نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ع کريم حليمي
27.06.2007
مکرمو او محترمو ځواکمن صاحب وهاج صاحب ، صافي صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
پښتنه کوم چه لانديو جملو څخه څه مطلب اخستل کيړي ؟؟؟؟
په لاندی قصه او نقل کښي کوم مطلب تر سره کيږي ؟؟؟
ويقول الأفلاكي عن حفيد ابن الرومي عارف جلبي: ((قال الأمير نجم الدين قائد قلعة كواله: أقبل حضرة عارف يوماً إلى دير الحكيم أفلاطون ، فأعلمونا ذلك ، فجئنا الدير في خمسة وأربعين رجلاً ، فمكث عارف ثلاثة أيام بلياليهن يشرب الخمر مع رهبان ذلك الدير ، فمر بخاطري أن الاشتغال بهذا إلى هذا الحد في العاشر من شهر ذي الحجة في الأيام المباركة هذه ، وبخاصة محادثة ومجالسة الرهبان أمر جدٌ عجيب ، فصرخ عارف لتوِّه فيَّ وقال:
لا تشارك الرب في التصرُّف وأنت على طريقه
لا تفتح عينيك على عيوب الناس
فالله أعلم بأسرار قلوب كل العباد ، عليك نفسك ولا تُثَرثِرْ
ثم رمى في غضب شديد القدح من يده المباركة على المَرمَر رمية غشي علينا من هيبتها ، فدار القدح وتدحرج وهو مليء إلى حافته ثم عاد ووقف أمام عارف ، لم يتكسَّر أو يُهراق ما فيه !!
فقال عارف لو تكسَّر هذا القدح أو اُهريق ما فيه ، لكنت وضعت لشربي نهاية وخاتمة !!
ولذكرنا أيامنا هذه بتحسُّر واحترام لنجم الدين ، ولكن الحق ينبغي أن يعلم ، وهو أن الله قد بارك هذه الأيام وأعزَّها لوجود الأعزاء المباركين ، ولولا وجودهم لما لمَعَتْ الدنيا والآخرة ، ولعدمتِ الكعبة والمسجد قيمتَهُما ونورهما ، ثم أنشد شعراً.
يقول الراوي: فاستغفرت بإخلاص كامل وأصبحت عبداً له !!)).
ترجمه د مکرم وهاج صاحب په قلم
یوه ورځ حضرت عارف جلبی دیر الحکیم نومی ځاي ته راغلو، مونږ يي خبر کړو، نو مونږ هم دغی دیری ته پنځه څلویښت کسه راغلو، نو عارف جلبي دری ورځي او دری شپي، تیری کړي، او په هغی کي يي، له رهبانو سره ((دنصاری وو علما)) شراب وڅښل، نو ځما زړه کی دا راوګرځيد، چی دغه شرابو باندی مشغولیدل تر نن ورځي چی دذی الحجی د مبارکی میاشیتی لسمه ده، او بیا په ځانګړی توګه د رهبانو سره ناسته او خبری، دا خو ډیر عجیب غوندی کار دی، نو عارف ځما پر زړه پوه شو، او سمدستي يي غږ وکړ، او ويي ویل:
ته له رب سره په تصرفاتو کی شراکت مه کوه، او ته دهغه په لار يي، د خلکو په عیبونو سترګی مه پرانیځه، ځکه خداي دبندګانو دزړنو په پټه خبر دی، خپل ځان درټینګ کړه، او چرچر مه کوه، او بیا يي له خپل مبارک لاس څخه دشرابو ډک جام لیری ګوذار کړ په مرمري تیږو باندي، په داسی زور سره، چی مونږ له هیبته بی هوښه شو، نو د شرابو جام بیرته راوګرځيد، او هماغسی ډک وو تر څنډو پوری، او دعارف جلبی مخی ته ودرید، نه مات شو، او نه څه تری توي شول، !!!!!
بیا عارف وویل: که دغه جام مات شوي واي، او څه لږ شراب تری توي شوي واي، نو ده به هیڅکله شراب نه وو څښلي.
بیا وايي: خدای دغه ورځي په دغسی خلکو برکتي کړی وي، او که دغسی خلک نه وي، نو دنیا او اخرت به هیڅ ونه پړقیږي، او جومات او کعبه به هم خپل قیمت او رڼايي له لاسه ورکړي،
راوي دقیصی وايي: نو بخښنه می تری په پوره اخلاص وغوښته، او ځان می دهغه بنده وګرځاوه،
ستاسو جواب ته سترګي په لاره
په درنښت
ع کريم حليمي
28.06.2007
مکرم او محترم او عزتمن ورور وهاج صاحب ، درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:cc4f1d6247]جلال الدين بلخي دخپل کتاب مثنوي معنوي دمقدمي په اول سر کي وايي:
((هذا كتاب المثنوي ، وهو أصول أصول أصول الدين ، في كشف أسرار الوصول واليقين ، وهو فقه الله الأكبر ( !! ) ، وشرع الله الأزهر ، وبرهان الله الأظهر ، مثل نوره كمشكاة فيها مصباح يشرق إشراقاً أنورَ من الإصباح ، وهو جنان الحنان ، ذو العيون والأغصان ، منها عين تسمى عند أبناء هذا السبيل سلسبيلاً ، وعند أصحاب المقامات والكرامات خير مقاماً وأحسن مقيلاً ، الأبرار فيه يأكلون ويشربون ، والأحرار منه يفرحون ويطربون، وهو كنيل مصر شراب للصابرين ، وحسرة على آل فرعون والكافرين ، كما قال الله تعالى يضل به كثيراً ويهدي به كثيراً ، وأنه شفاء الصدور وجلاء الأحزان ، وكشاف القرآن ، وسعة الأرزاق ، وتطيب به الأخلاق ( !! ) ، بأيدي سفرة كرام بررة ، يمنعون بأن لا يمسه إلا الطهرون( !! ) ، تنزيل من رب العالمين ( !! ) ، لا يأتيه الباطل من بين يديه ولا من خلفه ، والله يرصده ويرقبه ، وهو خير حافظاً " وهو " أرحم الراحمين.
وله ألقاب أخر لقبه الله تعالى )).
محترم او دقدر وړ ښاغلی حلیمي صاحب: ستاسی څرګندونه ددی مقدمی اوددی صفتونو چی رومي دخپل کتاب مثنوي باره کي ذکر کړي دي، څه ده؟؟؟ [/quote:cc4f1d6247]
هو ! مولانا رومي خپل کتاب (مثنوي ) اصول، اصول، اصول دين او کشف اسرار، اصول د يقين ګڼي او شرح د هر برهان اظهر د خدای ياده وي او هم
ئې جنان يا روح نوموي او د رود نيل سره ئې تشبه کوي ٠٠٠٠٠٠٠ او هم ئې شفا
صدور او جلاء د اذهانو ئې ګڼي او هم د کشاف قرآن صفت ور کوي !
دا ټول صفات په مثنوي کښي سته ! د مولوي مثنوي چه دومره ښايسته کتاب
دی ، په دې سبب چه د مولانا جلال الدين بلخی اشعارو د قرآن کريم په
مضامينو زينت پيدا کړی ، د قرآن او احاديثو څخه سر چشمه اخلي
نو طبعا رود نيل دی ولي چه چشمه ئې له بحر څخه ده ( قرآن) نو تفسير د
قرآن هم بللی سوو ، يعني دغه مثنوي پخپله يو اجمال تفسير دی
مثنوی په حقيقت يو کتاب د حکمت، فلسفه او اخلاقو دی ، او تربيت او علوم اجتماعی پکښي سته
اما دا دي زموږ نه هيرږي چه :د مولانا رومي فلسفه په هيڅ شکل د يونان
او عرفان محی الدين د فلسفې سره نده يو قسم !!! د مولانا رومي فلسفه
تر دواړو لوړه او ترې جلا ده !
هيڅ شخصيت بې دښمنه نسته ، کوچنيي خلک کوچني دښمنان او لوړ شخصيتونه
لوی دښمنان لري ٠ نو مولانا رومي هم لوی دښمنان لري ٠
مولانا په مثال د څراغ دی ٠
غل چه يو کورته د غلا له پاره ورسي ، اول څراغ وژني ، دشمني ئې د څراغ
سره ده ، ولي ! په روښنايي کښي غلا نه کيږي چه څراغ مړ سي غلا اسانه
سوه ، که مولانا اثر (مثنوي ) ژوندۍ وي نو افغانستان او ايران به ژوندي وي
بعضي عربي ملکونه کوښښ کوي چه خپل سياسي قدرت ژوندی وساتي
نو اول څراغ وژنی ، چه تاريکي جوړه کړي نو بيا زموږ کلتور غلا کوي
په ډېره اساني سره !!!!
وحدة الوجود يونانې فلسفه ده
د مکرم او دانشمند ورور نقاد صاحب څخه به خواهش وکړو چه د وحدة الوجود د فلسفې په باب معلومات راکړي او موږ لوستونکو تنده راماته کړي
په درنښت
جواب
و.افغان
28.06.2007
ډیر محترم، مکرم، معزز، او دقدروړ، ښاغلی مولانا حلیمي صاحب ، او محترم، دقدر وړ، ګران ورور ځواکمن صاحب، ته ، او نورو لوستونکو دزړه له کومي سلامونه وړاندی کوم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
محترم، او دقدروړ مولانا صاحب حلیمي: زه هم تاسی غوندي عالم باندی افتخار کوم، صحي ده چی ځما او ستاسی ملاقات دڅو ساعتونو لنډ ملاقات وو، خو دغه لږ وخت کی ستاسی شخصیت پر ما او زما پر ذهن ډیر مثبت آغیز پريښود، او زما ذهني افق يي ډیر پراخ کړل، او ستاسی هغه نصیحتونه چی زه يي دخپل پلار نصیحتونه بولم، هغه می اوس هم ذهن کی دي، چی یو له هغو دعلم النجوم زده کړه ده، او ان شاء الله قصد می دۍ، چی هر کله می وخت پیدا کړ، نو دغه علم پسی به هم وګرځم.
راځم ځمونږ د روان بحث باره کي، نو وایم:
معزز حلیمي صاحب:
حقیقت دادی، چی زه په فارسي ژبه کی کمزوری یم، اګر چی مکتب کی مي فارسی له پښتو سره یو ځاي ویلی ده، او څه ناڅه لیکنه هم پری کولاي شم، خو څنګه چی دمثنوي اشعار په ادب کی ډیر جور تللي دي، او خپله رومي ډیر تکړه، پوه جور، ادیب، تکړه شاعر دی، بلکه ځما ستاینه دهغه دشعر څخه یو تنقص بلل کیږي، ځکه زه په فارسی ادب کی هیڅ پوهه نه لرم، نو ما ته يي شخصا فهم دومره آسانه نه ښکاري، او زه په خپل شخصي نظر کي هیڅ باک نه وینم چی انسان دی له هغه څخه په دغه برخه کی استفاده وکړي، علم دمؤمن ضالة ((ورک شوۍ څیز )) دی، هر چیرته چي يي مینده کړه، نو هغه يي حقدار دی.
خو خبره داده، چی مثنوي خپله دکتاب مقدمه په عربي ژبه لیکلي ده ، چی هغه زه تاسی ته دلته رانقلوم، تاسي پری خپل نظر څرګند کړۍ، او ددغي مقدمي یومزخرف عکس هم کمبیوتر کی لرم، چی له مثنوي له مقدمی څخه اخیستل شوي، که ځما ایمیل ادرس ته ستاسی دایمیل ادرس راوستوۍ، نو هغه عکس به هم درولیږم، اوس دادی دغه مقدمه تاسی ته وړاندی کوم، څنګه چی ما تر اوسه خپل دا عمر اګر چی لږ دۍ په عربي ژبه کی تیر کړی دی، نو ځما برداشت له رومي څخه همدغه وو، کوم چی ما مخکی څرګند کړی، او که تاسی او یا نور ورونه ورته څه قناعت بخشه نور تفسیرات ولټوي، او دعربي داصولو، قواعدو، بلاغت، اوفصاحت سره سمون خوري، نو زه يي په ورین تندی قبلوم، او تیار یم چی درومي باره کی له خپل نظر څخه تیر شم.
جلال الدين بلخي دخپل کتاب مثنوي معنوي دمقدمي په اول سر کي وايي:
((هذا كتاب المثنوي ، وهو أصول أصول أصول الدين ، في كشف أسرار الوصول واليقين ، وهو فقه الله الأكبر ( !! ) ، وشرع الله الأزهر ، وبرهان الله الأظهر ، مثل نوره كمشكاة فيها مصباح يشرق إشراقاً أنورَ من الإصباح ، وهو جنان الحنان ، ذو العيون والأغصان ، منها عين تسمى عند أبناء هذا السبيل سلسبيلاً ، وعند أصحاب المقامات والكرامات خير مقاماً وأحسن مقيلاً ، الأبرار فيه يأكلون ويشربون ، والأحرار منه يفرحون ويطربون، وهو كنيل مصر شراب للصابرين ، وحسرة على آل فرعون والكافرين ، كما قال الله تعالى يضل به كثيراً ويهدي به كثيراً ، وأنه شفاء الصدور وجلاء الأحزان ، وكشاف القرآن ، وسعة الأرزاق ، وتطيب به الأخلاق ( !! ) ، بأيدي سفرة كرام بررة ، يمنعون بأن لا يمسه إلا الطهرون( !! ) ، تنزيل من رب العالمين ( !! ) ، لا يأتيه الباطل من بين يديه ولا من خلفه ، والله يرصده ويرقبه ، وهو خير حافظاً " وهو " أرحم الراحمين.
وله ألقاب أخر لقبه الله تعالى )).
محترم او دقدر وړ ښاغلی حلیمي صاحب: ستاسی څرګندونه ددی مقدمی اوددی صفتونو چی رومي دخپل کتاب مثنوي باره کي ذکر کړي دي، څه ده؟؟؟
له دی څخه بیغیر چی ما کوم اقوال دجلال الدین باره کی رانقل دي، هغه اقوال می دجلال الدین رومي دمریدانو له کتابو څخه رانقل کړي، چی دهغه له خولي نصوص نقلوي، لکه مناقب العارفین فی آخبار جلال الدین، للافلاکي.
او هری حوالی سره می ددغه کتاب صفحه او مجلد ذکر کړی،
اړین بولم چی ووایم: هغه نقلونه چی ما له محمود عبد الرؤوف القاسم څخه کړي، هغه دومره خطرناک نه دي، ((نسبي طور سره)) څومره چی دافلاکي نصوص خطرناک دي، او څومره چی دجلال الدين رومي خپله دمقدمی نصوص خطرناک دي،
دافلاکي څخه یو څو نقله کوم، خو دوخت دکمۍ له وجهی يي ژباړلی نشم:
يقول الأفلاكي عن سماع مولاهم - جلال الدين الرومي - : أنه كان يذهب إليهن بعد صلاة المغرب وحيداً ، فيجلس وسطهن ويجلسن حوله في حلقة ، وينثرن عليه أوراق الورد بكثرة حتى يغرقنه فيها ، ثم يجمعن هذه الورود بعدُ ويعتبرنها فألاً حسناً.
فينصحهن مولانا إلى نصف الليل ، وبعدها تغني الجواري ويضربن بالدفوف وينفخن بالناي ، ويقوم مولانا للسماع ، فَيَعُدْن في حالة - كما صرح الأفلاكي - لا يعرفن رؤوسهن من أرجلهن ، ثم يملأن حذائيه بالذهب والجواهر ، ولكنه لا يلتفت إليه ، فيصلي معهن الصبح ويذهب.
ويقول الأفلاكي : لم تقع هذه العادة في عصر أي نبي أو ولي ، إلا في عهد النبي صلى الله عليه وسلم ، عندما كانت تأتيه نساء العرب لتعَلُّم أحكام الشريعة والإفادة منه ، فلذلك هي حلال ، وهي من خصوصيات حضرة مولانا.
مناقب العارفين في أخبار جلال الدين الرومي
الأفلاكي ج2 ص 380.
ويقول الأفلاكي: طلب الشمس التبريزي يوماً من مولانا أن يهبه محبوباً جميلاً يخدمه ، فقدم له الجلال الرومي زوجته كيرا خاتون ـ زوجة ابن الرومي ـ.
إلا أن الشمس رفض قائلاً: هذه شقيقة روحي ، هذه لا تصلح أريد لخدمتي غلاماً جميلاً.
فأهدى له الجلال لتوه ولده سلطان ولد ،الذي وصف في الخبر بالفارسية بـ (يوسف يوسفان) ، قائلاً : آمل أن يكون هذا عبداً لك يقلب نعليك ويخدمك.
فقال الشمس: هذا هو ابني الذي ربط قلبي. أريد الآن خمرة أشربها بدلاً من الماء لا أقدر على فقدها. فقام مولانا من فوره وملأ إبريقاً بالخمرة من حي اليهود ورجع ووضعه أمامه.
فلما رأى الشمس ذلك صرخ صرخة وشق ثوبه وجثا على قدمي مولانا إعجاباً وحيرة من طاعته لأمره هذا.
ثم قال بعد مديح له: إنما فعلت ذلك لأعلم درجة حلمه ، وقال: إن عالم الجلال الداخلي من السعة يضيق عنه نطاق الرواية والكلام.
الأفلاكي ج2 ص 197
يقول الأفلاكي: سأل مولانا - يقصد ابن الرومي - سِيريانوس يوماً : ماذا يقول علماء النصارى في حقيقة عيسى؟
فأجابه سيريانوس: يقولون : عيسى هو الله.
فقال مولانا: بعد الآن قل لهم: محمدنا آلَهُ من الله (أو أعظم ألوهية من الله) قالها ثلاثاً.
الأفلاكي ج1 ص 471
قال الأفلاكي: ((كان سِيريانوس يطلق على مولانا أنه إلهه وربه. فشكاه بعض الفقهاء إلى القاضي سراج الدين الأرموي ، فسأله القاضي: أأنت الذي يقول أن مولانا إلهك؟؟))
وفي نهاية الخبر أنه - أي سيريانوس - حكى ما جرى له مع القاضي إلى مولانا ، فقال له : ((قل للقاضي الويل لك إن لم تصرْ أنت إلهاً أيضاً.
الأفلاكي ج1 ص 471
ويقول الأفلاكي: وسئل سِيريانوس : لماذا تقول لمولانا إلهك؟؟
فقال: ما وجدت كلمة هي أعظم من الإله وأجلُّ كي أطلقها عليه ، ولو وجدتها لأطلقتها عليه.
ويعلق الأفلاكي على هذه المقولة بقوله: ((مهما قال المريد المخلص في شيخه ، فإن ذلك جائز في طريقة أهل الحقيقة ، ومن ثمَّ لا يُنتقد على ما قال.
الأفلاكي ج1 ص 473
وينقل الأفلاكي قول شاعرهم مؤيد الدين الجندي (ت 699هـ): ((بأنه قال مدحاً في مولانا ـ يعني ابن الرومي ـ:
لو كان فينا للألوهة صورة........ هو أنت لا أكني ولا أتردد.
الأفلاكي ج1 ص 573
ويقول الأفلاكي: بينا يقرأ كلام لفريد العطار، إذا قال أحد من لا أدب عنده من الحضور: هذا كلام العطار !؟
فتفضل مولانا قائلاً: يا أخا القحــبة (اخا الزانیة)... فمن ذا أكون أنا؟؟
الأفلاكي ج1 ص 678
ويقول الأفلاكي: ((كان مولانا إذا احتد غضبه على شخص ما ، وتجاوز عناد هذا الشخص الحدّ، يقول له: غرخواهر (بالفارسية) وتعني أخا الزانية أو القحـبـة ، ويبلغ الغاية في إخزائه ، وذاك أن هذه السَّـبة هي سبة الخرسانيين. (الأفلاكي ج1 ص 329
ويقول الأفلاكي: وجاءه يهودي من حاخاماتهم فسأله : أدينكم خير أم ديننا؟
فقال حضرة مولانا : بل دينكم !!
فقال الأفلاكي أن اليهودي أسلم من فوره.
الأفلاكي ج1 ص 716
يقول الأفلاكي: ((وأراد راهب أن يزور مولانا الرومي ، فالتقيا في الطريق فسجد الراهب للجلال ثلاث سجدات، فلما رفع رأسه من السجود رأى مولانا وقد سجد له أيضاً ، بل وكرر السجود ثلاث وثلاثين مرة!! فدهش الراهب وأصبح مولوياً.
الأفلاكي ج1 ص 574
ويقول الأفلاكي: ((قال أحد الفقهاء الذين استهتروا باللهو وغرقوا في الملذات:
ما ينبغي أن يُسجَدَ لمخلوق ، قال هذا وأساء القول في الأصحاب ـ يعني المولوية الذين كانوا يسجدون لابن الرومي ـ فقال مولانا: يا أخا القحــ.. ، لم لا أسجد وأُقدِّم نفسي فداء لمن أنقذني من حيلة الشيطان ، ويسَّر لي طريق حريتي ووهب لي الحياة من جديد.
الأفلاكي: ج1 ص 75
وينقل الأفلاكي محادثة بين سلطان ولد ، وهو ابن جلال الدين الرومي ، مع أبيه: ((قال سلطان ولد: اشتكى أحد الأصدقاء إلى مولانا من سؤال بعضهم له: كيف يسمي مولانا المثنوي قرآنا؟
فقال عبدكم هذا لهم: لأنه تفسير للقرآن !!
فعند ذلك سكت أبي هنيهة ثم قال:
يا كلب لم لا يكون قرآناً؟
يا حمار، لم لا يكون قرآناً؟
يا أخا القحــ.. لم لا يكون قرآناً؟
وما هو – أي كتاب المثنوي – إلا نور أسرار الحق.
الأفلاكي ج1 ص 490
ويقول الأفلاكي: قال بعض المريدين ذات يوم: نحن عُصاة مساكين، لا نقدر أن نجيء فنخدم مولانا.
فقال مولانا: ينبغي أن تجيئوا لأنكم مذنبون محتاجون ، ثم أضاف فقال : أيما أمرؤ يسمع معاني المثنوي ثم لا يعمل بها ، فإنه يكون ممن ذكروا في آية: {سمعنا وعصينا} ، ولا يكون ممن ذكروا في آية: سمعنا وأطعنا.
الأفلاكي ج1 ص 514
ويقول الأفلاكي: ((سأل كُـتّاب المثنوي وحُفَّـاظُهُ ذات يوم مولانا: هل تتفاضل أجزاء المثنوي فيفضل بعضها بعضاً؟
فتفضل مولانا قائلاً: يفضل جزء المثنوي القاني جزءه الأول كما تفضل السماء الثانية الأولى ، ويفضل ثالثه ثانيه كما تفضل السماء الثالثة الثانية، ويفضل خامسه رابعه كما تفضل السماء الخامسة الرابعة ، ويفضل سادسه خامسه كما تفضل السماء السادسة الخامسة ، ألا ترى أن عالم الجبروت يفضل الملكوت ، وهكذا التفاضل في تلك العوالم يطول ويطول.
الأفلاكي ج1 ص 411
ويقول الأفلاكي: ((روى من هو من أولياء الله الصرحاء المثنوي خوان سراج الدين عن الجلبي حسام الدين أنه بينا كان يروم أن يُحلِف أحد مريديه على أن لا يعمل عملاً يخالف الشريعة * فوضع لذلك أمامه على تخت الكتابة ديوان الشاعر سنائي (إلهي نامة) وهو مغطى بغطاء ، إذا بمولانا يدخل عليهم فيسألهم :
ما هذا التَّـحلـِيف؟
فتفضل حسام الدين فقال: خِفتُ أن يخفر يمينه ، فلم أُحَلِّـفه على المصحف ، فسترت ديوان (إلهي نامة)وأردته أن يحلف عليه!!
فتفضل مولانا قائلاً: الحلف على ديوان (إلهي نامة) أوثق وأقوي من الحلف على القرآن!!! لأن مَثَل القرآن مَثَل اللََّـبَن ، أما معاني (الشاعر) سنائي فهي بمثابة الزُبد والقشدة !!!!.
الأفلاكي ج1 ص 411
يقول الأفلاكي: ((بينا مولانا جالس في مدرسته، إذ بحكيم الزمان الأمير بهاء الدين القانعي يدخل عليه ومعه جماعة لزيارته ، وبعد أسئلة وأجوبة قال القانعي: إني لا أحب سنائي أدنى محبة ، لأنه لم يكن مسلماً!
فتفضل مولانا قائلاً: وأي شيء تعني (لم يكن مسلماً) هذه؟
فقال القانعي: لأنه يخلط شعره بآيات من القرآن المجيد ويتخذها قوافي وأشطاراً لشعره.
فغضب مولانا أشَّد الغضب ، وزجره قائلاً: اسكت.
ما معنى الإسلام؟
إن كان الإسلام رأى عِظَمَ سنائي فستسقط قلنسوته من رأسه (أي الإسلام) أفيكون هو غير مسلم وأنت وآلاف من أمثالك مسلمون؟
إن إسلامه قد قُبـِل منه في الدنيا والآخرة !!
أما هو فقد زيَّن أسررا القرآن وبيانه بذاك الصنيع ، وصحيح أن يقال في حقه : غَرَفنا من البحر وعلى البحر أرقناه....))
الأفلاكي ج1 ص 409
ويقول الأفلاكي عن ابن الرومي: ((فخرج من السماع ، فبينا هو يمرُ باب حانة ـ خمارة ـ في رأس المحلة ، إذا بعزف ربابة يطرق أذنه المباركة ، فوقف هنيهة ثم جعل يدور وهو مظهر غاية السعادة ، وظل يطلق الصيحات إلى أن سمع صياح ديكة الفجر فخرج الرعاع والسوقة ، وجثوا بين قدمي مولانا فخلع عنه كل ملابسه وأعطاها لهم ، فيقولون: إن جميع الرعاع كانوا من الأرمن ، فلما كان اليوم التالي ، أقبل هؤلاء الأرمن إلى المدرسة وأعلنوا إسلامهم وغدوا مريدين له ثم قاموا إلى السماع.
الأفلاكي ج1 ص 722
السماع: ټنګ ټکور ته وايي:
ويقول الأفلاكي: ((سألت جماعة مولانا ـ ابن الرومي ـ قائلين: قد كان مألوفاً من القديم أن يوجد القُرَّاء والمؤذنون في الجنازة ، فأي معنى لوجود المُغَنيّن والضاربين بالدف فيها في زمانك؟
أما علماء الأمة وفقهاء الشريعة فَيُسِيْئون القول في هذا، ويقولون: هو بدعة.
فأجاب مولانا قائلاً: أما وجود القراء والحفَّاظ والمؤذنين في الجنازة فهي شهادة منهم على أن الميت مؤمن مات على شريعة الإسلام ، وأما وجود مغنينا فهو شهادة منهم على أن الميت مسلم ومؤمن وعاشق !!
وفوق هذا فخروج الروح من سجن الدنيا وبئر الطبيعة وصندوق البدن وانطلاقها وخلاصها فجأة من هذا الأسار بلطف الله لترجع إلى أصلها ، ألا يوجب هذا الفرح والسماع والشكر؟
الأفلاكي ج2 ص 122
فی الحال همدومره بس ده، او له محترم دقدروړ ځواکمن صاحب، او ښاغلۍ خوږ ګران ورور صافي سره بل مجلس لرم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[quote:e807855d4c="ک حليمي"] ، بأيدي سفرة كرام بررة ، يمنعون بأن لا يمسه إلا الطهرون( !! ) ، تنزيل من رب العالمين ( !! ) ، لا يأتيه الباطل من بين يديه ولا من خلفه ، والله يرصده ويرقبه ، وهو خير حافظاً " وهو " أرحم الراحمين.
وله ألقاب أخر لقبه الله تعالى )).
[/quote:e807855d4c]
ډیر محترم او دقد وړ مولانا حلیمي صاحب: !!
لومړۍ، له تاسی څخه غوښتنه کوم، چی دهغه نورو نقولاتو باره کی خپل نظر څرګندکړۍ، او بله دا چی دغه اخرنۍ وصف چی رومي دخپل کتاب باره کی ذکر کړۍ، آیا دغه دقرآن ځانګړۍ صفت نه دی؟؟؟؟؟
دوهمه دا چه: ما یوه تفصیلي لیکنه روانه کړي ده، دوحدة الوجود عقیدی باره کي، ان شاء الله ډير ژر به هغه هم را ښکته کړم،
دریم دا چه وایم: چی ما په خپل بحث کی چی ډیره استفاده کړي، هغه له دوه مؤلفینو څخه ده، چی دواړه مؤلفين ترکیان دي، او دواړو په جلال الدین بلخي باندی رد کړی، یو مؤلف خو محمد شاهین نومیږي، چی دعثماني دولت له لوړو علماوو څخه وو، سره له دي چی عثماني دولت کی هم تصوف وو، خو بیا هغوي هیڅکله دمولانا روم ډلی خلکو ته ځاي نه ورکاوه، ځکه هغوي پوهیدل چی دوي څه عقیده لري،
دوهم مؤلف: محمد بن عبد الله القونوي دي، چی دۍ هم ترکۍ دی، او دهغه ښار دۍ کوم کی چی جلال االدین رومي زندګي تیره کړی، او هلته مړ، او هلته ښخ دۍ، هغه هم په هغه رد کړی،
پرته له دغو دوه کتابونو څخه دمثنوي کتاب نصوصو ته، چی فارسی اشعار به يي زه رواړم، مراجعه کړي، او همدارنګه هغه دوه کتابو ته، چی له جلال الدين رومي څخه وروسته يي دهغه ټوله زندګي بیان کړي، او مؤلفین یي هم دجلال الدين رومي له لویو مریدانو او پیروانو څخه شمیرل کیږي،
چی یو يي فرید الدین فرزند احمد سپه سالار دی، او بل يي شمس الدین احمد الافلاکي دی، چی دمناقب العارفین کتاب يی لیکلۍ، او درومي دلمسي عارف چلبي یو غټ مرید هم پاتی شوۍ،
پرته له دغه کتابو ما یوه عربي کتاب ته رجوع نه کړي، ځکه چی عربي علما، کوم چی درومي معاصر دي، او کوم چی له رومي وروسته دنیا ته راغلي، یو يي هم په رومي رد نه دی کړی، او سبب يي داوه: چی هغوي په عربي نه پوهیدل، او مثنوي په فارسي وه، او که له دغو علماوو څخه کوم يو په رومي رد کړۍ واي، نو ما به دهغوي نقولات هم رانقل کړي واي.
هو، دوه لويو برجسته علماوو، چی دحنفي مذهب اعلام او لوي فقها بلل کیږي،هغوي دواړو په جلال الدین رومي ډير سخت رد کړۍ،
لومړۍ عالم، علامه صدر الدین التفتازاني دي، چی دهغه کتاب شرح العقاید په هره مدرسه کی تدریسیږي، او نوموړی په ۷۹۳هجری کی وفات شوۍ، تقریبا درومي معاصر بلل کیداي شي، ځکه چی رومي په ۶۷۲ کی وفات شوۍ، نوموړي په خپله رساله کی (رسالة فی الرد علی اهل وحدة الوجود) چی په ۱۲۹۴ هجري کال په استامبول، ترکیه، کی دعثمانیانو په دولت کی چاپ شوی دی وايي: ((او په تحقیق سره جلال رومي دوحدة الوجود دعقیدي والا څخه دځان لپاره یو خداي نیولی وو، چی هغه شمس تبریزي دی، ځکه چی رومي په خپل شعر کي شمس تبریزي ته داسی خطاب کوي
شمس من وخداي من
عمر من وبقاي من
از تو بحق رسیده ام
اۍ حق حق ګذار من
(دتفتازانی خبره جاري ده) نو دالله جل جلاله نوم ،او حق يي پر تبریزي کیښود، او رومي دکلام حاصل دادی: چی اۍ شمس تبریزي!! ته هغه خداي يي چی زه دی حق ته رسولي یم، او ته هغه خداي يي چی ځما حق دی ادا کړی دی، ځکه چی ماته وجودي مذهب ښودلۍ، او پدی دی پوه کړم، چی ته او دا ټول ممکنات خداي دی، او که ته نه وۍ اۍ شمس تبریزي، نو ما به هم داسی عقیده لرلاي لکه څنګه چی درسولانو او دپيغمبرانو تابعداران عقیده لري، ولو که هغه امامان دي، علماء دي، او که عام خلک دي، ((خبری دعلامة تفتازاني جاري دي)) چی هغوي دا عقیده لري، چی الله او دا کائنات سره جدا دي، او دغه الله دټولو موجوداتو خالق دی، او دټولو حوادثو خالق دی، او دا هغه عقیده ده، چی اسماني کتابونو راوړی، او ټولو پیغمبرانو پری اجماع کړیده، او زه چی کله په داسی عقیده وم، نو یو قاصر ووم، حیران وو، خو چی اۍ شمس تبریزي! تا راته دغه حقیقت وښود، نو زه اوس محقق او واصل شوم.
(دعلامة تفتازاني کلام جاري دی) وايي: او له ټولو مسلمانانو څخه پټه نه ده، پاتی لا دا چه ددی دين له امامانو څخه پټه شي، چی څوک دغسی ښکاره ګمراه عقیده خپله کړي، او په دغه باطل او لعین مذهب معتقدشي، (الفاظ دتفتازاني دي)، نو پر خپل ځان باندي دغه ګمراهي او کفر ثبت کړ، اګر که ددنیا دټولو عبادتګرانو هومره عبادت وکړي، او یا خوارق العادات پری ښکاره شي، او دغه انسان اکفر الکافرین دی، او اخسر الخاسرین دی، ((الفاظ دعلامه تفتازاني دي))، او هوښداره اوسه چی دهغوي مریدانو ته غوږ نشي، چی کله درته ووايي: (چی دا خبری او دغسی نوری دنشی په حالت کي، او یا ډیر شوق او ذوق په حالت له هغوي څخه راووځي، ځکه چی نشه، او شوق هغه وخت منځ ته راځي، چی دغه خلک بیخي په توحید کی فناء شي، او دغه فنا کیدل یو حالت دی، چی عارف په کي دالله څخه بغیر بل څه نظر ته نه راځي) علامه تفتازاني وايي: هو دغسی خبری به ته له هغو کسانو څخه اوری، چی خپل دغه زندقت (الفاظ دعلامه تفتازاني دي) يي پټ کړي وي، او دغسی تعبیر کوي، تو څو ددیندارۍ نامه لاندی خپل ځان پټ کړي، او بیا دغه زنادقه ((لفظ دعلامه تفتازاني دی)) په نفس وقت کي، دغه رنګ بیتونه چی دوجودیانو ګډوډي خبری دي، او دملحدانو له عقله لیري خبری دي، دغسی بیت په استدلال باندی دوي، دانساني شیطانانو څخه ځانته خدایان جوړوي، او شاه ګاني و ر اړوي دالله جل جلاله دغه قول ته ((ولا یامرکم ان تتخذوا الملائکة والنبیین اربابا ایامرکم بالکفر بعد اذ انتم مسلمون)) ، او نه ګوري دالله جل جلاله دی قول ته چی فرمايي: ((ولا یتخذ بعضنا بعضا اربابا من دون الله)) نو له دغسی جاهلو، ټيټ خلکو سره خبری نه دي پکار، هغه څیز چی دغو ملحدانو سره سمون خوري، هغه پری کول دي، وهل دي په ډيری تیر ی توري سره)))
دعلامه تفتازاني دخبري پاي.
دوهم عالم چی پر رومي يي ددغه مذهب نیوکه کړي، دامام صاحب ابو حنیفه دمذهب دفقهی لوي عالم، غټ محدث بدر الدین العیني دي، چی پر بخاري يي هم یوه شرحه لیکلی، او هدايه شریفه يي په ۱۵ مجلدو کی شرحه کړی، چی نوم يي البنایه فی شرح الهدایة دی،
بدر الدین العیني په ۸۲۳هجري کي وفات شوۍ، او خپله يي قونيي ته سفر کړۍ، هغه ښار کوم کی چی جلال الدين زندګي کړی، او هلته ښخ دۍ، نوموړي چی کله قونيي ته سفر وکړ، نو هلته يي دمولوي دډلی خلکو سره وکتل، او مثنوي یي لاس ته راوړه، او ويي لوستله، هغه په خپل کتاب عقد الجمان فی تاریخ اهل الزمان ج۲ص۱۲۸ کی لیکلی:
((جلا ل الدین رومي، یو کتاب تالیف کړ، او دمثنوي نوم يي پری کيښود، او په دغه کتاب کی ډیر هغه څیزونه دي، چی اسلامي مطهره شرعه يي رد کوي، او دجلال الدین رومي او دهغه دکتاب په وجه ډیر خلک ګمراه شوي دي، او په ځانګري توګه دروم خلک، او دغه خلک درومي باره کی دومره صفت کوي، چی دغه صفت دوي له محمدي دین څخه، او آحمدي شرعی څخه خارجوي))).
ددنیا په تاریخ کی لوي سپه سالار یا امیر تیمورلنګ چی یو قائد وو، خو یو مثقف امیر وو، اګر چی ډیر ظالم وو، هغه هم دغه ګمراه وجودي ډله پيژندله، دغه تیمورلنګ اګر چی خپله هم پر نقشبندي طریقه وو، خو نقشبندي طریقه کی دغه وجودي عقیده نه، تیمور لنګ چی په ۸۰۷هجری کال کی وفات شوۍ دی ، دمثنوي باره کی داسی وايي: ((نږدی ده، چی له دین څخه ووځي، هغه څوک چی مثنوي کتاب وايي: ))، بیا وايي: ((زه هیڅکله په هیڅ حال دمثنوي مؤلف نه خوښوم، ځکه چی ددغه کتاب مؤلف دټولو ادیانو په صحیح والي تصریح کړي، او دا عقیده لري، چی یو دین هم پر بل دین پورته کیدلاي نشي، )) ، محترم مولانا حلیمي صاحب : فکر مو وي، چی تیمور لنګ عرب نه وو، بلکه فارسي زبان وو، بیا وايي:
((زه چی کله دقونيي ښار ته راغلم، نو هغه نږدی ملګرو چی پوهیدل، چی ځما او جلال الدین رومي سره کلکه دښمني ده، هغوي له ما څخه وغوښتل، چی دهغه قبر وران کړم، او را ويي څپړم، خو زه تیمور يم، ما سره مناسبه نه ده، چی زه دیوه مړي سره جنګ وکړم، او دځان لپاره یو عیب راجلب کړم، دهغه په راڅپړلو، بلکه زه د ژوندو سره جګړه کوم)))، او بیا يي دجلال الدین له ډلی څخه یو مرید راوغوښت، چی دجلال الدین لمسۍ وو، او ورته ويي: ویل: آیا تاسی ګډا کوۍ، ؟؟ هغه وویل هو، نو تیمور وویل: آیا تاسی مسلمانان یاست، ؟؟ نو هغه وویل : هو، نو تیمور ورته وویلک: نو څنګه تاسی دخدایۍ دعوی کوۍ، نو کله چی دغه کس پوه شو، چی زه دیوه هلاکووونکۍ، ظالم امیر تر مخي یم، نو دغسی خبري څخه انکاري شو، او دغه کار ددوي عقیده وي کار دی، چی دخطر په وخت کی تقیه وکړي، او خپل سر پټ وساتي، تر څو نور خلک پری پوه نشي، او ددغه سریت وعده پیر له خپل مرید څخه دلاسنیوي حالت کی اخلی، حلاج چی کله دغه سر ښکاره کړ، نو امیر دوخت ونیو، او په دار يي کړ.
وګورۍ، : منم تیمور جهانکشا، ص۳۸۲، وص ۳۱۷، کتب خانه مستوفي، تهران، ۱۳۷۲هجري شمسي، او دغه کتاب ترکۍ ژبی ته هم ترجمه شوۍ، او دحق سوز مجله کی خپور شوۍ.۴۶-۴۷ ګڼي پوری.
نو محترم او دقدر وړ استاذ حلیمي صاحب: فکر کوم، چی دلته خبره، دعربي ثقافت، او فارسي ثقافت نه ده، ځکه چی اول ردونه پری ترکیانو کړي، او عربي علماوو دغه سړۍ او دهغه کتابونه نه پيژندل، عربي علماوو پر محيي الدین ابن عربي دمشقي باندی ردونه کړي، ځکه چی دهغه ټول تصنیفات عربي وو، او دهغه کتابونو کی دوحدة الوجود صراحت ډیر زیات دی، البته درومي کتابونو کی ډیر کوشش شوۍوۍ، چی دمحبت او عشق رنګ ورکړي، چی زه به يي انشاء الله نور هم واضح کړم،
دمثنوي کتاب اوس اوس، ایله یو معاصر عربي چی کفافي نومیږي، عربي ته ترجمه کړی، او له دغی ترجمی مخکی څخه دمناقب العارفین فارسي کتاب عربي ته ترجمه شو، او که عربو علماوو دغه کتابونه مخکی لیدلي واي، او پری پوهیدلي واي، نو ضرور به هغوي پری رد کړی وي،
حافظ سعدي، اګر چی ځيني عقیدوي خطایانی لري، خو دغه رنګ عقیده يي نه درلوده، ځکه خو چا پری تپلی هم نه ده، حافظ شیرازي دفارسی ژبی خوږ او تکړه شاعر پسی خو هم داسی څه نه دي ویل شوي،
تیمور لنګ چی يو فارسي قاید وو، هغه ولی خپله فارسي داسی تس نوسوي، فکر کوم، چی دلته خبره دثقافت نه ده، خبره دعقیدي ده،
او ددی غټ دلیل داده، چی مولانا رومي تابعداران په عربو کی تر عجمو زیات دي، عربي دولت سوریه تر ډکه ده، او همدارنګه مصر کی هم ډیر زیات دي، خو په افغانستان کي يي اتباع هم کم دي، او په ایران کي خو يي شیعه ګان بیخي مسلمان نه بولي، خو په فارسي ثقافت کی بیا پر ی افتخار کوي، همدارنګه په حافظ شیرازي او سعدي باندی افتخار کوي، خو په فارسي ثقافت کی، اما دعقیدي په ساحه کي بیا ورته کافر وايي، یو ایراني راته په مدینه منوره کي وویل، چی حافظ سعدي په ایران کي دیوه امام دځوي دقبر سره نږدي ښخ دی، نو کله چی شیعه ګان ددغه امام دځوي زیارت ته راځي، نو امام ته سلام واچوي، او دامام دځوي قبر ډیر خکلۍ جوړ دی، او پر سر يي لویه قبه ده، خو کله چی دغه زائرين پر امام سلام واچوي، نو دحافظ سعدي پر قبر لاړي توکي.
بیا هم دا وایم: چی زه ددی مناعت نه کوم، چی څوک دی، دمثنوي څخه استفاده نه کوي، خو دغه رنګ څیزونو ته دي متوجه وي، چی ځیني نور به يي زه په راتلونکي لیکنه کی واضح کړم،
له پورتني فارسي مثنوي شعر سره دا نور مثنوي شعرونه هم یو ځاي کوم:
چون خدا اندر نیابد در عیان
نائب حقند این پیغمبران
نی غلظ ګفتم که نائب یا منوب
ګر دو پنداری خطا آید نه خوب
محترم حلیمي صاحب: تاسی دغه پورتنۍ شعر څنګه ترجمه کوۍ.
تاسی دجلال الدین رومي دځوي داشعر څنګه ژباړۍ، چی په ترکي ژبه يي ویلۍ دی:
بن بیلمز ایدم کیزلي عیان هب سن ایمشسک
تنلرده وجانلرده نهان هب سن ایمشسک
سندن بوجهان ایجره نشان ایستر ایدم بن
آخر بوني بیلدم که جهان هب سن ایمشسک
معنی یي داده: زه نه پوهیدم اۍ خدایه، چی ته هغه څیز يي چی سترګو ته ښکاره کیږي، او له سترګو څخه پټیږي، او نه پوهیدم چی ته هغه څوک يي چی په جسمونو او روحونو کی پټ يي، ما په دی دنیا کی داسی یو اثر لټولو، چی تاپری پیدا کړم، خو په اخیر کي پوه شوم، چی داټوله نړۍ ته يي.
درومي همدغه ځوي داسی په فارسي ژبه وايي:
از احمد تا احد بسی نیست
احمد احد است ومیم بردار
ځما په ذهن ، مطلب يي دادی: داحمد او د احد ترمنځ هیڅ لریوالۍ نشته، دمیم حرف له مینځه لیری کړه، او پوه به شي، چی دغه احمد احد دی،
ن
نو تاسی يي څنګه ژباړۍ،
جلال الدین رومي بیا په مثنوي کی وایي:
در بشر روبوش کرده است آفتاب
فهم کن والله اعلم بالصواب.
ځما دذهن ژباړه: د احدیت لمر ځان دبشریت په نقاب کی پټ کړۍ، (یعنی خداي ځان په بشر کی پټ کړۍ) نو پدغی پوه شه، او خداي ښه پوهيږي.
ستاسی ددغه پورتنۍ شعر په اړه څه ژباړه ده.
سپه سالار بیا له هغه څخه دا بیتونه رانقل کړي، چی الله ته داسی خطاب کوي:
خار پاي من منم خود راز خود فارغ کنم
تادويي یکسو شود هم من تو کردم هم تومن.
با تو نشینم بکام خویشتن بی خو یشتن
تامرا سوادی تو خالی نکر دانداز من
جلال الدین رومي بیا دا اجازه نه ده ورکړی، چی دهغه مذهب وحدة الوجود دی، پر حلول تفسیر شي، ځکه حلول ددی معنا چی یو څیز په بلکه حل شي، لکه مالګه چی اوبو حل کیږي، خو بیا يي هم دجدایۍ امکان وي، او وحدة الوجود دا معنی ده، چی همدغه یو وجود دی، او دغه وجود خداي دی، بل هیڅ وجود له دی څخه بغیر نشته، ځکه خو وایي:
((اتحاد، حلول ، نیست، نابودن تست، )) دا خبره تری دشفیق جان په نوم مؤلف په خپل کتا ب ترجمة المثنوي کی رانقل کړي، ص۱۴۰، ۱۴۱،
دجلال الدین رومي، او ابن عربي، او ابن الفارض ټولو یوه عقیده لرله، خو دجلال الدین رومي کمال په دی کی وو، چی هغه دغی عقیدي ډیر ښکلی رنګيني او زیبا جامي اچولي، ځکه چی دشعر ژبه يي تر نورو ډیره پخه وه.
في الحال دومره بس ده، او له محترم ځواکمن صاحب، او خوږ ورور صافي څخه بخښنه غواړم، چی دهغوي داشکالاتو په وړاندی زه لا بلی لیکنی ته نه یم وزګار شوۍ.
صافی
28.06.2007
ښاغلی اومحترم مولوی صاحب حلیمی ! السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته:
استاده ! په فکر اوقلم مو برکت شه زما دزړه خبره موکړی . په ریشتا چې [color=darkblue:88c0fb5923] : (( د مولانا جلال الدين بلخی اشعارو د قرآن کريم په مضامينو زينت پيدا کړی ، د قرآن او احاديثو څخه سر چشمه اخلي))[/color:88c0fb5923]
او همداراز [color=blue:88c0fb5923]((رود نيل دی ولي چه چشمه ئې له بحر څخه ده ( قرآن) نو تفسير د
قرآن هم بللی سوو ، يعني دغه مثنوي پخپله يو اجمال تفسير دی ))[/color:88c0fb5923]
حلیمی صاحب ! همداسې ده.
[color=darkblue:88c0fb5923]((هيڅ شخصيت بې دښمنه نسته ، کوچنيي خلک کوچني دښمنان او لوړ شخصيتونه
لوی دښمنان لري ٠ نو مولانا رومي هم لوی دښمنان لري ٠
مولانا په مثال د څراغ دی ٠
غل چه يو کورته د غلا له پاره ورسي ، اول څراغ وژني ، دشمني ئې د څراغ
سره ده ، ولي ! په روښنايي کښي غلا نه کيږي چه څراغ مړ سي غلا اسانه
سوه ، که مولانا اثر (مثنوي ) ژوندۍ وي نو افغانستان او ايران به ژوندي وي
بعضي عربي ملکونه کوښښ کوي چه خپل سياسي قدرت ژوندی وساتي
نو اول څراغ وژنی ، چه تاريکي جوړه کړي نو بيا زموږ کلتور غلا کوي
په ډېره اساني سره !!!!))[/color:88c0fb5923]
مولوی صاحب ! خدای مود دارینواجر نصیب کړه.
زمونږ ددروند اوګران ورور ښاغلی وهاج صافی استعداد،زیار او ځوان احساس دډیر قدر وړ دﺉ ،او ځما دورورولۍ اوفی سبیل لله یادونه ورته دا ده چې زمونږ ګران ورور دې لمړی خپل ټول حواس خپلې زدکړې ته متوجه کړي بیا په پراخه اوآرامه حوصله هر اړخیزه مطالعې ته ،بیامو خوشبخته ځوان ورورد تآلیف اوترجمې وږد وخت لري . اوس مهال چې صافی صاحب په خورا صداقت په خپله اعتراف کوي چې دوی په فارسی ژبه کې ځینې ستونزې لري دمولانای بلخ اوروم نقد ته لستوڼې بډ وهل له وخته مخکې ښکاري.
جواب
و.افغان
29.06.2007
محترم او دقدر وړ دروند ورورځواکمن صاحب:
له هر څه وړاندی په لنډ ډول سره د الله دوجود او اثبات باره کی داهل سنت والجماعت عقیدی ته اشاره کوم، چی وروسته بیا نور مذهبونه ښه واضحه شي،
ټولو محترمو لوستونکو: د صحابه کرامو، تابعینو، څلورو امامانو، ټولو سلفو، او واړه اهل سنتو دا عقیده ده، چی الله جل جلاله یو ازلي واجب الوجود ذات دۍ، نه له هغه څخه مخکی څوک وو، او نه ورسره یوځاي څوک وو، (نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: کان الله ولم یکن شیء معه) پر عرش يي استوا کړي (الرحمن علی العرش استوی)، څرنګ استوا چی دهغه له شان سره ښايي، مونږ ته يي دکیفیت هیڅ معلومات نشته، کیفیت يي له مونږ څخه مجهول دۍ، دغه الله جل جلاله له مخلوقاتو څخه جدا دۍ، نه الله جل جلاله له کوم مخلوق څخه زیګیدلۍ، او نه کوم مخلوق له هغه څخه، الله فرمايي: (( لم یلد ولم یولد)) نه الله جل جلاله د چا جز دۍ، او نه هیڅ یو مخلوق دهغه جز کیدا ي شي، دغه ټول کائينات دهغه مخلوقات دي، نه دهغه جزء،
دا په لنډه توګه، داهل سنتو او عامو ټولو مسلمانانو عقیده ده، دالله جل جلاله باره کی.
راځو نورو عقیدو ته:
ځینو بیا خداي بل رنګ تعریف کړۍ،
ځيني مذهبي ډلی دالله باره کي داتحاد عقیده لري، او اتحاد دا معنا چی لاهوت (الهی ذات) په ناسوت (انساني ذات) کی ننوتلۍ، خو دغه رنګ ننوتل بیا دجدایۍ احتمال لري، او دغه عقیده باندی نصاری دي، چی وايي: خداي په هغه عیسي چی له مریم پیدا شوۍ، له هغه سره يي اتحاد کړۍ، ځکه دا خو نشي ویلاي: چی یو خداي له ښځي پيدا شوۍ، او بیا تری وتلاي دۍ، او په دغه عقیده کی نصاري، خپل دلیلونه له انجیل څخه وړاندي کوي، او دغه قضیه په نصراني دین کي تر ټولو لویه کړکیچنه قضیه ده، چی دا يي دشرحي ځاي نه دي.
بله عقیده دحلول ده، معنا يي داده: چی خداي په مخلوق کی ځان داسی حل کړۍ، لکه بوره چی په اوبو کي حل شي،داسی حل شي، چی بیا يي دوتلو امکان نه وي، او یا دګلاپ اوبه چی په ګلاپ کی حل شوي، او دا عقیده د متطرفو صوفیانو ده، او په دی عقیده کی صوفیان ډول ډول عقیدي لري،
ځيني حلول بالکل عاموي، چی خداي په ټولو مخلوقاتو کي حل شوۍ، او یا حلول يي کړۍ، او ځيني بیا خاص خاص خلک ذکر کوي چی هغوي يي اولیاء بولي، او وايي چی الله دهغوي په جسدونو کی حلول کړۍ، او یا په هغوي کی راښکاره شوۍ، او دغه عقیده دوي په اصل کی له نصاری وو څخه اخیستي، موخه می جزئي حلول دۍ، په حلول کي دواړه څیزونه یو څیز ګرځي، او بیا يي دجدا کیدو امکان نه وي، او دغه عقیده دډیرو صوفیانو عقیده ده،
البته ځواکمن صاحب، دوحدة الوجود عقیدي شرحی ته لا نه یو رسیدلي.
لږ څه نور تفصیل په حلول کي کوم، چی وحدة الوجود بیا ښه واضح شي،
دحلولیانو یو شاعر وايي:
انا من اهوی ومن اهوی انا
نحن روحان حللنا بدنا
فاذا ابصرتنی ابصرته
واذا ابصرته ابصرتنا
ترجمه: الله ته خطاب کوي او وايي: زه هغه څوک یم چی زه ورسره عشق کوم، او هغه څوک چی زه ورسره عشق کوم،هغه زه یم، مونږ دوه روحونه یو، یو بدن کي ننوتي یو، نو کله که ماوویني، نو هغه دی ولیدلو، او کله چی هغه وويني نو مونږ دی ولیدلو.
دلته که متوجه شۍ، دوه روحه يي یاد کړي، دواړه یوځاي شوي دي، داسی یو ځاي شوی دي، چی یو یاد شي هغه بل تری خود بخوده مطرح کیږي، یا مراد کیږي.
، ځيني له دغو حلولیانو څخه حلول په ځينو اشخاصو یا اولیاوو پوری خاص کوي، لکه څنګه متطرف شیعي ډله چی خطابي نومیږي، هغوي وايي: خداي په جعفر صادق کي ننوتۍ، او بیا دشیعه ګانو بله ډله چی سبئیة نومیږي، وايي: خداي په علي رضي الله عنه کي حلول کړۍ، او همدارنګه نصیران دا عقیده لري، کوم خلک چی اوس دسوريي پادشاهي په لاس کي لري، همدرانګه درزیان، چی ځمونږ وطن کی ورته کیانیان وايي، او یا يي آغاخانیان، او اسماعلیان بولي، هغوي عقيده لري چی خداي ددوي په حاکم کی حلول کوي.
دغه خلکو ته جزئي حلولیان وایي.
خو دحلولیانو یوه بله ډله، بیا په عام حلول قائل دي، نو وايي: چی الله په هر څه څیز کی حلول کړۍ، او الله په هر ځاي کي ننوتۍ دي، او دغه خلک دیوناني طبیعي فلسفي څخه متاثر شوي، او دغه عقیده دجهمي ډلی عقیده ده، چی دهغوي یو مشر بسطامي داسی وايي: ((خداي زه یو وار اوچت کړم، او خپلی مخی ته يي ودرولم: او راته ويي ویل: اۍ ابو یزیده!!! زما مخلوق خوښوي چی تا وویني، نو ما وویل: ما پخپل وحدانیت ښایسته کړه، او خپل انانیت را واغونده، او خپل احدیت ته می پورته کړه، نو بیا چی می خلک ويني، نو واي به: چی خداي مو ولید، نو ته به هغه شي، او زه به هلته نه یم)).
محترم خوږ ځواکمنه وروره! خبره په حلول کی را څخه اوږدیږي، او وخت می ډیر تنګ دۍ، نو اوس په وحدة الوجود باندی شروع وکړم،
خو بیا هم مخکی له وحدة الوجود له شرحی څخه غواړم دوه ټکو ته اشاره وکړم:
لومړۍ ټکۍ: ستاسی دخبرو باره کی:
وحدة الوجود ستاسی له خبرو سره هیڅ تړاو نلري، یعني دوحدة الوجود دعقیدي معنا دا نه ده، چی دالله سره یوځاي یو بل څیز هم موجود وو، او نه يي دا مطلب دادی: چی الله جل جلاله دا نړۍ، له نش څخه پيدا کړۍ، په هغه لوي قدرت سره چی هغه يي خاوند دۍ، اګر که دنړۍ منځ ته راتلو له تفصیلاتو مونږ ته کوم قطعي خبر نشته، ځکه چی دغسی لوي حدث یا قطعي وحيي ته ضرورت لري، چی مونږ ته يي بیان کړي، او وحي دا مونږ ته نه دی بیان کړي، وحي دومره ویلي، چی دنیا دالله جل جلاله په کن فیکون سره پیدا شوي.
او یا یوی قطعي تجریبي څیړني ته ضرورت لري، او دا هم ناشوني ده، ځکه چی دغه څیړنه به دماضي په هکله یو نظریه جوړیږي، چی پر تجربه به نه وي ولاړه، خو که مثلا دغسی حدث دیوی قطعي تجربي په اساس داسی ثابت شي،( او زه دغه ناشوني بولم) چی دغه دنیا دیوه انفجار په اساس منځ ته راغلی، لکه ځیني ساینسدانان چی په دی نظریه دي، او دغه قضیه دذروي تجربو په اساس ثابتوي، نو لیري به نه وي، خو دغه ثبوت نه هغوي غلطه ګټه پورته کوي، ځکه پر ځاي ددی چی دهغوي دایمان دتقويي سبب شي، هغوي په دغه پوهه ځانونه له ایمان څخه په طرف دالحاد کش کوي، او ددیالکتیک وهمي نظريي هم ددغی پوهي پیداوار دۍ، خو دغه تجربه که ثابته شي، او که نه، نو ځمونږ ایمان کی کمۍ او زیاتۍ نه راځي، بلکه دا به وایو: چی دغه ددنیا انفجار هم دالله جل جلاله په قدرت منځ ته راغلۍ، او که نه نو دغه کار چا کړی، منل شوي قطعي عقلي قاعده داده: چی هیڅ یوحدث بغیر له محدثه منځ ته نه شي راتلاي.
البته دیته هم اشاره اړینه بولم، چی دعالم دحدوث نظریه دټولو فیلسوفانو نظریه وه، موخه می سقراط ، افلاطون، دۍ، خو کله چی ارسطو منځ ته راغۍ، نو هغه ددی عالم یا کون دازلیت یا قدم نظریه له ځانه سره راوړه، البته سره ددی هم دهغه دا عقیده وه، چی دغه عالم یو پیدا کوونکي لري، چی له هغه څخه يي تعبیر په علت یا سبب کاوه، او ویلي يي، چی دغه علت ازلي واجب الوجود دۍ، او دغه عالم چی دهغه معلول دۍ، هغه هم قدیم دعلت په ازلیت سره او ویل يي: چی معلول هر وخت دعلت ملزوم وي، او که ملزوم نه شي، نو علت بیا ازلي لازم نه بلل کیږي، او دلیل يي دادی، چی دنیا کی حرکت قدیم ازلي دی، او که ووایو: چی یو وخت له وختونو حرکت نه وو، نو له دی څخه دا لازمیږي چی بیخي حرکت منځ ته رانشي، ځکه که څوک ووايي چی حرکت حادث دی، او وروسته له هغي پیدا شوي، چی مخکی نه وو، نو له دی څخه دالازمیږي، چی یو مرجح سبب هلته موجود وو، چی ددغه حرکت سبب شوۍ، او له دی څخه باطل تسلسل منځ ته راځي، او حال دادی چی اولنۍ حرکت ورکونکۍ چی الله دۍ ثابت ذات دۍ، او نفس قدرت لري په حرکت ورکولو باندی، نو الله جل جلاله عالم ته وجود عطا کړۍ، لکه څنګه چی مقدمه نتیجي ته وجود ورکوي، البته په دی قضیه کي ورسره مسلمانانو علماوو ډیره مناقشه کړي، او مسلمانان علما په دي کی جانب په حق دي، او دا وايي: چی دا عالم وروسته له هغي پیدا شو، چی مخکی نه وو، نو دغه عالم محدث دۍ.
او دی مسئله کی تفصیل لوي دی، که الله وخت برابر کړ، نو تفصیل به په کي وکړم.
دوهم ټکۍ: هغه صوفیان چی اسلام ته منتسب دي، درۍ قسمه دي:
اول قسم: حقه صوفیان، چی دوي دهارون الرشید ددولت په وخت کي راپیدا شو، او سبب يي دا وو ، چی دغه وخت کی خلک ډیر مالداره شول، او دنیا ته يي مخه شوه، نو دوي دنیا پريښوده، او تقوی او عبادت ته يي مخه کړه، او دا خلک داهل سنتو صوفیان دي، ډیر پرهیزګاران وو، او دالله بهترین بندګان وو، اګر که دغه کار ددوي ښه نه وو، ځکه چی اسلام هم دین دۍ، هم دنیا، اسلام په دی قاعده ولاړ دی، چی علي رضي الله عنه په خپلی خبره کی بیان کړی، چی وايي: له آخرت لپاره دی داسی کار وکړه، لکه ته چی سبا مړ کیږي، او له دنیا لپاره دی داسی کار وکړه، لکه ته چی همیش ژوندۍ پاتی کیږي.
دوهم قسم صوفیان: دا هغه صوفیان دي، چی خپله عقیده يي دیونان په منطق او فلسفه لږه لړلی وه، کله چی دمامون الرشید په وخت کی دغه کتابونه ترجمه شول عربۍ ژبی ته، نو دهغوي عقيدي ورسره لږی زیانمني شوي، چی له دغو عقیدو څخه یو دقران دمخلوقیت عقیده وه چی معتزله وو منځ ته راوړه، دا قسم صوفیان تر اول قسمه صوفیانو ښکته وو، خو مسلمانان وو، دالله په دین او اسلام ولاړ وو، او دوحدة الوجود له عقیدي څخه بیخي لیري وو، بلکه دغه رنګ خلکو دوجوديانو مقابل کی ډير جهادونه کړي.
دریم ډله صوفیان: دغه هغه ډله ده، چی یوناني فلسفه يي پوره تر بیخه څکلی وه، او له دی سره يي هندوسي او بوذي فلسفه هم ښه تیره کړی وه، او دوحدة الوجود عقیده يي منځ ته راوړه، او دغه عقیده به يي خپل منځ کي پټه ساتله، ځکه له ښکاره کولو سره په جلتۍ تر تیغ تیریدل، او له مشرانو څخه يي یو محيي الدین ابن عربي دۍ، او عفیف التلمساني دي، او حلاج دۍ، چی دغه اخرني خپله عقیده ښکاره کړه، او دوخت له پادشاه له خوا ووژل شو.
له هغه وروسته، چا وسعه نه درلودله چی دغه عقیده ښکاره کړي، او پټ په پټه به درس کیدله، خو کله چی وار دجلال الدين راورسید، نو هغه دخپلو مخکینیو پیشوایانو عقیده بیا په خپلو ادبي اشعارو ونغاړله، او دعشق او محبت رنګ يي ورله ورکړ، خو کله کله به يي پری صراحت کاوه، چي ما پورتنیو لیکنو کی ورته اشاره کړي،
او دهغه له اشعارو څخه ځیني دادی:
دلته جلال الدین شمس تبریزي ته خطاب کوي:
شمس من وخداي من
عمر من وبقاي من
از تو بحق رسیده ام
اۍ حق حق ګذار من
چون خدا اندر نیابد در عیان
نائب حقند این پیغمبران
نی غلط ګفتم که نائب یا منوب
ګر دو پنداری خطا آید نه خوب
دجلال الدين ځوي بیا وايي:
بن بیلمز ایدم کیزلي عیان هب سن ایمشسک
تنلرده وجانلرده نهان هب سن ایمشسک
سندن بوجهان ایجره نشان ایستر ایدم بن
آخر بوني بیلدم که جهان هب سن ایمشسک
معنی یي داده: زه نه پوهیدم اۍ خدایه، چی ته هغه څیز يي چی سترګو ته ښکاره کیږي، او له سترګو څخه پټیږي، او نه پوهیدم چی ته هغه څوک يي چی په جسمونو او روحونو کی پټ يي، ما په دی دنیا کی داسی یو اثر لټولو، چی تاپری پیدا کړم، خو په اخیر کي پوه شوم، چی داټوله نړۍ ته يي.
بیا په فارسي داسی وايي:
درومي همدغه ځوي داسی په فارسي ژبه وايي:
از احمد تا احد بسی نیست
احمد احد است ومیم بردار
ځما په ذهن ، مطلب يي دادی: داحمد او د احد ترمنځ هیڅ لریوالۍ نشته، دمیم حرف له مینځه لیری کړه، او پوه به شي، چی دغه احمد احد دی،
او جلال الدین رومي بیا په مثنوي کی وایي:
در بشر روبوش کرده است آفتاب
فهم کن والله اعلم بالصواب.
ځما دذهن ژباړه: د احدیت لمر ځان دبشریت په نقاب کی پټ کړۍ، (یعنی خداي ځان په بشر کی پټ کړۍ) نو پدغی پوه شه، او خداي ښه پوهيږي.
سپه سالار بیا له هغه څخه دا بیتونه رانقل کړي، چی الله ته داسی خطاب کوي:
خار پاي من منم خود راز خود فارغ کنم
تادويي یکسو شود هم من تو کردم هم تومن.
با تو نشینم بکام خویشتن بی خو یشتن
تامرا سوادی تو خالی نکر دانداز من
جلال الدین رومي بیا دا اجازه نه ده ورکړی، چی دهغه مذهب وحدة الوجود دی، پر حلول تفسیر شي، ځکه حلول ددی معنا چی یو څیز په بلکه حل شي، لکه مالګه چی اوبو حل کیږي، خو بیا يي هم دجدایۍ امکان وي، او وحدة الوجود دا معنی ده، چی همدغه یو وجود دی، او دغه وجود خداي دی، بل هیڅ وجود له دی څخه بغیر نشته، ځکه خو وایي:
((اتحاد، حلول ، نیست، نابودن تست، )) دا خبره تری دشفیق جان په نوم مؤلف په خپل کتا ب ترجمة المثنوي کی رانقل کړي، ص۱۴۰، ۱۴۱،
او ځما مطلب له دغو څیړنو چی ما رواني کړي، دغه دریمه ډله دصوفیانو ده، البته دا هم وایم، چی ددغی ډلی ټول پیروانان لا پوره په دغه عقیده پوه نه وي، بلکه ددوي دغه رنګ تصوف څو مرتبی لري، چی زه به يي آخر کی بیان کړم، او ترڅو چی صوفي دغی آخری مرتبی ته رسیږي، نو وخت په کی لګیږي.
نو اوس راځم، چی وحدة الوجود څه شيء دۍ؟؟ کوم باندی چی مو ستاسی سر درخوږ کړ،
نو وایم:
محترم او دقدر وړ خوږ ورور ځواکمن صاحب:
دوحدة الوجود عقیده، تر نورو ټولو ګنده وو عقیدو یو ګنده ترینه عقیده ده، چی حتی یهود او نصاری يي هم نه مني:
معني يي داده: نشته هیڅ څیز مګر خداي، او هر څه چی ته په سترګو ویني هغه دخداي تمثیل کوي، دمخلوق او خالق تر منځ هيڅ جدايي نشته، دغه دواړه یو واحد دۍ، او ددغو ټولو کائناتو وجود عینی دخداي وجود دۍ، بغیر له خدايه بل هیڅ شیء په دی کون کی وجود نلري، او په قطعي طور سره بغیر له خداي څخه نو هیڅ شیء نشته، او دا فکره یو هندویزمه، بوذۍ،مجوسۍ فکره ده.
او دا هغه عقیده ده، چی دابن عربي مذهب پری ولاړ دۍ، هغه وايي: پاکی ده هغه چا لره چی دا مخلوقات يي پیدا کړي، او دغه مخلوقات همدغه خداي دی. بیا په تاویل سره په ځينو قرآنی آیتونو استدلال کوي، چی له هغه آیتونو څخه ځیني دادی:
(ووجد الله عنده) (یجد الله غفورا رحیما) او په ځینو موضوعي حدیثو يي استدلال کړۍ، چي وایي: ((من عرف نفسه، فقد عرف ربه)).
او دغه دالحادي مفکوري ډلي بیا په دوه قسمه تقسمیږي:
اول قسم: دا خلک وايي، چی خداي روح دۍ، او دا نړۍ ددغه روح لپاره جسد دۍ، نو کله چی انسان ډیر پاک شي، نو ددغه روح سره یوځاي شي، یعني دخداي سره.
دوهم قسم: دا ډله وايي: دغه ټول موجودات یو خداي دی، او هیڅ څیز کوم حقیقت نه لري، بلکه هیڅ وجود نشته، بغیر دالله له وجود څخه، په بل عبارت، خداي په هر څیز کی تجلي کړی، ځکه چی خداي ددغه ټولو موجوداتو اساس دۍ، نو دغه ټول موجودات د عدم په حکم کي دي، او حقیقي وجود خدايي وجود دۍ، چی دغه ټول څیزونه تری عبارت دۍ، یعني که دغه ټول څیزونه مختلف ښکاري، حقیقت کي ټول یو دي، او دغه یو حقیقت او اصل په مختلفو څیرو په مختلفو څیزونو کی ښکاري، چی همدغه خداي دی.
ځکه نو ټولی عقیدي په دی نړۍ کی په حقه دي، ددغه ټولو عقیدو منځ کی هیڅ توپير نشته، بلکه ټول دینونه یوی عقیدي ته رجوع کوي، ځکه چی ټول دهغه یوه وجود چی خداي دی، دهغه عبادت کوي، نو فرق نه کوي، چی که څوک دسپی عبادت وکړي، او که دبت، او که دانسان، او داسي يي درواخله..
او دغی ګډی وډی عقیدی ځينی مسلمانان ډیر بد حالت ته ورسول، او په دی يي قانع کړل چی له جهاده لاس واخلي، بلکه پردی سربیره څنګه چی دغسی خلکو لپاره په اسلامي ټولنه کی ځاي نه وو، او نشو يي کولاي چی خپله عقیده ښکاره کړي، نو ددی لپاره به همیشه دکافرو په صف کي ودریدل، او دهغوي سره په په پټه مرسته کوله، چی یو له هغوي خلکو څخه جلال الدين رومي وو، چی له مغولیانو سره يي په پټه مرسته کوله، او خطونه يي ورلیږل، بلکه خپل یوځوي چی علاء الدين نومیده، له هغه څخه يي بیزاري اعلان کړه، ځکه هغه دمغولو په ضد جهاد ته تللۍ وو، او کله چی شهید شو، په هغه يي لمونځ هم ونکړ، او دهغه دغه ځوي په یوه شرعي مدرسه کي استاذ وو، او دخپل پلار مخالف وو، مهمه داده: چی کله بغداد په ۶۵۶ کال کی سقوط وکړ، رومي دبغداد پر سقوط پردغي لويي فاجعي یوه اوښکه هم تویه نه کړه، او نه يي پری یو شعر ولیکه.....
خبره اوږديږي راځو خپلی مقصد ته:
نو ددغه ګمراه عقیدي له وجهی، مونږ ګورو چی مستشرقینو دصوفیانو دغه برخه ډیره زیاته تر څیړنی لاندی نیولی ده، ځکه دغه عقیده کولاي شي، چی مسلمانان مشغول کړي، سره جدا شي، او ځکه چی هغوي په دغه عقیده کی داسی څه پیدا کړل ، چي پواسطه يي کولاي شي، چی الحاد خور کړي، پيغمبرۍ څخه انکار رامنځ ته کړي، شرعي تکالیف او مسؤولیتونه له مینځه بوځي، او دټولو دینونو یووالي ته دعوت وکړي، او ټول دینونه ولو که هر څنګه وي تصویب کړي، ولو که دغه دین عبارت دتیږي او ونې له عبادت څخه وي.
اګر که بیا ځیني مستشرقینو لکه نیلکسون او داسی نور چی زه به يي په راتلونکی لیکنه کي واضح کړم، دغه رنګ فکر غندلۍ، ځکه دغه فکر دهغوي ددین جرړه هم وباسي، خو مقابل کي يي هغه الحادي فکره غربیان بیا کوښښ کوي، چی دغه فکر خور کړي، ځکه خو دجلال الدين رومي داعزاز لپاره وخت په وخت کانفرانسونه جوړوي.
خو واقع داده: چی یو مسلمان هم په دی کی شک نه کوي، چی څوک دغه عقیده ولري، نو هغه کافر، مرتد، دۍ، او داسلام علماوو چی کله په متطرف صوفیانو دکفر او زندقت حکم کړۍ، نو موخه يي دغه اتحادیان، حلولیان، او وجودیان دي، بلکه علماوو هغه چاته هم کافر ويلي، څوک چی دغی عقیدي ته کفر نه وايي.
ځکه خو علامه ابن تیمیة رحمه الله وايي: ((بيشکه ددغو خلکو کفر، له یهودو، نصاری وو، او دمکی له مشرکانو له کفر څخه ډیر لوي دی)).
ددغو وجودیانو له مشرانو څخه یو، ابن الفارض هم وو، مخکی له دی څخه چی په هغه خبری وکړم، یوه یادونه کوم محترم مولانا حلیمي صاحب ته!! او هغه دا چی درومي په قضیه کی، او هغی ته ورته قضیو کی ثقافتي مسئله مطرح نه ده، که نه دغو وجودیانو لکه ابن عربي، ابن سبعین، ابن الفارض باندی چی اهل سنتو ردونه کړي، او له اسلامه يي ویستلي، دغه ټول خلک عرب وو، او دعربي ژبی ادیبان وو، نو که هغوي دثقافت مسئله په نظر کی نیوله، نو بیا به يي په هغوي رد نه کاوه، خو دعقیدي خبره تر هر څه اوچته ده........
عقیده تر هرڅه زیاته قیمتي ده، حق تر هرچا لوړ دۍ.
راځم ابن الفارض وجودي ته، دۍ په خپله وجودي عقیده کی دی حد ته رسیدلۍ وو، چی ویل به يي: هر څیز خداي دی، او خداي دهر څیز عین ذات دی، او خپل ځان به يي یادوه، چی دۍ همدغه خداي دی، او همدۍ دخداي تمثیل کوي.
همدارنګه ابن عربي، ددوي له لویو استاذانو څخه دۍ، هغه وايي:
عقد الخلائق فی الاله عقائدا
وانا اعتقدت جمیع ما اعتقدوه.
ترجمه: خلکو قسم قسم عقیدي په خداي کي ولرلي، او زه ددغه ټولو عقیدو معتقد یم.
معنا: ټولی صحیح دي.
او بل ځاي کی وايي:
العبد رب والرب عبد
یالیت شعري من المکلف
ان قلت عبد فذاک رب
او قلت رب فانی یکلف
ترجمه: بنده خداي دی، او خداي بنده دی، نو کاشکي چی زه پوه شم، چی مکلف په احکامو څوک دۍ، که ووايي: چی بنده دۍ، نو هغه بنده رب دۍ، او که ووايي: چی رب دۍ، نو رب څرنګه مکلف کړاي شي؟؟؟
او دغه رنګی، ډیر نور اقوال لري، چی په خپل کتاب فصوص الحکم، او الفتوحات المکیة کي يي ذکر کړي، او په دغه اقوالو کي يي دخالق او مخلوق فرق له مینځه لیري کړی.
او ابن الفارض خو بیا وايي: هر عبادت چی دنیا کي کیږي، هغه ټول خداي ته کیږي، او بیا وايي: ځما او دالله ترمنځ هیڅ فرق نشته، زه هغه یم، او هغه زه یم.
بیا وايي: ما په خپل نفس کي هغه ملائکي کی ولیدلی، چی ځما مظهر ته يی سجده کوله، نو زه په حقیقت پوه شولم، چی زه په هغه سجده چی ادم ته مي کوله، هغه سجده یم، او ملائکي ما ته سجده کوي، او ملائکه ځما له صفاتو څخه یو صفت دۍ، نو سجده کوونکۍ ځما یو صفت دۍ، چی ځما ذات ته سجده کوي))!!
خبره نوره په دغو خبرو نقلولو اوږدیږي،
خو اوس به لنډ ډول دتوحید هغه مرتبو ته راشو، چی صوفیانو وضع کړي
چی لومړۍ مرتبه يي داده: چی مسلمان په خپل زړه دالله دوحدانیت دلفظ تصدیق وکړي، لکه څنګه چی عام مسلمانان يي تصدیق کوي، او دا عقیده دعوامو ده، (((یعني دمسلمانانو صحيح عقیدی ته دعوامو عقیده وايي))
دوهمه مرتبه: دکشف له لیاري دحق نور او رڼا وويني، دا هغه وخت چی سړۍ په صوفیت کي لږ پوخ شي، نو دۍ دغه حالت کی له مقربینو څخه شي، ډیر څیزونه ویني، خو دغه ټول څیزونه سره له کثرته په دی عقیده ويني، چی دغه ټول دخداي څخه صادریږي، ((فکر مو وي ورونو، ځمونږ په اسلامي شرعه کی واضح احکام دي، کشف نشته، او نه کشف دلیل جوړیداي شي، بیا به هر څوک دکشفیاتو دعوی لري، لکه اوس يي چی تاسی وینۍ))
بله مرتبه چی تر ټولو خطرناکه او دصوفیانو په نیز تر ټولو لوړه مرتبه ده، او دتوحید څوکه ده، هغه داده، چی په ټول وجود کي انسان فقط یو وجود وویني، دخالق او مخلوق فرق په کښي ونه شي، او دغی مرتبي ته صوفیان یا وجودیان په توحید کي فنا کیدل وايي، ځکه چی انسان په دغه حالت له یو څخه بغیر بل هیڅ نه ویني، حتی خپل ځان هم نه ویني، بلکه دده ځان دخداي یو جز ګرځيدلي وي، او کله چی خپل نفس ونه ويني، نو دۍ په توحید کی ښه مستغرق دۍ، او ځان يي په کي فاني کړۍ، ځان يي له خپل ځان دلیدلو، او نورو خلقو له لیدلو فنا کړۍ، ځکه حقیقت کي دغه ټول یو وجود دۍ،
خو سوال دادۍ: چی آیا پیغمبر، او دهغه صحابه کرامو داسی عقیده لرله؟؟؟ او یا دغه وجودیان له هغوي څخه هم په توحید کي مخکي دي، ؟؟؟ حقیقت دادی چی دوي ملحدان دي، زنادقه دي، ولو که دوي خپل ولیان له پیغمبرانو جیګ ګڼي، او حتی خپل ځانونه او خپل پیران خدایان ګڼي، او دیته په توحید کی فنا کیدل وايي.!!!!!!!
خو کوم سلیم منطق به دا چټیات ومني؟؟؟!!!!.
فی الحال به همدومره کافي وي،
او له خوږ ورور صافی سره ځانګړۍ مجلس لرم، خو مخکی له مخکی تری هیله کوم، چی له عامو خبرو تیر او دبحث میدان ته راشي، او داشخاصو تقدیس پریږدي، او هغه اویا کلنه پرده چي دۍ وايي، چی ځما او دجلال الدين بلخي تر منځ ده، له مخه لیري کړي، ځکه چی ځمونږ مقدس مصادر معلوم دي، قران دی، حدیث دی، دصحابه کرامو، تابعینو، او مشهور څلوو امامانو، او دهغوي همعصره امامانو عقیده ده، چی مونږ هم دهغوي په لاره روان یو، او دهغوي دلاری دعوی لرو، او حق تر هرچا ډیر لوړ او قیمتي دي، اشخاص په حق پیژندل کیږي، نه حق په اشخاصو، ما چی کوم څه ویلي دي، والله که مي له ځانه ویلي دي، ما له برجسته علماوو څخه نقل کړی، له فقهاوو څخه می نقل کړۍ دۍ، او رومي خو چی ډير لوړ شي، نو یو شاعر او ادیب دۍ، نه عالم دی ، نه فقیه، دا خبره هغه وخت کي چی دهغه وحدة الوجود عقیده هم بیخي شاته وغورځوو.
جواب
و.افغان
29.06.2007
[quote:089aba129b="صافی"]
زمونږ ددروند اوګران ورور استعداد،زیار او ځوان احساس دډیر قدر وړ دﺉ ،او ځما دورورولۍ اوفی سبیل لله یادونه ورته دا ده چې زمونږ ګران ورور دې لمړی خپل ټول حواس خپلې زدکړې ته متوجه کړي بیا په پراخه اوآرامه حوصله هر اړخیزه مطالعې ته ،بیامو خوشبخته ځوان ورورد تآلیف اوترجمې وږد وخت لري . اوس مهال چې صافی صاحب په خورا صداقت په خپله اعتراف کوي چې دوی په فارسی ژبه کې ځینې ستونزې لري دمولانای بلخ اوروم نقد ته لستوڼې بډ وهل له وخته مخکې ښکاري.[/quote:089aba129b]
ډیر محترم، او خوږ ورور صافی ته دزړه له کومي سلامونه تقدیموم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:
محترما: لومړۍ له تاسی څخه ډیره مننه کوم، چی دغه قیمتي نصیحت مو ماته تقدیم کړ، او بیا درته وایم، چی ډیر راباندی ګران يي،
خو خبره دبحث او دحق لټونې ده، دلته به داشخاصو لپاره تعصبات یو طرف ته پریږدو، او حق ته په غاړه ږدو، موضوعي څیړنه به کوو، ځکه کله چی مونږ یو فرد ته ددی وخت ورکول کیږي، چی دپیغمبر صلی الله علیه وسلم باره کی نقاش وکړي، او بیا دغه حق درومي باره کی نه ورکول کیږي، دا خو انصاف نه دی، او که درومي عقیده تر هغه پوری ځانګړی وه، نو بیا به مو هم څه نه وو ویلي، خو خبره داده چی دهغه ضرر متعدي دۍ،
خو که ته په دغه طریقه جلال الدین بلخي ته او یا نورو ته نظر کوي، لکه چی وایۍ: ځما او دهغه تر منځ اویا کاله دي، نو بیا درته وایم: چی ستاسی او دهغه تر منځ که ووایۍ اوه سوه کاله دي، هم کم به وي، او دا هم درته ویلی شم: چی قرآن الهي کلام تر هغه ډیر افصح دۍ، نو بیا داسي وبوله: چی ځمونږ او ددغه قرآن تر منځ اوه زره کاله دي چی پری پوه شو، او یا تردی هم زیات، خو الله جل جلاله فرمايي: ((ولقد یسرنا القرآن للذکر فهل من مدکر))، او دقرآن باره کي یو شاعر وايي:
جمیع العلم فی القرآن لکن تقاصر عنه افهام الرجال.
خو سره له دی قرآن یو ډیر آسان کتاب دۍ، هم په حفظ کی، هم په فهم کی، په آسانه تری مطلب آخیستل کیداي شي، هر څه په کي واضح دي، عقیده، دین، احکام ټول په کی واضح دي،
زه چی دجلال الدین باره کي کومی فیصلی ته رسیدلی یم، له بحث څخه وروسته رسیدلی یم، څیړنه می کړي، او دخپلي څیړنی ټول دلائل می ستاسی مخی ته ایښي، تاسی داسی وکړۍ، چی دغه دلائل په معقوله طریقه رد کړۍ، او ماته قناعت راکړۍ، چی تر څو زه له خپلی خبری وګرځم، او که نه نو دغه ځما عقیده ده، هر ځاي کي به يي خلکو ته بیانوم، هیله کوم، چی تاسی دغه اویا کلنه پرده لیري کړۍ، امور ټول واضح دي، دومره لری يي چی تاسی تصور کوي، هغه سی نه ده، تر دی وروسته که تاسی ما ته وچککرۍ ووايۍ، نو زه پری هیڅ نه خفه کیږم، بلکه له دی څخه ډیری سختی کلمی هم تیرولۍ شوم، دغسی زما په زړه کی هم جلال الدین رومي ځاي درلود، او ځما والد هر وخت راته دمثنوي څخه اشعار ویل، چی ډیر برخه اشعار يي هغه ته یاد وو، او دپاکستان په مدرسو کي هم دغه نوم سره اشنا ووم، مولانا يی روم به يي بللو.
خو حق هیڅکله په اشخاصو نه پيژندل کیږي، بلکه اشخاص په حق پیژندل کیږي،
تاسی ویلي وو، چی شمس تبریزي یو خیالي شخص وو، خو که تاسی تاریخ ته مراجعه وکړۍ، دجلال الدین رومي دشاګردانو او مریدانو کتابونه وګورۍ، چی هغوي په تفصیل سره دشمس تبریزي دژوند شیبیی لیکلي، او تفصیلي قیصي يي وړاندی کړي، او همدغه ګمراه ځان سره دغه سوغات (موخه می وحدة الوجود ده) درومي لپاره راوړو.
چی کله شمس تبریزي درومي سره ملاقات وشوه، څلويښت شپي يي سره په خلوت کی تیری کړي، او په دغو شپو بغیر له صلاح الدين زرکوب څخه ، چی درومي داسرارو سړۍ وو، په هغوي له هغه څخه بغیر نور هیڅوک نه شو ورنوتلاي، بیا څنګه شمس تبریزي ته خلک په غوصه شول؟؟؟، او څنګه وشړل شو؟؟، او څنګه بیا راغۍ؟؟؟، چی بیا په آخر کی دجلال الدین رومي دځوي بهاء الدین مجاهد ځوان او دهغه دملګرو په لاس ووژل شو، او کوهي ته وغورځول شو، او له هغه وروسته رومي په چغو او ژړا وخت تیراوه، او د شعر چیني په کښی وخوټیدي.
لدی وروسته یو سوال لرم، هغه دا چی: غربیان او بالخصوص مستشرقین ولی درومي ډیر زیات تقدیر کوي، اودهغه په نوم کانفرانسونه جوړوي، اوځيني څیړني يي دهغه او دهغه دتصوف باره کی خاص کړي دي، ددی علت څه شي دی؟؟؟
قانع جوا ب غواړم؟
یو نیم کال مخکی دیوه سبب له وجهی دی ته وهڅولم چی درومي باره کی یو څه ولولم، خو کله چی می شروع وکړه، نو اول نظر ځما درومي دمثنوي په مقدمي ولګید، چی ځما په ستوني کي يي لاړی وچی کړی، هغه الفاظ چی ده دخپل کتاب په هکله استعمال کړي وو، هغه ځانګړي دقرآن صفات دي او دقرآن لپاره خاص دي، او دبل یو کتاب صفات هم نشي کیداي، ځکه نو دغی مقدمی نور دیته وهڅولم چی درومي باره کی خپل معلومات پراخه کړم، چی آخر نتیجه يي دا شوه، چی زه ورته ورسیدم، اوس هم له ما سره داسی نور ډیر معلومات شته چی په لیکلو يي ستړۍ کیږم، هغه ترخه حقایق دي، چی درومي معتقدين به يي هیڅکله په آسانه قبول نه کړي.
او الله جل جلاله هر څه ویني، چی دغه خبری مي نه له چا زده کړي، او نه چا راښودلي، او نه ځمونږ درسي نظام کی شته، او که نه، نو تاسي دغه درسی نظام دانترنټ په پاڼه کي کتلاي شۍ ، خو خبره داده، چی زه خپلی مطالعي دغی نتیجي ته ورسولم،کومه چی ما سره له دلائلو ستاسی مخی ته کيښوده، که اعتراض پری لرۍ، نو هیله کوم، چی له اعتراض سره دلیل وړاندی کړۍ، او مجرد دهغه صفت کول، او یا دهغه په الفاظو او سیرت ځان ناګهاره اچول انصاف نه دۍ، ما په خپله لیکنه کی دهغه دشخص محوه کول مقصد نه دۍ، بلکه دهغه دخطرناکی نظريي ښکاره کول مقصد دۍ، چی نور خلک پری ونه غولیږي، خو که څوک بیا فارسي ادب تری زده کوي، زده دی کړي، او دغه څیزونو ته دی متوجه وي، او هیله لرم چی بیا په دغو پورتنیو معلوماتو کی خپل فکر وسنجوۍ، او درومي عظمت او لویوالي یو طرف ته کیږدۍ، موضوعي نظر باندی وګورۍ، بیا وروسته فیصله وکړۍ، او هغه عقل چی الله پاک تاسی ته حق او باطل ترمنځ دتوپير لپاره درکړۍ،هغه مه معطلوۍ، خو که بیاهم هغه خپلی مخکینۍ نظريي ته ورسیدۍ، نو زما په تاسی باندی په یوه حالت کی هم جبر نشته، زه دهغه څه اعتقاد لرم، په کوم څیز چی یقین لرم، او دکوم څیز ځواب چی زه دقیامت په ورځ ورکولاي شم، خو زمونږ او ستاسی تر منځ دا بس ده، چی مونږ خپله له دغی ګنده عقیده څخه الله جل جلاله په امان کي ساتلي یو، دغه دالله لوي فضل دۍ.
ستاسی ورور : وهاج ساپی
larghonay1
10.07.2007
ډېر ښه علمي بحث ؤ وهاج صيب ته دې خېر يوسي چې په علمي او منطقي توګه يې بحث وكړو .
د جلال الدين بلخي شاعري رښتيا چې پخه او له قران او حديثو اخيستل شوې خو دا چې د الله كتاب نه دى بلكې د بلخي كتاب دى نوتېروتنې به خامخا په كې وي او بله دا چې هغه شكونه چې مولانا وهاج كړي دي هغه هم تر ډېره دغور وړ دي كيداى شي جلال الدين بلخي د هايولايي ګروهې څښتن وي خو په هر حال كه مثنوي ته وكتل شي نو له كمزورو اړخونو يې ښه زيات دي.او د كمزورتيا لامل يې دا هم كيداى شي چې مولانا ديني عالم نه ؤ نو كيداى شي له ځينو حديثونو يې غلط تعبير كړى وي يا دا چې د وهاج صيب خبره ګروه يې همغسې وه.
خو د مولانا بلخي د شخصيت په اړه كه ووايم نو د هغه شخصيت د هغه كورنۍ ته هم د منلو وړ نه ؤ ځكه چې په يوه تياره كوټه كې به د څو شپو او ورځو له پاره د شمس سره پروت ؤ. په همدې خو يې له خپلې كورنۍ سره اړيكې ختمې شوې وې. په همدې لامل يې كورۍ د ده مخالفه شوه او حتى خبره تر دې ورسېده چې شمس دمولانا بلخي د كورنۍ له خوا ووژل شو.
مولانا د يوې قاتلې كورنۍ سره تړاو لري نو ويلى شو چې د مولانا شخصيت د تاييد وړ نه دى خو د ده شعر او شاعري او پاړسي ادب ته خدمت په رښتيا چې د ستايلو دى او بايد پاړسيوانان پرې ووياړي.