نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کوریايي کلیسا ولی تنکۍ جینکۍ افغانستان ته دتنصیر لپاره لیږلی وی، ځکه چی اوسنۍ مسیحیت دمحبت دین دی!!!
و.افغان
25.07.2007
اوسنۍ مسیحي دعوت دمیکافیللي هغه قاعدة په پوره توګه تطبیقوي، کومی که چه هغه ویلي دي، هر هغه کار یا وسیله چی تا خپل او هدف او غایی ته رسوي، نو له هغه څخه باید پام ونه ګرځوي.
ننۍ مسیحي دعوت، دمسیحیت په خورولو کی له جنسي کارونو څخه ډډه نه کوي.
دوي هر چیرته چی امکان وي، تنکۍ تنکۍ جینکۍ لیږي، چی دحاجت په وخت کی دهغه خلکو جنسي رغبت هم سړوي، کومو ته چی دوي دعوت ورکوي، او هیله لري چه دغه خلک ځمونږ دعوت ته تسلیمیږي.
دغه خبره نن ورځ پوره حقیقت دی، او ډیرو پيښو دا ثابته کړی، چی له دغه رنګ کارونو څخه دوي ډډه نه کوي.
اوسني راهبان او راهبات هر چیرته د طبي مرستو، مدرسو، او نورو انجویګانو په نوم خپل دعوت مخی ته بیايي، او دا هغه څیزونه چی دوي پری خپل وار وار اعتراف کړی دی، او ددغه څیزونو تر شا دوي خپل شوم هدفونه پټ نیولی وي.
ډیر خلک چی له دوي سره مخامخ شوي دي، او خپلی قیصي يي کړي دي، وايي، چی په افریقا کی دوي ډیر روغتونونه پر مخ بیايي، مریضان چی ورته کله راشي، نو د دوا ورکولو سره دعوت ورکوي، کله داسی هم کوي، چی مریض ته دوايي ورکوي، نو یوه غلطه دوايي ورکړي، او بیا ورته ووايي، دا می تاته دمحمد په برکت درکړه او دمحمد له وجهی دی تا خداي ښه کړي، مریض چی له هغی دوايي سره ښه نه شي، نو بل ځل ورته بیا دعیسی یا یسوع په نوم دوايي ورکړي، په دغه دوهم ځل دوايي صحي وي، نو مریض ښه شي، او ددوايي ورکړی په حالت کی ورته ووايي، چی دعیسی یا یسوع هغه پخوانۍ معجزه اوس هم دوام لري، په کومی چی به یسوع مریضان ښه کول.
خو داسی هم کیږي، چی کله دوي مریض ته صحي دوايي نه ورکوي، بلکه یو څه تسکینوونکی دوايي ورکوي، تر څو مریض بیا بیا روغتون ته راشي، او دوي يي په خپلو لومو کی راګیر کړي،
داسی هم کیږي، چی کله ددوي تمه له مریض څخه ختمه شي، نو یوه اکسپایر دوايي ورکړي، او له مینځه یي یوسي.
همدارنګه دتنکیو جینکیو په وسیله دوي خپل دعوت په هر رنګ لاری مخی ته بوځي،
دغه تنکۍ راهبانی دعوت کړی شوي ته پوره مینه او محبت ورکوي، او ورته وايي، مسیحیت دمحبت دین دی، کله کله يي له خپلو مینه ناکو او خوږو مجلسونو هم برخمن کړي، کله يي دخپلو دګډا ګانو په حفلونو کی هم ورشریک کړي، او ورته وايي، که ته ځمونږ دمحبت دین ته راشي، نو نور ډیر څه به په لاس در شي، خو که کله دغه تنکۍ جلکۍ ددی حاجت وګوري چی دغه سړی باید دجنسی معاملی له مخی عیسویت ته داخل کړي، نو دغه جنسی کار هم ورسره کوي، او دجنسي کار په وخت کی له هغه غواړي چی دیسوع نوم واخلي، او دهغه په نوم قسم وکړي، او په محمد کافر شي.
دغه تنکۍ راهباتی او راهبان په خپل مینځ کی هم هر رنګ جنسي اړیکي جوړوي، او کله کله ددوي تر منځ جنسي تشدد هم رامنځ ته کیږي، او ډیره کله خبره جنسي شذوذ ته رسیږي،
تنکۍ راهبه له نورو راهباتو سره خپل جنسي اړخ سړوي، او همدارنګه راهبان دخپل دعوت ځایونو کی له وړو هلکانو څخه کار اخلي،
چی دغه رنګ واقعي پيښو څو څو کرته دپاپ دروازه ټکولی، او عام صحافت او میډیا ته يي وثائقي اسناد هم وړاندی شوي،
او کیداي شي چی تاسی هم څو څو ځله په میډیا ګانو کی دغه رنګ خبرونه اوریدلي وي،
ددی پيښو په وړاندی بیا پاپ کله کله غلۍ پاتی شي، او کله مجبور شي چی دځینو خلکو خــــــولــــی په عوض ورکولو غلي کړي.
دغه لاندی یو وثائقي فیلم دی چی په انګلیسي ژبه دی، او په لیکنی عربي ته ژباړل شوی، او ورسره یو څو عکسونه او ددوي دجنسي فضیحتونو لپاره خپله دنصرانیانو یو لینک ایښودل شوی دی، چی تاسی ورته مراجعه کولاي شۍ،
او که الله جل جلاله وخت راکړ، نو انشاء الله ددی موضوع باره کی به بشپړه بله لیکنه وکړم.
دغه لاندیني لینکونه دوثائقي فیلم دي.
http://www.youtube.com/watch?v=n1YQnjmu85Q
http://www.youtube.com/watch?v=fGWXdJlFpM4
http://www.youtube.com/watch?v=95HxKwclHUQ
http://www.youtube.com/watch?v=MJ8Z3Dg-7HU
http://www.youtube.com/watch?v=fGWXdJlFpM4
[img:d8b45905d3]http://cdn-96.cdn.buzznet.com/assets/users9/joebooskey/reunion/Dancing_Nuns--large-msg-1128409520-2.jpg[/img:d8b45905d3]
دغه پورتنۍ عکس کی راهباتي دګډا په حالت کی لیدل کیږي، البته دی عکسونو کی بی ادبۍ موجودی دي، نو له ګرانو لوستونکو څخه ددی معافي غواړم، او ځینو نور عکسونه وو، چی ډیر بربنډ وو، او دحــیا څخه ډیر لیری وو، هغه می دلته رانقل نه کړل، تاسی کولاي چی لاندیني لینک کی وګورۍ، البته دا عکسونه او دا موضوع می له دی لپاره رانقل کړه، چی معلومه شي چی دغه راهبان او راهباتی په محبت (جنسي حیوانیت، وحشي رغبت) کی څومره وړاندی تللي، او دوي دغه رغبت په څه ډول او څنګه استعمالوي، او په دغو عکسونو کی چی له کلیساوو خوریږي دمریمی بي بي بربنډیدل او دهغی سره ډیره زیاته بي ادبي ده، چی په دغو ځینو عکسونو کي يي سینه ښکاره کیږي، او په نورو کي يي خپله سینه عامو خلکو ته نیولی ده.
او یوه عکس دراهباتو هغه بربنډ لباس چی دهغوي موخی او اهداف تری له ورایه ښکاري.
[img:d8b45905d3]http://cdn-68.cdn.buzznet.com/assets/users9/joebooskey/reunion/Dancing_Nuns--large-msg-1128409441-2.jpg[/img:d8b45905d3]
[img:d8b45905d3]http://www.luigicascioli.it/images/padre_pio.jpg[/img:d8b45905d3]
دغه عکس کی راهب خپل لاس زخمي کړی، او وینه تری روانه ده، ددی په خاطر چی دیسوع یاعیسی علیه السلام چی هغوي يي دخداي ځوي بولي هغه درد ورته محسوس شي، کوم چی هغه په سولۍ کولو کی محسوس شوی وو، او له دی سره سره بیا ځینی راهبان په روحي جنسيتوب کی دومره په خوند کړی شي، چی دمریم العذراء سره روحي جنسي اړیکي جوړی کړي، او راهباتی بیا یسوع المسیح سره جنسي اړیکي جوړي کړي، نعوذ بالله من ذلک، او دی باره کی له لاندینی لینک څخه به زه انیشاء الله په آینده کی ځینی قیصي وژباړم.
[img]http://www.ebnmaryam.com/vb/attachment.php?attachmentid=1910&stc=1&d=1140796793[/img]
په دی انځور کی راهب کوښښ کوي، چی له راهباتو شیطان وکاږي،او دیسوع المسیح سره يي جنسي اړیکي جوړی شي، او هغه په داسی حال کی چی هغوي دجماع غوندي حرکات کوي، او کله کله داسی حالت ته ورسیږي، چی خپل عورت ښکاره کړي، او په زوره چغي وهي، f.u.c.k. m.e دی باره کی ډیرو معلوماتو لاسته راوړلو لپاره لاندینۍ لینک کیکاږۍ.
[img:d8b45905d3]http://www.luigicascioli.it/images/madonna_dal_collo_lungo.jpg[/img:d8b45905d3]
په دی انځور کی مریم علیها السلام عامو خلکو ته خپله سینه نیولی ده، نعوذ بالله من ذلک.
کولاي شۍ دراهباتو او راهبانو دجنسي کارونو باره کی، او دهغوي دمحبت ډکو شذوذي فضاګانو!!!! باره کی اضافه معلومات د هغوي له لاندی ویبپاڼي څخه لاس ته راوړۍ.
http://www.luigicascioli.it/sesso_eng.php
او دا بل کی هغه عکسونه دی چی دمصر یو راهب په کی ښکاره کیږي، کوم چی له 5000 زیاتو جینکیو، ښځو، ماشومانو سره دکلیسا ا وهیکل په مینځ کی جنسي اړیکی کی قایمی کړی دي وی، او په غلاګانو هم متهم وو.
ومی نه غوښتل چی عکس يي دلته رانقل شي.
http://www.hamadany.net/bar1.htm]
[img]http://www.ebnmaryam.com/vb/attachment.php?attachmentid=1910&stc=1&d=1140796793[/img]
Re: کوریايي کلیسا ولی تنکۍ جینکۍ افغانستان ته دتنصیر لپاره لیږلی وی، ځکه چی اوسنۍ مسیحیت دمحبت دین دی!!!
و.افغان
25.07.2007
دغه لیکنه ړنګه شوه، ځکه چی په غلطۍ کی پورتنۍ لیکنه داقتباس په شکل کی دلته راغلی وه.
[img:9bda741209]http://www.avaaz.org/media/62_feature2_en.jpg[/img:9bda741209]
pattang
25.07.2007
ساپی صيب سلام عليکم ستړی مشې !
وروره خبره به درته لنډه کړم :
تر اسلامه ښه دين ما ندي ليدلی ، دغه عمل ددوی ماته د هند د کالوني وخت را په
ياد کړ ،چې عيسويانو به خپل missionary ليږل او په غريبو خلقو به يې عيسويت
مانه ٠ دا عمل ډېر تېری او د افغان ملت سره يوه ستر ه بې احترامي ده٠
له پښتنو سره يواځې اسلام جوړيږي ، عيسويت د پښتنولي د اساساتو سره ډېر
مخالفت لري او اسلام ورسره برابر دی٠
په پښتني مينه
پتنګ
Re: کوریايي کلیسا ولی تنکۍ جینکۍ افغانستان ته دتنصیر لپاره لیږلی وی، ځکه چی اوسنۍ مسیحیت دمحبت دین دی!!!
درويش
26.07.2007
[quote:9310e81277="وهاج ساپی"] اوسني راهبان او راهبات هر چیرته د طبي مرستو، مدرسو، او نورو انجویګانو په وسیله خپل دعوت مخی ته بیايي، او دا هغه څیزونه چی دوي پری خپل وار وار اعتراف کړی دی.
[/quote:9310e81277]
زه دا نه وايم چې عيسويت ښه دين دى يا بل
خو تانه يواځې دا پوښتنه کوم چې ستا په وېنا اوسني راهبان او راهبات هر چيرته د طبي مرستو، مدرسو او نورو انجويګانو په وسيله خپل دعوت مخې ته بيايي او تاسې ملايان او وهابيان د چاودنو، ځانمرګيو بريدونو، اختطافونو، حلالولو، ترور کولو او د خپلو خلکو د زورولو په وسيله دعوت مخې ته بيايي. نو اوس ته ښه فکر وکه چې ته ښه کوې که هغوى؟
موضوع
و.افغان
26.07.2007
زه شخصا هر رنګ ترور، وحشت، غندم، خو ددی سره دا پوښتنه هم کوم، چی دا وحشت دچا له خوا ایجادیږي، او دڅوک دغه ځوانان دی وحشت ته اړ کوي، ددی لپاره چی سبب يي واضح شي، او فساد له جرړی ختم شي.
مسلمانانو دخپل وسعی تر بریده ډیر خیري کارونه پر مخ بوتللي دي، ډیر خیري اغاثي مؤسسات يي لرل، اګر که ددغه مؤسساتو مصارف دمسیحیانو په مقابل کی په نش حساب وو، خو بیا هم دغرب په ستوني کی یوه ستغه نښتی مړۍ وه.
اسلامي مؤسسات چی په افغانستان او پاکستان کي يي عدد پنځوسو ته نه رسیده، ټولی دامریکی له خوا بندی شوی، او ددهشت ګردۍ ټاپی پری ولګیدي، او پرځاي يي ۳۰۰۰ تنصیري مؤسسو هلته کار پیل کړ، داسی حال کی چی مخه يي بیخي خلاصه ده، او هغه ستغه مړۍ يي له ستوني تیره کړی.
همدارنګه په ټوله نړۍ کی اسلامي مؤسسی ددهشت ګردۍ په نامه وتړل شوي، او نورو تنصیري مؤسسو ته پراختیا ورکړ شوه.
ملل متحد چی یوه حکومتي نړیواله مؤسسه ده، او ډیر اسلامي حکومتونه په کی برخه لري، پکار دا وه، چی هغی محضی انساني کومکونه کول، خو اوس ملل متحد خپل ډیر کومکونه دکلیساوو دنړیوالی کمیټي دغړو له لیاري ویشي، او هغوي ورسره خلکو ته تنصیر هم وړاندی کوي، اګر که دغه نړیواله کلیسايي کمیټه څو څو کرته دفتنی داور به بلولو متهمه ده، او په ځینو ځایو کی په ډیرو ډلییزو وژنو کی لاس هم لري ،اندونیسیا او دارفور يي یوه بیلګه ده.
دغه راهبات او راهبانی، دخپل حاجت په وخت کی دډیرو خلکو دوژنی نه هم دریغ نه کوي.
په رواندا کی په ۲۰۰۱ کال کی یوه رواندۍ راهبه په دی تهمت ددیرش کالو په بندمحکومه شوه، چی هغی په ۱۹۹۴ کال کی په یوه ډلییزه عرقي وژنه کی لاس درلود، او دغی راهبی په هغه وخت په یوه روغتون کی دیوی ډاکټری دنده سرته رسوله.
همدارنګه دوه نوری راهباتی په ډلییزه وژنی باندی په یوی بلجیکي محکمه کی متهمی شوی.
دمحکمی مشر قاضي جان باتیست نداهومبا وویل:
موکاروبیبی راهبی په روغتون کی له مریضانو څخه قصدا خوراک، څښاک، او دوايي منع کړی وه، چی په نتیجه کي هغوي ټول مړه شول.
دمحکمی قاضي زیاتوي: چی نوموړی راهبی ښځي حتی په حامله دارو ښځو هم رحم نه ووکړۍ، او دهغوي شیده خوره نوی ځیګول شوي ماشومان يي دګندونو په ډرمونو کی اچولی وو.
ویل کیږي چی د۱۹۹۴ کال په ډلییزو وژنو کی هوتو او توتسی معتدل نظره خلک له مینځه یوړل شول، ځکه چی هغوي دکلیسا سره مخالفت کاوه.
او ددغو ډلییزو وژل شویو شمیره آته لکو 800000،
نو مسلمانانو ورنو: دغی راهباتی او راهبی چی دخپلو معتدلو همدینه او همذهبه باره کی له داسی رنګ تشدد څخه کار اخلي، نو ستاسی څه فکر دی، چی دوي له مسلمانانو سره څه تعامل ولري.
ډیرو پیښو دا ثابته کړی، او وثائقی اسناد هم پری موجود دي، چی دغه منصرین او منصراتی په روغتونو کی اکسپایر دوایانی مسلمانانو مریضانو ته ورکوي.
دوي بیا دکوم انسانیت دعوی کوي؟؟؟
خبری ډیر دی، خو مصروفیات ډیر دي، او وخت کم دی، خو ان شاء الله محترمو ورونو: دوسعی تر بریده له تاسی څخه خپل معلومات ونه ســـپموم.
http://news.bbc.co.uk/hi/arabic/world_news/newsid_6137000/6137310.stm
http://www.islamtoday.net/albasheer/show_news_content.cfm?id=61438
http://www.cwnews.com/news/viewstory.cfm?recnum=47578
[img:51797e0a4d]http://newsimg.bbc.co.uk/media/images/40209000/jpg/_40209235_rwandabody203.jpg[/img:51797e0a4d]
یو سړی دهغه انسانانو کوپړیو ته دعا په لاس ښکاري، کومی چی درواندا دعرقي تصفیي په لړ کی په ۱۹۹۴ کال کی له مینځه تللی دي.
shokoor
26.07.2007
د بحث محترمو ګډونکوونکو سلام علیکم
[quote:37f1c8818c]کوریايي کلیسا ولی تنکۍ جینکۍ افغانستان ته دتنصیر لپاره لیږلی وی، ځکه چی اوسنۍ مسیحیت دمحبت دین دی!!![/quote:37f1c8818c]
د یوې جنايي ډرامې څخه ، چې جنایتکارو بې ګناه خلک یرغمل نیولي او تر اوسه یو یې وژلﺉ هم دﺉ ، یوه آسماني دین ته ، چې د پیروانو شمېر یې له مسلمانانو څخه هم زیاد دﺉ، سپکاوی مناسب کار ندﺉ. او په دې ټوګه یو ځل بیا داسلام د سپېڅلي دین مخالفانو ته سند ورکول کېږي، چې د اسلام د دین په هکله هم سپکاوﺉ وکړي!
وهاج ساپی لیکي
[quote:37f1c8818c]زه شخصا هر رنګ ترور، وحشت، غندم، خو ددی سره دا پوښتنه هم کوم، چی دا وحشت دچا له خوا ایجادیږي، او دڅوک دغه ځوانان دی وحشت ته اړ کوي، ددی لپاره چی سبب يي واضح شي، او فساد له جرړی ختم شي. [/quote:37f1c8818c]
وهاج صاحب دا چې تاس لیکۍ: [color=blue:37f1c8818c]زه شخصا هر رنګ ترور، وحشت، غندم، [/color:37f1c8818c] ، د باور وړ ندﺉ، ځکه په صراحت په ډاګه کېږي، چې تاسې د خپلې پوښتنې او تشریحاتو له لیارې هڅه کوۍ، چې دغه جنایي عمل تبرئه کړۍ. ښایي محترم مولوی صاحب حلیمی ، طالب جان یا کوم بل محترم مونږ سره مرسته وکړي او اړوند آیت ولیکي، چې هېڅ انګېزه د دغه جنایي عمل دلیل کیدای نشي ! نو که داسې وي نو ستاسو د تبرئې تشریحات اضافي دي.
د یوې پوښتنې ځواب خو باید تاسو ته هم څرګند وي، چې د پاکستانی مدرسو او نور هغه بې مسئولیته ملایان دي، چې دغو نا پوهه مظلوم تنکي ځوانان وحشت ته اړ کوي. او د دې پرځای چې دوی ته د ریښتیني اسلام درس ورکړي، هغوی د جنت، حور او غلمان له وعدو سره مرګ ته برابروي. د رفیق الله د مطیع الله زوی داستان خو به تاسو ته مالوم وي، چې د ځانمرګي ملاستني سره نیول شوﺉ او د جمهور رئیس کرزي له خو وبخښل شو.
والسلام
و.افغان
26.07.2007
[quote:9a9a33ee16="shokoor"]
وهاج صاحب دا چې تاس لیکۍ: [color=blue:9a9a33ee16]زه شخصا هر رنګ ترور، وحشت، غندم، [/color:9a9a33ee16] ، د باور وړ ندﺉ، ځکه په صراحت په ډاګه کېږي، چې تاسې د خپلې پوښتنې او تشریحاتو له لیارې هڅه کوۍ، چې دغه جنایي عمل تبرئه کړۍ. ښایي محترم مولوی صاحب حلیمی ، طالب جان یا کوم بل محترم مونږ سره مرسته وکړي او اړوند آیت ولیکي، چې هېڅ انګېزه د دغه جنایي عمل دلیل کیدای نشي !
د یوې پوښتنې ځواب خو باید تاسو ته هم څرګند وي، چې د پاکستانی مدرسو او نور هغه بې مسئولیته ملایان دي، چې دغو نا پوهه مظلوم تنکي ځوانان وحشت ته اړ کوي. او د دې پرځای چې دوی ته د ریښتیني اسلام درس ورکړي، هغوی د جنت، حور او غلمان له وعدو سره ***** ته برابروي.
والسلام[/quote:9a9a33ee16]
محترم شکور خانه وروره!
هیله چی له بحث څخه پښی ونه باسی، کومو حقائقو ته چی ما خپل بحث کی اشاره کړی، په هغه حقائقو کي که په کوم حقیقت اعتراض لرۍ، هغه پر ډاګه کړۍ، او دلیل ورسره وړاندی کړۍ، او هیله ده چی دبیځایه تورلګولو څخه تیر شي.
زه بیا هم په ډاګه وایم: دطالب او نورو جنګیالیو هر وحشي کار زه غندم، هر ترور زه غندم، هغه که دهرچا په لاس تر سره کیږي، خو پکار دا هم ده چی ددغسی ترور سبب وپلټل شي، علاج يي پیدا شي.
علاج يي دا نه دی، چی امریکا راشي، او افغانستان اشغال کړي،
محترمو ورونو: تاسی ګورۍ، چی له کومی ورځي چی امریکا دترهګرۍ په نامه جګړه پیل کړی، له هغی ورځی څخه وروسته ورځ په ورځ ددهشت ګردۍ او یا ترورونو کچه مخ په زیاتیدو ده، او یوه سلنه هم کمه نه شوه.
او تاسی به ګورۍ چی دغه لړۍ به نوره هم ګرمیږي، او ددی لړۍ دګرموالی لامل امریکا او دهغوي متحالفین دي.
پښتو کی یو متل وايي: په تنګ يي کړم، په جنګ يي کړم،
امریکا ا ودهغوي متحالفین دمسلمانانو په وژنه کی دهیڅ رنګ وسلی له استعمال څخه دریغ نه کوي، نو دغه ضعیف ځوان چی نه وسله لري، نه ځواک، او نه کومه بله ټکنالوجي په لاس لري، خو دهغه مخامخ دهغی په خور، مور، لور، یرغل کیږي، ســپين ګیري سره يي لواطت کیږي، کور يي دشپی لوټل کیږي، په رنګا رنګ فتاکو بمونو ویشتل کیږي، هر هیله يي دخاورو سره خاوری کیږي، او ددی له پاسه بیا ورته امریکا دتنصیر دخپرولو ګروپونه هم رالیږي،
نو ستا تمه په دغه وخت کی به له دغه ځوانه څه وي.
دغه ځوان دومره توان په ځآن کی ایله وویني، چی خپل خوږ ژوند په خپل لاس له لاسه ورکړي، تر څو ددغو ظلمونو انتقام يي اخیستی، او یو څو نور يي هم له ځانه سره په ابدي خوب ویده کړی وي.
که زه له تاسی څخه وپوښتم، که تاسی چیرته له دغسی ناوړه حالت سره مخ شۍ، نو ستاسی غبرګون به څه وي،
پښتو کی یو متل دی: هغه ځاي سوځیږي، چی په سر يي اور بلیږي.
دومره کفایت کوي.
ورور مو: وهاج ساپی.
و.افغان
26.07.2007
دا هم واورۍ، اوهم يي وګورۍ، دوستانو، چی دزړه خواله مو پری وشي، او یوه شونډه موسکا هم ورته وکړۍ:
http://www.hewad.com/poetry/video/zawab.htm
http://www.hewad.com/poetry/video/tarron.htm
http://www.hewad.com/poetry/video/ghamsharik.htm
monir
26.07.2007
ګرانه وروره وهاج صافی صاحب او نورو دوستانو سلامونه!
صافی وروره دا د سر او مال زیانونه چې تاسې هم تر یوه حده شمېرلي دي یو تریخ واقعیت دﺉ، چې تشریحات یې دومره اړین نه برېښي، ځکه پدې هکله هره ورځ سیمه ایزې او نړیوالې ډله ایزې رسنۍ په کافی اندازه خپرونې کوي. خوتاسې او هغه پښتانه چې ورته نظر لري بایدله ځانه څخه دا پوښتنه وکړي، چې ولې دومره ویجاړي د پښتنو په سیمه کې کېږي؟ که تاسې د طالبان د رژیم پلویان یاست، چې تر ۲۰۰۱ کال د افغانستان واکمنۍ یې په لاس درلوده، ضرور ندﺉ چې بحث وشي، ځکه دهغوی واکمنۍ، چې د پاکستان پر مټ ولاړه وه ، راوپرځیدله او اوس هڅه کوي، چې بیا قدرت تر لاسه کړي.
خو که مقصد مو د افغانستان د ټولو وګړو لپاره د یوې سیاسي لارې د حل موندل وي، نو باید چې ټولو هېوادوالو ته د منلو وړ یوه لاره پیدا شي.
[color=blue:af8f930e81]لومړﺉ خو دا باید ومنوو، چې سیاست په یوه ټاکلي زمان کې د موجودو امکاناتو څخه د اعظمی استفاده کولو یو هنر دﺉ، نه دا چې د شخصی ذهنیتونو او مفکورو پلي کول ![/color:af8f930e81]
دوهم دا چې په افغانستان کې د متحده ایالتونو تر مشرۍ لاندې نړیوالو ځواکونو ته کوم چا بلنه نده ورکړې، د پاکستان تر اغېزې لاندې طالبانو او د هغو عرب ملګري داسې شرایط را منځته کړل ، چې دغه نړیوال ځواکو نه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دیوې پرېکړې په چوکاټ کې افغانستان راغلل او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ. او نو د شاو خوا ۳۷ هېوادونو ځواکونه په افغانستان کې دي، چې هر یو یې پخپل وار د خپلې ګټې لري. طبعاْ مونږ هم د افغان ولس په توګه د خپلې ګټې لروو، چې له پامه ونغورځول شي!
پورتني واقعیتونو ته په پام سره اوس نو پوښتنه دا ده ، چې مونږ په څه ډول کولای شو د خپله ګټې خوندي کړوو؟
زما په نظر مونږ کولای شو یواځې د دوو ممکنو لارو تر منځ یوه وټاکوو:
لومړی د جنګ لار ده، چې طالبانو غوره کړې، د سر او مال له اووښتو زیانونو څخه څرګندېږي، چې دا دملت دتباهۍ لار ده چې د دغه ناورین پاې هم نه تر سترګو کېږي.
دوهم دا چې مونږ د اقتصادي، نظامی او ټولنیزې بې اتفاقی له کبله د دې توان نه لروو، چې نړیوال ځواکونه له هېواد څخه په زوره وباسو، نو زما په نظر باید چې مونږ د دغو هېواودونو د ګټوو په بهیر کې خپلې ګټې ولټوو.
مونږ باید هڅه وکړوو چې تر ټولو د مخه امنیت او په دې توګه د قانون حاکمیت رامنځته شي. د قانون حاکمیت هغه وخت رامنځته کیدای شي، چې مونږ با ثباته پولیس، اردو او له فساده تشه دولتي اداره ولروو. دا هم یو واقعیت چې نن ورځ پدې دریواړو برخو کې سترې نیمګړتیاوې شته دي . که مونږ یو دکتاری نظام نه غواړوو نو باید چې حوصله ولروو تر څو دغه موجودې نیمګړتیاوې د اصلاحاتو له لارې له منځه لاړې شي!!
په درنښت
و.افغان
26.07.2007
[quote:97a48334d7="khaishkai"]دوهم دا چې په افغانستان کې د متحده ایالتونو تر مشرۍ لاندې نړیوالو ځواکونو ته کوم چا بلنه نده ورکړې، د پاکستان تر اغېزې لاندې طالبانو او د هغو عرب ملګري داسې شرایط را منځته کړل ، چې دغه نړیوال ځواکو نه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دیوې پرېکړې په چوکاټ کې افغانستان راغلل او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ.[/quote:97a48334d7]
پخیر راغلی خیشکیه وروره!
زه چی څومره معلومات لرم، نو ملل متحد ددی اجازه نه ده ورکړی، چی امریکا دی پر افغانستان یرغل وکړي، بلکه دالقاعدی په مقابل کی دځان څخه دفاع ورته روا بللی، او ټولو ورسره ژمنه کړی، چی مونږ درسره کومک وکړو،
او په دی هم باید پوه شي، چی هیڅ دولت دبل دولت څخه غوښتنه نشي کولاي دلمړنی دولت مجرم هغی ته وسپاری کوم چی په دوهم دولت کی اوسیږي، مګر په هغه حالت کی دا شوني ده، چی دواړه دولتونه یو له بل سره دغسی یوه معاهده ولري، او دغسی معاهدی دامریکا او دطالبان تر منځ شتون نه لره، او په دی هم باید پوه شی، چی نړیوال قانون، نه ځان ته داحق ورکړی، او نه ملل متحد ته، چی یو دولت ته دشرعیت بڼه ورکړي، او بل دولت ته دنه شرعیت بڼه ورکړي، ځکه خو هغوي دهر هغه دولت سره تعامل کوي، چی دهیواد په اکثره سلنه نفوذ ولري، لکه طالبانو چی لره، پدی شرط چی دغه دولت دبهرني کوم دولت په مستقیم قوت سره منځ ته نه وي راغلی، خو که چیرته دیوه دولت دداخل څخه یو ولسي حرکت پاڅون وکړي، او برحاله حکومت چپه کړي، ملل متحد دخپلو قوانینو له مخی دا حق نه لري، چی هغه دولت ته غیر شرعي ووايي.
نړیوالو په یوه قانون کی هم داحق نه لره، چی طالب حکومت باندی یرغل وکړي، خو دغه کار دامریکا جباریت او سرزوري وه.
[color=white:97a48334d7]خو تاسی ماته دملل متحد هغه فیصله راوړۍ، چی هغی کي يي امریکا ته دا اجازه ورکړي وي، چی پر طالبانو او په افغانستان یرغل وکړي.
دغه څیز تر اوسه ما نه دی لوستلی او نه می پیدا کړی، او که ملل متحد دغسی فیصله هم وکړي، نو پر خپلو قوانینو به پښی ږدي، او قابل قبول نه ده، [/color:97a48334d7]
یوی بلی خبری ته دی فکر وي، چی امریکا همیشه کوښښ کړی، چی دملل متحد دور او رول یو هامشي او ضعیف دور کړي، او همیش يي کوښښ کړی، چی ټوله ملل متحد په خپل ځان پسی روان کړي، ځکه چی امریکا ځان اوس یو داسی لوړ طاقت بولي، چی ټوله نړۍ ورته احتیاجه ده، او دغه خبره څو څو ځلی دامریکی دکانګرس مشری کړی.
[color=red:97a48334d7]
او ددی خبری دلیل دی، چی امریکا له دوه دیرش کرته زیات دټولو دولتونو په خلاف دویتو ماتوونکی حق استعمال کړی.[/color:97a48334d7]
مطلب چی ددنیا دولتونو او نړیوالو کمیټي ټولو غړو به یو طرف ته فیصله وکړه، خو دامریکی به خوښه نه ده، او دویتو ماتوونکی حق به يي استعمال کړو، کوم چی دپنځه دولتونو په لاس کی دی، خو کله چی نورو څلورو دولتونو دامریکی دخودخواهۍ له وجهی دویتو حق داستعمالو چغه وکړه، نو امریکا به دهغوي خـــــوله هم ورخوږه کړه، چی غلي شي.
خو دغه رذیلان په دی نه پوهیږي، چی هر وخت او هر زمان ډیر لوي جابر طاقتونه دکمزورو طاقتونو په لاس له مینځه وړل شوي دي.
دیوه څیز یادونه کوم، چی زه نه دطالبانو له ډلی سره پاته شوی یم، او نه زما عمر دا منله چی هغوي سره پاته شم، دطالبانو دنسکوریدو په کال کی ځما عمر اتلس کاله وو، او په خپلو زده کړو بوخت وم، او اوسه پوری په خپلو زده کړو بوخت یم.
خو دیوه افغان، مسلمان، او پښتون په حیث هیڅکله دا نشم برداشت کولاي چی ځما په ځمکه دی پردی وګرځي، او دا نشم زغملاي چی ځما دښکلي وطن ځمکه دی داشغالګرو له خوا ښکیل وي، او دهر یوښکیل شوي هیواد تبعه وو لپاره دا لازمي حق بولم، چی شرعا او قانونا هغوي دهر رنګ مقاومت حق لري.
او دا هغه حق دی، چی همدی ملل متحد ایښی دي، خو خبره چی کله دزوررو قوتونو شي، نو دغه قانون ۱۰۰٪ تطبیقیږي، او کله چی دیوه کمزوری هیواد خبره شي، نو دغه خبره باندی پښي ایښودل کیږي، او دغه حق پیمال کیږي.
ورور مو: ساپی
monir
28.07.2007
[quote:ec20ce543a]زه چی څومره معلومات لرم، نو ملل متحد ددی اجازه نه ده ورکړی، چی امریکا دی پر افغانستان یرغل وکړي، بلکه دالقاعدی په مقابل کی دځان څخه دفاع ورته روا بللی، او ټولو ورسره ژمنه کړی، چی مونږ درسره کومک وکړو، [/quote:ec20ce543a]
خبره دې تر یوه حده سمه ده، خو تاسو ته معلومه ده، چې د پېښې په وخت د ۱۱ م د سپتمبر پر برید تورن کسانو رهبري په افغانستان کې وه او له طالبانو نه په وار وار دا غوښتنه پخوا هم شوې وه او بیا وشوه، چې د القایده مشر بن لادن د محاکمې لپاره یا امریکا ته او یا نړیوالې محکمې ته ور تسلیم کړي ، تر څود سپتمبر دیولسم د برید حقیقت څرګند شي، خو لکه څنګه چې خبر یو د طالبانو زعامت دا غوښتنه رد کړه. همدا و چې امریکایانو د امنیت د شورا د پرېکړې په استناد، چې ورته یې له ځانه د دفاع حق ورکړﺉ و پر افغانستان باندې یرغل پیل کړ.
د امنیت شورا دپرېکړې انګلیسی متن:
http://www.crimesofwar.org/sept-mag/UN_res_1368_Threat_to_peace.pdf
په درنښت
موضوع
و.افغان
28.07.2007
[quote:3dd61b282d="khaishkai"][quote:3dd61b282d]زه چی څومره معلومات لرم، نو ملل متحد ددی اجازه نه ده ورکړی، چی امریکا دی پر افغانستان یرغل وکړي، بلکه دالقاعدی په مقابل کی دځان څخه دفاع ورته روا بللی، او ټولو ورسره ژمنه کړی، چی مونږ درسره کومک وکړو، [/quote:3dd61b282d]
خبره دې تر یوه حده سمه ده، خو تاسو ته معلومه ده، چې د پېښې په وخت د ۱۱ م د **تمبر پر برید تورن کسانو رهبري په افغانستان کې وه او له طالبانو نه په وار وار دا غوښتنه پخوا هم شوې وه او بیا وشوه، چې د القایده مشر بن لادن د محاکمې لپاره یا امریکا ته او یا نړیوالې محکمې ته ور تسلیم کړي ، تر څود **تمبر دیولسم د برید حقیقت څرګند شي، خو لکه څنګه چې خبر یو د طالبانو زعامت دا غوښتنه رد کړه. همدا و چې امریکایانو د امنیت د شورا د پرېکړې په استناد، چې ورته یې له ځانه د دفاع حق ورکړﺉ و پر افغانستان باندې یرغل پیل کړ.
د امنیت شورا دپرېکړې انګلیسی متن:
http://www.crimesofwar.org/sept-mag/UN_res_1368_Threat_to_peace.pdf
په درنښت[/quote:3dd61b282d]
ګرانه خیشکیه وروره:
تاسی چی دامن نړیوالی کمیټی کوم قراري فایل دلته راوړی، دا ما ډیر په خوا لوستلی دی، وروره که ژباړلی دی وی، نو ښه به وو،
خیر زه به يي و ژباړم:
خو مخکی له ژباړلو دا وایم، چی دی فیصله کی، هر ګز امریکانو ته دا اجازه نه ده ورکړ شوي، چی په افغانستان یرغل وکړي، دومره اجازه ورکړ شوي، چی له ځان څخه دفاع وکړي، او په نورو غړیوغږ شوی، چی دوي سره کومک وکړي، خو په افغانستان دیرغل اجازه نه ده ورکړ شوی، خو که امریکا په دی فیصلی اســتناد کوي، او په افغانستان یرغل کوي، خو دغه تفسیر دهغی دخپلی خودخواهۍ تفسیر دي، چی هیڅکله له دغی فیصلی څخه نه مفهومیږي، خو امریکا په خپل طبیعت،او خواهشاتو سره مناسب تفسیرونه کوي، ځکه چی زوروره ده، او څوک يي مخ ته نشته، تاسی وکتل، چی هغوي دطالب بندیانو سره څه وکړل، بندي ته دجنیوا په تړونونو کی پوره حقوق ورکړ شوي، چی یا به بندی دجنګ اسیر بلل کیږي، او دی حال کی هیڅوک حق نه لري، چی له هغه څخه دهغه له نوم پرته بله پوښتنه وکړي، او یا به دجنګ مجرم او جنایتکار بلل کیږي، او تهمت به ورته نیول کیږي، پدی دوهم حالت کی پکار ده، چی دغه مجرم بندي خپل وکیل مدافع ولري، او مسئله يي قضا ته وړاندی شي.
امریکا له طالب او القاعده بندیانو سره دا یو هم ونه کړ، او هغوي ته يي هر اړخیزه شکنجي ورکړی، حتی له جنسي تیریو څخه يي هم دریغ ونه کړ.
دا حق امریکا ته چا ورکړی دی،
خو کله چی له رامسلفیډ څخه پوښتنه کیږي، چی تاسو ددی بندیانو باره څه کوۍ، او تاسی دجنیوا تړونونو په اړه به څه کوۍ؟؟
هغه په ځواب کی وویل: چی مونږ نه دوي دجنګ اسیران بولو، او نه يي جنګي مجرمان بولو. ، بلکه دوي نیول شوي مشکوک خلک دي.
ورونو: ومو لیده، چی رامسفیلډ څنګه تفسیر کړۍ، ځکه چی سوپر طاقت ورسره دی، دملل متحد دتړونونو تفسیرونه دخپلو خواهشاتو مطابق کوي.
محترمو ورونو:
ملل متحد دډیر وخت راهیسي عسکري جګړه حرامه کړی، او دغه جنګ تر اوسه پوری په نړیواله کچه یو لوي جرم بلل کیږي،
که له چا سره مشکلات پیښیږي، نو هغه باید په نورو طریقو حل شي،
بل دا چه: هیڅ دولت له بل دولت څخه دلمړي دولت یو مجرم نه شي غوښتلی، ولو که هر څومره غټ مجرم وي، مګر دا کار په هغه وخت کی کولاي شي، چی ددی دواړو دولتونو تر منځ معاهده وي.
محترمو ورونو: دامریکا او افغانستان تر منځ دا معاهده موجوده نه وه،
خو البته که بیا هم ددهشت ګردۍ لپاره ځانګړی قانون وضعه شوی وي، چی هغی کی دغی شرط نه مشروط کیداي، خو بیا هم دا پکار وه، چی افغانستان یو وار ددهشت ګردۍ په دغه قانون باندی لاسلیک کړی وي، که بیا يي ورته غاړه نه کیښودله نو افغانستان ملامت شمارل کیده.
افغانستان ددهشت ګردۍ دقوانینو دوضعه کولو په وخت کی کوم داسی لاسلیک نه دی کړی.
تاسی ته به لوستلي وي، یا به مو اوریدلي وي، چی په دوهمه نړیواله جګړه کی ځیني جرمنیان په افغانستان کی وو، او نړیوال دجرمن ضد ائتلاف له جرمن سره په جګړه اخته وو، هغوي په افغانستان ډیر فشار واچوه چی دغه جرمنیان هغوي ته تسلیم کړي، په داسی حال کی چی جرمني ډیر اروپايي تر خیټي لاندی کړي وو،
خو آیا افغانستان هغوي ته دا جرمنیان تسلیم کړل، نه هیڅکله نه؟
بلکه دافغان حکومت دا جواب وو، چی دغه ځمونږ میلمانه دي، نه ځمونږ قانون کی او نه په کلتور کی دا شته، چی داسی میلمانه چاته تسلیم کړو، تر څو چی دغه میلمانه په افغانستان کي وي، نو ښه په امن او خوندی به وي، تر څو خپل هیواد ته ښه په امن ورسیږي.
اګر که حقیقت دادی، چی دیوولسم ستمبر حادثه یوه لویه دروغجنه او خطرناکه ډرامه وه،
بیا هم طالبانو دا غوښتل چی اسامه تسلیم کړي، خو په شرطونو:
خو آیا امریکا دا شرطونه منل، آیا رښتیا دامریکی سترګی اسامه کی وي، او که دافغانستان او نوری منځنۍ اسیا زیرمو يي سترګی سری کړی وي، او افغانستان يي دهغو زیرمو لپاره یو دفاعي آډه په نظر کی نیولی وه:
خیر: زه تاسی ته اوس دغه دملل متحد، دامن دکمیټي قرار ژباړم:
[color=white:3dd61b282d]
1386 حکم/2001ځ
دا هغه فیصله ده، چی دامن کمیټی په خپلی 4370 ومی ناسته کی، چی په 12 ستمبر 2001ځ کال کی يي تر سره کړی ده:
دامن نړیواله کمیټه
داسی حال کی چی دملل متحد په مبادئو او مقاصدو بیا تأکید کوي.
او داسی حال کی چی خپل عزم يي غوټه کړی، چی په ټولو وسائلو سره دهغو تهدیدونو مقابله وکړي، کوم چی ددهشت ګردۍ کارونو په نتیجه کی نړیوال امن او سلامتیا په خطر کی اچوي،
او داسی حال کی چی هر وګړي او جماعت ته دا حق ورکوي، چی له خپل ځان څخه دفاع وکړي، دملل متحد دتړون په اساس.
۱- په قاطع صورت سره، او په زورورو عباراتو سره، دغه ویروونکي ترهګري حملي غندي، کومی چی په ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ ځ په نیویارک ، واشنګټن پایتخت، او بنسلفانیا کی واقع شوي دي، او دغه کارونه نړیوالی سلامتیا او امن لپاره تهدید بولي، او دغه عمل د نورو نړیوال ترهګري عملونو په څیر یو عمل ګڼل کيږي.
۲- ددغو عملیاتو قربانشوو ته،او دهغوي کورنیو ته، او دامریکی متحده ایالاتو حکومت او ولس ته خپل ژور تعاطف، او ژوری تسلیګاني څرګندوي.
۳-ټولو دولتونو ته بلنه ورکوي، چی په عاجل صورت سره یو له بل سره لاس ورکړي، تر څو ددغو عملیاتو مجرمین او تدبیر کوونکي، او دهغوي ساتندویه عدالت ته مخکی کړي، او سختي کوي په دی کی، چی هغه خلکو چی له دی مجرمانو سره کومک کړی، او یا يي ځاي ورکړی، او یا يي دعملیاتو لپاره پروګرام برابر کړی، چی هغوي ټول ددی مسؤولیت تحمل کوي.
۴-ټوله نړیواله ټولنه دیته هڅوي، چی خپل کوښښونه دوه چنده کړي، ددی لپاره چی ترهګري عملونه شنډ کړي، او وه يي ټکوي، دغه کار دخپل منځني مرستی په اساس وکړي، او دترهګرۍ دختمیدا لپاره چی کوم معاهدی لاسلیک شوي دي، دنړیوالی کمیټي له فیصلو سره عملي کړي، او په ځانګړی توګه ۱۲۶۹ مه فیصله، چی په ۱۹۹۹ ځ کی شوی، ۱۹ اکټوبر/۱۹۹۹
۵- دداسی تیاري څرګندونه کوي، چی په هغه کی پوره ګامونه ددی لپاره پورته کړي، چی په ټولو هغو حملو رد وکړي، کومي چی په ۱۱ستمبر ۲۰۰۱ کال کی پیښې شوي، او ددهشت ګردۍ سره په ټولو اشکالو مبارزه وکړي، دهغو مسؤلیتونو مطابق کوم چی نړیوالی کمیټي دملل متحد په تړون په غاړه شوي دي.
۶- ددی فیصله کوي، چی دغه قضیه به دامن کمیټي په نظر کی تړلی پاتی شي.[/color:3dd61b282d]
تاسی وګورۍ: چی نړیوالی کمیټي هم په افغانستان باندی دمستقیم یرغل خبره نه دی کړی، البته عمومیات يي استعمال کړی، او عمومیاتو کی جګړه ځکه نه راځي، چی جګړه ملل متحد حرامه ګرځولی، ځکه خو په دی قرار دعسکري جګړی کولو یو حرف هم نه لیدل کیږي.
او که ملل متحد دجګړی فیصله هم کړي وي، نو زه هغه یوه یهودي امریکايي مؤسسه بولم، او زه ددی خبری لپاره کره شواهد لرم، ملل متحد اوس وخت دامریکا دلاس آله ده،
[color=red:3dd61b282d]که چیری دنړۍ ټول دولتونه یوه فیصله وکړي، او دامریکا نه وي خوښه، څوک به يي پری ومني، ډیر په آسانه د ویتو ماتوونکی حق استعمال کړي.[/color:3dd61b282d]
اصلا دملل متحد قوانین په ظالمو اصولو بنا دي، دا هم وایم: چی ډیر عادل قوانین هم لري، خو هغه عادل قوانین هر وخت دزورور لپاره استعمالیږي، نه دکمزوري لپاره، او که چیرته يي کمزوري مستحق شي، نو امریکا بیا دغو قوانینو ته نور رنګ تفسیرات لټوي.
عجیبه خو لا داده، چی بن لادن تر اوسه په سي آي ای کی په دغو حملو رسما متهم نه ګڼل کیږي.
[color=white:3dd61b282d]خو بوش بیا وايي: چی يا يي را ته ژوندۍ راولۍ، او یا يي مړی راوړۍ!!!![/color:3dd61b282d]
monir
29.07.2007
[quote:f0ba5a0a7a] دی فیصله کی، هر ګز امریکانو ته دا اجازه نه ده ورکړ شوي، چی په افغانستان یرغل وکړي، دومره اجازه ورکړ شوي، چی له ځان څخه دفاع وکړي، او په نورو غړیوغږ شوی، چی دوي سره کومک وکړي، خو په افغانستان دیرغل اجازه نه ده ورکړ شوی، خو که امریکا په دی فیصلی اســتناد کوي، او په افغانستان یرغل کوي، خو دغه تفسیر دهغی دخپلی خودخواهۍ تفسیر دي، چی هیڅکله له دغی فیصلی څخه نه مفهومیږي[/quote:f0ba5a0a7a]
ګرانه صافی وروره له ژباړې څخه مو مننه!
دا سمه ده چې د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې له افغانستان څخه یادونه نده شوې، خو په پرېکړه لیک کې داسې کلمې یا جملې راغلي، چې نه یواځې په افغانستان باندې دمتحده ایالاتو یرغل توجیه کولای شی، بلکې امریکا د نړیوال تروریزم په وړاندې له ځانه څخه د دفاع په پلمه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر چا په وړاندې هر ډول عملیات تر سره کولای شی.
ستاسو پام د دغې پرېکړې څو ټکیو ته چې تاسو تحت الفظي ژباړلي دي را اړوم:
" ... دامن نړیواله کمیټه داسی حال کی چی دملل متحد په مبادئو او مقاصدو بیا تأکید کوي. او داسی حال کی چی خپل عزم يي غوټه کړی(؟)، چی په [color=red:f0ba5a0a7a]ټولو وسائلو[/color:f0ba5a0a7a] سره دهغو تهدیدونو مقابله وکړي، کوم چی ددهشت ***** کارونو په نتیجه کی نړیوال امن او سلامتیا په خطر کی اچوي، او داسی حال کی چی [color=red:f0ba5a0a7a]هر وګړي او جماعت ته دا حق ورکوي، چی له خپل ځان څخه دفاع وکړي، [/color:f0ba5a0a7a]دملل متحد دتړون په اساس...."
صافی وروره ، ستاسو تشریحات چې امریکا څه کوي او یا یې نکوي بله موضوع ده ، بښنه غواړم!
په درنښت
و.افغان
29.07.2007
[quote="khaishkai"][quote:aea90dbfb6]
" ... دامن نړیواله کمیټه داسی حال کی چی دملل متحد په مبادئو او مقاصدو بیا تأکید کوي. او داسی حال کی چی خپل عزم يي کړی، چی په [color=red:aea90dbfb6]ټولو وسائلو[/color:aea90dbfb6] سره دهغو تهدیدونو مقابله وکړي، کوم چی ددهشت ***** کارونو په نتیجه کی نړیوال امن او سلامتیا په خطر کی اچوي، او داسی حال کی چی [color=red:aea90dbfb6]هر وګړي او جماعت ته دا حق ورکوي، چی له خپل ځان څخه دفاع وکړي، [/color:aea90dbfb6]دملل متحد دتړون په اساس...."
په درنښت[/quote:aea90dbfb6]
خیشکیه وروره!
خبره داده، چی لومړۍ خو امریکا دا په ثبوت نه ده رسولی،چی دغه کار بن لادن کړۍ، بلکه که څوک ددغه ثبوت کوښښ کوي، خپله دامریکا حکومت پری لاری بندوي،
بله دا چی فکر مو، چی دقوانینو او تړونونو نړۍ په ډیر زیات صراحت کار کوي، په افغانستان باندی خو یرغل وړه خبره نه ده، چی امریکا دی داسی په اسانه دغه فیصله دځان په ګټه په افغانستان کی او په نورو ځایو کی استعمال کړي.
وروره! له عسکري یرغل څخه پرته ډیر زورور حلونه موجود وو، چی ملل متحد همیشه هغی ته لاس اچوي.
کولاي شو، چی دطالبانو او القاعده ټول منابع وچ کړي، دټولو دولتونو ورسره سیاسي او اقتصادي علائق قطعه شي، هوايي پروازونه افغانستان ته بند شي، داخل ته خوراکي توکی لیږدول بند شي، (دا هغه کارونه دي چی ډیرو ځایو کی عملي شوي دي، او نتیجه يي ورکړی ده)
نو دی وخت دطالبانو دولت خود بخوده ډیر لنډ وخت کی سقوط کاوه.
بن لادن دغه حملی اول تر سره کړي نه دي، او که داسی فرض کړو چی هغه ترسره کړي، نو په دی پوره یقین وکړه، چی هغه سره به په دی حمله کی خپله دداخل امریکا څخه لاس وو، او ددی ډیر زیات یقیني شواهد شته.
خیر په هر حال، ملل متحد که په افغانستان دعسکري یرغل اجازه ورکوله، نو ښه په صفا عباراتو به يي ورکړی وه، لکه څنګه چي يي پر صدام فیصله وکړه، دخلیج جنګ دوهم جنګ په وخت کی.
امریکا باندی دعربو هغه متل صدق کوي، چی وايي: ضربنی وبکی، وسبقنی واشتکی.
وايي: چی ويي وهلم زه، او په ژړا هم شو، او بیا رانه مخکی شو، او شکایت يي هم وکړ.
امریکا خپله خپل ځان وویشت، بیا يي ټولی نړۍ ته رمباړی جوړی کړی، نو نړۍ ددغه فیصلی تر بریده ورسره منډه وهلاي شوه، اوهیڅوک ددی زورور لیوني قوي سنډا له ویری دهغه مخی ته نه ورتلل.
ځکه خو يي دومره، یوه دمجبورۍ منډه ورسره ووهله، خو هیڅکله يي دجنګ اجازه نه ده ورکړی، البته که امریکا دخپل ځان خپل خپل تفسیرات لټوي، نو دا ځکه چی زوروره ده.
خو هر وخت ډیر داسی زورور طاقتونه دکمزورو خلکو په لاس چپه شوي دي.
ورور مو: وهاج ساپی
monir
29.07.2007
[quote:0f6a063cf5]وروره! له عسکري یرغل څخه پرته ډیر زورور حلونه موجود وو، چی ملل متحد همیشه هغی ته لاس اچوي.
کولاي شو، چی دطالبانو او القاعده ټول منابع وچ کړي،[color=blue:0f6a063cf5] دټولو دولتونو ورسره سیاسي او اقتصادي علائق قطعه شي، [/color:0f6a063cf5]هوايي پروازونه افغانستان ته بند شي، داخل ته خوراکي توکی لیږدول بند شي، (دا هغه کارونه دي چی ډیرو ځایو کی عملي شوي دي، او نتیجه يي ورکړی ده) [/quote:0f6a063cf5]
ګرانه صافی وروره! کوم دولتونه ؟ په هغه وخت کې یواځې سعودې عربستان و که د عربی متحده امارات او پاکستان چې له طالبانو سره سیاسی اړیکې درلودې !!! او بیا د پرېکړه لیک له مخې د امریکا لاس خلاص و هر څه چې کوي او هغو د پوځي لاره غوره کړه ! د همده پرېکړه لیک او نورو پرېکړه لیکونو په اساس نور هېوادونه هم ځانونه له امریکا سره شریک کړل او افغانستان ته پوځونه ولېږل، چې شمېر یې اوس شاو خوا ۳۷ هېوادونو ته رسېږي
په درنښټ
pattang
29.07.2007
[quote:b46698db1f="khaishkai"][quote:b46698db1f]وروره! له عسکري یرغل څخه پرته ډیر زورور حلونه موجود وو، چی ملل متحد همیشه هغی ته لاس اچوي.
کولاي شو، چی دطالبانو او القاعده ټول منابع وچ کړي،[color=blue:b46698db1f] دټولو دولتونو ورسره سیاسي او اقتصادي علائق قطعه شي، [/color:b46698db1f]هوايي پروازونه افغانستان ته بند شي، داخل ته خوراکي توکی لیږدول بند شي، (دا هغه کارونه دي چی ډیرو ځایو کی عملي شوي دي، او نتیجه يي ورکړی ده) [/quote:b46698db1f]
ګرانه صافی وروره! کوم دولتونه ؟ په هغه وخت کې یواځې سعودې عربستان و که د
عربی متحده امارات او پاکستان چې له طالبانو سره سیاسی اړیکې درلودې !!! او بیا د پرېکړه لیک له مخې د امریکا لاس خلاص و هر څه چې کوي او هغو د پوځي لاره غوره کړه ! د همده پرېکړه لیک او نورو پرېکړه لیکونو په اساس نور هېوادونه هم ځانونه له امریکا سره شریک کړل او افغانستان ته پوځونه ولېږل، چې شمېر یې اوس شاو خوا ۳۷ هېوادونو ته رسېږي
په درنښټ[/quote:b46698db1f]
ما څو واره درته ليکلي خو ستا حافظه ښاي پوره غښتلې نه وي :
هيڅ وخت او هيڅ يوې څارګرې ادارې په نړۍ کې ندي ويلي، ندي ليدلي او نه يې
شک راغلی چې يو افغان دې د ترور په عمل کې شريک وي٠ نو امريکا څه حق لري
او ملل متحد څه حق لري چې دخپلې پرېکړې په اساس افغانستان ته عسکر وليږي
٠ ملل متحد خو دامريکې او cia ښی لا س دی٠
که دوی سبوت لري چې ملا عمر له القاعده سره يو ځای بين المللي ترور لا سليک
کړی وي او يو طالب هم په ترور نيول شوی وي ښکاره دي کړي٠
کوم ترور چې چا کړی هغه خلک ټول په اروپا کې او سيدل او له افغانستانه څخه
يو هم ندی راغلی اونه د د طالب په امضا راغلی٠ امکان لرې چې القاعدې خپل پلا
نونه په توره بوره کې تر نظر لا ندې تير کړي خو اصلي پلا نونه يې هم په نورو هيوادو
کې جوړ شوي او هيڅوک هم داسبوت نلري چې دا پلانونه د په افغانستان کې جوړ شوي دي ٠
که م٠م٠ او امريکا په القاعده پسې ګرزي خبرو ته کښېني چېرې چې ترورست وي
مونږ به يې ورته ور کړو نو دوی څه حق لرې چې دافغانستان په داخلي سياست کې
لاس وهي د لاس-پو-څی دولت تقويه کوي او طالبان وژني او په څنګ کښې يې په
سلګونو بې ګناه ښځې او نر وژني٠
حتی افغانان دې هم تيار دي چې يو څاروندويه بې پلوه بين الملي قوه په افغانستان
کې دتروريستانو دڅارني لپاره پريږدي لکه له دوهم نړۍ وال جنګه وروسته چې
روسي عسکري څارندويه په غربي المان کې دفاشستانو دڅارنې لپاره په ځينو
ښارو نوکې پراته وو٠
عرب خو امريکايانو دجهاد لپاره د روسانو په مقابل کې افغانستان او پا کستان ته
لېګلي دي او طالبانو خو ندي را غوښتي٠
په اخرو وختوکې طالبانو بن لاډن اسلامي او بين الملي محکمې ته ور کاوو خو
امريکايانونه قبلوله ٠ د طالبانو دمنځه وړلوپلان په برلين کې د هند ، پاکستان
انګليستان او امريکې داستازيو له خوا طرحه او بسټ يې کېښودل شه٠
خبرې ډېرې دي خو يوه داسې سيناريو منځ ته راغله :
الف : دکرزي مذدور ، (لا-س-پ-و-څی) او بېکاره دولت چې دملت له دښمنانو څخه
ډک دی او واکداري کوي په بوجويوبو جويو ډالر$ او اېرو€ رشوتونه خوري ٠
( تېر کال 80 م. € دالمان دولت مرسته کړې خو 60 م € يې ورک دي درک يې
نه مالوميږي او داسې نور ...... په ملياردونو ورک شول)
ب : غربيانو د کمونيزم له ماتې څخه ورسته يو بل اساسي دښمن اسلام او
اسلامي کلتور وګاڼه او يوه اخلاقي او کلتوري جګړه يې را منځ ته کړې او ددې
فتحې لپاره بايد دوی په دالرو لمړۍ اسلام ضعيفه کړي او داسې شی ترې جوړ
کړي لکه عيسوي کلتور او مذهب نو له دې کبله له نورو لارو کوريايې
ښځې هم د عيسوي تبليغاتو لپاره افغانستان ته ليږي ٠
دصدم حسين او عراق يې له القعدې سره څه ? داخو يهودو ته تحفه شه ٠
دخپل ، کلتور او اسلام دساتنې لپاره هم هغه طالب کار کوی شي چې هم دخارجيانو
د اشغال په مقابل کې او هم داخلي جنګي جنايتکارانو په مقابل کې خپلې وينې
تويه وي ، خو زما ارزو دادی چې خدای پاک دې دوی ددې تورې په څنګ کې مدني
او سياسي هم کړي ٠
monir
29.07.2007
[quote:4a4ca84606] ما څو واره درته ليکلي خو ستا حافظه لنډه ده[/quote:4a4ca84606]
وهاج صافی وروره، ولې د پتنګ تر ثبت شوي نامه لاندې را ته ځواب راکوې؟ تا کله ماته پدې بحث کې دغه شیان لیکلي دي؟
زمونږ دواړو بحث خو د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۱۳۶۸ م پرېکړه لیک پر تعبیر باندې دﺉ، نو دا نور څه شیان دي چې تاسو لیکلي دي؟
و.افغان
30.07.2007
[quote:1d485a09f3="khaishkai"][quote:1d485a09f3] ما څو واره درته ليکلي خو ستا حافظه لنډه ده[/quote:1d485a09f3]
وهاج صافی وروره، ولې د پتنګ تر ثبت شوي نامه لاندې را ته ځواب راکوې؟ تا کله ماته پدې بحث کې دغه شیان لیکلي دي؟ زمونږ دواړو بحث خو د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۱۳۶۸ م پرېکړه لیک پر تعبیر باندې دﺉ، نو دا نور څه شیان دي چې تاسو لیکلي دي؟[/quote:1d485a09f3]
هههههههههه.
پتنګ صاحب! راشه چی اوس يي خوند وکړ.
خیشکیه! دا ولی دومره ژر حوصله او دماغ له لاسه ورکوي.
ګرانه: زه پتنګ نه یم، پتنګ صاحب له جرمني څخه لیکل کوي، او زه له سعودي عرب، دمدیني منوری له ښار څخه لیکل کوم.
خو خیر! تاسی ټول کله پتنګ صاحب او وطنمل صاحب یو کس وینۍ، او کله ورسره لرغونې صاحب هم ملګرۍ کړۍ،
اوس ما او پتنګ صاحب درته یو کس ښکارو.
او کله مو دمچانو دښمن په ما او پتنګ صاحب تړه.
ګرانه: ستا لپاره زه پوره عامه تامه اجازه وطنمل صاحب ته ورکوم، چی ووايي: زه له کوم ځاي لیکل کوم، او آیا پتنګ صاحب او زه یو کس یو، او که نه؟؟
هیله کوم چی دغسی بیځایه تیروتنه بیا ونه کړي، ځما خبرو لپاره ما مخاطب کړی، او دپتنګ صاحب خبرو ته پتنګ صاحب مخاطب کړې.
زه نه دی ملامتوم، ځکه چی کیداي شي، ځما او دپتنګ صاحب خبری تر ډیره ځایه شباهت ولري.
ځکه چی دواړه دیوی عقیدی خاوندان یو، مسلمانان یو، نړیوالو جنایتکارانو، دوطن او دین دښمنانو پسی مو قلم پورته کړۍ، لاســــ.ـپوڅي غندو، دنړیوالی یهودي مؤسسو انحیازت، ظلم، او جبابریت ښکاره کوو.
او تل مو غوښتلي، چی دوطن دآزادۍ بیرغ همیش لپاره جیګ وساتو، او هیڅکله دښمن په خپله خاوره ځاي ورنکړو، نه دپښتنولۍ په چوکاټ کی، او نه دقانون په چوکاټ کی دښمن حق لري، چی ځمونږ پر پاکه اوســـپـیڅلی ځمکه خپل ګنده قدمونه کیږدي.
وهاج ساپی.
pattang
30.07.2007
[quote:a05e663818="khaishkai"][quote:a05e663818] ما څو واره درته ليکلي خو ستا حافظه لنډه ده[/quote:a05e663818]
وهاج صافی وروره، ولې د پتنګ تر ثبت شوي نامه لاندې را ته ځواب راکوې؟ تا کله ماته پدې بحث کې دغه شیان لیکلي دي؟ زمونږ دواړو بحث خو د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۱۳۶۸ م پرېکړه لیک پر تعبیر باندې دﺉ، نو دا نور څه شیان دي چې تاسو لیکلي دي؟[/quote:a05e663818]
ښاغلی خيشکی !
پتنګ هيچاته خپل keyword/password نه ور کوي چې په نوم يې بل څوک
ليکنې وکړي. پتنګ پښتون دی ،يوه خبره کوي او رښتيا وائي ٠
م٠م خو په اسرائيلو هم ٥٦ پرېکړې وکړې نو ولې يوه پريکړه هم تر اوسه پورې په
زور ندی عملي شوې چې د فلستينيانو خاره بيرته ورکړي?
- چين په سينک کيانک ولايت کې مسلمانان خپه کړې او ازادي نه ورکوي .
- روسي پوتين په چيچينياکښې مسلمانان تکه تکه کړل اوټول حقق يې ترې غصب
کړي دي٠
- امريکا ديهودو له اقتصادي بار لاندې ده او بې ديهودو له مشورې هيڅ کار هم
نکوي، چې يهودبيا دمسلمانانو دښمنان دي او له بلي خوا امريکا ارتجاعي عربي
دولتونه دخپلوکټو لپاره تقويه کوي او هر يو ازادي غوښتونکی جريان په زور له
منځه وړي٠
- انګليسان په هر تړون کې دامريکې څنګ ته ولاړ دي ، ځکه امريکايان خو هغه
پخواني انګليسي جنايتکاران دي چې امريکا ته يې هجرت کړی او دامريکا اصلي
اوسيدونکې يې هغه وخت ټول له تېغه تېر کړل٠
- فرانسي په الجزائر کې له مسلمانانو څخه ګټلي انتخابات واخيستل او خپل
ګوډاګيانوته يې بېرته واک ورکړ٠
نو په م٠م کې بل څوک دي چې دوېتو حق ولرې ? او د امنيت په شورا کې به بل څوک
وي چې داشغالګرو، يوې دغسې غيرې انساني پرېکړې ته (no ) نه ! ووائي ٠
دم٠م دد غسې يوې فيصلې کاغذ ، دافغانستان دازادي جنګياليو ته داسي مسال
لري لکه د تشناب ، کناراب کاغذ چې سړی اودس پرې وچوي ٠
په بوزنيا کې سربيانو 7000 مسلمانان په لوی لاس د م٠م د څارندويو عساکرو په
کتو او خبرېدو يو ځای مړه کړل٠
ژوندي د وي دپښتنو لرا و بر جنګيالي ، م-ر-ګ په صليبي شکېلا کګرو٠
monir
30.07.2007
[quote:756f5ce16c] خيشکی لا لا !
که تاتر اوسه پورې د خاد مينتاليتي mentality له لاسه نه يې ور کړې نو اوس يې
وخت دی چې بايد ځان ترې خلاص کړې او اولس ته په صداقت کار وکړې٠ [/quote:756f5ce16c]
پتنګه د تېرو اونیو سپکو سپورو او د وطنمل له غبرګون څخه تا هیڅ پند ندﺉ اخیستﺉ چې مرداره خوله دې بیا په تور او تهمت وهلو خلاصه کړه. ما تر اوسه تاته ډېره حوصله کړې ده ، خو که داسې وي نو پس لدې به زه هم په سوچه پښتني دود اوله ستا ادب سره سم درته لیکنې وکړم او د نورو لوستونکو څخه د مخه بښنه غواړم!
ګوره لېونیه پتنګه ته خو اصلاْ په خبرو هم نه پوهېږې، ته په هر بحث کې هماغه د خپله یوه ببولالی لیکې!،که ته یو لږ عقل ولرې او زما د دې بحث لیکنې ولولې او وپوهېږې نو وبه وینې، چې ما هېڅکله هم په افغانستان باندې د امریکاتر مشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو یرغل ندﺉ ارزولﺉ. د ما او د ښاغلي وهاج صافی بحث د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۶۸ م نمبر پرېکړه لیک باندې دﺉ.
پتنګه چې ته ورته په پام شې:
ما وهاج صافی ته لیکلي وو[quote:756f5ce16c] نړیوال ځواکو نه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دیوې پرېکړې په چوکاټ کې افغانستان راغلل او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ[/quote:756f5ce16c]
او هغه ما ته په ځواب کې لیکلي وو[quote:756f5ce16c]زه چی څومره معلومات لرم، نو ملل متحد ددی اجازه نه ده ورکړی، چی امریکا دی پر افغانستان یرغل وکړي، بلکه دالقاعدی په مقابل کی دځان څخه دفاع ورته روا بللی[/quote:756f5ce16c]
او [quote:756f5ce16c]خو تاسی ماته دملل متحد هغه فیصله راوړۍ، چی هغی کي يي امریکا ته دا اجازه ورکړي وي، چی پر طالبانو او په افغانستان یرغل وکړي. [/quote:756f5ce16c]
او ما په ځواب کې ولیکل[quote:756f5ce16c]خبره دې تر یوه حده سمه ده، خو تاسو ته معلومه ده، چې د پېښې په وخت د ۱۱ م د **تمبر پر برید تورن کسانو رهبري په افغانستان کې وه او له طالبانو نه په وار وار دا غوښتنه پخوا هم شوې وه او بیا وشوه، چې د القایده مشر بن لادن د محاکمې لپاره یا امریکا ته او یا نړیوالې محکمې ته ور تسلیم کړي ، تر څود **تمبر دیولسم د برید حقیقت څرګند شي، خو لکه څنګه چې خبر یو د طالبانو زعامت دا غوښتنه رد کړه. همدا و چې امریکایانو د امنیت د شورا د پرېکړې په استناد، چې ورته یې له ځانه د دفاع حق ورکړﺉ و پر افغانستان باندې یرغل پیل کړ. [/quote:756f5ce16c]
او ورته د امنیت د شورا د پرېکړه لیک لاندې آدر س ورکړ [quote:756f5ce16c]http://www.crimesofwar.org/sept-mag/UN_res_1368_Threat_to_peace.pdf [/quote:756f5ce16c]
ښاغلي صافی د امنیت د شورا پرېکړه په پښتو وژباړه او ویې لیکل
[quote:756f5ce16c]چی دی فیصله کی، هر ګز امریکانو ته دا اجازه نه ده ورکړ شوي، چی په افغانستان یرغل وکړي، دومره اجازه ورکړ شوي، چی له ځان څخه دفاع وکړي، او په نورو غړیوغږ شوی، چی دوي سره کومک وکړي، خو په افغانستان دیرغل اجازه نه ده ورکړ شوی، خو که امریکا په دی فیصلی اســتناد کوي، او په افغانستان یرغل کوي، خو دغه تفسیر دهغی دخپلی خودخواهۍ تفسیر دي، چی هیڅکله له دغی فیصلی څخه نه مفهومیږي،[/quote:756f5ce16c]
او ما په ځواب کې ولیکل[quote:756f5ce16c]ګرانه صافی وروره له ژباړې څخه مو مننه!
دا سمه ده چې د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې له افغانستان څخه یادونه نده شوې، خو په پرېکړه لیک کې داسې کلمې یا جملې راغلي، چې نه یواځې په افغانستان باندې دمتحده ایالاتو یرغل توجیه کولای شی، بلکې امریکا د نړیوال تروریزم په وړاندې له ځانه څخه د دفاع په پلمه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر چا په وړاندې هر ډول عملیات تر سره کولای شی.
ستاسو پام د دغې پرېکړې څو ټکیو ته چې تاسو تحت الفظي ژباړلي دي را اړوم: [/quote:756f5ce16c]
[quote:756f5ce16c]" ... دامن نړیواله کمیټه داسی حال کی چی دملل متحد په مبادئو او مقاصدو بیا تأکید کوي. او داسی حال کی چی خپل عزم يي غوټه کړی(؟)، چی په ټولو وسائلو سره دهغو تهدیدونو مقابله وکړي، کوم چی ددهشت ***** کارونو په نتیجه کی نړیوال امن او سلامتیا په خطر کی اچوي، او داسی حال کی چی هر وګړي او جماعت ته دا حق ورکوي، چی له خپل ځان څخه دفاع وکړي، دملل متحد دتړون په اساس...." [/quote:756f5ce16c]
او بیا دا چې وهاج صافی ستا پشان نور مسایل مطرح کړي وو، ما ورته ولیکل
[quote:756f5ce16c]صافی وروره ، ستاسو تشریحات چې امریکا څه کوي او یا یې نکوي بله موضوع ده ، بښنه غواړم! [/quote:756f5ce16c]
او بیا وهاج صافی ولیکل[quote:756f5ce16c]وروره! له عسکري یرغل څخه پرته ډیر زورور حلونه موجود وو، چی ملل متحد همیشه هغی ته لاس اچوي.
کولاي شو، چی دطالبانو او القاعده ټول منابع وچ کړي، دټولو دولتونو ورسره سیاسي او اقتصادي علائق قطعه شي، هوايي پروازونه افغانستان ته بند شي، داخل ته خوراکي توکی لیږدول بند شي، (دا هغه کارونه دي چی ډیرو ځایو کی عملي شوي دي، او نتیجه يي ورکړی ده)[/quote:756f5ce16c]
او ما په ځواب کې ولیکل[quote:756f5ce16c]ګرانه صافی وروره! کوم دولتونه ؟ په هغه وخت کې یواځې سعودې عربستان و که د عربی متحده امارات او پاکستان چې له طالبانو سره سیاسی اړیکې درلودې !!! او بیا د پرېکړه لیک له مخې د امریکا لاس خلاص و هر څه چې کوي او هغو د پوځي لاره غوره کړه ! د همده پرېکړه لیک او نورو پرېکړه لیکونو په اساس نور هېوادونه هم ځانونه له امریکا سره شریک کړل او افغانستان ته پوځونه ولېږل، چې شمېر یې اوس شاو خوا ۳۷ هېوادونو ته رسېږي [/quote:756f5ce16c]
پتنګه اوس پوه شوې؟
اوس نو یو په یو pattang را پیدا شو او لیکي[quote:756f5ce16c] ځينې خلک ډوډۍ خوري خو ارګېمی د بسو باسي :
ما څو واره درته ليکلي خو ستا حافظه لنډه ده : [/quote:756f5ce16c]
اوووو ، ظالمه تا خو تر اوسه په دې بحث کې ګډون نه درلود، نوته څنګه ادعا کوې چې ماته دې څو واره لیکلي دي!
زه بیاهم د نورو لوستونکو څخه بښنه غواړم، د پتنګ ناوړه ژبه همدا ده!
و.افغان
30.07.2007
ګوره خیشکیه: دا دی ښه کار نه دی کړی، ته خو ډیر اصولي سړی راته ښکاریدی، ښه بحث دی کاوه،
پتنګ صاحب تاسی ته یو متل ویلی دی، که په زړه دی بد لګیدلی وو، نو تاسی به هم هغه ته یو داسی متل راوړی وو.
هیڅکله دښکنځا حق نلری.
pattang
30.07.2007
khaishkai ليکي .
[quote:c53811d3ff]اوووو د خرې ځویه تا خو تر اوسه په دې بحث کې ګډون نه درلود، نوته څنګه ادعا کوې چې ماته دې څو واره لیکلي دي!
زه بیاهم د نورو لوستونکو څخه بښنه غواړم، د احمق پتنګ ژبه همدا ده![/quote:c53811d3ff]
وړکی سرداره !
ماخو فکر کاوو چې پرتوګ دې اغوستی خو خبر نوم چې خيښتګ دې (س-و-ری)
دی٠ يووار دبيا په چوتره کې مرداري وکړه اوپاک ځای دمردار کړ لکه چې چرس
د خلا ص شوي وي٠
زما مور غلځۍ پښتنه ، لوی ټيکرۍ به يې په سر وو او پنځه وخته به يې خپل
لمونځ کاوو، پاکې بړستنې به يې ميلمنو ته ساتلې وې، ډېر کالونه کيږي چې مړه
شوې ده او زه هميشه دوعا ورته کوم٠
زه چې خپل ځانته ګورم نو ستا مورته مې (س-پ-کې )(س-پ-ا-ندې ) په
(خ-و-له ) نه راځي او له ځانه څخه شرميږم٠ حقوقي هم پر دوی حق نلرم ٠
سردار صيب ! پتنګ په ټولو ليکنو کې د هيچا مور او پلار ته کنځلې ندي کړې، هو
بي -نامو-سانو , اجن -ټا نو ، لا-س-پو-څيو ، بي کارو ، غلواو جنګي جنايتکارانو
ته مې تيزې خبرې په ځانګړي توګه لکه دا اوس ليکلې دي ٠
سردار صيب !
** دلته خو ځانګړي بحثونه نشته خو ټول په هغه ناورين خبرې کوي کوم چې
دسردارانو له خوا ميراث را پاته شوی ٠ ايا پر دې بحث کې ګډون کومه لويه ګنا
ده ?
** ما دهغه تهمت ځواب وېلی چې تا په ساپی صيب پورې تړلی دی ، زه چېرې
ساپی صيب چېرې ?، او څوک چاته کله خپل password ورکوي ٠
دلته ته خپله فکر وکړه چې څوک څلور پښې لري ٠?
** دامنیت شورا د ۱۳۶۸ م نمبر پرېکړه ،يوه سياسي پرېکړه ده هغه قضائي
پرېکړه نده ، په ملي دود قانونيت نلري او په بين الملي دود دپرېکړې دعلت
سبوت نلري ( ټوله خبره په افغان اولس باندې ده )٠
د پښتنو دجنګياليودبرياليتوب په هيله٠
momtaz
30.07.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:a1bbe10f1e]ګوره خیشکیه: دا دی ښه کار نه دی کړی، ته خو ډیر اصولي سړی راته ښکاریدی، ښه بحث دی کاوه، پتنګ صاحب تاسی ته یو متل ویلی دی، که په زړه دی بد لګیدلی وو، نو تاسی به هم هغه ته یو داسی متل راوړی وو. [/quote:a1bbe10f1e]
وهاج ساپیه وروره، زه هم پدې نظر یم چې بد کار وشو او که بې غرضه قضاوت وشي، ښاغلی پتنګ ملامت دﺉ! که دپتنګ هغې بلې لیکنې ته ځیر شې،
هغه د یوه متل تر څنګ یو بل شي هم لیکلي وو:
[quote:a1bbe10f1e] خيشکی لا لا !
که تاتر اوسه پورې د خاد مينتاليتي mentality له لاسه نه يې ور کړې نو اوس يې
وخت دی چې بايد ځان ترې خلاص کړې او اولس ته په صداقت کار وکړې٠
[/quote:a1bbe10f1e]
ښاغلی پتنګ لومړﺉ خېشکي ورور ته لالا وایي او بیا د خاد تور ورباندې لګوي . ښاغلی پتنګ د خپلې پښتونولۍ په مینه تل نوروباندې هم ورته
تورونه او اتهامات لګوي او پدی توګه د سپکو سپورو اصلی عامل دﺉ . زه د ښاغلي خېشکي د غبرګون له لهجې سره موافق نه یم،
خو دهغه احساسات درک کولﺉ شم!
والسلام
shokoor
30.07.2007
د ټول افغان د فاروم مسئول ښاغلي وطنمل ته یو وړاندیز :
[color=blue:0a66ddfc0c]دا چې د محترم پتنګ او ګران خیشکي تر منځ خبره ورانه شوه بده به نه وي چې په دې بحث کې د دواړو لیکنې ړنګې شي[/color:0a66ddfc0c]
په درناوی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مننه ، خو داچې دواړو په ليکنو کې يو څه مالومات هم شته نو يواځې ښکنځلې مې ترې ړنګې کړې ، ولې پا اقتباسونو کې بيا هم ښکنځلې شته چې اړونده ليکونکی دې پخپله ړنګې کړي ٠ په درنښت او سلامونو ٠ وطنمل
pattang
31.07.2007
وطنمل صيب !
کور د اباد زما دزړه خبره د عملي کړې ده ، خدای پاک دنور هم د ځيرکي قدرت
درکړي.