نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
رښتینی
18.07.2007
(دريمه برخه )
عمل او كردار
(21) درغلي
په بمبي كي يوه څو پوړيزه وداني جوړه شوه او د (اكاش ديپ) نوم پري كيښودل شو كله چي هغه جوړه او تياره شوه په ناڅاپي توګه ونړيده او دنړيدلو لامل يي دا وښودل شو چي په دي وداني كي له مناسب مقدار كم سيمنت كارول شوي و.
ديوي تخكنيكي څانكي مشر په دي لړكي په خپله تبصره كي وويل چي دارسي سي rcc وداني چي كله د ماهرو او تجربه لرونكو كسانو په لاس جوړه شي يوه غوره ساينسي طريقه ده خو هغه مهال بيا خطرناكه وي چي كله دا كار د نا اهل (incompetent) انجنير په لاس تر سره شي (تايم اف انډيا 4سپتمبر1983م) .
په ښكاره خو دا يوه شه او شكلي خبره ده خو په حقيقت كي په دي خبره كي يوه تيروتنه شته دا تيروتنه به هلته روښانه شي چي مونږ د نا اهل (incompetent) په ځاي د درغلي كوونكي (corrupt) توري ولګوو حقيقت دا دي چي زمونږ په هيواد كي دا ول ستونزي د خلكو د حرص او درغلي له كبله رامنځته كيږي نه د فني مهارت د كموالي له كبله .
د باكرا بند دهند تر ټولو غوره دولتي پروسه وه دهغه په جوړولو كي دهند خورا غوره انجنيرانو كار كاوه خو كله چي هغه تيار او جوړ شو په ديواله كي يي چاك پيدا شو چي په بيا ترميم باندي يي په سلهاو زره روپي ولګيدلي زمونږ په هيواد كي دا دډول پيښي هر وخت رامنځته كيږي او دا كارونه هر وخت د فني ماهرينو تر څارني لاندي سرته رسيږي خو له دي سره مونږ وينو چي لاري له جوړيدلو وروسته ډيري ژر خرابي شي وداني له تياريدلو سمدستي وروسته بيا ترميم غواړي يوه پروسه تكميل ته ورسيږي خو بيا هم نامكمله ليدل كيږي ددا ډول ټولو پيښو لامل درغلي ده نه د فني مهارت كموالي .
درغلي يوه اروايي او نفسي ستونزه او خرابي ده او د فني مهارت كموالي يوه تخنيكي خرابي ده اروايي او نفسي خرابي په تخنيكي اصلاح او سموال سره نه لري كيزي كه مونږ غواړو چي په هيواد كي په واقعي توګه يوه غوره ټولنه رامنځته كړو نو د قوم دوګړو اروايي او نفسي اصلاح په كار ده يواځي د تخنيكي كورسونو په زياتوالي سره دا موخه هيڅ كله نه شي ترلاسه كيدلي .
رښتینی
19.07.2007
(22) [size=24:b1e4339bed]ملي كردار[/size:b1e4339bed]
دكال 1965م خبره ده د هند يو صنعت وال لويديځي جرمني ته ولاړ هوري د ه له يوي كارخاني نه ليدنه وركړه دي په هغه كارخانه كي ګر ځيدي اود كار خاني كار يي كوت په دي مهال دي دكار خاني ديوه كار ګرخواته ودريدي او له هغه نه يي څو پوښتني وكړي څو ځله يي هغه ته خپلي پوښتني تكرار كړي خو هغه څه توجه ورته ونه كړه او په پرلپسي توګه په خپل كار بوخت و .
ليږ وخت وروسته د ډوډي له پاره د ځنډ يا وقفي زنګ ووهل شو كارګران له ماشينانو نه پورته شول او د ډوډي خوړلو سالون ته وخوځيدل دا مهال نوموړي كارګر دهندي صنعتوال خواته ورغي له هندي سره يي روغبړ وكړ او په ډير تعجب سره يي ورته وويل چي اياتاسو د خپل هيواد له كاريګروسره د كار په مهال هم خبري كوي ؟ كه هغه مهال ما تاته ستا د خبرو ځوابونه دركولي نو دكار به څو ګړۍ ضايع شوي وي او شركت ته به تاوان رسيدلي و چي هغه د ټول ملت له پاره تاوان و مونږ چي دلته راځو ددي له پاره چي خپل هيواد ته ګټه ورسوو نه دا چي تاوان ورته ورسوو .
دا هغه څه دي چي دلويديځوالو ملتونو د پرمختګ راز په كي نغښتي دي په كال 1945م كي اتحادي ځواكونو (الايد فادرس)جرمني له خاوروسره خاوري او تباه كړه خو يواځي 25 كاله وروسته جرمني له مخكي نه ډير ه پياوړي شوه او ددي ترقي راز په دي كي ده چي هلته هر وګړۍ په ښه توګه خپل كارسر ته رسول خپل مسئوليت بولي هغه خپل ذات د خپل ملت تابع بولي هر څوك په خپله ګټه بوخت دي خو د ملي ګټو په ارزښته نه بلكي د خپلو هڅو په سويه كله يي چي د خپلو ګټو له ملي هغو سره تكر راشي نو دوي ملي ګټو ته ترجيح وركوي او خپلي ذاتي غوښتني تر پښو لاندي كوي .
د قوم حالت هميشه د فرد په حالت پوري تړلي وي د فرد له جووړلو نه ملت جوړيږي او د فرد په خرابيدلو سره ملت خرابيږي قوم داسي يو شي دي لكه يو ماشين ماشين تر هغو پوري سم او ښه كار كوي تر څو يي چي پرزي روغي او سمي وي داراز يو قوم به تر هغو پوري سم وي څو يي چي وګړي په خپل ځاي او مناسب كارونه كوي ماشين جوړول دي ته وايي چي پرزي يي جوړي كړي او داراز قوم او ملت جوړول هم دي ته وايي چي وګړي يي جوړ كړل شي له فرد جوړولو پرته د قوم جوړول به داسي وي لكه له پرزو جوړولو پرته چي څوك ماشين جوړوي .
----------------------------------------------------------
رښتینی
19.07.2007
(23) د ځواك راز
په ټوليزه توګه د نړيوالو لوبغاړو بدني ځواك يو ډول وي او داراز د هغوي د روزني معيار هم يو وي بيا نو په دوي كي د ګټات او بايلات لاملونه څه دي كوم يو چي لوبه ګټي ولي يي ګټي او كه يي بايلي نو ولي يي بايلي د امريكا د متحده ايالاتو يوه ډله ساينسپوهان له تيرو دريو كلونو راهيسي (ليكوال په كال 1986م كي ګړيږي)په دي موضوع باندي څيړني كولي او له دريو كلونو وروسته يي دخپلو څيړنو پايلي خبري کړي .
دي ساينسپوهانو په نړيوالو وتليو پهلوانانو (wrestlers) باندي خپلي تجربي سرته رسولي دي دوي د هغو د عضلاتي ځواك او نفسياتو ژوره څيړنه وكړه دوي بياموندله چي په نړيواله سطحه د ګټوونكو او بايلونكو پهلوانانو تر منځ يو ځانګړي توپير شتون لري خو دا توپير بدني يا ددوي په ځواك او قوت پوري اړه نه لري بلكي دا يو ډول نګه او سوچه نفسي او روحي توپير ده اصلا دپهلوان ذهني حالت (state of mind) دده له پاره د بايلات يا ګټات پريكړه كوي ماهرينو بياموندله چي د بايلونكي په برتله ګټونكي پهلوان ډير اصول پرست اوپه ځان كنترول لرونكي (conscientious and incontrol) وي د دوي د ربوټ خلاصه په لاندي ډول ده :
Losers tended to be more depressed and confused before
Competing . whele the winners were positive and relaxed.
په تجربه سره مالومه شوه چي بايلونكي لوبغاړي له مقابلي مخكي خپه او پريشان و او ګټونكي باوري او ډاډه و (ټايمس اف انډيا 26 جولايي 1981م)
دا خبره د ژوند دپراخي ډغري له پاره هم سمه ده د ژوند په ډګر كي چي كله د دوو كسانو يا دوو ډلو تر منځ ډغره پيښه شي نو په كاميابي يا ماتي كي اساسي پريكړه كوونكي مادي ځواك يا ظاهري ساز او سامان نه وي بلكي د دوي تر منځ اساسي شي د زړه او دماغو حالت وي په چا كي چي قلبي او ذهني غوره صفات شتون ولري هغه بريالي كيږي او په چا كي چي دا صفات كمزوري وي هغه ناكامه كيږي كه څه هم له هغه سره مادي ځواك په پوره معني شتون ولري .
لكه پوره يقين ، له فكري تضاد نه پاكوالي ، نظم او ضبط له لاسه نه وركول ، په ويروونكو او جذباتي حالت كي په ساړه زړه د پريكړوكولو وړتيا ، په جذباتو مكمل كنترول لرل ، هر وخت په سوچ او فكر سره ګام پورته كول دا ټول په زړه پوري تړلي صفات دي او دژوند په روانو معركو او جګړو كي هر وخت د همدي صفاتو په اساس پريكړي كيږي .
---------------
رښتینی
01.08.2007
(24) [size=18:282c599b90]رغوونكي مزاج[/size:282c599b90]
د نوي ډهلي ډاكټر عبد الجليل صيب په كال 1970م كي جاپان ته تللي و او شپږمياشتي هلته اوسيدي په اكتوبر كا ل 1984م كي يي په يوه ليدنه كي ماته وويل : زه په ټوكيو كي اوسيدم اود خپل كار له پاره به له ټوكيو نه د پنځلس منټو په مسافه يوه ځاي ته تلم او دا سفر به مي په ريل ګاډي كي كاوه .
دي وايي چي يوه ورځ له ټوكيو نه په ريل ګاډي كي سپور شوم پنځلس منټه ووتل خو زما مطلوب تم ځاي را نغي په يوه تم ځاي باندي ريل ودريدي خو چي لوحي ته ځير شوم هغه بل تم ځاي و هغه نه و چي زه به ورتلم اوس زه يو څه وويريدم او ګومان مي وكړ چي په غلط ريل كي كينستي يم له ما سره نږدي يو جاپاني زلمي ولاړ و خو د ژبي ستونزه وه ځكه زه په جاپاني ژبه نه پوهيدم او دي په انګليسي نه پوهيدي ما دا وكړل چي په يوه كاغذ مي د خپل مطلوب تم ځاي نوم وليكه او جاپاني زلمي ته مي وركړ .
ډاكټر صيب وايي چي په دي منځ كي ريل ګاډي روان شو خو تر اوسه لا له تم ځاي نه نه و وتلي جاپاني زلمي چي زما پرچي وكتله نو سمدستي يي د ريل ځنځير را كاږه او ريل ودريدي هغه ځوان له ما سره يو ځا ي له ريل نه راكوز شو او له ماسره روان شو له دي وروسته يي زه له مخالف لوري په راتلونكي ريل كي كينولم او په خپله هم له ما سره په ريل كي سپور شو ما و دي دواړه يو ځاي ريل په اوږو كينولو او روان شو څو منټه وروسته زما مطلوب تم ځاي را ورسيده اوس هغه زلمي له ما سره را كوز شو زه يي پريښودلم او دي په بل ريل كي بيا خپل مطلوب لوري ته روان شو په دى وخت كي زما او ددي جاپاني هلك تر منځ يوه خبره هم ونه شوه ځكه زه په جاپاني ژبه نه پوهيدم او دي په انګليسي نه پوهيدي .
همدا راز ډاكټر صيب وايي چي يو وخت زه په يوه لاره روان وم ومي ليدل چي د دووجاپانيانو واړه موټر په خپلو منځونو كي مخامخ سره وجنګيدل دواړه له خپلو موټرو نه راكوز شول او ديوه بل په وړاندي يي سرونه سره ټيټ او ودريدل يوه يي ويل زه غلط وم
ما وبښه او دا بل وويل نه زه غلط وم ما وبښه .
دي ته رغوونكي او تعميري مزاج وايي او دا رغوونكي مزاج د ملتونو دبرياليتوب تر ټولو غوره لامل دي او ددي په خلاف د كوم قوم د غړيو چي دا حال وي چي هغوي يواځي خپل ځانونه پيژني او بل څوك نه پيژني هغوي به هيڅكله هم كوم ستر برياليتوب نه كړي ترلاسه .
-----------------------------------------------------------------------
(25) [size=24:282c599b90]د اخلاقو ځواك[/size:282c599b90]
ښه اخلاق په دووه ډوله دي يو هغه چي له چا سره ستا ه اړيكي وي او يا دي څه ګټي ورپوري تړلي وي او له هغه سره ته غوره چلند كوي دويم هغه چي يوڅوك ښه اخلاق خپل عام عادت وګرځوي او له هر چا سره له غوره چلند نه كار اخلي كه هغه هر څوك وي د غوره اخلاقو له لومړي ډول نه هم سړي څه ناڅه ګټه اخيستلي شي خو د غوره اخلاقو ددوهم ډول ګټي دومره زياتي دي چي له شماره وتلي دي .
مسټر اجواني په كا ل 1965م كي په كلكته كي په يوه دوايي جوړوونكي كار خانه كي د پلورونكي په توګه وګومارل شو له ده مخكي چي كوم سړي په دي ځاي كي كار كاوي دهغه 12 سوه تنخوا وه او د تګ را تګ له پاره د ريل ګاډي كرايه هم وركيدله مسټر اجواني وويل چي زه دري زره تنخوا غواړم او په الوتكه كي به سفر كوم د كار خاني مدير وويل چي دا خو بيخي ډيري دي ده وويل : زه به كار هم ډير درته كوم تاسو يوځل ما وازمويئ او وګورئ بالاخر هغه په دي ځاي كي وټاكل شو او د ګجرات سيمه ده ته وسپارل شوه .
هغه مهال په ګجرات كي يوه ميرمن ډاكټره وه چي ډيره زياته تجربه يي لرله او ډير بريالي پريكټس يي و او له دي سره به خورا زياته دوايي وتله خو دي ډ اكټري له هيڅ نارينه ايجنټ سره ليدل نه غوښتل ځکه يو ځل ديوي دوا جوړوونكي كمپني يو ايجنټ دي ته راغلي و د خبرو په مهال هغه وويل چي زه په بامسټري پوهيږم او لاس هم ګورم ميرمني ډاكټري خپل لاس هغه ته وړاندي كړ ايجنټ ورته وويل چي ستا دلاس د قسمت كرښي ډيري ښي دي او په دي سره يي دهغي لاس ښكل كړ له دي پيښي وروسته دميرمني ډاكټري له نارينه ايجنټ نه كركه پيدا شوه او په خپل كلينك باندي يي نارينه ايجنټان بيخي بند كړل .
مسټر اجواني په تجارتي موخه دي شار ته وخوځيدي نو د كمپني له مدير سره په خبرو كي ددي ميرمني ډاكټري يادونه وشوه مسټر اجواني وويل چي زه به له دي نه هم ارډر او فرمايش را وړم مدير دده دا خبره دده سادګي وبلله او ورته کړه يي چي له هغي نه ارډر را وړل بيخي ناشوني كار ده دا ډا كټره په دي اړه دومره مشهوره شوي وه چي خلكو ددي په باره كي بيخي سوچ كول هم هير كړي و .
مسټر اجواني خپل سفر پيل كړ په الوتكه كي دده څنګ ته يوه بوډۍ ميرمن ناسته وه په لاره كي داسي پيښه شوه چي بوډۍ پوخي ونيوله او له خولي نه يي ځګونه روان شول او بوډۍ ډيره پريشانه شوه مسټر اجواني دخپل عام اخلاقي عادت له مخي له دي بوډۍ سره خواخوزي پيدا شوه او سمدستي يي خپل ريمال ددي مخته وېړ كړ د هغي ځګونه يي په خپل ريمال كي واخيستل او بيا يي ريمال په غسل خانه كي ومينځه بوډۍ ميرمن له دي پيښي نه ډيره اغيزمنه شوه دا بوډۍ هم هغه ځاي ته روانه وه كوم ځاي ته چي مسټر اجواني روان و كله چي الوتكه هغه ځاي ته ورسيدله او بوډۍ ميرمن دباندي ووتله نو چي دهركلي له پاره يي كوم خپل په هوايي ډګر كي ونه ليد پريشانه شوه دا ميرمن له كومي لويي كورني نه وه او بايد ددي مخته موټر راغلي واي خو په مناسب وخت سره ددي په رارسيدلو د نه خبريدلو له كبله ددي له كوره دي ته موټر نه راغي مسټر اجواني دلته بيا له دي سره مرسته وكړه ده ورته وويل زه هوتل ته ټيكسي نيسم ته له ماسره په دي ټيكسي كي سپره شه لومړۍ به تا خپل كورته ورسوم او بيا به زه خپله مخه وهم نو بوډۍ يي په خپل ټيكسي كي له جانه سره سپره كړه او خپل كورته يي ورسوله ميرمن چي خپل كورته ورسيده له ده نه يي دده دنوم او پتي پوښتنه وكړه ده خپل نوم او دهوټل پته وركړه او هوټل ته رهي شو .
ليږ ځنډ وروسته د بوډۍ ميرمني لور له خپل كاره را غله او ويي ليدل چي مور يي راغلي ده دي مور ته وويل چي زه ستاپه راتګ نه وم خبره ځكه مي هوايي ډګر ته موټر نه در ووست دا خو به ته ډيره په تكليف شوي يي ؟ مور يي ورته وويل نه زه هيڅ نه يم په تكليف شوي او له دي وروسته يي د مسټر اجواني پوره كيسه ورته واوروله لور يي چي دا كيسه واوريدله ډيره متاثره شوه او سمدستي يي د مسټر اجواني هوټل ته تليفون وكړ او له هغه سره يي تماس ونيو او ورته ويي ويل مونز له تانه ډيره مننه كوواو نن شپه به دي ډوډۍ له مونږ سره وي مسټر اجواني په ټاكلي وخت د نوموړي ميرمني كورته ورسيدي كله چي خلك د ډوډۍ پر ميز كيناستل او تعارف وشو نو مالومه شوه چي دبوډۍ ميرمني دا لور هغه ميرمن ډاكټره ده چي له نارينه ايجنټانو نه كركه لري او نه ورسره ويني كله چي دي ته مالومه شوه چي مسټر اجواني د يوي دواجوړوونكي كمپني پلورونكي دي نو سمدستي يي له خپله ځانه د دوايي يو اوږد ارډر وليكه او ورته ويي ويل چي له مونږ سره خورا زياته دوايي ووځي ته مونږ خپل مستقل ګاك وبوله او هره مياشت دوايي راليږه .
مسټر اجواني چي له خوراك او ليدني نه خلاص شو بيرته هوټل ته ستون شو او سمدستي يي په كلكته كي خپل مدير ته زنګ وواهه او ورته ويي ويل چي له هغي ميرمني ډاكټري نه مي د دومره زرو ارډر ترلاسه كړ مدير سمدستي ور غبرګه كړه چي ته دروغ وايي داسي بيخي كيدي نه شي خو په راتلونكي ډاګ كي چي كله مديرته د ميرمني ډاكټري چيك او د هغي په لاس لاس ليك سوي ارډر هغه ته ورسيدي نو مالومه شوه چي د مسټر اجواني خبره رښتيا وه او كوم كا ر چي ده ناشوني باله هغه تر سره شوي دي .
په يوويشتم دسمبر كال 1980م كي ما له مسټر اجواني سره وليدل او له هغه نه مي وپوښتل چي ته د تجارت ډيره زياته تجربه لري دا راته ووايه چي په تجارت كي د برياليتوب راز په څه كي دي ؟ ده جواب راكړ : خوږه ژبه او غوره چلند ما ورته كړه چي سمه ده او هغه وخت چي په ظاهره يي هيڅ ګټه هم نه تر سترګو كيږي خو بياهم خوږه ژبه او ښه چلند په هر حال كي ډير ګټور دي او كه هغه د سړي عام اخلاق وګرځي نو دهغه د ګټو شمار هم نه شي كيدي .
رښتینی
03.08.2007
(26) [size=24:6b1e908a3b]ځان جوړونه [/size:6b1e908a3b]
خداي جل جلاله لرګۍ پيدا كړي دي خو كشتۍ يي نه ده جوړه كړي٠ ده اوسپنه په ځمكه كي ايښي ده خو د ماشين په شكل يي نه ده تياره كړي ٠ده المونيم او پلاسټيك پيدا كړي دي خود الوتكي په شكل دجوړولوكار يي پري ايښي دي د دي لامل څه ده ؟ لامل يي دا ده چي نور كا ر الله جل جلاله انسان ته پري ايښي دي او غواړي دا نور كار له انسان نه واخلي الله پاك يو خوا ټول خام مواد پيدا كړي دي او بل لورته يي انسان ته د عقل وړتیا وركړي ده اوس انسا ن كولي شي له ځمكي نه خام مواد واخلي او ماشين ورنه جوړ كړي .
داد پنځيزواو طبيعي ځواكونو په تمدن كي د ځايولو او اچولو يوه بيلګه ده دانسان معامله هم كټ مټ داسي وبولئ الله انسان ته خورا غوره شخصيت وركړي دي په فطري توګه يي هغه ته له هر څه لوړ وجود وركړي دي خو بيا هم دا انساني شخصيت په پيل كي ديوډول خامو موادو په څير وي اوس به په خپله انسان دا كار كوي چي دخداي له لوري دي نوي وجود ته نوي تشكيل وركړي ٠ دي به د پنځ او فطرت په دي ساده پاڼه خپلي خبري وليكي او داد انسان ازوموينه ده ٠
ددي موضوع په كاميابي او ناكامي پوري دده اينده تړلي ده له انسان نه دا غوښتل كيږي چي هغه خپل شعور په معرفت تبديل كړي او خپل ټول احساسات د خداي جل جلاله په ذكر واړوي خپل عمل هغسي كړي لكه لوي څښتن يي چي لار ښوونه كړي ده او خپل شخصيت تر وروستي پولي پوري د خداي بنده جوړ كړ ي .
يو انسان هغه وي چي دمور له ګيډي څخه بيداشوي وي او بل هغه چي هر چا خپل ځان په خپله جوړكړي وي انسان دمور له ګيډي نه دغږيدو وړتيا لرونكي پيدا شوي وي اوس څوك دا وړتيا دحق په اعتراف كي وكاروي او څوك يي له حق نه په انكار كي ٠انسان د خپلي مور له ګيډي نه لوړ صلاحيت لرونكي پيدا كيږي خوڅوك دا صلاحيت د سمدستي ګټو دترلاسه كولو له پاره وكاروي او څوك يي بيا دلوړو موخو له پاره وقف كړي هر انسان د فطرت يوډول ځمكه ده څوك په خپله ځمكه اغزي وكري او ځيني بيا له دي ځمكي نه د ګلانو بڼ جو ړكړ ي څوك له ځانه د جنت اوسيدونكي جوړ كړي او څوك له ځانه د جهنم اوسيدونكي .
-----------------------------------------------------------------------
[color=white:6b1e908a3b]
(27) [size=18:6b1e908a3b] دښو اخلاقو څو ټيټ ډولونه [/size:6b1e908a3b]
د ښو اخلاقو تر ټولو زيات اوعام ډول هغه دي چي هغه د بد اخلاقي تر ټولو بيكاره ډول بلل كيږي د دي يو صورت هغه ده چي هغه ته تاجرانه اخلاق وايي يو بريالي دكاندار له خپل ګاك سره خورا ښه چلند كوي خوله دي ښه چلند او غوره اخلاقو شاته يواځي شخصي ګټي پرتي وي دكان ته راغلي ګا ك كه خپله څيره بدله كړي او له ځانه بسپنه غوښتونكي جوړ كړي نو دد كاندار د ښو اخلاقو وزن به سمدستي په ډا كه شي او مالومه به شي چي دده د ښواخلاقو حقيقت څه و .
د خوش اخلاقي يو بل ډول هغه ده چي هغه ته نن سبا خلك(تهذيب) وايي داد نويو زدكړو لرونكو خلكو په منځ كي رواج دي دوي چي كله په خپلو كي سره ګړيږي نوپه ډيرو تروشو او له تكلفه ډكو الفاظو سره ګړيږي يو بي معني نظر په ډيرو علمي الفاظو كي بيانوي په ډيرو ګرمو او تودو موضوعاتو داسي ګړيږي ته به وايي چي د يخي واوري په موضوع خبري كوي له خپل مخالف سره په خبرو كي داسي رويه خپلوي لكه له هغه سره چي يواځي علمي مخالفت لري اونور په خپل منځ كي هيڅ ستونزه نلري ٠ دا ډول اخلاق له شخصي ګټو سره كوم تړاو نه لري خو كه په ژوره توګه وكتل شي نو مالومه به شي چي د ا ټول يواځي او يواځي مصنوعي اخلاق دي ددوی اول او اخر مقصد دادي چي خلك يي په ټولنه كي د يوه مهذب انسان په نامه ياد كړي نه دا چي دوي په حقيقي توګه د اخلاقي نورمونه خپلول غواړي .
د خوش اخلاقي يو بل ډول هغه ده چي د نن مهال غټانو يا لويانو خپل كړي دي كه يو څوك له دوي سره په عاجزي او ځان كوجني شولو مخامخ شي نو دوي له هغو سره خورا ښه او غوره چلند كوي او ځان د ډيرو ښو اخلاقو څښتن ښكاره كوي داراز كه يو چا په واقعي توګه د غټوالي اولويي مقام ترلاسه كړي وي له هغو سره هم دوي ښه او غوره چلند كوي خو دادواړه ډوله چلند له واقعي غوره اخلاقو سره هيڅ تړاو نه لري په لومړي حالت كي خوش اخلاقي اصلا د هغو (عاجزه او غريبو خلكو)د كړنو بيه ده هغه داسي چي هغه څوك چي ددي غټانو په وړاندي له عاجزي نه كار اخلي هغه ګواكي دده له غروره ډك مزاج ته غذا برابروي او دي يي په بدل كي ښه چلند ورسره كوي او په دويم صورت كي يي د خوش اخلاقي حقيقت دادي چي دي هم ځان دي غټانوته منسوبوي او خلكو ته ښكاروي چي ګواكي دي هم د غټانو په كتار كي شمارل كيږي
له دي كبله كه چرته يو څوك ددي غټانو لويي او تكبر چيلنج كړي يا ددوي په وړاندي يوه داسي خبره وشي چي ددوي له غروره ډك مزاج ته تاوان ورسوي نو بيا دوي خپله خوش اخلاقي له لاسه وركوي او په داسي حالت كي بيا دي سمدستي خپله څيره بدلوي او هغه د شو اخلاقو لرونكي انسان ديو ه بد اخلاقه انسان په شكل كي را څرګند شي.
------------------------------------------------------[/color:6b1e908a3b]
رښتینی
04.08.2007
(28) [size=24:8a27293b6b] ښه ټولنه [/size:8a27293b6b]
پرماده ولاړ نظام يا مادي اډاوڼه ديره پخه او مزبوته ده او دبشري نړۍ نظام يا اډاوڼه بيا وړه او منتشره یاخپره نړۍ ده په مادي نړۍ كي هر لورته انسجام او تړون ليدل كيږي اوپه انساني نړۍ كي ړنګه ړونګيا او وران ويجاړ حالت ده ددي اساسي لامل دادي چي ماده د خپلو قوانينو پيروي كوي اوله هغونه ديوي ستني هومره كږوالي هم نه په كي راځي او انسان ددي پر خلاف له خپلو قوانينو نه سرغړونه كوي .
يوه ځواكمنه اډاوڼه يا ښه ټولنه هلته جوړيدي شي كله چي ددي ټولني انسا ن په واقعي توګه ځان انسا ن ثابت كړي كوم ځاي چي پخوالي او كروالي ته اړتيا ليدل كيږي هلته دي د اوسپني په څير ځان كلك ثابت كړي او كوم ځا ي چي نرمي ته اړتياوي هلته دي دموم په څير نرم واوسي چيرته چي چوپ اوسيدلوته اړتياوي هلته دي دكاڼي په څير چوپ پاته شي كوم ځاي چي دريدلو ته ضرورت وي هلته دي دغره په څير ثابت پاته شي كوم ځاي چي تګ او يون ته اړتياوي هلته دنيزپه څير په خوځښت كي واوسي هر ځاي بايد هغه څه ووايي چي په هغه خپل ځاي كي مناسب وي او هر ځاي دومره ثابت پاته شي څومره چي هلته ثبات ته اړتيا ليدل كيږي .
دا ډول انسان د ټولنيز ژوند له پاره دومره مهم دي لكه څومره چي اوسپنه او پټرول د تمدن له پاره مهم دي له اوسپني او پټرولو پرته تمدن تمدن نه دي داراز له پخو او كره انسانانو پرته ټولنه ټولنه نه ده .
له يوه انسان نه چي يو ځاي دوعدي د پوره كولو غوښتنه كيږي او دي هلته د وعدي مخالفت وكري كوم ځاي چي له شريفانه چلند نه كار اخيستل ضروري وي دي هلته سپك ګام پورته كړي كوم ځاي چي پراخ نظري او لويي سيني پيداكولوته اړتيا ليدل كيږي دي هلته له بيړي او تنګ نظري نه كار واخلي يو ځاي چي درنښت او سنګينوالي ته اړتياوي دي سپك او ماشومانه حركت وكړي يو جاي عفوه او بښنه ضروري وي دي غچ اخيستني ته پايڅي رابډ وهي كوم ځاي چي اطاعت ضروري وي دي له سرټمبګي نه كار واخلي كوم ځاي اعتراف ته اړتيا وي دي انكار او سركشي ته ملا وتړي كوم ځاي چي په چاباندي پړه اچولوته ضرورت وي دي يي لمن په څټ كي ور وټومبي يو ځاي تيريدني او قرباني ته ضرورت وي هلته دي له خود غرضي او ځان ليدني نه كار واخلي .
كه چرته كيسه په دي ډنګ روانه وه نو مطلب داشو چي انسان خپل انسانيت او انساني كردار بايللي دي او له ده نه دي دا اميد نه كيږي چي دي به په ټولنيز نظام كي څه رول ولري د كومي ټولني د غړو چي دا حالت وي چي هغوي خپل انساني كردار ته شا ګرځولي وي هوري به يواځي د ګډوډي او انارشي راج چليږي او هلته يوه زبوته ټولنيزه اډاوڼه نه شي جوړيدلي .
-------------
رښتینی
04.08.2007
(29) باور پيدا كړئ
يو وخت يوه سړی كاروبار پيل كړ له ده سره ايله بيله څو سوه روپۍ وي ده به درخت ټوكړي راوړي په شا به يي ګرځولي او په كوڅو كي به يي پلورلي چي يوڅه يي كاروبار پر مخ ولاړ نو په بازار كي يي له يوه دكاندار نه اجازه وغوښتله چي دي به يي دد كان مخته كيني او خپل رختونه به پلوري هغه اجازه وركړه او دهغه د دكان مخته به يي خپل رختونه خرڅول .
له كوم عمده پلورونكي نه به چي ده رختونه پيرل له هغه سره يي ډيره په امانت داري او ايمانداري تعامل كاوي ورو ورو دهغه عمده پلورونكي په ده باندي باور پيدا شو اوده ته به يي په پور رختونه وركول يو ايماندار او هوښيار تاجر چي له چا سره دا ډول معامله كوي نو هغه هڅه كوي چي له وخت نه مخكي دپور څښتن ته خپلي روپۍ ورسوي او ده به هم داسي چلند كاوه تر دي پوري چي دعمده پلورونكي په ده باندي باور نور هم زيات شواو ډير زيات رخت به يي په پور وركاوه په څه موده كي خبره دي ته ورسيده چي دپنځوس زرو او سلو زروپور مال به يي ډير بي تكليفه وركاوه داسي لكه په نغدويي چي وركوي .
اوس نو ددي سړي كار دومره پر مخ ولاړ چي يو دكان يي ونيو او هغه به يي ډير په اصولي توګه چلاوه ده په ډيره بيړه سره پر مختګ كاوه تر دي چي دخپل ښار د وتليو دكاندارانو په كتار كي ودريدي .
په دي نړۍ كي تر ټولو لويه شتمني يواځي روپۍ نه دي په دي نړۍ كي تر ټولو لويه شتمني( باور) ده د باوراو اعتبار په بركت سره ته يوشي داسي ترلاسه كولي شي لكه څوك يي چي له بازار نه د نوټونوپه بدل كي ترلاسه كوي اعتبار د هرشي بدل ګرځيدلي شي .
خو پټه دي نه وي پاته چي باور تش دخولي په خبروسره نه شي تر لاسه كيدي او نه په يو څو ورځو كي تر لاسه كيدي شي د باور او اعتبار ترلاسه كولو له پاره يواځي يو اساس شتون لري او هغه (ريښتوني عمل) دي باندني نړۍ په داسي حالاتو كي خورا ډيره بي رحمه ده ښه اوږده موده به پاك سپيڅلي عمل كوي له هغه وروسته به هغه وخت راځي چي خلك په تاباندي باور وكړي كوم باور چي نوموړي عمده پلورونكي په يوه پنډه ګرځوونكي باندي كړي و.
------------------------
رښتینی
05.08.2007
(څلرمه برخه )
حقيقت پا لنه
---------------
(30) اسانه حل
يوځاي يو حكيم صيب و هغه ته يوسړي راغي يو ډبۍ يي په لاس كي و ډبۍ يي خلاص كړ او سره زر يي ورڅخه را وايستل ده وويل چي دا سوچه سره زر دي اوله لسوزرو روپو يي ارزښت كم نه ده دا وخت څه اړتيا لرم ته دا زر درسره كيزده ماته پنځه زره روپۍ راكړه زه به په يوه مياشت كي تاته پيرته خپلي روپي دركړم او دا زربه بيرته درنه واخلم حكيم صيب ورته وويل نه زه داسي كارونه نه كوم خو دي سړي خپله مجبوري او اړتيا په داسي توګه بيان كړه چي د حكيم صيب زړه پري وسوځيدي هغه ته يي پنځه زره روپۍ وركړي او ډبۍ يي ورنه واخیست له دي وروسته ده دا د زرو ډبۍ ديوي اوسپني په الماري كي خوندي كيښود .
څومياشتي تيري شوي خو سړي راستون نه شو او له حكيم صيب سره انديښنه پيداشوه اخر يي يوه ورځ هغه ډبۍ د اوسپني له الماري نه را وايست او بازارته يي د پلورلو له پاره وليږه خو كله چي زرګر هغه زر وكتل ورته ويي ويل چي دا زرنه بلكي اوسپنه ده حكيم صيب ډير خواشيني شو خو اوبه له ورخه تيري وي حكيم صيب روپۍ وبايللي خو دايي نه غوښتل چي له دي وروسته ځان هم وبايلي او دا كيسه يي هيره كړه يواځي يي دومره وكړل چي مخكي يي چي دا ډبۍ به بنده او خوندي الماري كي ايښي و اوس يي هغه له هغي الماري نه را وايست او په يوه خلاصه او پرانستي الماري كي يي كيښوداو د زرو له خاني نه يي د اوسپني خاني ته راښكته كړ .
د انساني كړو وړو له پاره هم دا تر ټولو غوره لاره ده ډير ځله د انسانانو تر منح ګيلي او ماني او ترخي خبري له دي كبله را ولاړيږي چي په يوه سړي پوري چي مونږ كومي هيلي تړلي وي هغه پوره ونه خيږي مونږ يو سړي اصولي او كره بللي وي خو له تجربي وروسته هغه بي اصولو اوبي باوره وخيږي مونږ يو سړي د ځان خيرخوا بللي وي خو هغه په حقيقت كي بد خوا او ميرڅمن وخيږي مونږ يو سړي هوښيار او معقول شميرلي وي خو له ازمويلو وروسته هغه ناپوهه او نا معقول وخيږي .
په داسي ځايونو كي تر ټولو غوره لاره داده چي بايد دا ډول سړي له هغي خاني را وكاږوچي كومه مونږ په پيل كي ورته ټاكلي وه او په دويم پوړ كي يي ولګوو او لكه د حكيم صيب په څير دزرو له الماري يي را وكاږو او د اوسپني په الماري كي يي ځاي كړو .
-----------------------------------
رښتینی
05.08.2007
(31) نړۍ كمپيوټر نه ده
يوسړۍ ميزته ناست و او مخته يي كمپيوټر ايښي و دده په ذهن كي چی څه راتير شول له خپل ذهن سره سم يي د كمپيوټر په كيبورډ ګوتي ووهلي په ناڅابي توګه دده ذهني خيال حقيقت وګرځيده او دكمپيوټر په سكرين باندي هغه الفاظ چي ده غوښتل ټول راڅرګند شول چي يو څو جملي يي په لاندي ډول وي :
زه په حقه يم ، له ماپرته نور ټول په ناحقه دي
زه هيڅ نه يم ګرم ، په هره موضوع كي ګرمه د نورو خلكو پر غاړه وي
زه تر ټولو غټ يم ، نور ټول خلك زماپه پرتله كوچني دي
زه په خداي ګران يم ، دنيا هم زما ده او اخرت به هم زما وي
سړي خوشاله و چي څه يي چي زړه غوښتل هغه په كمپيوټر كي وليكل شو خو د ده بد مرغي په دي كي وه چي دي په كومه نړۍ كي اوسيدي هغه كمپيوټر نه وه لكه څنګه يي چي د كمپيوټر پر مخ له خپله خياله يو حقيقت جوړ كړي و هغه نشواي كولي په واقعي نړۍ كي خپل خيال ته انعكاس وركړي په سكرين باندي د الفاظو دراوستلو او ليكلو له پاره خو يواځي په كيبورډ باندي ګوتو وهلو ته اړتيا وه او په واقعي نړۍ كي خپل خيال ته د حقيقت د جامو وركولو له پاره ډيرو هڅو او سم سنجول شوي پلان ته اړتيا ليدل كيږي نه يواځي په كيبورډ ګوتي وهل . كه څه هم ده د الفاظو په نړۍ كي هر څه ترلاسه كړي و خو په حقيقي نړۍ كي لا په مكمله توګه له هرڅه بي برخي و .
داخبره كه زمونږ له پاره هرڅومره ترخه وي خو دا يو حقيقت ده چي نړۍ زمونږ له پاره كمپيوټر نه ده او مونږ دهغه د كيبورډ په كارولو سره هرڅه نه شو ترلاسه كولي دا دخورا درنو حقايقو نړۍ ده او له دي حقايقو سره په موافقت كولو به مونږ يو څه ترلاسه كوو له سړي سره چي قلم او ژبه وي هغه چي څه وغواړي هغه ويلي او ليكلي شي خو بايد دي په ياد ولري چي دي په خپل قلم او ژبه سره يواځي كرښي جوړوي نه دژوند حقايق الفاظ يواځي په كاغذ باندي د شكل او نقش په ډول پاته شي او اواز په هوا كي دنه ليدونكو څپو په شكل كي ورك شي او اخر چي له سړي سره څه پاته وي هغه يو دروغژن انتظار وي او د حقايقو په دي نړۍ كي دروغژن انتظار نه هيڅ ميه نه لري .
----------
رښتینی
14.08.2007
(32) حقيقت خوښونه
په كا ل 1945 م كي امريكا په جاپان دووه ايټمي بمونه وغورځول چي په پايله كي يي دجاپان دووه ښارونه تس نس او لوټه لوټه كرل خو جاپانيان په دي باندي په غصه نه دي ځكه د امريكايانو داكړنه يو اړخيزه نه وه بلكي هغه د جاپانيانو دسختو كړنو غبرګون و چي له امريكايانو سره يي كړي و د جاپانيانو دي حقيقت خوښوونكي مزاج دوي نن د پرمختګ لوړ پوړ ته خيژولي دي .
امريكا دجاپان په دوو سترو ښارونو هيروشيما او ناګاساكي باندي ايټمى بمونه وغورځول په څو ګړيو كي دا دووه اوباد ښارونه په سترو كنډوالو بدل شول دا هر يو ښار له لس ميله په زيات مسافت كي اباد وخو كله چي ايټم بم نښه وګرځيدل نو دا حال يي شو چي انسان حيوان وني او هر څه وسول يونيم سل زره انسانان مړه شول او لس زره انسانان خو هغه مهال لا د ايټم په لوخړوكي په بخار بدل شول اوس دا دواړه ښارونه په خورا ښه توګه بيرته اباد شوي دي ښكلي لاري ستري ماڼي پاركونه او ښكلي بڼونه په كي جوړ شوي دي خو يواځي څو كوچني كنډوالي د ايټم بم د ورانيو دياد ګار په توګه پريښودل شوي دي چي ليدونكو ته دا ورښيي چي په دويمه نړيواله جګړه كي دي دوو ښارونو څه ډول قيامت ليدلي و.
د هندوستان ټايم مسئول چلوونكي مسټر خوشونت سنګه جاپان ته تللي و دي په خپل يون ليك كي كاږي چي ما په جاپان كي يوه خورا عجيبه حالت حس كړ هغه دا چي نوره نړۍ د هيروشيما او ناګاساكي پيښي په ډ يره غټه پيمانه دامريكه په خلاف د پروپاګند په توګه كاروي خو په خپله جاپانيان يي بيا د امريكا په خلاف نه كاروي خوشونت سنه په دي اړه له خپل يوه جاپاني ملګري نه پوښتنه كړي ده خو هغه د توقع په خلاف په نرمه غاړه ځواب وركړي دي :
لومړۍ مونږ ددوي په پرل هاربر (pearl harbour )نومي ځاي بريد وكړ او مونږ ددوي زيات خلك ووژل له هغه وروسته چي دوي څه كول غوښتل مونږ ته يي خبر راكړي و خو مونږ ويل چي دا هسي لافي شافي دي ٠
دوي مونږ پرته له كومي دوكي په ښكاره توګه ووژلو مخكي مونږ او دوي له يوه بل نه ليري وو خو اوس مونږ او دوي سره دوستان يو
(هندوستان ټايم 1981م)
په ايټمي بريد كي د وژل شويوكسانو په ياد باندي په هيروشيما كي څلي جوړ شوي دي په امن موزيم peace museum كي د جګړي د ورانيو انځورونه هم لګيدلي دي ددي څيزونو دليدلو له پاره هركا ل تقريبا اووه مليونه جاپانيان هيروشيما ته راځي ددوي له خبرو نه سړي مالومولي شي چي دهر جاپاني په زړه كي له امريكا سره كركه شتون لري خو بيا هم دوي دا كركه په ظاهري كړندود كي نه څرګندوي دوي په خپلو مخالفو جذباتو باندي دحقيقت خوښوني پرده غوړولي ده د جاپانيانو ددي مزاج په بركت نن ليدل كيږي چي جاپانيانو څومره ترقي او پرمختګ كړي دي دوي نه تيل لري او نه يي د معادنو كانونه شته دوي زياته برخه خام مواد له بهر نه راغواړي خو له دي سره سره جاپان نن د خپلي باوري كوالټي په بركت د نړۍ په ماركيټ باندي مسلط ده .
مسټر خوشونت سنګه په جاپان كي د وكيلانوپه اړه ليكلي دي چي په جاپان كي د وكالت د كا ر چنداني خوند نشته ددي لامل داده چي كله د خلكو په منځ كي په څه شي باندي كومه شخړه رامنځته شي نو محكمي ته د تللو په ځاي هغوي خپله ستونزه په خپل منځ كي په خپله ختمه كړي كله چي يو سړي دخپلي تيروتني وه منلو ته تيار وي بيا جګړه پر مخ نه ځي په اكثرو حالاتو كي دجګړي د نه ختميدلو وجه دا وي چي يو سړي په يو اړخيزه توګه په بل باندي تور لګوي او په دي سره له هغه بل سره هم ضد پيدا شي او خبره نوره هم خرابه شي كله چي يو لوري خپله تيروتنه ومني نو بل لوري هم يو څه نرم شي او خبره په هغه ځاي لنډه او پاي ته ورسيږي .
د حق خوښوني دي اندود جاپانيانو ته ډيره ګټه رسولي ده او هغه دا چي يو جاپاني په بل جاپاني باندي باور كوي د هندوستان په څير هيوادونو كي تجارتي معاهدي او تجارتي ليكونه دداسي ماهرو كسانو په لاس ليكل كيږي چي هغو دتړليو الفاظواو د قانوني نورمونو له ليكلو سره پوره بلدتيا لري خو جاپانيان خپل وختونه په دا ډول ليكنو او مسودو نه ضايع كوي په امريكا كي د قانون دماهرينو شميره پنځوس زرو ته رسيږي خو په جاپان كي يواځي يولس زره قانونپوهان شتون لري ځكه په جاپان كي دداسي لفظي ماهرينو كار كم ده
دجاپان زياتي تجارتي اداري دخولي په وعدو او قولونو باندي باور كوي داكار دلومړي ځل له پاره دوي په خپلو منځونو كي رواج كړخو او س باندني تاجران هم پوهه شول چي دوي كولي شي ديوه جاپاني په خوله باور وكړي له قانوني بنديزونو نه د ازادي په صورت كي لويه ګټه داده چي كار په بيړي او تيزي سره ترسره كيږي او بي ضرورته لفظي بنديزونه د كار په مخ كي خنډ نه شي واقع كيدلي
دجاپانيانو دي مزاج هغوي ته د اتحاد او يووالي تحفه ورپه برخه كړي ده او په دي كي شك نشته چي اتحاد تر ټولو لوي ځواك ده دجاپان د پرمختګ او ترقي راز د جاپان دحالاتو يوه ماهر په دي لاندي ټكو كي بيان كړي دي :
NEVER QUARRELLING THEMSELVES.
ALWAYS MAKING EVERYTHING TOGETHER
يعني په خپل منځ كي جګړه نه كول
او هر كار هر وخت په ګډه سره كول
هندوستان ټائمس 4 اپريل 1981م
---------------------------------
(33) نوي پير
په څوارلسمه پيړۍ باندي د تاريخ يو پير پاي ته رسيږي د هجرت په پنځلسمه پيړۍ سره د تاريخ نوي پيرپل كيړي په دي برسيره زمونږ يوه نيكمرغي په دي كي هم ده چي نن هغه ټول برابر او موافق حالات شتون لري كوم چي د يوه غوره او نوي پير له پاره ضروري دي ٠
كله چي د شپي تياره ختمه شي او د نوي ورځي دلمر ختلو نښي را څرګندي شي نو داد فطرت او پنځ له لوري ددي خبري خاموش اعلان د ه چى د شپي او ورځي يو چكر پوره شو او اوس يي يو نوي چكر پيل كيدونكي دي كه څوك غواړي نو په دي رڼا كي دي خپل سفر پيل كړي او مزله ته دي ځان ورسوي ٠
سهار مهال د لمر راختلو وخت سړي د دوو څيزونو په منځ كي دروي يوه هغه موكه چي تيره شوي ده او د ويمه هغه موكه چي ده ته مخامخ ولاړه ده هرڅوك چي دا موكه وكاروي هغه به خامخا خپل مزله ته رسيږي خو د امتحان او ازموينو په دي لالهانده نړۍ كي موكي يواځي دهغو خلكو له پاره وي چي هغوي موكي كارولي شي اوڅوك چي دموكو په كارولو كي ناكام وي دهغو له پاره يوه موكه هم موكه نه ده يا په بل عبارت دشته موكو كارول د برياليتوب دويم نوم ده
هيڅوك نه شي كولي له پرون نه سفر پيل كړي سفر چي هر وخت څوك پيل كوي هغه له (نن) نه پيل كيږي نه له (پرون) نه څوك چي نن ورځ هم دسبا په بهانه تيره كړي دهغوي له پاره په دي نړۍ كي له بربادي پرته بل څه نشته ٠
كومي موكي چي تيري شوي دي هغه بايد هيري كړل شي اوكومي موكي چي نن په لاس او واك كي دي هغه بايد سړۍ وپيژني او ويي كاروي نو كه دخداي خوښه وه خامخا به برياليتوب ستا پښ ښكلوي په ياد ولرئ چي تيره شوي ورځ هيڅكله چاته بيرته نه ده راګرځيدلي نو تيره ورځ تاسو ته هم بيرته هيڅكله نه راستنيږي ٠
--------------------------------------
رښتینی
14.08.2007
(34) ځان وژنه نه ده
د پاكستان متقاعد جنرال عتيق الرحمن نن سبا د پاكستان دفدراليستي كميوسون مشر دي دي د هندستان مهاجر دي او په دوويمه نړيواله جګړه كي يي په برما كي له فيلډ مارشال مانك شاه سره يوځاي كار كړي دي په كال 1984م فروري كي په يوه حكومتي دوره نوي ډيلي ته راغلي و په يوه اخباري كتنه كي هغه وويل چي په برما كي داوسيدلو په مهال يوځل مانك شاه سخت ټپي شو دده دردونه له زغمه وتلي و او اراده يي وكړه چي خپل ځان په خپله ووژني او له ما نه يي ديوي توپنچي غوښتنه وكړه جنرال عتيق وايي چي ما انكار وكړ او توپنچه مي ورنكړه .
جنرال عتيق كټ كټ وخندل او ويي ويل : مانك شاه چي د كال 1971م په جګړه كي له مونږ سره څه وكړل كه هغه مهال زه پوهيدي چي دي به له مونږ سره داسي عمل كوي نو خامخا به ما خپله توپنچه ده ته وركړي وه
(ټايمس اف انډيا 20 فروري 1984م)
مانك شا ه په دوويمه نړيواله جګړه كي نا اميده شوي و او تردي پور چي دځان وژني هڅه يي كوله په داسي حال كي چي له هغه 25 كاله وروسته دكال 1971 م په جګړه كي دي د يوه فاتح په توګه را منځته كيدونكي و .
په اسلام كي ځانوژنه حرامه ده ځكه ځانوژنه له خدايه په كامله توګه نا اميده كيدل دي او له دي سره هغه له اخرت نه دانكار په معني هم راځي كه يوسړي په دي پوره باورولري چي دي له مرګه وروسته ختميدونكي نه ده بلكي دي به بيا راژوندي كيږي او داخرت دنيا ته به ځي نو هغه به هيڅكله ځان ونه وژني دچا په زړه كي چي داخرت د ورځي دلويوالي او سختوالي احساس وي دهغه له پاره نور ټول تكليفونه هيڅ دي .
له دي سره ددي يو بل اړخ هم شته هغه دا چي دځانوژني حراموالي له ځانه سره دانسان له پاره دا پيغام هم لري چي .....دوختي او مهاليزو ستونزو له اغيز لاندي په راتللو سره بايد انسان خپله اينده هيره نكړي .
موجوده دنيا يوداسي ځاي ده چي په هر انسان باندي دغم او تكليف يوه څپه راځي خو دا څپي هر وخت مهاليزي او موقتي وي كه يو سړي داد غم ګړۍوزغمي او له صبره كار واخلي نو ډيره ژر به ورته جوته شي چي دده له پاره په هغه (توره ورځ) كي د(روښانه اينده) شونتيا موجوده وه ده دشكست خوړلوپه مهال غوښتل ځان له منځه يوسي خو يوي روښانه ايندي دده انتظار كاوه څو ديوه (فاتح) په حيث دنړۍ په تاريخ كي دده نوم وليكي
-----------------------------------------------
(35) دهروخت خپلي غوښتني وي
له ډيرو ناكامو هڅو وروسته اوس دده مخ له غصي سور اوشين خوټيده ده د قلف له خلاصولو سره ډير كوششونه كړي و ده فكر كاوه چي كيلي خو ظاهرا روغه ده كيدي شي په قلف كي دننه څه خرابي وي ځكه نه خلاصيږي دده غصه نو اوس دي ځاي ته رسيدلي وه چي نوريي نيت وكړ چي دكيلي په ځاي له څټك نه كار واخلي .
په دي وخت كي دده ملګرۍ رفيق صيب راغي او دده په ځاي قلف ته ورمخته شو : قلف نه خلاصيږي ؟ وبښه تاسو له غلطي كيلي نه كار اخلئ اصلا ما نن دا قلف بدل كړي و او ما دنوي قلف كيلي په چوله كي نه كيښودله له ياده مي وتلي وه ددي قلف بله كيلي ده له دي وروسته يي جيب ته لاس كړ او نوي كيلي يي را وايستله او سمدستي يي قلف خلاص كړ.
كله چي زمانه بدله شي نو دهغو خلكو هم داحالت وي چي دتير وخت دوړتيا په اساس په موجوده بدله زمانه كي خپل ارزښت او بيه ترلاسه كول غواړي په نوي زمانه كي د ژوند د دروازو ټول قلفونه بدل شوي وي خو دا خلك هڅي كوي څو په زړو سوليدلو كيليانو سره دا نوي قلفونه خلاص كړي خو چي كله په هغو زړو كيليانو دا نوي قلفونه خلاص نه شي نو بيا كله له قلف جوړونكي او كله له ټول چاپيريال نه خپه وي او دي حقيقت ته يي پام نه وي چي په زړو كيليانو سره نوي قلفونه نه خلا صيږي د
د حقائقو په دا روان پير كي جذباتي ويناوي او جذباتي ليكني ،
د تعميري پر مختګ او استحكام په زمانه كي د جلسو او لاريونونو په ذريعه دقوم اينده سمول ،دټولنيزو اساسونو د اهميت په پير كي په سياسي چلوټيواو چالاكيو سره د پرمختګ سوچونه كول ، دا او دي ته ورته نوري بيلګي هم داسي دي لكه څوك چي دتير وخت دوړتيا يا زړو معيارونو په اساس په موجوده زمانه كي د خپل ژوند حق ترلاسه كول غواړي چي هيڅكله به برياليتوب ترلاسه نكړي دا ډول خلك په موجوده زمانه كي داسي دي لكه اروايي ناروغان كوم شي چي هغوي ته له دي كبله نه وي وركړل شوي چي ددوي حق نه ده دوي فكر كوي چي دا له دوي سره ظلم شوي دي او بيا دتل له پاره ديوډول منفي ذهنيت ښكار وي .
---------------------------------------------------------------------------
(36) مينه نه، د حق پلوي
ډير ځله دشاتو مچۍ خپل كور په داسي ځاي كي جوړوي چي دګلانو سيمه له هغه ځايه څوميله ليري پرته وي هسي هم په يوه ګل كي ډير كم جوس وي نو له دي كبله هم دوي اړي كيږي چي ليري ليري مزلونه وكړي څو د ډيرو ګلانود جوس په زبيښلو سره مناسبه اندازه جوس ترلاسه كړي .
د شاتو مچۍ ټوله ورځ په الوت تيره كړي څو له يوه يوه ګل نه جوس راټول او په خپل كور كي يي جمعه كړي په مشاهده سره دا پتيل شوي ده چي كله چي سهار مهال د شاتو مچۍ خپل سفر پيل كوي نو په تياره كي يي پيل كوي خو ماښام چي كله دګلانو له ځاي نه د وروستي ځل له پاره بيرته راستنيږي نو هغه سفر په رڼا كي پيل كوي دسها ر سفر په تياركي او ماښام په رڼاكي راستنيدل داكار مچۍ ولي په مخالفه توګه ترسره كوي ددي لامل داده چي دواړه وختونه په خپلو كي توپير لري دسهار په تياره كي له سفر پيل كولو ليږ وروسته رڼا خپريدونكي وي او ماښام مهال وخت له رڼا نه دتياري په لور روان وي .
دشاتو مچۍ دوخت دا توپير هر وخت په نظر كي لري او دي ته پوره متوجي وي دشاتو مچۍ خپل اوږد سفر دلمر په رڼا كي په سمه توګه ترسره كولي شي اوپه تياره كي ددي ويره وي چي هسي نه كوم ځاي لاره غلطه كړي او له خپل مزله نه شي نو دوي خپل سفر سهار په تياره كي پيل كوي ځكه دوي پوهيږي چي ليږ ځنډ وروسته رڼا خوريدونكي ده او ددي په خلاف ماښام په رڼا كي خپل سفر پيل كوي ځكه په ناوخته كيدلو سره تياره نوره هم زياتيږي .
داد قدرت درس ده داراز قدرت مونږ ته راښيي څو هرګام دحقائقو په اساس پورته كړو نه د موهومو او بي اساسه اميدونو په تمه راتلونكي وخت كله له رڼاو ډك وي او كله له تپو تيارو كه چيرته دا توپير په نظر كي ونه نيول شي او دراتلونكي وخت له لحاظ پرته په بي خبري كي سفر پيل شي نو راتلونكي وخت بيا زمونږ لحاظ نه كوي هغه له خپل ټاكلي نظام سره سم راځي او زمونږ دګومانونو نه پروا لري او نه يي تابع وي پايله به دا را ووځي چي مونږبه ګومان كوو چي ديوه روښانه اينده لوري ته روان يو خو دوخت په رارسيدلو سره به معلومه شي چي مونږ دتورو تيارو خواته ور روان وو .
------------------
(37) ددښمني وخت
روس او امريكا ديوه بل سرسخته دښمنان دي او په دي برسيره دواړوبي شميره ايټمي وسلي جوړي كړي دي چي په څو ګړيو كي له يوه هيواد نه بل ته رسيدلي شي د دي معني دا شوه چي دد ي دواړو هيوادونو په منځ كي په يوه كچني تير وتنه سره داسي جګړه رامنځته كيدي شي چي په كمه موده كي به ددوي لوي لوي ښارونه په كنډوالو بدل شي .
څرنګه چي داهيوادونه ديوه بل پر ضد هرډول وژونكي وسلي جمعه كوي خو بل لورته د دي دواړو هيوادونو په منځ كي له تيرو شلو كلونو راهيسي يو بيړني مخابراتي نظام( emergency communications)هم شتون لري
چي دهغه په ذريعه هر وخت له يوه بل سره تماس نيولي شي او په باريكه حالاتو كي سمدستي دخبرو له لاري د جګړي ويره ختمولي شي دي هر وخت كارنده مخابراتي سيستم ته ګرم لاين hot line وايي له زيات ايټمي پرمختګ وروسته دوي وپتييله چي زوړ ګرم لاين ډير سست ده هغه د وسلو ددي تيز پر مختګ په نسبت دجګړئيزو حالاتو دختمولو له پاره ناكافي ده نو له تير يوه كال راهيسي د ماسكو او وشنګټن ما هرين په دي موضوع بحثونه كوي څو موجوده ګرم لاين ته نوره وده وركړي او دوخت له غوښتنو سره سم يي update يا تازه كړي بلاخر يه كال 1984م جولائي كي دواړه هيوادونه په يوهنوي معاهده سره متفق شول .(ټايمس اف انډيا 11جولائي 1984)
تر اوسه چي كوم د ټيليكس ماشينونه د ماسكو او واشنګټن تر منځ دخبر رسولو د كار له پاره كارول كيدل هغوي په يوه مينټ كي شپيته توري رسولي شوي يعني په سيكنډ كي يو توري او س نوي كوم سيستم چي په كار لويدلي دي په هغه سره د يوي تياره شوي ليكنه پوره يو مخ په يوه سيكنډ كي له ماسكونه واشنګټن ته يا له واشنګټن نه ماسكو ته رسولي شي يعني دپخواني سيستم په پرتله څو سوه ځله تيز ده او په دي توګه روس او امريكا له خطري نه دژغورني تدبير د خطري له اندازي سره سم برابر كړ
دا يوه بيلګه ده چي له دي نه دا اندازه لګول كيدلي شي چي ژوندي خلك يا ژوندي قومونه د دښمني اخري پولي ته د رسيدلو په مهال هم څومره بيدار او هوښيار وي !!
بل لورته مړه او بي حسه قومونه دي دوي يواځي په دي پوهيږي چي په ډيره وړه خبر يوبل سره وخوري او يو كوچني مخالفت دخونړۍ جګړو تر حده ورسوي او بيا په دي نه پوهيږي چي خپل د جګړي اور مړ كړي !!
(38) د تعليم اهميت
زده كړاو تعليم يواځي دكارو بار سند نه ده دزده كړي ارموخه داده چي دقوم وګړي ځيركتا او شعور ترلاسه كړي په وګړو كي شعور پيدا كول د ملت پر مخيون په لاره كي لومړۍ ګام دي يو ملت خپل سفر له همدي زده كړي او تعليم نه پيل كوي او له دي پرته له بله ځايه د ملت سفر نه شي پيل كيدلي .
په قوم كي دپوهي او شعور پيدا كول دا معني لري چي دملت وګړي خپل تير وخت له موجوده وخت سره برابر كړي دوي بايد د ژوند ستونزي د مخلوقاتو په تلپاته نقشه كي وګوري دوي بايد ځان وپيژني چي دوي كوم حيثيت لري دوي بايد په دي پوهه وي چي دوي به د خدي په دي نړۍ كي هلته برياليتوب ترلاسه كوي څو خپله اراده د خداي له ارادو سره يو غږي كړي شعور لرونكي انسان يو ريښتوني انسان بلل كيدي شي څوك چي شعور نلري هغه انسان نه ده .
شعور لرونكي انسان ددي وړتيا لري چي د ځان او بل په باره كي سمه رايه ولري دي په دي پوهيږي چي دده كوم نظر او رايه بي طرفه ده او كوم يي يو طرف لرونكي ده دي په خپل كي په دي پوهيږي چي كوم كار ديوشي په غبرګون كي را منځته شوي دي او كوم مثبت كار ده دي كولي شي شر له خير نه بيل كړي او د حق او باطل په منځ كي به توپير كولي شي تعليم انسان ته ذهني سترګي وركوي په عادي سترګو انسان ظاهري شيان ويني او د تعليم دسترګو په بركت انسان كولي شي معنوي شيان وويني .
لكه څنګه چي يو بزګر په خپلو هڅو سره له نيالګي نه ونه جوړوي دا راز دپوهنتون كار داده چي هغه انسان په فكري لحاظ ددي وړ وګرځوي چي هغه وكولي شي د ژوند د ودي او پر مخيون سفر مكمل كاندي د تعليم په ذريعه كار تر لاسه كول د تعليم ددويمي درجي ګټه ده د تعليم اساسي موخه داده چي هغه انسان ته دژوند ساينس ور وښيي او له انسان نه يو ريښتوني انسان جوړ كړي .
------------------------------------------------------------------------------------------
(39) له دي سره ....
په يولسم نوفمبر كال 1986م كي زه له يوي كوچني پيښي سره مخ شوم هغه داسي چي ناڅاپه مي له لاسه چشمي په يوه كاڼي رانه ولويدلي او يوه شيشه يي ماته شوه يوڅه خو خپه شوم خو وروسته مي سوچ وكړ چي په دي دنيا كي هر وخت داسي پيښيږي دلته خو دكاڼو فرشونه هم شتون لري او نازكي شيشي هم شته ځكه خو په دي نړۍ كي حفاظت او ساتنه دي ته نه واي چي يو شي به هيڅكله نه ماتيږي په دي نړۍ كي حفاظت دي ته وايي چي يوشي له ماتيدلو سره سره بايد مونږ وساتو په ژوند كي به دمحرومي او نهيلي پيښي رامنځته كيږي خو مونږ به هڅه كوو څو له وروستي نهيلي نه ځانونه وژغورو .
دګلاب ګل څومره ښكلي وي دي دګلانو باچا بلل كيږي خو د كومي غوټۍ له منځه چي دا نازك ګل را سپړيږي له هغي شاو خوا تيره او سخت ازغي راتاو وي داد قدرت قانون ده زمونږ له پاره ددي ګل له ازغيو نه بيلول ناشوني كار دي مونږ به له دي ازغيو سره سره دا ګل را اخلو مونږ په دي نړۍ كي له دي اغزيو پرته ګل نه شو ترلاسه كولي .
داد ژوند يو درس ده چي پنځ او فطرت يي مونږ ته په چوپه خوله بيانوي دا پيښه مونږ ته راښيي چي دلته د (له دي سره...) اصل پوره كارګر ده دلته به د خوشالي او سوكالي په څنګ كي وير او ستوماني منل كيږي دلته يو شي له (نشت) سره سره په (شته) كي بدليدلي شي .
داددي نړۍ عام اصول دي دلته برياليتوب دي ته وايي چي يو سړۍ د ناكا ميو په منځ كي د برياليتوب لورته لاره وباسي دلته تجارت دي ته ويل كيږي چي له تاوان سره سره ګټه ترلاسه كړل شي دلته پر مخيون دي ته وايي چي له په شا راتللو سره سره د پرمخيون سفر روان وساتل شي دلته له تاوان سره سره ګټي كولو ته ګټه وايي دلته يووالي يواځي هغه څوك را منځته كولي شي چي له اختلاف سره سره د متحد اوسيدلو په چل پوهيږي .
---------------------------------------------------
(پنځمه برخه)
شونتيا وي (امكانات)
---------------------------------------------------------
(40) په خپلو هڅو سره
د نفسياتو ماهرينو اندازه لګولي ده چي انسان ته چي خداي كوم صلاحيتونه او وړتياوي وركړي دي دي په ټوليزه توګه له هغونه يواځي لس په سلو كي كاروي د دي څيړني په ترځ كي د هار ورډ پوهنتون فروفيسر وليم جيمس وايي : كوم شي چي مونږ كولي شو جوړ يي كړو مونږ دهغه جوړولوته چمتو نه يوو مونږ له نورو نه ګيلي او شكايتونه كوو چي مونږ ته خپل حقوق او برخي نه راكوي خو لومړۍ مونږ بايد له خپلو ځانونو ګيلي وكړو هغه داسي چي لوي څښتن چي په دي نړۍ كي مونږ ته څومره غوره صلاحيتونه او وړتياوي راكړي دي مونږ له هغو ټولو نه ګټه نه ده اخيستي او چي د څومره مترقي او بريالي ژوند وړتيايي راكړي ده مونږ له هغه نه په ډير كم ژوند بسنه كړي ده
هر انسان ته په كار ده چي نوروته د كتلو په ځاي خپل ځان ته وګوري ځكه انسان په خپله د خپل ځان دوست هم دي او هم يي دښمن دي له ده نه ها خوا نه دده بل دښمن شته او نه يي بل كوم دوست شته انسان چي خپلي شونتيا وي وكاروي برياليتوب تر لاسه كولي شي او كه خپلي شونتياوي ونه كاروي ددي دويم نوم بيا ناكا مي ده
خو دي ته مو بايد پام وي چي خبپلي هڅي به مو په سمه او مناسبه توګه برابري كړي وي په غلطه توګه خپل توان او هڅي لګول د خپل ځواك د ضايع كولو معني لري .
د مخكيني انسان په اند د شتمن كيدلو له پاره يواځي يوي لاري شتون لاره هغه داسي چي له اوسپني نه سره زر جوړ كړ ي هغوي يواځي سره زر ارزښتناك شي بلل ګڼ شمير خلكو په زرګونو كلونه هڅي كولي څو له اوسپني نه سره زر جوړ كړ ي خو هغوي يواځي خپل وخت او خپله شتمني ضايع كړل او بلاخر يوه ورځ له نهيليو او حسرتونو سره له دي نړۍ نه ولاړل .
خو دخداي په دي نړۍ كي يوي بلي شونتيا او امكان شتون لاره او هغه له اوسپني نه د ماشين جوړول و په موجوده زمانه كي لويديځوالو قومونو دا راز وپيژانده او خپلي هڅي يي دي لوري ته متوجي كړي دوي له اوسپني نه ماشين جوړ كړ او ددي پايله داشوه چي هغه له سپينو او سرو زرو نه هم زياته شتمني ترلاسه کړه
------------------------------
(41) له يوي وروسته دويمه ...
پر هاربر د امريكا يو ه بندر ګاه ده د دويمي نړيوالي جګړي په مهال په دي ځاي كي د امريكا د سمندري ځواكونو يوه لويه اډه وه په كال 1941م كي جاپان په دي اډه باندي ناڅاپه بريد وكړاو دا اډه يي له منځه يوړه دامريكا جرم داو چي د جا پان په دښمنانو يي وسلي پلورلي خو دجاپان دي جنګي اقدام خبري نوره هم خرابه كړه او او س نو امريكا مخامخ د جاپان په خلاف په جګړه كي ودريدله له دي وروسته امريكا برتانيا او روس په ګډه سره هغه فوځي محاذ رامنځته كړ چي په تاريخ کي د اتحادي ځواكونو allied powers په نامه سره ياديږي دي فوځي اتحاد تر جاپان ته تر ټولو زيات زيان ورساوه امريكا په كال 1945م اګست كي د جاپان په دوو لويو صنعتي ښارونو (هيروشيما او ناګاساكي )په دنياكي د لومړي ځل له پاره ايټمي بم وغورځاوه چي په دي سره دا دواړه ښارونه هم له منځه ولاړل او د جاپان فوځي ځواك هم .
په پرل هاربر باندي د جاپان حمله بي شكه چي دجاپان ستره فوځي تير وتنه وه د جاپان دي ګام بي له ضرورته امريكا د جاپان دد ښمنا نو په كتار كي ودروله خو جاپانيان يو ژوندي قوم ده دوي له يوي غلطي او تير وتني وروسته دويمه تير وتنه وه نكړه دوي نوي حالات ومنل او له هغو سره د ډغري په ځاي يي له هغو سره يووالي غوره كړ.
د جاپان دي ځير كتيا دوي ته نوي امكانات پرانستل له يي چي دجګړو په ډګر كي ماتي وليدلي نو د پوهي او صنعت په لاره كي يي هڅي پيل کړي په سياسي او فوځي لحاظ يي د امريكا برلاسي ومنله او نورو امنيتي لارو ته يي مخه كړه چي په پايله كي يي په تيرو ديرشو كلونو كي جا پان نور هم ځواكمن شو ددي پيښي په ترځ كي يو مبصر ليكي :
دا د پرل هاربر د پيښي عجيبه پاي ده خو په تاريخ كي ددا ډول لارو ايستلو ډيري بيلګي شته او شايد دپر هاربر پيښه له هغو نه يوه وي
(هندوستان ټائمس 1981م)
د انسان له پاره له هري ناكا مي وروسته ديوه نوي برياليتوب دروازه پرانستي وي په دي شرط چي هغه په اتيات سره ګامونه واخلي او په بيځايه وير او غم سره خپل وخت ضايع نكړي بلكي له حالاتوسره سم له نوي سره خپلي هڅي پيل کړي .
------------------------------------------------
(42) دموكي كارول
په امريكا كي په هغو زياتو شتمنو خلكو باندي څيړني شوي دي چي دپر مختګ لوړپوړ ته رسيدلي دي او داڅيړني په دي باره كي شوي دي چي ددوي د پر مختګ راز په څه شي كي دي ؟
ددي راز دلوڅولو له پاره ددي څيړنو په پايله كي مختلف نظرونه ښكاره كړل شوي دي لكه : زيات زيار او هاند ، دومره ډير كار چي ميرمني ، او لادونو ، رخصتي ، تفريح او نور ټولو شيانو ته توجه كول يي په دويمه درجه كي را ځي خو ددوي په خورالويو او سترو پر مختګونو كي چي كوم شي اساسي رول لرلي دي هغه يوه څيړونكي په خپلو الفاظو كي داسي بيان كړي دي :
they are masterful opportunists keenly alert
to any chance for personal advancement
يعني دا خلك دموكه پيژندلو ماهرين وو او دپر مختګ له پاره به چي كومه موكه په لاس ورغله هغه به يي سمدستي كاروله .
دا حقيقت ده چي هره موكه په خپل وخت كارول لوي پر مختګ ده دا موكه كه هسي نا څاپه پيښه شي او كه په كوم سنجولي پلان سره لاس ته راشي سړي كه په هر ډګر كي وي بايد بيدار واوسي هر كله چي يوه موكه مخي ته ورځي بايد سمدستي يي وكاروي ځكه يوه موكه په ټول ژوند كي يواځي يوځل سړي ته په لاس ورځي هغه موكه بيا هيڅكله په شا نه راګرځي كه چا يوځل يوه موكه وبايلله نو دا يي د تل له پاره بايللي ده.
نوي موكي ګاني يومخ پټي نه وي ډيرو خلكو ته دهغو اندازه لګيږي خو هغي موكي ته ور مخته كيدونكي خلك هر وخت ډير كم وي دا ځكه چي د نوي موكي په كارولو كي هر وخت دويري يو اړخ هم شتون لري چي دهغه پايله په اينده كي را وځي نو له دي كبله له دي شي سره اميد او انديښنه دواړه تړلي وي څوك چي سستي وكړي يا په ډيرو سوچونو كي وخت ضايع كړي هغه محروم او بي برخي پاته شي او ددي په خلاف څوك چي بيدار وي او احتمالي خطري ته زړه ټينګ کړي هغه بريالي كيږي .
شونتياوي او امكانات وپيژنئ كومه موكه چي مخي ته درشي هغه سمدستي وكاروئ يقينا چي ستر ستر برياليتوبونه به ترلاسه كړئ.
--------------------------------
(43) په ناكامي كي برياليتوب
په دوويمه نړيواله جګړه (45_1939) كي امريكا كه څه هم له برتانيي او د هغي له انډيوالانو سره د وسلو او مهماتو مرسته كوله خو په مستقيمه توګه يي برخه نه وه پكي شريكه نو جاپان دامريكا پر ضد يو پټ پلان برابر كړاو د دسمبر په اوومه كال 1941م كي يي په ناڅا پي توګه د امريكا په سمندري اډه پرل هاربرpearl harbor باندي سخته حمله وكړه او هغه يي له منځه يو وړه خو د امريكا هوايي ځواك بيا هم خوندي پاته و.
دا هغه وخت و چي دامريكا لومړۍ ايټمي پلان د تكميليدو پړاو ته په رسيدو و كله چي دا پلان تكميل شو امريكا له جاپان نه وغوښتل چي بي له قيد اوشرط دي وسله په ځمكه كيږدي او كه نه هرڅه به يي له منځه يوسي .
جاپان ته د امريكا دنوي ځواك او قوت معلومات نه و او د امريكا خبره يي ونه منله هغه و چي د اګست په 14 كال 1945م كي يي د جاپان په دوو صنعتي ښارون هيروشيما او ناګاساكي باندي ايټمي بمونه وغورځول او په يوه ګړۍ كي يي د جاپان فوځي ځواك نيست او نابود كړاو جاپان دي ته اړشو چي وسله په ځمكه كيږدي .
له دي سمدستي وروسته جنرال ډوګلس ميكارترdouglas macarthur له امريكايي فوځيانو سره په جاپان كي كوز شو او جاپان په مكمله توګه امريكايانو ونيو .
كه څه هم دجاپانيانو وسله وال ځواك په مكمله توګه ماتي خوړلي وه خو په جاپانيانو كي د جګړي نيشه لا مكمله پاتي وه هغه مهال د جاپانيانو دجګړي نيشه دومره زيات وچي په ځانونو پوري به يي بمونه وتړل او په دي توګه به يي په امريكايي ټانكونو حملي كولي اوس له جنرال ميكارتر سره دا فكر و چي څنګه به وكولاي شي څو د جاپانيانو له سرونو نه د جګړي نيشه وباسي جنرال ميكارتر ددي ستونزي د حل له پاره دا تدبير برابر كړ چي بايد دجاپانيانو توجه دجګړي له جذبي نه د اقتصادي هڅو لورته واړول شي يوه امريكايي مبصر انتوني ليويس anthony lewis په دي اړه داسي ليكي:
كله چي څلويښت كاله مخكي جاپانيان وسله په ځمكه كيښودله نو جنرال ميكارتر نه يواځي په جاپان باندي قبضه وكړه بلكي د هغه هڅي داوي څو ددوي هيواد له نوي سره بيا ودان كړي كه هغه مهال له نوموړي جنرال نه چا پوښتنه كړي وي چي ستا تر ټولو لويه ارزو څه شي ده نو زه ګومان كوم چي د هغه ځواب به داو چي : د جګړه ماروجاپانيانو د جګړي جذبه د اقتصادي هڅو لوري ته راګرځول زما لويه ارزو ده
اوس دجاپان له پاره يو صورت داو چي كه څه يي هم له دښمن سره مخامخ ډغره نشواي وهلي نو په پټو او غلچكو بريدونو سره يي د جګړي لړۍ اوږدولي شوي او دا دوروستي درجي كار خو يي كولي شوي لكه نن يي چي دهندوستان مسلمانان كوي يعني د خپل فرضي دښمن په خلاف د الفاظو بي ګټي جګړه جاري لرل .
خو جاپان دخپا فاتح وړانديز ومانه او سمدستي يي د خپل كار مخه بل لورته واړوله دوي له امريكايانو سره مخامخ ټكرو ته دپاي ټکۍ كيښود او خپل ټول ځواك يي د سائنسي زدكړو او تخنيكي پرمختګ لورته واړاوه .
ددي پايله د خورا سترو برياليتوبونو په شكل كي رامنځته شوه جاپان په تيزي سره داقتصادي پر مختګ په لوري روان شو جاپان په كال 1971م كي د شپږو بليونو سامانونه امريكا ته واستول او له دي وروسته د جاپاني مصنوعاتو مقبوليت په امريكا كي زيات شو ان تردي پوري چي له موجوده اندازي سره سم به په كال 1985م كي د جاپان په پر تله د امريكا د تجارتي تاوان trade deficit مقدار 45 بليون ډالروته ورسيږي
(ټايمس اف انډيا 14 سپټمبر 1985م)
په نيوز ويك (12 اګست 1985م) كي د japan: the 40year miracle تر عنوان لاندي يوه ليكنه چاپ شوي په دي ليكنه كي په كال 1945م كي دجاپان له پوره بربادي وروسته دهغه په خورا تيز پرمختګ باندي تفصيلي خبري شوي دي او ويل شوي دي چي جاپاني قوم د افسانوي مرغه په څير په خپلو ايرو كي بيرته راپورته شو
the natio rose like the mythical phoenix from own ashes
جاپانيانو د خپل فاتح په وړاندي دا برياليتوب ځكه ترلاسه كړ چي دوي خپله ناكامي ومنله او دحقيقت اعتراف په دي نړۍ كي دبرياليتوب يواځني راز دي كه څه هم ځيني ناپوهه خلك له حقيقت نه په انكار كولو كي دبرياليتوب راز لټوي .
-----------------------------------------
(44) د برياليتوب له پاره
له يوه تاجر نه چا وپوښتل چي دبرياليتوب راز په څه كي ده هغه ورته وويل :
when you wake up in the morning jump out of bed and shout : great another day then you are a success
كله جي سهار وختي له خوبه باحي نو به منده له خبلي بستري نه ټوپ وهه او په لوړاواز سره ووايه چي : دوويمه ورځ ډير لوي او ستر نعمت ده نو ته بريالي يي .
دا حقيت ده چي له شپي وروسته د نوي سهار راتګ خورا ستر نعمت ده ځكه هغه مونږ ته دكار يوه نوي ورځ په لاس راكوي څوك چي په رښتياله كار سره مينه لري هغه چي يوه ورځ بيا مومي نو په ورين تندي به هغي ته هركلي وايي او څوك چي دكار د ورځي په موندلو سره وهغي ته په ورين تندي هركلي وايي هغه كولي شي په دي نړۍ كي كوم لوي كار ترسره كړي
په ځمكه باندي بيا بيا د شپي او ورځي راتګ په ښكاره مخلوقاتو كي يوه عجيبه پيښه ده ځكه په دي پراخو مخلوقاتو كي يا خو د لمر په څير ستوري دي چي د اور د يوه لوي انګار ته ورته دي او په هغه كي د انسان ژوند ناشوني دي له دي وروسته چي كومي وړي يا غټي سياري دي لكه مريخ او سپوږمئ دهغو چكر د ځمكي په خلاف يواځي يو اړخيز ده يعني هغه يواځي په خپل مدار باندي را چورلي چي په پايله كي يي د هغو په يوه برخه باندي تل شپه وي اوپه بله برخه يي تل ورځ وي .
ځمكه هغه يواځني كره ده چي په خپل مدار باندي له چورليدلو سره سره په خپل محور باندي هم را ګر ځي له همدي كبله په هغي باندي بيا بيا شپه او ورځ را حي دا د الله عجيب نظام ده په دي توګه الله انسان ته دا موكه وركړي ده چي هغه د ورځي په مهال كار وكړي او په شپه كي خپله ستوماني وباسي .
انسان كه په دي ټول نظام باندي غور وكړي نو په ځمكه باندي له شپي وروسته د ورځي راتګ به ده ته دومره عجيبه ښكاره شي چي دسهار په مهال به هغه خامخا له خپلي بستري په ټوپ وهلو سره را پاڅيږي او دخداي شكر به باسي چي ده ته يي دكار يوه ارزښتناكه موكه په لاس وركړه څوك چي سهار يو لوي نعمت بولي هغوي كولي شي چي خپل سهار ديوي نوي شونتيا او امكان په توګه وكاروي .
---------
(45) له بربادي وروسته هم ...
يو انګريز عالم مسټر ائن نيش ian nish جاپان ته تللي و او په جاپان كي يي يولس كاله تير كړل جاپاني ژبه يي ښه زدكري وه او په ډيره ژوره توګه يي جاپاني قوم مطالعه كړي دي دخپلي مطالعي ا و څيړنو پايلي په 238 مخونو كي د جاپان كيسه( the story of japan ) په نامه ليكلي او خپري كړي دي ليكوال كاږي :
كوم شي چي دجاپانيانو ژوند ترټولو زيات متاثر كړي دي هغه سياست نه و بلكي هغه د كانټو لويه زلزله وه . په كال 1923م دسپټمبر په لومړۍ ورځ د يوي سختي زلزلي زورو جټكو ختيځ جاپان له خاورو سره خاوري كړ چي دا سيمه دجاپان تر ټولو اوباده سيمه وه دويمه د انسانانو په لاس جوړه شوي زلزلزله وه چي هغه په كال1945م كي دجاپان ماتي وه چي دوو ايټمي بمونو دجاپان دووه لوي ښارونه په كنډوالو بدل كړل ______ كه له زلزلي نه د بياجوړوني ذهن په چا كي راپيداشي نو همدا زلزله دنوي ترقي له پاره يو ه زينه وګرځي او د دي په خلاف كه له زلزلي نه يواځي د محرومي او نهيلي احساس په چا كي پيداشي نو له ګيډي نه يي سياسي چيغي او انګولاوي را پيدا شي چي دا وروستي حالت تر ټولو بي معني او بي ګټي حركت بلل كيږي
د يوه انسان په ژوند كي تر ټولو مهم شي د هغه دكار جذبه ده په انسان كي چي د كار جذبه پيداسي نو دهغه ټول ويده ځواكونه رابيدار شي هغه په ډيره ښه توګه سوچ كوي ښه بريالي پلانونه جوړوي او په ډير زيارسره دخپل كار په پاي ته رسولو بوخت وي دد ي په خلاف په چا كي چي دكار جذبه نه وي رااريدلي هغه داسي سست پروت وي لكه يو ګل ماشين چي بي حركته خاموش پروت وي او له تجربي نه معلومه شوي ده چي ډاډمن اوارام حالات په ټوليزه توګه انساني ځواكونه ويده ساتي او په انسان كي بيداري نشي پيدا كولي او ددي په خلاف كله چي انسان په خپل ژوند كي له ستونزو او ربړو سره مخ شي نو دهغه پټ ځواكونه جټكه وخوري او دده وړتياوي او صلاحيتونه داسي را بيدارشي لكه يو څوك چي په ژور خوب ويده وي او له پاسه كاڼي پري را ولويږي .
هر كله چي يو انسان په خپل ژوند كي له يوه مشكل سره مخ شي نو دا مشكل هغه د دوو امكاناتو په منځ كي دروي يا خو دي له هغه مشكل نه درس او عبرت ترلاسه كړي او له نوي سره متحرك شي او ځان په خپله بيرته برابر كړي او يا خو له دي مشكل نه د مايوسي او شكايتونو غذا ترلاسه كړي او په سړو اهونو سر شي په پيل كي چي انسان له دي دوو حالتونونه كوم يو خپل كړي په هماغه لوري دده ټول ژوند كار پيل كړي او له هغه خپل حالت سره سم دده داخلي صلاحيتونه او وړتياوي هم په كار بوختي شي
هر وخت چي يو انسان له كومي پيښي سره مخ شي نو ددي په ځاي چي د پيښي څرنګوالي ته متوجي كيږي بايد خپل ځان ته متوجه شي د اينده هري پايلي ټول تړاو په دي پوري ده چي دحالاتو په مقابله كي انسان څه ډول غبرګون خپلوي كه له انسان سره دبياوداني جذبه پيداشي نو دا مثبت غبرګون ده چي پايله به يي خامخا برياليتوب وي او كه په انسان كي د شكايت او نيوكو يا بل ته د ګوتنيوني فكر پيداشو نو دا منفي غبرګون ده چي د خپل ځان له نورو بربادولو پرته بله پايله نلري
-------------------------------------------
(46) ته شتمن يي !
سوالګر وويل بابا خيرات غواړم ؟
ده چي لاندي باندي ورته وكتل هغه روغ رمټ و لاسونه پښي او ټول بدن يي روغ و او ورته ويي ويل :
ولي خيرات دركړم ؟
سوالګر وويل نيستمن يم څه نلرم
ده ورته وويل نه ! ته نيستمن نه يي ته ډير شتمن يي !
سوالګر وويل :بابا ټوكي مه كوه زه له كومه شتمن شوم زه خو هيڅ هم نلرم ؟
سړي ورته وويل ښه ! له تاسره چي څه دي هغه ماته راكړه زه به پنځوس زره روپۍ دركړم
سوالګر خپله ځولۍ له وږي راښكته كړه او ورته كړه يي :
زما ټوله شتمني دغه ده اوستاپه مخ كي ده وړه يي
هغه ورته وويل : نه له تاسره له دي پرته نور ډير څه شته
له تاسره دووه پښي دي يوه يي ماته راكړه او لس زره روپۍ به دركړم
سوالګر انكار وكړ .
هغه ورته وويل ښه ! له تاسره دووه لاسونه دي يو يي ماته راكړه شل زره روپۍ به در كړم .
سوالګر بيا انكار وكړ .
هغه ورته وويل ښه ! له تاسره دووه سترګي دي يوه يي ماته راكړه په همدي ځاي به شل زره افغاني دروشميرم .
سوالګر بيا هم انكار وكړ .
سړي ورته وويل ګوره له تاسره دووه پښي دي دووه لاسونه او دووه سترګي ما يواځي ديوه يوه بيه درته وويلي چي هغه پوره پنځوس زره روپۍ شوي
كه دواړه يي بيه كړو نو پوره سل زره روپۍ كيږي ددي مطلب داشو چي دا تاته چي خداي كوم بدن دركړي دي په دي كي ګڼ شمير ارزښتناك شيان دي چي يواځي د دريو شيانو يي كم تر كمه سل زره بيه ده نو بيا ته ولي غريب او نيستمن يي ؟ ته خو ډير زيات شتمن يي ته سوال پريږده او له دي ارزښتناكي پانګي نه كا ر اخيستل پيل كړه ته به له هرچا زيات برياليتوب ترلاسه كړي .
انسان الله له خورا عجيبو وړتياو سره پنځولي دي په عامو حالاتو كي سړي ددي اندازه نشي كولي خو چي كله يي كوم يو كم شي بيا پته ولګيږي چي هغه څومره ارزښتناك شي و جيمز ټامس په ډيلي كي يو ماشين اپريټر دي او 24 كاله عمر لري د ورپيښي ناروغي له كبله يي دواړو بډوګيو كار پري ايښي دي په ال انډيا ميډيكل انسټي ټيوټ كي داخل كړل شو ډاكټرانو وويل چي دي يواځي په هغه صورت كي ژوندي پاته كيدلي شي چي څوك يو بډوګۍ وركړي او هغه ده ته ولګول شي .
بډوګۍ يوه نګه الهي تحفه ده چي په هر ډول انساني كارخانه كي په سلهاو بليونه روفي ولګول شي وبه نكړاي شي چي يوبډوګۍ جوړ كړ ي خو كه بياهم څوك جيمز ته بډوګۍ وركړي نو د ډاكټرانو له فيس او دعملياتو له لګښت پرته هم جيمز ټامس 45 زره روپيو ته اړتيا لري څو دا بډوګۍ دده په بدن كي ولګول شي .
(ټايمس اف انډيا 10 جنوري 1980م)
حقيقت دادي چي كه له انسان سره هيڅ هم نه وي بيا هم له ده سره ډير څه وي دا بدن او دماغ چي مونږ ته راكړل شوي دي دا له هرډول قيمتي شيانو نه ارزښتناك دي يو څوك كه په پوره توګه خپلي وړتياوي وكاروي نو هغه كولي شي د دنيا هرډول كاميابي ترلاسه كړي او يو شي هم دده له پاره ناشوني نه ده
كه ته د نيولو له پاره لاسونه لري ، او دتګ له پاره پښي لري ،او د ليد له پاره سترګي لري او دخبرو له پاره ژبه لري نو ګواكي له تاسره هرڅه شته ځكه ددي شيانو په ذريعه ددنيا هرڅه ترلاسه كيدي شي يوشي هم ددوي دكار له ساحي نه دباندي نه دي
-------------------------------------------------------------
(47) كمزوري نعمت وګرځيده
ګاندي په خپل كتاب د حق په لټه كي(my experimenis truth) كي ليكي :زه په كشرتوب كي ډيره شرمندوكي وم او دا خوي له ډيري مودي پوري راسره و كله چي دا دزدكړي په مهال په لندن كي اوسيده نو دسبزيوالو ديوي ټولني غړي شوه يوځل د ټولني په يوه غونډه كي دي ته وويل شول چي ته بايد څه خبري وكړي دا چي كله دخبرو له پاره پورته شوه نو هيڅ يي هم نشوي ويلي او نه پوهيده چي خپل نظر ښكاره كړي يواځي يي دمنني څو توري وويل او كينستله يو بل ځل په يوه ناسته كي له دي نه وغوښتل شول چي د سبزي دخوراك په اړه څو خبري وكړي دا ځل هغي خپل خيالات له ځانه سره په يوه كاغذ وليكل خو كله چي هغه پورته شوه نو هغه خپله ليكنه يي هم نشواي لوستلي ددي د ددي حالت په ليدلو سره يوكس ورپورته شو او ددي ليكنه يي ولوستله .
ګاندي د وكالت له امتحان وركولو وروسته په بمبئ كي پريكټس پيل كړ خو دلته هم له دي سره خپل د زيات شرم او كمزوري حالت مل و او د كار په لاره كي يي خنډ كيده د لومړي مقدمي په مهال چي كله داد قاضي په مخكي پورته شوه نو زړه يي كيناست او هيڅ يي هم نشوي ويلي نو خپل موكل ته يي وويل چي زه ستا د دعوي وكالت نشم كولي كوم بل وكيل درته پيداكړه .
په ښكاره خو دا ټولي ډيري د كمزوري نښي دي خو دا ليكي چي په اينده كي زما دا كمزوري زما له پاره يو لوي نعمت(advantage) وګرځيده داپه دي لړ كي داسي كاږي :
په خبرو كي زما كمزوري او تلوليوالي چي مابه تكليف باله اوس زما له پاره يوه دخوشالي خبره ده ځكه ددي لويه ګټه دا راوختله چي اوس زه كولي شم په ډيرو كمو الفاظو كي خپل مقصد بيان كړم په ما كي په فطري توګه دا عادت پيداشو چي زه په خپلو خيالاتو باندي كنټرول لرم زه په باور سره ويلي شم چي ډيره نادره به داسي پيښيږي چي زما له ژبي يا قلم نه دي كوم بي ګټي توري وتلي وي .
ګاندي په دي ځانګړتيا سره مشهوره وه چي هغي به هره خبره ډير ه په سوچ او فكر سره كوله اوپه ساده او لنډو ټكو كي به يي خپل مقصد بياناوه خو دا غوره ځانګړتيا هغي ته د يوي بيكاره ځانګړتيا په ذريعه په لاس ورغلي وه هغه دا چي دا دومره شرمندوكي يا ډارنه وه چي دخلكو په وړاندي يي خبري هم نشوي كولي .
--------------------------------------------
(48) لاره بنده ده
په لاره ياسرك باندي چي كار لګياوي نو په يوه لويه لوحه يي ليكلي وي : (لاره بند ده) خو ددي دا معني هيڅكله هم نه وي چي دلته بيخي دتيريدو له پاره لاره نشته او تړل شوي ده څوك چي دلته را ورسيږي نو يا خو دي انتظار كوي او يا دي بيرته ستانه شي نه داسي نه ده د د ي موخه يواځي داده چي دا مخامخ لاره بنده ده هر څوك ددا ډول لوحي په معني پوهيږي نو ځكه خو چي كله هغي ته خلك ور ورسيږي او لوحه وويني نود يوي ګړۍ له پاره هم نه دريږي سمدستي ښي يا چپي خواته وګوري اولاره بيامومي او ليږ وروسته بيرته لاري ته سم شي او كه چيرته ښي يا چپي خواته لاره بيا نه مومي نو بيا هم نه دريږي ليږ لري يا نږدي كومه لاره پيدا كوي او بيرته خپل سفر جاري ساتي څو خپل مزله ته ځان ورسوي په دي توګه خو د څو ګړيو ځنډ خامخا راځي خو داسي هيڅكله نه كيږي چي په ټپه ودريږي او مزله ته په رسيدلو كي دي ناكام شي
د ژوند د سفر حال هم كټ مټ داسي ده د ژوند په هڅو كي كله كله داسي پيښيږي چي انسان فكر كوي په مخ يي لاره تړل شوي ده خو ددي معني داده چي دا مخامخ لاره بنده ده نه دا چي ګواكي نو ټولي لاري تړل شوي دي كله چي يوه لاره بنده شي نوري ډيري لاري پرانستي پرتي وي هوښيار سړي هغه دي چي د ژوند په لاره كي د (لاره بنده ده ) لوحه وويني او ونه دريږي بلكي د بلي لاري په لټولو سره خپل سفر جاري وساتي .
كه په يوه ډګر كي موكه نه وه بل ډګر ته بايد سړي مخه كړي څو دځان له پاره دكار موكه پيدا كړي كه له سيال سره مخامخ ډغره نشوي وهل كيدي نو بايد بالواسطه يا غير مستقيمه لاره ولټول شي كه په مخكيني كتار كي ځاي نه و په دويم كتار كي دځان له پاره ځاي وګوره كه د ټكر په صورت كي ستونزه نه هواريده بايد د سولي له لاري لاره هواره كړل شي كه له بل چا سره كار پر مخ نه شي بيولي په يواځي سر كار پر مخ روان كړه لنډه دا چي له هري بندي لاري سره په څنګ كي خلاصه لاره وي خو دا لاره هغه څوك موندلي شي چي سترګي ولري
رښتینی
18.08.2007
وطنمل صيب دا خپلي ليكني ته د تغير وركولولاره خو بيا تړل شوي
ايا بيرته به يي خلاصه نكړئ؟
منندوي به مو يم
په مينه
رښتینی
22.08.2007
ډاكتلا صيب وطنمل دا زما په غوښتنه مو غور ونكړ؟؟
[code:1:4ce51beead]وطنمل صيب دا خپلي ليكني ته د تغير وركولولاره خو بيا تړل شوي
ايا بيرته به يي خلاصه نكړئ؟ [/code:1:4ce51beead]
اوپه دا لاندي پريكړه مو بيا غور نه ده كړئ ؟
خو هغه دچرسيانو په ګاي د سهار په اذان كي نوي
ټپه نشوه ؟؟
او څومره ګټه به ولري ځكه ددي مخنيوي خو هر ګډونكوونكي كولي شي
كه نور نه يي خو ............(ټكي) به ورزيات كړي
[code:1:4ce51beead]ستاسو د ليکنې متن بايد لږ ترلږه ٧٠٠ حروفه اوږود وي.
اوسنی اوږودوالی :137.5 [/code:1:4ce51beead]
په مينه
او دا موهم ................................................
.............................................................
.............................................................
.............................................................
.............................................................
..............................................................
..............................................................
..............................................................
..............................................................
...............................................................
..............................................................
..............................................................
.............................................................
.............................................................
.............................................................
..............................................................
...........................................
رښتینی
22.08.2007
په دا پورتني ليكنه كي د (ډاكتر)توري رانه غلط شوي بښنه غواړم
او اوس به ټكيو ته ملاوتړم
.......................................................................
.......................................................................
.......................................................................
......................................................................
......................................................................
......................................................................
......................................................................
......................................................................
......................................................................
......................................................................
......................................................................
......................................................................
.......................................................................
......................................................................
.......................................................................
.....................................................................
.....................................................................
......................................................................
......................................................................
.....................................................................
......................................................................
.......................................................................
.....................................................................
رښتینی
23.08.2007
(49) افسوس مكوئ
يوه امريكائي ارواپوهه ډاكټر ويلي دي چي انسان په افسوس او يا تاسف كولو باندي تر ټولو زيات عمر ضايع كوي دي وايي چي ډير خلك دتير وخت په ترخو يادونو كي ډوب تللي وي او په دي سوچونو باندي ځان زوروي چي كه ما داسي او هسي كړي وي نو هغه فلاني كار به مي نه خراپيده كه په دي توګه لاره سنجولي وي نو نو بيابه له زيان نه خوندي پاتي شوي وم او داسي نور.
له داډول احساساتو سره ژوند كول خپل وخت اوځواكونه ضايع كول دي تيري موكي سړي ته په لاس نه ورځي نو په هغو پسي افسوس كول به څه ګټه ولري دي وايي چي ترټولوښه خبره داده چي هركله يوسړي له داسي سوچونو سره مخ شي نو بايد ووايي چي په راتلونكي كي به دا كار په بل ډول تر سره كوم :
next time i well do it differently
چي كله داسي وكړي نو تيري پيښي دسړي هيريږي او ددي په ځاي چي دتير وخت په ترخو يادونو وخت ضايع كړي د خپلي ايندي په اړه سوچ ورسره پيداشي او دنويو كړنلاروپه تدبيري كي يي سوچ بوخت شي چي دا ډير ګټورکارده
(ريډرزډايجسټ سپټمبر 1981م)
ددي به ښكاره ګټه دا وي چي د تير وخت په ترخو يادونو باندي له وخت ضايع كولو نه به سړي خوندي شي او هغه ترخه يادونه چي ته يي زورولي او كړولي اوس به له هغو نه د يوي ارزښتناكي تجربي په توګه كار واخلي داسي تجربه چي په هغي كي داينده له پاره درس ده او نوي رڼا پکي ځليږي
ويريا افسوس ډير ځله په تير وخت باندي كيږي اويا داينده له پاره وي انسان يا خوپه تير زيان باندي وير كوي اويا ديوي داسي پيښي انديښنه ورسره وي چي ويريږي په اينده كي ورسره مخ كيدونكي وي خو اصلا دا دواړه بي ګټي كارونه دي كوم زيان چي سړي ته رسيدلي هغه پيښ شوي دي هغه بيرته نه شي ترلاسه كيدي نو بياپه هغه ولي سړي غمژن شي او دا غم به كومه ګټه ولري او په راتلونكي كي چي دكومي پيښي له پاره سړي انديښنه كوي هغه يو ممكن شي ده او ډير كم داسي پيښيږي چي سړي يوه شي ته انديښمن وي نو هغه دي كټ مټ دده له انديښني سره سم پيښ شي .
رښتینی
24.08.2007
(50) پوهه څوك دي ؟
ډيل كارنګي (dale carnegie) ويلي دي : په ژوند كي دا مهمه نه ده چي سړي له خپلو برياليتوبونو نه ګټه پورته كړي دا كار خو يو كم عقل انسان هم كولي شي اصلا مهمه داده چي سړۍ له خپلو كړمو او نيمګړتياو نه ګټه پورته كړي دا دويم كار پوهي او ځيركتيا ته اړتيا لري او دا هغه شي دي چي ديوه پوهه او ناپوهه انسان ترمنځ توپير راولي
په دي نړۍ كي ډير كم داسي پيښيږي چي سړي له هر لوري بريالي او كامياب وي او دده له پاره بل كار نه وي بس يواځي له خپلو برياليتوبونو نه ګټي راټولوي ډير وختونه داسي وي چي سړ ي په ستونزواو زيانونو كي را ايسار وي او په دي ستونزو كي هڅي كوي څو دبرياليتوب په لوري لاره وباسي .
په دي نړۍ كي يواځي هغه خلك بريالي دي چي هغوي د دي هوښياري ثبوت وړاندي كړي چي دوي له نابرابرو حالاتو نه شكايت نه كوي بلكي دوي پوهيږي چي څه ډول بايد له نابرابرو حالاتو سره مخامخ شي او دوي د دي په ځاي چي له ربړو او مشكلاتو نه سر وټكوي دهغو دحل دلارو كوښښ كوي
له زيان نه ګټه پورته كول هغه يواځني ځانګړتيا ده چي په دي نړۍ كي سړي د برياليتوب پولو ته رسولي شي كه يو قوم وي او يا يو فرد وي دواړه په دي نړۍ كي له ازموينو سره مخامخ كيږي په دي نړۍ كي هغه چا ته بريالي نه ويل كيږي چي له ستونزو سره مخامخ نه شي بلكي دلته كامياب هغه څوك بلل كيږي چي په ستونزو باندي برلاسي شي دلته موخي ته هغه څوك رسيدلي شي چي د لاري له ستونزو او ربړو سره سره خپل سفر روان لري .
رښتینی
30.08.2007
(51) تاريخ جوړونه
د بي ټكمين b tuchman وينا ده چي تاريخ د غلطو اندازو او شننو څرګندوي ده
history is the unfolding of miscalculation
ددي دا معني ده چي دحال په زمانه كي مبصرين يا شنونكي د تاريخ په اړه يو نظر وړاندي كړي خو چي كله دا حال اينده يا مستقبل وګرځي نو معلومه شي چي هغه تبصره يا شننه بيخي غلطه وه داينده په اړه چي مخكي كومه رايه وړاندي شوي وي مستقبل ډير ځله له هغه نه مخالف را منځته كيږي
د بيلګي په توګه د هجرت په شپږم كال درسول الله صلي الله عليه وسلم او قريشو په منځ كي د حديـبي په نامه سوله او جوړه شوي وه هغه مهال قريشو ګومان كاوه چي مسلمانانو په خپلو لاسونو باندي د خپل ځان د ختمولو په كاغذ لاس ليكونه وكړل خو را تلونكو حالاتو وښودله چي په دي ماتي كي ستره سوبه او فتحه نغښتي وه په موجوده زمانه كي چي په كال 1945 م كي امريكائي الوتكي دجاپان په لوري والوتلي او ايټمي بمونه يي له ځانه سره اخيستي وو نو امريكايانو ګومان كاوه چي له جاپان نه به يوه د ايرو غونډۍ جوړه كړي او دتل له پاره به يي ختم كړي خو له هغي پيښي 40 كاله وروسته نړۍ وليدل چي جاپان په ګرده نړۍ كي دتر ټولو لوي صنعتي هيواد په صورت كي شتون لري .
له دي نه په ډاګه دا حقيت مونږ ته په لاس راځي چي انسان په خپله د انساني تاريخ جوړوونكي نه دي دا يواځي خداي جل جلاله دي چي انساني تاريخ ته له خپلي خوښي سره سم ډول ډول رنګونه وركوي دتاريخ جوړوني پريكړي له غيبو نه كيږي نه له ظاهري حالاتو نه
د تاريخ په اړه ددي حقيقت په روښانه كولو سره بايد هغه خلك خوشاله شي چي ددوي په اړه د نړۍ مبصرين دا نظر لري چي دا خلك نور مړه شوي دي او له منځه تللي دي ځكه دنړۍ پيښي په پټه خوله دا حقيقت بيانوي چي په دي دنيا كي له مړو ايرو نه هم سپرغۍ را پورته كيدلي شي او كيدي شي دلته يو خاوري شوي شي بيا ژوندي او په خپلو پښو ودريږي او په دي نړۍ كي كيدلي شي يو له منجه تللي ځواك spent force بيا له نوي سره ژوندي او په پښو ودريږي
له ظاهري حالاتو بايد سړي بلكل نا اميده نه شي ځكه شوني ده چي دتاريخ په دويمه پاڼه كي به داسي انجام پروت وي چي له شته حالاتو سره به يومخ مخالف وي
مننه
أبوخليل
03.09.2007
ستوری صاحب
السلام علیکم
خوشاله اوسې داچي لیکنه د خوښه شوي وه دا ستاسو د حسن نظر زېږنده ده اوستاسو رالېږلی لینک او ستاسو لیکني ډېري په زړه پوري وې الله تعالی مونور هم قلم برکتناک کړه ستاد لیکنو محتوا مشهور مسلمان انقلابي فیلسوف شاعر علامه محمد اقبال (رح) په همدغه لاندي شعر کي ښه انځور کړي ده چي وايي :
مسلمانی که داند رمز دین را
نساید پیش غیرالله جبین را
اګر ګردون به کام او نه ګردد
به کام خود بګرداند زمین را
والسلام علیکم
mehman
03.09.2007
دوستان عزیز سلام بر شما
آقای حامد مینویسد[quote:85234998ef] په موجوده زمانه كي چي په كال 1945 م كي امريكائي الوتكي دجاپان په لوري والوتلي او ايټمي بمونه يي له ځانه سره اخيستي وو نو امريكايانو ګومان كاوه چي له جاپان نه به يوه د ايرو غونډۍ جوړه كړي او دتل له پاره به يي ختم كړي خو له هغي پيښي 40 كاله وروسته نړۍ وليدل چي جاپان په ګرده نړۍ كي دتر ټولو لوي صنعتي هيواد په صورت كي شتون لري . [/quote:85234998ef]
آقای حامدشما به کدام دلیل این گمان را مینمائید که امریکائی ها قصد داشتند جاپان را به خاکستر برابر کنند؟ معمولاً در نبرد های مسلحانه تلاش میگردد تا جانب مقابل را به تسلیم شدن وا دارند نه قصد از بین بردن آنرا!
کسانیکه بم اتوم ساخته اند میدانند که قوۀ مخربۀ این بم به چه اندازه است . از همین سبب گوشۀ از جاپان را هدف گرفتند تا جاپان را به تسلیم شدن مجبور سازند که چنان هم شد!
با ارایۀ مطلب فوق میخواستم خاطر نشان نمایم که دلایل تبلیغاتی ارائه شدۀ شما بسیار ضعیف است. واقعیت این است که این پیش بینی و یا پیشگوئی ها که شما آنها را به ارتباط تاریخ پیشکش نموده اید، مربوط به قوۀ فهم وتوانمندی انسانهای همان مقطع زمان است. پیشبینی های که در زمانهای گذشته ممکن نبود، امروز میتوان آنرا به بسیار سادگی تشریح نمود. بهترین نمونۀ آن پیشگوئی اوضاع جوی است . به هر پیمانۀ که فهم و دانش انسانها بیشتر شود به همان اندازه به عقاید میان تهی کمتر توجه میشود.
تجربه ثابت نموده است که انسانها چون در مقابل نیروهایی طبیعی و مادی ، احساس ضعف میکردند و نمیخواستند باور کنند مرگ نابودی ابدی جسم آنهاست، در مقابل طبیعت احساس ضعف میکردند و نمیخواستند قبول کنند طبیعت میتواند برای آنها تصمیم بگیرد، برای همه این ترسها و بیم ها خداوندی را که اصلاً نمی شناسند خلق کردند تا مانند برادر بزرگتری همراه آنها باشد و از آنان مواظبت کند.
ولی ما میبینیم که به اساس تکامل دانش انسانها امروز بسیاری ازعقاید دیروز ثابت گردیده.
با تقدیم حرمت
رښتینی
03.09.2007
ابو خليل صيب ډيره مننه
او ښاغلي مهمان صيب ولا په دا پاړسو خو دي تر بيخه پوهه هم نشوم
خو دومره درته وايم چي دا ليكنه زه بحث ته نه وړانديكوم او نه مي
له چا نه نظر غوښتي دي او بل ستاسو ليكنه هم خورا ډيري نيمګړتياوي
لري او هره انساني هڅه نيمګړتياوي لري په هر صورت د پوچو خبرو نور
ځايونه پريمانه دي لطفا ما دلته خپل كار ته پريږده
په مينه
توردلى
18.09.2007
ګرانه ستوريه پنډونه سلامونه او لوړې هيلې.
ډېر په زړه پورې كتاب ته دې ملاتړلې او كېداى شي، چې اوس به دې پشپړ كړى هم وي او كه نه نو پر مخ ځه او د كتاب ژباړه بشپړه كړه، چې كله پاى ته ورسېدې يو ځل يې په بل چا هم ولوله ځكه يو كتاب بايد له خپراوي مخكې څو څو ځله ولوستل شي.
تر څو ښه روان، خوږ او تېروتنې يې وركې شي.
ستا د بريا په هيله
ستاسې
عقلتمام
pattang
18.09.2007
وروره ستوری څوک دی ?? ما خو يې مضمون پيدا نکړ ٠
[quote:16fca57a9b="عقلتمام"]ګرانه ستوريه پنډونه سلامونه او لوړې هيلې.
ډېر په زړه پورې كتاب ته دې ملاتړلې او كېداى شي، چې اوس به دې پشپړ كړى هم وي او كه نه نو پر مخ ځه او د كتاب ژباړه بشپړه كړه، چې كله پاى ته ورسېدې يو ځل يې په بل چا هم ولوله ځكه يو كتاب بايد له خپراوي مخكې څو څو ځله ولوستل شي.
تر څو ښه روان، خوږ او تېروتنې يې وركې شي.
ستا د بريا په هيله
ستاسې
عقلتمام[/quote:16fca57a9b]
رښتینی
18.09.2007
عقلتمام صيب سلام
ستاله نيكو هيلو نه مننه او ان شاء الله كتاب به پوره كوم
او چي دلته چا پوره لوستي وي له هغو ي نه به ددوي نظرونه
پوښتم
او ښاغلي پتنګ ستوري دلته ډير دي او دا نوي وروڼه چي راسي نو
دوي ګومان كوي چي دا به هم كوم ګډونكوونكي وي او ستاسو
عارفانه تجاهل به يوه ټوكه وبولو چي عقلتمام ورور خپه نشي
عقلتمام صيب دلته چي چا سل او يا تر سلو زياتي ليكني كړي وي
نو دهغه له نامه سره ستوري ليكل كيږي دا ليكني كه ښي لكني وي
او كه بدي ان كه ښكنځل وي هم د انتر نيت بي انصافه نړۍ به تا ته ستوري
پري در كوي نور نو ګومان كوم له ستوري نه به دي موخه زه يم او زما
تخلص حامد ده
په مينه
18.09.2007
زما تخلص حامد ده ، زما نامه حامد ده، زمانوم حامدده ، زما نظر بل ډول ده ، زما نظریه هم بل ډول ده، زما عشق پاک ده او زما مینه هم پاکه ه. نو زه ده ، ده او ده پیژنم خو دی ، دی او دی نه پیژنو چې څه ته وایي .ایا صرف لهجه دا حق راکوي چې د منل شیو معیارونو پر ځای سیمه ییزې لهجې وکاروو ؟
سلامونه او درناوی !
18.09.2007
زما تخلص حامد ده ، زما نامه حامد ده، زمانوم حامدده ، زما نظر بل ډول ده ، زما نظریه هم بل ډول ده، زما عشق پاک ده او زما مینه هم پاکه ه. نو زه ده ، ده او ده پیژنم خو دی ، دی او دی نه پیژنم چې څه ته وایي .ایا صرف لهجه دا حق راکوي چې د منل شیو معیارونو پر ځای سیمه ییزې لهجې وکاروو ؟
سلامونه او درناوی !