نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دجلال الدین بلخی رومي اصلي بڼه او څیره وپیژنۍ
و.افغان
21.06.2007
[size=18:90eeb345e6]http://www.tolafghan.com/elamia/khabarthia.php?id=7095
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه.
محترمو ورونو:
ډیر ځلی مونږ دډیرو څیرو تقدیر او اجلال کوو، خو ددغو څیرو له حقیقت څخه مونږ بی خبره یو، یو له دغو څیرو څخه دجلال الدین رومي څیره ده.
ټول افغان په لومړي مخ کی دجلال الدین رومي بلخي په باره کی دغی پورتنۍ خبرتیا زه دیته وهڅولم چی محترمو مسلمانو ورونو ته ددغه شخصیت او دهغه د اتباعو حقیقی څیره ورپه ګوتو کړم.
مخکی له دی چی جلال الدین رومی باره کی وغږیږم اړین بولم، چی دوه ټکی واضح کړم:
[color=red:90eeb345e6]لمړۍ ټکی: الله شاهد دۍ، چی زما دغه لیکنه د تعصب پر بنا نه ده، او نه زه دفارسی[/color:90eeb345e6] ژبی سره تعصب لرم، او نه کومی بلی ژبی سره تعصب لرم، خو دا وایم چه: دهر چاي ځاي باید معلوم وي، ملا پر خپل ځاي، ډاکټر په خپل ځاي، شاعر په خپل ځاي، ملا هیڅکله ځمونږ دپښتنی ژبی لپاره پيشوا یا نمونه کیداي نشي، مګر هغه حالت کیداي شی چی دژبپوهني تخصص هم ولري، همدارنګه شاعر ځمونږ دینی پیشوا نه شی جوړیداي، له هغه څخه مونږ ژبه فرهنګ، او ادب زده کولاي شو، خو هغه هیڅکله دیني منبع یا مصدر نشي جوړیداي، مګر له هغه مخکیني قید سره،
محترمو ورونو! هر انسان بد لري او ښه لري، مونږ باید دهغه له ښو څخه ګټه پورته کړ، او د بدو پیروي یی ونه کړو، څنګه چی جلال الدین رومي یو زندیق او بي دینه شخصیت تیر شوۍ، خو هغه ډیر یو ښکلی فارسی ژبی شاعر وو، همدارنګه مونږ پښتو هم داسی شاعران لرو، چی ښه کره شاعران دي، او دپښتو ژبی لپاره یی ډیر چوپړ وهلۍ،هلی ځلی يي کړي، خو عین حال لوي بي دینه وي، یو له هغوي څخه د مثال په ډول غني خان دي، چی ځيني شعرونو کی يي ډیری ګډی وډی ویلی دي، او نور مثالونه هم لرو،
مقصد می دادی، دین له ملا څخه واخله، ژبه له شاعر او ادیب څخه واخله، اینجینری له اینجینر څخه زده کړه،طبابت له ډاکټر څخه یاد کړه، داخو به ډیر ظلم وي چی عقیده له شاعر څخه واخلی، او ژپه له ملا څخه واخلی، ډاکټري له انجینر څخه واخلی، انجینري له ډم څخه واخلی.
دلته هغه د پښتو متل را یادیږي چه وايي:
نیمچه ډاکتر دمرګ خطر دی، او نیمچه ملا ددین خطر دی.
دوهم ټکۍ: ځمونږ مسلمانانو د الله جل جلاله باره کی دا عقیده ده: چی الله جل جلاله پر عرش استواء کړی، څرنګه استوا او قرار چی دهغه له شان سره مناسب دی، مونږ ته ددغی استوا د کیفیت علم نشته، الله جل جلاله فرمايي: الرحمن علی العرش استوی
الله جل جلاله له خپلو مخلوقاتو جدا دۍ، ځکه نه دۍ له چا څخه پیدا شوۍ، او نه له ده څخه څوک پیدا شوي،
الله جل جلاله فرمايي: لم یلد ولم یولد.
ټول کائینات د الله جل جلاله مخلوقات دي، انسانان دهغه بندګان دي، او ټول مخلوقات هغه ته په بندګۍ قائل دي، او هیڅ یو مخلوق هم دهغه جزء نه دۍ، ځکه چی هغه یو بی نیازه (یعنی چاته محتاج نه دی) رب دی.
فکر کوم چی دومره خبره ددوهم ټکی لپاره کفایت کوي.
بیا وایم:
جلال الدین رومي یو فارسي ژبی شاعر دی چی په 672 هجري کی وفات شوی، او د قونیي په ښار کی ښخ دۍ، دۍ دیوی صوفي طریقی بنسټکیښودونکۍ دی چی هغی طریقی ته مولویت وایي، او دغه طریقه په ترکیه، سوریه، افغانستان او نورو ختیځي وطنونو کي وده پیدا کړی وه، او اوس هم وجود لري.
متاسفانه چی مونږ دمولوي کلمه استعمالوو خو له اصل څخه یی خبر نه یو، ددغی کلمی استعمال ددغی ډلی له پیدا کیدلو وروسته رواج شوی، نو زه وایم: چی ښه به دا وي، چی دمولوی د کلمی په ځاي، ملا او یا مولانا استعمال کړو، او یا داسی بله د احترام کلمه چی کله مونږ له مشرانو عالمانو سره غږیږو، او بده به نه وي که دپښتو پړانګان په پښتو ژبه کی ورته یوه ښکلی مناسبه کلمه پیدا کړي.
دغه دمولویت ډله دذکر په وخت کی ګډا او ټنګ ټکور سره خپل محفلونه هم تودوي، کله کله په کی دلیونتوب حالت ته ورسیږي، بیا په ځان نه پوهیږي، او کله خو بیا مسجد هم دډیرو بی اختیاره ټوپونو له وجهی دښکلیو خوشبویو وګمو سره مخ په سر کړي، او اوس هم ډیر مریدان او پیران لری، راځو ددوي عقیدی او فکر ته، چی آیا دغه ډله رښتیا هم یو اسلام پاله ډله ده، آیا دغه ډله دهغه دين معتقد دي کوم چی الله رالیږلی او که ددوي ډله او افکار دالله دحق دین سره په دښمنۍ بنا دي.
محترمو ورونو! محترمو ورونو مخکی له دی چی اصلی موضوع ته ورنوځم، وایم:
جلال الدین رومي بلخي رښتیا هم چی ښه تکړه فارسی ژبی شاعر وو، له دی څوک منکریداي نشي، خو نوموړی هیڅکله په هیڅ توګه دمسلمانانو لپاره یو ديني لارښود یا پیشوا نشي کیدلاي.
نوموړی عقیده په زندیقیت باندی بنا وه، دهغه عقیده داسلام ددین سره له ورایه متضاده ده، دغه عقیده دقرآني آیاتو او نبوي لارښوونو سره په متقابل متضاد طرف کی واقع ده،
نوموړی او دهغه مریدان او اوسني تابعداران د وحدة الوجود عقیده لري، او هغه په دی عقیده د حلاج ، ابن عربي، ابن الفارض، له پیروانو څخه دی،
وحدة الوجود دا معنا، چی داجهان، دا کون، ټول موجودات، کته پورته، ټول یو موجود دۍ، او دغه موجود خداي دی، په کل کی دغه ټول موجودات خداي تشکیلوي، او په بهر کي بیا هر موجود ځانګړيوالی اختیاروي، نو دغه مذهب والا ددی عقیده لري، که څوک دهر څه عبادت وکړی،نو هغه په حقیقت کی هغه دالله عبادت کوي، ځکه دغه ټول موجود یو کائن دی، په دی باره کی ابن عربي وايي: نه دي خنزیر او سپی مګر ځمونږ خداي.
والعیاذ بالله من ذلک.
او دخپل کتاب الفتوحات المکیة په بل ځای کی وايي: زه رب یم، او ته بنده یی، زه بنده یم، او ته رب یم، نو زه نه پوهیږم چی مکلف څوک دی،
دغه خبیث اشاره کوي چی دانسان لپاره په دی نړۍ هیڅ کوم ملزم څیزونه نشته، چی انسان باندی واجب وي، هغه ګواکی داسلام په تعلیماتو او تفصیلاتو هیڅ ایمان نلري، ګواکی وايي چی دغه تعلیمات ددغه ساده او ښکته اجزاوو لپاره دي، خو که کله دغه اجزاء پرمختګ وکړي پورته طرف ته، نو له هر رنګ قیوداتو څخه خلاصیږي.
[color=white:90eeb345e6]جلال الدین رومي وايي:
اۍ زما ځلیدونکیه نفسه، له ما مه لیري کیږه، له ما مه لیري کیږه، وګوره چی دغه پګړۍ می په خپل سر برابره کړی، وګوره د زرداشت پټۍ می تر تشو را تاوه کړی، نه بلکه ما رڼایي بار کړی، مه لیري کیږه له څخه ، مه لیري کیږه، زه مسلمان یم، خو زه نصرانی یم، براهمايي یم، زرداشتي یم، (بیا خپل نفس ته خطاب کوي) پرتا می توکل کړۍ اۍ اوچته حقه، له ما مه لیري کیږه له ما مه لیري کیږه، زما لپاره یواځي یوه عبادت خانه ده، هغه که مسجد وي، او که کلیسا وي، او که د بتانو بتخانه وي، اۍ نفسه: ستا په سخی مخ کی زما د نعمتونو غایه او هدف دی، نو له ما مه لیري کیږه، له ما لیري کیږه.[/color:90eeb345e6]
محترمو ورونو: د وحدة الوجود عقیده ټولو ادیانو ته صحیح وايي، ځکه دهغوي فلسفه دا وايي چه: ټول معبودات یا ټول هغه څه چی دهغی عبادت کیږي هغه خداي دی، او ټول څیزونه په حقیقت کی خداي دی.
[color=white:90eeb345e6]او دغه حقیقت د جلال الدین له مخکنیو خبرو له ورایه ښکاري.
[color=darkblue]بل ځاي جلال الدین رومي وايي: زه یو مجهول یم په خپل نفس کی، ما خبر کړه چی څه وکړم، نه په دی دنیا کی ځان پیژنم، او نه هغی دنیا کی، نه می په جنت کی ځاي دی، نه په دوزخ کی، نه می له آدم (زه وایم: علیه السلام) څخه خپل نسبت اخيستي، بلکه ما خپل نسبت له یو لری مقام څخه اخیستي، له داسی یوی لاری چی دهغی نښی نښانی پټی دي، که زه له خپله روح او بدن څخه مجرد شم، نو بیا دوباره دخپل محبوب په روح کی را ژوندۍ کیږم،؛؛[/color:90eeb345e6][/color]
محترمو ورونو: ددغه خبیث په خبرو کی ښه سوچ وکړۍ، نه جنت مني، نه دوزخ، نه خپل نسب ادم علیه السلام ته ثابتوي، بلکه دۍ خپل وجود دیوه لوي وجود جزء ګڼي، او دغه لوي وجود ته خدا ي وايي، چی عبارت دۍ له ټولو کایناتو څخه.
بیا دغه خبیث ددی دعوی کوي، چه که زه مړ هم شم، نو حقیقت دادۍ چی دغه څیره می پناه شي، خو بیا بیا زه په نورو څیرو راښکاریږم، دخپل محبوب په روح کی هغه کل چی دۍ يي یو جز دۍ.
[color=red:90eeb345e6]بل ځاي کی دغه زندیق دالله جل جلاله څخه داسی تعبیر کوي، وایي:
تښتوونکی ښایست هره لحظة په یوه صورت کی ښکاریږي، نو زړه بار کړي، بیا پټ شي، په هر نفس کی دغه ملګری په نوی جامه کی ښکاریږي، کله یي زوړ ویني، کله ځوان...وګوره چی له پخ شوی خټی ووته، په دنیا کی خور شو، د نوح په شکل را ښکاره شو، په یوه دعا یی ټوله دنیا غرقه کړه، او په آخر کی د یو عربي په صورت را ښکاره شو، دټولی نړۍ پادشاه شو، بیا دغه ښکلی دعلي په ورغوي کی دیوی توري په شکل راښکاره ښو، نو په خپل زمانه کی یو پریکوونکۍ شو، نه ، نه، بلکه دا هغه ذات دۍ چی د انسان په صورت کی راښکاره شو، او غږ یی وکړ: زه حق یم، نه دۍ منصور هغه کس چی په دار ځړیدلۍ وو، اګر که جاهل خلک داسی ګمان کوي، .....
دغه زندیق بل ځاي کی وايي: زه دغلو غلا شوی څیز یم، زه دلرګي درد یم، زه وريځ یم، زه هغه ذات یم چی باران می وکړ په باغونو کی.[/color:90eeb345e6]
[color=cyan:90eeb345e6]بل ځاي کی وايي بسطامي ته خطاب کوي:
خداي هغه څوک دۍ چی ته یي په ما کی وینی د زړه په سترګه، ځکه خدای زه دخپل ځان لپاره یو کور غوره کړی یم، نو کله چی دی زه ولیدم، نو تا خداي ولیده، او له کعبی څخه دی طواف وکړ، او کله چی دی زما عبادت وکړ، نو تا حقیقت کی دخداي عبادت وکړ، نو ته داسی سوچ مه کوه، چی زه له خداي څخه غیر یو بل موجود یم.[/color:90eeb345e6]محترمو ورونو: جلال الدین رومي سره له دغی عقیدي بیا دا هم ویل: که څوک زما دعقیدی مخالف هغه کافر دی، هر څوک که وي،
افلاکي (درومي شاګرد) وايي، له محترم شیخ جلال الدین څخه می وپوښتل: کافر څوک دۍ؟؟ هغه راته وویل: ما ته مسلمان راوښیه، چی کافر خپله معلوم شي، نو ما ورته وویل: همدا ته مسلمان یي، نو ځمونږ مولانا وویل: په دغه حال کی، هر هغه څوک چی په ضد دۍ، هغه کافر دی.
زندیق جلال الدین رومي په خپل مشهور کتاب مثنوی کی وايي: حلال به نور څه وي، اۍ هغه انسانه چی ګمراه شوی یی، زه نور څه حلال نه وینم بغیر دستا له ويني څخه.
بل ځاي کی وايي: هۍ چیرته دی دموسی نسل، دوي دراشي، چی خوسکیو دعبادتګرو ویني روانی کړي، .
مطلب يي د خوسکیو دعبادت ګرو څخه دده مخالفین دي.
مآخذ:
۱- مناقب العارفين ج1 ص515 الأفلاكي
۲-أخبار جلال الدين الرومي ص228
۳- المثنوي ج2 (3072)
۴- كتاب في التصوف الإسلامي وتاريخه، (ص:94).
۵- في التصوف الِإسلامي وتاريخه، (ص:95).
۶- في التصوف الِإسلامي وتاريخه، (ص:105)، (106).
۷- فىِ التصوف الِإسلامي وتاريخه، (ص:152).
۸- في التصوف الِإسلامي وتاريخه، (ص:157).[/size:90eeb345e6]
دجلال الدین بلخی رومي اصلي بڼه او څیره وپیژنۍ
و.افغان
21.06.2007
[size=24:7af4b91932][/size:7af4b91932] محترم وطنمل صاحب: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له سلامه وروسته، بخښنه غواړم چی تکلیف درکوم، څنګه چی له څخه دغه لیکنه په غلطۍ کی دوه ځل تکرار شوی، نو هیله چی همدا یوه لیکنه ړنګه کړي، او هغه بله وروستۍ لیکنه پریږدۍ.
په درنښت
روان
21.06.2007
وروره :
ته وائې چې : مقصد می دادی، دین له ملا څخه واخله، ژبه له شاعر او ادیب څخه واخله ... او داسي نور د نورو نه واخله !
نو ته ماته ووايه چې زه د هغه ملا څخه چې کونه ورکوي، هغه ملا چې طالب په مسجد يا مدرسه کې غيئ، هغه ملاچې درواغ وائې خپل وطن خرڅوي او د پردو لاسپوڅي ګرځي، هغه ملا چې دين څه چې خر لا په خوټو پېژني او تر دې لا ډېره غمجنه خپل وطن يې ددين په نامه د خاورو خاکه کړ د خدای سپېڅلي بنده ګان يې د پردو په امر تباه کړه، زه دداسي ملا څخه څه زده کړم ؟
دلته د ملا، مولوي،مولانا، پیر ،مرشد، پروفيسور، روحاني، امام او داسي نور په نامه هغه څه وشوه چې هم دين پرې شرميږي او هم بني آدمه مسلمانان او انسانان کرکه ترېنه کوي .
ته صاحب ماته د کوم دين خبري کوي؟ هغه دين چې ته ئې يادوي جنايتونه يې زما ولس ته را پرې ايښي دي . زه او ټوله هغه دين چې ته ئې يادوې نه غواړو کوم چې د رحمان بابا په قول ددنيا دپاره ئې دلته دوکانونه را ايستلي دي .
ګوره وهاج صاحب : مولاناجلالدين بلخي په ټوله نړۍ کې دانسانيت يوه ډېره ستره، سپېڅلې اونامي څهره ده . دهغه مکتب، دهغه فلسفه، دهغه دنيا او ددين او اسلام څخه دهغه برداشت يو لوی بحر دی . ډېر کور مغزه انسانان او ستاسو په اصطلاح ملايان وهغه ته دننه ايستلو ظرفيت نلري . دين په حجرو او مغارو کې ندی پروت . ددين او دنيا اهداف په ټوله کائيناتو کې خپاره دي . خدای تعالی و انسان ته او همدې بنی آدمانو ته ټوله کائنات مسخره کېدل غواړي خوته په حجره کې راته ناست يې د کوڅې دخان څخه د خيرات او ذکات د راټولولو تمه لري او ددين معنی په همدې کې راته کوې ! ستا ددين چاپېريال د مولانا بلخي د نړۍ د چاپېريال څخه د مځکي او آسمان تر مينځ واټن لري . نن د مولانا مثنوي و بينا اشخاصو ته د قرآن نه وروسته لوی قدسيت لري ، خوتاريک مغزه انسانان هغه نشي هضمولای ! دلته د ژبي او ځای مسئله نده مطرح . دلته د انسانيت او لوی انساني او روحاني مکتب د آرمان خبره پرته ده .
د مولانا د مثنوي هضم د شيطانانو دحجرې خبري نه دي بلکه هغه د الله پاک د عظمت او دکائیناتو د شوکت نا ويل سوي ملغلري دي چې هغه د ملايانو د فساده ډکو حجرو کې نه شي ميلاوېدای، کوټه فکره انسانان او ددين طوطي واره لارويان او ملايان يې نشي درکولای .
په درناوي
دجلال الدین بلخی رومي اصلي بڼه او څیره وپیژنۍ
و.افغان
21.06.2007
[quote:870e6db801="کوشان"]لمړی خو مولانا بلخي دی نه رومي . او که چېرې تاسي ښاغلی سراج د خپل زرکلن خوب نه اوچت شئ ، نو حاضر کال د مولانا جلالدين بـــــــــلخي په نوم نومول شوی دی نه د رومي په نوم .
په درناوۍ[/quote:870e6db801]
کوشان صاحب: څنګه ووایم: په دوه زره کلن خوب ویده يي، او که ووایم چه: په لا نهایت خوب ویده يي، ځکه تاسی رومي ډوله خلک خو په تناسخ الارواح او یو موجود ایمان لرۍ.....
خو هغه د پتنګ صاحب خبره: تاریخ دی نه دی ویلي، او نه تاریخ کی معلومات لری،
زړه کی خوبه ډیر خوشحاله وي، چی رسا ډز می وکړ، خو مهرباني وکړۍ تاریخ ته مراجعه وکړۍ، بیا به تاسی پته ولګیږي، چی ډز مو خطا دۍ،
محترما: جلال الدین رومي بلخي، په غرب کی خلک په رومي پیژني، او په ایران کی يي پری مولوی پیژني، ما دواړه لفظه هغه لپاره استعمال کړه، تر څو ایرانستانیان او مجوس هم پری پوه شي، او ستا غوندی غربیان او غربی ډوله هم یي وپیژني، که نه نو له خپلو په المان کی له خپلو بادرانو څخه تپوس وکړه،
جلال الدین رومي بلخي، چی دین له هغه بیزاره دي، په بلخ کی پیدا شوۍ، او هلته غټ شوۍ، لدی امله ورته بلخي وايي، دۍ بیا سره له کورنۍ نیشاپور ته ولاړه، او له هغه ځای څخه وروسته ترکيي ته لاړه، چی هلته د قونيي په ښار کی خښ دی، او دهغه پلار تر دوي مخکی قونیی ته تللۍ وو، او هغه هم هلته وفات دی، پلار یی چی کله سفر کاوه نو جلال الدین او خپله کورنۍ يي لارنده نومی ځاي کی پریښي وو.
او قونیه د سلاجقه وو حکمرانانو مرکز وو، چی له دغه ځاي څخه یی په ټولی رومي ځمکي حکومت کاوه، لدی وجهی هغه ته رومي ویل کیده،
خیر زه دی نه ملامتوم، سترګی در باندی پټی دي، سوزي، ځکه ستاسو دیوه زندیق فیلسوف څیره می بربنډه کړه، دهغه خبث می ښکاره کړ، نو چه ته ونه سوځي نو څوک به سوزي،
ورشه د رومي تاریخ ته مراجعه وکړه، هسی اخوا دیخوا غرونه ولی، دړاند ګوزارونه کوي، که رښتیا هم د فلسفی دعوی لري، نو له هر څه مخی تاریخ زده کړه، .....
په همدی خبری کفایت کوم، او ستاسی وروستۍ خبری دویلو یا دجوابولو ارزښت هم والله که ولري ځکه چی په علمي تجریب او موضوعي طور بنا نه دي.
او روان صاحب: تاسي خداي همداسي روان ساتي, چه روان يي, ډير ښه څه دي ليکلي, خو دومره درته وایم، له مور څخه دی وپوښته، چی دچا په سبب مي پلار ته حلاله شوي، او زه له کومی لاری راغلی یم، ...؟؟؟؟
روان
21.06.2007
صاحبه !
تاسو خبره زما و مور ته را وايستله ، نو هيله ده دخپلي مور او ستا په څېر د نورو اشخاصو د ميندو نه هم وپوښتی چې دغه ملايان چې زده کړه ترې کوی هغوی څه خېل شيطانان دي !!
هغه ملايان چې تاسو يې يادوی ديو سره کونيان او ډېر زبردسته شيطانان دي، د هغوی څخه څوک څه نشي زده کولای . بس هغوی دي خپله کونه ورکوي او وطنونه دي تباه کوي ! دداسي اراذيلو نه که تاسو ستاينه کوی نو هغه ستاسو کاردئ ! خو خوا دي مه بدېږه زموږ د وطن خلک پر هغوی ناړي توکې او دشيطانانو اولاده ئې بولي !!
په درنښت
په درنښت
خیریوسی
21.06.2007
السلام عليكم ورحمةالله
وروركه ستاسو داتبلیغ به وتاسو ته څه ګته ونه ورسوی بلکی دډیرو نیوکو سره به مخامخ شی د افغانستان علماو په نینو او وښو علم حاصل کړی ؤ داسی ړانده نه دی لکه .... چی په ډالرو علم وکړی په زړه هم ړانده او په سترګو هم که بیا ډالر پر بند سی دخدای دپاره په مسجد کی اذان امامت هم نه کوی پریږده مولانا صاحب و خپلی ذده کړی ته دی دوام ورکړه او اول باید ته خپل افغانان وپیژنی
مینه
pattang
21.06.2007
صيب سلا م عليکم ,
په قلم د برکت شه ،د مولانا په هکله دګټور مالوماتونه ليکلي دي دا واقعت دی
چې دغه ترک اصله مولا ناهغه وخت يو پټ سلمان رشدي تېر شوی دی او مولانا
رومي خدای وهلي له شمس تبريزي سره جنسي معاملې هم لرلې ٠
دجلال الدین بلخی رومي اصلي بڼه او څیره وپیژنۍ
و.افغان
21.06.2007
[quote:05aeb0bb8f="روان"]سراج الحق صاحبه !
تاسو خبره زما و مور ته را وايستله ، نو هيله ده دخپلي مور او ستا په څېر د نورو اشخاصو د ميندو نه هم وپوښتی چې دغه ملايان چې زده کړه ترې کوی هغوی څه خېل شيطانان دي !!
هغه ملايان چې تاسو يې يادوی ديو سره ****ان او ډېر زبردسته شيطانان دي، د هغوی څخه څوک څه نشي زده کولای . بس هغوی دي خپله کونه ورکوي او وطنونه دي تباه کوي ! دداسي اراذيلو نه که تاسو ستاينه کوی نو هغه ستاسو کاردئ ! خو خوا دي مه بدېږه زموږ د وطن خلک پر هغوی ناړي توکې او دشيطانانو اولاده ئې بولي !!
په درنښت
په درنښت[/quote:05aeb0bb8f]
محترم روان صاحب: هیله ده چی خفه شوی نه يي، ځما مطلب واضح دۍ، دا مطلب دی چی ستا دمحترمی مور، او دقدروړ پلار نکاح ملا سره تړلی، ته نو ولی ملا یانو ته دومره بد وايي، تا چی ملایان په کوم څه تپلی هغه کارونه په اغلبو روایاتو په رومي ډوله خلکو تپل کیږي، او بلکه حقیقت هم دی، دغه ګمراه پیران لکه پیر سیف الرحمن باړه واخله او داسی نور، ډير ځل په دغو ګنده کارونو بدنام شوي، دي، خفه په دی یم چی دواړو ته د مولوی کلمه استعمالیږي، ځکه ما مخکی وویل: چی باید مولانا یا ملا او بله مناسبه کلمه د عالم لپاره استعمال شي،
نو محترمه ته خفه نشي، د هغه ملا خبره اوره کومه چی د قران اوسنت او دسلفو امامانو له خبرو سره برابره وي، زه دا نه وایم چی انسان ړوند چرګ شي، او هر کس د ملا په نوم يي یوی او بلی خوا د خپلو شخصی مفاداتو لپاره استعمال کړي، انسان خو باید د دنیوي کارونو تر څنګ ددین یادولو ته هم دومره وخت ورکړي چی هر څوک يي په ګمراه ډله روان نه کړي،
وروره: ځمونږ دین په څلورو مصادرو بنا دی، چی دوه اصلی دي، او دوه نور یی د مخکنیو تابع دي،
اصلی مصادر: قران او سنت.
تبعي مصادر: اجماع او قیاس،
نو که هر ملا ددغو اصولو مطابق خبره درته وکړه، نو قبوله یي کړه، او که نه رد یي کړه، داخو والله چی ډیر ظلم دۍ چی سړۍ عقیده دزندقیت په کتاب مثنوي کی ولټوي.
Re: دجلال الدین بلخی رومي اصلي بڼه او څیره وپیژنۍ
درويش
23.06.2007
[quote="آ][quote:c9155a1f4d="روان"] دا مطلب دی چی ستا دمحترمی مور، او دقدروړ پلار نکاح ملا سره تړلی، ته نو ولی ملا یانو ته دومره بد وايي، .[/quote:c9155a1f4d]
ورونو سلامونه
يوه پوښتنه لرم که خوابدي نشئ او هغه دا چې ايا په اسلام کې دا فرض ده چې نکاح دې خامخا ملا تړي؟
که د چا نکاح ملا نه وي تړلې بل چا تړلې وي يا يې پخپله تړلې وي ايا د هغوى بچي حراميان دي؟
کنځلې
ghashtali Afghan
23.06.2007
د فاروم درنو عزیزانو روغ او سوکاله اوسۍ
زه د ښکنځلو له ویری په ډیرو په زړه پوری بحثونو کې د ګدون جرآت نه کوم ،ځکه ډیر ځل می لیدلی چې د مقابل طرف شخصیت او عقیدی ته سپکاوی شوی او په رنګارنګ نومو نو رټل شوی اوعجیبی او غریبې ټاپې ورباندی وهل شوی ،مخصوصا د کوشا ن خوارکی د نوم پساوند او پيشاوندونه خو دومره زیات دي چې اوس به دي پخپله هم پوه نه شی چې دی څوک دی خو زه ددی بحثونو نه یوی نتیجی ته ورسیدم او هغه داچې رښتیا هم د ]زورور وهل دي او د کمزوري ښکنځل
که د استدلال خلک نه یاست فاروم ته مه داخلیږی او که په همدی ضعف دا فاروم په مخ بول غواړی نو د خدای روی به دروړم چې سیالانو ته مو تر دې زیات مه شرموی
د درویش صاحب عالمانه طرحی لږ په خلاصو سترګو وګوری او او مغزونه مو د تیږو له عصر نه داتو م عصر ته راکش کړﺉ
Re: دجلال الدین بلخی رومي اصلي بڼه او څیره وپیژنۍ
و.افغان
23.06.2007
[quote:3f2fa097e8="درويش"][quote="اآ][quote:3f2fa097e8="روان"] دا مطلب دی چی ستا دمحترمی مور، او دقدروړ پلار نکاح ملا سره تړلی، ته نو ولی ملا یانو ته دومره بد وايي، .[/quote:3f2fa097e8]
ورونو سلامونه
يوه پوښتنه لرم که خوابدي نشئ او هغه دا چې ايا په اسلام کې دا فرض ده چې نکاح دې خامخا ملا تړي؟
که د چا نکاح ملا نه وي تړلې بل چا تړلې وي يا يې پخپله تړلې وي ايا د هغوى بچي حراميان دي؟[/quote:3f2fa097e8]
محترم درويشه وروره: نه وروره داسی نه ده،
نکاح چه په شروطو برابره وي، نو دا ضرور نه ده چی ملا يي وتړي، البته دنکاح شروط دادي:
۱- د جنۍ ولي امر: پلار، یا مشر ورور، کاکا، او داسی نور، البته ښځه د چا وکیله کیداي نشي، خو دغی جنۍ هیڅوک نلرل، د کلی مشر، قاضي، ملا يي هم بل چا ته په نکاح کولی شي. نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ایما امراة نکحت بغیر اذن ولیها فنکاحها باطل باطل باطل،
ترجمه: هر هغه ښځه چی بغیر له ولي نکاح وتړي، نو نکاح يي باطله ده، باطله ده، باطله ده، بل روایت کی راځي: فهی خداج، خداج ، خداج.
البته دی ټکی ته مو پام وي، چی ولي امر هیڅکله نشي کولاي چی جنۍ په یوه نکاح مجبوره کړي، او که داسی کار يي وکړو، جنۍ کولاي شي، قاضی ته مراجعه وکړي، او نکاح فسخه کړي، دا بیله خبره ده چی ځمونږ پښتانه لدی کار څخه سر غړاونه کوي.
۲- دوه شاهدان، دوه کسه مسلمانان عادل، چی فاسق نه و ي، باید ددغی نکاح شاهد ووسي.
البته کاغذ لیکلو باندی هم پابندي نشته، بلکه اوس یو ضرور کار ګڼل کیږي.
ښځه او سړی پخپل سر، دواړه په ځانته سره، دوه په دوه، بی له نورو خلکو نشي کولاي چی نکاح وتړي، او که دا کار وکړي، نکاح يي باطله ده، او چی نکاح باطله شي، نو خود به يي بچی حرامیان وي، او دغه رنګ کار دایرانستانیانو د صیغي او متعی لپاره هم لاره خلاصه وي، هغوي همداسی کوي چی سړی او ښځه دوه په دوه په پټه نکاح وتړي، او زناوي کوي، البته کله دغه نکاح د یوساعت لپاره وي، او کله دډیر وخت لپاره،
خو که دغه ښځه او سړی شرعي قاضي ته لاړ شي، او نکاح وروتړي بغیر له ولي امره څخه نو د امام صاحب ابو حنیفه رحمه الله په مذهب کي يي نکاح صحي ده، البته یو شرط يي کم شو، خو نور دری واړه مذهبونه بیا په دی دي، چی د ولي امر شتون ضرور دی، او دلیل يي هم دغه پورتنۍ حدیث دی، او دغه حدیث صحیح او ثابت دی،
راځم هغی خبری ته چی ته يي دی سوال ته اړویستلی يي، ما مخکی روان صاحب دغه مخکینۍ خبره ځکه کړی وه، چی ځمونږ په افغاني ټولنه کی، بلکه په ټول عالم اسلامي کی دا رواج دی، چی نکاح ملا تړي، ځکه چی هغه کولاي شي، چی نکاح له ارکانو سربیره په سنتو هم سمباله سرته ورسوي، او د نکاح دښه برکتیدو لپاره کله کله ښه تکړه او پوه او مشر عالم راولي، زما والد صاحب عالم دی، او کورنۍ کی می نور هم پوه خلک شته، خو پلار می ځما دنکاح لپاره د کلی یو ښه تکړه عالم را غوښتي وو، او زه په دی کار پوره خوښ وو.
هیله ده چی صورت د مسئلی واضح شوی وي.
pattang
23.06.2007
انډيواله خدای پاک دې د ځيرکې پوهې درويش کړه ٠
دا پوښتنه خو د ولاکه درويشي وي خو زه پوهېږم چې ته کومې خواته ځې ?
څوک و ائې او کله چا وېلي دي چې نکاح دې حتما ملا وتړي خو په افغانستان
کې په قرنو قرنو نکاوې ملا يانو تړلې دي او دهرې مور زوی په شرط ددې چې
حرامي نوي دملا له نکاح تړلو وروسته نړی ته راغلی اوبس ٠
[quote:7bb1a1ddc7]ورونو سلامونه
يوه پوښتنه لرم که خوابدي نشئ او هغه دا چې ايا په اسلام کې دا فرض ده چې نکاح دې خامخا ملا تړي؟
که د چا نکاح ملا نه وي تړلې بل چا تړلې وي يا يې پخپله تړلې وي ايا د هغوى بچي حراميان دي؟
_________________
راځئ چې حقيقت ولټوو او ځان پوهه کړو[/quote:7bb1a1ddc7]
ghafar
23.06.2007
عزتمن ورور وهاج او نورو دوستانو ته سلامونه اونیکې هیلې!
وهاج صاحب تاسو د ( جلال الدین بلخی رومی اصلی بڼه او څېره و پېژنۍ) تر عنوان لاندې داسې شیانو لیکلی دي ، چې ما د افغانستان ویاړ دغه شاعر او فیلسوف په هکله دغه ډول د کرکې ډک څرګندونې تر اوسه نه وو اوریدلي. خو مخکې لدې چې د مولانا جلال الدین بلخی په هکله ستاسو د لیکنو په تړاو خپل نظر څرګند کړم، ماته یوه پوښتنه را پیدا شوه، تاسې لیکۍ: [quote:83fad999e6]لمړۍ ټکی: الله شاهد دۍ، چی زما دغه لیکنه د تعصب پر بنا نه ده ... [/quote:83fad999e6]
محترمه تاسې ولې په پیل کې د خپلې خبرو یا ادعاګانو د ریښتینوالي لپاره پاک الله شاهد وباسۍ؟ معمولا دا کار د خپلو د خبرو د باور دزیاتولو په موخه هغه کسان کوي، چې خبره یې حقیقت نه وي او یا د خپلې خبرې لپاره ثبوت ونلري !
اصل مطلب:
تاسو دلته یوه ډېره مغلقه او پېچلی موضوع بحث ته وړاندې کړې ده، چې یواځې مولانا جلال الدین بلخی پېژندونکي، چې په نړۍ کۍ یې شمېر ډېر زیات ندﺉ، په بشپړ مسؤلیت څرګندونې کولای شی. زه هم د مولانا جلال الدین بلخی په هکله دومره معلومات نلرم، خو ستاسو لیکنې زه دیته و هڅولم چې د مولانا په هکله لږ څه پلټنې وکړم. نتیجه دا شوه چې ما ستاسو د لیکنو متضاد نور معلومات ترلاسه کړل او پدې فکر شوم، چې ښایي ستاسواو یا دنورو په لیکنو کې د مولانا د آثارو د سمې پوهې او یا د ژباړې ستونزې وي !!!
چې سوء تفاهم رامنحته نشي باید عرض شي چې ما ته ستاسو د لیکنو ریښتینوالﺉ تر پوښتنې لاندې نده زه یواځې د مقایسې لپاره لاندې مطلب لیکم !
تاسې لیکۍ:
[quote:83fad999e6]محترمو ورونو! هر انسان بد لري او ښه لري، مونږ باید دهغه له ښو څخه ګټه پورته کړ، او د بدو پیروي یی ونه کړو،[color=blue:83fad999e6] څنګه چی جلال الدین رومي یو زندیق او بي دینه شخصیت تیر شوۍ[/color:83fad999e6][/quote:83fad999e6]
[quote:83fad999e6]نوموړی او دهغه مریدان او اوسني تابعداران د وحدة الوجود عقیده لري، ... وحدة الوجود دا معنا، چی داجهان، دا کون، ټول موجودات، کته پورته، ټول یو موجود دۍ، او دغه موجود خداي دی، په کل کی دغه ټول موجودات خداي تشکیلوي، ...[/quote:83fad999e6]
ستاسو د دغې څرګندونو په تړاو ما نور متضاد اسناد پیدا کړل، چې زه به د هغو له جملې څخه دلته یو په زړه پورې مطلب را نقل کړم:
د آلمانی ژبې په ویکيپېدیا کې د مولانا په هکله داسې راغلي :
Lehre ]
Die Lehre Rumis basierte darauf, dass er die Liebe als die Hauptkraft des Universums ansah. Genauer gesagt ist das Universum ein Harmonisches Ganzes, in dem jeder Teil mit allen anderen in einer Liebes-Beziehung steht, die wiederum einzig und allein auf Gott gerichtet ist und nur durch seine Liebe überhaupt Bestand haben kann.
Der Mensch, der als ein Teil dieses harmonischen Ganzen geschaffen ist, kann die Harmonie mit sich selber und dem Universum nur dann erreichen, wenn er lernt, Gott zu lieben. Seine Liebe zu Gott wird ihn dann dazu befähigen, nicht nur seine Mitmenschen, sondern auch alle Dinge, die von Gott geschaffen sind, lieben zu können.
http://de.wikipedia.org/wiki/Dschalal_ad-Din_Rumi
تقریبی ژباړه:
ټول کاینات د یوه همآهنګ واحد په توګه دي، چې د هغه د هر جز اړیکې له نورو اجزاؤ سره ، د مینې او محبت پر بنسټ ولاړې دي، چې دغه مینه یواځې د خدای په لور عیاره ده او اصلاْ خدای سره دمینې په وسیله دوام موندلﺉ شی.
انسان چې د دغه هنآهنګ واحد یوه برخه ده، کولای شی یواځې په هغه حالت کې له ځان او نور کایناتو سره دغه همآهنګي ترلاسه کړي، چې خدای سره مینه درلودل زده کړي. دغه مینه به انسان ته دا توان ورکړي، چې نه یواځې نور انسانانو سره بلکه د خدای ټولو مخلوقاتو سره مینه ولري.
د پورتني متن څخه دا څرګندېږي، چې مولانا جلال الدین بلخی پر خدای(ج) معتقد و.
تاسو د خپلو لیکنو په نورو برخوکې مولانا جلال الدین ( خبیث) شخص ګڼلی او ویلي دي چې هغه د خپل کتاب قرآنکریم سره مقایسه کوی !
ما قرآن او محمد(ص) ته د مولاناجلال الدین بلخی د عقیدې یوه بیلګه د هغه په رباعیاتو کې و موندله چې وایي:
[color=blue:83fad999e6]
من بنده ی قرآنم اگر جان دارم
من خاک در محمد مختارم
گر نقل کند جز این کس از گفتارم
بیزارم از او وز این سخن بیزارم
[/color:83fad999e6]
زه چې ستاسو او نورو دلیکنو فاحش تضاد وینم، ماته دا وېره پیدا شوه، چې ښایي ستاسې لیکنې د مذهبي بنسټپالنې پر بنسټ شوې وي. بنسټپال د خپلو کړنو د استدلال لپاره تل اسلام په بل ډول تعبیروي. تر ټولو ښه بېلګه یې دغه اوس مروج ځانوژونکي عملیات دي.ډیني عالمان تل ویلي دي، چې ځان وژنه په اسلام کې روا نده، خو بنسټپاله بیا د خپل بل ډول تعبیرونه له اسلام څخه لري.
په درناوي
pattang
23.06.2007
غفاره پکشې غرق يې خدای د پرده کوه !
[quote:d7cf87e340]زه چې ستاسو او نورو دلیکنو فاحش تضاد وینم، ماته دا وېره پیدا شوه، چې ښایي ستاسې لیکنې د مذهبي بنسټپالنې پر بنسټ شوې وي. بنسټپال د خپلو کړنو د استدلال لپاره تل اسلام په بل ډول تعبیروي. تر ټولو ښه بېلګه یې دغه اوس مروج ځانوژونکي عملیات دي.ډیني عالمان تل ویلي دي، چې ځان وژنه په اسلام کې روا نده، خو بنسټپاله بیا د خپل بل ډول تعبیرونه له اسلام څخه لري[/quote:d7cf87e340]
دغربيانو او ستميانو د هجرې هلکه !
غربيان ټول هغه خلک نازه وي کوم چې په اسلام پسې سپکې سپاندې کوي
او يا اسلام ددوی په ذوق تحليله وي ٠
ته پردې هم نه يې خبر چې Wiki هروخت تاريخي حيثيت نلري او نه تاريخ کېد ی
شي ، په wiki کې هر څوک ،هرشی هر قسم تحليل ليکلی شي او تر کوم تاريخي
Recht او Revision لاندې پروت ندی٠
اوس ستا اورېدلي اونه اورېدلي شيان :
خود به دداسې شيان نوي اورېدلي څکه چې ته خو هلته مېلمه وې مېلمه کله د کوربه
په راز خبريږي ،دا خو به داورېدلي وي چې احمد خان ابدلي داسې ......وو ( داحترام
په لحاظ يې نه ليکم ) .
نور به نه ګړېږم خو دومره درته وايم چې د تاجکي او پاړسي کلتور
له بيرغ لاندې افغانستان به ولې دپاړسودشاعر واقعي منفي څېره ښکاره کوله ?
ګوره له مسعود پنجشيري ( KGB ) څخه يې هم ملي اتل جوړ کړ ٠
عاشق او معشوقه يې ( شمس تبرېزي ) دواړه د يوې طائفې خلک اودوی
ته ډېرمحترم دي٠
دجلال الدین بلخی رومي اصلي بڼه او څیره وپیژنۍ
و.افغان
24.06.2007
ټولو مسلمانو وروڼو ته سلامونه وړاندی کوم، بالخصوص خپل ګران، دقدر وړ، محترم، په پښتنۍ مینه پتنګ ورور ته، السلام علیکم،
بیا وایم:
محترم غفار خانه: تاسی ځما هغه بله لیکنه هم ولولۍ، چی په دی عنوان ده: ((رومي لا ښه وپیژنۍ)) بیا فیصله وکړۍ،
وروره: ما یوه خبره هم له ځانه نه دی کړی، ما دجلال الدین بلخي او دهغه دمریدانو په کتابونوحوالی ورکړی، دهغوي له کتابونو څخه می نقل کړي، هغه پوره ولوله، که زه يي په ژباړه کی غلط شوي یم، ورته منتبه می کړه،
نور وروه: ځما هوايي خبری نه خوښیږي، ته مهرباني وکړه، ځما خبری نقد ته کیږده، او په نقدي تحلیل سره يي وڅیړه، بیا به درته پته ولګیږي چی جلال الدین رومي څوک وو، او ولی انګریزان وخت په وخت د هغه ددرناوۍ محفلونه جوړوي.
ستاسی ورور.
monir
24.06.2007
ګرانو دوستانو سلامونه
پتنګ خانه د خپلو بابولالیو څخه تېر شه، راځه چې یوه کیسه درته وکړم:
وایي یو ورځ یو سړﺉ له مولانا جلال الدین بلخی څخه و پوښتل، چې یا حضرت مولانا آیا شراب څښل حلال دی که حرام ؟
مولانا د هغه سړي په ځواب کې وویل ، چې دا په دې پورې اړه لری، چې څوک یې څښي ! که په سمندر کې یوه څاڅکې شراب واچوې د سمندر اوبه نه حرامېږي . زه مولانایم، زه بحر( سمندر) یم ، نو که زه شراب څښم ما ته حرام ندﺉ، خو په دغه ډول پوښتنې سره تا باندې د وچې ډوډۍ خوړل هم حرام دﺉ !
په درنښت
و.افغان
24.06.2007
[quote:525b7f10ba="khaishkai"]ګرانو دوستانو سلامونه
پتنګ خانه د خپلو بابولالیو څخه تېر شه، راځه چې یوه کیسه درته وکړم:
وایي یو ورځ یو سړﺉ له مولانا جلال الدین بلخی څخه و پوښتل، چې یا حضرت مولانا آیا شراب څښل حلال دی که حرام ؟
مولانا د هغه سړي په ځواب کې وویل ، چې دا په دې پورې اړه لری، چې څوک یې څښي ! که په سمندر کې یوه څاڅکې شراب واچوې د سمندر اوبه نه حرامېږي . زه مولانایم، زه بحر( سمندر) یم ، نو که زه شراب څښم ما ته حرام ندﺉ، خو په دغه ډول پوښتنې سره تا باندې د وچې ډوډۍ خوړل هم حرام دﺉ !
په درنښت[/quote:525b7f10ba]
!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ډیره ښکلی کیسه!!!!!!!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ghafar
25.06.2007
عزتمن ورور وهاج او نورو دوستانو ته سلامونه اونیکې هیلې!
[quote:a495d1577b]محترم غفار خانه: تاسی ځما هغه بله لیکنه هم ولولۍ، چی په دی عنوان ده: ((رومي لا ښه وپیژنۍ)) بیا فیصله وکړۍ،[...]
[/quote:a495d1577b]
محترم وهاج وروره، ما خو مخکې هم عرض کړﺉ و، چې زه مولانا پېژندونکﺉ نه یم او دا به سمه هم نه وي، چې د ستاسو او نورو د څو محدودو لیکنو د لوستلو په اساس فیصله وکړم، چې تاسې حق په جانب یاست او که نه ! هغه مطالب چې ما لیکلي وو، یواځې د مقایسې لپاره وو.
بیا هم د مقایسې لپاره زه به د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس صبغت الله مجددی څرګندونې، چې د مولانا جلال الدین بلخی د ویاړ په غونډه کې یې کړې وې را نقل کړم. د ښاغلي مجددي له سوانح څخه څرګندېږي، چې نوموړﺉ یو دیني عالم هم دﺉ.
اقتباس
" همچنين "صبغت الله مجددي" رييس مجلس سناي افغانستان، با اشاره به شخصيت مولانا و آشنايي وي با شمس تبريزي، گفت: مولانا، در عشق خدا غرق بود و از مراحل ولايت گذشته بود.
وي اضافه كرد: همه پردههاي نور و ظلمت ميان وي و خداوند برطرف شد و اين مساله باعث شد كه امروز مسلمان و غير مسلمان از آثار او بهره مند شوند.
وي مثنوي معنوي مولانا را به قرآن فارسي تشبيه كرد و گفت: همه متن اين اثر، شرح آيات قرآن و احاديث است.
مجددي، افغانستان را سرزمين بزرگان و دوستان خدا دانست و گفت كساني كه به اين خاك تجاوز ميكنند، جواب تجاوز خود را هم خواهند ديد. "
[quote:a495d1577b]نور وروه: ځما هوايي خبری نه خوښیږي، ته مهرباني وکړه، ځما خبری نقد ته کیږده، او په نقدي تحلیل سره يي وڅیړه، بیا به درته پته ولګیږي چی جلال الدین رومي څوک وو، او ولی انګریزان وخت په وخت د هغه ددرناوۍ محفلونه جوړوي.
[/quote:a495d1577b]
ګرانه وروره، که تاسې مهربانې وکړۍ، زما لیکنه یو ځل بیا ولولۍ و به وینۍ، چې ما هوایي خبرې ندي کړې ! ستاسو د پورتنیو جملو څخه صریحاً په ډاګه کېږي، چې د مولانا جلال الدین بلخی په هکله ستاسو له خوا وړاندې شوﺉ بحث [color=white:a495d1577b] په علمی مقصد نه، بلکې د تعصب او سیاسی اغراضو لپاره دﺉ[/color:a495d1577b].
[quote:a495d1577b]وروره: ما یوه خبره هم له ځانه نه دی کړی، ما دجلال الدین بلخي او دهغه دمریدانو په کتابونوحوالی ورکړی، دهغوي له کتابونو څخه می نقل کړي، هغه پوره ولوله، که زه يي په ژباړه کی غلط شوي یم، ورته منتبه می کړه، [/quote:a495d1577b]
عزتنمنه وروره، ما هم له خپل ځانه څخه څه ندي لیکلي. د ساری په توګه تاسو د خپلو منابعو په استناد د اهانت په لهجې لیکلي دي، چې هغه خپل کتاب قرآن کریم سره مقایسه کوي او ما تاسو ته د هغه دا لانې رباعی را نقل کړې، چې قرآن ته د مولانا د مینې ښکارندوی دﺉ.
من بنده ی قرآنم اگر جان دارم
من خاک در محمد مختارم
گر نقل کند جز این کس از گفتارم
بیزارم از او وز این سخن بیزارم
د هغه دمریدانو کیسې به پرېږدوو ، زه په دې باور یم، چې ښایي تاسې او د ستاسو د مأخدونو کسان د مولانا آثار تحت الفظي ژباړلي وي چې دې نتیجې ته راغلي یاست!
که ما ملامت نکړۍ، زه به د قرآن شریف دتحت الفظي ژباړې یوه بیلګه تاسو ته ولیکم، تر څو د تحت الفظي ترجمې ستونزه تاسو ته په ډاګه شي! دا چې تاسې ما شا لله په دینې مسایلو کې وارد شخص یاست هیله ده،چې بیا تاسې یې یو څه تفسیر او تشریح کړۍ .
محمد سوره، اوم آیه
يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَ يُثَبِّتْ أَقْدامَكُم
تحت الفظي ژباړه:
ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړﺉ دﺉ، که مددګاری وکړۍ تاسو له الله سره، نو مدد به وکړي له تاسو سره او ثابت به کړي قدمونه ستاسې.
ګرانه وروره که کومه عادی مسلمان ته بې له تفسیر څخه دغه تحت الفظي ترجمه وړاندې کړﺉ، نو هرو مرو هغه ته دا پوښتنه پیدا کېږي ، مګر خدای ناتوانه دي چې مرسته غواړي؟
په درناوي
و.افغان
25.06.2007
[quote:9ecd901bbd="ghafar"]عزتمن ورور او نورو دوستانو ته سلامونه اونیکې هیلې!
[quote:9ecd901bbd]محترم غفار خانه: تاسی ځما هغه بله لیکنه هم ولولۍ، چی په دی عنوان ده: ((رومي لا ښه وپیژنۍ)) بیا فیصله وکړۍ،[...]
[/quote:9ecd901bbd]
محترم وهاج وروره، ما خو مخکې هم عرض کړﺉ و، چې زه مولانا پېژندونکﺉ نه یم او دا به سمه هم نه وي، چې د ستاسو او نورو د څو محدودو لیکنو د لوستلو په اساس فیصله وکړم، چې تاسې حق په جانب یاست او که نه ! هغه مطالب چې ما لیکلي وو، یواځې د مقایسې لپاره وو.
بیا هم د مقایسې لپاره زه به د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس صبغت الله مجددی څرګندونې، چې د مولانا جلال الدین بلخی د ویاړ په غونډه کې یې کړې وې را نقل کړم. د ښاغلي مجددي له سوانح څخه څرګندېږي، چې نوموړﺉ یو دیني عالم هم دﺉ.
اقتباس
" همچنين "صبغت الله مجددي" رييس مجلس سناي افغانستان، با اشاره به شخصيت مولانا و آشنايي وي با شمس تبريزي، گفت: مولانا، در عشق خدا غرق بود و از مراحل ولايت گذشته بود.
وي اضافه كرد: همه پردههاي نور و ظلمت ميان وي و خداوند برطرف شد و اين مساله باعث شد كه امروز مسلمان و غير مسلمان از آثار او بهره مند شوند.
وي مثنوي معنوي مولانا را به قرآن فارسي تشبيه كرد و گفت: همه متن اين اثر، شرح آيات قرآن و احاديث است.
مجددي، افغانستان را سرزمين بزرگان و دوستان خدا دانست و گفت كساني كه به اين خاك تجاوز ميكنند، جواب تجاوز خود را هم خواهند ديد. "
[quote:9ecd901bbd]نور وروه: ځما هوايي خبری نه خوښیږي، ته مهرباني وکړه، ځما خبری نقد ته کیږده، او په نقدي تحلیل سره يي وڅیړه، بیا به درته پته ولګیږي چی جلال الدین رومي څوک وو، او ولی انګریزان وخت په وخت د هغه ددرناوۍ محفلونه جوړوي.
[/quote:9ecd901bbd]
ګرانه وروره، که تاسې مهربانې وکړۍ، زما لیکنه یو ځل بیا ولولۍ و به وینۍ، چې ما هوایي خبرې ندي کړې ! ستاسو د پورتنیو جملو څخه صریحاً په ډاګه کېږي، چې د مولانا جلال الدین بلخی په هکله ستاسو له خوا وړاندې شوﺉ بحث [color=white:9ecd901bbd] په علمی مقصد نه، بلکې د تعصب او سیاسی اغراضو لپاره دﺉ[/color:9ecd901bbd].
[quote:9ecd901bbd]وروره: ما یوه خبره هم له ځانه نه دی کړی، ما دجلال الدین بلخي او دهغه دمریدانو په کتابونوحوالی ورکړی، دهغوي له کتابونو څخه می نقل کړي، هغه پوره ولوله، که زه يي په ژباړه کی غلط شوي یم، ورته منتبه می کړه، [/quote:9ecd901bbd]
عزتنمنه وروره، ما هم له خپل ځانه څخه څه ندي لیکلي. د ساری په توګه تاسو د خپلو منابعو په استناد د اهانت په لهجې لیکلي دي، چې هغه خپل کتاب قرآن کریم سره مقایسه کوي او ما تاسو ته د هغه دا لانې رباعی را نقل کړې، چې قرآن ته د مولانا د مینې ښکارندوی دﺉ.
من بنده ی قرآنم اگر جان دارم
من خاک در محمد مختارم
گر نقل کند جز این کس از گفتارم
بیزارم از او وز این سخن بیزارم
د هغه دمریدانو کیسې به پرېږدوو ، زه په دې باور یم، چې ښایي تاسې او د ستاسو د مأخدونو کسان د مولانا آثار تحت الفظي ژباړلي وي چې دې نتیجې ته راغلي یاست!
که ما ملامت نکړۍ، زه به د قرآن شریف دتحت الفظي ژباړې یوه بیلګه تاسو ته ولیکم، تر څو د تحت الفظي ترجمې ستونزه تاسو ته په ډاګه شي! دا چې تاسې ما شا لله په دینې مسایلو کې وارد شخص یاست هیله ده،چې بیا تاسې یې یو څه تفسیر او تشریح کړۍ .
محمد سوره، اوم آیه
يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَ يُثَبِّتْ أَقْدامَكُم
تحت الفظي ژباړه:
ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړﺉ دﺉ، که مددګاری وکړۍ تاسو له الله سره، نو مدد به وکړي له تاسو سره او ثابت به کړي قدمونه ستاسې.
ګرانه وروره که کومه عادی مسلمان ته بې له تفسیر څخه دغه تحت الفظي ترجمه وړاندې کړﺉ، نو هرو مرو هغه ته دا پوښتنه پیدا کېږي ، مګر خدای ناتوانه دي چې مرسته غواړي؟
په درناوي[/quote:9ecd901bbd]
محترما غفاره وروره
ما دیته مه مجبوره چی هغه لیکنه ټوله دلته رانقل کړم، ته داسی وکړه، کومی خبری چی خپله د مثنوي څخه نقل کړي، هغه دلته راوړه او په خپله طریقه يي وژباړه، بیا به پته ولګیږي، وروره! خبره د لفظی ژباړي نه ده، خبره داده،چه جلال الدین بلخي په وحدة الوجود عقیده لري،
او ما ددی د اثبات لپاره ډیر دلایل دهغه له کتابو، او دهغه دمریدانو له کتابوڅخه رانقل کړي، دي، یوه خبر می هم له ځان څخه نه ده کړی،
ماته ته صبغة الله مجددی د یوه حجت په څیر مه پیش کوه، زما دلایل او نقولات مخی ته کیږده، او یو یو وڅیړه، او بیا يي مات کړه، دغه د موضوعي څیړنی طریقه ده، بل دا هم واوره: صبغة الله مجددی یو کتاب لیکلی ده، کوشش کوه چی لاس ته يي راوړی، دصبغت الله مجددی باره کی زه اورم چی هغه عقیده لري، چی ددنیا تصرف یا دنړۍ تصرف د یو څو قطبونو لاس کی، نو آیا داخبره صحي ده او که نه؟؟؟ که هغه هم دا عقیده لري نو بیا دی پر هغه هم سلام وي، او بیا عجیبه هم نه چی هغه دجلال الدین بلخي ستاینه وکړي،
که ته غواړی چی مونږ ته او نورو لوستونکو ته فایده ورسوی، نو دغه دصبغة الله مجددی کتاب لاس ته راوړه او بیا مونږ ددغی مسئلی څخه خبر کړه، البته زه اوس له وطن څخه لیری یم، او دغه کتاب حاصلول ماته یو څه ګران ښکاري.....
په درنښت : ستاسی کشر ورور.
جواب
و.افغان
25.06.2007
محترم کوشان صاحب:
خبره دی پر ځای ده، درومي باره کی لمړنۍ موضوع، له ما څخه په غلطۍ دوه کرته تکرار شوی وه، او دهغه سبب دادی، چی زه چی یو وار فورم ته پخپله ورداخل شم، نو میکانیکی ډول سره زه له فورم څځه ووزم،یعنی له ثبت څخه ،
ځکه خو ما وطنمل صاحب ته ولیکل: چی ځما یوه موضوع حذف کړي، تر څو بحثونه پر یوی موضوع پیل شي،
خبره داسی شوه، چی ځينی ورونو په هغه عنوان چی ما يي دحذف غوښتنه کړی وه، بحثونه شروع کړل، او ځيني نورو ورونو بیا په هغه بله لیکنه، تاسی ځما دلیکنی اول سر ته ورشۍ تاسی ته په معلومه شي، چی ما دغه خبره وطنمل ته لیکلی وه او که نه؟؟
راځو دسلمان رشدي موضوع ته، خبره داده ورورکه چی دخپلی لیکنی په اول سر کی له وطنمل صاحب او نورو ورونو څخه بخښنه غوښتي وه، چی زه دسلمان رشدي په اړوند موضوع دلته رانقلوم یعنی له (له درناوۍ ډک آزاد بحثونو له فورم) څخه د ټولګري بحثونو فورم ته، هغه ځکه چی دوه ورځي کیږي، چی (ددرناوۍ ډک بحثونه)) فورم کی په مستعار نومونو بغیر له ثبته د لیکنو اجازه ورکړ شوی ده، او زه نه غواړم، چی زما پرلیکنه سخیف او بیعقله اعتراضات وشي، لکه څنګه چی هلته دا حالت روان، تاسی ورشۍ وګورۍ ددی دوه ورځو په لړ کی هلته څه اوڅه ونه لیکل شو، زه نه غواړم چی ځما له لیکنی څخه یوه ټوکه جوړه شي، ځکه زه کله کله یوی لیکنی ته پوره شپه خوب ونکړم، دا خو داسی په اسانۍ نه لیکل کیږي، او که مثال يي دادی: چی ګیدړ ته دسرو زرو آمیل په غاړه کی اچوي..
تر دی وروسته چی هم زه نوری فکری او علمي لیکنی کوم، نو همدی فورم کی به يي کووم، او نورو ورونو ته هم بلنه ورکوم:
که چیری هغوي کومه علمي فکري لیکنه لري، نو هغه دی دلته کوي چی بحث پری پیل شي.
فکر کوم چی دومره خبره کفایت کوي.
جواب
و.افغان
25.06.2007
[quote:1c711e2d0e="کوشان"]ستاسو د علمي ليکنو په وړاندې هر څوګ تر خپل نامه لاندې نشي کولی چې علمي دلايل وړاندې کړي .
ځکه تاسي په هر مخالف اندوواند د کفر او الحاد تور لږوئ . او په اسلام کې د انسان يا د کفارو په وژلو خلګ جنت ته ځي .
نو هيڅ څوګ حاضر ندی چې د يوې غلطې فلسفې د نفي کولو د پاره تعقيب شي ، وزورول شي ، او يا د کوم ځانمرګي بريد قرباني شي .
په درناوۍ[/quote:1c711e2d0e]
کوشان صاحب: ډیره منڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼڼه، یوجهان مهربانی.....
خبره داسی نه ده، زه له خپل وطن څخه بهر یم، زه نه چاته تهدید ورکوم، او نه ورکولی شم، ځما په لاس کی سلاح ځما قلم دی، زما ټوپک ځما دلیل دی، زه دا نه غواړم او نه وایم: چی ځما پرلیکنه دی هغه څوک رد وکړي، چی خپل نوم يي استعمال کړی وي، زه وایم اقلا یو تکلیف يي کړی وي، یعني نوم يي ثبت کړی وي،ولو که مستعار نوم وي، دلته ډیر ورونه لکه څنګه چی تاسی څه وخت اشاره ورته کړی وه، ډیري په خپل نوم او نورو مستعارو ثبت شویو نومونو لیکنی کوي،
خو زه دا نه غواړم، چی زه پر یوی لیکنی ډیر تکلیف شم، او بیا یو سخیف راځي، او د څو دقیقو په لړ کی، په مختلفو نومونو یو شل فقری وولي.
فکر کوم ، چی خبره می واضحه کړه، یوه بله درته ووایم: هغه څه چی ما توقع لرله هغه وشوه، تاسی اوس ورشۍ، ددرناوۍ ډک او ازاد بحثونو فورم کی یوه خسیس دسکسي ویدیوګانو ادرسونه او لینکونه ایښي ده، دغه علت دۍ چی زه نه غوام خپله پاکه معززه لیکنه دغسی ګندګیو ته کیږدم، او یا دګیدړ په غاړه دسرو زوو او دقیمتي مرغلرو آمیل واچوم.
بس به وي.
ع کريم حليمي
26.06.2007
مکرم ،محترم او دانشمند کشر ورورمي وهاج صاحب
او درنو لوستوونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
مکرما ! ستاسو د ليکني تر لوستلو ورسته نن په دې موفق سوم چه د محمود عبد الرؤوف القاسم ليکنه ولولم او ومي لوستل
تر دې لمخه چه ستاسو ترجمه سوې ليکنه رد کړم يا د محمود عبد الرؤوف القاسم په عربي ليکنه
اول غواړم چه پوښتنه وکړم چه دغه څه چه محمود عبد الرؤوف القاسم
ليکلي ، ايا دا ليکنه اقتباس سوې ده له مثنوي له کتاب څخه او که دا د
محمود عبد الرؤوف القاسم تحليل دی
، دغه موضع او اثر رومي بلخي په عربي ژبه ليکلې او که فارسي ژبه
که ليکنه اول فارسي وه او بيا عربي ته ترجمه سوې وي او بيا له عربي
ژبي و پښتوته ترجمه سوه ستاسو په واسطه ، فکر نه کوی ؟ چه اصلي
حدف او مفهوم به ورک شوی وي ، په تېره بيا چه اشعار ترجمه سي اوکه
نثر وي بيا خير
هو ! د رومي پر سر يو څه تاريکه وريځ سته ، چه شمس څوک وو او له رومي سره ئې څه رنګه اړيکي درلوده ،
اما که راسو د محمود عبد الرؤوف القاسم نظر ته د رومي د عقيدي په باب
دا مي لمړی ځل دی چه د رومي د عقيدې په باب داسي څه لولم
ايا ! تاسو خبر ياست ؟ چه محمود عبد الرؤوف القاسم رومي شناس دی او
فارسي ژبه ئې داسي زده لکه مورنۍ ژبه ؟؟
محمود عبد الرؤوف القاسم پخپله څوک دی ؟؟؟
اوس ګړی ئې ښه نه ګڼم چه د محمود عبد الرؤوف القاسم نظر دي و منل سي ، تر څو اصلي متن نوي لوستل سوی ، قضاوت ئې ښه
نه ګڼم !!
په درنښت
داود فايز
26.06.2007
محترمو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
له هر څه نه مخكي رته روغ صحت غواړم الله مو روع اوسوكاله ولره
محترمه ورور وهاج تا جي كوم معلومات مولوي به هكله بيان كري دا به صحيح وي ځكه متأخرين صوفيان أكثره داسي عقيدي لري لكه وحدة الوجود او يا الحلول والاتحاد جي ددي شرحة اوس دير وخت غواړي
مكر زموږ أفغانان ډير وخته ضرورت لري جي ا ورته بيان شي او ا به ډيره كرانه وي جي ستا په يو ليك باندي خلك قناعت وكړي. څكه دوي به كلنو كلنو د بلخي نوم به شو ألفاظو اوريدلي
خو زما به اند خلكو اول باي خپله اسلامي عقيده وخودل شي نو كله جي خبله عقيده صافي كړي بيا به خپله سم شي
ته كوشان وأمثاله ته دي بلخي فاسي عقيدي بيانوي هغه اصلا دي اسلام به ډيرو اساساتو باور نلري
كوشانيان دي ته ضرورت لري جي د اسلام ډير ښكاره شيان ورته وښودل شي
دا خلك هغه ويروسونه دي چي د اوروبا به سوسيال باندي غټ شوي او دهغوي به مادي تمدن باندي غوليدلي.
كه كومه غلطي شوي وي وبښي شايد لكينه سمه نوي ترتيب شوي د وخت له كم والي له كبله
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستاسو ورور ِ محمد
26.06.2007
دروند ورور وهاج صاحب السلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
وروره خدای دې خیر درکړي ، تاسې طرحه کړې سکالو راته ځکه ډیره جالبه ده چې هیڅ معلومات په کې نه لرم ، نو پوښتنې ته په کې اړکیږم :
تاسو لیکلی چې :
[quote:8af8e5ffe6]خبره د لفظی ژباړي نه ده، خبره داده،چه جلال الدین بلخي په وحدة الوجود عقیده لري، [/quote:8af8e5ffe6]
د وحدة الوجود څخه مفهوم او مطلب څشی دی ؟ آیا د دوالیزم په خلاف د نړۍ مونیزم ترې مطلب دی که څنګه ؟ آیا د نړۍ یا موجوداتو دخلقت د سکالو سره تړاو لري ؟ که د نړۍ یا کایناتو د خلقت اصل ته فکر کوو، حتمأ دا پوښتنه را ولاړیږی چې الله تعالی دا نړۍ له څشی څخه جوړه کړه ، که نعوذ بالله فرض کړو چې له خدای
(ج) سر بیره یو بل شي هم تل وجود درلود او له هغه څخه یې دا نړۍ جوړه کړه، نو پر دې دوالیزم به خدای مکړه کفر ته ووځو او نهعقل او نه د اسلام مقدس دین دا منی!
او که داسلامی ارشاد سره سم نړۍ له نشت څخه الله تعالی په خپل امر سره راشته کړې او پیدا کړې وي، نو په دې صورت کې د الله تعالی امر د نړۍ د خلقت منبع ده :
نو دلته به دخدای (ج) په امر کې بی سارې او لایتنهی ډیره انرژی وه چې کاینات ترې رامنځته شول . د کایناتو پیدایښت د لومړۍ چاودنۍ څخه، دغه نظر ته نږدې کیږي. نو په دې صورت کې هم د خدای تعالی د امر انرژی او طاقت پخپله دالله تعالی سره تړاو لري او له هغه امر څخه پیداشوې نړۍ (وجود) هم د خدای (ج) له ذات او وجود سره تړاو لري ، یعنې د نړۍ د پیدایښت منبع بیا هم د خدای تعالی وجود شو ، آیا هم دې اصل ته خو به په عربی کې وحدة الوجود نه وایی ، چې ردول یې ، لکه څنګه چې مخکې ولیدل شول ، په خلقت کې دوالیزم او کفر رامنځته کوي ؟
نو دا یوه ستره معماده، ځکه د نړۍ وحدت يا وحدة الوجود منل ستاسې له قول سره سم د ذندیق کیدو سبب ګرځي ، خو ردول یا د نړۍ دوالیزم منل هم داسلام له مخې د کفر سبب ګرځی ! هيله ده د وحدة الوجود د بنسټي طرحې نیمګړتیا په ګوته کړئ او که ما پوه کړئ چې دنړۍ مونیزم او دوالیزم هم د وحدة الوجود څه او کوم تړاو سره لري (؟) او وحدة الوجود تاسو یا جلال الدین رومي څه ته وایی ؟ ، نو منندوی به مو یم ! والسلام !
صافی
27.06.2007
درنو ورونو! السلام علیکم....
وهاج صافی صاحب ! دمولانا جلال الدین بلخی په هکله مو جرآت دمبالغې تر پولو هم اوښتﺉ دﺉ، دا خبرې دمولانا په اړه نه نوې دي او نه یې د تعصب کچه لوړه ده، اویواځې مغرضا نه او یو اړخیزه لورﺉ ثابتوي ، په خاصه توګه د ډیرو وچ ککرو سیاسی او دینی ډلو نظر. دمولانا په هکله دداسی یو نظر ثقت هلته دمنلو وړ دﺉ چې دڅیړونکي بې طرفی ، په اړونده ساحه کې منل شوﺉ علمی موقف، او وږده څیړنه چې ښایی د عمر په طول وي، ټولو ته څرګند ه وي .په غیر دهغې که داراز لیکنې بې مسؤلیته ونه ګڼو ،نو یواځنۍ ګټه به یې دا وي چې مونږ د مولانا جلال الدین بلخی په اړه نوریې مطالعې او څیړنې او پلټنې ته اړ کړي نور څه ترې ،او پرې تاسو نه شﺉ ثابتولای. زه شخصاً دې پلټنې ته اړتیا نه وینم ځکه زه دشرعې او دشرعې دمعنی تر منځه دمولانا په قول اویا کاله لاروینم. مولانا په دې اړه په یو ځای کې داسی فرمایی:
کار پاکان را قیاس ازخود مګیر ---------------------- ګرچه ماند درنبشتن شیروشیر
جمله عالم زین سبب ګم راه شد ----------------------- کم کسی زابدال حق اګاه شد
همسری با انبیا بر داشتند --------------------------- اولیا را هم چو خود پنداشتند
ګفته اینک ما بشر ایشان بشر ------------------------ ما وایشان بسته خوابیم و خور
این نداستند ایشان از عمی --------------------------- هست فرقی درمیان بې منتهی
هر دوګون زنبور خوردند از محل ------------------- لیک شد زان نیش وزین دیګر عسل
هردوګون آهوګیا خوردند وآب ----------------------- زین یکی سرګین شد وزان مشک ناب
هردونی خوردند از یک آب خور -------------------- زین یکی خالی وزآن دیګر شکر
صد هزاران این چنین اشباه بین ---------------------- [color=brown:f44f24a119]فرقشان هفتاد ساله راه بین[/color:f44f24a119]
[color=darkblue:f44f24a119]این خورد ګردد پلیتی زوجدا ------------------------- آن خورد ګرددهمه نور خدا
این خورد زاید همه بخل وحسد ----------------------- آن خورد زاید همه عشق احد[/color:f44f24a119]
این زمین پاک و آن شورست وبد --------------------- این فرشته پاک وآن دیو است ودد
هر دو صورت ګر بهم ماند رواست ------------------ آب تلخ وآب شیرین را صفا ست
جز صاحب ذوق کی شناست بیاب ------------------- او شناسد آب خوش از شوره آب
سحر را با معجزه کرده قیاس ----------------------- هر دورا با مکر پندارد اساس
ساحران موسی ازاستیزه را ------------------------- برګرفته چون عصای اوعصا
زین عصا تا آن عصا فرقیست ژرف ----------------- زین عمل تا آن عمل راهی شګرف
لعنته الله این عمل را در قفا -------------------------- رحمه الله آن عمل را در وفا
[color=darkblue:f44f24a119]
کافران اندر مری بوزینه طبع ------------------------ آفتی آمد درون سینه طبع
هر چه مردم میکند بوزینه هم ----------------------- آن کند ګز مرد بیند دم بدم
او ګمان برده که من کردم چواو --------------------- فرق را کسی داند آن استیزه رو
این کند از امر و او بهر ستیز ----------------------- بر سر استیزه رویان خاک ریز[/color:f44f24a119]
آن منافق با مؤافق درنماز --------------------------- از پسی استیزه آید نې نیاز
درنماز وروزه وحج وزکات ------------------------- با منافق مؤمنان دربرد ومات
مؤمنان را برد باشد عاقبت -------------------------- بر منافق مات اندر آخرت
ګرچه هر دو برسر یک بازیند ----------------------- هر دوبا هم مَروَزی ورازیند
هریکی سوی مقام خود رود ------------------------- هریکی بر وفق نام خود رود
مؤمنش خوانند جانش خوش شود --------------------- ورمنافق، تند وپرآتش شود
نام او محبوب از ذات ویست ------------------------- نام این مبغوض از آفات ویست
[color=darkblue:f44f24a119]میم و واو و نون تشریف نیست ----------------------- لفظ مؤمن جز پی تعریف نیست
ګر منافق خوانیش این نام دون ---------------------همچو ګژ دم می خلددراندرون
ګرنه این نام اشتقاق دوزخست -------------------- پس چرا دروی مذاق دوزخست
زیشتی آن نام بد از حرف بد نیست ----------------- تلخی آن آب بحر از ظرف نیست
حرف ظرف آمد درو معنی چو آب ------------------- بحر معنی عنده ام الکتاب
بحر تلخ و بحر شیرین درجهان ---------------------- درمیانشان برزخً لایبغیان
دان که این هردو زیک اصلی روان ----------------- برګزر زین هردو رَو تا اصل آن[/color:f44f24a119]
یادونه:
۱- زندیق = کافر، مرتد، مشرک اوداسې نور
۲-شمس تبریز دمولانا دخیال خلقت دﺉ نه کوم خاریجی موجود.
۳- مولوی ،اومولانا دعربی ( مول ، مولا) کلمی نه اخیستل شوی دي ، هغه څوک چې د مادی او یا معنوی شتمنۍ خاوند وي.