نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ميني ورز
Anonymous
16.02.2007
څو ورځي نه کيږي چي د ولنتاين ډي په نامه د ميني ورځ مي په خوښئ او مينه لمانځلي خو نن مي يوه کسيه ولوستله چي طالبانو په خپل مهال دا ورځ لمانځلو ته نه پريښوده. کله چي مي ددي ورځي تاريخ وکوت نو راتا معلومه شوه چي د ويلنتاين ډي نسبت د عيسوي مذهبو د يو ولي نوم ته دي، ياني دا ورځ جوړه کړي عيسويانو ده خو اوس په ګرده نړئ کي لمانځل کيږي.
زما پوښتنه دا ده چي ايا په اسلام کي دا ورځ لمانځل ناروا دي؟ که دي نو ولي؟ که دليل يي يواځي دا وي چي دا ورځ عيسويانو ټاکلي نو عيسويانو خو نور هم ډير څه ټاکلي او جوړ کړي دي هغه ټول ناروا دي؟ لکه عيسوي تاريخ ټول مسلمانان کاروي ايا هغه ناروا دي؟ دغسي کمپيوټر او انټرنيټ او نور مادرن شيان ټول د عيسويانو ايجاد دي نو دا ناروا دي؟ او تر ټولو درنده خبره دا چي عيسويانو که د ميني يوه ورځ ايجاد کړي نو لمانځل يي ولي ناروا دي؟ يو ښه کار چي هر چا کړي بايد ښه وبلل شي. په دي کي بدي څهده؟
دغه پوښتني چي د کومي کيسي په لوستلو زما مزغو ته راغلي د هيغ کيسي ادرس دا دي
http://www.commonties.com/blog/2007/02/14/love-under-the-taliban/
د ميني ورځ
lmar
16.02.2007
وروره دميني ورځ خو يوه ورځ نه وي بل کي هره ورځ وي٠ دا يو شخسې کار دي او چا ته بايد ګوته ونه نيول شي چي روا يا نروا کار دي٠
دا لينک چي تا ورکړي هغه سړي ته ښه وهل زرور دي ولي چي ډير لوچک دي٠
Re: د ميني ورز
pattang
16.02.2007
انډيواله چېرې لوی شوی يې ، هغه کوه چې پلار او نيکه دکول خواوس له مدنيت
سره يو ځای ??
ستامالومات اوغوښتنه داسې بې بنسټه دي لکه د خلقيانو يو نا پوهه شاګرد او يا
د طالب په نوم يو غلط طالب چې يوه يې کمونيزم او بل يې اسلام او پاک طالبان
وشرمول .
Valentin نومی له terni ( دځای نوم ) څخه ، هغه عيسوي ديني عالم ( Bishop )
وو،چې په اسلام کې دا سې مشا به نوم نه ور ته لرو ، په 269 عيسوي کال کې يې د
يوې نجلی او هلک چې دواړه يو په بل عاشقان وو نکاح يې ور وتړله ٠ دغه عمل
ياني د عا شقانو نکاح تړل دهغه وخت د پا چا( Claudius II) له خوا منع وو نو پا چا
را ولاړ شه vatentin يې مړ کړ ٠ څرنګه چې Valentin دنکاح تړلو نه وروسته دې
عاشقانو ته دخپل باغ ګلان تحفه ور کړي وه نو ډير کالونه وروسته دغه ورځ يو
سمبول وګرزيده اوخلقوبه په دې ورځ خپلو ګرانو ښځوته ګلان ورکول او خپله مينه
به يې څرکنده وله ، خو دې کار هم يو تجارتي اړخ درلود او هغه داوو چې دګلانو
دوکاندارانو به په دې ورځ ډېر ګلان خرڅه ول او اوس هم دا تجارتي پروځيس روان
دی ٠ کيسه ډېره ده خو دومره بس ده اوس به مطلب ته را شو :
انډيواله ته پکښې غرق يې ?
دعيسويانو کلتور خپل او زمونږ يې خپل ، زه پردې عقيده لرم چې د پښتنو دناموس
په کلمې پسې دعيسويانو ولنتين ډې او نور سطحي په مادياتوتړلي او بازاري
روابط هيڅ کله نشي رسېدی ٠ طالبانوډېر شه کول چې دا پردۍ سطحي کلتور يې
منعه کړی و و ، زما په مالومات د طالب په وخت کې په افغانستان کې دا سې
شيانونوم هم نلاره خو دا ټوله اوس وروستۍ پرو پا ګنده ده چې د ځني پشتنو او
خصوصا د تا جکانو له خوا په طالب پسې کېږي چې نهايې هدف يې
دپښتنوسپکول دي ٠
او امکان لري دداسې دروغجنې پرو پا ګندي له څټه cia ولاړه وي ٠
که په تاريخ لږ څه بلد يې عيسويانو له عربو څخه ډېر علمي شيان اخيستي دي که
دعربو بنسټيز ه پوهه نوی نو عيسويان به دومره ژر مخ ته نوی تللي٠
مونږ ولې دعيسويانو ځخه هخه تخنيکي شيان او پوهه وا نخلو چې زمونږ د ژوند
حالات را اسانه کوي او مادي ژوند مو را ښه کوي خو نه هغه کلتوري شيان چې
زمونږ هويت پرې خر څېږي او خپل هويت له لاسه پرې ور کوو٠
مدنيت او کلتور با يد څنګ پر څنګ لوی شي او موازنه يې هميشه په سترګو کې
ونيول شي ٠
د چا دا خوښېږي ? چې خور او لور ته يې څوک ګلان ورکړي او له څټه لا س هم پرې
را تېر کړي او څو ورځي وروسته تري لاړ شي اوله بلي سره بيا داسې يوکار کوي ٠
بهترين ناز ، احترام ، درنا وی دا دی چې يو پښتون يې واېي :
[color=darkred:79da4763f5]" ته زما نا موس يې "[/color:79da4763f5]
[quote:79da4763f5="khan jan"]څو ورځي نه کيږي چي د ولنتاين ډي په نامه د ميني ورځ مي په خوښئ او مينه لمانځلي خو نن مي يوه کسيه ولوستله چي طالبانو په خپل مهال دا ورځ لمانځلو ته نه پريښوده. کله چي مي ددي ورځي تاريخ وکوت نو راتا معلومه شوه چي د ويلنتاين ډي نسبت د عيسوي مذهبو د يو ولي نوم ته دي، ياني دا ورځ جوړه کړي عيسويانو ده خو اوس په ګرده نړئ کي لمانځل کيږي.
زما پوښتنه دا ده چي ايا په اسلام کي دا ورځ لمانځل ناروا دي؟ که دي نو ولي؟ که دليل يي يواځي دا وي چي دا ورځ عيسويانو ټاکلي نو عيسويانو خو نور هم ډير څه ټاکلي او جوړ کړي دي هغه ټول ناروا دي؟ لکه عيسوي تاريخ ټول مسلمانان کاروي ايا هغه ناروا دي؟ دغسي کمپيوټر او انټرنيټ او نور مادرن شيان ټول د عيسويانو ايجاد دي نو دا ناروا دي؟ او تر ټولو درنده خبره دا چي عيسويانو که د ميني يوه ورځ ايجاد کړي نو لمانځل يي ولي ناروا دي؟ يو ښه کار چي هر چا کړي بايد ښه وبلل شي. په دي کي بدي څهده؟
دغه پوښتني چي د کومي کيسي په لوستلو زما مزغو ته راغلي د هيغ کيسي ادرس دا دي
http://www.commonties.com/blog/2007/02/14/love-under-the-taliban/[/quote:79da4763f5]
ghafar
16.02.2007
khan jan وروره دا د کیسې خاوند خو ډېر سپک سړﺉ وخوت ! ځکه د بړستنې لاندې کیسې څوک چاته نه کوي !!!
په درناوي
pattang
16.02.2007
زه ددې مخالفت نکوم چې ته لکه دشړومبو مچ هر چېرته اخته يې خو زه ستا پدې مخالف يم چې منطق نلرې اودروغ وايې په اسلام او عنعناتو هروخت لګېږي اولکه بې موره کوټکۍ په هرچا پسې اوهرې خواته بې لارې اوبې ګودره مڼډې وهې ٠
ګلان ورکول دې له چازده کړل ؟
ايا ستاسو ازاره ګان پخواني کوشانيان شځو ته ګلان ورکوي اوکه جامې اوبنګړي
اودا ټول بيا په افغاني ټولنه کلچرکې د valentin له ورځې سره څه رابطه لري ٠
اوس دې دومره بس ده بيا نور٠
[quote:b52e11aac2="کوشان"]زما په اند که د ولنتاين ورځ تاريخي وي او که افسانوي ، خو ترټولو مهمه يې دا ده چې د مينې ورځ ده .
کله چې يو مېړه خپلې ښځې ته ګلان ورګوي او يا د کوره د باندې په يو رستورات کې ډوډۍ خوړلو د پاره ځي او يا دا چې په همدې ورځ خپل اولادونه بابا او انۍ کره لېږي او يا دا چې په يو پوستکارد کې ورته يو ښکلی شعر او يا بل شی ليکي او د ښځې د بالښت لاندې يې پټوي او داسې نور بد کارونه ندي .
د دې کارونو يوه ګټه دا ده چې د ښځې او مېړه تر منځ صميميت ډيرېږي او بله ګټه يې تجارتي ګټه ده . نو همدا چې خلګ ګلانو او يا په يو رستورانت کې د ماښام په ډوډۍ باندې پيسې مصرفوي د يو څو نفرو اقتصادي ژوند تظمينېږي او ځنو وسلوالو ته د کار ځای پيدا کېږي او د صميميت سبب هم ګرځي .
ښاغلي پتنګ ليکلي :
[quote:b52e11aac2]څرنګه چې Valentin دنکاح تړلو نه وروسته دې
عاشقانو ته دخپل باغ ګلان تحفه ور کړي وه نو ډير کالونه وروسته دغه ورځ يو سمبول وګرزيده اوخلقوبه په دې ورځ خپلو ګرانو ښځوته ګلان ورکول او خپله مينه
به يې څرکنده وله ،[/quote:b52e11aac2]
ښاغلی پتنګ زما په اند خو کله چې د دوو په يو بل مينو ځوانانو نکاح وتړل شوه ، بيا نو هغوۍ ته سړی عاشقان نشي ويلی .
نو دا چې تاسي دلته د پښتني ناموس نوم ياد کړی ، هسې خوشې چټي ببولالي مو ويلي دي ، ځکه خپل ناموس سره هم بايد سړی مينه ولري او ورته خپله په زړه پورې والتيا يا دلچسپي ښکاره کړي .
يواځې دا چې ته زما ناموس يې او ستا ټول ژوند زما
په لاس کې دی ........ !!!!!!!؟؟؟؟[/quote:b52e11aac2]
pattang
16.02.2007
بخښنه غواړم ښونځي ته لاړ شه ، د Pommesbude پرېږده .
[quote:f6b64900d7]له دې ادعا نه دې ښکاري چې په تاريخ هيڅ نپوهېږې . ځکه عيسويانو د مسلمانانو نه يې ډير پوهنيز شيان اخستي دي نه د اعرابو نه .
د اسلامي نړۍ ټول عالمان غير عرب مسلمانان وو ، د بېلګۍ په توګه ، ابن سينا ، مولوي بلخي او داسې نور ...
[color=darkred:f6b64900d7]نو پتنګه که تا راته د يو عرب عالم چې د هغه د پوهې نه عيسويانو کومه ګته پورته کړي وي ، نوم واخست . بيا يې درسره منم چې اعراب يو مقدس قوم دی .[/color:f6b64900d7]
په درناوۍ[/quote:f6b64900d7][/quote]
صافی
17.02.2007
که چیرته یو افغان راته ووایی چې زه په شعوری توګه یهودی شوﺉ یم اویا مجوسی،اویا مسیحی اویا هم مشرک شوﺉ یم او یاهم اسلام اود خپلې کورنۍ روزنه مې( په دې دلیل او منطق) پریښې ده . په ما به هیڅ تآثیر ونه کړی ، ځکه دﺉ په دې پوهیږی چې ددې ادعا ،شخصی او ټولنیزه عواقب څه دي .
مګر که څوک په بې شعورۍ او آنې لذت اویا په بله معنی په جهل مرکب په خپل شخصی اویادنورو څخه په تقلید اخيستل شوی نظرپرته له دې چې په کنه او معنی یې و پوهیږی
مین وي، اوخپل نظر په نورو تحمیلوی نو دوه عواقبو ته دې متوجه وي ،یو لیونتوب، اوبل د ټولنې لعنت، چې په دې دوه حالاتو کې ټول منفی غبرګونونه نغښتي دي .
په درناوي
ح . افغان
18.02.2007
زه ستاسو سره موافق یم کوشان صاحب:
زمونږ پښتانه خو هیڅ د ښځی سره د مینی او محبت په ارزښت نه پوهیږی. دوی همیشه ښځه د یو (شی) یا یو څیز په څیر ګڼلي ده او استعمال کړی ده. دوی هیڅکله ښځی ته دومره اهمیت او مینه نه ده ورکړې کومه چې ورته ضرور ده. بس ددوی لپاره ښځه د ماشومانو دزیږولو ماشین او اشپز معنا لری نور هیڅ نه.
یو څه روشنفکره پښتانه بیا هم ښه دی ښځی ته یو څه اهمیت قایل دی خو دا بعضی ورونه خو یی بیخی د انسانانو د جملی نه نه شمیري.
ددوی لپاره د ښځی سره مینه او محبت یو عیب دی او پرې شرمیږي. د ښځی زړه ډیر نازک وی په ډیره معمولي خبره خوشحالیږی او په ډیره معمولی خبره خپه کیږي. څه ګناه به وشی که زمونږ مسلمان ورونه هم داسی یوه ورځ ولری چی خپلو ښځو ته مینه او محبت ورکړی اګر چې داورځ دمسلمانانو لپاره باید هره ورځ وی.
په درناوي
صافی
18.02.2007
دټولونه دمخه سلام :
او بیا حمیدالله وروره! خبره په بې پته او بر بنډه ، دکوڅو او بازار په مینه کې ده .!!! چې ټول يي ردوي ٠
پښتنی اواسلا می پتمنه او باوقاره مینه یواځې په ګل ورکولو او په بوس اوکنار کې نه خلاصه کیږی.
پښتنې مینه د جامواو بنګړو د ورکولو تر څنګه ،په اصلی صله رحمی،شفقت،خواخوږی،عزت،ایثار،وفادارۍ، صداقت،دروغ نه ویلو او دحیا اود وفا په ښودلو ښول کیږي.
هو: زمونږ په ټولنه کې د بلې هرې ټولنې په شان ځینې داسې کسان هم شته چې مینه یې لغته وي. خو ددوی عمل دټولنې او کورنی ژوند نورم او ستندرد ، همغومره نه دﺉ چې د ماډونا او هندوانو نه دﺉ.
په درناوي
ح . افغان
19.02.2007
صافی صاحب سلامونه می ومنه!
البته زما په لیکنه کې ما د مایکل جکسن او مډونااو همداراز د هندی فلمونو ( ستا په وینا پیار) یا مینه نده ذکر کړی. په هندی او غربی جامعه کې مینه یوه معنا لری خو په افغانی جامعه کې بله. ما دا نه دی وییلی چې افغانان دی د بیګانه په څیر د مینې ورځ ولمانځي. مینه مینه ده څوک یی په یو شکل لمانځی او څوک یی په بل خو مطلب د لمانځلو نه دی. او ایا ته ماته داسی کوم ثبوت یا دلیل ښودلی شې د خپلی ښځی سره مینه کول ناروا او شرم دی.
او صافی صاحب که متوجه شوی یی په ننی افغانی جامعه کې اکثر خلک مینه د یابو په څیر لمانځی. یعنی خپله ښځه بی دلیله او په معمولی خبرو وهی او ټکوی.
او یوه بله ارزو د ټولو ورونو نه لرم هغه داده : ایا ستاسوله نظره که دیوی موضوع جواب بغیر له سپکو سپورو او بیځایه الفاظو د استعمال څخه ولیکل شی ښه دی او که ددی بیهوده الفاظو پواسطه.
په درناوي
hewad
19.02.2007
ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
لۀ ښځې ،مور ،خور،ترور،توړۍ ،انا،ورېندار،ترلې او نورو ښځينه سره مينه لۀ کومې ورځې سره تړلې
نۀ ده ،لۀ دوی سره بايد هره ورځ مينه وشي٠ د ځينو پۀ اند کۀ د ګلانو د ګېډيو ورکول د مينې نښه او نښانه
وي نو دا کار دې هره ورځ ترسره کړي٠ لۀ ښځې سره مينه ،عاطفه او د هغې درناوی يوه انساني او اسلامي
دنده ده چې هر نارينه يې پۀ کړو ژمن دئ٠ اما لۀ پردي کلتور څخه هرڅۀ اخستل زما پۀ اند غلط کار دئ ٠
اوس هم افغانان ډېرڅۀ لۀ پرديو تقليدوي ،پۀ ودونو کې يې د هندوانو دودونه او کالي مود شويدي ،
د ډېوو بلېدن يې لۀ عيسويانو زده کړی او اوس هم د ولانتين ورځ٠ کېدای شي چې بل ځل ته بۀ د کارنهوال
نمانځه هم لېوال او مينه وال و مومي٠
لۀ خپلې ښځې سره بايد انسان هره ورځ مينه وکړي او کۀ وس يې لري هره ورځ دې ډالۍ ورکړي٠ کۀ څۀ هم
ښځې ته د خوږو خبرو کول او هغوی نازول کفايت کوي٠ پۀ درناوي
صافی
20.02.2007
درنودوستانو ! السلام علیکم ....
ګران حمید افغا ن صاحب! دیره بښنه غواړم که چیرته زما زغرده لهجې او غبرګون ستاسو احساس رنځولی وي .
زما هم خپلو ستوغو ته پام شو او لیکنه مې تغیر کړه، ولې مطلب مې په هیڅ وجهه شخصی نه و او ندﺉ .
بیا مې هم معذرت ومنۍ .
وروره زه ستاسو ټولو خبرو سره موافق یم ، پرته د یوې خبرې چې هغه ستاسو توافق دښاغلی کوشان سره دﺉ .
او پدې هم نپوهیږم چې ستاسو موافقه دکوشان سره په څه کې ده ؟ ولې زه شخصآ دکوشان صاحب اصلې او جوهری مطلب سره په دې بحث کې مطلقآ مخالف یم .چې هغه عبارت د St, Valentine Day دتجلیل څخه په یوه اسلامې ټولنه کې دی. سره له دې چې دکوشان خبرې دومره مبهمې وي چې سړی یې په اصل دمطلب په قاطع توګه نشی پوهیدلای او یاداچې دﺉ خپل اصلی مطلب دپردی ترشا پټ ساتی . خو په هر حال زما اخیستنه دکوشان دلیکنې څخه داده چې : زه چاکلیټ غواړم او همدا اوس یې غواړم ! دا په داسې حال کې چې دوی به یا په کونړ اویا په کا مه کې تشریف لری ، نه په براسل او یا زوریخ کې. په کونړ او کا مه کې ډېره خوندوره ګوړه جوړیږی نه چاکلیټ. (زه شخصأ یوچکۍ ګوړه ولا که په یوه کیلو تورو چاکلیټو ورکړم)
په هرحال اوس به راشو د Valentine افسانې یوه روایت ته چې داسې دی:
(ځکه ددې ورځې تاریخې ثقت ثابت ندﺉ )
روابت چې ترټولو نورو افسانوی روایاتو په غرب کې مشهور دی وایی د ۲۱۳ــ او ۲۷۰ م کلو تر منڅه د روم امپراتور Claudius11 دیو فرمان په صادرولو ځوانان د واده کولو څخه منعه کړل . (ځکه نوموړئ په دې مفکوره و چې د واده شوو ځوانانو څخه ښه پوځیان نه جوړیږي .) د Valentine په نامه یو کاتولیک قسیس او یا ملا د امپراتور کلاودیوس دا حکم د مسیحیت خلاف وګڼه او دځوانانو او پیغلو تر منځه يې دنکاح په تړلو سره د کلاودیوس حکم مات کړ. امپراتور دا، وانټاین نومی قسیس د تحقیق دپاره وغوښت . افسانه وایی : چې د تحقیق په ترڅ کې د ـ کلاودیوس ـ ددې ملا ذکاوت دومره خوښ شو چې دی یې خپل دین ته چې وثنیت اویا بت پرستی وه وعوت کړ، مګر برعکس ملا دپادشاه په مسیحیت د منلو ټینګار کو . Claudius دا کاتولیک قسیس ، په مرګ محکوم کړ . ویل کیږی د اعدام دپاره Valentine بندیخانې واستول شو ،په بندیخانه کې د والنتاین ملاقات د بندیخانې دساتونکی وړندې لور سره کیږي د چاسره چې دی ډیرې اوږدې قیصی کوي . داعدام نه دمخه والینتاین دې وړندې جلۍ ته یو لیک ورکوي چې په پای کې یې دا جمله لیکل شوي وي : From your valentine
[یعنې ستا والینتاین له خوا ] والینتاین د فبروری په څوارلسمه اعدام شوﺉ .
داوه دوالینتاین قیصه . اوس دې ښاغلی کوشان ووایی چې دا موضوع څومره دافغا نستان کوشانی تمدن او اوسي تمدن سره ګډې اړیکې لری چې دا ورځ زمونږ په هیواد کې ولمانځل شي؟
اویا که چیرته دکوشان صاحب پوښتنې سرچپه کړو اوداسې ووایو چې غربیان دې زمونږ دینی او عنعنوي ورځې ولمانځې ایا دا غوښتنه به معقوله وي؟
په درناوي
http://www.history.com/minisite.do?content_type=Minisite_Video_Clips&content_type_id=52990&display_order=2&mini_id=1084
ح . افغان
20.02.2007
ګران صافی صاحب!
زه یواځی د کوشان ددی خبری سره موافق یم چی مینه ښکاره کول یا خپلی کورنی، ښځی او نورو ته مینه ورکول کوم بد کار ندی. او زه هم نه غواړم چی دا مینه دی د غربی کلتور په څیر ولمانځل شی. خو مونږ دا حقیقت باید ومنو چې په افغاني جامعه کې ښځی ته دومره مینه او اهمیت ندی ورکړل شوی.
په درناوی
زرملوال
20.02.2007
[color=green:9be4daf86e]
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
درنو وروڼو او خويندو سلامونه اونيکي هيلي مي ومنئ
قرانکريم وايي :
وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ} (72) سورة الفرقان
ګڼ شمير سلفو علماو لکه امام محمد ابن سيرين ؛ مجاهد ؛ ربيع بن انس ؛ عکرمة او ابن تيميه
ددي ايت شريف معنا داسي کوي ........او (مومنان هغه خلک دي چي ) دمشرکانو په اخترونوکي
ګډون نه کوي
نوپه دي اساس خو دنامسلمانو په اخترونوکي ګډون هم ناروا شو او په خپله ددوي اختر لمانځل خو
نو واضحه او روښانه خبره ده چي ناسم او ناروا دي .
په حديث شريف کي را ځي :
وقد روى أبو داود والنسائي وغيرهما بسند صحيح عن أنس – رضي الله عنه – قال : قدم النبي – صلى الله عليه وسلم – المدينة ولهم يومان يلعبون بهما فقال : قد أبدلكم الله تعالى بهما خيراً منهمايوم الفطر والأضحى "
انس رضي الله عنه وايي کله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مديني منوري ته ورغۍ دمديني اوسيدونکو
يعني يهودو او مشرکينو به دووه ورځي داخترونو په توګه لمانځلي او لوبي به يي کولي نو ده (مسلمانانوته)
وويل چي تاسوته لوي خداي ددوي له ورځونه ښي ورځي درکړي دي چي هغه کوچنۍ او لوي اخترونه دي
امام ابن حجر ددي حديث په تشريح کي کاږي :
أستنبط من هذا الحديث كره الفرح في أعياد المشركين والتشابه بهم
له دي حديث نه دا استنباط کيدي شي چي دمشرکينو په اخترونوکي ګډون او خوشالي کول مکروه دي
او له هغوي سره تشابه او يا يي تقليد کول هم مکروه دي
------------------------------------------
په ډير ادب او احترام ستاسو خواخوږي زرملوال [/color:9be4daf86e]
Ajab
21.02.2007
[quote:8c7709a05b="زرملوال"][color=white:8c7709a05b]
أستنبط من هذا الحديث كره الفرح في أعياد المشركين والتشابه بهم
له دي حديث نه دا استنباط کيدي شي چي دمشرکينو په اخترونوکي ګډون او خوشالي کول مکروه دي
او له هغوي سره تشابه او يا يي تقليد کول هم مکروه دي
[/color:8c7709a05b][/quote:8c7709a05b]
نو ولې د هغوى په تقليد کمپيوټر، انټرنېټ، الوتکه، برېښنا، موټر، تليفون او نور شيان استعمالوې. دغه خلک چې د مشرکينو تشابه او تقليد کول يې مکروه او حرام ګرځولي دي کاشکې دومره صلاحيت لرلاى چې د مشرکينو وسايلو ته احتياج خو نه واى او ځان ته يې خپل څه جوړولاى شوا.
په درناوي
زرملوال
21.02.2007
محترم اجب صيب کور ودان او دا تاسو محترم چي کومي پوښتني مطرح کړي دي
دا ط بعا په داسي ځهي کي دسړي ذهن ته ورځي خو موږ چي په کوم شي کي خبره
کوو هغه دعقيدي او مذهبي چارو په ارتباط کوو يعني اخترونه او ميلي د مذهبي
ګروهي او عقيدي په اساس را منځته کيږي او اسلام په دي ارتباط په خپل کور پوره ده
دي ته اړتيا نه لري چي دنورو مذاهبو تقليد وکړي
پاته شوو کمپيوټر انټرنيټ او نور په دي کي دمذهب او عقيدي کومه خبر نشته
بلکي دا تمدني اړتياوي دي او انساناني ټولني هروخت يوه بل ته اړي پاتي شوي دي
په مينه او ادب
pattang
21.02.2007
زرملو ال صيب سلا مونه !
دالرو خلک ړانده، کاڼه ، بې فکره ، مست ا و کېفي کړي دي ، خدای پاک دزمونږ او تاسو پردې کوي ٠
Ajab
21.02.2007
[quote:99a30c5d2f="زرملوال"] بلکي دا تمدني اړتياوي دي او انساناني ټولني هروخت يوه بل ته اړي پاتي شوي دي
په مينه او ادب[/quote:99a30c5d2f]
د تمدن اړتياوې ولې يواځې هغه خلک پوره کوي چې مسلمانان نه دي او يواځې مسلمانان ولې په تمدن کې نورو ته اړتيا لري؟
بله خبره دا چې تاسې واياست انساني ټولنې هر وخت يو بل ته اړې پاتې شوې دي نو انساني ټولنو هر وخت عقيدې او مذهبونه هم بدل کړي دي. ايا افغانان له اولې ورځې راهيسې مسلمانان وه؟ بالکل نه، دوى د مخه په يوه زمانه کې د اور منونکي وه، بيا د بودا منونکي وه، دغسې يې نور مذهبونه هم منلي دي او کېدلاى شي چې سبا بل مذهب او عقيده ومني. نو که انساني ټولنې له يو بله مذهب او عقيده او کلتور خپلولاى شي، اخترونه او د خوشحالۍ ورځې ولې نه شي خپلولاى؟
Ajab
21.02.2007
[quote:e899b6c69e="pattang"]زرملو ال صيب سلا مونه !
دالرو خلک ړانده، کاڼه ، بې فکره ، مست ا و کېفي کړي دي ، خدای پاک دزمونږ او تاسو پردې کوي ٠[/quote:e899b6c69e]
وروره مونږ خو تراوسه پورې يو ډالر هم نه دى ليدلى، خو نه غواړو چې پښتانه او افغانان نور د جهالت په کنده کې تل تر تله پراته وي او د سمو خبرو او کارونو څخه هم بې برخې وي.
هسې دا د ډالرو لوبه خو هم تاسو جهاديانو پېل کړې وه. چې امريکا له مو جهاد کاوه او ډالر، ان چې اوړه، غوړي، بړستنې او پوډري شوده به درله راتلل نو ښه ورته ګډېدئ خو چې اوس لېونۍ سپۍ لګيا ده خپل بچي خوري نو د ډالرو تورونه په نورو لګوئ.
زرملوال
21.02.2007
محترم کوشان صيب کور ودان او هوسا ژوند درته غواړم
ښاغلي کوشان خپه نه شي نه پوهيږم تاسو له ځيني مسائلو
سره ولي تريخ او تروش چلند ته زړه ښه کوئ ؟؟
تاسو ليکلي :
[code:1:697d747e78]خو ؛ که چېرې د نامسلمانانو په اخترونو کې د ګډون له کبله مسلمانان
کافرېږي ،[/code:1:697d747e78]
او ما خوداسي ليکلي دي :
[code:1:697d747e78]له دي حديث نه دا استنباط کيدي شي چي دمشرکينو په اخترونوکي ګډون او خوشالي کول [مکروه دي
او له هغوي سره تشابه او يا يي تقليد کول هم مکروه دي [/code:1:697d747e78]
يعني ما د مکروه تورۍ ليکلي دي او تا سمدستي دکفر
توري ته اوږه ورکړه !!!!
او ستادا خبره :
[code:1:697d747e78]
ډير داسې مسلمانان شته چې په عيسوي هيوادو کې ژوند کوي ، کور او
کار لري ، ملګري او همکاران لري او داسې نور...
زه په خپله هم د کرسمس په ورځ يا د نوي کال په ورځ خپلو ملګرو او
همکارانو ته تبريکي ورکوم او په خوښۍ کې يې ځان شريکوم ، ځکه
چې هغوۍ په همدې ورځ ماته هم تبريکي راکوي .
نو که زه دوۍ ته ووايم چې نه ؛ زه مسلمان يم او د دې اجازه نلرم چې تا
ته ستا د نوي کال تبريکي درکړم، ځکه چې بيا کافرېږم .
نو ايا همدوۍ به ......!!!!!!؟؟؟ ؟؟ [/code:1:697d747e78]
..... دتشويش وړ نه ده او ځواب يي زما په هغه ليکنه کي ده چي د اجب صيب
په ځواب کي مي ليکلي وه :
[code:1:697d747e78]خو موږ چي په کوم شي کي خبره
کوو هغه دعقيدي او مذهبي چارو په ارتباط کوو يعني اخترونه او ميلي د مذهبي
ګروهي او عقيدي په اساس را منځته کيږي او اسلام په دي ارتباط په خپل کور پوره ده
دي ته اړتيا نه لري چي دنورو مذاهبو تقليد وکړي [/code:1:697d747e78]
په مينه او درنښت
زرملوال
21.02.2007
ښاغلي اجب ليکي :
[code:1:1b72598cee]د تمدن اړتياوې ولې يواځې هغه خلک پوره کوي چې مسلمانان نه دي او يواځې مسلمانان ولې په تمدن کې نورو ته اړتيا لري؟ [/code:1:1b72598cee]
که يو بزګر کښتونه کري او سروکال خواري کوي او داراز يو انجينير
په مختلفو برخوکي کار کوي او ستونزي ګالي نو هغه خو دچا له غمه
نه وي مړ چي هغه کار کوي او نه دا خپل کار په چا باندي احسان ګڼي
اصلا دتمدن ماشين لوي څښتن په خپله روان کړي دي
او تمدني چاري انسانان دخپلو اړتياو او ليوالتياو په اساس پر مخ ولي
دي تمدن ته که لويديځوالو کمپيو ټر او انټرنيټ اونور ورکړي دي خو دا د
ايټمي موادو بټۍ هم دوي راته زيرمه کړي دي چي يو وخت به خداي مکړه
ټول انسانيت پکي لو لپه کيږي
داراز که دوي بشريت ته د پر مخ تللي طب نوي ټيکنالوژي ورکړي ده همداد
ولنټاين په ورځوکي چي حب او ميني ته وده ورکول کيږي په پايله کي خو يي
د ايډز وبا ورځ تر بلي زياتيږي او خونړي کيږي او په انسانانو باندي دمرګ
ژرندي چلوي
اجب ليکي :
[code:1:1b72598cee]بله خبره دا چې تاسې واياست انساني ټولنې هر وخت يو بل ته اړې پاتې شوې دي نو انساني ټولنو هر وخت عقيدې او مذهبونه هم بدل کړي دي. ايا افغانان له اولې ورځې راهيسې مسلمانان وه؟ بالکل نه، دوى د مخه په يوه زمانه کې د اور منونکي وه، بيا د بودا منونکي وه، دغسې يې نور مذهبونه هم منلي دي او کېدلاى شي چې سبا بل مذهب او عقيده ومني. نو که انساني ټولنې له يو بله مذهب او عقيده او کلتور خپلولاى شي، اخترونه او د خوشحالۍ ورځې ولې نه شي خپلولاى؟[/code:1:1b72598cee]
ستاددي خبري په ځواب کي يواځي دا ايت شريف را وړم :
الحمد لله الذي هدنا لهذا وما کنا لنهتدي لو لا ان هدنا الله
ژباړه : خداي ته ډير حمد او ثنا ويم چي داسلام لاري ته يي برابر کړي
يم او هغه يي را ښـوولي ده که هغه لاره خداي ماته نه واي را ښوولي
مونږ نشواي کولي په هغه لاره موځانونه برابر کړي واي
په مينه او احترام
Anonymous
22.02.2007
[quote:892bf7f858="زرملوال"] دي تمدن ته که لويديځوالو کمپيو ټر او انټرنيټ اونور ورکړي دي خو دا د
ايټمي موادو بټۍ هم دوي راته زيرمه کړي دي چي يو وخت به خداي مکړه
ټول انسانيت پکي لو لپه کيږي
[/quote:892bf7f858]
زرملال روره ستړي مشي شاد اوسي روره يوه خبره به درته وکړم لوديځوال خو اوس د ايټمي موادو په جوړولو خپه او پشيمانه دي ځکه چي هغو د چا د وژلو لپاره ايټوم جوړ کړي و هغوي لګيا دي د ګيرو (ږيرو) په خريلو او پريښودلو يو بل وژني
pattang
22.02.2007
نه دا خبره غو غلطه او کفرده !
هغوی ما اوتا نه پريږدي او وايې چې دا ټېکه داري زمونږ دی او خپله يې په
سلګونوسلګونو لري ٠
[quote:1fa1b2c5f6="khan jan"][quote:1fa1b2c5f6="زرملوال"] دي تمدن ته که لويديځوالو کمپيو ټر او انټرنيټ اونور ورکړي دي خو دا د
ايټمي موادو بټۍ هم دوي راته زيرمه کړي دي چي يو وخت به خداي مکړه
ټول انسانيت پکي لو لپه کيږي
[/quote:1fa1b2c5f6]
زرملال روره ستړي مشي شاد اوسي روره يوه خبره به درته وکړم لوديځوال خو اوس د ايټمي موادو په جوړولو خپه او پشيمانه دي ځکه چي هغو د چا د وژلو لپاره ايټوم جوړ کړي و هغوي لګيا دي د ګيرو (ږيرو) په خريلو او پريښودلو يو بل وژني[/quote:1fa1b2c5f6]
ع کريم حليمي
23.02.2007
مکرم Ajab صاحب خپل احترامات په عرض رسوم
[quote:29f503c53b]د تمدن اړتياوې ولې يواځې هغه خلک پوره کوي چې مسلمانان نه دي او يواځې مسلمانان ولې په تمدن کې نورو ته اړتيا لري؟ [/quote:29f503c53b]
لا يَغُرَّنَّك تَقَلُّب الَّذِينَ كَفَرُوا فى الْبِلَدِ(196)
مَتَعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَ بِئْس المِْهَادُ(197) العمران
د نړۍ په متاع ناچيز باندي خطا نه سې ، د نړۍ ژوند فريب درنکړي !
ډير سخت حساب درته ګوري ، هو د تمدن اړتياوې به پوره کړې ، حساب د
ورځي اړتياوې دي پوره که ! پر اخري کوټه به سره ګورو ، ايا دا زندګي
او نظام ، لمر ، ځمکه ، ستوري ، ښه عمل ، بد اعمال ټول يو عبث شيان دي ؟؟
عبث نه يو پيدا سوي !! تمدن د ښارنو چه دی ، دا يوه لږ فايده ده ، لويه کټه
د اخرت ده
دا تمدن ښه شئ دی اما لکه څو ورځي بهار ډېر ژير تېريږي ، د ژمي شپې او
ورځي درپياد که (اخرت ) داسي اسبابونه جوړ که چه دائمي دي په درد وخوري
إِنَّ اللَّهَ سرِيعُ الْحِسابِ !!!!!!!!!!!!!!!وَ اتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ !!!!!!
بيشکه چه د الله ډير ژر دی !!!!! و بېرېږی له الله څه په دې چه په مراد ورسېږی
Ajab
24.02.2007
محترم مولوي صاحب حليمي احترامات مې ومنئ
مولوي صاحب بلا مو واخلم که رښتيا راباندې واياست نو ستاسې همدا خبرې دي چې مسلمان ملت يې د جهالت او تباهۍ کندې ته رغړولى دى. تاسې ښه پوهېږئ چې مسلمان ملت دا وخت د بربادۍ په لور روان دى، تر ټولو بې ارزښته او بې مقصده ژوند د مسلمانانو په برخه دى او هر ځاى کې د محرومۍ او ذلت ژوند تېروي. ددې ټولو خبرو مسئوليت د ملايانو په غاړه دى ځکه چې دوى د مسلمانانو د ښېګڼې او لارښودنې لپاره هيڅ عملي مفکوره نه لري نو بيا په دې خبره ځان خلاص کړي چې مسلمانان به په اخرت کې جنت ته ځي او دا او هاغه. زما په نظر له خپل مسئوليته د ځان خلاصولو تر ټيټه درجه او د ملايانو د نااهلۍ تر ټولو لوړ ثبوت همدا خبرې دي.
زه دغه يو څو پوښتنې لرم:
ايا د مسلمانانو دغه روان ذليل حالت ته تاسې د اخرت توښه واياست؟
ايا د شيعه او سني په نامه د يو بل وژلو ته تاسې تمدن واياست؟
ايا د يوې وړې ګناه د مخنيوي لپاره د هغې نه لس وارې لويه ګناه کول جهاد دى؟
ايا اسلامي ملايان به د قيامت تر ورځې پورې مسلمانان په دې خبره دوکه کوي چې بس ذليل ژوند تېر کړئ او هيڅ مه وايئ تاسو له جنت تيار شوى دى؟
ايا د علم او ساينس په ميدان کې پرمختګ د مسلمانانو لپاره ضروري نه دى؟
ايا د يو بل څخه نفرت او کرکه او په وړه وړه خبره د يو بل وژل د مسلمانانو کاميابي بلئ؟
ايا جهالت او ناپوهي د پېغمبرانو لار ده او يا يې هغوى توصيه کړې ده؟
که خداى پاک دا پرېکړه کړې وي چې مسلمانان به په دې دنيا د ذلت او ناارامۍ ژوند تېروي او په راتلونکې دنيا کې به ارام ژوند تېروي نو بيا د مسلمانانو په اوسنۍ وضعه مسلمانان ولې خفه دي او عاملين يې ولې امريکا او روس ګڼل کېږي؟
په درناوي