نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
pattang
07.03.2005
داود جانه وروره !
خداي پاک دي ستاپه قلم او ژبه لوي برکت کيږدي ٠ هغه شيان چې زما په زړه کې
دي او ځني وخت ئي هم ډير احسا ساتي ليکم ، تاسو دلته په خپل ليک کې په ډيرو ادبي خوږو جملواو الفا ظو بيان کړي دي . کوم شيان چې تا سو ليکلې دي هغه دهر ملت، مليت او کلتور طبعي او انساني حق دي بيله دي څخه چي ددي کلتور او ملت خلک په خپل حق پوهيږي او که نه ،بيله دي چې ددي کلتور او ملت خلک مدافعي
اصلحه لري او که نه ٠
٩٥% دافغانستان د ملت خلق دامريکائي لښکرو سره سخت مخالفت ښکاره کوي .
نو که امريکايان په افغانستان او عراق کې رښتيا ديموکراسي غواړي نو لمړي ځل دوي بايد وروسته له دي څخه چې طالبان او صدم له منځه لاړل حتمي او ضروري
د دي مظلومو ملتو له خلکو څخه پښتنه وکړې چې ايا دوي دغه پردي لښکر په خپلو هبوادونو کې غواړې اوکه نه ئي غواړي ?? .
په ځاي دپښتني هغوي خپل ځانونه وارثان او وکيلان بولي ، دوي هلته شخصي
بنديخاني لري ، قضائي او اجرائي قوي ئي په خپلولاسونو کې نيولي او عملي کوي
ئي نو دا مستعمري دي اوکه څه شي دي ؟؟
ما پرون 06.03.2005 دالمان په tv په اول پروګرام کې د امريکائي عسا کرو يوداسي وحشيانه ظلم په عراق کې وليد چې په هغه کې بشري عاطفه او بشري کرامت هيڅ نه ليدل کيده نوله ځان سره مي فکر وکړو او صلېبي حملې مې په دري بر خو دي تاريخ په رڼا کې تقسيم کړې :
*** صليبي لښکر کشي شرق ميانه ته په وسطي قرن کې چې هلته دوي مسلمانان
ژوندي حلا لول او غوښې به ئي خوړلې ، تر څو چې سلطان صلاحدين چې د ي هغه وخت دکوردستان پاچا وه اوصليبيانو ته سخته ماته ورکړه او د هغه وخت د انګلستان پاچا(King Richard ) چې د صليبي لښکرو په سر کې وه ږوندي ونيو او نصيحت ئي ورته وکړ , چې بيا دي خواته مه راځه او له دي واره دي خلاص ئي نو هغه وه چې صلبي جنګونه خلاص شول ،خو هغه وخت زمونږ او ددوي اصلحي يو شي وي .
*** دکالوني او استعمار دوره چې په دي دوره کې دوي خپل اقتصاد ډير مخ ته
بوت او مونږ ئي جا هلان وساتلواو علاوه پردي نيول شوي ملکونه ئي په خپل واک اواختيار سره داسي تقسيم کړل چې په راتلونکي کي جنجال او جنګ جوړ شي چې
ژوندي مسالونه ئي پښتونستان دافغانستان خاوره او کووايټ د عراق خاوره دي.
دغه دوره دهټلر له ماتې وروسته دملګرو ملتو په مرسته مخ په زوال شوه٠
*** دصليبيانو دريمه لښکر کشي د ترور په نامه او دديکتاتورې په نامه چې اوس
دوي ډيره قوي اصلحه لري او مونږ بيله ايمان او غيرت نه بل هيڅ شي نلرو٠
وروره !
دلته دي دوکلتورونو جنګ دي :
** يو نجس ، پليد او بي معنويا تو کلتور چې په هغه کې يواځې قانون دملت داستعمار لپاره دديموکراسي په تش نامه چليږي او اخلاق هيڅ مانا پکښي نلري٠
** اويو بل پاک کلتور چې په هغه کې معنويت ، اخلاق ،فاميل ،دين او مذهب , انساني عاطفه، بشري کرامت ،ننګ اوناموس ډير لوړ ځاي لرې او اساسي ستني ئي ګڼل کيږي ٠
دوي چې اوس هر څه کوي کولاي ئي شي، ځکه چې قوي اصلحه لري خو زمونږ ه
مذ هبي او کلتوري روح نشي له منځه وړلي اونه ئي په پيسو اخستلاي شي٠
دپښتنوالي په مينه ستاسو پتنګ ٠
ع کريم حليمي
07.03.2005
محترم داود جانه ، او دليکنو ملګرو نقادصاحب او پتنګه ځوانه ، درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
ډېره اوږه ليکنه تاسو کړي ٠ که چېري پر ليکنه ستاسو صواب مرتب وي خدای دي ئې صوابون ستاسو په عمل نامه کښي در وليکي ٠ چه په اخيرت کښي دي لاس ونيسي ٠
ساسو ليکنه ښه رسم کړې ٠ اما حيف دا فرداس ٠ رسم لږ او فرداس ئې ډير
ښه خير زما لکه چه فرداس کاري نه زده ٠
ممکن تاسو پوهېدلي ياست چه د افغانانو په خوۍ ٠ چه ډير فرداس په رسم کښي وويني ٠ نو رسم ئې خوښېږي ٠ اما داسي نه ده ٠
[quote:51f3e11787]د قران بیان د الله (ج)بیان دئ، په هغی پوهیدنه دیوه شخص د توان څخه خارج ده .دهغی په تفسیر، ترجمه او تاویل کی بدعت ،تحریف او کوږوالئ ډیر لویه ګنه او ډیر لوی خیانت دئ[/quote:51f3e11787]
ايا طالبانو دغسي نه کول ٠ او بدعت ئې نه کاوه ؟؟؟؟ چه ږيره ئې په زور او زياتي په خلګو اوږدولې ٠ دغه تحريف او کوږ والئ نه بولۍ ؟؟؟؟
ولي داسي عمل کېدلي ٠ ؟؟؟؟
ستاسو دعمل عکس العمل ئې نه بولۍ ٠ څومره بد خوند ئې دۍ
[quote:51f3e11787]درنو وطنوالو ! داسلام مقدس دین چه اساس او بنیاد یی قران کریم او موثق احادیث دي، دظالم ، وحشی، کبرجن او زورور تجاوز په کمزوری او ضعیف باندی هیڅ ځای او هیڅکله نه دئ روا کړئ [/quote:51f3e11787]
تاسو چه د بل مندي او خويندي د سړک پر سر په لبړ وهلې ٠ ايا تجاوز نه وو ٠ پر کمزوري ٠ ايا داسي عمل د سلفو څه نيولې بيا تر ننه پور چا کړي وو ؟؟؟؟
[quote:51f3e11787]د افغانستان تاریخ یی و شرماوه او اوسنئ مصیبت یی را ته هدیه کړ.[/quote:51f3e11787]ايا دا تحفه تاسو ملت ته نده را استولې ٠ ؟؟؟؟؟ يو بن لادن ورته تحفه کړۍ
چه د دوئ له تحفې به خلاص شئ ٠ او نه پوهېدلاست غوږ مو نه نيولۍ ٠ او قدرت
عقل مغلوب کړې وو
[quote:51f3e11787]دهغه وخت خارجی شیطانانو ددوئ دعقل سترګی او غوږونه داسی تسخیر کړی وو چه تر خپلو پښو لاندی کوهئ یی نه لیدو [/quote:51f3e11787]
ايا بن لادن خارجي نه بولۍ ؟؟
ستاسو عقل او سترګي ئې نه وې تسخر کړي ٠ ؟؟؟
[quote:51f3e11787]محترم حلیمی صاحب په نیویارک کی او محترم نقاد صاحب په جرمنی کی دامریکایی اواروپایی تومانچو سره تیار ناست دی او سمدلاسه به د طالب ، القاعدی ،ترورست، ضد دموکرات ،ISI،پاکستان ، عرب او داسی نورو ګولیو داسی وولی چه حیران به شی او هغه دپښتو متل دئ چه : زه د پلار ژاړم ته می په خوله پوری خاندی. [/quote:51f3e11787]
زه او تاسو دواړه ٠ زه سياسي په قلم تبلغ کوم او طالبانو او شماليوالو چه شپږ کاله
ملت په روسۍ او امريکايي اسلحه غار غار ټوکر ټوکر پارچه پارچه کړۍ
نو زما قلم بيا توپنچه سوه ٠
که څوک تله د انصاف په لاس درکړي خپله تومانچه د بل قلم به سره يو کړې
که چيري داسي څه زما تر قلم راوتل وي ٠ چه له قران يا حديث نبوي څه خلاف وي
نو تر تومانچي به هم بد وي ٠ راته په ګوته ئې کړي ؟؟؟؟
[quote:51f3e11787]عزتمنو! دخپلواکئ موضوع باندی خبری کول ، دهغی تشریح ، توضیح او احیا زموږ ټولو وطنپرسته افغانانو که سنیان دی او که شیعګان دی، که هندوان دی او که سکان دی ، که پښتانه دی او که نور قومونه دی ، که طالبان دی که کمو نستان دی، که د حزب اسلامی وروڼه دی که دشمال دی او که دجنوب دی، که په افغانستان کی د ننه دی او که بهر دی یوه ملی فریضه ده. دغه د شل میلیونه افغانانو دسرنوشت مسا له ده ، دهغوئ د وجود او عدم سوال دئ. که بحث وی او دمعضلو او پرابلمونو د حل دلارو لټول وی ، نو باید په ډیره بی طرفانه ډول خپل علمی او اصولی دلایل او اسناد او وړاندیزونه وړاندی کړو[/quote:51f3e11787]
داخو طلايي خبره ده ٠ کشکي تاسو داخبره اول ملت ته کړېوای ٠ It,s too late
چه زمونږ کور دي راخراب کړي ٠ او ناټو راغله ٠ اوس نو مرکې شروع سوې ٠
پرېږده ٠ ارام کښېنه ٠ که ئې پرېښولې ٠
ناټو به مونږ باسو ٠ چه موږ خپله په وکړو ٠ او دوۍ به طبعنأ سياسي کټه وکړي ٠
[quote:51f3e11787]محترم حلیمی صاحب د عدم تشدد دمبارزی خبری کوی ، خو دده په مقالو او تبصرو کی تر اوسه ما هیڅ ځای د تیری کوونکی غندنه ، دظالم رسوا کول ، دغربی فساد او زور زیاتی په مقابل کی د اعتراض او نیوکی کومه نښه و نه لیدله ، هنوز هم ددغه غم ځپلی وولس په پرارونو مالګی دوړوی او کارنامو ، قهرمانیو او قربانیو ته یی د شک په سترګه ګوری[/quote:51f3e11787]
د روس استل زمونږ قهرمان ملت کړي ٠ او پر شير دې افرين وي ٠ او اروحون دې ښاد
وي ٠ او هر چا چه يو افغان ناحقه وژلي وي ياخدهم اروحون الى الجحيم الله
هر هغه سياسي ، حربي اقدام چه بېله د ملل متحد له تصويبه کيږي ٠ بنده ئې غندي
او د عراق جنګ خلاف د بين مللي اصولودۍ ٠
[quote:51f3e11787]چه کله به یی یوه غله ته د خادم رسول الله(ص)او کله به یی یوه مستبد ته د توکلت علی الله لقب ورکړ، او نن ورځ یی دامریکایی جنابت کارانو په څادر کی ځانونه نغښتی دی او هر فساد او بی ناموسئ ته شرعی جامه ور اغوندی. مګر دغه موقف نه د اسلام دئ او نه د واقعی مسلماناو. [/quote:51f3e11787]
ما مور په شيدو کښي داسبق راګړې ٠ چه زويه زما نيکه دسقاو زوئ په توپ کښي
والوځاوه ٠ او انا يعني نيا مي په تربيه کښي دا را کړي چه زما پلار په توپ کښي
په حوا کړۍ ٠ چه د زمانې پاچاته ئې ريشتيا وو يل ٠ زه هم د هغه فاضل کندهاري
نسل يم ٠ نه ئې هېروم ٠ کله چه جنګ خلاصيږي په ملت کښي ٠ دوهم ږغ به داوي
چه امريکا به وځي له افغانستانه ٠
[quote:51f3e11787]محترم حلیمی صاحب د تاسو دا ډیره لویه اشتباه ده چه وایی : یوه نزاع ده دحکومت او ملت په منځ کی او قانون راواخلی او عمل پری وکړئ. محترمه دغه نزاع دمتجاوز، وحشی، زورور ، شیطان او دمظلوم، ضعیف، بی دفاع وولس تر منځ ده¸دغه نزاع دحق او باطل په منځ کی ده، دغه نزاع د زورواکئ او خپلواکئ په منځ کی ده.زور، ظلم او استبداد هیڅ منطق قانون او حق ته توجه نه لری، یوازی په خپل حقانیت باندی کلک ولاړ وی. تاسو د کوم قانون نه خبری کوئ، قانو ن هغه و خت اعتبار لری چه اجرایی قدرت او صلاحیت ولری او د ټولو د تفاهم او توافق په نتیجه کی منځ ته راغلی وی او په ټولو باندی بیله امتیازه په مساوی توګه اجرا او عملی شی. ایا داسی قانون شته ؟[/quote:51f3e11787]
لکه ستاسو وشاته چه بن لادن ، ISI ولاړ وه ٠ دارشتيا ده چه د کرزي د حکومت شاته
ملل متحده ولار دي ٠ چون ملل متحده لازهه قوه نه کري ٠ نو طبعنأ ئې قوانين او فصله ئې دناټو په توپک تطبق کيږي ٠
دايو واضع حقيقت چه نزاع د يوه ګروف خلګو د کرزي د حکومت سره ده ٠
نزاع داسي وي چه خلګ دي خبرو ته غوږ نيسي ٠ که په جنګ لاس پور کړې ٠ بيا دي نو خلګ لاس نيسي ٠ لکه دانن ورځ ٠ ها دۍ مجاهد په خبرو کښي دۍ ٠ چه نزاع خپله
خلاصه کړي ٠ ستاسو نزاع نه خلاصوي اصلأ
که نزاع نه وي په مينځ کښي ٠ نو کله چه توپک ته ﻻس کړې ٠ نو اکثره ملت نر او ښځي ساسو په کومک کښي دريږي ٠ لکه د روس د راتګ او حملې او تجاوز په وخت کښي ٠ داچه ستاسو سره د ملت خلګ نه ملګري کيږي ٠ او خبري مو اوري
معنا نزاغ او نزاع په خبرو حليږي ٠ يعني حق مو تر پښو ندې لاندي سوې ٠ او په دغه
چلند چه ستاسو سره کيږي راضي نه ياست ٠ بايد چه د طالبۍ په ګناه څوک ونه نيول شي ٠ يوازي بايد قاتلان ٠٠٠٠٠ ونيول شي او بس ٠ نو عوام د طالب د حزب خلګ بايد
ازاد ژوند ولري ٠ او هم سياسي نظر څرکند کړي ٠ تر څو چه ملي امنيت نه په خرابيږي
نقاد
08.03.2005
محترم داود جان ، مکرم استاد حلیمي صاحب او ټولودرنو لستونکوته د زړه له تله سلامونه اونېکې هیلې وړاندې کوم !
تاسی لیکنه مې تر ډیره ځایه خوښه شوه ، د افغانستان ملی آزادي او خپلواکي او دهغې په لمن کې اسلامیت اواولسواکۍ[color=blue:b0d1d2239f] وحدت [/color:b0d1d2239f]زمونږ ګډه هیله او ګډارمان دی . مونږ په دې باوریوچې څوک داسلام ، ملي خپلوا کۍ یا ملی ګټواو اولسواکۍ و حدت نه غواړي ، هغوی له دې دریواړوڅخه یو هم نه غواړي . اسلام له ملی آزاۍ او ملی ګټو پرته بې اغیزې دی، ملی ازادی او دملی ګټو هڅه هم له اولسواکۍ پرته بې مفهومه او بی معنی بریښي . اواولسواکي هیڅکله له بهر څخه یا دبهریانوپه وسطه د رامنځته کیدلو[color=red:b0d1d2239f] وړ نه ده[/color:b0d1d2239f]. له دې کبله که زمونږ په ګران هیوادکې اولسواکي رامنځته کیږي ، اوبایدهم رامنځته شي ، ځکه له اولسواکۍپرته د ټولنیزپرمختګ کومه واقعی لاریا بدل من نم شته ، نو هغه به ضرور دافغان اولس د خپل اند او عمل نتیجه وي . خو د پرمختګ پهاړود شته داسې کسان چې له اسلام یا تشې خپلواکۍڅخه د ټولنیزپرمختګ تمه لري ، په داسې حال کې چې هم له اولسواکۍ سره دو ښمني کوي او هم داسلام له یوه وروسته پاتې محافطه کار او دیکتاتوري شکل څخه د طالب او سختدریځو په توګه کاراخلي . آیا د اسلام د ۱۴سوه کلن تاریخ ورستیو دولس نیم سوو یا دیارلس سوو کالو لاهم په بسانده توګه نه ده ثابته کړې چې د مترقي اسلام پرځای محافظه کاراسلام پرته له دې چې د پر مختګ مخنیوی وکړي د بشري ټولنې له پاره یې عملأ بل هیڅ ارمغان نه دی لرلی ؟
دغه راز د هغوهیوادونو ملي ازادي او خپلواکي چې اولسواکي یې نه ده زیږولې ، که هغه اسلامي ټولنې دي اوکه غیر اسلامي، یوهیواد یې هم په واقعی توګه پخپله پرمختګ نه دی کړی . که له اولسواکۍ پرته په زورواکۍسره ترقي او پرمختک تضمین کیدلی شوای ، دپخواني شوروي دیکتاتورۍ ، اسیایي استبداد ، فرعوني او نمرودي رژیمونو به اوس هم پایښت درلودلای . هو د پرمختګ د مخنیوی له امله :
[quote:b0d1d2239f]دهری ټولنی په تاریخ کی داسی شخصیتونه او ډلی را پیدا شوی دی چه د باطل ، زور او ظلم او تجاوز په مقابل کی یی د خپل ژوند او ځان په قیمت عکس العمل ښکاره کړئ [/quote:b0d1d2239f]، او هرعمل ته هغه وخت د ظلم او تجاوز کلمې کارول شوي چې هغه عمل به په وروستې تحلیل کې د پرمختګ پر ضد هم تمامیده .
که ترقي او پرمختګ حق اومخنیوی یې باطل او ناوړه وي، نو ایاد طالبانو او نورو سختدریځو واکمنی د ترقۍاو پرمختګ دوښمنه او پردې توګه باطله واکمني نه وه او ټول واک او ځواک یې زوراو ظلم نه و؟
[quote:b0d1d2239f]د رنو وطنوالو !په یوه ټولنه کی د سیاسی ، عقیدتی ، ادیولوژیکی ، لسانی ا و اتنیکی اختلاف وجود دهغی ټولنی درنګینئ وښایست او تنوع ښکارندوی دي [/quote:b0d1d2239f]
واه واه څومره ښکلې جمله مولیکلې ده، خو له ادبي او شاعرانه پوست او شخولو څخه به یې تیر او لوڅه محتوا به یې روباسو : د سیاسی ، عقیدتی ، ادیولوژیکی ، اختلافاتو او لسانی ا و اتنیکی حقوقو وجود ته له اولسواکۍ پرته په بل کوم نظام کې رغنده رول ورکو کیدای شی؟ طبعأ په بل هیڅ رژیم کې هم نه !
آیا طالب ، سختدریځو یاکمونستانو دغسې د [quote:b0d1d2239f] » ټولنی درنګینئ وښایست او تنوع « [/quote:b0d1d2239f]موقع ورکوله ، دوی که هر څومره سره وران وو، خو بیا هم د یوې مورزامن وو چې [color=blue:b0d1d2239f]خدای وهلې دیکتاتوري ورته وایي .[/color:b0d1d2239f]
[quote:b0d1d2239f]هره سیاسی ، عقیدتی ، ادیولوژیکی ، لسانی او اتنیکی ډله چه د مشترکو ارزښتونو لکه وطن ، خاوره ، ملی مقدسات ، ملی کلتور او ملی تاریخ ، ملی خپلواکئ او داخلی ازادئ ته خپله وفاداری او احترام ونه ښیی او د پردیو سره ددغه ارزښتونو په سر معامله او سودا کوی ، دا یو لوی خیانت دئ او د خاین رسوا کول ، تعقیبول او مجازات کول په هر ځای او هره ټولنه کی دملی ارزښتونو دساتنی دپاره یو جایز او ضروری عمل دئ. [/quote:b0d1d2239f]
دا هم یوه ډیره ښکلې خبره ده، په دې شرط چې چیرې ددې سودا ګرۍ تور پر بی ګناه کسانو و نه تپل شي . [quote:b0d1d2239f]دازادئ، خپلواکئ، د خپلی خاوری دتمامیت ، دخپل کلتور .... او ژبی څخه[/quote:b0d1d2239f] خو چا نه د خلق او پرچم په وخت کې د شوروي په وړاندې اونه د طالبانو په وخت کې د پاکستان او ISI پر ضد خبره کولای شوه . دوی به پرې د کمونست اوکمونستانو به پرې د اخوانی نوم
ایښوده . دا ددې دوه ډلو کار و او بس ،بل چا ددې ډول تورونوسر ه څه کار نه درلود او نه یې لری. .
وروره [quote:b0d1d2239f]دازادئ، خپلواکئ، د خپلی خاوری دتمامیت ، دخپل کلتور ، خپل دین او ژبی [/quote:b0d1d2239f] خبرې که هر څوک کوي په قلم دې برکت شي ، مونږ ددې ملي ارزتونو ډګر هيچاته نه پريږدو او هر چاته د ملي ارزښتونو په ساتنه او پالنه ،غوښتنه او عملي مبارزه کې رغنده چلينج ورکوو، نو دا سمه خبره نه ده چې خدای مکړه مونږ ( زه او حليمي صاحب ) دې د طلاو د غرونو په مقابل کې د يوې شيبې له پاره هم ورڅخه تير شو . که دا مو اټکل وي او که تورلګونه ، په هر صورت تيروتنه ده او بايد بيرته يې درواخلئ ، څو په خپل حال پريښودنه يې زمونږ پر فردي او ټولنيز حق ظلم او زياتي ثابت نشي. ستاسو په ليکنه کې زمونږ د نومونو سره دنيويارک او المان يادونه هم ددغسې يو تيري يا غرض په شک شکمنه بريښي ، خو خير ، هغه ستاسو خپل وجدان او ايمان ته سپارم .
تاسو څومره ښه خبره کړې چې
[quote:b0d1d2239f]عزتمنو! دخپلواکئ موضوع باندی خبری کول ، دهغی تشریح ، توضیح او احیا زموږ ټولو وطنپرسته افغانانو که سنیان دی او که شیعګان دی، که هندوان دی او که سکان دی ، که پښتانه دی او که نور قومونه دی ، که طالبان دی که کمو نستان دی، که د حزب اسلامی وروڼه دی که دشمال دی او که دجنوب دی، که په افغانستان کی د ننه دی او که بهر دی یوه ملی فریضه ده. دغه د شل میلیونه افغانانو دسرنوشت مسا له ده ، دهغوئ د وجود او عدم سوال دئ. که بحث وی او دمعضلو او پرابلمونو د حل دلارو لټول وی ، نو باید په ډیره بی طرفانه ډول خپل علمی او اصولی دلایل او اسناد او وړاندیزونه وړاندی کړو[/quote:b0d1d2239f] خو په پای کې موددې سمې خبرې لکۍ په دې ډول ور کږه کړې چې [quote:b0d1d2239f]نه دا چه د ځانونو څخه ددغی یا هغی ډلی او قدرت مدافع وکیلان جوړکړو.[/quote:b0d1d2239f] دلته مو نه ده ښودلې چې دا يا هغه ډله کومه ډله ده او چا له ځان څخه دکوم قدرت مدافع وکيل جوړ کړی دی؟ دغه ډول قضاوت او بدګماني مو دغه دوه پوښتنې زيږوي:
١ـ هغه وخت چې امريکايانو او ټولو لويديځوالود شوروي پر ضد د افغانستان د ازادۍ او اسلامي جهاد مرسته او ملاتړ کاوه ، ايا ملي ځواکونو او اسلامي مجاهدينو بايد له ملي مقاومت او اسلامي جهاد څخه ﻻس اخيستی وای؟
که ځواب مو «نه« وي، نو بايد ددې بلې پوښتنې ځواب هم « نه « اوسي چې :
٢ ـ ايا اوس هم بايد افغانان له دې کبله له اولسواکۍ څخه ﻻس واخلي ، صرف ځګه چې امريکا يان هم په افغانستان کې اولسواکي غواړي ؟
که ځواب بر عکس «هو« وي، نو مجاهدينو ولې هغه وخت له جهاد څخه لاس وا نه خيست چې امريکا او ټول لويديځ يې مالي ملاتړ اوتر سټنګره پورې د وسلو مرسته کوله ؟
او که ځواب مو « نه « وي، نو بيا ولې پر افغاني اولسوا که ځواکونو د امريکايانو د پلوي تور لګوئ؟ مونږ که داولسواکۍ تش نوم اخلو تاسو ته ولې لويديځوال مخې ته دريږي ؟ ايا د ملي ازادۍ ، اسلاميت او اولسواکۍ دريواړو غوښتنې د افغانانو خپلې غوښتنې نه دي ؟ ايا د اولسواکۍ نطفه چې دتيرې پيړۍ په شپږمه او داساسي قانون په لومړۍ لسيزه کې رامنځته شوه ، دافغانانو خپله اولسواکي یا دافغان اولس خپله ﻻسته راوړنه نه وه؟ ، پر دوی باندې له بهر څخه په زور تحميل شوې وه؟ والسلام .
Anonymous
18.03.2005
قدرمنو وطنوالو !
ستړی مه شئ، موږ دیوی مبهمی خپلواکئ سره تر اوسه سروکار درلود ،موږ باید اول دا واضح کړو چه خپلواکی یعنی څه ؟ ایا افغانانو تر اوسه واقعی خپلواکی درلوده؟ او ددغه خپلواکئ څخه چا ډیره ګټه پورته کړی ده؟ ددی سوالونو ځوابونه تر یوی اندازی ښایی زموږ دپاره د خپلواکئ په پیژندلو کی مرسته و کړی او دموجوده ستونزو په لیری کولو کی ګټوری وی .
درنو وطنوالو ! یوه خپلواکه او مستقله ټولنه بیله مستقلو او ازادو افرادر څخه منځ ته نه راځی، یوه ټولنه هغه وخت خپلواکه بلل کیږی چه افراد یی مستقل وی او تابع نه وی، هغه ټولنه چه غړی یی مقلد او تابع وی نه شی کولائ چه ملی استقلال تاسیس کړی. هرڅوک په هغه څه پسی هڅی او ګرزی چه نه یی لری ،زموږ ناری داستقلال د پاره هم ددی دپاره دی چه موږخپلواکی نه لرو.
خپلواکی نه اخستل کیږی او نه ورکول کیږی ، بلکه داموږ پخپله یو چه باید خپلواک واوسو ، کله چه خپلواک شوو ، نور هیوادونه بیله تصدیق، تایید او احترام ددی خپلواکئ څخه بله لاره نه لری ، اساسا کله چه یو هیواد خپلواک شو د نورو تصدیق ته ضرورت نلری ، او مجبور دی چه دیوه مستقل وولس په څیر زموږ سره معامله وکړی.دغه دخپلواک کیدلو تصدیق دنورو په ضد په شعارونو موږ ته نه حاصیلیږی .کله چه یو وولس خپلواک شو ، که نور په الفاظو زموږ د خپلواکئ تصدیق نه کوی نو په عمل کی دموږ سره څه په فردی لحاظ او څه په ملی کچه دیوه مستقل ملت په ډول رفتار کوی او بیله دینه بله لاره نه لری ، ولی که موږ خپلواک ونه اوسو ،که څه هم په لفظ باندی به احترام د موږ د استقلال چه نه یی لرو وکړی ، لیکن په عمل کی به دموږ په کارونو کی مداخله کوی ، دنورو دخالت زموږ په امورو کی د موږ د خپلواکي نه موجودیت دئ .
داستقلال مساله دتړاوونو او پیوندونو په چوکات کی مطرح کیږی ، چیرته چه شبکه د روابطو وجود ونلری ، استقلال هیڅ مانا نه لری.داستقلال د پاره کوښښ هغه وخت شروع کیږی ، چه موږ ددی روابطو په منځ کی د تابعیت د خطر سره مخامخ شو ، یعنی خپل ځان له لاسه ورکړو ، او دقواوو د توازن نشتوالئ او نه موجودیت د خپلواکئ مساله منځ ته راوړی .هره رابطه که په فردی لحاظ ده او یا اجتماعی لحاظ ده یو پیوند دئ او بی له دغی پیوندونو او بستګیو څخه ژوند نا ممکن دئ او هره رابطه او پیوند د تابعیت د خطر سره مخامخ ده، تر څو چه قوی نه شو ، زموږ رابطه دنورو سره د قوی او ضعیف په رابطه بد لیږی . هره ټولنه چه ضعیفه شوه ولو که ونه غواړی او اعتراض هم و کړی، رابطه یی په تابعیت بدلیږی او د ضعیف رابطه د قوی سره بی له تابعیت څخه بله لاره نلری ، ځکه چه توازن د قواوو نشته. هر کمک د ضعیف سره دهغی په امورو کی مداخله ده ، خکه ضعیف نه شی کولائ رابطه په اساس د خپلواکئ (چه نه یی لری) د قوی سره برقراره کړي.داستقلال دپاره موږ نه شو کولای د روابطو څخه لاس واخلو او تحریم یی کړو بلکه تابعیت د موږ د ضعف او ځان د کمبودئ له کبله منځ ته راځی .په دتحریم سره د تابعیت مساله نه حل کیږی ، ځکه چه کله رابطه برقراره کړو بیا باید ځانونه تابعیت ته تسلیم کړو . دتابعیت خطر په وعظ ، زاریو او اخلاقی غوښتنو (دانسان دوستئ په اساس)نه رفع کیږی. موږ چون ملی او فردی خپلواکی نه لرو ، په کمونست کیدلو یا دغرب دکلتور سره په علاقی سره دروسیی یا امریکا تابع کیږو ، دغه افکار او عقاید موږ ته خطر پیدا کوی، دا ځکه چه موږ یو قوی فردی او ملی هویت نه لرو. که موږ په ځان اتکا ولرو ، هیڅ مفکوره او عقیده دموږ دپاره خطرناکه نه ده .ملی خپلواکی په فردی خپلواکئ تکیه لری . دامپریالیزم او داخلی ازادئ مساله دیوی سکی مخ او څټ دی. دامپریالیزم مساله فقط دملتونو د تفاهم په صورت کی ممکنه ده ، همدارنګه دداخلی ازادئ مساله دیوه ملت د مستقلو افرادود تفاهم په صورت کی حاصلیږی.ترڅو چه دیوه فرد په صفت مستقل نه شو ( په خپله فکر و نه کړو، پخپله تصمیم ونه نیسو، په خپله خپل مشکلات حل نه کړو) نه شو کولای مستقل ملت منځ ته راوړو او تر څو چه مستقل ملت نه شو د نورو سره دتفاهم په رابطه کی قرار نه نیسو بلکه تابع د هغی یو او تابع پاته کیږو. استقلال د موږ د خپل ځان څخه شروع کیږی. دا نور نه دی چه موږ د ځان تابع کوی بلکه دا موږ پخپله یو چه ځان مو تابعیت ته اماده کړئ دئ، د تابعیت میل چه یو وار په موږ کی ریښی وکښلی په ساده توګه د منځه نه ځی، دغه د تابعیت میل د ژوند ټولو امورو ته انتقال پیدا کوی. خپلواکی له هغه ځایه شروع کیږی چه اګاه او بیداره شو او پوه شو چه دا عقل د انسان دئ چه په ټولو افرادو کی ذخیره شوئ دئ، دا هغه عقل دئ چه ټول انسانی او طبعی علوم دهغه څخه زیږیدلی دی، دا هغه عقل دئ چه د ټولو طبعی ، اجتماعی او تاریخی قوانینو د خلق کولو او کشف کولو وظیفه به غاړه لری . دغه ددروغو احتیاج د تابعیت څخه داسی په موږ کی ریښی ځغلولی دی چه که فرضادیوه تابعیت څخه ځان خلاص کړو د بل تابعیت په لټه کی یو، ځکه د خپلواکئ څخه اصلی تجربه نه لرو، پرون مسلمان وو نن کمونست کیږواو سبا ....... استقلال چه همغه په خپل ځان راتګ او په هوش راتلل دی مثبتو او سازنده قواوو ته ضرورت لری، له د کبله دخپلواکئ د پیداکیدو او رشد قوه باید د کینی اونفرت څخه منځ ته رانه شی . داخلی دښمنان چه د فردی خپلواکئ نابودوی د خارجی دښمنانو څخه چه ملی استقلال له منځه وړی ډیر قوی دی.زمو.ږ اصلی جبهه باید دهغه چا په ضد وی چه فردی خپلواکی له منځه وړی . خلک چه پخپله دفکر او اندیشی چانس او قوت پیدا کړی بیا په اسانه د چا تر تا ثیر لاندی نه راځی . خلک باید پخپله د مسایلو قضاوت وکړی . همدغه داخلی جبهه ده چه اساسی جبهه ده ، که موږ په د جبهه کی بریا لی شوو نو د خارجی دښمنانو په مقابل کی مو هم مبارزه ګټلی ده .
حافد