د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دهوا فشار تر اوبو زیات دی تجریبه

خیریوسی
12.11.2009

دهوا فشار تر اوبو زیات دی تجریبه :
ګیلاس داوبوڅخه ډک کړه دکارتن یوه ټوټه دګیلاس پر خوله کښیږده لاس دکارتن پر ټوټه تینګ کړه په بل لاس ګیلاس پورته کړه کیلاس سر چپه کړه هغه لاس چې تا دکارتن ټوټه په نیولی ده هغه لاس دکارتن دټوټې څخه لیری کړه ته به وګوری چې اوبه نه تویږی تر څو چې کارتن لوند شوی نه وی او یا دکارتن دبغلو څخه وګیلاس ته هوا ننوتلی نه وی 0
په درناوی

داوبو سوځلو تجریبه :

ګرانو ماشومانو تاسو ته معلومه ده چې اوبه اور وژنی
راځي چې موږ اوبه وسوځو هغه څنګه تاسو راته غوږ شی
ګیلاس داوبو ډک کړی دوی بیټری AA ( مسالی ) په اوبو کې واچوی 40 دقیقی وروسته بیټری داوبو څخه را وباسي و اوبو ته دګوګړ (ا ورلګیت ) لګیدلی خاشه نژدې کړی تاسو به وګوی چې اوبه اور واخلی
دا اوبه نه سوځی لاکن دا هغه اکسیجن او هیدروجن دی چې دبیټری په واسطه منحل شوی دی او سوځی 0

داوبو سوځلو یوه بله تجریبه :

لږ څه الکول په ګیلاس کې واچوی او په ګیلاس یې لغړوي په ګیلاس کې اوبه واچوي و اوبو ته دګوګړ (ا ورلګیت ) لګیدلی خاشه نژدې کړی تاسو به وګوی چې اوبه اور واخلی
دا اور چې تاسو ګوری دا اوبه نه سوځی بلکې هغه الکول چې داوبو پر سر دی هغه سوځی 0

په درناوی


داوبو پر سرتجریبی

خیریوسی
13.11.2009

داوبو دسرتجریبی :

اوله تجریبه :

اړین مواد :
پیاله
اوبه
کاغذ
پاولۍ و نیمکه یا میخونه

تګلاره :
په پیاله کې اوبه واچوي میخ په دوو کوټو کې ونیسی په اوبو کې یې ایله کړی میخ به په اوبو کې ډوب شی
داوبو پر سر کاغذ کښیږدی او پر کاغذه دوه دری کوچني میخونه یا پاولۍ ، نیمکه کښیږدی تاسو به وګوري چې کاغذ په اوبو کې نه ډوبیږی سره ددې چې میخونه هم پر کاغذ دپاسه پراته دی
اوس نو میخونه دهغه لامده کاغذ څخه لیری کړی او کاغذ پر بل مخ واړوی داوبو پر سر یې کښیږدی کاغذ په ډیر ژر په اوبو کې ډوب شی ۰

دوهمه تجریبه :

کښتی داوبو پر سر تګ کوی

اړین مواد :

پیاله
اوبه
دګوګړ ( اورلګیت ) خاشې

تګلاره :

دګوګړ ( اورلګیت ) دخاشی په هغه طرف کې چې ګوګړ نشته یو چاک جوړ کړه هغه چاک دصابون څخه ډکړه دګوګړ خاشه داوبو پر سر ایله کړه
تاسو به وګوري چې داولګیت خاشه ومخ ته ځی ولی چې صابون په اوبو کې ویلی کیږی داوبو مخ ماتوی داولګیت خاشه ومخ ته حرکت کوی
که ډیری خاشی په لوی لوښی کې په هم داشکل واچوی ستاسو دپاره ښه لوبه هم ده ولی چې دخاشو په مینځ کې به مسابقی وی ۰

دریمه تجریبه ایرې هوا ته الوزی :

اړین مواد :

سپک کاغذ
سریښ
دالمونیم غاب

تګلاره :
کاغذ په مستطیل شكل ( اوږد 20سانتي * بر 12 سانتي ) کې پرې کړي
په سریښو یې ومښولوه چې دیو پیپ شکل غوره کړی نوموړی کاغذد غاب په مینځ کې کښیږده دسر له خوا اور ورته ورته کړه كله چې کاغذ دلوړی خوا وسوځل شی واور وغاب ته نژدی شی تاسی به وګوري چې یوتور شی وهواته دغاب څخه پورته کیږی ۰

په درناوی


خیریوسی
13.11.2009

دافشارونوتجریبه :
که غواړی دکور څخه لیری صناعی افشار جوړ کړی
اړین مواد :
دګوګړ پوډر
هغه میده مواد چې اوسپنه په یخوی
اوبه
تګلاره :
دا تجریبه دګرمي په موسم کې کیږی
دکور او ښونځي څخه لیری په وچه ځمکه کې سهار وختی 25 سانتی متره ژور غار جوړ کړه دګوګړ پوډر داوسپنی دیخولومیده مواد ( ما خپله نه دی لیدلی چې دا پودر دی که مایع دی ) او اوبه په غار کې واچوه هغه به یو ډول معجون شی پر نوموړی معجون په وچو خاورو پټ کړه لس ساعته وروسته به ته وکوری چې ځمکه چاودی ژړ بخن توردودونه او اور وهوا ته پورته کیږی ته چې وایې دا یو حقیقې افشار دی
نوټ : که یې علمی حیثیت لږ وی دبحث فورم ومسول ته دپاکولو اجازه ده ۰

داور سوځلو ضد مواد تجریبه :

که غواړی چې څه شیان دسوځولو څخه وساتی دا تجریبه ډیره مهمه ده
یوډول محلول چې تنغستات صوديوم یې بولی که تاسو یو شي په ولړی او اور پر بل کړی اور نه اخلی
تاسو دا تجریبه پر یوه کاغذ وکړی کاغذ په نوموړی محلول ولړي او اور ورته ورته کړی ۰

په درناوی


په مالګوبی سره لیکل

خیریوسی
13.11.2009

په مالګوبی سره لیکل :
پر سپین کاغذ په مالګوبی سره خط ولیکی لږ صبر وکړی چې اوبه یې وچی شی کله چې اوبه وچی شوی ستاسو لیکی خط نه ویل کیږی
پر کاغذ باندی زیږه سپن شیان معلومیږی هغه دمالګی وړی وړی ټوټی دی
تاسو دپنسیل قلم په ځوکه نه بلکې دپنسیل قلم په بغل پر لیکلی خط رنګ کړی ستاسو لیکلی خط به ښکاره شی

تاسو کش پر ورکې الله مو مل شه


خیریوسی
13.11.2009

تجریبه :
اړین مواد :
دری لوښی
سړې اوبه
ګرمی اوبه
ساده اوبه چې نه سړې اونه یخی وی
تګلاره :
په یوه لوښی کې سړی په بل لوښی کې ګرمې او په دریم لوښی کې ساده اوبه واچوه
راسته لاس په یخو او کې او چپه لاس په ګرمو کې دڅه وخت دپاره ونیسه
دواړه لاسونه دسړو او ګرمو اوبو څخه راوباسه لاسونه په هغه لوښی کې چې ساده اوبه دی چخ کړه
ته به وګوری چې چپ لاس دی یخ شی او راسته لاس دی ګرم شی ۰

تجريبه :

1ـ یوغټ لوښی
2ـ یو کوچني بوتل
3ـ تار
4ـ سور رنګ
5ـ ایشولی اوبه
6ـ سړې اوبه
ټګلاره :
په غټ لوښی کې سړې اوبه واچوي
لمړۍ په بوتل پوری تا ر غوټه کړی او په بوتل کې ګرمی اوبه واچوی لږ ځه سور رنګ ورواچوي چې داوبو رنګ سور شی

وهغه سړو اوبو ته بوتل ور وځوړوي
تاسو به وګوری چې دبوتل ځخه هغه ایشیدلی سری اوبه را خوټکیږی لکه فواره

تجریبه :
اړین مواد :
یوه ژیړه پوکنه ( بوغي )
یوه توره پوکنه ( بوغي )
یوه ستن یا سنجاق
تګلاره :
ژیړه پوکنه ( بوغي ) به توره پوکنه ( بوغي ) کې ننباسی لمړی ژیړه پوکنه ( بوغي ) وپړسوي وروسته توره پوکنه ( بوغي ) لږ وپړسوی چې ددواړ پوکنو تر مینځ څه فراغ وی اوس پوکنی دملګرو څخه شاته پټی کړی هغه توره پوکنی په سنجاق سوری کړی وملګرو ته یې ښکاره کړی دپوکنی رنګ به غړ وی

په درناوی


برقی تجریبې

خیریوسی
13.11.2009

دمصنوعی مقناطیس تجریبه :
اړین مواد :
1ـ دبرق تار
2ـ بیټري ( مساله )
3ـ دسیښې ګیلاس
4ـ سلوشنټیپ
5ـ قبله نما

تګلاره :
دبرق تار دقوس په شکل یا منحنی د سلوشنټیب په واسطه دګیلاس په کونه پوری ټیګ کړی تر قوس لاندی قبله نما کښیږده اوس ګیلاس ته حرکت ورکړه چې قوس دقبله نما پر ستن برابر شی دبرق دتارسرونه دبیټری سره وصل کړه تاسو به ووینی چې دقبله نما ستن حرکت کوی ولی کله چې برق دقوس څخه تیریږی شمالی او جنوبی مقنا طسی طاقت پیداکوی لدی امله دقبله نما ستن په حرکت راولی ۰

برقي تجريبه :

1ـ پنسیل قلم
2ـ برقی تار
3ـ بیټری ( مساله )
4ـ دلاس دڅراغ ګروپ
5ـ غچي

تګلاره :
دپنسیل قلم دواړه سرونه تیره کړی دپنسیل قلم یو سر دګروپ په بیخ پوری ټینګ کړی او دقلم بل سر دپیټری سره وصل کړی
دغچي یوه خوا دګروپ دمعدنی بغل سره وصل کړی او دغچی بله خوا دپیټری سره وصل کړی تاسو به ګوری چې ګروپ ولګیږی ددی تجریبی دا معلومه چې دګرافت ماده چې په پنسیل کې ده دبرق درسولو ښه مواد دی ۰

د ګویا ( سپیکر ) او مکرفون تجریبه :

اړین مواد :
دګوګر ( اورلګیت ) خالی کوتي
دپنسیل قلم 4 ټوټی چې دوی داورلګیت دکوتی اوږدوالی ولری او دوي ټوټی داورلګیت دکوتي عرض ولری
دتلیفون ګویا
دبرق تار

تګلاره :
داورلګیت په کوتي کې دوه اوږده دپنسیل ټوټی کښیږدي دهوی پر سر هغه عرضی ټوټی کښیږدي
دپنسیل یوی ټوټی سر دبرق دتار په واسطه دبیټری سره وصل کړی
دپنسیل دبلی ټوټی سر دبرق دتار په واسطه دتلیفون دګویا سره سره وصل کړی
دګویا بل طرف دبیټری دهغه بلی خوا سره وصل کړی
ګویا ( سپیکر ) په بله خونه کې کښیږدي
داورلګیت په کوتی کې خبری وکړی
ستاسو خبری به هغه ګویا کې چې په بله خونه کې پرته ده واوریدل شی
ددی څخه دا معلومه شوه چې داواز اهتزاز تاثیر کوی پر هغه دعرضی پنسیل
پر حرکت باندی برقی اهتزازات او ذبذبات داواز د اهتزازات او ذبذبات سره ورته والی لری


تجریبې

خیریوسی
13.11.2009

ستا سیوري :
څراغ ولکوه ته دیوال او څراغ په مینځ کې ودریږه لاس پورته کړه ته به خپل سپوری پر دیوال وونې وسیوری ته ګوره که دڅراغ وخواته نژدی شی ستاسیوری غټیږی او که ددیوال وخواته نژدی کیږی ستاسیوری کوچني کیږی
ددی معنا داشوه چې که هر څومر وړانګه نږدې وی سیوری غټ وی او که هر څومره وړانګه لیری وی سیوری کوچني کیږی ۰

تجریبه :

بیله اورلګیت ( ګوګر ) نه بوره څنګه سوځی :
ټولو ته معلومه ده چې بوره اور نه اخلی لاکن ځنی كسان چې داورلوبی کوی هغوی په بوره اور لګوی

اړین مواد :
25 ګرامه بوره
50 ګرامه کولورات پوټاشیم
دګوګړ خالص تیزاب
یو لرګۍ

تګلاره :
بوره اوکولورات پوتاشیم دواړه یو رنګ لری خلګ په خطاکیږی ولی دوي هغه بوره ورښکاره کړی او خوند یې هم ورکړی خلګ وایې چې ریشتا بوره ده
تاسی باید دا تجریبه دښونځی په انګر کې لیری وکړی ولی چې دا خطناکه ده
بوره او کورات پوتاشیم سره ګډ کړی په دګوګرو په تیزاب لړلی لرګۍ وپوتاشیته نژدې کړی بوره به لمبی وکړی ۰

د اور خط تجریبه :

که تاسو په نترات پوتاشیم سره پر سپین کاغد خط ولیکي ستاسو لیکلی خط نه لیدل کیږی
که تاسو غواړی چې لیکلی خط ولوستل شی په اور سور شوی سیخ ستاسو دلیکلی خط لمړی حرف ته نژدې کړی ستاسو لیکنه اور واخلی ټول حروف او جمله به داور لیکل شوی جمله وی
نوټ هر هغه تجریبه چې اور پکښی ذکر شوی دی باید دښونکی په لارښونه او دهغه په شتون کې اجرا ء شی ۰

تجریبه څنګه چای سړوو :
اړین مواد :
دګیلاس دری برخی پخې چای
یو ګیلاس اوبه
کله چې تاسو چای په ګیلاس کې واچولی ( 1/3 ) خالی وی وروسته تاسو په کراره کراره اوبه ورواچوی تاسو به وګوري چې صافی اوبه دګیلاس په پورتني برخه کې دی دچای بوری او اوبو محلول دګیلاس په لاندني برخه کې دی
دا تجریبه وموږ ته دا راښوی چې هغه مواد چې کثافت یې زیات دی ( دچایو محلول ) دګیلاس په لاندني برخه او هغه چې کثافت یې لږ دی دګیلاس په پورتني برخه کې ښکاری
که تاسو وګیلاس ته اوبه دنلکې څخه واچوی چای او اوبه سره ګډې شی
ولی دنلکی اوبه په زور سره وګیلاس ته ورتويیږی

اوس تاسو یو څلور کونجه کاغذ دګیلاس پر خوله کښیږدي یو کوچني سوري پریږدي او دګیلاس څخه چای څاڅکی څاڅکی په بل ګیلاس کې واچوی وبه ګوری چې چای صافیږی لمړۍ صافی اوبه راتویږی او هغه غلیض مواد ( دچایو محلول ) ورسته پاته کیږی 0

[color=blue:da5034dc0c]وایې ددیرشو کالو وږي په دیرش کاله نه مړیږی [/color:da5034dc0c]

په درناوی


خیریوسی
13.11.2009

دبرق دتولید تجریبه :

یوه معدنی ( نحاسی) روپی یوه دزنګ روپی یوه ټوټه کاغذ ( ساده کاغذ نه دی برقیان یې پیژنی ) ورقه غچي کړی او په مالګوبي یې ولړی
په ترتیب سره یې کښیږدي دا برقی طاقت پداکوی
که موږ دبرق کوچني لڅ تار 50 واره پر قبله نما وپیچو دتار یو سر دزنک دټوټی د لوړی خوا سره ونښلو اودتار بل سر دنحاسی ټوټې دلاندی برخی سره ونښلو
دقبله نما ستن حرکت کوی ددی څخه معلومه شوه چې په برقی تار کې برقی طاقت دما لکوبي او معدنی موادو له تاثیره ځخه پیدا شوی دی
په درناوی


تجریبې

خیریوسی
14.11.2009

تجریبه :
ګیلاس داوبو دکلور په تیزلاب پریوله اوبل کیلاس چې په هغه کې دنشادر دګاز ګاز محلول وی ورنژدې کړه
تاسو به ووینې چې سپینی کوبی څنی پورته کیږی د کولورید نشادر په نامه سره کیماوی ماده ده
دپام وړ : دکلور دتیزاب بوی تېز دی باید خوله اوپزه په یوه ټوکره پټه کړی

تجریبه :
په یوه لوښی کې مالګه ( بورات صودیم ) او پر سر یې د خالص ګوګړ تیزاب واچوه انتظار وکړه چې سوړ شی وروسته ایثلی الکول ورواچوه داور پر لمبه چې تیزه نه وی تاوده کړه کله چې راوایشیږی
داور لمبه یو ښکلی شین رنګ غوره کړی

تجریبه :
دتشناب کاغذ نه سوځی ولی که دتشناب کاغذ په الکول ولړل شی او اورلګیت ورته ووهی الکول سوځی او دشناب کاغذ نه سوځی

په درناوی


په پټاټه کې دبرقی طاقت تجریبه

خیریوسی
14.11.2009

دپټاټې برقی تجريبه :
اړین مواد :
یوه دانه تازه پټاټه
یوه دنحاس ټوټه
یوه دزنک ټوټه
دتلیفون ګویا ( سفیکر )
تګلاره :
دوی ټوټې د ( نحاس، اوزنګ ) په پټاټه چخ کړی سرونه یې دګویا سره وصل کړی تاسو به یو اواز( ټک ) واری
ددې څخه دامعلومیږی چې دغه اواز برقې طاقت دی چې د پټاټې څخه اوریدل کیږی لکه په کوچني بیټری که اوریدل کیږی کله چې هغه ضعیفه شی
دپټاټی اوبه او نوموړی معدنی ټوټی چې سره یوځای شی برقی طاقت پیداکیږی

ګرانو ماشومانو هیڅ وخت دیوې تجریبې څخه مه مایوسه کیږی که یوار تجریبه نتیجه ورنکړی بل ځل به نتیجه ورکوی

ډنــــــــــګ ډنــــــــګ ډنــــــــګ
ورجی غورځی په غورځنګ
زما جانـــان ورتــــــــه ولاړ دی
دچیني پـیــاله پـــــــــه څـنـګ

په درناوی


ستن داوبو پر سر نه ډوبیږی

خیریوسی
14.11.2009

ستن داوبو پر سر نه ډوبیږی تجریبه :
اړین مواد :
1ـ دسیښې ګیلاس
2ـ دتشناب کاغذ
3ـ فلزی ستن ( دګنډولو )
4ـ دلوښو دپریولو مایع صابون
5ـ اوبه
تګلاره :
ګیلاس داوبو څخه ډک کړی ستن دتشناب پر کاغذ کښیږدي په کراره یې په ګیلاس کې داوبو پر سر کښیږدي کله چې دتشناب کاغذ لوند شو په اوبو کې ډوبیږی اوستن داوبو پر سر پاته کیږی
که تاسو وابو ته لږ څه دلوښو دپریولو صابون ورواچوي ستن به په اوبو کې ډوبه شی
ددې تجریبی د داسی معلومیږی چې داوبو سطح ( سر ) سخت وی کله چې صابون ورواچول شی داوبو سر نرمیږی
ددې وجی نه کوچنی خزندې داوبو پر سر دریدای شی او تګ کولای شی
په دناوی


پوکنه ( بوغي ) داور په لبه نه سوځی

خیریوسی
15.11.2009

پوکنه ( بوغي ) داور په لبه نه سوځی تجریبه :
دوی دانې پوکنی ( بوغي)
اوبه
اورلګیت ( ګوګړ )

کړنلاره :
یوه پوکنه وپړسوه خوله یې وربنده کړه
په بله پوکنه ( بوغي )کی دګیلاس څلرمه برخه اوبه واچوه او خوله یې وربنده کړه
داورلګیت لګیدلی خاشه ولمړی پوکنی ته ورنژدی کړه وګوره څه پیښیږی دپوکنی پلاستګ سره راټولیږی او ضعیف کیږی په پوکنه دهوا سره مقاومت نشی کولای بلاخره چوی
که ودوهمی پوکنی ته داورلګیت لګیدلی خاشه ورنژدې کړی تاسو به وګوری چې اوبه داور تودوخه جزبوی ددې تجریبې څخه معلومه شوه چې اوبه هغه افضله مواد دی دتودوخې په جزبولو کې
دتودوخی 1 ګرام اوبه کولای شی 10 ګرامه تودوخه جذب کړی 0

په درناوی


خیریوسی
15.11.2009

دلیزر تجریبه :
داماشین یو کوچني ماشین دی لږ مواد غواړی ارزانه او ډیر قیمتی هم نه دی
دا تجریبه هم لوبه او هم علمی ده کله چې دلیزر وړانګې پر سی ډی ولګیږی د کوټې ( خونی ) پر دیوالو ډیر ښه رنګونه ښکاری
اړین مواد :
1ـ دوې دانې یا تر دو ه ډیر دلیزر قلمان په بازار کې پیدا کیږی او ډیر قیمتی هم نه دی
2ـ دوی دانی دکمیوتر سی ډی CD
3ـ دوه زاړه یا زیات تر دوو ډینمو کیدای شی چې دزړو رادیو څخه لاس ته درشی
4ـ دسریښو تومانچه او دتومانچې سریښ
5ـ برقی تارونه
6ـ میخونه
7ـ تختی
8ـ بیټری ( مسالې)
کړنلاره :
• پر تخته دواړه ډینمو ګان ټینګ کړی
• ډینمو دپیټری سره دبرقی تارو په واسطه وصل کړی
• پر ډینمو سی دی ګانی په سریښو سریښ کړی
• پر بله تخته دلیزر قلمان ټینګ کړی
• وسی ډی ته دلیزر وړانګه باید په ټاکلی زاویه کې وی چې رنګونه دخونی ودیوال ته انعکاس شی
• کله چې سی ډی ته حرکت ورکړی دلیزر وړانګی به پر دیول باندی ښکلی رنګونه جوړ کړی
نوټ : ددې تجریبی دپاره لږ څه تاسو هم دخپل مهارت څخه کار واخلی

په درناوی


عبد السلام
15.11.2009

عاجزه! وروره! سلامونه :
له ډیرې مودې راهیسې ستاسو لیکنو او زیار ته مې پام دی ، خو داخلال له ویرې مې جرأت نشو کولای ستاسو دلیکنو په منځ کې درګډ شم ،او دخدایه مې غوښتل چې بل څوک پر ما لمړئ شې ، او در څخه داپوښتنې وکړي:

۱- تاسو جناب په حرفوي اومسلکی لحاض څوک یاست؟
۲- دالیکنې مو دکوم عمر ماشومانو ته، او دکوم هیواد ماشومانو ته چې انترنټ او نورو وسایلو ته لاس رسئ لري مطرح دي؟
۳-تاسو چیرته اوسئ ؟
۴- دالیکنې ستاسو دشخصی تجروبو محصول دي،او که دکوم بل چا دلیکنې څخه یې
ژباړئ؟
۵- که دبل چا لیکنه ژباړئ دلیکوال اولیکنې نوم یې څه دی؟
نورې پوښتې هم شته خوهغه به نورو دوستانو ته پریږدم.

بیا هم داخلاله بښنه غواړم.
په درنښت


خیریوسی
15.11.2009

محترم وروره عبدالسلام السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
1ـ تاسو جناب په حرفوي اومسلکی لحاض څوک یاست؟
دلمړۍ سوال په جواب کې به ووایم چې زه کوم مسلک اوحرفوی ذد ‌کړو خاوند نه یم
ذدکړی می وهیواد د سره فوځ له امله لکه دنورو هیواوالو په شان نیمګړی پاته شوی او هغه خروښ مې تر ژوند تر پایه نه خیږی
ما څو واره لیکلی چې زه دومره پوهه نه لرم ته ومنه چې ماته به دې فورم کې ځان بد ښکاری ولی چې ډیر پوه باخبره اومسلکې کسان دلته شتون لری خو مقصد مې دادی چې دمسلکې خلګواو تعلیمی ادارو پام ورواړی او داسی لیکنی وکړی

۲- دالیکنې مو دکوم عمر ماشومانو ته، او دکوم هیواد ماشومانو ته چې انترنټ او نورو وسایلو ته لاس رسئ لري مطرح دي؟

ددوهم سوال جواب : دا لیکنی دهغه چا دپاره چې عمر یې 9 کالو ـ70 کالو پوری وی ګټوری دی خاصتا دذده کونکودپاره ډیری ګټوری دی که څه هم په هیواد کې انټر نټ دنشت سره برابر دی لاکن دپوهنی وزات کولای شی چې دښونکو په ذریعه یې تر ذدکونکو ورسوی
۳-تاسو چیرته اوسئ ؟
جواب : دا به نه لوستونکو اونه تاسو ته څه ګټه ورسوی چې زه چیری یم بلکی په دې فورم کې ډیر پوهیږی

4_ دالیکنې ستاسو دشخصی تجروبو محصول دي،او که دکوم بل چا دلیکنې څخه یې

جواب : نه وروره زما شخصی تجریبې نه دی دا لیکنی مې ډیری خوښی شوی دجعی شپه اوورځ مې ټوله رڼه تیره کړه دخوشحالی څخه خوب رانه وتښتیدي 41 ساعته بی خوبه شوم
زه یې هم یوه یوه خپله دلیکولو سره وخپلو ماشومانوته تجریبه کوم چې دذدکړی سره یې مینه پیداشی
داد یوه سړی دلاس محصول نه بولم کیدای دډیرو استاذانو او مسلکې خلګو ثمره وی
دا متحده امارات یوه ویب پاڼه ده دهغی نه ژباړه ده پر یوعکس دموس ښی ټني کښیکاړه او دعکس خصایص (فروفرټيس ) وګوره هغه به وګوری که تاسو او یا بل ورور څه مرسته کولای او ماشومان په داسی لیکونو ونازی زه به دی هم کور وداني ووایم کیدای شی چې په ژباړه کې کوم بدلون وی خو ما په ساده شکل لیکلی چې زموږ ماشومان په پوه شی

نوټ : زه خپله دچا دښه ویلو تمه نه لرم او دبدو ویلو پروا نه لرم په دې بحث فورم څو واره په غیر مسقیم ډول وماته ښنکنځل شوی خو زه یې هیڅ پروانه کوم خدای دی وهغه ته بخښه وکړی که زما څخه څوک ازار شوی وماته دی دزړه له اخلاصه بخښه وکړی
وروره دانټرڼت څخه هم اصلی حدف دادی چې ګټور او رنګارنګ معلومات راټول او خپلو هیواد والو ومخ ته یې په ویپ پانو کې ځای پر ځای کړی چې معلومات یې زیات شی
په پای کې وایم چې دهر چا وانترنت ، کتاب ته لاس رسیږی ګټور معلومات راټولولای شی راټول او زموږ دربدره هیوادوالو ته په هر شکل داشکالوچې وی وړاندی کړی
په درناوی


دموټر ماشین په څه سره چلیږی

خیریوسی
15.11.2009

ماشین:
ماشین دوه ډوله دی یوه هغه ماشین دی چې په خارجی دسونګ په مواد و چلیږی external combustion engine لکه زړی داور ګاډۍ او کښتی چې دډبر په سکرو دتودوخی او اداوبو دبخار په ذریعه دماشین پرزې په حرکت راولی چې هغه اوس ډیر لږ استعمالیږی او بل هغه ماشین دی په داخل کې یې مواد سوځی اوچلیږی internal combustion engines دبیلګی په ډول دموټر ماشین چې دا ډول ماشین ارزانه تمامیږی
دداخلی سونګ ماشین یوه بیلګه:
دکندها دشهدانو پر چوک دپخوا زمانی توپونه پراته دی دا توپونه دلیدو څخه څوک پوهیږی چې وتوپ ته لمړۍ بارود اچوی او په توپ کې یوه ګردي دبال په شکل اوسپنی ګولوله ږدی وشاته وپلتې ته اور لګوی بارود اور اخلی داور دتودوخه هغه ګلوله په ډیر شدت سره یوه لیری ځای ته غورځوی 0
موږ ددی څخه څه پوهیږو که لږ فکر وکړو نو دموټر ماشین هم دهغه څه ( تودوخی ) نتیجه ده چې دموټر په ماشین کې کار بریټر پټرول ووالو ته پوکی پلګ پر پټرول بڅری غورځوی پټرول سوځل کیږی والونه په حرکت راولی والونه بیا عمود تیمن په حرکت راولی او هغه بیا دځنځیر په واسطه عمود ګردان په حرکت راولی دماشین پشټمان د عمود ګردان حرکت ګړندی کوی په ماشین کې پور زی زیاتی دی که دهری پورزې کار دلته ولیکو لیکنه به اوږده شی زموږ اصلی مطلب هم دا و چې په پټرول ماشین څنګه حرکت کوی


خیریوسی
16.11.2009

دا هم دکتلو وړ دي
http://www.aghandoura.com/ALWAHA/firstgradenew.htm
په درناوی


دكتروسكوب تجریبه

خیریوسی
16.11.2009

دكتروسكوب تجریبه :
یو بوتل چې سرپوښ ولری دبوتل د سر پوښ په مینځ کې سوری جوړ کړی دبرق لوڅ تار کوږ کړی ( دخطاف په شکل ) په بوتل کې واجوی دسرپوښ سوري محکم بند کړی داسی بند کړی چې دبرق تار دسرپوښسره ونه نښلی
دالمونیم نري کاغذ چې څنډی یو دبل سره برابری وی پر خطاب ( کوږسوی برقی تار) راوپیچي دپلاسټکی قلم سرپوښ یا ږمو نځ په پشمي ټوکره پوری څو واره وموږي اود برقي تار وسرته یې وروړي تاسو به وګوری چې دالمونیم دکاغذ څوکې حرکت کوی او یو دبل څخه لیری کیږی
کله چې دقلم سرپوښ یا ږمونځ دبرقی تار سره ونښلی هغه برقی طاقت چې دقلم په سرپوښ کې دپشمې ټور څخه پیداشوی دی په برقی تار کې والمونیم ته رسیږی دالمونیم څوکې په حرکت راولی

په درناوی


دمیده مرچکو څخه څنګه مالکه جدا کړو

خیریوسی
16.11.2009

دمیده مرچکو څخه څنګه مالکه جدا کړو :
لږ څه مالګه اومیده مرچک سره ګډ کړی او یوه دخوړو پلاسټکي کاچوغه په پشمي ټوکره پوری څو واره وموږه وهغه میده شوو مرچکو ته یې ور نژدې کړي تاسو به وګوري چې مرچک دمالګی را اوچتیږی او په کاچوغه پوری نښلی
که تاسو کاچوغه څه لیری کړی نو به دمرچوکو جذیبیدل وکاچوغي ته لږ شی
که غواړی چې کاچوغه مالکه وخپل ځان ته راجذب کړی کاچوغه دمرچکو او مالګی څخه لیری ونیسي مالګه به دمرچکو څخه را جذب کړی

په درناوی


داوبو دتګ لار څنګه کږوي

خیریوسی
16.11.2009

داوبو دتګ لار څنګه کږوي :
که تاسی غواړی چې داوبو دتګ لار کږه کړی لاندی لار تعقیب کړی
داوبو نلکه لږ خلاصه کي چې لږ اوبه را ایله شی ( داره ) وکړی دپلاسټیک کاچوغه په پشمي ټوکر څو واره وموږي او دابو داری ته یې ورنژدې کړی داوبو دتویدلو لار کږیږی که تاسو دابو څخه کاچوغه لږ لیری کړی اوبه به بیرته پر خپل پخواني لار( عمودي ) راتویږي
ددی څخه دا معلومه شوه چې په کاچوغه کې هغه برقی طاقت چې دپشمی دټوکره د موښولو څخه پیدا شوی
داوبو دتویدلو ( عمودي ) لا ر کږوي ۰
په درناوی


برقی پوکنی ( بوغي)

خیریوسی
16.11.2009

برقی پوکنی ( بوغي)
څو دانی پوکنی ( بوغي ) وپړ سوی خولی یې ښه وربندي کړی په پشمي ټوکړه پوری یې وموږي دخوني دسر ویوه کونج ته یې ور په هوا کړی تاسی به وګوري چې پوکنی ډیر وخت هلته موښتی وی
لامل یې دادی چې چې کله چې موږ پوکنی ( بوغي ) په پشمی ټوکر پوری وموږلې هغوي مثبت برقی چارج پیداکړی چې و دې ته الکترونات وایې هغه چې پوکنی ( بوغي ) دکوټی ( خونی ) په کونج کې ټینګه ده هلته منفی چارج دی ځکه یې پوکني ( بوغي ) ټینګه نیولی ده کله چې دپوکنی ( چارج ) لږ شی پوکنی به دکوټی دکونج څخه را جلا شی

جذب ودفع :
دوی پوکنی وپړسوی خولی یې وتړی او لږ تار اوږ پوری وتړي وروسته دواړی پوکني په پشمی ټوکړه پوری وموږي ددواړو پوکنو تار په لاس کې ونیسي تاسو به وګوري چې پوکنی ( بوغي) دبلی څخه لیری کیږی ددې پر ځای چې سره نژدې شی دوی یودبل څخه لیری کیږی ولی چې تاسو پوکني په پشمې ټوکر پوری وموږلې دواړو بوغیو یو ډول چارج ( مثبت ) وا خستي نو ددېامله یواوبله دځان څخه پوری وهي

په درناوی


مقنا طسی شکلونه

خیریوسی
18.11.2009

مقنا طسی شکلونه :
دکرتون د یوې ټوټی په مینځ کې سوري جوړ کړی دنوموړی سوری څخه دبرق تار را وباسي او دکرتون ټوټه پر دوو ګیلاسو کښیږدي
دبرقی تار سر دبیټری سره وصل کړي پر کرتون باندی دپاسه داوسپنی بوراده واچوي تاسو به تاسو به وګوري چې عجب ګردي دایری جوړی شی

په درناوی


هغه شمع چې په پوکولو نه مری

خیریوسی
19.11.2009

ایا تاسو پوهیږی چې داسی شمع ( شم) جوړ کړی چې دهغې لمبه په پوکولو نه مری یوازني لار یې دشمع څخه داکسیجن بندول دی
تاسو داتجریبه وکړی او ګوری
اړین مواد :
دپومبو یا کتان ټوکر
دخوړو مالګه
شمع ( شم)
کړنلاره :
مالکه په اوبو کې ویلی کړی ټوکر دمالګې په اوبو لوند کړی او شمع ( شم) یې را وپیچي شمه ولګوی تاسو وګوری چې شمع په پوکولو مری ۰
په درناوی


کله چې هوا ګرمه شی څه پیښیږی

خیریوسی
19.11.2009

کله چې هوا ګرمه شی څه پیښیږی تجریبه :
اړین مواد :
1ـ دوه بوتلان
2ـ یوه دکارتن ټوټه
3ـ سړې اوبه
4ـ ګرمی اوبه
کړنلاره :
یوبوتل په سړو اوبو کې واچوی اوبل بوتل په ګرمو اوبو کې واچوی دواړه بوتلان داوبو څخه را وکاږي اوبه ځنی توی کړی چې داوبو څخه خالی شی
دسړو اوبو بوتل د ګرمو اوبو پر بوتل دپاسه کښیږدي په مینځ کې یې دکارتن ټوټه کښیږدي ۰
د سګریټ دود په لاندني بوتل کې پوه کړی یا دسکریټ پر ځای داور خاشه ولګوي ۰
تاسو به وګوري چې دسکریت دود دلاندنی بوتل څخه وپورتنی بوتل خیژی ۰
لکه څنګه چی تاسو وکتل چې دود دکښته بوتل څخه ولوړ بوتل ته خیژی هم داسی ګرمه هوا لوړه خیژی او سړه هوا کښتی خوا ته ځی ولی چې سړه هوا درنه ده
داتجریبه بیا وکړه مخکې دسړو اوبو بوتل لوړ و اوس دګرمو اوبو بوتل لوړ او سړو اوبو بوتل کښته کړی تجریبه یې کړی وګوري چې څه کیږی
په درناوی


دګرمو اوبو کڅوړه کتاب پورته کوی

خیریوسی
19.11.2009

دګرمو اوبو کڅوړه کتاب پورته کوی تجریبه :
اړین مواد :
1ـیوه پلاسټکی کڅوړه
2ـ یو معدنی دبلئ
3 یو پلاسټکی پیپ
4ـ یوه کوچني ټوټه فلین ( فوم )
5ـ یوه تخته
کړنلاره :
په معدنی دبلي کې لاندی سوری جوړ کړی د پلاسټکی پیپ یو سر پکښی داخل کړی سوری په فلین ( فوم ) داسی بند کړی چې اوبه ونه څڅیږی
په پلاسټکی کڅوړه کې ګرمی اوبه واچوی او دپیپ بل سرپه پلاسټکی کڅوړه کې ټینګ کوی
پلاسټکی کڅوړه پر ځمکه کښیږدي لږ زور پر وکړی چې اوبه ودبلی ته ولاړی شی او دبلی ډک شی
پر پلاسټکی کڅوړی تخته کښږدی پر تخته یو یادوه کتابه کښیږدي دبلئ لږ لوړ پورته کړی تاسو به وګوري چې کتابونه حرکت کوی او دفریشر په کڅوړه او پیپ کی وټولو اړخو ته په یوه اندازه رسیږی
هم داسی هیدرولیکی ماشینونه د هیدرولیک دتیلو په فریشر سره حرکت کوی
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more