د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه


ع کريم حليمي
13.02.2004

ګرانو خوږو وړنو اوخوندو سلام !
عتيق او قدرمنه وروره فکر کوم ٠ محترم پاڅونوال صيب موږ پر لولارپريښودلو خدای دي نکړی چه کومه ليکنه
ئی پر خوا بده نوي لګيدلی ولی چه دمحترم پاڅونوال صيب بحث پوره اکاډوميک دی ٠ او ما دغسی ورسره ونساتی ٠ او بل سوال دغه وو د اوله سره (اوس نو پوښتنه داده ، هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي )
اويا ممکن سوال حل سوی وي ٠ ماخو په خپله ليکنه داخبره دغه ته ودرول چه د انسان بل نوم (فکر) دی
د پاڅونوال صيب سره هم موافق يم چه انسان حيوان ناطق ندی ٠ ولی چه دامنطق ډير زاړه دی ٠ ولی چه طوطی
د ٣ کالو د هلک بوکابلری (vocabulary ) لری ٠ او بل داوايم چه منطق هم داسی زړيږی لکه بل هر شی چه زړيږي
نويی زمانه نوي منطق غواړی او نوی ميتود٠ عتيق جانه ستاسو ددغی جملئ سره هم نيم موافق (چه دانسان بل نوم تاريخ دی ) تقربأ دا د ږوند تعريف دی ٠ اما د ږوند صحيح تعريف داسی کيږی ٠ ژوند عبارت دخاتيرو مجموعه
ده که څوک خاتيری ونه لری هغه ږوندنلری فزيکی ږوندی دی اما ديته خالی ږوند ويل کيږی ٠ (لويه خلا لری په ژوندکی) فکر مو وي مذهبی تعريف ئی بل قسم دی ٠
او ستاسو په خپله ليکنه کی د استدلال شکل تر ډيری اندازی خيخی صحيح دی عتيق جانه وروره ٠
اوس تاسوکه غواړی سترګی درته پر ﻻری ٠ وسلام
حليمي



اوس نو پوښتنه داده ، هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي


نقاد
14.02.2004

لومړی محترم استاد حليمې صيب او منلي عتيق صيب او ټولو درنو لوستونو ته سلامونه او بيا خپله تبصره وړاندې کوم :
١ ـ
[quote:56b78f5b5c]د پاڅونوال صيب سره هم موافق يم چه انسان حيوان ناطق ندی ٠ ولی چه دامنطق ډير زاړه دی ٠ ولی چه طوطی
د ٣ کالو د هلک بوکابلری (vocabulary ) لری ٠[/quote:56b78f5b5c]
دا هم سمه ده چې نطق او خبري معنی لري او ديوه فکر او شعور ، تصور او مفاهيمو لړۍ بيانوي ، حال داچې طوطي هسې په ميخانيک شکل څه زده کړي وي چې د ويل شويو کلماتو په معنی يا ورسره تړلو تصوراتو نه وي خبر . د نسان ژبه د شعور فزيکي يا مادي شوي شکل او بيان ته وايي اويو فزيکي صوتي سيستم هم دی . طوطي يې معنوي يا شعوري اړخ نلري نو ژبه او خبرې هم نه لري ، صرف لکه ثبت شوې فيته چالانيږي . داچې شعور او پدې وسيله دهغه مادي شوی شکل يعنې ژبه هم داجتماعي ژوند محصول اونتيجه ده، زه به په دې اړه اوس يوه کيسه ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم ، هيلمن يم محترم استاد حليمي صيب ستاسو هم خوښه شي :

وايي چې په پخواني هند کې يو ډير هوښيار باچاو چې اکبر با چا نوميده . دغه مغلي با چا سره دې چې پخپله مغل و، او د يو غير اسلامي هيوا د، هندوستان ،چې اکثريت يې هندي مذهبه و، پخپله يومسلمان بچاو، ده به په خپل دربار کې شاعرانو ، اديبانو ، ديني عالمانو او فيلسوفانو هم ځای درلود او پخپله يې هم د اسلامي فلسفې سره ډيره مينه لرله . يوه ورځ يې امر وکړ چې دوه نوې زېږيدلي ماشومان له ميندو څخه بيل او د يوه ځنګل په داسې ځای کې يې پريږدئ چې ادمزاد نه و ويني او نه د ادمزاد غږ واوري . دوی دواړه يو بل هم نه ليدل ، البته ځنګل په امنيتي برخه کې پروت و، دوه ښځې داسې ورته ټاکل شوې وې چې په پټ مخ به يې د خوړلو لوښي ورته راوړل او يوه کلمه خبره به يې ورسره نه کوله . ، په دې ډول دولس کاله تير شول ، نو با چا امر وکړ چې دواړه ١٢ کلن ځلميان حاضر کړل شي ، ډير خلک يې سيل ته رابللي وو، کله چې ځوانان راوستل شول ، د انسان هيڅ يوه نښه نښانه په کې نه وه ، د انسان شعور يې نه درلود او حتی د پوهاوي له پاره يې هم کوم صوتي يا اشاره يي سيستم هم په ذهن کې نه درلود . هر څه يې د ځنګلي حيواناتو په څير وو او بس !
نتيجه : اکبر با چا خلکو ته واړاوه اووې ويل : اس مو په خپلو سترګو وليدل چې انسان صرف او صرف يو اجتماعي موجود دی ، که د ټولنې سره مطلقأ هيڅ اړيکه ونه لري ، د مطلق وحشي حيوان په توګه به را لوی شي لکه دغه دوه تنکي ځوانان چې ان په وﻻړه تګ يې هم نه دی زده .
٢ـ
[quote:56b78f5b5c]غواړم چي يوازي دا ټکی ياد کړم چي هر(( کل )) د اجزاو څخه جوړ دۍ . په دي ماناچي اول بايد جز موجود وي څو د ((کل )) د منځ ته راتللو زمينه برابره سي . که دا خبره زما سره ومنل سي بيانو دا منل اسانه دي چي ټولنه کل او افراد يې اجزاوي دي . لومړۍ فرد او بيا ټولنه . [/quote:56b78f5b5c]

په ژوندي ارګانيزم او ژوندي موجداتوهر جز د کل يو استازی يا Exemplar دی . يعنې د کليت حامل دی، او يواځې د همدې شرط پر اساس د هغه کل پورې تړلی بريښي ، دا ﻻ د بدن په هره حجره کې هم دغه قانون دی چې د ټول بدن دهر غړي اساسات پکې نښتي دي او د DNA له تحليل او تجزيې څخه يې د بدن ټول کليت معلوميږي . خو په هر صورت تاسو ليکلي :[quote:56b78f5b5c]
د فرداو ټولني تقدم او تاخر : دي بحث په اړوند غواړم لږ د تاريخ او لرغونپوهني پاڼو ته لاس ور اوږد کړم . تر هغه ځايه چي لرغونپوهانو څرګنده کړې داښيې چي انسان د ودي او تکامل پړاونه په لرغونو زمانو کي په ورو خو پرله پسي طۍ کړيدي . افريکن تروپ او دهغه ډولونه ( ليمور . استرالاپيتيکوس افريکانوس، هوموهابليس او نور ) سينانتروپ او دهغه ډ ولونه ( د جاوا انسان ، چيني انسان اونور ) او نياندرتال ، دا د انسان هغه پيژندل سوي لرغوني تيپونه دي چي اوس اوس په علمي مرکزونو او د نړۍ په پوهنتونو کي د نافذي طرحي په توګه مطرح دي. په دي ترتيب زه بيرته خپل مطلب ته راځم چي د بشر او انسان تر ټولو پخواني شواهد او اثار چي د لرغونپوهانو په وسيله پيداسويدي لږ ترلږه دري مليونه کاله پخوا زمانې په بر کي نيسي په دي جمله کي هغه اثار چي ځانځاني بريښي زيات لرغوني دي نسبت هغو اثارو ته چي لرغونپوهان يې په انساني ټولنو پوري اړوند ګڼي .
هغه اثار او علايم چي د انسان انفرادي ژوند ثابته وي ډير لرغوني دي نسبت هغو اثارو ته چي د کورنۍ او يا ټولني د شتون ثبوت پکښي سته .د همدي ادعا پر بنسټ ويل کيږي چي لرغونو انسانانو پخوا تر دې چي کورنۍ جوړه کړي په ځانځاني توګه يې د ژوندانه ستړۍ کاروان تعقيب کړۍ دۍ . په دي ترتيب کورني د انسان د اوږد ژوند په يوه زماني مقطع کي په پوهيدلی ( اګاهانه ) عزم منځ ته راغلې ده [/quote:56b78f5b5c]

دا ټول داسې مثال لري چې سړی د اسلام په هکله يو ساعت سمې اسلامې خبرې وکړي او اخر کې بيا په يوه جمله کې د ( ن) ورزيات کړي ، او همغه يو توري کافر له دنيا تيرشي ، که دا اخره جمله داوي چې الله تعالی شته او ايمان پرې لرو . که څوک دلته شته ، نعوذ بالله ، په ( نشته) بدل کړي ، نو کافر کيږي .

دلته هم د لر غونو اثارو اوهم د ورو ستيو اثارو څخه د ټولنيز ژوند ثبوت تاسو پخپله وړاندې کړې ، خو ډير لرغوني اثار مو له خپله انده د يوه ځانګړي ژوند پورې چې هيڅ وخت موجود نه و ، تړلی دی ، نه پو هيږم ولی ؟
مثلأ په ې جمه کې سره برخه:
((د لرغونپوهانو په وسيله پيداسويدي لږ ترلږه دري مليونه کاله پخوا زمانې په بر کي نيسي په دي جمله کي [color=red:56b78f5b5c]هغه اثار چي ځانځاني بريښي[/color:56b78f5b5c] زيات لرغوني دي.)) ستاسو خپله انګيرنه ده او د اجتماعي ژوند شته والی په نشتوالي اړوي . ځکه ډېر لرغوني اثار هم د ځانځانۍ د ژوند اثار نه دي ، تاسوته پر کوم بنسټ ځانځاني بريښي؟ البته اثر تل ديو حيوان موندل کيږي ، د اوسني اوسل کاله مخکيني مړو اثار هم د يو يو انسان جامنې ، سر يا نور اثار موندل کيږي، خو دا معنی نه لري چې څوک په خپل قبر يا کومه کنده کې ځانله وموندل شي نو د هغه به ژوند هم ځانله له ټولنې څخه بيل تير شوی وي . تاسو بيا زياتوئ چې د ځانځانۍ موندل شوي آثار ډير لرغوني دي (( نسبت هغو اثارو ته چي لرغونپوهان يې په انساني ټولنو پوري اړوند ګڼي )). يو بل ځای همدغه تيروتنه بيا تکراروئ اوليکئ : (( هغه اثار او علايم چي د انسان انفرادي ژوند ثابته وي ډير لرغوني دي نسبت هغو اثارو ته چي د کورنۍ او يا ټولني د شتون ثبوت پکښي سته )) . که دا ستاسو شخصي اند دود او انګيرنه نه اوسي ، څيړونکی ليکوال يې ولې د ليکلي اثر سره نه معرفي کوئ ؟ او بيا هم يو نامعلو م (( ويل کيږي )) زياتوئ او ليکئ : (( د همدي ادعا پر بنسټ ويل کيږي چي لرغونو انسانانو پخوا تر دې چي کورنۍ جوړه کړي په ځانځاني توګه يې د ژوندانه ستړۍ کاروان تعقيب کړۍ دۍ )) . دا پوهان او دغسې مطلب ؟ ددې اقتباسي شکل او مأخذ که ونه ښودل شي ، ګمراه کوونکې ده ، او پخپله يې بيا بايد ړنګه کړئ . تر هغې يې بايد هيڅ لوستونکی ونه مني . زما مشوره داده چې ترهغې يو رغنده شک او ترديد پرې خپله هم ولرئ، څو بشپړ حقيقت
درته ثابت شي . بيا يې نو نتيجه داسې رالنډوئ :
[color=red:56b78f5b5c](( په دي ترتيب کورنۍ د انسان د اوږد ژوند په يوه زماني مقطع کي په پوهيدلی ( اګاهانه ) عزم منځ ته راغلې ده )) [/color:56b78f5b5c]
دا خو بالکل يوه مذ هبي ډوله جمله بريښي ، لکه يو روحني يې چې خپلو پيروانو ته په راسخه عقيده کوي او د هغوی عقيده هم پاکه صافه او بې اﻻيشه وي او آمين ورته وايي ، او يا خو چا د ژانژاک روسو دکتاب (( د ټولنې تون)) څخه د يوې مهمې جملې پېښې کړې وي او دلته يې راکاپي کړې وي . چې ګنې ټولنه هم د آزادو عاقلو افرادو تر منځ د يوه تړون پر بنسټ منځته راغلې ، نوبايد چې لومړۍ کورنۍ هم دغسې د عتيق صيب په وينا
(( ... په يوه [color=brown:56b78f5b5c]زماني مقطع ( ؟؟)[/color:56b78f5b5c]کي [color=blue:56b78f5b5c]په پوهيدلی ( اګاهانه ) عزم منځ ته راغلې ده [/color:56b78f5b5c])) ، حال دا چې د روسو ليکنه صرف يوه فرضيه او ماډل دی ، نه څيړنيز ه علمي نتيجه يا علمي تيوري .
هو که مطلب داوي چې انساني اجتماعيت له حيواني اجتماع څخه فرق لري، نو دا سمه ده ، ولې ددې فرق له پاره ضرورې نه ده چې له يوې خوا له حيواني ټولنې څخه انساني ټولنې ته د ګذار او انتقال خبرې کيږي ، د بلې خوا په دغه ګذار کې د فردي ژوند پيوند له ځانه ور وګنډل شي ، بي له دې چې دې پيوند ګنډلو ته کومه اړتيا محسوسه وي . ډله ييز حيوانات دلته ولې او څنګه لومړی فرديت ته اړ کيږي ؟ فکر کوئ څو په دې توګه انسان شي ؟؟ آ يا دلته هم دغه ډله (( په په پوهيدلي او اګاهانه عزم )) او تړون د فرديت فيصله کوي، که نه کوم ضرورت دې ته اړ ويستلي وو ، څو اول انساني افراد شي ؟؟ او هغو بيا ولې بيرته اجتماعيت ته پناه وړي او په اصطلاح
د ټولنې اساس يعنې کورنۍ جوړوي .؟ ساسو جواب معلوم شوی ، چې دا اول يو جنسي او شهواني ضرورت و، او بل نور يې يواځې ژوند ته دوام نو ورکولی ،نو ځکه يې د ټولو افرالبشر سر تاسري شورا يا لويه جرګه راوغوښتله
او له طبعأ اوږدړ سلا مشورو څخه وروسته په پوهيدلي او اګاهانه دې عزم او فيصلې ته سره ورسيدل چې ټولنه، او د ټولنې په هدف کورنۍ جوړو او ددې له پاره ټولو ښځو او نرانو افرادو په ودونو پيل وکړ . نو سوال دادی که دا لويه جرګه ناکامه شوی وای او يا دغسې يوه فيصله يې نه وای کړې نو بشر به پايښت نه وای موندلی . چې دادومره لوی فکر به تر ټولو نه کوم نابغه فرد کړي وي ؟؟؟ دا که حقيقت ولري نودا خو د لرغون پيژندنې له مخې سم دم د بابا دم (ع) ثبوت دی .
خو ، نه ، د يته وايي ميتافزيکي منطق ، نه ديالکتيکي او نه صوري منطق . خو که له دې دومره وړې تيروتنې څخه چې اصلأ په يادولو هم نه ارزي ،تير شو، نور مې ستاسو ليکنې ډېرې خوښې شوي ،د علمي څيړنو نتيجو ته يې نغوته کړې ده ، او لوړ علمي ارزښت لري ، او زيار مو د قدر وړ بولم ، خدای مو قلم ازاد او ځلانده لره . په مينه درنښت او خوږو سلامونو .


هوښياري خبري

(( ښه ))
16.02.2004

ګرانو ورڼو پا څونوال صاحيب ، حليمي صاحيب او نورو ټولو لوستونکو ته د درناوي سره يوځای سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم .ژوند مو د بريو ډک وه اوسه .
پا څونوال صاحيب خو د (( اګاهانه )) کليمي څخه ډيره ښه ټوکه جوړه کړي ده ؛ چي ګويا زما مطلب د اګاهانه کليمي څخه د (( شوراي حل او عقد )) دايرول وه ؛ ههههههههه.
ګرانو ورڼو او درنو لوستونکو ته يوځل بيا را په زړه کوم هغه چي ما ليکلي دي . لرغونۍ انسان پخوا تردي چي ټولنيز ژوند پيل کړي په ځانځاني توګه يې ژوند کړۍ او بيا د اوږد زماني وا ټن ورسته يې د ټولنيز ژوندانه لوري ته مخه کړيده . او بله خبره هم د کورنۍ ده چي ماليکلي دي ؛ کورنۍ د ټولنيز ژوندانه د ودي په يوه ټاکلي دوره کي منځ ته راغلی ده ؛
رښتيا خبره داده چي که ما د ګران ورور حليمي صاحيب خبره له اوله عملي کړی وای نو اوس به مي خبره حل او عقد يا عقد او حل شورا (( د تړلو پرانستلو شورا )) ته نه رسيدای . او هغه داچي موږ بايد لومړۍ په مفاهيمو موافقه کړی وای او يا مو د مفاهيمو تعريف په خپل منځ کي په ډاګه کړي وای ، بيا به نو دا ستونزه نه وای او که واي هم نو به پوهبداي چي څوک د نړۍ ليد په کوم اړخ کي ولاړ دۍ او نړۍ له کومه اړخه ويني .
په هر تقدير تعريفونه به په راتلونکي بحث کي وکړو خو اوس د خپلي وينا يا ليکني لږ وضاحت کوم (( وروڼه يې داسي ونه ګڼي چي ګويا د ملا نصرالدين وينا ده هغه چي يو ځل وويل سوه بيا نه بدليږي ))
په طبعي علومو کي د نسبيت تيورۍ طرح کول يوازي طبعي علومو ته مرسته ونه رسول ، بلکي د ټولنيزو علومو او په خاصه توګه فلسفي احکامو او مفاهيمو ته ډيره ګټوره تمامه سوه . ډيره کي ( اکثريت ) فلاسفه (( نسبت ))د هري مادی د حجم ؛ زمان ؛ مکان او فکري ښيرازي ( معنويت ) د مفاهيموسره د پوهيدو لاينفکه جز ګڼي . په دي ترتيب هرڅه نسبي دي ؛ مطلق يوازي د شي د پوهيدو لپاره موقته افاده ده؛ ه د ټولني ازليتوب او ابديت هم مطلق نه سو ګڼلای . ( ټولنه د معمولي تعريف سره ) د دي مسلې د ثبوت لپاره د شواهدو کمبود هم نه سته .
اول منطقي دلايل : که د مالتوس هغه علما منل سوي باور ياد کړو چي د انسانانو د زياتوالي ډول يا شيوه د هندسي تصاعد پر بنسټ ده نو به خبره سپينه سي چي داسي زمانه هم وه چي هلته د انسانانو شميره لږ او د ګروپ په حد کي او تر هغه وړاندي حالات هم د تصور وړ دي .او بله داچي د انالوجي يا دقياس طريقه يوه ډيره کاريدونکي لار ده چي په لرغونو زمانو پوري اړوند بيلابيل علوم لکه پاليو انتروپالوجي ، پاليو زولوجي ، ارکيالوجي او ان ( حتی ) پاليو استرونومي هم کله ناکله د انالوجيکي ميتود څخه ګټه اخلي . اوس به موږ هم د خپلو خبرو د سپيناوي لپاره انالوجي ميتود څخه کارواخلو .
يو شمير اوسنۍ ورسته پاتي سيمي چي لا پکښي د لرغونو زمانو څرک څه ناڅه ليدل کيږي د بيلګو په توګه په نظرکي نيسو او ورته ګورو چي هلته څه روان دي . که د لويس مورګان جالبي څيړني په نظرکي ونيسو نو دا هرڅه ژر روښانه کيداي سي . په هر تقدير يوه بيلګه د يانو مامو او انډيان قبايل چي د فزيکي پلوه يې وده نسبتاد نورو انسانانو سره يو ډول بريښي ، خو د ټولنيز او کلتوري اړخه يې د ودي او پرمختيا حد او اندازه له نورو ټولنو نه ډيره وروسته ده . د يانو مامو په انسانانو کي لاتر اوسه ډله ايز ژوند ( ګروپ ) روان دۍ نه ټولنيز.د دي سره سره چي د فزيکي ودي لرغونتيا يې د نورو انسانانو سره ورته زمانه ګڼل سويده .په داسي حال کي چي نورو انسانانو د ځانځانيز ، دوه ايز ،څوايز، ډله ايز پړاونه شا ته پرايښي اودادۍ اوس په پر مختللي ټولنيز پړاوکي ژوند کوي .
دوهم ارکيالوجيکي شواهد: د لوويس ليکي او ريچارد ليکي هغه څيړني چي د تانزانيا او اوتوپي کي تر سره کړي ،هغوۍ داسي زيات شواهدترلاسه کړي او د هغو توضيح يې کړی ، چي دري مليونه اوسوه زره کاله پخوا په نوموړو سيمو کي ګروپيک ژوند پيل سوي وو،اولويس دوپري په افغانستان کي د ناور دښت څخه تر لاسه سوي اثار د لرغونو انسانانو د ډله ايز ژوندانه بيلګي معرفي کړيدي .او په دي تر تيب نور شواهد .
د ياد سوو مطالبو پايله داسي يادوم چي : انسانانو ځانځانيز ژوند . موقت دوه ايز ژوند ،دوه ايز ژوند ، څوايز ژوند ، ډله ايز ژوند او په پای کي ټولنيز ژوند ته رسيدلی دي . که هغه د مغولي پاچا روايت هم په نظر کي ونيسو بيا هم هغو دواړو انسانانو ژوند کړي وو ، چي وروسته له څو کالونو يې بيا خلکو ته وښودل .په دي مانا چي انسان په ځانځانيزه توګه ژوند کولاي سي خو هغه سهولتونه . امکانات او ښي ګڼي چي انسان يې د ټولني څخه تر لاسه کوي ، په انفراديت او ځانځانۍ کي به د هغو څخه محروم وي او کامل ځانګړيتوب يې د خپل نوغي او نسل د دوام څخه بي برخي کوي .(( او کورنۍ هم د شوراي حل او عقد په نتيجه کي منځ ته راغلې ههههههههه )) او کورنۍ هم د ټولنيز ژوندانه ،(( البته کورنۍ د اوسني تعريف سره )) ،کورنۍ د ټولنيز ژوندانه تر پيل کيدو په زرګونه کاله ورسته منځ ته را غلی ده ، چي په بله ورځ به که خداي کول بحث پر وکړم البته که اړتيا وه .
د قلم کرښي مو څرګندی او اند مو ځلانده اوسه


نقاد
17.02.2004

ټولو درنو لوستونکو، عتيق صيب ، حليمي صيب او د بحث نورو برخه والو خويندو ورونو ته سلام او ښې چارې !!!
عتيق صيب د خپلو پراخو معلوماتو ، ادبي ژبې او مسلک په زور زما په شمول د لوستونکوزړونه په جادوګره اغيزه کې ښکيل کړي دي او بحث يې تر غزوونو پورې غزولی دی . خو اوس چې يې د کورنۍ د رامنځته کيدو تاريخې ريښو د روښانه کولو هوډ کړی، ښايي دغه اړونده پوښتنې ټولې ورسره حل کاندي :
١ـ کورنۍ په اوسني شکل نه، بلکې په لومړني شکل څنګه او ولې رامنځته شوه ، او نني شکل ته ،که مو خوښه وي ، څنګه وده و موندله ؟
٢ـ د کورنۍ له رامنځته کيدو څخه لس ګونو زره کاله دوام کړی او په تاريخ کې د لومړي کمون په امه ياديږي ، ايا هغه انساني ټولنه بولي که نه ، که يې بولي، نو ايا تر هغې مخکې د انسانانو ځانځانيز او بيا کورنيز ژوند ثبوتيدای شي ؟ او که يې نه بولي دليل يې څه دی ؟ هو خبره دا هم نه ده چې د ځانځاني ژوند استثنايي يو نيم مثال وموندل شي ، بلکې د عام ځانځاني ژوندانه او ورسره متصل د کورنۍ تاريخي پړاو وښودل شي .
٣ ـ آيا يو ډله ييز ژوند ته چې د توليد، کار ، کارويش ، دود او دستور او د وينې د ګډون پر بنسټ وﻻړ وي ، لکه کمون اوليه ، ټولنيز ژوند نه ويل کيږي او هغه انساني ټولنه نه ده ؟ په درنښت او نيکو هيلو .


نقاد
17.02.2004

ټولو درنو لوستونکو، عتيق صيب ، حليمي صيب او د بحث نورو برخه والو خويندو ورونو ته سلام او ښې چارې !!!
عتيق صيب د خپلو پراخو معلوماتو ، ادبي ژبې او مسلک په زور زما په شمول د لوستونکوزړونه په جادوګره اغيزه کې ښکيل کړي دي او بحث يې تر غزوونو پورې غزولی دی . خو اوس چې يې د کورنۍ د رامنځته کيدو تاريخې ريښو د روښانه کولو هوډ کړی، ښايي دغه اړونده پوښتنې ټولې ورسره حل کاندي :
١ـ کورنۍ په اوسني شکل نه، بلکې په لومړني شکل ، کوم چې د ادعا له مخې د ځانځانوالو افرادو د ګډ ژوندانه لومړنی تاريخي شکل دی، څنګه او ولې رامنځته شوه ، او نني شکل ته يې ،که مو خوښه وي ، څنګه وده و موندله ؟
٢ـ د کورنۍ له رامنځته کيدو څخه لس ګونو زره کاله دوام کړی او په تاريخ کې د لومړي کمون په امه ياديږي ، ايا هغه انساني ټولنه بولي که نه ، که يې بولي، نو ايا تر هغې مخکې د انسانانو ځانځانيز او بيا کورنيز ژوند ثبوتيدای شي ؟ او که يې نه بولي دليل يې څه دی ؟ هو خبره دا هم نه ده چې د ځانځاني ژوند استثنايي يو نيم مثال وموندل شي ، بلکې د عام ځانځاني ژوندانه او ورسره متصل د کورنۍ تاريخي پړاو وښودل شي .
٣ ـ آيا يو ډله ييز ژوند ته چې د توليد، کار ، کارويش ، دود او دستور او د وينې د ګډون پر بنسټ وﻻړ وي ، لکه کمون اوليه ، ټولنيز ژوند نه ويل کيږي او هغه انساني ټولنه نه ده ؟ په درنښت او نيکو هيلو .

يادونه : د اکبر باچا او د دوه ځنګلي مشومانو په (کيسه) کې نوموړو ماشو مانو دژوند له پاره پاخه خواړه تيار له دوه توظيف شويو خدمتګارو ښځو څخه تر ﻻسه کول ، ځکه ژوندي پاتې شول ، ولې بيا هم انساني افراد و په توګه ژوندي پاتې نشول، بلکې د حيواني افرادوپه حيثت ژوندي پاتې وو . دا هم ښيي چې که له ټولنې څخه مخکې انسانانو فردي ژوند لرلای، انسانان شوي به ﻻ نه وو، شعور به يې ددغه دوه ماشومانو په توګه هيڅ نه درلود ، نو د کورنۍ د آګاهانه جوړلو ، آګاهي به يې له کومه کړې وای ؟


نقاد
17.02.2004

ټولو درنو لوستونکو، عتيق صيب ، حليمي صيب او د بحث نورو برخه والو خويندو ورونو ته سلام او ښې چارې !!!
عتيق صيب د خپلو پراخو معلوماتو ، ادبي ژبې او مسلک په زور زما په شمول د لوستونکوزړونه په جادوګره اغيزه کې ښکيل کړي دي او بحث يې تر غزوونو پورې غزولی دی . ولې بيا هم : که ونې هر څومره ډيرې وي، بايد چې له سړي څخه ځنګل په ونو کې ورک نشي . نو اوس چې عتيق صيب د کورنۍ د رامنځته کيدو تاريخې ريښو د روښانه کولو هوډ کړی، ښايي دغه اړونده پوښتنې ټولې ورسره حل کاندي :
١ـ کورنۍ په اوسني شکل نه، بلکې په لومړني شکل ، کوم چې د ادعا له مخې د ځانځانوالو افرادو د ګډ ژوندانه لومړنی تاريخي شکل دی، څنګه او ولې رامنځته شوه ، او نني شکل ته يې ،که مو خوښه وي ، څنګه وده و موندله ؟ د ټولنې څخه مخکې کورنۍ جوړول په رښتيا سره د حضرت آدم (ع) غوندې جنتي پيغمبر او د بي بي حوا بي بي په څېر جنتي پېغلې ته ضرورت درلود . او که څنګه ؟
٢ـ د کورنۍ له رامنځته کيدو څخه لس ګونو زره کاله مخکې دوام کړی او په تاريخ کې د لومړي کمون په نامه ياديږي ، ايا هغه انساني ټولنه نه وه؟ که ټولنه وه ، نو ايا تر هغې مخکې د انسانانو ځانځانيز او بيا کورنيز ژوند ثبوتيدای شي ؟ او که يې ټولنه نه بولي دليل يې څه دی ؟ هو خبره دا هم نه ده چې د ځانځاني ژوند استثنايي يو نيم مثال وموندل شي ، بلکې د عام ځانځاني ژوندانه او ورسره متصل د کورنۍ تاريخي پړاو وښودل شي .
٣ ـ آيا يو ډله ييز ژوند ته چې د توليد، کار ، کارويش ، دود او دستور او د وينې د ګډون پر بنسټ وﻻړ وي ، لکه کمون اوليه ، ټولنيز ژوند نه ويل کيږي او هغه انساني ټولنه نه ده ؟ .
٤ــ انسانانو چې له ټولنې مخکې فردي او ځانله په ځانله ژوند کاوه، نو تکلم او کمونيکيشن به يې نه درلود ، ځکه له چا سره به يې خبرې کړې وای ، نو له ټولنې او کمونيکشن څخه جلا انسان خو بيا هيڅډول شعور او ژبه ه نه نشي لرلای ، نو له شعور څخه پرته د کورنۍ د جوړولو فکر ورسره څنګه مل شو ؟
يادونه : د اکبر باچا او د دوه ځنګلي مشومانو په (کيسه) کې نوموړو ماشو مانو دژوند له پاره پاخه خواړه تيار له دوه توظيف شويو خدمتګارو ښځو څخه تر ﻻسه کول ، ځکه ژوندي پاتې شول ، ولې بيا هم انساني افراد و په توګه ژوندي پاتې نشول، بلکې د حيواني افرادوپه حيثت ژوندي پاتې وو . دا هم ښيي چې که له ټولنې څخه مخکې انسانانو فردي ژوند لرلای، انسانان شوي به ﻻ نه وو، شعور به يې ددغه دوه ماشومانو په توګه هيڅ نه درلود ، نوتکراروم چې د کورنۍ د آګاهانه جوړلو ، آګاهي به يې له کومه کړې وای ؟ په درنښت اونېکوهيلو .


هوښياري خبري

(( ښه ))
19.02.2004

ګرانو وروڼو پاڅونوال صاحيب ، حليمي صاحيب ،طالب جان صاحيب ، ځواکمن صاحيب او نورود بحث درنو برخه والواو ټولو لوستونکو ته لومړۍ سلامونه وړاندي کوم اوبيا ټولو ته ښې چاري او پوره نيکمرغي زما هيله ده !
ګرانه وروره پاڅونوال صاحيب ! ستاسو د هڅونکي ليکني څخه ډيره مننه ! او راغلو هغو پوښتونو ته چي تاسو مطرح کړيدي ، زما ډار په رښتيا له همدي ځايه وو چي ، داسي نه چي د ځواکمن صاحيب او ستاسو محترم پاڅونوال صاحيب او محترم حليمي صاحيب هغه فلسفي بحث په تاريخي ، کلتوري او اجتماعي بحث وا وړي ، ځکه مي په يوي ليکني کي دا ډار په ډاګه کړۍ وو. اوس چي زه ګورم همداسي وسول .په هر تقدير ، زه به هڅه وکړم چي د پاڅونوال صاحيب پوښتني سره ومروړم ( مروړل د ګډوډولو په مانا ) دا ځکه چي هغو پوښتونو ته مطلق ځواب څوک نه سي ويلاي ، په دي مانا چي له يوي خوا څيړني رواني دي او له بله طرفه د انسانانو لپاره لا تر اوسه په کلي توګه واحد او محوري نړۍ ليد نه دۍ په ګوته سوۍ ( البته دا زما نظر دۍ ) په دي ترتيب بايدمطرح سوو پوښتونو ته په ګډه ځواب وايو او تر دې لاښه جمله چي پوښتونو ته به په ګډه ځواب پيداکوو . خو زه غواړم په لنډه توګه د کورنۍ د پيدايښت په اړه خپله رايه څرګنده کړم :
کورنۍ د انساني ټولنو د جوړښت هغه واحد دۍ چي د ټولنيز ژوندانه په يوه ټاکلي وخت منځ ته راغلې او د دوام وړتيايې په پوهيدلي توګه ( اګاهانه ) د پرله پسې ودي سره يوځاي تضمين سوېده ؛که د کورنۍ دا تعريف ومنو بيا کيدای سي دلنډي توضيح لپاره دريو محوري ټکو ته پام وګرځوو .
1- کورنۍ د ټولنيز جوړښت واحد دۍ : ټولنپوهانو په زياتو مواردو کي د ټولني د ښه تفهيم په منظور ( البته نه د واقعيت په ډول ) ټولنه د يوه ژوندي ارګانيزم سره پرتله کړېده ، او هر ژوندۍ ارګانيزم خپل ځان ته اجزا او اضعاف لري . په دي ډول د کورنۍ اجزا افراد او اضعاف يې قبيله قوم او ملت دي . او د سرشميرني په مفاهيمو کي هم کورنۍ د ټولني واحد شميرل کيږي ، د بيلګي په توګه : د جوزجان ولايت څخه دوه سوه کورنۍ د توکميز تاړاک په وجه د هيواد سهيلي برخو ته تللي دي ؛
2- کورنۍ دټولنيز ژوندانه په يوه ټاکلي وخت منځ ته راغلې ده: د انسانانو په ټولنيز ژوند کي د زرګونو کالو پرله پسي او مرستندويه اړيکو په نتيجه کي د کورنۍ د جوړيدو زمينه برابره سوه ، پخوا تر دې چي د پخوانيو ټولنو د غړو ترمنځ د کوروالۍ محدوديت منځ ته راسي ، په زرګونو کاله په لاقيدۍ کي وه اوسيدل . محدوده کورنۍ ( البته دمحدودي کورنۍ څخه مطلب د غريزوي اړيکو ځانګړ تيا ده هغه چي ميړه او کورودانه ورته ويل کيږي ) کورنۍ جوړښت او پايښت د خصوصي مالکيت لپاره تر ټولو لومړنۍ هڅه ده .
3- کورنۍ په پوهيدلي توګه دوام موندلی دۍ : د کورنۍ لپاره د محدوديت رکن د ټولنو د غړو په منځ کي په خپل وار د يوه اوبل د پوهيدو او راپوهيدو اړتيا پيدا کړه .په هره پيمانه چي د انسانانو ګروپيک ژوند ډله ايز او ډله ايز ژوند ټولنيز ته نږدي کيدۍ په هغه اندازه دانسانانو په منځ کي د ځانګړو اړيکو د لرلو روحيه زياتيدل چي په پيل کي موقتي محدوديت بيا موسمي محدوديت او په پای کي د کوروالۍ اړيکو دايمي محدوديت مسلط سو چي د زماني واټن له مخي څه ناڅه 500000 پنځه سوه زره کاله پخوا زماني په برکي نيسي .
ګرانو دوستانو او د هوښيارو خبرو مينه والو ته يو وړانديز : د دي لپاره چي د دي پاڼي مسوول را باندي په قهر نه سي ، ښه يې ګڼم چي دا روان بحث ټولنيزو او يا تاريخي برخو ته وليږو او د فلسفي بحث لپاره نوې فلسفي سوژه او مسله را منځ ته کړو په دي ترتيب به مو هم خپل بحث پر خپل ځاي پر مخ بيولۍ وي او هم به په دي پاڼه کي د فلسفي بحث د مينه والو تنده ماته سي .


هوښياري خبري

(( ښه ))
19.02.2004

ګرانو وروڼو پاڅونوال صاحيب ، حليمي صاحيب ،طالب جان صاحيب ، ځواکمن صاحيب او نورود بحث درنو برخه والواو ټولو لوستونکو ته لومړۍ سلامونه وړاندي کوم اوبيا ټولو ته ښې چاري او پوره نيکمرغي زما هيله ده !
ګرانه وروره پاڅونوال صاحيب ! ستاسو د هڅونکي ليکني څخه ډيره مننه ! او راغلو هغو پوښتونو ته چي تاسو مطرح کړيدي ، زما ډار په رښتيا له همدي ځايه وو چي ، داسي نه چي د ځواکمن صاحيب او ستاسو محترم پاڅونوال صاحيب او محترم حليمي صاحيب هغه فلسفي بحث په تاريخي ، کلتوري او اجتماعي بحث وا وړي ، ځکه مي په يوي ليکني کي دا ډار په ډاګه کړۍ وو. اوس چي زه ګورم همداسي وسول .په هر تقدير ، زه به هڅه وکړم چي د پاڅونوال صاحيب پوښتني سره ومروړم ( مروړل د ګډوډولو په مانا ) دا ځکه چي هغو پوښتونو ته مطلق ځواب څوک نه سي ويلاي ، په دي مانا چي له يوي خوا څيړني رواني دي او له بله طرفه د انسانانو لپاره لا تر اوسه په کلي توګه واحد او محوري نړۍ ليد نه دۍ په ګوته سوۍ ( البته دا زما نظر دۍ ) په دي ترتيب بايدمطرح سوو پوښتونو ته په ګډه ځواب وايو او تر دې لاښه جمله چي پوښتونو ته به په ګډه ځواب پيداکوو . خو زه غواړم په لنډه توګه د کورنۍ د پيدايښت په اړه خپله رايه څرګنده کړم :
کورنۍ د انساني ټولنو د جوړښت هغه واحد دۍ چي د ټولنيز ژوندانه په يوه ټاکلي وخت منځ ته راغلې او د دوام وړتيايې په پوهيدلي توګه ( اګاهانه ) د پرله پسې ودي سره يوځاي تضمين سوېده ؛که د کورنۍ دا تعريف ومنو بيا کيدای سي دلنډي توضيح لپاره دريو محوري ټکو ته پام وګرځوو .
1- کورنۍ د ټولنيز جوړښت واحد دۍ : ټولنپوهانو په زياتو مواردو کي د ټولني د ښه تفهيم په منظور ( البته نه د واقعيت په ډول ) ټولنه د يوه ژوندي ارګانيزم سره پرتله کړېده ، او هر ژوندۍ ارګانيزم خپل ځان ته اجزا او اضعاف لري . په دي ډول د کورنۍ اجزا افراد او اضعاف يې قبيله قوم او ملت دي . او د سرشميرني په مفاهيمو کي هم کورنۍ د ټولني واحد شميرل کيږي ، د بيلګي په توګه : د جوزجان ولايت څخه دوه سوه کورنۍ د توکميز تاړاک په وجه د هيواد سهيلي برخو ته تللي دي ؛
2- کورنۍ دټولنيز ژوندانه په يوه ټاکلي وخت منځ ته راغلې ده: د انسانانو په ټولنيز ژوند کي د زرګونو کالو پرله پسي او مرستندويه اړيکو په نتيجه کي د کورنۍ د جوړيدو زمينه برابره سوه ، پخوا تر دې چي د پخوانيو ټولنو د غړو ترمنځ د کوروالۍ محدوديت منځ ته راسي ، په زرګونو کاله په لاقيدۍ کي وه اوسيدل . محدوده کورنۍ ( البته دمحدودي کورنۍ څخه مطلب د غريزوي اړيکو ځانګړ تيا ده هغه چي ميړه او کورودانه ورته ويل کيږي ) کورنۍ جوړښت او پايښت د خصوصي مالکيت لپاره تر ټولو لومړنۍ هڅه ده .
3- کورنۍ په پوهيدلي توګه دوام موندلی دۍ : د کورنۍ لپاره د محدوديت رکن د ټولنو د غړو په منځ کي په خپل وار د يوه اوبل د پوهيدو او راپوهيدو اړتيا پيدا کړه .په هره پيمانه چي د انسانانو ګروپيک ژوند ډله ايز او ډله ايز ژوند ټولنيز ته نږدي کيدۍ په هغه اندازه دانسانانو په منځ کي د ځانګړو اړيکو د لرلو روحيه زياتيدل چي په پيل کي موقتي محدوديت بيا موسمي محدوديت او په پای کي د کوروالۍ اړيکو دايمي محدوديت مسلط سو چي د زماني واټن له مخي څه ناڅه 500000 پنځه سوه زره کاله پخوا زماني په برکي نيسي .
ګرانو دوستانو او د هوښيارو خبرو مينه والو ته يو وړانديز : د دي لپاره چي د دي پاڼي مسوول را باندي په قهر نه سي ، ښه يې ګڼم چي دا روان بحث ټولنيزو او يا تاريخي برخو ته وليږو او د فلسفي بحث لپاره نوې فلسفي سوژه او مسله را منځ ته کړو په دي ترتيب به مو هم خپل بحث پر خپل ځاي پر مخ بيولۍ وي او هم به په دي پاڼه کي د فلسفي بحث د مينه والو تنده ماته سي .
سپيڅلۍ قلم او تاند افکار مو نصيب اوسه



ع کريم حليمي
20.02.2004

ګرانه او محترم عتيق صاحب سلام عليکم ٠ خدای دی دهر زحمته په ديدونيا او هم په هغه دنيا و ساته ٠ امين
زه په ځينو سببو چپ پاته سوم ٠ خو اؤس به ئی يو سبب درته وليکم ٠
زه هيڅ وتاريخ ته عاقيده نلرم ٠ بيله دهغه شاعره چه دجامعی تاريح ئی ليکلی وي ٠ هغه هم مشخص شاعران ٠
ولی چه تر اواز دسفت د مخه ماته علم نه رامعلوميږی ٠ ولی چه په علم کی زما درواغ نه خوښيږی او په تاريخ کی ډير درواغ ځايږی ٠او نه ئی علم بولم ٠ archaeology هو علم دی ٠
اؤس چه motion picture تاريخ پيدا سوی ماته علم دی او اخلاقی تاريخ ماته علم دی٠ په ډير احترام ئی راڅه واخله ٠ لکه تاسو چه ليکلی چه دفلسفی دليکنی څه موږ د تاريخ په ځنګله ننه وتلو ٠
زه فکر کوم ټوله ساکرټيز د تاريخ سره دوښمنی درلوده ٠ د ساکرټيز دغه دعوه در لوده چه زاړه تاريخ ته مځی
چه zues ،hera ،apollo ،posiedin خدايان مو چوړ کړی ٠ او د قوم به ئی پر دغه ور سره اختلاف وو
که د ګريس (يونان)ساکرټيز راکښينی ناری به وهی چه دا بيله سنده مه واياست ٠
تاريخ دی چه خلګ ئی د ﻻری استلی دی ، که دی غوښته چه دچاڅه خلقی ، ٠٠٠٠٠٠٠٠ جوړ کی نو ئی تاريخ
په وايه تر تر هر شی دمخه ٠ او هر علم ځانته تاريخ لری لکه د فزيک،کيما،بايالوجی ٠٠٠٠٠ د علم په تاريخ درواغ نسته ٠ په نيت کی می دانسته نارازه دی کم ٠ سترګی می درته پر ﻻر دی
حليمي


دکورنۍ د منځته راتلو تاريخي شرايط

Ghairat
21.02.2004

.......................................[img:a44c041fb8]http://www.vobs.at/bio/evol/e-stamm2.jpg[/img:a44c041fb8]

درنو لوستونکو ته سلام : عتيق صيب له انسان څخه مخکې د ځانګړو بيزو ګانو د [color=red:a44c041fb8]ګلو[/color:a44c041fb8] تکامل په ګوته کړی او له وروستيو پړاوونو لکه استرالو پيتېکاس ، او هومو نيد څخه وروسته په همو ساپينس يا ننني انسان ته رسيدلي دي . دې بهير [color=red:a44c041fb8]څـــــــــلـــــورنــــــــيـــــم مـــــــيـــــليــــونه کاله [/color:a44c041fb8]دوام کړی دی زما په اند دلته د پاڅونوال صيب خبره بيخي پر ځای ده چې له حيواني
هومونيد له ګلو څخه د ابتدايي انسانانو ګلو ته تکامل رامنځته شوی او بيا د انسانانو هغه لومړنۍ ګلې په لومړنيو انساني ټولنو چې Gentilsocity يا کمون اوليه ورته وايي ويشل شوي دي . انفرادي يا دوه کسيزه ژوند په دې مابين کې نه دی رامنځته شوی . کورنۍ د کمون اوليه په وروستيو پړاوونو کې رامنڅته شوه . ښاغلی عتيق سم وايي چې د خصوصي ملکيت سره يې څه تړاو درلود . خو خصوصي ملکيت ډير وروسته منځته راغلی دی ،مخکې کمون او ليه يا لومړیاجتماعي فورماسيون رامنځته شوی دی ٠ د کمون اوليه په باب د محترم پاڅونوال صاحب لانديني تفصيلات د تاييد وړ دي .

[quote:a44c041fb8="پاڅونوال"]ګرانه وروره عتيق صيب سلام ، هره ليکنه مو يو له بله ښکلې او جالبه ده ، زه يې ډيره ارزښتمنه بولم، که څه هم د بشپړاوي له پاره په کې ځينې ټکي موجود وي چې نغوته ورته کوم ، ستاسې خوا او خاطر دې خدای راڅخه نه بدوي . مثلا د ځانځانيزه فرد ي ژوند تقدم پر ټولنيز ژوند باندې درک او تصور وړ نه دی ،
د محترم استاد حليمي صيب اندود چې فرد به مخکې نه وي پيدا ، سم دی ، جز هيڅکله په کل او فر پر ټولنه تقدم نه لري او هيڅکله هم له جز څخه کل نه پيدا کيږي . په داسی حال کې چې استاد حليمي صيب ا ټولو درنو لوستکونکو ته سلامونه وايم ، غواړم زياته کړم ، هغه لومړنۍ انساني ټولنه چې عتيق صيب ورته د ګنۍ په څير يو ښکلی نوم منلی دی، د هغې ټولنې هسته وه چې تر ټوله اوږده تاريخي دوره يې جوه کړې وه ، او په نهايي صورت يې ٣٠ =٤٠ زرو کالو پورې دوام کړی دی .

انسانانو تل اجتماعي يعنې ګډ ژوند کړی دی او کوي يې ، هيڅ داسې وخت نشته او نه و، چې انسانانو په فردي توګه ژوند کړی وي . او چې داسې ده ، نو سړي ته په طبيعي توګه دا پوښتنه پيدا کيږي چې لومړنۍ انساني ټولنې
به کوم شکل او څرنګوالی درلود؟
طبيعي ده چې د اوسنۍ ټولنې په څير نه وه ، نه يې تاريخي شکل او نه يې محتوا د اوسنيو ټولنو په څير و ه. اوس هره ټولنه شتمن ، لږ شتمن ، بيوځله او ډير بيوځله خلک لري ، حاکميت ،ا متيازات ، بي امتيازي ، له حقوقو څخه محروميت ، تعليميافته ، عالمان ، بي علمه ا و بي تعليمه ، مامور ، پوليس ، څکومت ،دولت ، زندانونه ، مجرمان ، وهل او ټکول ، او داسې نور په سلګونو توپيرونه شته، يعنې ټولنه مو طبقاتي ده ، خو دا يو تو پير طبقاتي ويش هلته د انسانانو تر منځه ﻻ پيدا شوی نه و، ديرش څلويښت زره کاله انسانان ټول سره مساوي او برابر و، د ټولنې غړي ټول سره خويندې ورونه او ميندې پلرونه وو . لومړنۍ ټولنې ته د اتنيک له مخې ګنۍ ويل کيده چې د غړو شمير به يې د شلو او ديرشو تنو په شاوخوا کې حسابېده . د ژوند اقتصادي شکل اشتراکي و، يعنې ګډ ملکيت ولاړه وه او زما او ستا غه وخت چا نه پيژندل ، بلکې هرشی زمونږ و، نه زما يا ستا يا د هغه . د کار ويش د د انسانو د جنس د توپير (نارينه او ښځينه غړو ) تر منځ موجود و. ښځو ته د اور څارنه ، د خسو و بوټو را ټولول، د کور جوړول، د ماشومانو روزل او پالل، د ورځني خوراک له پار ه د طبيعي حبوباتو (غله دانه) ميوو، سبو راټولول او داسې نورې مهمې دندې په غاړه پرتې وي ، نارينه و به د ماهيانو او نورو حيواناتو ښکار کاوه ، ددوی دکار نتيجه خوندي و تأمين نه وه او هره ورځ به يې ښکار په ﻻس نه راته ، د تصادف پورې يې اړه لرله ژر څه نيلی شي او که په اونيو اونيو به څه پلاس نه ورتلل . نو که ژونددنارينه و دښکار پورې تړلی وای ، خلک او ټولنه به ژوندۍ نه وای پاتې . مهم د ښځو کار و، چې په منظمه توګه به يې يو څه خوراکي توکي لکه چې پورته مو وويل راوړل او پر هغې به د ټولنې غړي ژوندي پاتې کيدل ..نو اوس تاسو وواياست چې د ټولنی مهم او اغيزمن غړی به نارينه و او که ښځه ؟ طبيعي ده چې د ښځو رول مهم و، نه د نارينه و ، او له همدې کبله د ښځو موقف هم تر نارينه و لو ړ و لکه اوس چې د نارينه و تر ښځو لوړ دی . هغه وخت د ښځو واک زيات و او ښځينه سالاري روانه وه . د ګنۍ او خيل مشرتابه هم ښځې کوله : ګنۍ يوه ګډه شورا لرله ، په هغې کې ټولو سن پوره غړو ، په تيره بيا د ګنۍ زړو تجربه لرونکو برخه اخيستله او د ګنۍ مسايل به يې په سلا مشوره سره شريکه حلول . د شوری په رأس کې به دتر ټولو مشره او د ډيرو تجربو خاونده ښځه ټاکل کيدله ، چې اوتوريتې به يې د اوسنې وخت له يوه جمهور رئيس څخه زياته وه. د شوری فيصلې د دود دستور او تجربو له مخې کيدلې . د ګنۍ ځمکنۍ پولې په پراخه سيمه کې دداسې طبيعي بيلګو پورې رسيدی چې له ورايه به په سترګو ليدل کيدې لکه هاغه غر ، هاغه سيند ، آ خوا هوغه ځنګل ، ديخواته هاغه کمرونه او تپه او داسې نور ې پولې. هرڅه چې د ورځې تولېد کيدل او پلاس راتلل همغه ورځ خوړل کيدل او د سبا او بل سبا له پاره اضافه څه نه پاتې کيدل . توليدي ځواک چې ( مولده ځواک) ورته ويې وده نه وه کړې ، نو اضافي توليد هم نه رامنځته کيده . مساوات او عدالت دومره ټينګ و، چې تر ډيره وخته به ﻻسته راوړې غذا د ګنۍ مشرې داسې ويشله چې د ګنۍ غړي به راټول کيناستل اودګنۍ مشرې چې د چا به مور او د چا نيا کيدله ، يو ه مړۍ يوه ته بله بل ته په دوره او نوبت سره ورکوله ، خپله مړۍ (لقمه) به يې هم هغه وخت خولې ته کوله چې په دوره کې به يې نوبت رارسيدلی و. په وروستۍ مړۍ به خوراک پای ته ورسيد او ټول به يو ډول وږې يا ماړه پاتې شول . هو ماشومان په دې ويش کې نسبتأ پوره مړيدل . دا ٢٥ کسيزه ټولنه لومړۍ اتنيکي ټولنه وه ، چې د وينې يا هډ د ګډون پر بنسټ منځته راغلې وه . په دې ټولنه کې ټول سره خويندې ورونه ، ميندې او ﻻدونه و. خويو شی به تاسوته عجيبه او د حيرانتا وړ و بريښي چې د هر چا مور معلومه وه، خو پلار د هيچا په مشخصه توګه معلو م نه و. له دې کبله هر چا هويت د مور د نامه سره تړلی و ، او دا هم يوعلت و، چې د پلار سارۍ پته نه وه او مورساﻻرۍ د ګنۍ او خيل د ټولنې تر پايه پورې نږدې پنځلس ـ ، شل ـ يا پنځه ويشت زره کاله دوام کړی دی . [color=red:a44c041fb8]تر دې وخته پورې ﻻ هم کورنۍ منځته نه راغلې وه او نه چا پيژندله [/color:a44c041fb8]. خو داچې کورنۍ بياڅنګه او ولې منځ ته راغله ، دابه غيرت صيب او يا بل کوم قدرمن لوستونکی روښانه کړي ، زه پرې سم نه پوهيږم او پخپله په کې ډيرې پوښتې لرم . د پورتني محتوياتو په ړه هر لوستونکی پوښتنې ازادانه مطرح کولی شي . په سلامونو .

.[/quote:a44c041fb8]

بايد زياته کړم چې د اور بل ساتل هم د ښځو دنده وه ، څو خس وګيا ګانې ورته راټولې کړي او اور مړ نشي .
اورلا پخوا د تندر له رالويدلو څخه کشف شوی و او بيا په کلونو کلونو بل ساتل کيده ، څو په تودوخه او د ښکار شويو غوښو په وريتولو کې ترې ګټه پورته کړي . په کمون اوليه کې د ښځو او نارينه و تر منځ جنسي اړيکې څنګه وې ؟

...........[img:a44c041fb8]http://www.silab.de/img/ganey.gif[/img:a44c041fb8]

دلته په لومړي قطار کې يوه ګنۍ صرف د روښانتيا له پاره په څلورو شکلونو ترسيم شوې ده . په لومړي شکل کې نارينه ښځينه ګډ وډ او ماشومان يې په خوا بيل ورسره ښودل شوي دي ، په واقعيت کې ټول يو ځای او ګډ وډ وو . ماشوانو خپلې ميندې پيژندلې ، خو پلرونه يې نه پخپله او نه يې ميندو پيژندل ، ځکه ، لکه چې دويم شکل ښيي، ښځو به په دې اساس چې ښځو په ټولنه کې لومړی او نارينه ګانو وروستی موقف درلود، نو له نارينه و څخه بهښځو پخپله د ښکلو جنسي شېبو له پاره يو ځلمی انتخاباوه ، او د يو اولاد تر راوړلو پورې به يې د مختلفو ځوانانو سره مينه کړې وه ، نو د اولاد پلار بيا نه معلوميده چې له مينه والو څخه دکوم مينه د اولاد د زيږېدنې سبب شوې ده ؟ په دې ډول د ټولنې ټول غټان غړي د ټولو ماشوانو پلرونه وو . د ښځو دغسې ګڼ مېړيزه
اړيکو ته پولو ګامي Pologamy وايي ، خو يو منظم او کلتوري شکل يې درلود ، او حيواني شکل يې نه ﻻره ، او دحليمي صيب خبره د سپيويا خنځيرانو اړيکو سره يې مشابهت هم نه درلود ٠ دې دورې د تاريخ تر ټولو اوږده دوره ، لږ تر لږه لس پنځلس زره کاله يې په بر کې نيولي دي . خو هيڅ شی په يو حال نشي پاتې کيدای ، د جنسي ړيکودغه ګډ وډېشن هم سختی ستونزې رامنځته کړې ، د ګنۍ مشران ، چې البته مجربې ښځې وې د حل موندلو په لټه کی شول : ستونزه څشی وه ؟ درانه لوستونکي پو هيږي چې يوه ټولنه په دوه شرطونو يا دوه ډوله توليد ژوندۍ پاتې کيدای شي . يو د ورځني خوراک پوښاک له پاره مادي نعمتونه توليدول دي، چې بې له خوراک څخه ټولنه په څو ورځو يا اونيو کې له منه ﻻړه شي . او بل د ټولنې د حفط بقا له پره د ماشومانو توليد دی ، ځکه د نوي نسل له زيږولو پرته ټولنه په څو لسيزو کالو کې له منځه ځي ! د جنسي اړيکو د پورتني ګډوډېشن په نتيجه کې ماشومان معيوب زيږيدل ، او زياتره ژوندي نه شول پاتې کيدای . د ګنۍ مشرتابه (شورای) و موندله چې ښايې د نژدې قرابت او دوينې د سخت ګډون له کبله دا پيښه منځته راغلي وي ، ځکه دوی ليدل چې هره ښځه د هر سړي په واقعي معنی ميرمن (خاونده او لرونکې) ده ، نو د لور . زوی، مور و پلار سره مينه رواج ده . نو ددې له پاره چې د د مور او پلار سره د را ځوان شوي اولاد(زوی، لور) سره جنسي ړيکې منع کړي، په ګنۍ کې يې د ويش يوه پوله رامنځته کړه ( دريم شکل وګورئ) او د پاخه نسل هر ډول جنسي اړيکې يې د ځوان نسل سره منع کړې .( بايد يادونه وکړم چې ښايي وروسته دغه بيلتون دې ته هم ﻻره خلاصه کړې وي، چې د ګنۍ ځوان نسل به په له مورنۍ ګنۍ څخه بيليدله او په نږدې ګاونډ کې به يې د بيلې ګنۍ په توګه ژوند کاوه) . څلورم شکل له افقي کرښې څخه پاس د زاړه نسل دښځو او نارينه تر منځ مينه کول ښيي، او له کرښې ﻻندې د ځوان نسل د ښځو و نارينه و تر منځ جنسي اړيکې په ګوته کوي . دا پولې د چين او برلين له پخوانيو ديوالونو څخه غښتلې وې او چا نشوې نقضولای . په دې ډول يو څه کموالی د نويو زيږيدلو په مړينه او تلف کيدلو کې رامنځته شو ، خو اصلي ستونزه يې حل نکړه . ځکه په دغه صورت کې که د والدينو او اوﻻد تر منځ جنسي اړيکې ختمې شوې، نو د خوندو او ورونو تر منځ خو په ځوانه و زړه دواړو برخو کې جاري پاتې شوې . بالا خره ګنۍ پريکړه وکړه ې هيڅ غړی اجاز نه لري چې د خپلې ګنۍ په اخل کې د مينې کولو اړيکې وپالي ، هر نارينه غړی به د يوې پردۍ خو مجاورې ګنۍ سره او د هې ګنۍ نارينه به دې ګنۍ ته د مينې لهپاره ځي راځي( وګورئ لاندې پنځم شکل) .

.....................................[img:a44c041fb8]http://www.silab.de/img/khel.gif[/img:a44c041fb8]

دې حل هم کومه ښه نتيجه ورنکړه، ځکه له يوې خو د ځوان او ځوړ نسل بيلوالی دلته ونه ساتل شو ، بل داچې ځوان نسلونه په دواړو خواو کې سره د کا کا، ما ما، عمه او خاله څامن وو، او د پلرونو، ترونو، خاله او عمه سره
دمينې او وينې ګډون پای ته ونه رسيد. نو ځکه
.............................................[img:a44c041fb8]http://www.silab.de/img/khel_2.gif[/img:a44c041fb8]

پريکړه وشوه چې څلور پردۍ خو ګاونډۍ ګنۍ به سره د پولو ګامي ډير مړيزه مناسبات داسې ساتي چې د لومړۍ ګنۍ سړي به به ددوهمې، ددوهمې سړي د دريمې اود دريمې سړي به د څلورمې ګنۍ د ښځو خدمت ته ورځي .
په دې ډول مسله حل شوه او د ګاونډيو ګنۍ ګانو څخه چې دوه دوه، څلور څلور او شپږ شپږ په جفته شميره سره يوځای کيدی او خيلونه يې رامنځته کول . د خيلونو اړيکي هم په ې ډول د خپلوۍ او او وينې د ګډون پر بنسټ رامنځته شوي دي . د خيلونو له زياتوالي او ګډون څخه قبيلې او له قبيلو څخه قامونه او وروسته بيا ملت منځ ته راغلی دی .
[color=blue:a44c041fb8]کورنۍ :[/color:a44c041fb8]
د جنسي اړيکو پولوګاميک شکل هغه وخت د يو بدلون سره مخامخ شو چې د لومړي کمون په چوکاټ کې مولده ځواکونوپرمختګ وکړ او د کار په وسايلو کې مثبت بدلون راغی يعنې دخيلونو غړو د کار وسايلو ته پياوړتيا يا Specialization وروباښه . لومړی دعادت له مخې هر سړي د کار د خپلې الې يا وسيلې سره يو ډول اموخت وموند او هر کس يواځې د کار په اله کار کول پيل کړ. د کار د آلو د پياوړ تيا سره په ګډ (اشتراکي) توليد کې زياتوالی محسوس شو . په تيره بيا د زراعت په رامنځته کيدو سره دنارينه رول په خپله خپله ګنۍ او خپل خيل کې د ښځو په نسبت لوړ شو. نارينه و نور نه يواځې د خپل کار د الې او وسيلې دکارولو ادعا درلودله او په خپل توليدي طاقت وياړېده، بلکې دا غوښتنه يې راپورته کړه چې نور د جنسي اړيکو له پاره هم بلی ګنۍ ته نځي، بلکې دمينې خپله ملګرې بايد له هغې بلې ګنۍ څخه خپلې ګنۍ ته راولي . او په دی ډول د ګنيوترمنځ په اصطلاح يو ډول ((ودونه )) پيل شول . تر ډيره وخته پورې به د راواده وې ناوې سره د واده په لومړۍ شپه د ګنۍ ټولو نارينه غړو جنسي مينه کوله او له دويمې ورځې څخه به نور له خپل دانډيوال يا ((ميړه)) پرته چا ورسره غرض نه درلود . په زراعت کې د تسپار او قلبې په رامنځته کيدلو سره د نارينه و حاکميت په بشپړه توګه پر ښځو باندې دتل له پاره قايم شو ، ځکه د حاصلاتو په زياتيدو سره نه يوځې د کار په وسيله باندې د نارينه ملکيت قوي شو،بلکې د کار حاصل هم دده خصوصي ملکيت شو. اوﻻدونه هم نورد پلار په نوم ياديدل، نه د مور په نامه او د پلرني هويت پر بنسټ به يې ميراث اخيسته . داچې دښځو رول په زراعتي توليد کې ډير کم ، يا په نشت ځساب ؤ، نو نور د واده لومړۍ شپه هم نوره ګډه نه وه، بلکې په خصوصي توګه د واده وا ﻻ له پاره تخصيص او د ټول ژوند له پاره د نرا و ښځې تر منځ کورنی ژوند رامنځته شو او د قلبې په ﻻړۍ باندې ﻻس ايښودلو د ګنۍ او خيل دننه د ښځو پر سټ د نارينه دجغ ايښودلو معنی تر لاسه کړه، په دې ډول خصوصي ملکيت او خصوصي کورنۍ سره ﻻس په ﻻس يوځای ، دخپل اولاد سره د مور او پلار ګډ کور او کورنۍ منځ ته راغلل چې تر اوسه پورې ﻻ هم دريواړه (خصوصي ملکيت، د نارينه حاکميت او کورنۍ دريواړه ) دوام لري . ددې سره کمون اوليه هم د زوال سره مخامخ شوه او له منځه ﻻړه.
[color=blue:a44c041fb8]ويل کيږي چې د پخواني شوروي د وخت ديوه لرغونپوه په وينا د پښتنو په تاريخ کې د مادر سلارۍ دوره نه ده موندل شوې، او په نيپال کې برعکس ﻻ تراوسه هم پدرسالاۍ تسلط نه دی موندلی [/color:a44c041fb8].

د کمون اوليه د اجتماعي فورميشن ړنګيدل څه ډول تر سره شول، په دې اړه به ښايي بل لوستونکی (مثلا پاڅونوال صيب؟) روښنايي وغورځوي، زما دنده د کورنۍ د منځته راتللو تاريخي عوامل روښانه کول وو او بس . په سلامونو او نيکو هيلو !

[color=blue:a44c041fb8]يوه ټوکه:[/color:a44c041fb8]
دمحترم حليمي صيب ﻻندېنۍ ليکنه هغه د ځدراڼو پو ﻻو دی : وايې چې د يوه ځدراڼ کره د ليرې وطن يو دوست
ميلمه شوی و، ځدراڼ ورته د خپل وطن په حساب نرۍ وريژې پخې کړې وې، کله يې چې ميلمه ته مخې ته کيښودې او دواړو په خوراک پيل وکړ، نو ددويمې مړۍ سره د ميلمه په غاښ کې ټک وشو، ميلمه له خولې څخه د تيږې يوه وړه دانه راوويستله، و خوراک ته يې دوام ورکړ. ځدراڼ لږ خجالت وويسته خو ځان يې غلی کړ. دوه درې مړۍ وروسته بيا د ملا په خوله کې ټک شو، او د تيږې قرتکاڼی يې له خوی څخه و غورځاوه ، کوربه دعا کولې چې کاشکې دا وروستی ځل اوسي او بله د کريړ دانه په ورژو کې موجوده نه اوسي . خو يو دوه لقمې وروسته بيا د ميلمه په غاښونو کې يو کړس شو، نو ځدران نور ځان چپ نشو نيولی او ترې پوښته يې وکړه، چې ولې ميلمه تيږې پکښې دي؟ ميلمه ورته وويل چې : نه نه ، وريژې هم پکښې شته!
نو د حليمې صيب په ﻻندينۍ ليکنه کې د حقيقت وريژي هم ډيرې شته، ولې خالص پو ﻻو يې ترې نه دی پوخ کړی.



ع کريم حليمي
22.02.2004

The story of the origin of man looks likely to be rewritten yet again after the discovery in South Africa of a near-complete skeleton of an ape-man thought to be three million years old.
If confirmed, this would make the remains 500,000 years older than anything previously unearthed south of Tanzania.

The 1.22-metre-tall (four feet) hominid (ape-man) was discovered at Sterkfontein, north of Johannesburg. Professor Phillip Tobias, who led the team of researchers from South Africa's University of the Witwatersrand, said on Wednesday that the find would aid the search for the missing link in man's evolution from ape to human.
غيرت صاحب ،عتيق صاحب اونورو درنو لوستونکو سلامونه درته وايم ٠
معلوميږی چه انسان دمځکی پر مخ 500000 کاله تاريخ لری ٠ دغه کلونه ئی رشتيا دی ٠ دغه اخيری انسان
چه په افريکا کی پيدا سو ٠ دکاربون ( CO ) څه ئی عمر معلوميږی ٠ کار بون خپل عمر ښيئ چه په کوم تاريخ
پيداسو ٠ اؤس به راسم وکورنی ږوند ته کورنی ژوند د انسانهسره يو ځای پيدا سوی دی ٠
په ساوت امريکا کی اوس هم انسانان ژوند لری لڅ ګرځی تقريبأ 1000 نفره دی حکومت د ښار خلګو ته اجازه
نه ورکوی چه دغه ځنګله ته ورسی ٠ د ډبرو دوخت ژوند لری ٠ ډيره لږ ژبه لری حساب لری 1٠ 2٠ ٠ 3 ٠ او ډير٠
نور حساب نه لری ٠ يو دبله نه لری کيږی ٠ لری نځی او دلری فاصلی څه بيريږی داسی وايیچه لری مرګ دی ٠ په مقابل کی پلار او مور او خور لری
هيڅ وخط انسان داسی ژوند ندی کړی ٠ د سپی او يا د خينزير په ډول وي ٠ طب په اسباط رسولی ده که ډير نژدی
فاميل ودونه سره وکی ٠ لادونه ئی معيوب کيږی ٠ هو د ادم په وخت کی دا کار هم کلونه ندی نيولی ٠
او قدرت هميشه د نر په ﻻس کی وو٠ دی ٠ويبه ٠ زور د اخلاقو سره هميشه کاميابه دی ٠
او مادر شاهی دا مانا نه لری ٠ چه قدرت او باداری د ښځو وه خود به ئی پاچهی کړی وي ٠ دا اؤس په انګلس کی
ښځه پا چا ده او قدرت د سړو دی ٠ دا اؤس په امريکا کی سړی وازه درازه ښځه نه خوښوی چه امر وړی
د هغی سره واده کوی چه د ښځی صفت و لری يعنی امر يوسی ٠ په داسی حال کی ٠ اخلاق پر مځکه پوره سوه ٠
هغه وخط چه اخلاق لا نوه تکمل ښځه تر پښو ﻻندی وه په وحشت کی ٠ اصلأ انسان وحشت وحشت ئی ندی تير کړی ٠ او د تمدون په چوړيدو اخته وه او اخته دی ٠ تمدون په يورپ کی نه وو
د تمدون مور اسيا وه ٠ 1400 کاله مخکی ښځی ئی و ژلی ٠ هو په يمن کی يو وخت ښځه پاچا وه ٠
هو يوه قوم چه د بل قوم سره مدعا در لوده او سړی به ئی ور وژلی وو ٠ دوی هم ور واژه او ريواج ئی داوو ٠
چه هغه به ئی خوړلی ٠ څه چه می درته وليکل د دئ ډاکومنټ فلمونه سته په کتابخنو کی ٠ تشکو د لوستلوڅه
حليمي


هوښياري خبري

(( ښه ))
25.02.2004

ګرانو دوستانو غيرت صاحيب ، پاڅونوال صاحيب ، حليمي صاحيب ، طالب جان صاحيب ،ځواکمن صاحيب او ټولو هغو لوستونکو ته چي دا بحث يې څارلۍ او يايې لا اوس هم څاري سلامونه او نيکي هيلي ورته وړاندي کوم . هيله من يم چي پوره روغتيا او د خوشاليو ډک ژوند ورپه برخه وي .
ګرانو ورڼو او په ليکونو کي برخه والو دوستانو تاسو ته ځانګړي سلامونه وړاندي کوم !
د ښاغلي ورور غيرت صاحيب ليکنه مي ولوستل او هم مي د ګران ورور حليمي صاحيب ليکنه ولوستل هره ليکنه په خپل وار ماته د زياتو معلوماتو سرچينه سول . حليمي صاحيب په رښتيا چي تاسو ډير ښه بيلګه راوړی وه چي لا اوس هم داسي انسانان سته چي مدرن انسانان يې د وحشت په لومکو کي د ساتلو هڅه کوي [color=red:20328b2f01]په ساوت امريکا کی اوس هم انسانان ژوند لری لڅ ګرځی تقريبأ 1000 نفره دی حکومت د ښار خلګو ته اجازه
[color=darkred]نه ورکوی چه دغه ځنګله ته ورسی ٠ د ډبرو دوخت ژوند لری ٠ ډيره لږ ژبه لری حساب لری 1٠ 2٠ ٠ 3 ٠ او ډير٠
نور حساب نه لری ٠ يو دبله نه لری کيږی ٠ لری نځی او دلری فاصلی څه بيريږی داسی وايیچه لری مرګ دی ٠ په مقابل کی پلار او مور او خور لری [/color:20328b2f01] [/color]
[color=#444444:20328b2f01][/color:20328b2f01]په هر تقدير ستاسو دا يادونه د هغي وينا سپيناوۍ کوي چي د انسانانو وده او کلتوري پراختيا او پرمختيا يوشان او په يوه وخت نه ده ؛
د غيرت صاحيب هغه پوره علمي او په زړه پوري ليکنه هم ډيره زياته د ستايني ده . غيرت صاحيب يوازي به دومره ووايم چي خداي دي اجر درکړي چي له يوي خوا دي په بحث کي برخه واخستل او له بلي خوا داسي برخه چي د پوره ستايني او پيرزويني وړ ده .
ګرانو روڼو ! ما په خپله پخوانۍ ليکنه کي دا ډار ښکاره کړۍ وو چي ګويا دا فلسفي بحث به ورورو په تاريخي او اتنولوژيکي بحث واوړي ، لکه چي همداسي وسول .
زه فکر کوم چي په روانو ليکونو کي د اختلاف ټکي په دريو برخو کي برملاسوي وې . لومړۍ داچي انسانانو ځانځانيز ، ګروپي ، ډله ايزژوند نه درلود بلکي له هم هاغه پيله يې ټولنيز ژوند درلود ؛ په دي برخه کي د غيرت صاحيب ليکنه هم داسي ده چي ګويا د ګنۍ ،ګروپ ، ډله اوبيا قوم او بيا هم ملت را منځ ته سويدۍ . خو هغه څه چي لا اتفاق پري نشه هغه د انسان ځانځانيز ژوند مرحله ده ؛ زه په دي اړه يوازي دومره ليکل غواړم چي ګنۍ او دهغي د جوړښت بل هر شکل ، د منطق له مخي تر هغي کوچنی واحد لازم او اړين ګرځوي . په دي مانا چي ؛ لکه چي د قوم لپاره ګنۍ او د ملت لپاره قوم اړين دۍ همداشان د ګنۍ لپاره تر هغه وړاندي واحد چي زه ورته دوايز ژوند وايم اړين وو او تر دوه ايز وړاندي بيا ځانځانيزژوند وو .( له نيکه مرغه ما همدا اوس د ټول افغان په لينک کي د سلام ټولني د علم تر سرليک لاندي يوه په زړه پوري ژباړه ولوستل ،چي تاسو به هم ښايې لوستلې وي .)
د اختلاف دوهم ټکۍ د کورنۍ منځ ته راتلل وه ؛ هغسي چي بحث پر سويدۍ کورنۍ د ټولنيز ژوندانه په يوه ټاکلي مرحله کي منځ ته راغلې ده لکه چي محترم غيرت صاحيب هم دي ټکي ته په بل ډول د تائيد په توګه اشاره کړيده .
[color=red:20328b2f01]په دې ډول مسله حل شوه او د ګاونډيو ګنۍ ګانو څخه چې دوه دوه، څلور څلور او شپږ شپږ په جفته شميره سره يوځای کيدی او خيلونه يې رامنځته کول . د خيلونو اړيکي هم په ې ډول د خپلوۍ او او وينې د ګډون پر بنسټ رامنځته شوي دي . د خيلونو له زياتوالي او ګډون څخه قبيلې او له قبيلو څخه قامونه او وروسته بيا ملت منځ ته راغلی دی[/color:20328b2f01]
د اختلاف دريم ټکۍ چي په ضمني ډول موجود وو خو يادونه يې په برملا توګه نده سوې ، هغه د انساني تاريخ ويشنه او د ادوارو تقسيم دۍ ؛ زه فکر کوم چي د انساني ژوند ټول تاريخ د مورخينو ، لرغونپوهانو او ټولنپوهانو له خوا په يوه ډول نه دۍ وړاندي سوۍ ، په دې برخه کي يوازي څوبيلګي يادوم :
1-- لومړۍ کمون ، مرئيتوب ، مځکه والۍ ،صنعت او پانګه والۍ ، او ټولنوالۍ دوري؛دا ډول تاريخي ويش غالبا د ټولنيز ميلان اډانې ( سازمانونه ) او مينه وال د خپل فکري لوري د پايښت او ملاتړ په نيت په علمي او سياسي برخو کي کاروي ؛
2-- وحشت ، بربريت ، مدنيت ؛ دا هغه تاريخي ويش دۍ چي اتنولوجستان او د فرهنګي چارو مينه وال يې د خپلو افکارو د ثبوت او پياوړتيا لپاره کاروي ؛
3-- ماقبل التاريخ ، تاريخ دا د بشري تاريخ هغه ويش دۍ چي د نړيوال (ګلوبال ) تاريخ پلويان يې هيوادونو د مرزونو او سرحدي کرښو د پامه لويدلو په نيت کاروي ؛
4-- لرغوني دورانونه ( ارکيالوجيکل ) او تاريخي دورانونه ( هستوريکل ) دا ډول تاريخي ويش د لرغونپوهانو او مورخينو د کاري وظايفو د سپيناوي په نيت کارول کيږي ؛
5-- مورواکي ، پلار واکي ، زور واکي ،ټول واکي او اولس واکي ؛ دا د بشري تاريخ هغه ډول ويش دۍ چي د ټولنيزو چارو څيړونکي يې د خپلو موخو لپاره کاروي . او په دي ډول نور ويشونه . د يادوني ده چي دا هره ويشنه ځانته پرنسيپونه ، معيارونه او د ويش نوري مرحلي لري . زه غالبا د وحشت ، بربريت ، او مدنيت د ويش پر بنسټ تاريخي پيښو او رازونو څيړلوته زيات پام اړوم ، ښايې ځني اختلافي ټکي به له همدې ځايه ريښه نيسي .
تر بيا ليکلو
فکري ټال مو اوږد او قلم مو ګړندۍ اوسه !



ع کريم حليمي
25.02.2004

ګرانو او محترمو ! عتيق صاحب غيرت صاحب او درنو لوستونکو سلام ٠
دخدای څه مو جوړ روغ او ارام غواړم ٠
د جغرافيی پوهان راولاړسوه پر مځکه ئی خيالی خطونه وکښل په طول او عرض باندی او يو عالم اسانتياوی ئی منځ ته راوستلی هيڅ عمل او منطق ئی ځوک نسی ور غلط کولای ٠ که څه هم پر مځکه موږ هيځ خطونه نه وينو٠
وايو چه دغه علم دی ٠ ولی چه هر سوال ئی حل کړی دی
غيرت صاحب ! غواړم چه بيا يوڅه ورجی درته کښيږدم ٠ خدای دی فضل دربادی وکړی ٠
د تاريخ پوهان کو ښښ کړی چه کمون اوليه په نامه ئی اول ښه منطق جوړکړه ٠
او يو څه ئی شواهد پيداکړه ٠ او دواړه سره اوډی ٠ او غواړي چه علم ئی سابيت کړی ٠ پر دغه سربيره چه ډير
منطق او شواهد سره اوډی ٠ بيا هم ډير سوالونه ندی حل ٠
اول داچه تاسو واياست چه ښځوخاشی ټولول وظيفه درلوده چه اور بل وساتی ٠ دادمنطقه يوڅه لری راته ايسی
ولی چه زوړ ترين انسان په افريکا د شواهدو له رويه پيدا سوی دی ٠ منطق به دا هيڅ و نه منی ٠
که يوه د درختی کنده اور واخلی 24 ساعته ئی اور پاته کيږی ٠ ولی موږ چه کيمپنګ کوو راته تجربه ده
او بل جنسی غريضی دعمل پوهه انسان سره نسته په طبيعت کی تر څو ور ونه ښول سی او يائی عمل په سترګو ووينی ٠ يوازی هغو انسانان به ښځوته دا وظيفه ور پغاړه کړی وی لکه ايران رقمه چه ځنګلونه ئی په منطقه کی نه وه ٠ او بل انسان د اول نر او ښځی سره عقل ملګری دی د اولی ورځی د عقله کار اخستی ٠ په ډير اسانی سره ئی
د اجتماعی يا ډليز ژوند د حيوانانو څه زده کړی تر جنسی پوری ٠ او انسان اول په ګرمو منطقو ژوند کړی
او هلته حيوانان هم ډير دی او ډير وه ٠ او حيوانان هم په ٨،٧،٦،٥،٤، ښکار کوي ٠ نو معلوميږی چه د اولی
ورځی ئی شرکی ګټی پيژندلی دی ٠ نه پسله ډيره وخته ٠
اؤس هم چه موږ حيوانان مطالعه کوو حدف مو زدکړه ده ٠ اول انسان ډير ابتدائی زده کړی او اؤس ډيرعمقی زده
کړی ترئ نه اخلو ٠ په اخيرکی وايم هر هغه دوه يا څلور انسانان چه د ډليز ژونده جلاسوی همشه ئی اوبه تعقب کړی
او دمځکی هر ګوټ ته رسيدلی ٠ او کمونی اوليه منطق او فلسفه غلطه رامعلوميږی ٠ پر کورنی ،قبيله، قوم
٠٠٠٠٠ درسره موافق يم ٠ او هر څه انسانته طبعت ور ښولی لکه اور ولی چه هر ځنګل يواری اور پخپله اخلی
د دئ اور نوم دی برښ فاير ٠ هو دلرګی او ډبر په مښولوئی اور لګولی دی ٠ دغه برش فاير او اتشفشان دواړه تر انسان دمخه دی ستاسو دلائل تاريخ منی او فلسفه ئی نسی منلای ٠ اوبل انسان چه مځکی ته راغلی انسان وو
تر اؤسه موږ موږ ته داسی سند چه دمنلو وړ وی پلاس ندی راغلی چه انسان د بزو دنسله دی ٠
هغه ورځ چه حرکت (موټر ) جوړ سو هر څه نن ځنی پيدا سوه ٠ د حرکت څه ماشين چوړسو ٠ دحرکت برق ، دمشين څه موټر ، دموټر څه طياره ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ سپيس شټل پوری
هو حيات تر انسان دمخه هم وو ٠ دامانا نه چه بزو څه دی ٠ که داسی وي ٠ د موږک سره هم مشابهتونه لرو
هو حيات ټوله مشابه دی ٠ لکه ټوله مشينان
خدای دی وکړی چه ورجی ډير او شګی ئی لږوي٠

حليمي


Ghairat
25.02.2004

دروند استاد حليمي صيب ، خوږو ملګرو او ګرانو لوستونکو خويندو ورونو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندې کوم او بيا داسې وړاند ينه (عر ض )کوم : د انسانانو ( مفرد يې سم نه دی) د تکامل د ماقبل انساني پړاو په ړه به ، چې زيات او کم ٤،٥ (څلور نيم ) ميليونه کاله يې په لمن کې رانغښتي دي، تر ټولو ښه ښاغلی عتيق صيب هم معلومات وړاندې کړي او هم به ، که ضرورت او پوښتنې په کې موجودې وې، چې بايد هم موجودې وي، نور معلومات او ځوابونه وړاندې کړي . زونږ بحث د خدی په لورنه رغنده روان دی، زياتره اختلاف له ميتودولوژيکې اډانې څخه سر راپورته کوي . د ساري په توګه که يو [color=red:dd8cc11289]تاريخي[/color:dd8cc11289] واقعيت ( تاريخي دپيښ شوي په معنی او بس !) ، د بل وروستني تاريخي واقعيت سره پر تله کيږي، زياتره دويم فاکت د لومړي په خلاف کارول کيږي ، که څه هم هغه د لومړي سره تړاو لري او د هغه بشپړوونکی وي ، خو دغه بشپړوونکی اړخ له پامه غورځول کيږي . م ثلأ که زه ووايم چې اور او د اور کارول انسانانو لومړی کشف کړی او بيا وروسته يې اختراع کړی دی . ښيي دا راسره ټول ومني ، بي له دې چې تصور کړي د ور له کشف څخه وروسته چې د طبيعي پيښو لکه
په ځنګلونو کې دتندر د غورځيدلو په تيجه کې به ځنګل اور اخيسته، انسنانو اور وموند او ډېره موده ( څه چې تل) به يې ترې بيا کر اخيسته ، تر غه وخته پورې چې څو طبيعي پيښو ، طوفانونو او زلزلو په ترڅ کې له غرونو او يا نورو څايو څخه د ډبرو د رالويدلو او د نورو ډبرو سره د ټکر خوړلو په وخت يې د اور جرقې او سپرغۍ رامنځته کولې او په څينو ځايونو کې د اور ددلګيدلو سبب ګرځيدلې، او ددې پيښو د ليدلو په نتيجه کې
ا نسانانو وکړای شول د تيږو د ټکر، مښلو او سولولو او وروسته د برمه کولو پواسطه پخپله اور رامنځته کړي ، آيا د دغې اختراع تر وخته پورې انسانانو له اور څخه کار نه اخيسته، سره ددې چې کلونه کلونه مخکې يې اور کشف او موندلی و؟ که يې اور کارولو ، او حتی د دوی په غذايي سيستم کې يې بدن ته د پروتينونو په رسولو کې يې دومره ګټه رامنځته کړه چې چې د مغز او کوپړئ د انکشاف اوﻻ پراختيا سبب يې شوه، نو دا اور يې څنګه ژوندی ساته؟؟؟ طبعآ خس، لرګي او شاوخوا ځنګلونه ډير او نا محدوده وو، ځمکه ټوله شنه شنه، ځنګل ځنګل ،لرګي لرګي او خس خس وه ، نو په ا سانۍ سره به يې ولې نه راټولول او اور به يې پرې اقلا ولې ژوندی نه ساته ؟ اور خو نور د کار يوه مولده قوه شوه چې د غذا په چمتو کولواو ساتلو کې پرې نور صرف نظرهم نشو کيدای . د اور ساتنې له عذاب او سختې ربړې څخه انسانانو ايله هغه وخت نجات و ازادي تر ﻻسه کړه چې د اورلګول يې اختراع کړ، ټيک لکه پورته چې وويل شول . هو د اور له کشفول پرته ښايې انسانانو اور اختراع کړی هم نه وای، يا لږ تر لږه تر دغه وخته به يې پرې برﻻسی نه وای موندلی، نو د اور اختراع د اور د کشف يو بشپړاوی و او بس . يو بل، دلته فرعي ،خو د ميتودولوژي له نظره مهم ټکی دادی چې منطق هم هر څه دی او هم هرڅه نشي بلل کيدای .هر څه خو ځکه دی، چې بي له منطق څخه معرفت ، د عيني نړۍ پيژندل او حقيقت کشفول ګران دي او نږدې هيڅ امکان نه لري ، خو وګورئ له همدې کبله منطق نه هر څه بللی شو او نه لومړۍ درجه لري، بلکې هرڅه يا تر ټولو لومړی هدف او مرام معرفت دی، د عيني واقعيتونو ، موجوداتو، پيښو، بهيرونو ، بدلونونو او عيني نړۍ پيژندنه يا حقيقت درک کول دي، او منطق په کې ډيره اغيزمنه ﻻر او وسيله ده ، نه هدف ! ، نو که چيرې يوه پيښه تثبيت شي، تاريخي واقعيت يا تجربه شوی فاکت وي ،بيا نو د هغه يو منل شوی واقعيت وي او منطق ته اړ تيا نه لري، بلکېبرعکس منطق بايد دومره بشپړ او پياوړی شي چې د هغې درک او پوهيداممکنه کړي ، که نه منطق به خپل هدف ، دنده او ځواکمنتيا چې يواځې او يواځې حقيقت ته رسيدل او حقيقت درک کول دي له ﻻسه ورکړي .
٢ـ محترم حليمي صيب زياتوي چې :

[quote:dd8cc11289]او بل جنسی غريظی دعمل پوهه انسان سره نسته په طبيعت کی تر څو ور ونه ښول سی او يائی عمل په سترګو ووينی [/quote:dd8cc11289]

څه ؟ څه؟؟ حليمي صيب ، توبه توبه ، دا څه واياست ؟ هغه ځوان آدم عليه السلام اوپيغلې حوا بي بي چې آن په جنت کې د غنم دا نه وخوړه ، او په دې توګه ورسره لومړی شهواني غريظه او بله بيا غذايي غريظه (لوږه) پيدا شوه . په لومړۍ سره ترې د جنت جامې والوتې دواړه بربنډ شول او همدغې شهواني غريظې (شيطان) دواړو ته يو د بل جنسي الات وروپيژندل ، نو د دويمېغريظې په ګډون ره له جنت څخه وويستل شول، څو د ځمکې پر مخ هم خوراک او د موادو تبادله د محيط سره او هم د شهواني غريظې رفعې ته دوام ورکړي . هلته خو د حيواناتو جنسي تجربه او مشاهده موجوده نه وه، خو دوی ته صرف د غريظې په پيدايښت سره په بدن کې د جنسي محراقونو معرفت بيا حاصل و. ديته وايي شهواني انسټينکټ Instinct کوم چې پوهې او پوهونې ته هيڅ اړه نلري او ارثي او ړنده توګه د انسان په شمول يې هر حيوان لري . انسان له حيواناتو څخه حيواني عملونه نه [color=blue:dd8cc11289]زده کوي[/color:dd8cc11289]، بلکې انسان متاسفانه پخپله يو [color=red:dd8cc11289]حيوان[/color:dd8cc11289] دی . ولې خوشبختانه چې يو اجتماعي حيوان و دی او وي به، که نه انسان شوی به هم نه و.

٣ ـ تاسو ليکلي: [quote:dd8cc11289]اوبل انسان چه مځکی ته راغلی انسان وو [/quote:dd8cc11289]

لومړی خو په عقيدوي لحاظ خو صرف همدا خبره سمه او صحيح ده او د مسلمانانو په توګه پرې باور او عقيده لرو ، ولې له يوې خوا دلته پر عقيده او عقيدوي موضوع بحث نه دی، او له بلې خوا ستاسو ادعا چې ځمکې ته د له بل ځای څخه انسان راغلی دی، د ديني تفصيلاتو سر مطابقت نه خوري، ځکه دحضرت آدم (ع) د ژونددوره به د ځمکې پر مخ لس شل زره کاله پخوا، او يا به په نهايي شکل ديرش زره کاله له نن څخه وړاندې تيره شوې وي ، تر دې زياته يې هيڅ ديني عالم نه اټکلوي، خو زه به له تاسو سره په افراطي شکل آن ٠ څلوېښت زره څه چې پنځوس زره کاله هم ومنم ، ولي تاسو پخپله هم د کاربن د تخمين له مخې د لومړنيو انسانانو ژوند د ځمکې پر مخ 500000 کاله له نن څخه پخوا ګڼلی دی . [color=red:dd8cc11289]نو دا پاتې نور څلور سوه پنځوس زره کاله مخکې له آدم(ع) او حوا بي بي څخه د ځمکې پر مخ اوسيدونکي انسانان د چا او ﻻده وه، له ځای او کوم ستوري څخه ځمکې ته راغلي وو، او هغوی بيا څه شول ؟[/color:dd8cc11289] . د بل ستوري دغه ماډل انسانان پخپله بيا څنګه منځته راغلي وو، او آيا هغوی هم د کوم ډول حيوان څخه انکشاف موندلی و او که څنګه ؟
[color=blue:dd8cc11289]او که نه برعکس دغه پنځه سوه زره کلن زاړه اثار د هغه څلور نيم ميليونه کلن تکامل د پړاوو نو پورې کومه و روستۍ تړلې پوړۍ ده چې وړاندې په ګوته شوې او په ګراف کې هم ښودل شوې ده ؟ [/color:dd8cc11289]

دوهم ، سر بېره پردې، له آسمان څخه راغلي ميلمانه ولې دې زدکړې ته اړشي چې جنسي اړيکې هم له حيواناتو څخه تقليد کړي ؟ او په اصطلاح د حيواناتو شاګردي وکړي ؟

له دريمې خوا د ننني انسان DNA د بشري بيزو(دګوريلا يو ډول) دDNA په سلو کې د ٩٨،٥ پورې کټ مټ کاپي او ورسره يو شی تثبيت شوي دي ، د کائناتو خالق دې ته څه اړتيا لرله چې انسان ٩٨،٥ فيصده د ځمکنيو بشري بيزو ګانو سره کټ مټ يوشی جوړ کاندي او بيا يې صرف په دوه پښو ودروي او ساه په کې د عقل سره ور واچوي ، نعوذ بالله من هذا .
خو دغه ستر کټمټ والی پوهنې ته څه اجازه ورکوي چې آيا انسان له اسمان څخه ځمکې ته يو را مهاجر شوی ميلمه وبولي، او که د ځمکې خپل بچی ورته ووايي ؟ خوندور او په زړه پورې ، ايديال او ارماني شکل خو د اسمان بچيتوب، پر مځکه مهاجر ميلمه ، او واپس د خواږه خوب او خيال عقيدوي جنت ته ستنيدل دي، نه د يوې مورنۍ ځمکې په غيږ کې د ځمکې د بچي په توګه د احتياج، نياز او مايوسۍ په بې سرنوشته ، تصادفي او نامعلومه لنډ ژوند ککړې شپې !!! . والسلام. په مينه او درنښت.



ع کريم حليمي
27.02.2004

محترم غيرت صاحب ،عتيق صاحب او نورو درنو ملګرو سلام ٠او تاسو ټولو ته ښه خوشحالی د خدايه غواړم
غيرت صاحب بحث داسی روان دی ٠ چه تکيه ئی پر مذهب نده ٠ که بعضی موضعاتی پر مذهب تکيه وکړی ٠
نو تاريخ،منطق،عقل ، ٠٠٠٠٠٠ ته ځای نسته ٠ ښه به وي چه يوازی د فلسفئ، تاريخ ،سايينس له نقطه نظره
مطالعه کړو ٠ کوښښ وکړی ٠ چه سايينس نظر او دين سره ګډ نکړی ٠
غيرت صاحب زياتوي ٠ څه ؟ څه؟؟ حليمي صيب ، توبه توبه ، دا څه واياست ؟ هغه ځوان آدم عليه السلام اوپيغلې حوا بي بي چې آن په جنت کې د غنم دا نه وخوړه ، او په دې توګه ورسره لومړی شهواني غريظه او بله بيا غذايي غريظه (لوږه) پيدا شوه . په لومړۍ سره ترې د جنت جامې والوتې دواړه بربنډ شول او همدغې شهواني غريظې (شيطان) دواړو ته يو د بل جنسي الات وروپيژندل ، نو د دويمېغريظې په ګډون ره له جنت څخه وويستل شول،
محترم غيرت صاحب ! ادم هر څه خوړل ٠غنم يا غنم رقمه ته ئی اجازه نه درلوده ٠ په هر سورت
صحيح چه په غنم بالغ سوه ادم او حوا
شهوته هيځ وخت نسو ويلای چه INSTINCT دی ٠ ولی چه SOCIOLOGY ئی نه منی داخبره ٠ انسان هيڅ انستينکټ نه لری ٠ بيله يوه څه ٠ چه زبيښل دي٠
يوازی حيوانان INSTINCT لری ٠ انسان چه دنيا ته راسی په مرور د زمان د هر شئ احساس پيداکی ٠ لکه
خندا، خوابدئ،شهوت وغيره ٠ ستاسوخبری يا ليکنی ته سند نسی پيدا کولای
هو بيا هم تئکيد کوم چه انسان دشهوت احساس پيداکوی پسله ١٢ تر ١٥ کالو ترمنځ ٠ اما د عملي زدکړی ته ضرورت لری ٠
او بل داسی نده چه په پر مځکه تر ادم د مخه بل انسان وو ٠ هو ډير جيالوجستان دا وايی پر مځله څو قيامته
تير سوي دي ٠ تر اؤسه ئی نسم منلای ٠ سايينس صحيح سند نلری ٠
هغه عمر چه په اسلامی کتابوکی تعين سوی دی و ادم ته ايمان نه پر لرم ٠ يعنی منلای ئی نسم ٠ د co عمر پر صحيح دی ٠ او په هيځ سماوی کتاب کی هم د انسان د عمر تخمين نسته٠
نه سمه ويلای چه ولی خدای د انسان او د بزو DNA ډيره نيزدئ چوړه کړه ٠
غيرت صاحب لکلی ٠ له دريمې خوا د ننني انسان DNA د بشري بيزو(دګوريلا يو ډول) دDNA په سلو کې د ٩٨،٥ پورې کټ مټ کاپي او ورسره يو شی تثبيت شوي دي ، د کائناتو خالق دې ته څه اړتيا لرله چې انسان ٩٨،٥ فيصده د ځمکنيو بشري بيزو ګانو سره کټ مټ يوشی جوړ کاندي او بيا يې صرف په دوه پښو ودروي او ساه په کې د عقل سره ور واچوي ، نعوذ بالله من هذا
هيچا تر ننه صحيح جواب ندی پيدا کړی ٠
که ستاسو نه پوښتنه وسی چه ولی ټول نباتات مشابهت سره لری ٠ او ياپه يوه رقم اصولو شنه کيږی
خدای څه ضرورت درلو دي ؟
اول خدای علم جوړ کړئ ٠ اول دعلم خالق دی ٠په دغه خاطر چه يوازی ئی يو د بايالوجی علم جوړ کړی وو !
داګړئ خدای په امان
حليمي


Ghairat
27.02.2004

دروند او محترم ورور حليمي صيب او درنو لوستونکو ته سلام او درناوی کوم :
ډيره سمه او په زړه پورې بېلګه مو بيان کړې چې مو ليکلي:

[quote:b0149d6014="abdul karim"]
غيرت صاحب بحث داسی روان دی ٠ چه تکيه ئی پر مذهب نده ٠ که بعضی موضعاتی پر مذهب تکيه وکړی ٠
نو تاريخ،منطق،عقل ، ٠٠٠٠٠٠ ته ځای نسته ٠ ښه به وي چه يوازی د فلسفئ، تاريخ ،سايينس له نقطه نظره
مطالعه کړو ٠ کوښښ وکړی ٠ چه سايينس نظر او دين سره ګډ نکړی ٠[/quote:b0149d6014]
ډيره مننه حليمي صيب ، خو که مو پام ورته کړی وي، دلته هدف د يو ديني دليل راوړل نه ووو او نه دي، بلکې موخه مې داوه چې حتی د انسان د تاريخ په مذهبي انګيرنه او تصوير کې هم دغسې حقايق منعکس شوي، هلته ترې هم انکار نه دی شوی، خو د انعکاس اوانځور شکل يې علمي (ساينسي ) نه بلکې خړ پړ او حتی سرچپه وي .رښتياده چې ساينس مذهب ته د خپل غښتلتوب له پاره اړتيا نه لري او نه ترې مرسته غواړي، خو ځينې مذهبي حقايق ﻻ روښانه کولی شي ، چې د هغوي دنيوي او ځمکنۍ ريښه راسپړي ، له مذهبي ابهام يا مسټېفيکيشن (Mystification) يې راوباسي. يو بل مثال چې زياتره له ديني ملايانو څخه اوريدل کيږي، د هابيل او قابيل په قصه کې د خور او ورور ترمنځ نکاح روا او مروج وه، صرف د هغه خور او ورور سره چې هغوی به تر دوی مشران يا کشران وو او د دوی همزولي غبرګوني به نه وو. وايي چې ٢ غبرګوني اولادونه (يو هلک او يوه جينۍ) به د آدم (ع) سهار او دوه برګونې اولاد به يې ماښام دنيا ته راتلل او دسهار د جوړې غړوته د ماښام د جوړې خويندې ورونه په نکاح اخيستل . همدغه شکل په کمون اوليه کې هم وليدل شو چې خويندې ورونه يو د بل جنسي ګډون درلود لري .

[quote:b0149d6014="abdul karim"]محترم غيرت صاحب ،عتيق صاحب او نورو درنو ملګرو سلام ٠او تاسو ټولو ته ښه خوشحالی د خدايه غواړم
غيرت صاحب بحث داسی روان دی ٠ چه تکيه ئی پر مذهب نده ٠ که بعضی موضعاتی پر مذهب تکيه وکړی ٠
نو تاريخ،منطق،عقل ، ٠٠٠٠٠٠ ته ځای نسته ٠ ښه به وي چه يوازی د فلسفئ، تاريخ ،سايينس له نقطه نظره
مطالعه کړو ٠ کوښښ وکړی ٠ چه سايينس نظر او دين سره ګډ نکړی ٠
غيرت صاحب زياتوي ٠ څه ؟ څه؟؟ حليمي صيب ، توبه توبه ، دا څه واياست ؟ هغه ځوان آدم عليه السلام اوپيغلې حوا بي بي چې آن په جنت کې د غنم دا نه وخوړه ، او په دې توګه ورسره لومړی شهواني غريظه او بله بيا غذايي غريظه (لوږه) پيدا شوه . په لومړۍ سره ترې د جنت جامې والوتې دواړه بربنډ شول او همدغې شهواني غريظې (شيطان) دواړو ته يو د بل جنسي الات وروپيژندل ، نو د دويمېغريظې په ګډون ره له جنت څخه وويستل شول،
محترم غيرت صاحب ! ادم هر څه خوړل ٠غنم يا غنم رقمه ته ئی اجازه نه درلوده ٠ په هر سورت
صحيح چه په غنم بالغ سوه ادم او حوا
شهوته هيځ وخت نسو ويلای چه INSTINCT دی ٠ ولی چه SOCIOLOGY ئی نه منی داخبره ٠ انسان هيڅ انستينکټ نه لری ٠ بيله يوه څه ٠ چه زبيښل دي٠
يوازی حيوانان INSTINCT لری ٠ انسان چه دنيا ته راسی په مرور د زمان د هر شئ احساس پيداکی ٠ لکه
خندا، خوابدئ،شهوت وغيره ٠ ستاسوخبری يا ليکنی ته سند نسی پيدا کولای
هو بيا هم تئکيد کوم چه انسان دشهوت احساس پيداکوی پسله ١٢ تر ١٥ کالو ترمنځ ٠ اما د عملي زدکړی ته ضرورت لری ٠
او بل داسی نده چه په پر مځکه تر ادم د مخه بل انسان وو ٠ هو ډير جيالوجستان دا وايی پر مځله څو قيامته
تير سوي دي ٠ تر اؤسه ئی نسم منلای ٠ سايينس صحيح سند نلری ٠
هغه عمر چه په اسلامی کتابوکی تعين سوی دی و ادم ته ايمان نه پر لرم ٠ يعنی منلای ئی نسم ٠ د co عمر پر صحيح دی ٠ او په هيځ سماوی کتاب کی هم د انسان د عمر تخمين نسته٠
نه سمه ويلای چه ولی خدای د انسان او د بزو DNA ډيره نيزدئ چوړه کړه ٠
غيرت صاحب لکلی ٠ له دريمې خوا د ننني انسان DNA د بشري بيزو(دګوريلا يو ډول) دDNA په سلو کې د ٩٨،٥ پورې کټ مټ کاپي او ورسره يو شی تثبيت شوي دي ، د کائناتو خالق دې ته څه اړتيا لرله چې انسان ٩٨،٥ فيصده د ځمکنيو بشري بيزو ګانو سره کټ مټ يوشی جوړ کاندي او بيا يې صرف په دوه پښو ودروي او ساه په کې د عقل سره ور واچوي ، نعوذ بالله من هذا
هيچا تر ننه صحيح جواب ندی پيدا کړی ٠
که ستاسو نه پوښتنه وسی چه ولی ټول نباتات مشابهت سره لری ٠ او ياپه يوه رقم اصولو شنه کيږی
خدای څه ضرورت درلو دي ؟
اول خدای علم جوړ کړئ ٠ اول دعلم خالق دی ٠په دغه خاطر چه يوازی ئی يو د بايالوجی علم جوړ کړی وو !
داګړئ خدای په امان
حليمي[/quote:b0149d6014]


Ghairat
27.02.2004

دروند او محترم ورور حليمي صيب او درنو لوستونکو ته سلام او درناوی کوم :
ډيره سمه او په زړه پورې بېلګه مو بيان کړې چې مو ليکلي:

[quote:03ef228ae3="abdul karim"]
غيرت صاحب بحث داسی روان دی ٠ چه تکيه ئی پر مذهب نده ٠ که بعضی موضعاتی پر مذهب تکيه وکړی ٠
نو تاريخ،منطق،عقل ، ٠٠٠٠٠٠ ته ځای نسته ٠ ښه به وي چه يوازی د فلسفئ، تاريخ ،سايينس له نقطه نظره
مطالعه کړو ٠ کوښښ وکړی ٠ چه سايينس نظر او دين سره ګډ نکړی ٠[/quote:03ef228ae3]
ډيره مننه حليمي صيب ، خو که مو پام ورته کړی وي، دلته هدف د يو ديني دليل راوړل نه ووو او نه دي، بلکې موخه مې داوه چې حتی د انسان د تاريخ په مذهبي انګيرنه او تصوير کې هم دغسې حقايق منعکس شوي، هلته ترې هم انکار نه دی شوی، خو د انعکاس اوانځور شکل يې علمي (ساينسي ) نه بلکې خړ پړ او حتی سرچپه وي .رښتياده چې ساينس مذهب ته د خپل غښتلتوب له پاره اړتيا نه لري او نه ترې مرسته غواړي، خو ځينې مذهبي حقايق ﻻ روښانه کولی شي ، چې د هغوي دنيوي او ځمکنۍ ريښه راسپړي ، له مذهبي ابهام يا مسټېفيکيشن (Mystification) يې راوباسي. يو بل مثال چې زياتره له ديني ملايانو څخه اوريدل کيږي، د هابيل او قابيل په قصه کې د خور او ورور (د آدم (ع) د زمنو او لوڼو ) ترمنځ نکاح روا او مروج وه، صرف د هغه خور او ورور سره چې هغوی به تر دوی مشران يا کشران وو او د دوی همزولي غبرګوني به نه وو. همدغه شکل په کمون اوليه کې هم وليدل شو چې خويندې ورونوبه يو د بل سره جنسي ګډون درلود . هلته ورته يو او دلته ورته بل سبب علت ښودل شوی او هلته ورته بياهم نکاح ويل شوې او دلته ورته بي نکاح پولوګامي ويل شوې ده . يو مدني، مقدس مذهبي شکل بلل کيږي او بل د کټ مټ همدغې يوې اوعين پېښې وحشيانه نوم دی .ولې د ډيرې خواشينۍ خبره داده چې تاريخ پوهنه دغه وحشت تثبيت او ثابتولی شي، خود کوروالي هغه لوړ انساني مذهبي کلتور نشي په ګوته کولای . په دې کې شک نشته چې عالمان او لرغونپوهان له څېلمې دا زيار باسي چې اديانو بيان کړی شکل ثبوت کاندي، ځکه انسان پر هغه بنسټ له پيل څخه د لوړ کلتور لرونکی ثابتيږي،او بيا د بلی دنيا د ابدي ژوند خاوند کيږي پرې هم، نو ولې او څنګه به دا آرمان نه لري چې د حضرت آدم (ع) څخه تر نوح (ع) پورې مذهبي تاريخ روښانه او ثبوت کړي.
[quote:03ef228ae3](( ادم هر څه خوړل ٠غنم يا غنم رقمه ته ئی اجازه نه درلوده ٠ په هر صورت صحيح ده چې ادم او حواپه غنم بالغ سوۀ)) [/quote:03ef228ae3]
دلته رښتيا هم د غنم دانې د خوراک له مادي او انرژيکي حاصل او پايلو څخه بريښي چې يواځې د غنمو بوټی يوه مادي ميوه لرله چې په بدن کې د مادي تغيراتو سبب وګرځيده، په داسې حال کې چې نوروجنتي ميوو صرف خوند بوی رنګ درلود او مادي کوم بدلون اويا موادو تبادله يې منځته نه راوړله . هرچاته معلومه ده چې د شيانو رنګ بوی او خوند صرف زمونږ ذهني کيفيتونه دي ، زمونږ د حسي ارګا نو پورې اړه لري او په عيني نړۍ کې وجود نه لري ، خو د بهرنيو اغيزو پوسيله راپاريږي . ولې په ر صورت دلته سمه، پر ځای او ضروري خبره همدغه دحليمي صيب غوره خبره ده چې له علم او ساينس ، منطق او فلسفې څخه به د ځينو حساسو مذهبي موضوعاتو خواته نځو او سره نه به يي ډوو.
[quote:03ef228ae3]انسان هيڅ انستينکټ نه لری ٠ بيله يوه څه ٠ چه زبيښل دي٠ يوازی حيوانان INSTINCT لری ٠[/quote:03ef228ae3] دا انسان چې د علم له مخې يې د څلور نيم ميليونه کالو تکامل په ترڅ کې له حيوانيت څخه د انسنيت پوړۍ ته ځان رارسولی دی، ښايې بيا هم ابايي انسټينکټ په ډير کمځواکه او لږ شمير سره ولري چې په ژوند کې يې نور څه خاص رول نه لوبوي ، ولې د بدن د ژوندي ارګانيزم په موزيم کي يې اوس هم د لرغونيت د آثارو او نښو نښانو په توګه ليدل کيږي .....[quote:03ef228ae3]
دco عمر پر صحيح دی ٠ او په هيځ سماوی کتاب کی هم د انسان د عمر تخمين نسته٠ [/quote:03ef228ae3]
د Co له مخې د انسان د ژوند په معلومولو کې بايد روښانه شي چې 500000 کاله مخکې ننني انسان په بشپړه توګه موجود و، او که د بدن د ځينو ځينو برخو د تکامل هغه سويه ښيي چې هغه غړي يي نن هم لري .
په وروستي صورت کې بيا هم هغه ته بشپړ انسان نشو ويلای، بلکې د خپل
تکامل په ماقبل انساني پوړيو کې هغه د نن ورځې يو شمير بشپړې برخې د بدن ﻻ مخکې هم ننني سطحې ته رسيدلې وې خو ټول غړي او د هغوی نننی انسجام او کمبينيشن يې نه و جوړ شوی . او که لومړی صورت وي، نو دا صرف دومره ثابتوي چې دغه موندنه ډيره لرغونې نه ده او صرف په نوموړي تکامل کې د انسانې مرحلې پيل په ګوته کوي . بايد د مخکينيو پړاوونو موندل شوي هډوکي هم د Co د طريقې له مخې ازمويل شوي وي يا و ازمويل شي ، څو دماقبل انساني مرحلي ثبوت ترې هم تر ﻻسه شوی وي . د CO د طريقې په اړه تاسو کوم معلومات دلته نه دی وړاندې کړی ، څو زما پر شمول نور لوستونکې هم دهغې د اعتبار ، ظرفيت او علمي
ا صالت په اړه څه تصور دځان سره پيدا کړي .

[quote:03ef228ae3]که ستاسو نه پوښتنه وسی چه ولی ټول نباتات مشابهت سره لری ٠ او ياپه يوه رقم اصولو شنه کيږی
خدای څه ضرورت درلو دي ؟ [/quote:03ef228ae3]
په نباتاتو کې يې ﻻ تر اوسه داسې بوټی نه دی پيدا کړی چې څوک يې د نورو بوټو سره په مشابهت يا نباتي
کټ مټ توب ( نباتيت) منکر شي ، سره ددې چې (٨،٥٠ ٩٪ ) نبات پاتې وي او بيا هم يې څوک نه نبات وبولي او نه له نباتي نوع څخه پيداشوی بوټی ورته ووايي . البته که يو ډول نبات شعور او انساني ژوند ته رسېدلی وای، ځان پر نورو نباتاتو ، چې دده د ﻻس ﻻندې دي او شعور نه لري، باندې د لوړ ښودلو له پاره به يې همدغه کار کړی وای، ځان به يې اسماني او نور نباتات به يې ځمکني بلل ، په دې کې هيڅ شک نشته . اياهغه وخت به د خپلمنځي حاکميت ، ادارې اود نورو د مشرتابه د جوړيدو له پاره به دوی هم د آسماني نظام يا اديانود ضرورت مسئله د اجتماعي عدالت په موخه عملأ نه وای مطرح کړی ؟؟؟
يوه فيلسوف د تير تاريخ په اوږدو کې د اديانو د منځته راتللو اړينتيا او ضرورت داسې په ګوته کړی دی :
نعوذ بالله، [color=blue:03ef228ae3](( که چيرې خدای تعالی موجود هم نه وای ، نومونږ انسانانو به بيا هم د هغه موجوديت [/color:03ef228ae3]
[color=yellow:03ef228ae3]حتمأ اختراع [/color:03ef228ae3][color=blue:03ef228ae3]کړی ؤ. [/color:03ef228ae3]))
په مينه او درناوي .



ع کريم حليمي
28.02.2004

محترم غيرت صاحب او درنو لوستونکو سلام ! خدای مو جوړ او ارام لره ٠
Co 14 يوه کيمياوي ماده (atom ) چه هر شئ بنا پر اټومودی يعنی اټومونه سره يوځايکيږئ يو غټ شئ ځندی جوړيږی ٠ کاربون په 6 اټومه کی پيدا کيږئ او نيم عمر ئی 5700 کاله دی يعنی په هغه ورځ چه دی پيداسی او بيا
لمنځه ځی ټوټل عمر ئی 6400 کاله دی چه کيمياپوهان ئی د په نيم عمر ياده وي ٠ هغه ډير عمر چه لری ٠
د Co 12 او Co 14 په نامه نوميږی ٠ د انسان په بدن داسی اټومونه سته ٠ نومونه او عمرونه ئی په لاندی ډول دی
ارانيوم ٢٣٥چه نيم عمر ئی ٧٠٤ميليونه کاله دی (URANIUM_235 )
ارانيوم ٢٣٨ چه نيم عمر ئی ٤ اشاريه ٥ بلينه کاله دی
توريون ٢٣٢ چه نيم عمر ئی ١٤ بليونه کاله دی (THORIUM_232 )
پوتاسيم 40 زهری دی (radioactive)ژوند ئی ١ اشاريه ٣ نليونه کاله دی
هر وخط چه ارکيالوجست تر مځکی لاندی د انسان لاښ پيداکی ٠ د بدن ځه ئی يو څو حجرئ پرئ کړی او تر يوقسم تجربئ ﻻندی ئی ونيسی نو ئی عمر دپيدايښت ور معلوم سی ٠ غواړم چه خپلو وړونو ته د ټولی عمليئ تشرحه
وليکم اما راته مشکله ده ٠ لنډه ئی دا چه د دغو موادو څه د انسان عمر ور معلوميږی ٠
نور نو زه هم عميق معلومات نلرم ٠ داګړئ خدای په امان
حليمي
As soon as a living organism dies, it stops taking in new carbon. The ratio of carbon-12 to carbon-14 at the moment of death is the same as every other living thing, but the carbon-14 decays and is not replaced. The carbon-14 decays with its half-life of 5,700 years, while the amount of carbon-12 remains constant in the sample. By looking at the ratio of carbon-12 to carbon-14 in the sample and comparing it to the ratio in a living organism, it is possible to determine the age of a formerly living thing fairly precisely.
where ln is the natural logarithm, Nf/No is the percent of carbon-14 in the sample compared to the amount in living tissue, and t1/2 is the half-life of carbon-14 (5,700 years).

So, if you had a fossil that had 10 percent carbon-14 compared to a living sample, then that fossil would be:
Because the half-life of carbon-14 is 5,700 years, it is only reliable for dating objects up to about 60,000 years old. However, the principle of carbon-14 dating applies to other isotopes as well. Potassium-40 is another radioactive element naturally found in your body and has a half-life of 1.3 billion years. Other useful radioisotopes for radioactive dating include Uranium -235 (half-life = 704 million years), Uranium -238 (half-life = 4.5 billion years), Thorium-232 (half-life = 14 billion years) and Rubidium-87 (half-life = 49 billion years).

The use of various radioisotopes allows the dating of biological and geological samples with a high degree of accuracy. However, radioisotope dating may not work so well in the future. Anything that dies after the 1940s, when Nuclear bombs, nuclear reactors and open-air nuclear tests started changing things, will be harder to date precisely.


هوښياري خبري

(( ښه ))
28.02.2004

ګرانو دوستانو او د هوښيارو خبرو ښاغلو ګډونوالو زما سلامونه او نيکي هيلي ومنۍ ، هيله من يم چي ټوله لوستونکي او د دي بحث ليکونکي د خوشاليو څخه ډک ژوند ولري .
ګرانو ورو ڼو ،ماته په دي ورستيو کي په پښتو ژبه ليکل سوۍ د(( لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري )) په نوم يو ارزښتمن کتاب لاس ته راغۍ او د دي علمي اثر په يوه برخه کي د لرغونو اثارو د تاريخ ټاکنو په اړه په زړه پوري او تفصيلي مطالب لري که ګران لوستونکي نوموړۍ اثر ولولي ښايې چي د زياتو مطالبو په حل کي مرسته وکړي .ګرانو دوستانو زه به هڅه وکړم چي په نږدي راتلونکي کي د دي اثر ځني اړيني برخي را نقل کړم :تر بيا ليکلو ؛
عمر مو ډير او قلم مو تيز اوسه


Ghairat
29.02.2004

[quote:bc4efd05c7="abdul karim"]محترم غيرت صاحب او درنو لوستونکو سلام ! خدای مو جوړ او ارام لره ٠
Co 14 يوه کيمياوي ماده (atom ) چه هر شئ بنا پر اټومودی يعنی اټومونه سره يوځايکيږئ يو غټ شئ ځندی جوړيږی ٠ کاربون په 6 اټومه کی پيدا کيږئ او نيم عمر ئی 5700 کاله دی يعنی په هغه ورځ چه دی پيداسی او بيا
لمنځه ځی ټوټل عمر ئی 6400 کاله دی چه کيمياپوهان ئی د په نيم عمر ياده وي ٠ هغه ډير عمر چه لری ٠
د Co 12 او Co 14 په نامه نوميږی ٠ د انسان په بدن داسی اټومونه سته ٠ نومونه او عمرونه ئی په لاندی ډول دی
ارانيوم ٢٣٥چه نيم عمر ئی ٧٠٤ميليونه کاله دی (URANIUM_235 )
ارانيوم ٢٣٨ چه نيم عمر ئی ٤ اشاريه ٥ بلينه کاله دی
توريون ٢٣٢ چه نيم عمر ئی ١٤ بليونه کاله دی (THORIUM_232 )
پوتاسيم 40 زهری دی (radioactive)ژوند ئی ١ اشاريه ٣ نليونه کاله دی
هر وخط چه ارکيالوجست تر مځکی لاندی د انسان لاښ پيداکی ٠ د بدن ځه ئی يو څو حجرئ پرئ کړی او تر يوقسم تجربئ ﻻندی ئی ونيسی نو ئی عمر دپيدايښت ور معلوم سی ٠ غواړم چه خپلو وړونو ته د ټولی عمليئ تشرحه
وليکم اما راته مشکله ده ٠ لنډه ئی دا چه د دغو موادو څه د انسان عمر ور معلوميږی ٠
نور نو زه هم عميق معلومات نلرم ٠ داګړئ خدای په امان
حليمي
.[/quote:bc4efd05c7]

حليمي صيب ډيره مننۀ ستاسو له زيار څخه، له سلام او درناوي څخه وروسته زياتوم چې:
دغه ميتود د يو موندل شوي او بيا پيژندل شوي غړي د عمر او لرغونتوب معلومولو لپاره تر نورو دقيقه ميتود بريښي . خو د غړي د پيژندلو په برخه کې څه نشي ويلی ، نو په دې اړه هم څه نشي ويلای، انساني او ماقبل انساني دوره څنګه تاريخي تړاو سره لري . هغه څه چې تر اوسه ويل شوي او تاريخي ثبوت لري ، داسې رالنډوو او دغه بحث تړو، څو بيرته د انسن د ماهيت اصلي سوال ته وکرڅو:
١ـ لرغونپوهنې او نورو بيلابيلو علومومو په ګډه ثابته کړې چې لومړی ماقبل انسانان د افريقايي بيزو ګانو
د څلورنيم ميليون کلن تکامل په نتيجه کې پر انسانانو بدل شوي دي اوتر يوه وخته پورې يې خپل
ګډ ګله ييزژوند ساتلی ؤ.
٢ ــ لومړۍ انساني ټولنه هغه وخت منځته راغله چې دوی له ګلو څخه بېل او په وړو وړو واحداتو باندې چې ګنۍ يا طايفه يې ورته ويله د وينې د ګډون پر بنسټ وويشل شول ، هرې ګنۍ به د ٢٥ يا ٣٠ نارينه و ښځينه انسانانو پورې غړي لرل . ګلۍ، خيلونو او قبايلو د ټولنې د لومړي تاريخي فورماسيون په غيږ کې چې Gentilsocity يا کمون اوليه ورته وايي، پرختيا موندلې ده .قومونه د کمون اوليه پهوروستيو پړاوونو کې د قبايلوله ګډون څخه منځته راغلي او د فيوډالي ټولنې تر پايه يې غمر غزېدلی دی. کورنۍ هم د کمون اوليه په وروستۍ برخه کې د خصوصي ملکيت سره ﻻس په ﻻس مځته راغلې ، په برده دارۍ او فيډاليزم کې يې پراختيا موندلې او په سرمايدارۍ کې په واړه اود غړو د شمير له مخې په محدود شکل اوښتې ده . تاريخ تر اوسه پورې څلور ( او نه پنځه) تاريخي فورماسينونه يېژني، چې له کمون اوليهڅخه وروسته د برده دارۍ، فيوډاليزم او سرمايه دارۍ په نامه رامنځته شوي او دوه وروستي يې ﻻ اوس هم دوام لري. د سوسياليزم په نامه د يوه تا ريخي فورماسيون خيالي طرحه د شرقي بلاک هيوادونو تجربې ته وړاندې کړې وه خو د تاريخ په تشه ( کنده) بدله شوه. نو سوسياليزم يا کمونيزم له تاريخي فورماسينونو څخه نه شميرل کيږي.
٣ــ دانساني ټولنې د تاريخي پرمختګ اينجن او محرک ځواک د مولده ځواکونو بشپړتيا او پرمختګ او د هغوی سره د توليدي مناسباتو سمون خوړل او سازش کول دي.
راځئ چې دابحث پر همدې ځای وتړو او د انسان د ماهيت په اړه ترې د څواکمن صيب د سوال د څوابولو له پاره
هغه مناسبات را ولټوو چې مخکې په بحث کې مطرح شوي وو . په مينه مينه ، درنښت او سلامونو .
ــ


Ghairat
29.02.2004

[quote:f1de793790="abdul karim"]محترم غيرت صاحب او درنو لوستونکو سلام ! خدای مو جوړ او ارام لره ٠
Co 14 يوه کيمياوي ماده (atom ) چه هر شئ بنا پر اټومودی يعنی اټومونه سره يوځايکيږئ يو غټ شئ ځندی جوړيږی ٠ کاربون په 6 اټومه کی پيدا کيږئ او نيم عمر ئی 5700 کاله دی يعنی په هغه ورځ چه دی پيداسی او بيا
لمنځه ځی ټوټل عمر ئی 6400 کاله دی چه کيمياپوهان ئی د په نيم عمر ياده وي ٠ هغه ډير عمر چه لری ٠
د Co 12 او Co 14 په نامه نوميږی ٠ د انسان په بدن داسی اټومونه سته ٠ نومونه او عمرونه ئی په لاندی ډول دی
ارانيوم ٢٣٥چه نيم عمر ئی ٧٠٤ميليونه کاله دی (URANIUM_235 )
ارانيوم ٢٣٨ چه نيم عمر ئی ٤ اشاريه ٥ بلينه کاله دی
توريون ٢٣٢ چه نيم عمر ئی ١٤ بليونه کاله دی (THORIUM_232 )
پوتاسيم 40 زهری دی (radioactive)ژوند ئی ١ اشاريه ٣ نليونه کاله دی
هر وخط چه ارکيالوجست تر مځکی لاندی د انسان لاښ پيداکی ٠ د بدن ځه ئی يو څو حجرئ پرئ کړی او تر يوقسم تجربئ ﻻندی ئی ونيسی نو ئی عمر دپيدايښت ور معلوم سی ٠ غواړم چه خپلو وړونو ته د ټولی عمليئ تشرحه
وليکم اما راته مشکله ده ٠ لنډه ئی دا چه د دغو موادو څه د انسان عمر ور معلوميږی ٠
نور نو زه هم عميق معلومات نلرم ٠ داګړئ خدای په امان
حليمي
.[/quote:f1de793790]
[color=yellow:f1de793790]
حليمي صيب ډيره مننۀ ستاسو له زيار څخه، له سلام او درناوي څخه وروسته زياتوم چې:
دغه ميتود د يو موندل شوي او بيا پيژندل شوي غړي د عمر او لرغونتوب معلومولو لپاره تر نورو دقيقه ميتود بريښي . خو د غړي د پيژندلو په برخه کې څه نشي ويلی ، نو په دې اړه هم څه نشي ويلای، انساني او ماقبل انساني دوره څنګه تاريخي تړاو سره لري . هغه څه چې تر اوسه ويل شوي او تاريخي ثبوت لري ، داسې رالنډوو او دغه بحث تړو، څو بيرته د انسن د ماهيت اصلي سوال ته وکرڅو:
١ـ لرغونپوهنې او نورو بيلابيلو علومومو په ګډه ثابته کړې چې لومړی ماقبل انسانان د افريقايي بيزو ګانو
د څلورنيم ميليون کلن تکامل په نتيجه کې پر انسانانو بدل شوي دي اوتر يوه وخته پورې يې خپل
ګډ ګله ييزژوند ساتلی ؤ.
٢ ــ لومړۍ انساني ټولنه هغه وخت منځته راغله چې دوی له ګلو څخه بېل او په وړو وړو واحداتو باندې چې ګنۍ يا طايفه يې ورته ويله د وينې د ګډون پر بنسټ وويشل شول ، هرې ګنۍ به د ٢٥ يا ٣٠ نارينه و ښځينه انسانانو پورې غړي لرل . ګلۍ، خيلونو او قبايلو د ټولنې د لومړي تاريخي فورماسيون په غيږ کې چې Gentilsocity يا کمون اوليه ورته وايي، پرختيا موندلې ده .قومونه د کمون اوليه پهوروستيو پړاوونو کې د قبايلوله ګډون څخه منځته راغلي او د فيوډالي ټولنې تر پايه يې غمر غزېدلی دی. کورنۍ هم د کمون اوليه په وروستۍ برخه کې د خصوصي ملکيت سره ﻻس په ﻻس مځته راغلې ، په برده دارۍ او فيډاليزم کې يې پراختيا موندلې او په سرمايدارۍ کې په واړه اود غړو د شمير له مخې په محدود شکل اوښتې ده . تاريخ تر اوسه پورې څلور ( او نه پنځه) تاريخي فورماسينونه يېژني، چې له کمون اوليهڅخه وروسته د برده دارۍ، فيوډاليزم او سرمايه دارۍ په نامه رامنځته شوي او دوه وروستي يې ﻻ اوس هم دوام لري. د سوسياليزم په نامه د يوه تا ريخي فورماسيون خيالي طرحه د شرقي بلاک هيوادونو تجربې ته وړاندې کړې وه خو د تاريخ په تشه ( کنده) بدله شوه. نو سوسياليزم يا کمونيزم له تاريخي فورماسينونو څخه نه شميرل کيږي.
٣ــ دانساني ټولنې د تاريخي پرمختګ اينجن او محرک ځواک د مولده ځواکونو بشپړتيا او پرمختګ او د هغوی سره د توليدي مناسباتو سمون خوړل او سازش کول دي.
راځئ چې دابحث پر همدې ځای وتړو او د انسان د ماهيت په اړه ترې د څواکمن صيب د سوال د څوابولو له پاره
هغه مناسبات را ولټوو چې مخکې په بحث کې مطرح شوي وو . په مينه مينه ، درنښت او سلامونو .
ــ [/color:f1de793790]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more