د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

pattang
05.07.2007

دغه نيوکه د کرزي او پښتنو پر مخ يوه پخه څاپېړه ده چې پنجيان يې ور کوي٠

وروڼو په نړۍ کې خو دا قانون دی چې جنايې ، او اولسي حقوق دڅارنوال او قضا
کاردی، نو د امنيت ملي يې پرې څه ? دا د ملي ساتنې کار ندی٠
-- که ننګ څوک تحقير کړي وي او يا يې حق تلف کړی وي ، نو څارنوال او قضا
به دهغه سره معامله کوي٠
--- که ننګ ځان خرڅ کړی وي نو دوسيه يې بايد د ملي ساتنې له خوا بشپوړه شي
او څارنوالي ته وسپارل شي او قضا يې حل کړي٠
په دوم حالت کې ، ملي ساتنه يواځې دوسيه څارنوالي ته وړاندې کوي اوبس.
خو په افغانستان کښې اوبه له کوزې خوا څخه جګې خواته رواني دي او محرکه قوه
يې د cia دالر دي .

ژوندي د وي د پښتنو جنګيالي٠


ghafar
05.07.2007

[quote:b0a4527368]غفار خانه د تاسو له لیکنې داسې معلوميږی چې دا دولت اول سړی نیسی او بيا يې معلوموی، چې کومه ګناه يې کړې ده؟ [/quote:b0a4527368]
مېلمه وروره که مو توجه کړې وي، دا د ښاغلي ډاکټر فاروق وردک خبرې وې، چې د پژواک خبری آژانس له خوا خپرې او ما را نقل کړې وې.
زه به د ګرانو لوستونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره دپژواک د خبری آژانس پوره رپوټ را نقل کړم:

[color=blue:b0a4527368]ملي امنيت : د ننګ په اړه خپاره شوي معلومات خپلسري دي[/color:b0a4527368]
کابل

د چنګاښ ١٢ مه ، پژواک خبري اژانس

د ملي امنيت رياست هېڅ يوې رسنۍ ته نه دي ويلي چې د چارو د ادارې وياند او د امن جرګې دمجلې مدير مسوول آصف ننګ ، د پاکستان له څارګرې ادارې سره د تړاو په شک نيول شوى دى .

دغه خبره د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري د چنګاښ په ١٢ مه ، پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه .

ننګ ، له خپلو پنځو همکارانو سره دچنګاښ په نهمه ، د ملي امنيت ځواکونو له خوا نيول شوى و ، د نوموړي همکاران خوشې شوي ، خو ننګ اوس هم په توقيف کې دى .

سعيد انصاري وويل چې د ننګ د نيونې په اړه ځينو رسنيو دغه ارګان ته په نسبت ورکولو، په خپل سرمعلومات خپاره کړي دي .

انصاري زياته کړه چې ملي امنيت تراوسه په ننګ باندې دکوم تور لګولو په اړه څرګندونه ، نه ده کړې .
د نوموړي په وينا، د ملي امنيت د کاري اصولو له مخې، ترڅو د نيول شوي شکمن په اړه ، څېړنه نه وي بشپړه شوې ، پايلې يې خوندي ساتل کېږي .

انصاري وويل چې د ننګ په اړه د څېړنو له بشپړېدو وروسته به معلومات د رسنيو په واک کې ورکړل شي .

انصاري ، داهم وويل چې دولتي رسمي سرچينو ته په نسبت ورکولو ناسم معلومات خپرول يادو شويو سرچينو او خپلو رسينو ته هم يوه ضربه ده .
[color=white:b0a4527368] هغه وويل چې ملي امنيت قانوني واک لري ، چې د شک په صورت کې خلک ونيسي او د هغو په اړه څېړنې وکړي .[/color:b0a4527368]
[color=green:b0a4527368]د هغه په وينا، د همدغه واک له مخې ننګ نيول شوى او له دوى سره تراوسه د يوه مظنون ( شکمن ) په توګه په توقيف کې دى .[/color:b0a4527368]

نوموړي داهم وويل چې د هغو رسنيو مسوولين يې راغوښتي او له هغوى سره يې په دې اړه خبرې کړې دي کومو چې د ننګ په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي .

دچارو دادارې رييس او په پارلماني چارو کې ددولت وزير ډاکټر فاروق وردګ هم تېره ورځ د ننګ په اړه د ځينو رسنيو خپاره شوي خبرونه غير مسوولانه ګڼلي وو .

وردګ ويلي و ، چې محمداصف ننګ دامنيتي ځواکونو له لوري د((امن جرګه)) مجلې ديوې ليکنې دخپراوي له امله له څوتنو همکارانو سره يوځاى نيول شوى دى .

وردګ دا هم ويلي و چې د ملي امنيت مسوولينو په دې اړه هېڅ ډول رسمي نظر نه دى څرګند کړى او هرڅوک چې هرې رسنۍ ته څه وايي په هغه پورې اړه لري او په غير مسولانه ډول خبرې کوي .
ډاکټر وردګ زياته کړه چې هغه ليکنه چې په امن جرګه مجله کې خپره شوې وه د((جګړه او نړيوالتوب )) له کتاب څخه، چې دپويا جعفري په نوم يوه ايراني ليکوال ژباړلې ده را اخيستل شوې وه، چې په منځپانګه کې يې دهېواد د ولسمشر په اړه يو شمېر خبرې شوې دي ، چې دامن جرګې له مجلې سره يې هېڅ تړاو نه درلود او بايد نه واى خپرې شوې .
نوموړي دغه ليکنه ، چې ديادې شوې مجلې په اتمه ګڼه کې خپره شوې ده يوه جدي مطبوعاتي تېروتنه وبلله او زياته يې کړه چې ددې ليکنې په خپراوي کې شونې ده ، دغه درې لامله ( تېروتنه ، قصد او توطيه ) شامل وي .

خو د سويلي اسيا دخپلواکو رسنيو د ټولنې د مطبوعاتي کميسيون مشر او د نظر څښتن عبدالحميد مبارز ، بياد ملي امنيت د رياست له خوا دغه شان نيونې د اندېښنې وړ ګڼي .

مبارز، پژواک اژانس ته وويل چې که ننګ چېرې مطبوعاتي غلطي کړي وي، نو بايد د رسنيو د سرغړونې کميسيون يې موضوع وڅېړې .

هغه د ننګ د نيونې په اړه وويل : (( دا يو ډول لاسوهنه او زموږ لپاره د اندېښنې وړ
ده . ))

نوموړي نيوکه وکړه چې که چېرې په ننګ لګېدلي تورونه رښتيا نه وي ، نو ولې هغه خوشې کېږي نه ؟

دانش کړوخېل


Helmand.M
06.07.2007

ويارانوته سلامونه اونيکي هيلي.
ښاغلی ميلمه!
د*افغان ولسپال ځوانان*په استازيتوب وښاغلي ولسمشرته داغلي خور*نظيفه غزل*پرانيستی ليک, ما خاوري ميوند*هلمند*له بينوا ويب پاڼي څخه دلته راليږدولی دی.خو خپله نوموړي خورزما په اند چي دافغان ښځولپاره د *اوربل*په نامه ويب پاڼه چلوي
په درناوي.
ميوند*هلمند*


larghonay1
07.07.2007

زه خو لومړى ګوناه ټوله د فاروق وردګ ګڼم ځكه چې اصف ننګ د فاروق وردګ مامور دى نو تر ټولو وړاندې بايد فاروق وردګ د ننګ د سپيناوي غوښتنه كړې واى.
ده بايد يوازې پيسو ته نه، بلكې پښتو ته هم كتلي واى او د ملي امنيت له ادارې يې د اصف ننګ د نيولو لامل پوښتلى واى او بيا يې خپرونو ته اعلان كړى واى. كه رښتيا هم دننګ تېروتنه مطبوعاتي وي نو د مطبوعاتو كمسيون ولې چپه خوله ناست دى هغوى بايد غوښتنه كړې واى او بله دا چې په افغانستان كې دا يوه لمن خپرونې دي دوى ولې د امرالله صالح نظر نه پوښتي چې هغه په دې اړه څه وايي؟
خو لكه څومره چې پوهېږم له موزي نه ښادي حرامه ده. فاروق وردګ يوازې د كرزي پيښې ښې كولى شي.يوه ورځ په يوه داسې مجلس كې چې د نوم له پاره هم پكې پاړسيوان نه ؤ نو فاروق ورګ صيب لكه د پېښور مداري يوه خبره په پاړسي كوله او يوه په پښتو.
اوس بايد له خپلې چالاكۍ كار واخلي او د ننګ د نيولو لامل معلوم كړي.


pattang
07.07.2007

[quote:a5f78a97de]زه خو لومړى ګوناه ټوله د فاروق وردګ ګڼم ځكه چې اصف ننګ د فاروق وردګ مامور دى نو تر ټولو وړاندې بايد فاروق وردګ د ننګ د سپيناوي غوښتنه كړې واى. ده بايد يوازې پيسو ته نه، بلكې پښتو ته هم كتلي واى او د ملي امنيت له ادارې يې د اصف ننګ د نيولو لامل پوښتلى واى او بيا يې خپرونو ته اعلان كړى واى.[/quote:a5f78a97de]
لرغونيه وروره !
که ننګ رښتيا ننګ وی نو لدې بې ننګه چټلانو سره به يې څه کول??
فاروق خو دپنجيانو لا سپوڅی او د پرديو پخوانی مذدور دی ٠

[quote:a5f78a97de]كه رښتيا هم دننګ تېروتنه مطبوعاتي وي نو د مطبوعاتو كمسيون ولې چپه خوله ناست دى هغوى بايد غوښتنه كړې واى او بله دا چې په افغانستان كې دا يوه لمن خپرونې دي دوى ولې د امرالله صالح نظر نه پوښتي چې هغه په دې اړه څه وايي؟ خو لكه څومره چې پوهېږم له موزي نه ښادي حرامه ده [/quote:a5f78a97de]
دا کار خو هغه خلک کوي چې په کار پوه وي ، زړونه يې سپين او له قانون سره
تړلی وي٠ نو دابيکاره مړ سترګي غله په څه پو هيږي٠
[quote:a5f78a97de]فاروق وردګ يوازې د كرزي پيښې ښې كولى شي.يوه ورځ په يوه داسې مجلس كې چې د نوم له پاره هم پكې پاړسيوان نه ؤ نو فاروق ورګ صيب لكه د پېښور مداري يوه خبره په پاړسي كوله او يوه په پښتو.
اوس بايد له خپلې چالاكۍ كار واخلي او د ننګ د نيولو لامل معلوم كړي[/quote:a5f78a97de]
لر غونيه ! خرڅ شوي د خدای پاک مه دوست کوه او مه دښمن ، هغه دهيچا زوی هم ندی ،دغه مذدور شايد زارۍ او جګۍ ورته وکړي خو له خپل بادار څخه دننګ غوښتنه نشي کولی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more