د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جواب

و.افغان
01.07.2007

[quote:2a8287f6ec="یولسم میلمه"]لسم میلمه او درنو لوستونکوته سلامونه

لسمه صیب! خبرې مو په ګل بدلې بلکل ریشتیا وایﺉ، ټولې خبرې موسمې دي ،سعودی عربستان خپلو مخالیفنو ته روپۍ ورکوي چې خپلې متیازی دسعودی نه دباندی وکړي. ځینې یې دلته په دې فورم کې کوي. چې ژوندﺉ مثال یې دمدینې منورې څخه وهاج دﺉ چې دنوم څخه یې د دوزخ لمبې خیږی.دﺉ د افغان پښتون په نامه هم لیکنې کوي .او داسې ښکاری چې دې دندې ته دې رسماً ګمارل شوﺉ وي ،چې داسلام ریښې هغه څه چې پاتی ، دﺉ او امثالهم یې دبیخه راوباسی . که تاسو متوجه یاست دنوموړی په لیکنوکې د موصوف موخه تل هغو منفی، مردوده ،او منحرفه اسلامی نظریو ته ده چې پرته د تباهی بربادی دبل څه زیرﺉ نه لري.نو موړﺉ حلال حراموي او حرام حلال وي چې په خپله کفر دﺉ ،اوځینې نور بیا پرې د شاباسۍ لاس را باسي .
افسوس په دین، په ملا، په وطن او په خپل ځان.[/quote:2a8287f6ec]

یوولسم ميلمه كوشان خانه!! دمتیازو دلفظ په استعمالولو کی متخصصه!!! ډير ښه دی پيژنم.
خبره دی بیخي په ځاي ده، ځما له لیکنو سری لمبي خیږي، او همدغسی زه غواړم چی تری وخیږي، او چی تاسی ددی شاهدي ورکړه، نو زما عزم زما پر کار نور هم قوي، شو، خو دغه لمبی دهغه چا لپاره دي، چی زه يي پری سوځیدل غواړم، او غه عبارت دۍ، له x muslims څخه، خلقیانو څخه، پرچمیانو او شعله یانو څخه، ځکه چی زه دغو ټولو ته دیوی ادی ځامن وایم، او ګوره که ځان باتور بولی، نو دا میلمه ټکۍ پریږده، او په خپل نوم لیکنی کوه، زه تا ډیر ښه پيژنم، او ستا لیکنی تر تا ډیری ښی پیژنم، خو افسوس چی ځان ته فیلسوف وايي، او بیا دومره ټیټي درجی ته راښکته کیږي، چی ځاي په ځاي دمتیازو ټکۍ استعمالوي، او دا ستا یو کرت نه دۍ، پو څو ځله دی دغه لفظ استعمال کړۍ، هیله کوم، چی دادب چوکاټ ته راشي، او بل څوک خو دی خوری نه، په خپل نوم يي ولي نه لیکي، خو غواړي چی ښکنځلو ته لار جوړه کړي، او همدا يي ښه لار ده، خو لږ خو دی ضمیر کی سوچ وکړه، چی دا دانسانیت کار دۍ، او بیا راځي پردۍ لیکنی پر ما راونه تپۍ، زه هر چیرته ، او هر ویبسایټ کی په خپل نوم لیکل کوم، تاسی څخه چی کله لار ورکه شي، نو بیا دغه تپلو ته کار ووايۍ، خو په دی هم پوه شه، چی دی فورم کی ځانته زه مسلمان نه یم، بلکه دلته نور هم ډیر مسلمانان شته، چی دغسی مسلمانی لیکنی کوي، نو تاسی داسی مه کوۍ، چی هره مسلمانه لیکنه تر مستعار نامه لاندی پر ما راوتپۍ، که ځان نران بولۍ، خو دبحث فحوی باندی خبری پيل کړۍ، او خپل عقل په کی وجنګوۍ، او که بیا ځان ته ډیر نور څه وایۍ، نو په خپل ثبت شوي، نوم يي ولیکۍ، اول میلمه، دوهم میلمه، لسم میلمه، څوارلسم میلمه، خداي مو خوار مکړه، سم غوبل مو جوړ کړۍ، دڅو دقیقو په لړ کی په مختلفو شل نومونو چټیات ولیکۍ او بیا تری ځۍ، صحي ده چی تاسی خو به څوک نه پیژني، چی دغه کار کوۍ، خو لږ له ځان سره هم په خپل ضمیر کی سوچ وکړۍ، چی دغه کار څنګه دۍ، حیران زه دیته یم، چی په کومه ورځه دغه آزاد لیکل پیل شول، په همدغه ورځ په لسګونو لکه ددوبۍ دمچانو غوندی لیکنی پیل کړي، زه او امکان لري چی نور ورونه هم دي حیران کړي و ي، چی دومره خلک په دومره لږ وخت کي له کومه راوالوتل، خو خیر، دپښتو دژبی یو متل درته وایم: غلبیل پاڅیږي، کوزي ته وايي ته سورۍ يي، زه خپل ځان دخپلو لیکنو مسؤول ګڼم، او دهغهی لیکنو په باره کی هر قسم ادبناکی مناقشي ته تیار یم، بیهوده خبری می نه خوښيږي، که هر څوک دغسی فکر ولري، نو هغه زه خپل سیال بولم، او مسئلي ور سره دادب په چوکاټ کی څیړم، ښکنځلی، بیهوده الفاظ استعمالول، تهمت لګول، او بهتان ویل، له روغ انسان سره نه ښايي، البته دجواب بالمثل ورکول کله اړین وي.
که فایده او ګټه مو مطلب وي، نو کولاي شو په ارامه فضا کی، دادب په چوکاټ کی، په یوه رنګ جامه، خپل هر اړخیزه بحثونه پر مخ بوزو، بیا هم مونږ دهمدي وطن بچیان یو، که په داسی حال کی چی یوبل مو نه دی لیدلي، او دغسي اپلتی ته یو بل ته ولو، نو ددی انجام په څه وي، چی کله مونږ دواقع میدان ځان وغورځوو.

په هر حال دومره کفایت کوي،
خوشحاله ژوند تاسی ته غواړم.

زړه می لوي دی له دریاب څخه کم نه دۍ
چا ویلي تحمل کی دریاب پاته راغلۍ.؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more