نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Ghairat
11.05.2007
ا[quote:62cd640705]نو اوس که نړۍ زموږ د شاو خوا مادی شيونه ومنو، نو آيا په نړۍ ليد کښې د انسانانو تر منځ ارتباطاتو اومعنوی شيونو په اړه عقل غوښتنې او پوښتنې نه لری؟ [/quote:62cd640705]
نړۍ نه يواځې پر مادي چاپيريال بلکې پرانسانانو، دهغوی ژوند او ټولنې هم شامله ده، تر کومه پورې چې هغوی په نړۍ کې ژوند کوي، او بيا د ژوند پوهيز نه يواځې فردي او ټولنيز ژوند په بر کې رانغاړي بلکې تر څو چې مرګ د ژوند قطع يا پای ته وايي ، نو د مرګ او د روح پوهيزونه هم د فلسفي بحثونو مورد ګرځي ٠
نو ﻻندينۍ پوښتنې موهم نوموړي تعريف په پام کې نيولي دي :
[quote:62cd640705]
او آيا فلسفه د انسان تر منځ د اړيکو، د روحی او عقيدوی موضوعاتو په اړه غوشتنې او پوشتنې نه لری؟ او که دې ته ستاسې ځواب څه ډول دی؟
که د ژوند کلمه په نظر کښې ونيسو، نو آيا فلسفه د مرګ په باره کښې د عقل پوښتنو او غوښتنو ته ځواب نه لټوی؟ او آيا له ژوند برسېره د مرګ په اړه نظريات، برداشتونه او عقيدې د یوه انسان او يا ديوه کلکتيف د نړۍ ليد اجزاوې نه جوړوی؟ او تاسې په دې اړه څرنګه تبصره کولای شئ؟ [/quote:62cd640705]
لېنينيزم د ديالکتيک ترقوانينو عامترين قوانين په طبيعت ، ټولنې او شعور کې نه پيژني ، خوتاسې بيا هم داسې انګيرنه وړاندې کړې ده ، ايا دلته خوبه مو کومه تيروتنه نه وي نغښتې ؟ ، وګورئ :
[quote:62cd640705]۱- زما مطلب له عامترینو قوانینو څخه يوازې د ډیالکټيک عام قوانین نه دی، بلکې د طبعت او ټولنې د مادی او معنوی اړخ د خوځښت، تحرک، بدلون او تاريخی تکامل د هر اړخ عام قوانين دی. [/quote:62cd640705]
سلامونه او درناوی
salam
17.05.2007
نړۍ نه يواځې پر مادي چاپيريال بلکې پرانسانانو، دهغوی ژوند او ټولنې هم شامله ده، تر کومه پورې چې هغوی په نړۍ کې ژوند کوي، او بيا د ژوند پوهيز نه يواځې فردي او ټولنيز ژوند په بر کې رانغاړي بلکې تر څو چې مرګ د ژوند قطع يا پای ته وايي ، نو د مرګ او د روح پوهيزونه هم د فلسفي بحثونو مورد ګرځي ٠
:
لېنينيزم د ديالکتيک ترقوانينو عامترين قوانين په طبيعت ، ټولنې او شعور کې نه پيژني ، خوتاسې بيا هم داسې انګيرنه وړاندې کړې ده ، ايا دلته خوبه مو کومه تيروتنه نه وي نغښتې ؟ ، وګورئ :
[quote:9cbedd517c]۱- زما مطلب له عامترینو قوانینو څخه يوازې د ډیالکټيک عام قوانین نه دی، بلکې د طبعت او ټولنې د مادی او معنوی اړخ د خوځښت، تحرک، بدلون او تاريخی تکامل د هر اړخ عام قوانين دی. [/quote:9cbedd517c]
غیرت صیب سلامونه
ما چی څومره جوابونه ستاسی وکتل په هغی کی تاسی زور صرف په یوه جمله ورکړئ(ډایلکټک مارکسی اولیننی ډایلیکټک) زه نه پوهیږم چی ډایلیکل میټریلزم صرف دمارکس او لینن سره ولی تړلی شی ایا په تیره صدئ کی یا په روانه صدئ کی داسی هیڅوک نشته چی هغه په ډایلیکټیل میټیریلزم یقین لری .دهیګل نه په شمول دمارکس ډیر هم عصر فلسفیان متاثره وو. زما په خیال خو دمارکس نه اینجل اولینن نه زیات پلیخانو دډایلکټک بحث چیړلئ دی .او په مغرب کی نن هم ددی مخالفین اوطرفدارشته اودمارکس اولینن په وخت کی هم وو.خوستاسومسله صرف مارکس اولینن ولی دی ؟
مار کس دطبقاتی مبارزی پرته مغرب ته نن هم قبول دی.اودمارکس اولینن دعلمی خدماتو نه انکار کول بل څه نه دی بلکی طبقاتی مبارزه ده .چی ډیرو خلکو ته پکی خپل طبقاتی حیثیت په خطر کی ښکاری.
مارکس کوم ماورائ هستی نه وه بلکی یوعام انسان وواو په مختلفو وختونو کی ددمختلفو فلسفیانو نه متاثره پاتی شوئ وو او دهغی اظهارئ هم کړئ او کله چی تری غلطی شوی هلته ئ خپله غلطی منلی هم ده .مطلب داچی عام طور دمارکسزم نه مطلب دعقیدی اخستی کیږی چی یوګمراه کن عمل دی دمارکس یا لینن سره اختلاف کول څه بده خبره نه ده خو داختلاف بنیاد څه دی دا مهمه خبره ده.اوپه نظر کی ساتل ضروری دی.
تاسو که اختلاف دکومی خبری سره لرئ نو هغه کوټ کړئ.او کومه خبره چی تاسو سمه ګڼئ یا دالټرنیټ په طور پیش کول غواړئ هغه پیش کړئ په ځائ دفتوو لګولو.چی علمی رویه نه ده.
17.05.2007
سلام ته سلامونه ، او بیامو په بحث کې له ګډون نه مننه ، چې دیو بل نوي ګډنوال په توګه مو نوي اړخ ته نغوته کړې ده. که تاسو مل انده یاست ، نو راځئ چې دغه بحٍٍث د یوه نوي سرلیک لاندی پرانیزو، څو ستاسې پوښتنې ته بیلابیل کسان ځواب ووایي او د مارکس او لېنین د تیوریکي سیستم نیمګړتیاوې په ګوته کاندي .
[quote:04a5e6f603]زما په خیال خو دمارکس نه اینجل اولینن نه زیات پلیخانو دډایلکټک بحث چیړلئ دی[/quote:04a5e6f603]
ښايي ديالېکتيک تر انجيل هم په قران کريم کې زيات څېړل شوی وي :
[color=white:04a5e6f603]
سبحن الذی خلق الازواج کلها مما تنبت الارض ومن انفسهم و مما لا یعلمون
تولج اللیل فې النهار و تولج النهارفې اللیل .
یخرج الحی من المیت و یخرج المیّت ِ من الحیّ ِ
و ایة لـّهم الیل نسلخ منه النهار....[/color:04a5e6f603]
له ورته دیالکتیکی جملو څخه قران کریم ډک دی ، ګویتِه قران کریم د معنی سره لوستلی او دهغه څیړنه بیا هیګل هم لوستلې وه او په باور سره یې تر انجیل هلته ډیر دیالکتیک موندلی دی . مولوی صاحب حلیمی د قرانکریم په دې اړه بشپړ معلومات ورکولی شی، خو زه ترې دا هیله کوم د قران کریم د پورتنیو عباراتو په راخیستلو کې زما نیمګړتیا وې را ته تصحیح کړي .
ډاکتر وطنمل
17.05.2007
درنو لیکونکو!
که دغه فلسفي بنډار مو تر نوي سرلیک لاندې، چې ښاغلي ځواکمن پرانیستی وغځوئ سودمن به ولویږي . هلته د ګڼ شمیر ګډونکونکو په هیله
په مینې درنښت ، او سلامونو!
Mohammad Hassan
17.05.2007
ټولو ملګرو ته سلامونه او ښې چارې!
۱ ـ زما په نظر ددې موضوع څېړل د ځواکمن صيب تر عنوان لاندې سم نه دی.
ځکه چې هغه د يوې مشخصې ايديولوژی (مارکسيسم - لنينيپسم) د نيمګړتیاوو
خبره مطرح کړې ده ، چې ز ه شخصا له دې موضوع سره علاقه نه لرم.
خو زموږ اوسنۍ موضوع يوه عامه فلسفی موضوع ده چې دا يوازې د
مارکسيستی- لنينيستیايديولوژۍ بحث نه، بلکې د ډيرو نورو فلسفی سيستمونو او فيلسوفانو له خوا مطرح ده.
دا بايد په ياد ولرو چې مارکسيسم- لنينیسم يوازې فلسفی اړخ نه، بلکې هغه
يو پراخه ايديولوژیکی سيستم دی چې د فلسفې برسېره د اقتصادی، سياسی،
ټولنيزو او نورو موضوعاتو سره هم سروکار لری.
زه غواړم چې په همدې ډول سلام خان ته هم په ډير احترام دا موضوع روښانه کړم،
چې زما هدف يوازې د مارکسيستی- لنينیستی فلسفې له زاويې څخه دډيالکټیک
مطرح نه، بلکې د عامې فلسفی ديدګاه او د فلسفې د عام تعريف په چوکاټ کښې
د ډيرو مسايلو د د سلسلې د يوه جز په حيث د ډیالکټیک يادول ؤ.
زما د معلومات پراساس ډيالکټيک هم د مټافزيک په شان د فلسفی معرفت
ميتود ، اسلوب او طريقه ده.
دا بيا بل سوال دی، چې چا او په کوم فلسفی سيستم کښې د ډیالکټیک له پاره
کوم قوانين او سرحدونه ټاکی.
په دې هکله کولای شو چې تر ځينو لازمو توضيحاتو وروسته ورسيږو. خو په دا
لومړيو بحثونو کښې په هغې باندې خبرې کول په طرح شوې موضوع کښې راته
لوي او بې وخته ټوپ ښکاری.
نور مو په خدای سپارم، که مې وخت وموند، بيا به مو خدمتد ته حاضر شم.
pattang
17.05.2007
وروره محمد حسنه سلا م عليکم !
ولا چې زه لېونی دې هم په خبره پوه شوم ، ځيني شيان دې ډېر ښه ليکلي .
خويووار دفلسفې نوم اخلې او علاقه ورسره ښکاره کوې او بيا دلېنين او مارکس
خواته لويه ډبره ږدې . زه ګمان کوم فلسفه دواحد په شکل + اقتصاد + سياست +
روزنه ( لکه تاسو چې ليکلي دي ) = لېنينيزم ، خو فلسفه د واحده په شکل پاته
ده نو لدې خا طره که په ( ف ) کې ګوتې وهې ( ل ) به يادوې او څېړې !
بل دا چې فلسفي سيستمونه څه مانا ? رڼا يې غواړم .
فلسفي سيستم دڅه شي تابع دی ??
او بيا سيستمونه څرنګه پېژندل کېږي ??٠
لاکن زما لپاره ستا سو هغه وړانديز : ( دسياسي فکر په برخه کې ) ډير قابل
دارزښت دی ،ګوره وروره که چوټ اندازه خبره د نوي کړې نو دهغې خبرې لکۍ
پرې نږدې ،زه وږی اوتګی درته پروت يم٠
Mohammad Hassan
23.05.2007
د بحث ټولو ګډون کوونکو ته سلامونه او ښې چارې!
ښاغلی پتنګ تاسو ليکلی دی چې:
[quote:0b5aa2ef6e] فلسفي سيستمونه څه مانا ? رڼا يې غواړم .
فلسفي سيستم دڅه شي تابع دی ??
او بيا سيستمونه څرنګه پېژندل کېږي ??٠ [/quote:0b5aa2ef6e]
که رښتيا درته ووايم ددې پوښتنو ځواب د راته ډیر مشکل ښکاری، ځکه چې له
يوې خوا پخپله د سیستم د تيوری له لحاظه د سيستم توضيح ډیره مغلقه ده او له
بلې خوا د پوهانو له نظره هم ورپکې ډیر تفاوتونه شته. يو یې د فلسفې د تعريف
په ځېر يو ډول او نور يې بيا بل ډول څېړی.
د بلې خوانه د سیستم سمه او مفصله توضيح ډیر وخت او دقت ته اړتيا لری، چې
زه داډول امکانات اووړتيا د بحث په دې ځای کښې نه وينم.
په لنډه توګه به داسې وليکم چې سيستم به لغت کښې موږ او تاسې ترتيب،
قاعدې، طرېقې او روش ته وايو خو د سيستمونو د تيوری په اصطلاح کښې بیا
سيستم د دوو يا څو مختلفو اجزاووڅخه د ټاکلی پرنسیپ په اساس داسې جوړشویشی (څيز) ته وایی چې اجزاوې يې يوپربل باندی متقابلې ډيالکټیکی
اړيکېولری. د نوی شی (سيستم) خاصيت د هغه د هر جز له خاصيت سره توپير
ولریو اجزاوو خپل مستقل خواص ورپکې له لاسه ورکړی وی.
سیستم بيا له هغې شی یا (اګريګاټ) څخه فرق لری، چې د دوو يا زياتو اجزاوو
د ميخانيکی تجمع او بيرونی پیوستون څخه لاسته راغلی وی، چې
هرې يوې خپلې دندې او خاصيتونه ساتلی خو د کار په عمومی بهير کښې يې
د دندو نوبت او د يوه جز يا اجزاوو تابعيت له بل يا نورو څخه تنظیم شوی وی.
سيستمونه خورا ډیر ډولونه لری: مثلا کمپيوتری سيستم، اجتماعی سيستم، فلسفی سيستم، حقوقی سيستم، ميخانيکی سيستم، بيولوژيکی سيستم، هندسی
سیستم.... او ډیر نور.
فلسفی سيستمونه د فلسفې مهمو مسئلو ته د فلسفې د پوهانو د ورته ځواب
ورکولو او يو د بل د تيوريو د بشپړولو او تکامل ورکولو له لارې منځ ته راغلی
دی. لکه څنګه چې هر سيستم کيدای شی په نورو فرعی سیستمونو وويشل شی،
فلسفی سيستمونه هم کيدای شی چې په نورو وړو فلسفی سيستمونو وويشل شی.
دا موضوع ددې تابع ده، چې کوم فلسفی سيستمونه، کومو فلسفی مسئلو ته د
ځواب ورکولو په اړه را منځته شوی دی.
هغه فلسفی سيستمونه چې د فلسفی غوره او اساسی سوالونو ته د ځواب ورکولو
د ورته والی او یا یورنګوالی په اساس را منځته شوې دی، اساسی فلسفی
سيستمونه جوړوی او هغه چې بيا د فلسفې د فرعی برخې سوالوته د ځوابونو پر
اساس رامنځته شوی دی، په ترتیب سره د فلسفې فرعی سيستمونه جوړوی.
د مثال په توګه:
د روح او مادې ترمنځ د اړيکو په اړه د فلسفې د اساسی سوال د ځواب ورکولو په
ارتباط، فيلسوفان په دوو يا هم د ځينو له نظره په دريو برخو ويشل کيږی
۱- هغه ډله فيلسوفان دی چې روح يا معنې پر ماده مقدمه او ماده د روح زيږنده
بولی. دا ډله فيلسوفان دايديالستانو په نوم ياديږی او د ا د ايدياليستی فلسفی
سيستم يا ايدياليسم پیروان دی.
۲- هغه ډله فيلسوفان چې ماده پر روح يا معنې مقدمه بولی او معنې د مادی
زيږنده، دا بيا ماتريالستان او د فلسفې په ماترياليستی سيستم يا جريان کښې
شامل دی.
۳ـ هغه ډله فيلسوفان دی چې د مادی او معنې يا روح ترمنځ اړیکی او د يوې
تقدم يا تاخیر پر بلې باندی د فلسفې د اساسی سوال په حیث نه مطرح کوی او نظر ورکوی چې ماده او معنې دواړه د جهان منبع جوړوی. سره له دې چې ددې ډلې
پوهانو شمیر کم دی، خو بيا هم دوی د دوواليسم د فلسفی سيستم جوړوونکی دی.
دې فلسفی سيستمونو ته په افغانی ادبياتو کښې ډير ځله فلسفی مکتبونه هم ويل
شوی دی. ښایی چې علت يې داوی چې د سيستمونو تيوری نسبتا نوې تيوری ده
او دهغې ترمخه ليکل شوو کتابونو کښې به يې دې سيستمونو ته فلسفی مکتبونه
ویلی وی. په دې هکله زه اوس ډاډمن معلومات نه شم وړاندې کولی.
د دا پورته دريو غوره او عمده اساسی فلسفی سيستمونو څخه هر يو بيا په نورو
فرعی فلسفی سيستمونو هم ويشل کيدای شی. مثلا: مارکسيستی- لنینیستی
فلسفې سيستم د ماترياليستی فلسفی سيستم فرعی سيستم جوړوی، چې بيا
ځان ته خپلې ځانګړتياوې لری.
pattang
23.05.2007
محد حسنه وروره سلا مونه او ښې چارې !
ما خپله ډېر وخت دطبعي علومو په زدکړه کې تير کړی او له سيستمنو سره په
مختلفونورمونو کې ډېره اشنايې لرمه او ډير ډير وخت کېږي چې په اداري ٠
منجمنت اود کار کولو په سيستمونو کې تجربه لرم او ورځنی کار مې دی٠
زه به له نورو خبرو تېر شم،
زه ډېر خوشاله يم چې ستا او د ځينو نورو وروڼو غوندي پوهه پښتانه دلته په ټول
افغان کې علمي ليکنې کوي [color=brown:7049dee82b]او په پښتو ژبه يې کوي [/color:7049dee82b]
چاته به دا قدر مالوم وي يابه نوي خو زه دوی ته مځکه په بڼو جارو کوم٠
ډېره مننه ورور مو پتنګ
salam
26.05.2007
پتنګ صیب بیا دموضوع نه وتلی ئ خبره د منجمنټ سسټم نه ده خبره دمجموعی
معاشرتی سسټم ده په منجمنټ سسټم کی به تاسو ته یقناً دا ښودلی شوی وی چی
دروغ دمره په تواتور او اعتماد سره وائ چی خلک پری مجبوراً درشتیاءو ګمان وکړی.
pattang
26.05.2007
سلامه وروره په مقصد دې پوه نشوم چې ته څه غواړې خو هر چاته په خپله ائينه کې
مګوره ، زه کوم ضرورت نلرم چې دروغ ووايم اوزما مسلک هم دروغ ندي ،خبره
د بيرته درواخله که په انګليسي [quote:9344ea3809]( زما په خیال که ملګری سوشلزم سټډی
کړی .... تا ليکلي دي )[/quote:9344ea3809] خبرې حل کېدی شوی اوس به کرزي صيب تر مخه
خپل مشکلات حل کړي وو٠
ته دې خپل ليک سم ولونه چې تا څه ليکلي دي ? او د خپل ځان ګمان په هر چا
مکوه ٠ که ګلاب زوی په قدرت راغی ډېرو ته بيا دمسکو د برسونو چانس ورکړي
داچې هلته څومره عادي پښتانه او څومره د isi نوکران پکشې را وځي له هغه نه
اوس خدای خبر دی ٠
[quote:9344ea3809]پتنګ صیب بیا دموضوع نه وتلی ئ خبره د منجمنټ سسټم نه ده خبره دمجموعی
معاشرتی سسټم ده په منجمنټ سسټم کی به تاسو ته یقناً دا ښودلی شوی وی چی
دروغ دمره په تواتور او اعتماد سره وائ چی خلک پری مجبوراً درشتیاءو ګمان وکړی[/quote:9344ea3809]
منلی
05.03.2008
لومړی هغه څوک چی وایی ذهن دمادی پیداواردی یعنی دوی داسی مثال ورکوی چی ذهن له دماغوڅخه پیداکیږی او دماغ مادی شی ده په همدی دلیل ذهن دمادی پیداواردي
لیکن ددوی مخالف داتیوری رد وی اوهمداسی نویوڅیړنو هم داتیوری ردکړی
نوی څیړنی وایی چی ذهن ددماغوپیداوارنه بلکی یوه بیله هستی لری دوی وایی چی دماغ هغه ذریعه یاآله ده چی دهغه له وساطت نه ذهن په خپله -خپله هستی ښکاره کوی ،لکه د رادیوسیټ ، کله چی سیټ روغ وی په هغه کښی اواز راځی لیکن هغه اواز دسیټ پیداوارنه وی ،آواز په فضاکښي بیل موجودوی لیکن خپله مظاهره درادیوسیټ له وساطت څخه کوی ،همداسی کله چی سیټ خراب شی اواز راتلل بندشی حالانکی په هواکښی هغه اواز اوس هم همغه سی شته څنګه چی مخکی موجود وو .کوم تعلق چی درادیو اوپه فضاکښي دخپور اواز ده همدغه سی تعلق دذهن اودماغو ده .
زماپه فکر که لومړی داثابت شی چی زندګی دمادی پیداوارده اونه له مادی نه
بیل خپل وجودلری ؟ ابتدایی څه رنګه وشوه ؟ سرچینه یی چیری دی ؟
بیا کیدی شی چی دذهن اومادی په هکله هرڅه روښانه شی
په درنښت