د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ذهن کۀ ماده؟

salam
26.04.2007

ذهن کۀ ماده؟
دا سوال اګر چی دفلسفی دے خوفلسفه دعلومومورګڼلی شی ځکه چې ددی انحصار پۀدلیل دﺉ او دلیل هم هغه شے دے چې علم مخ پۀ وړاندی بوځی .
دپورتنی سوال هم ډير جوابونه شوی دی ځنه خلک واﺉ چی ماده دذهن پيداواردے اوځنی بیاداباور کوی چی ذهن دمادی پیداوار دﺉ. مطلب دا چی اول ماده پیداشوی بیاذهن پیدا شوﺉ یااول ذهن پیداشوﺉ بیا ماده پیدا شوی .
تاسوپهء دی اړه څهء خیال لرﺉ.


salam
27.04.2007

کوشان صیب سلامونه :
ذما په خیال خبره د چرګې او هګۍ قصه نه ء ده او نه لا حاصله ده ځکه چی دډیرو اعتقاداتو بنسټ پر دی دﺉ
ډیر خلک دا باور لری چی پهء پهء ما ده کی یو مافوق الفطرت ذهن(چې هرچا ورته مختلف نومونه ور کړی) تغرات راولی
(ما ده پهء وسیع اومحدود تنا ظردواړوکې) او زمونږ نه ګیر چا پیره حالات هم دغه ذهن کل تشکیلوی .او انسا نی ذهنونه اجزادی د دغه ذهن
کوم شیان چې انسا ن پهءمادی ډول وینی دا حقیقی نهء دی بلکی دیو ما وراﺉ حقیقت عکس دﺉ.(یعنی ماده د ذهن پیداوار دﺉ یا دنظر فریب دﺉ)
دما دی طرف دار واﺉ چې نه ذهن دمادی عکس دﺉ که ذهن وی او که نه ماده خپل وجود لری یعنی که زهء سترګی پټی کړم نو ددی دا مطلب نهء دﺉ چې ګنی ما هم څو ک نه وینی یا زمانه ګیر چاپیره هر شﺉ غایب شو.یعنی زما ذهن ماته د هغه مادی حالاتو عکس پیش کړو .

ځواب نشي ورکولی ، ځکه چې دلته د پيدايښت خبره نده بلکې
د باور او يا د پوهېدلو خبره ده .



28.04.2007

درنو ورونو او محترمو خویندو ته سلام !
د مادې یا معنی د لومړي توب پوښتنه د فلسفې بنسټي پوښتنه نه ده. داد کمونستانو چال یا ترېک دی چې په وروسته پآ آ آ آ آ آ تو قبل المیلادي هیوادونو کې به د شوروي د ایجنټ ګوندونو غړو د تبلیغ له پاره مطرح کوله . د یو یا بل د تقدم [color=yellow:e0651babc7]فرضول [/color:e0651babc7] ددواړو دشتون منل او پر وجودیې اعتراف دی ! د معنی عیني موجودیت ، یعنې د انسان له ذهن څخه بهر او له مادې څخه هم مستقل موجودیت د تقدم اوتأخر فرضي پوښتنه اتوماتیک حلوي!
څوک چې د عینی معنی له موجودیت څخه منکریږی، نو بیا یې له مادې څخه د لومړی توب او وروسته توب فرضیه څنګه او ولې مطرح کوي ؟ اوکه څوک لهعینی معنی څخه منکر نه وي، نو بیا ترې د مادې لومړیتوب څنګه تصور کولی شي؟ ایا د خالق اومخلوق ترمنځ دا پوښتنه کیدای شي چې خالق مخکې دی که مخلوق
یې ؟ هو، یوه فکاهی وایی چې [color=white:e0651babc7]له یوه ملاامام څخه یو ساده مقتدی پوښتنه وکړه چې :
دلغمان ملا صیب د کوم ځای یې؟ هغه ورته وویل چې بس خلاصه دې کړه ، نو پوښتنه څه ته کوې ![/color:e0651babc7]
د کمونستانو چال دبی سواده یا کم سواده یالږترلږه د کم علمه ځوانانو له پاره په دې کې و، چې د خدای له وجود څخه یې منکر او ملحد کافر کاندي، له دې لارې چې لومړی خدای تعالی صرف عینې معنی وبولی او بیا دعینی معنی له وجود څخه انکار وکړي یعنې په نتیجه کې دخدای له وجود څخه منکر شی.نو هدف یې فلسفه هم نه ، بلکې غوښتل یې په دې چټله اندیشه د شوروی راروان تسلط او برید ته د ملحدانو په زیاتولو سره لاره خلاصه کړي.



29.04.2007

[quote:ab4962dcd6]نو دا چې ښاغلي ځواکمن ويلي چې خالق مخکې دی او که مخلوق ؟؟ [/quote:ab4962dcd6]
کوشانه تر سلام وروسته دې پام دېته راګرځوم چې خبره د خدای د مفهوم خلقت یا د هغه تاریخي معیینات نه دي چې د بشر څخه مخکې د خالق پوهیز موجود نه و ، کوم ته چې تا له اړاو تړاو او اړتیا پرته نغوته کړې، بلکې پخپله خالق په اوسني
دیني مفهوم سره دی چې د ټولې نړۍ هستونکی او پیداکونکی دی، نو ځکه تر هر مخلوق مخکې قدیم او مقدم دی ،پیل او پآی نه لري ،ابدي آخر او مؤخّـِر ذات هم دی ! نو امکان نه لري چې مخلوق دې پرخپل خالق مقدم تصور شي .
د خالق مفهوم رسولانو روښانه کړی اوهم په اسمانی تابونو کې معین شوی ، داچې رسولان نور نه راځي، نو د الله وروستی رسول محمد (ص) او د خدای وروستی کتاب قران عظیم الشان دغه مفهوم بشپړکړی دی .
ستادغه عبارت الحادی اندتوګه څرګندوي او انسانانو ته د خالق او خدای (ج) ته د مخلوق په سترګه ګورئ، ادم (ع) اونور پیغمبران به هم نه منئ، نوداسلام له مخې ښايي  تر اوسه دې ژوند هم ټول د ذلت په کنده کې تیر شوی وي او په دغه ذلت کې به دې حال لا دوام لري ، او يابه لرې نه وي چې، که توبه ونه باسې ، د ټولو ملحدینو په شان به ته هم ذلیل شې . خدای دې توبه نصیب کړه !
تاداسې لیکلي :[quote:ab4962dcd6]
په لمړنيو ټولنو کې خو مختلف خدايان موجود وو چې د انساني ټولنو د روحي او مادي تکامل سره يوځای دغه خدايانو خپل ځايونه نورو خدايانو ته پرېښودل چې وروسته بيا خدای د مادې د شکل نه ووت او روحي بڼه يې غوره کړه . [/quote:ab4962dcd6]



30.04.2007

ښاغلی کوشان ،
له ځواب څخه دې خوښ شوم، خو باید تکرار کړم چې د خالق مفهوم پیدا کونکی ، خلق کونکی دی، دا هغه څه دي چې د خدای د مفهوم هسته جوړوي او د اسماني ادیانو په ټول تاریخ کې موجوده وه او وي به، سره لدې چې د خدای مفهوم هر څومره پراختیا موندلی او یا یې ومومي . زمونږ بحٍث د خالق او مخلوق په تناسب راوڅرخید، چې د خالق مفهوم که هر څومره پراخه شي د مخلوق سره یې تناسب نشي سرچپه کېدلای ، یعنې خالق ته مخلوق او مخلوق ته د هغه خالق نشي ویل کیدلای !
له بده مرغه ستاسو په لیکنه کې تاسې پخپله د خالق پر ځای د هغه مفهوم او د مفهوم تاریخي تکامل وضع کړ. څنګه چې مفاهیم د انسان د ذهن محصولات دي او
انسان یې خلقوي ، نو په پورتنۍ وضع کولو سره مو موخه دا په ډاګه کیږي چې ګواکې انسان د خدای تعالی خالق دی ، ځکه د خدای له عیني وجود څخه انکار کول او ذهني مفهوم یې منل همدا معنی لري چې نعوذ بالله د خدای له (تش ) ذهني مفهوم پرته خالق کوم عیني وجود نه لري . دې ته وایي له خدای څخه انکار یا ډاګیزه الحاد! او له دغه دریځ څخه استدلال کول په هر شکل او ادلون بد لون چې وي صرف یو هدف لري او هغه یواځې الحاد دی !
زما هدف دا نه و ، چې چاته و وایم چې ته ملحد یې، خو وایم چې دغسې استدلال او اندتوګه پر الحاد ولاړه ده، او زه بیا هم  چاته  نه وایم او نه ویلی شم چې ته ذلیل شوی یې یابه شی، خو وایم چې ملحدین ذلیل کیږي، خدای مکړه که څوک ملحد شي یا وي، حتماً به ذلیل هم شي ! زه نه وایم چې که  ته ملحد شې يا يې ، نو خدای دې ذلیل کړه، بلکې برعکس به دعا کوم چې له ذلت او الحاد څخه دې خدای (ج) مونږ او تاسې ټول وساتي . آمین ٍثم امین !
هو!، په دین کې د دیندار یواځې ګټه شته او هیځ زیان او حرج نه لري .


رښتینی
01.05.2007

سلامونه او نيکي هيلي

زه دلته دکوشان له دوو ليکنو نه يوه څه را اخلم
او بيا د انصاف تله په خپله کوشان او لوستونکو ته
په لاس ورکوم

کوشان په دي بحث کي ليکي :

[code:1:67c37a19b9]په خدای باندې باور ګټه نلري ، د خدای درک کول مهم دی[/code:1:67c37a19b9]

او کوشان د اسلام په فورم کي ليکي :

[code:1:67c37a19b9] او پدې هم ايمان لرم چې خدای يو دی او شريک نلري او د ټولو شيانو خالق او خاوند هم دی[/code:1:67c37a19b9] .

[code:1:67c37a19b9]او ددې ټولو ظواهرو نه چې تېر شو ، د زړه له کومې په خدای ايمان لرم او او ځان او روح مې ورته تسليمه ده او ځان مسلمان بولم .[/code:1:67c37a19b9]

په مينه او درنښت



01.05.2007

[quote:51020c6b9a]په خدای باندې باور ګټه نلري ، د خدای درک کول مهم دی[/quote:51020c6b9a]
داجمله چې دهرچا وي، په الحادی نفاق یې زړه ډک دی :ځکه پرخدای باور، عقیده
او ایمان د اسلام بسټ دی ، ځکه څوک چې پر دې کلمې ایمان ولري او اقرار پرې وکړي، چې لا اله الالله محمد الرسول الله ، نو مسلمان ګڼل کیږي . نوکه څوک پر خدای تعالی باندې ایمان لرل بی ګټې بولی، یقینا به پخپله پر خدای (ج) ایمان نه لري. د خدای له درک څخه یې هم مطلب د خدای تعالی عقلی منطقی ثبوت وړاندې کول دي . لیکونکی دغسې یو ثبوت له سره ممکن نه بولي نو له دې کبله یې مهم ګڼي او له نورو نه یې غواړي .


رښتینی
02.05.2007

ځواکمن صيب او نورو وروڼوته سلام

ښاغلي ځواکمن صيب کوشان څه موده مخکي داسلام په فورم کي د (مسلمان څوک دي ؟)
تر عنوان لاندي دوه که دري ليکني کړي وي چي ما داپورته اقتباسونه دده له هغو ليکنو نه
راخيستي نو دکوشان صيب په خبرو کي تضاد ښکاره شو اوس به نو يوه خبره اخلي او بله
به خپلوي خو خداي دي وکړي چي په اخلاص سره هغه مخکيني خبره خپله او دا وروستي
هغه بيرته واخلي

په درنښت


هره طرحه شوې موضوع باید پخپل چاپيريال کې وڅېړو

Mohammad Hassan
02.05.2007

د بحث ډیرو درنو ګدون کوونکو او لوستونکو ته د زړه له کومی سلامونه!
ښاغلی سلام خان دا موضوع بحث ته وړاندې کړې چې ماده د ذهن او که ذهن د مادې محصول دی؟
دا يې هم ور زياته کړې ده چې دا يو فلسفی سوال او بحث دی.
خو د بحث په لړ کې دا موضوع هم د ډیرونورو موضوعاتو په څیر د کفر او اسلام او اعتقاد او الحاد خواته کش کړ ه شوې ده. ددې پر ځای چې خبره د ذهن او مادی تر منځ په اړيکو را وڅرخی ، د خالق او مخلوق ترمنځ اړيکې غوره بلل شوې او يا داچې ان د خدای ج په اړه د اعتقاد او یا نه اعتقاد موضوع مطرح شوې ده. د بحث ځينې ګډون کوونکی ددې پرخای چې د خپل انسانی عقل او پوهې په زور د مادې او ذهن ترمنځ په اړيکو کښې خپل منطق او دليل ووایی، د سياسی مبارزو او کمونيسم موضوعاتو ته ګام اخلی او هغه هم تر دې اندازې چې د مادی او روح يا ذهن ترمنځ د اوږده تاريخ لرونکی فلسفی سوال ته د شوروی د اجنټانو د تبليغاتی تريک په سترګه ګوری.
د مادې او روح تر منځ د اړيکو او د انسان له خوا د جهان د پيژندګلوی د امکاناتو د موجوديت او يا نه موجوديت موضوع د فلسفی تاريخ ډيره لرغونی او پخوانۍ موضوع ده او دا دشوروی اتحاد او يا د کمونيسم د موجوديت ثمر نه دی.

دا موضوع هم په پام کښې بايد ونيول شی چې د فلسفې له اړخه د جهان په اړه څيړنه باید کفر او الحاد ونه بلل شی .

زما له نظره د مادې او ذهن ترمنځ متقابلې اړيکې یو دروند فلسفی سوال دی چې ډیرو سترو فیلسوفانو ورباندې بحثونه کړی او نن هم د فلسفی علومو په ډګر کښې دا سوال په يوه او يابل شکل د علمی او فلسفی ميتودونو په بنسټ تر بحث لاندې نيول کيږی او دټول افغان د ويبپاڼې د بحث په دې فورم کښې موږ او تاسې ورباندی کوم نوی شئ نه شو زياتولی.

ددې له پاره چې موږ په دې اړه خپل نظرونه او پوهې يو له بله سره تبادله کړای شو بايد دا موضوع هم په نظر کښې ونيسو چې هر علم او همدا راز فلسفی پوهنه د موضوعاتو د څيړلو له پاره خپله مشخصه ترمينولوژی او د تحقيق او څېړنې ميتود لری. هر څوک چې د يوه او يا بل علم او يا فلسفې په باره کښې څېړنې او پلټنې کوی، په لومړی سر کښې د هغه په ترمينولوژۍ او معمولو مقولاتو ځان پوهول ورته ضرور دی.

زموږ اوسنی د بحث موضوع د مادې او ذهن ترمنځ د اړيکو فلسفی څېړنه ده. ددې له پاره بايد پوه شو چې موږ فلسفه څه ته وايو او د مادې او ذهن تر مفاهيمو لاندې څه شئ پېژنو؟ دا کار به له موږ سره مرسته وکړی چې پخپله د فلسفې او د ټاکلی مذهب، مشخص دين، مشخص علم، مثلا فزيک، تاريخ، کميا او نورو ترمنخ فرق وکړو او د هغوی مقولې او تعريفات يو له بله سره ګډ او يا غلط نه کړو.

پوهان په دې نظر دی چې د فلسفې کلمه يونانی مبدا لری چې د (فيلو ) او (صوفيا) له کلمو څخه جوړه شوې ده.
ُموږ په لغوی لحاظ فيلو د علاقی او صوفيا د حکمت او پوهې په معنې ترجمه کولای شو او په لغت کښې فلسفه د پوهې او حکمت سره مينه او علاقه ژباړل کېدای شی.
په اصطلاح کښې فلسفه هغه پوهه ده چې د انسان د ټول چاپيريال، ټولنې او انسانانو دژوند د ډول په اړه بحث او څيړنې کوی.
يا په پل عبارت فلسفه هغه پوهه ده چې د انسان، جامعې او کائناتو په اړه عمومی قوانين تر بحث او څېړنې لاندې نيسی.
په داسې حال کښې چې د هر مشخص علم ساحه محدوده او د ټولنې، انسان او يا کائناتو د يوې برخی په اړه مشخصو او خاصو قوانينو ته خپله توجه ور ګرزوی.

د فلسفی پوهانو له نظره جهان په دوو غوره برخو ( ماده او معنا) باندې ويشل کيږی.
د مادی فلسفی تعريف د هغه له فزيکی تعریف سره فرق لری.
د فلسفی پوهانو له نظره ټول هغه څه چې د انسان له ذهن څخه د باندې او عينی مستقل موجوديت ولری، ماده بلل کيږی. ماده د انسان د حواسو له لارې لمس او پيژندل کيږی ، کاپی کيږی او په ذهن کښې انعکاس مومی.
د انسان په مغز او ذهن کښې د مادی نړۍ او عينی موجوداتو انعکاس ته بيا معنا يا شعور وایی چې د انسان او د هغه له مغز څخه پرته مستقل موجودیت نه لری.
د مثال په ډول هغه پوهه چې علامه عبدالحی حبيبی له ځانه سره لرله، دده په مغزو کښې وه او دده له موجوديت پرته وجود نه لری.
هغه جګړه ايز تکتيکی مهارت چې غازی محمد جان خان د انګريزانو په وړاندې په کار اچولو، هغه دده له مغز او وجود پرته په بل چا کښې نه ؤ. هغه شعری استعداد چې علی ګل پيوند یې لری، دده له مړينې سره يوځای به له منځه ولاړشی.
مګر دا کائنات او دا هوا او فضا او دا مادی ماحول به د انسانانو له مړينې سره له منځه نه ځی. دا به هميشه موجود وی، د خپل تکامل او حرکت لاره به وهی، له يوه شکل نه به پر بل او له بله به پر بل اوړی او را اوړی، خو د انسان له ذهن څخه د باندې به د هميش له پاره موجوديت لری.

نور که د خدای رضا وه بيا وروسته!


Ghairat
02.05.2007

درنو خویندو ورونو ته سلامونو!
د ځینو لیکنو پورې د فکاهۍ دغه ټیکۍ را یاده شوه ، چې :
زیری مې دربانذې ژاړه مه! چې پرې مین وې آـ وس بل کلي ته وړینه !
د لېنېنیستی اندتوګې سره مینه هم بله پایله نه لري .وګورئ تاسې لیکلي :
[quote:ae1466175b]په پل عبارت فلسفه هغه پوهه ده چې د انسان، جامعې او کائناتو په اړه عمومی قوانين تر بحث او څېړنې لاندې نيسی.[/quote:ae1466175b]
۱ ــ دا هغه تعریف دی چې له شورویانو او د هغوی پوری له پییلو پرته په ګرده نړۍ کی بل چا نه کړی او نه یې منلی دی . کارل مارکس هم دغه تعریف نه دی کړی، خو یواځې لېنین چې نه فیلسوف و او نه ټولنپوه، بلکی یو سیاستوال او حقوق پوه وۀ ،اوبیا نورو لېننستانو دغه تعریف په خپله ساحه کی پر فلسفه تحمیل کړی دی .
آن د تیتو له وخته په یوګوسلاویا او دغه راز د لویدیځ کمونیستي ګوندونو فلسفي تیوریسنانو هم د فلسفې پورتنی تعریف نه و خپل کړی، خو افغاني سخت پییلي یې لا اوس هم ډنګوي . په شوروي او سپوږمکیو ( هیوادونو) کې یې فلسفې ناپییلې علمي دنده او څرنګوالی نه درلود او یواځې د سیاسي ایدیالوژۍ یا
د حاکم رژیم د لېګیټیمیشن دنده یې تر سره کوله او ددی له پاره فلسفه پر دیامات محدوده وه نو د فلسفې له پاره یې له پورتني تنګنظره طبقاتي تعریف پرته بل تعریف هم نشو وړاندې کولی .
[quote:ae1466175b]د فلسفی پوهانو له نظره جهان په دوو غوره برخو ( ماده او معنا) باندې ویشل شوی دی[/quote:ae1466175b]
٢ ــ د کومو فلسفي پوهانو له نظره ؟ که موخه دلته لېنن او لیننستان وي، آیا د دوی نومونه [color=white:ae1466175b]د فلسفي پوهانو [/color:ae1466175b]په توګه تعمیمول پر علم او فلسفه ملنډې وهل نه دي ؟
۳ـ تاسې له یوې خوا غواړئ چې [quote:ae1466175b]دا موضوع هم په پام کښې بايد ونيول شی چې د فلسفې له اړخه د جهان په اړه څيړنه باید کفر او الحاد ونه بلل شی [/quote:ae1466175b].
خو له بلې خوا باور څرګندوئ چې .
[quote:ae1466175b]د فلسفی پوهانو له نظره ټول هغه څه چې د انسان له ذهن څخه د باندې او عينی مستقل موجوديت ولری، ماده بلل کيږی. ماده د انسان د حواسو له لارې لمس او پيژندل کيږی ، کاپی کيږی او په ذهن کښې انعکاس مومی. [/quote:ae1466175b]
دا هغه تعریف دی چې د کوم فیلسوف نه، بلکې (ملعون) لېنین کړی . وګورئ دالحاد بنسټ همدلته ښخ دی :
هر عیني موجود ماده ګڼل شوې، ددې له پاره چې خدای ماده نه ده، نو له عیني وجود نه یې انکار شوی، ځکه هر عیني موجود یو مادي موجودبولی، نو ددغه لعین په تعریف کی باید خدای عیني وجود ونه لري اوکه یې ولري نو باید ماده واوسي او د انسان د تسلط لاندې راتلونکی وګڼل شي . آلحاد به نور تور وي که سپین ؟ نو دغه تعریف نه علمي دي اونه منطقي، بلکې یواځې او یواځې یو الحادي ادیالوژیک تعریف او پر فلسفه ملنۓډې وهل دي .
۴ ــ داچې دوی فلسفه د مادي او ‌ذهني نړۍ د عمومي قوانینو څیړنه هم بولي د لیننین له وخت او شوروي له پیل څخه تر اوسه پورې دوی کوم ‌ذ‌هني قوانین تر اوسه پورې څیړلي او یا یې د ټولنې کوم قوانین تر اوسه پورې کشف کړي دي ؟
د مارکس په لاسته راوړنو دې ځان نه تیروي !



03.05.2007

ښاغلي کوشان لیکلي :

[quote:8bc0d270e5]ښاغلی ځواکمن او حامد
ستاسي استدلال او تورونه بلکل هغه تکتيک او تحريک ته ورته دی ، کوم چې احمد شاه مسعود ، رباني او خليلي د ازاد خيالو افغانانو په وړاندې کارولو .
په هر مخالف باندې د کفر او د الحاد تور لږول او د هغوۍ په وړاندې د بېسوادانو مسلح کول ، هغه تکتيک دې چه همدغه هيواد پرولونکو ، بېکلتوره داړمارانو ، خود کوشء بېګانه پرستانو او د پنجابي ، پارسي او د تازي برده ګانو ، په سل هاوو زره افغانانو ته يې فاتحه ونيوله . او زما د پاره د تاسف ځای دی چې تاسي هم د همدغوۍ د ميتودونو نه کار اخلئ .[/quote:8bc0d270e5]
په دې تورونو دی له یو واقعیت څخه پرته نور هیڅ شی نه ٍٍثبوتیږي او هغه واقعیت دادی چې صرف زما لیکنې سخت پړسولی یې، حال داچې هغه شخصا تاته راجع نه ، بلکې ستا اندملانو او اندډَولانوته په ټولګړې توګه راجع وه . معقوله خو داوه ، چې ددی تورونو پر ځای دې هغه ټکي چې ستا د پړسوب لامل ګرځیدلي ، رد کړی وای . او بیا لیکې :[quote:8bc0d270e5]همدا اوس هم پردې ولاړ يم او ايمان برې لرم چې خدای يو دی او شريک نلري او د ټولو شيانو خالق او خاوند هم دی[/quote:8bc0d270e5]
خوداچې : [quote:8bc0d270e5]ځان مسلمان بولم ،په دغې خبرې باندې اوس مطمين نيم . ځکه چې دغه يوه مياشت چې مې د افغانستان په اسلامي هيواد کې چې يو اسلامي دولت هم لري ، تېر کړل . او د مسلمانانو اسلامي غوره اخلاق او د هغوۍ قوانين مې په خپلو سترګو وليدل ، نو زما په خپلو اعتقاداتو باندې چې پخوا مې درلودل اوس شک راځي .[/quote:8bc0d270e5]
وروره ډیر عیسوي سرمایه دران فاشستان، دیکتاتوران استعمارګران او قاتلان شته او تیر شوي دي، آیا دا کله هم چا د مسیحیت ګناه بللې او بللی شي ؟ د کلیسا ګناهونه هم چا د مسیحیت ګوناه نه ده بللې ! یواځې طالبانو به دغه ډول فکر کاوه چې د لویدیځ ناخوالې د مسیحیت کار دی ، نو آیا ته هم اوس د طالبانو اندتوګه خپلوې او د تش په نامه مسلمانانو ګناه بر اسلام او واقعی مسلمانانو غورځوې که حنګه؟
[quote:8bc0d270e5]نو زه خو په خدای باندې د باور د درلودلو اړتيا نلرم ، ځکه زه پوهېږم چې خدای شته او غواړم چې خدای درک کولی وشم . .[/quote:8bc0d270e5]
(اول پښتو : درک کولی [quote:8bc0d270e5]وشم[/quote:8bc0d270e5] به کې نشته، درک کړی شم، درک کړآی شم، درک وکولی شم، یا وکولآی شم یې سم شکلونه دي.)
وروره ته چې درک له عقیدې څخه بیلوې اوبیا دې د خدای (ج) موجودیت پخپله هم دې درک کړی او پرې پوهیږې او خلک هم د عقیدې (= دین) پریښودلو، خو د خالق تعالی د شته والي درک کولو ته رابولې، نو ولې دې بیا دومره مهرباني نه ده کړې چې دغه درک او پوهه دې د تشو اعلانولو پر ځای لوستونکو ته څرګنده او روښانه کړې ، څو مالومه شي چې دا رښتیا درک او پوهه ده او که نه ؟ او که غواړې چې تش په تشه د ابو علی سینا پیښې وکړې، او دا خبره یې په خیل نامه تیره کړې چې
چې ګواکې :
[color=blue:8bc0d270e5]« ماپخپله خدای درک کړی، زه نور محمد ته اړتیا نه لرم»[/color:8bc0d270e5]
آیا غوره نه وه چې ددې پرځای دې خپل او یا د ابو علی سینا او یا کوم بل فیلسوف استدلال په سوچه شکل وړاندې کړی وای ؟ ځکه کوشانه وروره ستا له لیکنې پخوا دا ټکې هم په ګوته شوی چې ملحدان عملاًپرخدای هم غرض نه وهي ،خوهر دین ردوي او له دې لارې بیا پر خدای هم سترګې پټوي . نو که ته له خپل استد لال پرته دین او عقیده رد کړې، ۹۹٪ اټکل کیږي چې هغو په کتار کې راځې .
له بلې خوا درک او پوهه د ٍٍثبوت لار ده، که ته د خدای وجود ثابتولی شې نو ډیره ښه ده، او که نه له کومه ځایه دغه ډول تصور ته درک او پوهه وایې او عقیده درک نه بولې؟ ځکه تا لیکلي :
[quote:8bc0d270e5]تاسي يواځې په باور باندې قناعت کړی دی . تاسي باور لرئ چې خدای شته خو د درک کولو د پاره کومه لاره او طريقه نلرئ او يا يې نه غواړئ .[/quote:8bc0d270e5]
نو لطفا ً ستا خپله خبره : په دې اړه مو هغه [color=white:8bc0d270e5]«سويه » [/color:8bc0d270e5] څرګنده کړئ [color=white:8bc0d270e5]«چې تاسي يې خاوندان ياست »[/color:8bc0d270e5]
په درنښت


Mohammad Hassan
04.05.2007

د بحث ګډون کوونکو ته تر سلام وروسته!
ښاغلی غیرت صیب لیکلی چې:
[quote:8eead9d0d6]اقتباس:
په پل عبارت فلسفه هغه پوهه ده چې د انسان، جامعې او کائناتو په اړه عمومی قوانين تر بحث او څېړنې لاندې نيسی.

۱ ــ دا هغه تعریف دی چې له شورویانو او د هغوی پوری له پییلو پرته په ګرده نړۍ کی بل چا نه کړی او نه یې منلی دی . کارل مارکس هم دغه تعریف نه دی کړی،[/quote:8eead9d0d6]
ما خو مخکې هم ليکلی ؤ چې موږ او تاسې باید په هغه مقولو، مفاهيمو او تعريفو چې کوو ، ځانونه پوه کړو. دا خبره داده همدا اوس له اوله را ښکاره شوه، چې د ځينو له نظره ماده او ذهن یو، او د نورو له نظره بيا بل شئ ښکاری.
را به شو اصلی موضوع ته چې د فلسفې تعريف دی. ما خو چې لوستی او په ياد مې پاته دی، د فلسفې تعريف مې همداسې په یاد پاته دی چې پورته مې ليکلی. خو دا ادعا مې نه ده کړې چې ټول فيلسوفان اوعالمان دې له همدې تعريف سره موافق او يا دا چې دا تعريف د فلسفې له همغې اولې ورځې د ټولو له پاره د منلو وړ دی.
د فلسفې تعریف هم د فلسفې په تاريخ کښې تغیر او بدلو ن موندلی او دا هغه معاصر او د ډیرو له پاره د منلو وړ تعریف دی چې زما په یاد پاته دئ.
تاسې ته که له دې نه معاصر او د ډیرو له پاره د منلو وړ فلسفی تعريف په ياد
وی، نو بې له دې نه چې خبره سياسی او يا دينی موضوعاتو ته کش کړې، خپل د خوښې تعریف دې وليکه او د ما له خوا د ذکر شوی تعريف نيمګړتياوې له علمی، عقلی او منطقی لحاظه(نه له دينی او سياسی عقيدوی زاويې) څرګندې کړه.
اوس خو تاسې زما له خوا وړاندې شوی تعريف د لنین او لنينستانو بللی، خو د خپلې خوښې تعريف د نه دی وړاندې کړی.
دا خبره هم د يادولو وړ ده چې د فلسفې علومو په څيړلو کښې موږ او تاسې نه شو کولای چې د مارکسيست- لنينستانو فلسفی عالمانو نظريات او اندونه په پام کښې ونه نيسو. ډیر فيلسوفان به د سياسی لحاظه مارکسيستان او لنينستان ؤ خو د خپل علمی مسلک په لحاظ به فيلسوفان ؤ او په دې اړه د هغو له مسلک او پوهې څخه يو سره انکار او يا د خپل عقل او منطق له سنجش پرته د هغو د نظرياتو کلی ردول تعصب دی او له علمی چلند څخه لری بلل کيږی.
بايد په ياد ولرو چې په فلسفه کښی مارکسيستی- لنينيستی اړخ د فلسفې له غوره اړخونو څخه دی. د فلسفې تاريخ او د فلسفې د تکامل او پرمختيا د بهير په څيړلو کښې د هغو له مارکسيستی - لنینيستی اړخه سترګې پټول امکان نه لری او که نه نو د فلسفې تاريخ او تاريخی تکامل نيمګړی پاته کيږی. یعنې که غواړې چې د فلسفی د پوهې دتاريخی تکامل او پرمختګ او د فلسفې د تاريخ په هکله خبرې وکړې، نو هرو مرو به د هغو د مارکسيستی- لنينستی جريان يادون او څېړنه کوې.

دفلسفې د تاريخی تکامل او د فلسفې د تاريخ د څيړلو په لړ کښې د يوه او يا بل فلسفی جريان يادول په دې معنی نه دی چې ليکونکی او محقق به حتما د هغو له نظر سره موافق او يا به حتما ور سره مخالف وی.
[quote:8eead9d0d6] آن د تیتو له وخته په یوګوسلاویا او دغه راز د لویدیځ کمونیستي ګوندونو فلسفي تیوریسنانو هم د فلسفې پورتنی تعریف نه و خپل کړی[/quote:8eead9d0d6]
په دې هکله زه پوره معلومات نه لرم. تاسې مهربانی وکړی او د تيتو او د لويديځو کمونستی ګوندونو د تيوریسنانو له خوا منل شوی فلسفی تعريف په تفصيل راته راته وليکی، منندوی به مو اوسم.
[quote:8eead9d0d6]
اقتباس:
د فلسفی پوهانو له نظره جهان په دوو غوره برخو ( ماده او معنا) باندې ویشل شوی دی

٢ ــ د کومو فلسفي پوهانو له نظره ؟ که موخه دلته لېنن او لیننستان وي، آیا د دوی نومونه د فلسفي پوهانو په توګه تعمیمول پر علم او فلسفه ملنډې وهل نه دي ؟[/quote:8eead9d0d6]
تر هغې اندازې چې زه معلومات لرم او هغه څه چې زما په ياد پاته دی، فکر کوم چې دا ويشنه د فلسفې د ډیرو ماترياليستی، دوواليستی او ايدياليستی فرعی جريانو له خوا او په دې لړ کښې د سپتيکانو، اګنوستيکانو، مارکسيستانو او نورو له خوا قبوله شوې ده. په دا اوس وخت کښې زه د وخت او موادو د نشتوالی له کبله نوره کومه ژوره څېړنه نه شم کولای.
تاسې بايد دا په ياد ولری چې د فلسفی تاريخ بې له مارکسيستی- لنينیستی فلسفې پوهانو له نظريو څخه نيمګړی دی. په علم کښې تعصب ته ځای نشته. همدا اوس له ټولو څخه لومړی او په خورا شدت او حدت همدا تاسې د مارکسيست- لنينست فيلسوفانو يادونه کوی او له هغې سره ځان مخالف بولی. دا هم د همدې دلیل دی چې دا د فلسفی له معاصرو جريانو څخه يو غوره او عمده جريان دی چې د هغو مخالفين او موافقين مجبور دی چې يادونه يې وکړی. زه او يا هم تاسې دا صلاحيت او توان نه لرو چې هغوی د فيلسوفانو په رديف کښې شامل او يا نور څوک د فیلسوفانو له رديفه وباسو.
د فلسفی پوهنې د څيړلو په لړ کښې امکان نشته چې د مارکسيستی - لنینیستی فلسفې پوهانو په نظر خبرې اترې ونه شی. همدا تعريف چې ما وړاندې کړی او تاسې ورسره مخالفت ښودلی او هغه مو د لنین تعريف بللی، پخپله ددې ښکارندوی دی چې د فلسفې د الفبا د زده کړې په وخت کښې سړی له مارکسيستی- لنينيستی فلسفی نظرياتو سره تصادم کوی.
که تاسې په فلسفه کښې د مارکسيست- لنينست فيلسوفانو او مارکسيستی - لنينستی جريان له موجوديت څخه انکار کوی؟

[quote:8eead9d0d6]اقتباس:
د فلسفی پوهانو له نظره ټول هغه څه چې د انسان له ذهن څخه د باندې او عينی مستقل موجوديت ولری، ماده بلل کيږی. ماده د انسان د حواسو له لارې لمس او پيژندل کيږی ، کاپی کيږی او په ذهن کښې انعکاس مومی.

دا هغه تعریف دی چې د کوم فیلسوف نه، بلکې (ملعون) لېنین کړی . وګورئ دالحاد بنسټ همدلته ښخ دی :
هر عیني موجود ماده ګڼل شوې، ددې له پاره چې خدای ماده نه ده، نو له عیني وجود نه یې انکار شوی، ځکه هر عیني موجود یو مادي موجودبولی، نو ددغه لعین په تعریف کی باید خدای عیني وجود ونه لري اوکه یې ولري نو باید ماده واوسی. [/quote:8eead9d0d6]
زه يې اوس له ياده دقيق نه شم ليکلی، چې دا تعريف د چا دی. خو څرنګه چې دا تعريف ما له یاده ليکلی او له هيځایه مې مستقيم اقتباس نه دی کړی، نو په صحت یې هم دومره ډیر ټينګار نه کوم.
تاسې خو بايد په دې پوه ياست چې ډیر فيلسوفان د خدای ج موجوديت، نوعيت او فعاليت تر سوال لاندې نيسی. ډير داسې فيلسوفان شته چې د خدای ج موجوديت نه منی او ډیر داسې هم شته چې د خپل فلسفی تحليل له مخې د خدای ج په موجوديت باور لری، خو د خدای ج په نوعیت کښې سره تفاوت لری او دا چې د خدای ج واک څومره او د فعاليت ساحه یې څرنګه ده، د ډیرو فیلسوفانو نظرونه يوله بله سره فرق لری.
د تاسې خو به داسې زړه نه وی چې ټول هغه څوک چې د خپل فلسفی تحليل او عقل پر اساس د خدای ج له موجوديته منکر دی او يا هم د خدای چ د نوعيت په منلو کښې ستاسې سره همفکره نه دی، د فيلسوفانو له قطاره وباسئ؟
دا پخپله يو فلسفی سوال دی چې خدای عینی وجود لری او که نه؟ همدا راز دا هم يو فلسفی سوال دی چې که خدای عينی وجود ولری، هغه به ماده وی او که معنی؟
ځينې مذهبی پلوه فيلسوفان د تاسې د همدې منطق پر اساس د مادې له همداسی فلسفی تعريف سره چندان موافقت هم نه لری.
فيلسوفان په هرشی او هره موضوع د خپل عقل او منطق پر اساس پر هر څه بې له تعصبه بحث کوی او د همدې بحثونو او څيړنو په نتيجه کښې ځنې بیا دې او ځنی بیا هغې عقيدې ته رسيږی.
په فلسفه او فلسفی علومو کښې د خدای ج په موجوديت او نوعيت بحث شوی او بحث کيدای شی. دا کومه ناروا موضوع نه ده. خو دا چې څوک يوې او نور بيا بلې نتيجې ته رسيږی، دا هم طبعی خبره ده. په فلسفی بحثونو کښې بايد له دې نه ونه ډارشو چې موږ به له داسې نظريو سره مخامخ شو، چې د هغو وړاندې کوونکی به له خدايه رټ منکر او يا به د هغوی تصور او برداشت له خدا ی ج څخه زموږ له برداشت څخه فرق ولری.
[quote:8eead9d0d6] نو دغه تعریف نه علمي دي اونه منطقي،[/quote:8eead9d0d6]
نو تاسې يې هم په علم او منطق رد کړی، نه په احساساتو او تعصب!
[quote:8eead9d0d6] ــ داچې دوی فلسفه د مادي او ‌ذهني نړۍ د عمومي قوانینو څیړنه هم بولي د لیننین له وخت او شوروي له پیل څخه تر اوسه پورې دوی کوم ‌ذ‌هني قوانین تر اوسه پورې څیړلي او یا یې د ټولنې کوم قوانین تر اوسه پورې کشف کړي دي ؟ [/quote:8eead9d0d6]
په دې اړه زه پوره معلومات نه لرم. د تاسې له ليکنو ښه ښکاری چې تاسې د لنين او لنينیستانو نظریات پوره لوستی، نو شه به داوی چې پخپله ځان ته زحمت ورکړی او د خپل سوا ل لپاره هم د هغوی د نظريو ، ليکنو او څيړلو له مطالعې وروسته لازم ځواب ومومی او بيا یې له موږ سره هم شريک کړی.
په دې کار کښې تاسې ته برياليتوب غواړم.


Ghairat
05.05.2007

دبحث درنو ګډونوالو ته سلام او نېکې هیلې!
[quote:95320fdb6f]ما خو چې لوستی او په ياد مې پاته دی، د فلسفې تعريف مې همداسې په یاد پاته دی چې پورته مې ليکلی. ...د فلسفې تعریف هم د فلسفې په تاريخ کښې تغیر او بدلو ن موندلی [color=white:95320fdb6f]او دا هغه معاصر او د ډیرو له پاره د منلو وړ تعریف دی [/color:95320fdb6f]چې زما په یاد پاته دئ[/quote:95320fdb6f]
زه غواړم دلته یواځې هغه ټکي په ګوته کړم چې سم راته نه بریښي او دلیل یې هم وړاندې کړم، څو د اړونده لیکونکي پام ورته راوګرځوم ، نه هغه تشې ډکې هم کړم چې هر ځای تر سترګو کیږي . دا ښايي نه زما دنده وي او نه هم ځان کوم استاد بولم چې د نورو ګونډي تر غلبیل تیر کړم.
مثلاً په پورتنۍ جمله کې صرف دغه ټکي سم نه دي چې ستاسو تعریف یا معاصر وي او یا د ډیرو له پاره د منلو وړ، که چیرې مو له ډیرو څخه هدف طبعاً د نړۍ فیلسوفان وي ، نه ړد يخواني شوروي کهنه پیښ ادیالوګان ، چې اوس سې څوک
دفلسفې په دګر کې څوک په اصطلاح نور « دتیز پوری هم نه خاندي ».
[quote:95320fdb6f]اوس خو تاسې زما له خوا وړاندې شوی تعريف د لنین او لنينستانو بللی، خو د خپلې خوښې تعريف د نه دی وړاندې کړی[/quote:95320fdb6f].
زما د خوښې تعریف مطرح نه دی، اوکه مطرح شونو هغه به فلسفئ وي او د لنېنستانو د تعریف په څیر به سیاسي لکۍ او ادیالوژیکي کته ونه لري.
داچې ستاسو تعریف یواځې د لینن او لنېنستانو تعریف دی او بس، حتی د مارکس له خوا هم نه دی وړاندې شوی، په دې بالکل ډاډه اوسه !
[quote:95320fdb6f]دا خبره هم د يادولو وړ ده چې د فلسفې علومو په څيړلو کښې موږ او تاسې نه شو کولای چې د مارکسيست- لنينستانو فلسفی عالمانو نظريات او اندونه په پام کښې ونه نيسو.[/quote:95320fdb6f]
که رښتیا راباندې وایې، دا خبره دې په ډیر حتیاط هم کړې چې ګوندې سمه راووځي، خو خفه کیږه مه، ته یو افغان یې او پر ما ګران یې، ستا له ډیر خاطره به یې
نه چلیپه کوم، خو یَره ، پټ به یې درته په غوږ کې ووایم چې ګوره وروره پام کوه چې
په زړه کې پرې حساب ونکړې ! په نړۍ کې دغه خلک څوک نه پیژني ، تش د برلین د فولادي دیوال تر شا به سره په خپلو کې په فلسفه هم ډیر چوغېدلي وي او خپل تابع امت ته به کمونستي ګوند د علومو دریابونه او سمندرونه او د ادیالوژی ملایکې معرفي کړي وي، خو دوی ټول هغه پخواني چرییز ټوپک ته ورته وو چې دارو یې د مخې له خواڅخه خوړل او د ملا نصرالدین د خره په شان به یې ډز د شا خواته کاوه! د فلسفې ډګر یې هم دغسې په هغه دغه لړلی او دغسې لړلو ته لنینیزم وایي .
خو له لطیفې نه به تیرشو او جدي به ووایو چې :
مارکسیزم ـ لنېنیزم په فلسفه کې نشته ! که په یوه تیروتنه د مارکسیزم شتون ومنل شي، لننیزم خو هډو امکان نه لري !
آیا سقراط، افلاطون او ارستو تر دوی لوی فیلسوفلن نه وو؟ که وو، آیا سقراتیزم شته؟ افلاتونیزم شته؟ ارستو تېلیزم شته ؟ آیا هیګېلیزم یا فویرباخیزم شته؟ که نه وي نو بیا لېنینزم په فلسفه څه کون پیاز و چې لنینیزم ولري او بیا لا د کارل مارکس سره سم وتړل شي او مارکسیزم ـ لنیزم رامنځته کړي؟؟؟ آیا دا ټولې د ستالین کارنامې نه دي ؟؟؟؟
هغه څه چې شته هغه فلسفئ مکتبونه ، د فلسفي برخورد طرزونه یا جهانبینۍ دی چې ایدیالیزم او ماتریالیزم ورته وایي او بس ، نه د افرادو فلسفي نظریات او مفکورې !
نور بیا


موضوع

پښتون زلمی
05.05.2007

ځواکمن صاحب !
الله دی نور هم همت درکړی، سړی دی ډیر ښه پیژندلای دی، امید دی چی نور ورونه هم دده اصلی څیره ښه وپيژني، مقصود ددي خبری دادی چی دغه سړی نور دوه مخیتوب پریږدي او د قدیمه فیلسوفانو او دعقل دښمنانو نظریات چی دی پری ایمان لري، هماغه را مخی ته کړي چی ښه يی ورته په دلایلو وډزوو.
بله خبره داده، بوعلي سینا چی کومه خبره کړی، دهغه مطلب ددغی خبری څخه هغه الله نه دی کوم چی مونږ او نور اهل کتاب یی عبادت کوي، بلکه دخداي کلمه هغوي په عقل اطلاقوي، دوي په دی کی یوه فلسفه لري، آن تر لسم عقل پوري یی رسوي، څنګه چی د خداي کلمه فارسی کلمه ده، معنی یی خود آی، یعنی چی خپله راځي، نو دغه فیلسوفان يي د تلبیس او تدلیس لپاره په دغه عقل چی دوي پری ایمان لري، کله کله یی اطلاقوي، او همدغه رنګه د بوعلي سینا بلخي اطلاق دی، څنګه چی د خداي کلمه د الله پاک په حسنی نومونو کی نشته، نو ښه به دا وي چی د خداي پر ځاي د الله جل جلاله کلمه وکارول شي، ځکه چی الله فرمایی: ولله الاسماء الحسنی فادعوه بها.

پاتی دا : چی ددغه سړي او دهغه د ملګرو څیره اوس ډیره واضحه شوه، خبره په ډاګه شوه، که رښتیا حق طلبه وي، او یا خپله الحادي مفکوره ورته صحیح ښکاري، نو دغه مفکوره دی بحث ته کیږدي، چی پری وغږیږو، او هغه فروعي مسایل چی هغه يي په هیڅ رنګ جوابونو ایمان نلري پریږدي،
هو هغه فقط داسی جواب غواړي، چی دمخکینی ملحدو فیلسوفانو او دعقل دښمنانو غوندي ووایو چی: دغه اسماني ادیان ټول خیالات دي، او ددغو پیغمبرانو د خیال آله (عقل یا ذهن) ډیر تیزه وه، نو په خپل ذهن یی دغسی افکار جوړ کړ، او بیا يي خلک داسی تربیه کړ چی اعتقاد وکړی، چه هلته یو رب شته چی داسی تعلیمات یی رالیږلي.
خو زه وایم: دغه فیلسوفان چی ځانته یی همیش تر ټولو عقلمنداو عبقري ویلي دي، دوي د تاریخ په اوږدو ولی په دی ونه توانیدل چی د پیغمبرانو غوندی خپل دعوت عالمي کړي، ښکاره جواب ددی خبری دادی چی دغه فیلسوفان خپله د عقل دښمنان وو، او دانسانی فطرت څخه شواذ خلک وو، حتی ددغه فیلسوفانو ډیر کسان په قسم قسم بدکاریو مشهور وو، ځیني یی په لواطت او په نورو بد رنګیو مشهور وو، ځکه چی دغه د فطرت څخه شاذ خلک په خپل قاموس کی حرام نلري، وازع ديني نلري، نو که بیا له دوي څخه دغسی کارونه کیږي نو د تعجب وړ ندي.
په درنښت.


اول د خپله خبره وکړه، بيا يې له لوستونکو قضاوت وغواړه!

Mohammad Hassan
06.05.2007

د بحث ګډون کوونکو او د موضوع لوستونکو ته تر سلام او احترام وروسته!

د موږ ډیرو افغانانو دا عادت دی چې د نورو نظر او خبره ردوو، خو پر ځای يې کوم بل يا خپل نظر هم نه وړاندې کوو او يا یې نه شو وړاندې کولای. دې چلند هم په علمی او هم په سياسی ډګر کې موږ ته ډيرې ستونځې را پيښې کړی دی.

ځينې افغانان (ښایی چې زه هم ورپکښې شامل وم) د اوسنی دولت له خوا جاری سياست او کړه وړه انتقاد او ردوو، خو پر ځای يې کوم بل يا خپل الترناتيف نه وړاندې کوو، او یا پخپل منځ کښې هم د کوم الترناتيف په وړاندې کولو نه سره جوړيږو. په نتيجه کښې خلک نه پو هيږی چې موږ څه غواړو؟ آيا يوازی انتقاد، تخريب او انتقام ته مو ملا تړلې او که نه د هېواد او ولس د خلاصون او د چارو د سمون له پاره کار کوو او ددې توان هم لرو چې خپل بديل سياست وړاندې کړو؟

ما خو غيرت صيب، د فلسفې په هکله خپل هغه تعريف چې زما زده، ما لوستئ او زه پرې پوهېدم، دلته وړاندې کړ. البته زه نه فيلسوف يم او نه هم د يوه او يابل فيلسوف او فلسفی جريان څخه د دفاع او يا د هغوی د نظرياتو د ردولو قصد او نيت لرم. دلته ما صرف هغه معلومات چې په دې هکله مې لاره، وړاندې کړ. دا خو سمه ده چې تاسې به په دې هکله بل ډول معلومات لری، خو موږ ته یې نه وړاندې کوی او له ځانه سره مو پټ ساتلی. نو ځکه زه پخپله او ښايی چې نور ځينې لوستونکی هم قضاوت ونه شی کولای چې کوم نظر او کومه خبره او تعريف سم دی.
تاسو ليکلی چې:
[quote:c5cfd5e393]زما د خوښې تعریف مطرح نه دی، اوکه مطرح شونو هغه به فلسفئ وي او د لنېنستانو د تعریف په څیر به سیاسي لکۍ او ادیالوژیکي کته ونه لري.[/quote:c5cfd5e393]
ستاسې ليکنه دې ته ورته ده چې زه ووايم چې اوبه له هايدروجن او اکسيجن څخه جوړې شوې، خو تاسې ووايئ چې «نه، داسې نه ده، ستا خبره غلطه ده، تاسې يقين ولرئ چې ستاسې خبره غلطه ده، خو زه مې خپل فورمول نه درته وايم! که ما خپله خبره او فورمول درته وويل، نو حتما به هغه صحيح او هغه به هيڅ سياسی لکۍ او ايديولوژيکه کته نه لری!! تاسې په دې خبره ډاډه اوسئ!!!»

په دې ډول تاسې غواړۍ چې مخکې له دينه چې خپله خبره وکړئ، د هغو د صحت ضمانت له موږ نه واخلی او مخکې له دې چې منطق او دليل وواياست، ماته نصيحت کوې او په غوږ کښې راته وايې، چې زما خبره غلطه ده!!!
آیا دا تاسې که زما او د نورو لوستونکو پرځای ياست، په دې ډول طرحه کښې به څه قضاوت وکړی؟

تاسې بيا هم يادونه کړې، چې دا تعريف د مارکس له خوا هم نه دی منل شوی، خو ما مخکښې هم له تاسې څخه هيله او خواهش کړی ؤ، چې لطفا د مارکس، تيتو او د غربی اروپا د کمونستی ګوندونو له خوا منل شوی فلسفی تعريف راته وليکی، چې زه او نور لوستونکی هم ورباندې پوه شو. تاسې ددې پرځای چې اصل سوال ته ځواب وواياست، هسې مو دا خبره شله نيولې چې دا تعريف د مارکس نه دی!
ما نو چيرې داسې ادعا کړی چې دا تعريف يا د مارکس، یا د تيتو، یا د لنين او يا د کوم بل چا دی. په دې مې هم صادقانه درته اعتراف کړی چې زه پخپله هم پوره معلومات نه لرم چې دا تعريف د چا دی، خو تاسې واياست چې دا د لنين دئ !.
او آيا دا ما صحيح ليکلی او که نه؟ یعنې زه يې په صحت او رښتينوالی کښی هم کلک نه يم ولاړ. خو اوس بايد تاسې خپل بديل تعريف وړاندې کړی، چې زه او نور لوستونکی يې يو له بله سره مقايسه کړو او بيا خپل قضاوت پرې وکړو. ښایی چې زه هم خپلې اشتباه ته متوجه شم او يا هم ستاسې د تعريف په خاليګاوو رڼا واچوم او تاسې بيا راسره موافقه وکړي.
دا خبره ما مخکې هم درته داسې ليکلې وه:

[quote:c5cfd5e393]تاسې ته که له دې نه معاصر او د ډیرو له پاره د منلو وړ فلسفی تعريف په يادوی، نو بې له دې نه چې خبره سياسی او يا دينی موضوعاتو ته کش کړې، خپل د خوښې تعریف دې وليکه او د ما له خوا د ذکر شوی تعريف نيمګړتياوې له علمی، عقلی او منطقی لحاظه(نه له دينی او سياسی عقيدوی زاويې) څرګندې کړه.
اوس خو تاسې زما له خوا وړاندې شوی تعريف د لنین او لنينستانو بللی، خو د خپلې خوښې تعريف د نه دی وړاندې کړی.[/quote:c5cfd5e393]

تاسې لکه چې زما مخکنۍ ليکنې هم سمې نه لولۍ؟
تاسې بيا ليکلی چې:

[quote:c5cfd5e393]مارکسیزم ـ لنېنیزم په فلسفه کې نشته ![/quote:c5cfd5e393]
نو لطفا وواياست چې مارکسيسم / لنينيسم څه شئ دي او په ځه شی کښې شته؟

بل ځای مو ليکلي دی چې:
[quote:c5cfd5e393]آیا سقراط، افلاطون او ارستو تر دوی لوی فیلسوفلن نه وو؟[/quote:c5cfd5e393]
تر چا؟
زه نه پوهيږم چې ما چيرې او د موږ د بحث په کوم ځای کښې د فيلسوفانو د لويښت مقایسه کړې او يا مو ياده کړې ده؟
که ستاسې مقصد په فلسفی پوهه کښې د مارکسيستی- لنينيستی جريان له موجوديت څخه انکار وی، په ډاګه یې وواياست او دا بيا ستاسې خپل نظر او خپل کاردی. زه خو په فلسفه کښې او په تيره بيا د فلسفې په عمده دیالکتیکی- ماترياليستی اړخ کښې د مارکسیستی- لنينيستی فيلسوفانو د نظر پلونه له ورايه وينم. او نه غواړم چې سترګې هم ورباندې پټې کړم.
خو په دې هکله زما او ستاسې د نظر تفاوت بيا د پاس مطرح شوې مسئلې ((د ‌ذهن او مادې)) د اړيکو د څېړلو په اړه څه تاثير لری؟ او تاسې ولې د بحث له اصلی موضوع څخه کله دې او کله بيا هغې خواته خېزونه اچوئ؟
تاسې لطفا زما مخکينيو سوالونو ته دقيق ځوابونه وواياست، چې بحث سالم او ګټور پرمخ ولاړشی او زه او نور لوستونکی هم یوازې د ناندريو لوستلو ته مجبور نه شو، بلکه په علمی منطق او دليل ولاړ معلومات تر لاسه کړای شو او هر څوک خپلو خاليګاووته متوجه او نوی شيونه زده کړی.

ډيرې نورې خبرې مې هم په زړه کښې راګرزی، خو له يوې خوا وخت نه لرم او له بلې خوا دا ليکنه ډيره اوږديږی. مګر يوه خبره خو زه هم غواړم چې تاسې ته يې پټه په غوږ کښې وکړم :
وروره زه په دې اعتراف کوم چې ستاسې فلسفی ترمينالوژی ډيره پراخه او بډايه ده! د ځينو کلمو او جملو په مفهوم خو مو زه نه پوهېږم او که رښتیا درته ووايم به هیڅ فلسفی کتاب کښې مې په سترګو هم نه دی ليدلي.
زه پوهېږم چې هغه به ډیر مغلق وی، خو بيا هم که مو کله وخت وموند، نو لطفا يې ګرانو لوستونکو ته توضيح کړی.
مثلا تاسې ليکلی چې:
[quote:c5cfd5e393]دفلسفې په دګر کې څوک په اصطلاح نور « دتیز پوری هم نه خاندي »[/quote:c5cfd5e393]
يا:[quote:c5cfd5e393] خو دوی ټول هغه پخواني چرییز ټوپک ته ورته وو چې دارو یې د مخې له خواڅخه خوړل او د ملا نصرالدین د خره په شان به یې ډز د شا خواته کاوه! د فلسفې ډګر یې هم دغسې په هغه دغه لړلی او دغسې لړلو ته لنینیزم وایي .[/quote:c5cfd5e393]
دا چره ايز ټوپک او د ملانصرالدين د خره په فلسفی بحث که توضيحات ورکړی، ښه به وی.
بل دا چې کوم ډول لړلو او د څه شی لړلو ته لنينيسم وايی؟
او تاسې ولې له لنينيسم سره دومره مينه لری، چې هرځای او هميشه مو په خوله کښې دي؟

اوس نو لږ وخانده، اعصاب د آرام کړه او بيا نو د خدای ج په لحاظ طرحه شوې موضوع او زما سوالو ته صريح او په عام فهمه الفاظو ځواب وليکه!
په لوی خدای د سپارم.
تر بله ليکه!


salam
06.05.2007

ډیرو ملګرو بحث دتعب طرف ته کش کړﺉ دﺉ .او ددی نه بل غټ تعصب څه کیدﺉ شی چی د سټالن غوندی ډکټیټر دفلسفیا نو په قطا ر کی ودرولﺉ شوﺉ دﺉ ږاو دمارکس غوندی عظیم فلسفی ،معیشیت دان او مفکر د خیالا تو سره تش دتعصب په بنیاد ټو قی شوی .ما رکس خو هغه سړﺉ دی چا چی دفلسفی دصحی رخ تعین کړی دﺉ. چا چی فلسفه د څو وزګارو ذهنی عیاشانو د ډراینګ روم نه را اوویسته او عام اولس ﺉ د هغی نه مستفید کړو .خو هغه خلک چاچی دعام اولس نه ډډه کړی او دوخت د حکمرانو خیالاتو غلامان پاتی شوی هغوﺉ چرته هم نه غواړی چی عام اولس دی په سماجی سسټم او دهغی په علم پوهه شی ځکه چی ددوﺉ مفادات دحکمرانی طبقی په دفاع کی وو او دی .په دی وجه ﺉ اولس صرف دمشکلو اصطلاحاتوپه استعمال دهوکه کړی دی .


Ghairat
06.05.2007

د بحث ټولو ګډونوالو ته سلام او نېکې هيلې !
[quote:ce35817a59]ټول هغه څه چې د انسان له ذهن څخه د باندې او عينی مستقل موجوديت ولری، ماده بلل کيږی. ماده د انسان د حواسو له لارې لمس او پيژندل کيږی ، کاپی کيږی او په ذهن کښې انعکاس مومی [/quote:ce35817a59]
که څوک شک کوي چې ګواکې دغه دتعريف به لېنين نه وي ورکړي، نو د هغه کتاب
(( ماخيزم او اېمپيريو کريتېڅيزم)) دې ور پسې وګوري . په دغه تعريف کې خو  عيني واقعيت پر مادې پورې اوماده د حواسودادراک پورې محدوده شوې ده . تر څو چی اتوم، الکترون، فوتونونه ، وايروس ، ميکروب ، د UV وړانګې او نور نه وې کشف شوې ،حواسو پرې برﻻسی نه درلود ،ددې تعريف له مخې ېې عيني موجوديت هم تر پوښتنې ﻻندې راځي. سرله دې چې ددغه يو هم موجوديت پخپله په حواسو مستقيمأ نه درک کيږي،بلکې د تحليلي اند اوتفکر پواسطه يې وجودتثبيت شوي، خو د تخنيکي او ﻻبراتوري الاتو له ﻻرو يې وجود ترکشف وروسته حواسوهم درک او تاييد کړي دي ، نه تر هغه مخکې .

دغه راز دفلسفې محدودول د عيني نړۍ او ذهن عامترينو قوانينو ته يوه فلسفي لنډ پاري ده،ځکه له دغسی عامترينو قوانينو څخه مطلب د ديالکتيک عامترين قوانين دي او بس .حال داچې فلسفه پر ديالکتيک سربيره اېتيک، اېستيتيک، لوګيک ، ميتافزيک او د معرفت موضوعات هم لري! او همدارنګه دديالېکتيک نوموړي قوانين هم مارکس نه دي کشف کړي،بلکې هيګل بيان کړي دي، اومارکس صرف ا و صرف هغه له معنوي شکل څخه پر مادي شکل سرچپه کړي
دي . نو دديالکتيک رامنځته کول هم د مارکس کارنامه نه، بلکې د هيګل کارنامه ده !
نور د اېتيک، اېستيتيک، لوګيک ، ميتافزيک او د معرفت په موضوعاتو کې
د يادونې وړکوم کار (( دیالکتیکي متریایزم په فلسفې) ) کې نه دي شوی(!)

سربيره پردې چې په کوم شکل بيالېنين او لېنېنستانو د مارکس ديالکتيکي فلسفه درک او دکمونيزم په پلي کولو کې تطبيق کړه د هغې مردوديت خو يې پخپله په ثبوت ورساوه چې کمونستي ټولنه په ټول شرقي بلاک کې ړنګه [color=red:ce35817a59]اودتل له پاره [/color:ce35817a59]له منځه لاړه !په تجربه کې دیوې تیورۍ دغسې عملي او واقعي بطلان پخپله د مارکس پر قول هم د یوې تیوري د بطلان معیار او محک دی .
سو سیالیزم او سوسیالستي انقلاب د تاریخي جبر له چوکاټ څخه ووت، دکوم جبر ٍبوت چې ددغې تیوري هدف و . مارکسیزم ـ لینینیزم تیوري په دغه عملي بطلان سره نور د تیوري له شکله هم وتلی دی، ځکه یوه تیوري تر هغه وخته پورې د تیوري په توګه اعتبار لري، تر څوپورې چې د عمل او تجربی په ډګر کې یې ماتې نه وي خوړلې او د بطلان کرښه پرې نه وي راکښل شوي . له دغه بطلان وروسته نو مارکسیزم ـ لېنېنیزم نور یواڅې د یوې مردودې ایدیالوژۍ يه توګه باقي پاتې شوی دی او بس !
داوو  صرف یو څو مثاله چې د لېنینیزم په دوه تعریفونو یا درې څلورو کرښو کې څومره نیمګړتیا او ناسمۍ لیدل کیږي . د ناسمیو ښودل ښایي تر دې غوره وي چې
د مقایسې له پاره درته یو بل تعریف وړاندی شي .
[quote:ce35817a59]په دې ډول تاسې غواړۍ چې مخکې له دينه چې خپله خبره وکړئ، د هغو د صحت ضمانت له موږ نه واخلی او مخکې له دې چې منطق او دليل وواياست، ماته نصيحت کوې او په غوږ کښې راته وايې، چې زما خبره غلطه ده!!!
آیا دا تاسې که زما او د نورو لوستونکو پرځای ياست، په دې ډول طرحه کښې به څه قضاوت وکړی؟ [/quote:ce35817a59]
نه وروره داسې هم نه ده ، له تاسو نه هيڅوک ضمانت نه غواړي ما د خپلو نيوکو سره دلايل هم وړاندې کړي  په دغه ځای کې مې په معذرت غوښتلو سره  د لطيفې په انداز کې  له استدلال پرته  يو څه ويلي چې  وروره  داهم چندان سمه خبره نه ده ،خو پربحث نه ارزي ، که ترې تيرېدای شې ايله پرې مه کوه ٠ 
[quote:ce35817a59]ستاسې ليکنه دې ته ورته ده چې زه ووايم چې اوبه له هايدروجن او اکسيجن څخه جوړې شوې، خو تاسې ووايئ چې «نه، داسې نه ده، ستا خبره غلطه ده، [/quote:ce35817a59]
نه مثال مو ښايې دغسې سم او پرځای وي چې وواياست :
ستاسې ليکنه دې ته ورته ده چې زه ووايم چې اوبه له هايدروجن اونایتروجن څخه جوړې شوې، خو تاسې ووايئ چې [color=white:ce35817a59]«نه، داسې نه ده، هایدروجن دې منم خو نایتروجن ورسره سم نه دی ، بیا پرې غور وکه، زه درته اوس همدومره ویلې شم چې نایتروجن په هیڅ صورت نه دی اوګه چاتاسوته نایتروجن ښودلی وی،انګېزه به یې کومه بله (مثلاً یوه سیاسی) لکۍ لری نه کوم علمی دلیل .[/color:ce35817a59]


Mohammad Hassan
07.05.2007

اسلام عليکم و رحمه الله وبركاته!
غيرت صيب ستاسې له ليکنې او توضيحاتو ډيره مننه.
ستاسې له ټولو توضيحاتو سره سره زما او ددې بحث د لوستونکو او مينه والو په دې لاندې موضو عاتو کښې تاسې لا تر اوسه هم قرضدار پاته ياست:

۱ - تاسې لا تر اوسه هم د فلسفې له پاره د خپلې خوښې تعريف وړاندې نه کړ! تاسې زما له خوا د فلسفې له پاره د پاس ليکل شوی تعريف د رد دلايل پوره نه دی څرګند کړی او نه مو د هغو په نيمګړتياوو تکميلی تبصره کړې ده.

۲ - تاسې څو ځایه ويلی چې هغه زما له خوا وړاندې شوی تعريف مارکس هم نه دی منلی، خو تاسې نه دی توضيح کړی چې مار کس د هغې تعريف يوه برخه او که ټول تعريف رد کړی دی
نو که دا تعريف لنين کړی وی، بيا خو مارکس مړؤ، او د لنین دا تعريف هغه څنګه رد او يا تائيد کړ؟ هيله ده چې په دې هکله د مارکس نظريات مفصلا وړاندې کړی تر څو زه هم ورباندې پوه شم چې مارکس فلسفې ته څه رنګه تعريف ورکړی دی؟

۳ - تاسو په تيتو او د غرب په کمونيستی ګوندونو دا حواله ورکړې، چې هغوی له دې تعريف نه کوم بل تعريف فلسفې ته ورکړی دی، خو په هيڅ ځای کښې مو تر اوسه په مشخصه توګه توضيح نه کړل، چې تيتو او يا غربی کمونيستی ګوندونو په کوم ځای او په څه ډول دا تعريف رد کړی او په مقابل کښې ئې کوم تعريف د فلسفې له پاره وړاندې کړی دی.
ما خو ستاسو له ليکنو څخه داسې دليل ونه موند چې زه د په هغو متيقن او د خپل نظر په تاوان د پوه شم. فکر کوم چې نور لوستونکی به هم په دې پوه شوی وی، چې تاسې زما له خوا وړاندې ليکل شوی فلسفی تعريف ردوی، خو پوه شوی به نه وی چې په مقابل کښې يې کوم الترناتيف يا بديل وړاندې کوی؟
د تاسې په دا وروستی ليکل شوی ليک کښې هم ستاسې له ډیر زحمت سره سره هسې يوې او بلې خواته بې نظمه چکرونه او عامې خبرې دی چې زموږ ددې بحث موضوع نه ده.
په دې ليکنه کښې زه داسې څه په زحمت سره موندلی شم چې د موږ د روان فلسفی بحث سره د تړاو ولری او زه دې ځان مکلف وبولم چې د هغو په منلو خوښ او يا یې د ردولو له پاره دليل وړاندې کړم. د خپلې دې خبرې د وضاحت له پاره زه دا لاندې يو مثال راوړم

[quote:84becbf2e2]
سربيره پردې چې په کوم شکل بيالېنين او لېنېنستانو د مارکس ديالکتيکي فلسفه درک او دکمونيزم په پلي کولو کې تطبيق کړه د هغې مردوديت خو يې پخپله په ثبوت ورساوه چې کمونپول شرقي بلاک کې ړنګه اودتل له پاره له منځه لاړه !په تجربه کې دیوې تیورۍ دغسې عملي او واقعي بطلان پخپله د مارکس پر قول هم د یوې تیوري د بطلان معیار او محک دی .[/quote:84becbf2e2]

تاسې اوس دې خپلې ليکنې ته يو ځل بيا نظر واچوی چې هغه د فارسی بانانو په اصطلاح ده در کجا و درختها در کجا؟
د مادې او ذهن موضوع چيرې او د هغوی تر منځ اړيکې چيری، او د لنين او لنینستانو له خوا د مارکس د فلسفې د درک موضوع چيرې؟ آيا ما په کوم ځای کښې يادون کړی چې لنين او لنينستانو د مارکس فلسفه سمه او يا غلطه درک کړې ده؟ ستاسې دعوا له چا سره ده؟ او که هسې له خپلو پخوانيو عقايدو سره مو کشمکش دی؟ دا چې که تاسې پخوا مارکسيست او لنينیست واست او اوس هسې پخپل زړه کښې ورباندې پښيمانه یاست، نو زموږ مخې ته ددې خبرې را ايستل د څه له پاره؟
که غواړې چې زموږ سره د زړه راز وکړې او دا خبره له موږ سره شريکه کړې او موږ د پخپله پشيمانۍ پوه کړی،د سينې څخه د دغم بار سپک شی نو بيا زما نظر دادی، چې داسې لاره يې ومومئ، چې ستاسې علمی شخصيت ته تاوان ونه رسوی.

زموږ ددې بحث موضوع د مادې او معنې ترمنځ اړيکې دی او تاسې اخته ياست د يوې او يابلې تيوری د مردوديت خبرې کوی!
ددې پرځای چې وواياست چې د مادې او ذهن ترمنځ اړيکې شته او که نه؟ تاسې او هغه هم ډير ناوخته د سوسياليستی سيستم د ړنګيدو خبری کوی !
ددې پرځای چې د فلسفې لحاظه د مادې او ذهن اړيکې د خپل معلومات پر اساس موږ ته وړاندې کړی، په عامه تيوری او سياست کښې لګيا ياست. که له دې موضوعاتو سره مو مينه تر حده زياته وی ، بیانو یو ځانګړی عنوان ورکړه چې نورمينه وال هم ورپکښې خبرې وکړی. که نورمينه وال احيانا پيدا نه شول، زه وعده درکوم چې بيا به زه د خپل توان تر حده ستاسې سره په همغه بحث کښې هم ګډون وکړم.
یو بل اقتباس دې:

[quote:84becbf2e2]
یوه تیوري تر هغه وخته پورې د تیوري په توګه اعتبار لري، تر څوپورې چې د عمل او تجربی په ډګر کې یې ماتې نه وي خوړلې او د بطلان کرښه پرې نه وي راکښل شوي . له دغه بطلان وروسته نو مارکسیزم ـ لېنېنیزم نور یواڅې د یوې مردودې ایدیالوژۍ يه توګه باقي پاتې شوی دی او بس ! [/quote:84becbf2e2]
خير اوسی په دې زيری!! اګر چې دا زيری له تاسې نه مخکښې ټولې نړۍ ته رسیدلی دی، خو بيا هم دا زيری مو په زوی بدل!!!
خو وروره دا ستا خپل پرابلم دی، چې مخکښې د په يوه شی باور درلود او اوس فکر کوی چې مردود شوی. له دې روحی تکليف څخه د خدای خلاص کړه او که ډير تر فشار لاندې وې ، نو ښه به داوی چې ډاکتر ته مراجعه وکړې. موږ خو د ذهن او مادې په هکله دلته غواړو چې فلسفی بحث وکړو. موږ نو له مردودو ايدیالوژيو سره څه کار لرو؟ چې نه کار، هلته د څه کار؟

دلته مې يوې موضوع ته پام شو چې ښایی د ډیرو هغو کسانو د زړونو له پاره دتسل سبب وګرځی چې پخوا په يوه ايديولوژی مثلا مارکسيسم - لنینیسم معتقد ؤ، خو اوس فکر کوی چې دا ايديولوژی مردوده ده او غواړی چې د خپلو کړيو ګناهونو د کفارې ورکولو په حيث ددې ایدیولوژۍ د پخوانيو مخالفانو نه زيات ځای او بې ځايه، خو بې وخته او بې موقع ، تبليغ وکړی.
هره ايديولوژی او په هغه لړ کښې مارکسيستی- لنينيستی ايديولوژی د مختلفو اجزاوو څخه جوړه شوې وی. هره ايديولوژی د خپل پیدايښت، ودې ، پخوالی او زوال مراحل وهی. د زوال د مراحلو له وهلو وروسته د نوموړې ايدیو لوژۍ علمی برخې او هغه اجزاوې چې په عقل او منطق ولاړې وی، خپل ځای او مقام تر ډيره وخته ساتی.
دا سمه ده چې نور نو زموږ په اوسنی عصر کښې مارکسيستی- لنينيستی ايديولوژی عمدتا له مبرميته وتلې او په ټولنه کښې داسې غوره او عمده رول لکه شل کاله مخکښې او يا پخوا تر هغه لوباوه، نه شی لوبولای. خو ددې ايدلوژی هغه پټ سترګی پيروان چې هغه وخت يې د هغو بدۍ، نيمګړتياوی او زيانونه نه ليدل او نن بيا د هغې ټولې علمی، عقلی او منطقی ښيګڼې هم نه وينې، بايد په دې پوه شی چې دا ايديولوژی هم لکه هره بله له يوه سره او د هغې ټولې اجزاوې غلطې نه شی بلل کيدای.
هغه علمی کشفيات او تخنيکی پرمختګونه چې د همدی ايديولوژۍ د تسلط په دوران کښې په سوسياليستی ټولنو کښې را منځته شوی، د علم، تخنيک او اجتماعی پرمختګ په تاريخی تکامل کښې خپل ځای ساتی.
د يوې وړې او يا لويې پديدې د زړښت او له منځه تلو په وخت کښې د هغې ځای د بلې له خوا نيول يوه طبیعی او عامه معمولی مسئله ده.

بښنه غواړم چې زه هم له اصلې موضوع څخه بلې خواته ولاړم، خو دا مې هسې د غيرت صيب او د هغو ته ورته کسانو د زړونو د تسل له پاره يولنډ يادون ؤ. نور به يې اوس بس کړم.


منلی
07.05.2007

ټولو وروڼو اوخویندو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

داسی خودا بحث زما له سوی ډیر لوړ ده خو څومره می چی لوستلی اوزمازړه منلی هغه غواړم چی تاسوسره یی دیوذده کونکی په صفت سره شریک کړم
لومړی هغه څوک چی وایی ذهن دمادی پیداواردی یعنی دوی داسی مثال ورکوی چی ذهن له دماغوڅخه پیداکیږی او دماغ مادی شی ده په همدی دلیل ذهن دمادی پیداواردي
لیکن ددوی مخالف داتیوری رد وی اوهمداسی نویوڅیړنو هم داتیوری ردکړی
نوی څیړنی وایی چی ذهن ددماغوپیداوارنه بلکی یوه بیله هستی لری دوی وایی چی دماغ هغه ذریعه یاآله ده چی دهغه له وساطت نه ذهن په خپله -خپله هستی ښکاره کوی ،لکه د رادیوسیټ ، کله چی سیټ روغ وی په هغه کښی اواز راځی لیکن هغه اواز دسیټ پیداوارنه وی ،آواز په فضاکښي بیل موجودوی لیکن خپله مظاهره درادیوسیټ له وساطت څخه کوی ،همداسی کله چی سیټ خراب شی اواز راتلل بندشی حالانکی په هواکښی هغه اواز اوس هم همغه سی شته څنګه چی مخکی موجود وو .کوم تعلق چی درادیو اوپه فضاکښي دخپور اواز ده همدغه سی تعلق دذهن اودماغو ده .
زماپه فکر که لومړی داثابت شی چی زندګی دمادی پیداوارده اونه له مادی نه
بیل خپل وجودلری ؟ ابتدایی څه رنګه وشوه ؟ سرچشمه یی چیری دی ؟
بیا کیدی شی چی دذهن اومادی په هکله هرڅه روښانه شی
وسلام ښی چاری



08.05.2007

زخمی صیب ښې چارې !
ستاسې د لیکنې منځپانګه زه هم تاییدوم چې مغز د شعور ارګان دی، نه سرچینه !
له مغز پرته شعور نشته ، خو یواځې د مغز په موجودیت هم اتوماتیک شعور نه تولیدیږی، یعنې شعور د مغز فنکسیون نه دی . شعور سرچینه هم غواړي . نو ستاسې پوښتنه اړینه او پر ځای ده چې باید د شعور مبدأ او سرچینه په ډاګه شي!


د علم د موضوع او د هغو د تحقيق د طرز ترمنځ فرق بايد وپيژنو!

Mohammad Hassan
08.05.2007

يو ځل بيا د دې بحث درنو لوستونکو ته ډیر سلامونه!
ما پرون د غيرت صيب د ليک په باره کښې ځنې مطالب وليکل، خو له ځينو موضوعاتو څخه مې سترګې پټې کړی او بې له تبصرې او ځوابه ترې تير شوم.
نن مې چې بيا انټرنیټ ته مراجعه وکړه ، سره له دې چې دا صفحه نيمه راته معلوميږی او نیمه یې نه ښکاری، خو بياهم ما د غيرت صيب په ليک کښې په ځينو ځايونو ليکنه ضروری وبلله.
[quote:78f8a019f3]دغه راز دفلسفې محدودول د عيني نړۍ او ذهن عامترينو قوانينو ته يوه فلسفي لنډ پاري ده،ځکه له دغسی عامترينو قوانينو څخه مطلب د ديالکتيک عامترين قوانين دي او بس .حال داچې فلسفه پر ديالکتيک سربيره اېتيک، اېستيتيک، لوګيک ، ميتافزيک او د معرفت موضوعات هم لري! [/quote:78f8a019f3]
۱- زما مطلب له عامترینو قوانینو څخه يوازې د ډیالکټيک عام قوانین نه دی، بلکې د طبعت او ټولنې د مادی او معنوی اړخ د خوځښت، تحرک، بدلون او تاريخی تکامل د هر اړخ عام قوانين دی. په دې کښې زما په نظر ستاسې له خوا ياد شوی او د ټولنيز ژوندانه او طبعت نورې خواوې هم شاملې دی.
که موږ ديالکتيک او متافزيک د فلسفی معرفت دوه متضاد روشونه د دوو متضادو فلسفی پديدو په حيث په نظر کښې ونيسو، نو ويلا ی شم چې په وړاندې شوی تعريف کښې عام او کلی قوانين يوازې په ديالکتيکي قوانينو نه خلاصه کيږی، بلکه متافزيکی قوانین هم په بر کښې نيسی.

۲ - ما نه دی ويلی چې په فلسفه کښې پر ډیالکتيک سربېره اېتيک، لوګيک ميتافزيک او استيتيک او نور ټول هغه موضوعات چې په مادی نړۍ، انسانی ټولنه او معنوی جهان پورې اړه لری، نه مطالعه کيږی.
خو ستاسې له دې ليکنې څخه په دې ځای کښې زه داسې پوه شوم چې تاسې د فلسفی او نورو علمی څانګو د تحقيق او د پيژندګلوۍ د ميتودونو او د مشخصو علومو او د کلی فلسفی پوهې د بحث موضوعګانی سره مغالطه او ګډې وډې کړی دی.
منطق يا لوګيک، جمال پيژندنه يا استېتيک، اخلاق او يا اېتيک مشخص علوم دی، چې د خپل تحقيق مشخصې موضوعګانې لری او هر يو ځان ځانته اهداف تعقيبوی او همدا راز به د تحقيق خپلې طريقې هم لری.
خو بايد پوه شو چې ډيالکتيک او ميتا فزيک د فلسفی تحقیق او معرفت دوه متضاد روشونه او اسلوب دی، نه مشخص علوم!
فلسفه زموږ د چاپيريال، انسان او معنوی نړی په ټولو خواوو بحث کوی. نو دا خو بلکل څرګنده ده چې د استېتيک، اېتيک او لوګيک د علومو موضوهات هم په فلسفه کښې د تاريخ، جغرافيې، سوسيولوژی، کميا او هرې بلې مشخصې علمې څانګې په څير تر بحث لاندې نيول کيږی. خو په فلسفه کښې يې عام او کلی قوانين څيړل کيږی، مګر د علم هره مشخصه څانګه او مضمون بيا د خپل بحث موضوع په ممکنو جزياتو څيړی او لوی او کوچنی فارمولونه، عام او مشخص قوانين او تعاملات يې را سپړی.
۳ - تاسې ليکلی چې :
[quote:78f8a019f3] او همدارنګه دديالېکتيک نوموړي قوانين هم مارکس نه دي کشف کړي،بلکې هيګل بيان کړي دي، اومارکس صرف ا و صرف هغه له معنوي شکل څخه پر مادي شکل سرچپه کړل[/quote:78f8a019f3]

تاسې پوهيږی چې قانون د فلسفی مقولې په حيث هغه د دوو او يا څو څيزونو ترمنځ مکرره رابطه او تړاو دی.
اوس نو زه پوه نه شوم چې د هګل له خوا د ديالکټیک کشف شوو قوانینو ستاسو په نظر څرنګه معنوی شکل لاره او بيا نومارکس څرنګه هغه په مادی شکل سرچپه کړای شوای؟

زه به يو مثال راوړم:
د ځمکې د جاذبې قانون دادی چې هر شئ چې پورته واچووبیرته ځمکې ته رالويږي. که دا کار يو ځلې وکړی او که سل او زر ځله، دا يو عام قانون دی.
خو دا څنګه کېدای شی چې په معنوی او يا مادی شکل واړول شی.
زما په نظر خو دا قانون او دا رابطه همدا يو شکل لری، که تاسې ورته مادی او که معنوی واياست!
که دا د قوانينو له معنوی شکل څخه په مادی شکل اړولو په اړه لږ رڼا واچوی، ډير به خوشحاله شم او لوستونکو ته به هم دا موضوع روښانه شی. ډيره به ښه شی که دا هم څرګنده کړی چې ستاسې هدف له
[quote:78f8a019f3] او د معرفت موضوعات هم لری[/quote:78f8a019f3] څخه په دې ځای او دې تړاو کښې څه دی؟

روغ او خوشحاله اوسې.


Ghairat
08.05.2007

اسلام عليکم و رحمه الله وبركاته!
[quote:1a94883e9b]غيرت صيب ...ستاسې له ټولو توضيحاتو سره سره زما او ددې بحث د لوستونکو او مينه والو په دې لاندې موضو عاتو کښې تاسې لا تر اوسه هم قرضدار پاته ياست:[/quote:1a94883e9b]
وروره هر څوک خپله نمایندګي پخپله باید وکړي ، ښايي تاسو هم دغه حدود له پامه ونه غورڅوئ، نور مینه وال خو مو په ناخبرۍ کې پر لیننیزم وراړولي وو، او لینیني تعریفونه مو ورته د عصري فلسفي تعریفونو په نامه معرفي کړي وو ، او بیا مو ورته وویل ، والله که به دومره خبر وم چې دا تعریفونه د لینین دي !
او دادی اوس مینه والو ته دا خبر هم له وخته وروسته او ناوخته اعلاموئ چې :
[quote:1a94883e9b]دا سمه ده چې نور نو زموږ په اوسنی عصر کښې مارکسيستی- لنينيستی ايديولوژی عمدتا له مبرميته وتلې او په ټولنه کښې داسې غوره او عمده رول نه شی لوبولای [/quote:1a94883e9b]
که له اول څخه مو په دې اړه مینه وال په تیاره کې نه وای پریښي ، ښايي هغوی به د فلسفي تعریف په نامه د لینتي تعریف سره دومره مینه هم نه وای ښودلی لکه څومره چې تاسو یې ورسره لرئ . [quote:1a94883e9b]
۱ - تاسې لا تر اوسه هم د فلسفې له پاره د خپلې خوښې تعريف وړاندې نه کړ! تاسې زما له خوا د فلسفې له پاره د پاس ليکل شوی تعريف د رد دلايل پوره نه دی څرګند کړی او نه مو د هغو په نيمګړتياوو تکميلی تبصره کړې ده[/quote:1a94883e9b]
د یو تعریف دغومره نیمګړتیا وې په ګوته کول باید بسانده وي چې هغه دیر نیمګړی تعریف وبلل شي ، ځکه یواخې داچې د مادي او معنوي نړۍ له عامترین قوانینو څخه یې مطلب ددیالکتیک قوانین وو، دا پوښتنه را پورته کوي چې ایا ټوله فلسفه دیالکتیک ته محدودول او اتیک، استېتیک، لوږیک، مېتافزیک او د معرفت تیوري پریښودل هم فلسفي کار دی ؟ او بیا هم کاش چې د یالکتیک اړونده قوانین خو مارکس یا لېنین پخپله کشف کړی وای، نو د هیګل له دیالکتیک پرته به د مارکس لاسته راوړنه بیا څه وه؟
که تاسو وایاست چې مارکس یا لېنین دیالیکتیکي ماتریالیزم له خوا د معرفت تیوري، میتافزیک، لوږیک، اېتیک او اېستېتیک هم رامنځته کړی او یا یې پراختیا ورکړې وي ، نو هیله ده په ډاګه یې کړئ
- [quote:1a94883e9b] تاسې څو ځایه ويلی چې هغه زما له خوا وړاندې شوی تعريف مارکس هم نه دی منلی، خو تاسې نه دی توضيح کړی چې مار کس د هغې تعريف يوه برخه او که ټول تعريف رد کړی دی[/quote:1a94883e9b]
کله چې د بل چا خبره رااخلې باید په خپل شکل یې له تحریفه پرته راواخلئ .
ما چیرې ویلي چې دغه تعریف مارکس هم نه دی [color=white:1a94883e9b]منلی[/color:1a94883e9b]، بلکې ما لیکلي چې دغه تعریف مارکس هم نه دی [color=red:1a94883e9b]کړی [/color:1a94883e9b]

آیا له دی تحریف پر ته مو لاندینی تور هم بیځایه نه دی(؟) :
[quote:1a94883e9b]تعريف لنين کړی وی، بيا خو مارکس مړؤ، او د لنین دا تعريف هغه څنګه رد او يا تائيد کړ؟[/quote:1a94883e9b]

او بیا لیکئ :
هيله ده چې په دې هکله د مارکس نظريات مفصلا وړاندې کړی تر څو زه هم ورباندې پوه شم چې مارکس فلسفې ته څه رنګه تعريف ورکړی دی؟
دا خو هغه وخت ستاسې دنده وه چې د لینین تعریف مو د یو مارکسیستي تعریف په نامه وړاندی کاوه، څو د مارکس آثار ورپسې ولټوئ او یا لږ تر لږه له هغه لېننستي شوروي یا افغاني استاد څخه مو وپوښتئ چې د مارکس اړونده لیکنه درته معرفي کړي . زه د مارکس له اند سره نه دومره مینه لرم او نه یې دومره ګټور بولم چې د هغه په تیوري کې آن د نورو نیمګړتیاوې لا هم ورډکې کړم .
[quote:1a94883e9b] ۳ - تاسو په تيتو او د غرب په کمونيستی ګوندونو دا حواله ورکړې، چې هغوی له دې تعريف نه کوم بل تعريف فلسفې ته ورکړی دی، خو په هيڅ ځای کښې مو تر اوسه په مشخصه توګه توضيح نه کړل، چې تيتو او يا غربی کمونيستی ګوندونو په کوم ځای او په څه ډول دا تعريف رد کړی او په مقابل کښې ئې کوم تعريف د فلسفې له پاره وړاندې کړی دی. [/quote:1a94883e9b]
دلته هم ثبوتیږي چې تحریفاتو ماسټر يې :
ما دومره لیکلي چې نوموړو ګوندونو هم دغه تعریف نه دی خپل کړی، نو که تاسو یې برعکس فکر کاوه یا کوئ یې، باید دلیل یې ولرئ او باید ٍثبوت یې کړئ . ماته دومره مالومه ده چې په آزادې نړۍ کمونستانو دغه تعریف نه دی کارولی، بلکې یوا ځې د برلین ددیوال تر شا تر منګولیا او بیا د غويي له کودتا او شش جدي له ناتار وروسته تر افغانستانه پورې د ښکیل شویو اولسونو په وړاندې د شوروي دګوډاګیو له خواکارول کیده . دغسې دیکته په لویدیځ کې نه کمونستانو ته اونه کمونستانو نورو ته کولای شوه !
ما خو ستاسو له ليکنو څخه داسې دليل ونه موند چې زه د په هغو متيقن او د خپل نظر په تاوان د پوه شم. فکر کوم چې نور لوستونکی به هم په دې پوه شوی وی، چې تاسې زما له خوا وړاندې ليکل شوی فلسفی تعريف ردوی، خو پوه شوی به نه وی چې په مقابل کښې يې کوم الترناتيف يا بديل وړاندې کوی؟
وروره ته خو په دې هم نه یې پوه شوی چې د شوروی مداریانودرباندې (( لېنیزم )) د ((مارکسیزم )) پر نامه پلورلی دی . التناتیف تعریفونه ډیر شته، په هر فلسفي کتاب کې چې کوم پخوانی لینینستي دوګماتیکر نه وي لیکلی شته، خو هغه څوک چې دغه آثار نه لولي ، د لویدیځ فلسفې ته یې شا ګرځولې وي او یواځې د لېنېنیزم په باران پسې ځغلي ، نو د هغه مخې ته په باراڼ پسې څوک پټي ځغلوي ؟
[quote:1a94883e9b]په دې ليکنه کښې زه داسې څه په زحمت سره موندلی شم چې د موږ د روان فلسفی بحث سره د تړاو ولری او زه دې ځان مکلف وبولم چې د هغو په منلو خوښ او يا یې د ردولو له پاره دليل وړاندې کړم. د خپلې دې خبرې د وضاحت له پاره زه دا لاندې يو مثال راوړم [/quote:1a94883e9b]او زما دغه جملې رااخلئ:
[/quote]
د یوې تیوري ــــــ مٍٍثلا د «مارکسیزم » یا »لننیزم » ـــــ د حقیقت وروستی محک په عملی ډګر (پرکتیک) کې دهغې تحقق او پلی کیدل دي. یعنې که کمونیزم تحقق ونه موند او مات شو، نو د اړونده تیوری (ستاسې مارکسېزم ـ لېنینیزم) بطلان به هم ثابت شي ! داهغه معیار دی چې مارکس خپله وړاندې کړی دی او د کمونستی بلاک په ړنګیدو سره مارکسیزم او لېنینیزم دواړو بطلان په ثبوت ورسید !! نو چې داسې وي او ده، نو بیا یې هغه فلسفی تعریفونه [color=white:1a94883e9b]سربيره پردې چې په کوم شکل بيالېنين او لېنېنستانو د مارکس ديالکتيکي فلسفه درک او دکمونيزم په پلي کولو کې تطبيق کړه ، د هغې مردوديت خو يې پخپله په ثبوت ورساوه چې کمونستي ټولنه په شرقي بلاک کې ړنګه اودتل له پاره له منځه لاړه !په تجربه کې دیوې تیورۍ دغسې عملي او واقعي بطلان پخپله د مارکس پر قول د اړوندې تیوري د بطلان معیار او محک دی .[/color:1a94883e9b] یو تعریف چې مارکس هم نه بلکې د لینین غوندې یوه ولونتاریست کړی دي څنګه بیا معتبر پاتې او علمی ګڼلای شئ ؟؟؟خدای دې وکړی چې اوس مې پر مطلب رسیدلی یاست . [quote:1a94883e9b]
آيا ما په کوم ځای کښې يادون کړی چې لنين او لنينستانو د مارکس فلسفه سمه او يا غلطه درک کړې ده؟[/quote:1a94883e9b]
یادون به مو ځکه نه وې کړی چې عیان بیان ته څه اړتیا لري ؟ تاسو پخپله لېنېستي تعریفونه لومړی مارکسیستي او بیا مو عصري علمی فلسفي وبلل، نور یې څومره یادون غواړئ، یادون به نور تور وي که سپین؟
هو ، د مارکس فلسفه اوس هم ارزښتمن اړخونه لری، خو لېنین دمارکس سره تړل او علمی فلسفی دریځ وربښل په باور سره یوه تیروتنه یا تیر ایستنه ده او بس!

نور مو ځينې انګيرنې د شخصي تورونو بڼه لري ې چې د پوهيدا وړنه دي ، ما خو تر اوسه د مارکسيزم يا لېنينيزم د دفاع په موخه هم کوم اثر کله نشر ته نه دي سپارلي، نو پرغيرت له کومه ځايه د پخواني لېنينست تورلګوئ ، او که د مارکس د تيوري او يا پر ضد يې شخصي مطا لعه هم ستاسو له پاره دومره جرم ښکاري چې د اوسني يا پخواني لېنينست تور پرې ولګوئ ؟
. په درنښت .
یادونه : دالیکنه ستاسې ماقبل وروستۍ لیکنې ته ځانګړې شوې ده .


Mohammad Hassan
09.05.2007

ټولو ته تر سلام او احترام وروسته ښه شپه او ورځ غواړم!
زما په نظر نه ښایي چې دا زموږ نيم او نيمګړی فلسفی بحث په يوه بې ثمره سياسی محاوره واوړی. ښه به داوی چې دلته داسې موضوعات اوپه داسې شکل مطرح کړو، چې يو له بله سره د موضوع په زده کړه او روښانولو کښې مرسته وکړی.
دا خبره به زه د وروستی ځل له پاره تاسې ته وليکم چې له دومره ډير بحث وروسته هم زه په دې پوه نه شوم چې غيرت صيب او يا د هغه د خوښې فيلسوفان، فلسفې ته څه ډول تعريف ورکوی؟ غيرت صيب وایی چې کتابونه پسې وګورو ! خو دا فکر نه کوی چې موږ دلته يو عادی بحث او يو له بله زده کړه د عادی انسانانو ترمنځ د بحث په سطحه کوو او په کوم اکاديميک انستيتوت کښې په کوم علمی یا فلسفی تحقيق بوخت نه يو.
موضوع د مادې او ذهن ترمنځ په اړيکو کښې ده، غيرت صيب تاسې د مارکس، لنين، هګل، ارستو او نورو نورو سترو سترو فيلسوفانو، عالمانو او سياست پوهانو نومونه يادوئ، خو بيله دې چې د هغې يوه او يابل مشخص نظر د موضوع په اړه را ته وښاياست!
ما بيچار ه د فلسفې په هکله کله دلته او کله هم هلته يوڅه لوستی ؤ او د هغو زده کړو پر بنسټ مې دلته د خپله فکره په لنډ او ښايی هم په ناقص ډول د فلسفې تعريف وړاندې کړ او اوس نو له غيرت صيب سره په جنجالی بحث کښې ولويدم.
غيرت صیب نه خپله خبره پوره کوی او نه يې د خپلې خوښې د فيلسوفانو خبرې را نقلوی. زما تعريف يې نه خوښيږی او وایي دا د مارکس تعريف هم نه دی. ما هم د حيا څخه دا خبره نه ده کړې، چې زما او ستا دواړو بلا د په مارکس او لنين او نورو پسې وی، په هغوی څه کوې، چې پرې اخته يې اوهسې خپل او د نورو وخت ورباندې ضایع کوې- وروره خپله خبره او خپل نظر دې د موضوع په اړه ووايه، موږ به تا کلک نه رانيسو چې تا دا له کومه ځايه- د شرقی او که د غربی، د اسلامی او که د عيسوی او داسې نورو فيلسوفانو د آثارو د لوستلو څخه - تر لاسه کړی دی.
بيا چې د غيرت صيب ليکنه د مارکس د فلسفی د تعريف په اړه د سړی د کنجکاوۍ حس بيدار کړی او پوښتنه وکړی، چې دا مارکس به نو دا فلسفه څنګه تعريف کړې وی؟ غيرت صيب په ځواب کښې داسې ليکی:
[quote:340490f0cf] ... د مارکس آثار ورپسې ولټوئ [/quote:340490f0cf]
که ورته خپل معذرت وړاندې کړی چې دا مارکس خو دومره ډير کتابونه او آثار ليکلی، چې ولله که به يې زموږ د کلی د محمد ګل کاکا خر هم يوسی. نو د هغومره آثارو د لټولو له پاره نه وخت لرو او نه هم اړټیا ، لطفا لږ مشخصه او دبحث د منطق سره جوړه خبره او لارښوونه راته وکړه! نو بيا وايی چې:
[quote:340490f0cf] له هغه لېننستي شوروي یا افغاني استاد څخه مو وپوښتئ چې د مارکس اړونده لیکنه درته معرفي کړي [/quote:340490f0cf]
خو دې ته پام نه کوی چې که څوک لکه زما په څېر افغانی او يا شوروی استاد ونه لری، نو هغه څه وکړی؟
غيرت صيب وایی چې زما له خوا د فلسفې له پاره وړاندې شوی تعريف د لنين دی، او په دې خاطر يې نه خوښوی. ادعا کوی چې دا تعريف تيتو او غربی کمونست ګوندونو هم نه دي منلی. سړی ته په زړه کښې ور ګرځی چې زما يې پرې څه چې دا تعريف د چا دی، او چا منلی او چا رد کړی دی، زما خو همدا زده دی. تاسې که له دې څخه کوم ښه تعريف لرئ، نو وئې ليکئ!
خو تر څنګ يې دې خبرې ته هم د سړی سودا شی چې دا تيتو خو کمونست ؤ، نو که دا تعريف د لنين وی، نو دا تيتو ولې نه دی منلی او هغه نو دا فلسفې ته څرنګه تعريف ورکړی دی؟
او يا داچې که دا غربي کمونستی ګوندونو د لنین خبرې نه منلې، نو ځانونه يې ولې کمونست نومول، آيا دا کمونستان په څو ډوله دی او فلسفې ته څو ډوله تعريفونه ورکوی؟
په دې اړه د سوال ځواب داسې دی:
[quote:340490f0cf]ما دومره لیکلي چې نوموړو ګوندونو هم دغه تعریف نه دی خپل کړی، نو که تاسو یې برعکس فکر کاوه یا کوئ یې، باید دلیل یې ولرئ او باید ٍثبوت یې کړئ . ماته دومره مالومه ده چې په آزادې نړۍ کمونستانو دغه تعریف نه دی کارولی[/quote:340490f0cf]
که سړئ زړه نا زړه ووايی چې وروره ، دا چې دا غربی کمونستانو ځانونه کمونست بلل، دا يې پخپله ستر ثبوت دی چې هغوی بايد د لنين نظريات او د فلسفې، اقتصاد او سياسی ټولنيز ژوندانه په اړوند د هغه عام او کلی اصول او طرحې منلې وای. نو که تاسې وايئ چې نه، نو لطفا تاسې اوس وواياست چې هغوی نو د فلسفې له پاره څه ډول تعریف لاره، چې هم کمونستی ؤ او هم لنيني نه ؤ؟

که ور ته ووايم چې خير ده په دا آخر کښې هم يو خواهش درڅخه کوم او دا خپل د خوښې فلسفی تعريف خو د راته وليکه چې زه هم لږ پرې پوه شم چې ستاسې نظر څه او زما خطا په څه کښې ده. نو غيرت صيب ليکی:
[quote:340490f0cf]التناتیف تعریفونه ډیر شته، په هر فلسفي کتاب کې چې کوم پخوانی لینینستي دوګماتیکر نه وي لیکلی شته، خو هغه څوک چې دغه آثار نه لولي ، د لویدیځ فلسفې ته یې شا ګرځولې وي او یواځې د لېنېنیزم په باران پسې ځغلي ، نو د هغه مخې ته په باراڼ پسې څوک پټي ځغلوي ؟[/quote:340490f0cf]

رښتيا چې څه ښه خوله ماتوونکئ ځواب دی!!!! ما هم ډير ورته وخندل!
خو بيا هم:
که تاسې په دې نظر ياست چې الترناتيف تعريفونه ډير شته، یعنې چې د فلسفې له پاره ډير تعريفونه شته، نو طبعا چې ټول خو به يې سم نه وی،نو دا زما يې هم يو له هغو ډيرو، نو ولې د دومره کلک رانيولی يم؟
او که وايې چې الترناتيف تعريفونه خو ډير شته، خو تاسې په صحيح او سم تعريف پسې ګرځی، نو هغه ماخذ موږ ته هم دقيق کړی او يا يې تاسې دلته هغه صحيح تعريف را ته را نقل کړی، څه خو به نه کميږی؟

غيرت صيب دا ځل د که د لويديخ فلسفې له کتابونو څخه کوم يو پرانست، لطفا يو تعريف ترې را نقل کړه چې زه خو دا ډول کتابونه نه لرم او ستا مرستې ته اړ يم چې دا غربی فلسفه هم زده کړم، ځکه چې اوس خو غربی دموکراسی، غربی فلمونه، غربی جنګونه، غربی وسلې،غربی پيسې، غربی جامی ، غربی ... او غربی فلسفې مود دی او بيله هغې نه ژوند کول ، هغه هم په افغانستان کښې ډير مشکل دی.
[quote:340490f0cf]نور مو ځينې انګيرنې د شخصي تورونو بڼه لري ې چې د پوهيدا وړنه دي ، ما خو تر اوسه د مارکسيزم يا لېنينيزم د دفاع په موخه هم کوم اثر کله نشر ته نه دي سپارلي، نو پرغيرت له کومه ځايه د پخواني لېنينست تورلګوئ ، او که د مارکس د تيوري او يا پر ضد يې شخصي مطا لعه هم ستاسو له پاره دومره جرم ښکاري چې د اوسني يا پخواني لېنينست تور پرې ولګوئ ؟ [/quote:340490f0cf]
داچې زما ځينې جملې ستاسې په نظر شخصی تورونه انګيرل شوی، زه د زړه له کومی له تاسې څخه معذرت او بښنه غواړم. هيله ده چې دا معذرت مې ومنې!
زه ستاسو له ليکنو داسې پوه شوم چې تاسې د مارکس او لنين په آثارو کښې پوره مطالعه لری. له هغې څخه مې دا نتيجه واخيسته چې تاسې د هغو له لوستلو سره مينه لرله او داسې فکر راته پيداشو چې تاسې به کوم وخت ورته معتقد واست او اوس د نورو پښیمانه شوو کسانو په شان هر وخت او بې وخته د خپل رد دلايل تکراروی. نو اوس دا مهمه نه ده چې زما داخيال او تصور غلط او که سم دی، خو داچې تاسې دا يو شخصی اتهام بللی، زه بيا هم در څخه بښنه غواړم.
زما په نظر د هيڅ فيلسوف او عالم د آثارو لوستل کوم غلط کار يا جرم نه دی، بلکې دا يو ښه او پرځای کار دی. بختور هغه څوک دی چې ددې کار له پاره کافی وخت او امکانات ولری.

په لوی خدای د سپارم. روغ او بريالئ اوسې!


Ghairat
10.05.2007

[color=blue:aa1bac4b7b]فلسفه (۱) يوه جهانبيني او ليدتوګه ده چې د نړۍ او ژوند په اړه د عقل غوښتنو او پوښتنو ته ځواب وايي( جهانبینیزه دنده )، (۲) دځانګړوعلومو معلومات په يوۀ سيستم کې داسې سره يو کوي چې په خپل منځ سره ضد او نقيض ونه لري (سیستماتیزه کول) او(۳) د ځانګړو پوهنو ټولګړي ميتودونه او مخينې د خپلو اصولو له مخې روښانه کوي ( میتودولوژی)٠ فلسفه بيا ځانګړي ديسيپلینونه هم لري لکه د پيژندنې تيوري، سماندپوهنه، ښکلا پوهنه، اخلاق پوهنه او مېتافزيک ٠[/color:aa1bac4b7b]


Mohammad Hassan
11.05.2007

د سلام له ادا او د احترام تر وړاندې کولو وروسته!
له تاسې څخه ډیره مننه چې بالآخره مو د فلسفې په اړه د خپلې خوښې تعريف دلته وليکه. زه اوس هيڅ پوښتنه له تاسې څخه نه کوم چې تاسې دا تعريف چيرته لوستئ، د چا دی او ولې مو دا په همدې، نه په کوم بل شکل دلته را نقل کړی دی. ستاسې د پخوانيو خبرو پراساس دا فکر کوم چې دا به د ډیرو نورو فيلسوفانو په شان د غربی فيلسوفانو نظر هم وی.

دا څه چې تاسې د فلسفې په اړه ليکلی دا زما له نظره هغه خبری او جملې دی چې د فلسفې عمومی او هراړخيزه تعريف لاس ته نه شی ترې راتلای. ستاسې له خوا راټولې شوې جملې هره يوه په عليحده او ځانګړې توګه د فلسفی پوهې په يوه او يا بل اړخ رڼا اچوی، دا چې ستاسې هره جمله د فلسفې يو او يابل اړخ تر کومې اندازی درست او يا ستاسې توضيح د فلسفې د يوه او يابل خاصيت او دندې په اړه زما له نظره کومې نيمګړتياوې لری، دا بيا بله خبره ده، چې ښایی د صحبت په بهير کښې روښانه شی.
تاسې د فلسفې په دريو مختلفو اړخونو باندې غږيدلی ياست چې هغه د انسان په نړۍ ليد کښې د فلسفې رول دی، په سيستمی پوهه کښې د اجزاوو د تنظيم په اړه د فلسفې منطق او ميتودولوژی ده او د ځينو (نه د ټولو) خانګړو او مشخصو علومو او فلسفې ترمنځ د ارتباط مسئله ده.

يو جرمنی فيلسوف چې د شلمې پيړۍ په دوهمه نيمایی کښې يې آثار چاپیدل، ليکلی چې فلسفه هغه پوهه ده چې سړئ تر هغو ورباندی سمې خبرې نه شی کولای، تر څو چې ورسره عملی مشغولا ونه کړی.
دا هم د فلسفې په اړه د يوه پاخه او نامداره معاصر غربی فيلسوف نظر دی . خو دا د فلسفې تعريف نه، بلکې د هغې له ډیرو خواصو څخه د يوه په باره کښې د نوموړی فيلسوف څرګندونه ده.
يا که داسې ووايو چې فلسفه په لومړی ګام کښې د ميتودونو، پرنسيپونو او د موجودې پوهې د اعتبار او رښتينولۍ تحقيق، پلټنه او پيژندنه ده.
دا هم د فلسفې پوهې ځنې اړخونه را ښکاروی، خو زما په نظر د هغو بشپړ تعريف نه دی.
فلسفه د منطق اود معرفت د تيوری په اړه بحث کوی. دا هم سمه ده، خو دفلسفې مکمل تعريف نه شی کيدای.
که ووايو چې فلسفه د علومو مور ده.
يا د فلسفې د بحث موضوع د مشخصو علومو د بحث له موضوع څخه فرق لری او هغه دا چې د فلسفې د بحث موضوع د مشخصو علومو د بحث د موضوع په شان محدوده نه ده.
دا او داسې ډير نور د فلسفې په اړه تر ډیره حده سمې خبرې دی، خو زما په نظر د هغو بشپړ تعريف يې نه شو بللای.
د ځينو فيلسوفانو په نظر فلسفه بيا هغه پوهه هم بلل شوې ده چې د انسانی ټولنيزو ارزشونو، وظايفو، حقوقو او مکلفيتونو په اړه د نړی څخه يو عام او کلی تصور او انځور انسانانو ته په لاس ورکوی.
خو زما په نظر بياهم له دې ټولو څخه زما هغه پخوانئ تعريف ، اګر که د لنين هم وی، سم ښکاری چې ((فلسفه هغه پوهه ده، یا د ټولنيز شعور هغه خاص شکل دی چې د نړۍ یا طبيعت، ټولنې او انسانی معرفت او همدا راز د مادې او فکر (معنی) ترمنځ د اړيکو په اړه عام او کلی ترين قوانين تر بحث لاندې نيسی.))

بله خبره چې په فلسفی بحث کښې مهمه ده او بايد هميشه په نظر کښې ونیول شی، هغه د فلسفی بحث په بهير کښې په جملو کښې د کلمو استعمال او د هرې يوې مناسب ځای دی.
تاسې د خپل وړاندې شوی تعريف په لومړی جمله کښې ليکلی چې:
[quote:46d80fafe4]فلسفه (۱) يوه جهانبيني او ليدتوګه ده چې د نړۍ او ژوند په اړه د عقل غوښتنو او پوښتنو ته ځواب وايي( جهانبینیزه دنده )، [/quote:46d80fafe4]
(د فارسی ژبې جهان بينی په پښتو کښې زه نړۍ ليد ترجمه کوم)
د فلسفی بحث د پرمخبوولو له پاره لازمه ده چې زموږ ترمنځ په پاس جمله کښې د نړۍ ليد، نړۍ، ژوند، عقل، غوښتنه ، پوښتنه او د ځواب د کلمو تعریفونه موجود وی. یعنې ددې معنی باید وپېژنو او ورباندې توافق او نزديکت ولرو.
نو اوس که نړۍ زموږ د شاو خوا مادی شيونه ومنو، نو آيا په نړۍ ليد کښې د انسانانو تر منځ ارتباطاتو اومعنوی شيونو په اړه عقل غوښتنې او پوښتنې نه لری؟ او آيا فلسفه د انسان تر منځ د اړيکو، د روحی او عقيدوی موضوعاتو په اړه غوشتنې او پوشتنې نه لری؟ او که دې ته ستاسې ځواب څه ډول دی؟
که د ژوند کلمه په نظر کښې ونيسو، نو آيا فلسفه د مرګ په باره کښې د عقل پوښتنو او غوښتنو ته ځواب نه لټوی؟ او آيا له ژوند برسېره د مرګ په اړه نظريات، برداشتونه او عقيدې د یوه انسان او يا ديوه کلکتيف د نړۍ ليد اجزاوې نه جوړوی؟ او تاسې په دې اړه څرنګه تبصره کولای شئ؟
نړۍ ليد په فلسفه کښې زما له نظره زموږ د ټول چاپيريال- ټولنې ، طبيعت او ټولو معنوی پديدو- په اړه د یو تن او يا يوې ډلې د نظرياتو، افکارو او برداشتونو مجموعې ته وايی.
که د نړی ليد همدا تعريف ومنو، نو بيا زما په نظر دا سوال پيدا کيږی چې د نړۍ ليد د جوړولو دنده یوازې فلسفه لری او که د فلسفې ترڅنګ نور علوم، دينونه او مذهبونه هم؟

اوس نو تاسې زما تعريف او ماهم ستاسې تعريف ولوست. نور به نو هر يو ورباندې فکر کوو، چې کوم يو د چا په نظر ترکومه ځايه صحيح دی او بحث به مخ په وړاندې بیایو.

روغ او خوشحاله اوسې!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more