نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
لويديځوال تمدن ښځو ته څه ورکړل ؟
کټوازی
09.08.2005
ګرانې خور ليلوما الفت ,
خپل تاودۀ سلا مونه اونيکې پيرزوينې درته وړاندې کوم. پښتو ژبې ته چوپړ اود پښتني کلتور پالنې ته دې پر ډېر درناوی ، پر دې تړاو دې پښتنې هڅې بريالۍ اومرغيالۍ اوسه ٠
پتمنې خورې ، تاسې ديوې ښځې پۀ توګه ( ددې لپاره چې تاسې يې ښۀ ادراک لرئ اوښۀ يې احساسولای سئ ) دا را ته وواياست ،چې لوېديځوال تمدن ښځې ته څۀ ورکړل ، چې زموږ داسلامي افغاني ټولنې ښځې يې پۀ ډير وياړ پېښې ( تقليد ) کوي !!!
Ghairat
10.08.2005
ليلما الفت به د طرحه شوې پوښتنې ځوابولو ته ﻻ وخت نه وي موندلی ، زما ليکنه د هغې د ځواب ځای نشي نيولی او ښايي پوښتونکي ته خپل ځواب ووايي . خو که پوښتنه ډيره شخصي نه وي نو د ټولګړې بڼې له امله ورته هر لوستونکی خپل ځواب هم و يلی شي . پوښتنه داده
[color=white:f67066014c]چې لوېديځوال تمدن ښځې ته څۀ ورکړل [/color:f67066014c]، ددې لنډ ځواب ښايي يواځې يوه کلمه وي چې (( انسانيت)) يې ورکړ او بس :
دانسانيت اډانه ټولنه ده ، [color=white:f67066014c]په اسلام کې نه ، بلکې په اسلامي هيوادونو کې [/color:f67066014c]ښځه په ټولنه کې کوم ټاکونکی رول او دريځ نه لري ، نو د انسانيت له طبيعي حق څخه بي برخې پاتې شوې او د انسان په نظر ورته نه کتل کيږي . نو په اسلام کې نه ، بلکې په اسلامي ټولنو او هيوادونو کې د ښځو رول او دريځ وڅيړئ او بيايې له لويديځوالو ښځو سره پرتله کړئ ، [color=cyan:f67066014c]چې آيا د اسلامي ټولنو ټولې ښځې عمومي او حرفوي تعليمات لري؟ ايا تحصيلات او لو ړ مقامات په دولتي او سياسي چارو کې لري ؟ له ١٨ کلنۍ وروسته خپل سرنوشت په خپل ﻻس کې نيولی او پخپله ټاکلی شي؟ په علمي ، تحقيقي او طبي موسسو کې يې لوړ ې چوکۍ اشغال کړي دي ؟ په اقتصادي لحاظ له نارينه و څخه مستقلې دي ؟ په سياسي ګوندونو او غورځنګونو کې فعاله ونډه او په مشرۍ کې يې برخه لري او رول په کې لوبولی شي ؟ ايا له ګوند څخه پارلمان او له هغه ځايه يې په کابينو کې مقامونه تسخير کړي دي؟ ايا ښځې قاضيانې او حقوقدانانې هم دي ؟ طبي ډاکترانې ، معلمانې او پروفيسورانې خو څکی څکی !!! که دا يو هم په اسلامي ټولنو کې د ښځو په برخه نه وي، او په بي علمۍ او ان بيسوادۍ کې ښکليل ساتل کيږي نو ايا مسلمانانو ( نه اسلام) ښځو ته د انسان په سترګه کتلي دي؟ ايا هغوی يواځې د کور بنديانې، د کورني کار غلامانې او د نارينه د شهوانيت ګوډيانې نه دي؟ [/color:f67066014c]ښايي همدغسې په سلګونو نور توپيرونه د لويديځ له ښځو سره او لويديځ د ښځو لوړ انساني ارزښتونه او معيارونه ددې سبب شوی وي چې ستاسو خبره [quote:f67066014c] زموږ داسلامي افغاني ټولنې ښځې يې پۀ ډير وياړ پېښې ( تقليد ) کوي [/quote:f67066014c].
آيا دا به ښه نه وای چې د لويديځوالو تر څنګ له بنسټپالانو [color=yellow:f67066014c]او[/color:f67066014c] خاټول خور ، څاروان صيب او طالب جان خان څخه هم وپوښتې چې اسلامي ټولنو ښځو ته څه ورکړل ؟
والسلام !
م ن غروال
10.08.2005
ښاغلۍ اسدالله کټوازی ورور وروسته د سلام له وړاندې کولو!
تر ټولو لومړۍ پوښتنه دا ده چې الفت خور د ډيرې اوږدې مودې راهيسې دلته ليکنې نه کوي او نه يې هم داسي څه ليکلي دي چې دا ډول پوښتنه رامنځ ته شي نو د مهربانۍ له مخې لطفاً که روښانه کړۍ چې پوښتنه مو په کومو دلايلو سره پتمنې خور ته متوجه ده؟
دوهم پوښتنه مو ګونګه ده او کيدای شي له دؤو مخو هغه ترجمه شي که دا هم په زحمت واضح کړئ چې تاسو څه غواړئ وواياست؟
تر څو په مطلب مو هر لوستونکۍ پوه شي٠ ما ته ستاسو ليکنه او پوښتنه د نيوکې مخ لري!
په درناوې
Answers To Dear Ghairat & Ghruwal
کټوازی
11.08.2005
ګرانو وروڼو ، هریو غيرت صايب ، او غروال صايب ،
دمين ې تاودۀ سلامونه او نيکې پيرزوينې مې ومنئ ،
وروسته تردې لومړی بايد غيرت صايب ته ووايم ،
چې تاسو ويلي وو ،پۀ اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو له خوا ښځوته څۀ ورکړل سوي دي ، چې تاسو دلوديځوالو پۀ اړه پوښتنه کوئ ، لومړی بايد پۀ اسلامي ټولنو کې د ښځو دريځ او مقام وڅېړئ بياد لوېدځوالو پۀ منځ کې دښځې دريځ ته راشئ او ويې څېړئ *********
لويديځوال تمدن ښځې ته دانسانيت مقام ورکړ ...اوبس همدا لامل دی چې زموږ داسلامي افغاني ټولنې ښځينه پښت يې پۀ وياړ سره تقليد کوي ٠
دقدر وړه : تاسې لومړی داراته وواياست ، چې لوېديځوالو څرنګه ښځې ته دښځې فطري او طبيعي مقام ورکړ ، زموږ پۀ نظر خو يې نور حقوق خو پرېږده چې د ښځيتوب له خپل طبيعي او انساني مقام څخه هم بې برخې کړه اود ډېموکريسي او برابري تر نارې لاندې يې داسې پۀ شرمونو وشرموله چې د بشر پۀ ليکلي تاريخ کې يې سا ری نه ليدل کيږي *****
ستاسوپۀ اند ،پۀ لوېديځه ټولنه کې چې له ښځو سره پۀ ددلتي اونا دولتي ادارو او موسسو کې کوم ناروا او مبتذل سلوک کيږي چې دقلم تقدس ته ددرناوي له نظره يې زۀ له يادولو څخه ډډه کوم ، ايا دادلوېديځوالو پۀ ۀ هغه احترام او درناوي دلالت کوي چې دوئ يې ښځو او دښځو حقوقو ته لري ????
ايا ستاسو پۀ نظر پۀ لوېديځ کې ښځېنه جنس ته يوه صنعتي بڼه نه د ه ورکړ سوې ????
ايا تاسې له دې نا خبره ياست ، چې پۀ لوېديځ کې پردې تړاو Profeshional Clubs شتون لري او پۀ ښځو کيدونکی جنسي تجاوز ( دخپلو سټايلونو او پوزېشنونو له مخې ( بې ادبي دې ډېره معاف وي ) ) د يوۀ Profeshion يا مسلک پۀ توګه منل سوی دی
او ستاسې پۀ نظر ، ايا دښځو پت ،عزت او لوړتيا پۀ دې کې ده چې پۀ دولتي اونا دولتي ادارو او موسسو کې له نا محرمو سره کار وکړي ???
ايا ستاسي پۀ نظر ښځې دې هم دسړو پۀ څير دمعاش او ګټې لپاره پۀ احتيجاجونو او لاريونونو کې ونډه واخلي ، اودابه ددوئ حقوق وي ????
دروند مشره :رښتيا ده چې زموږ پۀ اسلامي افغاني ټولنه کې ښځو ته پۀ هماغه اندازه حقوق نه دې ور کړ سوي ، څنګه چي ددوئ حق ، او د اسلام حکم دی خو ولې ددې مانا بايد دا نۀ وي چې موږ دې خپلې ټولني او درنو ملي ارزښتونو او معيارونو ته بد ووايو او د يوې سپږې لپاره دې ټول پوستين اورته واچوۀ ،زمږ پۀ ټولنه کي ښځي خو پريږده چې نا رينه هم لا دخپلو حقونو څخه نه دې خبر ، دا ولي ، دا بحث ډېر اوږددی خو پۀ لنډو ټکيو کې بايد دومره ووايم چۀ زموږ دټولنې هره بدمرغۍ اوبدبختۍ دبې سوادۍ له ګيډې رازېږېدلې ده
که نور هيڅ هم نۀ وي الحمدالله زموږ پۀ درنه پښتنه ټولنه کي لا د مور خور ، وريندارې او داسي نور درانۀ او وياړلي نومونه ژوندي دي .
پۀ ډېر احترام ستاسي کشر ورور .
اوس به دغروال صايب پوښتنو ته ځواب ووايم ،
غروال صايب ، يوه دنيا مننه ، چې له دې مو خبر کړم ، ګرانه خور ليلو ما الفت اوس پۀ دې فورم کې ليکنې نه کوي ،ځکه چۀ زۀ پۀ دې تړاو پۀ دې فورم کې دخپل نوښت پۀ اسا س نا خبره وم ،
ستاسي دې پوښتنې ته بايد پۀ ورين تندي جواب ووايم ،چې څرنګه مو خپله پوښتنه نوموړې خور ته متوجه کړه
دروند مشره ، دفورم پۀ سر کې مې د بحثونو دلړليک له مخې دغه پوښتنه نوموړې خورته متوجه کړه چۀ دنوموړې خور نوم دښځو د سياسي او ټولنيز ژوندانۀ دبحث پۀ برخه کې ليکل سوی وۀ اوله دې څخه خود خپل نوښت له امله خبر نه وم چې ليلو خور پر دې ارتباط څۀ ليکلي دي او که يه ?????
اوبله دا چې تاسې دکومې موخې لپاره دغه پوښتنه رامنځ ته کړه ،يا دا چې تاسې څۀ غواړئ ?
دقدر وړه :له دې پوښتنې څخه زما موخه يواځي همداده چې ګران هيوادوال له واقعيت څخه اګاه شي اوستاسو غوندې دروڼ اندو مشرانو له ګټورو ليکنواو شننو څخه دواقعيتونو تعين وکړي او بس .
پۀ مينه او لورينه ،ستاسې صميم ، کټوازی
دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې پر زړۀ پاتې دي
Ghairat
11.08.2005
ګران ورور صميم ته سلام او نېکې هيلي !
خوښ شوم چې ځان دې کشری ورور بللی، نو مشر ورور ته دې سم غوږ شه!
زمااټکل هم ستا د پوښتنو په هکله سم راووت چې اصلا تاسو له ليلما الفت خور څخه هم په دې تمه پوښتنې کړې وې چې د لويديځ د ښځو په اړه ستاسو ﻻندني تصورات صرف تاييد او تصديق کړي :
[quote:cce1d3e69a]
١ ـ چې لوېديځوالو ... زموږ پۀ نظر .. نور حقوق خو پرېږده چې د ښځيتوب له خپل طبيعي او انساني مقام څخه هم بې برخې کړه اود ډېموکريسي او برابري تر نارې لاندې يې داسې پۀ شرمونو وشرموله چې د بشر پۀ ليکلي تاريخ کې يې سا ری نه ليدل کيږي *****
٢ـ پۀ لوېديځه ټولنه کې چې له ښځو سره پۀ ددلتي اونا دولتي ادارو او موسسو کې کوم ناروا او مبتذل سلوک کيږي چې دقلم تقدس ته ددرناوي له نظره يې زۀ له يادولو څخه ډډه کوم ، ايا دادلوېديځوالو پۀ ۀ هغه احترام او درناوي دلالت کوي چې دوئ يې ښځو او دښځو حقوقو ته لري ????
٣ـ پۀ لوېديځ کې ښځېنه جنس ته يوه صنعتي بڼه ... ورکړ سوې
٤ـ پۀ لوېديځ کې پردې تړاو Profeshional Clubs شتون لري او پۀ ښځو کيدونکی جنسي تجاوز ( دخپلو سټايلونو او پوزېشنونو له مخې ...د يوۀ Profeshion يا مسلک پۀ توګه منل سوی دی .
٥ـ دښځو پت ،عزت او لوړتيا پۀ دې کې (نه)ده چې پۀ دولتي اونا دولتي ادارو او موسسو کې له نا محرمو سره کار وکړي .
٦ـ که ښځې هم دسړو پۀ څير دمعاش او ګټې لپاره پۀ احتجاجونو او لاريونونو کې ونډه واخلي ، دا ددوئ حقوق نه دي . [/quote:cce1d3e69a]
وروره څه فکر کوې دغه چارې د ټولو ښځو سره کيږي (؟)، او که د چا سره کيږي ايا په هغو ښځو باندې په زور تحميليږي ؟ او که بيا هم تحميل شي د چا له خوا پرې تحميليږي ، ايا دغه په زور تحميلوونکي سړي نه دي ؟ که دا ظلم وي نو دا ظلم خوبه يوه ښځه په بله نه کوي ، بلکې نارينه به يې پر ښځينه و کوي . په دې صورت کې بيا هم نارينه دي چې زور زياتی پر ښځو کوي، نه ښځې .که داسې وي نو مسلمانان نارينه دې ځانونه اصلاح او د خپلو جنايتونو مخه دې پخپله ونيسي، ښځې ولې له ټولنې ، کار او روزکار څخه په زوره شړي او په کورونو کې يې قيدوي؟
ګناه په مسلمان کې او زور يې له مسلمانې څخه باسي ، آيا دا عدالت دی؟ دا انسانيت دی؟ . که نارينه مسلمان په ښځه تيری ونکړي، ايا ښځه په سړي باندې تيری کولی شي ؟ که څوک شين فصل له څارويو څخه ساتل غواړي ، بايد څاروي وتړي نه هغه شنه بوټي !
وروره اعتراف دې منم چې وايې:
[quote:cce1d3e69a]رښتيا ده چې زموږ پۀ اسلامي افغاني ټولنه کې ښځو ته پۀ هماغه اندازه حقوق نه دې ور کړ سوي ، څنګه چي ددوئ حق ، او د اسلام حکم دی [/quote:cce1d3e69a]
خو کاش چې ښودلي دې وای ددوی حق څنګه دی ؟ څومره دی ؟ او څشی دی ؟ او د اسلام په حکم کې د دوی ټول حق خوندي دی؟ ، خو تاسې هغه هم نه دي ښودلي ،
خدای دې وکړي سترګې پرې پټې نکړي او ځان پرې ثم بکم ونه ګرځوئ !
دا مو هم نه ده ښودلې چې چا
[quote:cce1d3e69a]خپلې ټولني او درنو ملي ارزښتونو او معيارونو ته بد
ويلي دي ؟ [/quote:cce1d3e69a] ارزښتونه د اړتيا سره سم رامنځته کيږي ، تر هغې له منځه نځي چې اړتيا ورته موجوده وي ، خو کله چې اړتيا ورته نوره نه وي موجوده ، اوبه کيږي او له منځه ځي او بيا نور نه ټينګيږي .
يوه بيلګه : ميلمه پالنه زمونږ او ستاسې په کليوالي ژوند کې څومره اړينه ، څومره جدي ، څومره خوندوره او څومره له صميميت څخه ډکه ده او ميلمه څومره ډير پيښيږي . خو په ښاري ژوند کې ورته اړتيا نشته ، هومره جدي ، خوندوره ، صميمي او جالبه پيښه هم نه ده او نه هلته د يوه دود شکل لري! نو که څوک د يو مامور په توګه په کليوالي ژوند کې ميلمه پالنه له منځه وړل غواړي هم ناکام دی او که په ښارونو کې يې د کليو په شان ترويجول غواړي هم ناکام دی . خو په لومړي صورت کې به ړوند ، ظالم او د خلکو دوښمن ښکاره شي او په دوهم صورت کې هسې خر او سوډر بريښي .
بل اعتراف مو هم د قدر وړ دی چې .
[quote:cce1d3e69a]زمونږ پۀ ټولنه کي ښځي خو پريږده چې نا رينه هم لا دخپلو حقونو څخه نه دې خبر [/quote:cce1d3e69a]
خو بيا هم د سړو ظلم دومره طبيعي بڼه غوره کړې چې هيڅکله به هيڅوک ونه وايي چې [color=white:cce1d3e69a]: نارينه خو پريږده چې ښځې ﻻ هم د خپلو حقونو څخه نه دي خبرې . [/color:cce1d3e69a]
دلته د ولې ځواب او پر هغه بحث ځکه ډير ډېر اوږددی چې نارينه مسلمانان به پرخپلو مسلمانو ښځو باندې د خپل کوم ظلم اعتراف وړاندې کوي ، دا ظلمونه خو يو، دوه ، لس يا شل نه دي ، بلکې په سلګونو دي ! تاسو ددې بدبختۍ اساسي علت ته پخپله ګوته نيولې ده او اعتراف کوئ چې :
[quote:cce1d3e69a]خو پۀ لنډو ټکيو کې بايد دومره ووايم چۀ زموږ دټولنې هره بدمرغۍ اوبدبختۍ دبې سوادۍ له ګيډې رازېږېدلې ده [/quote:cce1d3e69a]
هو! ، خو د ښځو بيسوادي يواځې د نارينه و له خيټې څخه رازيږيدلې ده او د نارينه و خيټه له خپل جهالت څخه ډکه ده . دا ستره نيمګړتيا ، توره بلااو پراخه وبا خو په دې نه له منځه تلی شي، نه جبيره کيدای او هيريدای شي چې ځانونه په دې تسل اوتسکين کړو چې :
[quote:cce1d3e69a]که نور هيڅ هم نۀ وي الحمدالله زموږ پۀ درنه پښتنه ټولنه کي لا د مور خور ، وريندارې او داسي نور درانۀ او وياړلي نومونه ژوندي دي . [/quote:cce1d3e69a]
دا د کومې ستونځې حل ا و د کوم مرض دوا ده ؟ په دې کې شک نشته چې دا ډير خواږه ټکي دي او وي به ، او هيڅکله به يې څوک مخالفت ونه کړي ، ولې دا د ټولنې د پرمختګ ودې او پراختيا د سلو او زرو پوښتنو څخه د کومې پوښتنې د حل پيغام دی ؟ ايا پر دې د ټولنې د نارينه او ښځينه غړو حقوق برابريږي يا پرې ښځې د نارينه و په څير باسواده کيږي چې په کور کې يوه ته پلار يا ورور او بلې ته
خور يا مور وايو ؟ تر څو چې د ښځو اجتماعي حقوق له نارينه و سره په تعليم ، کار او رسمي دندو کې مساوي نشي ، په دودونو يوګام هم مخکې نشو تلای !
نو ورور جانه راويښ شه ، بايد ﻻ زيات مسوليت حس کړو ، له ځان سره ، له خپل اند سره سخته محاسبه پيل کړو ، په سطحي ، احساساتي پوښتنو او ځوابونو قناعت مه کوئ ، جدي او کنجکاو واوسئ او هرې ستونځې ته د نهايي حل په لټه کې شئ ، تير وخت او دودونه د ستونځو د علتونو د څيړنو له پاره او راتلونکی وخت د پرمختګ له پاره په پام کې ونيسئ او همدااوس ورته کار وکړئ !
د پښتنې ورورۍ په مينه ! ستا "مشر" ورور .
کټوازی
12.08.2005
ګران ،ورور،غیرت صيب ،
دمينې اولورينې تا ودۀ سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ
نه پوهيږم چې زما پۀ هکله مو ولې داسې سطحي لوحي او چټي دريځ قايم کړی دی
اقتباس :
( زمااټکل هم ستا د پوښتنو په هکله سم راووت چې اصلا تاسو له ليلما الفت خور څخه هم په دې تمه پوښتنې کړې وې چې د لويديځ د ښځو په اړه ستاسو ﻻندني تصورات صرف تاييد او تصديق کړي : )
بس يواځي پۀ همدې اقتباس له تاسو څخه سپينا وی غواړم
همدا ډول تا سې زما د ځينو پوښتنو پۀ جوا کې واياست چې
اقتباس :
(وروره څه فکر کوې دغه چارې د ټولو ښځو سره کيږي (؟)، او که د چا سره کيږي ايا په هغو ښځو باندې په زور تحميليږي ؟ او که بيا هم تحميل شي د چا له خوا پرې تحميليږي ، ايا دغه په زور تحميلوونکي سړي نه دي ؟ که دا ظلم وي نو دا ظلم خوبه يوه ښځه په بله نه کوي ، بلکې نارينه به يې پر ښځينه و کوي . په دې صورت کې بيا هم نارينه دي چې زور زياتی پر ښځو کوي، نه ښځې .که داسې وي نو مسلمانان نارينه دې ځانونه اصلاح او د خپلو جنايتونو مخه دې پخپله ونيسي، ښځې ولې له ټولنې ، کار او روزکار څخه په زوره شړي او په کورونو کې يې قيدوي؟
ګناه په مسلمان کې او زور يې له مسلمانې څخه باسي ، آيا دا عدالت دی؟ دا انسانيت دی؟ . که نارينه مسلمان په ښځه تيری ونکړي، ايا ښځه په سړي باندې تيری کولی شي ؟ که څوک شين فصل له څارويو څخه ساتل غواړي ، بايد څاروي وتړي نه هغه شنه بوټي !
لومړيو پوښتنو ته مو بايد پۀ دې ډول جواب ووايم ،
مطرح دا نه ده ، چې دنارينه ؤ له خوا له شځو سره ناروا ،مبتذل اوله انساني احساس څخه ښکته سلوک کيږي ، او که پۀ خپله دښځو له خوا ، ( پۀ لوېديځ کې )
بلکې خبره د ظلم ، جبر او زور زياتي ده ،که له هرې خوا کيږي ********* ٠
دليکني دهمدې بر خې ( چۀ ما يي اقتباس راړوی ) دپا ی خبر ې او دلايل مو خدا ی شته چۀ ډير جالب او زړۀ راکښونکي دي
کټ مټ مو د پاکستا ن دبر حال پوځي اولس مشر پروېز مشرف پۀ دود دلايل راوړي ښايي چۀ د هغۀ له خلې مو اوريدلي وي
دپا کستان اولسمشر پۀ يوه مرکه کي ويلي وۀ ، که دچا پيغلې انجونې پۀ نيکرو او بريزرو کي ښې نه اېسې، بيا دې نه ورته ګوري ، ايا دوئ د قران له دې حکم څخه خبرنۀ دي ، چې دپرديوښځو پر ليدو خپلې سترګې ښکته کړئ ???
ياني پۀ دې برخه کې يې ي واځي نارينه مسؤل وګرځول ځکه چۀ دښځو پۀ هکله داسلام حکم ته پاملرنه نۀ کوي .*******
ورورجانه دا هم پوښتئ چې ،
اقتباس .
(خو کاش چې ښودلي دې وای ددوی حق څنګه دی ؟ څومره دی ؟ او څشی دی ؟ او د اسلام په حکم کې د دوی ټول حق خوندي دی؟ ، خو تاسې هغه هم نه دي ښودلي ،
خدای دې وکړي سترګې پرې پټې نکړي او ځان پرې ثم بکم ونه ګرځوئ ! )
موږ او تاسو ټول پر دې پوخ باور لرو چې اسلام دين فطرت دی او د طبيعت ټولو داعياتو او هيلو ته دځواب ويلو ضمانت ورکوي ....
ښځه او نارينه ،طبيعت دخپلو بدني ،ذهني اواروايي ځانګړنو ،استعدادونو او ځواکونو له مخې يو له بله مختلف پيدا کړي دي ، او پۀ بشري جامعه کې يې بيا دحقوقو او وجايبو سپارښتنه هم پر همدې اريز بنسټ ورته کړې ده داسلامي قانون ( طبيعي قانون ) له مخې ښځه نۀ سي کولای له خپل طبيعي مدار ( کور ) څخه دباندې ګام کيږدي ځکه چې که ښځه دطبيعت دغه قانون ته غا ړه کېنږدي ، اړونده ټولنه به طبيعي ده چې د ناچاقۍ ، بې اطمينانۍ اخلاقي تباهۍ او ښويئدنې په لور لار پيدا کوي دا ځکه چې د ښځې او سړي داختلاط پۀ صورت کې ټولنې ته اخلاقي ګراؤټ مخه کوي ،چۀ دلوېديځي ټولنې ننۍ بده ورځ يې زموږ دادعا ښه بېلګه ده چې د پريمانه امکاناتو برسېره دناميندۍ ، اوناکرارۍ په بوږنوونکو تيارو کې ځای لري .
مشر ، وروره ، پوښتنې مو خدای سته ډیرې کړې دي ، غواړم چې د پاته پوښتنو ا وڅرګندونو پۀ هکله مو پۀ لنډ ډول خپل دريځ روښانه کړم
مخکې مو هم ويلي وۀ چۀ دښځو عزت ، پت اولوړتيا پۀ دې کې نه ده چې دوئ دې مساويتوب تر نامۀ لاندې له خپلو طبيعي حدودو او قيودو څخه واوړي ،له نامحرمو سره دې پۀ ټول اړخيزو شرايطو کي کار وکړي ،له خپلو سرونو څخه دې د پت او حيا ټيکري ( پړوني ) دکار اوروزګار پۀ موخه پۀ احتيجاجونو اولاريونونو کې غورځار کړي ،
دښځو د عمومي ،حرفوي او مسلکي زده کړو، ښايي ترما بل هيڅوک هم زيات پلوي نه وي خوولې له نارينه ؤ سره يې ديوځای کار کولو پۀ حق کي نه يم اودهغه کار يي هم مخالفت کوم چۀ ددوئ ( ښځو )له بدني ذهني او اروايي جوړښت سره سمون نه خوري او له امله يي ورڅخه خپلې طبيعي دندې پا ته کيږي !!!
پۀ مينه او لورينه ،ستاسې صميم ، کټوازی
دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې پر زړۀ پاتې دي
Ghairat
12.08.2005
ښاغلی صميم کټوازي ورور ته سلامونه او درناوی .
ښه دی چې پخپله دې د کشرۍ ـ مشرۍ تزوير رسوا او د شخصي تيري په توګه دې
د سپکاوي داسې بي ثبوته کلمات وکارول چې :
[quote:40f2175c9b]زما پۀ هکله مو ولې داسې سطحي لوحي او چټي دريځ قايم کړی دی [/quote:40f2175c9b]
که ستاسو پوښتنې او بيا دوهمې او دريمې ليکنې ته راشو نو داحقيقت هم نشي پټيدای چې د غروال صيب په وينا [quote:40f2175c9b]ستاسو ليکنه او پوښتنه د نيوکې مخ لري[/quote:40f2175c9b]
او دا نيوکه هم په هغو ښځو وه چې ستاسو په اند د لويديځ تمدن ګواکې ښځو ته له بيشرمۍ او فساد پرته نور څه نه دي ورکړي ، [quote:40f2175c9b]خو بيا هم زموږ داسلامي افغاني ټولنې ښځې يې پۀ ډير وياړ پېښې ( تقليد ) کوي[/quote:40f2175c9b]، دا مطلب خو تاسو پخپله په ورپسې ليکنو کې ﻻپسې روښانه په ډاګه کړ !. نودا يو طبيعي اټکل دی چې تاسو له ليلما الفت څخه هم دا انتظار نه درلوده چې ستاسو د اند په خلاف دې داسې ځوابونه درکړي لکه ما چې درکړل . او که زما اټکل سم نه بولئ او له هغې خور څخه مو دﻻ سختو يا راپارونکو ځوابونو انتظار لرلی وي ،
نو بيا خو بايد شکر وکاږې چې هغه نشته او لږتر لږه يو بل څوک زما په څير پيدا شو او تاسې اند توګه يې تر پوښتنې ﻻندې راوستله ، اوس ته راته ووايه چې په دواړو صورتونو کې تاته چا څه وويل ، ايا ما په تاسو کوم شخصي تيری کړی چې
د چا خبره غچ دې د [quote:40f2175c9b]سطحي لوحي ا و چټي دريځ قايمولو [/quote:40f2175c9b] په تور لګولو سره اخيسته ؟ همدمره د بحث داصوليت په اړه بسانده بولم ، اصلي موضوع خوپه هر صورت د ښځو حقوق دي ، خو اصلي مو ضوع کې ستاسو عتاف سم دی چې رښتيا مو زما ډيرې پوښتنې بي ځوابه پرېښي دي . خو تاسو ليکلي چې :
[quote:40f2175c9b]مطرح دا نه ده ، چې دنارينه ؤ له خوا له شځو سره ناروا ،مبتذل اوله انساني احساس څخه ښکته سلوک کيږي ، او که پۀ خپله دښځو له خوا ، ( پۀ لوېديځ کې )
بلکې خبره د ظلم ، جبر او زور زياتي ده ،که له هرې خوا کيږي[/quote:40f2175c9b]
وروره تاته به دا رښتياهم نه وي مطرح، خو څوک چې دښځو حقوق نه غواړي هغه د هغه چا د نامهله وريدو ځخه ډډه کوي چې دغه حقوق تر ښپو ﻻندې کوي ، که نه نو که کومې نادودې په لويديځ کې په ښځو کيږي اوتاسې يې په ګوته کول غواړئ او هغه نادوې چې په ختيځ اسلامي هيوادونو کې پرې کيږي ، دواړه يو ه مشترکه وجه هم لري : دواړه د نارينه له خوا په ښځينه و باندې کيږي . خو دواړه غله يو بل ته ګوته نيسي چې غل دی، او يوه بلا بلې ته وايي چې بوو!!
ولې په دې هم بايد خوشاله نشئ ، چې هغه دی غيرت لويديځوالو ته هم بلا وويله غله يې وبلل ، نو د لويديځوالو بلا او د ختيځوالو بلا يوی شوه ، برعکس بايد د وچخاوند پرې خفه شي ، ځکه لويديځوالو ښو ځو ته ډير څه ورکړي هم دي، چې په تيره ليکنه کې مې ورته اشاره کړې ده، ختځوالو اسلاي هيوادونو ښځو ته
په وروستيو ١٣ پيړيو کې تر اوسه پورې څشی ورکړي دي ؟ دا هغه اساسي پوښتنه ده چې په لومړۍ ليکنه کې مې له تاسونه کړې ده، خو تر نن ورځې پورې مو بي ځوابه پريښي او سترګې مو پرې داسې درندې پټې کړې دي چې تر قيامته خو په کې د غړولوتاب نه ښکاري .که څنګه ؟ والسلام
کټوازی
14.08.2005
ګرانه وروره ،غيرت صيب ،
دمينې تاودۀ سلا مونه او احترامات مې ومنئ !
خدای سته چې پۀ خپګان مو ،خپه سوم ، کيدایسي تاسو زما پۀ ما في الضمير نه ياست پوهيدلي اويا ما دخپلې احساساتي ناروغۍ له امله دغلط فهمي پر بنسټ ستا سو زړۀ ازار کړی و ي ، خو پۀ هر حال بښنه غواړم خپه کيږي مه ، با ور ولرئ چۀ دې کلماتو مو ډېر اروايي ځور راکړ
اقتباس ،
[quote:3e604c7aa1](ښه دی چې پخپله دې د کشرۍ ـ مشرۍ تزوير رسوا او د شخصي تيري په توګه دې
د سپکاوي داسې بي ثبوته کلمات وکارول )[/quote:3e604c7aa1]مهربانه وروره ! دزړۀ له تله واياست ،زۀ يې منم چې ،
اقتباس ،
[quote:3e604c7aa1]( دا يو طبيعي اټکل دی چې تاسو له ليلما الفت څخه هم دا انتظار نه درلوده چې ستاسو د اند په خلاف دې داسې ځوابونه درکړي لکه ما چې درکړل . او که زما اټکل سم نه بولئ او له هغې خور څخه مو دﻻ سختو يا راپارونکو ځوابونو انتظار لرلی وي ،
نو بيا خو بايد شکر وکاږې چې هغه نشته او لږتر لږه يو بل څوک زما په څير پيدا شو او تاسې اند توګه يې تر پوښتنې ﻻندې راوستله ، اوس ته راته ووايه چې په دواړو صورتونو کې تاته چا څه وويل ، ايا ما په تاسو کوم شخصي تيری کړی چې [/quote:3e604c7aa1]
د چا خبره غچ دې د اقتباس:
[quote:3e604c7aa1]سطحي لوحي ا و چټي دريځ قايمولو
په تور لګولو سره اخيسته ?[/quote:3e604c7aa1]
ځکه ، ليلو خور به هم دخپل اند توګي له مخې ( څنکه چۀ يي انګېرۀ ) ما ته ځواب راکا وۀ اړينه نه چې څرنګه تاسې انګيرئ ،هماغسې يې خپل دريځ روښا نه کړی وای ٠ بله دا چې تاسي واياست ، شکر و کاږئ چۀ ليلو خور نشته ګنئ خدای خبر چې ستاسې پۀ دې پوښتنه يې څرنګه غبرګون ښوولی وا ی ،چې ،
اقتباس ،
(لويديځوال تمدن ښځو ته څه ورکړل ؟ )
وروره ، باور ولرئ چې دې ته ورته جملو پۀ اساس ما دغه لاندې کلمې کارولې دي ،
اقتباس ،
[quote:3e604c7aa1] ( نه پوهيږم چې زما پۀ هکله مو ولې داسې سطحي لوحي او چټي دريځ قايم کړی دی )[/quote:3e604c7aa1]
چې ستاسو دخپګان باعث ګرځېدلې دي ، ځکه چې پۀ دغسې کلماتو سره تاسو زما پۀ هکله کوم تاثير ما ته او پۀ تيره بيا درنو لوستونکو ته ورکوئ ،پۀ هغۀ ټول پوهېږو !!! زۀ د توندو او پاروونکو ځوابونو پۀ تمه نه يم ، بلکي دواقعيت ښکاره کوونکو جوابونو تمه لرم او پۀ همدې موخه مي دتر بحث لاندې موضوع تادا ؤ ايښی د ی
زما دغې پوښتنې ته که څوک پۀ هر نظر ګوري ، زۀ يي پروا نه لرم ، ځکه چې زما دريځ پۀ نوموړې پوښتنه کې روښانه دی او که د غروال صيب دبصيرت سترګو دعمر د زياتوالي له امله نور کار پر ېښی وي ، پۀ دې ما مه ملامتوئ !!!
مشر ، وروره ، زۀ ستا د پړولو نېت نه لرم ځکه چې په دې ما ته شرم رااوړي ، بلکې واقعيت ته دې متوجه کوم ،تاسې چۀ پۀ دې وروستۍ ليکنه کې څۀ ويلي دي دا زما دليکنې دجوابي ليکنې توکي نه لري ،ستاسو دغه ليکنه دوې برخې لري يوه يي ستاسو دخپل ځان پۀ اړه او بله يي دهغې ږغېدا چې تاسې د موضوع پۀ سر کې کولایسوای !!! بله داچۀ تاسي پۀ ډير ما نيجن ډول واياست چ ې ،
اقتباس ،
[quote:3e604c7aa1] (دا هغه اساسي پوښتنه ده چې په لومړۍ ليکنه کې مې له تاسونه کړې ده، خو تر نن ورځې پورې مو بي ځوابه پريښي او سترګې مو پرې داسې درندې پټې کړې دي چې تر قيامته خو په کې د غړولوتاب نه ښکاري .که څنګه ؟ [/quote:3e604c7aa1])
وروره ، له دې څخه داسي مالويږي چۀ تاسي زما جوابي ليکنې پۀ پام سره نه لولئ ،اوکه يي لولئ هم ،خوولي خپله ليکنه بيا پۀ هغۀ تناظر کې نه ليکئ ځکه چې ،ستاسو له نظره زما پۀ هماغه لومړۍ جوابي ليکنه کې دا نۀ دي تېر شوي ???
اقتباس ،
([quote:3e604c7aa1]دروند مشره :رښتيا ده چې زموږ پۀ اسلامي افغاني ټولنه کې ښځو ته پۀ هماغه اندازه حقوق نه دې ور کړ سوي ، څنګه چي ددوئ حق ، او د اسلام حکم دی [/quote:3e604c7aa1]
که مو تر سترګو سوي وي ، نو ايا دغه د خپلې پو ښتنې لنډ خو و لې جامع جواب نه بولئ ???
که خوا مو نه بديږي يوې بلې ډيرې ارزښتناکې خبرې ته به هم پام راوګرځوم ،
ستاسې له هرې يوې جوابي ليکنې څخه داسي ما لومېږي ،چۀ تاسو دښځو پۀ استازيتوب خبرې که وئ او زۀ دسړو !
پۀ داسې حال کې چې زموږ موضوع پۀ لوېديځه ټولنه کې چۀ تاسو پۀ کې ختيځې ټولنې ته هم ځای ورکړ ، ګواکې زۀ او تۀ دوا ړه د ښځينه پښت پۀ نمايندګي ديادسوو ټولنوله وګړوسره ږغېږو ؟!!
چۀ زۀ يي دلته ستاسي د همدې وروستۍ ليکنې يوه برخه دبيلګې پۀ ډول را اقتباسوم
اقتباس ،
[quote:3e604c7aa1] ( وروره تاته به دا رښتياهم نه وي مطرح، خو څوک چې دښځو حقوق نه غواړي هغه د هغه چا د نامهله وريدو ځخه ډډه کوي چې دغه حقوق تر ښپو ﻻندې کوي ، که نه نو که کومې نادودې په لويديځ کې په ښځو کيږي اوتاسې يې په ګوته کول غواړئ او هغه نادوې چې په ختيځ اسلامي هيوادونو کې پرې کيږي ، دواړه يو ه مشترکه وجه هم لري : دواړه د نارينه له خوا په ښځينه و باندې کيږي . خو دواړه غله يو بل ته ګوته نيسي چې غل دی، او يوه بلا بلې ته وايي چې بوو!! )[/quote:3e604c7aa1]
پۀ مينه او لورينه ،ستاسې صميم ، کټوازی
دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې پر زړۀ پاتې دي
Ghairat
14.08.2005
منلي ورور اسدالله صميم ته د زړه له کومي سلامونه !
وروره له خوږې ليکنې څخه مو ډيره مننه کوم ، خوښ يم چې په ټول افغان کې ستاسې په څير يو حساس ليکونکی لرو،قلم دې تاند او فکر مو څپاند اوسه !
وروره د اسلامي او افغاني مقتضياتو د ساتنې سره جوخت د ښځو علميت او تعليمات ، د سياسي شعور جګوالی ، په دموکراتيکه مبارزه کې دښځو مخکيوالی په دولتي رهبرۍ کې د ښځو موجوديت او داسې نورو اجتماعي برخو
له نارينه و سره ددوی بابره ونډه اخيستل هدف دی .خو ددې سره اسلامي او افغاني معيارونه ساتل اړين او حتمي بولم .نوموړي معيارونه ساتل د شکل او او پورتنۍ غوښتنې د محتوا په توګه پلي کول اړين ګامونه دي چې ښځې يې بايد د خپلو حقوقوله پاره پورته کړي او نارينه يې بايد ملاتړ وکړي! والسلام
کټوازی
15.08.2005
مهربان،ورور،غيرت صيب،
پۀ پښتني ادب،
خپل له درناوي ډک سلامونه اونيکې پيرزوينې درته وړاندې کوم !
له نيکو پيرزوينو څخه مو يو جهان مننه ،
ډير خوښ شوم چې پۀ خپله لنډه خو ولې جامع او نافع ليکنه کې دموضوع تل ته ورکيوتي ياست ،زۀ ستاسو ليکنه پۀ دې ژبه کې رااخلم ،
ښځي د بشري ټولنې دنيمايي قشر پۀ توګه حق لري چې دټولنې پۀ هراړخيزه چارو کې ( سياسي ،فرهنګي ،کلتوري، معاشرتي او ..........) کې پۀ بشپړ ډول ونډه واخلي ،دوئ بايد دسياسي سواد او ملي شعور څخه برخمنې وي ځکه چې ښځينه قشر د ټولنې درهبري ستر او دروند مسؤليت پۀ غاړه لري دخپلې خبرې د اثبات لپاره د نيوپولين هغه وينا چۀ پۀ يوه لويه غونډه کې يي له خلکو څخه وغوښتل ، دلته راوړم ،
تاسې ماته ښې ميندې راکړئ ،زۀ به تاسې ته ښۀ ملت درکړم !!!
نارينه بايد دښځو ټولو طبيعي او بشري حقوقو ته درناوی ولري اوپۀ دې اريز بنسټ دې لومړی يو داسې چاپېريال رامنځ ته کړي چې د ټولنې ټول وګړي يي په غېږ کي له خپلو حقوقو او وجايبو څخه خبر ، او ګټه ځنې واخلي ،ترڅودناپوهۍ او بې سوادۍ له مخې دنورو ټولنو دناوړه اوبې ځايه تقليد مخه پۀ خپله ونيول شي او پۀ خپل افغاني اواسلامي رنګ کې ټولنيز پرمختګ او ريښتني ملي ژوندانۀ ته لار پيدا کړو ، پۀ همدې هيله ،
پۀ مينه او لورينه ،ستاسې صميم ، کټوازی
دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې پر زړۀ پاتې دي
Ghairat
15.08.2005
ښاغلی او منلی صميم کټوازي ته سلامونه او نېکې هيلي!
په ټوله کې زما د ليکنې سره له مو هوکړې نه مننه، خو په په اجزاو کې مو د ځينو جزياتو سره لکه په ﻻندينۍ جملو کې د [color=white:a7d5b69cff]ځکه چې [/color:a7d5b69cff]او دغه راز د [color=blue:a7d5b69cff]لري [/color:a7d5b69cff] د کلمو له زوکړې سره موافق نه يم :
[quote:a7d5b69cff]ښځې بايد دسياسي سواد او ملي شعور څخه برخمنې وي [color=yellow:a7d5b69cff]ځکه چې [/color:a7d5b69cff]ښځينه قشر د ټولنې درهبري ستر او دروند مسؤليت پۀ غاړه [color=white:a7d5b69cff]لري[/color:a7d5b69cff] دخپلې خبرې د اثبات لپاره د نيوپولين هغه وينا چۀ پۀ يوه لويه غونډه کې يي له خلکو څخه وغوښتل ، دلته راوړم ، تاسې ماته ښې ميندې راکړئ ،زۀ به تاسې ته ښۀ ملت درکړم !!![/quote:a7d5b69cff]
ځکه [color=white:a7d5b69cff]زما په اند پورتنۍ جملې غواړي ښځې د کورننه د ماشومانو په راوړلو ، روزلو اود کور په کار کې ښکيلې کړي ، حال داچې ښې ميندې بايد د ښو پلرو په څير ښې معلمانې ، ښې ډاکترانې، حقوقدانانې، عالمانې، ښې سياستوالې ، ګوندي او دولتي رهبرانې شي ا وي . او ددې ټولو سره جوخت او يواځې له همدې امله تر ټولو ښې ميندې ، ښې افغانانې او ښې مسلمانانې او مطهراتې ميرمنې او ُُ ُملايکې ً هم واوسي ! والسلام [/color:a7d5b69cff]
pattang
15.08.2005
غيرت صيب سلام عليکم !
څه ښکلي پښتو ليکې خداي پاک دي خير در کړې او نور هم غيرتمند شي .
ستا خبرې ټولې درستي دي خو په پښتنولي او اسلامي چوکاټ کي ، نه دغربي نړۍ
په لار، چې ښځه دي يوڅو توتو اهميت هم نلري او د توليد او پرو فيت يوه اله ده .
دپښتنولي په مينه ستاسو پتنګ
[quote:eb7d9909e5="Ghairat"]ښاغلی او منلی صميم کټوازي ته سلامونه او نېکې هيلي!
په ټوله کې زما د ليکنې سره له مو هوکړې نه مننه، خو په په اجزاو کې مو د ځينو جزياتو سره لکه په ﻻندينۍ جملو کې د [color=white:eb7d9909e5]ځکه چې [/color:eb7d9909e5]او دغه راز د [color=blue:eb7d9909e5]لري [/color:eb7d9909e5] د کلمو له زوکړې سره موافق نه يم :
[quote:eb7d9909e5]ښځې بايد دسياسي سواد او ملي شعور څخه برخمنې وي [color=yellow:eb7d9909e5]ځکه چې [/color:eb7d9909e5]ښځينه قشر د ټولنې درهبري ستر او دروند مسؤليت پۀ غاړه [color=white:eb7d9909e5]لري[/color:eb7d9909e5] دخپلې خبرې د اثبات لپاره د نيوپولين هغه وينا چۀ پۀ يوه لويه غونډه کې يي له خلکو څخه وغوښتل ، دلته راوړم ، تاسې ماته ښې ميندې راکړئ ،زۀ به تاسې ته ښۀ ملت درکړم !!![/quote:eb7d9909e5]
ځکه [color=white:eb7d9909e5]زما په اند پورتنۍ جملې غواړي ښځې د کورننه د ماشومانو په راوړلو ، روزلو اود کور په کار کې ښکيلې کړي ، حال داچې ښې ميندې بايد د ښو پلرو په څير ښې معلمانې ، ښې ډاکترانې، حقوقدانانې، عالمانې، ښې سياستوالې ، ګوندي او دولتي رهبرانې شي ا وي . او ددې ټولو سره جوخت او يواځې له همدې امله تر ټولو ښې ميندې ، ښې افغانانې او ښې مسلمانانې او مطهراتې ميرمنې او ُُ ُملايکې ً هم واوسي ! والسلام [/color:eb7d9909e5][/quote:eb7d9909e5]
کټوازی
16.08.2005
ګران ،ورور ،غيرت صيب ،
پۀ پښتني ادب ،
خپل دمينې تاودۀ سلامونه اودرانۀ مراتب درته تقديموم !
ستاسې پۀ نظر دماشومانوښه روزنه ا و پا لنه ،ايا دټولنې پۀ مخ دټولو نيکمرغيو دروازې نه پرانيزې ؟ که موافق ياست راسره ، بيا راته داوواياست چې دماشومانو ښه بدني ،مادي پالنه ،اروايي اواخلاقي روزنه ،څرنګه شونې ده ؟ ايا ښځې د خپل لطيف اروايي اوفزيکي جوړښت له مخې دې ته امادګي لري چې پۀ يو وخت دې ،دچا خبره هم شهيد شي هم غازي او کورته دې روغ رمټ راشي !!!
زموږ پۀ نظر خو ښځې ته طبيعت ډېر لطيف او رقيق عواطف ورکړي دي چې نا رينه يې پۀ دغه اندازه درلودونکی نه دی اوداددې لپاره چې ښځې طبأ داولاد دپالنې اوروزنې دنده لري ،ځکه چۀ داولاد پالنه اوروزنه دنظم پرتله مينې او عاطفې ته ډېره اړتيا لري
او بله داچې کورنۍ زموږ دټولنې بنسټ جوړوي ، زموږ کورنۍ وضعه دټولنې له ټوليزې وضعې سره نېغه اړيکه لري ، ددې لپاره چې پۀ خپل ټولنيز ژوندانه کې هوسا او بسيا واوسو، اړينه ده ، دکورنۍ بسنټ مو پياوړی وي اوپۀ مينه عاطفه او نظم باندې ودان سوی وي ،ځکه چې له همدې ځايه زموږ ټولنه رهبري کيږي ،اوپۀ دې رهبري کې دسړو پرتله ، ښځې زياته ونډه لري ، ګواکې ښځې دټولنې درهبري مسؤليت پرغاړه لري ( څرنګه چې يي ما پۀ وړاندينۍ ليکنه کې يادونه کړې وه )
مشر ،وروره ! له دې نظر سره مو موافق يم چې ،
اقتباس ،
(ښې ميندې بايد د ښو پلرو په څير ښې معلمانې ، ښې ډاکترانې، حقوقدانانې، عالمانې، ښې سياستوالې ، ګوندي او دولتي رهبرانې شي ا وي . او ددې ټولو سره جوخت او يواځې له همدې امله تر ټولو ښې ميندې ، ښې افغانانې او ښې مسلمانانې او مطهراتې ميرمنې او ُُ ُملايکې ً هم واوسي !
خو وړاندې تردې زموږ دټولني ښځينه قشر با يد د ښو او مهربانو ميندو پۀ توګه واوسي ،تر څو دخپلې همدې روزنيزې لړۍ پۀ بهير کې ټولنه دمدنيت بام ته ورسوي ، اووروسته تردې طبيعي مساعدت خپلې ټولنې ته پۀ نوموړو ساحوکې ( ښوونې ،روزنې ،درملنې ،علمي حقوقي اوسياسي ) چوپړ ووهي ،
پۀ تګ ،تګ کې پتنګ ورور ته ښۀ راغلاست وايم ،او زموږ دږغېدا پا ڼې ته يې هر قدم پۀ لېمو اخلم ،
پۀ مينه او لورينه ،ستاسې صميم ، کټوازی
دا خو تۀ ولوله چې سترګو کې دي
نورې خبرې مې پر زړۀ پاتې دي
Ghairat
16.08.2005
[quote:fcaa2cb414]دغربي نړۍ په لار، چې ښځه دي يوڅو توتو اهميت هم نلري او د توليد او پرو فيت يوه اله ده [/quote:fcaa2cb414].
پتنګ خانه وروره ښې چارې او سلامونه !
ښه کلمات او ښکلې جمله مو ليکلې ، د هدف د جمله بندۍ له پاره، خو د ﻻرې څرنګوالی ، هاند او هڅې مو نه دي بيان کړي چې ايا دا امکان هم شته چې يوې خواته له کمونيزم او بلې خواته له دموکراسۍ او پروفيټ پرته د ودې او تکامل يوه بله ، دريمه [color=white:fcaa2cb414]اقتصادي ﻻر [/color:fcaa2cb414]اوسي ؟ که وي بشپړ يې تشريح کړئ ، که نه وي نو د کمونيزم ( له ...) څخه د خلاصي له پاره به هر څوک ځان د پانګوالۍ سيند ( پروفيټ ) ته ورغورځوي او د دموکراسۍ په ﻻمبو به ځا ن له ډوبيدو(مرګ) څخه ژغوري ! [color=yellow:fcaa2cb414]که څنګه ؟[/color:fcaa2cb414]
شادان
24.08.2005
وروره غيرته ستا داولي ليكني په اړوند داسي بايد وه وايم كه دانسانيت تعريف دښځوپه باره كښي داوي چه ښځى دي سرتور سر لوچ بدنو له كورو راوايستلي شي او چيري چه يه خوښه شي هلته دي خپلي شپي او ورځي تير وي خا وند دي هيچ په خبر نه وي او هر څه شراب او كباب چه يه خوښ شي هغه دي بي خوف او ويري څښي اوخوري دي او له هر چا سره چه يه خوښه دبد فعل او دزنا شي په تلوار دي ورته اراسته شي او له هر شرابي سره چه يه دشپي دتيرولو خوښه شي هلته دي دخاوند په خوښه يا دهغه بي خوښي شپه تيره كي لواطة اوزنا دي دشرابو په څښلو باربار تر سره كي د اكه انسا نيت وي ؟ او كه ازادي وي؟ او كه سالم عقل وي؟ نو په رشتيا چه دا په لويديځ كښي خپل اوج ته رسيدلي خو ز مونګه پاكه اسلامي معاشره له پورتني مذكوراتو په زيات انداز سره په نفرت كي دي ممكن چه بعضي مسلمانانو ته دي دغه غلط اعمال عادي ښكاري په دي سبب چه دوي له اسلامي معاشري ځخه لري دكفارو په ملكونو كښي په اقليت كي اوسيدل كوي او اسلامي تبليغ او داسلامي احكامو زده كول ورته ميسر نه وي وروره غيرته ته اسلامي او افغاني كلتور ته فكر وكړه او ته داسلام دمقدس دين احكام وه پو ښته يا په خپله داحاديثو او دبقه دكتابونو مطالعه وكړه اسلام هيڅكله ښځو ته دومره ازادي نه ور كوي لكه تا چه ليكلي دي او نه دا دسپيڅلو پښتنو له غيرت سره برابره ازادي ده تا خو دغرب كلتور زموږ اصلي كلتور كړي ښځه مسلمان او سپيڅلي پښتا نه له كورڅخه بي پردي نه باسي او هر كار كه دحكومت دي كه دموسيساتوكه دښځي تحفظ وشي هم مشقت دي دښځي له جوړښت سره موافق نه دي خو ده دي دپاره چه عرياني او فحاشي مروجه شي ددنيا كفارو او لنډهرو دښځي دازادي تر نامه لاندي مبارزه شروع كړي ده او اسلامي حق چه ور كړ شوي دي هغه هم په دي مبارزه كاملا له مينځه ايتل شوي دي ده مثال په تو ګه اسلام ښځي ته دا حق ور كړي چه نفقه او لباس يي پر خاوند لازم دي خو دوي په ښځو دنفقي دبرابرولو په خاطر شاقه او سخت كا رونه كوي او توري ناري يي جوړي كړي چه هلي زر سي ښځي له كوره را اوباسي ولي مو په كور كي بندي كړي دي ها ده او داده چه په نتيجه كي يه دوي خپل خواهشات پوره كړي او افغاني او اسلامي معاشري ته ضرر وه رسوي خو پاك دامنه پښتنه او غير پښتنه مير من به دا هيچ كله وه نه مني ,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,, شادان [size=18:44660a52c8][/size:44660a52c8][color=brown:44660a52c8][/color:44660a52c8]
Ghairat
24.08.2005
ښاغلی شادان صيب ښې چارې!
تاسود لويديځ په اړه صرف خپل تصورا ت غندلي دي ، کوم چې پهقعيت کې نشته . تاسو به دخپل تنقيديو ټکی هم زما په کومه ليکنه کې پيدانکړئ!
ښه دا وه چې تاسو ليکلی وای ، زما شادان په اند دغه دغه ځانګړتياوې په لويديزه ټولنه کې شته او بيا مو پرې خپل تنقيدونه مرش کړي وای ، نه داچې بي ثبوته اعا وکړی اوتور ولګوئ چې ګواکې غيرت په افغانستان کې
دښځو غيرافغاني او غير اسلامي آزادي غواړي! يامو بايد د ناحقه تورونو پر ځای پوښتنه کړې وای .چې ايا ددې ياهغې جملې څخه مو هدف دغسې ليبراله غربي دموکراسي ده که نه ، که نه وي نو ددغوازاديو او دې ډول ولسواکۍ تړاو د افغانيت اواسلاميت سره کوم دی ؟ مخکې له دې چې حکم صادرکړې بايد دقت مو کړی وای چې د خپل قضاوت له پاره کوم ثبوت لرې که نه ! نولطفأ داپورتنۍخبرې دې ټولې بيرته واپس واخله ، او کله چې دې ورته ثبوت پيدا کړ بيا يې هغه وخت مطرح کړه ، نشر ته يې وسپاره او ځواب يې وغواړه. والسلام
Ghairat
25.08.2005
شادانه وروره تل شاد او شادان او سې !
تاسوته هم همغه ځواب وړاندې کوم چې ښاغلي صميم صيب کټوازي ته مې عرض کړی او تر ډيره ځايه يې ورسره موافقه ښودلې ده:
[color=white:765c675442]وروره د اسلامي او افغاني مقتضياتو د ساتنې سره جوخت د ښځو علميت او تعليمات ، د سياسي شعور جګوالی ، په دموکراتيکه مبارزه کې دښځو مخکيوالی په دولتي رهبرۍ کې د ښځو موجوديت او داسې نورو اجتماعي برخو له نارينه و سره ددوی بابره ونډه اخيستل هدف دی .خو ددې سره اسلامي او افغاني معيارونه ساتل اړين او حتمي بولم .نوموړي معيارونه ساتل د شکل او او پورتنۍ غوښتنې د محتوا په توګه پلي کول اړين ګامونه دي چې ښځې يې بايد د خپلو حقوقوله پاره پورته کړي او نارينه يې بايد ملاتړ وکړي! والسلام[/color:765c675442]
شادان
26.08.2005
< كوشان ليكلي [color=brown:a0e83148e3]<<<<<<حقيقت هميشه تريخ وی. ښاغلی شادان زه نپوهيږم چه تا به څوغربی ښځو سره شرابونه کبابونه او داسی نور کړی وی چه ددی ښځو عادات درته داسی ښه راښکاره دی؟ >>>>>> [/color:a0e83148e3]كوشانه صيب حقيقت ماته هيچ كله تريخ نه دي زه پر حقايقو ايمان لرم خو بي ځايه توهمت او مزخرفات دغرب لويدځ يهودو او نصارا وو <عيسايانو> په دفاع كښي ديو افغان له لوري راته تريخ او بد ښكاري زه عقيدوي او عملي مسلمان يم او داسلام احكامو ته زيات احترام لرم او هم يه تعميل كوم او دانه ده لا زمه چه يو چا به يوكار عملي كړي وي او بيا بي علم پري را ځي بلكه دعلم درا وستلو دپاره نو ري طريقي شته او دا هم ممكنه ده چه ستا غوندي شخص دا اعمال تعميل كړي وي او بيا يه ما ته بيان او تفصيل كړي وي <<كوشان ليكي[color=green:a0e83148e3]>><<< ولی زه دومره ويلی شم چه په لوديځ کی يواځی د لامبو وهلو په ځايو کی نر او ښځی ځانونه لوڅه وی ځکه چادری سره لامبو نکيږی. ولی نور چه هر څه تا ليکلی ، زه ېی صرف د عربو د پروپاګند د لويديځو ښځوپه مورد کی نومولی شم او بس. >>>> [/color:a0e83148e3]محترمه ته دي عمل ته دلويدځ چه تايه يادونه كړي فحاشي نه وايي دا خو زما په خيال ستا دسترګو ليدلي حال دي خو نه شم ويلا ي چه تاعملي به برخه په كي اخستي او كنه < كوشان ليكي[color=darkblue:a0e83148e3]<<<<په اسلامی کلتور کی خو ستا په وينا هغه ښځی چه سر توره وی او يا مخ لوڅه وی، فاحشۍ دۍ. زه غواړم وپښتم چه ايا ملالی چی ويل ېی که په ميوند کې شهيد نشوی، يوه فاحشه وه؟ځکه هغی خو هم خپل ټيکری ملا کی تړلی وه >>>> [/color:a0e83148e3]نه هيچكله نه ملالي يو افغانه غيرتي پيغله وه خو ته نه شي ثابتولاي چه هغه سر لوچ او بي ستره وه او نه دلويدځ په ټو لنه كي غيرتي ملالي نه شي جوړ يدلاي او دملالي غيرت دلو يديڅ له عسيانو سره نه شي پر تله كيدلاي <<[color=indigo:a0e83148e3]كوشان بيا ليكي ولی اوس يو تعداد پښتانه دومره بی غيرته شوی چی حتی خور يا لور ېی دکوره نشی وتلی چه زده کړه وکړی. علت ېی هم معلوم دی او هغه دادی چه زمونږ په منځ کی عربو لاره موندلی ده. >>> [/color:a0e83148e3]محترمه عربو زمونګه دمقدس دين اصول راته ښو دلي نه ګوري چه اسلام د عربوپه زيار او كوشش راغلي دي نبي عليه السلام عرب دي ابوكر عمر عثمان علي حمزه عبد الله ابن مسعود رضي الله تعالى عنهم او داسي په زرهاوو نور چه داسلام داحكامو منابع دي اكثر مطلق عرب دي خداي دي نه كا چه ته خو له دوي سره ده دين دتنفيذ په وجه وران نه يي له ليكني دي هم داسي ښكاريږي او په دي خبر ښه پوسه چه د اسلام دين دښځو له كوره څخه دو تلو دپاره شرايط ټاكلي دي چه اوس يي يو تعداد په لاندي ډول درته ليكم <<اول>> ښځه له كوره دوتلو په وقت كي له خوشبو يي او دزينت له لباسه منعه ده <2> هغه زيورات به نه مستعملوي چه شرنګ او اواز لري <3> دلاري پر مابين به نه ځي او كناري ته به كيږي <4> برقه يا غټ چادر به اغوندي يوازي سترګي به يي ښكاره وي <5> دخاوند له اجازي پرته نه شي وتلاي او نه له چا سره خبري كولا شي <6> كه له بل چا غير سره دخبرو ضرورت پيداشي په ناز او نزاكت به خبري نه ور سره كوي څو چه دهغه چا طمع ورته پيدا نه شي چه په زړه كي يه كجي وي <7> دنارينه وو جامعي ته به نه ځي او داسي نور داسلام دمقدس دين احكام دي چه دبشريت دطهارت او پاكي اسباب دي <<كوشان ليكي[color=olive:a0e83148e3] ته چی وای چه په اسلام کی ښځوته کم حق ورکول شوی دی. زه غواړم وپښتم چه دا د ښځو ګناه نو څه وه چی خدای دوې ته کم حقوق ورکړی دی؟ بيا دا چی خدای ولی ښځی ېی پيدا کولی؟ [/color:a0e83148e3]>> محترمه زما په كلام كي [color=cyan:a0e83148e3]كم حق [/color:a0e83148e3]په معنى دلږ حق نه شته بلكه كم حق په معنى دكوم حق او څو مره حق دي داسي دلفظ غلطي له تا هم شوي دي كله تا چه ليكلي دي جرعت دجرات پر څاي او حتى چه كم حق په معنى دكوم حق او څومره حق په پښتو كښي مستعمل دي <<<[color=green:a0e83148e3]كوشان ليكي زما مور ما باندی ډيره ګرانه ده ځکه زما تر پلاره ېی هم راباندی ډير زحمت ایستلی او شپی ېی راته صباح کړی دی ، او که خدای زما پښتنی مور ته کم حقوق ورکړی نسبت زما پلار ته، نو زه څنګه داسۍ يو خدای ته عادل ووایم؟ >> [/color:a0e83148e3]محترمه مخكي مي درته وليكل چه كم حق په معنى دڅومره حق دي او ته خو داسلام له دايري په دي خبره وزي چه خداي تعالى دنر او ښځي حقوق سره مساوي كړي نه دي ايا لوي خداي نه دي ويلي چه< الرجال قوامون على النساء بما فضل الله بعضهم على بعض وبما أنفقوا من أموالهم > وجه ددلالة دايات داده چه رجل " نر" ريس او حاكم ده پر ښځه يعني جنس رجال حاكمان دي پر نساو نه غواړم چه دلته نور اياتونه يا احاديث وه ليكم ځكه كه څوك انكار تري وكړي نو بيا به ورته ضرر اخروي وه رسيږي ,,,,,,,, وسلام شادان
خیریوسی
26.08.2005
محترم کوشان صیب ښه راغلی درته وایم او دالله (ج) دی دهدایت خواست کوم
ته دښځو په حقوقو پسی کرځی ذکن خبر نه ئی چی الله سبحان وتعالی وهغی ته مکمل حقوق ورکړی دی هغه څه چی شریعت دښڅی دپاره منع کړی دی هغه دهغی دپاره څکه چی الله سبحان وتعالی نر اوښڅه پیداکړی او هغه ته معلوم دی چی دده په بدن کی څه شی ور ایښی دی څکه چی دده صنع ده تر جوړولو مخکی دی علم پر لری او وهغه ته ئی خپل قانون دهغو دژوند داسانتیا دپا ره رالیږلی دی
که زه وتاته یو ساده مثال راوړم چی ته یو پروکرام جوړ کړی په هغه پروګرام کی تا څه وسیایل کار کړی دی په کم سبب دغه پروګرام خرابیږی او څنګه بیرته سمیږی تا ته به معلوم او که ستا وزوی او یا بل چاته نه صرف تاته څکه چی ستا صنع ده او هغه ته دی یو خاصه طریه داستعمال جوړه کړیده
نو چی الله سبحان وتعالی یو داسی بشر جوړ کړیدی چی د انسان په بدن داسی اعضا، سته چی پوهانو تر اوسه هم دهغه د کار کشف نه دی کړی چی د بشر دپیداکیدو ډیره زمانه کیږی
سوال: که فرضا ته و خپلی ښڅی ته ستا په شان برابر حق ور کړی او هغه ستاسه دیوحق طلب وکړی چی زه به هر کال لنګیږم اوس نو ستا واری دی نور به نو ته هم کو چنیان پیدا کوی دا مسئله به څنګه هل کوی
يوازې کوشان ته!
م ن غروال
26.08.2005
ښاغلۍ کوشان سلام!
د قلم ژبه دې د اسلام له دايرې وتلې نده؟ خداي ج چاته لږ حق؟ تاسو پوهيږئ چې دا څه معنی؟ د ښځو په هکله د شادان او صميم او غيرت صاحب وروڼوليکنې او بحث وګورئ چې څومره معقوليت پلۍ کوي او باالاخره يوه تفاهم ته هم سره رسيږي٠ او شادان داسي څه چې په کرکه يې اتکا کړي وي او يا هم داسي څه چې له کفارو سره يې کومه دښمني په ګوته کړي وي زما له سترګو ندي تير شوي، او که تاسو د هغو له افکارو داسي اخيستنه کوئ او خبرو ته يې داسي ترجمه ورکوئ هغه د مثال په توګه وليکئ زه ډاډه يم چې خامخا به پرې قناعت وکړي، خو فکر کوم چې څه به نه وي٠
د اسلام مقدس دين او د هغه ټول الهي او نبوي احکام له هر ډول بديو او منفي اغيزو او د بشر د پرمختګونو خنډونو په اعلی کچه پاک دي٠
اسلام د بشري ټولو نيکمرغيو پوره ضمانت کوي او انسان ته د انساني آدابو او اخلاقو لوړترين کلتور ورزده کوي او اسلام د انسان د شرف، حيثيت، وقار، آبرو، په پوره ډاډ ساتندوي دي٠
لوئ سبحانه وتعالی له هر ډول غيرِ عدلي احکامو او چارو منزع دي او هغه مبارک ذات ج مطلق عادل خبير عليم مالک او حکيم دي هر څه يې چې فرمايلي او کړي او وبه يې کړي، بې له شکه چې د عدل او او دده په پوره علميت او حکمت اړه لري او بس!
دا چې ستاسو ليکنې په خداي ج د نيوکې مخ لري، جوته کيږي چې د اسلام له مفاداتو او اصولو او مقرراتو او نيکبختيو خورا زياته فاصله لرئ٠ البته دا څوم ځل دي چې تاسو د اسلام په مقداساتو لږيږئ، چې نوره به د خلکو مزاجونه درته د زغم وړ نه وي٠
زه وړانديز درته کوم چې که کومه اسلامي عقيده لرئ نو له دغو توهين مزاجو ليکنو نور لاس په سر شئ، او که يې نه لرئ د ټول افغان سره په احترام مخه ښه وکړئ، مخکي لدې چې د مؤمنينوله غندنو او رټلو سره مخامخ شئ٠
هره عقيده او باور چې تاسو يې په ژوند کي لرئ او په هر کلتور چې ولاړ ياست هغه ستاسو شخصي کار دي د چا به درسره غرض نه وي اما په اسلام لګيدل، دا د منلو ځکه ندي چې که احياناً اسلام (نعوذو باالله) غلط هم وي د مسلمانو باور او اعتماد په اسلام تر هغه حده دي چې شک شبهۀ نور پکي نشته او ايمان ترې جوړيږي٠
هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي دي او هغه احترام يې چې ښځو ته ورکړۍ دي او هغه درناوۍ چې اسلام يې ښځو ته لري هيڅ يو قانون د دولت هم ، نه لرلۍ دي او نه به يې هم وکولاي شي ولري، صرف په هغه صورت کي چې د اسلام له مقدساتو تقليد وشي٠
او بيا هم : که په اسلام کي څه په نظر درست نه درځي او څه يې درته سم روښانه نه وي او کومې پوښتنې ولرئ نو د ټول افغان د اسلام بحث فورم ستاسو په خدمت کي دي انشأالله ډير پوره او سم او فقهي ځوابونه به تر لاسه کړئ٠ په شرط د دې چې پوښتنې د اغراض او کنايو مخ ونلري بلکه د پوهيدلو او پيژندلو بڼه او رنګ ولري٠اما دا ډول په هره ليکنه کي د اسلام سره کنايه ويل ، د اسلام مقدس دين ته حتی سپکاوۍ هم بلل کيداي شي٠
په درناوې
Ghairat
26.08.2005
درنو ورونو او نازدانه خويندو ته سلامونه !
ورونو !
مسئله زمونږ د پتمنو خويندو د حقوقوپه سر ده ، بايد هير نکړوچې زمونږ هر قضاوت د هغوی په برخه کې د هغې د سختې څارنېﻻنې دی او لولي چې مونږ دورونو په توګه هغوی ته د څومره حق ورکولو ته تيار يو اوپر کومو حقونو يې پښې ايښودل غواړو !
آيا داچې دلته مونږ له خويندوڅخه پوښتنه هم نه کوو، نه يې دمدعي په توګه غږاورو او نه هم دمدعی عليه په توګه دهغوی دفاع اورو خو پرحقونويې داسې فيصلې کوو چې زمونږ پخپله خوښې وي او زمونږ پراند برابرې وي !
دا حالت پخپله ثابتوي چې پښتنې ښځې په کوم حالت اوکوم دريځ کې قرارلري.
آيا هغه حقوق چې داسلام سپيڅلي دين ښځو ته ورکړي ، مونږ هغه امانت دوی ته رسولی دی ؟ ايا لږترلږه مو غه خويندې پر خپلواسلامي حقوقوپوهولي دي ؟ ايا مونږ پښتنو هغوی ته مادي حقوق او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې اسلامي حقوق ورکړي دي ؟
خو ددې پر ځای هغه قيودات او بنديزونه پرې سخت لګوو چې اسلامي به وي خو اسلام دومره سخت کړي نه دي لکه څومره چې پښتنو سخته بڼه ورکړې ده .
ټول اسماني اديان په تيره تيره بيااسلام د ټولنې د پرمختګ له پاره ، د ټولنيزوغوټو د هوارولو او پرمختګ ته دﻻرې د پرانېستلو له پاره راغلي دي، کوم پرمختګ چې د ښځو په شمول د ټولنې د ټولوغړو له پاره دی او ټول په کې برخه او د فعال ګډون حق لري!
نو داسلامي اشاداتو هدف دا نه او نه کيدای شي چې په اوسنيو شرايطو کې دې هم زدکې وکړي عالانې دې شي خو د کور له څلوروديوالونو بهر دې نه وځي، او يواځې د بچو روزنه او د ميړه پالنه دې کوي.
ددې پرځای چې علميت د کور د څلورو ديوالونو تر منځ دښځې سره ښکيل او بندي شي،بايد برعکس افغاني
خويندې دعلم اوپوهنې ،تخنيک، کلتور ، طب ، ښونې او روزنې ډګرونه په ټولنه کې تسخير کړي او ګټې د يوې کورنۍپرځای ټول هيواد او ټول ملت ته ورسيږي .
ددې سره ضرور خونه ده چې افغاني او اسلامي ژوند توګه ،اخلاق او نارمونه پيښودل شي ، بلکې برعکس اسلامي تقوا افغاني کلتور پتمن او وياړلي ملي دودونه ساتل ورسره هم اړين دي اوهم ورسره ډيرخوند کيف کيف لري . په ينه او درښت .والسلام !
Ghairat
26.08.2005
درنو ورونو او نازدانه خويندو ته سلامونه !
ورونو !
مسئله زمونږ د پتمنو خويندو د حقوقوپه سر ده ، بايد هير نکړوچې زمونږ هر قضاوت د هغوی په برخه کې د هغې د سختې څارنېﻻنې دی او لولي چې مونږ دورونو په توګه هغوی ته د څومره حق ورکولو ته تيار يو اوپر کومو حقونو يې پښې ايښودل غواړو !
آيا داچې دلته مونږ له خويندوڅخه پوښتنه هم نه کوو، نه يې دمدعي په توګه غږاورو او نه هم دمدعی عليه په توګه دهغوی دفاع اورو خو پرحقونويې داسې فيصلې کوو چې زمونږ پخپله خوښې وي او زمونږ پراند برابرې وي !
دا حالت پخپله ثابتوي چې پښتنې ښځې په کوم حالت اوکوم دريځ کې قرارلري.
آيا هغه حقوق چې داسلام سپيڅلي دين ښځو ته ورکړي ، مونږ هغه امانت دوی ته رسولی دی ؟ ايا لږترلږه مو غه خويندې پر خپلواسلامي حقوقوپوهولي دي ؟ ايا مونږ پښتنو هغوی ته مادي حقوق او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې اسلامي حقوق ورکړي دي ؟
خو ددې پر ځای هغه قيودات او بنديزونه پرې سخت لګوو چې اسلامي به وي خو اسلام دومره سخت کړي نه دي لکه څومره چې پښتنو سخته بڼه ورکړې ده .
ټول اسماني اديان په تيره تيره بيااسلام د ټولنې د پرمختګ له پاره ، د ټولنيزوغوټو د هوارولو او پرمختګ ته دﻻرې د پرانېستلو له پاره راغلي دي، کوم پرمختګ چې د ښځو په شمول د ټولنې د ټولوغړو له پاره دی او ټول په کې برخه او د فعال ګډون حق لري!
نو داسلامي اشاداتو هدف دا نه او نه کيدای شي چې په اوسنيو شرايطو کې دې هم زدکې وکړي عالانې دې شي خو د کور له څلوروديوالونو بهر دې نه وځي، او يواځې د بچو روزنه او د ميړه پالنه دې کوي.
ددې پرځای چې علميت د کور د څلورو ديوالونو تر منځ دښځې سره ښکيل او بندي شي،بايد برعکس افغاني
خويندې دعلم اوپوهنې ،تخنيک، کلتور ، طب ، ښونې او روزنې ډګرونه په ټولنه کې تسخير کړي او ګټې د يوې کورنۍپرځای ټول هيواد او ټول ملت ته ورسيږي .
ددې سره ضرور خونه ده چې افغاني او اسلامي ژوند توګه ،اخلاق او نارمونه پيښودل شي ، بلکې برعکس اسلامي تقوا افغاني کلتور پتمن او وياړلي ملي دودونه ساتل ورسره هم اړين دي اوهم ورسره ډيرخوند او کيف کوي . په مينه او درښت .والسلام !
کټوازی
27.08.2005
درنومشرانو او وروڼو ،
سلامونه او احترامات مې ومنئ !
غروال صيب ته کورودانی وايم چې کوشان صيب يې خپلې بې لارۍ ته متوجه کړ ځکه چې زما خو لاس تورې پشۍڅټلي دي !!!
زۀ پخپله خدا ی سته چې دکوشان اوشادان دې مبتذله کلماتو ډېر خپه کړم ،
کوشان ليکلي ،
اقتباس ،
ښاغلی شادان
زه نپوهيږم چه تا به څوغربی ښځو سره شرابونه کبابونه او داسی نور کړی وی چه ددی ښځو عادات درته داسی ښه راښکاره دی؟
همدا ډول شادان ورته پۀ جواب کې وايې
اقتباس ،
( دا هم ممكنه ده چه ستا غوندي شخص دا اعمال تعميل كړي وي او بيا يه ما ته بيان او تفصيل كړي وي )
زۀ دواړو وروڼو ته ځولۍ غوړوم ،که پۀ منطقي ، ادبي اوعلمي توګه دبحث کولو وړتيا نه لرئ ،دخدای لپاره له ټول افغان سره نوره پۀ مخه ښه وکړئ ،ياني پۀ پرده کې ولاړسئ ،هغه مهال بيا ولاکه خوند وکوي چې دوطنمل صيب له ترټنې سره مخ سئ !
ځکه چې الحمدالله دټول افغان ملي پاڼه د سړو له خوارۍ ( قحط الرجال ) سره نه ده مخ !!!
****
موږ ټول مسؤل يو چې دبحث ټولنيز حيثيت ، ملي ګټو انساني کرامت اودشخص نفس ،شرف او خودي ته درناوی ولرو !
پۀ احترام ستاسې صميم ،اسدالله صميم کټوازی
دبل انسان انسا نيت درنه مجروحه نه شي
ما ته داخپل ضمير څۀ دارنګه خطاب کړی دی
د غيرت ورور ځواب
م ن غروال
27.08.2005
ښاغلۍ غيرت ورور سلامونه ومنئ!
لا تر اوسه دا د ميني او صفا او قدر او عزت کلمه[quote:34e2f5af03] نازدانه خويندو [/quote:34e2f5af03] چا نده کارولې چې د يوې پښتنې مؤمنې خور لپاره يې يو ښه ورور بللۍ شم٠
[quote:34e2f5af03]آيا هغه حقوق چې داسلام سپيڅلي دين ښځو ته ورکړي ، مونږ هغه امانت دوی ته رسولی دی ؟[/quote:34e2f5af03]
په ډيره خواشينۍ سره چې نه!
[quote:34e2f5af03]ايا لږترلږه مو غه خويندې پر خپلواسلامي حقوقوپوهولي دي ؟ [/quote:34e2f5af03] دومره چې تکړه وای او دومره مو هم لااقل که کړي وای، نو بيا به څه غم ؤ!
[quote:34e2f5af03]ايا مونږ پښتنو هغوی ته مادي حقوق او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې اسلامي حقوق ورکړي دي ؟ [/quote:34e2f5af03]
اسلامي حقوق خو يې زهر کړې چې له انساني حقوقو هم له بده مرغه بې برخې دي![quote:34e2f5af03]خو ددې پر ځای هغه قيودات او بنديزونه پرې سخت لګوو چې اسلامي به وي خو اسلام دومره سخت کړي نه دي لکه څومره چې پښتنو سخته بڼه ورکړې ده . [/quote:34e2f5af03] که داسي نه وای نو ډير پښتانه وروڼه به له پښتو بې زاره نه ښکاريدل او د پښتو بعضو وچ او سخت دريځو رواجوبه سپېږمو ته نه ؤو راغلي او ټول افغان پاڼه کي کله نا کله دا ډول دريځ تر سترګو تيريږي٠
[quote:34e2f5af03]ټول اسماني اديان په تيره تيره بيااسلام د ټولنې د پرمختګ له پاره ، د ټولنيزوغوټو د هوارولو او پرمختګ ته دﻻرې د پرانېستلو له پاره راغلي دي، کوم پرمختګ چې د ښځو په شمول د ټولنې د ټولوغړو له پاره دی او ټول په کې برخه او د فعال ګډون حق لري! [/quote:34e2f5af03]
که دا لاندني ټکي
[quote:34e2f5af03]ددې سره ضرور خونه ده چې افغاني او اسلامي ژوند توګه ،اخلاق او نارمونه پيښودل شي ، بلکې برعکس اسلامي تقوا افغاني کلتور پتمن او وياړلي ملي دودونه ساتل ورسره هم اړين دي اوهم ورسره ډيرخوند او کيف کوي .[/quote:34e2f5af03]
مل نه وای قناعت مشکل ؤ چې چاته ورکړل شړۍ وای ٠ اما دلته :
هو! پدغه شکل يې څوک نشي ردکولای او نه به هم د مؤمن لپاره نه منونکۍ عمل وي٠ خوکه د ښځو حقوقو ته داسي بڼه ورکړو لکه څنګه چې لويديځه نړۍ يې له افغاني ټولنې غواړي او بعضو وروڼو لکه (کوشان) خويې صفتونه هم کړي دي، دا د اسلام له هغه فقهې سره چې د ښځو په هکله خبرې کوي، سره په ټکر کي دي٠ زمونږه افغانۍ کلتور هم اسلامي مخ لري او بايد چې ورته پاملرنه وشي٠ پرته لدې به څوک نه څه ومني او نه به هم ومنل شي٠ دا چې بعضې په کوم حالت د کلتور کي ژوند کوي او څه غواړي دا بله موضوع ده٠ هغه هر چيرته کيداي شي هر ډول افکار او نظريات او غوښتنې او هر ډول غوښتنې پيدا شي، دا خو اصلاً شوني نده چې يوه ټولنه سل په سلو کي د کلتوري ژوند لمخې په کامل ډول په يو ډَول وي٠
ننۍ هغه غږ چې په هېواد کي د ښځو په هکله زمونږ غوږونه راخوري زه يې کولای شم ډيرې بيلګې يادې ګړم چې زمونږ افغاني پتمن کلتور ته په بې باکه ډول يو لوی مزاحمت کوي٠ د ښځو حقوقو غوښتنه نبايد د خلقيانو فرمانو په څېر وي٠ غوښتنې که د حقوقو وي نو هغه خو به هرمرو ورته کار بايد چې وشي او پيدا شي چې څرنګه او په کوم شکل د اشکالو به سړۍ وکولای شي لااقل تر يوه حده ښځو ته خپل اسلامي حقوق ورکړل شي٠ او که له حقوقو مطلب د افغاني ښځو هغه آزادي وي کومې چې يې په لويدځه نړۍ کي لري، دا د افغاني شتمن کلتور او اسلامي له فقهې سره په ټکر کي دي٠ دا راته بدرنګتوب او رزيله اخلاق زيږوي٠ البته ډير داسي قوانين به وي چې ممکن له لويديځې نړۍ هم رانقل شي خو د يوه کلتور تر څنګ بايد چې رعايت يې اهميت ورکړل شي٠ چې دا کلتور به خامخا افغانۍ کلتور وي٠
نن چې په هېواد کي د ښځو حقوق غوښتل کيږي پکې ډيرې داسي نيمګړتياوې ليدل کيږي چې د يوه افغان لپاره د زغم وړ ندي٠ دا ددې لپاره نه، چې دۍ به ملامت نه وي بلکه ددې لپاره چې دۍ د خپل کلتور په نه ماتيدونکو سختو ځنځيرونو تړل شوۍ دي٠ او دا به هم دده ګناه نه وي ځکه چې د ټولنې جوړښت اوسمهال همداسي دي لکه څرنګه چې په ټولو ناخوالو او ناخوښوونکو کړو يې ګورو٠ ٠ تر هغه وخته چې ټولنه اقتصادي او کلتوري وده نه وي کړي، څه به ووايم چې که يو افغان ډيرو شرايطو ته داسي په آسانۍ سره لکه بعضې چې فکر کوي، غاړه کښيږدي٠ د حقوق غوښتونکو مدعيان به دا دنده لري چې حقوق د ښځو وغواړي، خو غوښتل د حقوقو فرق کوي چې په کوم شکل؟ آيا داسي چې د يوه افغان ښځه د تلويزيون په مخ راښکاره شي چې ووايي زه دا ميړه نه غواړم ځکه چې ما ندې خوښ، او زه ورته په زور واده شوې يم، آيا دغه ډول غوښتنه د يوې داسي ټولنې چې د ښځې آبرو ورته د حيات څخه زيات ارزښت لري، سمه يې بللۍ شو؟ زه نه وايم چې ښځه به مستحقه نه وي او دا به د هغې مسلم انساني او اسلامي حق نه وي، صرف غواړم شکل د غوښتلو عرض کړم!
لکه څنګه چې اکثراً له ديموکراسۍ ناوړه ګټه پورته کوي همدا ډول د ښځو له حقوقو هم ناوړې ګټې پورته شوي دي او پورته کوي يې٠ په افغاني ټولنه کي د ښځو حقوقو د غښتلو مخکې بايد د غوښتلو شرايطو ته کار وشي او زيار دا وي چې خلکو ته ورزده شي او ورته وپوهول شي چې د اسلام مقدس دين داسي هدايات او ارشادات د ښځو په هکله لري او مونږه بايد د خپل خداي الله ج او دهغه استازي ص د پريکړو مطابق عمل وکړو، که څوک ترې سرغړونه کوي معنی دا ده چې د اسلام له اوامرو سرغړونه کوي٠ دا به اسلامي علمأ په کلو او بانډو کي تبليغوي٠ هغه ميرمنې چې پدې هکله کار غواړي وکړي له کورنيو سره د تماس او تفاهم له لارو بايد چې چلند وشي او نور ډير شکلونه شته چې د وخت په تيريدو به ټول پدې پوه شي او سرونه به يې په دې خلاص وي چې د ښځو له حقوقو هم پوښتنه شته٠ او خبر به وي او پدغه هکله به دۍ ددې سواد نور لري چې لور او خور به پرته له هغې موافقې نور نه واده کوي ځکه چې نور نو بيا رسوا کيږي او په ولس کي به شرميږي٠ هغه د خپل وقار ساتلو په خاطر هم چيرې داسي بد ونکړي چې دده آبرو او حيثيت په ټولنه کي د پښو لاندې شي٠
زمونږ له کلتوره په کامله ډول د ښځو حقوقو غوښتل په اوسني حالت کي يو غير ممکنه عمل او حکومتي اجرأ به وي٠ تر څو چې خلک سواد لرلۍ نه وي او له ښه اقتصاد څخه برخورداره نه وي او له ښاري ژوند او دهغه د هوساينې له نعماتو نه وي برخورداره، ډيره مشکله ده چې دغه ډول غوښتل خپل بري ته ورسيږي او پرته لدې چې خلک به له ډيرو ناوړو واقعاتو سره مخامخ شي٠ زه د خلقيانو په وخت کي د داسو ناخوالو شاهد يم چې د خلکو په کلتور پښې ايښودل شويدي او ورڅخه په زور د ښځو حقوق غوښتل شويدي٠ په تېره بيا د پښتنو په سيمه کي٠ مړي شوي دي او لا تراوسه هم بدۍ لا روانې دي٠
په عوض ددې چې چاته ګټه ورسؤ زيان ورته رسوؤ٠
که نه ولې به ښځې د کور په چاپيريا کي ساتل کيږي او ولې به د خپلو افغاني ورڼو سره څنګ په څنګ د ټولو حکومتي او ټولنيزو چارو او مسئليتونو کي مستقيمه ونډه نه اخلي او ولې به لوړې زدکړې نه کوي او داسي نور!
زه هغه څوک چې د لويديځي نړۍ د ښځو حقوقو سره مخالفت څرګندوي او په هغوي نيوکې لري او هغه رده وي زه ورسره بشپړ موافق يم ٠ او تشويش يې هم ډير پر ځاي بولم٠ دا ځکه چې دوئ ددې تشويش لري چې غربي نړۍ خپل ( د ښځو حقوقو) قوانين زمونږ هېواد ته رانقلوي٠ او دا ، ده همداسي! که څوک وايي نه، نو کابل ته دې تشريف يوسي او ودې ګوري چې ډيرې افغاني پيغلو او ميرمنو اعمال کوم يوه افغاني کلتور او اسلامي چوکاټ کي برابريدۍ شي٠
د ښځو حقوقو غوښتل په افغانستان کي هم د خپل جغرافيايې کلتوري موقعيتو له مخې سره په توپير کي دي٠ په لويو ښارو کي د وړو او وروسته پاتې سيمو په پرتله غوښتل د حقوقو اغېزمنه بڼه لري٠ او په وروسته پاتې سيمو او په تيره بيا د پښتنو په سيمو کي دا غوښتل تر ډيره حده ناشونۍ ښکاري٠
د ښځو لپاره د حقوقو غوښتل يوازې په چغو نه کيږي چې حقوق او ښځي او د لويديځوالو ښځو هم پر صفت! دا کتابو ته اړتيا لري چې بايد پرې وليکل شي٠او د اړونده افغاني مؤمن ټولنپاهانو حقوق پوهانوته چې پدې هکله بايد زحمت وباسي او قوانين طرح کړي چې هم کلتور په پام کي نيول شوۍ وي او هم د ښځو حقوق!
په درناوې
م ٠ ن ٠ غروال
Ghairat
28.08.2005
درنو ورونو غروال صيب او کوشان صيب او نورو خويندو ورونو ته سلامونه !
کوشانه وروره هرانسان د لږ شمير يا ډير شمير فضيلتونو او ښيګڼو خاوند ( صاحب) دی ، نو د همدغو فضايلو ، اکارمو اومکارمو له امله سړی يو بل ته په صاحب، يعنې ((د فضايلو خاونده !)) سره غږ کوي .
کوشانه وروره تاسو څومره ښه ليکلي :
[quote:b70ebbb727]که اولاد د شپی له خوبه بيداريږی او يا پرتوګ مرداره وی نو د اولاد حق خو يواځی په مور نه وی، بايد چه ميړه هم د اولاد کونه پاکه کړی. د اولاد ټول زحمت ېی مور باسی ، او کله چی ښځه او ميړه سره جدا کيږی ، نو د ښځی د غيږ نه ېی ماشوم اغستل کيږی او پلار ته ورکول کيږی، دا د حقوقو برابری نده .
د ښځی او د نر حقوق هغه وخت برابريدای شی، چه ښځی دی هم لکه نارينوو غوندی د خپل شخصی ژوند په هکله په خپله تصميم وشی نيولی. تر هغه وخته چه نارينه د ښځو په سرنوشت او راتلونکی حاکم وی، د حقوقو برابری د نر او ښځی تر منځ يواځی يو خوب دی او بس[/quote:b70ebbb727]
خو خبره دا نه ده چې سړي ولې پر ښځو داسې کوي ، که دښځوﻻس پر سړوبر شي پر هغوی به همدغسې نادودې ونه کړي؟ وبښۍ د نادودو ټکی نه اوس د ښځو له پاره سم دی اونه مخکې ، ځکه سره ددې ډول کارويش ښځه او ميړه يودبل سره ډيره مينه لري او د چاخبره يو پربل سر ورکوي، او پر برعکسه صورت ( مادر سالارۍ ) کې به هم همدامينه سره ولري . که څوک د کونړونو د نورستان ځينو سيمو ته ﻻړ شي، وبه ګوري چې ښځې په پټيو او دښتو کې په کرنه او نورو کارونو بوختې وي ا و سړي له ځلميانو څخه نيولې بيا تر زړو پورې په کورونو کې ناست وي، اخلی پخلی اود ماشومانو ساتنه او پالنه کوي ، طبيعي ده چې د ډيرو کوچنيانوکونې به هم پاکوي!
ددو ی په حق کې به تاسې خپله پاسنۍجمله په لږ تغيرسره داسې وليکئ :
[color=white:b70ebbb727]((که اولادد شپی له خوبه بيداريږی او يا پرتوګ مرداره وی نو د اولاد حق خو يواځی په پلار نه وی، بايد چه دسړي مېرمن هم د اولاد کونه پاکه کړي))[/color:b70ebbb727]
مونږ دې نتيجې ته رسيږو چې خبره (اړيکه ) يوه ده خو په ډيرو وروسته پاتې ( بي خصوصي ملکيته قبيلوي ) ټولنه کې ښځه د حاکميت په قطب کې دريځ لري، دشپې د سړي په څنګل د نازخوبونه کوي ، که خپله نه وي نو د ماشوم کونه خو حتمأ په سړي پاکوي، خو له هغې څخه په وروستنيو طبقاتي ټولنوکې برعکس سړی د واکمنۍ قطب اشغالوي ،ښځه ( يا حوا دغنم دانې په خوړلو؟ ) محکوميږي او څه چې يې په سړي کول هغه اوس سړی پر ښځې کوي . طبقاتي ټولنه د سړو ټولنه ده، د مريي ساتونکو ټولنه سل په سلو کې، فيوډالي ټولنه ٩٠ په سلوکې او پانګوا له ټولنه له ٦٥ څخه تر ٦٠ په سلوکې دسړو ده. صرف يوه ډيره او بله تر هغې کمه د سړيو ټولنه ده . طبقاتي ټولنې د کار په ويش ولاړه ده او د توليدي کارپه ويش کې دنار ينه رول تر ښځې زيات او ټاکونکی دی، نوپه ټولنه کې هم نارينه د ښځينه و په وړاندې ټاکونکی رول لري. په دې توګه زيات د سړيو ذهني تنوير او ذهني امادګۍ يا ښو اخلاقو پورې اړه نه لري چې دښځو حقوق نارينه و سره برابر کړي، د ښځو خپل ذهني تنوير، زدکړه ،
مسلکي او حرفوي کمالونه اود هغوی دکار مولديت اومؤثريت دنارينه وله چانس سره ددوی د چانسونو د برابرۍ برحقيت رامنځته کوي او د هغوی دحق په توګه يې تأمينوي.
نو د ښځو د حق د غوښتنې الف او ب له ښونې اوروزنې څخه له نارينه و سره په برابره توګه برخمن کيدل دي. اووګورئ په روزلو ښځو کې له نارينه و سره په برابرۍ او حقوقي مساوات کې دومره توپير نشته ! خوپه کمي توګه هم بايد د روزل شويو تعليم يافته ښځو شمير له نارينه و سره په هره کچه اولوړپوۍ کې وساوي شي ،نوهله به د هغوی دتعليم کيفي مؤثريت اواغيزمنتوب هم له نارينه و سره مساوي شي. ددې موخيځ (هدف) له پاره بايد نارينه د پلار، تره ، ورور او ماما، او يا هم د ميړه په توګه د کور اوکورنۍ دښځينه غړو سره کلک ملاتړ او اغيزمنې هلې ځلې دريغ نکړي او په هغه شکل او چوکاټ کې دوی ورسوي چې اسلامي غوښتنې اوافغاني پت په کې په بشپړه توګه خوندي اوسي . مونږ پر دې کلک باورلروچې دغه پر مختګ او مترقي
ژوندتوګه په ملي ( افغاني) او سپيڅلي اسلامي چوکاټ کې بشپړه شونتيالري . که څوک په کې شک او ترديدلري ،خپلې مشخصې [color=white:b70ebbb727]پوښتنې [/color:b70ebbb727]مطرح کولی شي !
د محترم غروال صيب له ليکنې څخه ډيره مننه کوم چې زما موخيځ (هدف) يې بشپړ او نور هم روښانه کړی دی.
ما ليکلي ؤ :
[color=white:b70ebbb727]ټول اسماني اديان په تيره تيره بيااسلام د ټولنې د پرمختګ له پاره ، د ټولنيزوغوټو د هوارولو او پرمختګ ته دﻻرې د پرانېستلو له پاره راغلي دي، کوم پرمختګ چې د ښځو په شمول د ټولنې د ټولوغړو له پاره دی او ټول په کې برخه او د فعال ګډون حق لري! [/color:b70ebbb727]
د ښاغلي غروال له دې تاييدي څرګندونې اوټينګار څخه مننه چې وايي: که ددې پورتنيوجلو سره دغهﻻندې مطلب نه وای تړ ل شوی چې :
[color=blue:b70ebbb727]ددې سره ضرور خونه ده چې افغاني او اسلامي ژوند توګه ،اخلاق او نارمونه پيښودل شي ، بلکې برعکس اسلامي تقوا افغاني کلتور پتمن او وياړلي ملي دودونه ساتل ورسره هم اړين دي اوهم ورسره ډيرخوند او کيف کوي . [/color:b70ebbb727]نو بيا به [color=cyan:b70ebbb727]((...قناعت مشکل ؤ چې چاته ورکړل شوی وای )) [/color:b70ebbb727]
هو! همدغسې ده : پرمختګ دانسان غوښتنه ده، نو کيدای شي له اديانو پرته، او آن ( لکه کمونيزم ) د دين پر ضد
هم تصورشي ، ولې هيربايد نکړو چې اسماني اديان هم دانسان لپاره راغلي دي ، نو د هغه د پرمختګ ( او ګټې) غوښتنه به ضرور په کې نغښتې اوسي.
د پرمختګ غوښتنه ده چې له هرمخکني اسماني دين څخه وروستنی ورپسې دين او دهغه پسې بل راغلی دين پراخه جامع او مترقي دين دی . يواځې ﻻسوهنې په مخکينيواديانو کې ددې سبب نه دې ګرځيدلي چې هغوی منسوخ او پسې بل دين راغلی ، که نه نوي دين به هماغه بدلې شې برخې بيرته اصلي شکل ته اړولې او نو احکام بهيېپرې نه ورزياتول ، بلکې نوې غوښتنې اود ژوندانه نويو ستونزو نوی او جامع حل غوښته او لا جامع دين را نازل کيده .
له دې بله هم د سپېڅلي قران محتوا له ټولو مخکينيو اسماني کتابونو څخه لو جامع او د اسلاي ټولنې د زيات
پرمختګ ژمندوی اوغوښتونکی دی.
له بلې خوا که وګورو لومړنی کتابي دين د موسی (ع) دين دی ، محترم حليمي صاحب هم د موسی (ع) دکيسې
مهم ټکي په ډيره جالبه توګه بيان کړي دي .
د موسی قوم (اسراييل) ګمراه نه و ، بلکې مظلوم و، مريا شوی و او د فرعونيانو د ظلمﻻندې يې د قوم او اتنيک موجوديت نور دمحوه کيدو له ګواښ سره مخامخ و. الله تعالی د آزادۍ د حمت له پاره
ده مريا شوی مظلوم قوم غوره کړ او موسی يې وروليږه چې د فرعون له غلامۍ اواسارت څخه يې راوباسي اوخپل اصلي ټاټوبي ته يې راستانه کړي! موسی چې کوم ګمراه قوم ته د وحدانيت تبليغ کاوه هغه فرعون او قوم يې قبطيان ؤ، چې ايمان يې رانه وړ، او څوک يې چې فرعون څخه آزاداوه ، هغه داسې ګمراه نه و چې په بليغ يې راړولی وای او صر ددې له پاره ورته خدای تعالی دئ (موسی) ورليږلی وای، بلکې صرف دفرعون له غلامۍ څخه دخلاصون له پاره موسی (ع) درسول په توګه وراستول شوی و.
آيا آزادي، ملي او قومي آزادي د يوه قوم يا ملت دپرمختګ اولنی شرط نه دی ؟ او دغه پيښه د ټولوقومونو او تر اسارت او غلامۍ ﻻندې ولسونو ته دآزادی او پرمختګ يو مهم درس او پند نه و؟ آيا عيسی (ع) هم د ورته هدف پهﻻره کې ددنيا له ژوند څخه صرف نظر ونه کړ؟ او ايا محمد (ص) د اسلام په بري سره
ټله جزيرت العرب آزاده نه کړه ؟ دهغوی عربي (ملي) وحدت يې د اسلامی وحدت په زور سره رامنځته نکړ؟ اوداسلام له برکته اسلامي ټولنو په لومړي وخت کې زيات پرمختګونه ونکړل ؟
دا ټول مونږ ته ښيي چې پر مختک د دين سره اودين دپرمختګ سره پياوړي پاتې کيږي !
[color=blue:b70ebbb727]نوبايد چې اسلام اوپرمختګ اوپر مختګ اواسلام د مسلمانانوله پاره سرهﻻزم اوملزوم وي !
و من الله التوفيق! په درنښت او سلامونو ![/color:b70ebbb727]