د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Ghairat
17.01.2009

محترم معظم اومکرم استاد مولینا حلیمي صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
زه منښته کوم چې د شهید داود خان په وخت کې په بهر کې په تحصیل بوخت وم، خو که تاسې وایاست چې دنوموړې رژیم ولسواک ( دموکراتیک ) نودومره معلومات اړین دی :
ولسواکي یو سیاسي پوهیزی(مفهوم ) دی،نه پوځي ۰
امن په هره دیکتاتورۍ او پوځي حکومت کې خوندي کیدای شي، په کمونستي ، پوځي او فاشیستي رژیمونوکې هم امن خوندي وي، نود امن په شته والي اوملي بڼې سره اتوماتیکولسواکي منځته نه راځي،بلکې لږتر لږه لاندیني سیاسي آزادي او تاسیسات باید ولري چې د داودر ځان پهوخت کې د شته والي په اړه دغه پوښتنې مٍثبت ځواب غواړي :
آیا د اداود خان په وخت کې منتخبه ملي شورا موجوده وه ،مثأا په آزادوانتخاباتوکې ټاکل شویولسي جرګه موجوده وه؟

آیا سیاسي ګوندونه آزاد و، آزاد فعالیت یې درلود اوپه انتخاباتوکې يې ګډون درلود؟

آیا ملي شورا د حکومت فعالیت څارلی او وزیران یې استیْضاح کولی شول؟

آیا نادولتي مطبوعات اوخپرونې مو جودې وې او فعالیت یې آزاد و؟

آیا د غونډو،مټینګونو، مظاهرو له لارې د حکومت د سیاست غندنه آزاده وه ؟

کوم غیر حکومتی ګوندونه په دغه دوره کې جوړ شو او کوم آزاد وو؟ آیا مساوات آزاد و ؟
که دا یوه هم نه وه،نو په هغه صورت کې بیا دداود خان کودتا ددغو پورتنیودموکراتیکو نهادونو پر ضد د پرچمیانو په مرسته او شوروي په ملاتړ تر سره شوې چې په دې توګه یې کودتاچي رژیم نه یواځې دموکراتیک نه و، بلکې ضد ملي پایلې اومقدمات یې هم لرل اوهغه داچې د شوروي لاسلرنې اولاسوهنوته یې مخه خلاٌص کړه، پردیو کمونستي ایجنټانو(پرجم) ته یې په حکومت کې ځای ورکړاو د ملت برخلیک یې لومړی د پرچمیانو او بیا دخلقیانو له لارې د شوروي په لاس ورکړ اود شوروي تیري ته یې لار پرانیستله!
نوولسواکي خو لا څه چې هغه ملي توب یې هم نیمګړی اوسخت تر پوښتنې لاندې راځي،آیا همداسې نه ده ؟


ډاکتر څپاند
18.01.2009

محترم غيرت صيب سلامونه ومنۍ،
تاسو ته بهتره معلومه ده چه دموکراتيک نظامونه،ټول سره يو شانته نه وي٠
دداودخان په زمانه کی هغه دموکراسي چه دشاهي رژيم په روستۍ لسيزه کی 
برقراره وه او پايله ئی انارشي او ګډوډي شوه،موجوده نه وه٠
مګر بيا هم سياسي ګوندونو،(دشوری طرفداره ګوندونو په لويه پيمانه،او نورو
ګوندونو په لږه پيمانه)نيمه علنی فعاليتونه درلودل٠
هيڅ افغان دهغه دسياسي عقايدو پر بنسټ مجازات شوی نه وو٠
مګر انتخابات،ازاد اخبارونه او نور دموکرتيک بنسټونه مروج نه ول٠
خو بيا هم،ټولنيز ژوند،پر ابتدائی دموکراتيکو پرنسيپونو ولاړ وو٠دمثال په
توګه پوهنتون ته دشموليت لاره يواځی او يواځی دکانکور امتحان وو٠نظامي
افسران ټول دتعليم او تربيي نه برخوردار ول،په ټولو دولتی وظايفو کی د تقرر په وخت (دکابينې څخه بغير)دپوهي،تحصيل اواستعداد معيارونه،څه ناڅه په نظر کی ول٠
د کرزی دحکومت دشکلی دموکراسی،مګر دړی وړی نظام په تناسب د داود خان
نظام،ځما په اند،ډير دموکراتيک وو٠

[color=white:f53152fdf7]دافغانستان په معاصر تاريخ کی،تر اعليحضرت غازي امان الله خان راروسته
دواود خان تر ټولو ستر ملي اووطنپرست شخصيت وه٠[/color:f53152fdf7]داچه ګواکې دداود خان کودتا دروس (پخواني شوروي اتحاد)سره په تفاهم کی 
تر سره شوی او ياهم "کمونستان" دده سره په کودتا کی شامل ول،تر اوسه ثابت
شوي ندی او ټول احتمالي نظريات او قياسونه دي٠
پدی اړه ديوه "کمونست" ليکنه وللئ:

http://www.payamewatan.com/article-4/a.azhar051108.htm



ع کريم حليمي
18.01.2009

ډېر قدرمند او مکرم دانشمند ورور غيرت صاحب او محترم سپاند صاحب 
ښې هيلي او سلامونه تاسوته وړاندي کوم 
بنده غرض کوي !
دغه اېټالوۍ يايونانۍ او نن چه غربۍ ډېموکراسي نوميږي ، يو داده چه 
دا د کاغد پر مخ چه ليکلې ده ، د معاشرت اصول هيڅ وخت داسي نه تطبق
کيږي ، لکه د کيميا ليکلې فورمولا ٠ 

لکه  د مادې سره چه timeلمغوټی او تړلی  دي ، د انسانانو د فکر سره سياست
 لمغوټی او تړلی دي  ، پر انسان يا ټولنه هغه وخت اجتماعي فورملاوي تطبق 
کېدای سي ، چه دټولنې خلګ سياسي امادګي او تحمول ئې ولري 

زموږ و ټولني ته درې څلور سوه کاله ويل شوي وه چه پاچا ظل الله  دی 
او په مساجدو کښي خطبه پر پاچا ويل کېدل ، يعني په د جمعې په خطبه 
کښي و ملت ته دا لازمي ور پېږندل سوي وه  چه په خطبه کښي بايد او ضرور 
د پاچا نوم يادسي ، کوم وخت چه داود خان جمهوري يا د جمهوريت ژغ 
واوريدل شو ، د جمعې ولمانځه ته خلک په فکر کي غرق سوه ، چه د جمعې 
لمونځ وکړو که يا ؟؟؟ ملت د جمهور رئيس ته هم سياسي امادګي نه درلوده 
هو په سل کښي لس نفره اماده وه ، خو دغو لس في صدو بيا بل ډول مشکل 
درلود ..........

[quote:983abb0157]آیا ملي شورا د حکومت فعالیت څارلی او وزیران یې استیْضاح کولی شول؟ [/quote:983abb0157]
هو ! دغه د نن ورځي په شکل نه اِسْتعْلام  کېدل 
اما چون چه حکومت تر ډېره حده ملي وو ، تر دې لمخه چه يو سياسي اقدام 
به کېدلی ، لمړي د ملي مخورو سره ليدني او کتني کېدلې ، مخور پښتانه ،
ازبکو ، تاجکو ٠٠٠٠٠٠ نبض کتل کېدۍ بيا اقدام کېدلی 
دغه سبب و ، چه په ملک کښي کوم حرج اومرج نه ليدل کېدی 
د حکومت تکيه تر ډېر حده پر اطرافي (suburbs )مشرانو وه 
دالمان ، او امريکا کښي هم دا ډول ده ، يعني د حکومت تکيه اصلا پر ښاري 
خلکو نه ده ، بلکي تکيه ئې د suburbs پر خلکو ده 

ديوملک سياست اجرأت چه تر سره کيږي ، په غرب کښي هم د suburbs
له مخورويعني سرمايدارو ، او سياسي مخورو سره بحث پر کيږي 
بيا خبره په شورا کښي راووځي ميدان ته 

 د خپل فاملي دوستانو له خولي درته ويلی سم کله چه داود خان کودتا کوله 
لائې هم له ولسي مخورو سره سلا او ګرويږني کړي وې ، د هغو له جملې څه 
يو پښتون مشر  مرحوم خان محمد ايوب خان اڅکزي و ، او د هغه نبض ئې 
هم کتلی وو ، دا چه څه جواب ئې تر لاسه کړې ، هغه نو بيا پښتنۍ او د کور...

دغه سببونه دي چه امن وي ، ولي چه ملي سياست مدار خپل ملت لمړي 
اماده او راضي کړي ، بيا نو سياسي اقدامات کوي او هره ورځ  يو يو 
قدم مخ په وړاندي ځي ، تر څوپه ملت کښي  ولسواکي کلچر ريښې ونيسي 

دغه د نن ورځي د غرب ډېموکراسي هم ډېري بدي مرحلې لېدلي ، سرونه 
ئې خاوري کړي ويني ئې بهولي ، مندي کونډي کړي ، او بوري کړي 

مړي ، کونډي ، بوري د حق لپاره کومه سخته خبره نده ، او په مقابل کښي 
که يوه مور بوره سي پر غيرحق ډېره درنه او نه زغمنکې فاجعه ،مصيبت دی 

نن د کرزي حکومت يو ولسواک ( دموکراتیک ) نظام دي ، هم کاغذونو پر مخ 
او هم يو څه په عمل کښي ، چون چه دملت دsuburbs  مشران او مخورپه تياره کښي پراته ، وينو چه امن نسته ، او په مقابل کښي 
د طالبانو قومندانان د suburbs له مخورو سره هره ورځ پر يوه دسترخوان ناست
دي ، او د هغو نبضونه ګوري او اماده کوي ئې ، او کرزی او دار او دسته 
ئې د لوي ګواښ سره مخ کړي 

د ولسواکۍ لپاره اول شرط امن دی ، که امن نه وي ،د ولسواکۍ 
د مرګ سوګلۍ  وي ، امن له suburbs څخه راشروع کيږي ، ولي چه اصل 
ملت په suburbs کښي اوسيږي ، د ښار خلک به يوه الي تر لس ورځو 
پورته کښته و غورځي ، يولسمه ورځ مجبوره دی چه کښېني ، مجبوره دي 
د ډوډۍ په پېدا کولو ، د suburbs خلک يوازي وجکالي د مشکل سره 
مخ کولی سي ، حکومت هيڅ زور نه سي پر راوستلی ، بېله خدايه 

هر ولس واک حکومت مجبوره دی چه د suburbs مخورو سره د تفاهم 
له لاري اجرات وکړي ، نو بيا د کاغذ ليکلې ولسواکي په سل کاله کي 
ميدان ته راوځي او د ولسواکي د وني ريښي به تر تني ډيري قوي وي  

دين هم خلک د سوټي په زور نه مني ، هو ! کله چه په زور سره سي 
نو يوازي د ژبي پر سر وي ، ايمان تر حلق نه وي ورکښته کيږي 
 په درنښت 


Ghairat
18.01.2009

قدرمن سافي صیب او درنو لوستونکو ته سلامونه اونېکې هیلې !
[quote:c63250a832="Sapand Safi"]
دداودخان په زمانه کی هغه دموکراسي چه دشاهي رژيم په روستۍ لسيزه کی 
برقراره وه ....موجوده نه وه ... انتخابات،ازاد اخبارونه او نور دموکرتيک بنسټونه مروج نه ول٠[/quote:c63250a832] همدومره منښته مو ٍبسا نده بولم چې دموکراسي نه وه۰
او دا مو هم سم حقیقت په ګوته کړی چې [color=white:c63250a832]دافغانستان په معاصر تاريخ کی،تر اعليحضرت غازي امان الله خان راروسته داود خان تر ټولو ستر ملي اووطنپرست شخصيت وه٠[/color:c63250a832]
[color=red:c63250a832]له دې دواړوڅخه دا نتیجه اخلو چې دداود رژیم ملي و خو ولسواک نه و![/color:c63250a832]
[quote:c63250a832]داچه ګواکې دداود خان کودتا دروس (پخواني شوروي اتحاد)سره په تفاهم کی
تر سره شوی او ياهم "کمونستان" دده سره په کودتا کی شامل ول،تر اوسه ثابت
شوي ندی او ټول احتمالي نظريات او قياسونه دي٠[/quote:c63250a832]
د داود خان سیاست ځیړنه باید دڅوتنو یا ډلکۍ په څرنګوالي پورې ونه تړو، بلکې د ستر او پراخه سیاسي اومنطقوي اړوند ونواړو پیوندونو په تړاو وڅېړل شي او د شوروي اغیز په داود خان له پامه ونه غورځول شي .
البته د شوروي پلویان په سیاسي ګوندي کچه ښکاره وو، چې پرچمیان اوخلقیانوو، خو استخباراتي او پوځي کچه بیا نو ډیر کسان وو چې په شوروي کې تربیه شوي او د ظابطانو اونورو ټيټورتبو په پوځ کې مقرریدل ۰ حسن شرق له ګوندونو او پوځ څخه بهرد شوروي تر ټولو ستر ایجنټ په توګه دداود کودتا په سازماندهي کې لوی لاس درلود او بیا د داود مرستیال پاتې شو! او سپینه کودتا د شوروي د پوځي مشاورینو له مرستې او سازمادهي پرته ناممکنه وه!
دغه راز دشوروي بیدریغه ملاتړ له یوې خوا او شوروي پلوه چپیانو لوړ پوړي مقامونه دداود خان په حکومت کې له بلې خوا هم دداود اړاوتړاو د مسکو سره
په ډاګه کړی و ۰ دابیله خبره ده چې داودصرف دومره ملي و چې د مسکو دیکته یې نو نه شوه منلای او په همدې د خلق او پرچم غوندې د مسکو د ځنځیري داړونکو
له خوا وېوړل شو، ولې په ایدیالوزیکي تړاو داود له پخوانه یوه دیکتاتوري
سیاسي چپه ستالینستي اند توګه خپله کړې وه! مسکوته دده وفاداري ددې سبب شوه چې د شوروي تېري ته یې مخه خلاصه کړه، که نوموړی مسکوپلوه چپی نه وای نه به کمونستانو چپه کولای شواونه به نوموړي پخپله د پرچم په رامنځته کولو وده او پراختیا ورکولوکې دومره ستر رول لولوبی وای ۰ لنډه داچې داود خان د یوه
شوروي پلوه چپ ناسیونالیست په توګه هم تبارز کړی ، هم د شوروي په مرسته
د کودتا له لارې جمهوریت ته رسیدلی او هم یې بالاخره د شورویانوله خوا د همدغه ناسیونالستي اړخ له کبله خپل سرخوړلی او نوروناورینونوته یې لار پرانیستې ده!
[color=yellow:c63250a832]هو داود یو قدرتطلبه ، خودخواه شهرت غوښتونکی او لنډ فکره ملي سیاستوال وچې ملت ګرايي یې هم ددومره خطرناکو نیمګړتیاو سره په اړینه توګه په ځان تباهۍ اوملي غمیزو انجامیدله![/color:c63250a832]
]


ډاکتر څپاند
18.01.2009

محترم غیرت صيب بيا هم سلامونه !

تاسو ليکلی دي:
[quote:b933acf80a] لنډه داچې داود خان د یوه
شوروي پلوه چپ ناسیونالیست په توګه هم تبارز کړی ، هم د شوروي په مرسته
د کودتا له لارې جمهوریت ته رسیدلی او هم یې بالاخره د شورویانوله خوا د همدغه ناسیونالستي اړخ له کبله خپل سرخوړلی او نوروناورینونوته یې لار پرانیستې ده! [/quote:b933acf80a]

دا د داود خان دويمه کودتا وه :!:
په لمړي ځل،داودخان دخپل تره ،شامحمودخان نه دصدارت چوکې په وچ زور
تر لاسه کړه٠
کله چه لا شاه محمود خان د صدراعظم په توګه دنده درلوده،نوموړی د امريکې
نه دافغان پوځ دمدرن کولو او پوځي مرستو غوښتنه وکړه٠امريکی خپلو پوځی
کومکونو ته دوه شرطونه وضع کړل :دپاکستان سره دتاوتريخ والی ختم(يعنی د
دډیورنډ خط په رسميت پيژندل) او دبغداد په نظامی پيمان کی شموليت :!:
نتيجه داشوه چه شاه محمود خان دپخواني شوروي اتحاد سره دنظامي همکاری
قرارداد په ليکه کړی٠
کله چه داود خان د صدارت مقام تر لاسه کړ،نوموړی دپښتونستان مسلی ته خورا ډیره توجه وکړه٠نتيجه دا شوه چه دپاکستان سره دښمني زياته شوه او روسانو
چه په هغه وخت کی د پياوړی اقتصاد لرونکی ول،دداود دحکومت سره پوځی
اواقتصادی مرستی وکړی٠
  
داود خان د26/4/1352 کودتا لپاره نه يواځی چه بهرنی مرستی ته محتاج نه وه
بلکه هغه دداخلی قوتونو کمک ته هم ضرورت ندرلود٠دليل داچه،نومړی ددربار
بااعتباره غړی،داردو يو ستر ،بانفوذه افسر او دخاصی اوتوريتی څښتن وه٠

مګر کله چه داودخان جمهوری حکومت اعلان کړ،پدی عقيده وو چه اوس به
دشوروی اتحاد لخوا کومکونه اومرستی او مرستی راچالانی شي٠په همدی
خاطر ئی هم "کمونستانو "ته په داخل کی ډير امتيازات ورکړل٠مګر متاسفانه
چه داودخان پدی خبر نه وه چه دشوروي اقتصاد درکود اوسقوط په حال کی
دی،او نور ددی توان نلری چه مفت سالنګ اومجانی ډرونټه جوړه کړي :!:  

دثور کودتا،تر کومه ځايه چه روښانه شوی ده هم،يوازی دحفيظ الله امين شخصی عمل وه چه نه ترکی،نه کارمل او نه روسان پری خبر ول٠

زما نتيجه ګیري داده چه په روسته پاته ټولنو کی،اکثر شيان دپلان له مخی نه
بلکه دتصادف اوتوطيو پر بنياد سرته رسي٠
دداود خان پشان صادق،ملي او وطنپال شخصيتونه دحوادثو قرباني ګرزی٠ 


Ghairat
19.01.2009

سافي صیب ته سلامونه اونیکې هیلې!
له بشپړونکې لیکنې څخه مو مننه! یوڅه به یې زه هم دبشپړاوي په هیله وغزوم :
داود خان یونجیب او پاک انده مشر و او ملي ګټې ورته له هرڅه لوړې وې!
که چپ و، که دیکتاتور اوکه د شوروي سره یې دوستي اونورې تیروتنې وې ټول دخپل ملت له غمه او مینې وې!
خواندیزه او تنقیدي نظر یې تر جذ‌باتو غښتلی نه و او ددوستۍپه جامه کې د دوښمن په مکرونو هم غولېده ۰ دده اېدیال او روزونکی خپل تره هاشم خان و چې هر څه یې په خپل سر تر سره کول او په عملي توګه پادشاه اصلأ همدئ و۰
کله چې دتود ستالین د جنازې مراسموته په خپل تصمیم لاړ،تر راستنیدو وروسته یې د صدارت د نیولو آوازه خپره او بیا یې دغه مقام ستا خبره په وچ زور ونیو۰ دلیل یې هم دا وړاندې کړی و چې په قدرت کې د خپل پلارد برخې د لاسته راوړلو مستحق اواخیستونکې دی، داچې پاد شاهي نا لایقه ظا هر ته په ناحقه ورکړل شوې نو صدارت خو زما حق حق دی !
 د شوروي سره يې مناسبات ښه و، دپښتونستان په سر يې ورسره نور هم اړيکې دوستانه شوې ٠
دوهمې کودتا ته په کمين کې ناست و، کله چې شورويانو خپلې امپریالستي سياسي ګټې په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ وليدې نو په داود خان يې ګوتې ووهلې او د ملاتړ وعدې يې ورکړې وې ، په پوځ  د شوروي د مشاورينو مسلط کنترول د هرې کودتا بری تضميناوه ٠ په کابينه کې  يې د شوروي د ايجنټانو پرچمي وزيرانو موجوديت د شوروي د پيشقدمۍ سبب شو، نوداود بيا وخت له لاسه ورکړی و او يو کال مخکې شوروي خلق او پرچم  [color=white:3420728d03]د يوې کودتا له پاره [/color:3420728d03]سره متحد کړل٠ داچې همدغه هدف ته امين په خپل سر او د شوروي او پرچم له اعتماد پرته کار کاوه ، څو خپله واکمني پر شوروي  او ګوند تحميل کړي دا بيله خبره  او د  امين  دخپل ماهرانه  ملي ولنتاريزم  بريالۍ نتيجه وه ٠ هو ، امين د داود ناسيوناليزم ته ډير درناوی درلود خو له هغه درناوي نه چې خپل ناسيوناليزم ته يې  لاره طبعأ کم و٠، په تيره بيا له
پرچم سره د داود نږدې اړيکو امین  اخلالاوه
[quote:3420728d03]دثور کودتا،تر کومه ځايه چه روښانه شوی ده هم،يوازی دحفيظ الله امين شخصی عمل وه چه نه ترکی،نه کارمل او نه روسان پری خبر ول٠ [/quote:3420728d03].
ددې شخصي عمل شتراتیزیکی اصول امین د ځان له پاره له ګوند څخه اوګوند د
ځان له پاره له شوروي څخه یوکال مخکې د کودتا له پآره د خلق او پرچم د خاینانه او ضد ملي وحدت کولو په وخت کې تر لاسه کړي وو په دې فکر چې د شوروي د لاس وهنې او پرچم د واک لرنی مخه ونیسي، د ګوند پوځي تشکیل یې پر[مته له وحدت سره سره نه ورکاوه، دغه تشکیل د شوروي له مشاورینو هم پټ ساتل کیده او آن تره کي ته یې هم په لاس کې نه ورکاوه۰
خو تره کې د ځان (اوګوند) دساتنې له پاره امین ته دا اجازه ورکړې وه چې په خلق باندې د برید په صورت کې له پوځي ځواک څخه هم کار اخیستلی شي۰
نوامین وکولای شول د هغو شرایطو په اساس چې شوروي، پرچم او تره کي پخپله ټاکلي اومنلي وو، د خپلې کودتا بری په دغو ټولوتحميل کړي او په سیاسي ډګر کې هم یکه تاز پاتې شي،ځکه خو رره یکه تازي د زیلتوخت له پآره یوۀ اړخ ته هم د زغملو وړ نه وه،نه شوروي،نه پرچم اونه هم تره کي ته اوځکه خو بیا همدې دریواړو په ګډه د امین د وژلو دسیسه هم په مسکوکې په ګډه راجوړه کړه او تره کي محصلیتونه په وینا کې په ډاګه وویل [color=red:3420728d03]زمونږ په ګوند سرطان مسلط دی او عملیاتول غواړي![/color:3420728d03] په دې عملیاتوکې چې د شوروي د سفیر پوزانوف اوترکي په ګډه رهبري کول تړون لاړ اوامین بچ او د شوروي دغاړې غور
یا د پوزې پیزوان شوچې بالاخره یې پر افغانستان د پوځي تیري په ترڅ کې له منځه وېوړ!

  


Ghairat
21.01.2009

محترم استاد مولینا حلیمي صاحب السلام علیکمو رحت الله وبرکاته !
ډیره ښه تبصره مو لورولې ده، اصلأ همداسې ده چې
[quote:8f844f5c0c]د حکومت تکيه تر ډېر حده پر اطرافي (suburbs )مشرانو وه [/quote:8f844f5c0c]
په ولسواکۍ کۍ هم همدغه مشران پخپله داو یا ددوی له خوا نور کسان کاندیدیږي او له دې لارې ددوی اندکئسي (نظرونه) د کاندیدانو له لاری ډګر ته راوځي ۰
په افغانستان کې هم د دموکراسۍپه لسیزه کې هیڅوک په ټاکنوکې کامیاب نشو چې دولسمشران یې له نظریو سره موافق نه وو۰ د تره کي کمونستي نظريې چا په یوڅو رایوهم وا نه خیستلې، کله چې په خپله ولسوالۍ کې کاندید شوله ځلاندې ماتې سره مخامخ شو ۰ علت یې همداوچې په اطرافوکې دغونظر یو یو ولسي مشر هم نشو جلبولی ۰
نوولسواکي هم د ولسي مشرانو اندکئس او هم د دغو اندکسو پلوي په ولس کې انځوروي، داچې ولسي مشران هم ټول په یوه نظر نه وي، نود ولس په انظر د ځینو د ځینو نظريې ډیر اود ځینو بیا لږ پلویان لري، له دې کبله عام انتخاباتو کې هغه نظریې بري ته رسیږي چې ډیر پلویانولري۰
نوپه حقیقت کې د همدغو (suburbs )مشرانو نظریې دي چې پهولس کې ځای اووزن لري اد خپل وزن له مخې هغه کاندید بري ته رسوي چې اړونده نظريې یې ډیر وزن ولري۰
‍‍‍له دې کبله له انتخاباتو پرته د امن راوستل د یوه دیکتاتور په نامه تمامیږي او نورې نظريې بیا له نوې کودتا وروسته د بل ديکتاتور په نامه تمامیږي حال داچې د د مشرانو د نظریوبدلون باید نه دیکتاتور ته اونه د هغه د راپرځولو له لارې بل دیکتاتور ته اړتیا ولري، بلکې د عامو انتخاباتو له لارې په سوله ایز ډول د قدرت بدلون رامنځته شي او دې ته وايي دموکراسي!
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more