د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ملګرو ملتونو په دفتر باندې ننۍ يرغل

و.افغان
28.10.2009

السلام عليکم
درنو وروڼو!
نن به مو اورېدلي وي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو دفتر باندې سهار وختي بريد
کړی دی، او ښه درانه تلفات يې وراړولي دي.
تاسو د طالبانو دغه بريد څنګه ارزوئ؟
آيا ملګري ملتونه په افغانستان کې دروانې جګړې يو اړخ دی؟
او که يو درېمګړې اداره ده، چې د سولې لپاره کار کوي، او غواړي چې افغانانو
سره مرسته وکړي؟

په درنښت

http://www.tolafghan.com/posts/15659


Re: د ملګرو ملتونو په دفتر باندې ننۍ يرغل

pattang
28.10.2009

ملګري ملتونه د cia ځاله ده ، هغه دغه ناحقه ،فاسد ، لاسپوڅی رژيم تقويه کوي
او داشغالګرو غوښتنې مخ ته بيا يې ٠

[quote:df56b51679="وهاج ساپی"]السلام عليکم
درنو وروڼو!
نن به مو اورېدلي وي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو دفتر باندې سهار وختي بريد
کړی دی، او ښه درانه تلفات يې وراړولي دي.
تاسو د طالبانو دغه بريد څنګه ارزوئ؟
آيا ملګري ملتونه په افغانستان کې دروانې جګړې يو اړخ دی؟
او که يو درېمګړې اداره ده، چې د سولې لپاره کار کوي، او غواړي چې افغانانو
سره مرسته وکړي؟

په درنښت

http://www.tolafghan.com/posts/15659[/quote:df56b51679]


..Ahmadzai
28.10.2009

السلام علیکم
افغانستان کې ملګري ملتونه د یرغلګروو سیاسي تګلارې چوکاټ برابروي، کوم پروګرام چې دوۍ ته د امریکل لخوا ورکول کیږي هغه تعقیبوي، او عملي کوي یې.
ناټو او امریکایي فوځ عسکري میداني یعني جنګي فعالیت پرمخ بیایي او ملګري ملتونه دښکيلاک سیاسي مدني اړخ پرمخ بیایي.
زما په اند یوناما او د ملګرو ملتو نور اورګانونه صرف او صرف یرغلګرو ته خدمت کوي،
ننی برید ډیر په ځای وو، او مٍبتې نتیجې به ورکړي.
[quote:a865562e55]وهاج ساپی ليکلي:
السلام عليکم
درنو وروڼو!
نن به مو اورېدلي وي، چې طالبانو د ملګرو ملتونو دفتر باندې سهار وختي بريد
کړی دی، او ښه درانه تلفات يې وراړولي دي.
تاسو د طالبانو دغه بريد څنګه ارزوئ؟
آيا ملګري ملتونه په افغانستان کې دروانې جګړې يو اړخ دی؟
او که يو درېمګړې اداره ده، چې د سولې لپاره کار کوي، او غواړي چې افغانانو
سره مرسته وکړي؟

په درنښت

http://www.tolafghan.com/posts/15659
[/quote:a865562e55]


pattang
29.10.2009

او خلکو په يوناماکې هغه بې ناموسه خلقيان او پر چميان او س کارونه کوي چې
له 1978 څخه راهيسې دببرک تر دورې پورې به يې زمونږه را پورونه افغاني صفارت ته په بن (Bonn)کې ورکو ل ، دغه حراميان پښتانه وو او اوس دغه بې ناموسان خارجيانو ته په شهرنو کې مرده ګاوي کوي خدای پاک دې دغه حراميان دطالبانو په لاس ورکړي ٠


momtaz
29.10.2009

داسې ښکاری چې د دغو وحشیو سا ستونی ته رسیدلې ده، چې پدې وروستیو سلګو کې هر څه چې کولای شی کوی یې. د پېښور چاونده چې پکې له ۱۰۰ نه زیاد ملکی وګړي ووژل شول یوه بله بېلګه یې ده.

پاک الله دې دا انسان وژونکي تباه کړي.
مرګ دې وي د آی اس آی پر نوکرانو!


میوند ننګیال
29.10.2009

سلامونه !

ملګری ملتونه او یایی ورته منسوب ټول دفترونه دامریکا دولکي لاندی دي امریکا چی څه غواړي هغه ددوی له لاری کوي همدغه ملګری ملتونه ول چی ددطالبانو دحکومت په دوره کی یي عیسویت ته دعوت کولو او که به رښتیا دوی سولي ته کار کوی نو داپنځوس کاله کیږی چی دفلسطین څه حالت دی هلته یي کومه توره وکړه چی دلته به یی وکړي.


pattang
29.10.2009

ممتاز خانه دا خو د iSI کارونه دي چې پښتانه وژني او له اشغالګرو دالرې
ټولوي ايا دکابل بې ناموسان پر دې نه پو هيږي ? ټول حراميان پښتانه وژني
اوخپلې پېسې جيبو ته اچوي٠ isi + دکابل مردار دولت او اشغالګر د پښتون قام
دتبايې لپاره يو ځای کارونه کوي٠
زه خبر يم چې طالبانو داکار ندی کړی٠

[quote:d1529f97b3="momtaz"]داسې ښکاری چې د دغو وحشیو سا ستونی ته رسیدلې ده، چې پدې وروستیو سلګو کې هر څه چې کولای شی کوی یې. د پېښور چاونده چې پکې له ۱۰۰ نه زیاد ملکی وګړي ووژل شول یوه بله بېلګه یې ده.

پاک الله دې دا انسان وژونکي تباه کړي.
مرګ دې وي د آی اس آی پر نوکرانو![/quote:d1529f97b3]


stanizay
29.10.2009

ممتاز خانه بې ادبي دې ماف وي ته خو خټه اوخيټه هم نه سره پيژنې اوكه واو ور ايضافه كې لا بل شی ترې جوړېږي .... په كابل كې د ملكرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما په ميلمستون د طالبانو دا بريالی بريد بيا په پېښور كې د cia د ايجنټانو {isi} له هغه وحشي بريد سره چي هيلاري كلينټن ته ډالۍ شو څرنګه برابروي چي قربانيان يې عام وګړي دي چي هيڅ سالم عقل اومنطق يې نه مني ځكه چي طالب ته يې په كړو سره بي له تاوان څخه هيڅ ګټه نه ور اوړي نو لالكه دطالبانو سياست او تګلاره تر لمر هم روښانه ده او دښمن هم پر دې اعتراف كړي چي د ملت پر وړاندي د طالبانو پالسي تر موږ ډيره بريالۍ ده
ممتاز ليكي:
[color=yellow:dae3ef6024]مرګ دې وي د آی اس آی پر نوکرانو![/color:dae3ef6024]
ممتازه خبره لږ نوره هم عامه كړه او داسې وليكه چي مرګ د cia او isi دواړو په نوكرانو او مړه دي وي دا بي موقفه مختورن اوشرميدلي كمونستان


ت. ګ. س
25.02.2011

[color=indigo:252e8fc145]آيا ملګري ملتونه په افغانستان کې دروانې جګړې يو اړخ دی؟[/color:252e8fc145]
م. م. دافغانستان دروانی جګړی یو اړخ هم دی او هم ندی. ندی ځکه چی د م. م. ترنامه لاندی عساکر په افغانستان کی نه جنګیږی
او اړخ ځکه دی چی م. م. وامریکایانو ته په افغانستان دحملی قانونی ایجازه ورکړی
مقصد دادی چی روانه جګړه دم. م. په امر دامریکاعساکر پرمخ بیایی


larghonay laraway
26.02.2011

سلامونه!
په دې کې خو شک نشته چې ملګري ملتونه يعنې د امريکې دارالانشاء
ولې د جلال اباد، کندهار، کابل او د هيواد يو شمېر نورې پېښې د پاکستان له خوا ترسره کېږي. ځکه چې دوی په دې ناوړه او عام المنفعه ځايونو کې په وحشيانه پېښو سره دايمي هډو ته بهانه جوړوي.


عنوان

chaparharay
26.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ملګری ملتونه ملګری ملتونه اخر دچا ملګری د انسانانو ملګری که یواځی دکافرو او خاصکر امریکا ملګری او دامریکا ناروا ته د روا والی څادر؟!
هو دلرغونی لاروی صاحب له خولی هم یوه سپینه خبره راووتله الله ج دی وکړی چی قصدا یی کړی وی او غلط شوی نه وی .
لرغونی صاحب بی ادبی دی معاف وی داسی خبرو سره دی بیا ډیر افغانان موافق او خوښیږی چی هم پاکستان او دپاکستان غلامان او هم ورسره دامریکا او غلامانو ظلم ته ظلم ووای او رسوای کړی .
پاکستان او امریکا دواړه ځمونږ دښمنان دی او ددواړو دا ناوړه اعمال باید رسوا او غندو او د یو دفاع هم ونه کړو او نه یی نامشروع عمل ته د مشروعیت رنګ ورکړو او سترګی پری پټی کړو .
ددی لیکنی نه مو شخصا مننه کوم الله دی دداسی لیکنو همت درکړی چی حقایق ولیکی آمین.


larghonay laraway
27.02.2011

چپرهاريه کله !
لومړی خو چې څه ليکې نو بيا يې لوله.
ځکه چې ما تر اوسه د خدای په فضل داسې څه نه دي ليکلي چې پرې پښيمان شم. ځکه چې تر ډېر غور وروسته ليکنه کوم.
بله دا چې شک د مسلمان انسان کار نه دی. دا چې تاسو اټکليان يې او اوتې بوتې ليکئ چې ( که غلط شوی نه وي) نو ګرانه داسې ليکنه مې راته وښيه چې اټکلي او توکلي مې ليکلې وي او تاسو پرې انتقاد وکړای شئ!
بله دا چې زه د چا د مننې او شاباسي لپاره ليکنې نه کوم، بلکې خپل مسؤوليت يې ګڼم نو په راتلونکې کې خپل نظر ليکه او له چا مننې مه کوه.

يوه بله مشوره هم درکوم چې يو خو دا سيمه ييز نوم له ځانه ليرې کړه او بل د پاکستان د ISI غوندې (زمونږ) د (ځمونږ) په ليکبڼه مه ليکه. ځکه افغانستان ته چې پاکستان څو ملي بسونه ورکړي نو د سفارت له خوا يې همداسې (ځمونږ) پرې ليکلي دي.
مننه


قريش
27.02.2011

لرغونی لاروی صاحب مننه کول خو ښه خبره ده چی دیوچانه په یو ښه کار مننه وکړی شی ته هم په خپلو لیکنو کی کله ناکله دچا نه مننه کوې!
خو هغه دمشرقیوالو خبره، زه پوه نشوم چی ولی دچپرهاری په مننې داسې وشکیدې؟؟؟ :D


عنوان

chaparharay
27.02.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
لاروی صاحب زه شاید پدی کی غلط شوی یم او دا ګمان می کړی وی چی دلته تاسی د ملګرو ملتونه د امریکا دارالانشاء ګڼلی نو دا مو حقیقت لیکلی ځکه می ستاسی دا د تعصب او فساده ډکه لیکنه نه بلکه د پیټاګون دلیکنی ژباړه وستایله ،رښتیا هم ستاسی لیکنه په ستاینه نه ارزی .
بل تاسی لیکلی چی دا ځما مسولیت دی نو ښه شوه چی پخپله مو اعتراف وکړ چی تاسی دا لیکنی بلکی د پیټاګون ژباړی په یو ملی اوافغانی احساس نه کوی بلکی دا ستاسی مسوله وظیفه ده او پدی باندی یو څو لپی وربشی علف کی درکوی چی ددی راتب لپاره مو داسی کش لګولی دی سترګی دی پټی او خوله دی وازه کړی ،ما په غلطۍ کی په تاسی دکوم شریف سړی او کوم ادبی استاذ ګمان کړی وو خو اوس پوه شوم چی دی کی تیروتی یم تاسی کوم شریف استاذ نه بلکی کوم ترجمان یی چی د امریکایانو پروپاګنډی پښتو ته ژباړی !
تاسی وای چی داسیمه ایز نوم له ځانه لیری کړه نو ولی دا ستاسی په شان بی لاری لاروی په ځان کیدم پلار خو می چیری په لاره نه یم موندلی چی هسی لاروی شم مور لرم پلار لرم خپله قریه او ولس لرم !
او تاسی دا هم لیکلی چی( ځمونږ )غلطه ده او (زمونږ)صحیح ده په کوم دلیل ؟
پدی دلیل چی ولی یی دپاک افغان دوستی په بس لیکلی دی که همدا ستاسی دلیل وی نو بیا خو دی علمیت په صفر کی ضرب دی !
تراوسه خوپدی نه پوهیږی چی لیکنه څنګه پیل شی که افغان ځانته وای نو بیا خو افغانان مسلمانان دی او لیکنه به بسم الله او خطاب په السلام علیکم پیل کوی ،خو دا چی تاسی دی نه مخکی شاید چی کمونست به وی او کنه نو اوس خو دامریکایانو پوخ غلام یی ترجمانی یی کوی او الله خبر دی چی نور به څه بدرنګ کارونه ورته انجاموی ځکه چی ترجمانان د ترجمانۍ سره سره نور هم ډیر کارونه کوی ،نو ځکه خو خپلی لیکنی د یو امریکای یا انګریز غوندی بغیر دبسم الله او سلام پیل کوی !
لارویه اول دی خپلی لیکنی اصلاح کړه اوبی ادبه کلمات مه لیکه بیا مونږ سره بحث کوه!
او چی ته وای ځما کومه لیکنه راوښایه چی اټکلی او توکلی وی ؟
نو ستاخو یوه لیکنه هم اټکلی او توکلی نده ځکه چی توکل خو پیژنی نه او اټکلی ځکه نده چی د خپل فکرنه لیکنه نه کوی خو دامریکا جوړی لیکنی وی او ته یی ژباړی نو دی کی ستا څه اټکل او نه اټکل دی خو ټولی دی فقط د اسلام په ضد او افغان دښمنه تبصیری او امریکنی ابلاغی دی ماچی ستاسی مننه کړی دا بیرته اخلم او وایم چی نه شاباس.
فکر کوم چی پوه شوی به یی او کنه نو
نوربیا


larghonay laraway
03.03.2011

ګران قريش او چپرهاريه !
ما مخکې هم ډېرو ليکونکو ته ويلي چې زه نه دومره وخت لرم چې کوڅه يي بحث وکړم او نه د چا د کوڅه يي خبرو ځواب ورکوم.
هو! که څوک مې په ليکنه انتقاد وکړي او هغه هم په منطقي ژبه نه په کوڅه يي ژبه نو تر څو مې چې وس وي او قناعت يې نه وي راکړی تر هغې يې ورسره شاربم.
وايي څه چې په دېګ کې وي هغه په څمڅۍ راووځي. د چا د کور چې څنګه ماحول وي همغه ترې په خبرو، بحث او ليکنه کې هم څرګندېږي.
زه کولی شم چې د چپرهاري او قريش ليکنې ړنګې کړم خو لوستونکو ته يې پرېږدم چې د دوی کورنۍ تربيه او اسلامي اخلاق ترې استنباط کړي.
خپله خبره يو ځل بيا هم تکراروم چې په دې بوخته نړۍ کې هيڅ لوستونکی هم دومره بې کاره نه دی پاتې چې بې هدفه او اضافي ليکنې ولولي نو هر ليکونکی بايد د ليکوالۍ اخلاق په پام کې ونيسي. بې ځايه مننې او غوړه مالي هدفي ليکنې نه دي بلکې د لوستونکو وخت ضايع کوي او له موضوع يې لېرې کوي.

مننه


عنوان

chaparharay
03.03.2011

له موضوع او چوکاټه وتلې خبرې ړنګېږي


عنوان

chaparharay
03.03.2011

بسم الله الرحمن الرحیم
هو لاروی صاحب دا خبره هم ضروی ده چی د پتوال صاحب د رای او ځما د رای ردولو په بدیل باید دریمه طرحه حتما وړاندی کړی هسی یی مه تیروه خپله رایه حتما ولیکه شاید ستاسی دا دریمه طرحه ښه وی او دافغانانو د افغانیت او اسلام او ازادۍ او خپلواکۍ په ګټه وی دا به ستاسی لوی خدمت وی!
ستاسی د دریم او اساسی پلان په هیله!


م افغان
03.03.2011

زه خو وایم چپرهاری صیب که دا دیرش میله صلاح راواخلې زه اوته پتوال اومومند او یو ۲۶ نور ایمانداره پیداکړو اول اشغالګر اوباسو بیا به په تور مخو پسې پایڅې ورته کړو؟
دابه ته وایه ښه نه وی؟ اوس خو زموږ اوستاسې دکور په منځ کی کفر ناست دی؟
هغه دی نه دې اوریدلې چه اول ځان بیاجهان.


عنوان

chaparharay
03.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
م افغان صاحب! د خولی دی جار شم؛ دغسی نری نری خبری کوه چی زړه می پری ډاډه شی، د سلاح هڅ مشکل نشته. دی نه زیاته هم را اخستی شو چاته سوال زاری خو نه کوو په بیه یی اخلو خو ستاسی غوندی نران نران ځیږه پښتانه او سپیڅلی مومنان پکار دی .
دلته په فورم کی دغسی نری خبری کول دبم اتوم نه هم ښی دی !
د نرو خبرو او شخ دریځ نه مو یوه نړۍ مننه.

ننګیالی دجنګ میدان ته په خوښۍ ځی
...................سر کی ځی هغه چی ولری افغان سر
دا بنګړی ډول وسنګار دنجونوکاردی
................... شخ له ننګه ځیږ په زغرو وی دځوان سر
عبدالرحیم مسلم دوست ستانکزی له اشعارو څخه


عتیق الله
05.03.2011

سلام
عجيبه خبره ده چې چپلياری صاحب دیرش میله وسله هم لری او تر اوسه په پشاور کی د عربانو وظیفی خوری او په انټرنيت کی چټنګ کوي اخر دا وسله یی ورور وژنی ته ساتلی او که د پاکستان دفاع ته؟
خو راځه او په چپليار کی جبهه جوړه کړه کنه!


عنوان

chaparharay
05.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عتیق الله صاحب تاسی په کوم بنا دا خبره کوی چی زه په پښور کی د عربانو وظیفی خورم؟
که می نه پیژنی نو بیا څنګه دا ادعا کوی ؟!
اوکه ما پیژنۍ نو ما خو پوره ۱۰ کاله کیږی چی د عربانو وظیفو ته خیرباد ویلی او د جهاد په تود سنګر کی یم !
اول د یو چا په باره کی پوره معلومات راټولوه او بیا نو تبصیره کوه !
له څه نه خبر نه یی او هسی خوله دی وازه کړی دا پردۍ بی عزتی درته خوند درکوی او که ځان سره می برابروی ؟
لږ ګریوان کی دی وګوره چی ته څه شی یی ؟ ماد عربانو سره ۱۰کاله مخکی وظیفه اجرا کړی او ښه په نره می اجرا کړی په وظیفه کی می هم چاته کمه نده ویلی اونه می ځان کی د چا ګوتی نیولو ځای پیدا کړی او دا پوښتنه تاسی کولی شی او هرڅوک یی کولی شی د خپل ځان باره کی تاته او تا غوندی ټولو .......ته چنلج دی چی ځما په باره کی مو یوه ذره کمزوری کار راوښوده غټه ناغه به درکړم!
او چی دا اوس هم په جهاد کی ورداخل نه وم او هسی می له ځانه خبره کړی وی نرغوندی یی رسوا کړه خو هسی په لیکلو نه، ثابته یی کړه چی زه اوس هم د عربانو یا بل چا سره کار کوم او یا مسلح جهاد نه کوم!
او چی ثابته دی نکړه نو بیا به تانه غټ بی غیرته او دروغجن نه وی .
ستا د مدلل ثبوت په انتظار


عتیق الله
05.03.2011

چپلياری صاحب دا لس کاله کيږی چی ما هم نه یی لیدلی خو لس کاله پخوا د عربانو مزدور وی او د همغو عربانو چی زموږ په ټولنه کی په وهابیانو مشهور دی او ډیر بی ادبه دی. په اثريه کی می هم ليدلی یی.
نور نو ثبوت ته ضرورت نشته ځکه چی تاپه خپله اقرار کړی دی چی لس کاله مخکی د عربانو وظيفه خور وم
پاتي شوه مسلح جهاد. نو په مسلح جهاد کی انټرنيت له کومه شو؟


عنوان

chaparharay
05.03.2011

السلام علیکم
عتیق صیب دا چی تاسی زه د عربانو په دفتر کی لیدلی وم نو زه خو لس کاله مخکی عربانو سره مزدور وم کار می کاوه او تنخوا یی راکوله خو صیبه دا راته ووایه چی تاسی هلته څنګه پیښه راکړی وه.
سوال ته راغلی وی او که وظیفی پسی راغلی وی خو چی په امتحان کی ناکام شوی نو وظیفه یی درنکړه او اوس یی غچ له مانه اخلی او که کوم بل شی باندی راته غوصه یی ؟!


و.افغان
05.03.2011

سلام عليکم
دروند او محترم چپرهاری صاحب:
ستاسې او د ښاغلي عتيق ګپ شپ په خپل ځای، البته ستاسې په اجازه ستاسې په
اقتباس شويې خبرې يوه تبصره غواړم:
[quote:27c002bcd9]
سوال ته راغلی وی او که وظیفی پسی راغلی وی خو چی په امتحان کی ناکام شوی نو وظیفه یی درنکړه او اوس یی غچ له مانه اخلی او که کوم بل شی باندی راته غوصه یی ؟!
[/quote:27c002bcd9]

بېخ او بنياد دې الله جل جلاله د دې مغرورينو جاهلو وباسي، چې خپله به يا په متوسطه
کې ناکام شوی وو، يا به ثانويه کې ناکام شوی وو، هغه ډېر تکړه به يې ايله په بيله
د ثانويې شهادتنامه لرله، هغه هم په جيد تقدير.
خو د افغانانو پوهنتون پاسانو، ماسټرانو، دوکتورانو علماوو او آن د پوهنتون د
مدرسينو څخه به يې امتحان اخيسته.
د دې هر څه موخه افغان ته سپک کتل وو.
افغان ته به يې درې زره کلدارې ورکولې، او خپله به يې له 500 بره ډالري تنخواوې
اخيستې، درحالېکه چې افغان کور کلی قبيله مېلمانه مړي او ژوندي لرل، او دوی
له دې هر څه خلاص وو.

الله جل جلاله دې افغانان له خپله ځانه پوره کړي، چې دغسې متکبر خلکو ته يې هيڅ
احتياج پيدا نشي.

په درنښت


عنوان

chaparharay
06.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله
دروند او قدرمن وهاج افغان صاحب ستاسی خبره نه ردوم خو دوضاحت لپاره وایم چی ما دا خبره د کوم پیغور لپاره نده کړی خو که ستاسی دی مخکینۍ خبری ته د عتیق الله لاروی صیب فکر وی نو ده ماته په څو کرته دا خبره لیکلی چی ته دعربانو مزدور یی او تا دعربانو مزدوی کړی !!!
نو ولی ما که دعربانو مزدوی کړی نو دی کی کوم حرج دی ؟ ناروا می کړی ؟ ناوړه او بی ناموسه کار دی د عبربانوسره کار کول؟
او یا می دعربانو سره په ناروا کارونوکی کار کړی ! خو مدرسی وی دارالایتامونه وو د ابوکوهیان ویستل وو و مسجدونه جوړول وو ډیرو افغانانو پشان ما هم ورسره ماموریت کاوه او تنخوا یی را کوله اوس دا را ته پیغور شو!!!
نو ځکه می عتیق الله لاروی صیب ته لیکلی چی تا زه د عربانو په دفتر کی لیدلی وم نو ښه ما خو مزدوری کوله او تنخوا یی راکول خوتاسی هلته څه کول چی زه مو ولیدم؟
ځما په شخصیت کی را ګوته ونیسه چی کوم ناروا یا کمزوری کار می کړی وی نو بیا صحیح ده ،ښه بیا ښاغلی لیکی چی ما اثریه کی هم لیدلی یی !!!
نو اثریه ولی؟ خو مدرسه ده او همدا اوس هم شته او ښه لوی مسجد هم لری ،سبق می اثریه کی ندی ویلی [کاش چی ویلی می وای] خو لمونځونه می پکی ښه ډیر کړی اوپه سلګونه خلک پکی لمونځونه کوی ، بیا ښاغلی لیکی چی ته وهابی یی او وهابیان بی ادبه دی نو هو زه اهل حدیث اعنی غیر مقلد یم او ښه په ادب یم دا که دی ښاغلی سره کوم وهابی سړی بی ادبی کړی وی نو زه خو یی مسول نه یم هر چا کی هر رنګی خلک شته !
که زه اوس د پاکستان دله ګان او د کابل مردګاوان نوم احنافو ورنوته یادکړم نو دابه له انصافه لیری خبره وی .
ځما په شخصیت کی دی یو سړی را ته وښای چی کوم بد کارمی کړی وی نو ښه شوه وبه یی منم او یا می عقیده باندی ګوته ونیسی چی ستاسی دا وهابی [ددوی په خوله] عقیده خرابه ده نو زه به یی پوه کړم اوکه خرابه وی او په شرعی نصوصو یی راته ثابته کړه نو زه به بیا داعقیده پریدم .
خو چی وای وهابیان بی ادبه دی نو نه پوهیږم چی دی ورور سره کوم وهابی سړی کومه داسی بی ادبی کړی چی اوس یی زه هم له پامه بد راځم؟!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more