نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانستان دخپلواکئ په لاس راوړل دټولو افغانانو ملی مسولیت دئ او که یوازی دطالبانو اواسلامی حزب ؟
Anonymous
28.02.2005
درنو اوقدرمنو وطنوالو!
سلامونه او احترامونه .
له هغه وخته چه امریکایی جنایت کارانودافغانستان په پاکه خاوره
وحشیانه تجاوزوکړ او زموږپه وطن کی یی خپل روزل شوی غلامان اومزدوران حاکم کړل دافغانستان
خپلواکی له منځه ولاړه اودوطن سیاسی،اداری،نظامی اوفرهنګی اختیار عملا دپردیو په لاس کی ولوید.
ددغه نوی استعماراو زورواکئ په مقابل کی یوازی دافغانستان اسلامی حزب او دطالبانو اسلامی تحریک خپله سیاسی،فرهنګی او نظامی مبارزه جاری ساتلی ده، نورو ګروپونو،سازمانونواو احزابوکه مذهبی دی او غیر مذهبی یا دغه غلامئ ته د تسلیم سرونه ټیټ کړل اویا یی مرګباره سکوت غوره کړئ دئ .
ایا دا دواړه دریځونه (تسلیم او سکوت ) دوطن،وولس ، ازادئ او خپلواکئ سره لویه جفا او خیانت نه دئ ؟
او که زورواکی او غلامی په خپلواکئ او ازادئ ارجحیت لري ؟
داود
Re: دافغانستان دخپلواکئ په لاس راوړل دټولو افغانانو ملی مسولیت دئ او که یوازی دطالبانو اواسلامی حزب ؟
Anonymous
28.02.2005
د اود جانه وروره په قلم او ژبه دي برکت شه ، ډيره خونده وره خبره او سوال دي منځ
ته را واچاو٠ متاسفانه دلته ډير وروڼه دي اساسي خبرې ته فکر نه کوي او دوي ډيردافغانستان دغې تحميل شوي ديموکراسي ته خوشالي کوي ٠
مونږ هم د ي ديموکراسي مخالفين نه يوخومونږ يوه خپلواکه ملي ديموکراسي غواړو٠چې په اسلامي او پښتنوالې بنسټ بنا او تړلې وي .
دکرزي بانډ تر اوسه پورې خپل جيبونه ډکه وي او تر اوسه پورې ئي ملت ته هيڅ کار
ندي کړی او نرخونه دهغو خلکو لپاره دي چې په خارجي موسسو کې کارونه کوي٠
د غريب سړي کور وران دي او يواځې دعياشې او غيري اسلامې او پښتني الات اوسامانونه ارزانه دي او دغه سياست قصدا دکرزي بادارانو او اشغالګرو منځ ته اچولی دي چې د مونږ دملت مازغه ومينځي او بي هويته مو کړي ٠
خداي پاک دي افغانانو ته طاقت او حس ورکړې ٠
په درناوي ستا پتنګ ورور
اود[quote:9d77d829d9="داود"]درنو اوقدرمنو وطنوالو!
سلامونه او احترامونه .
له هغه وخته چه امریکایی جنایت کارانودافغانستان په پاکه خاوره
وحشیانه تجاوزوکړ او زموږپه وطن کی یی خپل روزل شوی غلامان اومزدوران حاکم کړل دافغانستان
خپلواکی له منځه ولاړه اودوطن سیاسی،اداری،نظامی اوفرهنګی اختیار عملا دپردیو په لاس کی ولوید.
ددغه نوی استعماراو زورواکئ په مقابل کی یوازی دافغانستان اسلامی حزب او دطالبانو اسلامی تحریک خپله سیاسی،فرهنګی او نظامی مبارزه جاری ساتلی ده، نورو ګروپونو،سازمانونواو احزابوکه مذهبی دی او غیر مذهبی یا دغه غلامئ ته د تسلیم سرونه ټیټ کړل اویا یی مرګباره سکوت غوره کړئ دئ .
ایا دا دواړه دریځونه (تسلیم او سکوت ) دوطن،وولس ، ازادئ او خپلواکئ سره لویه جفا او خیانت نه دئ ؟
او که زورواکی او غلامی په خپلواکئ او ازادئ ارجحیت لري ؟
داود[/quote:9d77d829d9]
ع کريم حليمي
28.02.2005
ګرانه وطنواله داود جانه سلام ٠
اولسواکي يوازي يو نظام دي چه عقلتونه له منځه وړي ٠ او يوازي او يوازي د اکثريت ږغ اوريدل کيږي ٠ په اصليت کښي دغسي ده ٠ او قانونأ هم دغسي ده ٠
او په واقعيت کښي بيا داسي ده چه اکثريت او عقليت نه چليږي ٠ داقتصاد ،پيسې
ږغ اوريدل کيږي ٠ چه اصلأ اسلام هم دغسي دۍ چه : " [u:817a276c9f]تطعم الطعام، [/u:817a276c9f]وتقرأ السلام على من عرفت ومن لم تعرف ".بخاري
ډوډۍ ورکوه او په خلګو ئې خوره ٠ دغه ښه اسلام دی ٠
څه معنا خلګ راټولوه دسترخوان وغوړه وه ٠ نو هرڅه چه وائې ته خان ئې او خلګ درپسئ دي ٠ ځان دي اکثريت کړي يااکثريت شوئ ٠ نو ږغ دي اوريدل کيږي ٠
اوکه د خدای مسکين وې نو په عقليت کښي حساب سوې ٠ ږغ دي څوک نه اوري ٠
او راځو و ازادئ ته
که په عقليت کي حسابيږي ٠ که سياسي ،اقتصادي ،قومي
نو داسي به کوې چه : " من راى منكرا فغيره بيده فقد برئ ومن لم يستطع ان يغيره بيده فغيره بلسانه فقد برئ ومن لم يستطع ان يغيره بلسانه فغيره بقلبه فقد برئ وذلك اضعف الايمان " .
که دي چيري داسي څه ليدل چه شرعأ،اخلاقأ،قانونأ اجازه نوه يعني منکرات دي ليدل ٠ هښکوه چه د لاس چاته ور اوږد نه کړي چه د منکر څخه ئې راوګرځوې
په لسان ،ليکنه ،مظاهر سره به کوښښ وکړې چه حکومت د منکر څخه راوګرځوې ٠
که داسي ونه شي نوخلګ به د يوه ضعف ايمان خاوندان به وي ٠ او د ضعفه ايمان خلګ همېشه ازادي نه لري ٠ که څه هم د حضرت عمر رضي الله عنه حکومت شروع وي ٠ تاسوته معلومه ده ٠ چه حضرت عمر په خطابه کښي وويل چه واورۍ او اطاعت وکړي٠ او اصحابي ورته ولاړ سو ٠ نه دي اورو او نه اطاعت کوو ٠ ولي چه دادمره کميس دي ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ څو چه قناعت ئې حاصل شو نو صحابي ومنل او خطابې ته ئې
غوږ ونيولۍ او اطاعت ئې وکړي ٠
يوازي هغه وخت توپک ته اجازه سته چه د منکر مخه ونيسو چه امام د زامانې يا امام د عصر فتوا صادره کړي ٠ نو بيا اجازه سته چه لاس او توپک په زور د منکر مخه ونيول شي ٠
[quote:817a276c9f]دافغانستان اسلامی حزب او دطالبانو اسلامی تحریک خپله سیاسی،فرهنګی او نظامی مبارزه جاری ساتلی ده، [/quote:817a276c9f]
که طالب دی که حزب د جنګ حق نه لري ٠ په اسلامي اصولو کښي ٠
ولي چه يوازي يوه نزاع سته د ملت او حکومت تر منځ ٠ د عقليت سره
خدای نه دي ويلي چه د نزاع په وخت کي جهاد وکړي ٠
وايي چه :فان تنازعتم في شئ فردوه الی الله و رسول
معنا داچه قانون راواخلۍ وګورۍ چه قانون څه ويلي دي ٠ او هغه نزاع چه ستاسو
په منځ کښي سته حل ئې پکښي پېدا کړي ٠
نه ازادي تللې نه پر خاوره حمله سوې ٠ يوازي د طالب او بني لادن پاچاهي له منځه ولاړه ٠ او ملت د يوه عرب او ISI څه ازادي ترلاسه کړه د ملل متحد د سازمان په قدرت ٠
هو ٠ دارشتيا ده ٠ چه ډېر منکرات شروع دي ٠ زما او ستا ګناه ده ٠ چه اسلامي ګروپونه ولي في سبيل الله مظاهرې نه کوي ٠
څه سو هغه ايماني خصلت چه : عدالت ،تقوا،شجاعت،عفت،حکمت،استقامت ، صداقت ،امانت ٠٠٠٠
چه دين په ساتل کيږي ٠
الله فرمايي چه : ان تنصروالله ينصرکم و يثبت اقدامکم
د خدای سره ياري وکۍ چه خداي ستاسو سره ياري وکړي او ثابت قدمه مو کړي
دا معنانه چه جنګ جنګ او شل کاله جنګ ٠
ازادي په توپک ده ٠ نن چه ازادي په لاس راغله د ISI څخه
نن نو د عدم تشدد مبارزه بايدشروع شي د منکراتو په مقابل کښي ٠
نو به مو خدای قدمونه راټنګ کړي ٠ چه : و اولئک هم المفلحون
Anonymous
01.03.2005
قدرمن حليمي صاحب او دوستانو سلام
[quote:7905d84b29]هو ٠ دارشتيا ده ٠ چه ډېر منکرات شروع دي ٠ زما او ستا ګناه ده ٠ چه اسلامي ګروپونه ولي في سبيل الله مظاهرې نه کوي ٠[/quote:7905d84b29]
ايا ويلاي شۍ چي خداي پاك چيري په قران كي ويلي چي تاسي دفي سبيل الله جهادپرځاي في سبيل الله مظاهرې راوباسۍ؟؟؟ لطفا معقول اومنطقي توضيحات وركړۍ
[quote:7905d84b29]که دي چيري داسي څه ليدل چه شرعأ،اخلاقأ،قانونأ اجازه نوه يعني منکرات دي ليدل ٠ هښکوه چه د لاس چاته ور اوږد نه کړي چه د منکر څخه ئې راوګرځوې
په لسان ،ليکنه ،مظاهر سره به کوښښ وکړې چه حکومت د منکر څخه راوګرځوې ٠
که داسي ونه شي نوخلګ به د يوه ضعف ايمان خاوندان به وي ٠ او د ضعفه ايمان خلګ همېشه ازادي نه لري ٠ که څه هم د حضرت عمر رضي الله عنه حکومت شروع وي [/quote:7905d84b29]
پښتوټپه ده وايي پرتوږ دي سوړي سوړي راوړ+چي هره سوړه دي گنډم ژړا راځينه.
دكرزي صيب په گورنمنټ كي والله كه يوځاي داسي روغ وي چي ته دي ورته دمظاهرى له لاري گوته ونيسى.په حقيقت كي له كرزي نه نيولي ترادنى ماموره يى پرتوږان سوړي پراته دي.ملي پيغوربه وي كه څوك دغه شرميدلي خلك دټوپك له لاري لري نه كړي.ستادمظاهرو مانا خوداده چي يوڅوك وي په ناموس يى دكلي دزورور خان زوي تجاوز كړى وي.غريب بزگرغيرتي وي اوغواړي چي دخان زوي په گوليو غلبيل غلبيل كړي خو حليمي صاحب چي دخان دجومات ملادى اوميراث مړي زكات ته يى سترگي پټي كړي دي بزگر ته وايي چي ته ټوپك مه اخله.خان زورور دى دهغه زوي كه دي مړكړ مشكلات به درته پيښ شي.
ته ورشه اودخان په دروازه كي ودريږه اوژاړه مظاهرى كوه.له خانه وغواړه چي ستاغم دي وخوري.
عجب منطق!عجب انصاف عجب عدل............
[quote:7905d84b29]که طالب دی که حزب د جنګ حق نه لري ٠ په اسلامي اصولو کښي ٠
ولي چه يوازي يوه نزاع سته د ملت او حکومت تر منځ ٠ د عقليت سره
خدای نه دي ويلي چه د نزاع په وخت کي جهاد وکړي ٠[/quote:7905d84b29]
نو دنزاع په وخت كي سړى بايد څه وكړي؟؟؟په تيره بياچي نزاع دي له حكومت سره نه بلكي بهرنه راغلي نامسلمان استعمارگرسره وي؟؟؟
ايا نه پوهيږوچي امريكاپه نړۍ كي كومه اژندا مخ په وړاندي بيايي؟؟؟ پرته له دى چي دبن لادن اوملاعمر اشتباهات اوياهم اجتهادات په پام كي ونيسو اوپه هغو بحث وكړو ايمانا او وجدانا بايد دافكراوپريكړه وكړو چي ايا امريكا ريښتياهم زموږهيوادته دديموكراسي دتطبيق لپاره راغلي اوكه دخپل
International colonalization دتطبيق لپاره؟؟؟ او ايا دا امكان شته چي امريكا دي زموږملي او ديني اصل ترپښولاندي كوي اوموږدي ورته گورو.خبري ډيري دي سريى يو.ومونه ليدل چي له سپين ږيرو سره لواطتونه شول.هغه نورخويى څه كوى؟
تاسي لطفا ورشۍ داپه كابل كي داوسني فحاشي اوبى حيايي پرخلاف مظاهره وكړۍ اوپايله يى وگورۍ
[quote:7905d84b29]نه ازادي تللې نه پر خاوره حمله سوې ٠ يوازي د طالب او بني لادن پاچاهي له منځه ولاړه ٠ او ملت د يوه عرب او ISI څه ازادي ترلاسه کړه د ملل متحد د سازمان په قدرت [/quote:7905d84b29]
عجيب :?
دلته ماته هغه دكفن كښ كيسه راياده شي چي وايي يوكفن كښ وو دمړوكفنونه به يى ايستل.خلك خوراترى تنگ وو يوه ورځ يى دهغه دمرگ لام وتاړه.خوده ورته وويل چي خلكه مامه وژنۍ والله چي زماارمان به وكړۍ اوپه غبرگ لاس دعابه راپسى كوۍ.
كله چي هغه مړشو زوي يى دغه كارته لاس واچاوه. پلاربه يى يوازي كفن له مړي ايست خوزوي به يى دكفن سربيره مړی بى پته هم كړ.......
شوروي يى پلار وو او امريكا يى زوى. هغه يوازي دكفن غل ووخو دغه دهرڅه غل دى.
زماپه اند دعرب او اي اس ايي غلامي غوره وه تردى چي دامريكايي استعمارچيانو غلامي ته موغاړه ايښي واي........ فكربايد وكړو.طالب+بن لادن+اي ايس اي=مسلمان
خوامريكا+ملگري ملتونه+دغه نورټرت اولغت مخلوق=سره كافر،صليبيان،مشركين،ملاحده،زنادقة اومنافقين
نوكوم خلك غوره دي؟؟؟ سياسي مخالفتونه پخپل ځاي. زه پخپله داي ايس اي سخت ترينه دښمن يم اوهغه دشيطان دحرامي بچيانو يوه مرداره ځاله بولم.له طالب سره هم سياسي نزاكتونه لرم. بن لادن مي پير دى او زه يى مريديم.البته دغه لاره مي وروسته له ډيره غوره،فكره اودقته خپله كړيده.خودهغه په مينه كي دومره توغل هم نه كوم چي له حق اوحقيقت نه سترگي پټي كړم. البته دلته زه دهغه په نمايندگي نه بلكي په شخصي بڼه خبري كوم اوهيڅ څوك بايد داڅه محسوس نه كړي....
اوتاسي ليكلي چي په خاوره حمله نه ده شوي او نه هم ازادي سلب شوي.اول خولمړۍ خبره غلطه ده.هغه مهال تاسي په كومه سياره كي اوسيدلۍ چي امريكايي سرتيروزموږپه پاكه خاوره بريدكاوه اوداي ايس ايي شيطانانوورته لاره هواروله اوټرت ولغت مخلوق ورته په گډاسروو.؟؟
Anonymous
01.03.2005
مېلمه صاحب سلام ٠
په نور خبرودي سر نه خرابه وم ٠ چه جوابونه درته وليکم ٠ خپلي ليکنه يوار بيا وګوره
جوابونه پکښې دي ٠
[quote:474b5700be]تاسي په كومه سياره كي اوسيدلۍ [/quote:474b5700be]
زه د oldsmobile په سياره کښي ناست وم :) ٠ راډيو مي اوريدل ٠ چه اعلان ئې وګړي چه ملل متحد سازمان فيصله وکړه چه پر طالبي نظام دي حمله وشي ٠
که طالبان غواړي چه د حملې مخه نيسي ٠ کولې شي چه بن لادن ونيسي او محکمې ته ئې حاضر کړي ٠ چون بن لادن امر او ملاعمر ئې معدون وو ٠ او عربو ملا عمر اجير
کړي وو ٠ او خپل اختيار ئې نه در لودۍ ٠
د ملل متحد غړي عبارت دي : سعود ،کويټ، عمارات،پاکستان ،هند ، ترکيه ، جوردن ،فليفين ، سوريه ،مغرب ،مصر ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
که په دغه ملکو کښي اسلام نه وي ٠ نو ملګري دي ٠ بللي سيارې ته ولاړ سي ٠ ممکن
هلته به اسلام پيداسي ٠ :(
Anonymous
01.03.2005
وروره !
زما دي مالومات له مخې ، که طالبانو بن لادن تسليم کړې هم وی امريکا يانو حمله کوله په دي اساس لوي ملا فيصله وکړه چې بن لادن ونه باسې ،که امريکايانو يواځي دبن لادن ايستل له افغا نستانه غوښتي او د حملې چمتووالي نه وي نيولي نو طالبانو به بن لا دن له هيواد ه اېستلي وی ٠
په عراق امريکا يانو ولې حمله وکړه ?
په قفقاز کې امريکايان څه کوي ?
چا له روسانو سره مرسته وکړه چې دي چيچېنيا په مسلمانانوګينوسايد (Genocide) عملي کړي ٠??
وروره دپردي شاته نوري خبري روانې دي ساده فکر مکوه٠
په درنښت پتنګ
Anonymous
01.03.2005
patan sayeb. sta malomot d koco na razi. ta elmi malomat na lari aw his kala elmi malomat darsara na we. ta yaw ihsasafi saray ye. aw har sa de p essasato walar de, aw elmi masayel na shi matrah kawolay
نقاد
01.03.2005
لومړی سلام اوبیا ستاسې کلام رااخلم چې :
[quote:2c19549391]ايا ويلاي شۍ چي خداي پاك چيري په قران كي ويلي چي تاسي دفي سبيل الله جهادپرځاي في سبيل الله مظاهرې راوباسۍ؟؟؟ [/quote:2c19549391]
ورره مظاهره په کوانده توګه علني څرګندونې ته وایی، دهغه څه چې معروف او ښه، نیک اواړین اوسي . په څرګندونې ( مظاهرې ) کې معروف حقونه غوښتل کیږي اوناحقه چارې ، ظلمونه ، تیري اوبی عدالتۍ غندل کیږي چې ټول منرات دي . همدغه هدف د « امر بالمعروف او نهی عن المنکر« په غوښتنو کې هم شامل دي . داچې دمظاهرو غښتنې، نیوکې او غندنې ټولې حکومت ته متوجه وي او په سلام کې د جابر حکومتی آمر په وړاندې د حق خبره کول یا د خق غږپورته کول بهترین جهاد دی، نوهغه مظاهرې چې د رواحقوقو پر غوښتلو او اجتاعی اصلاحاتو راڅرخي رښتیا هم د نوموړي سوله یزجهاد زیات زیات ثواب باید ولري . هو ، کله چې جهاد اجب شو، بیا د خولې جهاد نه بس کیږي ، خو ترهغه وخته پورې ترجهاد مخکې د حوت په وانې حق ویونکې ، حق غوښتونکې او دناوړو چارو (منراتو) غندونکې مظاهرې او لاریونونه اړینه ،اغیزمنه او یواځینۍ لار ده !!!
[quote:2c19549391]پښتوټپه ده وايي پرتوږ دي سوړي سوړي راوړ+چي هره سوړه دي گنډم ژړا راځينه[/quote:2c19549391].
وروره ټپې خو یوه د بل ضد هم وي، پر احساس اوحساساتو ولاړې وي ، ستاسې پورتنۍټپه او مشتقات یې دلته په منطقي بحث کې پرځای نه بریښي اود سلاح
دپورته کولو او جهاد کولوفتواباید پر ټپوولاړه نه وي .( دملالۍ تاریخې ټپه هم دملالۍ پان غږ او خوله او همغسې ځانګړی وضع او موقع غواړي).
[quote:2c19549391]ايا دا امكان شته چي امريكا دي زموږملي او ديني اصل ترپښولاندي كوي اوموږدي ورته گورو.....تاسي لطفا ورشۍ داپه كابل كي داوسني فحاشي اوبى حيايي پرخلاف مظاهره وكړۍ اوپايله يى وگورۍ[/quote:2c19549391]
ورره دا ټولې غوښتنې بید له حکومت څخه دظارو له لارې وشي، حکومت مسوول دی چې ځواب ووایی اومجبر دی چې د افغانانو ښځواو سړیو ابرو او ناموس وساتي . که خارجیا ن له خپلو خارجی ښځینه و سره په پټه هرڅه کوي، ناموس اوضرورت يې خپل دی، خو په علني توګه باید منع ي او سخت بندیز پرې ولګیږي . دا یز د مظاهرو یوښه هدف ګرځیدلی شي .
وروره د ځواب په قابلکې چې
[color=cyan:2c19549391]نه ازادي تللې نه پر خاوره حمله سوې ٠ يوازي د طالب او بني لادن پاچاهي له منځه ولاړه ٠ او ملت د يوه عرب او ISI څه ازادي ترلاسه کړه د ملل متحد د سازمان په قدرت [/color:2c19549391] تاسو لیکلي : [quote:2c19549391]عجيب :? [/quote:2c19549391] اوبیا مو پرې ددلیل پرځای دا ځل له ټپې څخه هم بی اعتباره اود کفن کش یوه بی محتوا فکاهي را ړولې ده، نووروره ځفهن شې : ایا غواړئ ملنډې ووهئ(؟)، دلوستونکو قیمتی وخت ضایع کړئ (؟) ، او که هدف مو دحلیمي صیب د جدي د لایلو څخه د حجرې مجلس ته پناه وړل دي ؟ که داسې وي ،ښهبهنه وه چېد ټو ټکالو په فوروم کې مو دا لیکنه کړی وای ؟
[quote:2c19549391]زماپه اند دعرب او اي اس ايي غلامي غوره وه تردى چي دامريكايي استعمارچيانو غلامي ته موغاړه ايښي واي[/quote:2c19549391]
ځوانه ISI خو دې دCIA سره تړلې ده او له طالب او بن لادن څخه یې هسې ګټه پورته کوله، ځکه خو دې وضع هم د طالب او بن لادن په شمول ننني حالت ته راورسیده ! وروره الحمد ل الله مسلمان کړي خوشکر خدای یو،ولې داړانده کړي چا یو ؟ ایا دازمونږ خپله ګناه نه ده ؟ نو وروره ددې د پاسه دې بیا دغسې یو فارمول و ضع کول چې [quote:2c19549391]فكربايد وكړو. طالب+بن لادن+اي ايس اي=مسلمان[/quote:2c19549391] بیخي سطحي او بیځایه بریښي، خفه مشې وروره ، د فکر کولوخو په کې هډو رنجه هم نشته .
[quote:2c19549391]داچې امريكا+ملگري ملتونه+دغه نورټرت اولغت مخلوق دې = كافر،صليبيان،مشركين،ملاحده،زنادقة اومنافقين[/quote:2c19549391] بللي، ټول اسلامي هیوادونه چې دملګرو ملتونوغړي دي کافربولې؟
[quote:2c19549391]بن لادن مي پير دى او زه يى مريديم.البته دغه لاره مي وروسته له ډيره غوره،فكره اودقته خپله كړيده[/quote:2c19549391].
نو ښه وروره کله چې امریکایان له هیوادڅخه ووتل ،د بن لادن د مریدپه توګه
د سپبر د ۱۱ نیټې بریدونه بیا ته تکرارکړه ، نو امریکایان به بیا هیواد دربمبار
کړي،هیوادوال به دې داځل ټول ووژني ( لږترلږه پښتانه) نو ستا زړه به پرې هله یخ شي ،که څنګه ؟.
[quote:2c19549391]چي امريكايي سرتيروزموږپه پاكه خاوره بريدكاوه اوداي ايس ايي شيطانانوورته لاره هواروله [/quote:2c19549391]
آی اس ای او مشرف دې هم ورسره ملا تړلې وه ، او لاتړلې یې ده ، ددوی هیرول دچا له پاره اود چا په خوښه کیږي؟ والسلام .
څاروان
02.03.2005
داود خانه پتنګ صيب او حليمي صيب او د بحث نورو ګډونكو ليكوالانو صاحبانو د سلامونو سره مي نيكي هيلي هم قبولي كړي.
ګرانه داود روروه ښي پوښتني دي مطرح كړي خو زه ئي په اړوند ډير څه ويل نه غواړم او دلته د محترم ورور [color=darkred:61ff2cc2e6]عادل وطنمل[/color:61ff2cc2e6] د يوي ليكني څه برخه رانقلوم چه انشاء الله د پوښتنو جواب لپاره به كافي وي.
محترم ورور عادل وطنمل ليكي: ((([color=white:61ff2cc2e6]زه يوي خبري ته حيرانيږم چي هغه خلكوته چي درسانو پر وخت مونږ ورته د امريكايانو دښمنان ويل هغوي د امريكايانو په راتګ سره ئي غلامان ثابت شول خو هغه چا ته مو چي د امريكايانو دوستان او د هغوي پيداوار ګڼلو هغوي د امريكايانو په راتګ سره ئي دښمنان شول ولي؟؟[/color:61ff2cc2e6]))
يو بل ځاي بيا يوي بلي مهمي خبري ته ئي هم اشاره كړي ((([color=indigo:61ff2cc2e6]دريمه خبره دا كوم چي روسان هم پر افغانستان باندي د يرغل څخه دمخه د افغانانو سره يي دوستي وه خو د يرغل پر وخت ولي مونږ ورته د دښمن پرنظر وكتل؟ ايا دا هماغه روسان نه وه چي د افغانستان د سركونو زراعتي پروژو ډيمونو په جوړو كي ئي د افغانانو سره مرستي كولي؟ نو وروره نن امريكايان هم همدغسي شكل لري نو د پرون لږ شاني مرستي بايد زمونږ څخه زمونږ پر هيواد تيري ئي له ياده ونه باسي. او همدارنګي د پروني لږ شانته مرسته ئي بايد ددي سبب نه شي چي مونږ د افغانانو پر دين، وطن، ناموس باندي ددوي وحشي تيري جرم له خپل نظر څخه وغورځو او د وستي لاس دي وركړو. او همدارنګي كمونستان ولي مونږ ويشتل ځكه چي پر هيواد باندي تيري كونكو ته ئي د دوستي لاس وركړي وه خو افسوس كوم چي نن همغه د كمونستانو بعض ويشتونكي نن په همغه جرم فخر كوي په كوم چي ئي كمونستان ويشتل.)))[/color:61ff2cc2e6]
[color=darkblue:61ff2cc2e6]لوستونكو وروڼو دلته غواړم چه تاسي څو خبرو ته متوجه كړم:[/color:61ff2cc2e6]
1. دا ثابته خبره ده چه زمونږ ګران هيواد د صلييبي ښكيلاكو په پنجو كې دي او هيواد مو استعمار كړي شوي نو [color=brown:61ff2cc2e6]صليبي ښكيلاكو ځواكونو ته د بشر دوسته قواو پر نظر كتل او د خير طمعه ترينه كول او د صليبي ښكيلاكو ځواكونو وجود ته په ګران هيواد كشې د مستعمرينو په نظر نه كتل دا هغه څه دي چه روسانو د وجود پر وخت كمونستانو په فكرونو كشې ګرځيدل خو څه وشول كه نن د غربي ډيموكراسۍ غوښتونكو په فكر كښې ګرځي.[/color:61ff2cc2e6]او دا هم ثابته خبره ده چه هر استعماري ځواك په مستعمر شوي قوم كښې خپل ځانته لومړي [color=white:61ff2cc2e6]غوږونه، خولي، او سترګي[/color:61ff2cc2e6] پيدا كوي. او بيا د همغوي له لاري د قوم په مختلفو اړخونو خپلي استعماري پنجي كلكي كوي.
2. د هغه چا و عقل ته سوچ وړي يم چه د صليبي ښكيلاكو له خوا په ګران هيواد كښې د ولسواكي پلي كيدو ته د اسلامي ولسواكي نوم وركوي[color=darkred:61ff2cc2e6] آيا عقل هم دا منلي شي چه صليبيان دي اسلامي حكوت ومني؟[/color:61ff2cc2e6] د اسلام له نظره صليبيان هيڅكله د مسلمانانو څخه نه راضي كيږي تر هغه چه د صليبيانو تابع داري ونكړي:
[color=indigo:61ff2cc2e6]وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120)[/color:61ff2cc2e6]
3. د صليبيانو نصرت او تولي كولو څخه الله پاك مسلمانان منع كړي:
[color=darkblue:61ff2cc2e6]يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51)
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا (النساء144)
لَا يَتَّخِذْ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنْ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمْ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ (آل عمران28)[/color:61ff2cc2e6]
خو افسوس چه يوڅه مسلمانان د صليبيانو نصرت اوتولي ته ملا تړي او كوي يي خو الله پاك دغه ډله هم په ګوته كړي او سبب د دوي ددي كار ئي په ډاګه كړي او همدارنګي ئي ددغه خلكو پايلي هم ښودلي دي:
[color=indigo:61ff2cc2e6] فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ (المائدة52)[/color:61ff2cc2e6]
ګرانو لوستونكو په آخر كي د الله پاك دى قول كښې بايد مونږ او تاسي ښه فكر وكړو او بيا د صليبي ښكيلاكو ځواكونو په پنجو كلكولو او يا په سستولو كښې خپل ګردار باندي نظر وكړو:
[color=darkblue:61ff2cc2e6]أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ [color=darkred]يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ [/color:61ff2cc2e6]وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا (النساء60)
وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ [color=brown:61ff2cc2e6]فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ [/color:61ff2cc2e6]إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ (التوبة12)[/color]
[color=white:61ff2cc2e6]بايد يادونه وكړم چې فورم د منطقو دي خو د موضوع څيړل د اسلام له نظره بغير د اياتونو او احاديثو د ذكر كولو څخه ناشوني وي نو له دي وجه مي په خپله ليكنه كشى څه اياتونه ذكر كړي.[/color:61ff2cc2e6]
د ښكيلاكو صليبي ځواكونو څخه د هيواد د ازادي په هيله
څاروان
ع کريم حليمي
02.03.2005
ځاروان صاحب سلام !
[quote:9cda6c71b9]آيا عقل هم دا منلي شي چه صليبيان دي اسلامي حكوت ومني؟ [/quote:9cda6c71b9]
صليبيان خوپرېږده ٠ دغسي اسلام حکومت چه طلب اوبن لادن غوښتئ ٠ستاسو سره د دونيا ټوله اسلامي حکومتونه اختلاف لري ٠
د ملا عمر ، بن لادن دښمنان څوک دي ؟
١ ) ايران دوهم پاکستان دريم سعود ، څلورم اردن ، پنځم مصر ،شپږم ټوله اسلامي
حکومتونه ٠
هغه وخت د کفارو په باب ليکني وکه چه يو اسلامي ملک دي وښئ چه طالب او لادن
ئې تائد کړي وي ٠
په دغه عقل د زرقاوي خپل دوستان به دي دښمنان شي ٠
٣ شنبه مارچ 01, 2005 1:14 pm ځاروان ليکي
[quote:9cda6c71b9]خو زرقاوي مترقي مسلمانانو ته چې غرب د ميانه روانو نوم پرې اېښى دى هم كافران ويل. [/quote:9cda6c71b9]
او د زرقاوي بل شاګرد او ملګری داسي ليکي چه
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه فروري 07, 2005 8:44 am عادل
[quote:9cda6c71b9]د الله او د مؤمنانو دښمنانو ترور كول د هر مسلمان فرض دي[/quote:9cda6c71b9]
زرغاوې له ځانه شرعه رااستلې ده ٠ او عادل پر الله درواغ ويلي دي
چه ترور فرض دي ٠ ايا سر دار عالم څو تروره کړي ٠ ؟؟؟
په کوم راسخ علم دا خبري کيږي ٠ او دا راسخ چيري تاسو حاصل کړي ٠
زرقاوي چيري درېدلي دي چه خپل علم ئې راسخ ثابت کړي ٠
او عادل چيري داعلم پيداکړي ٠ په ټوله عمر ئې يوه خطابه ور کړې ٠ څوک ووائې
چه په فلان مسجد يا عام مجلس کي ئې خطابه ور کړې
او تاسو بيا د دې جنابانو کوټېشن کوۍ ٠
دغه فتوا[u:9cda6c71b9] د الله او د مؤمنانو دښمنانو ترور كول د هر مسلمان فرض دي[/u:9cda6c71b9]
چه عادل صادره کړي ٠ په کوم ايات يا حديث
او که اجتهاد وي ؟
اجتهاد موافق د خپلو شرايطو سره مشروع طريقه ده په اسلام کي ٠ استنباط ئې د ايات او حديث څخه نوي ٠ او هغه رأی چه صرف له نفساني هوا څخه وي
او د ايات او حديث څخه نه وي يعنی چه استنباط ئې د ايات او حديث څخه نوي ٠
نو دغه رأی لايق د[u:9cda6c71b9] ذم [/u:9cda6c71b9]يعني لايق د بد ويلو ده ٠ چه رأی مذموم بلل کيږي
هغه ليکني چه لايق د بد ويلو دي بايد کوټېشن و نه شي ٠
الله فرمايي ٠ بسمه تعالی ٠ وَ لْيَحْكمْ أَهْلُ الانجِيلِ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فِيهِ وَ مَن لَّمْ يحْكم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَئك هُمُ الْفَسِقُونَ ٠
و اهل انجيل (د مسح پيروانان ) وويل څه چه خدای نازل کړي حکم په وکړۍ ٠ هغه کسان چه په طبق د نازل شوي ايه حکم نه کوي فاسق دي
کله چه د ځانه حکمونه کوي ٠ نه به ئې مسلمان ومني او به صليبيان ٠
اصحابو چه اسلام تر افغانه راورساوه په درواغو ئې نه دۍ رارسولي
درواغو منزل لنډ وي ٠
او زرقاوي څوک دي چه د ميانه روه خلګو ته د کافر حکم کوي ٠
په داسي حال کښي چه ټوله علما موافق دي په ميانه روي سره چه په فتح الباري شرح صحيح البخاري كِتَاب الطِّبِّ داسي راوړي
وقد اتفق العلماء على مدح الايجاز، والاتيان بالمعاني الكثيرة بالالفاظ اليسيرة، وعلى مدح الاطناب في مقام الخطابة بحسب المقام، وهذا كله من البيان بالمعنى الثاني. نعم الافراط في كل شيء مذموم، [u:9cda6c71b9]وخير الامور اوسطها[/u:9cda6c71b9]
زرقاوي بايد ته لازمه ده ٠ چه پر خپل خره سپور وي ٠ چه ترکستان ته ولاړ سي
Anonymous
02.03.2005
بې نومه ميلمه!
ستا اپلتو ته ځواب ورکول يواځې لوده توب او د وخت ضايع کول دي.
د کاکو کلمه کندهار ته راجع ده او زما په نظر خو دلوي کند هار اوسيدونکي
ډير تکړه او با غيرته پښتانه دي چې د تاريخ په اوږدو کې ئي خپله قهره ماني تل
سابته کړې ده٠
وروره !
که په پښتو لېکنه نشي کولاي نولطفا په دري ژبه لاندېنيو سوالو ته لنډ ځوابونه
وليکه ٠
- علم څه شي دي ، کوم مثبت او منفي اړخونه لري ؟
- کوم علم دټولنې په ګټه او کوم علم د ټولنې په زيان دي ?٠
- اياپه ښکلوالفاظو ليکل شويو د کوڅو او لارو خبروته هم علم ويل کيږې ٠?
- علمې موضع څرنګه وي اوکومه موضع علمي دي?
- داستعمار او لا نديوالي اغيزه په علم څرنګه دي ?
- په لاندي شوي اونيول شوي هيواد کې احساسات مهم دي او که علم ؟
- احساسات څه شئ دي او له کوم ځايه څخه سر چينه اخلې او څرنګه عمل کو ي٠
- کوم احساسات منفي او کوم مثبت دي ٠
په درنښت او دپښتنوالې په مينه پتنګ
[quote:20015cd4a2="Anonymous"]patan sayeb. sta malomot d koco na razi. ta elmi malomat na lari aw his kala elmi malomat darsara na we. ta yaw ihsasafi saray ye. aw har sa de p essasato walar de, aw elmi masayel na shi matrah kawolay[/quote:20015cd4a2]
Anonymous
02.03.2005
حليمي صيب سلام !
حليمي صيب زه لنډ درته ليکم اوږده ليکونه زما سا را تنګه وي او دا دي په مانا چې زه ليکوال نيمه٠
حليمي صيب که سړی غول (ګنګې) دسپي په ميتيازو (بولو ) پاکه وي نو دابه لويه
بي منطقې وي٠
تاسو ولي دامريکائي استعمار او عصري صليبي لښکر تېرې او ناروا ګاني دطالب
په جهالت اندازه کوۍ ، هڅيوک دطالب طرفداري دهغوي په اندازه نکوي .
اما اما اسلام او پښتنوالې زمونږ او دطالب ګډ پلرنی ميراث دي .
دپښتنوالي په مينه پتنګ٠
ع کريم حليمي
02.03.2005
اسلام عليکم ! شاباس پتنګه صاحب ، وروره
داسي ثقله ليکنه تاسو کړي ٠ زمونږ د نيويارک په ښار کښي يو سړی سته چه همېشه
هم دغسي څرګندوني کوي ٠ تر تعريف د مخه مثال راوړي ،او هره موضوع ئې د جحش له بابه وي ٠ دئ چه په مجلس کښي ناست وي ٠ زه همېشه ورته غوږ يم ٠ ډېر باريکۍ ته مي پام سي ٠
تاسو ډيري ښئ موضوع ته داسي اشاره کړې چه : ( اما اما اسلام او پښتنوالې زمونږ او دطالب ګډ پلرنی ميراث دي )
کور دي ودان وزر دي وزېږه ٠
دغه مو ژړوي چه طالبي حرکت د پښتون ولۍ څه ځغستل ٠ که پښتون ولي ئې په
نظر کي درلودای ٠ نو تاسو به په دا پنځويشت کاله يوه د جهادي جبهه په ملي نامه
او ريدلېواي ٠ چه د افغان سيد جمالدين ،لوی احمد شاه بابا ، ميرويس نيکه ،د ملالۍ، يا ٠٠٠٠٠٠٠
طالبانو خو لوو جفا کړې د پښتونولۍ سره
هره جبهه د عرب په نامه وه ٠ پښتنولي د شکه وتلې زمونږ او ستاسو پدري ميراث دی ٠ اما اما د طالبانو حرکت دانده ثابته کړي ٠ چه ودئ پښتون ولي کوله ٠
طالبي نظام هر څه ته عربي نومونه ورکول ٠ لکه نن چه ستميان هر څه ته پاړسي نومونه ور کوي ٠ تر دري لاهم ګام اړه وي ٠
خوشحال خان بابا څرنګه وايي ٠
پښتانه لکه مګس ور باندي ګرځي - ورته ايښی د مغل د حلوا تال دی
اوس به عرب مخاطب کړو
لا تر اوسه ئې مازغه په قرار نه دي _ چاچه زماسره وهلی سر په سنګ دی
دلته زه لاس وهنه کوم د خوشحال بابا په شعر کي
زه اطاعت د طالبانو ځکه نه کړم - خليفه د زمانې په زړه کافر دی
بيا څه وايي
هره چاره د پښتانه تر طالب ښه ده - اتفاق ور څخه نشته ډېر ارمان
دغه د ځان په بابا ليکم ٠ د پښتنو بابا بيا داسي نعري کړي
دلته لاس وهنه نده سوې
دا نا دره عقيده لکه ځماده _ لاعجب که بل پيدا هسي افغان شي
نقاد
02.03.2005
۱ - [quote:33fada50bb](((زه يوي خبري ته حيرانيږم چي هغه خلكوته چي درسانو پر وخت مونږ ورته د امريكايانو دښمنان ويل هغوي د امريكايانو په راتګ سره ئي غلامان ثابت شول خو هغه چا ته مو چي د امريكايانو دوستان او د هغوي پيداوار ګڼلو هغوي د امريكايانو په راتګ سره ئي دښمنان شول ولي؟؟)) [/quote:33fada50bb]
درنولستونکو ته له سلام وروسته :
دا خبره هیڅ د حیرانتیا وړ نه ده چې د بهردوسته شوروي پلوه کمونستانو وروسته دامریکایانو دوستۍ اوغلامۍ ته هم ملا وتړله، ځکه چې
هم دهغوی بادارې روسیه دامریکا سره ودریدله اوهم نوموړی تل دبهرنیانو د سیوري لاندې د ژوند آزادي احساسوي . دوی خپلې لارې یعنې دبهریانو ګوډاګيتوب اصل ته وفادار پاتې شوي دي .
طالبان چې داسلام په نامه د امریکایانو په مالي او د ای اس ای په پوځي ملاتړ
رامنځته شول هم دخپل محافظه کار اسلام اصولوته وفادار پاتې شوي دي او د قدرت ګټلو کوم هدف ته چې د امریکا یانو او ای اس ای په مرسته رسیدلي وو، هغه اوس هم غواړي او ورته وفادار دي . خو دامریکایانو شتراتیژي ددوی په اړه د بن لادن او القاعدې سره دوی د ملاتړ اود سپتمبر د ۱۱ نیټې د پیښې له امله بدله شوه او دوستي یې پرهغه دوښمنۍ واو ښتله چې القاعدې ، طالبانو اواخوانیانو تل غوښتله .داچې امریکایانو د طالبانو د محافظه کاراسلامیت ملاتړ کاه، د سیاسی اهافو له پاره یې کړی دی، خودا حقیقت دا هم ثابتوي ، چې صلیبیت او اسلامیت نه، بلکې د امریکا خپل سیاسی ، اقتصادي او جیو شتراتیژیکي هدفونه ورته مطرح وي او بس . نو څنګه چې د صلیبیت اواسلامیت خبره وره رول
نشی لرلی د لاندې پوښتنې مطرح کول مطلقأ بیځایه بریښي :
۲ ــ. [quote:33fada50bb]د هغه چا و عقل ته سوچ وړي يم چه د صليبي ښكيلاكو له خوا په ګران هيواد كښې د ولسواكي پلي كيدو ته د اسلامي ولسواكي نوم وركوي آيا عقل هم دا منلي شي چه صليبيان دي اسلامي حكوت ومني؟ د اسلام له نظره صليبيان هيڅكله د مسلمانانو څخه نه راضي كيږي تر هغه چه د صليبيانو تابع داري ونكړي : [/quote:33fada50bb]
دا څرنګه صلیبیت دی چې د نړۍ ټولواسلامي هیوادونو ورسره دطالب حکومت په راپرځولوکې ملاتړ کاوه ؟ یا: د طالبانو اوالقاعدې څه ډول اسلامیت دی چې د نړۍ ټول اسلامي هیوادونه یې پر ضد ولاړدي؟
داچې اسلامي اولسواکي امریکایان مني او که یې نه مني ، دا دهغوی کار دی، او لسواکي نه دامریکایانو له پاره څوک غواړي، نه یې له امریکایانو څخه غواړي او نه څوک امریکایي دموکراسۍ په افغانستا ن کې غوښتلی شي اونه یې پلې کولی شي! خوهغه څه چې اړین دي ،خلک یې غواړي او ممکنه هم ده هغه ملي او اسلامي اولسواکي ده او دافغانستان مؤمن او مسلمان اولس به یې پخپله په هرقیت چې و ي پلې کوي ،که د امریکایانو او نورولویدیځوالو لهخوا قاومت رامنځته شي هم د ماتېسر به مخامخ شي!
هو ، که داچاته مالومه نه وي چې لویدیځوال به ملی اواسلامي اسواکي ومني که نه ، دا امکان لري، خو داچې افرطي اوسختدریځه طالب ارپکیان اوالقاعده اولسواکي که هرڅومرهاسلاياوهر څومره ملي اوافغاني هم وي، نه مني او نه یې منلی شي :
ځکه نه زور زیاتی او نه هم ترهګري په اولسواکۍ ، په تیره بیا په ملي اوسلامي اولسواکۍ کې امکان لري .
Anonymous
02.03.2005
[size=24:63bbd7ff0a] محترم حلیمي صيب لېکي :[/size:63bbd7ff0a]
[[quote:63bbd7ff0a]color=brown]
[size=18:63bbd7ff0a]نه ازادي تللې نه پر خاوره حمله سوې ٠ يوازي د طالب او بني لادن پاچاهي له منځه ولاړه ٠ او ملت د يوه عرب او ISI څه ازادي ترلاسه کړه د ملل متحد د سازمان په قدرت [/size:63bbd7ff0a][/color[/quote:63bbd7ff0a]]
حلیمي صيب ! ستاسو داپورته ليکنو(خطونو) زه په چرت کې واچولم او يواځي د کرزي د کابينې له غړيو داسي خبري اورېدل کېږي او نور ټول افغانان له ملا، امې ،دهقانه او روشنفکره پورې په مطلق اکثريت سره دغه امريکا ئي شکيلاک اوصلېبي لښکرغندي او خپل هېواد ازاد نه ګڼي .
زه نه غواړم چې په ازادي او خپلواکي خبرې وکړم ٠ خو زه ليکم :
- ايا کرزي د ا فغانستان اولس غوښت او که امريکايانو راوست ?
د اولس اراده څه شوه ?
- کرزي څوک دي څه کار ئي کاوه او ولي امريکايانو را وست ?
اولس ټاکنه څه شوه ؟
- په بن کې خو ستار سيرت اکسريت وا خيست نو بيا ولي کرزي غوره شه٠?
اکسريت څه شه ؟؟
- دامريکايانو شخصي او غيرې اصولي بنديخاني په هيواد کې دمستعمرې او غلامي دلالت نه کوي ٠??. خپلواکې او خپله قضا او اجرايه څه شوه ؟؟
- که امريکايان د ملګرو ملتو په فيصله افغانستان ته راغلي وي ترڅوچې عرب وباسي اومحا کمه ئي کړي نو اوس خو عرب نشته او امريکايان دڅه لپاره په افغانستان کې دائمي اډې جوړه وي ? دا ولې ؟؟ ملګري ملتونه هم داسې غواړې ?
- زمونږ دکلتورپه خلاف کارونه ولې کيږې ?? دا اسيميلا څيون ولي ؟
- تاسو ليکۍ دولت بايد داسي او هسي وکړي نو کوم دولت ? هغه خو ټول امريکايان دي او هغوي قصدا غواړي چې زمونږ کلتور خرابه کړي ترڅو چې په خپل مرام او هدف زر کاميابه شې داڅکه چې زمونږ کلتور زمونږ يوه لويه دفائي توره او وسيله دي٠
- ترانسپورت شوي ديموکراسي هر هيواد ته زهر ده څکه په هغه کې خپل ايتنيکې هويت له منځه ځې ٠
[color=indigo:63bbd7ff0a] حلیمي صيب ! که له طالبې او د ISI له غلامې نه خداي خلاص کړو نو ولې [/color:63bbd7ff0a]
[color=darkblue:63bbd7ff0a]د CIA د غلامې روي باري راته کوې او مبارکي ئي را کوې ؟؟[/color:63bbd7ff0a]
دپښتنولې په مينه ستاسو پتنګ
ع کريم حليمي
02.03.2005
پتنګ جانه بيا سلام عليکم !
[quote:e777e96800]ترانسپورت شوي ديموکراسي هر هيواد ته زهر ده څکه په هغه کې خپل ايتنيکې هويت له منځه ځې ٠ [/quote:e777e96800]
وروره !
لو خطا کوې چه import يعني وارده سوې اولسواکي زهر ده ٠
دا چيري تجربه سوېده ٠ چه زهر دي ٠ که تاسو يومثال موږ ته راړوۍ ښه به وي ٠ ؟؟؟
جاپان ،دوچ،ايټاليا،کوريا،روس ٠٠٠ ته چه وارده سوې اياڅه تاوانونه ئې وکړه ؟؟؟
که کټي ئې کړي دي ؟؟؟
او پښتنوته ضرور ده چه اولسواکي وارده شي ٠ په دې خاطر چه هيڅ ئې نه پېږني او نه ئې په خوند خبر دي ٠ او لغوي ئې اکثره په معنا نه پوهېږي ٠
هو ٠ ازادي موږ درلوده ، او بيا به ئې پيداکړو ٠ که طالب لالا له جنګه لاس پر سر شي
بيا به نو وخت پيداسي چه د ملت شورا دا فيصله وکړي ٠ چه کله امريکاته ږغ کوي چه نور نو موږ اولسواکي ستاتلې سوو ٠
دوهم ازادي د وارد دېدو شئ نه ده ٠ ازادي د اخستلو ده ٠ نه د ورکولو ٠
ع کريم حليمي
03.03.2005
پسله سلامه
دا يو حقيقت دی چه :
[quote:0a11329c79]دا هم ثابته خبره ده چه هر استعماري ځواك په مستعمر شوي قوم كښې خپل ځانته لومړي غوږونه، خولي، او سترګي پيدا كوي. او بيا د همغوي له لاري د قوم په مختلفو اړخونو خپلي استعماري پنجي كلكي كوي. [/quote:0a11329c79]
اکثره خلګ داسي فکر کوي چه عرب ساده ،بې علمه خلګ دي ٠ هغه وقت چه يورپ ډوډۍ ته نانا ويل ٠ عربو مستعمرې درلودلې ٠ هغه وخت چه تېل ئې نه وه راوتلي
د يمن پر مالګه ئې داسي کار جوړ وو لکه د نن ورځي په تېلو
د عراق حکومتونو ټوله اسيا ژوندۍ خوړله ٠ چه سلطان محمود غزنوي هم ماليات
يعني زکات وراستاوه ٠
او سياسي او مذهبي قدرت ئې په زرهاوو کلونو په لاس کښي دۍ ٠
نو بن لادن اول پښتانه پر دوو ډلو و وېشل او غوږونه او سترګي ئې په پښتنو کښي
پيدا کړه ٠ نوپه خپل استعمار ،استحمار ئې شروع وکړه ٠
غوښتل ئې چه ځان ته پاچاهي چوړهوکړي ٠ او د اسلام په نامه ورېښمينه زندۍ ، و زنهار ته پښتانه مجبوره کړي ٠
موږ د ګېلانيانو دلاسه او حضرتانو دلاسه ځانونه نشو خلاصولې ٠ او که بن لادن راباندي کاميابه سوي وای ٠ افغان نو بيا چا ولاکه د مځکي پر مخ ليدلي وای
يو واري په سنه 1334 هجري کښي چه اسلام وارد کړي ٠ ټوله اثار تاريخ ، کتابونه
وسوځول او يوه د بو دا مجسمه ځيني پاته وه هغه ئې هم را ونړول ،
که يو څه نور هم عرب پاته سوي واي ٠ نوانشا الله رسم الخط به مو عربي سوي واي
او د کالو کلتور خو ئې راتر نوکانو کړي وو ٠ او ږيري خو هم د سوټي په زور وي
او اخير ئې نو بيا سترګي او غوږونه هم د پښتنو نه وه پکار ٠ د خپلو سترګو او غوږنو
څه کار اخستۍ ٠ له که حضرت او ګېلانيان ٠ چه حضرت هندۍ او ګېلاني عراقی
Anonymous
03.03.2005
حليمی صاحب سلامونه می ومني٠
وايم دخدای رحمت دی وی پر تاسو په دی ښه او ښکلی مطلب چی تاسی ليکلۍ٠
دالقائيدی تبليغيان ،دا دمدحش مرض (چی افغانستان پی مبتلا شوی وو) وروستی پاتی شونی به که خدای کول لکه څنګه چی مخ تورن او بدنام شويدی ورک به هم شي٠
دوی داسلام او دپښتو په نامه چغی پورته کوی او غواړی چی بيا ساده او دينداره پښتانه وغولوی او په خپلو شومو اعمالو سره يی ﻻنور هم دتاريخ کندی ته ور ګوزار کړی٠ دوی بايد پوه شی چی پښتانه نورنه غوليږی او په دی پوه دی چی (القائيده اودالقائيدی ډولچيان) زموږ غمخواران نه دی بلکه دوی په اصل کښی دپښتنو،دپښتنو دکلتوراوادب،دپښتنو دپرمختګ اوسوکالۍ ،دپښتنو دتاريخی وياړونو اواتلواليواو داسلام دسپيڅلی دين ،تالی څټی دښمنان دی٠
دکوم پښتون غيرت،ايمان اووجدان به دا قبوله کړی چی دالزرقاوی او دﻻدن دځوی مريدی وکړی او ددوی دشومو اعمالو دفاع وکړی ٠ خدايدی دوی ته دنيکی هدايت وکړی٠ دوی بايد دخپل وطن په باره کښی فکر وکړی نه داعراق اوسعودی،خلک په ځان پوری خندول ښه نه دی،متل دی چی وايی٠٠ [color=blue:4b295c3b09]موږک دسوړی دننوتو نه وؤ ځان پسی چج هم تړلۍ وؤ٠[/color:4b295c3b09]
په عوض ددی چی دپښتنو حيثيت او نوم ته دوطن په اوسنی حساس وقت کښی خدمت وکړی دوی لګيا دی نوريی هم زليله کوی٠
بس خدايدی دنيکۍ هدايت ورته وکړی٠
وسلام٠
زلمۍ٠
٠
Anonymous
03.03.2005
حليمي صيب ځوابونه دي ليکم اوس نا وخته دي معذرت مې ومنئ .
په درنښت پتنګ
څاروان
05.03.2005
۵-۳-۲۰۰۵
ګرانو لوستونكو
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
[color=darkred:9041f3b615]حليمي صيب ليكي: [/color:9041f3b615]( هغه وخت د کفارو په باب ليکني وکه چه يو اسلامي ملک دي وښئ چه طالب او لادن ئې تائد کړي وي ٠ په دغه عقل د زرقاوي خپل دوستان به دي دښمنان شي ٠))
حليمي صيب په كوم عقل؟
[color=white:9041f3b615]فكر نه كوم چې زرقاوي دي زما سره پدي كار كښې د نظر مخالفت ولري:[/color:9041f3b615]
[color=indigo:9041f3b615]لَا يَتَّخِذْ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ [/color:9041f3b615]وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنْ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً وَيُحَذِّرُكُمْ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ (آل عمران2
[color=white:9041f3b615]((وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ (المائدة44) ))[/color:9041f3b615]
[color=darkred:9041f3b615]خو ستاسي سره به پدي فكره كښې چې تاسي ورته كار كوي ضرور مخالف وي:[/color:9041f3b615]أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ [color=darkblue:9041f3b615]يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ[/color:9041f3b615] وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا (النساء60)
[color=green:9041f3b615]حليمي صيب ما په خپله ليكنه كښي د طالب او بن لادن د حكومت پر اړوند څه خبره نه ده كړي بلكي د اسلامي حكومت او د صليبي ښكيلاكو په اړوند غږيدلي يم خو متآسفانه چې تاسي په خپلو ليكنو كښې كوشش كړي چې موضوع بدله كړي او د قرآن كريم د اياتونو څخه د خلكو د نظر د اړولو لپاره مو د بن لادن او طالب بحث شروع كړي.[/color:9041f3b615]
د زرقاوي په اړوند به دا ووايم چې هغه د بن لادن روزل شوي سپايي دي نو د بن لادن سره په هره خبره كښي ولاړ دي ، كوم حكومت چې بن لادن غواړي همغسي به ئي زرقاوي هم غواړي فكر نه كوم چې زرقاوي دي د خپل قائد يعني بن لادن سره بي وفايي وكړي او غدار دي ثابت شي خو نن د ټولي نړۍ د مسلمانانو سترګي زرقاوي ته دي چې د عراق مسلمانان به د صليبي ښكيلاكو ځواكونو څخه خلاص كړي.
[color=indigo:9041f3b615]د اسلام له نظر د كفارو د ترور كولو[/color:9041f3b615] په اړوند به محترم ورور عادل وطنمل خپله خبره او نظر په خپله څرګند كړي خو كه ژوند راسره وفا وكړه نو انشاء الله د اسلام په فورم كښي به زه هم د كفاور د ترور كولو په اړوند خپل نظر په تفصيل سره وليكم او بيا به ئي د فورم مليانو ته پريدم چې خپله نظر پري وه ليكي.
د خوشحال خان خټك ددي لنډۍ په اړوند چې:
[color=darkblue:9041f3b615]لا تر اوسه ئې مازغه په قرار نه دي _ چاچه زماسره وهلی سر په سنګ دی[/color:9041f3b615]
[color=indigo:9041f3b615]وايم چې انشاء الله د صليبي ښكيلاكو او د بوش د مريدانو مغزو ارام به هم ډير زر ختم شي.[/color:9041f3b615]
حليمي صيب ليكي: ((نو بن لادن اول پښتانه پر دوو ډلو و وېشل او غوږونه او سترګي ئې په پښتنو کښي پيدا کړه ٠ نوپه خپل استعمار ،استحمار ئې شروع وکړه ٠))
حليمي صيب لومړي افسوس كوم چې د هغه عربانو وجود ته په افغانستان كښي دمستعمرينو په نظر ګوري چې د روسي ښكيلاكو ځواكونو څخه ئي زمونږ د وطن په ازادي كښي خپل سرونه او مالونه قربان كړي او بلي لوري ته وحشي صليبي ښكيلاكو ځواكونو وجود ته په ګران هيواد كښې د رحمت په نظر ګوري. خير زړه ته به پدي تكيه وركړم چې:
[color=darkred:9041f3b615]((...كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (المؤمنون53) ))[/color:9041f3b615]
كه بن لادن په پښتنو كې ځانته سترګي او غوږنه پيدا كړي وه خو[color=indigo:9041f3b615] نن صليبي ښكيلاكو ځواكونو هم ځانته د ډالرو په زور ډيري خولي (( مبلغين)) غوږونه او سترګي ((جاسوسان)) پيدا كړي چې افسوس اكثره ئي د ملا په جامه كښې دي.[/color:9041f3b615]
د صليبي ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو څخه د ګران هيواد افغانستان د ازادي په هيله
څاروان
ع کريم حليمي
05.03.2005
ډېر ګران ځاروان صاحب او درنو لوستونکو سلام
تر هرڅه د مخه بخښه غواړم چه : پورتنۍ ليکنه مي ډير په سرعت کړي ٠ چه نه لوستل کيده ٠ اوس چه فکري ارام سوم ٠ په کراره ،حوصله ئې تاسوته بياليکم :
ځاروان صاحب
تاسو دغه ايه ((...كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (المؤمنون53) )) رانقل کړې
او يوازي او يوازي تاسو خپل حدف ته ځان رسوۍ ٠ چه داسي کارونه يو کوډګري
او چشم بندي ده ٠ که ديوې موضوع حل د قرأن په ايه سره کوۍ نو لازمه ده
چه د شا او مخ اياتونه هم رانقل کړي ٠ لکه داسي چه دي
يَأَيهَا الرُّسلُ كلُوا مِنَ الطيِّبَتِ وَ اعْمَلُوا صلِحاً إِنى بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ(51)
وَ إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكمْ أُمَّةً وَحِدَةً وَ أَنَا رَبُّكمْ فَاتَّقُونِ(52)
فَتَقَطعُوا أَمْرَهُم بَيْنهُمْ زُبُراً كلُّ حِزْبِ بِمَا لَدَيهِمْ فَرِحُونَ(53)
فَذَرْهُمْ فى غَمْرَتِهِمْ حَتى حِينٍ(54)
ترجمه : ای رسولانو خورئ تاسي له طيباتو څخه او وکړئ تاسي ښه
او بيشکه دا (سماوي دين چه توحيد او نور مؤمن په شان دي ای رسولانو )
دين دي تاسو (او د امتيانو د تاسي د ټدلو ) دي په دې حال کښي چه دين يو دي او زه رب د تاسي يم نو ووېرېږۍ له ما ٠ پس پرې کړ (امتيانو د دوی )دين خپل په منځ خپل کښي ټوټې ټوټې
چه هر يو حزب ګوند (له دوی نه )په هغه (باطل دين )چه له دوی سره دي
پس پرېږده (ای محمده ) دوی په ګمراهي خپلي کښي تر يوه وخته (تر مرګه پوري )
[quote:82f3a9f964]حليمي صيب ما په خپله ليكنه كښي د طالب او بن لادن د حكومت پر اړوند څه خبره نه ده كړي بلكي د اسلامي حكومت او د صليبي ښكيلاكو په اړوند غږيدلي يم خو متآسفانه چې تاسي په خپلو ليكنو كښې كوشش كړي چې موضوع بدله كړي او د قرآن كريم د اياتونو څخه د خلكو د نظر د اړولو لپاره مو د بن لادن او طالب بحث شروع كړي. [/quote:82f3a9f964]
وروره ملت تاسو د سوټي په زور تر ګونډو لاندي کړی وو ٠
او ځانه ته مو يوه ډله د طالب په نامه جوړه کړې وه ٠ او په ايمان نواست سره ولاړ
د خپلو شخصي ګټو او سياسي قدرت باندي راټول واست ٠ که يا ؟؟؟؟
چه ګټي خلاصي سوې ٠ وکيل احمد درڅخه ولاړي ٠ پرون عبدالحکم مجاهد ولاړ
که د ټولو نومونه در ته وليکم محمد ولي چه ستاسو دوهم قنسل وه او چيري دي څه کوي ٠ چه هغه اوږده ږيره ئې چيري پرېښودل
تاسو پخپله دين او نظام ټوټې ټوټې کړي ٠ حضرت ، ګېلاني ،کرزی ، حاجي دين محمد ٠ داخو ټوله هغه مبارک مجاهدين وه چه روس ئې واستلۍ
داچه تاسو ځانونه ټوټه ټوټه کوۍ ٠ ايا موږ تاسو سره کښينوو ٠ که څرنګه واياست ؟
ستاسوپه مينځ کښي خپله نزاع لرۍ ٠ سکڼل او څيرل او ګنډل په خپله کوله کله دي
ملت ته حق ور کړې وو ٠ چه په ټويټه کښي سپاره واست ٠ او ځانونه مو د قوم څخه
جلاکړي وه ٠ په داسي حال کښي چه د ځانه مو شريعت را استلې وو
چه ږيري دي په مسلمانانو په زور او سوټي اوږدولې ٠ د کوم شريعت وو ؟؟؟؟؟
د سلفو په وخت کښي دا کار سوي وو ٠ که دي له ځانه نوې اسلام طالبانو وارد کړۍ ؟
ولي سر ټکوۍ چه دين ټوټې ټوټې سوو ٠ ايا تاسو ئې سبب نه ياست ؟؟؟
او ترور مو هم فرض کړي ٠ نو خود دي دين ټوټه ټوټه سوو
يَأَيهَا الرُّسلُ كلُوا مِنَ الطيِّبَتِ وَ اعْمَلُوا صلِحاً إِنى بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ
دا راته وواياست دا دومره موټران تجارتونه داپه پېښور کي مجاهدينو له کمه کړه
ای رسولانو خورئ تاسي له طيباتو څخه او وکړئ تاسي ښه
دا پېسې چه ستاسودحرکت خلګ لري ٠ کولنګ او بېلچه ئې وهلې ٠
دا د غنمت پېسې نه دي ٠ داډالرونه وه چه د امريکا CIA هره ورځ و خلګوته ورکولې
او سربرا لوخېټه په وکړه ٠
او څه سو ملا پاسنی چه د قضا پور چولۍ ناست وو ٠ چه اصلأ د نبي چوکۍ ده
او رشوتونه ئې اخستل ٠
او ښکنځل ، تکيه کلام ئې د سره سپي زوئ وو ٠
نو خود دي دين ټوټه ټوټه کړۍ ٠ ملک خوبد دي ٠ او طالبان واست پسله يوه کاله
بعد ملک سواست ٠ په خرابی مو شروع وکړه ٠
پير دي دسعود باغي دي ٠ او تاسو بيا باغي پير کړي ٠
هغه استاد چه په پښو ګوډ دي ٠ چه برته سعودي ته ولاړي ٠ او دښځي ئې ګوچي اېټالوی دست کول په اوږه کښي ٠ هغه ولې د بن لادن څه ولاړ
هغه ولي دين ټوټه ټوټه کړي ٠
د مصر پوهنتون چه يو زړو ترين مکتب دي او زر کاله کيږي چه يوه ورځ ئې درسي
صنف نه دي تړل سوي ٠ يعني ناغه نده پکښي راغلې ٠ هغه مدرسه د بن لادن او طالبانو ٠ جلا لار روان دي ٠ درغله چه بودا مجسمه مه چپه کوۍ ٠ او طالبانو دخېټي
څه فقه رااستل ٠ چه بوي ئې نړۍ پر سر واخسته ٠
که له عقله يا کتابه مو کار اخستې وای ٠ نو نه به موږ درڅخه ټوټه کيدای
او نه به زاړه ګناه کاران نن پر سر د اقتدارواي ٠
چه يوازي تاسووکفن کښلای ٠ بيا هم کار نه درڅه خرابېدۍ !
هغه قصه دي پياد درځي چه مړې نجلۍ په چپلاخه وهلې وه ٠ او پرمخ ئې شين والۍ
نقاد
06.03.2005
له سلامونو ادناي وړاندې کلو ورسته :
څاروان صاحب ټولنه له بدلون اوپرمختګ پرته پایښت نشی کولی . ځکه نو هردین اومذهب او هر دود او عنعنه د خپل منځته راتګ په وخت کې د ټولنیز اصلاحاتو ،بدلون اوپرمختګ لامل، سبب او خوځونکی ځواک ګرځیدلی دی ، خودتل له پاره د دهغوی لامل نه دي پاتې شوي اولومړی دبدلون او پرمختګ په شرایطو او وروسته بیا د هغوی په خنډ اوښتي دي . داسلام سپیڅلی دین تر هربل دین څخه زیات د ټولیزپرمختګ سبب ګرځیدلی دی ، دجهالت تیارې يې ورکې کړي او اوس هم د شرایطو په توګه د اسلام سپېڅلی دین د ټولې پرمختګ بدرګه کولی شي او واقعی اسلام لاه د ټولنیز پرمختګ په خنډ او مخنیونکي عامل نه دی اوښتی .
خو دا هم تیرو ۱۴ سوو کالو ثابته کړې چې ادیا ن او دودیز عقاید نور د ټولنیز پرمختګ علت او سبب نشي ګرځیدلای او خپل لومړنی او پخوانی انقلابي رول یې
ډیر پخوا له لاسه ورکړی دی او یواځې د پرمختګ د ښو شرایطو په توګه اغیزلري او باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي . علل اوشرایط سره یوشی نه دي او دا ت پيرباید له پامه ونه غورځول شي . شرایط یوه پیښه منځته نه ر اوړي خو د منځته راوړنکي علت په وده او پراختیاکې یې رول لري . له دې کبله له پښتو پښتو نولۍ ، دیناو مذهب څخه اوس دترقۍاو پرمختګ د بنسټ ، عامل او سبب کیدلو انتظار نشي کیدای، خو د مثبتو شرایطو په توګه که د پښتونو لۍ په دودیزه عنعنه کې کې څه نه وي پاتې، نو د اسلام په سپیڅلی دین کې اوس هم د پرختګ ښه شرایط شته او پرهغی سترګې نشي پټېدای . سره ددې هم ورو سته پاتې ځواکونه له اسلام څخه د ترقۍ د مخنیوي له پاره کار اخیستلای شي . اسلام ځکه د طالبانو
او نورو سختدریځو بنسټپالو په لاس کې د ټولنیز پرمختګ او سوکالۍ د مخنیوي په شرایطو نه چې د پرمختګ د مخنیوي پر مستقیم او څرګند عامل او لامل بدل شوی دی . مترقي ځواکونه د اسلام پایښت د ترقۍ په بدرګه کولو او رول لرلو کې ویني . خو وروسته پاتې ځواکونه یواځې په عقب ګرایۍ او پر شاتګ کې داسلام پایښت ته هیلمن دي .
خو دوی د اسلام غم هم نه دی وړي، که نه نو د ارتجاعیت اود پرشا تګ په خدمت
کې به یې ترې کار نه اخیسته،بلکې برعکس خپل وروسته پاتو ارتجاعي غوښتنو راخیستي چې د هغې له پاره د اسلام له پاکاو سپیڅلي دین څخه ناوړه ګټه پورته کوي . آیا دا دسلام او مسلمان امت سره ددوستۍ او وفا پر ځای جفا او دوښمني نه ده ؟ د همدې عقب ګرایۍ له کبله دوی ته له کړکیچ ،ز ور زیاتي، جنګ جکړې او ترهګرۍ پرته بله لارهم نه ده پاتې . والسلام .
نقاد
06.03.2005
د سلامونو اودرناوي ل وړاندې کلو ورسته :
څاروان صاحب ټولنه له بدلون اوپرمختګ پرته پایښت نشی کولی . ځکه نو هردین اومذهب او هر دود او عنعنه د خپل منځته راتګ په وخت کې د ټولنیز اصلاحاتو ،بدلون اوپرمختګ لامل، سبب او خوځونکی ځواک ګرځیدلی دی ، خودتل له پاره با دهغوی لامل نه دي پاتې شوي اولومړی دبدلون او پرمختګ په شرایطو او وروسته بیا د هغوی په خنډ اوښتي دي . داسلام سپیڅلی دین تر هربل دین څخه زیات د ټولیزپرمختګ سبب ګرځیدلی دی ، دجهالت تیارې يې ورکې کړي او اوس هم د شرایطو په توګه د اسلام سپېڅلی دین د ټولې پرمختګ بدرګه کولی شي او واقعی اسلام لاه د ټولنیز پرمختګ په خنډ او مخنیونکي عامل نه دی اوښتی .
خو دا هم تیرو ۱۴ سوو کالو ثابته کړې چې ادیا ن او دودیز عقاید نور د ټولنیز پرمختګ علت او سبب نشي ګرځیدلای او خپل لومړنی او پخوانی انقلابي رول یې
ډیر پخوا له لاسه ورکړی دی او یواځې د پرمختګ د ښو شرایطو په توګه اغیزلري او باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي . علل اوشرایط سره یوشی نه دي او دا ت پيرباید له پامه ونه غورځول شي . شرایط یوه پیښه منځته نه ر اوړي خو د منځته راوړنکي علت په وده او پراختیاکې یې رول لري . له دې کبله له پښتو پښتو نولۍ ، دیناو مذهب څخه اوس دترقۍاو پرمختګ د بنسټ ، عامل او سبب کیدلو انتظار نشي کیدای، خو د مثبتو شرایطو په توګه که د پښتونو لۍ په دودیزه عنعنه کې کې څه نه وي پاتې، نو د اسلام په سپیڅلی دین کې اوس هم د پرختګ ښه شرایط شته او پرهغی سترګې نشي پټېدای . سره ددې هم ورو سته پاتې ځواکونه له اسلام څخه د ترقۍ د مخنیوي له پاره کار اخیستلای شي . اسلام ځکه د طالبانو
او نورو سختدریځو بنسټپالو په لاس کې د ټولنیز پرمختګ او سوکالۍ د مخنیوي په شرایطو نه چې د پرمختګ د مخنیوي پر مستقیم او څرګند عامل او لامل بدل شوی دی . مترقي ځواکونه د اسلام پایښت د ترقۍ په بدرګه کولو او رول لرلو کې ویني . خو وروسته پاتې ځواکونه یواځې په عقب ګرایۍ او پر شاتګ کې داسلام پایښت ته هیلمن دي .
خو دوی د اسلام غم هم نه دی وړي، که نه نو د ارتجاعیت اود پرشا تګ په خدمت
کې به یې ترې کار نه اخیسته،بلکې برعکس خپل وروسته پاتو ارتجاعي غوښتنو راخیستي چې د هغې له پاره د اسلام له پاکاو سپیڅلي دین څخه ناوړه ګټه پورته کوي . آیا دا دسلام او مسلمان امت سره ددوستۍ او وفا پر ځای جفا او دوښمني نه ده ؟ د همدې عقب ګرایۍ له کبله دوی ته له کړکیچ ،ز ور زیاتي، جنګ جکړې او ترهګرۍ پرته بله لارهم نه ده پاتې . والسلام .
ع کريم حليمي
07.03.2005
ځاروان صاحب ، درنو لوستونکو سلام
[quote:8355b981e3]انشاء الله د اسلام په فورم كښي به زه هم د كفاور د ترور كولو په اړوند خپل نظر په تفصيل سره وليكم او بيا به ئي د فورم مليانو ته پريدم چې خپله نظر پري وه ليكي. [/quote:8355b981e3]
وروره تر دې له مخه چه تاسو د ترور په باب څه ليکۍ ٠ زه ستاسو فکر را ګرځوم و يوه حديث ته چه په صحيح مسلم کښي او په باب في التحذير من الكذب على رسول الله صلى الله عليه وسلم راغلي چه :
وحدثنا أبو بكر بن أبي شيبة، حدثنا غندر، عن شعبة، ح وحدثنا محمد بن المثنى، وابن، بشار قالا حدثنا محمد بن جعفر، حدثنا شعبة، عن منصور، عن ربعي بن حراش، أنه سمع عليا، - رضى الله عنه - يخطب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "[u:8355b981e3] لا تكذبوا على فإنه من يكذب على [color=cyan:8355b981e3]يلج[/color:8355b981e3] النار [/u:8355b981e3]" . مبارک فرمايلي چه :په تحقيق سره چا درواغ وتړل يا وويل په ما باندي ٠ اورته داخليږي ٠ يعني هغه سړی چه درواغ وتړي په ماپوري
داخو واضح ده چه په قرأن کښي د ترور کلمه نسته ٠ چه يعني ترور وګړي ٠
او په مقابل کښي داسي راغل چه : ينهی عن الفحشأ والمنکر والبغی يعني بغاوت
مه کوۍ يا داسي عمل مه کوۍ چه بغاوت سبب کيږي
که تاسو کوښښ کوۍ چه د ترور حديث پيدا کړي ٠ دابه لوي درواغ وي ٠
که څوک په نبي پوري له ځانه خبري وتړي ٠ نو اور ته ننوځي ٠ تهمت پر نبي باندي
جزا ئې دوږخ ده ٠ کوښښ مه کوۍ ٠چه جوړ کړۍ ٠٠٠
په پورته حديث کښي يلج کلمه استعمال شوې ده
کلمه يلج مضارع د ولوج ده ٠ په معنا د کښته راتلل چه په خلاف د خارجېدلو
او کلمه يعرج د عروج څه ده ٠ چه په معنا د راکښته کوي ئې ٠
Anonymous
07.03.2005
درنو او محترمو وطنواتو!
سلامونه او نیکی هیلی .
خدای پاک د موږ ټولو ته دا توان راکړی چه خپل نظر یو بل ته بیان کړو او دخپل و طن دمعضلو او مشکلاتو د حل لاری په ډیر اخلاص او صداقت سره ولټوو.
موږ او تاسو په فردی ، فکری، جسمی او عقلی لحاظ یو دبل څخه توپیر لرو ،مګر ځنی شیان لکه وطن ،ملی تاریخ، ملی کلتور ،ملی مقدسات او مشخصه جغرافیایی خاوره مو سره ګډ دی او منحیث دیوه افغان ددی ارزښتونو ساتنه ،پالنه ،روزنه او رشد زموږ ملی او تاریخی فرض دئ چه بیله کومی بانی او دلیله باید دغه فرض ادا کړو. دانسان دپیدایښت نه تر ننی عصر پوری دحق او باطل ،ازادئ او اسارت ،خپلو اکئ او ا ستبداد ، عدالت او بی عدالتئ ، شیطانی او رحمانی قواوو تر منځ مبارزه روانه ده او دا مبارزه به نوره هم دوام کوی . تاریخ دډیرو زمانو ، او دورو شاهد دئ چه باطل ،اسارت ،استبداد ، بیعدالتئ او زوردحاکمیت واګی په لاس کی نیولی او څان ته یی د حقانیت شکل ورکړئ دئ ،مګر زرونه کاله وروسته هم تاریخ دهغه بطلان ثابت کړئ او حق نه دئ ګرزیدلئ. په ټولو زمانو کی اشخاص، ډلی او سازمانونو هم ددغه متضادو پدیدو په مقابل کی مختلف عکس العماونه ښودلی دي. دهری ټولنی په تاریخ کی داسی شخصیتونه او ډلی را پیدا شوی دی چه د باطل ، زور او ظلم او تجاوز په مقابل کی یی د خپل ژوند او ځان په قیمت عکس العمل ښکاره کړئ ، خو د ځمکی خدایئ ته یی حق نه دئ ویلی، دزورواکئ غشی ته یی خپله سینه سپر کړي مګرد غلامئ زرین بت ته یی سجده نه ده کړی، او ډیر داسی اشخاص ، ډلی او سازمانونه شته چه د بردګئ او بی عزتئ ژوند یی منلئ او هر رنګه ظلم، تیری او ناروا ته یی هرکلئ ویلئ او په خپله خاوره ، وطن ، ملی مقدساتو او ملی نوامیسو تیری ته یی د جواز او مشروعیت بڼه ورکړی ده.
د رنو وطنوالو !په یوه ټولنه کی د سیاسی ، عقیدتی ، ادیولوژیکی ، لسانی ا و اتنیکی اختلاف وجود دهغی ټولنی درنګینئ وښایست او تنوع ښکارندوی دي او دا یو خدایی حکمت او نعمت دئ او هر یو یی دقدر وړ دئ. مګر هره سیاسی ، عقیدتی ، ادیولوژیکی ، لسانی او اتنیکی ډله چه د مشترکو ارزښتونو لکه وطن ، خاوره ، ملی مقدسات ، ملی کلتور او ملی تاریخ ، ملی خپلواکئ او داخلی ازادئ ته خپله وفاداری او احترام ونه ښیی او د پردیو سره ددغه ارزښتونو په سر معامله او سودا کوی ، دا یو لوی خیانت دئ او د خاین رسوا کول ، تعقیبول او مجازات کول په هر ځای او هره ټولنه کی دملی ارزښتونو دساتنی دپاره یو جایز او ضروری عمل دئ.
افغانستان د خپلواکئ دټولو منل شویو او معروفو نورمونو او معیارونو خلاف یو اشغال شوئ هیواد دئ، افغان وولس فعلا یو اسیر وولس دئ او هر اسیروو لس ته د حقارت په سترګه کتل کیږی.
دخارجی اشغالګرو قواوو موجودیت د لوی شیطان امریکا تر رهبرئ لاندی، د هغوی په وسیله دیوه پوشالی ، بی بنیاده ، طفیلی، غیر افغانی ، غیر انسانی او مزدوری اداری نصبول او د ملی خاینانو ،جنګی جنایت کارانو ،دروغجنو کمونستانو ، ستمیانو ،دملی فرهنګ او کلتور ضد عناصرو، دغربی امپریالستی غیر انسانی کلتو ر دمریدانو یو ناولئ او منفورایتلاف او را ټولیدنه په یوه منظم بانډکی دامریکا په ډایرکترئ سره په افغانستان کی د خپلواکئ دنه مو جودیت لوی ثبوت دئ. هغه څوک چه دغه واقیت نشی درک کولای یا به پخپله غلامان وی ، یا به دسلیم عقل څخه محروم وی او یا به د خپلواکئ په مانا او مفهوم نه پوهیږی،دداسی اشخاصو سره مفاهمه د کاڼو سره مجلس دئ.ډیر د تعجب ځای دادئ چه ځنی محترمین دغه و حشیانه او غیر انسانی تیری ته شرعی جواز هم ورکوی.
درنو وطنوالو ! داسلام مقدس دین چه اساس او بنیاد یی قران کریم او موثق احادیث دي، دظالم ، وحشی، کبرجن او زورور تجاوز په کمزوری او ضعیف باندی هیڅ ځای او هیڅکله نه دئ روا کړئ او که دارنګه وی ، بیانو ددی دین حقانیت تر پوښتنی لاندی راځی؟ له دکبله دداسی جوازونو صادرول به یا خپل دین ته د شک په سترګه کتل وی او یا به داسلام ددښمنانو اشاره او دستور وی ، چه دا دواړه حالتونه دیوه مسلمان د پاره د منلو وړ نه دی او باطل دی.
د قران بیان د الله (ج)بیان دئ، په هغی پوهیدنه دیوه شخص د توان څخه خارج ده .دهغی په تفسیر، ترجمه او تاویل کی بدعت ،تحریف او کوږوالئ ډیر لویه ګنه او ډیر لوی خیانت دئ، حتی هغه څوک چه په اسلام عقیده هم نه لری دا اجازه نلری چه د یو ملیارد او څو سوه ملیونه انسانانو په عقیدی او دینی احساساتو لوبی وکړی .او دغه دپوهو ،شریفو او انسانی کراماتو لرونکو اشخاصو عمل نه دئ.او ډیر دقت او احتیاط په کار دئ.
قدرمنو وطنوالو ، په موږ کی یوه ناروغی را پیدا شوی ده او دغه ناروغی کټ مټ دهغه وخت ناروغئ ته ورته ده کله چه بی علمه کمونستانو دوطن خرڅونی مارکیټ په کابل کی افتتاح کړ او په دین باندی تجارت په پیښور کی شزوع شو. په هغه وخت کی به که چا د خپلواکئ خبره راپورته کړه نو سمدلاسه به یی داشرارو ، بنیادګرانو ، دامپریالیزم مزدورانو او دډالرو نوکرانو ټاپه پری ولګوله ولو که به دا شخص ددوی د ګوند غړی او یو مومن کمونست هم و خو سترګو به یی یوه اندازه ځیر کاوه او خپل کوږ بار به یی تر تظر ورتلو. همدا ډول په مقابل طرف کی به که چا دازادئ او خپلواکئ ناره پورته کړه او کله نا کله به یی د زړه سوی له امله ددوی جهالت ، ځان خرڅولو او په دین تجارت ته دشک په سترګه وکتل نو فورا به یی د مفسدفی الارض او دخدائ (ج)سره دمحارب تر عنوان لاندی په اعدام محکوم کړ، ځکه دهغه وخت خارجی شیطانانو ددوئ دعقل سترګی او غوږونه داسی تسخیر کړی وو چه تر خپلو پښو لاندی کوهئ یی نه لیدو او دخبل سقوط اواز یی نه شوای اوریدلای . اخر حال یی څه شو دوی خو هسی شرمیدلی او ذلیل وو ، د افغانستان تاریخ یی و شرماوه او اوسنئ مصیبت یی را ته هدیه کړ. اوس همدا ناروغی بیا را پیدا شوی ده ، که دازادئ، خپلواکئ، د خپلی خاوری دتمامیت ، دخپل کلتور ، خپل دین او ژبی څخه د خبره وکړه نو محترم حلیمی صاحب په نیویارک کی او محترم نقاد صاحب په جرمنی کی دامریکایی اواروپایی تومانچو سره تیار ناست دی او سمدلاسه به د طالب ، القاعدی ،ترورست، ضد دموکرات ،ISI،پاکستان ، عرب او داسی نورو ګولیو داسی وولی چه حیران به شی او هغه دپښتو متل دئ چه : زه د پلار ژاړم ته می په خوله پوری خاندی.
عزتمنو! دخپلواکئ موضوع باندی خبری کول ، دهغی تشریح ، توضیح او احیا زموږ ټولو وطنپرسته افغانانو که سنیان دی او که شیعګان دی، که هندوان دی او که سکان دی ، که پښتانه دی او که نور قومونه دی ، که طالبان دی که کمو نستان دی، که د حزب اسلامی وروڼه دی که دشمال دی او که دجنوب دی، که په افغانستان کی د ننه دی او که بهر دی یوه ملی فریضه ده. دغه د شل میلیونه افغانانو دسرنوشت مسا له ده ، دهغوئ د وجود او عدم سوال دئ. که بحث وی او دمعضلو او پرابلمونو د حل دلارو لټول وی ، نو باید په ډیره بی طرفانه ډول خپل علمی او اصولی دلایل او اسناد او وړاندیزونه وړاندی کړو، نه دا چه د ځانونو څخه ددغی یا هغی ډلی او قدرت مدافع وکیلان جوړکړو. د خپلواکئ د موضوع څیړل ددی مانا نلری چه ګواکی موږ باید دامریکایی استبداد څخه ځانونه خلاص کړو او دیوه شخص، ډلی،سازمان ،عقیدی او ادیولوژئ ستم قایم کړو. ملی خپلواکی د فردی استقلال څخه پرته هیڅ ارزش نلری او دا پروسه په خپل تاریخ کی موږ ازمویلی ده،بیله بدبختي او مصیبت څخه بل څه په لاس ندی راغلي.دغه دطالب ، القاعدی او ترور خبری د غربیانو دپراخه امپریالستی تبلیغاتو او پرو پاګندو برخه ده ، او د خپلو غیرانسانی او استعماری اعمالو د توجیه د پاره او زموږ د استحمار او استحماق دپاره یی کاروی. موږ باید دخپل وطن د سرنو شت د ټاکلو دپاره د زرو او زور تر تاثیر لاندی رانه شو ، شاعر څومره ښه ویلی دی چه:
مرګ له تندی په مذهب زما بهتر دئ نه ژوندون ددون همتو په اوبو
دانسان ژوند حتمادمرګ پولی ته رسیږی، مګر وایی چه: ارزش دانسان په دی کی نه دئ چه تاریخ دهغی یادونه وکړی بلکه دهغی(انسان)تاثیر دازادئ او ترقئ په لوری دتاریخ په جریان کی .
امریکایان دازادئ او د وولسونو د خپلواکئ دوستان نه دی، اونه ازاد ملکونه ددوی ودچټل ضمیر سره سازش لری، په امریکایانو کی انسانی خصلتونه او ارزښتونه مړه شوی دی، رحم، انسانی عاطفه او اخلاقی معیارونه یی له لاسه ورکړی دی. دداسی یوه وحشی ، بی بندوباره او ظا لم قدرت څخه د انسانی کراماتو او ارزښتونو د پیاده کولو امید یو خیال دئ چه په واقعیت به بدل نه شی.
محترم حلیمی صاحب د عدم تشدد دمبارزی خبری کوی ، خو دده په مقالو او تبصرو کی تر اوسه ما هیڅ ځای د تیری کوونکی غندنه ، دظالم رسوا کول ، دغربی فساد او زور زیاتی په مقابل کی د اعتراض او نیوکی کومه نښه و نه لیدله ، هنوز هم ددغه غم ځپلی وولس په پرارونو مالګی دوړوی او کارنامو ، قهرمانیو او قربانیو ته یی د شک په سترګه ګوری. تن ورځ که ځنی اسلامی عالمان او سکالران د امریکا دبربریت او غدر په مقابل کی واضح دریځ نه نیسی دا به د هغوی مجبوریت او زبونی وی، مګر دا ددی مانا نه لری چه ګواکی دوی دظالم دظلم رواتوب داسلام له نظره په ایاتو او احادیثو جاأیز وبولی. ځنی بی خبره ملایان او اخوندان دکمونستانو تر څنګ هم ولاړ وو او زموږ په غمجن تاریخ کی یی ډیر مثالونه لیدل کیږی چه کله به یی یوه غله ته د خادم رسول الله(ص)او کله به یی یوه مستبد ته د توکلت علی الله لقب ورکړ، او نن ورځ یی دامریکایی جنابت کارانو په څادر کی ځانونه نغښتی دی او هر فساد او بی ناموسئ ته شرعی جامه ور اغوندی. مګر دغه موقف نه د اسلام دئ او نه د واقعی مسلماناو.
محترم حلیمی صاحب د تاسو دا ډیره لویه اشتباه ده چه وایی : یوه نزاع ده دحکومت او ملت په منځ کی او قانون راواخلی او عمل پری وکړئ. محترمه دغه نزاع دمتجاوز، وحشی، زورور ، شیطان او دمظلوم، ضعیف، بی دفاع وولس تر منځ ده¸دغه نزاع دحق او باطل په منځ کی ده، دغه نزاع د زورواکئ او خپلواکئ په منځ کی ده.زور، ظلم او استبداد هیڅ منطق قانون او حق ته توجه نه لری، یوازی په خپل حقانیت باندی کلک ولاړ وی. تاسو د کوم قانون نه خبری کوئ، قانو ن هغه و خت اعتبار لری چه اجرایی قدرت او صلاحیت ولری او د ټولو د تفاهم او توافق په نتیجه کی منځ ته راغلی وی او په ټولو باندی بیله امتیازه په مساوی توګه اجرا او عملی شی. ایا داسی قانون شته ؟ چه د ظالم د ظلم او ناروا مخه ونیسی او ظالم ته جزا ورکړی او د غیر انسانی اعمالو د اجرا څخه یی راوګرزوی؟ دلته فقط یو قانون وجود لری چه هغه د ځنګل قانون دئ، چه زورور هرڅه کوی ورته اجازه ده او که کمزوری دمظلومیت ناره پورته کړی ورته شریر، تروریست او دهشت اچوونکئ وویل شی، دی قانون ته انسانی قانون نه شو ویلای او نه د انسانانو دپاره دئ.
درنو وطنوالو د خپلواکئ د حاصلولو له باره موږ باید اګاه او بیداره شو ، متحد شو ، دیو بل عقایدو او نظریو ته احترام و کړو ، دپردیو په ځای په خپل وولس تکیه وکړو او یو موټئ خاینو ، بی هو یته او مزدوروته په و طن او ملی نوامیسو د ملنډو اجازه ورنه کړو، او په شریکه توګه متجاوز ته او استبداد ته که داخلی دئ او خارجی صریح او واضح درد ځواب ووایو. افغانستان زموږ شریک وطن دئ او کور دئ. ددی کور اداره او خدمت زموږ فرض دی چه باید ادا یی کړو . او دشخصی ، ګوندی او عقیدوی ګټو په لحاظ ملی ګټی او ارزښتونه تر پښو لاندی نه کړو.
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله.
داود