د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نقاد
05.10.2006

دروند طالب صاحب او ګرانو لوستونکو ! اسلام عليکم و رحمتۀالله وبرکاتۀ !

محترما !
منم چې دا مشوره مو پر ورورۍ او خواخوږۍ وﻻړه ده او زه يې هم همدغسې ارزښتوم او ستاسوله نيک احساس څخه کلکه مننه کوم !
خو اما بعد :
زما نوموړې منظومه يو طنزيه سرليک لري ، او له اصحابو څخه هم يواځې د رسول کريم محمد مصطفی (ص)
د ژوند ﻻرې او ناستې وﻻړې ملګري مطلب نۀ دي، بلکې د سپيڅلي قران له مخې اصحاب الجنت ، اصحاب النار او اصحاب الشيطين هم شته . نو په اوسيزه کې هم د متحده ايالاتو د ولسمشر د نږدې کړۍ ملګري د اصحاب البوش به نامه يادولی شو او هر سړی پوهيږي چې د بوش له اصحابو څخه هيڅکله د چا مطلب اصحاب الجنته نشي کيدای ! په پښتو شعر او ادب کې په ورته ډول طنزيه سياسي اصطلا حات ډير دي چې
پوهيزيې (مفهوم) د وييز (لغت) سره ضداو نقيض وي لکه په دې بيت کې :

[color=white:eb894f9667]څوک واشنګټن ځنې راغلی بزرګ ... څوک له لندن نه نازل شوې نبي [/color:eb894f9667]

دلته د بزرګ اونبي معنی په څرګنده توګه جاسوس دی او له دې امله يې معنی هغه لوري ته چې تاسويې انديښنه څرګنده کړې ، هيڅکله نشي اړول کيدای . نو د بوش پر اصحابانو به څوک څنګه او ولې د رسول کريم (ص) د اصحابو کرامو سره د پرتلې يو تش خيال قدرې هم وکړای شي ؟

له دې نه چې ور تير او سياسي برخې ته راتير شو، ځکه د بوش او کرزي صيب نومونه له سياست سره تړاو لري نه له عقيدې سره ، نو روښانه ده چې يواځې د عقيدوي پوهيزونو او کاتېګوريو له مخې د سياسي ظهوراتو ارزونه دتيروتنو په بوړبوړکۍ کې ښکيليدلو ته ورته دي. عقيده له پاک احساس سره ، خو سياست له سوچه اند او فکر سره تړاو لري . هلته د احساس نيمګړتيا او غلطي او دلته فکري تيروتنه او نيمګړتيا دخپل هدف په اړوند
بي سکيندې ( بې تلافۍ) ناوړه پايلې رامنځته کوي. د وروستيو له پنځو نه تر لسو کالو په موده کې رامنځته شوې پيښې ، چې يو لوری هم پرې وياړ نشي کولاي ، ددې حقيقت ښکارندوی دي .که دې ته وګورو ايا ستاسو ﻻندينی شعار به بيا هم صدق ولري :

علم درياب طالب اوباز دی
......................................يابه ځان غرق کړي يابه وباسي لعلونه .

په دې کې ٢ ټکی حقيقت لري :
١ ـ علم درياب دي
٢ـ هم به ځان غرق کړي .
څنګه چې په سياست کې طالبان ورونه اوبازان نه ، بلکې ګوډ او شل دي ، نو ددې ورونو په اړه به داسې ويل واقعيت ته نږدې وي چې :
[color=white:eb894f9667]علم درياب ورونه مې شَل دي
................. هم به ځان غرق کړي هم به غرق کړي عالمونه .[/color:eb894f9667]

او دا کار يې کړی هم دی ، صرف له تکرار ه يې بايد ډډه وکړي !.
په درنښت او نيکوهيلو !


pattang
06.10.2006

طالب وروره سلام عليکم !
دااوس دلته د تحليل مسئله ده چې سړی يې څرنګه تحليله وي٠
دنقاد صيب مقصد اصحابې کرامو ته اشاره نه ده ، بلکې له بوش سره د کرزي ډير نږ  دي  ملګرتوب دی او بس .
او په همدې کې لوی تنقيدي ځواک پروت دی ، په دې معنی چې څوک د بوش ډير نږدې ملګری وي، هغه به څومره د خپل وطن او وطنوالو، اسلام او افغانانو خيال ولري ؟
زما افاده ضعيفه ده ، خو نقاد پخپله ښه روښانه کړې [color=white:92cd6fc467] چې اصحاب النار او اصحا ب الشيطين [/color:92cd6fc467]ته يې هم ګوته نيولې ده . خداې دې وکړي چې په مقصد پوه شوي او قناعت مو حاصل شوی وي .

زمونږ ختيز ګاونډي له اسلام څخه څومره ناوړه ګټه پورته کړې او ـ کوي يي ، مثلاً :
ملا ضعيف يو ډېر شه سړی دی خو پنجاپيانو غلو داسلام په نوم په امريکايې دالروخرڅ کړ او نا حقه په ګوانتاناموکې زنداني وو٠ طالبان اوس بايدلدې څخه پند واخلي او دپاکستان سره ياري او دوستي داسې وبولي لکه له فاحشې سره ياري او دوستي ، چې خوارکۍنه مخ لري او نه څټ او يواځې پيسه پېژني٠

دپښتنولي په مينه پتنګ٠


رښتینی
06.10.2006

محترمو سلام

ياره پتنګ صيب ستا د نظرپه تايد دورمه به يي ورزياته كړم
چى دخداى ستر پيغمبر ويلى دى : واى مسلمان له يوه غاره
دووه ځله نه چيچل كيږى

خو مونږ يي څو څو واره چيچلى يو اوبيا هم لا په
هغه بدمرغه سوړه كى ګوتى وهوو ؟؟؟!!!

په مينه او درنښت



07.10.2006

محترم طالب يو تصوير هم له نوم سره خپور کړی چې دملا عبدالسلام ضعيف تصوير بريښي. که نوموړې طالب پخپله ملا عبدالسلام ضعيف صاحب وي، نو بيا ترې د زړه له کومي مننه کوو :
که څه هم محترم ويلي ،چې له سياست سره تماس نيول نه غواړي، خو د يوه مجرب او د حالاتو د سړو تودو سره د لوبيدلي اندوی په توګه ترې هيله کوو، چې د ټول افغان له درنو لوستونکو څخه خپله خواله ونه سپموي او مونږ او تاسو ته فرصت راکړي چې خپلې پوښتنې له دغه محترم څخه وکړو او دچا خبره له لومړي ﻻس څخه مونږ ته مالوات پلاس راشي او پوښتنو ته مو ځواب ووايي . محترم ضعيف صاحب ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوو او هيله ترې کوو چې په دې برخه کې خپله مرسته دريغ نکړي . په درنښت


طالب
08.10.2006

د ټول افغان د بحث فورم محترمو ليکوالانو، ښاغلی نقاد صاحب ، ښاغلی ځواکمن صاحب ، ښاغلی پتنګ صاحب ، ښاغلی حامد او نورو ګرانو وروڼو ،
اسلام عليکم و رحمتۀ الله و برکاتۀ !
خدای جلجلالۀ دې وکړي چې ټول به روغ ، رمټ او خوشحاله ياست ، له پخو علمي او ادبي ليکنو څخه مو ډېر خوښ شوم !
پۀ تېره بيا د ښاغلي نقاد صاحب له علمي ليکنې څخه ! چې پۀ علمي او اصولي ډول ، برسېره پردې چې له خپلې ليکنې څخه پۀ دفاع کې قانع کوونکي، معقول دلايل وړاندې کړي ، د رهنمايي شرف يې را وباښۀ !
خو د دې لاندې پوښتنې ،
[quote:8e15c10228]که دې ته وګورو ايا ستاسو ﻻندينی شعار به بيا هم صدق ولري :

علم درياب طالب اوباز دی
......................................يابه ځان غرق کړي يابه وباسي لعلونه[/quote:8e15c10228]
پۀ جواب کې يي بايد روښانه کړم چې زۀ هغه هاييجېک شوی طالب نه يم !
او لکه له نامۀ مې مالومېږي [color=white:8e15c10228]( طالب = زده کوونکی _" پښتو فارمېټ ")[/color:8e15c10228] يو ادنا زده کوونکی يم چې ګرد سره له کومې سياسي ډلې ، ګوند او پارټۍ سره تړاو نه لرم ، نو له همدې کبله زما له ليکنو سره د لاسليک پۀ ډول مله _ مل کېدونکې د پښتو لنډۍ کوم [color=blue:8e15c10228]شعار[/color:8e15c10228]_ سياسي ناره ، نه بلکې زما د خپل ځاني ، باطني سيچوېشن يوه نظاره او منظره ده چې شعار ورته ويل به بېخي نا سم قضاوت ، او د پوهيز پۀ باب د وييز ناسم انتخاب وي !
ځکه چې شعار يوه انقلابي اصطلاح ده چې له يوې ځانګړې ټولنيزې رويې او فکري نظريې سره د کمټمنټ لرونکې سياسي سوشليسټي ډلې اوګوند د ګونديزې تګلارې د سر ټکي جوړوي ...... او داسې نور .................................. !!!

________________________
ښاغلی ځواکمن صاحب له پوښتنې او پاملرنې څخه مو يوه نړۍ مننه !
يه ! لکه چې د اپاس مې روښانه کړه ، زۀ ملاعبدالسلام ضعيف نه يم !
او داچې څرنګه مې يي انځور له خپل نامۀ سره مل کړی _Upload کړی ؟
د کومي سياسي اييډيالوژۍ له مخې نه ! بلکې دپنجابي اسټېبليشمنټ د هغې ناروا او ظلم پۀ مقابل کې د تشې خواخوږۍ انساني عاطفې او افغاني احساس پر بنسټ، چې ټول نړيوال ډيپلومېتيک نارمونه يي ترپښو لاندې کړل او پۀ ډېرې بې شرمۍ او سپين سترګۍ سره يي د امريکايانو پۀ لاس د ګوانټانامو د زندان د تورو تمبو شاته واچوۀ !
پۀ ټوله افغاني درنښت :
ورور مو طالب



10.10.2006

محترم طالب صاحب ته سلام او نيکې هيلې !
زما مطلب هم د ځانګړي ، بيلګړي ا و ټولګړي طالب تر منځ يواځې بيلګړی طالب و، لکه د طالب رژيم ، طالب غورځنګ کې چې د طالبانو لار کارول کيږي ، نه په ځامګړې توګه تاسو او نه هم په ټولګړې توګه هر ديني طالب .
مننه کوم چې د ملا عبدالسلام ضعيف ګمان مو له ځان څخه ليرې کړ ، او له نوموړي سره خواږي ښودل مو زه هم تاييدوم ، سره له دې چې د پاکستان د سياست تل او ماهيت پيژندنې راز ته به يې رسولې وي اونور به که خدای کول ضعيف صيب دومره ضعيف هم نه وي چې پر يوه مداري دوه ځل و غوليږي . والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more