نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اخیر دا هرڅه افغانستان سره ولي پيښږی؟
Hazrat jan Rahmatzai
20.10.2007
سلامونه او ښي چاری......
ياره خ و زه هیڅ پو هه نشوم چی دا هر څه افغاستان سره ولي پيښږی
په دی تیروکلونو را هیسی چی په افغاستان کی هیڅ ورځ مو دخوشحالی خبر تر غوږو نه شو حتی تر نن ورځی پوری .......اخیر دا کډوډی ، دا بد بختی، دا حکمت او حکمت داری ، دا مسلمان کشی ورور کشی .اخیر یوازی دا افغانستان سره ولی پيښږی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟اخیر کوم علت خو به لری؟؟؟؟
دوستانو تاسی په خپل نظر واچوی.....؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[color=blue:b5e9b0fc1d][/color:b5e9b0fc1d]
Nazar
20.10.2007
Hazrat jan Rahmatzai
سلام درته وړاندی کوم ولا اشنا څه درت ولیکم اوس د شپی یوه بجه او شل دقیقی دی
ډیر خوب رازی سبا به جواب درکړم که چیری پدی مورد کی شه خوب ولید خو وا وا
مګر فکر مکړه کرزي کاکا لګیا ده له امریکایانو سره نو ګوه ر چی امریکایان به واشڼټن وبیالی او که کرزي کاکا به کابل وبیالی
20.10.2007
یاره دا پوښتنه خو به هر سړس کوي لو هر څوک به ورته بل ډول ځواب لري نوتوافق ته پرې څوک نه رسیږي او له همدې کبله یې څوک نه مطرح کوي ځکه په خپل نظر باندې ټينګار او توافق سره شپاړس دي ! بیا هم چې تاسو مطرح کړې زه به هم خپل نظر در سر ه ګډ کړم :
وروره هر بهیر هم اړین او هم بشپړونکي شرایط غواړي ، مٍثلا د مسلمانۍ اړین شرط پر طیّبې کلمې ( لا اله الا الله محمد رسول الله) اقرار او له زړه تصدیق دی ، خو مسلماني پر دې سربیره په نورو څلورو بناو بشپړیږي !
خو مونږ پښتانه نه د ټولنیز ژوند نه آړین او نه بشپړونکي شرایط پیژنو او که یې وپیژنو نو منلو ته یې نه چمتو کیږو !
۱ـ له تاسو سره به پوښتنه راپورته کیږي چې د ټولنې د نیکمرغۍ اړین شرط نو څشی دی؟
خو زه درته مخکې له مخکې باید ووایم چې وروره آړین شرط یواځې هیڅ ګټه نه لري تر څو چې بشپړونکی شرط یې ونه پیژنو او ملا ورته ونه تړو ! خو رابشو آړين شرط ته :
د ټولنېز ژوند د نیکمرغۍ اړين شرط ملي آزادي او خپلواکي ده ! خو آیا مونږ دغه شرط کله هم له قید او شرط پرته منلی او له قید و شرط پرته مو د هغې پوره کولو ته وردانګلي؟؟؟
تر کومه چې هر قیدو شرط له ملي آزادۍ او خپلواکۍ سره مرسته کړې نو زیان یې نه، بلکې ګټه یې رسولې ده، خو څشی چې ګټه رسوي زیان هم رسولې شي که چیرې
په شعوري توګه نه بلکې په جذباتي شکل ترې کار اخیستل کیږي، ځکه له جذباتي شکل څخه دد ملت په ځای د ملت دوښمنان له هغه څخه زیاته ګټه پورته کوي . د ساري په توګه مونږ د ملي آزادۍ ګټلو ته تل په اسلامي جذباتو سره وردانګلي او کله چې دوښمن دېته متوجه شوی په بشپړ ډول یې ترې زمونږ دملي آزادۍ د سپیڅلي هدف او مرام په ضد ګټه پورته کړې او زمونږ ګټلې آزادي یې رانسبي او را نیمګړې کړې او د ملي آزادۍ جهاد یې راته په ضدملي ځواک او ضدملي جهاد بدل کړی دی ! په دې توګه د ټولنیزې نیکمرغۍ هغه اړین شرط مو د ملي ناورین په یوه عامل بدل شوی دی چې وروستي دیرش کالونه مو ددغه حقیقت او واقعیت تاریخي شاهد بلل کیږي ! له شک پرته مجاهدین او طالبان ددغه ملي ناورین او ملي غمیزې په حاملینو او عاملینو بدل شوي دي اود تعجب خبره داده چې دا ناورین هم د اسلام د سپیڅلی نامه لاندې !
هو په کوم ځای کې چې د فکر، تعقل او سیاست پر ځای ، کوم چې د اګاهۍ لوړترین شکل دی، جذبات مخکې ځي ، هلته تاریخ شا ته ځي او د نیکمرغۍ پرځای غمیزې زیږوي ! طالب غورځنګ له اسلامي جذباتو پرته نه اسلامي پوهه درلوده او نه یې نورې سیاسي ،کلتوري، ساینسي او تخنیکي منځپانګه درلودله ، بلکې داسلام په تش جذباتي نامه یې په محتوا کې آن د اسلام پر ضد د عربو د ماقبل اسلامي جهالت دپیر پیښې تکرار کړې او هغه هم د اسلام په نامه! دې نتیجې ته رسیږو چې د ملي آزادۍ جګړې ته دې یواځې هغه وخت د جهاد نوم ورکړل
چې لومړی سوچه ملي او ملتپاله مشري ولري او بیا نو ملي دیني عالمان او روحانیون پر ځان راټول کړي لکه څنګه چې میرویس خان او احمدشاه بابا کول نه داچې ملا او طالب مشران شي او د ملت، خپلواکۍ او هیواد په راتلونکې باندې د
دسیاست په ځای دجذباتو( که هغه مذهبي هم وي) په توره تیارۀ کې لوبې اوغوَیمنډ پیل کړي . [color=white:c088303e08]ددغسې خرمسته سیاست ناوړه پایلو ته په ملګرو ملتو کې د طالبانویو بل پخوانی استازی عبدالحکیم مجاهد هم متوجه شوی او همدا اوس یې په بی بی سي کې مصاحبه اورم چې په اوسني دولت کې د غیر ولسواکو توکو(عناص رو)د موجودیت له امله پیل شوې ولسواکي او د کرزي د حکومت پالیسي له ماتې سره مخامخ بولي . دغه طالب او مجاهد له ډیرو لیکونکو څخه چې د طالبانو په دفاع کې د ټول افغان په بحثفورمونو کې لیکنې کوي ډیر غښتلی او پیګیر ولسواک وتلی دی![/color:c088303e08]
۲ـ دوهم شرط د ټولنیزې نیکمرغۍ بشپړونکی شرط دی چې لومړي آړین شرط ته ارزښت وربخښي : خو نور بیا
اول تر اخره نړیوالو ولی افغانستان بربادی پسی پیښی رالوسی کړی دی.مګر دا ځل دافغاستان بربادی سر ه دټولی نړی بربا
Hazrat jan Rahmatzai
21.10.2007
پتوال صیب !
د لیکنی په مفهوم خو می دی سر خلاص نشو ګمان کوم چی د نورو دوستانو به هم نی شوی.... خو په یو ځای کی تا پښتو ن داسی ښودلی چی کواګی پښتون نادان ،او قانون نه تطبیق وی .. خپلو لیکنو کي باید ډیر غور وکړی
زما هدف یوازی دا او چی داهر څه افغانستان سره ولي پیښیږی چی ټولی نړی ورپسی پیښی رالوسی کړی دی؟
دوستانو تاسو پکی خپل نظر حتمآ واچوی......ږ. :roll:
Re: اول تر اخره نړیوالو ولی افغانستان بربادی پسی پیښی رالوسی کړی دی.مګر دا ځل دافغاستان بربادی سر ه دټولی نړی بر
pattang
21.10.2007
حضرت جانه سلامونه !
که څه هم د پتوال صيب اوزما لارې ګډ هدف ته بېلې دي خو ټول شيان يې واضح او حقيقت ته نږدي ليکلي دي ٠ د پتوال صيب دليک پوهېدنې ته دنقاشي استعداد په کار دی عملي کول يې د هر چا کارندی ، دغه ليکنې اول بايد تحليل شي او هرګام يې دې يوه موزائيک په ډول په ترتيب درجه بندي اوپه خپل وخت او خپل ځای کېښودل شي ترڅو چې عملي جامه واغوندي ٠
زه به يې در لنډه کړم :
د افغانستان د بدبختي ټول علت د هغه د ( ديوه ګډ ملي هويت ) دې نشته والی
علت دی . که دافغانستان ا وسيدونکو ته ،تېرو دولتونو دغه نعمت ور کړی وی نو
اوس به افغان ملت پر داسې بدبختيونوه ککړ٠ په خوله ټول نارې وهي خو په زړو
کې يوه اوبل ته ژورې کندې لري او يوه بل ته لومې ږدي ٠
[quote:82eadbad83="Hazrat jan Rahmatzai"]پتوال صیب !
د لیکنی په مفهوم خو می دی سر خلاص نشو ګمان کوم چی د نورو دوستانو به هم نی شوی.... خو په یو ځای کی تا پښتو ن داسی ښودلی چی کواګی پښتون نادان ،او قانون نه تطبیق وی .. خپلو لیکنو کي باید ډیر غور وکړی
زما هدف یوازی دا او چی داهر څه افغانستان سره ولي پیښیږی چی ټولی نړی ورپسی پیښی رالوسی کړی دی؟
دوستانو تاسو پکی خپل نظر حتمآ واچوی......ږ. :roll:[/quote:82eadbad83]
21.10.2007
خو محترمه مخکې له دې چې د ټولنیزې نیکمرغۍ دوهم بنسټیز شرط وڅېړو، ستا دې لاندې پوښتنې ته به ځواب ووایم :
[quote:8a3462fcf0]خو په یو ځای کی تا پښتو ن داسی ښودلی چی کواګی پښتون نادان ،او قانون نه تطبیق وی .. خپلو لیکنو کي باید ډیر غور وکړی زما هدف یوازی دا و چی داهر څه افغانستان سره ولي پیښیږی چی ټولی نړی ورپسی پیښی رالوسی کړی دی؟ [/quote:8a3462fcf0]
وروره مجاهدینو اکٍٍثریت پښتانه وو، طالب خو دې ټول پښتانه درواخله او کومه ډله یې هوښیاره ، پوهه او په سیاسي چارو کې بریالۍ وه ؟ که پښتانه خدای مکړه په طالبانو او او پښتنې جهدي تنظیمونو ونیسو، نو بیا خو ورته هوښیار، پوه او په سیاست رسیدلي خلک نشې ویلی، ولې داسې نه ده ، طالب او ډیری مجاهدین به پښتانه وو خو پښتانه جهادي تنظیمونه او طالبان نه دي . پښتانه رښتیا هم ډیر پوه ، مدبر او رسیدلي خلک، ډلې او اشخاص لري او له هیچا څخه کم نه دي .
خو دوښمن هغو ته کله موقع ورکړې او کبه یې پریږدي چې د قام مشري وکړي ؟ برعکس هغه عناصرو ته واک او د قام مشري ورسپاري چې یا په څلورو روان وي،
ړانده کاڼه او د جذباتو په نیلي سپاره د اسلام په تش نامه له سر مال ، وطن او ملي ناموس څخه د دوښمن له پاره تیر وي او یا که څه پوهیږي د شخصي ګټو له پاره
د قام او وطن په وړاندې هر خیانت او جنایت ته چمتو وي! دا روانه دیرش کلنه غمیزه خو له اسمان نه نه ده راغلې که بهرنیانو غوښتې وه نو داوطلب کاندیدان خو ورته پخپله زمونږ او ستاسې جهادي او طالبي مشران شوي وو . حوک ٍٍابتولی شي چې رباني تاجګوته خدمت نه، بلکې خیانت کړی؟ یا احمد شاه مسعود تاجکو ته خدمت نه بلکې خیانت کړی، ولې څوک به برعکس دا ثابته کړي چې یوپښتون تنظیمي یا طالب مشر خپل پښتون قام یا پښتو ته خیانت نه ، بلکې خدمت کړی دی ؟؟؟؟
نو زه به هم ستا پوښتنه داسې رامشخصه کړم چې :
دا پیښې (ستا خبره ) ولی له مونږ پښتن سره پخپله د پښتنو مشرانو له خوا کیږي ؟؟ دا ځکه چې په همغو مقدسو جذباتو کې مونږ ته له اسلام اباد څخه جهادي او طالبي مشران ټاکل شوي او مونږ یا په ړندو سترګو بسې روان شوي یو او یا ورته مجبور کړی شوي یو چې مشري یې ومنو ! ځینو پښتنو ولې د KGB داستازی تره کي مشرۍ ته تن کیښود ؟ مجاهدو پښتنو ولې ISI په لاس ټاکلي تنظیمونه او تنظيةي رمشران ومنل؟ دآی اس آی په لاس جوړ شوی طالب غورځنګ ملاتړ یې ولې وکړ؟؟؟
که همدا اوس ولسوالو جګړمارو ته وګورو نو وبه وایو چې د هیواد په سیاسي برخلیک د ټاکلو له پاره پښتونه یوه دې خطا ، دوه دې خطا، داسې نه چې جمله دی خطا !
[color=white:8a3462fcf0]داچې ټوله نړۍ د چا پسۍ پښې رالوڅې کړې وي ښيي چې دغه ډلې به دیوې پسې بلې تیروتنې ته ملا تړلې وي او یوه غلطي به په لا بده غلطۍ ااصلاح کول غواړي لکه د نجیب رژیم په نا پوهو مجاهدینو راپرځول او د ناپوهو مجاهدینو رژیم په وحشي طالبانو را پرځول ددغسې وحشت یوه لړۍ وه چې د اسلام په تش نامه مو مقدسه بللې او له الترناتیف پرته ډیرو وردانګلي دي ! آیا همداسې نه وه؟[/color:8a3462fcf0]
۲ـ دوهم شرط د ټولنیزې نیکمرغۍ بشپړونکی شرط دی چې لومړي آړین شرط ته ارزښت وربخښي :
Hazrat jan Rahmatzai
22.10.2007
پتوال صیب !
پښتانه بی موجیبه غلط مه ګنړه نن ورځ چی پښتانه په افغانستان کی نی افغانستان به داسی و ی لکه دیګی چی سرپوښ ورک کړی وی.
او پاتی شوله خبره د دی چی داهر څه افغانستان سره ولی پيښږی ؟
زما په اند د هر څه چی دومره مده پیښ شول او نور هم پیښی دا دهغه بهرنیو مخالیفینو مخالفتونه او چی نن افغانستان بر باد دی او دا ځل دټولی نړی بربادیدل هم په شک کی دی.
د د ی بهرنیو مخالیفونو هدف څه او؟
زما په اند ! دوی غوښتل چی د(اسیا) په مرکز کی زیرمه ولری . او د دی مرکزی زیرمی له کبله به د ټولی اسیا کنترول د دوی په لاس کی وی او همدی سره سره به دوی یو ښه اقتصادی عاید هم ولری.... او داسی نور هدفونه خو متاصفآ چی داسی به نه کیږی که هر ځل افغانستان وران ای دی نو دا ځل د غونډی نړی ورانیدل په شک کی دی.
اوس به عقل او بی عقل معلوم شی.......
دا ټول د هغه پښتانو د پاکی ِعقیدی او پاک ایمان او تقوا له امل پیښږی.....
د اخو زما یو نظر او کی تاسی کوم نظر لی نو لطفآ شریک ای کړی.....[color=red:80c5d569c9][/color:80c5d569c9]
22.10.2007
رحمتزی صیب سلامونه،
تاسې خپل سوال ته پخپله داسې ځواب لیکلی :
[quote:d6d30557cf]دا ټول د پښتانو د پاکی ِعقیدی او پاک ایمان او تقوا له امل پیښږی..... [/quote:d6d30557cf]
آفرین بچی دی لوی شه ، د نښې منځ دې وویشت اوڅومره ښه خبره مو وکړه ، ایمان او تقوا ده او بس، بل شي پښتون نه لري ، او دا دواړه ، ایمان او تقوا، خو سوچه احساسات اوجذبات دي ، بی له شکه مقدس او سپېڅلي خو په هر صورت جذبات دی او سیاست سوچه عقل او اندیز ې کواندتیا ته اړتیا لري .که سیاسي مشران هم په جذباتو تکیه ګوي او ملا طالب او چړي یواځې په جذباتو تکیه کوي، نو سیاسي مشري به یې له غمیزو ، جنګ جګړو ، دوزخي ژوند اود اخرت له جنتي وعدو پرته بل څه ارمغان ونه لري .نو که ولس ایمان تقوا جذبات لري، ورسره باید دومره عقل او هوښیاري همولري چې سیاسي مشرۍ ته ملا طالب او چړي پرېنږدي که نه ددنیا هر ملک چې وشه یې ورسیږي پرې لوبې کوي، پاتې خو لا د پنجابیانو غوندې ګاونډیان ، چې هیڅکله به د افغانانو د ایمان او تقوا څخه ناوړه ګټه پورته کول او دوی نور هم په خپله لمه لومه کې ښکیلولو څخه لاس وانخلي ! د پښتنو د سیاسي
بیدارۍ عقل او هوښیارۍ ک]ه خو داسې صفر ده چې راشه که یې ګورې .
د افغانستان کابو نیمه برخه ترې پاکستان ولې او څنګه لاندې کړې او د ځېټې لاندې یې ساتلې ده ؟ داچې طالبان اوس هم د اسلامي جذباتو په وسیله خپل ډول ته ګډوي او لاس ترې نه اخلي صرف له دې ویرې څخه چې دا ویده، بیړا او بیهوشه قام به آخر یووخت راوبیښیږي او دا ستره لقمه به زما له خاماري خېټې څخه راباسي، نو ښه داده چې ابد الابد یې د راويښیدو له چانس څخه وباسو او دا کار د طالبانو د جهالت په وسیله تر سره کړو . په طالبانو کې د پاکستان له پاره له جهالت او ملي خېانت پرته نور هیڅ کمال نشته !
Hazrat jan Rahmatzai
22.10.2007
ګرانه پتوا ل صیب.... ځان په ایمان او اسلام پوهی کړه.... که خبر ني نو
ځان تری خبر کړه ..... که ته چیری دایمان او سلام لاندی حرکت ونکړی ته مسلمان ني او پښتانو هغه څه کړی دی چی کوم مسلما ن تی کول پکار او .....د پښتنو تکیه په خدای تعالی وه .... اوس چا چی له دی نه ناوړی ګټه پورته کړی دی هغی جزا به اول خدا ی بیا پښتون ورکوی .......که هر ځل افغانستان ورانیدی دا ځل د ټولی نړی ورانیدل په شک کی دی لکه څنګه چی جورج بوش هم د دی خبر پخلی کړی......
وګورو چی څه کیږی. :roll:
Nazar
23.10.2007
داهر څه افغانستان سره ولی پيښږی ؟
جواب ډیر ساده او اسانه ده په افغانستان کی پشتنانه ډیر دی او هغه هم نسواریان
هره نشه ځانته یو سوچ او فکر لری دا نسوار دی دنیا تر ټولو ساده او بی ارز شته نشه ده یعنی بس په یوه افغانی ځان شه نشه کولی شی
پشتون په دنیا کی د نورو لپاره یوه مسخره ده
هوی هوی خان صاب ډررررررررر وي وي قربان شم
دا حقیقت ده
پشتنو !
په خپلو غټو غټو څټانو مغلتی ږي دا
23.10.2007
ګران رحمتزی صیب ته سلامونه !
[quote:9748515f85] پښتانو هغه څه کړی دی چی کوم مسلما ن تی کول پکار او .....د پښتنو تکیه په خدای تعالی وه .... اوس چا چی له دی نه ناوړی ګټه پورته کړی دی هغی جزا به اول خدا ی بیا پښتون ورکوی [/quote:9748515f85]
امریکا د کاتر په وخت کې د پاکستان سره سلا شو چې د شوروي پلوه خلقي رژیم په ضد په پیسو او تبلیغ سره دومره ساده پښتانه وهڅوي او را پورته یې کړي ، څو شوروي سره د کابل رژیم د ماتې اندیښنه پیدا شي او په افغانستان پوځي تیری وکړي، نو هله به ټول افغانان را پورته شي، مونږ به له شوروي نه د ویتنام قصور واخلو او ته(پاکستان) به دافغانستان سیاسي برخلیک په خپل لاس کې ونیسې .
همدغسې د طالب رژیم تر پایه پورې وشول ! له دې واقیت څخه د کارتر پخواني سیاسي مشاور بریژینسکي پرده پورته کړې ده .
نو رحمتزی صیب که ستا خبره سمه وي نو اوس ته ووایه چې پښتانه به کله پاکستان ته سزا ورکوي ؟؟؟
مجاهدین او طالبان خو یې لا تر اوسه هم لاسپوڅي او غلامان پاتې شول، نو دا سزا به پاکستان ته ورکوي څوک؟؟؟؟
[quote:9748515f85].......که هر ځل افغانستان ورانیدی دا ځل د ټولی نړی ورانیدل په شک کی دی لکه څنګه چی جورج بوش هم د دی خبر پخلی کړی......
وګورو چی څه کیږی. [/quote:9748515f85]
داسې بریښی چې د بزرګې ادعا لرې، خو تکیه دې بیا هم د بوش بر پخلي کړې ده .
د مهدي (ع) راتګ احتمال لري، که دغه خبره دې مقصد وي نو سمه ده اوکه نه نوره بزرګي مو په یوه تشه ادعا څنګه ثابتوي؟
Hazrat jan Rahmatzai
24.10.2007
ورونو تاسی پښتو ن ته په ډیر کم نظر مه ګوری !!!!
کوم علمی اسلامی ،ننګ غیرت چی پښتون په ټولی نړی کي ثابت کړی بل ساریي په نړی کي نشته .. د مثال په ډول احمد شاه بابا درانی کو م ویاړلی افتخار پښتنو او افغانستان ته وربښيلی او پښتانه هم د هغه میړانی شخصت اولاده ده چی په افغانستا،پاکستان ،ایران،ترکمنستان،ازبکستان ، هندوستان او داسی نورو ماملکو کی امپراتوری تر سره کړی ده.....
نو پښتون دهغه شان ویاړلی شخصت اولاده ده هیڅ کله هم پښتون نه شی غلطی دی دالله په حکم سره
24.10.2007
رحمتزی صیب ته بیا سلام او درناوی ! [quote:da7aee4f8d]کوم [color=red:da7aee4f8d]علمی[/color:da7aee4f8d] اسلامی ،ننګ غیرت چی پښتون په ټولی نړی کي ثابت کړی بل ساریي په نړی کي نشته [/quote:da7aee4f8d].
داچې په اسلامیت ننګ او غیرت کې د پښتون ساری په نړۍ کې نه وینې ښایې یا سمه وي او یا عینکې در سره مرسته وکړای شي خو داچې په علمي ډګر کې یې هم ساری نه ګوری باید ډاکتر ته لاړ شې، خو پام کوه چې د سترګو ډاګتر ته لاړ نشې،
هغه در سره په دې برخه کې هیڅ مرسته نشي کولی، ځکه په علم تخنیک او تکنالوژۍ کې د پښتنو سیالان لیدل د هرچا له پآره رښتیا هم دومره ساده کار نه دی [quote:da7aee4f8d] د مثال په ډول احمد شاه بابا درانی کو م ویاړلی افتخار پښتنو او افغانستان ته وربښيلی او پښتانه هم د هغه میړانی شخصت اولاده ده چی په افغانستا،پاکستان ،ایران،ترکمنستان،ازبکستان ، هندوستان او داسی نورو ماملکو کی امپراتوری تر سره کړی ده..... [/quote:da7aee4f8d]
احمد شاه د نادر افشار په دربار کې، میرویس خان د صفویانو په دربار کې ، خوشالخان او شیرخان دې د مغولو په دربار کې سیاسي زدکړه او تجربه کړې وه، که نه د غیرت پښتو او مسلمانۍ څخه به یې هم څه نه وو جوړ کړي . هغه طالبان دي چې
له سیاسي پوهې پرته له غیرت پښتو او مسلمانۍ څخه هر څه جوړول غواړي او پرله پسې ټکرې او تیندکونه خوري .
Nazar
25.10.2007
[color=green:5c4c54ee41]ورونو تاسی پښتو ن ته په ډیر کم نظر مه ګوری !!!!
کوم علمی اسلامی ،ننګ غیرت چی پښتون په ټولی نړی کي ثابت کړی بل ساریي په نړی کي نشته .. د مثال په ډول احمد شاه بابا درانی کو م ویاړلی افتخار پښتنو او افغانستان ته وربښيلی او پښتانه هم د هغه میړانی شخصت اولاده ده چی په افغانستا،پاکستان ،ایران،ترکمنستان،ازبکستان ، هندوستان او داسی نورو ماملکو کی امپراتوری تر سره کړی ده.....
نو پښتون دهغه شان ویاړلی شخصت اولاده ده هیڅ کله هم پښتون نه شی غلطی دی دالله په حکم سره[/color:5c4c54ee41]
احمد شا بابا ؟
پرته له جنګو ماسیوا څه یی کړی دی
اټم بم یی جوړ کړی ؟
د برق اخترا یی کړی؟
په افغانستا کی دی تیلو فابریکی جوړی کړی دی ؟
سپوژمی ته ختلی وه ؟
اخر انسانیت لپاره یی څه کړی دی ؟
تاریخ تاریخ یادوی په تاریخ کی پرته له جنګه ماسی وا نور څه دی
هیند یی څو څو واری لوټ کړی نور یی څه کړی
؟؟؟
ته لا فخر پی کړی
د نړي له نورو انسانانو ځخه پشتنه وکړه په زیاته له هندوانو چخه
چی نوم یی ورواخلی وینی به درته قي کړی
25.10.2007
نه نه ښاغلی نظر، دا درسره بیخي نه منم . خو لومړی مې سلام او بیا کلام ته غوږ شه :
هر قام او هرملت خپل خپل ویاړونه او تاریخي لاسته راوړنې لري ، او هغه د نورو پّه تیره ګاونډیو او رقیبو ملتونو له خوا غندل کیږي ، باید هیر نشي چې په ملي ، پوځي او سیاسي او اسلامي برخه کې د لوی احمد شاه با با کارنامې دټولو افغانانو په تیره بیا د پښتنو له پاره بی سارې کار نامې دي چې کیدای شي د عربو له پآره د محمد (ص) او د اسراییلو له پاره د موسی (ع) نه وروسته د پښتنو له پاره د احمد شاه بابا کارنامې سرنوشت سازې ، ټاکونکې ، ارزښتمنې او تلپایه کارنامې وبلل شي ! دده له کارنامو پرته به دی پښتون قام نن هم ځان نه و پیژندلی، پردیو خو به پرې لو بې او ملنډې وهلی، وطن خاوره ، ژبه قام او ملي هویت به مو چا هم نه پیژندل ،د یو او بل دولت سره به مو یا جنګي نوکري او یا خدای مکړه غلامي کوله . په هند او ایران کې د پښتنو پادشاهي د تاریخ یو تصادف وګڼّه.
داچې د احمدشاه لمسو وطن ټینګ نکړ، په دې دوی خپله ګرم او څه یې چې تر نن ورځې پورې ژغورلي دا د احمد شا با با میراث دي، نوکه د هغه میراث موجود نه وای څه به یې ژغورلی وای ؟ هیڅ ! او څه به مو لرلای؟ هیڅ! او څه به مو حال وای؟ له اوسني بد حال څخه هم ډييييييييييير ډیییییر بدتر !
پاتې شوه دبشر خبره، نو څوک چې خپل قام ته یو خدمت وکړي همغه د بشر خدمت دی، او هیڅچا هم له خپل قام او وطن پرته نور بشر ته خدمت نه دی کړی، که محمد (صٌ) عربو ته اسلام نه وای راوړی نوره نړۍ به ترې اتوماتیک محرومه پاتې وه، که موسی (ع) اسراییل نه وای آزاد کړي، له کوه طور څخه تورات به چاته راوړل شوی
او په نورو ادیانو(انجیل او قران کربم ) کې به یې محتوا څنګه ذکر شوې وای. لنډه داچی هر ویاړلی په خپل قام ویاړلی او د خپل قام په سر ویاړلی کیږي !
پاتی شوه د هندوانو خبره نو که د هند له مسلمانانونه پوښتنه وکړې باید درته تایید کړي چې دوی (اوس پاکستانیان) د احمد شاه غازي له برکته مسلمانان پاتې شوي او ددوی حاکمیت پر هندوانو د احمدشاه بابا له برکته غزیدلی و ! وګوره دا نمک حرامه پنجابیان چې د همغه احمد شاه خاوره یې دده له بچو څخه تر دیورن لاین پورې لاندې کړی او کله چې د لرې پښتونخوا دنوم سره د احمد شاه نوم واخیستل شي نو بیا دوی فورا ً هندوستانی هندوان شي او احمدشاه ته د ډاکو او یرغلګر
بد رد شروع کړي . هم احمدشاه سهووه کړې چې ددغسې نمکحرام او جفاکش قام سره یې اسلامي ملاتړ کړی و! او طالبان ؟ او طالبان چې بیاهم نن د پنجابیانو (اي . اس . ای) غلامي کوي نو په څلورواړو جامنو یې خوري !
Nazar
26.10.2007
[quote:a289d1279d="کوشان"]ښاغلی رحمتځی
د هيوادونو تسخيرول اسان کار دی ، خو د تسخير شويو هيوادو ساتل او
د هغه د وګړو، د زړونو تسخيرول مشکل کار دی .
په دې کې شک نشته چې دراني احمد شاه بابا يو لوی سياستوال وو .
خو کوم ځايونه چې د د دامپراتورۍ برخه وه ، څومره نور يې پاتې دی .
نو پښتنو خو خپل هغه کور چې نيکونو يې ورته په ميراث پرېيښی وو ،
ونشو ساتلی . علت يې دا دی چې مونږه په خپلې پښتو او پښتونوالۍ
ولاړ نه يو او د پرديو ايديولوژيو او اديانو د پاره يو بل ته په کمين ناست يو .
او همدا زمونږ د بدبختۍ علت دی .
hyfbhdfhdfhfhgfhgfhgfhgf
په درناوۍ[/quote:a289d1279d]
پتوال ليکي :
[quote:a289d1279d]داچې د احمدشاه لمسو وطن ټینګ نکړ، په دې دوی خپله ګرم او څه یې چې تر نن ورځې پورې ژغورلي دا د احمد شا با با میراث دي، نوکه د هغه میراث موجود نه وای څه به یې ژغورلی وای ؟ هیڅ ! او څه به مو لرلای؟ هیڅ! او څه به مو حال وای؟ له اوسني بد حال څخه هم ډييييييييييير ډیییییر بدتر ! [/quote:a289d1279d]
ايا د دواړو دغه خبرې سمې دي ؟؟؟
26.10.2007
نه ځوانه زه د کوشان صیب له دې تشخیص سره موافقق نه یم چې
[quote:16d4e2a50d]پښتنو خو خپل هغه کور چې نيکونو يې ورته په ميراث پرېيښی وو ،
ونشو ساتلی . (نو ګواکې ـــ پ)علت يې دا دی چې مونږه په خپلې پښتو او پښتونوالۍ ولاړ نه يو او د پرديو ايديولوژيو او اديانو د پاره يو بل ته په کمين ناست يو . او همدا زمونږ د بدبختۍ علت دی [/quote:16d4e2a50d].
په تیره بیا ایدیالوژي علت بلل ځکه سم نه دي چې احمد شاه هم همدغه ادیالوژي لرله منتهې ډیره ځواکمنه اود لمسو تر اسلام دده ایدیالوژي چې د عین اسلام له سپیڅلي دین څخه عبارت وه څوځلې غښتلې وه ! که له پردظ ایدیالوژي څخه
د کوشان مقصد داسلام نه ء بلکې چپې ایدیالوژی وای، چې نه دی، نو هغه پردۍ ایدیالوژي خو صرف د تیرې پیړۍ په شپږمه، اوومه او اتمه لسیزه کې دمارکسیزم لېننیزم په نامه موجوده وه او بیا د تل له پاره ورکه شوه ، حال داچې د ډیورن کرښه ډیره پخوا تحمیل شوې ده!
هو امیر عبدالرحمان هم بی پښتو او هم یو خراب او ضعیف مسلمان و چې د سردار محمد ایوب خان سره د انګریزانو پر ضد نه بلکې برعکس د انګریزانو سره د هغه پر ضد ودرید. عبدالرحما هم لکه شاه شجاع د انګریزانو سړی و!
Nazar
27.10.2007
پتوال صاحب زه هم اول سلام درته وړاندی کوم بیا کلام٠
دا زه درسره منم احمدشاه بابا نر او زړور سړی وه
خو دا هم تاسو ته او تولی نړی ته معلومه ده سی پشتون قوم نر او زړور قوم ده
په خاسه توګه دی پنجاب هرامیانو ته ډیره ښه معلومه ده
پشتون په چل او هنر بیلکل نه پوهیژی څکه خو نن زه په خپل نیکه احمدشاه بابا غوند ی قهرمان پوری خاند م
او زه بیلکل خپل ځان حق په جانب بولم
په زور یو ځای یا یوه منتقه اشغال کولی شی
ولی دی ساتلو لپاره بیا له زور سره سره چل او هنر هم غواړی
په پشتنو کی چل او هنر نشته پشتون که په حکمتداری پیدای نن ورځ به دا هندستان او پاکستان او افغانستان او بنګله دیش
دا ټول به یو پشتونستان وای
نور تاریخ تاسو ته شه معلوم ده مګر په تاریخ کی دی پشتانه دا یوه قیصه لکلی زړور نو که زه درته ولیکم چی زړه سی په لیونی کی ده بل دی چا په پلارکی ولاک وی
27.10.2007
دروند ورور ښاغلی نظر صیب علیکم السلام و رحمت الله وبرکاته!
احمد شاه با با لوی مدبر باچا و، او خپل قام افغانان یې پر ځان راټول ساتل نوهره شخړه یې په اسانۍ او ژر حلوله ، خو لمسی یې په درباري ناز نازولي او له خپل قام او ملت څخه لیرې اموخته شول ، ددربار او کورنۍ خپلمنځی بی اتفاقیو او دسیسو د ملی مسولیت او اړین تدبیر دنشتوالی له امله کمځواکه کړل او ملی قدرت او دبدبه یې له لاسه ورکړه . نو نه یې ا با او نه یې پښتون قام ګرم و، بلکې دوی پخپله ګرم وو، چې د احمد شاه بابا له لارې منحرف او له قامی ملاتړ څخه ګوښې پاتې شول !
Hazrat jan Rahmatzai
27.10.2007
یو ځل بیا خپلو دوستانوته سلام ډالی کوم.
داڅو ورځی می ونکړی شو چی د دوستانو بحثونو ته ځواب ورکړم. خو اوس بی درکړم....
ښا گرانو دوستانو تاسو ځینی قسم او ناقص پوښتنی کړی لکه نظر صیب چی [color=green:69dc5c805f]ویلی سپوږمی ته ختلی او؟[/color:69dc5c805f]
یاره زه خو فکر نه کو م چی تر اوسه پوری هم څوک سپوږمی ته ختلی وی.
[color=darkblue:69dc5c805f]او پتوال صیب په خپل بی علامانه لکنی کی وای.[/color:69dc5c805f]
[color=green:69dc5c805f]چی حضرت محمد(ص)د عربو لپاره کارنامی کړی[/color:69dc5c805f]. ته خو باید په دی ځان پوهی کړی چی هغه د تولی نړی مسلمانانو لپاره کارنامی پریښی ..
او بله ځای کی وای چی احمد شاه بابا نه وی نو دوی باندی به غلامی کړی وی.
پتوال صیب !پښتو ن لا داسی مور نه ده راوړی چی هغه به دا چا غلامی وکړی... تر نن ورځی پوری گڼ شمیر ستاغوندی دکفر غلامان گرځییدلی.. او پښتون نن ورځ هم د چا غلامی نه منی او نه هم کله منلی ده ..
وایی چی که احمد شاه بابا نه وی نو پښتانه به هڅ کله هم چا نه وی پیږندلی . دا خو صحی خبره خو کوم افتخار چی خدای تعالی داحمد شاه بابا او د هغه د بچیانو گرځولی په نړی کیی ساری نشته.
بل ځای کی زمونږ ورور نظر وایی چی څو ځلی هندوستان لوټ کړ.زه وایم ښه وکړل .... دکافرانو څخه لوټ کړی ده د لمسایانو داوایی شه :lol: .
Lotfollah
28.10.2007
د بحث ګډونوالو ګرانو دوستانو سلام علیکم
حضرت جان رحمتزی لیکي:
[quote:f4b20e1f51]بل ځای کی زمونږ ورور نظر وایی چی څو ځلی هندوستان لوټ کړ.[color=blue:f4b20e1f51]زه وایم ښه وکړل .... دکافرانو څخه لوټ کړی ده[/color:f4b20e1f51][/quote:f4b20e1f51]
خدای دې خیر پېښ کړي په بحثونو کې یو بل د نر بچئ پیدا شو :x :x :x
Nazar
28.10.2007
Hazrat jan Rahmatzai
زه سلام درته وړاندی کوم
یاره ته د غله په غلا فخر کړی ؟
د هندوستان په پایتخت کی دهلی
دری کټوازیانو په اشوکه هوټل کی یو اتاق په کرایه ونیو د دی اوتاق کرایه
٨٠٠٠ هندی روپي وي دی ٣ کټوازیانو ٣ شپی په دی هوټل کی تیری کړی
خو ٣ شپی باد دوي ٢٤٠٠٠ روپی بیل ورکړ
مګر په بدله کی دوی دی ٥٠٠٠٠ قالینه غلا کړه لدی هوټل څخه
وس ته پخپله سوچ وکړه څومره د شرم خبره ده
ما په هندوستان پاکستان روسیه بنګله دیش او نورو هیوادنو کی شه ډیر وقت تیرکړي ده
او د پشتنو ژوند می په دی ټولو هیوادنو کی له نژدی لیدلي ده
څکه درته لیکم چی پشتون ډیر زیات په غیرت او شرم ولاړ خلګ دی
مګر د هیواد چاری یا هیواد چلول دا دی پشتانه کار نده
پشتون سرف او سرف غیرت او شرم لری
پشتون یو جنګی مشین ده ټارګیټ ورکړه دوی خپل ځان ټارګیټ ته رسوی
مګر
د ټارګیټ ساتنه دا قابلیت په پشتانه کی بیلکل نشته
او دا کار طالیبانو هم په اسبات رسولی ده
طالیبان چی اکسریت یی پشتانه وه
په ډیر لنډ وقت کی دوی په ټول افغانستانه حاکمیت تر لاسه کړ
مګر دغومره ژر یی له لاسه هم ورکړ
Nazar
28.10.2007
او حضرت خانه وروره !
ستاسو له لیکونو دا معلومیژی چی ډیری غلاوی به دی کړی یی
خو غلا که له کافر څخه وکړی او یا له مسلمان څخه غلا غلا ده
28.10.2007
[quote:d392c26483]او پتوال صیب په خپل بی علامانه لکنی کی وای.
چی حضرت محمد(ص)د عربو لپاره کارنامی کړی. ته خو باید په دی ځان پوهی کړی چی هغه د تولی نړی مسلمانانو لپاره کارنامی پریښی[/quote:d392c26483]
رحمتزی صیب ته سلام !
وروره حتی ستا په یورتنۍ جمله بندۍ کۍ هم د عربو او نورې نړۍ د مسلمانانو تر منځ فرق په ډاګه دی چې تاییدوې : حضرت محمد(ص)د عربو لپاره کارنامی [color=white:d392c26483]کړی[/color:d392c26483]... خو...د تولی نړی مسلمانانو لپاره کارنامی [color=yellow:d392c26483]پریښی[/color:d392c26483]یعنې هغه کارنامې چې حضرت محمد(ص)د عربو لپاره ، د عربو د فردي ، اجتماعي او او ملي ژوند په بدلون کې تر سره کړي، هغه وروسته د نورو د عقیدوي او اجتماعي ژوند دبدلون سبب هم وګرځېدې کله چې د اسلامي خلافتونو په وخت کې اسلام په نورو هیوادونو کې هم خپور شو !
دا دواړه حقیقتونه یوشی نه دي او په دی هم نه یوشی کیږي چې ستاسې په څیر هر کس ته مالوم دي . اسلام له ټوټه عربو څخه یوموټی واحد او آزادعربي ملت جوړ کړ، او نه یواځې آزاد بلکې په نورو قامونو یې یو حاکم ملت هم ترې جوړ کړ او د اسلام په عربي دارالخلافه یې واړول ، نه د اسلام په ایراني دارالخلافه، نه د اسلام په افغاني دارالخلافه او نه هم د اسلام په هندي دارالخلافه ! په دې فرق ته هله
نشې پوهیدلی چې په افغانستان کې ته داسلام ایراني حکومت يا د اسلام پاکستاني حکومت دافغانان د خپل اسلامي حکوت سره یوشي وبولې او یا لږ تر لږه د تاریخ له هغو قربانیو څخه ځان خبر کړې چې ددی خاورې قومونو د اسلام حاکمیت ته نه، بلکې د عربو حاکمیت ته د پا ټکي د ايپښودلو له پاره ورکړي دي !
همدغه راز تاسې د شعوري او غیر شعوري غلامۍ تر منځ توپیر نه پیژنۍ که نه دا لاندې جمله به مو نه لیکلای ، خو وجود دواړو درلود اوآیا ر پنجابیانو تر تسلط لاندې د لرې پښتونخوا ژوند غیر شعوری غلامی نه ده؟ که وي نو بیا دا جمله مو له احساساتو پرته بله کومه معنی لری ؟ :
[quote:d392c26483]او بله ځای کی وای چی احمد شاه بابا نه وی نو دوی باندی به غلامی کړی وی پتوال صیب !پښتو ن لا داسی مور نه ده راوړی چی هغه به دا چا غلامی وکړی [/quote:d392c26483].
او بل وروره لږه یې سړه خوره او پنځه واړه ګوتې په خوله مۀ منډه ، آخر په پښتو
او اسلام کې ته هر چاته داسې چلنجونه ورکولی شې ؟ :
[quote:d392c26483]تر نن ورځی پوری گڼ شمیر ستاغوندی دکفر غلامان گرځییدلی.. او پښتون نن ورځ هم د چا غلامی نه منی او نه یې هم کله منلی ده [/quote:d392c26483]
28.10.2007
[quote:e933fc5baa]او پتوال صیب په خپل بی علامانه لکنی کی وای.
چی حضرت محمد(ص)د عربو لپاره کارنامی کړی. ته خو باید په دی ځان پوهی کړی چی هغه د تولی نړی مسلمانانو لپاره کارنامی پریښی[/quote:e933fc5baa]
رحمتزی صیب ته سلام !
وروره حتی ستا په یورتنۍ جمله بندۍ کۍ هم د عربو او نورې نړۍ د مسلمانانو تر منځ فرق په ډاګه دی چې تاییدوې : حضرت محمد(ص)د عربو لپاره کارنامی [color=white:e933fc5baa]کړی[/color:e933fc5baa]... خو...د تولی نړی مسلمانانو لپاره کارنامی [color=yellow:e933fc5baa]پریښی[/color:e933fc5baa]یعنې هغه کارنامې چې حضرت محمد(ص)د عربو لپاره ، د عربو د فردي ، اجتماعي او او ملي ژوند په بدلون کې تر سره کړي، هغه وروسته د نورو د عقیدوي او اجتماعي ژوند دبدلون سبب هم وګرځېدې کله چې د اسلامي خلافتونو په وخت کې اسلام په نورو هیوادونو کې هم خپور شو !
دا دواړه حقیقتونه یوشی نه دي او په دی هم نه یوشی کیږي چې ستاسې په څیر هر کس ته مالوم دي . اسلام له ټوټه ټوټه عربو څخه یوموټی واحد او آزادعربي ملت جوړ کړ، او نه یواځې آزاد بلکې په نورو قامونو یې یو حاکم ملت هم ترې جوړ کړ او د اسلام په عربي دارالخلافه یې واړول ، نه د اسلام په ایراني دارالخلافه، نه د اسلام په افغاني دارالخلافه او نه هم د اسلام په هندي دارالخلافه ! په دې فرق ته هله
پوهیدلی شې چې په افغانستان کې ته داسلام ایراني حکومت يا د اسلام پاکستاني حکومت دافغانانو د خپل اسلامي حکوت سره یوشي ونه بولې او یا لږ تر لږه د تاریخ له هغو قربانیو څخه ځان خبر کړې چې ددی مسلمانانو د اسلام حاکمیت ته نه، بلکې د عربو حاکمیت ته د پای ټکي د ايپښودلو له پاره ورکړي دي !
همدغه راز تاسې د شعوري او غیر شعوري غلامۍ تر منځ توپیر نه پیژنۍ که نه دا لاندې جمله به مو نه لیکلای ، خو وجود دواړو درلود اوآیا ر پنجابیانو تر تسلط لاندې د لرې پښتونخوا ژوند غیر شعوری غلامی نه ده؟ که وي نو بیا دا جمله مو له احساساتو پرته بله کومه معنی لری ؟ :
[quote:e933fc5baa]او بله ځای کی وای چی احمد شاه بابا نه وی نو دوی باندی به غلامی کړی وی پتوال صیب !پښتو ن لا داسی مور نه ده راوړی چی هغه به دا چا غلامی وکړی [/quote:e933fc5baa].
او بل وروره لږه یې سړه خوره او پنځه واړه ګوتې په خوله مۀ منډه ، آخر په پښتو
او اسلام کې ته هر چاته داسې چلنجونه ورکولی شې ؟ چې لیکې :
[quote:e933fc5baa]تر نن ورځی پوری گڼ شمیر ستاغوندی دکفر غلامان گرځییدلی.. او پښتون نن ورځ هم د چا غلامی نه منی او نه یې هم کله منلی ده [/quote:e933fc5baa]