د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

Hazrat jan Rahmatzai
29.10.2007

ښه ښاغلو ورونوپتوال صیب او نظر صیب
اول زه باید تاسو ته دا اویم چی په ځنگل کی موږکان هم ژوند کوی او زمریان هم.
اوس په پښتنو کی داسی ډیر کم موږکان پیداکیدی شی اکثریت ټول زمریان دی.
بله دا چی احمد شاه بابا لوټ کړی او هغه د ه دوی حق او ..او دا دجهاد یو اصول دی چی د دښمن غنایم باید ځانته واخلی.
او[color=olive:659d055c52]نظرصیب[/color:659d055c52] خبره دا چی تاسو ما ته ویلی ډیر غلاوی به مو کړی وی .ډیر غلط فکر مو کړی تاسو باید خپله خبره بیرته واخلی.زه پخپله الحمدالله دومره دارای لرم چی گزاره می ورباندی وشی او دی سره یو خیریه ټولنی په افغانستان کی لرم .


Anonymous
29.10.2007

ستاسو په اجازه :

حيات آباد

http://benawa.com/kandahar/library/sheer/da_sabawoon_pa_tama/38.php

يوه ورځ چېرته مجلس كي د يارانو
چا كيسې كړې د كابل او د ښاريانو
چي راغلي مهاجر دي په زرګونو
تښتېدلي دي له جنګ او له توپونو
په كمپونو په ښارو كي سرګردان دي
ټول خلقيان دي، پرچميان دي كافران دي
دې كفارو را وستلي جينكۍ دي
سپيني سپيني بلوړيني ناوكۍ دي
ښايستې لكه د نكل د پريانو
په سيالۍ ورځي د حورو او غلمانو
پېښور سره نېژدې حيات آباد دى
د دې ښكلو مرغلرو ډك دى ښاد دى
چي هر څوك يې له كوڅو څخه تېريږي
د زړه مراد يې حاصليږي روا كيږي
چټي پېغلي په كړكيو كي ولاړي
خريدار په اشارو ځانته ور غواړي
لكه مستي زركي ګرځي په سېلونو
د بازانو په شان ښكار كوي د زړونو
په سينه كي مي زړګى په غورځېدو سو
بې پروا له دوږخونو له توبو سو
ما وې ځم چي هر څه كيږي دې كوڅې ته
د دې ښكليو سپينو حورو نندارې ته
آيينه كي چي مي وكتل په ځيره
تر نامه مي رسېده ببره ږيره
ما وې ښكلي به مي ونه مني چيري
ژر مي ږيره كړه له مخه څخه ليري
ور روان سومه ليدو ته د خوبانو
يوه چټه مي پيدا كړله يارانو
چټه نه وه يوه ونه وه د ګلو
سر تر پايه د كتلو د ستايلو
په ليدلو مي يو دم د خندا شنه سوه
لكه څانګه د سرو ګلو را كږه سوه
ما ته ګوري په كټ كټ راته خنديږي
پر نازكه نرۍ ملا باندي غبرګيږي
وې يې ماته چي راځي ټوله شېخان دي
طالبان دي، ملايان دي، مولويان دي
د عمرونو مجاهد قوماندان دي
يا امير يا د امير نيژدې خپلوان دي
كه دا نه وي مقامات دي افسران دي
يا عرب دي يا تور مخي پنجابيان دي
كه دا نور وګړي نيت زموږ د ښار كړي
سمدستي يې ملا حكم د سنګسار كړي
دا ته څرنګه را پېښ سوې دې كوټې ته
چي خريلې ږيره راغلې زما دېرې ته
دا كوڅې په اجاره دي د غازيانو
چي ښارونه لوټوي د كافرانو
جوړوي چي د سرونو منارونه
اوروي چي د ګوليو بارانونه
پر ښايستو ځوانانو ميندي سولې بوري
دوى ته وركړې خداى په دې دنيا كي حوري
د اسلام په نوم يې جوړي خزانې كړې
خپل ناموس ته يې تياري هديرې كړې
چي مېرمني په اوو پردو كي نغاړي
د وطن لوڼي پر دغه بازار غواړي
چي اسلام يې دى يوازي په خبرو
تو ل ا نت دي سه پر دا هسي ږيرورو
خو په زړه مي دا خبره همېش ګرځي
په دنيا كي چي "بد غورځي بد به پرځي"
د سرونو په بازار كي چي څوك زر خوري
عاقبت به په همدې بازار كي سر خوري
عبدالباری جهاني
ويرجينيا 1994/31/5


Nazar
29.10.2007

[color=red:b4d1edb26d]اونظرصیب خبره دا چی تاسو ما ته ویلی ډیر غلاوی به مو کړی وی .ډیر غلط فکر مو کړی تاسو باید خپله خبره بیرته واخلی.زه پخپله الحمدالله دومره دارای لرم چی گزاره می ورباندی وشی او دی سره یو خیریه ټولنی په افغانستان کی لرم .[/color:b4d1edb26d]
بیانو بخشنه غواړم
او بیا سلام درته وړاندی کوم 
خبره ستاسو د دولت یا  دارای
محترمه دولت خو د جهاد له رهبرانو سره هم ډیر ده
 په زیاته له هغه رهبرانو سره خو  یو مخ زیات شته   کومو چی افغانستان لوټی لوټی او لوټ کړي
مګر له خپلی خیریه ادری سره پام کړه په خیر خیر کی د احمدشا بابا غوندی غلتی در څخه ونشی
کوشش کړه چی خیر دی خلګو ته ورسیږی


Hazrat jan Rahmatzai
29.10.2007

ښا زما نظر جانه وروره ....
البته دا کومه خیریه ټولنه چی د ه دا زما په خپله شخصی مالیاتو باندی چلیگی . انشاالله زه فکر نه کوم چی څوک خپله پښه پخپله تیشه اوهی.
نو گرانه احمد شاه بابا هم کوم داسی غلط لوټ نه دی کړی... هغه کوم غنایم چی د دښمن له خوا دی تر لاسه کړو هغی هم البته افغانستان ته راوړی او په افغانستان خللکوی ویشلی وه لکه څنگه چی ته د افغانستان ای د ستا نیکه گانو باندی ویشلی او...
زما وروره کوشش وکړه چی په خبره دی سر خلاص شی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more