نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ع کريم حليمي
24.02.2007
مکرم اومحترم Ajab صاحب زما سلامونه اواحترامات خپل حضور ته ومنۍ !
کور مو ودان او سرلوړی ژوند مو په نصيب سه !
محترما !
دا ډير يو ساده، اسانه او بې مشکله کار دي چه د Blame game څوک اخته وي
څه وخت له مخه شاهي کورنۍ ، او ورسته بيا چپي خلک ،وړمه ورځ
توپکيان ، پرون طالبان د بد بختۍ مسؤلين وګڼو
Blame game يعني انتقاد او ګلې
په ټولنه کښي هر فرد فرد ځان ته مسوليت لري ، د روان ذليل حالت مسؤلين
اکثره افغانان دي ، هر فرد برخه په کښي اخستې ده !
زه ظالم او مظلوم ته په ملي
سطحه په يوه سترګه کورم ، هو ! په محکمه کښي يوازي ظالم مسؤل دی
تر څه وخته به په دې ګېم اخته يو ، چه نن خلقی مسؤل دی او سبا ملا !!!
وړمه ورځ روس ملامت ، پرون طالبان او نن کرزی
اول يو څوملي مشران جوړ کړي چه مسؤليت پر غاړه واخلي ، نو بيا به
مسؤل سړي معلوم وي !
نن دا ډله ملامته سبا هغه ډله ملامته ، اصلاملي رهبر ته ملامتيا دريږي
حال دا چه موږ اوتاسو ملي رهبر نه لرو ، هر وخت ملي رهبر
يا د روس له خوا راجوړيږي ، يا ئې پاکستان راجوړوي او نن بيا ناټو او
امريکا ملي مشران راجوړوي
که ملت يوه يوه افغاني يوه سړي ته ورکي له دې څه ٣٠ مليونه افغانۍ جوړيږي
او يو ملي مشرسړي په جوړېدلی سي ،
په ټوله نړۍ کښي ملي مشرانو ته ملت پيسې ورټولوي
او پښتان له ملي مشرانو څخه پيسې غواړي ، نو سياسي مشران مو هره
ورځ خرځوي ، او يوه اندازه هغه پيسې مونږاوتاسي ته راکوي
پرون په يورپ کښي مجلس
د ډيورنډ د کرښي له پاره جوړ سو ، چا دغو ملي مشرانوته د ټکيټ خرڅ
ورکړي ، نه ، ولي نه ؟
ايا تاسو د سبا د ولسمشر له پاره کوم فکر کړی، نه ٠ ولي نه
ملي مشر چه سبا د ولسمشر کرزي سره ځان انتخاب کړي ، خرڅ نه لري ؟
داځغاستي او مصرف ته ملت کوم پروګرام لري، نه ٠ ولي نه ؟
احمد يا محمود که سبا راپورته سي او ږغ وکړي چه زه و ولسمشرۍ
ته ځان انتخابه وم ، تاسو ملت شل يا دېرش مليونه افغانيو مصرف ته
تيارياست ، نه ٠ ولي نه ؟
دا في سبيل الله کارونه نه کيږي ، هر سړي ډوډی خوري ، کور لري ، عمله
او فعاله يي په کارده هغوی مصرف لري کور لري
په تاريخ کښي تاسو ملي رهبر جوړ کړي ، نه ٠ ولي نه
هر سړی خو احمد شاه بابا نه دي ، چه د نادر افشار سلطنت له منځه ځي
او ټوله عسکري فرقه کندهار ته راولي ، او له هندڅه چه ماليات مخ پر
ايران راروان وه ، احمد شاه ئې اخلي او پښتنو ته ملک په ور جوړوي
د احمدشاه عصر د احمد شاه بابا سره واړي ٠
پښتنو! ملي مشر په خپل مصرف جوړ کړي ، نو بيا به د مسؤل معلوم وي
تره کي ملامت ، کارمل ملامت ، امين ملامت ، نجيب ملامت ، مجاهد ملامت
طالب ملامت ، دا ولي ؟ ايا د مشران د حزبو تاسو جوړ کړي وه ، يا ٠ ولي نه
خبره دا ده چه مصرف ته ځان نه نيسۍ ، مونږ له خپل جېب څخه شخصي
مصرف نه ورکوو
هرڅه مفت جفت غواړي ، نو ذليل ګرځو ، لکه ليوني پور ټولو بد وايو
ښکنځل کوو ،ښيراوي کوو ، د زړه بړاس باسو ، بس
ښه ! کرزی او ملاعمر زموږ د روپو په زور راغلی ؟، نه مونږ څه ورکړي او نه
ستاسره کوم قول او وعده لري ، هر څوک چه خرچه ورکوي ، نو وعدې ئې
هم له هغوسره دي ،
اښه ! قاتلان در معلوم دي ؟ هو ! محکمې ته دي را کش کړی ، نه ٠ ولي نه ؟؟
د حق ساتنه پر يوه ډله خلکو فرض ده ، تاسو يوه د حق ساتنه کړې ، نه ٠ ولي نه ؟
هو ! خپل سر ساته ٠ چه احمد د حق ساتني ته لاس ور واچوي ، مصرف
ورکوي نه ، ولي نه ؟؟؟ ښه ! د حق ساتنه خو مفته نه کيږي ، د حق ساتنه
د وينو په بهولو نه کيږي ، هر فرد دملت به د حق په ساتنه کښي برخه اخلي
مذهبي ملايان که يهودي وي که عيسوي وي او که صبايي وي
د ټول پېغام يو دی ، اما غربی ملت قرباني ته تيار دي قرباني ورکوي
هو ! د وينو قربانۍ ته ندي تيار ، مالي قربانۍ ته په مړانه ولاړ دي
اما پښتانه له خپلي سادګۍ د وينو قرباني ورکوي ، چه پيسې تر اسه کړي
چه ږغ پر وکړي چه سبا مظاهرې ته راولاړ سی ، نه راځي
او که ږغ کړو چه سبا چوراچوو ، ټوله به راروان وي
[quote:ce48229733] ايا د مسلمانانو دغه روان ذليل حالت ته تاسې د اخرت توښه واياست؟ [/quote:ce48229733]
نه هيڅ توښه ئې نده ! د اخرت تاوان ئې بولم
[quote:ce48229733]ايا اسلامي ملايان به د قيامت تر ورځې پورې مسلمانان په دې خبره دوکه کوي چې بس ذليل ژوند تېر کړئ او هيڅ مه وايئ تاسو له جنت تيار شوى دى؟ [/quote:ce48229733]
داخبره چه ذليل ژوند تېر کړئ او هيڅ مه وايئ ، هر څوک چه ئې وايي ، پر خره ئې
چپه سپور که مخ ئې په فضله موادو ور ولړه !!
[quote:ce48229733]ايا د علم او ساينس په ميدان کې پرمختګ د مسلمانانو لپاره ضروري نه دى؟ [/quote:ce48229733]
داڅوک وايي چه ضرر دي ، چادي مخه نيولې ،اکثره افغانان پخپله ټمبلان دي
ستن ئې نه کړه جوړه ، پاکستان ، هند ، ايران ، سعودي ته وګوره
اوسپنه راباسي ، چائې مخه نيولې !!!
پښتنو ادبيات وايات شاعري او مشاعرې کوۍ ، د پلا په چنجن تاريخ اخته
اوسی ، د خوشحال خان پر تاريخ بڼېږي ، پام کوۍ چه اوسپنه او مس او تېل
راونه باسۍ ، انشاالله هغه امريکا درته راباسي
[quote:ce48229733]ايا د يو بل څخه نفرت او کرکه او په وړه وړه خبره د يو بل وژل د مسلمانانو کاميابي بلئ؟ [/quote:ce48229733]
په دې خبره کي ما فکر نه دی کړی ، دا ډيره ښه پښته ده !!!
د ګور چنچيان سي پښتنو ، سره وخوری
[quote:ce48229733]ايا جهالت او ناپوهي د پېغمبرانو لار ده او يا يې هغوى توصيه کړې ده؟ [/quote:ce48229733]
پېغمبران خو يوازي د ملايانو له پاره نه دي راغلي ، زه ،ته احمد ،محمود
ټول بايد د پيغمبرانو پر لار روان سو ، نبي ته زکات اخستل اجازه نه وه
کوم وخت چه حسنينو په مسجد کښي خرما خوړله ، هغه خرما معلومه نه وه
چه د صدقې وه او که د زکات ، نو مبارک و حسنينو ته ويل اخ اخ اخ
يعني مه ئې خورۍ ٠ يعني تاسوته ئې خوړل روا نه دي
پښتنه :- Ajab صاحب ! د ريشوت خور سړي پر کور چه مېلمه سوي يو
مېلمستيائې موږ رد کړې ؟ ٠ که ورغلی ئې ډوډۍ ئې تا خوړلې که يا ؟
زه د رشوت خور ډوډی نه خورم ، د غله د کور مېلمستياته نه ځم
قتل او قتال نه !معنوي غزا پر خپلو وړونو شروع کړي ، دا که ملا وي داکه خلقی وي
داکه اخوانی وي او که پلار وي ٠ دغلو سره خاندو ، د غلو ودو ته ځو
لور ورکوو ، اشنايي ورسره کوو ٠ د خدايه نه شرميږو
په هر ګناه ورسره شريک يو ، که مو مادي يا معنوي کومک ورسره کړی وي
[quote:ce48229733]که خداى پاک دا پرېکړه کړې وي چې مسلمانان به په دې دنيا د ذلت او ناارامۍ ژوند تېروي او په راتلونکې دنيا کې به ارام ژوند تېروي نو بيا د مسلمانانو په اوسنۍ وضعه مسلمانان ولې خفه دي او عاملين يې ولې امريکا او روس ګڼل کېږي؟ [/quote:ce48229733]
نه وروره ! د دنيا د ذلت او ناارامۍ د ژوندعاملين افغانان پخپله دي
يواري مو روبلونه خوړل ، بيا ډالرونه ريالونه او کلداري مزه داري اوس بيا
ډالرونه ، يو ورور مي د روس روبلونه اخلي ، بل ورور مي دالرونه اخلی
هغه بل ورور مي دريادوم کاکوجان هغه بيا او بله لار پيداکړې ،
وروره ! چين اټوم جوړ کړی ، ايا چاپه خيرات کي ورکړی
موټر د جوړولو زده کړه چا په خيرات کي ورکړه ، دغه د نن ورځي چين
هم د مغلو لغتي خوړلي هم ئې دانګريز ،
هر قوم هر ملک ملايان لري يو ملک ئې د پښو نه واچاوه
يوازي د افغان قوم ملا دپښو واچاوه ؟؟؟ دا د افغان قوم له پاره د شرم خبره ده
مذهب او انسان نه سره جلاکېدونکي شيان دي !!!!!
ghafar
25.02.2007
د بحث عزتمنو ګډون کوونکو ته سلامونه او نیکې هیلې !
ما په دې بحث کې لیکلي وو :
[color=white:1bb8ed3a77]khan jan وروره دا د کیسې خاوند خو ډېر سپک سړﺉ وخوت ! ځکه د بړستنې لاندې کیسې څوک چاته نه کوي !!![/color:1bb8ed3a77]
ګران ورور کوشان پر ما نیوکه کړې او لیکلي دي:[quote:1bb8ed3a77]ښاغلی خيشکی ؛ د همدې موضوع ، د افغانستان بيا رغاون ... ،پرانيستونکي د
د مينې ورځ تر موضوع لاندې داسې ليکلي :
د ښاغلي غفار د ليکنې اقتباس :
اقتباس:
وروره دا د کیسې خاوند خو ډېر سپک سړﺉ وخوت ! ځکه د بړستنې لاندې کیسې څوک چاته نه کوي !!!
ايا دا په لوړه کچه خبر دي ؟؟
ايا يو بل شخص ته د سپک د کلمې کارول ...؟[/quote:1bb8ed3a77]
محترم کوشان صاحب لومړﺉ دا چې ما پخپلې لیکنې کې د چا نوم ندﺉ اخیستی او دوهم دا چې آیا تاسو د ښاغلي Khan Jan له خوا ورکړل شوﺉ Link خلاص کړﺉ او هغه انګلیسی متن لوستلی دی؟ د څرګندو دلیلونو له امله زه نه غواړم هغه متن یا د هغه ژباړه دلته رانقل کړم، خو د هغه د متن د یوې لنډې برخې ژباړه به تاسو ته په pm کې ولېږم . هیله ده تاسې هغه ولولي او د افغان او په ځانګړیتوګه د پښتنوکلچر سره په پر تله قضاوت وکړﺉ !
په درناوي
ـ----------------------------------
محترمه وروره غفار خان صیب ، بښنه غواړم :
ستاسې په لیکنو کې دغسې ګرامري تیروتنې ډیرې تکراریږي لکه دغه ، پام موورته راګرځول غواړم ، چې دتل له پاره یې له خپل قاموس څخه وباسئ :
د یوې لنډې برخې ژباړه [color=white:1bb8ed3a77]به تاسو ته ولېږم [/color:1bb8ed3a77].
(... به هغه ته ولیږم ) سم شکل دی ، خو (... به تاسوته ولیږم ) ناسم دی . لکه څنګه چې : (مونږ ته راولېږئ) سم ، خو (مونږ ته ولېږئ) ناسم دی .