د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

لالا ځي او نښې پرېږدي!

larghonay1
27.09.2006

لالا ځي او نښې پرېږدي.
وايي يو هندو مړكيدو نو د ځنكدن وخت كې ترې ډېرې خطايئ كيدې . د كورنۍ غړي يې ورته ګرد چاپير ناست وو چې په دوى كې يو د ده مسلمان دوست هم و.
هغه مسلمان چې كله د هندو خطايئ وليدې نو د دې له پاره چې د هندو د كورنۍ د غړو سره غمرازي وكړي، په ژړغوني غږ يې وويل: (( لالا ځي او نښې پرېږدي)).
اوس بايد مونږ د لالا پر ځاى لالاګان ووايو او دا ځكه چې نن په سپينه ماڼۍ كې دوه لالاګان د درېم مشر لالا سره يې ناست دي او معلومېږي چې د تګ يا مخه ښه پر سر سره خبرې كوي.
دغه لالاګان يو د پاكستان كودتايي مشر پرويز مشرف او بل د افغانستان ټاكل شوى ولسمشر دى.
پرويز مشرف د نښې پر ځاى يو كتاب ليكلى چې (( د اور پر كرښه نومېږي)) او كرزي خان د ليكل شوي كتاب پر ځاى د افغان ملت پر زړونو د چړو په څوكو داسې كتابونه وليكل چې پيړۍ پيړۍ به يې له يوه نسله بل ته ورلېږدوي او د ده په دغه بې ننګه او د چور او تالان په دوره به بد وايي.
پرويز مشرف په خپل كتاب چې د ده ژوند ليك دى، چاپ كړي انځور داسې ښودلې چې دى نور د مخه ښې په حالت كې دى او د ده د دغې غونډلې په اړه چې ليكلي يې دي دا د يوه هيواد داستان دى ، ځينې خلك ګومان كوي چې دا د پاكستان د مخه ښې غونډله ده او د دغه داستان كركټر مشرف و نوچې مشرف له منځه ځي داستان هم ختمېږي.
د پاكستان ولسمشر مرتضى بوټو هم د خپلې مخه ښې په شپو ورځو كې يو كتاب وليكه چې دقيق نوم يې اوس راته ياد نه دى خو (( كه زه ووژل شم )) همدې ته ورته يو نوم يې و.
د خلكو له خوا د ټاكل شوي ولسمشر كرزي او كودتايي مشر مشرف ترمنځ دومره توپير دى چې كرزي پوره څلور كاله هغه خلك چې ده ته يې رايه وركړې وه وزورول، ويې وژل، په بهرنيانو يې د هغوى ښځې تالاشي كړې، ډګروالان يې ورته وشرمول، ژباړونكي يې بدنام كړل، په ودونو يې بمونه وغورځول، د هيواد څوكۍ يې په قومونو ووېشلې او پښتانه يې بې برخې كړل، په هيواد كې يې مافيايي ډلې پياوړې كړې، هيواد يې په قومي او سمتي تعصبونو كې ښه وړاندې بوتلو، پښتانه يې په قانوني توګه را وپرزول او پښتو چې تر ده وړاندې ملي ژبه وه ده پرې ملنډې ووهلې، مسعود چې د پښتنو قاتل و ده په هره خطبه كې پرې درود ووايه او د ملي قهرمان په نامه يې په خلكو د منلو هڅې وكړې، مزاري چې د پښتنو پر سرونو يې مېخونه وهلي وو د ملي شهيد وباله او په نوم يې يوه لويه څلورلارې ونوموله، جمعيت چې د افغانانو ترمنځ جګړه يې جهاد اكبر بلله په خپله دوره كې ښه وځلاوه، حزب وحدت يې د پګړۍ ګل كړو،د افغانستان په نامه مرستې يې په خپلو مافيايي ملګرو او د شمالي په لنډغرو ووېشلې،په ملي ارزښتونو يې ملنډې ووهلې چې ښه بېلګه يې ملي سرود او د هيواد اساسي قانون او نور دي، دوستم ته يې د شخصي زندانونو په درلودلو شاباسى ووايه او .........

د دې ترڅنګ كودتايي مشر پروزيز مشرف د خپل هيواد د پخوانۍ پاليسۍ سره سم د پښتنو سيمو د ايل كولو هڅې وكړې، خپل هيواد ته يې په ملياردونو ګټې راوړې او د خپلو خلكو په ګټه يې ولګولې، هيواد يې په پرمختګ كې د اروپا كچې ته ورنږدې كړو، د امريكا سره يې له يوې خوا دوستي وكړه او له بلې خوا يې د ځينې رازونو په رابرڅېره كولو كې د خپلو خلكو زړونه تر لاسه كړل، كه څه هم هيواد يې د تروريستۍ ځاله ده خو بيا يې هم د پرديو له تالاشئ او بمبارۍ وژغوره، او ....
كه څه هم پاكستان يې د زورور ګواښ سره مخامخ كړى خو تر دې مهاله يې خپل ولس له كړاونو وژغوره.

د كرزي خان په اړه هم ګرمې اوازې دي چې د روان كال په [color=red:cdf497ce75]ليندۍ[/color:cdf497ce75] كې به لويه جرګه راوغوښتل شي او د ده پر ځاى به د كورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي ته د چارو واګي وسپاري.
كه د امريكې دا كار رښتيا شي نو خلك به يو څه خوښ كړي، ځكه چې دلته نورو استعمارګرو ځواكونو د خپلو ګومارل شويو د ايسته كولو پر وخت ورته په خوله بالښت كېښودو او يا يې ، په ګوليووژل، خو امريكا د كتاب ليكلو وخت هم وركوي ،كه څوك يې دمشرف غوندې دليكلو استعداد ولري.
افغانان نور دې پولي ته رسيدلي چې له هر بدلون څخه نهيلي ښكاري او جلالي يې هم ازمايلى چې كوم ځانګړى پښتون احساس نه لري خو بيا هم له كرزي څخه تر پوزې راغلي او د دې رژيم د بدلون تږي دي.
كه رښتيا هم جلالي صيب راځي خداى دې وكړي چې د هيواد موجودو نزاكتونو په پام كې نيولو سره راشي ، نه د كرزي صيب غوندې د هوس په نيلي سپور.
په همدې هيله
ستاسو لاروى



ع کريم حليمي
27.09.2006

محترم لرغونې صاحب سلام !
[quote:7dcdd085bb]د كرزي خان په اړه هم ګرمې اوازې دي چې د روان كال په تله كې به لويه جرګه راوغوښتل شي او د ده پر ځاى به د كورنيو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي ته د چارو واګي وسپاري. [/quote:7dcdd085bb]
ايا داسي امکان لري ؟ ايا په قانون اساسي کښي داسي ليکل سته چه 
جرګه دي يورئيس مقرر کړي ؟؟ 
او که دا يوه نوې افغاني ديمکراسي ده ؟؟ 


larghonay1
27.09.2006

ك حليمي صاحب سلام !
خداى دې وكړي چې روژه دې ښه تېرېږي!
وروره دغه د اساسي قانون د ولسمشر فصل هغه مادې دي چې ستاسو پوښتنې ته ځواب ويلى شي. ويې لولئ.
خداى دې وكړي چې بيا دې د ځينو سايټونو څخه غلط قانون نه وي تر لاسه كړى.
له دې څخه دا معلومېږي چې ملي شورا كولى شي لويه جرګه را وغواړي او هغوى موقت ولسمشر وټاكي.
لويه جرګه له ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولايتي شوراګانو او د ولسواليو شوراګانو د ټاكل شويو وكيلانو څخه جوړېږي.
او بله دا چې كرزى د كوم ګوند له خوا نه دى راغلى ، امريكا راوستى، هغوى يې په هره بهانه بېرته ليرې كولى شي.
حليمي صيب دې ته انديښنه ونه كړې چې ضيا مسعود به پاچا شي، امريكا هغه ته هم بهانې لټوي .
جلالي راولي .
دريم فصل جمهور رئيس

اووه شپېتمه ماده
د جمهور رئيس د استعفى، عزل، مړينې او يا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته كېدلو په صورت كې چې د وظيفې د اجرا مخه نيسي د جمهور رئيس لومړى مرستيال د جمهور رئيس واكونه او وظايف په غاړه اخلي. جمهور رئيس خپله استعفى په خپله ملى شورى ته اعلاموي. د صعـب العلاجـه ناروغۍ تثبـيت د هـغه طبى هيئت لـه خـوا كېږي چـې ستره محكمه يې ټاكي. په داسې حالاتو كې د نوي جمـهور رئيس د ټاكلو لپاره په درې مېاشتو كې دننه ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكـم سره سم انتخـابات كېږي. د جمهور رئيس لومړى مرستيال د لنډ مهاله جمهور رئيس په توګه، د وظيفې د ترسره كولو په موده كې لاندينۍ چارې نشى ترسره كولاى : 1
. د اساسي قانون تعديل؛
2. د وزيرانو عزل؛
3. ټولپوښتنه. د جمهور رئيس مرستيالان د دې اساسي قانون له حكمونو سره سم كولاى شي ځان جمهوري رياست ته كانديد كړي. د جمهور رئيس په غياب كې د لومړي مرستيال وظايف د جمهور رئيس په واسطه ټاكل كېږي.

اته شپېتمه ماده
كه چېرې د جمهور رئيس يو مرستيال استعفى وكړي او يا مړشي د هغه پرځاى بـل شخـص د جمهور رئيس له خوا او د ولسى جرګې په تاْييد ټاكل كېږي. د جمهور رئيس او د هغه د لومړي مرستيال د يوځايي مړينې په صورت كې په ترتيب سره دويم مرستيال، د مشرانو جرګې رئيس د ولسى جرګې رئيس او د بهرنيو چارو وزير يو په بل پسې د دې اساسي قانون د (اوه شپېتمې) مادې له حكم سره سم د جمهور رئيس وظيفې په غاړه اخلي.

نهه شپېتمه ماده
جمهور رئيس د ملت او ولسى جرګې په وړاندې ددې مادې د احكامو مطابق مسئول دى. پر جمهور رئيس د بشري ضد جرمونو، ملي خيانت يا جنايت د ارتكاب تور لګول د ولسي جرګې د ټولو غړيو د دريمې برخې له خوا غوښتل كېداى شي. كه چېرې داغوښتنه د ولسي جرګې د ټولـو غړيو له دريو څخه د دوو برخو د رايو له خـوا تاْييد شي، ولسي جرګه د يوې مېاشتې دنـنه لويه جـرګه دايروي. كه لويه جرګه منسوب شوى اتهام د ټولو غړيو له دريو څخه د دوو برخو د رايو په اكثريت تصويب كړي، جمهور رئيس له وظيفې څخه ګوښه او موضوع ځانګړې محكمې ته سپارل كېږي. ځانګړې محكمه د ولسى جرګې له درېو غړيو، د سترې محكمې له درېو غړيو چې لويه جرګه يې ټاكي او د مشرانو جرګې له رئيس څخه جوړېږي. دعوى د هغه شخص له خوا چې د لوې جرګې له خوا ټاكل كېږي، اقامه كېږي. په دې حالت كې د دې اساسي قانون په (اوه شپېتمه) ماده كې راغلي حكمونه تطبيقېږي.


ح . افغان
27.09.2006

:( haghalay larghonay sahib pa tawdoo salamono mo lmanzam: za stasoo khabara tayeedawam chi karzi sahib da pakhtanoo sara deera jafa kari da, na pohigam chi karzay sahib pa koom mula dam shaway day chi zan yee domra be khabara newalay day. kho tashwesh ham laram khuday na khwasta laka da wazeranoo pa seer zamong ratlonkay raees jamhoor ham da yawi kheti pa doday aw ya da dolloro pa zoor wa na takel shi, ows kho kha day da pakhto noom kho yaw sa zwanday day "khuday na khwasta da ratlonki raees jamhor pa wajood ke bekhi da marg sara makhamakh na shi". stasoo da bari pa hela

[quote:da2cc615f6="larghonay1"]ك حليمي صاحب سلام !
خداى دې وكړي چې روژه دې ښه تېرېږي!
وروره دغه د اساسي قانون د ولسمشر فصل هغه مادې دي چې ستاسو پوښتنې ته ځواب ويلى شي. ويې لولئ.
خداى دې وكړي چې بيا دې د ځينو سايټونو څخه غلط قانون نه وي تر لاسه كړى.
له دې څخه دا معلومېږي چې ملي شورا كولى شي لويه جرګه را وغواړي او هغوى موقت ولسمشر وټاكي.
لويه جرګه له ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولايتي شوراګانو او د ولسواليو شوراګانو د ټاكل شويو وكيلانو څخه جوړېږي.
او بله دا چې كرزى د كوم ګوند له خوا نه دى راغلى ، امريكا راوستى، هغوى يې په هره بهانه بېرته ليرې كولى شي.
حليمي صيب دې ته انديښنه ونه كړې چې ضيا مسعود به پاچا شي، امريكا هغه ته هم بهانې لټوي .
جلالي راولي .
دريم فصل جمهور رئيس

اووه شپېتمه ماده
د جمهور رئيس د استعفى، عزل، مړينې او يا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته كېدلو په صورت كې چې د وظيفې د اجرا مخه نيسي د جمهور رئيس لومړى مرستيال د جمهور رئيس واكونه او وظايف په غاړه اخلي. جمهور رئيس خپله استعفى په خپله ملى شورى ته اعلاموي. د صعـب العلاجـه ناروغۍ تثبـيت د هـغه طبى هيئت لـه خـوا كېږي چـې ستره محكمه يې ټاكي. په داسې حالاتو كې د نوي جمـهور رئيس د ټاكلو لپاره په درې مېاشتو كې دننه ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكـم سره سم انتخـابات كېږي. د جمهور رئيس لومړى مرستيال د لنډ مهاله جمهور رئيس په توګه، د وظيفې د ترسره كولو په موده كې لاندينۍ چارې نشى ترسره كولاى : 1
. د اساسي قانون تعديل؛
2. د وزيرانو عزل؛
3. ټولپوښتنه. د جمهور رئيس مرستيالان د دې اساسي قانون له حكمونو سره سم كولاى شي ځان جمهوري رياست ته كانديد كړي. د جمهور رئيس په غياب كې د لومړي مرستيال وظايف د جمهور رئيس په واسطه ټاكل كېږي.

اته شپېتمه ماده
كه چېرې د جمهور رئيس يو مرستيال استعفى وكړي او يا مړشي د هغه پرځاى بـل شخـص د جمهور رئيس له خوا او د ولسى جرګې په تاْييد ټاكل كېږي. د جمهور رئيس او د هغه د لومړي مرستيال د يوځايي مړينې په صورت كې په ترتيب سره دويم مرستيال، د مشرانو جرګې رئيس د ولسى جرګې رئيس او د بهرنيو چارو وزير يو په بل پسې د دې اساسي قانون د (اوه شپېتمې) مادې له حكم سره سم د جمهور رئيس وظيفې په غاړه اخلي.

نهه شپېتمه ماده
جمهور رئيس د ملت او ولسى جرګې په وړاندې ددې مادې د احكامو مطابق مسئول دى. پر جمهور رئيس د بشري ضد جرمونو، ملي خيانت يا جنايت د ارتكاب تور لګول د ولسي جرګې د ټولو غړيو د دريمې برخې له خوا غوښتل كېداى شي. كه چېرې داغوښتنه د ولسي جرګې د ټولـو غړيو له دريو څخه د دوو برخو د رايو له خـوا تاْييد شي، ولسي جرګه د يوې مېاشتې دنـنه لويه جـرګه دايروي. كه لويه جرګه منسوب شوى اتهام د ټولو غړيو له دريو څخه د دوو برخو د رايو په اكثريت تصويب كړي، جمهور رئيس له وظيفې څخه ګوښه او موضوع ځانګړې محكمې ته سپارل كېږي. ځانګړې محكمه د ولسى جرګې له درېو غړيو، د سترې محكمې له درېو غړيو چې لويه جرګه يې ټاكي او د مشرانو جرګې له رئيس څخه جوړېږي. دعوى د هغه شخص له خوا چې د لوې جرګې له خوا ټاكل كېږي، اقامه كېږي. په دې حالت كې د دې اساسي قانون په (اوه شپېتمه) ماده كې راغلي حكمونه تطبيقېږي.[/quote:da2cc615f6]


pattang
28.09.2006

لرغونيه خدای دې جوړ او کلک لره ، ستا ښوروا زما په سترګو کې ده، خو چې کله
درځم احوال به درکړم٠
اوس به مطلب ته درشم :
هريوسړی چې دواکداري او مشرۍ لپاره دپرديو له خوا په افغان ملت په تحميلي ډول سره منل کيږي هغه د افغان ملت مشر نشي کېدی ، بلکې يو ګوډاګی او د پرديو چوپړ به وهي٠ ( تاريخ ته وګوره ).
جلا لي ما څو ځله ليدلی دی او په اخرکې مې د حميد مومند دکارنامو په غوڼډه کې
وليد او غوږ مې ورته ونيو٠ وروره له کرزي ځخه يې هغې خواته اړولې دی او د مشرۍ لياقت نلري ټولې خبرې نشم درته ليکلی خو ځيني پښتانه بيا يو ځای عکسونه ورسره اخلي او څڼې ور سره غورځوي او دوی به بيا شرمنده وي ٠
تر څو چه لويه جرګه په خپله دخپل ملت مشر ونه ټاکې او دروڼ انديو له خوا ځخه
ونه ساتل شي ،ګمان نکوم چې دغه دهندي فلم هلکان به زمونږ دملت غميزه
حل کړي٠

د پښتنولي په مينه پتنګ


ghafar
28.09.2006

پتنګه آشنا سلامونه !
ګوره آشنا هغه غونډه چې تا پکې څه کم دوه اونۍ مخکې ښاغلئ جلالی لیدلئ و، د حمید مهمند د کار نامو نه بلکه د [color=blue:55170fe0f3]اېمل خان موهمند [/color:55170fe0f3] د کارنامو په هکله و ! دا دې یو ! پس لدې فکر دې ونیسه ګرانه !
دویم دا چې جلالی خو اکثر د اېمل خان مهمند په تاریخی کارنامو وغږېده . هغه یواځې د پوښتنو د ځوابونو په برخه کې د افغانستان په روانو چارو هم و غږېده. هغه د دې پوښتنې په ځواب چې آیادا آوازې سمې دي چې دئ به د ښاغلي کرزي پر ځای وټاکل شي ، وخندید او هغه یې نا سمې وبللې.
ښایي د ښاغلي جلالی هغه څرګندونه ستا په خوښه نه وي، چې یې وویل: مونږ پښتانه باید د خپلو تاریخی مشرانو د کار نامو د نمانځنې تر څنګ باید زده کړوو، چې د خپلو اشتباهګانو په لټه کې شو او کله چې مو پیدا کړې نو باید د هغه په اصلاح کې هلې ځلې وکړوو !
په درناوی


pattang
29.09.2006

پتنګه آشنا سلامونه !
ګوره آشنا هغه غونډه چې تا پکې څه کم دوه اونۍ مخکې ښاغلئ جلالی لیدلئ و، د حمید مهمند د کار نامو نه بلکه د [color=blue:6ab4e90322]اېمل خان موهمند [/color:6ab4e90322] د کارنامو په هکله و ! دا دې یو ! پس لدې فکر دې ونیسه ګرانه !

[color=brown:6ab4e90322]ډېره مننه ، بيړه مې لرله ، احمد يا محمود ، سياسي سرمايه نده [/color:6ab4e90322].

دویم دا چې جلالی خو اکثر د اېمل خان مهمند په تاریخی کارنامو وغږېده .

[color=brown:6ab4e90322]هغه داېمل خان مومند په کارنامو دوه خبرې وکړې ټول وخت يې په کوزاکيزم تير کړ او په ډيره اشتبايې (Kosaken) او ( ‎ (Kasachen:= Qazaq) سره ګډکړل چې تاريخي يو غلط کاردی ٠
اوهم يې خپلې خبرې ان تر کارتاګو پورې ورسولې او په اخر کې يې دفاشيستانو شعار (اشغال يې کړه ، پاک يې کړه ، اباديې کړه ) دامريکايانو له خولې د پښتون په هکله په ډېر وياړ سره ياد او وڅاړه ٠ [/color:6ab4e90322]

هغه یواځې د پوښتنو د ځوابونو په برخه کې د افغانستان په روانو چارو هم و غږېده. هغه د دې پوښتنې په ځواب چې آیادا آوازې سمې دي چې دئ به د ښاغلي کرزي پر ځای وټاکل شي ، وخندید او هغه یې نا سمې وبللې.

[color=brown:6ab4e90322]ساده خانه هيڅوک به په داسې مجلس کې ونه وايې چې زه .......[/color:6ab4e90322]

ښایي د ښاغلي جلالی هغه څرګندونه ستا په خوښه نه وي، چې یې وویل: مونږ پښتانه باید د خپلو تاریخی مشرانو د کار نامو د نمانځنې تر څنګ باید زده کړوو، چې د خپلو اشتباهګانو په لټه کې شو او کله چې مو پیدا کړې نو باید د هغه په اصلاح کې هلې ځلې وکړوو !

[color=brown:6ab4e90322]ګوره دلته مې بيا عصاب درته خراب شول خوخپل بريک نيسم ٠
که دا خبره يې رښتيا وي نو ولې ملت ته حقيقت نه وايې او ولې له اشغالګرانو سره يوځای څڼې اچوي ٠ او ولې دکرزي دورور قاچاقبري پټه وي ، جلالي خائن سړی دی او دامريکايانو يو توس دی .[/color:6ab4e90322]

[color=white:6ab4e90322]دپښتنولي په مينه پتنګ[/color:6ab4e90322]

په درناوی


larghonay1
30.09.2006

لومړى خو بښنه غواړم .
هغه د دې چې زما د كرزي خان حكومت ړنګيدو ته دومره تلوسه ده چې د ليندۍ پر ځاى راڅخه تله ليكل شوې ده.
اوازې داسې دي چې د روان كال په ليندۍ كې به په كرزي چپه كېږي.
اوس د پتنګ صيب خبرې ته راځم.
پتنګه وروره لومړى خو كه د افغانستان تاريخ ته لږ په ځير وګورې نو ډېر كم داسې واكمنان به بيامومو چې هغه دې يوازې د ملت په ځواك راغلي وي نور ټول چا راوستي دي.
حتى د اميرالمؤمنين په نامه مشر هم چا راوستى و !!!
په هر حال اوس دا شونې نه ده چې ستا ملت دې دومره شعور ولري چې يو ملي شخص دې بغير د چا له مرستې وټاكي. او بله دا چې اوس داسې مطرح ملي شخص ليدل كېږي هم نه.
دې پسې به نه ګرځو چې څوك يې راولي . ځكه چې اوس اوبه له ورخه تېرې دي .
اوس د همدې حالاتو څخه په استفادې سره مونږ داسې يو كس غواړو چې د خپلو ګټو او ترڅنګ ملي ګټې هم په پام كې ونيسي.
كرزي خام ملي ګټې بېخي هېرې كړي او يا خو يې له سره پېژني نه.
جلالي كه څه هم د كورنيو چارو وزارت كې كوم رغنده او د پام وړ بدلون رانه ووست خو تر كرزي همدومره ښه دى چې يو څو كرښې ليكوالي خويې كړې كيدى شي چې له موقع د ګټې اخيستو استعداد ولري.
نور نو له موزيګي ښادي ارامه ده.
د پردوي راوستل شويو واكمنانو به څه خوند وي؟


pattang
30.09.2006

لرغونيه ! نه داسې نده :
څوک هيڅوک ندی چې ملت پسې ولاړ نوي
هر څوک يو څوک کېدای شي چې ملت پسې ولاړ وي
که لويه جرګه څوک وټاکي هغه به نو بيا ملت ته سياست کوي او ملت به دهغه سياست قبلوي ٠ 
اودبهر نۍ نړۍ سره به داسې اړيکي نيسي چې نه سيخ وسوځي او نه کباب ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


رښتینی
30.09.2006

لرغونى صيب ډيره شه ليكنى مو كړى ده كور مو ودان
خو وروره دايوه ټكى ته بايد ځير شو چى اوس خو هغه پخوانى زمانه
نه ده چى ديوه باچاپه سر به خبره سمه هم وه او ړنګه هم اوس خو ولسى
حكومتونه دى هغه دچا خبره دحكومت پوره ټيم برابرول په كار دى كرزى دغوى خو په ډير عاجل وخت كى داسى سره رايوځاى شول لكه زمونږ او ستاسو داشر كيسه داروپا له مختلفو برخو نه دامريكايانو د11|9 له پيښى وروسته په بيړه سره راټول شول اوس به نو داړتيا په مهال بدلونونه او ترميمونه حتما پكى راځى ځكه دا ټيم ډيرى زياتى نيمګړتياوى لرى

خو كه زما منى دا زما له ليكنو سره مله شعر ته پام وكړئ
او محترم پتنګ صيب دى جملى ته مى دى ډير وخندل چى غفار صيب
ته دى ليكلى وه
[code:1:3a92d7287b]ګوره دلته مې بيا عصاب درته خراب شول خوخپل بريک نيسم[/code:1:3a92d7287b]


larghonay1
01.10.2006

سلام
حامدصيب دا اوسنۍ كابينه د دې وړتيا نه لري چې په كوم بدلون به جوړه شي.
او بله دا چې د كرزي خان څه كم پنځه كاله وشول نو دې ته اخر ته په كوم دليل بيړه وايې .
په دې اوږده موده كې ټول ملت كرزى صيب وپيژندو چې د اصلاح وړ اداره يې جوړه نه شواى كړه خو كه خداى پاك نور په كرزي د كرزي خان خپل ځان وپېژني چې له خپل ضد نه تېر شي او استعفى وركړي.
او يا د ده په اړه دا اوازې رښتيا شي چې په راتلونكي ليندۍ كې يې شړي.
پتنګ صيب په داسې حالاتو كې به لويه جرګه د چا له خوا اود چا د پيسو په مټ راغوښتل كېږي؟
خو بيا به يې امريكا راغواړي او د امريكې په لګښت به جرګه كوي او امريكا به خامخا له مخكې نه يو كس ټاكلى وي.


pattang
01.10.2006

[quote:1e7a6c6e4b]پتنګ صيب په داسې حالاتو كې به لويه جرګه د چا له خوا اود چا د پيسو په مټ راغوښتل كېږي؟
خو بيا به يې امريكا راغواړي او د امريكې په لګښت به جرګه كوي او امريكا به خامخا له مخكې نه يو كس ټاكلى وي[/quote:1e7a6c6e4b]

حتمي ندی چې خپل ځانونه دکابل په انترکا نتينين تل هوټل کې په کاغذ پاک کړي ، هغه د نيکو په ډول په لوی کندهار کې په لټو او اوبو په شوروا او شړومبو ، په کيږديو او خېمو کې دسوداګرانو او قومي خلکو په مرسته ٠ دغه لوکسيت خو هلته
غربيان منځ ته را ولي چې دځان مذدوران مو کړي٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


نقاد
01.10.2006

......................... د بوش دوه اصحابان ........................

دئ دکارمل پسې نجيب غوندې دی
........................................... د امريکا د رنځ طبيب غوندې دی

دپړه مارۍ کې دی تکړه جلالي
...................................... هم سياسي او هم اديب غوندې دی

چې طرحه نه لري خو هر څه کوي
.................................... هغه کرزی اوس بد نصيب غوندې دی

د پردو ډول ته ډول ته په اتڼ ستړی شو
....................................ځکه په خپل قام کې غريب غوندې دی .


رښتینی
02.10.2006

لرغونى صيب زما موخه داوه چى دا خلك په پيل كى په
بيړندي توګه را يوځاى کړل شوى دى او دديواله اساس
ناسم كيښودل شوى دى نو دا پنځه كاله چى چا هيلى ور
پورى تړلى وى هغه ټول هر څه بيځايه و

او هغه مهال لا دا ننى پايلى تر سترګو كيدلى

خو ډيرى ياران يي اوس هم لا په تمه دى

يو وخت له ميرانشاه نه يو بس دبنو په لور روان و او په لاره كى
اووښتى و خلك په كى ټيان او ژوبل شوى وو خو په بس كى ټيپ
لا نه وګل شوى او يوه مسته سندره يي ويله دهغى سندرى په تكرارى
بدلله كى جمله وه چى :

اوس به څه چل كيږى او اوس به څه چل كيږى

واى دسپارلى يوكس دټيپ خواتاه ورغى او ټيپ يي په لته وواهه
او ويي ويل :

نور به لا څه چل كيږى په ......

خو دا د درويش صيب نصيحت بايد په غوږ كى ونيسو چى وايي :

[color=red:b85975a9f1]په دى نور پسى سپيڅليو خلكو مه ځئ

يو ځاى شوى دى بلا او څرا غو نه [/color:b85975a9f1]

په مينه


larghonay1
02.10.2006

پتنګ صيب دومره وروسته پاتې نظر هم خوند نه كوي.
وروره لومړى خو بايد په دې پوه شو چې اوس هغه وخت نه دى چې په لوټو سره راټول شو او څوك مو په كرار پرېږدي.
اوس داسې هيواد لكه افغانستان خامخا يو دوست هيواد ته اړتيا لري چې مالي ملاتړ يې وكړي خو داسې مشر ته هيڅ اړتيا نه لري لكه كرزى چې هيڅ طرحه ورسره نشته او نه كومه ستراتيژي لري.
او بله دا چې ډېر په هغه پخوانيو جرګو هم مه نازېږه .
وروره كه هغو ته ژوره ليدنه وكړو نو هغه هم د چا په مټ او مشوره جوړې شوې وې.
دا چې اوس مونږ كوم رنګ وركوو دا زمونږ يوه ملي اړتيا ده.


ghafar
02.10.2006

ټولو دوستانو ته سلامونه او نیکې هیلې !
پتنګه آشنا داسې ښکاري، چې ته هم د همغو خلکو په ډله کې یې، چې د خپلې دوستۍ او دښمنۍ سرحد نه پېژني ! که ته د جلالتمآب حامد کرزي له شخص او یا حکومت سره په هر دلیل چې وي، دښمني لرې، یا هغه دې نه خوښېږي او یا د روان سیاسی بهیر سره موافق نه یې دا ستا حق دئ او باید د هغو په وړاندې د مبارزې بله لار پیدا کړې. دا چې تا له القائده ترهګرې ډلې سره د تړلې جنایتکارو انسان ، اسلام او افغان دښمنې ډلې مبلغ په توګه ځان څرګند کړئ او د هغو د ویپ پاڼو آدرسونه را کاپي کوې، یو ډېر بې مسؤلیته کار دئ.
[color=blue:72754b9efc]زه د محترمو Admin ورونو څخه هیله او وړاندیز کوم چې Webmaster سره په تماس ښي ، چې د پیغامونو په برخه کې اړین تدبیرونه ونیسی. دساری په توګه کیدای شی د بې مسؤلیته لیکنو او تصویرونو د خپرولو څخه مخکې دغه مواد د Admin له خوا وکتل شي. مونږ څه موده مخکې شاهدان وو، چې د ټول افغان ملی او افغانی پاڼه د کارملیو ډلو تر یرغل لاندې راغلې وه.[/color:72754b9efc]
په درناوي


larghonay1
02.10.2006

غفار صيب سلام !
وروره تاسو ښه ليكلي چې د القاعده وو د ويب پاڼو پتې بايد څوك راكاپي نه كړي
خو څرنګه چې نن سبا څوك په ګرځنده ټليفون او يا سټلايټ پټې خبرې نه شي كولى او نه انټر نيټ په پټه استعمالولى شي نو القاعده يا طالبان څنګه د الاماره په نامه په څرګنده ويب پاڼه چلوي او حتى د هغو كسانو ليست او خبرې هم خپروي چې ځانمرګي بريدونه كوي يا د طالبانو په اصطلاح استشهادي حملات كوي .
حال دا چې بش او كرزي په ګډه د القاعده او ترورويزم پر ضد مبارزه اعلان كړې ده ؟
او دا ته له كومې د كرزي خان مدافع وكيل يې؟
كه په رښتيا هم د كرزي صيب استازى يې نو دا به زمونږ د خوښۍ ځاى وي چې د ښاغلي له استازي سره خپلې ستونزې مطرح كړو.


pattang
02.10.2006

غفاره اشنا په ورو ورو دې بڼه ما لوميږي ماخو څو واره درته ليکلي دي چې دخبرې ځواب راکړه خو ته لکه د جمعه ګل سيدګل خپله اورې دبل نه :
که له دې پا ڼو ځخه يوه القاعد او يايې عربي وه نو زه به ټولو پښتنو ته ناغه ورکړم
او که نوې نو ځان دې لږ سم کړه :

د پنجشېريانو ترانه د مسودوف په وياړ:
http://www.youtube.com/watch?v=hQchKqzJwZo
[color=darkred:6e9e5d2b8a]( دافغانانو د مو زيک پاڼه او نور .....[/color:6e9e5d2b8a] )
بيله سياسي تبصرې ځخه طالبان هم خپلې سندرې ورته وايې :
http://msnbc.msn.com/id/13531930/site/newsweek/
[color=brown:6e9e5d2b8a]( د nbc پاڼه ،په اګليسي ژبه ده چې القاعده نه بلکې ملا دادالله او نور طالبان ښکاره کوي چې په انګليسانو او امريکايانو يې مځکه دوزخ ګرزولې ده .)[/color:6e9e5d2b8a] ما ليکلي چې زه خپله سياسي تبصره نه ور کوم او دريځ مې مالوم دی ، لويه جرګه ...... د هېواد په اوضاع خو سړی خبر شي که نه ? حالات ډېر خراب دي او ستا جلالت ماب پرتوګ ... هغه ورځ مې د المان په Tv کې وليده او انګلسانو وېلې چې عراق مونږ ته جنت و او دا ځای مونږ ته دوزخ دی له هرې خوا حملې دي او ورځ په ور ځ طالبان جنګي تکتيک بدلوي په غارو کې يې داسې ننه ايستلي وو لكه موږکان ...
غفار ګله! پتنګ پښتون دی ..............زه په هيڅ شي کې دومره ساتلی نه يم لکه په خپله پښتنولي کي او له هر څه پري تيريږم خو دا ولاکه يې پرېږدم٠
زه ګمان کوم د پنجيانو ترانه دي د امر صيب په وياړ نخوښېږي که څرنګه ??
ستا روح د خدای پاکه او لدې بنده خلا ص کړي٠

د پښتنولي په مينه پتنګ.

[quote:6e9e5d2b8a="ghafar"]ټولو دوستانو ته سلامونه او نیکې هیلې !
پتنګه آشنا داسې ښکاري، چې ته هم د همغو خلکو په ډله کې یې، چې د خپلې دوستۍ او دښمنۍ سرحد نه پېژني ! که ته د جلالتمآب حامد کرزي له شخص او یا حکومت سره په هر دلیل چې وي، دښمني لرې، یا هغه دې نه خوښېږي او یا د روان سیاسی بهیر سره موافق نه یې دا ستا حق دئ او باید د هغو په وړاندې د مبارزې بله لار پیدا کړې. دا چې تا له القائده ترهګرې ډلې سره د تړلې جنایتکارو انسان ، اسلام او افغان دښمنې ډلې مبلغ په توګه ځان څرګند کړئ او د هغو د ویپ پاڼو آدرسونه را کاپي کوې، یو ډېر بې مسؤلیته کار دئ.
[color=blue:6e9e5d2b8a]زه د محترمو Admin ورونو څخه هیله او وړاندیز کوم چې Webmaster سره په تماس ښي ، چې د پیغامونو په برخه کې اړین تدبیرونه ونیسی. دساری په توګه کیدای شی د بې مسؤلیته لیکنو او تصویرونو د خپرولو څخه مخکې دغه مواد د Admin له خوا وکتل شي. مونږ څه موده مخکې شاهدان وو، چې د ټول افغان ملی او افغانی پاڼه د کارملیو ډلو تر یرغل لاندې راغلې وه.[/color:6e9e5d2b8a]
په درناوي[/quote:6e9e5d2b8a]


ghafar
02.10.2006

محترم larghonay1 صاحب سلام !
عزتمنه وروره ښه به وای، چې تاسو زما لیکنه په غور سره لوستلي وای ! ما پتنګ ورور ته د القائده او پر هغو تړلیو پاڼو د کاپی کولو په ّکله لیکلي وو ! خو ما Admin صاحب ته عمومی وړاندیز کړئ و او یومثال مې هم ورکړئ و. تاسې که د Admin په توګه دا لیکنه کړې باید مو په یاد وی چې څه موده د مخه د اهانت په توګه څومره د لوڅو او لغړو تصویرونو سایتونو آدرسونه دلته را کاپي شوي وو.
[quote:a10897ed4d]وروره تاسو ښه ليكلي چې د القاعده وو د ويب پاڼو پتې بايد څوك راكاپي نه كړي
خو څرنګه چې نن سبا څوك په ګرځنده ټليفون او يا سټلايټ پټې خبرې نه شي كولى او نه انټر نيټ په پټه استعمالولى شي نو القاعده يا طالبان څنګه د الاماره په نامه په څرګنده ويب پاڼه چلوي او حتى د هغو كسانو ليست او خبرې هم خپروي چې ځانمرګي بريدونه كوي يا د طالبانو په اصطلاح استشهادي حملات كوي .
حال دا چې بش او كرزي په ګډه د القاعده او ترورويزم پر ضد مبارزه اعلان كړې ده ؟[/quote:a10897ed4d]
هو ګرانه ! دا سمه ده چې په انترنت کې دا عکسونه او ویدیوګانې خپرېږي . خو پښتنه دا ده چې آیا ضرور دئ چې د ټول افغان ملی او افغانی پاڼه د دغو پاڼو د آدرسونو په خپرولو سره د دغو خلکو په خدمت کې وي، چې د افغانستان د وران ویجاړۍ اصلی عاملین دي ؟ دا ترهګر کرزي او بوش ته کوم زیان نشی رسولئ، څوک چې د ترهګري اعمالو په نتیجه کې له منځه ځي هغه ماشومان ، ښځې او ملکي خلک دي !

[quote:a10897ed4d]او دا ته له كومې د كرزي خان مدافع وكيل يې؟ [/quote:a10897ed4d]
شخصی کېږۍ مه، ښه به وي چې په موضوع باندې لیکنې وشي !
ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید عرض شی، چی زه زمونږ ولسمشر جلالتمآب حامد کرزئ شخصاْ نه پېژنم او د هغه حکومت استازئ هم نه یم ، چې ما سره خپلې ستونزې حل کړۍ ! خو که څوک چا باندې شخصی تېرئ ونکړي او موضوعګانې بحث ته وړاندې کړي، که خوښه مې کیده خپل نظر به څرګند کړم . ضرور ندئ چې مونږ یو نظر ولروو، که د بحث د ګډون کوونکو له خوا بېلابیل نظرونه څرګند شي هغه به دبحث په ګټه وي .
په درناوي


ghafar
02.10.2006

پتنګه آشنا سلام !
که پخپلې پښتونولۍ ( ستا تعریف هرڅه چې وي !) ټینګ ولاړ یې هغه به یوې خوا ته پرېږدوو، خو ډېر چلباز هم یې ! ګوره ګرانه :
[color=blue:8f0099f687]د سایتونو هغه آدرسونه چې پخپل مخکیني پیغام کې دې لیکلي وو د Admin له خوا ړنګ شوي وو او اوس د خپل ملا دادالله آدرسونه بیا کاپي کړل ! ګوره ښه کار دې ونکړ !![/color:8f0099f687]
په درناوي


pattang
02.10.2006

[quote:eb207630d3]خو ډېر چلباز هم یې ! ګوره ګرانه :
د سایتونو هغه آدرسونه چې پخپل مخکیني پیغام کې دې لیکلي وو د Admin له خوا ړنګ شوي وو او اوس د خپل ملا دادالله آدرسونه بیا کاپي کړل ! ګوره ښه کار دې ونکړ !![/quote:eb207630d3]

اڼډيواله غفاره بيا هم په پښتني رموز :

وروره دا پاڼه ټولو خلکو ته مالومه ده او ما کوم خاص شی کاپي کړی نده بلکې
د nbc دپاڼې لينک مې ليکلی دی او هغوی په خپل نوبت سره د ژورناليزم د قوانينو
په اساس او چوکاټ کې په طالبانومضمونونه ليکلې او طالبان يې ښودلي دي ٠
کوم پټه پروپاګنده مې ندی کړې ٠ که دغه کار ستا په اند يانې د طالب جنګي
حالت ښودل غير ې قانوني وي نوورشه له nbc څخه يې پوښتنه وکړه ٠
خوزه پدې پوره باور لرم چې ستا cia ، بوش او کرزی په دې حالت ټول خبر
او دافغان اولس غميزه ددوی ګډ پلان ده .

دپتنګ لپار ه دپښتنو يو مېړنی با همته غور ځنګ دپرديو په مقابل کې يو مهم جز
دپښتونوالي ده، خو دا ورانکاري ، ناپوهي ، ورور وژنه او هيواد ويجاړول يې ستا
دکرزي، بوش او isi دلاس محصول دي ٠
د پښتنولۍ او اسلام په نوم عمل د پرديو په ګټه پتنګ هر وخت غندي ٠
خو يوه خبره به بله هم درته وکړم :
دا اوس هم که له طالب څخه ونه ډارشي ،ولا که يو پښتون هم په کابل کې پرېږدي
( هيوادمل استسنا دی ) . مونژ جنګيا لي او سرتيري پښتانه غواړو خو دپښتنو
لپاره نه دپردويو لپاره ٠

د پښتنولي په مينه پتنګ


ghafar
02.10.2006

پتنګه آشنا!
[quote:bf992eefb3] وروره دا پاڼه ټولو خلکو ته مالومه ده او ما کوم خاص شی کاپي کړی نده بلکې
د nbc دپاڼې لينک مې ليکلی دی او هغوی په خپل نوبت سره د ژورناليزم د قوانينو
په اساس او چوکاټ کې په طالبانومضمونونه ليکلې او طالبان يې ښودلي دي [/quote:bf992eefb3]
دا سمه ده چې د nbc پاڼه ده، خو تا څنګه د ملا دادالله له فلم سره دومره مینه پیدا کړې، چی دوه ځلي دې په همدې بحٍث کې هغه پاڼه کاپي کړه او هغه درته کافی نه وه او بیا دې د " د پنجشېريانو ترانه د مسودوف په وياړ " تر نامه لاندې یو بل بحث دې پرانیست او هماغه آدرسونه دې یو ځل بیا کاپي کړل . لکه چې ملا دادالله ته د جلب او جذب دنده تا په غاړه اخیستې ده . تاته لکه چې بیخي بې تفاوته ښکاري چې ملا دادالله دې څرنګه معصوم تنکی ځوانان مرګ ته لېږي ! دا شو ستا پښتونوالي غیرت ! لېونتوب هم ځانته سرحد لري !!
خدای دې وبښه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:bf992eefb3] وطنمل :
کولنګيانو ورونو پتنګ صيب او غفار صيب نور لږه دمه وکړئ ، اونوروته ﻻر او وار ورکړئ ، کله چې دمه شوئ بيا به په تاسو هم غږوکړو اوميدان ته به بيرته سره راودانګئ ،البته که خوښه مو وي ـ طبعأ![/color:bf992eefb3]


pattang
03.10.2006

غفار خانه سلام عليکم !
دطنمل صيب خبره به قبوله کړو ، زما منطق درته تسليم دی ځکه هغه مکتب چې تا
لوستلی دی زما له سو يې جګ دی ٠
......................................................
نن ستا د کرزي ، تاجکو، اوزبکو او هزارګانو له خوا د پښتنو په اکسريت باندې يو مطلق اپارتايد سيستم عملي او تحميليږي نوته ولې خپله خوله نه وازه وې
او علت يې ځه شی دی ?
پښتانه مطلق اکسريت دي خو د مطلق اقليت رول کرزي ، NA او امريکايانو په
حکومت کې ورکړی دی داولې داسې يو اپارتايدسيستم روان دی نو پښتانه به ولې نه را پورته کېږي ؟؟

دښتنولي په مينه پتنګ



03.10.2006

محترم پتنګ صيب ښې چارې !

ستاسو نظر چې :
[quote:332feabbf8]پښتانه مطلق اکسريت دي خو د مطلق اقليت رول کرزي ، NA او امريکايانو په حکومت کې ورکړی دی داولې داسې يو اپارتايدسيستم روان دی نو پښتانه به ولې نه را پورته کېږي ؟؟ [/quote:332feabbf8] پر ځای نظر دی، او ښايي غفار صيب هم پر همدې موافق وي چې هو د حقوقو په نامه دې د کرزي حکومت تنقيد شي، خو د طالب يا القاعدې په ګټه دې له تبليغ نه ډډه وشي ، ځکه چې هغه د ملت پر زيان تماميږي او رغنده تنقيد يې نشو بللې . که د کرزي حکومت يو ځلې تر نيوکو ﻻندي نيول کيږي بايد طالب او القاعده ورسره هيره نکړو او لس ځلې وغندل شي، نه بر عکس.طالب که ملي متره لري ، نو هر ډول ملي شرايط چې لري وړاندې دې کړي او د منل کيدو په شرط دې په حکومت کې ونډه واخلي . والسلام .


طالب
05.10.2006

[quote:cce3820617="نقاد"]......................... د بوش دوه اصحابان ........................

دئ دکارمل پسې نجيب غوندې دی
........................................... د امريکا د رنځ طبيب غوندې دی

دپړه مارۍ کې دی تکړه جلالي
...................................... هم سياسي او هم اديب غوندې دی

چې طرحه نه لري خو هر څه کوي
.................................... هغه کرزی اوس بد نصيب غوندې دی

د پردو ډول ته په اتڼ ستړی شو
....................................ځکه په خپل قام کې غريب غوندې دی .[/quote:cce3820617]
ښاغلی نقاد صاحب او نورو ګرانو کتونکو !
اسلام عليکم و رحمتۀالله وبرکاتۀ !
اما بعد !
له نورې موضوع سره کومه د لچسپي نه لرم چې کرزي څۀ و کړل او څۀ يي و نه کړل ؟
د ټولو پۀ اجازت له سياسي تړاو او کړاو څخه ليرې او بېخي ډېر ليرې يو دوې کرښې پۀ ډېر معذرت سره بايد تورې کړم !
د ښاغلي نقاد ورور پۀ منظومه ليکنه کې د " [color=white:cce3820617]د بوش دوه اصحابان [/color:cce3820617]" ټکي دې ته اړکړم چې دخبرې نزاکت ته يي پام راواړوم !
نو ښاغلی نقاد صاحب ! تاسو پوهېږئ چې اصحابي هغه چاته ويل کېږي چې زموږ ګران پېغمبرصلی الله عليه و سلم يې ليدلی او پۀ ژوند يې پرې ايمان راوړی وي !
اوس نو د يو اصحابي مقام څومره دی او د عزت ،فضيلت او تقوا پر کوم مقام فايز دی ؟
ستاسو پۀ منظومه کې ( پۀ اغلب ګومان چې پام به مو نۀ وو ورته ) ډېر ښۀ ؟ منعکس دی ، خدای دې وکړي چې پۀ دې توګه د صحابه کرامو ترڅنګ پۀ [color=blue:cce3820617]نااګاهۍ[/color:cce3820617] کې د پېغمبراسلام صلی الله عليه وسلم پۀ عالي شان کې ګستاخۍ او بې ادبۍ ته نږدې شوي نه ياست !
زما دا مشوره پر ورورۍ او خواخوږۍ ولاړه ده ، هيله من يم چې خاطر به مو پرې دروند نۀ شي ، ځکه چې ستاسې ټولې ليکنې ستاسې پر دروند شخصيت ،سپېڅلې عقيدې اوپاخۀ ايمان دليل دي ، نو له همدې امله بېخي نه ښايي چې ستاسو پۀ ليکنو کې دې هم د بې مسؤليتۍ څرک و ليدل شي !
هيله من يم چې د موضوع د نزاکت او حساسيت له مخې به دخپلې داپاس منظومې عنوان بدل کړئ !
پۀ همدې هيله :
ورور مو طالب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more