نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
28.07.2007
محترم ورور وهاج ساپی ٌیب ته سلامونه او نیکې هیلې !
تاسو لیکلي :
[quote:f7a0fb06ab]. وروره خبره دی منم، او بیخي صحي ده، په اسلام کی باید حاکم داهل حل او عقد دشوری د خلکو له خوا وټاکل شي، او دغه اهل الحل والعقد باید دامت مسلمه پوه، تکړه او مخور خلک وي، چی په رښتیا سره دامت مسلمه نمایندګي وکړاي شي، انتخابات اسلام کی نشته، خو البته انتخابات دغی قضیی ته نږدی ده، او زه يي داوس وخت یو ضرورت بولم، اګر که انتخاباتو کی کله نا اهله انسان هم منځ ته راتلاي شي،[/quote:f7a0fb06ab]
په دې برخه کې ښایی کوم صریح ایت موجود نه وي چې خلیفه دې څرنګه اوپه کوم ډول سره وټاکل شي .د لومړي نه تر څلورم خلیفه پورې ټاکنه د اصحاب کرامو له خوا په یوې ټاکلې شوې طریقې سره تر سره شوي چې یقینا ً په هغه وخت کې بی ٍسارې طریقه وه !
په قران کې د خلیفه د تعینولو طریقه نه ټاکل همدا معنی لري چې آلله تعالی دغه حق
پخپله اسلامي امت یا مسلمان ولس ته ورکړی او د اسلامي امت داستازیتوب طریقه د پیغمبر (ٌص)له وفات وروسته د اصحابو مشرانو د خپل وخت له پاره په ښه ډول سره وټاکله، څو د وخت او زمان غوښتنو او مقتضیاتو سره سم د امت له خوا نوره هم اٌصلاح، بشپړه او کره شي ، که نه نو د وختونو او زمانو غوښتنو ته به مٍثبت ځواب ونشي ویلی .
نو که اوس ۱۴ سوه کاله وروسته څوک د اهل حل او عقد پخوانۍ طریقه د اوس له پاره رامنځته کوي ، نه یواځې ددې وخت او زمان ستونزې او مسایل پرې نشي حلیدلی، بلکې رامنځته کونکی به یې د خپل یوه غیر اسلامي سیاست د پلي کولو له پاره ، لکه سیاف او رباني چې لرل او مولوي صاحب خالص هم نه ردول، ترې ناوړه ګټه پورته کول غواړي ! لکه څنګه چې ترې دغه ناوړه ګټه پورته شوه او په هیواد کې د سیاسي فساد په رامنځته کولو سره د حل او عقد طریقه رسوا رسوا او بدنامه هم کړی شوه .
البته د خلفای راشیدینو سره د بیعت طریقه له یوې خوا د دموکراتیکو انتخاباتو ریښه ده، که څه هم دغه ارزښتمنه ریښه هم د سلطنتونو له خوا له منځه ویوړل شوه، له بلې خوا ددغې ریښې بشيړ شوی او تکامل موندلی شکل آزاد، عام ، سري او دموکراتیک انتخابات دي !
د ولسي جرګې او سنا غړي د حل او عقد د خاوندانو په څوکیو ناست دي ، یعنې د حل اوعقد خاوندان دلته د پارلماني استازو په توګه د مسلمان ولس له خوا پخپله ټاکل کیږي او کولی شي د هیواد واکمن دیوې انتخاباتي دورې له پاره تر کنترول او لار ښوونې لاندې ونیسي ! نو حل او عقد د دموکراتیکو انتخاباتو په سیستم کې مدغم او بشپړیږي ، نه برعکس دموکراسي د حل او عقد په طریقه کې !
په درنښت !
و.افغان
28.07.2007
ډیر ګران محترم، او دروند ورور ځواکمن صاحب!
سلامونه اونیکی هیلی می ومنه، السلام علیکم.
محترم ځواکمن صاحب!
خوښه مو نه ده، چی دیو نوي سرلیک لاندی یو موضوع په دی نوم پرانیستل شي
[color=white:78501f4a96]دولسمشر په ټاکلو کی، دعمومي انتخاباتو او داهل الحل والعقد دټاکلو تر منځ مقایسه او مقارنه.[/color:78501f4a96]
هیله کوم، چی تاسی دغه موضوع شروع کړۍ، او مونږ ټول تری مستفید شو.
رښتیا یو بله خبره،
مونږ چی دکمی موضوع لاندی لیکنی کوو، دهغی نوم دی (ځما دوه لیکنی څه شوی)
چی دیوه میلمه له خوا پیل شوی وه،
نو څنګه چی دد موضوع لاندی ډیر ښکلی بحثونه شوي دي،
نو که تاسی او یا وطنمل صاحب دا مهرباني وکړي،
چی دغی موضوع ته یو مطابق عنوان وټاکي، چی دلاندنیو قیمتي لیکنو لپاره لارښود عنوان یا نوم وي.