د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

و.افغان
31.07.2007

ختمه شوه.


Ghairat
01.08.2007

ویل کیږي چې یرغمل شوي کوریایي وګړي د یوې مرستندویې موسسې کار کونکي دي، نه د نصرانیت مبـلـغـیـن!
دغه راز مسلمانان په لویدیځو دموکراسیو کې په آزادانه توګه د اسلام له پاره تبلیغ کوي، نوځکه لویدیځوال هم دا خپل او د هر چا حق بولي چې په افغانستان کې دې هم ددیني تبلیغاتو آزادي ولري !
آیا همداسې ده ؟


و.افغان
01.08.2007

[quote:4e137d6cc5="Ghairat"]ویل کیږي چې یرغمل شوي کوریایي وګړي د یوې مرستندویې موسسې کار کونکي دي، نه د نصرانیت مبل****!
دغه راز مسلمانان په لویدیځو دموکراسیو کې په آزادانه توګه د اسلام له پاره تبلیغ کوي، نوځکه لویدیځوال هم دا خپل او د هر چا حق بولي چې په افغانستان کې دې هم ددیني تبلیغاتو آزادي ولري !
آیا همداسې ده ؟[/quote:4e137d6cc5]

نه وروره، داسی نه ده،
لومړۍ دا خبر غلطه ده، چی هغوي دنصرانیت مبلغین نه دي، ځکه چی خپله دکوریا حکومت دا خبره په هماغه اوله ورځ وکړه، چی دغه دکوریايي بروتستانتي کلیسا راهباتی او راهبان و،

بله دا، چی ته څنګه افغانستان له غرب سره پرتله کوي، هغوي ته له خپل دین څخه یواځي هغه کیني او حقد پاته دی، کوم چی يي هغوي مسلمانانو سره لري، هر څه يي ختم دي، ...................دا ډیر تفصیل غواړي.
خو الحمد لله ځمونږ اسلام ډیر کامل دین دی، او تر اوسه يي لمړني مصادر هاغسي تازه دي، لکه مونږ يي چی دپیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه اخلو، اسلام دغیرت دین دی، دپښتنو دکلتور اوعنعناتو سره مناسب دین دی، په افغانستان کی عیسویت ته تبلیغ کول دافغانانو سره ډیر لوي ظلم دی.

خو که غرب هلته د هررنګ دین دعوت ته اجازه ورکوي، نو ځکه چی دهغوي دین څخه نور څه نه دي پاتی، ددین مخ يي بیخي بدل کړۍ، او هغه څه پاپانو کلک نیولۍ وو، هغه هم سیکولر انقلابونو له مینځه یوړ، او مناسبه همداسی ځکه وه، چی هغه دین داسی یو حالت ته رسیدلی وو، چی هر علم، او پرمختګ مخنیوۍ يي کوو، اما اسلام داسی نه دی، اسلام انسان هر نوعه پرمتخګ ته بولي، اسلام هیڅکله ددنیايي پرمختګ منځ کی خنډ نه دۍ پیدا کړۍ.

په افغانستان کی دعیسویت دعوت، داوسني قانون اساسی خلاف هم دی،
په افغانستان کی په ډالرو افغان عیسوي کولو دا معنا ده، چی یو څوک ته له رڼا څخه تورتم ته اچوي.

دلته هغه ایت تاسی لولم: اتستبدلون الذي هو ادنی بالذي هو خیر.

اوسنۍ مسیحیت په ادنی کی هم نه راځي.

په درنښت:
وهاج ساپی.


درويش
02.08.2007

[quote:a260adeb53="وهاج ساپی"] لومړۍ دا خبر غلطه ده، چی هغوي دنصرانیت مبل**** نه دي، ځکه چی خپله دکوریا حکومت دا خبره په هماغه اوله ورځ وکړه، چی دغه دکوریايي بروتستانتي کلیسا راهباتی او راهبان و،
[/quote:a260adeb53]
د کوريا حکومت ددې نه انکار ندى کړى چې دا مبلغـين ندي خو په افغانستان کې دوى روغتيايي کارونه کول
ضروري نده چې کوم سړى تبليغي هم دى او داکتر هم، نو هغه دې هر ځاى کې يواځې تبليغي وي او داکتر دې نه وي. ستونځه يواځې داده چې زمونږ ملايان تل منفي فکر کوي.

[quote:a260adeb53="وهاج ساپی"] بله دا، چی ته څنګه افغانستان له غرب سره پرتله کوي، هغوي ته له خپل دین څخه یواځي هغه کیني او حقد پاته دی، کوم چی يي هغوي مسلمانانو سره لري، هر څه يي ختم دي، [/quote:a260adeb53]
بايد هر څوک خپل او د بل دين ته درناوى ولري او په چا دا ډول ټاپې ونه لګوي. که ته وايې چې عيسويت يواځې کينې او حسد ته پاتې دى نو اسلام خو هم اوس د ملايانو له لاسه د يو بل وژلو او وېرې ترهې خورولو ته پاتې شوى دى.

[quote:a260adeb53="وهاج ساپی"] په افغانستان کی دعیسویت دعوت، داوسني قانون اساسی خلاف هم دی،
[/quote:a260adeb53]
نه د افغانستان اساسي قانون له اسمانه نازل شوى او نه د اروپا دموکراسي. که په افغانستان کې د تبليغ په تور خلک ترور کېږي نو په اروپا کې هم خلک داسې قانون جوړولى شي، دا څه ګرانه خبره نده خو د پوهېدو لپاره لږ عقل ته اړتيا لري.

[quote:a260adeb53="وهاج ساپی"]په افغانستان کی په ډالرو افغان عیسوي کولو دا معنا ده، چی یو څوک ته له رڼا څخه تورتم ته اچوي.
[/quote:a260adeb53]
په ډالرو يا نورو پېسو هيڅوک هم د عقيدې څخه نشي اوښتلاى او که د يو انسان عقيده او ايمان دومره کمزورى وي چې په ډالرو يا لالچونو اوړي نو دغسې يوې عقيدې يا ايمان ته زما په نظر يو دين هم اړتيا نلري. نه اسلام او نه عيسويت.


shokoor
02.08.2007

[color=blue:78737e7d56]ګرانو دوستانو سلام علیکم
تاسې ناحقه سرونه یم خوږوۍ :
کله چې د کوریایي وګړو یرغمل نیولو پېښې ته وګورو طالبانو دغه کوریایي مرستندوی ځوانان لدې کبله ندي تښتولي ،
چې ګواکې دوی د عیسوی دین تبلیغ کوي، بلکې سیاسی تجارت چالان دﺉ. اوریدلي به مو وي چې د ملا دادالله ورور خپلو افرادو ته امر کړﺉ،
چې هر بهرنی وګړی چې مخې ته یې راشي و یې تښتوي.
خدای دې د افغان ملت د دین له دغو تجارانو څخه وساتي !

والسلام[/color:78737e7d56]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more