نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
قريش
06.03.2011
:D
[quote:28eaa8b091]که دی ښاغلی سره کوم وهابی سړی بی ادبی کړی وی نو زه خو یی مسول نه یم هر چا کی هر رنګی خلک شته ![/quote:28eaa8b091]
بلا تعليق!!!!!!!!
:D :D :D :D :D
پتوال
07.03.2011
سلامونه !
د اَصلي موضوع په اړه به يوه پوښتنه مطرح کړو، څو شخصي بحث لوستل نور په لوستونکو تحميل نشي :
لاروی صاحب ليکي :
[quote:9cb3295dcd]ولې د جلال اباد، کندهار، کابل او د هيواد يو شمېر نورې پېښې د پاکستان له خوا ترسره کېږي. ځکه چې دوی په دې ناوړه او عام المنفعه ځايونو کې په وحشيانه پېښو سره دايمي هډو ته بهانه جوړوي[/quote:9cb3295dcd]
لاروی صيب تاسو خو کره او کوټلې ليکنې کوئ، نو دا پورتنۍ جملۍ به مو هم کوټلې وي، خو بيا هم پوښتنې راپورته کوي :
مثلاً داپوښتنه چې
١- که پاکستان په افغانستان کې د امريکا له پاره هډې غواړي ، نو دا رزک به هم مني چې په راتلونکې کې افغانستان هم د پاکستان پشان د امريکا له پاره يو نږدې شتراتيژيک دوست او د پاکستان حريف په اصطلاح ( بن) وګرځي او دومره قوي شي چې د پښتونستان آزادۍ ته هم ملا وتړي ؟
٢- که پاکستان د دغه هدف له پاره په طالبانو انتحاري پريدونه تر سره کوي نو د
ستاسو د پخواني نظر سره سم دلته هم طالبان ګواکې د امريکا د هدف (هډو) له پاره خدمت کوي (؟) او دا جنګ دواړو خواو ته يواځې د امريکا په قومانده روان دی ؟
٣- يعنې طالب او پاکستان يوې او د کابل ګوډاګی حکومت بلې خواته د امريکا د جګړې د يو ماشين دوه بيلې پرزې دي چې يوه د بل پر ځای نصبولی او په خپله خوښه يې تبديلولی شي ، يعنې نن کرزی او سبا ملا محمد عمر د امريکا له خوا د کابل په تخت کينوي په هر يو کې يې چې ګټه ښه خوندي کيږي ؟
٤- په دې ترتيب تر کومه ځايه چې د حکومت او حکومت د مخالفينو وسلوالو پورې اړه لري د امريکا تسلط پر افغانستان ختمېدونکی نه دی .
دا ستاسو دپورتنۍ جملې منطقي نتيجې دي چې ښايي تاسوبه يې هم ادعا لرئ، خو څه فکر کوئ چې د ټول افغان د بحثفورمونو د ګډونوالو
څو فيصده به يې درسره ومني ؟
تيوريکي = فرضي بڼه يې زه هم نه ردوم خو د عملي ارزښت ( د واقعيت له مخې کوټلتوب )د منلو له پاره به يې پر شواهدوولاړ دلايل وړاندې کول اړين وي !
عادل عادل
08.03.2011
السلام علیکم
محترم پتوال صاحب
تاسو به ان شاالله چې دا راسره ومنی چې یرغلګر په افغانستان کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره بهانې نه لټوي، بلکه په زغرده او څنګه چې یې زړه غواړي عمل کوي، بهانې خو به یې هلته جوړولای چې په لاسپوڅې اداره کې یو نیم د ویښ ضمیر خاوندان هم موجود وای، دا بې خرته ډالر د څه لپاره مصرفوي، ددې لپاره چې بیا یې څوک په وړاندې د ولې او څنګه سوالونه مطرح کړي؟ او نه یې هم په نړیواله ټولنه کې له چا نه سترګه سوزي؟ نو دا د بهانو خبره هسې زمونږ او تاسو بهانې دي چې ځانونه له شرمه پرې خلاصوو.
لاروي صاحب ته وریادول غواړم چې یرغلګرو 9 کاله مخکې د خپل ناولي او وحشي یرغل سره جوخت د دایمي اډو د تهداب ډبرې اېښې دي، ډالري قراردادیان در وپوښتی، غوښتل یې چې، د رامسفلډ له اعلان وروسته چې ویل یې " القاعده ورکه او طالبان ختم شول، دیموکراسي نصب، افغانستان ازاد، او جګړه ختمه شوه" ..... خپل ناولی حضور دایمي اډو ته محدود کړي خو د افغانانو همت د خدای ج پّ نصرت سره د دوی نقشه بدله او دادی 9 کاله وروسته چې د افغانانو د نه ماتیدونکي مقاومت څکه یې وکړه، د دایمي اډو لپاره نه بلکه د دایمي اډو په نوم د تېښتې لپاره بهانې لټوي.
دایمي اډو ته د دوی د فوځي حضور محدودیدل د دوی 9 کاله مخکې برنامه وه او دا چې ځنې دوستان یې د سپیڅلي مقاومت د قربانیو محصول بولي، نو دا یواځې د عقدې له مخې د زړه بړاس ایستل دي چې ولې مقاومت د دایمي خاص المنفعه اډو په مخ کې خنډ واقع شول؟
د بلې خوا که چېرته یرغلګر دایمي اډو ته ووتل او د مقاومت غازیانو وسلې پر ځمکه کېښودې نو بیا به د ښاغلي لاروي صاحب خبره یو څه وزن پیدا کړي، خو فکر نه کوم چې مقاومت به تر هغې د وحشي یرغلګرو له تعقیب څخه لاس په سر شي تر څو یې چې د ګران افغانستان څخه په بشپړه توګه وتلو ته نه وي اړ کړي.
اسد مومند
08.03.2011
ستا د ښايست ګلونه ډير دي
ځولۍ مې تنګه زه به كوم كوم ټولومه
ياره عادله هره خبره دې نيغ په نيغه د زړه تل ته كوزيږي خو مقتبسه جمله دې د كاڼې كرښه ده.
[quote:ea13cfea03]د بلې خوا که چېرته یرغلګر دایمي اډو ته ووتل او د مقاومت غازیانو وسلې پر ځمکه کېښودې نو بیا به د ښاغلي لاروي صاحب خبره یو څه وزن پیدا کړي، خو فکر نه کوم چې مقاومت به تر هغې د وحشي یرغلګرو له تعقیب څخه لاس په سر شي تر څو یې چې د ګران افغانستان څخه په بشپړه توګه وتلو ته نه وي اړ کړي.[/quote:ea13cfea03]
پتوال
09.03.2011
عادل صيب ، لاروي صيب ،مومند صيب او ټولو ګډونوالو ته سلام !
زما په اند پاکستان له سره چمتو نه دی چې په افغانستان کې دې دامريکا پوځي هډې جوړې شي، بلکې په هرقيمت يې مخه نيول غواړي .
داچې واقعا ملي اسلامي ځواکونه هم د بهرنيانو هډې په اوسنيو شرايطو کې
نه غواړي د هغې علت بيل شی دی . ما پوښتنه هم داکړې
چې لاروي صيب ولې انګېرلې چې ګواکې پاکستان هم دهډو په جوړولو کې د طالبانو په مټ مرسته کوي ؟ که د امريکا په مرسته هم وي
آيا پاکستان د افغانستان له ځواکمنتياڅخه نه ډاريږي ؟
نو په دواړو صورتونو کې چې تر کومه څوک طالبان پاکستان ته وفادار ګڼي هم تر هغه
بريده يې بايد د امريکا د هډو سخت مخالفين يې هم وبولي ،او که طالبان د آزادۍ آزاد او مستقل جنګيالي بولي نو هم نو پيا خو بايد طالبان
د امريکا د هډو د جوړولو سرسخت مخالفين وبولي ، ولې داهېڅکله نشي کېدای چې هم سړی طالبان د آزادۍ او خپلواکۍ جنګيالي
او هم د پاکستان دوستان وبولي ، ټول بحث تر اوسه په همدې يوه خبره دوام موندلی دی ، او همدارنګه ناممکنه ده چې طالبان د امريکايي
هډو په مسله کې هم د امريکا او هم پاکستان په ګټه کار وکړي ، او که د آزادۍ مستقل جنګيالي وي نو د يوۀ په ګټه به ګام هم پورته نکړي او
ددواړو لکۍ به وروتړي ، لوی الله دې دغه توان او توفيق ورکړي چې پنجابيان تر اسلام آباده او ينکيان تر واشنګټنه وځغلوي !
طالبان په دې نه پوهيږي چې پاکستان زمونږ اصلي ملي ، تاريخي او دايمي دوښمن دی او امريکايان مو عارضي استعماري دوښمنان دي ،
ولې موقتي دوښمنان دي او په ٢٠١٤ کې يې دلته شتون هم ختميږي . په مصر او سعودي کې هډې هم لري، په مصر کې د ولسي پاڅون
له بري وروسته هم ددوی هډې دوام کوي او مصريان يې په ګټو صرف نظر نه کوي .
ولې دې دواړه هيوادونو د ملي استقلال په شرايطو کې
امريکايي هډوته اجازه ورکړې ده، د ملي آزادۍ او استقلال له اعادې وروسته
افغانستان هم بيا په دې اړه د تصميم نيولو حق لري ، خو لومړی
آزادي او ملي خپلواکي بايد تر لاسه شي !
که ملي سوله ييز پاڅون رامنځته شي باور لرم چې د ٢-٤ مياشتو په موده کې ټول اشغالګر وځي او لاسپوڅي حکومت ړنګ او يو ملي اسلامي ولسواک
رژيم منځته راتلی شي د طالبانو په شمول اسلامي ځواکونه، ملي ځواکونه او دملي اسلامي امت واکۍ پلويان ټول په کې ګډون ولري ،
په کوم کې چې نه د اشغالګرو او نه د ايران او پاکستان پټ يا ښکاره استازي د ساه اخيستلو مجال لري !
ډاکتر څپاند
10.03.2011
درنو هېوادوالو،
دامريکائي هډو ښه په يوه او بد په بله تله کي:
١-ښه:
کرزی صيب اودهغه وطنپاله،ملتپاله او پاک سوچه دوستان او ياران، ستر
جهادي شخصيتونه لکه حضرت مارشال فهميم،سترجنرال دوستم،سبغت الله خان،محمد محقق خان،قانوني،سياف او نور او نور به دتل لپاره دهيواد واک
په لاس کې ولي٠
دتيرو لسو کالو پشان به دکابل حکومت دپاکستان او ايران دوست پاته،او هر څه چې دهغو خوښه وي ،هسې به کيږي٠
افغان ولس به پخپلو قومونو اوقبيلو افتخار کوي،يوبه بل ته کم نه وائي ،هريو
به برېتونه شخ شخ تاووي،طالبان به دغربيانو سره جنګيږي،افغانان به
دې ډورنډ دواوو خواوو ته تباه کيږي٠امريکه به هر ډله په شاه ډبوي چې تا
سره يم٠
دېاملي او دموکرات ځوواکونه خوهسې هم تنبل او ډوډۍ خواره دي،په هر
نظام کې تش دخلکو په فکر کې دي،نو ښه به داوي چه داسې ځواکون دواکمنۍ
نه دتل لپره بهر وساتل شي٠
نظامي هډو ته شايد دايمي ضرورت پيښ هم نشي،ځکه،چه اوسنی نسل دقربانۍ نسل دی او راتلونکي نسلون دغرب،پاکستان او ايران تر سيوري لاندې لويږي،له بلې خوا ، دې ناتائيد شويو
اخبار او شواهدو پر بڼست،طالب رهبران هم دې امريکۍ سره سر خوځوي٠
تاوانونه،
پدې هکله نورو دوستانو ليکنۍ کړي،زه مو وخت نه نيسم٠
larghonay laraway
10.03.2011
السلام عليکم!
ښاغلی پتوال صيب تاسو يوې ريښتونې نتيجې ته رسيدلي يئ خو دا چې د بحثفورمونو ليکونکي يا ګډونوال يې نه مني، نو هغوی خو يوازې جنګ مني او هغه هم هغه جنګ چې دوی ورته په نيټ کې چټنګ کوي او د بې وزلو او ناخبره پښتنو د زامنو قتل عام روان وي!
بيا هم زما دوه تحليله دي لومړی دا دی چې امريکا غواړي په افغانستان کې هډې جوړې کړي خو پاکستان په خپله داوطلب دی او نه غواړي چې په افغانستان کې هډې جوړې شي بلکې غواړي چې په پاکستان کې هډې جوړې شي او پاکستان پياوړی شي. د همدې لپاره يې بده ورځ شروع کړې او غواړي امريکا ته زور وښيي او دې ته يې اړباسي چې، يا په پاکستان کې هډې جوړې کړي او يا پاکستان ته باج ورکړي.
دويم تحليل: ايران، پاکستان او ناټو د اوسنۍ لوبې لواصلي لوبغاړي دي او غواړي چې افغانان اړباسي څو د دايمي هډو جوړولو خوښه ورکړي.
چې د دواړو تحليلونو لپاره افغانستان او افغانان قرباني دي چې يوې خواته د کرزي حکومت استعمالوي او بلې خواته د ملاعمر ډلګۍ استعمالوي او دواړه د امريکا په اشارو ناڅي!
[quote:9f25ff1c2a]عادل صيب ليکلي :
تاسو به ان شاالله چې دا راسره ومنی چې یرغلګر په افغانستان کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره بهانې نه لټوي، بلکه په زغرده او څنګه چې یې زړه غواړي عمل کوي، بهانې خو به یې هلته جوړولای چې په لاسپوڅې اداره کې یو نیم د ویښ ضمیر خاوندان هم موجود وای، دا بې خرته ډالر د څه لپاره مصرفوي، ددې لپاره چې بیا یې څوک په وړاندې د ولې او څنګه سوالونه مطرح کړي؟ او نه یې هم په نړیواله ټولنه کې له چا نه سترګه سوزي؟ نو دا د بهانو خبره هسې زمونږ او تاسو بهانې دي چې ځانونه له شرمه پرې خلاصوو.[/quote:9f25ff1c2a]
رښتيا هم چې بهرني لنډغر په ننني وخت کې هم زر لري او هم زور خو که اوريدلي مو وي نو د هيټلر د وخت مجرمان اوس هم محاکمه کېږي. دوی پوهېږي چې په افغانانو يې لاس بر دی خو نه غواړي چې په راتلونکې کې څوک ورته ګوته ونيسي. بله دا چې نړۍ يې په همدې بهانو له ځان سره ملګرې کړې ده. حتی د عربستان شيخان هم د اوسني حکومت او ناټو سره مرستې کوي. که بهانې جوړې نه کړي نو خپل ولس او خپل متحدين به په څه قانع کوي؟
[quote:9f25ff1c2a]عادل صيب بيا ليکي:
لاروي صاحب ته وریادول غواړم چې یرغلګرو 9 کاله مخکې د خپل ناولي او وحشي یرغل سره جوخت د دایمي اډو د تهداب ډبرې اېښې دي، ډالري قراردادیان در وپوښتی، غوښتل یې چې، د رامسفلډ له اعلان وروسته چې ویل یې " القاعده ورکه او طالبان ختم شول، دیموکراسي نصب، افغانستان ازاد، او جګړه ختمه شوه" ..... خپل ناولی حضور دایمي اډو ته محدود کړي خو د افغانانو همت د خدای ج پّ نصرت سره د دوی نقشه بدله او دادی 9 کاله وروسته چې د افغانانو د نه ماتیدونکي مقاومت څکه یې وکړه، د دایمي اډو لپاره نه بلکه د دایمي اډو په نوم د تېښتې لپاره بهانې لټوي. [/quote:9f25ff1c2a]
عادل صيب!
دا منو چې امريکااو انګليس دوه کفري او يرغلګر هيوادونه دي، ولې تر څنګ يې بايد دې ته هم فکر وکړو چې انګليس او امريکا دوه پياوړي دسيسه جوړوونکي او پلان لرونکي هيوادونه هم دي. نهه کاله خو لا پرېږده چې حتی د روس تر ماتې وروسته دوی دا پلان جوړ کړی دی خو کاشکې چې زه او ته يې ورته عملي نه کړو، د کرزي او ملاعمر لښکر نه شو!
د دوی پلان ډېر زوړ او اوږد دی، داسې نه ده چې د کرزي په راتګ سره دوی نهه کاله وړاندې د يو کال لپاره پلان جوړ کړ، القاعده يې ختمه وبلله او نور نو په افغانستان کې دايمي هډې جوړوي او افغانستان ساتي!؟
نه! بلکې دوی منځنۍ اسياته تلل غواړي څو د هغوی شتمنۍ وزبېښي، دوی د اسلامي هيوادونو ځپل غواړي څو دا خنډونه له مخې ليرې کړي او همدا راز دوی د نړۍ مشرتابه ته ملاتړلې ده خو بيا هم له بده مرغه چې عسکر او بړيڅي يې مسلمانان دي او په افغانستان کې د کرزي او ملاعمر بړيڅي دي.
ته يقين ولره چې نهه کاله وړاندې د هلمند په موسی قلعه کې د ملاعمر ډلې د پاکستان بيرغونه نه وای وچت کړي نو انګليسي او امريکايي لنډغره به هيڅکله هم هلته نه وای تللي. خو دا د بهرنيانو تکتيک دی چې چېرته ځي هلته لومړی خپل ځري (د ملاعمر ډله) استوي څو د نړۍ نه په همدې بهانه لګښتونه واخلي، تنور ګرم وساتي او خپلې پېړې پورې کړي!