نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آیا اصف ننګ جاسوس دی،که دپښتو په سر قربان شو؟
Anonymous
02.07.2007
نن به مو دټول افغان له لارې خبر ترلاسه کړی وي چې نامتو ليکوال،ژورنالېست او دپارلماني چارو وزارت ویاند ښاغلی محمداصف ننګ دکرزي په امر نيول شوی چې په حقیقت کې دپخوانۍ شمال ټلوالې دلنډغرو لخوا نيول شوی. يانې دماي امنيت لخوا؛په ملي امنيت کې ټول هغه پخواني لنډغرناست دي او ټوله توجه يې پښتنو ته ده چې څنګه يې په لمن تور داغ ولګوي.
هيله ده چې په دې اړه خپل نظر وليکئ.
Anonymous
02.07.2007
ګرانو دوستانو، باید چې صبر وشی، تر څو د پېښې جزیات څرګند شي. ماته دومره معلوم و، که څه هم ښاغلی آصف ننګ د پارلمانی چارو د وزارت ویاند و، خو په مرموز ډول هغه له دولت څخه یې سم استازیتوب نه کاوه. تاسې لاندې ویدیو ته توجه وکړۍ
http://www.youtube.com/watch?v=y1nzhW-A1SM
Anonymous
02.07.2007
کرزی خو د کم عقل څښتن دی، خو دومره به هم کم عقله نه وی، چې د خپل دولت داسې يو لوړپوړئ شخصيت بې له کافی سنده ونيسی.
دا خبره مهمه ده چې پښتانه د شمال د ټلوالې بې ځايه ښکار نه شی، خو دا موضوع بيا تردې هم ډېره مهمه ده چې د افغانی تصميم نيولو ارګانونه د پرديو او په دې لړ کښې د پاکستان له اجنټانو پاک شی.
اګر چې پخپله کرزی او د هغو د کابينې مطلق اکثريت د يوه او يابل خارجی هيواد اجنټان دی، خو دلته زه هم نه پوهېږم چې په افغانستان کښې کوم بل داسې څوک نه ؤ، چې د آی اس آی له ننګه ستر اجنټ وی. يابه هغه داسې هوښيار وی، چې کرزی به ورباندې سند نه شی موندلای او يا به هم ډير زورور وی چې د کرزی زور به نه ورته رسيږی. دا هم امکان لری چې پخپله کرزی ونه غواړی چې د پاکستان اجنټان له دولتی دستګاه نه پاک کړی، خو کېدای شی چې په ننګ به داسې سندونه لاس ته راغلی وی چې پخپله کرزی به يې هم د ساتلو توان نه لری.
زه پخپله خو آصف ننګ نه پيژنم او له دې کبله یې په پټو سترګو دفاع ته نه یم حاضر. هسې نه چې کوم ستر جرم او خيانت یې کړی وی، او بيا پرخپله دفاع پښېمانه شم.
pattang
02.07.2007
خدای پاک دې چاړو او غوښه کړي ، چې پښتانه يو څه پوه شي او
اوسره يو ځای شي ٠ ته چې خپلې ليکنې دميلمه په نوم دلته له ډاره کوې
او يا د سستي او تنبلي په هکله خپل مستعار مالوم نوم نشې ثبتولی
نو په نورو به څه غیرت وکړې او څه به د له لاسه وشي٠ ?? انډيواله نه ستا او
ستا دملګرو له لا سه څه کېږي او نه دکرزي له لا سه ٠
کرزی د لا څه ملۍ دی هغه فهيم دومره ډبولي چې تر اوسه پورې يې لکه
تښتېدلی ( بګيلی ) ورېړز ( مړز ) د هغه وخت ډار په ستر ګو کښې دی٠
ژوندی د وي د اولس پاڅون او دپښتنو جنګيا لي د غلو او قاتلانو په ضد٠
pattang
02.07.2007
[quote:42db505427]کرزی خو د کم عقل څښتن دی، خو دومره به هم کم عقله نه وی، چې د خپل دولت داسې يو لوړپوړئ شخصيت بې له کافی سنده ونيسی.[/quote:42db505427]
کرزی څوک دی ? يوه بېخونده ملۍ٠
[quote:42db505427]دا خبره مهمه ده چې پښتانه د شمال د ټلوالې بې ځايه ښکار نه شی، خو دا موضوع بيا تردې هم ډېره مهمه ده چې د افغانی تصميم نيولو ارګانونه د پرديو او په دې لړ کښې د پاکستان له اجنټانو پاک شی. [/quote:42db505427]
انډيواله دا خبرې هم د شمالي جنايتکارانو دي چې لوده پښتانه يې تکراره وي ٠
ته دې خپل ځان ته سر ټيټ کړه ،که نه پو هېږي خپل سر دې له دېواله سره ووهه :
ايا دغه دولت ټول د cia , روسانو، تاجکانو ، ازبکانو،ايرانيانو له اجنټانو
ډک ندی? او تر مستقيمې اغېزې لاندې ندی ?? ايا تاغيرتي ځوان دا فکر کړی دی
چې دافغانستان بوديجه څوک ورکوي او مامورينو ته يې معاش څوک ورکوي ?
ايا تا دا فکر کړی چې په افغانستان کې فرهنګ کومې خواته روان دی اوکه
سترګې پټې کړې خوله وازه ?
[quote:42db505427]اګر چې پخپله کرزی او د هغو د کابينې مطلق اکثريت د يوه او يابل خارجی هيواد اجنټان دی، خو دلته زه هم نه پوهېږم چې په افغانستان کښې کوم بل داسې څوک نه ؤ، چې د آی اس آی له ننګه ستر اجنټ وی. يابه هغه داسې هوښيار وی، چې کرزی به ورباندې سند نه شی موندلای او يا به هم ډير زورور وی چې د کرزی زور به نه ورته رسيږی. دا هم امکان لری چې پخپله کرزی ونه غواړی چې د پاکستان اجنټان له دولتی دستګاه نه پاک کړی، خو کېدای شی چې په ننګ به داسې سندونه لاس ته راغلی وی چې پخپله کرزی به يې هم د ساتلو توان نه لری[/quote:42db505427].
دغې پورته برخې ته دې اوښان خاندي او يو وار يې ښه په خپله تحليل کړه
چې څومره د غيرو مسا واتو معادلې ترې جوړيږي٠
[quote:42db505427]زه پخپله خو آصف ننګ نه پيژنم او له دې کبله یې په پټو سترګو دفاع ته نه یم حاضر. هسې نه چې کوم ستر جرم او خيانت یې کړی وی، او بيا پرخپله دفاع پښېمانه شم ٠[/quote:42db505427]
ته څوک يې ? ته وروره په مجهولو کې مجهول يې ٠
نور به څه نه وايم٠
ghafar
02.07.2007
[quote:08a46c8135]خدای پاک دې چاړو او غوښه کړي ، چې پښتانه يو څه پوه شي او
اوسره يو ځای شي [/quote:08a46c8135]
پتنګه ټول پاتې شول اوس ته د پښتنو دیو والي خبرې کوې! تاته د پښتنو یو والی د جګړې معنی لري . له هغه نه زیاد ستا عقل پرې کار نکوي. ته خو هر څوک چې وي که پښتون وي او یا غیر پښتون، کله چې د هغو لیکنې ستا په خوښه نه وي، بیا څه دې چې په خولې راغلل تر هغو نثاروې، نو کښېنه مړه ته د پښتنو د یو والي خبرې مه کوه !
pattang
02.07.2007
[quote:99e777d853]پتنګه ټول پاتې شول اوس ته د پښتنو دیو والي خبرې کوې! تاته د پښتنو یو والی د جګړې معنی لري . له هغه نه زیاد ستا عقل پرې کار نکوي. ته خو هر څوک چې وي که پښتون وي او یا غیر پښتون، کله چې د هغو لیکنې ستا په خوښه نه وي، بیا څه دې چې په خولې راغلل د هغو نثاروې، نو کښېنه مړه ته د پښتنو د یو والي خبرې مه کوه ![/quote:99e777d853]
غفاره ايله چې له خپل کنج څخه لکه ګيدړ را ووتې !
ته خو د اشغالګرو د بيا ابادۍ د پرو پاګندي او نشرياتو استازی يې.
ماخو په يوه ځای کې هم ندي ليدلي، چې تا دې اشغالګرو دهغه قتل په هکله چې
په هغه کې تر اوسه په زرګونو ښځو، وړو او زړو پښتنو خپل ژوند له لا سه ور کړی ، يوه خواشيني او وير ښکاره کړی وي٠ ما په ټول ژوند کې تر اوسه پورې دپښتنو
ديووالي خبرې کړي دي او کوم يې ٠ خو زه د پښتنو حق داسې غواړم لکه زمری
يې چې له افريقا يې هېينو ( Hyänen ) څخه غواړي نه د شغال په ډول لکه ته اوستا ملګري ٠
ژوندي دوي دپښتنو با همته جنګيالي٠
Anonymous
02.07.2007
[quote:406507bf73="pattang"]....دا خبره مهمه ده چې پښتانه د شمال د ټلوالې بې ځايه ښکار نه شی، خو دا موضوع بيا تردې هم ډېره مهمه ده چې د افغانی تصميم نيولو ارګانونه د پرديو او په دې لړ کښې د پاکستان له اجنټانو پاک شی.
[/quote:406507bf73]
پتنګه ته خو غير له بړبړغږېدو او خلکو باندې د شخصي تيري نه بل څه نلرې، دا بد دي، دا داسې دي، دا بېناموسان اوداسې نور٠٠٠،
ته وواېه چې هاښه څوک دي : مشخص ئې که، د پرابلمونود حل لپاره څه مشخصې طرحې لرې، د ځواکمن له تکراري عمومېاتوپرته؟ (اسلام - وطنپالنه -ولسواکي :!: )
دمجهوليت په اړه : ته خو هم ېو مجهول شخص ئې ، دا صحيح ده چې څو کاله کيږي دلته لګېا ئې خلک کنځې، خو تا هم غېر له وطنمله، ځواکمنه اوممکن حليمي بل څوک دې په اصلي هوېت نپېژني٠ زما لپاره خو ستاسو درې واړو اصلي هويت ندی مالوم، او ماته مهمه هم نده، ځکه زه له تاسو سره صرفا په انټرنيټ کې کله ناکله تبادل د نظر کوم او بس٠ خو د دغه فوروم ليکنې ګڼ شمېر افغانان لولي، نو دا خپلې تکراري خبرې چې سالم انتقاد ورته وئېلی نشو که هېڅ ئې ونه وائې ښه به وي٠ زما د ستا د زړه تش بړاس سره اوس نوره علاقه نشته، که پر کوم څيز يا شخص انتقادلرې نو د سمښت بديل ئې هم په ګوته کوه، تر څو وپوهيږو چې بې شکه، دغه ته وائې نظرېه او منطق ٠
ډېرې نورې دې لا پاتې وي، خو که لږ وښېار هم ئې نو خپله پوهېدلی ئې٠
خپل نوم نه درته اخلم، ځکه ستا نوم هم ماته ندی مالوم :!:
Anonymous
02.07.2007
پورته ليکنه هم زما ده، پتنګه ته د ستګاه پاکاري غواړې، ښه خبره ده، خو کيسې ته غوږ شه :
څه موږکانو چې د پيشو له ظلمونو په تنګ راغلي وو، تصميم ونېو چې راځئ ، د پيشو په غاړه کې به ېوه زنګولئ ورواچوو او نور نو چې له ورايه راروانه وي د خطر زنګ بهخبردارۍ راکړي او بس ځانونونه به له دې بلا څخه ژغورور٠ ټولو په ډېره هاها او خوشالئ او دازادئ نه غلامي :!: ، ژوندی دې وي ازاد موږکستان :!: :!: نارو دا خبره مصوبه کړه، پدې کې تر ټولو کوچني موږک غږ کړ چې کاکا، دا پېزوان به د پيشو پر غاړه ځړوي څوک؟ وروسته خو پوهېږې چې څه وشول!
نو تا نه هم دا تپوس دی، دغه تصفيه راولي څوک، څرنګه؟ په کوم زور؟
طالبان؟ ها خو تصفيه د ای اس ای نه غواړی، دليل ئې مالوم دی،
افغان ملتيان؟ دوی غير له بړبړ غږېدو نه د هېدا په تاريخ کې کوم عملي ګام ايښئ؟ زه تاسو درې واړه ئې ووائې، کله، چېرت او کومه موضوع کې؟
اخوان، خلقي-پرچمي که ېو څه وائي خو سړی به ئې حداقل جدي ونيسي، ځکه دوې ول که غلط خو د عملي ګامونو تجربه ئې د هېواد په حوادثو کې لرلې ده٠ (پر ښه او بد ئې دلته تبصره نه کوم، بحث نه وتل نه غواړم)
هماغه مېلمه
ghafar
02.07.2007
[quote:e3c5a23e10] ما په ټول ژوند کې تر اوسه پورې دپښتنو ديووالي خبرې کړي دي او کوم يې[/quote:e3c5a23e10]
پتنګه خبرې خو مفتې دي، چې کوې یې، خو ستا خبرې څه دي؟ که د کوم چا خبره ستا په زړه وي ، تر .....؟ یې جارېږې، او که دچا خبرې ستا نه خوښیدې، بیا اهانت او کنځاوې کوې. که له دې نه زیاد استعداد نلرې، څه پروا کوي، د نورو لیکنې ولوله ښايي له کومې لیکنې څخه یو څه زده کړې!!!
[quote:e3c5a23e10]خو زه د پښتنو حق داسې غواړم لکه زمری
يې چې له افريقا يې هېينو ( Hyänen ) څخه غواړي نه د شغال په ډول لکه ته اوستا ملګري ٠ ژوندي دوي دپښتنو با همته جنګيالي٠[/quote:e3c5a23e10]
Anonymous
02.07.2007
ده او ده ته ورته خو د جنګ خلک هم ندي، نوروته وائي مستعار خو خپله بېا څه شئ ئې؟ پتنګ يانې څوک؟ زمری په تاريکه کې؟ تا چېرته د ځان پېژندګلوئ کړې؟ ائ؟
هماغه مېلمه
pattang
02.07.2007
lol
[quote="ghafar"][quote:ae4dae9207] ما په ټول ژوند کې تر اوسه پورې دپښتنو ديووالي خبرې کړي دي او کوم يې[/quote:ae4dae9207]
پتنګه خبرې خو مفتې دي، چې کوې یې، خو ستا خبرې څه دي؟ که د کوم چا خبره ستا په زړه وي ، تر ې جارېږې، او که دچا خبرې ستا نه خوښیدې، بیا اهانت او کنځاوې کوې. که له دې نه زیاد استعداد نلرې، څه پروا کوي، د نورو لیکنې ولوله ښايي له کومې لیکنې څخه یو څه زده کړې!!!
[quote:ae4dae9207]خو زه د پښتنو حق داسې غواړم لکه زمری
يې چې له افريقا يې هېينو ( Hyänen ) څخه غواړي نه د شغال په ډول لکه ته اوستا ملګري ٠ ژوندي دوي دپښتنو با همته جنګيالي٠[/quote:ae4dae9207]
pattang
02.07.2007
[quote:06ad7c5143]ده او ده ته ورته خو د جنګ خلک هم ندي، نوروته وائي مستعار خو خپله بېا څه شئ ئې؟ پتنګ يانې څوک؟ زمری په تاريکه کې؟ تا چېرته د ځان پېژندګلوئ کړې؟ ائ؟
هماغه مېلمه[/quote:06ad7c5143]
خدای پاک دې ستا څخه غفار نه جوړوي٠
ما ليکلي دي : په مجهول کې مجهول ?
وروره په لنډ رموز او څيرکي بايد پوه شي :
ايا د Entity-Relationship-Modell درته مالوم دی ?
ميلمه! کوم ميلمه ? څرنګه روابط ور سره نيسي دغه ټول درست کار ندی.
ميلمه :==> (1:n ) رابطه ? کوم ميلمه کوم subject د دې رابطې څټ ته ولا ړ دی ?
څه قسم خواص لري ? ، ايا زما په سياسي درد خوري اوکه نه ?
بر عکس :
pattang:===> pattang@web.de يواځې او يواځې يو انسان له مالومو
خواصو سره ........ ددې رابطې څټ ته ولاړ دی ،اوس قضاوت ستا په لاس چې زه
حق په جانب يم او که ته .
يوه بله : پتنګ په شخصي توګه لږ څه تند ځي ،ځکه چې لودګي نشي زغملی
خو پوچې کنځلې پتنګ هيڅ وخت نکوي ٠
جواب
Anonymous
02.07.2007
غفاره وروره:!!!
والله که دغه کار دی مناسب وي، ته څنګه بیا یومشخص کس داسی خطاب په دومره بی باکۍ کوي، که په دغه لفظ روږدی يي، نو دلته يي مه استعمالوه ، زه لاړ شه او چیرته بل ځاي کي يي استعمال دادی ښه کار نه دی.
زه حیران دیته یم، چی ته ځان یوڅه وايي، او یو څه طمعه دی هم له ځآنه کیږي، او بیا راځي او داسی لفظ استعمالوي، او ته اول کس يي چی په دی بحث کی دی دغه څیزونو ته خوله ورواچوله.
Anonymous
03.07.2007
[quote:4f53181895="pattang"][quote:4f53181895]ده او ده ته ورته خو د جنګ خلک هم ندي، نوروته وائي مستعار خو خپله بېا څه شئ ئې؟ پتنګ يانې څوک؟ زمری په تاريکه کې؟ تا چېرته د ځان پېژندګلوئ کړې؟ ائ؟
هماغه مېلمه[/quote:4f53181895]
خدای پاک دې ستا څخه غفار نه جوړوي٠
ما ليکلي دي : په مجهول کې مجهول ?
وروره په لنډ رموز او څيرکي بايد پوه شي :
ايا د Entity-Relationship-Modell درته مالوم دی ?
ميلمه! کوم ميلمه ? څرنګه روابط ور سره نيسي دغه ټول درست کار ندی.
ميلمه :==> (1:n ) رابطه ? کوم ميلمه کوم subject د دې رابطې څټ ته ولا ړ دی ?
څه قسم خواص لري ? ، ايا زما په سياسي درد خوري اوکه نه ?
بر عکس :
pattang:===> pattang@web.de يواځې او يواځې يو انسان له مالومو
خواصو سره ........ ددې رابطې څټ ته ولاړ دی ،اوس قضاوت ستا په لاس چې زه
حق په جانب يم او که ته .
يوه بله : پتنګ په شخصي توګه لږ څه تند ځي ،ځکه چې لودګي نشي زغملی
خو پوچې کنځلې پتنګ هيڅ وخت نکوي ٠[/quote:4f53181895]
دا څه درباندې وشو پتنګه؟ خداۍ دې خېر کړي٠ او دا نوروته وايم، خصوصا ها چې ستا لاس ته ځان همسا کوي، تاسې په دې پرتو څه پوه شوي ؟ که مونږ ته ئې را توضېح کړئ؟ پتنګه! ليږ چې څوک پېا شي او درن سمې پوښنې وکړي، يا خو تښتې او ېا خو ځان لکه اوس د ليونتوب په وره وهې، خداۍ دې خوار نکړه دا هم شو ځواب!!!!!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟
ما ليکلي و :
ليکلي:
....دا خبره مهمه ده چې پښتانه د شمال د ټلوالې بې ځايه ښکار نه شی، خو دا موضوع بيا تردې هم ډېره مهمه ده چې د افغانی تصميم نيولو ارګانونه د پرديو او په دې لړ کښې د پاکستان له اجنټانو پاک شی.
پتنګه ته خو غير له بړبړغږېدو او خلکو باندې د شخصي تيري نه بل څه نلرې، دا بد دي، دا داسې دي، دا بېناموسان اوداسې نور٠٠٠،
ته وواېه چې هاښه څوک دي : مشخص ئې که، د پرابلمونود حل لپاره څه مشخصې طرحې لرې، د ځواکمن له تکراري عمومېاتوپرته؟ (اسلام - وطنپالنه -ولسواکي Exclamation )
دمجهوليت په اړه : ته خو هم ېو مجهول شخص ئې ، دا صحيح ده چې څو کاله کيږي دلته لګېا ئې خلک کنځې، خو تا هم غېر له وطنمله، ځواکمنه اوممکن حليمي بل څوک دې په اصلي هوېت نپېژني٠ زما لپاره خو ستاسو درې واړو اصلي هويت ندی مالوم، او ماته مهمه هم نده، ځکه زه له تاسو سره صرفا په انټرنيټ کې کله ناکله تبادل د نظر کوم او بس٠ خو د دغه فوروم ليکنې ګڼ شمېر افغانان لولي، نو دا خپلې تکراري خبرې چې سالم انتقاد ورته وئېلی نشو که هېڅ ئې ونه وائې ښه به وي٠ زما د ستا د زړه تش بړاس سره اوس نوره علاقه نشته، که پر کوم څيز يا شخص انتقادلرې نو د سمښت بديل ئې هم په ګوته کوه، تر څو وپوهيږو چې بې شکه، دغه ته وائې نظرېه او منطق ٠
ډېرې نورې دې لا پاتې وي، خو که لږ وښېار هم ئې نو خپله پوهېدلی ئې٠
خپل نوم نه درته اخلم، ځکه ستا نوم هم ماته ندی مالوم :!:
او بېا :
پورته ليکنه هم زما ده، پتنګه ته د ستګاه پاکاري غواړې، ښه خبره ده، خو کيسې ته غوږ شه :
څه موږکانو چې د پيشو له ظلمونو په تنګ راغلي وو، تصميم ونېو چې راځئ ، د پيشو په غاړه کې به ېوه زنګولئ ورواچوو او نور نو چې له ورايه راروانه وي د خطر زنګ بهخبردارۍ راکړي او بس ځانونونه به له دې بلا څخه ژغورور٠ ټولو په ډېره هاها او خوشالئ او دازادئ نه غلامي Exclamation ، ژوندی دې وي ازاد موږکستان Exclamation Exclamation نارو دا خبره مصوبه کړه، پدې کې تر ټولو کوچني موږک غږ کړ چې کاکا، دا پېزوان به د پيشو پر غاړه ځړوي څوک؟ وروسته خو پوهېږې چې څه وشول!
نو تا نه هم دا تپوس دی، دغه تصفيه راولي څوک، څرنګه؟ په کوم زور؟
طالبان؟ ها خو تصفيه د ای اس ای نه غواړی، دليل ئې مالوم دی،
افغان ملتيان؟ دوی غير له بړبړ غږېدو نه د هېدا په تاريخ کې کوم عملي ګام ايښئ؟ زه تاسو درې واړه ئې ووائې، کله، چېرت او کومه موضوع کې؟
اخوان، خلقي-پرچمي که ېو څه وائي خو سړی به ئې حداقل جدي ونيسي، ځکه دوې ول که غلط خو د عملي ګامونو تجربه ئې د هېواد په حوادثو کې لرلې ده٠ (پر ښه او بد ئې دلته تبصره نه کوم، بحث نه وتل نه غواړم)
هماغه مېلمه
ثم:
ده او ده ته ورته خو د جنګ خلک هم ندي، نوروته وائي مستعار خو خپله بېا څه شئ ئې؟ پتنګ يانې څوک؟ زمری په تاريکه کې؟ تا چېرته د ځان پېژندګلوئ کړې؟ ائ؟
هماغه مېلمه
pattang
03.07.2007
ما ټول ضروري مالومات درکړی ، که ځيرک يې پرې پو هېږې نور وخت
مه ضايع کوه٠
Anonymous
03.07.2007
zma grano wrono salamona.wahdat w atpak takat de nor nopekr wakra pokhtona?
momtaz
03.07.2007
ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:612aee9f72]غفاره وروره:!!! والله که دغه کار دی مناسب وي، ته څنګه بیا یومشخص کس داسی خطاب په دومره بی باکۍ کوي[/quote:612aee9f72]
مېلمه وروره ، انتقاد دې پر ځای دﺉ، خو د دغو جنجالونو اصلی عامل زمونږ ورور پتنګ دﺉ. هغه لږ وخت د بحث د ګډونکونکو پر موضوعګانې غږېږي. پتنګ تل د بحث پر ځای، پر اشخاصو چې د هغه په زړه نه وي لفظي یرغل کوي. ښایي تاسې په دې بحثونو کې نوی راغلي اوسۍ، په تېرو بحثونو کې، پتنګ ورور هم ګډون درلود، کله کله د ناسمو الفاظو استعمال تر دې حد ته هم رسیدلي وو، چې Admin هغه بحث بیخي لرې کړ. زه دغفار ورور کارول شوې کلمه سمه نه بولم، خو زه یې درک کولای شم، کله چې دﺉ د نورو تر څنګ د [color=blue:612aee9f72]د ګران هېواد افغانستان د بیا رغاونې څخه خبر شئ ![/color:612aee9f72] تر عنوان لاندې د بیا رغاوني معلوماتی مطالب را نقلوي، پتنګ ورور په هر دلیل چې دﺉ پرله پسې غفار ورور ته، کله دکې جی بی ، کله دسی آی اې اجنت او بیاد دولت غړو ته بې ناموسان وایي او دی هم د هغو د استازي په توګه شریکوي اوهغه ته له داسې نور اهانتونو څخه ، چې لست یې اوږد دﺉ سپما نه کوي. سړﺉ کولای شی پر موضوعګانو باندې بل نظر ولري، خو زه د ښاغلي پتنګ عمل سم نه ګڼم. ښایي شخصی غرض وي ، خدای پوهېږي. دواړه په جرمنی کې ژوند کوي. الغیب عند الله !
نو محترم غفار هم یو ژوندﺉ موجود دﺉ او کله چې د اهانت کولو اندازه زیاته شي، بیا سړﺉ خپل اعصاب له لاسه ورکوي، چې بایدیې ورنکړي!![quote:612aee9f72]او ته اول کس يي چی په دی بحث کی دی دغه څیزونو ته خوله ورواچوله.[/quote:612aee9f72]
وبښۍ چې ما ستاسو وروستۍ جمله همدا اوس په دقت سره ولوستله!
نو ګرانه مېلمه هر څوک چې یاست، د دی جملې په لیکلو سره بیا تاسې د نصیحت کولو صلاحیت نلرۍ
والسلام
larghonay1
05.07.2007
سلامونه!
يه وروڼو راځئ چې لږ د وخت قدر وكړو. كه په موضوع كوم نظر لرو ويې ليكو او كه نه يې لرو نو ولې نور وروڼه له موضوع بلې خواته بوځو!
پتنګ صيب په اړوندې موضوع خپل نظر ليكلى همدايې نظر دى خو غفار ورور او هماغه مېلمه پر موضوع هيڅ نظر نه لري. كاشكې يې د اصف ننګ د نيولو په اړه خپل نظر ليكلى وى.
زما نظر خو دا دى چې اصف ننګ يوتكړه ليكوال دى او تر اوسه چې زه خبر يم د جاسوسۍ په اړه يې د امنيت ادارې هيڅ نه دي ويلي يوازې د طلوع ټي وي، د اخګر ورځپاڼې (هشت صبح) او كابل پريس له ځانه ليكلي چې اصف ننګ يې د جاسوسۍ په تور نيولى دى. تر اوسه د اصف ننګ د نيولو لامل يوازې د امن په مجله كې د كرزي په اړه د يو بل چا ليكنه چاپ شوې چې هغه يې هم له نړيجال څخه راخيستې او ننګ وايي چې ما ايډيټ كړې ده او دغه څه چې اوس په مجله كې دي دا ما ترې ايستلي وو.
دا به پرېږدو چې اصف ننګ يې په څه ونيو اصلي خبره دا ده چې كرزى په كلونو كلونو د دې هېواد د خلكو له پاره د ولسمشرۍ په څوكۍ كوم كار نه شي كولاى لكه احمد ضيا مسعود يې چې په نيمه ورځ كې د خپل قوم له پاره كوي. همدا رز كريم خليلي او تر دوى مخكې د كرزي د ادارې رييس چې يو پنجشيرى ؤ.
دوى د كرزي په مشوره د خپلو قوميانواو سمتيانو كارونه تر هغه ځنډولې وي چې كرزى چېرته په سفر لاړ شي او څوكۍ دوى ته پاتې شي نو بيا خپل كارونه ښه په نره كوي. هسې خو يې د كرزي په موجوديت كې هم كوي خو ځينې داسې كارونه وي چې كرزى پرې سترګې پټول غواړي نو د هغه په نه موجوديت كې يې بيا دوى كوي.
دوى په سلګونو ستونزې د خپلو خلكو په همغو ورځو كې حل كوي چې كرزى نه وي.
د روغتيا وزارت يولړ خلك د غلا او درغلۍ په تور نيول شوي وو خو كله چې كرزى لاړو نو احمد ضيا مسعود په ضمانت راخوشې كړل . همدا راز كريم خليلي ته تېره ورځ د بهسودو هزاره ګان راغلي وو او غوښتنه يې كوله چې كوچي طالبان د دوى له سيمې وشړي چې له كوچيانو يې مطلب د هغه ځاى پښتانه كوچيان وو چې كليمه يې هم نه ده زده طالبي خو لا پرېږده.
همدا راز د ځينو څوكيو راكړه وركړه هم په همدې ورځو كې كېږي.
دا چې اصف ننګ نيول شوى زما په ګومان په دې ګوناه چې اصف ننګ د حزب اسلامي غړى دى اود دې هيواد د جهاد او حكومت وياړ بايد يوازې د جمعيت او شمالي ټلوالې وي نو ځكه د اصف ننګ د نيولو او بدنامولو له پاره يوه ښۀ موقع وه.
اصف ننګ خو يوازې د يو بل چا ليكنه چاپ كړې په كرزي پسې چې يوازې د كابل هفته نامې، د پيام مجاهد اخبار او ځينو نورو څه ليكلي بېخي د تحمل وړ نه دي خو د كرزي او انډيوالانو زړه يې يوازې پښتنو ته تنګېږي.
مونږ بايد په خپلو دې او نورو ليكنو كې فاروق وردګ له اصف ننګ سره سم نه كړو فاروق وردګ د هيوادمل، احدي او ځينو نورو غوندې د څوكۍ ساتلو پوره او بشپړ مهارت لري او هيڅكله هم نه غواړي چې د شمالي ټلوالې زړه خپه كړي.
Anonymous
05.07.2007
وټولويارانوته سلامونه اونيکي هيلي.
دښاغلي *ننګ*په هکله به دافغان ولسپال ځوانانو په استازيتوب دګراني خور*نظيفه غزل*وهغه پرانيستي ليک ته ځيرشو چي وښاغلي ولسمشرته ئې ليکلی دی.
د ولسمشر کرزي په نوم پرانستی ليک
زه يې چا لره وهــم قدر يې چازده
په اور وسوځــــــه داتورې قلمونه
سلامونه ولسمشره!
دنظار شورا که نه واى کېداى شواى دا سلام مو هم نه واى درته کړى، ځکه تا خو پښتنو ته داسې کوم کار ونه کړ چې هغوى يې له وريادېدلو سره ته ور په زړه شې .
ښاغلى ولسمشره!
موږ په کومه ځانګړې مسله درسره خبرې نه کوو بلکه بيا هم يوه عادي خبره ده او هغه هم پښتون وهل شوى، سپک شوى او ځورول شوى دى .
ته به ځکه ښه خبر يې چې ملي امنيت يا په اصلاح دپنجشېريانو او نظار شورا لنډه غرو داصف ننګ په نيولو کې ته پوښتلى وې، لومړى يې هغه ليکنه درته په مېز اېښې وه چې ته پکې ستا دخپلې انګېرنې له مخې سپک شوى وې اوبيا يې درته ويلي وو چې دې سړي ستا سپکاوى کړى دى نو بايد ونيول شي .
تا هم دستې امر ورکړى و او پرته له دې چې ايا دا دملي امنيت کار دى چې ديوې مجلې چلوونکى بې له دې چې قانوني مراحل پلي شي يانې لومړى دليکنې ليکوال، بيا په ويب کې خپرونکى او په درېيم ګام کې وار ننګ ته رسېږي چې بايد ونيول شي خو هغه هم درسنيو دڅار دکمېسيون له لوري نه دملي امنيت لخوا .
خو تا له دې ټولو پرته دهغو په نيولو باندې ورسره امنا وکړه اودادى نن شپږمه ورځ ده چې اصف ننګ ستا دعدالت تر سيوري لاندې دپنجشېريانو لنډغرو دکلاشنيکونو په خولو او قنداغونو باندې وهل کېږي او په ډول ډول نومونوباندې يادېږي .
ښاغلى ولسمشره !
ته به له دې هم خبر شوى يې چې په اصف ننګ پسې طلوع ، هشت صبح او ارمان ورځپاڼې څه بابولالې تړلې دي .
که څه هم موږ نه پوهېږو ستا ددفتر يارانو به تاته هغه څه در رسولي وي چې په ننګ پسې دطلوع او دبهرنيو چارو په وزارت کې د دواکمنو شعله يانو او دګوسفنتا(سپنتا) دهشت صبح له لوري تړل شوي دي .
ولسمشره !
تر کومه ځايه چې موږ هغه ليکنه ولوستله نو ته هلته دامريکا دنفتو په سترشرکت يونيکال کې سهيم بلل شوى يې، خو تا به دا هم اورېدلي وي چې ننګ ته جاسوس ويل شوى دى ايا ستا به ډېر سپکاوى شوى وي او که دننګ ؟
دا اسانه ده چې يو څوک يو چاته په يو شرکت کې سهيم ووايي او کېداى شي ته پکې سهيم هم يې، ولې په داسې حال کې چې ننګ يو سپېڅلى افغان او تر اوسه پورې به څوک دداسې کړنې شاهدي ور نه کړي چې ګواکې دهغه په مټ دې ننګ له اى اس اى سره وتړل شي خو بيا هم هغه جاسوس بلل کېږي .
ته پوهېږي قانون دټولو په وړاندې يو شى دى او که نن تاته په يونيکال کې سهيم ويل شوي دي خو ننګ ستا له امله جاسوس بلل شوى او دهغه شخصيت دسپکاوي تاوان به ته ورکوي که ګوسپنتا او که طلوع يا ارمان او هشت صبح ؟
اوس خو به لږ درته معلومه شوې وي چې کېسه ستا له سپکاوي څخه راپورته شوې ده او که دکابينې په منځ کې دښکر پر ښکر وزيرانو له غبرګونونو څخه .
ولسمشره !
موږ دانه وايو چې اصف ننګ دې له هرڅه پرته پرېښودل شي بلکې هغه دخپلې کړې ګناه له امله که مجازات کېږي هم پروانه لري خو که ته يې که بل هرڅوک له تاسې سره هم بايد دقانون له مخې چلند وشي .
که څه هم تا په ننګ پسې هغسې تورونه نه دي تړلي چې رسنۍ يې خپروي ولې ددې کار اصلي لامل ته يې او ته يې بايد سزا ووينې .
يوه بله مهمه خبره داده چې که ننګ دانصاف او عدالت له مخې نيول شوى وي نو له هغو رسنيو سره دې هم دهمدغه انصاف او عدالت په رڼا کې چلند وشي چې ده ته يې داى اس اى جاسوس ويلى دى .
ښاغلى کرزيه !
يوه خبره بله هم بايد درياده کړو او هغه داچې اوس خو ملي امنيت او نورو ټولو دولتي اړوندو سرچينو هغه څه رد کړل چې رسنيو ويل، خو پوښتنه دلته ده چې رسنيو ته په ځانګړي ډول ارمان او هشت صبح ورځپاڼې او طلوع ټلوېزيون ته داخبره چا کړې وه او ولې يې سرچينه ښکاره نه شوه او که يې سرچينه ښکاره وي ولې له هغې سره حساب نه کېږي .
خوکرزيه !
موږ په دې خبرو پسې ځکه زيات نه ګرزو چې کله هم داسې خبرې دپښتنو په ګټه پاى ته نه دې رسېدلې دقيضيې تر پلټلو وړاندې هم پښتانه تاوان کوي او وروسته هم ولو که هر څو په حقه وي .
ولسمشره !
ننګ که تاته سپکاوى کړى وي دا دې ښه کار کړى دى چې پر ملي امنيت باندې دې ونيو خو هغه کسان به څه کوي چې په کابل پرس او اريانټ او داسې نورو ويبپاڼواو ان ورځپاڼو کې په تا پسې ښکنځل ليکي .
ايا تا کله ((افغانستان دتېلو په جګړه کې ))کتاب هم لوستى کنه چې خواجه بشيراحمدانصاري ته څوک بللى يې او تا ته يې څومره ښکنځل کړي دي .
ايا تا دحفيظ منصور ((کرزى ناخوانده امضاء ميکند)) کتاب هم لوستى دى او کنه چې تا ته يې سپکاوى نه دى کړى ؟
تاته بويه يووخت دې پيام مجاهد هم کتلې واى چې هلته ته څه بلل کېږي او ايا هلته تاته ښکنځل کېږي او کنه ؟
دا ستا حق دى چې يو څوک په دې جرم ونيسې چې ولې يا درته سپکاوى کوي او يا ولې تاته ښکنځل کوي خو ايا دا کار يواځې بايد په پښتنو باندې پلى شي او هغه څوک چې پښتون نه وي هغه دې ور څخه خلاص وي او يا داسې سړى انګېرلاى شي چې ته دپښتنو له ښکنځلو يا سپکاوي څخه بد وړې .
په دې کې يو بل سوچ هم سړي ته پيداکېږي او هغه دا چې داسې ښکاري ته هم له پښتنو پرته دبل چا پر وړاندې شخصيت نه لرې همدا پښتانه دي چې ته يې دشخصيت خاوند کړى يې .
يوه بله خبره هم درته کوو او هغه دا چې فکر کوو ته په دولت کې دننه خپل شخصيت لټوې او دباندې يې په کېسه کې نه يې په داسې حال کې چې اوس نه په دولت کې دننه شخصيت لرې او نه هم تر دولت دباندې .
دننګ له نيولو څخه خو موږ همدومره استنباط وکړ چې ته غواړي يواځې په پښتنو باندې ځان دروند وبولې او نور که دې شاه شجاع سوم او که دې غلام حلقه بګوش امريکا او ياديونيکال درېيم سهيم بولي هغه هېڅ خبره نه ده .
ښاغلى ولسمشره !
ستا په کابينه کې اختلاف داصف ننګ په وهلو ټکولو او نيولو- ځورولو باندې هېڅکله هم له منځه نه ځي او بېغمه اوسه چې داصف ننګ وهل ټکول هم کېداى شي ديو چا زړه ودردوي .
ته ولې هغه څوک نه نيسې چې په کابل کې سلګونه ميله وسله لري او تاته په رڼه ميدان دښځې ښکنځل کوې، ته ولې دپنجشېر لنډغر نه شې نيولاى چې دغلامانو غلام دې بولې .
ته ولې هغه څوک نه شي نيولاى چې لوى څارنوال دې په عام محضر کې وهي ټکوي او تا هم ورسره يوځاى ښکنځي .
په تا که خپل شخصيت دومره ګران واى له دغو خلکو سره به دې يارانه نه کوله او ته پوهېږي چې يار له ياره پېژندل کېږي .
ايا ته اوستا قانون يواځې دپښتنو لپاره ده او که په بل چاباندې هم دپلي کېدلو وړ دى ؟
دنياو عدالت او انصاف دداسې ورځې په تمه !
او :
داسې وخت غواړو داسې وخت ته انتظار کوو موږ
چې زور ور وژلـــــــــــــــــــــــــــى نه شي دکمزوري رڼا
افغان ولسپال ځوانان،کابل
نظيفه غزل
Anonymous
05.07.2007
دا افغان ولسپال ځوانان څوک دی او کوم سازمان لری او که نه؟ دا نظيفه غزل د افغان ولسپا ځوانانو په کوم ارګان کښې کار کوی؟
که دا معلومات څوک لری او دلته يې وليکی، ډيره مهربانی به وی.
ghafar
05.07.2007
عزتمن ورور larghonay1 او نورو دوستانو سلامونه اونیکې هیلې!
[quote:a339c9616e]خو غفار ورور او هماغه مېلمه پر موضوع هيڅ نظر نه لري. كاشكې يې د اصف ننګ د نيولو په اړه خپل نظر ليكلى وى.[/quote:a339c9616e]
ګرانه لرغونیه وروره،د دې پېښې موجودحالت څخه داسې ښکاري، چې د ښاغلي آصف ننګ د نیولو تورونه هم سم روښانه ندي. ځینې وایي، چې نوموړﺉ د جاسوسۍ په تور نیول شوﺉ دﺉ او بیا د [color=blue:a339c9616e] ډاکټر فاروق وردګ په وينا ننګ ، چې د ( امن جرګې ) د مجلې مسؤول مدير دى، په دغه مجله کې يې د ( جګړه او نړيوالتوب ) په نوم د يوه ايراني ژباړن د کتاب دو لسمه برخه چاپ شوې او د همدې ليکنې له امله د ملي امنيت لخوا نيول شوى دى .
وردګ زياته کړې وه چې ددې ليکنې په منځپانګه کې دهېواد دولسمشر په اړه يو شمېر خبرې شوې دي چې دامن جرګې له مجلې سره يې هېڅ تړاو نه درلود او بايد نه واى خپرې شوې .
نوموړي دغه ليکنه ، چې ديادې شوې مجلې په اتمه ګڼه کې خپره شوې ده يوه جدي مطبوعاتي تېروتنه بللې وه او زياته کړې يې وه چې ددې ليکنې په خپراوي کې شونې ده ، دغه درې لامله ( تېروتنه ، قصد او توطيه ) شامل وي . [/color:a339c9616e]
نو زما په نظر دا یوه جنايي مسئله ده او د [color=red:a339c9616e]قصد اوطوطیې [/color:a339c9616e] تورونه هم درانده تورونه دي او باید چې په جدی توګه وڅېړل شي.
تر هغه ځایه چې د ښاغلي آصف ننګ پر نورو کړنو پورې اړه لري باید عرض شي:
څرنګه چې ټول پوهېږي چې ښاغلی آصف ننګ ددولت د یوې ادارې ویاند دﺉ، نو ماته څه موده مخکې د طلوع د تلویزیون د کارکونکو د نیولو په پېښه کې د ښاغلي آصف ننګ د دولت ضد دریځ په اړه پوشتنه را پیدا شوه، چې دا څنګه امکان لري، چې د دولت یوه اداره د طلوع د تلویزیون د کارکونکو د نیولو امر کوي او د دولت دبلې ادارې ویاند دهغه پر ضد دریځ غوره کوي؟ ماته د ښاغلي آصف ننګ دغه عمل دولت ته د هغه د نه وفاداری څرګندوی دﺉ. البته که ښاغلﺉ ننګ د دولت مامور نه وي، نو هغه د یوه آزادشخص په توګه کولای شي هر دریځ غوره کړي.
اقتباس:
[quote:a339c9616e][color=blue:a339c9616e]دا به پرېږدو چې اصف ننګ يې په څه ونيو [/color:a339c9616e] اصلي خبره دا ده چې كرزى په كلونو كلونو د دې هېواد د خلكو له پاره د ولسمشرۍ په څوكۍ كوم كار نه شي كولاى لكه احمد ضيا مسعود يې چې په نيمه ورځ كې د خپل قوم له پاره كوي. همدا رز كريم خليلي او تر دوى مخكې د كرزي د ادارې رييس چې يو پنجشيرى ؤ.
دوى د كرزي په مشوره د خپلو قوميانواو سمتيانو كارونه تر هغه ځنډولې وي چې كرزى چېرته په سفر لاړ شي او څوكۍ دوى ته پاتې شي نو بيا خپل كارونه ښه په نره كوي. هسې خو يې د كرزي په موجوديت كې هم كوي خو ځينې داسې كارونه وي چې كرزى پرې سترګې پټول غواړي نو د هغه په نه موجوديت كې يې بيا دوى كوي.
دوى په سلګونو ستونزې د خپلو خلكو په همغو ورځو كې حل كوي چې كرزى نه وي.
د روغتيا وزارت يولړ خلك د غلا او درغلۍ په تور نيول شوي وو خو كله چې كرزى لاړو نو احمد ضيا مسعود په ضمانت راخوشې كړل . همدا راز كريم خليلي ته تېره ورځ د بهسودو هزاره ګان راغلي وو او غوښتنه يې كوله چې كوچي طالبان د دوى له سيمې وشړي چې له كوچيانو يې مطلب د هغه ځاى پښتانه كوچيان وو چې كليمه يې هم نه ده زده طالبي خو لا پرېږده.
همدا راز د ځينو څوكيو راكړه وركړه هم په همدې ورځو كې كېږي [/quote:a339c9616e]
ګوره ګرانه د آصف ننګ د نیولو له پېښې څخه موبل چېرې ټوپ وواهه !!
په هر حال زه ستاسو پورتینی نظر نه یواځې تاییدم، بلکې نور به هم پرې ورزیاد کړم، کله چې فهیم د جمهور رییس مرستیال و، هغه هم دا کارونه کول.
خو سر له اوسه ښایي زمونږ نظرونه سره توپیر ولري:
نو که څوک د دغو عالیجنابانو کړنه سمه بولي بیا کولای شي، که د لاسه یې پوره وي عین عمل ته لاس پورې کړي، خو زه د دولتي څوکیو څخه د خپلو خپلوانو او یا د خپل قام په ګټه استفاده غیر عادلانه او بد کار ګڼم او هغه کار چې بد ګڼم باید چې پخپله یې هم ونکړم! زه پدې باور یم، چې د غچ اخیستلو چلند زمونږ ټولنه ډېره زیامنه کوی او دا مزل پای هم نلري ! بر عکس باید چې هر اړخیزه مبارزه وشي، تر څو له دولتی څوکیو څخه د ناوړو ګټو اخیستلو مخنیوﺉ وشي.
په درناوي
Anonymous
05.07.2007
غفار خانه د تاسو له لیکنې داسې معلوميږی چې دا دولت اول سړی نیسی او بيا يې معلوموی، چې کومه ګناه يې کړې ده؟
[quote:2835dcc037]ې ددې ليکنې په خپراوي کې شونې ده ، دغه درې لامله ( تېروتنه ، قصد او توطيه ) شامل وي[/quote:2835dcc037]
اوس نو د ننګ جزا د عادی تېروتنې او که د قصد او توطيې جزاده؟
دا کوم واکمن ارګان ثابته کړې ده، چې دا تيروتنه، یا قصد او توطيه د ننګ له خوا شوې او چې دا د ننګ په نیولو ارزی؟
آيا د مطبوعاتو قانون د داسې تېروتنې او يا قصد په اړه څه جزا وړاندې کوی او د جزا د تصويب او عملی کولو واکمن ارګانونه کوم دی؟
که دا يوې تيروتنې او يا مطبوعاتی غلطۍ په اساس نيول شوی وی، نو دا خو دومره غټه خبره نه ده. نو دا کرزی او د هغې ملی امنيت ليونيان دی؟
زه خو داسې فکر کوم، چې په ننګ کوم مؤثق او پاخه اسناد راټول شوی او په پايله کښې يې کرزی د هغه د نيولو امر ورکړی. که داسې پاخه اسناد او هغه هم د جاسوسۍ اسناد نه وای ورباندې ټول شوی، نو کرزی او ملی امنيت خو به دومره هم ليونيان نه وی، چې داسې د لوړې رتبې څښتن دولتی مامور هسې په يوه تيروتنه او يا په عمدی مطبوعاتی غلطۍ بې له محاکمې د بندیخانی لور ته بوزی. او په دې ځان او خپل دولت بدنام کړی.
بيا پخپله فاروق وردک خو هم هلته مولۍ نه ده. هغه هم تر بل هر چا ډير صلاحيت او پخې بيرونۍ اړيکې لری. که چيرې هغه په دې باور نه لرلای، چې ننګ کومه ستره ګناه او ملی خيانت کړی، نو څنګه امکان لری چې ملی امنيت دده د دفتر لوی مامور بې سنده او دمحکمې له فيصلې پرته بندی کوی او دئ ورته په رڼو سترګو ګوري؟ دا خو زما په نظر له امکانه لرې خبره ده چې يو عادی آمر د دخپل مادون په اړه دومره بې تفاوته واوسی. حتما به کومه خبره وی. حوصله په کارده. ګوندې هرڅه روښانه شی. د ننګ د نيولو امر چې کرزی ورکړی، حتما به د فاروق خوښه پکشې اخيستل شوې وی او ملی امنيت به هم فاروق له دې موضوع مخکښې خبر کړی وی.
او که داسې نه وی نو خبره لويه ده او کېدای شی چې پخپله فاروق هم تر شک او تعقيب لاندې وی.
Anonymous
05.07.2007
تا ته دې مور او پلار ډېرې ښې خبرې درښودلي افرين
Anonymous
05.07.2007
داڅه شورماشورمواچولئ ،په ددولت کې چه څوک کار کوي (البته په لوړوپوستونوکې )هغوئ خو ټول ملي خايينان دي،دامريکايانوځنځيري سپي دي ،پريږدئ چه يوبل سره وخوري .افسوس دهغه شغالانوپه حال چه په غرب کې ناست دي او بې اجرې غاپي ،يابه دوئ ته هم څه پس مانده ور اچوي ؟؟؟
تردې ننګ بل بې ننګه نشته چه ددې وطنفروشانو سره يي همکاري کوله ،ددې نورو
تالي څټوهم دارنګه سرنوشت دئ ، وبه يي ګورئ .داټول خدائ (ج)وهلي اوملت رټلي مزدوران دي .