ټولنه او ټولنپوهنه
هوښيارې خبرې
نقاد
15.12.2003
[color=blue:167a8a77ea][b:167a8a77ea]دانسان د طبيعت په هکله [/b:167a8a77ea][/color:167a8a77ea]:
کنفوسيوس:
١ ـ ملغلرې له مږلو او انسان له زيار او کوښښه پرته بشپړ تيا ته نه رسيږي .
٢ ـ انسانان د طبيعت له مخې سره قابو يوشی دي، خو د هغوی خوی او عادتونه يې تر منځ توپير اوواټن زياتوي .
هيراکليت :
ـ هر سړی کولی شي چې خپل ځان وپيژني او هوښيار و اوسي ـ
ـ د انسان کرکټر د هغه سرنوشت ورټاکي .
فيثاغورث:
ـ په نړۍ کې د هرشي د ارزښت ټاکونکی او مقياس انسان دی .
ديموکريت (ديموقريت):
ـ انسان ټوله نړۍ ده، خو په وړو ابعادو کې .
ـ انسان له طبيعت او سرنوشت څخه څومره ډير شکايت کوي ، حال داچې دده سرنوشت په عادي توګه
يواځې دده د خپل کرکټر، غوښتنو ، تيروتنو او نيمګړتياو نتيجه ده او بس .
سقراطـ:
ـ تاته ستا سفرونه هيڅ ګټه نلري ، تر څو پورې چې ته په هر ځای کې له خپل ځان څخه تاو يې.
افلاطون (پلاتون):
ـ انسان د طبيعي موجود په توګه د بدن پورې ښکيل او تړلی دی ، خو د اندوال موجود په توګه د وزروخاوند دی او الوتلی شي.
ـ ځان پخپله و پيژنه !
= انسان نه يو ژوی دی او نه يو ملائک ، خو بد مرغي داده چې څوک ترې ملايکه جوړول غواړي ، خو يو حيوان ترې جوړ کاندي.
ـ تير وتنه د انسان سره مل ده .
ارستو :
انسان هغه اصل دی چې د نوي واقعيت د رامنځته کولو امکانات لري .
ﻻوتسې :
بل پيژندل يو حکمت دی ، خو ځان پيژندل د وحې سره بربر دي .
18.12.2003
پاڅونوال صاحب چارې مو ښې او سلامونه مې ونئ !
ښه سکالو مو طرحه کړې ده چې افغانان ، په تيره بياپښتانه ورسره اموخته نه دي ، څو اشنايي ورسره ومومي او د ژور اندښت يا سوچ خوږه مزه وڅښي ، ځکه دداسې فلسفي مقولو شاته ستر بحثونه او ډيرې خبرې
پرتې وي . زه هم ستاسو په خوښه دلته د ساري په توګه د انسان د ماهيت په اړه د يوه فيلسوف يوه جمله ليکم او کوښښ کوم چې يو څه يې روښانه کړم :
[color=blue:8cffd23bfa]((د انسان اصل او ماهيت د هغه د ټولنيزو مناسباتو ټولګه ده )). [/color:8cffd23bfa]
١ ـ په دې مقوله کې انسان يو ټولنيز موجود ګڼل شوی ، ډير حيوانات هم ګډ ژوند لري خو ټولنيز ژوند يواځې انسان لري. د انسان اجتماعيت د نورو ژويو په څېر يواځې يوه ثابته طبيعي ځليزه ( پديده) نه، بلکې د هغه طبيعي ګډون يا حيواني اجتماعيت انساني ګډون يا تاريخ اجتماعيت ته اووښتی او حيواني په انساني ګډون ا و ټولنه کې منحل او د انسانيت په لوړه کچه بدل شوی دی .
٢ ـ دغسې اجتماعيت يا انساني ټولنه د انسان د فعاليت ، خلاقيت او تخليق نتيجه ده او برعکس انسان د همدغې ټولنې محصول هم دی . يعنې انسان د انساني ټولنې هم خالق دی او هم مخلوق او هر فرد يې د ټولنې سره سه په خلا قانه اوفعالانه اړوند تړلی دی .
٣ ـ د نوموړي خلاقانه او فعالانه اړوند له کبله انسان او انساني ټولنه تاريخي خصلت لري، او له دغه بهير څخه بهر نه دی .
٤ـ اوس نو پوښتنه داده ، هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي ؟ په دې کې بايد په ګډه سره له اندښت نه کار واخلو او ځواب يې را ومومو ! بريالي اوسئ !
ع کريم حليمي
28.01.2004
سلام !
په هر هغه کار،کلام کی چې ئی تاوان کړی وی دوهم واری ئی ونه کړی٠ او هم خپل دتاوان علت ليکلی ونوی راتلونکو انسانانوته دتجربی په ډول ورپريږدی ٠ که هرټولنه وخپلو اولادته په رشتيا ډول خپلی خطاوی ونه ليکی راتلونکی نسل به ئی بيا هم احمق پاته سی (دغه عمل ئی ماهيت ورټاکی اولوړه وی )
حليمي
ع کريم حليمي
28.01.2004
وطنوالو سلامونه می ومنی
زه داسی فکرکوم ٠ اول چورتونه په سرکی . دغه په خبرو تبديلی سی ٠ دغه خبری په عمل تبديل٠
عمل دی سرنوشت سو٠ (بدفکرونه په سر کی مه ساتی سرنوشت به مو نه بديږی)
ايامعقوله ده ؟
حليمي
نقاد
01.02.2004
[quote:fcd25467ec="abdul karim"]سلام !
په هر هغه کار،کلام کی چې ئی تاوان کړی وی دوهم واری ئی ونه کړی٠ او هم خپل دتاوان علت ليکلی ونوی راتلونکو انسانانوته دتجربی په ډول ورپريږدی ٠ که هرټولنه وخپلو اولادته په رشتيا ډول خپلی خطاوی ونه ليکی راتلونکی نسل به ئی بيا هم احمق پاته سی (دغه عمل ئی ماهيت ورټاکی اولوړه وی )
حليمي[/quote:fcd25467ec]
حليمي صاحب سلام او په اند و رکت شه !ستاسو دا جمله ډيره پراختيا او د معنی وسعت لري :
[quote:fcd25467ec]که هرټولنه وخپلو اولادته په رشتيا ډول خپلی خطاوی ونه ليکی راتلونکی نسل به ئی بيا هم احمق پاته سی (دغه عمل ئی ماهيت ورټاکی اولوړه وی [/quote:fcd25467ec]
ځکه دا غوښتنه د ماهيت سره تړلې ده چې انسان يو اندوال موجود او مجبور دی چې د خپل اجتماعي پرکتيک د پياوړتيا له پاره د هغې نيمګړتياوې کشف او اصلاح کاندي او د تکامل اوبشپړتياﻻره ونيسي ، چې له يوه نسل څخه بل ته پير په پير او پړاو په پړاو پر مختګ کوي . هر نوی نسل د پاخه نسل ﻻسته راوړنې خپلوي او خپلې نوی ﻻسته راوړنې پرې علاوه کوي . طبيعي ده چې د تير نسل نيمګړتياوې هم له منځه وړي ، نو بايد چې هغه و پيژني او تکراريې نکړي . له دې څخه دا نتيجه اخلو چې د اسان د ژوندانه هدف په دنيا کې همدغه تکامل او بشپړتيا يا پر مختګ دی او د آخرت له پاره د الله (ج) رضأ ده اوبس . زما په اند دغه دنيوي خير او ديني يا اخروي خير سره تړلي هم دي ، که چيري دخير د ﻻرې پر ځای د شر او فساد څخه په دنيا کې کار وانه خيستل شي . والسلام .
هو ښياري خبري
(( ښه ))
02.02.2004
درنو وروڼو پاڅونوال صاحيب ، ځواکمن صاحيب او حليمي صاحيب لو مړۍ مي سلامونه ومنۍ او بيا غواړم ستاسو سره د هوښيارو خبرو په لړۍ کي لوستونکۍ او کله ناکله ليکونکۍ سم .
ځواکمن صاحيب خبره د انسان ماهيت ته درولی وه او حليمي صاحيب بيا د تيروتنو لوري ته پام اړولۍ وو او پاڅونوال صاحيب د تيروتنو پر خوا رڼا اچولی وه ، خو زه غواړم بيرته د ځواکمن ورور خبري ته وګرځم : د انسان ماهيت ، او د هغه پيژندنه ؟ زه فکر کوم چي دا پوستنه لکه چي د يوناني فيلوسوفانو تر منځ چي د يوی اړيني پوښتنې په توګه مطرح وه لا تر نن پوري مطرح ده ، خو په يوه تفاوت او هغه داچي ، پخوا د يوي مجردي فلسفي پوښتني په توګه چي يوازي به فيلسوفانو په هغه اړه ځان د فکر کولو لپاره مکلف ګاڼه ، خو نن دا مکلفيت يوازي د فلسفي بيلا بيلو مکتبو نو په وړاندي نه بلکي د طبيعي او ټولنيزو بيلا بيلو علومو په وړاندي دا اړينه پوښتنه چي د انسان ماهيت څه دۍ ؟ لا پر ځاي پاته ده ، البته دا زما معلومات دي ښايې نور دوستان په دی لاره او په دي نظر کي زما ملاتړ ونه کړي په هر صورت .
زه غواړم اول پر ماهيت څه ووايم : ماهيت عربي کليمه ده چي انګريزي کي د نيچيړ او کرکټر کليمي ورته کارول کيږي ؛ خو په ټوليزه توګه دا يو فلسفي او فزيکي مفهوم دۍ ؛ فيلسوفان يې د منطق د منلو په لار کي د يوي منل سوي اصطلاح په توګه داسي کاروي چي د قرار او وروستي حکم پله په درنه کي ، خو فزيک پوهان بيا د ماهيت مفهوم د عيني پديدو د پيژندلو بنسټيز اړ خ په توګه کاروي . خو تر هغه ځايه چي زه پوهيږم او زما لنډه کي معلومات شته داسي بريښي چي د فيلسوفانو او فزيک پوهانو تر منځ د ماهيت يو ګډ تعريف دادۍ چي : د هري پديدې ټکونکي او دوامداره اړخ ته د هغې پديدې ماهيت وايې ؛ که همدا تغريف د منلو وړ وګڼو بيا د انسان ماهيت ته را وګرځو نو کيداسي و وايو چي د انسان ماهيت د انسان د ټاکونکي او دوامداره اړخ پيژند ګلوي ده .
لکه چي ځواکمن صاحيب ورته اشاره کړی وه چي انسان ټولنيز مخلوق دۍ ، په دي تر تيب د انسان يو دوامداره او ټاکونکۍ اړخ څرګند شو چي د انسان ماهيت دهغه ټولنيز ژوند دۍ ؛ خو زه فکر کوم چي دا د پوښتني ورستې جواب نه دۍ .ځکه ځي انسان پخوا تر هغه چي ټولنيز مو جود وګرځي هغه د يوه عيني موجود په توګه د ټولني او د ټوليزو هر ډول مناسباتو څخه ليري خپلواک موجوديت لري؛ په دي تر تيب د انسان ماهيت يوازي په هغه نه دۍ چي په ټولني پوري يې منحصر او محدود وګڼو . بلکي د انسان يو بل نسبتإ دوامداره او ټاکونکي اړخ د هغه انسان مادي شتون دۍ ؛
زه فکر کوم چي دا لړۍ لانوره هم زياتيدلاې شي ، د انسان د ماهيت نور اړ خونه د يوه بيولوژيکي ارګانيزم له پلوه هم د دوامداره او ټاکونکي اړخ په توګه تر بحث لاندي راتلاې شي . انسان په طبيعت کي د يوې اوږدې لړۍ يو ټاکلۍ عروج يا را د بره کيدنه ده ؛ د مادې اوښتون را اوښتون ، طبيعت ته ورکول او له طبيعته اخستل هم د انسان موجوديت دوامداره اړخ دۍ ؛ او په دې ډول نور اړخونه ؛
ورڼو پاڅونوال صاحيب ، حليمي صاحيب او ځواکمن صاحيب ! وايې : ((چي پوه نه شوي بيا د فيلسوف په شان ږغيږه )) لکه چي زما هم زور ونه رسيدۍ چي د انسان ماهيت را په ګوته کړم ؛ نو ځکه اوس دا غر له هغه غره ولم . :هههههه:په هر تقدير اوس چي مي خبري را پيل کړي بايد د پاي ټکي ته يې ورسوم .
زما په اند د انسان ماهيت د انسان په څو بعدي شتون کي موندلای شو ؛
1 - انسان فزيکي ماده ده او پنځولۍ معنويت يې خپل خلقت دۍ ؛
2 - انسان ټولنيز مو جود دۍ ټولنه يې جوړه کړی او هغې ته يې وده ورکړيده ؛
3 - انسان د بيولوژيکي ارګانيزم په توګه دورو بدلونونو( ايولوشن )اوګړندۍ اوښتونونو(ريولوشن )پايله ده ؛
تر بله دمه ، دوستانو تاسو ته ښې چاري
ع کريم حليمي
06.02.2004
عتيق جانه سلام! خدايدی راوله څنګه يی جوړ په خير
وروره دا ستا د ليکنی سره سد فی سد موافق يم !
اقتباس ((((زما په اند د انسان ماهيت د انسان په څو بعدي شتون کي موندلای شو ؛
1 - انسان فزيکي ماده ده او پنځولۍ معنويت يې خپل خلقت دۍ ؛
2 - انسان ټولنيز مو جود دۍ ټولنه يې جوړه کړی او هغې ته يې وده ورکړيده ؛
3 - انسان د بيولوژيکي ارګانيزم په توګه دورو بدلونونو( ايولوشن )اوګړندۍ اوښتونونو(ريولوشن )پايله ده ؛))))
تاسو دغه ٣ ټکو ته اشاره کړی ٠ چه دغه ټکی دطبی،حربی ٠٠٠٠٠٠٠٠٠ طرفه مطالعه کيږی ٠ او هر طرف ئی خپله فلسفه لری ٠ اما زما اشاره يی يوازی و اخلاقی /تاريخ ته ده ٠ چی ښاغلی ځواکمن صاحب سوال داسی طرحه کړی دی ((هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي ؟ ))
زه فکر کوم چه په انسان کی يوازی فکری تغير دتاريخ په اوږدوکی راغلی دی يا کيږی ٠ په مقابل کی فزيکی او طبعی تغير په ١٠٠٠ کاله هم نه دی پښ سوی ٠ خبره داهم راپياد سوه (چه انسان د بيزو د نسله دی) معلومه سوه چه نه دی ولی چه DNA يی فرق لری ؟ ٠ برته اولی خبری ته راځم نووايم چه يوازی فکر د انسان د تاريخ په اوږدو تغيرکوی٠ که تور ،سپين واده وکی يو لږڅه فزيکی تغير کوی ٠ اولاد ئی ٠ او کله چه اخلاق ،علم په کښی ښه سی ټولنه ئی هم پر مخ ولاړه سی ٠ داسی معلوميږی چه هرڅه د تاريخ سره اړيکی لری ٠ تاريخ دی چه فزيکی تغير راولی په ماده کی ٠ کنه
يوازی انسان دی چه فزيکی تغير ئی دومره لږی چه تغير نه سو ورته ويلای٠ زه پخپله انسان اخلاقی مطالعه کوم ولی چه دعمل او کلام څه ئی د هرڅه حال ژر په ﻻس راتلای سی ٠ فزيکی ٠٠٠٠٠٠ لابراتوارغواړی
نورنو تاسو پر خدای سپارم ٠
حليمي
Ghairat
07.02.2004
سلامونه سلامونه د پخو خبرو اترو په مينه والو سلامونه !. خوږو يارانو که اجازه وي ، ستاسو په ارزښتمن بحث ته زه هم د انسان د ماهيت په اړه خپل نيمګړی اندود وړاندې کړم :
د څواکمن صيب تفصيلات په زړه پورې وو، خو داسې بريښيدل چې هغه خپله سکالو نه ده بشپړ کړې ، د پاڅونوال صيب تبصر يو څه بشپړوونکې وې ، نو هغه مې هم ډيرې خوښې شوې ، عتيق صيب نور اړخونه بيان کړي او خبرې يې په اترو لا ښکلې کړي دي ، خو هغه څه چې حليمي صاحب ور زيات کړي، واقعأ رغنده او اند هڅوونکي بريښي :
[quote:737593109f]((هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي ؟ ))
زه فکر کوم چه په انسان کی يوازی فکری تغير دتاريخ په اوږدوکی راغلی دی يا کيږی ٠ په مقابل کی فزيکی او طبعی تغير په ١٠٠٠ کاله هم نه دی پښ سوی ٠ خبره داهم راپياد سوه (چه انسان د بيزو د نسله دی) معلومه سوه چه نه دی ولی چه DNA يی فرق لری ؟ ٠[/quote:737593109f]
١ـ ماشالله، انسان د تاريخي تغيراتو حاصل هم دی ، نو ځکه يې فکر تغير او بدلون مومي او بشپړ کيږي . هو اند اوفکر هم يوه سلسله او تاريخ لري ، په تيره بيا بيا په علمي، منطقي او فلسفي شکل ،او سره ددې چې دانسان ماهيت له فکري ځواک پرته نشي تعريف او ټاکل کيدای ، بيا هم د اند او فکر په معيار دهغه ماهيت نشي رالنډيدای . نو د ځواکمن صيب سوال ﻻ بيا هم ځواب شوی نه بريښي ، ځکه هغه به څه شې وي چې دهغې په غير سره فکر هم تغير خوري او يا له زياتو نه زيات د هغې د تغير غوښتنې په فکر درک او بيا پلې کيږي . زما په اند دا هماغه د ټولنيزو مناسباتو ټوليزه او مجموعه ده چې څواکمن ورته ګوته نيولې ،او فکري بدلونونه يې هم يو ﻻينفک جز دی . نو د محترم حليمي صاحب په پورتنۍ يوه جمله کې کې که يواځې د (( نه )) توری زيات شي ، زه يې بشپړ تاييد کوم ، مثلا داسې :
(( زه فکر کوم چه په انسان کی يوازی فکری تغير دتاريخ په اوږدوکی راغلی [color=red:737593109f]نه[/color:737593109f] دی )) ، بلکې ټولنې يې له غير طبقاتي ټولنې ته ، او په هغې کې هم له غلامۍ څخه فيوډالۍ ته، او بيا پانګوالۍ ته هم ډير سخت بدلونونه موندلي دي . د يونان له فيلسوفانو څخه پاخه اندوال موجود نه و، خو هغوی د فيوډالي ټولنې تصور هم نشو کولای، د سرمايدارۍ خو ﻻ څګی څکی . باور وکړئ هغه اند والو چې د فيوډاليزم په رامنځته کولو کې کوم فکري رول لوبولی دی ، دنوموړو يوناني فيلسوفانو څخه يې ښه او لوړ اند نه درلود ، بلکې په ډيرو برخوکې تر هغوی ډير وروسته وو. خو دا ويلی شم ، چې په ټولګړې توګه بيا هم د عامه وګړو د اندکچ په فيوډالي ټولنه کې د هغې ټولنې له عامو غړو څخه لوړ و چې يوناني فيلسوفانو په کې ژوند کا وه او د غلامۍ ټولنه وه .
٢ـ کله چې د محترم ورور حليمي صيب په قول (( فزيکی او طبعی تغير په ١٠٠٠ کاله هم نه دی پښ سوی ٠)) او انسان ډير لږ فزيکي يا فزيولويکي و او بيولوژيکي تغير خوري ، نو آيا دلته دا نسان او همونيدو بيزو ګانو د DNA فرق چې صرف يو نيم فيصده(٪١،٥ ) دی ډير فرق دی؟،حال داچې ددواړو دDNA ساختار په سلو کې ٥ ،٩٨ کټمټ يو شی دی . هغه څه چې د انسان په DNA کې په کمي توګه د هغوی تر دغو زيات دی هغه صرف د پروتين ٥ چنده له همونيدو بيزو ګانو په نسبت زياتوالی دی او بس، کوم چې د انسان فکري فعاليت يې پنځه چنده لوړ کړی دی .
خو دا خبره دلته هم صدق کوي چې د DNA په ساختار کې نوموړی فزيولوژيکي يا بيلوژيکي يونيم يا ٢ فيصده تغير هم ډير سست او په ميليونونو کالونو کې منځته راغلی دی .
له دې نه چې تير شو، نو دعتيق صيب د ښکلې ليکنې په اړوند بايد وويل شي چې :
٣ـ ماهيت هغه نښې يا معيار ته نه وايي چې يوموجود په کيفي توګه له نورو پرديو انواعو څخه توپيرولی نشي . فزيکي موجوديت او شته والی ډبرې، اتوم او ماليکول، کيمياوي تعاملاتيمواد،نباتات، ژوي اود انسانانو په شمول ټول موجودات لري . په دې معيار بيا ددې ټولو حيواناتو ، حيواناتو او انسانانو د ماهيت تر منځ هيڅ توپير شي کيدای . سر بيره پردې انسان هيڅکله هم له ټولنې بهر يواځې د فرد په توګه وجود نه دی لرلي .
٤ ـ ماهيت د هرشي او هرې پديدې د ټولوداخلي اړخونواو خواصو ترمنځ د اړوندونو (ارتباطاتو) ټوليزې (مجموعې) ته وايي .
٥ ــ [color=blue:737593109f]ا نسان د خپل ټولنيز ماهيت پر بنسټ هم خپل خالق او هم مخلوق دی . (( انسانان به څوک د ژبې، فکر ، عقايدو او اخلاقو او داسې نورو معيارونو له مخې چې څه د چازړه غواړي،له حيواناتو څخه توپير کړای شي ، خو انسانان پخپله په دې پيل کوي ، چې په عملي توګه ځانونه له حيوان څخه توپير کاندي ، کله چې هغوی عملاپخپله د خپل ژوندانه د دوسايلو توليد پيلوي )) . اوکه څنګه ؟ په درنښت . [/color:737593109f]
پخې خبري
(( ښه ))
08.02.2004
ګرانو دوستانو او په مجلس کي ګډونوالو ټولو ته درناوی او په وړاندي يې ګيډۍ ګيډۍ ګلونه !
ډير ښه بحث روان دۍ ، ما په دې څو ليکنو کي دومره زيات مطالب زده کړل چي په ډيرو ورځو اوډ يرو نورو ليکنو کي مي نه دي زده کړي .په دي هيله چي لا نور هم زده کړم بحث ته دوام ورکوم ؛
ـ[color=darkred:2a48291e0d] اوس نو پوښتنه داده ، هغه ټولنيز مناسبات چې ، تاريخي او بدلون خوړونکي دي ، څشی دی ،چې د انسان ماهيت ورټاکي ؟ په دې کې بايد په ګډه سره له اندښت نه کار واخلو او ځواب يې را ومومو ! بريالي اوسئ ![/color:2a48291e0d]
پورتنۍ جمله د ځواکمن صاحيب ده ، او بحث هم د همدې جملې څخه را پيل دۍ .
هغه وخت چي په لرغوني يونان کي د افلاتون دا مقوله چي (( ځان دي وپيژنه ؟ )) د فيلسوفانو ، او د نورو علومو پوهانو په وړاندي د يوې بنسټيزي پوښتني په توګه مطرح سوله ، ور سره سم د دوو متقابلو فلسفي خوا وو ، ورته پام وګرځيدۍ . د يادوني ده چي وويل سي دا لومړې تقابل نه وو بلکي د نورو مقابلو په لړۍ کي دا يو ټاکونکۍ بحث وګرځيدۍ ، چي دادۍ تر اوسه لا د يو شمير نورو مباحثو په څير دوام لري .
که د استقرايې ميتودپر بنسټ پوښتنه داسي پيل کړو چي انسان څه شۍ دۍ ؟ بيا به د دې پوښتني د حل په لار کي د نورو پوښتنو لکه د انسان تاريخ ؟ د انسان فزيکي جوړښت ؟ د انسان رواني او فکري ريښې ؟ انسان او ټولنه ؟ د هغه بنسټيزي او ستري پوښتني د برخو په توګه رامنځ ته سي . په هغه صورت کي به د انسان تاريخي ماهيت ؟ د انسان فزيکي ماهيت ؟ د انسان رواني او فکري ماهيت ؟ او د انسان ټولنيز ماهيت ؟ پوښتني مخي ته راسي . او په دي پوښتنو کي به د ماهيت مفهوم د يوې فلسفي افادې په توګه وکارول سي نه د يوې فلسفي مقولې په ډدل .
دې لپاره چي زموږ او ستاسو مجلس له ګڼي ګوڼي را ووزي ، زه دا ځل د پوښتني هغي برخي ته پام اړوم چي د انسان په تاريخ ماهيت پوري يې اړوند ګڼم . داځکه چي ما په خپله لومړۍ ليکنه کي يوازي د ځواکمن صاحيب د هغه برخي تائېد کړې وو او د بحث د لنډيدو په خاطر مي يوازي همدا ليکلي چي
[color=red:2a48291e0d] لکه چي ځواکمن صاحيب ورته اشاره کړی وه چي انسان ټولنيز مخلوق دۍ ، په دي تر تيب د انسان يو دوامداره او ټاکونکۍ اړخ څرګند شو چي د انسان ماهيت دهغه ټولنيز ژوند دۍ ؛[/color:2a48291e0d]
ما له انده ، انسان د ټولنيزي ودي بيلا بيل پړاونه طې کړي او لا روان دۍ ؛ د انسان په اړه تاريخي څيړنو ښودلی ده چي د بي کلتورۍ څخه د کلتور پړاو ته او د توحش څخه د تمدن پړاو ته د انسان بيلابيلي مرحلې چي هره يوه مرحله يې د ټولنيزه اړخه ځانګړي مميزات او مشخصات لري ( البته چي د هري تاريخي مرحلې د امميزات دانسان د فزيکي ؛ رواني او فکري ؛مميزاتو سره نه بيليدونکي اړيکي او متقابل تاثيرات لري ) که په افريقا کي د لويس ليکي او ريچارد ليکي څيړني په نظرکي ولرو نو لږ تر لږه دري مليونه کاله وړاندي د لومړني او ابتدايې انساني چاپيريال شواهد او اثار پيداسويدي . داسي بريښي چي هغه وخت لا دانسان ټولنيز بعد دانسان په شتون کي ټاکونکۍ نه وو . د ټولنيز ژوندانه يو بنسټيز رکن چي کورنۍ ده ( البته کورنۍ د اوسنې تعريف سره ) هغه وخت نه وه جوړه سوې . په داسي حال کي چي د هغه وخت انسان د کار لپاره وسيله کارولې ؛ د اوسيدو لپاره يې ځاې څرګند دۍ ؛او د فکري تبارز نښي يې د کار په وسايلو کي برملا دي ؛ په هر صورت د مليونو نو کالو پرله پسې ودی په نتيجه کي د کلتور خاوند سو ؛ اوبيا يې لومړنۍ کلتور په پر مختللي کلتور او بيا يې پر مختللۍ کلتور په لومړني تمدن واړاوه .
که دا بحث په همدي ډول تعقيب او تر اوسنۍ زمانو يې را ورسوو ، په نتيجه کي به داسي يوه جمله چي کامله افاده ولري تر تيب سي ، (( دا انسان دۍ چي خپل ځان ،فکر او ټولني ته د بدلون عامل ګرځي ؛ ))
ښي چاري [color=red:2a48291e0d][/color:2a48291e0d]
ع کريم حليمي
08.02.2004
محترم قدرمن غيرت صاحب سلام ! جور په خير ښی چاری او ښی هيلې
تر يو حده دا خبره سمه ده چه انسان د محيط محصول دی ٠ داخبره نو بيا د دفلاسفوو په باره کی ظلم دی ٠ دغه فلاسفه دی چه محيط ته تغير ورکی ٠ محيط هيڅ وخت د فلاسفوو فکر ندی بندی کړی ولی چه دوی د قوي عقل خاوندان وه ٠ هو ٠ هر هغه څوک چه قوي عقل نه لری محيط ئی رهنمايی کوی ٠ کوم وخت چه فيلسوف نوی تحليل وکړی ٠ دغه نوی علم د انسانانو فکرته تغير روکوي ٠ بيا په دوهم قدم نور شيان تغير پيدا کړی ٠
اقتباس،( بلکې ټولنې يې له غير طبقاتي ټولنې ته ، او په هغې کې هم له غلامۍ څخه فيوډالۍ ته، او بيا پانګوالۍ ته هم ډير سخت بدلونونه موندلي دي . د يونان له فيلسوفانو څخه پاخه اندوال موجود نه و، خو هغوی د فيوډالي ټولنې تصور هم نشو کولای، د سرمايدارۍ خو ﻻ څګی څکی . باور وکړئ هغه اند والو چې د فيوډاليزم په رامنځته کولو کې کوم فکري رول لوبولی دی ، دنوموړو يوناني فيلسوفانو څخه يې ښه او لوړ اند نه درلود ، بلکې په ډيرو برخوکې تر هغوی ډير وروسته وو. خو دا ويلی شم ، چې په ټولګړې توګه بيا هم د عامه وګړو د اندکچ په فيوډالي ټولنه کې د هغې ټولنې له عامو غړو څخه لوړ و چې يوناني فيلسوفانو په کې ژوند کا وه او د غلامۍ ټولنه وه)
دغه څو دوری چه تاسو ليکی دتغير مسلمه ليکنه ده ٠ اما اول دانسان فکر تغير کيږی (دمحدودو کسانو) دغه خلګ محيط تغيره وي٠ د محيط تغير اول شرط٠ دفکر تغير دی٠ او هغه څوک چه دتيز فکر اوقوي عقل خوندان نه وي ٠ نو دغه انسانان دمحيط محصول دی٠
په دغه سبب می ليکی چه فکر دتاريخ په اوږدوکی تغير کوي٠ په شرط ددی که می ستاسو رسپانډ سم تحليل کړی
ډيره مننه
حليمي
نقاد
08.02.2004
د ټو ل افغان ګرانو لوستونکو ، او ښاغلی عتيق صيب ، محترم حليمي صيب او منلی غيرت صيب سلامونه مې ومنئ ! او بيا درنو لوستونکو ، آيا ستاسو په اند دا بحث او خبرې چې دلته روانې دي ، دا ستاسود لوستلو او علاقې وړ دي ؟ آيا دا په دې ارزي چې مونږ پرې هم خپل او هم ستاسې وخت ونيسو او که نه دا هسې ببو لالې بريښي چې بايد وخت پرې ضايع نکړو ؟ تاسو څه واياست ، ايا تاسو يې په شوق لولئ او څه په کې وينئ او که نه په لوستلو نه ارزي؟
دويمه خبره داده چې ، کله چې يې لولئ، آيا ټولې برخې يې ، جمله په جمله ، تاسو منئ او په هيڅ يوه برخه مو شک و ترديد نه پيدا کيږي ، څو په اړه يې سوال وکړئ چې دغه يا هغه جمله ، دغه يا هغه ادعا سره يا موافق نه يم، يايې له دې او دې کبله نشم منلی او يا هم په فلانۍ جمله سم پوه نشوم ، ددې مطلب روښانه کړئ . سربيره پردې هر لوستونکی حق لري ووايي ، چې داسې ليکنې زه د لوستلو وړ نه بولم او لولم يې هم نه . ستاسو د نظر اوريدلو په هيله .
اوس به راشم پخپله بحث ته : د عتيق صيب د ليکنې سره په سلو کې ٩٩،٩٥ موافق يم ، په دغه جمله بندۍ کې به د مطلب د بشپړاوي له پاره خپل اندود وړاندې کړم ، چې ليکل شوي:
[quote:c73c084483]
داسي بريښي چي هغه وخت لا دانسان ټولنيز بعد دانسان په شتون کي ټاکونکۍ نه وو . د ټولنيز ژوندانه يو بنسټيز رکن چي کورنۍ ده ( البته کورنۍ د اوسنې تعريف سره ) هغه وخت نه وه جوړه سوې . په داسي حال کي چي د هغه وخت انسان د کار لپاره وسيله کارولې ؛ د اوسيدو لپاره يې ځاې څرګند دۍ ؛او د فکري تبارز نښي يې د کار په وسايلو کي برملا دي ؛[/quote:c73c084483]
د لومړۍ جملې تر پايه پورې ﻻ هم داسې بريښي چې ګنې انسان تل يو ټولنيز بعد ﻻره ، خو هرکله ، په تيره بيا له لومړي سر څخه ، دا بعد دومره مهم نه و. نو دلته سره ددې چې دا خبره نه ده روښانه شوې چې ولې يا څنګه (( ټولنيز ژوند د انسان په شتون کې مهم نه و)) ؟؟؟ ايا هغوی بي ټولنې هم په انفرادي توګه ژوند کولی شو ؟ او د انفرادي ژوند کومه نښه نښانه يې ثبوت شوې ده؟ او داسې نورې سل اوزر پوښتنې ګونګې پاتې کيږي ، خو بيا هم له ټولنيز ژوند څخه دهيڅ وخت له پاره انکا ر نه دی شوی.داسې بر يښي چې هم د اجتماعي ژوند منل او هم يې مهم اوټاکونکی نه بلل په يوه ميتافزيکي ډول او حساس سره اټکل شوی وي ، چې سمه نه بريښي . خو په دويمه جمله کې کورنۍ د ټولنيز ژوندانه يو بنسټيز رکن ، يعنې د پيل بنسټ بلل شوی ، چې بي له شک او ترديد څخه
يوه بنسټيزه تيروتنه ده . دلته هم روښانه شوې نه ده چې کورنۍ موجوده نه وه نو په څه ډول او کومه اړتيا سره
هغه منځته راغله ؟ آيا تر کورنۍ د مخه اجتماعيت يا زمونږ د يوه ګران دوست ښاغلي غروال صيب ، چې ډيره موده يې دلته ليکنه متأسفانه نه وينم ، په قول ((ګډون )) ډير کمځواکه و، که بر عکس سخت او ﻻ غښتلی و؟ که موخه د بشري ټولنې پيل له آدم (ع) څخه وي، نو بيا خو سمه ده چې هغه لومړی د يو فرد په توګه پيدا شو، ځوا بي بي په جنت کې بيا وروسته ورسره پيدا شوه او کورنۍ يې پر ځمکه جوړه کړه ، بيا هم د ځمکې پر مخ هغوی تل سره ګډ کورنی ژوند ړی دی او داسې وخت بيا نه دی منځته راغلی چې ددوی ګډون او اجتماعيت بيا ددوی او يا وروسته د اولادونو په وخت کې يې مهم رول نه وي لوبولی، خو داسې فرضيه ځکه په پورتنۍ ليکنه کې رد شوې چې وايي : [quote:c73c084483]
لږ تر لږه دري مليونه کاله وړاندي د لومړني او ابتدايې انساني چاپيريال شواهد او اثار پيداسويدي [/quote:c73c084483]
[color=red:c73c084483]پو ښتنه داده چې آيا ګډون او ،اجتماعيت او اجتماعي ژوند يواځې په تمدن کې منځته راغلی، که تردې پخوا په توحش اوډير ابتدايي ژوند کی هم موجود و. په درنښت [/color:c73c084483].
ع کريم حليمي
08.02.2004
ګرانو لوستونکو سلامونه اوښی خوشحالی ، اباتی
دوې ښې خبری
که څوک غواړی چه ميليونر سی ٠ دچپرکټ يا د خوب د ځای پر سر دی و ليکی ٠ زه غواړم چه (1000000 )$ ولرم
نو کله چه دخوب ځای ته وﻻړ سی دغه نوټ به ووينی ٠ که دغه ورځ ئی د ميليون د پاره څه نوه کړی ندی بيديږی ترڅو ئی يو څه نوی ګټلی ٠
که څوک ارزو لری چه دپوهی خاوند سی ٠ تر څوچه يوه صفحه کتاب ئی نوی لوستلی تر خوب دمخه ندی بيديږی
که څه هم سړی عقلی عالم وی٠
ع کريم حليمي
09.02.2004
ګرانو پاڅونوال صيب عتيق صيب او غيرت صيب استادانو سلامونه می ومنی !
غواړم چه دامضوع سره راټوله کم ٠ بحث پر ماهيت شروع سو ٠ کوښښ به وکړو ٠ چه حاشه ولاړنه سو ٠
زه سوال کوم چه ماهيت راته ترجمه کړی چه موږ ټوله په يوه هنداره کی ورته وګورو٠ زه فکرکوم چه ماهيت موږ دری سره په جلا شکل وينو ٠ که لغت ترجمه کړی په ساده او روان ډول ٠ چی اول ماهيت ماته ډير مهم دی
ورسته به ليکنی درسره کوم ٠ په احترام
حليمي
هوښياري خبري
(( ښه ))
09.02.2004
ګرانو دوستانو حليمي صاحيب ، پاڅونوال صاحيب . او ځواکمن صاحيب ښې چاري او پوره روغتيا دي ستاسو په نصيب وي !
زه اول غواړم وليکم چي : ما پخوا ليکلي دي چي ما له دې څو ليکنو څخه ډير زيات څه زده کړل . او دامي په رښتيا ليکلي دي .زه د هر ورور ليکنه لولم او په غور يې لولم ، د هري ليکني څخه ډير څه زده کوم چي زه په دي زدکړي وياړم . زه اول د ڼول افغان د سايټ جوړونکو اوبيا يې چلوونکو ته د درناوي سر ټيټوم چي دا زمينه يې برابره کړي چي په خپله ژبه ليکنه وکړو او په خپله ژبه يې ولولو ، تر دي احترام وروسته د دي بحث ملګرو ته په زياته مينه وايم چي ورڼو د پيل سوو بحثونو څخه زه دوي ګټي تر لاسه کوم ، لومړۍ دا چي ستاسو دوستانو له مفکوري او زياتو معلوماتو څخه خبريږم ، دوهم دا چي ستاسو دوستانو په مرسته د خپل فکري توان د پياوړتيا ازموينه کوم او په دي لاره کي د هري ليکني په لوستلو بډای کيږم . په همدي دليلونو پاڅونوال صاحيب ته ډاډ ورکوم چي هره ليکنه په پوره غور لولم . هيله من يم چي باور وکړۍ .
په دي ليکنه کي زه غواړم د انسان پر تاريخي ماهيت لا نور هم خپله رايه څرګنده کړم .تاريخ دانسان بل نوم دۍ ؛ البته په دي جمله کي تاريخ د زماني بعد په توګه کاروم . لکه چي وينو دهري مادي او معنوي پديدې يو بعد زمان دۍ ، په دي ترتيب انسان هم د فزيکي موجود په توګه زماني بعد لري ؛وخت يا زمان د پديدو هغه اړخ دۍ چي بيله هغه د مادي شتون ممکن نه دۍ همداسي لکه چي ځاي يا مکان مهم دۍ په هر تقدير ، هر وخت چي د انسان پر تاريخي ماهيت خبري کيږي بيانو د وخت او ځاي فاکتورونه ډير ارزښتمن او ټاکونکي وي .
پاليو انتروپالوجستانو او لرغونپوهانو په ډ اګه کړی چي انسانانو د خپل فزيکي ودي سره څنګ پر څنګ فکري او ټولنيزه وده هم کړيده . داچي وده يې کړي په دي مانا چي يو وخت په داسي حال کي وه چي ورته د صفر حد ويلاي سو ، ( البته د صفر حد نسبي دۍ ، په دي مانا چي دا د صفر حد د (( انسان )) د مفهوم سره تړاو لري ) که د کل څخه د جز پر لور ولاړ سو نو به راته څرګنده سي چي د اوسنۍ زمانې يوه مميزه په ټولنيزه برخه کي ملت دۍ ،تر هغه وړاندي قوم او تر هغه وړاندي قبيله او لا وړاندي ګنۍ او لا وړاندي کورنۍ او په پاي کي د کورنۍ دوه اړين اړخونه نر او ښځه دي ، چي د کورنۍ بنسټ جوړوي ، مخي ته راځي . د يوشمير ټولنپوهانو او مورخينو لپاره د انسان د تاريخي سيرد ښودلو په نيت همدا مفاهيم معيار ګرځولي او د ټولنيزي ودي بيلا بيل اقتصادي او سياسي فورمونو ته يې لکه لومړ نۍ انساني ګډ ژوند ، مرئيتوب ،فيوداليتيت او نور د انسان او ټولني د تاريخي ويش په توګه کارولي او ور څخه ګټه اخلي . هو چي خبره بلي خواته مخه ونه کړي بيرته راګرځم دي ټکي ته چي ، لومړني انسانانو په داسي يوازيتوب يا انفراديت کي ژوند کړي دۍ چي د چاپير يال تر فشار او زور لاندي يې يوازي د ځان د بقا او پايښت هڅه کوله . دهغه وخت انسان ( په مليونونو کالو وړاندي ) د ايکو لوژيکي او جبولوژيکي مناسبو او نا مناسبو شرايطو په وجه يوازي همدا کولاي سول چي ځان ته نجات ورکړي او د ځان لپاره د پايښت زمينه برابره کړي . د همدي دليل پر بنسټ زيات او يا هم ټوله مورځين د انسان تاريخي ويش 98 فيصده زماني واټن د انسان په ماقبل التاريخ زمانو پوري اړوند ګڼلۍ دۍ ، د دي مسالي له نورو دلايلو تر څنګ يو غوښن دليل دادۍ چي د انسانانو مړينه زياته او د نسل تزئېد يې د بيلا بيلو لاميلونو پر بنسټ لږ وو . په دي تر تيب انسانانو ټولنيز ژوند وروسته له هغه پيل کړې دۍ چي د بيلا بيلو ناوسيو او ناتوانيو په وړاندي يې د ګډ کار او ګډ ژوند خوږه نتيجه تجربه اوپه وار وار يې وازمايله او بيا يې هغه د يوي تجربي په توګه په خپلو کي معمول وګرځوله
د يادو سوو مطالبو څخه لاندي څو لنډي جملې د نتيجي په توګه ليکم :
1-- لومړنيو انسانانو د اړتيا په صورت کي غريزوي اړيکي تامينولې ، بيله دي چي دهغو اړيکو په پايله پوه سي ؛
2--د زيږول سويو بقا او پايښت د هغي مور په توان او ناتوانيو پوري تړلي وو ؛
3-- د لومړنيوانسانانو تر منځ لومړۍ د ګډ کار اړتيا پيداسوه چي د زرګونو کالو په تيريدو سره يې د هر ځانګړي عمل تجربه خپله کړه او د زيات تکرار وروسته يې د هڅو هم اهنګي تر لاسه کړيده ؛
4-- د ګډ کار تر زيات تکراريدو وروسته د توافق او تفاهم لپاره اشاري ژبه اوبيا مکالمه پيداسول ؛
5--له هغه وروسته د کورنۍ د جوړيدو لپاره زمينه برابره سوه ( کورنۍ د غريزوي اړيکو د محدوديت په افاده)
6-- د کورنۍ د جوړيدو وروسته د ټو لنيزو مناسباتو وده پبل سوه ؛
تر بل ځل
هوښياري خبري
(( ښه ))
09.02.2004
هغه وخت چي مي ليکل پيل کړه د حليمي صاحيب ورستي ليکنه مي نه وه لوستې ، خو کله چي مي ليکنه پوره کړه ، ومي ليدل چي حليمي صاحيب ډير ښه وړانديز مطرح کړيدۍ . زه بلکل موافق يم چي د ماهيت تعريف بايد وشي .
ع کريم حليمي
10.02.2004
ګرانو د ليکنوملګرو او لوستنکو پاڅونول صاحب ، عتيق صاحب ،غيرت صاحب دخدايه څه مو جوړ روغ ارام خوشحاله غواړم او د زړو ارمانونه دي خدای در پوره کړی د7000 خيرو سره ٠ امين يا الله
ستاسو ليکنی چه لولم زماکور راته فراه وګرځی ستاسو په ليکنو کی هر څه احساسه وم بيله د عطرو بوی نه ٠ ولی چه کمپيوتر ئی ﻻ تر اوسه ښه ندی جوړکړی٠
دانسان تر ماهيت لوړشی نسته ٠ بيله الله ٠ ځنی غربي پوهان وائی چه انسان دخدای ايمج دی ٠ نه پوهيږم چه بايد چه مسلمان داخبره ومنی که يا ٠ ماهيت 1 و ذات ته ويل کيږی ٠ 2 ماهيت هغه ته ويل کيږی چه بل شی ته تغير ورکوی ٠ اوس به راسو چه انسان په ذات کی څه شيدی ٠ هر ژوندی چه دونياته راځی ټوله INSTINCT لری ده هرڅه د پاره دامانا ټوله پروګرام سوی وي اما انسان داسی ندی ٠ چه دونياته راځی هيڅ پروګرام سوی نوي ٠
يو پروګرام لری اوبس چه وه زبيښی (1 ) instinct لری
نور نو د حيوان سره برابردی بايالوچی وايز ٠ حيوان هر څه په انستنګ کوی چه دنياته راوزی هر څه ئی زده وی اوخپل دوښمن هم پيژنی ٠ او په مقابل کی د انسانه سره هيڅ نوی چه ورسره سته هغه فکر دی يو وخت يو وخت داسی پيښه سی چه عقل ئی ډير کمزوری وی ٠ نو څه پيښه سی فکرونه ئی اکثره وخت غلط وی
که انسان فکر ونلری نو تر حيوان لا هم کښته سوو نو د درختی مثال لری غټيږی او پنډيږی او بس
نو اصلأ انسان په ذات کی يو فکر دی ٠او دغه فکر دی چه هر شی ته تغير ورکوی٠
نو اؤس راځم خپلی اولی خبری ته ٠ که انسان زاړه تاوانونه تکرار نه کړی ماهيت ئی لوړيږی ٠ که څنګه
محترم عتيق صاحب سره نه يم موافق چه د( انسان بل نوم تاريخ دی)
او بل راځو وخته٠ وخت هيځ رول نلری په ژوند کی ساعت زموږ چوړ کړی شی دی اؤس انسان سپيس ته خيژی هلته وخت مانا نلری اما تجربې کوی ٠ بيا هم فکر مهم سوو٠
پاته سو سټرګل او ټولنه موافق يو٠ او رالو کلام ته د انسان سره په اوله ورځ وو٠
دا ګړۍ خدای په امان ٠ دجواب په انتظار
حليمي
طالب جان
10.02.2004
ګرانو او محترمو او عزتمنووروڼوا وخويندو !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دفلسفې بحث زه په دقت سره ګورم خودماهيت پيژندګلوي ځما په اند تراوسه هيچا هم نده کړي راځۍ چي دفلسفې په خونه کي د ماهيت پيژندلوته دعلم منطق له کړکۍ څخه وروګورو . لمړی به دماهيت تعريف وکړو بيا به يي علمي څيړنه وکړو .
[color=blue:3bcb452af2]ماهيت يا حقيقت : [/color:3bcb452af2]دجنس هغو اجزاوته ويل کيږي دکومو اجزاو په ترکيب سره چي هغه جنس رامنځته کيږي که لدي اجزاو څخه چي کم ترکمه دو جزونه لري کوم يو جز هم نه وي نو بيا هغه جنس ته هم جنس نه ويل کيږي دمثال په توګه دانسان حقيقت يا ماهيت (( حيوان ناطق )) يعني خبري کونکې حيوان دې او هغه څه چي له ماهيت څخه جلا دي هغو ته عوارض ويل کيږي لکه دانسان سپين والی توروالی عالم يا جاهل کيدل اوداسي نور عوارض هم بيا په دوه ډوله دي : خاص . عام . خاص هغه دي چي ترانسان پوري ځانګړي وي لکه خندا اوعام عوارض هغه دي چي له انسان سره نور هم پکي شريک وي لکه په پښو ګرځيدل .
د منطقي علماو اصطلاح ده چي وايي که څوک له تا څخه ديوه شي په اړه پوښتنه وکړي چي دا څه شي دې نو په اصل کي پوښتونکی له تا څخه دهغه شي ماهيت يا حقيقت پوښتل غواړي نو په ځواب کي ښايي داسي شي راوړل شي چي هغه د پوښتل شويو شيانو لپاره يا حقيقت محضه يعني سوچه حقيقت وي او يا هم حقيقت مشترک اوس به نو مونږ پوښتني ته ګورو که په پوښتنه کي ديوه شي په ا ړه پوښتنه شوي نو په ځواب کي به فقط حقيقت محضه راوړو د مثال په توګه که چا وپوښتل چي انسان څه شي دی ؟؟؟ نو په ځواب کي به وا يو چي(( حيوان ناطق )) ځکه دا د انسان سو چه ما هيت يا حقيقت دې او که په پوښتنه کي له يوه څخه ترزياتو شيانو پوښتنه شوي نو بيا به په ځواب کي حقيقت مشترک راوړو دمثال په توګه که له انسان سره څوک غوا مله کړي اوووا يي چي انسان او غوا څه شي دي ؟؟؟ نو په ځوا ب کي به حيوان وايو ځکه همدا حقيقت مشترک دې او که دريم شي هم ورسره مل کړي اوووايي چي انسان ، غوا اوونه څه شي دي په ځواب کي به وايو چي (( جسم نامي )) يعني لوييدونکی جسم ځکه چي همدا حقيقت مشترک دی او که چيري څلورم شي ورسره کړي او پوښتنه وکړي چي انسان غوا ونه او ډبره څه شي دي نو په ځواب کي به فقط جسم وايو ځکه چي همدا حقيقت مشترک دی لنډه داچي که پوښتنه د مختلف الحقايقو په اړه وه نو په ځواب کي حقيقت مشترک ويل په کاردي ځکه همدا يي ماهيت دی او که متفق الحقايق پوښتل شوي وو نو په ځواب کي يي حقيقت محضه يا سوچه ماهيت ذکرکول په کاردي ځکه چي همدا يي ماهيت دی .
خو اوس پوښتنه داده چي دانسان په تعريف کي ناطق ولي راوړل شوی او انسان به مونږ څنګه پيژنو ???
ددي پوښتني تر ځواب له مخه ددوو منطقي اصطلاحاتوپيژندل ضروري دي .
[color=darkblue:3bcb452af2]لومړی . جنس قريب [/color:3bcb452af2]. دماهيت هغه جنس ته ويل کيږي چي کله ددي ماهيت ددوو يا ډيرو جزئياتو په اړه وپوښتل شي نو په ځواب کي هر کله همدا جنس واقع کيږي لکه حيوان چي د انسان لپاره جنس قريب دې ځکه کله چي هم مونږ دحيوان ددوو يا ډيرو جزئياتو په اړه وپوښتو نو په ځواب کي حيوان واقع کيږي .
[color=blue:3bcb452af2]دوم .فصل قريب . [/color:3bcb452af2]هغه ته وايي چي په جنس قريب کي لدي ماهيت سره نور شيان شريک وي نو ددي فصل په ذريعه سره هغه ماهيت له نورو مشترکاتو څخه را جدا کيږي .
اوس به راشو ځواب ته : دانسان په تعريف کي ناطق ځکه راو ړو چي حيوان دانسان لپاره جنس قريب دې نو له هغه سره نور ټول حيوانات شريک وو ناطق بيادانسان لپاره فصل قريب شو او ددي په ذريعه مونږ انسان له نورو حيواناتو څخه ممتاز او جلا کړ.
نو کله چي هم مونږ جنس قريب او فصل قريب سره يوځاي کړل نو مونږ ته په اتوماتيک ډول د انسان ماهيت او حقيقت په لاس راغې اوله نورو څاروو څخه دانسان جلاوالی راته څرګند شو . پدي ډول دماهيت په لاس ته راوړلو سره مونږ دانسان له پيژندلو سره اشنا شو . والسلام ورور مو طالب جان
ع کريم حليمي
10.02.2004
ګرانه او مکرم زړه ته رانزدی سوي وروره د خدای رحمتونه دی پرتاسو او پر جمله مؤمنانو
کرانه وروره ماته دی ملا عبدالرحمان کاکړ چه دمنطق استاد وو په ټول لوی کندهار کی راپياد کړی مجلس ئی ما او ريدلی دی او زما ماما ئی شاګرد وو نو هميشه به ئی د اساغوجی د کتاب په حواله خبری کولې ٠ (منطق ويل)
ډيره ښايسته ليکنه تاسو طالب جانه وروره کړی ده ٠
داسی رامعلوميږی ستاسوسره اساغوجی کتاب سته ٠ زما سره يوه پښتنه ده ٠ چی فلاسفه وايی
(چه انسان بايد ځان وپيږنی ) زما سره ئی دجواب د پاره څه سته چه وئی ليکم ٠ اول غواړم چه د اساغوجی دخولی يو څه تاسو پر وه ليکی ٠ نو بيا به زه او نور محترم ليکونکی ورسته يو څه دخپل عقله پر وليکو ٠ و دغه سوالته محترمو ليکوالو يوه اشاره کړی ده چه اصلأ دغه پښتنه د منطق ده ٠
نو فکر کوم چه د محترم پاڅونوال صاحب، عتيق صاحب ،غروال صاحب، غيرت صاحب او دټولو بلاوو دی هير سی قدرمن زما غيری مستقم استاد وطنمل صاحب به هم خوښه سی ٠ سترګی مو درته په ﻻر دی ٠
حليمي
Re: هوښياري خبري
نقاد
10.02.2004
[quote:34200c49a0="Atiq"]که د کل څخه د جز پر لور ولاړ سو نو به راته څرګنده سي چي د اوسنۍ زمانې يوه مميزه په ټولنيزه برخه کي ملت دۍ ،تر هغه وړاندي قوم او تر هغه وړاندي قبيله او لا وړاندي ګنۍ او لا وړاندي کورنۍ او په پاي کي د کورنۍ دوه اړين اړخونه نر او ښځه دي ، چي د کورنۍ بنسټ جوړوي ، مخي ته راځي . [/quote:34200c49a0]
ګران او منلی ورور عتيق او ټولو خويندو ورونو ته سلامونه .
ستاسو ليکنه ډيره په زړه پورې او معلوماتي ليکنه ده ، پر قلم مو برکت شه ! يواځې په پورتنۍ اقتباس شوې برخه کې زما په اند يو څه له نظره لويدلي بريښي:
له يوې خوا له کل څخه جز ته تګ په خپل ذات کې يو ميتودولوژيکه يا منطقي عمليه ده چې زماني او تاريخي سلسله نه غواړي ، تر دې ځايه سمه ده چې له ملت نه څوک قام، قبيلې، ګنۍ او کورنۍ او بيا دوه افرادو ته چټک تيريږي او که برعکس له هغې جوړې څخه د سترګو په رپ کې لکه برق ګنۍ، قبيلې، قام اوملت ته تيريږي ، هيڅوک ترې ــــ متأسفانه ـــ انکارهم نشي کولی . خو له بده مرغه له دغه صوري منطق څخه دلته استنجاج هم شوی چي ګواکې په تاريخ کې هم لومړی جز ( فرد ، يا يوه جوړه ) منځته راغلې ، او له هغې څخه بيا کورنۍ ، د ټولنې لومړۍ هسته، بيا ګنۍ او ورپسې لويې ډلې لکه قبيله ، قوم او ملت رامنځته شوی دی ! ايا همداسې فکر نه کوئ ؟ او يا همدغسې د ټولنې تاريخي کنهه نه تصور کوئ او همدغسې يې نه انګرئ؟
که مو همدغسې انګېرلي وي ، نو په يوه برحقه تيروتنه کې ښکيل شوي ياست ، ځکه هيڅ تاريخي سند نشته چې کورنۍ ته پر ګنۍ قدامت ورکړي ، خو بر عکس د ګنۍ ، خيل اوحتی ځينو قبيلو مخکې والی پر کورنۍ د تاريخي واقعيت په توګه يو ثبوت شوی حقيقت دی . زه په دې اړوند له ښاغلي غيرت صيب و نورو دوستانو څخه څخه هيله کوم چې له خپل مالومات څخه د کورنۍ د رامنځته کيدو تاريخي عوامل او شرايط ګرانو لوستونکو ته روښانه کړي . داچې په کورنۍ کې ښځه يو مرکزي محور دی، بده به نه وي چې د ښځې او نارينه اړيکې تر کورنۍ دمخه هم وڅيړل شي .
دغه راز د ښاغلي طالب جان او منلي حليمي صاحب ليکنې د ماهيت په اړه ارزښتوم ، او د ماهيت لغوي معنی ته چې طالب جان هم د (( څشي توب)) يا ( ما هيه ؟) د پوښتې سم جواب ګڼلې ده ، اشاره کوم . او سمه ده چی دغه جواب د هر ځانګړي شي په تعريف بشپړيږي او تعريف له ګاونډي کل څخه چې معرفت پيژندنه يې له تعريف کيدونکي ځانګړي موجود څخه زياته ده ، پيل کيږي او تړاو يې د نوموړی ځانګړی موجود ماهيت معري کيږي .
ولې د انسان ماهيت د (( ناطق حيوان)) په نامه تعريفول د ټول ټيکوالي سره سره دقيق او ژور اندهتعريف نه بريښي ، ځکه طوطي هم يو څه خبرې کولی شي ، خو انسان ورته نشي ويل کيدای . او بيادتشو خبرو په اړه ويل کيږي چې : د طوطيانو له وينا دامعلوميږي ــ ــ چې خبرو باندې څوک نه سړی کيږي .
ستاسو د مرستې په هيله . پاڅونوال .
هوښياري خبري
(( ښه ))
11.02.2004
ټولو دوستانو او په مجلس کي شريکو ملګرو او لوستونکو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم او د درناوي په دود د هريوه ورور په وړاندي ګيډۍ ګيډۍ ګلونه ايږدم،او دهريوه په خپل کورکي او هر چيري چي ناست ياست درته د ننګرهار د را رسيدلي پسرلي معطره هواغواړم .
درنو ورڼو او خويندو ! فکر کوم د هوښيارو خبرو مجلس تود دۍ . دعا کوم چي خدای ( ج ) دي د ټول افغان پاڼي کارکونکو او چلونکو ته د هغوۍ د هيلو او غوښتنو سره برابر هر هغه څه ورکړي چي هغوي يې غواړي .او زه ورته د نورو برياليتوبونو هيله کوم .
د دي بحث دوام ته په دي نيت چي لا نور څه زده کړم خوشاله يم .او له نيکه مرغه په هره ليکنه کي داسي ډير مطالب سته چي ماته نوي دي او زما پر زده کړه نور او نور زياتيږي . زه په دي برخه کي د دوو مسلو په اړه خپل اند او رايه د دوستانو سره شريکه وم .اول د ماهيت د تعريف په اړه زما رايه او دوهم د کورنۍ د پيدايښت په باب زما اند .
اول د ماهيت تعريف : پخواتر دي چي د ماهيت تعريف ته ولاړ سم غواړم يو اړين مطلب ياد کړم او هغه داچي فلسفي او کلتوري مفاهيم اکثرا د پوهانو تر منځ متفق الفهمه نه دي . د دي دوو برخو هر مفکر ، داکارونکي مفاهيم هغسي تعريفه وي چي هغه خپل هدف ته پري لار لنډه کړي او په حقيقت کي په منطق او کلتور کي مروج مفاهيم د همدي لاري لنډولو وسايل دي . زما په اند ماهيت د حيه او غير حيه مادي موجوداتو د شتون هغه وثيقه ده چي د اړوند شي بنسټ يا ذات پکښي متجلي وۍ ؛ کله نا کله د ماهيت لپاره بل تعريف هم کارول کيږي او هغه داچي : ماهيت ،د واقعيت اوحقيقت ماخذدۍ . خو ډير اسانه تعريف د ماهيت داسويدۍ چي : د هري پديدې په جوړښت کي نسبتا دوامداره اړخ د هغې پديدې ماهيت دۍ ؛ زه فکر کوم چي دوستان به د دي تعريفونو تر څنګ نور تعريفونه هم را ياد کړي چي يا زما له ذهنه وتلي او يا به لاتر اوسه ما نه وي اوريدلي . که دوستان مهرباني وکړي او دي بحث ته دوام ورکړي دابه زما لپاره د نيکمرغۍ ځاي وي .
دوهمه مسله د کورنۍ پيدايښت دۍ چي غواړم خپله رايه څرګنده کړم : پخوا تر دي چي د کورنۍ د پيدايښت په اړه څه ووايم دا ضروري بولم چي کورنۍ ته هم يو تعريف ورکړو . په دي برخه کي ګران ورور حليمي صاحيب ډير ښه ليکلي چي د مسايلو د بحث په پيل کي بايد د هغې مسلي يا بحث تعريف وکړو زه هم د حليمي صاحيب پر قدم قدم ږدم . او يوه بله خبره هم د يادوني ده چي د کورنۍ تعريف هم د بيلا بيلو علومو د پوهانو تر منځ بيل بيل دۍ . خوزه په دي برخه کي کورنۍ د ټولنپوهني او تاريخي نظره را يادوم . د ټولنپوهانو له نظره کورنۍ ، د ټولنيز جوړښت اګاهانه واحد دۍ ؛ ( لکه دوخت واحد ، دوزن واحد اونورواحدونه ) مورخين بيا د دي تعريف پر مفاهيمو يو څه زياتوي او کورنۍ ته داسي تعريف ورکوي : کورنۍ د بشري ژوند په روانه لړۍ کي هغه اوښتون دۍ چي د ځان ځاني هڅوڅخه يې انسان د ټوليزو هڅو لور ته برابر کړ ؛ په دي تر تيب پخوا تردي چي کورنۍ منځ ته راسي ، انسانانو په ځانځاني توګه ژوند کړيدۍ . البته دهغو پخوانيو انسانانو تر منځ چي لا يې کورنۍ نه درلوده غريزوي اړيکي د اړتيا او ضرورت پر بنسټ تامينيدلې ، بيله دي چي د دي اړيکو په پايله وپوهيږي . تر هغه ځايه چي د بشري تاريخ شواهد او علايم څرګند سوي او څيړل سوي ، د دي پورتنۍ ادعا ثبوت يې اسانه کړيدۍ .
فکري ځلا مو لوړه او د خيال مرغۍ مو عنقا وه اوسه.
په درنښت
نقاد
11.02.2004
درنو لوستونکو ته سلامونه !
د ټولنپوهانو له نظره کورنۍ ، د ټولنيز جوړښت اګاهانه واحد دۍ ؛ ( لکه دوخت واحد ، دوزن واحد اونورواحدونه ) مورخين بيا د دي تعريف پر مفاهيمو يو څه زياتوي او کورنۍ ته داسي تعريف ورکوي : کورنۍ د بشري ژوند په روانه لړۍ کي هغه اوښتون دۍ چي د ځان ځاني هڅوڅخه يې انسان د ټوليزو هڅو لور ته برابر کړ ؛ په دي تر تيب پخوا تردي چي کورنۍ منځ ته راسي ، انسانانو په ځانځاني توګه ژوند کړيدۍ
تبصره :
١ـ د ټولنپوهانو له نظره : سمه ده ، خو په نامه د کومو ټولنپوهانو له نظره ؟
٢ـ د وزن او وخت واحدات خو کمي قياسي واحدونه دي ، لکه ٢ منه ، ٣ منه ، ٤ منه ، ....١٦ منه يا ١٠٠ کيلو او نور ، نو آيا کورنۍ هم يو کمي قياسي واحد دی ؟ او که نه ، مطلب دلته له واحد څخه د ټولنې د ساختار ډبرې دي نه ظاهري او تش قياسي چې ګواکې يوه ټولنه د څو او بله له څو څخه جوړه شوې ده .
٣ـ اګاهانه واحد ، يعنې څه ، د کورنۍ جوړوونکي پاره اګاهانه( ؟ )خونشي کيدای ، ځکه اګاهانه د ټولنې له پاره څوک هم کورنۍ نه جوړوي ، نو د واحد په حيث به يې ولې اګاهانه جوړوي . خو اګاهانه که ټولنپوهانو د خپل تيوريکي کار لپره کورنۍ د ټولنې واحد ټاکلی وي ، نو په دې خو نه واحد کيږي او نه د خلکو له پاره اګاهانه !
٤ـ داچې (( کورنۍ د بشري ژوند په روانه لړۍ کي هغه اوښتون دۍ چي د ځان ځاني هڅوڅخه يې انسان د ټوليزو هڅو لور ته برابر کړ)) دا تعريف د مورخينو نه ، بلکې د هغوی پر نوم ملنډې بريښي ، چې کواکې کورنۍ انسان له ځان ځانيزه فردي ژوند څخه ګډ ټولنيز ژوند ته سوق کړی اوسي . عتيق صيب باور پرې مه کوئ ، ځکه دابه پو هان وي که خيالبافان ،او دوی به علمي څيړنې کړي وي او که ټانټې به يې ژولې وي ؟ کله چې ګنۍ ، او دګنيو له ترکيب څه جوړ شو ي خيل يا لومړنۍ قبيله هم له کورنۍ څخه د مخه وه ، نو فردي او ځان ځانيزه ژوند بيا کله او څه وځت مجال درلود ، او فرد کله يواځې ژوند کولای شو؟ . اچې انسان يو اجتماعي موجود بلل کيږي، معني داده همداده چې انسان هيڅکله هم د خپل ټول تاريخ په اوږدو کې ځان ځانيزه ژوند نه دی کړی . په مينه او درنښت.
هوښياري خبري
(( ښه ))
12.02.2004
ګرانو دوستانو ټولو ته سلامونه او ښي چاري !
ومن علمني حرفا فهوه مولايې ؛داسي بريښي دوستانو چي عربي ليکنه هم لکه پښتو وليکل سوه دا ځکه چي زور او زير مي ورته پيدا نه سو کړاي ، په هر تقدير ، هرڅوک چي يو حرف راوښيې هغه زما ولي او بادار دۍ ؛هيله من يم چي دوستان د هوښيارو خبرو لړۍ همداسي پرله پسې او خوندوره وساتي .وايې چي : ورک لاروي ته د ورځي لمر او د شپي ستوري مله وي ؛زه هم دهمدي وينا په څرک وړاندي ځم ، تر څو خپلي موخي ته ورسيږم . هو رښتيا را په زړه سوه چي د دي ليکني موخه څه ده ؟ او کومه ورکه غوټه لټول غواړم چي تر لاسه يې کړم ؟ دا پوښتني مي ځکه ځان ته را وګرځولې چي ، خداي مه که لوستونکي راسره ستړي نه سي .
لومړۍ مطلب چي غواړم ويې ليکم هغه د ټولنپوهانو له نظره د کورنۍ پيژندنه يا تعريف دۍ . کورنۍ د ټولنيز جوړښت اګاهانه واحد دۍ ؛دا د زياتو نورو تعريفونو په لړ کي د کورنۍ يو تعريف دۍ ،داچي ولي ټولنپوهانو د ټولني د تعريف لپاره پورتنۍ کليمي کارولي ،او دهغو په وسيله يې ټولنه را پيژندلې ده ، زما په اند لږ توضيح ته اړتيا سته . دا ځکه چي دلته ټولنه تعريف سويده ، تو ضيح سوې نه ده . تعريف هم ځان ته تعريف لري ، چي زيات شمير پوهان د يوه شي د پيژندلو زبيښلي بيان ته تعريف وايې ؛ په همدي دليل د ټولني پورتنۍ تعريف هم د ټولني هر اړخيزه تو ضيح نه ده .
لکه چي ګران لوستونکي پوهيږي لږ تر لږه دري مليونه کاله وړاندي زمانو کي د انسانانو د ژوند پته لګيدلې ده ؛هغه کسان چي په دي برخه کي څيړني کوي او تر اوسه يې د خپلو څيړنو پايلي څرګندي کړيدي ، د دې مطلب پوره ملاتړ کوي چي په افريقا ( تانزانيا . ليبي او سهيلي افريقا ) اسيا ( منځني ختيځ ، چين ، جاوا ) په اروپا ( جرمني ، فرانسه ، انګلستان ) او د نړۍ په نورو سيمو کي د زماني په تفاوت تر اوسه لومړۍ افريقا بيا اسيا او اروپا کي لرغوني انسانان اوسيدلي او د اوسيدو لو اثار او علايم يې تر لاسه سويدي . زما په اند دا مطلب به ښايې د لوستونکو له خوا بيله شکه د منلو وړ وي . خو هغه لرغوني اثار او علايم چي د کورنۍ او يا ټولني د شتون ثبوت يې ګڼلاي سو، د لرغونپوهانو او انتروپالوجستانو له خوا کشف او تر لاسه سويدي ، زماني واټن يې تر هغو اثارو وروستۍ څرګند سويدۍ . پدي مانا هغه اثار او علايم چي د انسان انفرادي ژوند ثابته وي ډير لرغوني دي نسبت هغو اثارو ته چي د کورنۍ او يا ټولني د شتون ثبوت پکښي سته .د همدي ادعا پر بنسټ ويل کيږي چي لرغونو انسانانو پخوا تر دې چي کورنۍ جوړه کړي په ځانځاني توګه يې د ژوندانه ستړۍ کاروان تعقيب کړۍ دۍ . په دي ترتيب کورني د انسان د اوږد ژوند په يوه زماني مقطع کي په پوهيدلی ( اګاهانه ) عزم منځ ته راغلې ده . داسي لکه ګرام چي ديسي .سانتي او ملي دخپلو اجزاولوري ته لري او د اضعافو خواته ديکا ،هيکتا او کيلو لري ،کورنۍ هم افراد دوه زڼي دري زڼي د خپلو اجزاو په لور او هم د خپلو اضعافو په لور ګنۍ ،قبيله ،قوم او ملت لري . د دي ټکي يادونه په کار ده چي د پورتنيو مسايلو په اړه د زياتو پوهانو اند شريک دۍ نو ځکه يې حواله ليکل زايده بريښي دالکه چي اوس په دې دو ه زريزه کي وويل سي : مځکه د لمر پر شا او خوا ګرځي ( ګاليله )
دوستانو تر بل ځل
د فکر رڼا مو ځلانده اوسه
ع کريم حليمي
12.02.2004
اول تاسوته پاڅونوال سلام وايم او بيا ټولو شريکو ليکوالوته ٠ ټوکه به کوو ٠ ولی چه فلسفه خوټوکی ندی ٠
ماغزه ډير په ستړی کيږی ٠ غواړم چه ټوکه هم وکم خو نه راځی ماته ٠ لکه هوتک جان د خندا دفلسفی فيلسوف ٠
جناب پاڅونول صاحب ٠ که می ستاسو په ليکنه سرخلاص سوی وي سم ٠ زه هم داسی وايم چه دانسان دکورنی ږوند ، فاميل ، قوم ،ملت هيڅ وخت نسو ويلای چه دمقياس واحد ئی داسی دی اصلأ بحث پر معنی وﻻړ دی ٠ نوبه څنګه د مقياس واحد ورته تعين کړو ٠ دوهم داچه انسان د اولی ورځی يواځی نه وو٠ دانه چه قرأن وايی ٠ بيله قرأن هم موږ ته معلوميږی ٠ چه هر څه جوړه دی ٠ بيله جوړی چه کوم شی پيداسی ٠ بيرته دځانه سره ختم کيږی ٠
نبات،حيوان ،نيمه حيوان نيمه نبات ټوله جوړه لری ٠ دوی ته هم د مقياس واحد نسو ايښولای٠ که څنګه ؟
کولای سوچه وواي ٠ د کورنۍ ، قوم ،ملت اساسونه يا بونيادونه ٠
هو ٠ خود به ځينو انسانانو فردی ژوند کړيوی ٠ يابه ئی نسل پاته سوی وي يا نه
يو مثال ئی اټاليا ده وايی چه ٩ نفرو څه جوړه سوی ده ٠
نو ګران ورور عتيق صاحب ممکن يوه استاد په مشخص تحليل کی د تذکور کړی وي ٠ چه دکورنی د مقياس واحد
نور نو زه نه پوهيږم چه دليکونو کړۍ کومی خواته روانه ده ؟
حليمي
نقاد
12.02.2004
ګرانه وروره عتيق صيب سلام ، هره ليکنه مو يو له بله ښکلې او جالبه ده ، زه يې ډيره ارزښتمنه بولم، که څه هم د بشپړاوي له پاره په کې ځينې ټکي موجود وي چې نغوته ورته کوم ، ستاسې خوا او خاطر دې خدای راڅخه نه بدوي . مثلا د ځانځانيزه فرد ي ژوند تقدم پر ټولنيز ژوند باندې درک او تصور وړ نه دی ،
د محترم استاد حليمي صيب اندود چې فرد به مخکې نه وي پيدا ، سم دی ، جز هيڅکله په کل او فر پر ټولنه تقدم نه لري او هيڅکله هم له جز څخه کل نه پيدا کيږي . په داسی حال کې چې استاد حليمي صيب ا ټولو درنو لوستکونکو ته سلامونه وايم ، غواړم زياته کړم ، هغه لومړنۍ انساني ټولنه چې عتيق صيب ورته د ګنۍ په څير يو ښکلی نوم منلی دی، د هغې ټولنې هسته وه چې تر ټوله اوږده تاريخي دوره يې جوه کړې وه ، او په نهايي صورت يې ٣٠ =٤٠ زرو کالو پورې دوام کړی دی .
انسانانو تل اجتماعي يعنې ګډ ژوند کړی دی او کوي يې ، هيڅ داسې وخت نشته او نه و، چې انسانانو په فردي توګه ژوند کړی وي . او چې داسې ده ، نو سړي ته په طبيعي توګه دا پوښتنه پيدا کيږي چې لومړنۍ انساني ټولنې
به کوم شکل او څرنګوالی درلود؟
طبيعي ده چې د اوسنۍ ټولنې په څير نه وه ، نه يې تاريخي شکل او نه يې محتوا د اوسنيو ټولنو په څير و ه. اوس هره ټولنه شتمن ، لږ شتمن ، بيوځله او ډير بيوځله خلک لري ، حاکميت ،ا متيازات ، بي امتيازي ، له حقوقو څخه محروميت ، تعليميافته ، عالمان ، بي علمه ا و بي تعليمه ، مامور ، پوليس ، څکومت ،دولت ، زندانونه ، مجرمان ، وهل او ټکول ، او داسې نور په سلګونو توپيرونه شته، يعنې ټولنه مو طبقاتي ده ، خو دا يو تو پير طبقاتي ويش هلته د انسانانو تر منځه ﻻ پيدا شوی نه و، ديرش څلويښت زره کاله انسانان ټول سره مساوي او برابر و، د ټولنې غړي ټول سره خويندې ورونه او ميندې پلرونه وو . لومړنۍ ټولنې ته د اتنيک له مخې ګنۍ ويل کيده چې د غړو شمير به يې د شلو او ديرشو تنو په شاوخوا کې حسابېده . د ژوند اقتصادي شکل اشتراکي و، يعنې ګډ ملکيت ولاړه وه او زما او ستا غه وخت چا نه پيژندل ، بلکې هرشی زمونږ و، نه زما يا ستا يا د هغه . د کار ويش د د انسانو د جنس د توپير (نارينه او ښځينه غړو ) تر منځ موجود و. ښځو ته د اور څارنه ، د خسو و بوټو را ټولول، د کور جوړول، د ماشومانو روزل او پالل، د ورځني خوراک له پار ه د طبيعي حبوباتو (غله دانه) ميوو، سبو راټولول او داسې نورې مهمې دندې په غاړه پرتې وي ، نارينه و به د ماهيانو او نورو حيواناتو ښکار کاوه ، ددوی دکار نتيجه خوندي و تأمين نه وه او هره ورځ به يې ښکار په ﻻس نه راته ، د تصادف پورې يې اړه لرله ژر څه نيلی شي او که په اونيو اونيو به څه پلاس نه ورتلل . نو که ژونددنارينه و دښکار پورې تړلی وای ، خلک او ټولنه به ژوندۍ نه وای پاتې . مهم د ښځو کار و، چې په منظمه توګه به يې يو څه خوراکي توکي لکه چې پورته مو وويل راوړل او پر هغې به د ټولنې غړي ژوندي پاتې کيدل ..نو اوس تاسو وواياست چې د ټولنی مهم او اغيزمن غړی به نارينه و او که ښځه ؟ طبيعي ده چې د ښځو رول مهم و، نه د نارينه و ، او له همدې کبله د ښځو موقف هم تر نارينه و لو ړ و لکه اوس چې د نارينه و تر ښځو لوړ دی . هغه وخت د ښځو واک زيات و او ښځينه سالاري روانه وه . د ګنۍ او خيل مشرتابه هم ښځې کوله : ګنۍ يوه ګډه شورا لرله ، په هغې کې ټولو سن پوره غړو ، په تيره بيا د ګنۍ زړو تجربه لرونکو برخه اخيستله او د ګنۍ مسايل به يې په سلا مشوره سره شريکه حلول . د شوری په رأس کې به دتر ټولو مشره او د ډيرو تجربو خاونده ښځه ټاکل کيدله ، چې اوتوريتې به يې د اوسنې وخت له يوه جمهور رئيس څخه زياته وه. د شوری فيصلې د دود دستور او تجربو له مخې کيدلې . د ګنۍ ځمکنۍ پولې په پراخه سيمه کې دداسې طبيعي بيلګو پورې رسيدی چې له ورايه به په سترګو ليدل کيدې لکه هاغه غر ، هاغه سيند ، آ خوا هوغه ځنګل ، ديخواته هاغه کمرونه او تپه او داسې نور ې پولې. هرڅه چې د ورځې تولېد کيدل او پلاس راتلل همغه ورځ خوړل کيدل او د سبا او بل سبا له پاره اضافه څه نه پاتې کيدل . توليدي ځواک چې ( مولده ځواک) ورته ويې وده نه وه کړې ، نو اضافي توليد هم نه رامنځته کيده . مساوات او عدالت دومره ټينګ و، چې تر ډيره وخته به ﻻسته راوړې غذا د ګنۍ مشرې داسې ويشله چې د ګنۍ غړي به راټول کيناستل اودګنۍ مشرې چې د چا به مور او د چا نيا کيدله ، يو ه مړۍ يوه ته بله بل ته په دوره او نوبت سره ورکوله ، خپله مړۍ (لقمه) به يې هم هغه وخت خولې ته کوله چې په دوره کې به يې نوبت رارسيدلی و. په وروستۍ مړۍ به خوراک پای ته ورسيد او ټول به يو ډول وږې يا ماړه پاتې شول . هو ماشومان په دې ويش کې نسبتأ پوره مړيدل . دا ٢٥ کسيزه ټولنه لومړۍ اتنيکي ټولنه وه ، چې د وينې يا هډ د ګډون پر بنسټ منځته راغلې وه . په دې ټولنه کې ټول سره خويندې ورونه ، ميندې او ﻻدونه و. خويو شی به تاسوته عجيبه او د حيرانتا وړ و بريښي چې د هر چا مور معلومه وه، خو پلار د هيچا په مشخصه توګه معلو م نه و. له دې کبله هر چا هويت د مور د نامه سره تړلی و ، او دا هم يوعلت و، چې د پلار سارۍ پته نه وه او مورساﻻرۍ د ګنۍ او خيل د ټولنې تر پايه پورې نږدې پنځلس ـ ، شل ـ يا پنځه ويشت زره کاله دوام کړی دی . [color=red:dce7c67801]تر دې وخته پورې ﻻ هم کورنۍ منځته نه راغلې وه او نه چا پيژندله [/color:dce7c67801]. خو داچې کورنۍ بياڅنګه او ولې منځ ته راغله ، دابه غيرت صيب او يا بل کوم قدرمن لوستونکی روښانه کړي ، زه پرې سم نه پوهيږم او پخپله په کې ډيرې پوښتې لرم . د پورتني مځتوياتو په ړه هر لوستونکی پوښتنې ازادانه مطرح کولی شي . په سلامونو .
.
هوښياري خبري
(( ښه ))
13.02.2004
درنو دوستانو او د دپاڼي لوستونکو ته د ښو چارو سره د دي ليکنو د لوستلو ډيره حوصله غواړم ، ګران ورور حليمي صاحيب خو ټوکه نه وه کړی ولي داسي په زړه پوري ليکنه يې کړې وه چي هم زما پام په بله سو او هم يې يوبل ارزښتمن مطلب ته ځير کړم او هغه داچي (( موږ چيري روان يو ؟ )) خو چي د ښاغلي ورور پاڅونوال صاحيب ليکنه مي ولوستل په رښتا چي ډير خوشاله سوم او هم يې دي ليکني ته وه هڅيدولم .
پخوا تر دي چي د نن ورځي پر مطلب ليکنه پيل کړم غواړم دوي لنډي يادوني و ټولو لوستونکو او په ځانګړي توګه حليمي صاحيب ، پاڅونوال صاحيب او طالب جان ورور ته وکړم ، او هغه يادوني دادي چي : 1 دا بحث به لکه چي پاڅونوال صاحيب د فلسفې او پوهي تر سر ليک لاندي په ښکلي انداز او لوړ تفکر پيل کړۍ ، همداسي به يې پر مخ بيايو ، داس ونه سي چي دا بحث د کلتور ، تاريخ او ټولنپوهني لوري ته رانه ولاړ سي چي بيا به د پوهي او فلسفي د سرليک سره سمون نه لري . 2 دوهم مطلب دادۍ چي په دي بحث کي به هڅه وکړو څو يو له بله ماخذونه غواړو او يا په بله مانا پر کتابونو اويا د پوهانو پر نومونو حواله ونه غواړو . دا ځکه چي د دي فورم نوم پوهه او فلسفه ده . دا ميتود او د کار ډول له پخوا هم د فلسفي بحثونو لپاره غوره ګڼل سوي وو . هر چا او هر فيلسوف او هر پوه سړي به خپله رايه په مجالسو کي ښودل او هر يوه تن به هڅه کوله چي داسي منطقي خبره او وينا وکړي چي نور و ته د قناعت وړ وکرځي . همدا دليل وو چي په زياته پيمانه فلسفي افکارو وده او پراختيا موندلې وه . اوس چي له نيکه مرغه د ټول افغان په انترنيتي پاڼه کي دا ديره او حجره جوړه ده او د هري برخي چلونکي هم په پوره پښتني مينه پاڼه څاري ،راځۍ چي خپل فکري توان غښتلۍ او د اند ځلا تيزه کړو ، او په همدي روحيه خپلو بحثونو ته دوام ورکړو .
زه نن ورځ غواړم دري مسلي تر لنډ بحث لاندي يادي کړم :
1-- استقرا او قياس ؛ 2--د فرداو ټولني تقدم او تاخر ؛ 3 يوماخذ يا حواله ؛
دوستانو دا لنډي يادوني يوازي د خپلو تيرو بحثونو په اړه کوم او د عنوان سوو مطالبو څخه هدف د يادو سوو مفاهيمو هر اړخيزه څيړنه نه ده بلکي يوازي د تيرو بحثونو په اړه يې يادونه اړينه ګڼم .
1 قياس او استقرا ؛ دا دواړه د لرغونو زمانو هغه دوه فلسفي ميتودونه دي چي د مسايلو د لټوني او څيړني په وخت کي به کارول کيده ، د دي دوو ميتودونو تر منځ د نورو تفاوتونو تر څنګ يو غوښن تفاوت دا وو چي د قياس ميتود پيروانو او پلويانو به خپله څيړنه د معلوم څخه نا معلوم او د جز څخه کل ته په نظر کي درلوده او د استقرا ميتود پيروانو اوپلويانو به بيا برعکس د نا معلوم څخه معلوم او د کل څخه جز ته لاره پرانستله . دا دواړه ميتودونه د يونانيانو په دوران کي زيات مروج وه او دوهم ځل بيا د اسلامي امپراتورۍ په اوج زمانه کي چي دارلحکمه په بغداد کي د واکمنانو له خوا حمايت کيدله ، دا دواړه ميتودونه کارول کيده او بازار يې ګرم وو . خو کله چي فلسفه او حکمت اروپا ته را نقل سول بيا نوښت راغۍ او د ميتافزيک او ډياليکټيک ميتودونه او طرحي او مسلکونه منځ ته را غلل . خو د دي سره سره تر اوسه هم دا دوه ميتودونه لا کارول کيږي لکه چي موږ او تاسو په خپلو بحثونو کي وکارول . په هر تقدير زما لپاره قياس بهترين ميتود نه دۍ نور ميتودونه سته چي تر قياس يې د فلسفي مسايلو د حل لپاره مناسب ګڼم ، خو غواړم چي يوازي دا ټکۍ ياد کړم چي هر(( کل )) د اجزاو څخه جوړ دۍ . په دي ماناچي اول بايد جز موجود وي څو د ((کل )) د منځ ته راتللو زمينه برابره سي . که دا خبره زما سره ومنل سي بيانو دا منل اسانه دي چي ټولنه کل او افراد يې اجزاوي دي . لومړۍ فرد او بيا ټولنه .
د فرداو ټولني تقدم او تاخر : دي بحث په اړوند غواړم لږ د تاريخ او لرغونپوهني پاڼو ته لاس ور اوږد کړم . تر هغه ځايه چي لرغونپوهانو څرګنده کړې داښيې چي انسان د ودي او تکامل پړاونه په لرغونو زمانو کي په ورو خو پرله پسي طۍ کړيدي . افريکن تروپ او دهغه ډولونه ( ليمور . استرالاپيتيکوس افريکانوس، هوموهابليس او نور ) سينانتروپ او دهغه ډ ولونه ( د جاوا انسان ، چيني انسان اونور ) او نياندرتال ، دا د انسان هغه پيژندل سوي لرغوني تيپونه دي چي اوس اوس په علمي مرکزونو او د نړۍ په پوهنتونو کي د نافذي طرحي په توګه مطرح دي. په دي ترتيب زه بيرته خپل مطلب ته راځم چي د بشر او انسان تر ټولو پخواني شواهد او اثار چي د لرغونپوهانو په وسيله پيداسويدي لږ ترلږه دري مليونه کاله پخوا زمانې په بر کي نيسي په دي جمله کي هغه اثار چي ځانځاني بريښي زيات لرغوني دي نسبت هغو اثارو ته چي لرغونپوهان يې په انساني ټولنو پوري اړوند ګڼي .
3-- يوه حواله او ماخذ : دوستان کولاي سي چي د ټول افغان په ُپاڼه کي د خپلواکۍ جريده او په هغه کي د (( په لرغونپوهنه کي د تيپولوژي ميتودونه )) ولولي داليکنه د افغانستان د نامتو لرغونپوه پوهنوال رسول باوري ليکنه ده . د دي سره سره چي هغه ليکنه زموږ د بحث سره مخامخ پيوند نه لري خو دانساني ټولنو د ټاټوبو د ودي په اړه مرسته کولاي سي .
تر بل ځل
فکري توان مو غښتلۍ او سه