د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ښوونیز تجریبې

خیریوسی
31.10.2009

درنګونو پیژندل
ګرانو ماشومان دلمر په وړانګو کې اووه رنګونه څنګه پیژنو
یوه به رنګونه وپیژنو بل به لوبې وکړو اوبل به ولمر ته کښینو ۰
ددی کار دپاره یوه پیاله ، اوبه ، هنداره ، یوه کاچوغه پکار دی کاچوغه ددی دپاره چې هنداه ونه ښویږی
کله چې ستاسو وکوټې ( خونی) ته دلمر وړانګی داخلی شوی نو تاسو په پیاله کی اوبه واچوي هنداره په پیاله کی دلمر وانګو ته مایله کښیږدي چې نیمایې په اوبو کې ډوبه او نیمایې داوبو څخه بهر وی تاسو به دخونی پر چت دری دلمر رڼاوی ووینی چې یوه یې داوبو او دوهمه دهغی هنداری چې داوبو څخه بهر ده هغه رڼا چې دهنداری څخه ده دهغی څخه بیا یوه بله شعاع کښته پر دیوا ل معلومیږی چې په پای کې تاسو ډیر ښکلی اووه رنګونه ووینی دا دهغې هنداری څخه دی چې په اوبو کې ډوبه ده ۰
رنګونه پر دیوال کښته جوړوي چې مغذي مو وچ نه نشی
اوس به ناسو هغه رنګونه چې تاسو ولیدل وماته دلته وليكي چې څو رنګه وه او څه ډول رنګونه وه
مینه


خیریوسی
02.11.2009

ګرانو ماشومانو ایا تاسو لیدلی دی چې هګۍ بیله وزرو په هوا ګیږی؟
نه نه مو ده لیدلی
راڅی چې زه یې لار دروښیم
ددی کار دپاره دوه شیان پکار دی
1ـ یوه دانه هګۍ
2ـ مقطری اوبه یا دبیټري مقطری اوبه
3ـ یوه پیچکاری
لمړي به په هګۍ کې وړوکي سوري جوړ کړی په پیچکاری به هګۍ خالی کړی وروسته به په هګۍ کی مقطری اوبه واچوی دهګۍ سوري به بند کړی ولمر ته به یې کښیږدي کله چې هګۍ دلمر په شعاع ګرمه شی بخار کوی هګۍ په هواکیږی تاسو دا تجریبه وکړی بیا وماته ولیکي چې تاسو څه ولیدل

مینه
[img:6ba3c6e89d]http://www.mawhopon.net/upload/image/basic_photo/egg.jpg[/img:6ba3c6e89d]


خیریوسی
03.11.2009

ګرانو ماشومانو که چیری تاسو غواړي دقبلې لوری معلوم کړی قبله نما نه لری نو تاسو وخپل ځان ته پخپله قبله نما جوړ کړی ددی کار دپاره لاندی شیان پکار دی
1ـ یوه دانه دګنډولو ستن
2ـ یوه ټوټه فلین یعنی فوم ( فلین هغه سپک پلاستک دی چې دهغه څخه دمیوې کریټ جوړوی او که مو ټیپ رانیولی وی دټیپ په کارتن کې ټیپ په فلین کې پروټ وی چې مات نه شی ) فوم چې هر څومره نازک 2ملیمتره ـ 4 ملیمتره وی ښه دی
3ـ غاب یا بل کوم لوښی
4ـ اوبه
5ـ کاغ‍ذ
دقبله نما جوړولو لاری :
* ستن د فلین ( فوم ) پریوه ټوټه وموښلوي
*پر کاغذ باندی شمال ، جنوب ، ختیځ او لویدیځ ولیکی
* په غاب کی اوبه واچوي
* داوبو ډک غاب پر هغه کاغذ کښیږدي چې شمال ، جنوب ، ختیځ او لویدیځ پری لیکل شوی دی
* اوس نو هغه فلین چې ستن تاسو پر مښلولی وه هغه په غاب کې داوبو پر سر کښیږدي
دستنی لوړه برخه نری برخه به دشمال لوری وتاسوته وښوی او دستنی دسپم برخه وجنوب خوا دجنوب لوری وتاسو ته ښوی کله چې دشمال لوری معلوم سو نورنو تاسو په خپله پوهیږی چې جنوب ، ختیځ او لویدیځ چیری دی
په درناوی


دهوا حالت معلومول

خیریوسی
05.11.2009

دهوا حالت معلومول :

*درې دانی پوکنی ( بوغي ) په یوه اندازه وپړسوه
* یوه دانه په ګرم ځای کې کښیږده
*بله په یخ ځای کې کښیږده
*او دریمه په عادی هوا( کوټه ) کی کښیږده

یوساعت وروسته بوغي بوغیانی وګوره یوه به غټه شوی اوبله به کوچني سوی وی او دریمه به په هغه خپل حالت کې وی
په درناوی


برقی طاقت تولدیول

خیریوسی
05.11.2009

دوی دانې لیمو 1.5 فولت برق تولیدوی
تجریبه :
ددی تجریبی دپاره يو يا دوی دانی لیمو ،2 انچه دبرق لڅ تار چې 18 ملیمتره پوڼدوالی ولری کوچني تار هم کار ورکوی لاکن غټ ښه دی او یوه دانه سنجاق
دبرق تار او سنجاق په لیمو چخ کړی لیمو ته دونه زور ورکړی چې ښه اوبه وکړی او لیمو ونه چوی
اوس نو خپله ژبه په ناړو لنده کړی دسنجاق او برقی تار وسر ته یې وروړی
تاسو څه حس کوی ..........
نومړی لیمو دلاس دڅراغ ګروف نشی لګولای ځکه چې هغه برقی طاقت چې لیمو تولیدوی شاید تر 1.5 فولټ هم لږ وی

په درناوی


هوا په هر ځای کې شته

خیریوسی
05.11.2009

داوبو اوتیلو ( غوړو) تجریبه :
راځي چې وګورو اوبه او تیل څنګه سره جلاکیږی
ددی کار دپاره ګیلاس ، کاچوغه ، اوبه ، اوتیل پکار دی
په ګیلاس کې اوبه اچوو وروسته تیل واچوو په کاچوغه یې ښه لړو چې تیل ښه په ګډ شی
تاسو به وګوری چې ټول تیل داوبو پر سر جمع شی او لاندی صافی اوبه پاته شی

هوا په هر ځای کې شته تجریبه :
ددی کار دپاره یوه پلاستکي کڅوړه پکار ده
دکڅوړی یوبرخه په یولاس اوبله برخه په بل لاس کې ونیسي چې خوله یې خلاصه وی لږ څه حرکت وکړه او دهوا څخه یې ډکه کړه دکڅوړی خوله ژر وربنده کړه
تاسو به وګوری چې کځوړه پړسیدلی ده او دهوا څخه ډکه ده

په درناوی


خیریوسی
05.11.2009

هوا هغه وخت وبوتل ته ننوزي چې بوتل خالی شی :

ددی تجریبی دپاره یو سطل ، سپین پلاستکی بوتل، او اوبه پکار دی
تاسو بو تل داوبو څخه ډک کړی بوتل سر چپه په سطل کې ډوب کړی بوتل دسطل پای ته ځي
که بوتل داوبو څخه نیم خالی کړی او په سطل کې یې سرچپه وګوری نو بتل په اوبو کې نه ډوبیږی
وروسته بوتل ټول داوبو څخه خالی کړی د بوتل خوله لوړه کړی بوتل په اوبو کې ډوب کړی
تاسو به وګوری چې بوتل نه ډوبیږی ولی چې په بوتل کې هوا ده

په درناوی


دشیدو څخه پلاسټک جوړول

خیریوسی
05.11.2009

دپلاسټیک جوړولو تجریبه :
اکثره پلاسټیک دپټرولی موادو څخه جوړیږی راځي چې موږ اوتاسو پلاسټیک دشیدو څخه جوړ کړو
دپلاسټیک جوړولو لاری :
په یوه لوښی کې شیدې پر اور باندی کړی کله چې شیدې راوایشیدې
څو کاچوغي سرکه په کراره کراره لږ لږ ورواچوي
په کاچوغه شيدې لړي تر څو چې شیدې تار وکړی لکه کشک
شیدې داور څخه راکښته کړی چې سړی شی
په اوبو یې پریولي ستاسو دخوښی شیا ن ځنی جوړ کړی

نوټ : شیدې قیمتی غذا ده دا یوه تجریبه وه داسی نه چې تاسو هغه قیمتی غذا د پلاسټیک جوړولو کې وکاروي
په درناوی


دسپینو زرو پاکول

خیریوسی
07.11.2009

دسپینو زرو پاکول :
کله چې پر سپینو زرو وخت تیر شی خپله ښکلا ( بریښ ) دلاسه ورکوی ددی دپاره چې سپن زر بیرته ښکلی او بریښناکه شی په لاندی تګلاری سره سپین زرو ته بريښ ورکوو:
اړین مواد :
*دالمونیم کاغد ( کوم چې دخوړو دګرم ساتلو دپاره استعمالیږی )
* ایشولی اوبه
* دکیک پوډر سوډا NaHCO3 ( بیګینګ پوډر )
دخوړو مالګه په یوه لوښی ( دچني پیاله ) کې دالمونیم کاغذ ټوټه واچوي دالمونیم پر کاغذ ایشولی اوبه واچوی
یوه برخه دماګی او دوی برخي سوډا ( دکیک پوډر) ورواچوی وروسته دسپینو زرو هر شي چې وی هغه پکښی واچوی چی دالمونیم پر کاغذ وموښلی تاسو به وګوري چې سپین زر پاکیږی کله چې ښه پاک شی په اوبو یې پریولي او په ټوکره یې وچ کړی

دپام وړ : که سپین زر دپاکولو په وخت کې ډیر وخت پریږدي هفه باریکی برخی دسپینو زرو خوړل کیږی
نوټ : سپین زر باید دهغو موادو څخه لیری وساتل شی چې هغه دخپل څان په ترکیب کې ګوګړ لری
لکه هګۍ ، مایونیز او خردل ولی چې ګوګړ سپین زر خوری
په درناوی


داوسپنی څخه زنګ پاکول

خیریوسی
07.11.2009

داوسپنی څخه زنګ پاکول:
اړین مواد :
یوه برخه دګوګړ تیزاب
لس برخی اوبه

په یوه پلاسټکی لوښی کې به یوه برخه دګوګړ تیزاب او لس برخی اوبه واچوي پلاسټکی دست کشی ( لاسکنی ) به لاس کړی په نوموړی محلول به هغه زنګنه اوسپنه څو واره پاکه کړي تاسو به ووینی چې اوسپنه دزنګ څخه پاکه شوه
په درناوی


دخطر زنګ

خیریوسی
07.11.2009

دباران اورښت زنګ :
په دوربه کې که تاسو غواړی چې دباران داورښت څخه مخکی خبر شی لاندی لاره تعقیب کړی
که نانزکه ( ناوکي) یا بل دلوبو شئ وی چې ژاړی ، خاندي او یا سندره وایې دهغه څخه هم دزنګ کار اخستل کیږی د ددی کار دپاره چې ناوکي وموږ ته خبر راکړی چې باران دی وناوکي ته یو خارجی سویچ په لاندی ډول جوړو
اړین مواد :
دوه برقی تارونه
دلرګي یا پلاسټکی کلیپس ( کوم چې دکالو دوچولو دپاره کالی په تار باندی ټینګوی )
یوه دانه ایشودونکی ګولی لکه دکلسیم سنډوز
یو لوښي یا ګیلاس
تګلاره :
کوم ځای کی چې دنانزکی دچالانولو سوتچ دی دهغو دوو برقی تارو څخه یوبرقی تار پری کوو د پری شوی تار و سرونه په اوږد برقی تار پوری تړو پر نوموړو تارو سلوشن ټیپ اچوو
نانزکه ( ناوکي ) په خونه کې پریږدو دبرق تارونه دکور په غولې یا بام ته کشوو
دنانزکی ( ناوکي داصلی سویچ پر ځای دکلیپس څخه سویچ جوړو )
دبرقی تار یو سر دکلیپس په یوه سر اوبل یې په بل سر پوری داسی تړو چې یودبل سره ونه نښلی په کلیپس ګولي نیسو او په ګیلاس کې یې ږدو کله چې دباران څاڅکی په ګیلاس کی ولویږی ګولي ایشییږی هغه دبرق دوه تاره چې دکلیپس په سر پوری تړلی دی داوبو او کوپی په واسطه سره وصل کیږی ستاسو نانزکه به وژاړی او تاسو به خبر کړی
چې باران دی که لږ څه فکر تاسو هم وکړی کیدای شی تاسو ځان ته داسی شي هم جوړ کړی چې دغله خبر درکړی


دشم ( شمع ) جوړول

خیریوسی
08.11.2009

پخپل کور کې شمعه ( شم ) جوړکړی
اړین مواد :
وازګه
قالب
نخي پلیته
دوه دیګه
اوبه
رنګ ستاسو خوښه
دشمعی جوړولو تګ لاره :
اوبه په لوي دیګ کې واچوی چې پر اور یې کښیږدي په ارکاره یا بل کوچني دیګ کی وازګه واچوی په هغه لوی دیګ کې کوم کې چې اوبه دی کښیږدي
دچادر قالب یا بل کوم قالب چې لاندی سوری ولری په هغه کې پلیته کښیږدي دقالب تر سوري به یې وباسي دپلیتې سر به پر میخ یا لرګي غوټه کړی
کله چې وازګه داوبو په بخار ویلی شوه ستاسو دخوښی سره سم رنګ او تیل به ورواچوي دلرګي په کاچوغه به یې ولړي
شمع په قالبانو کې واچوي لږ څه په ارکاره کې بریږدي کله چې دشمعه لږ کلکه شوه یوه خاشه په شمع کې څو ځایه وټومبي چې د شمعی څخه هوا راووزی اوس نو په هغه پاته شوی وازګی دشمعي سوریان ډک کړی قالبونه اوفوقی ( پریباسی ) کښیږدي چې شمع دقالب څخه په اساني سره راویستل شی
نوټ : ګرانو ماشومانو دهیڅ یوی تجریبی څخه مه نا امیده کیږی که یو وار ستاسو تجریبه کامیابه نه شی بل وار کامیابی ستاسو په برخه ده
په درناوی


خیریوسی
08.11.2009

دقلم د رنګ جوړول
اړین مواد :
دادوې تیل ( دارچنی )100 ملي
15- 20 ګرامه سپین فوسفور ( پام کوی چې اور وانخلی داور څخه باید لیری واوسی او لیټر هم ونه لګوی )
مشواڼی
دادوې تیل او سپن فاسفور سره ګډ کړی په مشواڼی کې یې واچوی ښه یې سره وښوروي چې ښه سره ګډ شی داوبو حمام ورکړی چې ښه سره ګډ شی
دپام وړ : سپین فوسفو او دادوې تیل که وخوړل شی زیان لری

په درناوی


خیریوسی
09.11.2009

پر سیښه یا هنداره باندی درنګونو رسمول :
اړین مواد :
دسیښو درنګولو رنګ
درسم دپاره قلم
ټینر دبورش او رنګ پاکولو دپاره
وروکی بورش یا دڅاڅکو بوتل
پر کاغذ باندی ساسو مخکی رسم شوی ډیزاین
تګلاره :
• هغه څه چې تاسوغاړی پر هغه درنګونو رسم وکړی لمړي ښه پاک کړی
• هغه ستاسو ډیزانشوی رسم تر هنداره لاندی کښیږدی یا تر رسم لاندی دکاربون ورقه کښیږدي پر هنداره باندی یې رسم کړی په ډیر دیقت سره هغه تحدید شوی ځایونه شاوخوا رسم کړي فکر دی وی چې لاس دی کښته وی او دڅاڅکو وبوتل ته د هم فکر وی چې ډیر رنګ توی نه کړی
• دخپلی خوښی رنګونه په بورښ سره په ډیر مهارت سره رنګ کړه
• په بیغمه ځای کې یې کښیږده چې رنګ وچ شی
• په روښانه ځای کې یې کښیږده چې رنګونه دی ځلا پیدا کړی
دتجریبو څخه مه مایوسه کیږی کامیابي مو هرومرو په برخه ده کیدای شی سبا دټول کور لګښت ستاسو ددی فن څخه لاس ته درشی
په درناوی


خیریوسی
09.11.2009

دنباتاتو پنیر
د سایبین باغلیو څخه شیدې مستې او فنیر
موږ دلته دسایبین باغلیو څخه دفنیر جوړولو تجریبه کوو
1ـ دسایبین باغلی پاکوو په اوبو کی یې پاک پریولو وروسته یې په اوبو کې 24 ساعته خیشته کوو
2ـ په صافي کې یې صافو وروسته یې میده کوو په کومه طریقه چې ستاسو خوښه وی
3ـ څلور برخی اوبه او یوه برخه دسایبین باغلی پر اور باندی کوو چې اور تیز نه وی کله چې وایشیږی داور څخه لیری کوو چې لږ ساړه شی
4ـ او س نو دسایبین باغلي دټوکره تر صافه باسو
5ـ اوس نو نوموړی شیدې پر اور باندی کوو چې ګرمی شی او ګوته نه سوځی تومنه وراچو( دلیمون اوبه یا دمڼې سرکه ) او لږ څه مالګه وراچو و
6ـ تاسو به45 دقیقی وروسته وګوري چې دسایبین شیدې چګیده شوی ده وانجه ( سیاه دانه) اوویلنی ( نعناع ) به ورواچوی
7ـ چکیده دټوکره په کڅوړه کې واچوی چې اوبه یې وننیږی
8ـ چکیده په هغه کڅوړه کې 4 ساعته کښیږدی او یو دروند شئ پر کښیږدي وروسته یې ستاسو دخوښی سره سم ټوټی ټوټی کړی
په درناوی


خیریوسی
09.11.2009

ګرانو ماشومانو بښنه غواړم زه لکه چې بلی خواته ولاړم خیر که په کوم شی نه پو هییږی مشران به مرسته درسره وکړی
نن به دخپلو لوبو دساتولو دپاره یو صندوق جوړ کړو
اړین مواد :
کاغذی کارتن
سریښ یا کونډری
منظرې ، عکسونه
دوې ټوټی رسې
دکارتن په لوړه برخه کې دوه سوري یوې خوا ته او دوه سوری وبلی خواته جوړ کړی دکارتن دپورته کولو دپاره به لاستی جوړکړی
دمجلو اخبار و څخه منظرې ، ګلان .....غچي کړی دکارتنپر بغلو یې په سریښو ومښلوي چې کارتن ښائسته شي یوه رسي دیوی په سوریانو کی داخل کړی او دننه غوټه ورکړی او هم داسی وبلی خواته
خپل دلوبو شیان پکښی وساتي
که لږ څه نور فکر هم وکړو دمصلو ( جای نماز ) کارتن به جوړ کړو او رزق یو مصدر به شی
نوموړی کارتن د جالۍ داره پلاستک ، درسم فوم ( فلین ) ( یا کاغذي کارتن څخه جوړیږی کاغذی کارتن ښه مقاومت نه لری
اړین مواد :
سپین پلاسټک
پلاسټکی ګلان یا ستاسو د لاس خامک
ستاسو دخوښی سره سم مخمل یا کوم بل ټوکر
دسریښو تومانچه
دتومانچې سریښ
او شفاف سپین پلاسټک ته اړتیا لری
په درناوی


خیریوسی
10.11.2009

ګرانو ماشومانو هر کار په کوښښ او فکر سره کیږی
زما دکوچنیوالی لمړي تجریبه
کله چې زه ماشوم وم یو زاعتی فلم په کلی کی ښکاره کیدي هغه وخت زه ډیر کوچني وم
زه دفلم چلونکی خواته نژدی ورغلم چې وګورم دا څنګه ماشین دی چې پر دیوال دټکټر او زرعت کرلو اوریبلو ښونه کوی
ما چې وکتل دوی اړغړې یو فلم چلوی او دیوه څراغ په واسطه پر دیوال لیری منعکس کیږی
کله چې لږ څه غټ شوم هغه دفلم فکر می په کوپره ایسته دوری کیدي نو مایو قلمي څراغ یو زما دعکسو فلم پیدا کړی
دکاغذ په کارتن کې می دفلم په اندازه ځای جوړ کړی او فلم می پکښی کښیښوی دقلمي څراغ رڼا می پر فلم داسی ورخلاصه کړه چې شاوخواونه پاشل شی
زما عکس پر دیوال لیری دورایه ښکاره سو زه ودې تجریبی ته ډیر خوشحاله وه
هره ورځ به وشپی ته خوشحاله وم چې زه بیا هغه تجریبه وکړم او خپل عکس پر دیوال لوی ووینم
زما دکوچنیوالی دوهمه تجریبه
وماته زما یو دوست دعربستان څخه دخندا یوه لوبه راوړی وه کله چې به دی سوتچ ان کړی نوموړی لوبی خندل
لوبه خرابه شوه ما چې خلاصه کړه په هغی لوبی کی یو مو تور لګیدلی و وهغه موتور ته ما ددبلی دسر څخه دباد پکې پری جوړی کړی او هغه به مې په لاس کې ومخ ته به نیولی وه هغه دخندا لوبه اوس باد پکه ده زه ډیر ورته خوشحاله یم
څه نوری هم وی اوس مې نه یادیږی چې درته ویې لیکم
په درناوی


خیریوسی
10.11.2009

دکاغذ جوړولو تجریبه :
ګرانو ماشومانو هغه کاغذ چې تاسو یووار استعمال کړی دی هغه کاغذ مه غورځوی دهغه څخه بیا کاغذ جوړ کړی ښکلی رسمونه ، منظری په جوړی کړی
دکاغذ جوړولو تګلاره :
هغه استعمال شوی کاغذ چې ستاسو پکار نه دی هغه په یوه لوښی کې واچوی اوبه ورواچوي کله چې کاغذ ښه خیشت شی په لاسو یې ښه سره ومو ږي چې کاغذ په اوبوکې ویلی شی
یر تخته یاپتنوس د ویلی شوی کاغد څخه لږ لږ ایږدي او ستاسو دخوښی سره سم ګلان جوړ کړی چې وچ شی که رنګ وی ښکلی رنګونه ورکړی درسم وښونکی ته وروړی وتاسو ته به نومری درکړی
په درناوی


دمقناطیس تجریبه

خیریوسی
11.11.2009

دمقناطیس جوړولو تجریبه :
که غواړی چې مقناطیس جوړ کړی دبرقي تا ریوه برخه پر میخ باندي څو لفی وپیچي او بل سر یې دبیټري سره وصل کړه نوموړی میخ ونورو کوچني میخو ته ورنژدې کړي ټول واړه میخونه به وځان ته را جذب کړی

داصلی شات پیژندلو تجریبه :
خلګ ګوته په شات ( عسل ) ولړی او ګوری چې دشات ( عسل ) تار نه شلیږی وایی هم دغه اصلي شات دی نه داسی اصلی شات نه معلومیږی
که غواړی اصلی شات وپیژني لاندی لار تعقیب کړی :
یوه کاچوغه شات په یوه لوښی کې پر اور باندی ګرم کړی که راایشیدل او نری کیدل او رنګ یې صافیدي اصلی شات دی او که سوځل کیدل او رنګ یې توریدي یا دودونه یې کول اصلی شات نه دی هغه چې سوځی بوره ده

په درناوی


ددفعی دقوت تجریبه

خیریوسی
11.11.2009

ددفعی (دپری وهلو) دقوت تجریبه :
اړین مواد :
دوی دانې دجوس بمبې
دوې دانی دغوږپا کولو خاشی
اوبه
تګلاره :
دغوږ دپاکولو خاشې دجوس په بمبو کې په ټاکلی اندازه کښیږدي په خوله کې اوبه واچوي
اوبه په زور سره یې پوه کړی تاسو په وګوری چې په یوه اندازه مسافه کې پر ځمکه ولیږی
وروسته بیا دغوږ پاکولو خاشې په مختلف اندازه کښیږدي اوبه په زور سره پوه کړی تاسو به وګوري چې یوه خاشه په لیری مسافه او بله خاشه نژدی پر ځمکه ولویږی
دا تجریبه وتاسو ددفعی قوت معلوم کړی

یوه بله تجریبه :
اړین مواد :
یوه دجوس یا بل کوم معدنی دبلي چې یوې خواته سوري ولری
دسونګ مواد
یو غټ لوښی
اوبه
کښتي
تګلاره :
اوبه په لوښی کې واچوي
په معدني دبلی کې اوبه واچوی او معدني دبلی د کښتي په مینځ کې داسی ځای پر ځای چې دسونګ مواد تر دبلی لاندی وی کله چې اوبه ګرمی شي اوبه بخار کیږی داوبو بخار ددبلی دسوری څخه راوزی وکښتي ته حرکت ورکوی څومره چې بخار ددبلی څخه په سرعت راوزی هغومره دکښتی حرکت زیاتیږی
وګوری دموټر ماشین څنګه حرکت کوی
http://www.hazemsakeek.com/QandA/qaimages/engine-inline-4.gif

داهم وګوری

http://www.hazemsakeek.com/QandA/qaimages/engine-flat-4.gif

http://www.hazemsakeek.com/QandA/qaimages/engine-v-6.gif

په درناوی


خیریوسی
11.11.2009

ګرانو ماشومانو ستړی مه شی
راځي چې نن په باغ کې دخپل ځان دپاره ساعت جوړ کړو :
اړین مواد
څو دانی ډبری
یولرګي یا لښته
تګلاره :
کله چې دجمعی په ورځ دخپل پلار سره وخپل پټي یا باغ ته ولاړ شی په هغه ځای کې چۍ ټول ورځ لمروی یو لرګي په ځمکه کې ښخ کړه ( په ځمکه کې ټکوهه ) کله چې یوساعت تیرشی دلرګي دسایې دسر سره یوه ډبره کښیږده او وخت پر ولیکه چې بل ساعت تیر شی بله ډبره کښیږده وخت پر ولیکه چې دیم ساعت تیر شی بله ډبره کښیږده وخت پر ولیکه هم داسی چې ټول ډبری کښیږدې دا ستا دپاره دهمیشه دپاره ساعت شو خپل وخت به پر معلوموی

په لیمون لیکل :

اړین مواد :
کاغذ دلیکولو دپاره
بوڼکه دلیکولو دپاره
یوه دانه لیمون
ګیلاس
شمع

دلیکولو تګلاره :
لیمون په ګیلاس کې اوبه کړه دبوڼکی په سره دلیمون په اوبو پر کاغذ باندی څه ولیکه ته به وګوری چې ستا لیکلی نه معلومیږی شمع ولګوه او تر کاغذ لاندی یې کښیږده خپل لیکی خط به دوایه ووینی

په درناوی


دتلیفون تجریبه

خیریوسی
12.11.2009

دتلیفون تجریبه :
دوه پلاسټکی یا کاغذی ګیلاسونه
دګنډولو تار
دوې کوچني خاشې
تګلاره :
دګیلاسو په بیخ کې سوري جوړ کړی تار تر سوری وباسي او په خاشه پوری یې وتړي یو ګیلاس یو واخلي اوبل ګیلاس بل واخلی یو دبل څخه لیری ولاړ شي یو دی ګیلاس وغوږ ته ونیسی او بل دی په ګیلاس کې خبری ورته کوی

یوه بله تجریبه :
اړین مواد :
څلور معدنی افغاني
یوه دکاغذ ورقه
دوه ګیلاسه
ستاسو دټولګي میز

تګلاره :
1ـ دمیږز پر څنډه دکاغذ ورقه داسی کښیږدي چې نیم تر میز دباندی وی او نیمه یې پر میز پرته وی روپی پر کاغد قطار کښیږدي کاغذ دمیز څخه یو دم کش کړی تاسو به وګوری چې معدنی افغاني به پرمیز پاته شی
2ـ په دوو ګیلاسو کې لږ اوبه واچوی ګیلاسونه 15 سانتی یو دبل څخه لیری کښیږدي دګیلاسو پر سر دکاغذ ورقه کښیږدي پر کاغذ باندی سربیره دوی معدنی افغانی دګیلاس پر څنډه کښیږدي نوری دوی افغاني دبل ګیلاس پر څنډه کښیږدي
ددواړو ګیلاسو په مینځ کې کاغذ یو دم ووهی کاغذ به لاندی ولویږی او افغاني به دګیلاس پر څنډه پاته شی

په درناوی


دډینمو داواز بندول

خیریوسی
12.11.2009

دډینمو داواز بندول :
که ستاسو په دوکان کې دهوا د ډینمو اواز ډیر غټ وی ته او ګاونډیان دهغه دشور څخه خبری هم نشی اوریدلای نو تاسو لاندی کړنلاره تعقیب کړی دډینمو داواز څخه به بیغمه شی
يوه غټه مرطبانه که دډینمو اوږدوالی 15 سانتی وی مرطبانه باید 20 سانتی وی چې سرپوښ ولری
دوه سوری دمرطبانی دسرپوښ په بغل کی دبرق دتار دتیرلو دپاره او یوسوري دسرپوښ په منځ کې دپلاسټکی پیپ چې وډینمو ته دهوا دتګ راتګ دپیپ له لاری وشی جوړ کړی
دوی دایروی شکل فوم ( فلین) جوړ
په مرطبانه کې یوه ټوټه فوم ( فلین ) کښیږدي وروسته ډینمو کښیږدي دډیمنو وبغلو ته اسفج کښیږدي
کله چې مو ډینمو په مرطبانه کې ځای پر ځای کړی پر سر یې دفوم ( فلین ) هغه بله ټوټه کښیږدي دبرق تارونه او پیپ تر سر پوښ را وباسي دمرطبانی سرپوښ پر مرطانه تینګ کړی دمرطبانی سوری په معجون سره داسی بند کړی چې دبرق تار شاټ نه شی دمرطباني پر سرپوښ شاوخوا پنډ سلوشن واچوی
او س نو تاسو دډینمو داواز څخه په بیغمی خپل کار وکړی
په درناوی


باتور
12.11.2009

محترمه قدرمنه ajaza سلامونه او نېکي هيلي !

دا معلوماتي ليکني او تجربې دي هم د ماشومانو لپاره او هم د لويانو لپاره جالبي دي . . د ماشومانو لپاره د لوبو تر څنګ دي ډېر داسي معلومات وړاندي کړي چي د لويانو لپاره هم مؤثر او فايده من دي . .

هر څومره چي دي وس رسېږي دا وړ معلومات را وړاندي کوه. .
امکان لري چي په پرمختلليو هيوادونو کي مېشت هيوادوال او د هغوی ماشومان دې معلوماتو ته ډېره توجه و نه کړي، لېکن زموږ په وطن کي پراته خوار و زار وطنوال به دي درناوی او قدرداني وکړي .

کور دي ودان، روغ جوړ، هوسا او بريا اوسې !

په درنښت


دکوهی ( څا ) دپاره ځای ټاکل

خیریوسی
12.11.2009

محترم باتور صاحب السلام علیکم
وروره ستاسو یې هم کور ودان چې زه مو ودې کار تشویق کړی یم
دا ستاسو داخلاص نتیجه ده چې وماته داسی څه په لاس راغلل چې دمودو یې په لټه کې وم تجریبه ډیره اسانه او ساده ده لاکن کار یې ډیر مهم دی خاصتا زموږ په ګران هیواد کی

دکوهی ( څاه ) دپاره ځای ټاکل :

څنګه کولای شو چې پټی اوبه په لسم حس پیداکړو
ایا په دوا سره
نه نه
ابا په تعویض سره نه نه
نو په څه سره
ته راته غوږ شه دا یو داوسپنی ز نځیر دی چې 30 سانتی اوږ دوالی لری په زنځیر یوکریستالی یا معدنی بال ځړیږی تاسو یې پخپله هم جوړولای شی
http://www.abunawaf.com/store5/tg11.gif
دا ځنځیر او بال دڅه دپاره او ځنګه استعمالیږی
بس ته راته غوږ شه
هلکه ستا نیکه ځمکه لری او په هغې کې یې څو ځایه کندنی وکړی اوبه یې پیدا نه کړی ځمکه شته او اوبه نشته غواړی چې دځمکې دکرلو دپاره داسی کوهي ( څاه ) وکیندی چې اوبه پکښی پیدا شی
دغه ستاجوړکړی بال او ځنځیر واخله وځمکی دخپل نیکه سره ولاړ شه
ځنځیر په لاس کې ونسه او بسم الله الرحمن الرحیم ووایه کرار کرار ځه بال چې دځمکې دسطحی څخه لږ لوړ وی چې دشی سره ونه نښلی کله چې بال وراسته او چپه طر فته یا ختیح اولودیځ طرفته حرکت وکړی
http://www.abunawaf.com/store5/tg10.gif

بس هم دغه داوبو رګ دی بس نو داوبو پر دغه رګ پسی ځه تر څو بال په څرخیدو شی نو دلته دابو څو رګه یو دبل سره تیریږی

کله چې بال په څرخ پیل وکړی هم دغه ځای دکوهي ( څا ه) کیندولو دی
که مو کوهی ( څاه ) ښه اوبه وکړی دالله په نوم لږ خیرات وکړی او ما عاجزه کناهګاره ته دعا وکړی
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more