د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

.....

pattang
26.06.2007

ده خانه هغه دفوروم غړی دی ،غواړي چې بې منطقو او بې خدايه خلقو ته
رهنمائي وکړي ،ځوابونه ور کړي اوپه سمه لار يې برابر کړي٠

[quote:bf3350cecc="Anonymous"]پشت چی سرگردان هستی ملا صاحب خان!
نوشته خود را ارسال کن و خدا حافظ. از دیروز به اینطرف سرگردا ن هستی .[/quote:bf3350cecc]


Anonymous
27.06.2007

[quote:87d220e11f]لوده خانه هغه دفوروم غړی دی ،غواړي چې بې منطقو او بې خدايه خلقو ته
رهنمائي وکړي ،ځوابونه ور کړي اوپه سمه لار يې برابر کړي٠[/quote:87d220e11f]

پتنګه، په تا هم دنيا ورانه شوه، ته هم وګرزيدې، وګرزيدې او آخر دې ځان ته د خپلې خوښې استاد پيدا کړ، مبارک د شه!
څوک چې پخپله د تعصب ګوډ ئ وی ، د بحث په ادب پوه نه شی او پخپله بې له ښکنځلو او هر طرف ته له خولې اچولويې بل څه نه وی زده ، د وطن د وياړونو سپکاوی او د تروريستو اعرابو خدمت ته يې ملاتړلې وی، له خولې او قلمه يې هرې خواته خبث او خباثت اوری، هغه نو يوازې او يوازې ستا له پاره رهنما ګرزېدای شی او بس!



ع کريم حليمي
27.06.2007

مکرم مېلمه وروره سلامونه !
[quote:530009eec6]په تا هم دنيا ورانه شوه، ته هم وګرزيدې، وګرزيدې او آخر دې ځان ته د خپلې خوښې استاد پيدا کړ، مبارک د شه! [/quote:530009eec6]
وهاج يو استاد او عالم شخص دی ، موږ او تاسو به د نظر اخطلاف ښکاره کوو ، اما دعلماوو د پوهي او دانش سپکاوۍ حق نه لرو 

په درنښت 
 


Anonymous
27.06.2007

[quote:85946b7c48]این هم جز فرهنگ عقبمانده فیودالی است که آدم مثل ملاکریم حلیمی از نيويارک ملا های کم سواد را عالم ميخواند.
حضرت نيوریارک کريم آغا خان حلیمی صاحب!
ملا عالم نيست . عالم دانشمند معنا دارد. علوم به دو شاخهء اساسی تقسیم شده :
علوم طبیعی
علوم اجتماعی
دین علم نیست. علوم دینی حرف غلط است. درست آن دین شناسی است و ملا دین شناس نیست. بلکه احکام دین را تبلیغ میکند. او مبلغ دین است.
حلیمی صاحب !
در قریهء من هم مردم بیچاره ما به ملا عالم دین میگفت و من وقت صنف 7 شدم به این حرف ریشخندم میامد. حالا شما کلان آدم شده اید و نیویارک و دموکراسی را دیده ايد....
والسلام[/quote:85946b7c48]له لیکنی دی داسی ښکاری چی ځان ډیر لوی سړی ګڼی
خودا ګڼڼه که دی په ځای هم وی خوتاته نه دی پکار چی دنورو سپکاوی وکړی
هغه دچا خبره
که ووایی چې کونه کیده اویا ووایی چې مهربانی وکړه کینه دواړه یوه معنی ورکوی خود اخلاقو اوانسانیت تقاضا دویمه خبر ده نه اوله نور ستا خوښه
وسلام


Anonymous
27.06.2007

تشکر هیبت خان. در کجا سپکاوی یا توهین دیدی .
کریم حلیمی نام مستعار است و ملا صاحب سید جمال الدین افغان در نیویارک است.
بازهم از تذکر خودت یک جهان سپاس.
من نه خود را بزرگ بلکه کوچکترین شما میشمارم.


Anonymous
27.06.2007

نایب سالار لیکي:[quote:080a74fd5e]ملا عالم نيست . عالم دانشمند معنا دار[/quote:080a74fd5e]
نایب سلاره وروره، د عالم د لقب معیار څه شی دﺉ؟ انسان څومره او د څه شي په هکله پوهه ولري، چې ورته عالم وویل شي؟ که مهربانی وکړﺉ لږ تشریح یې کړﺉ!
ډېره مننه.


Anonymous
27.06.2007

ټولوته سلام
ښاغلئ نائب سالار
زه ستاسي په وجودکي مثبته انرژي وينم که په ځائ يي مصرف نه کړې تاوان يي تر ګټې زيات دئ.کوښښ وکړه چه داشغالګرانودشيطاني دسيسوپه رسواکولوکې خپل ملي اوافغاني فرض اداکړې نه داچه دهغه اودغه ګريوان ته لاس واچوی .لمړئ ا فغانستان دپرديو داشغال نه خلاص کړئ ،بيايي دادارې اوموديرت دپاره دتفاهم اوتوليرانت په فضا کې پلانونه جوړوئ .دتيروترخوتجربوڅخه بايدپندواخلواودځان بقادنوروپه فناکې ونه لټوو.


pattang
27.06.2007

که ولي نيم خالي هم نيم ما همداسې فکر کاوو چې ته غټ مردار خور يي .
په هيڅ هم نپوهيږي ، ديني عالمان تحقېره وې او بيا د کنفرانس خبرې هم کوې
کوم لوده به ستا چټل مخ په کانفرانس کې ګوري ?
عجيبه دبې حيائې جرعت هم لري ، په علمي موضوعاتوکې دې خپل ځان بې له کنفرانسه په سوډري مشهور کړ ٠ سراجالحق وها نه دافغانستان په سويه بلکې دمنځنۍ اشيا په سويه له top شاګردانو ځخه دی چې په اجتماعي علوموپه
زده کړه  بخت دی٠ سوډره ديني علو م څه شی دي٠ ??

ته منافق هم دامريکايانو په ضد پرو پاګنده کوې خو د هغوی دوحشي اغېزو نه ته
خپله بدتر يې. حليمي صيب يود يني لوی عالم دی په دې فوروم کې يې دډېرو انسانانواشتباهاتو ته علمي ځوابونه ورکړي دي .
افغانستان به هيڅ وخت بېله ديني علماؤ نکيږي که شل ځله صليبيان خپلې لشکرې
هلته پياده کړي ٠
هر نژاد او ټبر خپل خواص لري شغال د زمري خواص نشي لرلی .
پښتانه باناموسه درانه خلق دي لدي کبله زه وايم
[color=darkred:4c78ca1cf8]د پښتنولي په مينه[/color:4c78ca1cf8] چې ستا ځان پرې سوځي.

[quote:4c78ca1cf8]
[color=brown:4c78ca1cf8]ک حليمي ليکلي:
وهاج يو استاد او عالم شخص دی ، موږ او تاسو به د نظر اخطلاف ښکاره کوو ، اما دعلماوو د پوهي او دانش سپکاوۍ حق نه لرو
په درنښت[/color:4c78ca1cf8]
[/quote:4c78ca1cf8]
[quote:4c78ca1cf8]
این هم جز فرهنگ عقبمانده فیودالی است که آدم مثل ملاکریم حلیمی از نيويارک ملا های کم سواد را عالم ميخواند.
حضرت نيوریارک کريم آغا خان حلیمی صاحب!
ملا عالم نيست . عالم دانشمند معنا دارد. علوم به دو شاخهء اساسی تقسیم شده :
علوم طبیعی
علوم اجتماعی
دین علم نیست. علوم دینی حرف غلط است. درست آن دین شناسی است و ملا دین شناس نیست. بلکه احکام دین را تبلیغ میکند. او مبلغ دین است.
[/quote:4c78ca1cf8]

[quote:4c78ca1cf8]حلیمی صاحب !
در قریهء من هم مردم بیچاره ما به ملا عالم دین میگفت و من وقت صنف 7 شدم به این حرف ریشخندم میامد. حالا شما کلان آدم شده اید و نیویارک و دموکراسی را دیده ايد....
والسلام [/quote:4c78ca1cf8]
ستا دکورنۍ په تر بيه دافرين وي لکه چې له هغو يتيمانو ځخه يې چې په روسيه
کې لوی شوی وي٠ ملا خو دافغاني ټولنې يونه بيليدونکې برخه ده .


Anonymous
28.06.2007

پتنگ اول تربیه بیاموز . تعلیم راکه در مدرسهء جهالت ،شر ،خبث،وحشت و بربریت طالبی آموختی.
افسوس که بعضی اوقات آی پی من از طرف یک ادمین که شاید تو باشی قید میگردد اگرنه برایت آداب معاشرت و بحث را میاموختم. فعلا حوصله ندارم تا دیدار آینده


جواب

Anonymous
28.06.2007

[quote:ea7b84f0d6="نایب سالار"]پتنگ اول تربیه بیاموز . تعلیم راکه در مدرسهء جهالت ،شر ،خبث،وحشت و بربریت طالبی آموختی.
افسوس که بعضی اوقات آی پی من از طرف یک ادمین که شاید تو باشی قید میگردد اگرنه برایت آداب معاشرت و بحث را میاموختم. فعلا حوصله ندارم تا دیدار آینده[/quote:ea7b84f0d6]

نایب سالار جانه!!
د طالبانو دولت که علمي تخلف لره، دهغه لوي سبب دکفري نړۍ، او غربي دنیا اقتصادي او تجارتونه بندیزونه وو، ځکه دطالب حکومت د هغوي دسترګو آغزۍ وو، اسلامي وو، اګر که تشدد يي زیات وو، له دی څخه انکار نه کوو، خو بیا زمونږ دملت لپاره، دولس دامن لپاره، دعزت او پتمنۍ ژوند لپاره په دغه وخت کی تر ټولو ښه حکومت وو،
او بیا خويي ستاسی دخلقیانو حکومت سره هیڅ مقایسه نه کیږي، ځکه چی طالباني حکومت اسمان، او دخلق حکومت دځمکی تل وو،
علی الاقل دطالبانو په حکومت کی خلک دسر او ما ل په امن کی اوسیدل، دخلکو عزت خوندي وو، وطن کی ارامي وه، اسلام وو، مسلماني وه، خو ددغه ټولو څیزونو لپاره دخلقیانو په دولت کی ځاي نه لیدل کیده،
مسلمانان بی له محاکمی وژل کیده، امن نه وه، خلقي جیپ چی به چا پسی لاړه نو بیا يي بیرته د راستنیدو طمعه چا نه کوله، نه دهغه دمړي او نه يي دژوندي.
دافغانستان په ټول تاریخ کی تر خلقي او پرچمي دوری بل توره کرغیړنه دوره نشته،هغه وحشت او بربریت چی دخلقي او پرچمي په دوره کی وه، دهغی هیڅ ساری نه لیدل کیږي،
دلته هغه متل رایادیږي، چی وايي: قهر افغان رحم ازبک، دطالبانو غوصه ا و دخلقي حکومت رحم سره نه برابریږي،
نو ته څنګه بل چا ته دمعاشری دادب درس ورکوي، عربي کی یو متل دی: وفاقد الشيء لا یعطیه، معنی داده: چی یو سړي خپله دیوه صفت څخه برخمند نه وي، نو نورو ته به يي څنګه وروبخښي.
که رښتیا ځان ته ددی وطن بچۍ وايي، نو دغه لار دی پریږده، او ولسمل شه، ځان، قلم، فکر، مال، او هغه څه چی لري خاص دوطن لپاره مسخر کړه، او بیا کوښښ مه کوه چی ناکامی تجربی بیا تکرار کړي.
وطنپال.

نور به څه نه وایم.


Anonymous
28.06.2007

طالباني نظام د افغانستان له پاره یوه کرغيړنه او دجهالت نه ډکه دوره وه. ددغه نظام تخم داسی ورکول په کاردي چې سل ګونه وروسته هم دټوکیدلو توان ونه لري.
وطن ناپال لیکي: [quote:59034e25fd]ځکه چی طالباني حکومت اسمان، او دخلق حکومت دځمکی تل وو، [/quote:59034e25fd]
خدای دې خوار مکړه په دا جمله. خو بیاهم که داسې ده نو باید خوشاله اوسي چې امريکانو درته په رښتیا اسمان ته ولیږه او داځمکه بېرته طبعي یا مځکنیو حکومتونو ته پاتې شوه. طالبان دې خپل په اسمان کې حکومت ته دوام ورکړي.


Anonymous
28.06.2007

[quote:54f1caa751] د طالبانو دولت که [color=orange:54f1caa751]علمي تخلف [/color:54f1caa751] لره، دهغه لوي سبب دکفري نړۍ، او غربي دنیا اقتصادي او تجارتونه بندیزونه وو[/quote:54f1caa751]
دا د " عرب زده " و تیپیک یا نمونه ای ځواب دﺉ ! د ساری په توګه که امریکې کې یو طوفان راشي او ډېر ورانﺉ او مرګ ژوبله رامنحته کړي، عرب زده ګان وایي، چې دا [color=white:54f1caa751] کافران د خدای په غضب اخته شول [/color:54f1caa751] او که کله یوه زلزله په افغانستان کې وشي، چې ډېر ورانﺉ او مرګ ژوبله رامنځته کړي بیا دوی د خدای د غضب خبره نکوی، بلکې وایي، چې [color=blue:54f1caa751]پاک الله د خپل بندګان آزمایي[/color:54f1caa751]! عربانو د قرآن عظیم الشان په پلمه له دغو عرب زده و څخه ټول شعور لرې کړﺉ دﺉ.
وطنپاله وروره! په لارو کې خلک درول او د دین په پلمه په زوره د هغو ږیره خرول، په استدیوم کې خلک را ټولول او د هغو په وړاندې یوه ښځه په ټوپکو ویشتل او د خلکو لاسونه غوڅول، دکفري نړۍ، او دغربي دنیا اقتصادي او تجارتی بندیزونو پورې څه اړه لري ؟ د خلکو تېر ایستل هم ګناه ده.
خدای تاسې د عربو د فرهنګ له بند څخه، چې سرحد یې آن ځان وژنې ته رسېږي، وژغوري او د ریښتیني اسلام په لاره هدایت کړي! آمین


جواب

Anonymous
28.06.2007

[quote:16e614d117="Anonymous"][quote:16e614d117] د طالبانو دولت که [color=orange:16e614d117]علمي تخلف [/color:16e614d117] لره، دهغه لوي سبب دکفري نړۍ، او غربي دنیا اقتصادي او تجارتونه بندیزونه وو[/quote:16e614d117]
وطنپاله وروره! په لارو کې خلک درول او د دین په پلمه په زوره د هغو ږیره خرول، په استدیوم کې خلک را ټولول او د هغو په وړاندې یوه ښځه په ټوپکو ویشتل او د خلکو لاسونه غوڅول، دکفري نړۍ، او دغربي دنیا اقتصادي او تجارتی بندیزونو پورې څه اړه لري ؟ د خلکو تېر ایستل هم ګناه ده.
[/quote:16e614d117]

محترمه وروره: که تاسی زما لیکنه پوره لوستلی وي، نو ما هم دغسی ځیني شیانو ته اشاره کړی او دغه رنګ کارونه می غندلی وو، خو که دغه ښځه په رښتیا ددی لائقه شوي وي، چی ووژل شي، (((زه خو له حادثی له اصله نه یم خبر))) نو بیا وروریه: دقتل طریقي له یوه دولت څخه بل دولت ته فرق کوي، ځيني دولتونو کی اعدام په پیچکارۍ وهلو رامنځ ته کیږي، او ځينو نورو کی په برقی کرسۍ، او ځيڼو نورو کی په تورې وهلو سره، او په ځینو نورو په ګولۍ ویشتلو، او ځینو نورو کی په ځړلو سره ،،،،،،،،،،،،،،خو اصلي مقصد يي دجانی یا مجرم ختمول او هلاکول وي..
او زه فکر کوم، چی امریکا کي چی په برقي چوکۍ خلک اعداموي، دا تر نورو ډیره زیاته وحشي ده،
خو دیته هم سوچ پکار دی، چی دغه ښکیلاګر چی روزانه په لسګونو، ښځي، ماشومان، سپين ګیري، او عام ولس وژني، بغیر له کوم جرمه، بغیر له کومی محاکمی، ښه په خوند سره، په انتقام سره، کله چی په دوي حمله وشي، نو دوي دخپلو ماشینګنو خولی عوامو ته راواړوي، چی ګویا دغه خلک خو همدا تاسی زیږولي دي، دغه څرنګه کار دۍ؟؟؟؟؟؟

آیا دغه ټول کارونه ښه شول، او دطالبانو دغه یو اعدام چی هغه هم یوی ښځي په پټه ثبت کړی، یو داسی وحشیتوب شي، چی دنیا کي يی ساری نه تر سترګو کیږي!!!؟!؟؟؟؟؟؟؟؟!
انصاف ښه شي دی، دطالبانو ځيني تشددات او سختدریزتوب غندو، خو بالمقابل دښکیلاګرو په لوړه کچه وحشیبتوب، څنګه هیر کړو؟؟؟؟

دطالبانو په دوره کی هم تشدد په اول سر کي وو، او ورو ورو په کمیدو وو، ځکه موخه يي له دغسی سیاست څخه دحکومت ټینګول وو، هغه حکومت چی عدو الدین رباني نشو کولاي چی دیو منټ لپاره يي فقط په کابل کی ټینګ کړي، او هغه وخت نه طالبان او نه ملایان، همدغه ډاکوان او دفساد جرړی او عناصر وو، چی دحکومت په چوکییو ناست وو.

بیا هم وایم: انصاف ښه شي دی، انصاف وکړۍ، اګر که دطالبانو مخالف یاست، خو انصاف ښه شی دی.

دوهمه خبره دبندیزونو: ددغه اقتصادي او تجارتي بندیزونو ډیر وثایق او اسناد زه اوس هم په خپل کمپیوټر کی لرم، چی دملل متحد یهودۍ مؤسسی په شکل کی دامریکا له خوا وضعه کیدل، او دنړیوالي امني کمیټي له خوا تصدیق کیدل، او په طالبانو او ځمونږ په مظلوم ملت پلی کیدل.
خبری ډیری دي، هر جلا بحث غواړي، خو ګورو به.


Anonymous
28.06.2007

[quote:326175f091]آیا دغه ټول کارونه ښه شول، او دطالبانو دغه یو اعدام چی هغه هم یوی ښځي په پټه ثبت کړی، یو داسی وحشیتوب شي، چی دنیا کي يی ساری نه تر سترګو کیږي!!!؟!؟؟؟؟؟؟؟؟! [/quote:326175f091]
دا ادعا یې هم چا ده کړې ! که بحث کوې موضوع مه ګډوډوه !
تاسود [quote:326175f091]د طالبانو دولت که علمي تخلف[/quote:326175f091]
د
[quote:326175f091] دکفري نړۍ، او غربي دنیا اقتصادي او تجارتونه بندیزونه [/quote:326175f091] بللي وو، چې دا دوه شیان یو بل پورې هیڅ اړه نلري او بس ! دا نور یې ستاسو د ناسم استدلال تشریح و.


Anonymous
28.06.2007

[quote:d46e224e58]آیا دغه ټول کارونه ښه شول، او دطالبانو دغه یو اعدام چی هغه هم یوی ښځي په پټه ثبت کړی، یو داسی وحشیتوب شي، چی دنیا کي يی ساری نه تر سترګو کیږي!!!؟!؟؟؟؟؟؟؟؟! [/quote:d46e224e58]
دا ادعا یې هم چا نده کړې ! که بحث کوې موضوع مه ګډوډوه !
تاسود [quote:d46e224e58]د طالبانو دولت که علمي تخلف[/quote:d46e224e58]
د
[quote:d46e224e58] دکفري نړۍ، او غربي دنیا اقتصادي او تجارتونه بندیزونه [/quote:d46e224e58] بللي وو، چې دا دوه شیان یو بل پورې هیڅ اړه نلري او بس ! دا نور یې ستاسو د ناسم استدلال تشریح و.


جواب

پښتون زلمی
28.06.2007

[quote:4cef9b0dc0="Anonymous"][quote:4cef9b0dc0]آیا دغه ټول کارونه ښه شول، او دطالبانو دغه یو اعدام چی هغه هم یوی ښځي په پټه ثبت کړی، یو داسی وحشیتوب شي، چی دنیا کي يی ساری نه تر سترګو کیږي!!!؟!؟؟؟؟؟؟؟؟! [/quote:4cef9b0dc0]
دا ادعا یې هم چا ده کړې ! که بحث کوې موضوع مه ګډوډوه !
تاسود [quote:4cef9b0dc0]د طالبانو دولت که علمي تخلف[/quote:4cef9b0dc0]
د
[quote:4cef9b0dc0] دکفري نړۍ، او غربي دنیا اقتصادي او تجارتونه بندیزونه [/quote:4cef9b0dc0] بللي وو، چې دا دوه شیان یو بل پورې هیڅ اړه نلري او بس ! دا نور یې ستاسو د ناسم استدلال تشریح و.[/quote:4cef9b0dc0]

میلمه جانه!!
کوم بحث، او دڅه بحث؟؟؟؟ دلته یو دیوه ورور آدرس بند شوۍ وو، دهغه باره کي يي وطنمل صاحب ته خپل شکایت وړاندی کړی وو، نو تاسی په موقع ددین او علماوو سپکاوي ته لاسونه بډ وهل، او دغه مو عادت دۍ، لکه دکوشان چی عادت دۍ د هری خبری اول او آخر سر دعربانو په طرف بیايي، زه یقین لرم چی هغه دیهودیانو څخه فنډ اخلي، ځکه خو په هره موضوع کي چی عربانو پوری هیڅ تعلق نه لري، دهغوي په طرف کش کوي،
او بل دا چی محترم مولانا صاحب حلیمي ددی فورم عالم او علمي شخصیت دي، ډیر مفیدي لیکنیي، او ډیر په زړه پوری جوابه وړاندي کوي، اګر که دغربیانو دستونو لپاره ډیر ستغ تمامیږي،
همدارنګه پتنګ ورور ددی فورم پخوانۍ تکړه، پوه، او پښتون غړۍ دی، او دهغه خبری دهغه چا لپاره دوا چی کوشاني میکروب په کي ننوتي وي،
نو که هر څوک ددغه رنګ میکروب احساس کوي، نو پتنګ صاحب ته دی ځآن ژر رسوي، ځکه هغه سره يي ډیر عاجله دوا ده، او که نه نو دکوشاني میکروب به يي له آده باده وباسي.

په درنښت،
ستاسی دمسلمانو، او پښتنو ورور: افغان پښتون.


Anonymous
28.06.2007

زلمی پښتون لیکی:

[quote:e57a8817f0]لکه دکوشان چی عادت دۍ د هری خبری اول او آخر سر دعربانو په طرف بیايي، زه یقین لرم چی هغه دیهودیانو څخه فنډ اخلي، ځکه خو په هره موضوع کي چی عربانو پوری هیڅ تعلق نه لري، دهغوي په طرف کش کوي، [/quote:e57a8817f0]

وروره زه پوه نه شوم چې اسرائيل به ولې کوشان ته په دې خاطر فونډ ورکړی، چې هغه د عربانو په ضد خبری وليکی. زه خو چې ګورم اکثره عربی هيوادونه او دولتی واکداران يې تر ډيرو نورو هيوادو څخه زيات د اسرائيلو امر ته لاس په نامه ولاړ دی او ښه په اخلاص د يهودانو قدر او احترام کوی.

که امريکا او انګليس د اسرائيلو له ننګې څخه لاس واخلی په يقين چې اسرائيل به له سختو ماتو سره مخامخ شی. خو همدا عربی هيوادونه دی چې خپل ټول خام مواد او په تیره پطرول يې د امريکا د صنعت کارانو د خدمت له پاره وړاندې کړی دی.

که دا عربان رښتيا د اسرائيلو د تهاجماتو مخنيوي کول غواړی، نو ولې په عراق کښې د امريکا او انګليس له نظامی يرغل سره مخالفت او مقابله نه کوي؟

که داعربان رښتيا د اسرائيلو سره مخالفت لری، نو دا ولې د خپلو مسلمانو فلسطينی وروڼو سره مرسته نه کوی؟
وروره دا عربان که په رښتيا د اسرائيلو او يهودو په ضد کار وکړی، په دې نفوسو، په دې ځمکه او دې هستۍ چې خدای د دوی په اختيار کې ورکړې، اسرائيل به د لنډې مودې له پاره هم ځان ټينګ نه شی کړای.
همدا د عربو پيسې او شتمنۍ او دينی مبلغين دی چې په ټوله دنيا او په خاصه توګه په اسلامی هيوادونو کښې د امريکا د سياست د پلی کولو له پاره سربازان روزی. دا خو مسخرې او بې هېڅه نه دی چې د سعودی عربستان د رژيم تر ټولو کلک مدافع انګليس او امريکا يان دی.
داسې فکر د کله نه دی کړی، چې همدا عربان او په سر کښې ئې همدا سعودی عرب دی چې د ټولو تر مخ د امريکا او اسرائيلو له پاره هرډول خدمت ته تيار دی؟

او که عربان د يهودو اسرائيلو، انګريزانو او امريکا يانو اخلاص من ملګری وی او کوشان بيا عربو ته بد وايی، نو اسرائيل بايد کوشان ته جزا ورکړی، نه فونډونه؟

تاسې هم که غواړی چې د يهودو په ضد مبارزه وکړی، تر هرڅه اول بايد د عربو او په سر کښې يې د سعودی عربستان څخه راشروع کړی. او که داسې نه ده؟


Anonymous
28.06.2007

[quoteتاسې هم که غواړی چې د يهودو په ضد مبارزه وکړی، تر هرڅه اول بايد د عربو او په سر کښې يې د سعودی عربستان څخه راشروع کړی. او که داسې نه ده؟[/quote]
هم ، همداسی ده!


Anonymous
28.06.2007

لسم میلمه او درنو لوستونکوته سلامونه

لسمه صیب! خبرې مو په ګل بدلې بلکل ریشتیا وایﺉ، ټولې خبرې موسمې دي ،سعودی عربستان خپلو مخالیفنو ته روپۍ ورکوي چې خپلې متیازی دسعودی نه دباندی وکړي. ځینې یې دلته په دې فورم کې کوي. چې ژوندﺉ مثال یې وهاج دﺉ چې دنوم څخه یې د دوزخ لمبې خیږی.دﺉ د افغان پښتون په نامه هم لیکنې کوي .او داسې ښکاری چې دې دندې ته دې رسماً ګمارل شوﺉ وي ،چې داسلام ریښې هغه څه چې پاتی ، دﺉ او امثالهم یې دبیخه راوباسی . که تاسو متوجه یاست دنوموړی په لیکنوکې د موصوف موخه تل هغو منفی، مردوده ،او منحرفه اسلامی نظریو ته ده چې پرته د تباهی بربادی دبل څه زیرﺉ نه لري.نو موړﺉ حلال حراموي او حرام حلال وي چې په خپله کفر دﺉ ،اوځینې نور بیا پرې د شاباسۍ لاس را باسي .
افسوس په دین، په ملا، په وطن او په خپل ځان.


pattang
28.06.2007

لسم ميلمه ته !
وروره کواردينات دې سابت ندي لدې کبله څخه په سترګو متحرک راځې ، که ځان
ښکاره کړې بده به نوي ٠ اوس په عادي کلماتو :
يو وارې خلقيان ټکوې ، بيادکنج له خوا څخه دفاع ترې کوې او س دعرب رانيولي :
-- وروره امريکا او ناتو اصلحي مجاهدينو ته ور کړې چې udssr پرې مات کړي
طالبان اوس هغه اصلحي بيرته ددوی پر ضد استعمالوي ٠
-- اسرائيلوHamas ته اصلحه ور کړه د عرفات پر ضد او هغه اصلحه اوس
حماس د اسرا ئلوپر ضد استعمالوي٠
-- له طالبا نو سره د پا کستان حکومت مرسته کوله خو په اخر کې يې دپاکستان
خبره هم نمنله٠
مقصد مې دادی چې ګټې ( سياسي هدفونه ,.... ) نه مخ ګورې نه او نه څټ ٠

په ملا او طالب پسې سپکې سپاندې کول د لودګي لويه علا مه ده ، سړی بايد
دخپلې ټولني ستروکتور ،تاريخ ، دپوهې درجې ته ځير شي٠
دملا او طالب او سني حالا ت ، دمکتبي، ملا او طالب لرېوالی له يوه بله څخه
دهغه خلقوګناه دی چې په افغانستان يې حکومتونه کړي دي٠
ولې په غربي نړۍ کې دا فرق نشته ?
laicism / laizismus به مسال نه راته رواړې ( مسئله د سپکا وي ) .
-- ګوره (ملا زيا) ته هلته laicism / laizismus نشته خو دادواړه ګروپونه
څنګ په څنګ ،دواړه د هيواد د ابادۍ او د قانون د تدبيق کولو لپاره کارکوي٠
[color=darkred:2195ae03a5]دومره مې هسې اضافه خبرې درته وکړې ، مقصد مې عرب
دي [/color:2195ae03a5]:
انډيواله د عربو هغه کسان چې سياسي او اقتصادي قدرت يې په لا س کې
دي ، هغه دهغو غلامان دي چې ددوی ګټې ساتي او دا پردي ساتونکي هر
جنايت او ترور ته اماده دي ترڅوچې خپل عرب ملګري وساتي .
[color=brown:2195ae03a5]دعربو اولسونه ددې عمل سخت مخالفت کوي [/color:2195ae03a5]، ورو،ورو لاس په تور ه ږدي چې يو مسال يې القا عده دی ، چې غر بيان يې ترور
ستان بولي او پوښتنه نه ترې کوي چې دوی ولې دا کار کوي او څه غواړي٠??

غربي نړۍ له خپلې ديموکراسي سره داسې مسال لري لکه د کوڅې نجلۍ، هر چا
چې ډيرې پيسې ورته ور کړې له هغه سره ځي٠
په الجزائر کې مسلمانانو په ازادو انتخاباتوو ګټله ، خو دفرانسې خوښه نوه
په زور يې بېرته واک له مسلمانانو ځخه واخيست او نورو خپلو ملګرو ته يې
حکومت ور کړ، نو که اولسواکي و ي خو مسلمانانو ګتلې وه.
غربي ديموکراسي اوس يو حتمي ، ضروري او د ستونځو د حل کولو موډل زمونږ
په کلتور کې ندی ٠
نور بيا


Anonymous
29.06.2007

د ما د دواړو سترګو توره پتنګه،
ته ډير فکر په دې کښې مه کوه چې زه څنګه او څوک يم. زه هم تا نه پيژنم، خو ماته دومره نږدې ښکارې، لکه چې ما او تا په ډيرو مجلسو او د افغان ولس د عامو ګټو د ساتلو په خاطر د ټولو افغانانو د يووالی او تفاهم له پاره په ګڼو غونډو کې يوځای ناست ؤ. خو که عملا هم په داسې غونډو کښې څوک ګډون ولری، نو د ټاکلو مسئلو د حل له پاره د لارو په موندلو او د هغو د عملی کولو په طريقو به سره د نظر فرق موجود وی. زه خوشحاله په دې يم چې ته اوس د خپلو خبرو په جريان کښې نرم چلند کوې او د پخوا په څېر ډبرې يو له بله سره نه جنګوې. زه له ډېره راهيسې ستا ليکنې لولم.
[quote:0a89ea0926]
وروره کواردينات دې سابت ندي لدې کبله څخه په سترګو متحرک راځې ، که ځان
ښکاره کړې بده به نوي [/quote:0a89ea0926]
ما خو دا پورته څيزونه وليکل، نور نو نه پوهېږم، چې ځان څنګه ښکاره کړم؟ که نوم او ولد مې رانه غواړې؟ ته خو بیا هوښيار سړئ يې، زما له ليکنو څخه ښه پوهېږې چې زه له سياسی لحاظه څه فکر او طرحه تعقيبوم. ما تر اوسه پورې ډيرې کمې ليکنې پخپل اصلی نامه کړې دی، نورې ټولې مې په مختلفو مستعارو نومونو دی. زما مطلب دادی چې « مڼه دې وی د ولې»
زه غواړم چې له افغانانو سره مې خپل فکر شریک کړم، دامې هدف نه دی چې دوی د ما شخصا وپيژنې.
[quote:0a89ea0926] يو وارې خلقيان ټکوې ، بيادکنج له خوا څخه دفاع ترې کوې او س دعرب رانيولي :
[/quote:0a89ea0926]
دا چې زه په ځينو ځايو کښې په خلقيانو اعتراض لرم او په ځينو ځايو کښې ترې دفاع کوم، دا خبره د سمه ده. زه به هم په عادی کلماتو درته وليکم، چې زه د خلقيانو او د بل هر سياسی/ ټولنيز افغانی جريان په وجود کښې مثبت او منفی ټکی وينم. زه په دې نظر نه يم چې يو او يابل سياسی ګوند د له بيخه رد او يايې د له هر ډول خاليګاوو څخه دفاع وکړم. زه کوِِښښ کوم چې په يوه يابل ګوند او سياسی-ټولنيز سازمان باندې د بحث په وخت کښې دا نقطه په پام کښې ونيسم، چې د نوموړی سازمان پيروان په څه وخت او حالت کښې، په کوم ځای کښې او په څه ډول د افغانستان د عامو او يا د پښتنو د خاصو ګټو د ساتلو په چارو کښې په کار اچول کېدای شی.

اوس نو ته خو هميشه د پښتنو د ګټو د ساتلو له پاره کار کوې. نو که داسې وی، ته داسې فکر کولای شې، چې د خلقيانو له پاخه او درانه حضور او فعاليت پرته د، څه په ملی او څه هم به بين المللی سويه پښتانه د خپلو ګټو څخه د عصر او زمانې مطابقه بريالۍ دفاع وکولای شی؟
زه په دې نظر يم چې پښتانه هغه وخت کولای شی چې له خپلو رښتينو ګټو څخه سمه او عملی دفاع وکړی، چې د ممکنه ډيرو کسانو انرژی همدې لوری ته راواړوی، او هيڅ ډله هم په دې کار کښې مستثنی نه شی. په دا اوسنيو مشخصو شرايطو کښې د پښتنو د ګټو د ساتلو له پاره زما له نظره د خلقيانو رول خورا عمده او اوچت دی. دا موضوع د پښتنو رنګارنګ دښمنانو درک کړې ده او د هغوی ټولو د تبليغاتو د تورې تېره څوکه د خلقيانو خواته متوجه ده. د پښتنو ټول دښمنان، که ښی دی او که چپ، که داخلی دی او که خارجی، که کافر دی او که مسلمان، که کمونست دی او که اخوانی، که شعيه دی او که سنی، که دکتاتوردی او که دموکرات، هر يو په يو شکل د اشکالو، په يوه او يابله بهانه خپل زهر د خلقيانو په خوا ور شيندی. نو زه دا سمه نه بولم چې هغه کسان چې زه ورباندې باور لرم چې دوی اصلا پښتانه او په پښتنو يې زړه خوږ شی، په آګاهانه او يا ناآګاهانه ډول د د خلقيانو په ضد د خپلو دښمنانو په ګټه تبليغاتو کشې برخه واخلی. زما په نظر دا پشتنو ته حرام انتحار دی.

را ځه چې زه او ته د دوو داسې پښتنو په حيث چې افغانان او مسلمانان دی، په دا اوسنيو پيچلو ملی، منطقوی او نړيوالو شرايطو کښې د پښتنو د ګټو د ساتلو په لارو چارو فکر او خبرې وکړ.

په يو سرسری نظر د پښتنو غوره سياسی جريانونه خلقيان، د حکمتیار اسلامی حزب، طالبان او خال خال افغان ملت دی. د نورو سياسی سازمانو او جریانو موجوديت ورپکې چندان محسوس نه دی. د افغان ملت د پخوانی ګوند په راس کښې امريکايانو خپل استازی کښېناوه او د ګوند رهبری يې په دا اوسنیو شرايطو کښې له فکری استقلال څخه محرومه او د پښتنو د ګټو د ساتلو او په خپل ځان پسې د هغوی د را جلبولو امکانات يې ترې سلب کړل. په دې ډ ول يې له پښتنو څخه دا چانس هم واخيست چې د يوه داسې ګوند په وجود کشې له خپلو ګټو دفاع وکړی، چې په غرب (جرمنی) کښې او يا له هغو سره په ارتباط کښې راجوړ شوی وی، په جهاد کښې يې د غربيانو په ګټه او خوښه برخه لرلې وی، د دموکراسۍ مدعی وی او د ساړه جنګ په دوران کښې څوک ورباندې د شوروی د ملګرتيا تهمت نه شی لګولی.
طالبان او د ګلبدين اسلامی ګوند خو دواړه د امريکايانو، غربيانو او نړيوالې ټولنې له خوا د تروريستانو، فاندمنتاليستانو، اسلامی بنيادګرانو او په نورو او نورو نومونو د نړيوال بشری تمدن د دښمنانو په نوم له سياسی صحنې څخه ايستل شوی او د هغو په وجود کښې د پښتنو د ګټو ساتل نا شونی او يا ډير قېمته تماميږی. نو زما په نظر د پښتنو له پاره تر ټولو ښه چانس دادی، چې دوی له خپلو هغو ريزرفونو څخه استفاده وکړی، او خپلې هغې سياسی وسلې ته لاس کړی، چې په يو وخت کښې دوی پخپله له لاسه غورځولې وه. او دا سياسی وسله همغه پخوانی خلقيان او هغه روښنفکران دی چې په دموکراسۍ باورمند او په رښتينې توګه او مستقل تفکر او متمدنانه ډول د اوسنيو شرايطو او دعصر او زمان له مقتضياتو سره سم د خپل قوم له ګټو دفاع او نماينده ګی وکولای شی. له دوست او دښمن سره په طرحه، منطق او د عمل په ډګر کې د سیالۍ توان ولری.

خو دا زما له نظره هيڅکله په دې معنی نه دی، چې خلقيان د په همغه پخوانی نامه، پخوانۍ مفکوره او د پخوانيو ماتې خوړلو رهبرانو تر مشرۍ لاندې سره راټول او هغه پخوانۍ تراژیدی د په هېواد کښې بيا له سره تکرار شی.
زه په خلقيانو کښې داسې تومنه، انرژی او ذخاير وينم چې هغوی د روښانفکره سياستمدارانو په حیث په پرله پسې ډول زده کړې ته حاضر دی او د روانو حالاتو تر اغيزې لاندې يې وخت په وخت مناسب حرکت هم کړی او د خپل قوم او ملت د ګټو په لور درېدلی او خپله سياسی او مسلکې پوهه يې له نورو پشتنو څخه نه ده درېغولې.

تاسو خو به اورېدلی وی چې حفيظ الله امين به خپلو مخالفينو او د پښتنو دښمنانو تر هر څه نه زيات د پښتونيست او ناسيوناليست په نامه تخريباوه. ځينو خو به ان ټول خلقيان ناسيوناليستان ګڼل. د جهاد يانو د برياليتوب په وخت کښې داسې آوازې شوې چې خلقيان له دې کبله له ګلبدين سره يوځای شول، چې هغه پښتون دی او د تڼی او ګلبدين عکسونه به يې يوځای د فاشيستانو په نامه خپرول. د طالبانو د عروج په وخت کښې خو ګرمې آوازې وې چې همدا خلقيان دی چې ګيرې يې پرې ايښې او د طالبانو ځمکنی او هوايی ځواکونه چلوی. داسې هم اورېدل کېدل چې همدا خلقيان دې ته آماده ؤ چې د افغان ملت څخه د دموکراتيکې لارې د پښتنو د ګټو د ساتلو په چارو کښې حمايت وکړی.

دا او ډیرې داسې نورې آوازې ښئی چې په خلقيانو کښې د عمل ځواک او داسې ريزرفونه شته، چې د شرايطو په موجوديت او ورسره معقول او مناسب چلند د خپل قوم او ملت د ګټو د ساتلو په لار کښې ترې نه زياته ګټه اخيستل کېدای شی.

دا چې په خلقيانو کښې هم د بل هر سياسی - ټولنیز سازمان په شان سياسی ليدرانو کله لږ او کله ډيرې اشتباوې کړی دی، او صفوف يې په ځان پسې کش کړی دی، دا خو سمه ده. کاشکی چې دوی اشتباه نه وای کړی اويا په ملت کښې حوصله وای، چې موږ يې د اشتباهاتو تحمل کړی وای، نن به هم پښتانه او هم د افغانستان نور قومونه په دې بدبختيو نه ؤ اخته.

دا چې تاسې ويلی چې اوس ما عرب رانيولی، دا خبره د سمه نه ده. زه په عربو څه کار لرم؟ نه دې دی اوريدلی چې وايی «ديوانه در کار خود هوشيار است!»
عرب به پخپل کار پخپله ښه پوهيږی. ما صرف خپله يوه پوښتنه له ښاغلی افغان پښتون سره شريکه کړې ده، چې که زما تصور سم وی، نو به دا له افغان پښتون سره مرسته وی، چې هغه به خپلې اشتباه ته متوجه کړی . او که زما تصور سم نه وی، زه د پښتون زلمی په استعداد باور لرم او هغه به راته معقول ځواب وليکی او ما به خپلې اشتباه ته متوجه کړی. ته خو دې ته متوجه يې چې زه د نفرو استعداد ته ګورم او له هر چا څخه د موضوع د تفصيل غوشتنه هم نه کوم.


Anonymous
29.06.2007

لسم میلمه قهر نشوی برادر !
دشمن دانا به ازدوست نادان !!!
خلقی ها به تمام مردم افغانستان مربوط اند نه تنها به پشتون.
بدیگر حرفهایت کاملا دقیق و علمی است.


صافی
29.06.2007

[quote:5587e66989]
کاشکی چې دوی اشتباه نه وای کړی اويا په ملت کښې حوصله وای، [color=darkblue:5587e66989]چې موږ يې د اشتباهاتو تحمل کړی وای، [/color:5587e66989]نن به هم پښتانه او هم د افغانستان نور قومونه په دې بدبختيو نه ؤ اخته.

[/quote:5587e66989]

لسم میلمه ! نورې خبرې مو په ځای دي ، مګر دا پورتنۍ جمله مو دتآمل وړ ده تاسو هم یوڅه غور پرې وکړﺉ . اول د جملې په دغه برخه چندانې پوه نشوم ((چې موږ يې د اشتباهاتو تحمل کړی وای، )) ښایې مطلب مو داوي چې : زمونږ داشتباهاتو تحمل یې کړی وای ـ
زه خو داسی فکرکوم چې دپښتنو دځپلو له پاره ددوستم چنګیزی ملیشه د(فرنکشتاین بلا) او داسې نورې بلاوې هم دوی رامنځته کړي، او دملت څخه یې ستاسو په قول تحمل اوحوصله په مرګ ،قتل او تعذیب سلبه کړه ، او خاوروته یې وسپارله . اوس که تاسو ووایﺉ چې دوي دملت څخه کومه بله غوښتنه هم لرلي؟


جواب

پښتون زلمی
29.06.2007

ټولو دعقیدي او وطن ورونه دزړه مخلصانه سلامونه وړاندی کوم:
او بیا لسم ميلمه + يوولسم ميلمه+ خانجان+ نایب سالار: مساوي: كوشان+چڼي. ټولو ته دالله څخه هدایت غواړم:
ډیری اوږدي بی مفهومه خبری می له لاسه نه کيږي، خو دومره تاسی ته ویلاي شم، چی که تاسی رښتیا دوطن پرمختګ، دولس سوکالتیا غواړۍ، او نیت مو ورته ښه وي، نو بیا دځواکمن صاحب خبره په خپلو دماغو ښه وسنجوۍ:
محترم ځواکمن صاحب وايي: ((زما په اند اوس د وطنپالنې معیار هم همدغه درې ارزښتونه دي : اسلام ، ملت پالنه او ولسواکي! که دې ارزښتونو څخه یو هم څوک نه مني او ردوي یې نوحتمابه دپورته غندل شویو ډلو څخه دیوې پورې اړاو تړاو لري اووطنپال نشي بلل کیدای .))

محترمو ورونو!! دغه خبره زه یوه دقیقه تله بولم، نو راشۍ اوس دغه ډلی په دغه تله وتلۍ چی څه نتیجه په لاس راځي؟؟

آیا خلقیانو په خپله دوره کی اسلام پالنه کړی؟؟
او که کړی نو څنګه يي کړی؟؟

آیا خلقیانو په خپله دوره کی ملت پالنه کړی، ؟؟
او که کړی نو څنګه يي کړی؟؟

آیا خلقیانو او دهغوي دوستانو دولسواکۍ لپاره کار کاوه، ؟؟ او که کړۍ يي دی، نو څنګه يي وکړ؟؟

له ښاغلي لسم میلمه څخه ددغو سوالو دقیق جواب غواړم،

او زه دا تعصب نه کوم، چی فقط خلقیان دی پر دی تله وتلل شي، نور نه، بلکه دغه تله باندی باید هر هغه څوک وتلل شي، چی دوطن او ملتپالنی په نوم کار کوي،
زه له یوه عربي نظام څخه دفاع نه کوم، ځکه ځما په نظر دغه اغلب عربي نظامونه دتوطئو په نتیجه کی منځ ته راغلي، او دغه حکومتونه دخپلو ولسونو تمثیل نه کوي، ځکه دغه حکومتونه او په هغی ولاړ خلک دخپلو چوکیو خیال ساتي او بس، او که دغه خبره نه وه، نو دیهودو پاتی کیدلو لپاره هیڅ سوال نه پیدا کیده، البته دا خبره دومره په لنډو نه خلاصیږي،
خو دومره وایم: ماچی کوشان ته کومه خبره کړیوه، له هغی څخه می موخه عام عربي قوم وو، چی اکثریت غالب يي مسلمانان دي، او په دی باید هم پوه شو، چی هر قوم کی ښه هم شته او بده، دکوشان دتبلیغاتو موخه هیڅکله دعربی حکومتونو زماملرونکي نه دي، ځکه ددغه اغلبو عربي حکومتونو په سر کي ډير کوشانیان واقع دي، او که دغه کوشانیان ددغه عربي دولتونو په سر کی نه ول، نو هیڅکله به یهودو په فلسطین کی يوه شپه هم نه وه تیره کړی،

کوشان چی عربو پسی تبلیغات کوي، له پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه يي رانیسي، او په هر اسلامي حکم تنقید کوي، او هر عرب مسلمان ته سپکاوۍ کوي، هغه ددی لپاره چی سند ناکام کړي، نو دسند متن به په خپله له مینځه لاړ شي،

انګریزان، مستشرقین، او غربي کوشانیان ډير دا کوښښ کوي، چی دعالم اسلامي لوړ اشخاص چی داسلامي تاریخ په اوږدو کی تیرشوي دي، هغوي خلکو ته سپک معرفي کړي، او دخلکو په زړونو کی دهغوي درناوۍ له مینځه لاړ شي، او پرځاي یي ځاي نفرت او کینه ونیسي، خو بیا به هغه خلک چی داسلام په نوم يي اسلام له داخله په خنجر وهلۍ، چی یو مثال يي جلال الدین رومي دۍ، دغه رنګ خلکو ته ډیر اعزاز ورکوي، او دهغوي لپاره کانفرانسونه جوړوي، او مشهوروي يي، نو دلته کوشانیان خپل هدف ته په آسانه رسیږي،

او دغه سیاست داسلامي تاریخ په اوږدو کی زنادقه وو په کار اچولی وو، چی ددغه زنادقه وو مشري یهودو کوله، او دهغوي له پیداوارونو څخه یو پیداوار د شیعه مذهب دۍ، ځکه چی شیعه جعفري مذهب ټولو صحابه وو ته کافر وايي، بغیر له څلورو صحابه وو، چی یو يي علي ، مقداد بن الاسود، ابو ذر الغفاري، سلمان الفارسي رضي الله عنهم اجمعین دي،
څرنګه چی مونږ ته دین صحابه وو رارسولۍ، په متصل صحيح سندونو سره، نو هر کله چی دسند بیخ او تاداو چی صحابه دي له مینځه یوړل شي، نو خودبه خوده دین له مینځه ولاړ،
ځکه چی دلته دسند یا زنځیر کړۍ منځ کی وشکیده، نو قوت له مینځه لاړ، او سند یا اسناد ځمونږ دامت له خواصو څخه دۍ،
یهود او نصاری په خپل دین کی موسی او عیسی علیهم السلام ته یو متصل سند هم نه لري، هو دوه سنده نصاری لري، چی هغه هم پر مجهولو کسانو مشتمل دۍ،
خو په اسلامي دین کی بیا دا خبره نشته، ځمونږ دغه دین مونږ ته صفا ستره، په صحيح او متواترو قطعي سندونو سره رارسیدلۍ دی.

ځکه خو کوشانیان او دکوشانیانو چڼي داسی مداخل پیدا کوي، چی دهغي له لیاري داسلام دین کی طعن وکړي،

او که دکوشان ټول خبری دعربي هیوادنو دحکومتونو او دیکتاتوریو پر ضد وي، او يا يي دځیني عربی فاسد رژیمونو باره کی غږیده، نو ما به هم ورسره غږ یو کړی وي،
او حقیقت به می بللۍ واي، خو دلته خبره بل ځاي کی ده، کومه چی ما پورته بیان کړۍ،

ستاسی ورور: افغان پښتون.


Anonymous
30.06.2007

ښاغلي وطنپال صاحب ليکلي چې دطالبانو په وخت کې امن وو دافغانانو عزت او مال خوندي وو اوداسې نور[quote:3560f794a4][/quote:3560f794a4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more