د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

stanizy
01.11.2009

[quote:7067a5c76a="ع کريم حليمي"][quote:7067a5c76a]بالکل خبره دې سمه ده ،حدیث داسې ده:

عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال‏:‏ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏(‏يأتي على الناس زمان القابض على دينه كالقابض على الجمر‏)‏ رواه الترمذي‏.‏ [/quote:7067a5c76a]

دغه دچا خط دې !!!
ورک سه لېونی سې !چه کالی وغورڅوې ، چه مور او خور دي درباندی خوړین سي له غمه[/quote:7067a5c76a]
[color=green:7067a5c76a]درنو او قدرمنو عالمانو، لیکوالانو او ادیبانو السلام علیکم ورحمت الله وربرکاته
د دې حدیث شریف په سر باندې دا بحث بیخی له اخلاقی او ادبي چوکاټ څخه و وتۍ
ما د دې حدیث تخرج وکر او په لاندې ډول یې لوستونکوته وړاندې کوم:[/color:7067a5c76a]

[color=white:7067a5c76a] - يأتي على الناس زمان الصابر منهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: ابن القيسراني - المصدر: ذخيرة الحفاظ - الصفحة أو الرقم: 5/2767
خلاصة الدرجة: [فيه] عمر بن شاكر عن أنس نسخة غير محفوظة

13 - يأتي على الناس زمان الصابر فيهم على دينه كالقابض على جمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: ابن العربي - المصدر: عارضة الأحوذي - الصفحة أو الرقم: 5/98
خلاصة الدرجة: ليس في الصحيح معدودا

5 - يأتي على الناس زمان الصابر فيهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: الترمذي - المصدر: سنن الترمذي - الصفحة أو الرقم: 2260
خلاصة الدرجة: غريب من هذا الوجه

6 - يأتي على الناس زمان الصابر منهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: - المحدث: الترمذي - المصدر: تهذيب التهذيب - الصفحة أو الرقم: 7/459
خلاصة الدرجة: غريب من هذا الوجه

7 - يأتي على الناس زمان الصابر منهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: ابن عدي - المصدر: الكامل في الضعفاء - الصفحة أو الرقم: 6/113
خلاصة الدرجة: منك

19 - يأتي على الناس زمان الصابر منهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: المزي - المصدر: تهذيب الكمال - الصفحة أو الرقم: 14/89
خلاصة الدرجة: [فيه] عمر بن شاكر قال أبو حاتم ضعيف يروي عن أنس المناكير وذكره ابن حبان في الثقات

20 - يأتي على الناس زمان الصابر منهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: الذهبي - المصدر: ميزان الاعتدال - الصفحة أو الرقم: 3/203
خلاصة الدرجة: [فيه] عمر بن شاكر وا

24 - يأتي على الناس زمان الصابر فيهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس المحدث: محمد المناوي - المصدر: تخريج أحاديث المصابيح - الصفحة أو الرقم: 4/436
خلاصة الدرجة: في سنده عمر بن شاكر ضعفه أبو حاتم وغيره

25 - يأتي على الناس زمان الصابر منهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: العراقي - المصدر: الأربعون العشارية - الصفحة أو الرقم: 205
خلاصة الدرجة: غريب

34 - يأتي على الناس زمان الصابر فيهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: المباركفوري - المصدر: تحفة الأحوذي - الصفحة أو الرقم: 6/133
خلاصة الدرجة: في سنده عمر بن شاكر وهو ضعيف

40 - يأتي على الناس زمان الصابر فيهم على دينه كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: الألباني - المصدر: صحيح الترمذي - الصفحة أو الرقم: 2260
خلاصة الدرجة: صحي

42 - يأتي على الناس زمان ، الصابر فيهم على دينه ، كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: الألباني - المصدر: السلسلة الصحيحة - الصفحة أو الرقم: 957
خلاصة الدرجة: صحيح بمجموع طرقه

43 - المتمسك بسنتي ، عند اختلاف أمتي كالقابض على الجمر
الراوي: عبدالله بن مسعود المحدث: الألباني - المصدر: صحيح الجامع - الصفحة أو الرقم: 6676
خلاصة الدرجة: حسن

45 - يأتي على الناس زمان ، الصابر فيهم على دينه ، كالقابض على الجمر
الراوي: أنس بن مالك المحدث: الألباني - المصدر: صحيح الجامع - الصفحة أو الرقم: 8002
خلاصة الدرجة: صحي

51 - يأتي على الناس زمان ؛ الصابر فيهم على دينه ؛ كالقابض على الجمر .
الراوي: أنس بن مالك المحدث: الألباني - المصدر: تخريج مشكاة المصابيح - الصفحة أو الرقم: 5296
خلاصة الدرجة: له شواهد يرتقي بها إلى درجة الصحة

52 - يأتي على الناس زمان المتمسك فيه بسنتي عند اختلاف أمتي كالقابض على الجمر
الراوي: عبدالله بن مسعود المحدث: الألباني - المصدر: السلسلة الصحيحة - الصفحة أو الرقم: 2/646
خلاصة الدرجة: [فيه من] لم أعرفهم

53 - المتمسك يومئذ بدينه كالقابض على الجمر
الراوي: أبو هريرة المحدث: الألباني - المصدر: السلسلة الصحيحة - الصفحة أو الرقم: 2/646
خلاصة الدرجة: إسناده جيد[/color:7067a5c76a]
[color=indigo:7067a5c76a]دلته په ۱۹رقم کی را غلي دي چې د دې حدیث په روایت کې عمر بن شاکر راغلی چې ابوحاتم ضعیف بللی
خو ابن حبان بیا په ثقاتوکی شمیرلی چې په دې صورت کې یې روایت اوحدیث دواړه صحیح بلل کیږی
په ۴۳نمبر کی د عبد الله ابن مسعود رض نه چی په کومو الفاظو را روایت شوی حسن بلل شوی
او حسن دویمه درجه ده یعنی صحیح دی بیا حسن.
بیا په۴۵نمرکی ورته صحیح ویل شوي دي
او شیخ البانی بیا داسی لیکي:{ له شواهد یرتقي بها الی درجه الصحه }یعنی دی حدیث لره نور شواهد شته جی
دهغو په وجه درجې د صحت ته رسیږی
والله اعلم[/color:7067a5c76a]



ع کريم حليمي
01.11.2009

[quote:48a6b312f6]دا بحث بیخی له اخلاقی او ادبي چوکاټ څخه و وتۍ [/quote:48a6b312f6]
دوهم نفر واست چه په رکیکو جملاتو او کلماتو او چرندو سر سوي واست

ماشوم لېونیه !!
ولي یو حدیث ته ضعیف ویل کیږي ؟ چه یو راوي یې ناپوه او کم فهمه وي
او بل :-
دا خبري په عامو محدثینو کښی مروجي نه دي ، چه وایی حسن غریب - حسن صحیح دا بې معنیٰ خبري دي
يا به غریب وي او یا به حسن بس

داسي احادیث ملت او حکومت نور سره جلا کوي
موږ ته معلومه ده له احادیثو چه په آخر زمان کښي خراسان کښی به داسي خلګ ................
مرګ یې روادئ ، ږیري به لري لمنځونه به کوي
موږ د داسي احادیث تبلیغ نه کوو ، ولي چه د ملاینو او عوامو تر منځ دبې اعتیمادۍ درز غټیږي
داسي احادیث باید ټول افغان ته راوړۍ چه سیاسی فضاء سمه کړي
تاسو همېشه کوښښ کوۍ چه جنګ ته فضاء توده کړئ

د تجارتي اخلاقو خاوندان یاست !! د خپلو اخلاقو وشرمېږئ ( لېونئ کوچنی ) افلا تعقلون ، ستا د علمي
زخیرې د چوکاټ دننه دغه ادبیات پراته وه (د لیونی ماشوم او یاهم د تنخاخور مامور)
که مي ولیدلې نه به شرمېږې ؟؟ ممکن د مخ پوست دي د


bazgar
02.11.2009

دامريکاي دوحشي يرغل په وړاندي مقاومت ته که څوک جهاد نه واي.داد هغه په بي علمي يا لا دينيت دلالت کوي.
نفس ديني معلومات،مستشرقين هم لري.چې ټول ورځ داسلام بيخ کندي...
ستانيزي صيب له جامعةلازهر نه په حديثوکې دوکترا کړې،په حديث شريف يې مناسب رڼا واچوله.ستا دصلواة التسبيح ترحديث يې سندکمزورى نه دى...
خو ارمان چې تاسو دحديث پرځاي په نيويارک کى دجهاد پرضدفلمونونه متاثر نه وي،
اودقران اواحاديثو جهادي نصوص مو له پامه نه وى غورځولې.
هغه څوک چې درسوالله په دين سر ورکوي،له هغه چاسره ډير فرق لري.چې اسلامي معلومات محض دنفس چاغولولپاره کاروي...


..Ahmadzai
02.11.2009

وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
حلیمي صاحب زمونږ یو مشر ورور ده، کیدای سي فشاریاهم شکر یې لوړ سوای وي، ځکه ډیر په غوسه ښکاري، خو بیا هم مونږ ته نه ښایي چې له ادب څخه ورسره ووځو،
د مشرتوب حق پر مونږ لري، او باید له دغه نګاه نه ورسره احترامانه چلند وکړو، خیر د رای او اند اختلاف به موجود ويٍ، هغه به د بحث موضوع وګرځوو او له چټیاتو به ځان ساتو، او کوشش به کوو چې له زغم نه کار واخلو، وروڼو حوصله کوئ
او حلیمي صاحب ته هم په کار ده د مشر په حیث چې د ډیر حلم نه کار واخلي، او ټول افغان ته هله سر راښکاره کړي چې طبعیت او مزاج یې جوړ وي.
او نور خو حلیمي صاحب څه دیني عالم نه ده، او نه مونږه، نو د حدیث د درجې باره کې پکار ده چې وهاج صاحب خپل دریځ څرګند کړي، دا د هغه مسلک او تخصص ده، نو وهاج صاحب هلم.
ما صرف د حدیث سند کوم چې غیرت صاحب ترجمه کړی وو، او خپل لاسلیک یې ګرځولی وو، ما یې سند راوړی، او تشریح کړی مې وو، ځکه چې غیرت صاحب ناسمه اخیستنه ترې کړې وه، بلکې سرچپه مطلب یې ترې اخیسته.
نور نو حدیث څه حرام نه دي حلال کړي او نه یې څه حلال تحریم کړي، صرف خبري بڼه لري.
ستانزي صاحب نه ډیره ډیره مننه
په درنښت


و.افغان
02.11.2009

محترم ډاکټر صاحب:
دغه حديث په مختلفو شواهدو سره د صحت مرتبې ته رسيږي.
د امام ترمذي اصطلاح (غريب) د ضعيف معنا نه ورکوي، بلکه يوه دقيقه اصطلاحه
ده چې امام ترمذي يې د خپلو اسانيدو لپاره کاروي، لکه غرابت مطلق وي، او له مطلق
غرابت څخه هم لازم نه دي، چې حديث ضعيف وي، بلکه ډېر کرته حديث غريب وي
خو صحيح وي.
امام عراقي رحمة الله عليه په خپلې حديثي شعري ألفيې کې داسې وايي:
وقول مسلم روی الزهري
تسعين فردا کلها قوی

کله د امام ترمذي له غرابت څخه همغه اسناد مراد وي چې د هغه له لارې ترمذي
حديث په خپل کتاب کې راوړی وي، نو له دغې لارې حديث غريب وي، يعنې دغه
اسناد غريب دی، خو له نورو أسانيدو ډېر مشهور وي.

غرابت او تفرد يوه معنا لري، خو که چېرته يو ضعيف راوي غريب روايت راوړي،
نو د منکر درجې ته رسيږي.

امام عراقي د مصطلح الحديث په ألفيه کې فرمايي، کومه چې ما له نن څخه 11 کاله
مخکې حفظ کړې ده:
واختار فيما لم يخالف أن من
یقرب من ضبط ففرده حسن
أو بلغ الضبط فصحح أو بعد
عنه فما شذ فاطرحه ورد.

يعنې که د چا حفظ له ثقه حفظ څخه لږ راکم وي، نو غريب يا فرد يې حسن دی، او که
د ثقتوب اعلی درجې ته رسيدلی وي، نو غريب يا فرد يې صحيح دی، خو که چېرته
له حفظ څخه لرې راوي وي، يعنې ضعيف وي، نو بيا پرې د شاذ حکم صادريږي، او
له نظره لويږي.

په درنښت


stanizy
02.11.2009

[quote:67df77b8fd="ع کريم حليمي"][quote:67df77b8fd]دا بحث بیخی له اخلاقی او ادبي چوکاټ څخه و وتۍ [/quote:67df77b8fd]
د تجارتي اخلاقو خاوندان یاست !! د خپلو اخلاقو وشرمېږئ ( لېونئ کوچنی ) افلا تعقلون ، ستا د علمي
زخیرې د چوکاټ دننه دغه ادبیات پراته وه (د لیونی ماشوم او یاهم د تنخاخور مامور)
که مي ولیدلې نه به شرمېږې ؟؟ ممکن د مخ پوست دي د[/quote:67df77b8fd]
متل دی چې وایي : دیه به دیوانه میخنده دیوانه به دیه ، دا خلک وایي چی حلیمی له عمره مشر سړی دی زه نه پوهیږم چې رښتیاوی او که څرنګه خو له خبرو خو ډیر مشر نه را مالومیږی او یاهم دا چې رحمان بابا وایي :
توره ږیره مې شوه سپینه
زه رحمان لانه عاقل شوم نه بالغ
په هر حال له شر میدلي به سړی څه وشرمیږي که زه خدای مکړه دغومره سپکی سپورې واورم نو باور وکه چې که ټول افغان پرې ندم نو نوم خوبه بدل اوپه مستعار نوم به لیکنی کوم .
حلیمې صاحب چې ترخې خبرې کوې بیا یې په اوریدو یا لوستوهم خوامه بدوه او په دې تا خپله هم اقرار کړی دۍ[color=yellow:67df77b8fd][فرض ده ! چه ښو خبرو جواب په بهتر شان سره درکړم ، ښې خبري سنت او جواب ئې فرض دی ] [/color:67df77b8fd]او بیا دا لاندی ستا دخبرو ملغلرې دي چې نورو ته دې لیکي دي :

[color=yellow:67df77b8fd]۱-ع کريم حليمي د ليکنې نېټه : ١ شنبه نومبر 01, 2009 2:03 pm عنوان :

ورک سه لېونی سې !چه کالی وغورڅوې ، چه مور او خور دي درباندی خوړین سي له غمه
۲-جلالزی صاحب سلامونه مي ومنه ،
دا یو غریب حدیث دی ، او کومه ترجمه او مطلب چه تاسو لیکلئ ، ستاسو د زړه باد دی بس
۳-نه لوی ملا صاحب پېژنې او نه دی په خپل عمر لیدلی ، لوی ملا صاحب پلار نه لري ، مور نه لري ، اکا نه لري
ورور نه لري ، ماما نه لري او په قوم داسی هوتک دی لکه ملا ملنګ چه په توخی مشهوره وو

په پيریانانو پسي روان يې دا مادرزومیان سي آی اې جوړکړي، که طالب دی که کابل دواړه مېډ usa دي
که یې نه منې نو ته هم سیاسي سړی یې
۴-او د دوی له پاره د غریبو اسنادو رکیکی او شرم اوره ترجمې مه کوه ، یوم دَیْن پیاد لره ، أَتَدْرُونَ مَا الْمُفْلِسُ
۵-څوک چه پر چا ګران وي زور مو ولیدلی ، په ملا عمر مو کوم ځای ؟ خوږ سو
موږ په خپل نبي د زړه سر خوږېږو ، که مو بیا په نبي پوري خبري غوټه کړې
ملا عمر به در چپلکه کم ، چه تاسو خوږ کړم
۶-ماخپله چپلکه در دغورځول ، ونيسه !بحث ورسره وکه
چپلکه مي له مدرسې فارغ التحصيله ده ، او ستا الخربشات ورسره وايه
له خدایه دي بری غواړم امين[/color:67df77b8fd]


..Ahmadzai
02.11.2009

وهاج صاحب
یو جهان مننه، له چټیاتو څخه دې خلاص کړو.
خدای دې ستا په علم برکت وکړي.
په درنښت


احمد یوسفی
02.11.2009

اسلام علیکم!
په دیر لږ وخت او ډیره مطالعه سره می دا نتیجه حاصله کړه چه ستاسو بحثونه ډیر په زړه پوری دی او انشاألله په راتلونکی وختو کی به یی زه مدام لولم او ګټه به ځنی اخلم ٠ ألله دی تاسو ته خیر او اجر په نصيب کړي٠ زما يوازني غوښتنه به ستاسودوستانوڅخه داوی چه کوم څوک  پوره عالم نه وي لکه ښاغلی ع ٠ کریم ٠ دده سره دډيرو دلائلودويلو ضرورت نشته،الله دي نه کوی چه د عبث وخت په تیریدو کی حساب نشی ٠ ومن الله توفیق


..Ahmadzai
03.11.2009

[quote:e995c6f868]او انشاألله په راتلونکی وختو کی به یی زه مدام لولم او ګټه به ځنی اخلم[/quote:e995c6f868]
یوسفی صاحب
خدای دې راوله
هرکله راسې
په درنښت


احمد یوسفی
03.11.2009

ښاغلې جلال احمدزئ صاحب !
ستاسو دهرکلي څخه مننه ٠


باتور
03.11.2009

غيرته وروره چېري يې؟ دلته دي نيمايي دنيا په آفت ولړله او په خپله دي ځان پټ کړ .

راشه د دې حديث په اړه ته هم يو څه خپل اند نورو اندوالو ته وړاندي کړه، دا خو ښه کار نه دی چي لوټه وغورځوې، پړه يې په بل ورواچوې او تکليف يې نورو ته ورپرېږدې!

په درنښت


Ghairat
06.11.2009

زما ديني , افغاني او پښتنې ورونو السلام عليکم ور حمة الله و برکاته!

باتور خانه د نوموړي حديث شريف متن خو به ټول افغان کې ډير وخته په ليکه شوي و، د لومړي ځل له بآره ما نه دي ذکر کړي، خو هغه وخت برې چا بحٍٍثونه ونکړل ، چې د موثقيت درجه او د استعمال مورد ئې ښه روښِانه شوي وای .

ورونو د اسلام سپېڅلی دين او قران کريم نه يواځې نړيوال، بلکې کاينات شموله دين او ديني کتاب دي، نو يواځې به تنګنظرۍ ، تعصب او تند لاريتوب ورته خدمت څه چې درک کېدای هم نشي !
که اسلام صرف په لمانځه او روژې محدود شي(حج او زکات خو بې له دې هم په هر چا فرض نه دي) او نور د ټولنيز نظام ، ټولنيز ژوندانه د اصلاح او عدالت انقلابي منځپانګه يې نفې شي ، بلکې د خپل قدرت د انفاذ له پاره آن د هغې پر ضد وکارول شي، نو د سکروټه څه چې دلمبې بڼه به اختيار کړي چې د کفر له ويرې به مسلمانان په کې يرغمل ساتل کيږي !
هغه وخت چې مسلمانان د مکې دمشرکانو له خوا د سخت تعذيب ، تعقيب او ځورونو لاندې وو، چې د اسلام ددوښمنانو د ظلمونو څاری يې په نړۍ کې چا نه دي ليدلی، هغه وخت لا هم د کفارو د ظلمونو له کبله د اسلام بڼه داور سکروټه نه ده بلل شوې ، بلکې اسلام د کفر سکروټې وژلې او بشريت ئې د دنيوي او اخروي اور له لمبو څخه ژغورۀ!
د رسول اکرم ( ص) له رحلت وروسته د اسلام ژغورنده اجتماعي انقلابي منځپانګه په شورايت ولاړ سياسي اسلامي نظام دی چې د لومړيو ٤ خليفه ګانو رضي الله عنهم او په ١٩ پيړۍ کې د افغان سيد جمال الدين او د هغه د پيروانو لکه اقبال او نورو په اسلامي ښونو کې ليدل کيږي،
چې له هغې پرته هېڅ کوم په نامه اسلامي غورځنګ اسلامي امت ته کوم اجتماعي پيغام ، سياسي او اجتماعي فلاح او د روانو ستونزو حل منځته نه راوړې او نه ئې راوړلي شي !
د ايران اسلامي انقلاب چې لا ژوندي دي، اړيز يې دادی چې د اسلامي شورايت يو حد اقل ئې مراعات کړی، که هر څومره په نيمګړې بڼه، خو بيا هم په کې شتون لري
او نظام يې پرې له ړنګېدلو بچ ساتلی دی، که دغه نيمګړی شورايت يې هم نه درلودای ، اخندي ديکتاتوري به يې وخته ړنګه او له منځه تللی وه!


bazgar
06.11.2009

غيرت صيب!
په دې حديث نيوکه لرې,که پر٠٠٠???
دادمستشرقينوپه څيراسلام ته دشاله خوا چوخه وروړل څه هدف٠٠٠!!!
دطالبانودسلوپه سلوکې سالميت دعوه پخپله طالبان هم نلري،هغوي هم اهل زمانه دي,سلف صالحين نه دي,دوي هم خلاوي اوستونځي لري,دهغويوشميرديني اوملي امتيازاتوله امله چي دوي يې لري،تردامهاله يې زموږپه خاوره کې بديل نه ښکاري.له همدي امله يې شخصازه ديومسلمان په حيث په اصولوکې پلوي ته ځان اړګڼم٠٠٠
ستاپه څيرهوښيارو اوتعليم لرونکومشرانو ته وړانديز کوم،چې دترخواواحساساتي نيوکوپرځای ،اصلاحي او ارشادي نيوکي وکړئ!،ترڅومونيوکي اصلاحي اومعقول چوکاټ غوره کړي،زه يقنا په تاسوکې دغه استعدادوينم،خوله بده مرغه ډيروخت تاسو يوازي دزړه بړاس باسي.که تاسوداسي کوي دا دنورو دتقليد وړهم ګرزي,
په درناوي.........


Ghairat
06.11.2009

بزګر صيب دغه تور دې نه منم او بيرته يې درواخله :

[quote:8fe8b0d7ee]دادمستشرقينوپه څيراسلام ته دشاله خوا چوخه وروړل څه هدف٠٠٠!!! [/quote:8fe8b0d7ee]
ځکه چې نه د خلافت اصل بيعت ، کوم چې د جمهوري ټولټاکنو تلسټ دي، او نه هم شورايت د اسلامي پارلمانتاريزم د تلسټ په توګه د مستشريقينو غوښتنې دي ، بلکې د اسلامي نظام خپل اساسي اصول دي او خوندي کول يې د مسلمانانو په توګه د افغان ولس حقه حقوق او لومړنۍ غوښتنې دي ! له دې پرته د اسلامي نظام
وعده او غوښتنه همدومره بېځايه ده لکه له بې وزرو مارغه څخه د پرواز هيله !
هو، د اسلام اساس قران کريم دي، خو د هر څه په اړه تفصيلات نه لري، نو ځکه اسلام په ه احاديث نبوي او سنتو بشپړ شوی ، کوم چې د ايتونو سره هماهنګي لري خو د ژوند نورې پرخې او جزيات هم روښانه کوي. همدغسې نوې او نورې چارې اجماع ته محول کيږي ، دامت اجماع د ايت، حديث او قياس سرع هماهنګي لري ، خو د ژوندانه نوې او نورې برخې روښانه کوي، په همدې ډول د ژوندانه نورې نورې برخې اوپېښې د مسلمان انسان خپل عقل او تحليل ته محول دي، لومړي
د انسان جمعي تفکر ته چی د تجربو خاوندان، مشران، پوهان ، سياستوال او داسې نور د جرګو، ملي شورا ، ولايتي شورا او نورو سيمييزو شورا ګانو
پواسطه ورته لاس رسي کوي ، ددوی پريکړې هم د اسلامي نظام مطابق د پورتنيو اجماع، قياس، حديث او ايت سره تناقض نه لري، خو نورې او نوې برخې روښانه کوي او لاس رسي ورته کوي !
آيا داپه ډير د تعجب ځاي نه وي چې د قران کريم په موجوديت کې له احاديثو، او د احاديثو په موجوديت کې له قياس، د قياس په موجوديت کې له اجماع او د اجماع په موجوديت کې له مشورتي ارګانونو لکه ملي او ولايتي شورا ګانو او د هغوی په موجوديت کې له سيمييزو شوراګانو صرف نظر وشي او يا برې سترګې بټې شي او يا ددې ټولو به موجوديت کې د هر فرد په عقل او شخصي تحليل ، د شخصي آزادۍ په ساحه او فضا صرف نظر وشي او تر پښو لاندې شي؟؟؟؟؟؟؟؟
نو طالبانو ورونو ته دې الله سبحانه وتعالی لومړی ددغو اسلامي اصولو د پلي کولو توفيق او له هغه وروسته دې بيا د قدرت چانس ورکړي ، څو د اسلام نوم ته په زيان رسولو مرتکب نه شي!

دا ورته زما دعا ده!


bazgar
07.11.2009

دروند ورورغيرت صيب! لومړى درته دلاس ليک په بدلولو مبارکي وايم.چې له امله دمعضلې اصلي محورهم مثبت بدلون مومي...ځکه خومي زه هم خبره اخلم...
ستاپر دعا زه هم امين وايم.او دشورايت په مسئله کې درسره همنظره يم.
هيڅوک هم پرچا حکومت نشي کولى ترڅوچې دهغه ددريځ په اړه احترامانه اومعقول سلوک غوره نکړي.
ابوسفيان چې داُحد په جګړه کې دکفارو قومندان و،خوچې کله يې دفتح مکې په ورځ اسلام قبول کړ،نودرسوالله تره حضرت عباس رسوالله ته وويل: اى دخداى رسوله! ابوسفيان په کفاروکې ددبې خاوندپاتي شوى.دده سره داسي معامله وکړه چې دبدبه يې خرابه نشي.رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:([color=blue:8c92e1949c]مَن دَخَلَ دَارََابوسفيان فَهوَ آمِن[/color:8c92e1949c])_څوک چې دابُوسفيان کورته دننه شو هغه په امن کې دى_په همدي سره دمسلمانانو هرڅومره لوى قاتل اومجرم تش دا بوسفيان کورته په ورتللو معاف کيدى شواى.چې له همدې امله دابوسفيان رض لويدلى زړه نه يوازي را پورته شو بلکې له رسوالله سره يې قلبي اړيکه نوره هم مضبوطه شوه!
نوچي اسلام دکفر دزمانې د دبدبې هم خيال وساتلو. نو ديو مسلمان چې پرهغه بيا الله دپوهي او استعداد لورينه هم کړي وي.دهغه دحثيت،مقام اونظر درناوى به ولي ضروري نه وي.يومسلمان تحريک يا حکومت په دې اړه جدي مکلفيت لري،
الله دې طالبانو ته توفيق ورکړي،چې يوشمير زاړه اشتباتو ته دتل لپاره شا کړي....


Ghairat
07.11.2009

بزګر صيب څنګه چې له فرد څخه ټولنه او د فرد له حيثيت څخه د ټولنې حيثيت مهم دي، له دې کبله له فرد ځخه د طالبانو حيثيت،
له طالبانو څخه د پښتنو او له پښتنو څخه د ټولو افغانانو حيثيت مهم دی او مونږ افغاني ټولنې دغړو او فرد فرد په توګه ورته ژمن يو!
د افرادو مسوليت د ټولنې د اصلاح، نېکمرغۍ، نوم- او سر لوړۍ له پاره هلې ځلې کول دي !
د اسلام د سپېڅلي دين له نزول وروسته يواځې د راشدين خليفه ګانو د وخت تر پايه پورې اسلامي سياستوالو د ټولنيز نظام
د جوړولو او ترقۍ له پاره خدمت کړی اوبيا له هغوی راوروسته د ټولنې په برخه کې نه يواځې عفلت شوی بلکې د اسلام ټولې لاسته راوړنې
نقض او پايمال شوي دي!
به عين وخت کې بشري ټولنې ١٣ سوه کاله پرمختګ کړی، نو اوس چې څوک د اسلام په نامه سياسي واکمني غواړي
اړين او ضروري به د ټولنې په برخه کې له هغه ځايه پيل کوي ، چيرې چې د اسلام لاسته راوړنې وې، د خلفاي راشدينو له زرينو اجتماعي اصولو
څخه، چيرې چې د اسلام د پرمختک تسلسل موجود و، نه له هغو ژورو کندو ، وروسته پاتو قافلو څخه چې اسلامي نظام په کې لوېدلی،
مخ پر شا بيول شوی ، کم نه کم ١٢ سوه کاله وروسته پاتې شوی ، د ١٢ پيړيو پشا تګ د وروستي منزل بيرغ اوس راپورته کړو چې مونږ
دغه اسلام غواړو، نه هاغه چې پرمختګ يې درلود او ټولنيز سياسيي نظام سره يې د خپل وخت ټولې نړۍ سيالي نشوه کولی (!)
په شاتګ غځول ته که اسلامي نوم هم ورکړل شي څه پيغام نشي لرلی، نجات بخش نه دی، بلکې پرمختګ ته پاټک، زولانې او هټکړۍ غورځول دي،
مونږ د ټولنې اصلاح ، ترقۍ او پرمختګ ته اړتيا لرو ، نه پشاتګ ته، نو دا د ١٢ سوه کلن پشاتګ له پايلو څخه نشي پيل کيداي،
بلکې د اسلام د پرمختګ له هغه ځايه پيلول غواړي چيرې چې هغه پرمختګ پرې شوی او قطع شوی دی، ټيک ټاک او لا دقيق
د حضرت عمر (رض) د خلافت له اجتماعي لاسته راوړنو څخه.
داسلامي نظام د پرمختګ له پاره به د هغه(رض) لاسته راوړنو ته د نني عصر له غوښتنو سره سم وده اوپراختيا ورکوو اوبس!
د اسلامي خلافت د بيعت اصل او د شورايت قراني بنسټونه ټول د مشروعيت او جمهوري ټولټاکنو اساسات دي، چې په اسلام کې
د ټولنيزو چارو او اداري نظام د رغاولو له پاره هېڅ بديل او الټرناتيف نه لري چې لويځواې ولسواکۍ ته پرې اسلامي چلينج
او ماتې ورکول کيدي شي او په تولنيز سياسي ډګر کې د اسلام رغنده ، ژغورنده ، انقلابي او بريمن ځواک څرګندولی اوعملا په اثبات رسولی شي !
نو که څوک ددې استعداد، وړتيا او لياقت، وسه او توانائي په ځان کې ويني هغوی بايد راډګر ته شي او د اسلامي نظام ، شورايت ،
مشروعيت او اسلامي ولسواکۍ غږ دې پورته کړي چې له استثنا پرته ټول افغان مسلمان ملت ورسره ودريږي ، ځکه اسلامي نظام ، شورايت ،
مشروعيت او اسلامي ولسواکي د مسلمانانو لومړنی حق دی ، او که په ځان کې
دا لوښه نه ويني ، په سر عقل ، مغز او زړونو کې
ددې انرژي او استعداد، علمي او معنوي چمتووالی نه لري ، نو هسې چټي دې
نه ځان او نه مسلمانان ځوروي، نور ديني ، ملي ،
اجتماعي او سياسي مشران دې مخکې کړي دوی دې هم ورپسې ودريږي چې همدغه مقدس هدف ته کار وکړي او خپل ملي
اسلامي غورځنګ پر مخ بوځي ! و من الله التوفيق !


رښتینی
07.11.2009

ټولو مشرانو اوکشرانو وروڼو ته د زړه له کومی
سلامونه او نیکی هیلی !

یو وخت دهجرت په دیار کی مو دکوچیانو له یوه خوشک او خشنګ
قوم سره میله ګډه وه کله به چی په سفر ولاړم او له څو شپو وروسته به
کورته راغلم نو ماشومانو به نکلونه راته پیل کړل : دنظرګل او شین ګل
جنګ و د شین ګل کمیس یی له غاړی نه ترلمنی پوری ریتی بګاری کړ
دشادخان ماما له نوروز سره جنګ و دنوروز په پوزه یی خوله ورولګوله
او داسی نور دجګړو داستانونه به هلکانو یوپه بل پسی راته بیان کړل

داځو وروځی په یوه اوږده سفر تللی وم چی راغلی اودټول افغان پاڼه می
راخلاصه کړه هغه دهلکانو نکلونه می راپه یاد شول ستاسو له مخه دی
ډیییییره او بیخی ډیره حیا وی داکیسه هسی زما ‌ذهن ته راغله او تشبیه
می موخه نده خو باور وکړی چی دځینی ګټورو خبرو په ترڅ کی داد بحث
ناسم یا غیر مناسب چلند بیخی خوابدی کړم
الحمدلله ګډونوال ټول عالمان او پوهان دی لیکوالان او شننونکی دی
ادبی او منطقی بحثونه یی څیړلی او تشریح کړی دی په والله چی هغه
دپنجابیانو خبره دا توتو می می ورنه حذف کړی او دادشخصی تیری توری
او جملی تصحیح شی نو بیخی په زړه پوری بحث ده ددی فورم مسول او
مسول کل البحوث محترم وطنمل صیب که دا لیږ دمرچوتبۍ په خپل لاس
کم کړی یانی تصحیح کړی وی او ښاغلو لیکوالانو بیرته خپلی لیکنی
لیدلی وی نو بحث به دمینی فضا رامنځته کړی وه او ترخی خبری به خوږی
شوی وی په هرصورت دهغه کار هم ډیر ده خو موږ ته په کار دی چی په
راتلونکی کی داسی لیکنی وکړو چی تصحیح ته اړتیا ونلری

یوځل بیا دپیرانو پیر صیب په روی زما بی ادبی را معاف کړی

[color=darkblue:7583b8f733]اوپه پای کی دټول افغان له چلوونکونه مننه کوم چی په عنوانونو
کی بدلون راوستی دی او دګډونوالو خبری یی سنجولی او منلی دی
الله مو بریالی لره اوپه دی توګه کولی شو نوری بریاوی لاس ته راوړو [/color:7583b8f733]
په مینه


Ghairat
08.11.2009

[quote:73c7fbd011]یوځل بیا دپیرانو پیر صیب په روی زما بی ادبی را معاف کړی[/quote:73c7fbd011]
ای حامد خانه، حامد جانه او حامد ګرانه وروره دا ستا بې ادبي
چيرې ده، چيرې پټه ده چې مونږ يې
نه وينو او لکه پېريان بيا هم وجود لري ( يواځې ستا په ذهن کې) . تر تا مؤدب انسان خونه په ټول افغان کې چا ليدلی او نه په تل افغان کې!

الله تعالی دې مونږ ټولو ته ستا په څېر د لا زيات ادب او درناوي توفيق راکړي !
ژبه دې همدغسې تل خوږه، صلوک دې مؤدب ،
اند دې تاند او قلم دې څپاند اوسه ! او ددې او نورو ټولو نېکو عملو په ديني او دنيوي اجرونو دې خدای موړ که! والسلام


رښتینی
08.11.2009

دروند غیرت صب مننه او کور ودان دومره افرینونه راباندی زیات دی
او بی ادبی خو تقریبا نشته خو بیا هم دیارانو دانګیرنو لحاظ کوو ځینی
ملګری په خورا وړو خبرو هم خپه کیږی

بیا مننه

په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more