نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کټوازی
29.08.2005
ښاغلی غيیرت صيب تر سلامونو وروسته ،
تاسې ليکلي : طبقاتي ټولنه د سړو ټولنه ده، د مريي ساتونکو ټولنه سل په سلو کې، فيوډالي ټولنه ٩٠ په سلوکې او پانګوا له ټولنه له ٦٥ څخه تر ٦٠ په سلوکې دسړو ده. صرف يوه ډيره او بله تر هغې کمه د سړيو ټولنه ده . طبقاتي ټولنې د کار په ويش ولاړه ده او د توليدي کارپه ويش کې دنار ينه رول تر ښځې زيات او ټاکونکی دی، نوپه ټولنه کې هم نارينه د ښځينه و په وړاندې ټاکونکی رول لري. په دې توګه زيات د سړيو ذهني تنوير او ذهني امادګۍ يا ښو اخلاقو پورې اړه نه لري چې دښځو حقوق نارينه و سره برابر کړي، د ښځو خپل ذهني تنوير، زدکړه ،
مسلکي او حرفوي کمالونه اود هغوی دکار مولديت اومؤثريت دنارينه وله چانس سره ددوی د چانسونو د برابرۍ برحقيت رامنځته کوي او د هغوی دحق په توګه يې تأمينوي.
نو د ښځو د حق د غوښتنې الف او ب له ښونې اوروزنې څخه له نارينه و سره په برابره توګه برخمن کيدل دي. اووګورئ په روزلو ښځو کې له نارينه و سره په برابرۍ او حقوقي مساوات کې دومره توپير نشته ! خوپه کمي توګه هم بايد د روزل شويو تعليم يافته ښځو شمير له نارينه و سره په هره کچه اولوړپوۍ کې وساوي شي ،نوهله به د هغوی دتعليم کيفي مؤثريت اواغيزمنتوب هم له نارينه و سره مساوي شي. ددې موخيځ (هدف) له پاره بايد نارينه د پلار، تره ، ورور او ماما، او يا هم د ميړه په توګه د کور اوکورنۍ دښځينه غړو سره کلک ملاتړ او اغيزمنې هلې ځلې دريغ نکړي او په هغه شکل او چوکاټ کې دوی ورسوي چې اسلامي غوښتنې اوافغاني پت په کې په بشپړه توګه خوندي اوسي . مونږ پر دې کلک باورلروچې دغه پر مختګ او مترقي
ژوندتوګه په ملي ( افغاني) او سپيڅلي اسلامي چوکاټ کې بشپړه شونتيالري .!!!
لطفأ مې لمړی زړې پوښتنې ته جواب وواياست چې ددې بحث پۀ لومړۍ پاڼه کي مي له تاسي څخه پوښتلې وه خو تاسي نه پوهېږم ،څرنګه مو پۀ ټوله ليکنه سترګې داسي درندې پټې کړې چې له بحث څخه داستدلال دګونګوالي له امله دتېښتې کولو پرته بله مانا نه لرله !
اوس يې بيا درڅخه پوښتم چې پۀ عين حال کې ستاسي دنوې ليکنې پۀ هکله هم بايد وپوښتل شي ،
څۀ فکر کوئ چې دماشومانو ښه پالنه او روزنه دټولنې پرمخ دټولو نېکمرغيو لارې نه پرانيزې ؟ که راسره موافق ياست , داراته وواياست چې دماشومانو ښه بدني ،مادي پالنه،اووړ اروايي اواخلاقي روزنه څرنګه شونې ده ؟ ايا ښځې فطرتأ دخپل لطيف اروايي او فزيکي جوړښت له مخې دې ته امادګي لري چې پۀ يو وخت دې د چا خبره ،شهيد هم شي غازي هم شي او کورته دې هم روغ رمټ راشي ؟
زموږ پۀ نظر ښځې طبعأ د بشري ټولنې درهبري او رهنمايي مسؤليت لري ! پۀ دې مانا چې د بشري نسل ( پښت ) د پالنې اوروزنې دنده لري ، چې دنارينه طبعأ پۀ وس کې نشته ځکه چې نارينه پۀ هماغه نهايي کچه لطيف او رقيق عواطف نه لري ،په کومه چې يې ښځه درلودونکې ده !!!
غيرت صيب : فرضأ که له تاسې سره ومنو ، اوښځو ته دسړيو دندې ور وسپارو ، نوره کورنۍ وضعه مو دې پۀ اور پسې وي ، زموږ دټولنې دسبا ورځې جوړؤنکي او دکار او فعاليت د سېک ( قوې ) تشکيلوونکي ( ماشومان ) به څوک دژوندانۀ له أريزو او بسټيزو اصولو سره أشنا کوي ؟ څوک به يي دخپلې ټولنې او خلکو پر وړاندې له خپلو ټولنيزو مسؤليتونو او وجايب څخه خبروي ؟ او همدا ډول دې ته ورته نورو ارزښتمنو أرونو ځخه به چيرې خبرېږي ؟ ځکه چې دمور له خوږې او پستې غيږې خوبه چې دد وئ لمړنی ښوونځی دی ، دسوشليزم او امپر ياليزم اوپۀ ټوليزه توګه دبشريت خير خواهانو بې برخې کړي وي !! ؟
ايا دلوديځوالو پۀ څېر Care Centre ونه به ورته جوړوۀ ؟ اوکه يې ورته جوړ کړو ، څۀ فکر کوئ چې ټولنيږ وضعيت به مو تر لوديځوالو بد تر نه شي ؟ ايا بيا به هغه زوی خپل ې مورته دمور پۀ سترګه وګوري ،چې دمور پۍ او غېږ يي ليدلې نه وي !!!
او بس پۀ همدې بسنه کووم ، ځکه چې تاسې تر ما ښۀ پرې پوهېږئ !!!
خو پۀ أګاهانه ډول پر واقعيتونو سترګي پټوئ ، چې يو ستر ټولنيز خيانت دی !!!
پۀ درنښت :صميم کټوازی
شېخ دې لمونځ روژه کړي زه به ډکې پيالۍ اخلمه
هر سړی پيدادی خپل ،خپل کارلره کنه ؟
Ghairat
29.08.2005
[quote:cf7b652330="Assad ullah samim Katawazai"]ښاغلی غيیرت صيب تر سلامونو وروسته ... ستاسي دنوې ليکنې پۀ هکله هم بايد وپوښتل شي ،
څۀ فکر کوئ چې دماشومانو ښه پالنه او روزنه دټولنې پرمخ دټولو نېکمرغيو لارې نه پرانيزې ؟ که راسره موافق ياست , داراته وواياست چې دماشومانو ښه بدني ،مادي پالنه،اووړ اروايي اواخلاقي روزنه څرنګه شونې ده ؟ ايا ښځې فطرتأ دخپل لطيف اروايي او فزيکي جوړښت له مخې دې ته امادګي لري چې پۀ يو وخت دې د چا خبره ،شهيد هم شي غازي هم شي او کورته دې هم روغ رمټ راشي ؟ [/quote:cf7b652330]
لومړی ښأغلي صميم کټوازي صيب ته د زړه له تله سلامونه او بيا ځوابونه :
ښکاره ده چې ستاسو انديښنه د لويديځې ټولنې له ناسم تصور څخه منځته راغلې ، ايا ددې علت دادی چې تاسو لويديځﻻ تراوسه پورې پخپله نه دی ليدلی، يا مو د لنډې مودې له پاره ليدلی دی ؟ او که نه ښه اوږده موده مو ليدلی خو د سطحي ليدنو له تکرار پرته مو ځان د غربي ټولنې له منځ او ماهيت څخه ځان نه دی خبر کړی ؟
په هر صورت ، که مو نه وي ليدلی او يا د هغې ماهيت ﻻ نه پيژنئ، نو خير دی، د تصور حق يې هر سړی لري ، ستاسو حق د تصور هم محفوظ او هم د درناوي وړ دی ، هو! د تصور [color=white:cf7b652330]حق !، نه هر تصور پخپله [/color:cf7b652330]، ځکه يواځې ريښتنې تصور د منلو او درناوي وړ وي ، نه غلط ، او رښتنې تصورات تل ډېر
کم و ي!!د ساري په توګه د شهيد ، غازي او روغرمټ کورته راستنيدل مثال مو د لويديځې نړۍ په هکله کورټ نا سم او بيځايه دی . ځکه د ماشوم له زيږيدنې څخه څو مياشتې مخکې او تر زيږدنې وروسته تر درې کالو پورې ميندو ته له کار څخه رخصت ورکوي ا و له ٢ ـ ٣ ماشومانو څخه زيات څوک راوړل هم نه غواړي . نو داچې ښځې [quote:cf7b652330] د بشري نسل ( پښت ) د پالنې اوروزنې دنده لري ، چې دنارينه طبعأ پۀ وس کې نشته ځکه چې نارينه پۀ هماغه نهايي کچه لطيف او رقيق عواطف نه لري ،په کومه چې يې ښځه درلودونکې ده [/quote:cf7b652330] دغه حقيقت په
لويديځ کې لا ښه او ژورپيژندل شوی، پلی شوی او ساتل شوی او تر هر بل ځای يې په لويديځ کې ښې نتيجې ورکړي دي ، ځکه لويديځوال ماشومان له هره اړه تر ختيزوالو ماشومانو مخکې او ښه روغتيا لري !!!
پدې سره مو ﻻندينۍ پو ښتنه هم بشپړ ځواب شوې ده :
[quote:cf7b652330]غيرت صيب : فرضأ که له تاسې سره ومنو ، اوښځو ته دسړيو دندې ور وسپارو ، نوره کورنۍ وضعه مو دې پۀ اور پسې وي ، زموږ دټولنې دسبا ورځې جوړؤنکي او دکار او فعاليت د سېک ( قوې ) تشکيلوونکي ( ماشومان ) به څوک دژوندانۀ له أريزو او بسټيزو اصولو سره أشنا کوي ؟ څوک به يي دخپلې ټولنې او خلکو پر وړاندې له خپلو ټولنيزو مسؤليتونو او وجايب څخه خبروي ؟ او همدا ډول دې ته ورته نورو ارزښتمنو أرونو ځخه به چيرې خبرېږي ؟ ځکه چې دمور له خوږې او پستې غيږې خوبه چې دد وئ لمړنی ښوونځی دی [/quote:cf7b652330].
هو سمه د ه چې دسوشليزم پۀ څېر Care Centre ونه ورته جوړول به يې ټولنيږ وضعيت تر لوديځوالو بد تر کړي او بيا به هغه زوی خپلې مورته دمور پۀ سترګه و نه ګوري ،چې دمور پۍ او غېږ يي ليدلې نه وي . خو دا د ستالين پلانونه وو، نه د لويديځوالو !!!
[quote:cf7b652330]او بس پۀ همدې بسنه کووم ، ځکه چې تاسې تر ما ښۀ پرې پوهېږئ !!!
خو پۀ أګاهانه ډول پر واقعيتونو سترګي پټوئ ، چې يو ستر ټولنيز خيانت دی !!![/quote:cf7b652330]
وروره اوس به درته مالومه شوې وي چې ما نه په اګاهانه توګه او نه غير اګاها نه توګه سترګې پټې کړ ې دي، او تاسې په اګا هانه توګه نه ، خو په غير اګاهانه توګه سترګې پټې کړې وې، نو ځکه ځان ګرم هم نشې بللی چې ولې مو د نا روا تورونو غونډاري هرې خواته ويشتلي دي .
هو :
[color=blue:cf7b652330]نه به شېخ ريا کړي ، نه به ډکې پيالې ته اخلې !
....................................................نـــه هــر څوک پــــــيدا دی تــــــرکاڼۍ لــره کــنه !
په مينه مينه اونېکو هيلو ![/color:cf7b652330]
کټوازی
31.08.2005
ښاغلي غيرت صيب ته دزړۀ له کومې سلامونه او احترامات ،
[color=green:0b6e35bde3]ښاعلی غيرت ، تاساسې ليکلي :
[color=green][color=violet]ښکاره ده چې ستاسو انديښنه د لويديځې ټولنې له ناسم تصور څخه منځته راغلې ، ايا ددې علت دادی چې تاسو لويديځﻻ تراوسه پورې پخپله نه دی ليدلی، يا مو د لنډې مودې له پاره ليدلی دی ؟ او که نه ښه اوږده موده مو ليدلی خو د سطحي ليدنو له تکرار پرته مو ځان د غربي ټولنې له منځ او ماهيت څخه ځان نه دی خبر کړی [/color:0b6e35bde3][/color][/color]مګر نه پوهېږم چې پۀ دومره ارزښتمن بحث کې چې سا ينټيفيکو دلايلو ته اړتيا لري ،څرنګه دې پۀ داسې سطحي او لوحي دلا يلو تکيه کړې ، چې پرته له دې ستاسې د استدال ژبه ګونګه وښيئ ، بله هيڅ مانا نه لري !!!
ځکه چې لمر پۀ دوه ګوتې نه پټېږي ،او بيا پۀ اوس وخت کې چې تمدن د پرمختګ دومره پړاؤنه وهلي ، ټوله نړۍ يې ديوې کورنۍ پۀ واک کې ورکړې ، دفردي ژوند ټغر ټول شوی ، ژوند د هما اهمنګۍ پر محور څرخي ،ټوله نړۍ ديواوبل پۀ نېکمرغيو او بدمرغيو کې شريکه شوې ،ولا که يي پۀ هيڅ شي هم پټ کړې !!!
مګر پردې منلي واقعيت برسېره ستاسې دا دخواشينۍ وړ روش ( خوی ) [color=blue:0b6e35bde3]زما دااټکل پۀ اثبات رسوي ،[[color=indigo]color=violet] تاسې پۀ أګاهانه ډول پر واقعيتونو سترګې پټوئ ،چې يو [/color:0b6e35bde3]ستر ټولنيز خيانت دی !!![/color] [/color]
څۀ فکر کوئ چې دلوېديځوال تمدن پۀ هکله زموږ دې مسلم دريځ ته اندېښنه ويل چې،لوېديځوال تمدنښځه دمور پۀتوګه دوياړ او افتخار له مقام ،دخورپۀتوګه دعزت او وقار له مقام دلور پۀ توګه دمينې اوشفقت له مقام او دمېرمنې پۀ توګه يې دمينې او ملګرتيا يا رفاقت له مقام څخه بې بر خې کړه ، او يواځې يې دخپل بازار او کاروبار ښکلا جوکړه کړه ، اوهغه هم تر هغه وخته ،چې [color=white:0b6e35bde3]راښکون ( کشش ) [/color:0b6e35bde3]پۀ کې وي ، ايا پرته له دې چې له بحث څخه پښې سپکې کړې بله مانا لري !!؟
ځکه چې دايو واقعيت دی ، پخپله لوېديځوال هم ورباندې سترکې نه شې پټولای او نه يي پرې پټوي ، پۀ دې چې دوئ يې پر خپل أند سم بولي !!!
که تاسې اوس هم پۀ دې باور ياست چې رښتيا راځي ،درواغو به کلی وران کړی وي ،پربشپړباور ، چې دابه ستاسې ناوړه پوهاوی وي ،اوپرته له دې چې خپل ځان ورباندې وغولوئ ،بله به هيڅ مانا هم ونه لري ، ځکه چې اوس پۀ[color=indigo:0b6e35bde3] جام جمشېد [/color:0b6e35bde3]کې هر څۀ ښکارېږي هيڅ شی هم پټ نۀ دي !!!
دې ته دې هم بايد پام راوګرځوم ،چې دلوېديځوالو دښځينه پښت ( قشر ) پر عزت ،نفس ،اومقام ،نه جبرانېدونکی تېری اوتجاؤز هم زموږ غوندې خلکو ( چې له دې بې تهذيه ټولنې څخه لري اوسي ) نړيوالو ته رسوا کړی ، اوا نشاالله يو ورځ به پرې دلوېديځ دبا سواده ښځو غوږونه هم هرومرو خلاص شي او ...............!!! که خدای کول
ځکه هغه خلک چې په همدې بې تهذيبه ټولنه کې اوسي ،[color=darkblue:0b6e35bde3][color=olive] [color=violet]پۀ هماغۀ رنګ[/color:0b6e35bde3][/color] کې رنګ دي [/color]، اوبس !!!
غيرت صيب : څۀ فکر کوئ که رښتيا هم پۀ لوديځ کې داواقعيت منل سوی اوپلي سوی وي چې د اولاد پالنه اوروزنه دښځو مسؤليت دی اودا دنسل دروزنې ستر ه دنده فطرتأ ښځې پر غاړه لري ځکه چې د نارينه پۀ وس کې نشته ، بيا لطفأ داروښانه کړئ چې بيا هلته پۀ زرګونو Care Centre ونه دکوم هدف لپاره جوړ سوي دي ، چې لا پۀ کوچنيوالي کې Professional club ونو ته(پۀماډرن اصطلاح)لار پيداکوي !!؟
اوکه داهم تاسې درواغ ګڼئ او سترګې مو راپټوي ، خير دی پۀ دې مې ويسا کړئ ، ايا هغه ښځې به وکولای شي چې دمور پۀ حيث د وياړ او افتخار له مقام ، دخورپۀ حيث د عزت او وقار له مقام ، دلور پۀ حيث دمينې او شفقت له مقام ، او د مېرمنې پۀ حيث د مينې شفقت او رفاقت له مقام څخه بې برخې سوې و ي ، دخپل اولاد ښه بدني ،مادي پالنه او وړ اخلاقي او اروايي روزنه وکړي ؟
که يي همداسې واخلو :
[color=green:0b6e35bde3]ۀپۀ لوېديځ کې د ماشوم له زيږيدنې څخه څو مياشتې مخکې او تر زيږدنې وروسته تر درې کالو پورې ميندو ته له کار څخه رخصت ورکوي[/color:0b6e35bde3]
ايا پۀ دومره لنډه موده کې هغه ښځې کولای شې ، داولاد له هر پلوه دډاډوړ پالنه اوروزنه وکړي ، چې پۀ پورته ياد شويو حالتونو کې قرار ولري !!؟
غيرت صيب ، ددې بې ثبوته کلماتو :
[color=brown:0b6e35bde3]دا ستادلينين پلانونه وو، نه د لويديځوالو !!! [/color:0b6e35bde3]
پۀ جواب کې ځکه څۀ نه درته وايم ، هر کله چې دمقابل لوري پر وړاندې د سړي استدلال ګونګ شي ،طبيعي ده هغه ا نسان چې پر واقعيتونوسترګې پټوي او دخلکو دتېراېستلو ناکامه هڅه کوي ، پر داسې کلماتو او الزاماتو تکيه کوي !!! که څرنګه ؟؟؟
[[color=indigo:0b6e35bde3]color=green] ځان پۀ ما کې مه ګوره ، جهان درته در ښا يمه
............................................. زۀ ستا أئينه نه يم جا نانه ،ستا نظر يمه !!!
د پښتنې ورورۍ ، پۀ مينه : صميم کټوازی [/color:0b6e35bde3][/color]
Ghairat
01.09.2005
ښاغلي صميم کټوازي صيب ته دزړۀ له کومې سلامونه او احترامات !
د هرې تيوريکي ادعا د حقيقت معيار پرکتيک او عملي ډګر دی ، که چيری څوک له پرکتيک او عملي ډګر څخه ليرې پاتې شوی وي ، تر هغه حالت چې پخپله همغه کس اړونده شيان پخپله د سر په سترګو ليدلي او په همغه عملي ډګر کې يې ژوند کړی وي، قضاوت يې په دواړو حالتونو کې سره کورټ توپېر او د ځمکې او آسمان تر منځ فرق لري .له عملي ډګر = واقعيت څخه د دغسې ليرې پاتې والي په سبب ٦٠ کاله شرقي کمونسي بلاک خپل اولس په ورته ادعاګانو ، تبليغ او
ايديالوژيکي مغز وينځلو سره په تياره کې وساته ، ديکتاتوري حکومت يې
پرې تحميل کړ او د يوې بشپړې عصري برده دارۍ په نظام کې يې له ويښتانو څخه تر نوکانو پورې وزبېښل .
داچې خبري رسنيو ، ډله ييزو وسيلو نړۍ د يو کلي او کورنۍ په توګه سره نږدې کړې او کوچنۍ کړې ده ، او نه داچې د يوې کورنۍ په ولکه کې يې ښکيل کړې ده، سره ددې هم د علايقو فشار انسانان د کل او جز تر منځ د ځايونو او رول بدلولو ته اړباسي فرعي پيښې د خپل مطلب له پاره مهمې او مهمې پيښي فرعي معرفي کولی يا لږ تر لږه انګيرلی شي . د يو ٥٪ اخلاقي منحرفينو له پاره تر ٨٠ ٪ يا ٩٠ ٪ او ٩٥٪ پورې سالمه ټولنه منحفرفه ، ناروغه يا بد اخلاقه بلل د منلو وړ ګرځيدلی نشي !
اوبيا زمونږ بحث افغاني ښځو ته د علم ، تخنيک ، کار ، سياست او اداري ساحه کې د برخې او حق ورکولو په مو ضوع روان دی، نه د لويديځ اواسلامي نړۍ تر منځ په ځينو کلتوري فرقونو ! په نوموړو برخو کې له نارينه و سره د ښځو مساوات د ښځو مسلم او طبيعي حق دی چې بايد د خپل اسلامي کلتور د ساتلو په چوکاټ کې يې تر ﻻسه کړي! طبيعي ده چې ددغه حق په پوره کولو سره به منجمدې کلتورې نظريې او د ورځني ژوند په په خسا او چينجن سازمان کې بدلون منځته راځي ، او د ډيرو شيانو شکل او ارزښت به له سره تعريف کيږي او د ښځو او نارينه تر منځ به د فاميلي حقوقو پولې نوې ټال کيږي ! هلته بيا وخت دی چې اسلامي ارشادات او افغاني ګټورارزښتونه هم په پام کې ونيول شي او زمونږ فرق له لويديځوالو سره په کلتور ، دين او مذهب کې هم وساتل شي . دغه دواړه غوښتنې يعنې د ښځو د علم ، تخنيک ، کار ، سياست او ادري ساحه کو د پوره برخې حق او د ملي او اسلامي کلتور ساتنه يو د بل پر ضد نه دي ا نه بايد يو د بل پر ضد درک شي ، بلکې دواړه بايد دمحتوا او شکل په توګه سره ﻻزم او ملزوم و پيژندل شي . افغاني او اسلامي شکل مجبور او مکلف دی چې پخپله د نوموړی محتوا د ودې او پرر مختګ شکل و اوسي، او نوموړې محتوا هم مجبوره او مکلفه ده چې افغاني او اسلامي شکل او چوکاټ ولري . ددواړو تر منځ به مقابل اغيز او څه ناڅه استکاک هم منځته راځي ، شکل به غوزيږي او محتوا به وده موي . له دې ضرورت څخه ويريدل او لړزيدل ، تيښته او پټيدل نه بلکې د هغې سره مخامخ کيدل په کار دي !
که تاسو باور لرۍ چې ښځو ته د علم ، تخنيک ، کار ، سياست او اداري ساحه کې د برخې حق ورکول په افغاني يا اسلامي چوکاټ کې هډو ځای او امکان نشته نو بيا خو د افغانيت او اسلاميت ددغسې يو درک او منجمد تفکر د مرګ حکم مو پخپله صادر کړ . ځکه پورتنۍ محتوا به وده کوي او مانع شکلونه به لکه د مار پوستکي له ځانه څخه يو د بل پسې غورځوي او وده نمو او پراختيا به مومي.
تاسو په لويديځ کې د ميندو له پاره د درې کلن رحصت د کفايت په اړه پوښتنه کړې وه ، زه په تير پسې همدومره زياتوم چې تر هغه وروسته هم ميندې د ورځې نيم وخت چې ټاکل يې هم هرې مور په خوښه کيږي کار کوي، د ماشومانو په نوم هم يو عايد لري،چې په غير مستقيم ډول د مورولۍ کار په رسميت پيژندل او تقديرول دي . سربيره پر دې ماشومان له دوه کلنۍ وروسته وړوکتون ته ځي چې د کورنۍ ، اواجتماعي محيط يو ګډ شکل دی او په علمي توګه پالل کيږي .
هغه کوم منفي care Centre چې تاسې ورته ګوته نيولې وه کوم دولتي او عامه مرکزونه نه دي . په منحرف کونکو شخصي مرکزونو کې د ځوانانو ٥٪ هم نه وي ، چې هغوي هم د ټولنې سره د نه سازش او بيکارۍ له امله د يو غير اجتماعي او
ځپلي قشر ته د منسوبو والدينو اوﻻده وي ، چې د دليل په توګه د يادولو وړ فيصدي نه لري .
په فاميلي اړيکو کې دوی د تره او ماما ، ترور او خاله نارينه او ښځينه او لادونه هم لري او يو پر بل باندې د نکاح تړلو ته يې هم په زړه کې دغلا کمين نه وي نيولی .
، ځکه د مسلمانانو په څير ددوی تر منځ نکاح تړل ددوی د خپلوۍ اړيکې هم له منځه وړي او د ښځې او ميړه تر منځ بيا د ما ما ،کا کا ، ترور او خالا لورولي او ځوی ولي هيڅ معنی نه لري . سربيره پر دې جينيتيکې اوارثي ګټې د ماشوم د روغتيا له پاره هم د ماما ، کا کا ، خاله او ترور د اوﻻدونو ترمنځ په دغسې اسلامي نکاح ګانو کې له منځه ځي . والسلام .
يادونه : ما په ليکنه کې (( د ستالين پلانونه )) بللې ؤ ، خو تاسو ترې (( ستا د لينين پلانونه )) جوړه کړي دي . :) ټيپيکه انګيرنه نه ده ؟
کټوازی
04.09.2005
[color=green:47ca87335c]ښاغلي او پيا وړي ورور غيرت صيب ته دزړۀ له کومې سلا مونه اواحترامات ![/color:47ca87335c]
رښتيا ده چې زموږ تر منځ بحث دلوېديځې او ختيځې ټولنې پر کلتوري توپيرونو نه ، دښځو د حقوقو اووجايبو پر موضوع دی[color=darkred:47ca87335c] ( که څۀ هم دبحث سر ليک مو له دواړو موضوعاتو سره څۀ لږ توپير لري )[/color:47ca87335c]
ځکه زۀ هم نور نه غواړم پر دې موضوع بحث وکړم ،چې دښځو حقوق دلوېديځ پۀ منحط اوبې لارې کوونکي تمدن کې خوندي دي اوکه زموږ پۀ بډايه اسلامي افغاني فرهنګ کې ؟ ځکه چې دغه واقعيت پۀ نړۍ کې دپېښو او واقعاتو له کلي ګرافونو څخه ښۀ جوتېدای شي !!!
موږ وړاندې هم دې أر ته ستاسو پام راګرځولی وۀ چې ښځې د انساني ټولنې دنيمايي قشر پۀ توګه ، زموږ پۀ ټولنه کې دنارينه ؤ پۀ څېر خپل حقوق او وجايب لري ، چې ځينې يي له دغو حقوقوڅخه پۀ طبيعي ډول ورسپارل کيږي او ځينې يې بيا د ټولنيزو ايجاباتو او ضرورياتو له مخې ،
خوپۀ دې وروستي صورت کې بايد دښځې دښځيتوب وياړمن او قدرمن مقام خوندي او وساتل شي ،ځکه هغه چارې چې زموږ سپېڅلې پرښتې ( افغاني خويندې ميندې ) دښځيتو ب له خپل وياړلي طبيعي مقام څخه بې برخې کوي ،بايد ور و يې نه سپارو ، ځکه چې تر دې به بله کومه ستره جفا اوناروا دښځو دحقوقو پۀ برخه کې نه وي شوې !!!
دښځې لپاره دښځيتوب سپېڅلی او وياړلی مقام يقينأ چې د وياړ ،افتخار او وقار مقام دی ،چې له بده مرغه ځينې لنډ پاري خلک چې ځانونه روڼ أندي ښيئ ورته هيڅ ارزښت او درنښت نه لري .
موږ باور لرو چې ښځې بايد پۀ ټولنيزو چارو کې پرهغه کچه ونډه وانخلي ، چې د خپلو طبيعي دندو پۀ اکمال کې پاتې راشي او يايې ښکلا ښايست ، اروايي او فزيکي جوړښت اغېزمن شي او پۀ پای کې يي د ښځيتوب سپېڅلي او وياړلي مقام او حيثيت ته ګواښ متوجه شي ،[color=darkblue:47ca87335c] ځکه چې دښځې وجود خدای پاک ج د مهربانۍ ، عاطفې ، محبت ، صميميت او نورو عاطفي رجحاناتو مرکز ګرځولی دی[/color:47ca87335c] ، چې دا پخپله د اولا د ښوونې ، روزنې اوپالنې دارزښتمنې ، وياړمنې او قدرمنې دندې يو طبيعي او فطري حکم دی [/color]
همدا راز د ښځو دزده کړې پۀ هکله موږ دې اصل ته ستاسو پام راګرځولی وۀ او اوس مويوځل بيا ورته متوجه کوۀ ، چې ،
[color=indigo:47ca87335c]................................................... جس علم کي تا ثير سي زن هو تي هې نازن
...................................................... کهتې هې اسي علم کو ار با ب نظر مو ت !!!
بېګانه رهې دين سي اګر مدرسه زن
هې عشق و محبت کيليئ علم وهنر موت !!! [/color:47ca87335c]
ځکه چې زموږ پۀ نظر دښځو زده کړې يواځې با يد ددې لپاره وي چې پۀ ټولنه کې دمورولۍ فرهنګ و ده او پراختيا پيدا کړي ، اودښځو له خوا خپلې طبيعي او ټولنيزې دندې پۀ ښه توګه درک ، او و پېژندل شي اوپۀ دې توګه و خپلې کورنۍ او ټولنې ته چوپړ ووهي ، نه ددې لپاره چې ښځه دښځيتوب له سپېڅلي ،او وياړلي مقام څخه د متاع حيثيت ته را وغورځوي ، او چوپړ يې دځان وبال شي !!!
زۀ دا پر خپل ځان د خپلو افغاني خوېندو ، مېندو پور بولم چې ورته ووايم ،
................................. [color=indigo:47ca87335c]بتولې باش و پنهان شو از ين عصر
................................. که در أغوش شبيرې بګيري .......!!!
اوکه څوک پکې څۀ وايې ، نو بيا زېری ورکوم ، چې ،
اوس ماته أ ئينه به د عالم د رنګينو کړم
............................................ زا هد که را ښودای شي د حيرت د چمن پته [/color:47ca87335c]
[color=green:47ca87335c] پۀ کليواله پښتنه مينه[/color:47ca87335c]
Ghairat
05.09.2005
دروند صميم کټواځي ته يا بيا سلامونه او ښې چارې!
ليکنه مو په تول پوره او زړه راښکودونکې ده ، پر قلم مو برکت شه !
هغه قدرمن ځای او دريځ چې په څه پوه کسان يې د ښځو له پاره اړين بولي، ﻻزموي چې ښځې[color=white:febd30404a] د لويديځوال تمدن له فضايلو [/color:febd30404a]څخه برخمنې او له کلتوري رزايلو څخه يې وساتل شي ! مونږ د خدای پر فضل د اسلاميت او افغانيت اخلاقي جوهر او ګا ڼه لرو چې د لويديځوال کلتور له رزايلو څخه ښځينه او نارينه دواړه ساتلی شي ! خو ددې اړخ غوښتنه بايد تر خپل حده پورې وي، ځو د لويديځوال تمدن د فضايلو او ګټو وټو له له ليدلد څخه زمونږ د اند او تفکر سترکې ړندې نکړي! نوموړي فضايل د ښځو له پاره علم او پوهنه ، طب او تخنيک ، سياست او ابرومندانه کار او وظيفه ده او له مادي امتياز سره
د د اوﻻدونو روزنه ده ! ددې دواړو تر منځ اړيکه او تناسب بايد د شرايطو له خوا
ديکته شي او هيڅکله هم جبري خصلت ونه لري!
په ټوله افغاني پښتنې مينه او درنښت !
کټوازی
09.09.2005
size=18] پۀ ډېر لنډيز [/size]
ښاغلي اوپيا وړي ورور غيرت صيب ته دزړۀ له کومې صميمانه سلا مونه اواحترامات !
څومره سپېڅلي ،توږلي او وياړلي کلمات مو راوړي ،
[quote:25f088faec]هغه قدرمن ځای او دريځ چې په څه پوه کسان يې د ښځو له پاره اړين بولي، ﻻزموي چې ښځې د لويديځوال تمدن له فضايلو څخه برخمنې او له کلتوري رزايلو څخه يې وساتل شي ! مونږ د خدای پر فضل د اسلاميت او افغانيت اخلاقي جوهر او ګا ڼه لرو چې د لويديځوال کلتور له رزايلو څخه ښځينه او نارينه دواړه ساتلی شي !!![/quote:25f088faec]
دفکر اباسين مو تل څپانده اوسه !
مګر دې واقعيت ته بايد دټول پام وي ، ټول بشر او پۀ تېره بيا ښځې د مځکې پرمخ دموجودو ټولو مذهبونو اوتمدنونو پرتله داسلام پۀ سپېڅلي دين کې پۀ لوړه کچه له خپلو طبيعي مدني حقونو څخه برخمنې او قدرمنې دي ،چې له ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم سره دهغوئ ( ښځو ) بيعت کول يې تر ټولو ستره او غوره بېلګه ده !!!
نو برسېره پردې که پۀ حقوقي او مدني برخه کې له نورو تمدنونو او ټولنو څخه ټولنيز ارزښتونه او ميعارونه خپل کړو [color=darkred:25f088faec]( سره له دې ، له دغو تمدنونو او ټولنو څخه يو هم پر أريز ډول د دغو سترو ټولنيز و ارزښتونو او معيارونو وړاندې کوونکی او درلودونکی نه دی ، پۀ بېلا بېلو وختونو کې يې له اسلامي تمدن څخه خپل کړي او رانيولي دي ، چې موږ يې تاريخي شواهد پۀ لاس کې لرو !!![/color:25f088faec]
پر بشپړ باور چې دا به مو د وړې أسيا ( بر ضغير ) د خپلواکۍ د هغه مسلمان مبارز لار تعقيب کړې وي ، چې پۀ يوه غونډه کې يې پر ډېر وياړ وويل [color=indigo:25f088faec]:( که انګليسيانوموږ ته خپلواکي را نه کړه ، دچنګېز خان غوندې بريد به پرې وکړو !)[/color:25f088faec]
نهرو ددې مسلمان مشر له خوا انګليسيانو ته پخپل ګواښ کې [color=white:25f088faec]دچنګېز خان[/color:25f088faec] دنامۀ پر يادولو ډېر خواشينی شو او ويې ويل : [color=white:25f088faec]دخواشينۍ ځای دی چې د هغوئ ( مسلمانانوپۀ پۀ تاريخ کې د عمر نوم هم شته )[ [/color:25f088faec] پۀدې مانا نه ،چې ز موږ ښځې له ټولو حقو نو څخه برخمنې دي ، موخه مې داده ، موږ ددې پر ځای چې له نوروتمدنونو او ټولنو څخه پۀ خپل ټولنيز ژوندانۀ کې ارزښتمن توکي راواخلو ، هڅه او هاند بايد وکړو خپله ټولنه پۀ ريښتينې مانا له هر پلوه اسلامائزډ ( اسلامي ) کړو ګنئ پۀ اوس وخت کې موږ پوهېږو چې زموږ پۀ ټولنه کې چې پۀ واقعيت کې اسلامي ده او نه .......) ښځې څومره محرومې ، مظلومې او محکومې دي !!؟ او بس
پۀ بې کچه مينه : ستاسې دټولو صميم ، کټوازی
[color=yellow:25f088faec]څو چې بې دم شم راته ډېر دزړګي دم راکوې
...................................... عمر دې ډېر شه چې اشنا غمونه کم راکوې [/color:25f088faec]
بصير افغان
24.04.2006
ګرانه وروره اسدالله جان كټوازى ستا د روغتيا او سلامتيا په هيله!!!
تا ليكلي چې لويدځوال تمدن ښځو ته څه وركړل!!!
ولې ته نه يي خبر؟
ګرم نه يي كابل دې نه دى ليدلئ.
دلته په كابل او په ځينو نورو ولايتونو كې لويديځوال تمدن د ډېرو كچه او بې تهذيبو ښځو د كلونو كلونوآرمانونو غوټۍ وروغوړولي او په خپل مرام يي ورسولي.
بس كټوازى صيب د افغاني ښځو لپاره د لويديځوال تمدن همدغه سوغات وو، چې اوس يي سارى په هيڅ ځاى كې نه تر سترګو كيږې .
[color=green:911e140ce6]په پوره پښتنې حيا سره!!![/color:911e140ce6]
Re: لويديځوال تمدن ښځو ته څه ورکړل ؟
Ajab
28.04.2006
[quote="صميم کټوازی"]لوېديځوال تمدن ښځې ته څۀ ورکړل ، چې زموږ داسلامي افغاني ټولنې ښځې يې پۀ ډير وياړ پېښې ( تقليد ) کوي !!![/quote]
راته ګرانه وروره صميم جانه؟ عجيبه خبره ده چې تا يوه پوښتنه کړې ده او هغه دې پخپله ځواب کړې هم ده خو بيا هم ورباندې بحث ته لېواله يې او لګيا يې هغه څه وايې چې د ځمکني حقيقتونو سره هيڅ تړاو نلري.
تا پوښتنه کړې چې ((لويديځوال تمدن ښځې ته څه ورکړل؟)) خو بيا دې ليکلي چې ((زمونږ د اسلامي افغاني ټولنې ښځې يې په ډېر وياړ تقليد کوي)). نو ايا دا چې د ګردې اسلامي نړۍ خلک (يواځې ښځې نه بلکې سړي هم) د لويديځوال تمدن تقليد کوي نو دا يې د (ورکړې) او ښه والي يو ثبوت ندى؟؟؟
په اسلامي افغاني ټولنه کې تا ښځې ته څه ورکړي؟ ښځه د سړي غلامه او وينزه ده. سړى يې د وژلو، وهلو، ټکولو، خرڅولو او .... حق لري او د ماشومانو د پيدا کولو کارخانه يې ترې جوړه کړې ده. نو دې ته تمدن وايې؟
Re: لويديځوال تمدن ښځو ته څه ورکړل ؟
کټوازی
30.04.2006
له ګرانو وروڼو هر يوۀ بصير جميلي او عجب څخه پۀ بيا ،بيا مننه چې زموږ پۀ يوۀ پخواني او لمړني بحث کې يي بيا د مباحثې او مکالمې روح پو کړ !
ښاغلي عجب ليکلي :
[quote:4ded3c4479]راته ګرانه وروره صميم جانه؟ عجيبه خبره ده چې تا يوه پوښتنه کړې ده او هغه دې پخپله ځواب کړې هم ده خو بيا هم ورباندې بحث ته لېواله يې او لګيا يې هغه څه وايې چې د ځمکني حقيقتونو سره هيڅ تړاو نلري. [/quote:4ded3c4479]
ګرانه ! که تاسو ټول بحث له سره ترپايه کتلی وای يقيناً چې د موضوع پۀ تحليل کې به مودومره لويه تېروتنه نه وای کړې !!
بيا ورپسې ليکئ
[quote:4ded3c4479]تا پوښتنه کړې چې ((لويديځوال تمدن ښځې ته څه ورکړل؟)) خو بيا دې ليکلي چې ((زمونږ د اسلامي افغاني ټولنې ښځې يې په ډېر وياړ تقليد کوي)). نو ايا دا چې د ګردې اسلامي نړۍ خلک (يواځې ښځې نه بلکې سړي هم) د لويديځوال تمدن تقليد کوي نو دا يې د (ورکړې) او ښه والي يو ثبوت ندى؟؟؟[/quote:4ded3c4479]
ښاغليه ! که د واقعيت معيار پۀ ر ښتيا هم ډېره کي او يا اکثريت و ي، نو بيا نه يوازې چې پۀ ځينو برخو کې د بشري نړۍ د ډېره کيو ملاتړ وکړو ، بلکې پۀ تمامه مانا آن د عقيدې ترپولو يي بايد تقليد او پېښې وشي !
خو آشنايه ! د واقعيت معيار هيڅکله هم ډېره کي نۀ شي کېدای او نه هم ټولې مسئلې د غيراسلامي ډېموکراسي د ميجوريټي د اصل پر بنسټ حل ا و تصفيه کېدای شي !
[quote:4ded3c4479]
په اسلامي افغاني ټولنه کې تا ښځې ته څه ورکړي؟ ښځه د سړي غلامه او وينزه ده. سړى يې د وژلو، وهلو، ټکولو، خرڅولو او .... حق لري او د ماشومانو د پيدا کولو کارخانه يې ترې جوړه کړې ده. نو دې ته تمدن وايې؟ [/quote:4ded3c4479]
سمه ده چې ما هيڅ هم نۀ دي ورکړي ! خو آيا پرځای ددې چې له نورو ټولنو ،پۀ تېره بيا د لوېديځ له منحط او بې لارې کوونکي تمدن څخه پۀ خپل ټولنيز ژوندانۀ کې ځينې ارزښتونه ([color=blue:4ded3c4479] چې له موږ څخه يي پۀ بېلابېلو وختونو کې پټ کړي [/color:4ded3c4479] )را واخلو ، ښه به نۀ وي چې پۀ رښتينې توګه موږ پښتانۀ او مسلمانان شو ، او خپله ټولنه هر هره پلوه اسلامي او افغاني کړو ، چې دا کار د هغه پرتله يو مخ آسان او له ټولنيزې سايکالوژي سره مو مطابقت او وحدت هم لري او پر دې اساس
يې پلي کېدل هم طبيعي دي !
دا بېله خبره ده چې د ناپوهۍ او بې سوادۍ له امله مو ښځې خو پرېږده چې سړي مو هم له خپل حقوقي او مدني شخصيت او حيثيت څخه ناخبره دي ، او هم د همدې ناپوهۍ او بې سوادۍ له کبله ( چې چاپېريال ورته مساعد شي ) له نورو ټولنو څخه پۀ ړاندۀ تقليد کې ژوند کوي ، ګنئ زۀ دا خبره چېلنج کوم ،چې پر څۀ پوه کسان به هيڅکله هم خپل ژوند پۀ پور [color=blue:4ded3c4479]( له نور و څخه پۀ تقليد کې )[/color:4ded3c4479] تېر نۀ کړي !
Re: لويديځوال تمدن ښځو ته څه ورکړل ؟
Ajab
30.04.2006
[quote="صميم کټوازی"]
سمه ده چې ما هيڅ هم نۀ دي ورکړي ! خو آيا پرځای ددې چې له نورو ټولنو ،پۀ تېره بيا د لوېديځ له منحط او بې لارې کوونکي تمدن څخه پۀ خپل ټولنيز ژوندانۀ کې ځينې ارزښتونه ([color=blue:8ff5232e58] چې له موږ څخه يي پۀ بېلابېلو وختونو کې پټ کړي [/color:8ff5232e58] )را واخلو ، ښه به نۀ وي چې پۀ رښتينې توګه موږ پښتانۀ او مسلمانان شو ، او خپله ټولنه هر هره پلوه اسلامي او افغاني کړو ، چې دا کار د هغه پرتله يو مخ آسان او له ټولنيزې سايکالوژي سره مو مطابقت او وحدت هم لري او پر دې اساس
يې پلي کېدل هم طبيعي دي !
دا بېله خبره ده چې د ناپوهۍ او بې سوادۍ له امله مو ښځې خو پرېږده چې سړي مو هم له خپل حقوقي او مدني شخصيت او حيثيت څخه ناخبره دي ، او هم د همدې ناپوهۍ او بې سوادۍ له کبله ( چې چاپېريال ورته مساعد شي ) له نورو ټولنو څخه پۀ ړاندۀ تقليد کې ژوند کوي ، ګنئ زۀ دا خبره چېلنج کوم ،چې پر څۀ پوه کسان به هيڅکله هم خپل ژوند پۀ پور [color=blue:8ff5232e58]( له نور و څخه پۀ تقليد کې )[/color:8ff5232e58] تېر نۀ کړي ![/quote]
ګرانه صميمه دا ټولې هسې خيالي او مفروضي خبرې دي چې زمونږ ټولنه به دا وکړي او دا به وکړي. زمونږ ټولنه د منافقتونو د يوې اوږدې سلسلې هغې انتها ته رسېدلې ده چې ته يې ترېنه راګرځوې نو دا لکه د ماشوم مخ په وړاندې زور کوي چې نتيجه يې له ګړنګه پرېوتل دي.
تا لويديځوال تمدن ندى ليدلى نو ځکه لګيا يې خپل ستار په غلطو سازونو کې غږوې. بله دا چې دا هيڅ د شرم خبره نده چې د لويديځوال تمدن کوم کارونه ښه دي نو هغه دې مونږ نه خپلوو. ما په افغانستان، پاکستان او عربي هېوادونو کې هم ډېر وخت تېر کړى دى او دا دى اوس مې په لويديځ کې هم ډېر وخت وشو. زه پوهېږم چې په دې ټولنو کې څومره توپير دى. د انسانيت، سوچ او فکر، سړيتوب، ديموکراسۍ، پوهې، حقوقو، د يو بل د اورېدلو او په خبره د پوهېدلو،د انصاف، د کار روزګار، د کورني ژوند او مذهبي رواياتو په معيارونو کې د زمکې او اسمان توپير دى. دا وخت چې اته نوي فيصده مسلمانان لويديځ ته د راتلو هڅې کوي نو ستا څه خيال دى چې دوى د څه لپاره راځي؟
زرملوال
30.04.2006
[color=green:4037b84981]
محترم صميم صيب اونورو وروڼو سلام
صميم صيب موضوع به زړه وى خومونږ اوتاسو ته نوى ده
ددى موضوع يوه برخه ليكنى مى ولوستلى او دځينى ملګرو
ليكنى راته پاتى شوى او لولم به يي انشاء الله
اوبيابه نو خپلى ګوډى ماتى كرښى هم ورپسى پترۍ كړم خداى
دى وكړى چى دسرخوږى لامل مو نه شى خو اوس هم دومره
په تلو تلو كى دومره وايم چى داموضوع خو په دوو تهذيبونو پورى
تړاو لرى او هغه هم داسى تهذيبونه چى دننۍ پرمختللى نړۍ دسيالى
په ډګر كى تقريبا يوا ځى سره پاتى دى نور تهذيبونه هم شته خود سيالى
او يا هم ډغرى له پاره همدا دواړه ديوه بل په وړاندى ولا ړدى كه څه هم د
سيالى انډول برابر نه دى او اسلامى تهذيب نن دخپل سيال هغه (لويديځوال تهذيب)په وړاندى بيخى لږځواكه دى خو خير يو وخت يي په نړۍ خپل راج
تير كړى دى تاريخى او پوهنيزه پانګه يي او س هم الحمدلله ښه بډايه ده او
اوس هم دزمان دپوښتنو او غوښتنو له پاره ځوابونه لرى
نو ددى موضوع بحث بايد ددى دواړو تهذيبونو دتاريخى او پوهنيزو مالوماتو او دلائلو په رڼا كى تر سره شى نه داسى چى ماهورى داسى وليدل او تا نه دى ليدلى
او ......او.....
نوربيا انشاء الله تعالى
په مينه او احترام [/color:4037b84981]