نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
باتور
23.10.2009
لطف الله خانه سلامونه زما هم ومنه،
وروره، چي څوک د وطن د ازادۍ غږ پورته کړي نو د ای اس ای، طالب او مکتب سوځونکي نوم پې پورته سي، حال دا چي د وطن د ازادۍ لپاره کار او زحمت نور هم کوي . . د وطن له ازادۍ او سرلوړۍ سره مينه درلودل، لاس ته راوړل او ساتل يې په هر ايماندار افغان فرض ده .
کوچني ماشومان، څه چي لېونيان هم په دې پوهېږي چي په اشغال سوي خاوره کي د ټولټاکنو لوبه صرف نمايشي جنبه لري . . هغه چاته چي دا حقيقت لا نه وه معلوم، هغه ته هم اوس روښانه سو . .
نو زه او نور ولي هغو اشخاصو ته چي برعکس ادعاګاني کوي، هوښيار، بامنطق او ناپېيلی ووايو، آيا دا سپينسترګي او بېشرمي نه ده، آيا دا خلګ د تبليغ لپاره په کار نه دي اچول سوي؟
چي ټول نارې وهي چي تور دی او يو دوه راسي او ووايي چي نه سپين دی، دا د نورو جهل اوحماقت نه بلکه د هغو دوو سپينسترګي ده !
په مېړانه او په ډاګه سره دي ووايي : د دې لپاره چي مالي يا ملي ګټي مو د اشغال له برکته دي، نو هغو ته تر بل چا ترجېح ورکوو، نه به موږ خوار يو او نه به دوی وي ګيله من .
په درنښت
Lotfollah
23.10.2009
[quote:946e728a11="باتور"]
نو زه او نور ولي هغو اشخاصو ته چي برعکس ادعاګاني کوي، هوښيار، بامنطق او ناپېيلی ووايو، آيا دا سپينسترګي او بېشرمي نه ده، آيا دا خلګ د تبليغ لپاره په کار نه دي اچول سوي؟
چي ټول نارې وهي چي تور دی او يو دوه راسي او ووايي چي نه سپين دی، دا د نورو جهل اوحماقت نه بلکه د هغو دوو سپينسترګي ده !
[/quote:946e728a11]
دا پدې معنی ده چې هغه څه چې باتور خان اوهغه ته ورته یو دوه درې نور وایي سم دي او نور څوک دخپل نظر نلری ، دوی یا له کوم ځایه معاش اخلی چې ورته تبلیغ وکړي او یا د جاهل ، احمق تر څنګ سپینسترګي هم دي . دا ۵، ۶ یا هر څونه ملیونه خلک چې خطرونه یې زغملي او ځینې یې آن د لاس د ګوتو او یا پزې به بیه په ټولتاکنو کې ګډون وکړ، ټول خرڅ شوي دي ، جاهل، احمق او سپینسترګي دي؟
هسې چې وي نو پرته دهغو محدودو ګمراهوکسانو چې د اسلام په نوم بې ګناه خلک په ډول ډول پلمو وژني، ښونځي سوزوي، تنکي ځوانان د ځانوژونکي په توګه د آی اس آی اهدافو لپاره کاروي او یا د دوی پلوی کوی، نوره ټوله نړۍ که هندو دي که مسلمان، که عیسویان دي یا یهودان او یا بودائیان او بې دینان ټول په یوه غږ وایي چې دا خلک مسلمان نه بلکه ترورستان دي. نو په داسې حال کې تاسو او تاسو ته ورته کسانو ته کوم لقب وټاکو.
تاسې هسې خوشې د آزادی، آزادی چیغې سر کړي او په معنی یې هم نه پوهېږﺉ!
آزادي هغه وخت په واقعی بنه یې تحقق مومي چې د جهالت او نا پوهۍ څخه زموږ خلک آزاد شي، هغه څه چې تاسې یې د ښونځیو سوزولو په وسیله مخنیوﺉ کوﺉ. دا ځکه کله چې خلک باسواده او هوښیاره شول بیا د ځانمرګي بریدونو لپاره څوک نه مومئ.
Ghairat
23.10.2009
ښاغلی باتور خان او پتنګ خان !
تاسې زما د وروستۍ لیکنې ځواب پرېښودی او په ناپړیتو سر شوي یاست، زما پوښتنه داوه چې که څوک وغواړي اوکه نه ،که بایکاټ وشي اوکه نه ، د کرزې اوعبدالله ترمنڅ به يې یوتن ګټي!
په دې کې شک پاتې نشوچې امریکادغه دوهم پړاو غوښته اوکرزی يې ورته اړویسته ! نو اوباما ته دوی دواړه یوشی نه دي او له هماغه اول څخه ورته یوشی نه وو! داچې دومره مداخلې او شرمونې ، رسوايي او د ټاکنو بدنامي يې پرې رامنځته کړه نو ددوی دواړوترمنځ فرق به ورته ښه ډیر او جدي فرق وي. مونږاو تاسې ته به دواړه د امریکا یو ډول غلا مان بریښي، خو په ډآګه ده چې اوبا ما ته یو شی نه دي او له کرزي سره پوره ستونزې اوسباسي اصطکاک لري!
په عبد الله باندې د ۶ میلیونوډالرو علني ادعا لا په خپل ځای ده چې امریکې ورکړي وو، د ټولټاکنود لومړي پړاو له پآره به يې نور څومره ډالر له اوبا ما څخه
اخیستي او لګولي وي ! دا چې بیايې هم ونه ګټله، خو د ډبلو روپوپه لګښت يې
د عبدالله له پآره له انتظاره وتلې ډیرې رايې راوړې ، نو د پیسو اغیزمنتوب يې امریکا ته ثابت کړ چې ګواکې په دوهم پړاوکې د لا ډیرو ډالرو په ور پمپ کولو سره بري ته رسیدلی شي! ددې له پاره د لومړي پړاو بدنامول او دوهم ځل ټاکنو ته لاره پرانیستل ورته اړین شول او د وروستیوسیاسي دسیسو، فشارونو او نورو پټو او ښکاره مهارتونو څخه يې کار واخیست!
له دې کبله که ددې ټولو ډاګیزوفرقونو سره چې اوبا ما ته يې دغه دواړه ګوډاګي لري، نوکه بیا هم څوک دوي اوباما ته کټ مټ یوشی بولي،نوکه دا ړوندتیا نه وي نو شبکورې خو ضرور ده !
نو که چېرې د امریکې بری هم چې کرزی ناکام او اوبا ما قدرت ته ورسوي، څوک د
امریکې په ګټه او دافغان مقاومت په ضرر نه بولي ، نو د اوبا ما او عبد الله په ګټه به د کرزي پر ضد بایکاټ اړین ګڼي، اوکه د امریکا او دهغوی د حلقه بګوش ځنځیرې غلام عبد الله عبد الله بری د افغان مقاومت له پاره لا خطرناک بولي، نو
بیا دغسې بی مسولیته قضاوتونه هم نشي کولی!
اوس خولا دومره امکانات شته چې امریکایان دوتلود مهالویش دوړاندې کولو په
تلسټ له کرزي سره دطالبانو دملي مشارکت حکومت جوړ
اوملي سوله پلي شي، ولې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د جګړې له شدت اوحدت سر بیره به امریکا یان هېڅډول انعطاف او د ملي سولې
حکومت جوړولوته غاړه کښینږدي !
watanmal
24.10.2009
ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
[color=white:2e4b757bb5]غيرت صيب[/color:2e4b757bb5] هوښيار سړى يى نه پوهيږم چى ولى دى ځما له تيرى ليكنى
څخه غلطه انګيرنه كړى ده؟
ټولو لوستونكو ته دى معلومه وى چى [color=darkblue:2e4b757bb5]ځما له نظره قزلباش كرزى او
تاجك عبدالله دواړه د خيانت او غدارۍ د مردار ډنګ دوه ډبرى دى
چى په نجاست كى يوه د بلى څخه هيڅ توپير نلرى، زه يواځى
د پښتون قوم ګټه نه بلكى د افغانستان د ټولو قومونو ګټه په هيڅ
يو كى نه وينم [/color:2e4b757bb5]دفاع او كمپاين ورته به همغه خلك كوى چى مادى ګټه پكى وينى،
نو [color=white:2e4b757bb5]هغه خلك چى ملى خائنا او غداران خپل مشران ټاكى د عقل
له پلوه يى په وزن كم ګڼم ولو كه په ټټر يى غټ غټ علمى لقبونه ټومبل شوى وى.[/color:2e4b757bb5]
الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُوْلَئِكَ مُبَرَّءُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ (النور26)
كوم الفاظ چى ما د قزلباش كرزى او مرستيالانو پسى ليكلى ځه
د هغى ټولو خبرو ثبوتونه لرم چى دلته په وړاندى كولو يى بحث بلى
لورى ته ځى نو په مناسب ځاى كى به يى وړاندى كړم ،
[color=white:2e4b757bb5]زه هيڅ قومى او ژبنى تعصب نلرم خو د خپل قوم له شرعى حقوقو څخه
چاته نه تيريدلى شم او نه پرى چپ كيدلى شم ، د خاينانو غدارانو او
غلامانو څخه خپل قوم خبروم نور د هرچا خپله خوښه چى څه كوى؟[/color:2e4b757bb5]
ما په خپله تيره ليكنه كى د افغانستان په انتخاباتى ډرامه كى د رايو اچول
د اسلامى دين له نظره نه دى څيړلى چى[color=indigo:2e4b757bb5] د صليبيانو ترسورى لاندى
انتخاباتو كى رايى اچول د الولاء و البراء د احكامو په رڼا كى څه حكم لرى؟
او د افغانستان په حكومت كى پښتون قوم څومره حق لري؟[/color:2e4b757bb5] بلكى ځما
خبرى د پښتون قوم په نوم اواز اچتونكو لپاره وى چى د ملخ په څير
په رډو سترګو د دروغو چغى وهى او د پښتنو په دينى او قومى حقوقو
ملنډى او ريښند وهى او ځان بيا هم د پښتنو غمخور ګڼى ، ددوى لپاره زه
په خپله تيره ليكنه بسنه كوم.
د[color=white:2e4b757bb5] ژوبل بدن لومړى د غټو ټپونو درملنه پكار ده ،[/color:2e4b757bb5] نن زمونږ په
بدن لګيدلو زخمونو كى غټ زخم د ازادى نيشت والى دى چى
ازادى د پښتون قوم حياتى مسئله ده دوى په خپل ټول تاريخ كى
د وياړه همدغه يو شى لرى ، [color=darkblue:2e4b757bb5]مونږ د وړو زخمونو د درد څخه هيڅكله
انكار نه كوو غو ددى غټ زخم د درد زياتوالى ديته اړ كړى يو چى خپله
ټوله توجه ورته وكړو،[/color:2e4b757bb5] تاريخ شاهد دى چى د افغانستان ازادى هميشه
پښتنو ساتلى ،او هيڅ يو يرغګر يى خپل هيواد ته نه دى راوستلى ،
[color=orange:2e4b757bb5]انګريزان ، روسان او اوس د امريكا په مشرۍ صليبيان او منافقين دا ټول
د نورو قومونو په كومك او غوښتنه افغانستان ته راغلى ،[/color:2e4b757bb5] انګريز يرغلګرو
چى د پښتنو په منځ كى د تيښتى كوښښ وكړو نو ايله يو ترينه ژوندى ووتلو
چى هغه هم د قزلباش كرزى د كمپاين مشر [color=red:2e4b757bb5]فارسوان دين محمد[/color:2e4b757bb5] نيكه ايستلى وه
خو روسان د فارسوانانو په منځ كى روغ او رمټ ووتل، د يرغلګرو سره ئى
د شوو معاهدو څخه ټول خبر يو، [color=white:2e4b757bb5]نن صليبيان د فارسوانانو په مرسته د شمال
له لورى راغلى چى ان شاء الله ډير زر به يى د استعمار غوړيدلى ټغر
سوړى سوړى په اوږو بار په راغلى لار په تيښته شى ،[/color:2e4b757bb5] خو [color=orange:2e4b757bb5]متاسفانه[/color:2e4b757bb5] چى
په افغانستان كى غيرى پښتون قومونو په خپلو فرهنګى هڅو ثابته كړى
چى د هيواد اصلى دفاع كونكى همدوى دى او زمونږ ناخبره يا باخبره پښتانه
د مادى شيانو په وجه له ځان څخه د نورو لپاره لاوډسپيكر جوړ كړى او
د هغوى د ګټلو لپاره كار كوى او غواړى چى خپل قوم نور هم ذليل كړى.
الله دى خائنا غداران منافقين په دنيا كى د ذلت ژوند او په اخرت كى د جهنم كندى ته وغورځوى. امين
په مينه
وطنمل
Ghairat
24.10.2009
ټولولوستونکوته سلام !
وطنمل صیب د باتور او پتنګ صیب ځواب دې هم ووایه، له تفصیلاتوڅخه دې مننه !
خو تاسې د کل اوجز تر منځ اړیکې له پامه غورځوئ، یوهم نه تشخیصوئ ،کله چې د جز خبره مطرح شي کل ته ټوپ وهئ اوتش په نامه يې لنګه کوئ،
خوکله چې دکل اوکلیت اړخ په جدیت سره مطرح شي بیا د کل ځای جزته ورکوئ اود کل هډو شتون نه منئ!
وګورئ اسلامي کلیت ټول بیلابېل اسلامي ملتونه یا بیلګړي اسلامي هیوادونه په لمن کې رانغاړي، د اسلامي کل اجزا دي خو
هر هیواد يې خپل ملي کلیت لري او د اسلامي کل د غړو او اجزاو په توګه د اسلامي کلیت په وړاندې هم مسولیت لري!
د افغانانوکلیت افغان ملت دی، چې بېلګړي قومونه د غړواو اجزاوپه توګه دخپلوځانګړتیا وسره سره په لمن کې رانغاړي او پرې شامل دی!
د افغانستان ټول ځانګړي قومونه باید د خپل افغاني شمولیت اوکلیت ساتنه او د قومونوپه وړاندې د افغاني کلیت اولویت په پآم کې ونیسي!
[color=blue:29abfa29dc]پښتون ،تاجک،ازبک او ..... یوهم ددې افغاني کلیت ځایناستی اوجاګزین نه دی!
اوهيڅوک اوهېڅ قوم په خپل سر ددغه افغاني کلیت استازیتوب نشي کولی!
[/color:29abfa29dc]
تاسې په قضاوت کې ،خو طالبان، شمالي ټلواله، جهادي تنظیمونه، کمونستي او مذهبي دیکتاتوران ټولې ډلې ټپلې په عملې توګه دحقیقت
له صراط المستقیم څخه پښه اړوي پر افغاني کلیت سترګې پټوي، هغه تر پښو لاندې کوي، مذهبي دېکتاتوران ترې اسلامي
کلیت ته ټوپ اچوي، چپ دیکتاتورانو ترې انترنیشنلیزم ته ټوپ اچاوه اونور ګوډاګیان خو د امریکايي استعمار چیانو سیوري ته ناست دي!
دغوهر یو جنایت اوترې افغان ولس ته رازیږدلې ماتم په دې کې دی چې دوی هر یو افغاني کلیت نقض کړی او د خپلې ډلی واکمني يې
پر افغاني کلیت ،هویت اوماهیت ورتحمیل کړې ده !
[color=darkred:29abfa29dc]
په افغاني کلیت کې آزادي خوندي کیږي، ورورولي خوندي کيږي، اسلام او مسلماني خوندي کبږي، ملي ولسواکي عدالت او
ترقي خوندي کيږي ،هو آن د افغانانو انسانیت خوندي کيږي او ټول ګټور ارزښتونه هر يو په خپل خپل ځای نیسي او د یوواحد افغاني
ارګانیزم په توګه کوټلې وده اوپراختیامومي!په دې او یواځې ددې افغاني کلیت د تامینولو له لارې څخه کولای شو أزادۍ ،
ملي واکمنۍ ، ملي وحدت اوورورولۍ ، اسلام اوټولنیز پرمختګ ته خدمت وکړو! دغه ټول د افغاني کلیت اړینې شامله
اجزا دي چې د هر ډول دیکتاتورۍ په خلاف یواځې لو يواځې د ملي او اسلامي ولسواکۍ په روحیه باندې یوله بل سره یوځای کیدای
او د یوواحد ژوندي اوغښتلي افغاني ارګانیزم په ډول ترې زمونږ افغاني کلیت رامنځته کېدای شي او بس !
ولې له بده مرغه ولسواکي چې هر څومره ملی او اسلامي شي د دیکتاتو رۍ غوښتونکو په قاموس کې ځای نه نیسي او
همدا زمونږد بدبختۍ ، ملي اسارت ، خپلمنځي جګړو ، بهرنیو لاسوهنو او زهرګینو قضاوتونو سرچينه ده ![/color:29abfa29dc]
اه بده مرغه دلته په ټاکنوکې پر تقلب نیوکې کیږي، بی له دې چې د شفافو ټاکنو
غوښتنې ته پخپله هم تن کیږدي ، په دې معنی چې د وطن دازادۍ په صورت کې طالبان هم قدرت د رسیدلولار د هر چا
له پاره د ټول ټآکنو لار بولي او د زورله لارې حکومت کول نامشروع ګڼي!
څوک چې په خپل ا ولس اقلآ آزادې ټولټاکنې نشي لورولی اودتضمین وعده یې نه شي ورکولی، د هغه به حتمآ ورته دیکتاتوري
په پام کې نیولي وي، ټولټاکنې، پارلمان اونظر پوښتنې به نه وي، مقننه، اجرائیه او قضايي قوه به ټول سره یو اود یوې مرجع په لاس کې راټوله شوې وي که څنګه؟؟؟
که څوک غواړي ملت ته په واک کې ونډه ورکړي،آزادو ټولټاکموته به تن ږدي، اوکه نه، د یو شمیر ګوډاګیوانتصاب ته خودملت ونډه نشي ویل کیدلی!
آیا د ملت په قربانۍ ،چې د آزادۍ له پآره يې بیدریغه ورکوي، ځان قدرت ته رسول او بیا د همغه ملت پر حق پښې ایښودل یو لوی ظلم نه دي؟؟؟؟
دملت له رابوڅخه په چل او تقلب تیریدل هم ،لکه څنګه چې وروستیو پیښووښودله، یو لوی دیکتاتوري او پّه دې ډول یو لوی نامشروع عمل دی،
نو په زور دملت د رایومخه نیول خولا ستر جنایت دی!
اه دې کبله خوملا عمر اخن ته په کا ر ده چې د د بهرنبانو له ویستلو وروسته به
قدرت نه غصبوي ،او دافغانانو له پاره به په أزادواومخفي رایګیریو باندې ټينګار کوي!
باتور
24.10.2009
ټولو ته سلامونه ،
د ښاغلي وطنمل ورور له پورتنۍ ليکني وروسته د ښاغليو لطف الله او غيرت ليکنو ته ځواب ليکل لازم نه ګڼم، تر دې ښه ځواب بل نسته . .
وطنمله وروه! کوردي ودان، ژوندی اوسې .
که نوردوستان ستا خبري سمي ولولي او په مفهوم يې ځان پوه کړای سي. . نو له بېځايه او بېمعنی تبليغونو څخه به لاس واخلي او له فرعي لارو ځخه به اصلي هدف ته چي د وطن د آزادۍ لاره ده، خپل فکر او زحمت متوجه کړي .
لېکن د چا خبره، دا په غوړ لوښي د سړو اوبو تويول دي، چي هر څومره يې پې تويوې بيا هم لوښی غوړ پاته وي .
په درنښت
و.افغان
24.10.2009
د انتخاباتو په اړه د ښاغلي وطنمل صاحب خبرې بيخي سمې او معقولې دي، څه
اضافه پرې نه لرم.
او که افغانانو کې لږه هوښيارتيا هم وي، نو پرې به نږدي چې په دومره لږه موده کې
څو څو ځلې د ښکيلاګرو د ټوقو مسخرو او ريشخند وهلو ښکار شي.
که د دغو ګوډاګو په زړونو کې د افغانستان د تجزيه کېدو ذره ترهه هم وای، نو په
دومره بېشرمۍ به يې ډالر نه ټولول، او نه به يې د ښکيلاګرو مدد کاوه.
په درنښت
طالب ISI
24.10.2009
په ډیرو پښتنو سیمو کی قومی جوړښت شته، لکه مشرقی، پکتیا، اکثره جنوب غرب ولایات، دلته ډیر شمیر پښتانه میشت دی، او اوس مهال کرزئ که هر څه بد هم شی، له عبداالله څخه غوره دی، نو کله چی په دغه سیمو کی د پښتنو مشران په ټول ټاکنو کی د ګډون پریکړه وکړی، طالبان هلته کوم د پام وړ،مشکل نه شی را منځ ته کولای. بل دا چی اوس به هزاره ګان، کوم چی د بشر دوست په خوا کی ولاړ وو، همدارنګه د میرویس یاسینی، او احمدزی طرفداران کرزی ته رایه ورکوی.
بلی خوا ته هفه ولایات چی ټینګ قومی جوړښت نه لری لکه لوګر، قندز، وردګ، میدان، او یا هفه ځایونه چی بی سواده او بی کاره خلک پکی ډیر دی، هلته طالبان څه نا څه زیات شتون لری، چی په مجموعی شکل ددغه ساحو د پښتنو شمیر لږ دی.چی په ټول ټاکنو کوم اثر نه کوی.
بل دا چی طالبان او د هفوی طرفداران که هفه په دی فارم کی دی که بحر، subjective نظریات لری، مطلب دا چی دوی هغه څه ته ښه او بد وایی چی ددوی په نظر ښه یا بد دی.او ښه نظر باید objective وی، په دی معنی چی بی طرفانه نظر ورکړی،ضرور نه ده چی دده خوښیږی او که نه.
زما هدف دادی چی زمونږ هیواد ورو ورو جوړیږی، سړکونه، مخابرات، صادرات، د بهرنیو هیوادونو سره رسمی ارتباطات، ښونځی، پوهنتونونه هر څه مخ په ښه کیدو دی، که د طالبانو مقاومت نه وی، نور به هم ډیر څه شوی وو.
پخوا په پاکستان کی څلور ملیونه مهاجر وو اوس ددغه شمیر نیمایی هم نه دی پاتی، دا ټول په خپل هیواد یو څه نا څه کاروبار لری،
او زما پوښتنه د وطنمل صاحب، پتنګ، باتور جان څخه داده چی سره له دی چی کرزی دومره ښه اولسمشر نه دی، لکه څنګه چی باید وی، خو فرض کړئ په ۲۰۱۰ کال کی طالبان کامیاب شول، بیا باید په میلیونو افغانان مهاجر شی؟
آیی ستاسی خوښیږی، چی هر پاکستانئ او ایرانئ پولیس مونږبی عزته کړی؟
آیا ستای خوښیږی چی خلک د ګرمیو له کبله مړه شی؟
خو کاشکی طالبانو په خپل وقت داسی کارونه کړی وی، چی یو څه هیله خو مو ورته درلودلای، خو ددوی خو ټول کار د تلویزیونو ځړول، د ګیرو اندازه کول، او په ټولو دولتی چوکیو قبضه وه، کاشکی مونږ داسی په ځان باندی متکی او رسیدلئ هیواد وی، لکه ایران بیا مو که بد معاشی هم کولای را سره ښه ښکاریده، خو یوی خوا ته بیکاری خپل اوج ته رسیدلی وه بلی خوا ته په ځای ددی چی دوی په خپلو پالیسیو کی تغیر راولی ، بودا ته به یی بمونه کیښودل، په خدای قسم چی داسی خلک می د طالبانو وقت کی ولیدل چی ویل یی د مجاهدینو وقت بهتر وو، که نور نه وو، په غلا خو یو څه پیدا کیدل، اوس خو هیڅ هم نه شته.
خلاصه دا چی زما هیله داده چی دا ټول ټاکنی کامیابی شی، طالبانواو حکمتیارصاحب په داسی شرط صلحی ته غاړه کیږی دی چی بهرنیان په تدریجی ډول له هیواد څخه ووځی، ملی پوځ مو جوړ شی، او په کډه سره هیواد جوړ کړو.
او له ګران پتنګ صاحب څخه هیله کوم چی په بحث کی زشت کلمات و نه لیکی، فکر نه کوم چی داسی کلمات به د یوه طالب، پښتون، مسلمان حتی د یوه جرمنی سره زیب وکړی، چون ستاسی لیکنی تر دوه زره اوښتی، نو هیله ده کله چی د کوم چا دنظر مقابل کی کوم ښه ځواب نه لرئ، یوه پیاله ښه شین چای وڅښی، او هیڅ نظر پری ور نه کړئ.
هیله ده چی زما خبره په تاسی بده ونه لږی.
ډاکتر څپاند
25.10.2009
ښاغلی shaheer صيب سلامونه،
زموږ مخالفت دکرزي يا عبدالله سره پې وجه ندی چه ګواکی موږ دوطن دابادۍ
او دخلکو دښه ژوند طرفدار نه يو٠
دنوموړو سره مخالفت پدی وجه دی چه دوی په واقعيت کی دهيواد دترقۍ او
دخلکو دهوسا ژوند دسمون په لاره کی خڼډونه او موانع دي٠
که چيرته دکرزي دفاسدي اداری پر ځای،يو کارپوه اوباوجدانه ډله په قدرت وی
نن به داشغال په شرايطو کي زموږ هيواد لس چنده او حتی سل چنده ترقي کړی
وی٠هر ډالر چه دغرب له جبه افغانستان ته غورزول کيږي،٩٥ سنټه ئی واپس
خارج ته ځي او ياهم دغلو او مجريمينو لاس ته ورځي٠ولي،علت څه دی؟
علت دکرزي فاسده او نا اهله اداره ده٠دعبدلله ډله په غلا او فساد کی تر کرزي
کمی نلري٠
معني داشوه چه دکرزي يا عبدالله ، په ننګه او دفاع کي،موږ دموجود حالت
يعني د غلو او فسدينو اداره تايد او دهغه ملاتړ کوو٠
الترناتيف يا بديل طالب نه بلکه هغه ځواک دي چه پوهه لري(اشرف غني)
اويا خپله پاکي ،صداقت او ښه نيت ئی څرګند کړی(بشردوست).
کله چه په هيواد کی يوه سالمه اداره په قدرت کی وي،دطالبانو سره هم په
صادقانه ډول معامله ممکنه بريښي٠پداسی حال کی چه دنادان اوفاسد کرزي
يا عبدالله دادراي په وجه،موږ نشو کولای چه يو واقعي ملي،ولسواکه او
اسلامپاله سياست ولرو٠دداسي يو موزون سياست نه بغير،نه ملي وحدت
تامينيدای شي،نه خارجيان ووځي او نه طالب خبرو ته حاضريږي٠
موږ بايد دوطن اوخلکو اوږدمهالې ګټې په پام کی وساتو نه داچه دکرزي
څو سړک،مکاتب يا پوهنتونونه٠دیته دمجبوريت يا خود رويه ګلان وائی،ځکه
چه کرزی او عبدالله دهيواد او خلکو لپاره ،اوږدمهاله پلانونه او پروګرامونه
نه لري٠
monir
25.10.2009
ګران Sapand Safi صاحب او دوستانو ښې چارې!
خبره پدې کې نده چې ښاغلی کرزی څو فیصده خائن دی او عبدالله څو فیصده!
خبره پدې باندې هم نده چې ډاکتر اشرف غنی احمدزی الترناتیف یا بدیل دی یا ډاکتر رمضان بشردوست، ځکه هسې چې څرګنده ده د ټولټاکنو د ډرامې په نتیجه کې بشردوست او اشرف غنی له سیالۍ څخه و ایستل شول او اوس که موږ یې ومنو که نه د ښاغلو حامد کرزي او ډاکتر عبدالله تر منځ د دوهم پړاو ټاکنې کېږي. پدې معنی چې له دوی دواړه څخه به یو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر وي.
نو په همدغو شرایطو کې افغانانو ته کوم امکانات شته دي؟
۱ - د افغانانویو ډله له دغو دوو کاندیدانو څخه د یوه پلوي کوی او په ټاکنو کې برخه اخلی او د خپلې خوښې کاندید ته رای ورکوی.
۲ - دوهمه ډله په اساس کې دواړو کاندیدانو سره موافق ندي خو دوی په همدغه ستونځمن حالت کې هم پدې باور دي چې دا به د هېواد په مصلحت وي که په ټاکنو کې برخه واخلي او د بد او بد تر تر منځ یو وټاکي او د سالمو نیوکو له لارې، که زیات زمان ته هم اړتیا لری ، د حکومت د چارو په اصلاح کې برخه واخلي.
۳ - بله ډله نه دا حکومت منی او نه د هغه قانون. دوی پدې باور دي چې په هر قیمت چې وي یواځې د غه روانه مسلحانه مبارزه د ستونځې د حل لاره ده.
۴ - څلورمه هغه بې تفاوته ډله ده چې له بده مرغه شمېر یې کم هم ندﺉ.
په درنښت
Ghairat
25.10.2009
[quote:c7629c1bbf]۴ - څلورمه هغه بې تفاوته ډله ده چې له بده مرغه شمېر یې کم هم ندﺉ. [/quote:c7629c1bbf]
هو، دا ډله بې تفاوته نه، بلکې تاراضه ده او ناراض نږدې ۷۰ ٪ ملت دي چې نه طالبان غواړي نه ګوډاګیان، نه دیکتاتوران غواړي
اونه لیبرالان، نه تنظیمي مجاهدین غواړي اونه ګوندي کمونستان ، خوهم آزادي غواړي او هم اسلام ،هم ملتپالنه غواړي اوهم ملي او اسلامي ولسواکي !
که د آزادۍ ملي اواسلامي ولسواکۍ غږ پورته شي دوی به پرې راټول او هر ډول قربانۍ ته به ورودانګي، خومتأ سفانه چې
[color=red:c7629c1bbf]
په نوموړوافراطي ډلو د الله تعالی دا ستر غضب نازل شوی چې هره يوه یې په خپل وار خپل ډول
اوخپلو بې معنی دلایلو سره د ملي اسلامي ولسواکۍ دوښمنان او د افغانسان دروانې ملي غمیزې عاملین ګرځېدلي دي!
غضب الله علیهم اجمعین !
[/color:c7629c1bbf]
باتور
25.10.2009
شهير خانه هغو خلګو رښتيا ويل، د طالبانو په دوره کي د غلا کولو لپاره کوم شی نه وو پاته، ځکه چي مسعوديانو، ګلمجمانو او يارانو يې ټول وطن لوټ کړی وو. .
[color=darkred:8e7b5c5208]اقتباس:
په خدای قسم چی داسی خلک می د طالبانو وقت کی ولیدل چی ویل یی د مجاهدینو وقت بهتر وو، که نور نه وو، په غلا خو یو څه پیدا کیدل، اوس خو هیڅ هم نه شته.[/color:8e7b5c5208]
منيرخانه،
دا څلور ډلي چي تا يادي کړي، که هره يوه د افغانستان د نفوس ٢٥٪ وي، نو بيا خو په کرزی يا عبدالله صرف ٢٥٪ خلګ راضي دي .
افغانانو ته دا امکانات سته چي دا دری ډلي چي جمعا ٧٥٪ کېږي، لاس سره يو کي چي د ګوډاګي حکومت د را پرځولو جريان لا هم سريع سي .
[color=brown:8e7b5c5208]اقتباس:
نو په همدغو شرایطو کې افغانانو ته کوم امکانات شته دي؟
۱ - د افغانانویو ډله له دغو دوو کاندیدانو څخه د یوه پلوي کوی او په ټاکنو کې برخه اخلی او د خپلې خوښې کاندید ته رای ورکوی.
۲ - دوهمه ډله په اساس کې دواړو کاندیدانو سره موافق ندي خو دوی په همدغه ستونځمن حالت کې هم پدې باور دي چې دا به د هېواد په مصلحت وي که په ټاکنو کې برخه واخلي او د بد او بد تر تر منځ یو وټاکي او د سالمو نیوکو له لارې، که زیات زمان ته هم اړتیا لری ، د حکومت د چارو په اصلاح کې برخه واخلي.
۳ - بله ډله نه دا حکومت منی او نه د هغه قانون. دوی پدې باور دي چې په هر قیمت چې وي یواځې د غه روانه مسلحانه مبارزه د ستونځې د حل لاره ده.
۴ - څلورمه هغه بې تفاوته ډله ده چې له بده مرغه شمېر یې کم هم ندﺉ. [/color:8e7b5c5208]
په درنښت
monir
25.10.2009
ګران غیرت صاحب او نور دوستان ښې چارې!
[quote:a62b87450f]هو، دا ډله بې تفاوته نه، بلکې تاراضه ده او ناراض نږدې ۷۰ ٪ ملت دي چې نه طالبان غواړي نه ګوډاګیان، نه دیکتاتوران غواړي
اونه لیبرالان، نه تنظیمي مجاهدین غواړي اونه ګوندي کمونستان ، خوهم آزادي غواړي او هم اسلام ،هم ملتپالنه غواړي اوهم ملي او اسلامي ولسواکي !
که د آزادۍ ملي اواسلامي ولسواکۍ غږ پورته شي دوی به پرې راټول او هر ډول قربانۍ ته به ورودانګي[/quote:a62b87450f]
زه تاسو سره موافق یم چې یوه بله ډله هم شته چې بې تفاوته نده. خدای خبر چې د دوی شمېر څومره دﺉ، خو هغه څه چې څرګند دﺉ دغه ۵ مه ډله په خیالونو کې ډوبه ده.
د دوی د خیالونو په سر کې تل شرطیه کلمې لکه " که" او یا " باید" ځای لری. د ساری په توګه:
[quote:a62b87450f][color=blue:a62b87450f]که[/color:a62b87450f] د آزادۍ ملي اواسلامي ولسواکۍ غږ پورته شي[/quote:a62b87450f] ... لکه څنګه چې پوهېږوو دا غږ تر اوسه ندﺉ پورته شوﺉ او په راتلونکي کې؟؟؟ خدای خبر!
او یا یو بل هېوادوال لیکي:
[quote:a62b87450f]جعلکاران او فریبکاران [color=yellow:a62b87450f]باید[/color:a62b87450f] محاکمه شی[/quote:a62b87450f]! زه هم وایم ودې شي . دا هم هسې یوه هیله ده ځکه عملی لاره یې نه تر سترګو کېږي.
او داسې نور مثالونه ډېر دي چې یو وایی باید داسې شي او بل وایي که هغسې شي. خو واقعیت دا دﺉ چې نه داسې کېږي او نه هغسې!
په درنښت
باتور
25.10.2009
[color=darkred:cc0eaed46f]اقتباس:
جعلکاران او فریبکاران باید محاکمه شی[/color:cc0eaed46f]
هو سم يې ليکلي، جعلکاران بايد محاکمه سي، تر ټولو د مخه په ملي کچه کرزي جعلکاري او فريبکاري کړي ده، لومړی بايد دی محاکمه سي .
ښاغلی منير هم په همدې نظر دی چي جنايتکار کرزی بايد محاکمه سي :
[color=brown:cc0eaed46f]اقتباس:
زه هم وایم ودې شي . . . [/color:cc0eaed46f]
په درنښت
Ghairat
25.10.2009
[quote:9f5d1659a9]هو سم يې ليکلي، جعلکاران بايد محاکمه سي، تر ټولو د مخه په ملي کچه کرزي جعلکاري او فريبکاري کړي ده، لومړی بايد دی محاکمه سي . [/quote:9f5d1659a9]
زه هم وايم محاکمه دې شي، خو زياته ګټه به يې څه وي ؟
زياته ګټه يې دملي ولسواکۍ ثبات او استحکام ته ده ، نو هغه ډلې چې ملي ولسواکي نه مني ايا دوی بايد د ولسواکۍ
د تضعيفولو له پاره د کرزي او عبدالله عبدالله دتقلباتو په پېښه خوښ نه وي ؟
منير خانه که څوک واي چې ٢ضرب ٢ مساوي ٤ کيږي ، نو دغه حقيقت که څوک مني او که نه اعتبار يې پرځای پاتې وي او انحراف ترې هره اړونده محاسبه چلي په کوي ٠
په همدې ډول څنګه چې د اسلام او ملي ګټو پالنه اړينه ده ملي ولسواکي هم دسولې او پرمختګ اړين معيار دی چې تر
هغه پرته په افغانستان کې سوله منځته نشي راتلای ٠نو که څوک ورته تن نه ږدي په افغانستان کې سولې او ثبات ته هم غاړه نه ږدي
او په دې سره ځان ته يو ملي ځواک هم نشي ويلی مترقي خولا څکی څکی !
watanmal
26.10.2009
ټولو دوستانو او لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د قدر وړ باتور صيب او وهاج ساپى صيب د نظر څرګندولو څخه مو مننه.
غيرت صيب د كل او جز خبره دى ډيره اوږده كړى ده په ساده ژبه ئى څرګنده كړو
چى په ډيموكراسۍ كى د حق والى معيار اكثريت دى نو لوستونكو ته ئى
تاسى څرګند كړۍ چى د افغانستان څومره فصده خلكو ته په انتخاباتو كى
د رايى اچولو كارټ وركړى شوى دى؟ له همدغه خلكو څخه څومره كسانو
په انتخاباتو كى شركت كړى دى ؟ بيا دغه رايى د فيصدۍ په تناسب
رياست جمهورى ته ولاړو كانديدانو ترمنځ تقسيم كړه او په ډاګه يى وليكه
چى د افغانستان له ټول نفوس څخه څومره خلكو قزلباش كرزى ته او څومره خلكو
تاجك عبدالله ته رايه وركړى؟ [color=white:2ffc1c9bff]پدى توګه به ټولو لوستونكى پوه شى چى
په افغانستان كى سره د ټولو درغليو څومره خلك قزلباش كرزى خوښه وى؟
او څومره خلك تاجك عبدالله؟ او څومره خلكو په انتخاباتو كى د نه شركت
پريكړه كړى ده؟[/color:2ffc1c9bff]
له دى ورسته به ووينو چى د پوچى مفكرى ډيموكراسۍ د حق والى معيار كى
څومره عدالت دى؟
د قزلباش كرزى او تاجك عبدالله په څير نورو خاينانو او د امريكى او يوروپ
اجنټانو په اړه د مفتون غرق پرق شعر راپه زړه شوه ، نو اراده مى وكړه چى
د لوستونكو سره يى شريك كړم.
http://www.4shared.com/file/143674347/6569e690/7_online.html
لوستونكو كه تكليف درته نه وى نو د نبى خيل دغه لاندينى شعر هم واورۍ
http://www.4shared.com/file/143675407/bcf65274/faryad.html
په پاى كى درته د مفتون غرق پرق هغه شعر وړاندى كوم چى واى اشنا مى بيا ډالرو
ته جيبونه جوړوى.... خو ترينه مخكى يوه غزل شته چى وايى څوك بدرنګ دى
په بدرنګو ښكلا پلورى
http://www.4shared.com/file/143675893/6343d440/ashan_me_beya_dolaro_ta_jebeon_jorawe.html
په مينه
وطنمل
Ghairat
26.10.2009
دروند ورور وطنمل صیب او ټولولوستونکو ته سلام !
زما لیکنې ته چې نچوړ يې دملي اسلامي ولسواکۍ په یواځینۍ لار دافغاني کلیت خوندي کول دی، تاسې د خپل ځواب لنډیز په دې جمله کې ځای کړی دی :
[quote:6f4923c2d2]له دى ورسته به ووينو چى د پوچى مفكورى ډيموكراسۍ د حق والى معيار كى څومره عدالت دى؟ [/quote:6f4923c2d2]
دا ځواب به مو هغه وخت رښتینی وای چې څوک هم دې پوښتنوته په هوځواب ورکړای شی ،چې نه یې شي ورکولای :
۱ــ آیا ما ویلي چې روانې ټولټاکنې دملي اسلامي ولسواکۍ کومه بیلګه ده ؟
۲ــ أیا ما اوسنۍ لیبرالې اوچټلط لویدیځې دموکراسۍ ته کله هم ملي یا اسلامي ولسواکي ویلې؟
۳ــ آیا ما ویلي چې ملي اسلامي ولسواکي د اشغال په صورت کې هم پلې کیدای شي؟
۴ ــ آیا تاسې له دې انکار کوۍ چې ما د ملي اسلامي ولسواکۍ اساس او بنسټ تل ملي آزادي اوخپلواکي بللې ده؟
۵ ــ ایا تاسې کولی شئ د اوسنۍ امریکايي لیبرالې غیر ملي اوغیر اسلامي ولسواکۍ څخه چې د اشغال په حالت کې
ټولټاکنې هم په پیسو، رشوتونو، جعل اوتقلبونو روانې کړي دخپلواکۍ د حالت دملي او اسلامي ولسواکۍ په اړه نتیجه ګیري
وکړئ اودغه هر اړخیزه مردار خور، غلام او چټل نظام له هغه پاک خپلواک ملي ،اسلامي او[color=red:6f4923c2d2]ولسواک[/color:6f4923c2d2] نظام سره مقایسه کړئ؟؟؟؟
خونه يې شئ کولی اومعلومدار چې هیڅوک يې هم نشي کولی چې له آزاد، خپلواک، ملي اسلامي ولسواک نظام له اړينتیا
او برحقیت څخه سترګې پټې کړي!
ولې هر ډول مغرض کسان ، ډلې اوټپلې کولی شي اوبه خړې کړي اوکبونه ونیسي!
ددې اوبو خړولو اوکبنيولوهدف یو دي
اوهغه د آزادۍ اوخپلواکۍ اسلام او ملتپالنې ، ترقۍ اوپرمختګ د ټولو ارزښتونو او ضرورتونو ترمنځ په
ارتباط ورکونکي، تضمینونکي او ساتونکي عنصر باندې چې اړونده ولسواکي ده ، سترګې پټول او په دې توګه
د افغان ولس په وړاندې یودبل پسې ناورینونه ، غمیزې او ناتارونه زیږول دي او بس!
آیا ومونه لیدل چې :
۱ ــ داود خان چې د هر ډول ولسواکۍ دوښمن او دیبکتاتور و، د خپل ملیتوب سره سره يې هیواد له کومو طوفانونو سره سره مخامخ نکړ؟
۲ــ کمونستان چې تر هغه هم زیات د ملي او اسلامي ولسواکۍ دوښمنان اودیکتاتوران وو،ناورینونه يې راګډنه کړل،
ناتارونه يې ونه زیږول ، غلامي او اسارت اوغمیزې یې رامنځته نکړې؟؟
۳ ـ مجغدین چې دملي اسلاني ولسواکۍ لا ستر دوښمنان وو، کدرنۍ جګړې، د وطن وورانول او د امن اوامنیت له منځه وړل يې رامنځته نکړل ؟
۴ ــ طالبان چې تر څو دملي اواسلامي ولسواکۍ دوښمنان وو او تر څو يې دوښمنان
اوسي،پر خپلې دیکتاتورۍ مغرور وو ،
دا اوسنی ناورین، غلامي او اسارت يې رامنځته نه کړ(؟ ) او ددې روان حالت ، جنګ ،جګړې او اسارت د دوام اصلي
اړیزی هماغه یو علت نه دی چې د ولس حق او غوښتنې یعنې ملي او اسلامي ولسواکۍ ته تن نه ایښودل ؟؟؟؟؟؟؟
نو آیا د ملي او اسلامي ولسواکۍ غوښتنه هغه فارموله نه ده چې دوطن د آزادۍ د جګړې،سوله ییز سیاسي مقاومت، د بهرنیانو د ویستلو ، سولې، اسلام ،
أزأدۍ اوخپلواکۍ ، ترقۍ او پرمختګ بری تضمینوي اونه منل يې د بري پر ځای د
نهايي ماتې اوناکامۍ سبب ګرځي؟؟؟؟
[color=blue:6f4923c2d2]که وي نو بیا راځئ چې دوطن د خیر او فلاح له پآره د همدغې فار مولې د تطبیق پلوی له سیاسینوڅخه، په ښارونو اوکلیوکې
او د جګړې پّه ګرمو سنګرونوکې له ټولوخواوڅخه وغواړو،اودملي اسلامي ولسواکۍ سرتاسرۍ غورځنګ رامنځته
کړو چې بری يې هم په سنګرونوکې دطالبانو د جهاد اوهم په سوله ییز سیاسي مقاومتونو یو واحد هدف وګرځي![/color:6f4923c2d2]
..Ahmadzai
26.10.2009
[quote:dd628fdb36]ــ طالبان چې تر څو دملي اواسلامي ولسواکۍ دوښمنان وو او تر څو يې دوښمنان
اوسي،پر خپلې دیکتاتورۍ مغرور وو ،
[/quote:dd628fdb36]
غیرت صاحب
سلامونه
دغه په ملي ولسواکۍ دې څه نا څه ورسیدم، خو نه پوهیږم ِچې اسلامي واکۍستا په اند څرنګه وي؟
ایا مونږ باید اول ملي ولسواکۍ پسې وګرځو او که اسلامي پسې؟
دغه کوم شی چې تا نه په داوود ، نه کمونستانو ، نه مجاهدینو او نه طالبانو کې پیدا کړ ایا دغه واکۍ د افغانستان په تاریخ کې هم کوم وخت تشریفدرلودلی او کله هم افغانانو ملي اسلامي ولسواکۍ منځ ته راوړې او که نه؟
نه پوهیږم چې ته مونږ څه ته دعوت کوې؟
ایا ملي دې ته وایي چې
پښتانه، طاجیک، اوزبک هزاره ، ترکمن ، پشیان او قزلباش، ایماق ،عرب، ګوجر، جټان ، جوګیان او نور ټول په یو وطن کې راټول کړو او ملت ورته ووایو؟
که دغسې وي نو بیا څه ستونزه ده ؟پنجابیان به هم راولو او ډله به مو نوره هم لویه سي
یو څو د القاعدې عرب او عجم به هم خپل کړو،او لوی ملت به جوړ کړو .
او که ملت څخه مو موخه پښتانه وي، نو له افغانستان څخه خو پښتانه پاکستان کې زیات دي، هغو سره به اتحاد وکړو او لوی پښتونستان به جوړ کړو، چې یو ملت جوړ سي، او د ډیورند لانجه به هم له منځه لاړه سي، د پښتنو د لوړ تعداد څخه په ګټه پورته کولو به پاکستان هم خپل تصرف لاندې راولو.
مونږ خو اول قدم کې اسلام او بیا د پښتنو سر لوړي او ازادۍ غواړو
نو نه پوهیږم ستا مطلب څه ده،چۍ غواړې؟
په درنښت
Lotfollah
27.10.2009
دوستانو سلامونه
دا دﺉ دبحث پرموضوع یوه لیکنه:
[color=blue:eecd022018]نوي شرايط، د قدرت د حصول وروستۍ ناكامې حربې[/color:eecd022018]
ابو ريحان
ډاكټر عبدالله پرون يوځل بيا يوه پره وكاروله او د راتلونكو دوهم پړاو ټاكنو په اړه يې له خپلې مجبورۍ را ټوكېدلي شرايط وړاندې كړل. د عبدالله په نويو شرايطو كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مشر لرې كول او د كورنيو چارو، پوهنې او سرحدونو چارو وزيرانو څوكۍ د تليق په حال كې راوستل دي. عبدالله دغه راز ګڼ نور شرايط هم پرليكه كړي، چې د هغه د سياسي ښويېدنې او ښكاره ناكامۍ ښكارندويي كوي.
د ولسمشريزو ټاكنو په لومړي پړاو كې ، چې كله تله د كرزي په پله درنده شوه، هم د ډاكټر عبدالله ډلې د ټاكنو د خپلواك كميسيون پر جوړښت نيوكې كولې او د تقلب او درغلۍ تورونه يې لګول. په ټاكنو كې ددې لپاره، چې د خپل سيال اړخ سياسي روحيه كمزورې كړې ، تر ټولو ستره كارېدونكې دود حربه د تقلب او درغلۍ تورونه دي. د نړۍ په ټولو سترو ټاكنو كې دا وړ حربې كارېدلې دي او عبدالله تر څنګ د پيټرګالبرايټ ، ريچارډ هالبروك او فليپ موريان او نورو په څېر داسې څېرې درلودې، چې په داوړ سازشونو او د هېوادونو په وېشچار كې پراخې او بريالۍ تجربې لري.
دغې ډلې سره له دې، چې په پراخه كچه د لويديزې نړۍ ملاتړ درلود، د ملت د رايو پر وړاندې ګونډه ووهله. د عبدالله د كمپاين ټول بهرني سلاكاران په يوه او بله لاره له افغانستان نه يا وتښتېدل او يا په بدنامۍ ووتل. په دې برخه كې د ولسمشر حامد كرزي او د هغه د ډلې پر ځراكت هم بايد سترګې پټې نه شي، ځكه د يادو شويو كسانو د پلانونو او نقشو په شنډاوي او افشا كې يې رغنده رول ولوباوه.
د تقلب په نامه د ولسمشر حامد كرزي ( د سويلي ولايتونو د پښتنو) د رايو بدنامي او دې مسالې ته هوا وركول د ډاكټر عبدالله، د هغه د ډلې او د هغه د بهرنيو سلاكارانو او ملاتړ لومړنۍ حربه وه. هغوى په دې حربه كې پر ولسمشر حامد كرزي له شته سياسي فشارونو سره مل تر يوه بريده بريالي شول، خو په ولس كې يې خپل ځاى هم له لاسه وركړ. ولس له لاسپوڅو او د نورو تر شعار او سيوري لاندې څېرې په هيڅ ډول هم نشي زغملاى او ډاكټر عبدالله خپل سياسي مرګ په خپلو سترګو ويني. د تقلب تر شعار لاندې ددوى تر ټولو ستر فشار او ټينګار پر دوهم پړاو ټاكنو و، خو اوس وينو، چې دغه ډله له دوهم پړاو نه هم د پښو ايستلو په حال كې ده. په يوه او بله پلمه ، په بېلابېلو شرايطو وړاندې كولو سره بېلابېلې هڅې ټولې د يوه سنجول شوي پلان له مخې كيږي او هغه پلان يوازې او يوازې د څوكۍ تر لاسه كول او د لويديز د ګټو خوندي كول دي. ډاكټر عبدالله ته نه قانون، نه د خلكو رايې او نه هم د افغانستان ملي ګټې مهمې ښكاري، هغه ته يوازې او يوازې خپلې شخصي او ګوندي ګټې مهمې دي. په افغانستان كې ، چې دا اوس په سياسي سطح څومره ناندرۍ او ناخوالې راټوكېدلې، يا ددغو ناخوالو په پايله كې راتلونكې بدې پېښې كيږي، د هغو ټولو مسووليت د دغه ښاغلي پر غاړه دى، ځكه په لوى لاس غواړي افغانستان بېرته هغه دوران ته بوځي، چې په اويايمو كلونو كې يې ده او ددوى ملاتړې ډلې ازمويښت وركړى دى.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مشر ټاكل او لرې كول د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د ولسمشر كار دى او بل هيڅوك هم ددې حق نه لري، چې په دې برخه كې وړانديز يا شرط وړاندې كړي. د استاد ستانكزي په وينا، ډاكټر عبدالله دمګړۍ د افغانستان يو عادي وګړى دى او دا حق نه لري، چې د يو چارواكي د لرې كولو يا ګومارنې په برخه كې شرط او فرمايش ور كړي. دغه راز د كابينې د غړو ټاكل او لرې كول د ولسمشر له واكونو څخه دي او يو ناكام كانديد، چې په مكر او فريب غواړي يو ځاى ته ځان ورسوي، په هيڅ توګه هم نشي كولاى ، چې د وزيرانو د عزل او نصب په اړه شرطونه وړاندې كړي.
ډاكټر عبدالله كه غواړي واقعا يو مشروع سياسي جريان پرمخ بوځي او اوسنى ولسواك نظام همدغسې ادامه ومومي، له انانيت او شخصي ګټو بايد تېر شي او پر ملي او هېوادنيو ګټو ډډه وكړي. كه چېرې په دوهم پړاو ټاكنو كې د خپل بري نښې نښانې نه ويني ، په ابرومندانه ډول دې يې اعلان كړي او كه غواړي دا پروسه بريالۍ پرمخ لاړه شي، په ټاكنو كې دې د مطرح كانديد په توګه برخه واخلي او خپل سياسي شخصيت او مشرتابه دې ثابته كړي.
ډاکتر څپاند
31.10.2009
درنو لوستونکو سلام،
نن دامريکې دبهرنيو چارو وزيرئ هلري کلينټون،په اسرايلو کی،پداسي حال
کی چه داسرايلو دصدر اعظم سره جوخت ئی دژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه
ورکول داسئ وويل :
که چيري ډاکتر عبدالله ددويم پړاو په ټاکنو کی دبرخه اخيستو نه ډډه وکړي،
کرزی به يوازيني برحق پاته شي٠
داخبره هغه اوازې تايدوي چه عبدالله د لسو ميليونو ډالرو په اخيستو سره،
به ديکشنبې په ورځ دخپلې نوماندئ نه د تيريدو اعلان وکړي٠
له بلی خوا په کابل کی اوازه ده چه دعبدالله دلاس په سر کيدو سره جوخت به
ډاکتر رمضان بشردوست اعلان کړی چه دعبدالله په وتلو،دهغه رائی هم باطلې
شوی٠معنی داچه بشردوست بايد په دويم پړاوکی دکرزي په مقابل کی ودريږي٠
ديادولو وړ ده چه دهيواد اوسنی اساسي قانون ،پدی هکه وضاحت نلري (که
بهتره وويل شي په عمدي ډول ګنګ جوړ کړی شوی دی) نو پايله به داوي
چه موضوع سترې محکمې ته راجع شي٠مګر ،څرنګه چه ښکاري،دسترې محکمې رهبري هم دکرزي نږدې دوستان دي،
نتيجه دا چه ستره محکمه به دکرزي په ګټه فېصله وکړي٠
ډاکتر څپاند
01.11.2009
ډاکترعبدالله ،نن غرمه په ١٢ بجو په رسمي ډول،په کابل کی اعلان وکړ
چه دی به دټاکنو دويم پړاو کی برخه نه اخلي٠
ستاسونظر؟
باتور
01.11.2009
هغه په مليونونو ډالرچي بادارانو يې د ټولټاکنو لپاره ورکړي ول، هغه يې په ډېره بېشرمۍ په خپلو کي سره ووېشل . . يو څو ورځې د ټولټاکنو ډرامه تمثيل کړه، بس خبره خلاصه سوه. .
دا دلالان ټول سره هملاسي دي . . که کرزی دی که عبدلال او که کوم بل خردجال.
په درنښت
Sardar Jahan Khan
01.11.2009
[quote:3ba8d4abaa="باتور"]هغه په مليونونو ډالرچي بادارانو يې د ټولټاکنو لپاره ورکړي ول، هغه يې په ډېره بېشرمۍ په خپلو کي سره ووېشل . . يو څو ورځې د ټولټاکنو ډرامه تمثيل کړه، بس خبره خلاصه سوه. .
دا دلالان ټول سره هملاسي دي . . که کرزی دی که عبدلال او که کوم بل خردجال.
په درنښت[/quote:3ba8d4abaa]
انډیواله که تا هم پر همدی چوکی کښینوو نو همداسی شی در څخه جوړیږی بی له شکه نو ښه به داوی چی د انتقاد سره سم سالم نظرونه هم وړاندی کړی دابه ډیره ښه وی نسبت دا چی صرف انتقادات کوی. هغه یو الله ډیر ستر او با انصافه ذات دی او بنده له عیبه خالی نه دی. نو که تاسی وایاست دا ګوډاګی دی او یا دا خاین دی نو پدی پوه شه چی که ته هم همدی مقام ته ورسیږی او یاه زه خپل ځان هم یادوم نو بی له شکه چی یو طرف به نیسی او هیڅ امکان نه لری چی پوره انصاف وکړی. نو دا هسی بی ځایه خبری پریږدی ښه راته معلوم یاست دا ټوله چی دلته مو نظرونه لیکلی دا ټوله ښه راته معلوم یاست چی سپینی ملایکی نه یاستی. لومړی خپل ځانو ته باید متوجه شو چی خپل کور کی مو عدل او انصاف پلی کړی دی که نه؟ خپله کوڅه کښی مو عدل او انصاف پلی کړی دی او که نه؟ د خپل همسایه حق مو ورکړی دی او که نه؟ بیا به را شو او د ولسمشر مقام ته او بیا حق لرو چی ووایو چی کوم یو د ولسمشری لیاقت لری؟ ځانته متوجه یاست؟ که نه؟ ستا سو د خولی د قوم پرستی بوی ځی، ځانونه یو ځلی پر دین برابر کړی او بیا راشی خبری وکړی. دین مو څه وایی؟ دین مو واخست په ټوله نړی کښی مو د ترورستی دین په نوم مشهور کړ. او د کافرانو بهانه مو ځانته برابره کړه. په ځان خبر یاست که نه؟ دا خلک موږ تاسو راوستلی دی او په ناپوهی کښی موږ خپل ځانو ته کنځلی کوو. لومړی اصلاح باید له خپله کوره شروع کړو او بیا به وروسته ځو. دا خبره مه هیروی چی ستاسو نماینده ګان په پارلمان وغیره کښی ناست دی. هو همدا تاسو را لیږلی دی. کله چی مشکل درته پیښ شی او غواړی چی یو غیر قانوی کار وکړی نو بیا څنګه همدغه خلکو ته د واسطو لپاره ورځی؟ هیر مو شوه؟ چا قتل کړی او یو وکیل یی شناخته دی نو ځان یی وویستلو، د چا د موټر اسناد غیر قانونی دی نو واسطه پسی ګرځی، چا څمکه قبضه کړی، همدغه خلک دی چی موږ تاسو راوستلی دی او چی کله مو کار پری بند شی نو ښه ور ځغلو او چی کار نه تری خیږی نو د وطن فروش، ګوډاګی وغیره په نامه نوم ورکوو. ددی ټولو مشکلاتو حل زموږ په خپل دین کښی پروت دی. او ددی دین رسی اونسی او تفرقه مه راولی. طالبان وروڼه ددین په حقیقت نه پوهیدل ځکه خو دا ورځ راباندی راغلل. لکه چی پاک الله ج په هره زمانه کښی د بنده د لار ښونی لپاره بیل کتاب او پیغمبر ص را لیږلی په همدا شان هره زمانه ځانته بیل د جهاد کولو طریقی لری. خو دا وروڼه ددی زمانی د جهاد کولو د طریقی سره نا اشنا دی ځکه خو یی دین واخست او د ترورستی دین په نامه یی مشهر کړ. دیوه بی ګناه انسان وژنه داسی ده لکه د ټوله انسانیت وژنه، دا هغه څه دی چی پاک الله په خپل کتاب کښی یی ذکر کړی. الله دی موږ ته هدایت وکړی د صحی او مستقیمی لاری.
pattang
01.11.2009
انډيواله خوشې دوخت ضايع کړی ، يو څه داشغالګرو اوږد سياسي تاريخ ته
وګوره ! په عراق حمله څرنګه وه ?، طالبانو اسلام تر ورستي ندی ښودلی .
د اسلام بد نامول خو اشغالګر و په ناحقه پرې تپلی دی , داچې ټوله مېديا
ددوی په لاس کښې ده نو پرتا يې هم هوبه راوستلې ده ٠.
الله دې پښتانه هوښيار کړي٠
[quote:64bc387700="Sardar Jahan Khan"][quote:64bc387700="باتور"]هغه په مليونونو ډالرچي بادارانو يې د ټولټاکنو لپاره ورکړي ول، هغه يې په ډېره بېشرمۍ په خپلو کي سره ووېشل . . يو څو ورځې د ټولټاکنو ډرامه تمثيل کړه، بس خبره خلاصه سوه. .
دا دلالان ټول سره هملاسي دي . . که کرزی دی که عبدلال او که کوم بل خردجال.
په درنښت[/quote:64bc387700]
انډیواله که تا هم پر همدی چوکی کښینوو نو همداسی شی در څخه جوړیږی بی له شکه نو ښه به داوی چی د انتقاد سره سم سالم نظرونه هم وړاندی کړی دابه ډیره ښه وی نسبت دا چی صرف انتقادات کوی. هغه یو الله ډیر ستر او با انصافه ذات دی او بنده له عیبه خالی نه دی. نو که تاسی وایاست دا ګوډاګی دی او یا دا خاین دی نو پدی پوه شه چی که ته هم همدی مقام ته ورسیږی او یاه زه خپل ځان هم یادوم نو بی له شکه چی یو طرف به نیسی او هیڅ امکان نه لری چی پوره انصاف وکړی. نو دا هسی بی ځایه خبری پریږدی ښه راته معلوم یاست دا ټوله چی دلته مو نظرونه لیکلی دا ټوله ښه راته معلوم یاست چی سپینی ملایکی نه یاستی. لومړی خپل ځانو ته باید متوجه شو چی خپل کور کی مو عدل او انصاف پلی کړی دی که نه؟ خپله کوڅه کښی مو عدل او انصاف پلی کړی دی او که نه؟ د خپل همسایه حق مو ورکړی دی او که نه؟ بیا به را شو او د ولسمشر مقام ته او بیا حق لرو چی ووایو چی کوم یو د ولسمشری لیاقت لری؟ ځانته متوجه یاست؟ که نه؟ ستا سو د خولی د قوم پرستی بوی ځی، ځانونه یو ځلی پر دین برابر کړی او بیا راشی خبری وکړی. دین مو څه وایی؟ دین مو واخست په ټوله نړی کښی مو د ترورستی دین په نوم مشهور کړ. او د کافرانو بهانه مو ځانته برابره کړه. په ځان خبر یاست که نه؟ دا خلک موږ تاسو راوستلی دی او په ناپوهی کښی موږ خپل ځانو ته کنځلی کوو. لومړی اصلاح باید له خپله کوره شروع کړو او بیا به وروسته ځو. دا خبره مه هیروی چی ستاسو نماینده ګان په پارلمان وغیره کښی ناست دی. هو همدا تاسو را لیږلی دی. کله چی مشکل درته پیښ شی او غواړی چی یو غیر قانوی کار وکړی نو بیا څنګه همدغه خلکو ته د واسطو لپاره ورځی؟ هیر مو شوه؟ چا قتل کړی او یو وکیل یی شناخته دی نو ځان یی وویستلو، د چا د موټر اسناد غیر قانونی دی نو واسطه پسی ګرځی، چا څمکه قبضه کړی، همدغه خلک دی چی موږ تاسو راوستلی دی او چی کله مو کار پری بند شی نو ښه ور ځغلو او چی کار نه تری خیږی نو د وطن فروش، ګوډاګی وغیره په نامه نوم ورکوو. ددی ټولو مشکلاتو حل زموږ په خپل دین کښی پروت دی. او ددی دین رسی اونسی او تفرقه مه راولی. طالبان وروڼه ددین په حقیقت نه پوهیدل ځکه خو دا ورځ راباندی راغلل. لکه چی پاک الله ج په هره زمانه کښی د بنده د لار ښونی لپاره بیل کتاب او پیغمبر ص را لیږلی په همدا شان هره زمانه ځانته بیل د جهاد کولو طریقی لری. خو دا وروڼه ددی زمانی د جهاد کولو د طریقی سره نا اشنا دی ځکه خو یی دین واخست او د ترورستی دین په نامه یی مشهر کړ. دیوه بی ګناه انسان وژنه داسی ده لکه د ټوله انسانیت وژنه، دا هغه څه دی چی پاک الله په خپل کتاب کښی یی ذکر کړی. الله دی موږ ته هدایت وکړی د صحی او مستقیمی لاری.[/quote:64bc387700]
..Ahmadzai
01.11.2009
ټرت