اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
zafar s zadran
03.06.2007
*** دکرائی سامان اودکارخانو عمارت وغیره ***
وړاندی ذکر شوی دی چه دزکات مقصد دا دی چه د زیات امدن لرونکو په حواله کړی شې چه د دولت ګردش جارې وې -
په دی وجه د شریعت د زمکی پیدا کیدو ځیزونونه علاوه د هر ځیز مقدار مقرر کړی دی - چه ذکر شوی دی -
دی نه چه د ژوندون نور سامانونه دی په هغو باندی به زکات هغه وخت واجب کیږی -کله چه د تجارت دپاره وی -
مثلا فرنیچر ،لوښی ،رختونه ،که چری د ذاتی استعمال دپاره وی -نو ورباندی زکات واجب نه دی -
که چری په کرایه ئی ورکوی نو ددی په فائده به زکات واجب وی - په کرایه چلیدونکی سامان باندی به ز کات نه ورکړی کیږی -
په تجارت او اجاره یعنی کرایه کښی بنیادی فرق دا دی چه په دی کښی بیع نه کیږی -
یعنی په بیع کښی یو بنده د یو ځیز مستقل مالک جوړ شی او په اجاره کښی د نفع لین دین وی -یعنی په عارضی توګه د سامان مالک بل ته د فائدی پورته کولو موقع ورکوی -او په خپله د هغی معاوضه ( مزدوری ) اخلی -لکه کورونه ،ګاډی ،جهازونه ،فرنیچر ،وغیره په کرایه ورکول کیږ ې -نو زکات په دغو ځیزونو باندی نه دی بلکه د دی په فائده باندی به وی -ځکه چه دغه نفع د زکات د ادا کولو د شرط پوره کولو جوګه شې -دا د جمهور رائی ده-خو د پخوانی فقهاؤ او د موجوده دور دځنی قابل اعتماد رائی دا ده چه په کرایه باندی ورکونکی غټ غټ ځیزونه
لکه هوائی جهاز ،بحری جهاز ،موټرونه ،بسونه ،او لوئ لوئ کارخانی او د هغوئ هغه عمارتونه چه پکښی
ماشینونه فټ شوی وی او په کرایه د ورکولو مکانونه او د هغی نوعیت په هغه زمانه کښی دمکانونو او په
کرایه ورکونکو نورو ځیزونو پشان نه دی پاتی شوی -بلکه په دی مالونو کښی د تجارت د مال پشان د زیاتوالی صلاحیت ځه کم نه دی -
ځکه نو په دوئ هم زکات واجب دی -شیخ یوسف القرضاوی په خپل کتاب (فقه زکات ) کښی ځنی مالکی او حلبلی عالمانو رائی نقل کړی ده
او د موجوده دور په علما کښی شیخ ابوزهر ،شیخ عبدالوهاب خلاف او شیخ حسن وغیره هم دزکات دواجب کیدوقائل دی -
په دی لړ کښی د هغوئ دلائل دا دی -
١ - د تجارت د سامان په لړ کښی صریح نص نه دی وارد شوی -چه د هغی په وجه دزکات د واجب کیدو حکم په صریح توګه معلوم شې -لیکن ابن المنذر د دی وجوب باندی اجماع نقل کړی ده -
٢ - حضرت عمر(رض) د اسونو دزکات وصولو حکم کړی ؤو -په دی وجه چه دا په عربو کښی د ذاتی استعمال دپاره د ساتلو رواج ؤو -او په ایران و غیره کښی د نسل د زیاتولو او د تجارت دپاره ساتلی شول -نو چه کله ایران فتح شو نو دا نوی صورت حال راپیښ شو -نو هغوئ زکات واجب نه بلکه د ټیکس یا مالیه په توګه ئی په ښو اسونو لس درهمه او په معمولی باندی پنځه درهمه صدقه مقرر کړه -
٣ - امام احمد ابن حنبل په زرعی پیداوار قیاس وکړو -او په شاتو ( شهدو ) ئی زکات واجب اوګرځولو -او په سرو سپینو ئی قیاس وکړو نو په نورو معدنیاتو ئی زکات واجب اوګرځولو-
٤ - امام زهری حسن بصری او امام ابو یوسف په رکاز او معدنیات باندی قیاس اوکړو او د سمندر په وتونکو ملغلرو ،
کونجکو ،ګوجو او عنبرو وغیره باندئی زکات واجب اوګرځولو -صحیح دا ده چه امام ابویوسف په دی کښی (خمس )وائی -(کتاب الخراج ص٦٩ ) غرض دا چه دحالاتو په لحاظ
سره په دی کښی ځه مقرر مقدار یا خمس جاری کول پکار دی -د دی سوال په جواب کښی چه په کرایه د ورکونکو ځیزونو قیمت هر کال کمیږی -
هغوئ وائی چه په یوه اندازه به هر کال ددی قیمت شی -خو په دی مسئله باندی زمونږ علما له غور کول پکار دی -که چری دا د پیداوار په الاتو قیاس کړی شی نو بیا پری زکات واجب نه دی او که د زیاتوالی (نحو )پله ئی خیال اوکړی
شی نو زکات پری واجب کول پکار دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
05.06.2007
*** پراویډنټ فنډ ***
د سرکاری ملازمانو او تعلیمی ادارو د معلمانو ( استاذانو ) چه کوم رقم د پراویډنټ فنډ په نوم جمع کولی شی
نو که هغه د نصاب اندازی ته اورسې نو په هغی باندی هر کال زکات واجب کیږې ځومره رقم چه په دی دکال
په اخر کښی جمع شې نو د هغه هومره زکات هر کال ورکول پکار دی -
هغه سره د دی چه لا د دۀ په لاس کښی نۀ دی لیکن هغه د ده ملکیت دی که چری دی نوکری پریږدې
یا ریټائرډ ( تقاعد ) شې نو هم دۀ ته به ورکړی کیږې -او که مړ شو نو د دۀ وارثان به ئی حقدار وی -که چری د وصولیدو نه پس د ټولو کلونو زکات ورکړی شی نو هم جائز دی -
مننه ظفرس ځدراڼ
zafar s zadran
05.06.2007
*** په بانک کښی جمع رقم یا فکسډ ډیپازټ ***
په بانک کښی د جمع شوی رقم هم دی مالک دی اګر چه دا وخت هغه رقم د دۀ په قبضه کښی نه دی
خو هغه پکښی د تصرف پوره حق لرې ځکه نو په دی رقم باندی به زکات واجب وی -دغه شان چه په فکسډ ډیپازټ کښی کوم خلق رقم جمع کوی نو په هغی به هم زکات واجب وی -
ځکه چه دا هغوئ په خپله خواښه جمع کړی دی -او هغه رقم چه په پراویډ نټ کښی ئی حکومت جمع کوې -ددی په زکات کښی د علماۀ اختلاف دی -خو په خپله خواښه چه کوم رقم کټ جلا کولی شی نو د هغی د زکات خو ټول قائل دی -لکه ځنګه چه مونږ په خپله مرضئ یا خوښه چا له قرض ورکؤو یا چه سره مانت ږدو - نو اګر چه هغه زمونږه په قبضه کښی نه وی - خو په هغی به زکات واجب وی -او په دغه جمع شوی رقم چه کوم سود ورکړی کیږې په هغی باندی زکات واجب نه دی - هغه حرام مال دی -
هغه هر کال اوباسئ یا چه کله وصول شې نو چا حقدار له ئی د ثواب د نیت نه بغیر ورکړئ -
یا پری د کلی او محلی نالئ او کوځه جوړه کړئ په زاتې استعمال کښی مه راولئ د عام خیر ښیګړی په کار ئی اولګوئ
او ځرګنده ئی کړی چه دا د سود رقم دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
05.06.2007
*** د ښځی مهر ***
د ښځی د مهر کوم رقم چه د چا خاوند په ذمه دی که هغه سمدستی ادا کولو اراده لرې نو په دغه رقم
باندی زکات واجب نه دی خو لکه ځنګه چه عامه توګه رواج جوړ شوی دی چه خلق مهر نه ادا کوې
او ښځه غریبه ئی ورته معاف کړې نو په دی صورت باندی به زکات په خاوند باندی واجب وی -
د نابالغه په مال باندی زکات واجب نه دی ځکه چه د زکات په شرائطو کښی عاقل بالغ کیدل شامل دی -
یعنی په نه بالغو باندی زکات واجب نه دی لیکن په هغۀ په مال باندی زکات واجب دی -په دی وجه د هغه ولی به زکات اوباسې -
( الفقه علی المذاهب الاربعه ج ١ ص ٥٩١ )
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
05.06.2007
*** معدن ،رکاز او ګنز ***
د زمکی نه چه ځه ځیزونه راوځې یا راویستی شی د هغی دری قسمونه دې -
١ - معدن -
٢- رکاز -
٣ - کنز -
کنز هغه مال ته وائی چه چا په مکه کښی ښخ کړی وې او په زمانه پس راؤځی -
د معدن نه مراد هغه ځیزونه دی چه هغه الله تعالئ د زمکی دننه پیدا کړی دی -
او د رکاز اطلاق په دواړو ځیزونو باندی کیږې -
کوم ځیزونه چه د زمکی نه راؤځې یا راویستی شی یا چاته تر لاسه شی نو هغه دوه قسمه دی -
١ - جامد -
٢ - غیر جامد یا بهیدونکی (سیال )
بیا د جامد دوه قسمه دی یو خو هغه ځیزونه چه ویلی کولی شی ،تاؤولی شی او مهر ټاپه پری لګولی شی -
لکه سرۀزر، سپین زر ،اوسپنه ،سیسه ،تانبه ،پیتل ،سیکه وغیره -
دویم - هغه ځیزونه چه هغه نه ویلی کیږی او مهراوټاپه پری نه شی لګولی کیدی -
لکه چونه ،رانجه ،مالګه لعلونه او بیل بیل قیمتی کاڼی -
غیر جامد او بهیدوکی ( مائع ) ځیزونه لکه پترول ،د خاؤری تیل ،تارکول ډیزل وغیره چه فقهائی د قیر او نفط په الفاظولیکې -
د دی ځیزونو په زکات کی د فقها تر منځه اختلاف دی -
د امام ابوحنیفۀ په نزد وړومبی ځیزونو خمس واجب دی -په باقی ځیزونو کښی هیځ هم نشته -د امام صاحب په نزد اخری دواړو قسمونو کښی د خمس یا زکات د نه واجب کیدو وجه هغه حدیث دی
چه په هغی کښ دی چه یو سړی له مبارک (ص ) نه پوښتنه وکړه چه که په یوشاړ ځای کښی ځه ځیز بیاموندی شې
نو د هغی ځه حکم دی ؟
نو مبارک (ص ) او فرمائیل چه په هغی کښی او په رکاز کښی خمس دی -
( التعلیق الصبیح ج ٢ ص ٣٠٢ )
د دی په رڼا کښی د احناف فقها خیال دی چه مبارک (ص )په زمکه د موندلی شوی ځیز (معدن ) او ارکاز د خمس د اداکولو حکم کړی دی - رکاز له رکزنه ماخوذ دی -
چه د هغه معنا د ښخولو ده -اوس که هغه بند یا ښخ کړی شوی ځیز وی او که دزمکی دننه دالله پیداکړی شوی ځیزونه دی -په دغو کښی خمس دی -په باقیو کښی نشته -امام شافعی امام احمد او امام مالک وغیره په معدن او رکاز کښی فرق کوی -درکاز په زکات کښی هغوئ د شل فیصده یعنی خمس قائل دی -د هغوئ دلیل په دوؤ حدیثونو باندی دی یو حدیث له ابوهریره (رض)نه روایت کړی شوی دی چه مبارک (ص) فرمائیلی دی -
العجماجباروالبئرجباروالمعدن جباروفی الرکازالخمس -(صحاح سته المتقی ج ٢ ص ١٣٦ )
ژباړه - که د چاځناورپرانستی شی او نقصان اوکړی نو معاف دی -که ځوک کوهی اوکنی او پکښی ځوک پریوځی او مړ شی نو په هغه ئی ذمه وار نشته -او که چری مزدور په درنګ کښی په کار کولو کښی مړ شونو په مالک ئی تاوان نشته او په رکاز کښی خمس دی -
دا فقها وائی چه په رکاز کښی دخمس ذکر خوپه حدیث کښی شته دی لیکن دمعدن ذکرنشته دی -
ځکه نو په دی کښی به د عامو نغدو پشان ٢ نیمی فیصدی اخستی شی -په حدیث کښی درکاز او معدن دپاره دځه مقرر نصاب نشته -په دی وجه ددی په کم یا زیات مقدار باندی زکات واجب دی -یعنی د امام ابوحنیفۀ په نزد دلته خمس او د امام شافعی او امام احمد وغیره په نزد په رکاز کښی خمس او په
عام معدن کښی د عامو نغدو پشان زکات په سلو کښی دوه نیمی په دی باره کښی د ټولو فقهاؤ تر منځه اتفاق دی -
چه په دی کښی دکال تریدوځه شرط نشته کله چه دا حاصل شی زکات به ئی واجب شې -
د خمس او زکات نه باقی چه ځه پاتی شی هغه به د ویستونکی وی -
**** مصرف ****
د رکاز د زکات مصرف د امام ابوحنیفۀ او امام مالک او د جمهور فقهاؤ په نزد هم هغه دی چه کوم
مصرف د مال غنیمت دی -یعنی حکومت به ئی په خپل صوابدید باندی د عامی ښیګړی په کارونو لګوې -
او د امام شافعی په نزد ددی هم هغه مصرف دی چه کوم د زکات دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
05.06.2007
**** شاتویا ( شهدو ) زکات ****
د ډیرو حدیثونو د شاتو زکات ثابت دی -په دی وجه امام اوحنیفۀ او امام احمد بن حنبل په شاتو کښی د زکات قائل دی -د حضرت ابوسیاره المتعی نه روایت دی چه هغه د نبې صلئ الله علیۀ وسلم په خدمت کښی عرض اوکړو چه ا دالله رسولۀ -
ماسره دشاتو ګبینو نه دی مبارک (ص) ورته اوفرمائیل ( ادالعشور ) یعنی د هغی عشر ادا کړه -
( احمد ابن ماجه ،المنتقی ) دغه شان حضرت عمر بن شعیب د خپل پلار په حواله د خپل نیکه نه روایت کوی
چه - انه اخذمن العسل العشر (ابن ماجه ٠ المنتقی ) نبې صلئ الله علیۀ وسلم د
شاتو عصر وصول کړو - نور امامان او محدثین وائی چه دا روایتونه ضعیف دی -
مګر په ډیرو طریقو ثابت دی ځکه نو ډیر ضعیف روایتونه چه یو ځای شی نو قوې شی -
بله دا چه شات د ؤنو د میوؤ او ګلونو ځخه جوړیږې -ځکه نو د دی حیثیت د زرعی پیداوار پشان دی بیا دا چه هغه تللی شی او د هغی ذخیره کولی شی
نو ددی تقاضا دا ده چه په دی باندی عشر وصول کړی شی -امام ابوحنیفۀ د نورپیداوار پشان په دی کښی هم که لږ وی او که ډیر وی د عشر د وجوب قائل دی
او صاحبان د یو مقرر نصاب قائل دی - ( هدایه ج ١ ص ١٨٣ )
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
05.06.2007
**** دزمکی نه وتونکی بهیدونکی ( مائع ) ځیزونه ****
د زمکی نه چه کوم بهیدونکی یا سیال (مائع ) ځیزونه راؤځې -مثلا د خاوروتیل ،پټرول ،تارکول ،ګوګړ ،جواهرات وغیره په دی کښی امام ابوحنیفۀ د عشر قائل نه دی -
مګر امام احمد ا بن حنبل په دی کښی د عشر نه بلکه د زکات قائل دی -
یعنی په سلو کښی دوه نیمی -د امام احمد دلیل د قران مجید ایت -
وممااخرجنالکم من الارض - ( بقره ) اوله هغی نه خرچ کوی چه مونږه له زمکی نه پیدا کړی دی -
دا وخت د پټرولو وغیره حیثیت د بهیدونکو سروزرو پشان دی -
نو په دی وجه د امام احمد د مسلک مطابق ددی نه زکات اخستل پکار دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
05.06.2007
**** د سمندر نه وتونکی ملغلری مونګی او عنبر ****
د سمندر نه چه کوم قیمتی ځیزونه راویستی شی - مثلا ملغلری ،مرجان (مونګی ) او غیره نو په دغو کښی د امام ابوحنیفۀ په نزد زکات یا عشر نشته -
مګر امام اح بن حنبل او امام ابو یوسف د دی خمس قائل دی -یعنی پنځمه برخه به ئی د زکات په توګه اوباسی -او په پنځو کښی ځلور برخی د ویستونکی دی -د دی صاحبانو دلیل د حضرت عمر (رض ) طرز عمل دی -
چه هغوئ یعلی بن امیه د سمندر د نګهبانئ دپاره مقرر کړی وؤ -نو هغۀ حضرت عمر (رض ) ته اولیکل چه یو سړی د سمندر په غاړه د عنبر ذخیره موندلی ده هغۀ ورته اولیکل
دا د الله تعالئ بخښنه ده چه د سمندر نه راوتلی ده نو په دی خمس دی -حضرت عبدالله (رض )ابن عباس هم د دی رائی مرسته کړی ده -امام ابو یوسف دی نه استدلال کړی دی او فرمائیلی دی چه هغه د کالو په توګه استعمالولی شی
نو په هغی کښی خمس دی لکه ملغلری مرجان و غیره -
مننه ظفرس ځدراڼ
zafar s zadran
05.06.2007
**** مصرف یعنی د زکات حقداران ****
ځنګه چه په قران او حدیث کښی د زکات اداکولو تاکید راغلی دی او د عشر او زکات طریقه ښودلی شوی ده
نو ورسره داهم ښودلی شوی دی چه زکات چالره ورکول پکار دی -او چاله نه دی ورکول پکار -په قران مجید کښی اته ( ٨ ) قسمه خلق د دی مستحق ( حقدار ) ګرځولی شوی دی - یعنی د قران مجید مصرف دا اته خلق دی -
الماالصدقت للفقراوالمساکین والعملین علیهاوالفة قلو بهم و فی الرقاب والغارمین و
فی سبیل الله وابن السبیل فریضة من الله والله علیهم حکیم o
( سورة التوبة )
ژباړه - فرض صداقت ( یعنی عشر او زکات ) د غریبانانو او محتاجانو او د زکات او عشر وصولونکو او چا دزړه ساتل مقصود وی -
د هغوئ حق دی ګردنونوپه خلاصولو او دقرضدارو د بوج سپکولو او د الله په لاره کښی او په مسافرانو خرچ کول پکاردی -
دا حکم د الله له اړخه فرض کړی شوی دی او الله تعالئ ډیر پوهیدونکی او د حکمت ځښتن دی -
نبې صلئ الله علیۀ وسلم فرمائیلی دی چه زکات تقسیم الله پاک نبی یا غیر نبی ته نه دی پریښی -
بلکه پخپله ئی د دی مصارف مقرر کړی دی -ګویاپه قران او حدیث کښی د زکات او عشر مستحق اته ګرځولی شوی دی -د هر یو تشریح کولی شی -
١ - فقرا -
٢ - مساکین -
٣ - عاملین -
٤ - والمولفة قلوبهم -
٥ - وفی الرقاب -
٦ - غارمین -
٧ - فی سبیل الله -
٨ - ابن السبیل -
دی دغو ټولو تفصیل به په راتلونکی لیکنه کښی ولولئ -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
13.06.2007
سلامونه او احترامات د مخلص بنده ومنې !
زۀ شخصا اوهمدارنګه فکرکوم چه نورمحترم ورونه اوخویندی هم د زړۀ له کومې له دغئ بحث فورم چلونکې نه بلخصوص له
( اسلام ) فورم چلونکې نه هر یو محترم مشر القدر استاذ حلیمې صاحب نه ، محترم القدر الجناب وطنمل صاحب نه -
او محترم القدر الجناب طالب جان صاحب نه یو دنیا سپاسګذار او مننه کوم -
دی الله له برکته او له تاسو له برکته له دغی فورم له لاری مونږ ټول خویندی او ورونه که په داخل دی افغانستان کښی
دې که د وطن نه په بحر کښی دې ، کولئ شو چه خپل معلومات دغی فورم ته وړاندی کوؤ او خپل معلومات لاس ته راوړو-
دغه یو ډیر نیک نظر او نیک عمل له تاسو له اړخه دئ -خدای پاک دی تاسو له حجرونه درکړې - امین
ظفر س څدراڼ
zafar s zadran
13.06.2007
*** فقرا ***
فقرا د فقیر جمع ده -د دی نه مراد هغه ځوک دی چه بالکل تش لاس نه وی خو داسی وی چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره کیږې
او نۀ ورسره دومره مال یا غله وی چه پخپله پری ذکات فرض وی -په فقرا کښی هغه خلق هم شامل دی چه هغوئ محنت مزدوری کوی او خپله روزې خو پیدا کولی شی لیکن د ځه
دینی خدمت کولو په وجه باندی ورته موقع په لاس نۀ ورځې او هغه پخپله او دهغۀ بال بچ تکلیف زغمې -لکه د دین دعوت ورکونکی او دین ته رابلونکی د مدسو معلمان او دینی علم حاصلونکی طالب علمان -بلکه قران د داسی فقرا په باره کښی یو بل ځائ وضاحت کړی دی -چه د دی حالاتو اندازه کول پکار دی -او د ځانه د دوئ سره امداد کول پکار دی اوپه دی انتظار کښی مه اوسئ چه کله دوئ اوغواړې نو تاسو به ورله ورکړئ -
للفقرا الذین احصروافی سبیل الله لایستطیعون ضربا فی الارض یحسبهم الجاهل اغنیامن التعفف تعرفهم
بسیماهم لایسلون الناس الحافا - ( سوره البقره )
ژباړه - صدقی د هغو ضرورت مندانو دپاره هم دی چه د الله په لاره کار کښی بالکل لګیدلی دی -په دغه وجه په زمکه کښی په ګرځیدو او د روزې ګټلو موقع ورته نه ده حاصله -ناوافقه خلق ئی د نۀ غوښتو په مطمئن او مالداره ګڼې که چری تاسو فکر اوکړئ نو د مخونو نه به ئی اوپیژنئ
چه دوئ مطمئن نه دی بلکه پریشان حال دی هغوئ په چا پسی کیږی نه او منتونو سوالونه کوې -
په فقرا کښی هغه خلق هم شامل دی چه هغوئ خو مطمنه وؤ خو د ځه حادثی ښکار شول -او ورسره دومره ځه نه وی
چه د دغه حادثی مقابله اوکړئ شې -یا ئی په باران کښی کور راپریوتو ،یا سیلاب یوړو ، یا پری اور اولګیدو او کورئی اوسوزیدو -
او د اوسیدو دپاره ئی ځه ځائ پاتی نه شو ، یائی په تجارت کښی تاوان اوکړو ،یا ئی پټی تباه شو -
د نوکرئ نه سمدستې اوویستی شو -او اهل وعیال ئی د لوږی سره مخ شول نو داسی ټولو خلقو سره د عشر او زکات نه امداد کیدی شې -
مننه ظفر س ځدراڼ -
zafar s zadran
13.06.2007
*** مساکین ***
مساکین د مسکین جمع ده - دا لفظ له سکون ته وتلی دی -د مسکین معنا دا ده چه له فقیرئ او لوږی له وجی ئی په کور کښی خاموشې وې- او د خوراک ،ځښاک او د نغرئ کټوئ ورکړه ځه حرکت نه کوی -په مساکین کښی ټول هغه خلق شامل دی چه د ځه حادثی په وجه بالکل تش لاس شوی وې یا ئی د روزې ګټلو
صلاحیت بالکل بائیللی وې -او د پالنی ځه سامان ورسره نه وې -یاکه د پالنی ورسره ځه سامان موجود هم وی لیکن د بالو بچ د زیاتوالی په وجه ئی نۀ شی کولی -یا د روزئ ګټلو هډو د سره صلاحیت نه لرې ، مثلا شل ،ګډ ،فالج وهلی ،بیماران ،ړانده ،بی اسری ،یتیمان ،کونډی
داسی ټولو خلقو له زکات ورکولی شی -
مننه ظفر س څدران
zafar s zadran
13.06.2007
*** عاملین ***
عاملین د عامل جمع ده چه معنا ئی کار کونکې دی خو په شریعت کښی عاملین هغه خلقو ته وئیلی شی چه هغوئ صدقاتو،
زکات اوسره د عشر د وصولولو یا د هغی د نګرانئ یا د هغی دحساب کتاب د پاره مقرر وی -
د هغوئ تنخواه ګانی د زکات مدت نه ورکولی شې -د دی ضرورت خو په اصل کښی په اسلامی حکومت کښی وی چرته چه دغه نظام جاری وی لیکن خو
چه چرته مسلمانان دغه نظام قائیم کړی چه هغوئ خپل عشر او صدقی یو ځائ ته راغونډوی او خرچ کوی ئی -
او یو کس دوه د دی د پاره مقرر وی نود هغوئ تنخواه ګانی هم د زکات د مد نه ورکولی کیدی شې -
خو په دی کښی د ډیر زیات احتیاط ضرورت دی -
مننه ظفر س څدراڼ
zafar s zadran
13.06.2007
*** َوالمُوِلفِة قُلُوبُهُم ***
یعنی هغه خلق چه د اسلام په لورئ د مائله کولو دپاره یا په اسلام باندی د قائیم ساتلو دپاره یا د هغوئ د زړۀ
ساتنی دپاره یا د دښمنانو د فتنو نه د بچ کولو دپاره د امداد په توګه ورته د ځه ورکولو ضرورت وی نو دا هم
د زکات او عشر نه ورکولی کیدی شی - د دی دوه قسمونه دی -
یوغیر مسلم او بل مسلم -
د غیر مسلم دوه قسمونه دی یو هغه چه د هغوئ د اسلام په لوری مائل کولو دپاره یا داکه د هغوئ نه د ښیګړی ځه امید وی -
دویم- دا چه د هغوئ د ضرر نه د بچ کیدو غرض وی - که چری دوئ مسلمانان وی نو د دوئ مختلف قسمونه دی یو هغه خلق چه اسلام ئی قبول کړی دی خو په زړونو
کښی ئی تذبذب وی او د هغی مضبوطول ئی مقصد وی او -
دویم -هغه مسلمان چه د دښمن حکومت په پوله باندی اباد وی -که هغوئ سره امداد اوکړی شی نو د پولو حفاظت به کوی -
دریم -هغه د نامی جامی خلق چه د هغوئ امداد به نور خلق اسلام ته مائله کړې -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
13.06.2007
*** وفی الرقاب ***
رقاب د رقبه جمع ده - د رقبه معنی ګردن ده - دلته هغه خلق مراد دی چه د چا ګردنونه د نورو په قبضه کښی دی -مثلا په جنګ کښی ګرفتار شوی قیدیان ،مریان ، یا دچا په قرض کښی نښتی خلق -
د دوئ سره هم د زکات د مدد نه امداد کیدی شی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
13.06.2007
*** غارمین ***
غارمین د غارم جمع ده -غارم هغه سړی ته وئیلی شی چه ورباندی ځه پیټئ یا بار وې -دلته تری هغه خلق مراد دې چه په چا د چا قرض یادچاد ضمانت بار وې -
او هغوئ ئی ادا کولی نۀ شې نو د عشر او زکات په رقم د هغوئ قرض یا اخستی شوی ضمانت ادا کیدی شی -
د ضمانت نه مراد دا دی چه د ځه ښیګړی د ختمولو دپاره یوقریق ته د رقم وعده کړی وی یا ځوک مقروض د قرض
خواه د سپکاوی نه د بچ کولو دپاره ئی د قرض ذمه واری اخستی وی او بیائی نه شی ادا کولی -
نو د هغۀ د ضمانت رقم د زکات نه ادا کیدی شې -
په قرض او ضمانت کښی به د زکات رقم هغه وخت ورکولی کیدی شې -
کله چه دا قرض او ضمانت د ښه کار دپاره وی -یا قرض د یو ناګهانی مصیبت یا د ماشومانو دپالنی یا د دین تعلیم دپاره اخستی شوی وی -د ځه خراب کار دپاره نۀ -او د عیش او ارام او فضول خرچئ یا د ماشومانو د غیر تعلیم دپاره ئی نه وی اخستی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
13.06.2007
*** فی سبیل الله ***
د الله په لاره کښی دخرچ کولو نه مراد په اصل کښی هغه خلق دی چه د اسلام د غلبی دپاره دښمن سره جنګ کوې -
یا په دی تیارې کښی وې نود زکات نه د دوئ سره د هر قسمه امداد کول پکار دی -لیکن په دی کښی هغه خلق شامل ګنړئ شوی دی - چه په ځه دینی کار کښی لګیدلی وې -او پریشانه وی -یا دحج دپاره ځې او په لاره تری پیسی اولوټلی -یا تری ورکی شی -سره د دی که چری هغوئ په حقیقت کښی غریبان نۀ وی خو د داسی ټولو خلقو سره د زکات نه امداد کیدی شی -
د موجوده دور علما په فې سبیل الله کښی هر یو نیک کار شامل کړی دی -مثلا د مصر رشید رضا او مولانا سید سلیمان ندوی وغیره -
مولانا سید سلیمان ندوی د قران ایت للفقراالذین احصروفی سبیل الله نه استعدلال کړی دی او لیکلی ئی دی چه
دلته په اتفاق سره ټول خلق دی کارونه مراد اخلی -نو بیا د زکات په مصرف کښی دی ترینه دغه مفهوم ولی وانه خستی شی -کوم خلق چه لام تملیک سوال پورته کوې -د هغوئ جواب ئی کړی دی او فرمائیلی ئی دی چه په للفقرا کښی دلام تملیک په ځای لام انتفاع هم کیدی شی - ځنګه چه په - خلق لکم مافې الارض جمیعا - کښی دی -قاضی ابن عربی مالکی
لام تملیک نه دی تسلیم کړی -امام ابن تیمیۀ لیکلی دی چه په کومو مصرفونو باندی ( لام ) داخل دی په هغی کښی تملیک دی -
او او په کومو کښی چه ( فی ) داخل دی -په هغی کښی تملیک ضرور نه دی -
خو جمهور د فقی امامانو او د حدیث امامانو د فې سبیل الله مدور سره نه دی عام کړی -ځومره چه د موجوده دور ځنی عالمانو ګنړی دی په دغو کښی د جومات د تعمیر یا د مدرسی د عامی خیر ښیګړی
د کارونو دپاره د عمارت اخستل یا تعمیر صحیح نۀ دی ګنړئ -په مفسرینو کښی امام ابن جریر طبری ،حافظ ابن کثیر ،امام رازی ،دالبحرالمحیط صاحب ابو حیان او له ابوالسعور- ځخه چا هم دی له هغه عمومیت نۀ دی ورکړی چه د دی دور بعضی عالمان ورله ورکوی -
په فقها کښی امام سرخی په مبسوط او شرح سیر کبیر -ابو عبید په کتاب الاموال کښی او حنبلی فقها هم دا په جهاد او د دی په متعلقاتو محمول کوی -
شیخ موحق په المغنی کښی د دی تفصیل ورکړی دی-لیکن په دی دور کښی د جهاد بالسیف ( په توره جهاد ) سره د جهاد باللسان (په ژبه جهاد ) او جهاد بالقلم (په قلم سره جهاد)
ضرورت ډیر زیات شوی دی -ځکه نو عالمانو له په دی اړخ باندی غور کول پکار دی -استاذ یوسف القرضاوی په خپل کتاب فقۀ الزکات کښی په دی باندی ښه بحث کړی دی -پاتی شوه د تملیک مسئله نو وړاندی د سید صا حب را ئی مو نږ نقل کړی ده -
مګر ددی رائی تعلق د یوی علمی مسئلی سره دی ، فقهی مسئلی سره نۀ دی -
د تملیک په مسئله باندی مولانا مفتی محمد شفیع په معارف القران کښی چه ځه لیکلی دی هغه مونږ ځکه
رانقل کوؤ چه دا وخت د نوی دور مجتهدینو ټولی پابندئ پورته کړی دی -چه د هغی په وجه د زکات غلط استعمال کیږی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
13.06.2007
*** ابن السبیل ***
د ابن السبیل معنا د لاری زوئ ده او ددی نه مراد مسافر دی - یعنی که یو سړی که په مسافری کښی وی او هغه له د سفر د خرچ په لاره کښی ځه مشکلات راپیښ شول -اګر که هغه په کور مالدار وی نوهغه سره د زکات نه امداد کولی کیدی شی -
او چه کور ته لاړ شې نو بیائی د واپس کولو ضرورت نیشته -که چری واپس ئی کړې نو لا ښۀ ده - په مسافرو کښی هغه خلق هم شامل دی چه د خپل اهل و عیال دپاره د روزې ګټلو په غرض بهر تلل غواړې خو ورسره
د کرائی رقم نۀ وې چه لاړ شی نو هغه لره د زکات نه کرایه ورکول پکار دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
صافی
14.06.2007
ظفر س ځدراڼ صاحب ته سلامونه اونیکې پیرزوینې:
وروره! داستاسو بحث خو مې په [color=orange:f81a404ecd]ریشتیا[/color:f81a404ecd]چې هم ډیر خوښ شو، که چیرته لطف وکړﺉ او دهغه کتاب او مؤلف،او مترجم نومونه، چې تاسو دا لیکنې ترې را نقلوﺉ هم مونږ سره شریک کړﺉ نور به هم خوشحاله شوو.
zafar s zadran
14.06.2007
محترم صافی صاحب اسپیځلې او نیکې هیلې می ومنئ !
ګرانه وروره - دغه ده د تاسو دی غوښتنی سره به سم درته ولیکم -
---- من یردالله به خیرایفقهه فی الدین -----
---------- مکمل دری حصی -------
---------- اسلامی فقه -----
--------- تالیف : مولانامجیب الله ندوی --------
-------- پښتو ترجمه -----
-------- فرهاد محمد غالب ترین خویشګی --------
-------- نظر ثانی و حاشیه -----
------- شیخ الحدیث مولانا عبدالسلام -----
الله مو مل شه -
zafar s zadran
14.06.2007
*** د تملیک مسئله ***
جمهور فقها په دی باندی متفق دی چه د زکات اته معین مصارفو کښی هم د زکات د ادائیګئ دپاره دا شرط دی -
چه له دغه مصارفو ځخه چا مستحق ته د زکات په مال باندی مالکانه قبضه ورکړی شی -بغیر د مالکانه قبضی نه که چری ځه مال د دغو خلقو د فائدی دپاره خرځ کړی شو نو زکات به ادا نۀ شی -هم په دغه وجه ځلور واړو امامانو او جمهور فقها په دی باندی متفق دی چه د زکات رقم په جوماتونو ،مدرسو ،
یا روغتونونه ، او یتیمتونونه یا یتیم خانو په تعمیر کښی یا د دوئ په نورو ضروریاتو کښی خرچ کول جائز نۀ دی -سره د دی چه د دی ټولو ځیزونو نه فائده هم دغه فقیرانو ، او نورو ته رسې -چه کوم د زکات مصرفونه دې -خو په دغو ځیزونو د هغوئ د مالکانه قبضی د نۀ کیدو په وجه به زکات ادا نه شې - البته په یتیم خانو کښی که چری جامه او خوراک په مالکانه حیثیت ورکولی کیږی نو صرف د دغه خرځ تر حده
پوری د زکات رقم خرځ کولی شی -دغه شان په روغتونونو کښی چه دارو حاجتمندو غریبانو ته په مالکانه حیثیت ورکولی شی -
د هغی قیمت د زکات په رقم کښی حسابیدی شی -دغه شان د امت د فقهاؤ تصریحات دی -چه د لاوارثه مړی کفن د زکات د رقم نه نۀ شی لګولی کیدی ځکه چه په مړی کښی د مالک کیدو صلاحیت نۀ وی -البته دا کیدی شی چه که د زکات رقم چا غریب حقدار له ورکړی شی او هغه په خپله مرضئ د لاوارثه مړی په کفن خرځ کړی -دغه شان که چری په دغه مړی قرض وی نو دزکات په رقم باندی دغه نیغ په نیغه نۀ شی ادا کولی کیدی -البته که د هغه ځوک وارث غریب د زکات حقدار وی نو هغۀ ته په مالکانه توګه ورکولی کیدی شی -او چه هغه د دی رقم مالک شی او په خپله رضا باندی پری د مړی قرض ادا کوی - دغه شان د خیر ښیګړی ټول کارونه لکه کوهې کندل یا سړک و غیره جوړول ، سره د دی چه د دی فائده د زکات
حقدار ته هم رسې -خو د هغوئ د مالکانه قبضی د نۀ کیدو په وجه به د زکات ادائیګی او نۀ شې -په دی مسئلو کښی ځلور واړه امامان مجتهدین ابو حنیفۀ ،شافعی ،مالک او احمد ابن حنبل رحمت الله علهم
او د امت جمهور فقها متفق دی -شمس الا ئمه سرخسی دا مسئله د امام محمد په کتابونو شرح مسبوط او شرح سیر کښی پوره په تفصیل او په پوره تحقیق سره لیکلی ده - او د حنبلی ،شافعی ،مالکی فقها په عامو کتابونو کښی د دی تصریحات موجود دی -شافعی فقیه امام ابو عبید په کتاب الاصول کښی فرمائیلی دی چه د مړی د طرف نه د هغه د قرض په ادائیګی
کښی یا د هغه د دفن کولو په اخراجاتو کښی او د جوماتونو په جوړولو کښی په نهر کنستلو ،و غیره کښی د زکات
مال خرچ کول جائز نۀ دی -ځکه چه سفیان ثوری (رح) او ټول امامان په دی باندی متفق دی چه په دی باندی زکات نۀ شی ادا کیدی -ځکه چه دا له هغو اتو مصارفو ځخه نۀ دی چه په قران مجید کښی ئی ذکر راغلی دی -
دغه شان حنبلی فقیه موفق په المغنی کښی لیکلی دی -چه د هغه مصارفو نه علاوه چه بیان ئی په قران مجید کښی راغلی دی -په بل نیک کار کښی زکات خرځ کول جائز نه دی -لکه د جوماتونو یا پلونو یا د ابو د سبیلونو جوړول ،یا د سړکونو او لارو سمول - یا مړو له کفن اخستل ،یا ملمنو له ډوډی
ورکول چه دغه بیشکه د ثواب کارونه دی خو د صدقاتو په مصارفو کښی داخل نۀ دی - ملک العلما علامه کسانی په بدائع الصنائع کښی د زکات د ادائیګی دپاره د تملیک د شرط دا دلیل ورکړی دی چه
په قران مجید کښی په عامه توګه د زکات او د واجبو صدقاتو په ایتا لفظ سره ذکر کړی دی -
ّاقامواالصلوَة وَاتواالزکوة آقیمواالصلوة وَ اتوالزکوة اِقامَ الصلوةِ وَاِیتَآ الَزکوةِ وَ اتواحقه یَومَ حَصَادِه وغیره -
ایتآدعطا کولو په معنی کښی راځی - امام راعب اصفهانی په مفردات القران کښی فرمائی /
والایتاالاعطاوخص وضع الصدقه فی القران بالایتا /
یعنی د ایتا معنا عطا کول دی - او په قران کښی د واجب صدقی ادا کول د ایتا د لفظ سره مخصوص فرمائیلی شوی دی -او ځرګنده ده چه چا
ته ځه ځیز عطا کولو حقیقی مفهوم دا دی چه هغه د هغه ځیز مالک جوړ کړی شی -او صدقاتو او زکات نه علاوه هم د ایتا لفظ په قران مجید کښی د مالک جوړولو دپاره استعمال کړی شوی دی -
مثلا- اتواالِلسَآ َصَدقَاتِهنَ -یعنی ورکړی ښځو ته د هغوئ مهر ، ځرګنده ده چه د مهر ادائیګی هله منلی شی -
کله چه د مهر په رقم باندی ښځی له مالکانه قبضه ورکړی شی -
دویم داچه په قران کښی ئی زکات د صدقی په لفظ سره تعبیر کړی دی -
انماالصدقات للفقرا - او د صدقی حقیقی معنا دا ده چه ځوک فقیر حاجتمند د دی مالک جوړ کړی شی -چا له ډوډی ورکول یا د خیر ښیګړی کارونه کول په دی کښی خرچ کولوته د حقیقی معنی په اعتبار سره صدقه
نۀ شی وئیلی کیدی - شیخ ابن همام په فتح القدیر کښی فرمائی چه د صدقی حقیقت هم دغه دی چه ځوک فقیر د هغی مالک کړی شی -
دغه شان امام جصاص په احکام القران کښی فرمائیلی دی -چه لفظ صدقه د تملیک نوم دی -
( جصاص ج ٢ ص ٥٢ - معارف القران جلد ٤ ص ٤٠٩ ) -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
15.06.2007
*** ځوضروری مسئلی ***
١ -د تالیف قلب نه علاوه په بل ځه مصرف کښی چا مسلم له عشر او زکات ورکول صرف د مسلمانانو حق دی -البته د نورو ټولو صدقونه ورکول هغوئ دپاره جائز دی -ځکه چه عشر اوزکات صرف د مسلمانانو حق دی -
٢ -په دغو اتو مصرفونو کښی چه ځوک غواړی خپل زکات خرچ کولی شې -خو غوره دا ده چه په کوم مصرف کښی زیات ضرورت وی په هغی کښی ئی خرچ کړی -
٣ - که دچا دوه ځلور کورونه وی چه د زرو یا پنځوسوؤ کورنی سامان د کور د ضرورت د پاره موجود وی
چه ورباندی زکات واجب نۀ وی - مثلا فرنیچر ،لوښی ،صندوقونه او بکسونه و غیره خو د امدن ذریعه ئی دومره کمه وی چه ګذاره ئی په ګرانه کیږې - خو که د ارا ئش سامان ورسره زیات وی نو هغه له دی زکات نۀ شی ورکولی کیدی - تر ځو چه ئی دا خرچ کړی نۀ وی او په خپل ضرورور کښی ئی لګو لی نۀ و ی -
٤ - که د چا ځلور کورونه وی چه په کرایه ئی ورکړی وی لیکن امدن ئی دومره نۀ وی چه د هغۀ او د بال بچ پری ګذاره کیدی شی -
او ورسره ځه داسی ځیزونه وی مثلا سره او سپین زر یا روپئ چه ورباندی زکات واجب وی نو هغۀ له زکات وکولی کیدی شی -
٥ -چا سره چه دوه زره روپئ موجودی وی یا د دوه زره روپو تجارت سامان د هغه په دکان کښی موجود دی خو
هغه د دومره روپو قرضداری هم دی نو داسی بنده له هم زکات ورکولی کیدی شی -
٦ - که چری د چا په باره کښی ئی شک وی چه دی د زکات ورکولو حقدار دی اوکه نۀ دی نو چه تر ځو دا تحقیق
نه وی شوی نو تر هغی پوری ورله د زکات روپئ یا عشر غله ورکول نۀ دی پکار د تحقیق دا مطلب نۀ دی چه
د هغه باره کښی دی د خلقو نه تپوسونه یا پوښتنی کوی - بلکه د هغه په خیال په ظاهری توګه چه کومه خبره ځرګنده شی او چه ځه ورته زیات صحیح ښکاره شی په هغی دی عمل اوکړی -
که چری بغیر له تحقیقه ئی ورکړه -او وروستو معلومه شوه چه دا سړی غریب ؤو او که نۀ ؤو- نوکه غالب ګمان ئی دا ؤو چه دا بنده حقدارنۀ ؤو نو د دۀ زکات به ادا نۀ شی او که ثابته شوه چه غریب ؤو نو
زکات به ئی ادا شی -
٧ - د عشر او زکات رقم خپلو غریبانانو نوکرانو له هم ورکړی کیدی شی خو په هغوئ به احسان نۀ شی زبادولی
او نۀ به تری تنخواه کښی کمولی یاګرځولی شی که نه نو زکات به ئی ادا نۀ شی -
( فتاوی عالمګیری ج ١ ص ١٩٠ )
مننه ظفر س څدراڼ
zafar s zadran
15.06.2007
***** په نا وا قفیت کښی د زکات ورکولو حکم *****
که چری یو بنده ئی حقدار اوګنړو او زکات ئی ورکړو او وروستو معلومه شوه چه دی خو حقداره نۀ ؤو نو
زکات ادا شو دوباره ئی د زکات ورکولو ضرورت نشته - البته که چری اخستونکی ته دا معلومه شی چه دا رقم یا غله د عشر او زکات ده نو هغۀ له ئی واپس ورکول پکار دی -
مننه ظفر س څدراڼ
zafar s zadran
16.06.2007
***** د تجارت د سامان نصاب *****
د تجارت د سامان نصاب هم هغه دی کوم چه د روپو دی - یعنی که چری د تجارتی سامان قیمت ( دوه پنځوس نیمی ) تولو سپین زرو د قیمت برابر شی - نو زکات بۀ پری واجب وی او د دی نه پس چه مال ځومره زیاتیږی نو حساب به ئی کولی شی او د هغی یو پر ځلویښت _١_
به زکات ورکوی - ګویا چه اصل معیار ، ٤٠
په دی کښی سرۀ او سپین زر دی -په دی کښی به د یو د قیمت مطابق زکات ورکولی شی -
په حدیث شریف کښی دی ان رسول الله صلئ الله علیۀ وسلم یامرناان یخرج الصدقة من الذی لغدللبیع -
(مشکوة بحواله ابوداؤد )
که چری سره زر نصاب ته نۀ رسی نو سپین اورسی - نو زکات به ئی وی -
که چری په روپو کښی یاد تجارت په سامان کښی د سپینو زرو په ځائ د سرو زرو قیمت اولګولی شی -ځکه چه په دی صورت کښی د زکات اخوستونکو فائده ده او د سپینوزرو په قیمت لګولو کښی د خپل ځان فائده -
او په زکات کښی د خپلی فائدی نه زیاته د هغو خلقو فائدی ته خیال کول پکار دی چا له چه زکات ورکولی شی - او دزکات مقصد هم دا دی چه په تاسو کښی زیاته نه زیاته د همدردی جذبه پیدا شی - او غریبانو ښیګړه اوشې -بیا د سروزرو په نصاب کیدلو کښی اختلاف دی -خو د سپینوزرو په معیار نصاب کښی د ټولو امامانو اتفاق دی -
مننه ظفر س ځدراڼ
zafar s zadran
16.06.2007
***** د زمکی د پیدا وار نصاب *****
د زمکی د پیداوار چه کوم زکات ورکولی شی په شریعت کښی هغی ته ( عشر ) وائی -
د دی احکام د روپو اود تجارت د سامان نه جدا دی -
او په قران او حدیث کښی د دی بئیل بئیل ذکر کړی شوی دی -
په قران پاک کښی دوه ځایه د دی ذکر دی -
یایهاالذین امنواانفقوامن طیبت مالسبتم وممااخرجنالکم من الارض ( ال عمران)
ژباړه - ای د ایمان خاوندانو ! د خدائ په لاره کښی خرچ کوئ ښه ځیزونه د خپلی ګټی نه -او چه ځه درله مونږه د زمکی نه پیداوار درکړی دی -
او بل ځائ فرمائی -
هوالذئ انشاجنت معروشت وغیرمعروشت والنخل والدرع مختلفااکله والزیتون والرمان متشابهاوغیرمتشابه کلوامن ثمره اذا اثمر واتواحقه یوم حصاده
ولاتسرفوا اته لایحب المسرفین o
( سوره الانعام )
ژباړه -هغه الله دی چه باغونه ئی زرغون کړه - د هغه ځیز باغونه هم حیلئ ئی په چتونو خیژولی شی (مثلا انګور ) او هغه هم چه ځیلئ ئی نه وی -( ام ،امرود وغیره ) او د خرما ونی او پټی چه په کښی مختلف قسمه د خوراک ځیزونه وی - او زیتون او انار او دوئ په خپلو کښی د یو بل پشان هم وی او د یو بل نه مختلف هم وی -نو چه کله میوه اونیسی نو پخپله ئی هم خورئ او د پریکولو او ماتولو په وخت کښی په دی کښی کوم شرعی
حق ( عشر ) دی هغه ورکوئ او اسراف مه کوئ الله تعالئ اسراف کونکی نۀ خوښوې -
رسول الله صلئ الله علیۀ وسلم به په اصحابو د غلی او میوؤ حتا چه د شاتو عشر هم ویستلو -رسول مبارک فر مائیل دی چه ،
ځه چه زمکه زرغونوی په هغه کښی صدقه ده ، ځنی خلق دا سوال پورته کوی چه د هندوستان زمکی عشری نۀ دی - لکه ځنګه چه قاضی ثنا الله پانی پتی پۀ مالابد منه کښی لیکلی دی -مګر مولانا عبدالصمد رحمانی مرحوم په ډیر تحقیق سره په خپل کتاب ، کتاب العشر والزکات ،
کښی ثابته کړی ده چه مسلمانانو سره چه دا وخت کومی زمکی دی هغه ټولی عشری دی - (کتاب العشر والزکات )
مننه ظفر س ځدراڼ