟؟؟؟؟؟
او بر عکس که پاکستان او طالبان دواړه د امريکا دوښمنان بولې، نو بيا د پاکستان او طالب له دوستۍ نه په کومو سترګو او کوم منطق انکار کوې ؟؟؟؟؟ [/quote:f494d3d282]
پتوال جانه !
ډیر برسیرن لوستونکي ثابت شوې!!!!
یو ځل بیا دې د خپلې هفته پامې لوستنې ثبوت راکړ.
دا ما چې له اول نه تراخیره چیغې وهلې ګورۍ پوښتنې مې له شروع څخه په ځیر ولولۍ او بیا یې په دقت ځوابې کړۍ خو دهمدې سات له ویرې.
ته یو ځل بیا زما پوښتنو ته مراجعه وکړه چې دا خبره ما دچا لپاره نیابتا د ځواب په توګه لیکلې؟؟؟
زما په شمول هغه څوک چې روان مقاومت افغانی بولي، په پینځمه پوښتنه کې خلاص شول، پاتې پوښتنې او ځوابونه دهغه چا دي مقاومت ته پاکستانی نوم ورکوي من جمله تاسو محترم.
زما پوښتنې په ځیر ولوله پتوال خانه!!
کله چې دې زما لیکنه په ځیر ولوسته بیا راشه چې په موضوع درسره بحث وکړم!
له دې خبرو داسې معلومیږي چې تر اوسه تا زما لیکنه نه ده لوستې، [color=blue:f494d3d282]نو زه غوره ګڼم چې تر امرثاني پورې بله تبصره خوندي نکړم، ترهغه چې ستاسو له اړخه زما دپوښتنیزې لیکنې دعمیقې لوستنې ډاډ نه وي راکړل شوی.[/color:f494d3d282]
larghonay laraway
21.09.2010
شيرباز صيب روانې ډرامې ته د مقاومت نوم مه ورکوئ بلکې اسلام او افغانستان ته د پاکستان او بهرنيو ځواکونو يوه دسيسه ده خو له بده مرغه چې قربانيان يې افغانان، په ځانګړې توګه پښتانه او د دوی ټاټوبی دی!
خدای دې دسيسه جوړوونکي او دسيسه پلي کوونکي ټول هلاک کړي!
آمين
راځي چې د ټولو په غندلو سره خپله انرژي ولګوو چې خدای ته مو غاړه بنده نه شي!
په همدې هيله
ستاسو لاروی
21.09.2010
شيربازخانه خانه ستا تجاهل له پيله عارفانه نه ، بلکې حريفانه و، ځکه ټول زحمت دې په دغه يوه جمله کې لنډولای شو چې :
هغه څوک چې د مقاومت له وجود څخه انکار نه کوي ، نو طالب مقاومت به يا افغاني بولي، نو بايد ملاتړ يې وکړي، ځکه چې جهاد خو په دۀ هم فرض دی،
[color=yellow:4b35883bf1]او يا به يې پاکستاني
بولي نوپدې صورت کې دې د پاکستان احسانمن اوسي چې وطن ورته آزادوي ! [/color:4b35883bf1]
داچې پاکستان د خپل خوږ او شتراتيژيک دوست او بادار امريکا په ضد ددې له پاره جګړې کوي چې د افغانانو وطن د افغانانو له پاره آزادکړي ، دا
ناممکنوالی او ړوند والی دی ، نۀ تجاهل ، چې نه په عارفانه بڼه کې ځاييږي او نه په غير عارفانه کې! ځکه هرڅوک په دې پوهيږي چې که پاکستان يې ازادول هم وغواړي نو د ځان له پاره يې آزادوي، نۀ د افغانانو له پاره !
عنوان
tandar
21.09.2010
شیربازخانه دا ستا سوالونه ډیرو خلکو به لکه ما غوندی لوستلی وی٠
مګر کوم ځوابونه او مثالونه چه پتوال صاحب و ړاندی کړی او لاروی صاحب خو بالکل ژوندی مثالونه وړاندی کړی چه دا نن هم دعمل په صحنه کی دی او کار پری کیږی٠ نو په واقعیتو باندی باید قناعت وشی٠
نن یوه ډله غله او وطن فروشان دیرغلګرو سره یو ځای دی ، شرق ،جنوب او غرب بمباروی،مګر دطالبانو په وخت کی دپنجابیانو جیټ طیارو په ټول افغانستان لکه په خپل وطن کی پروازونه کول او شمال منطیقی ې بمبارولی٠
اوکه څوک زما په د ی خبره هم انتقاد کوی بیا دی ورته زما سلام وی٠او تبصیره ورسره په کارنه ده٠
١٩٩٧کی زه خپله په لواړګه کی ومه او غوښتل می چه له لری ننګرهار ته وګورم او لاندی تورخم ته ښکرته نه شوم ځکه چه ږیره می نه وه چه دچانه دوری ونه خورم.
دوه ،دوه جیټ پاکستانی طیاری پرله پسی د افغانستان له لوری به زمونږ په سر پاکستان ته تیری شوی ،او ورورمی ما ته وویل چه پنجابی به بیا دچا په کور بمونه غورځولی وی طیاری خو واپس شوی٠
دافغانانو غټ دشمن پنجابی او ایرانی دی، په خپله دی سم په نرمه کی وهی، او نور دشمنان ې هم درته په غیږ کی نیولی دی٠
ته یو مثبت عمل دپاکستانی راوښیه چه دافغانی کلتورنه هم زمونږ سترګی ونیسی او منتبار ې شو٠
پاکستانی او ایرانی نه غواړی دا خاوره اباده او دا ملت په پښو دریږی هغوی کوښښ کوی چه دا ملت نور هم پارچه پارچه او دټول جهان احتیاج وی٠ مخکی له دی چه دا صحنه په دوی تطبیق شی٠
یو ساده سوال دی٠
که پنجابی واقعیت ،خپل او دنورو حق ،انسانیت ،اسلامیت پیژندلی او دخپل ملت راتلونکی واقیعی دوستی له همسایه مملکتو سره غوښتلی؟ نو ولی دا خپل بیرغ په اټک کی نه ودروی چه جهان ورته دصلحی مډالونه ورکړی وی؟
د ډیورنډ دکرښی وخت خو ډیر پخوا پوره شویدی٠
چه هر څوک پنجابی ته دوست واې یوه لویه اشتباه کوی٠
اوښ که لوړ دی د شودو طمعه تری مکړه ،، په بار ې دروند باروه په هډو روغ دی
هو دخپل وطن دازادی لپاره پاکستانی وی او هندوستانی وی اوکه بل هر څک وی
دسلاح او نورو مهماتو ضرورت تر لاسه کول او ددشمن سره جنګیدل دا دنن ورځی ضرورت اومجبوریت دی
افغان که زرنګ وی نو دپاکستانی نه لکه اوښ ګټه واخلی ،د دوستی دشودو طمعه تری مه کوه چه شیر چای به ترینه جوړ کړی٠
دا٣٠ کاله راپه دی خوا دافغان په خاوره نور یرغل روان دی سل افرینه چه دا خوار ملت هنوز هم نه تسلیم کیږی، که پنجابی وی اوس به دپخوا غوندی دوخته تسلیم وی ٠
یوالی دازادی لومړی شرط دی٠
pattang
21.09.2010
د فردوسي شا نامه سياست نشي بيانولی هسې خوشې دمحمود زړه موقتي
خوشالوي ٠ سياست نه ميتود لري اونه مېتدولوګي دنن ورځې دوست دبلې ورځې
دوښمن کېږي اوبرعکس ٠ هرشی ، هرمواد او هر ريسورس چې په درد خوري او
له هر لوري چې وي مجبور يو چې قبول يې کړو او وائېخلو ٠ دسباورځې غم به سبا
خوړل کيږي ، د نن ورځې نن ٠ دسبا ورځې غم پټ دی تر سبا پور ې اوڅوک مو نږ په
خپلو کوډو،ابدي نشي تړلی٠ که څوک دروان مقاوتي پروڅېس په مقابل کې يو
ژوندی اپتيمل پروڅېس اودپلي کېدو عملي سيناريو يې نلري اونشي يې په پښو
درولی نو له ناپوهې لارې څخه دځان يوې خواته کړي چې پاک هلکان بې لارې نشي
٠
د طالبانو پتنګ د اميانو لا لا !
عنوان
tandar
21.09.2010
پتنګ لالا زما او ستا طالبان وطن پرست او ازادی خواهان دی٠
دهغوی خط جدا دی٠
یوالی دبریالتوب اولین شرط دی٠
larghonay laraway
22.09.2010
السلام عليکم!
ياره په رښتيا چې د طالبانو پتنګ او زمونږ غوندې اميانو لالا يې ځکه چې د طالبانو پتنګ همداسې بې هدفه ځان قربانوي لکه د قربانۍ ګډوری او د اميانو لالا هم بې له دې چې (په لوړه وخېژي څار وکړي - چې نور کوي هغه کار وکړي) خپلو کشرانو ته داسې نادوده پرېکړې کوي چې په کلونه کلونه يې بيا نه شي پاکولی.
پتنګ لالا که زما منې نو راځه د هوښيارانو او لوستو لالا شه ځکه چې اوس هغه وخت تېر دی چې څوک د انسان پرځای ځانته زمری ووايي نو خلک يې خوښوي! انسان انسان او زمری حيوان دی. او پتنګ هم همداسې درواخله! ځکه پتنګ که هرڅومره قرباني ورکړي خو بيا هم دومره فکري توان نه لري چې راتلونکې وسنجوي، همغې دمګړۍ ته ګوري!
كريم كامران
22.09.2010
عجیبه تحلیل به واورې!
روان مقاومت د اسلام او افغانستان د ځپلو لپاره دسیسه ګڼي،خو هغه اشغالګر چې په ښکاره د اسلام او افغانستان جرړې وباسي، دا هیواد یې اشغال کړی، ځمکنۍ، سیاسي، اقتصادي، حتی د رايي او بیان ازادي یې ترې سلب کړې، د بیا ودانۍ کوترې بولي.
اشغال څومره پراخ ابعاد لري؟!
زمونږ په قلمونو، ژبو، او افکارو هم د صلیب اشغالګرو واکمني چلیږي او د هغوی په خوښې یې کاروو.
که چیرته مونږ په اسلامیت او پښتونولۍ کې د ازادۍ ارزښت او د اشغال زیان درک کړی وی هیڅکله به مو دکرزی ترزنې لاندې د یوې ورځې لپاره هم کار کولو ته زړه نه وی ښه کړی.
(افغانستان اشغال دی) په خپل ولس مین افغان ته ددې خبرې معنی او ارزښت معلوم دی، د (ازادۍ) په معنی هم پوهیږي، لومړیتوب یې د هیواد ازادي وي ځکه چې اشغال فعلا او عملا متحقق دی، راتلونکي موهومي احتمالات یې په اشغال سکوت، او اعتراف ته هیڅکله نه شي مجبورولای.