د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې


څاروان
12.06.2005

۱۲-۶-۲۰۰۵

مالك نوكر ته وويل:
ما تاته ويلي وه چه وريجي طوطي ته واچوه او تا پيشو ته اچولي، ولي؟
نوكر: صاحبه ځكه چه طوطي د پيشو په خيټه كې دى.
-----------------------------------------------------
څاروان



څاروان
12.06.2005

12-6-2005
يو ټوقي د يو بوډا سړي نه پوښتنه وكړه:
بابا څه لټوي؟
بوډا سړي په جواب كې ورته وويل:
خپله ځواني لټوم.
ټوقي ورته وويل دورغ مه وايه ولي داسي نه وايې چه د قبر لپاره ځانه ته ځاي ګورم.
=========
--------------- يوسف څاروان



څاروان
28.07.2005

د څو هېوادونو ولسمشرانو په يوه الوتكه كې ناست وو، ناڅاپه الوتكه پرېوته او ټول مړه شول.
او دوزخ ته لاړل، نو وروسته هر يو تن خپل هېواد ته د دوزخ نه زنګ ووهلو، د هريو تن په دقيقه باندې ۵۰ واحده مصرف راتلو.
كله چه د پاكستان ولسمشر خپل هېواد ته زنګ ووهلو، نو ۱۰ واحده مصرف يې وشو، هغه د تيلفون له څښتن نه وپوښتل چې زما ولې كم مصرف وشو؟
هغه ورته په ځواب كې وويل: د دوزخ نه دوزخ ته زنګ وهل لوكل دي.
-------------------------
بايد يادونه وكړم چه دغه ټوكه مي د غلبيل مجلي د لومړي فصل لومړي چاڼ څخه راخيستي ده.
يوسف څاروان



څاروان
20.08.2005

صراف
يو كليوال سړى نه پوهېده صرافي څه ته وايي، نو په بازار كې د يوه صراف هوجرې ته ننووت. هلته يې لـه يوه صراف او پيسو پرته نور څه ونه ليدل. نو پوښتنه يې وكړه: په دې هوجره كې څه شى پلورل كېږي؟
صراف وويل: خره!!.
كليوال وويل: لـه ځانه پرته كوم بل خر هم د خرڅلاو لپاره لرئ؟

يوسف څاروان



څاروان
28.08.2005

د ميني مجلي څخه په مننه
د يو چا كور ته مېلمانه راغلي وو. د كور والا د ګاونډي ور وټكاوه، چې زموږ مېلمانه دي يو كټ راكړئ.
د ګاونډي ښځي ورته وويل:
زموږ په كور كې دوه كټونه دي، چې په يو كټ كې زه او خواښې مې ويدې كېږو او په بل كې مې خاوند او خسر ويده كېږي.
سړى په غوسه شو او ورته ويې ويل:
كه ماته كټ راكوې او كنه خو، تاسې د ويده كېدو چل زده كړئ.



هيواد شېرزاد
28.08.2005

:D :D :D :D
ډېر ښه!
ښه زه به هم يوه له چتې وتلې ټوکه درته وليکم، هيله ده چې څوک په قهر نکړم .
يو سړي ليدل چې په يو ځای کې ډېر خلک راټول شوي، دوړې او ګردونه دي. پدې وخت کې يې يوه د پاخه عمر ښځه مخته راغله. سړي له ښځې څخه وپوښتل: ترورې دا ګڼه ګوڼه څنګه ده؟
ښځې ورته وويل: هيڅ خبره نده زويه، زه يې د يو چا سره نيولې وم، په هغې يې لانجه ده . :D


خیریوسی
29.08.2005

یو هلک وغربی هیوادو ته تللی ؤ پسله ډیر وخت وروسته وکورته راغلی وکورته چی ننوتی خپله انا ئی ولیدل غربی هلک وانا ته وویل :
غربی هلک وانا ته وویل :هلو مای مادر
اناورته ویل : په هل ول دی نه پوهیږم ضعیفه ښځه یم ډیرو بمانو می غوږونه کاڼه کریدی غربی هلک و ویل : ویر از مای سسټر
انا ورته ویل : زویه راسه چی مچ دی کم موږ سیټا ن مټان نه لرو هغه یو ټغر دی پر کښینه
غربی :هواړ یو
انا : هو اوس هوا څه ښه ده دهغه بومانو وټانګانو څخه لږ پر قراره سوو
غربی هلک وویل : ټانکیو
انا ورته وویل : ؤ پلار دی ټانکه بیولی ده چی کوچنیانوته یو ګوله ډوډی پیدا کري
غربی هلک ویل : ویر از مای انکل
انا ورته وویل : زموږ نوکل دڅه وه چی پر تا ئی وپاشو موږ د خوراک ډوډی نه لروډیره هوا دی اخیستی نه ده ورسی يو شئ ورته راواخلی
غربی هلک ویل : فلیز سم کافی وید ملک
اناورته وویل :هو زویه کافران راغلی دی ملک به مو لږ راسم کړی لاکن دنوی نوی کارو څخه ئی ډیره بیریږم
غربی هلک ورته وویل : ای وانټ ون نیو کار پار یو
انا ورته وویل : ای زویه اخیره زمانه سوه وای نر او ښځه به دواړه کارونه کوی
غربی هلک ورته وویل : ویړ ایز مای برادر عمر
انا ورته وویل: نورمی خپل عمر نه دی پیاد چی ترکی کښینستي ستا پلار په عسکری کی ؤ او سقاوی نه پیادیږی
غربی هلک ورته وویل : او مای ګاډ
انا ورته وویل : نو خود به ګډه وډه سی چی نر او ښځی سره ایله سی



څاروان
30.08.2005

30-8-2005

محترم شيرزاد صيب او ابومحمود صيب ورسته له سلامونو څخه.

ستاسو دواړو ټوكو ډير زيات وه خندولم او دادي اوس به زه هم درته يوه ټوكه وليكم:
[color=darkred:e5473ee14d]د چرسي ګوړه[/color:e5473ee14d]
يوه چرسي په يوه كلي كي دوكان درلود د ګوړي په ټوكري يي يو دستمال اچولي وه او په سر باندي ورته ليكلي وه چه ګوړه نشته ده.
د هر چا چې به ګوړه پكار وه نو دغه ليك چه به يي وليد بيرته به ولاړ.
يوه ورځ ورته يو كليوال سړي وويل: ته خو ګوړه نه لري او ځم چي له ښاره يي راوړم.
چرسي ورته وويل: دغه ده.
كليوال ورته وويل: تاخو د هغي له پاسه ليكلي چه ګوړه نشته!
چرسي وويل: دا خو مي د مجانو لپاره ليكلي چې ګوړه نشته د انسانانو لپاره خو مي ندي ليكلي.

په ميننه
څاروان


خیریوسی
30.08.2005

محترم څاروان صاحب سلامونه قبول کړی
یو بله واوره ډیره زړه ده لاکن ګریس ظی تر اوسه تمام سوی ندی
په تیره زمانه کی حکومت امر بالمعروف ته وظیفه ورکړه چی په کلیو او صحارا کی خلګو ته لمونځونه ورذده کړی او په خلګو لمنځونه تیروی او جماعت ته ئی راغواړی څو چی یوه وررځ پر یوه سړی پیښ شوسړی د لمانځه سره علاقه هم نه درلوده حیران پاته سو چی څه به ورسره کوم وخت ماپښین ؤامر بالمعروف والا پوښتنه ئی ځنی وکړه وروره لمونځ دی وکړی سړی په جواب کی ورته وويل هو چیری دی وکړی هلته څو رکعته لمونځ دی وکړی سړی دځان سره فکر وکړی که لږ ورته ووایم نو می وهی یا راسه ډیر ورته ووایه چی یا راسه ډیر ورته ووایه چی پری دی ږدی سړی په ځواب کی ورته وویل 50 رکعته لمونځ می وکړی امر بالمعروف والا وخپلو ملګرو ته وویل راچپه يی کړی تر څو داسی ئی وواهه چی پر لاری نه سوای تلای کورته چی راغلی ښځی پوښتنه ځنی وکړه څه در وسوه سړی ورته وویل امر بالمعرف والا ووهلم ولی ووهلی هغو پوشتنه راڅخه وکړه دماپښین لمونځ دی څو رکعته وکړی ما ورته وویل 50 رکعته ښځی ورته ویل 10 رکعته به دی ورته ویلی وای تا 50 څنګه ورته ویل سړی په ځواب کی ورته وویل ما 50 رکعته ورته وویل دوی ووهلم که می لس رکعته ورته ویلی وای نو به ئی مړ کړی وای تر تا به نوای رارسیدلی


خیریوسی
01.09.2005

یوه هلک ته یئ واده وروکړی دواده مراسم تیر سوه لکه تاسو ته معلومه ده اوله ورځ دنکروځو ورځ دوهمه دواده ورځ او دریمه ورځ زوم دخواښی سلامی ته ور ځی هلک څه لږ دعقل دخوا څخه کم ؤ نو مورئی ډیر نصحتونه ورته وکړه چی داسی وداسی به کوی چی خواښي دی خوابدی نسی او ورته ویل یی په ادب واحترام سره به خبری کوی او دروند به ولاړیږی دروند به کښینی هلک چی صباح دخواښی وکور ته نزدی سو نو يی پرتوک دد ډبرو ډک کړی او دخواښی کره ورغلي خواښی چی هلک ولیدی پر لاری سم نسی تلای پو ښتنه یی ځنی وکړه هلکه داڅه پیښه ده هلک ورته ویل مور می راته ویل دروند به ولاړیږی او دروند په کشينی نو ماډبری په پرتاګه کی واچولی
ابو محمود
ونیکانوته جنت ګل وګلزار دی ----------- بد دینانو ته دوزخ په انتظار دی
ټول لذت که ددنیاکه دعقبا دی ----------- پټ پنهان په محبت دمطفی دی
ابو محمود ئی طلب ګار دمحبت دی --------- که نصیب شی پادشاه ددی جهان دی



څاروان
03.09.2005

3-9-2005

محترم ابو محمود صيب د څاروان سلامونه قبول كړه.
وروره ستاسي ورستي دواړه ټوكي ډير خوندوري دي او او اوس به زه هم درته يوه ټوكه وكړم:
واي د يو سړي ښځه په حق رسيدلي وه، د تدفن څخه ورسته سړي په ژړا شو، خلكو ترينه د سبب پوښتنه وكړه، سړي وويل:
چه كله مي پلار وفات شوي وه نو مشرانو سړو راته ويل چه زه د پلار يم فكر مه كوه، خو چه كله مي خور وفات شوه نو د كلو ښځو راته وويل چه مونږ ستا خويندي يو خو نن مي چه ښځه وفات شوي يوي هم راته ونه ويل چه زه ستا ښځه يم.

================================= يوسف څاروان


خیریوسی
06.09.2005

د ذده کونکی جغرافیاوتاریخ امتحان :
یا الله ته ډک کړی لړمون دښونکی په لړمانو ددوزخ ---------رحم په ما وکړی نن امتحان دی د جغرافيا وتاریخ
زماپښی لاسونه ریږدی که نن ورځ ده ډیره یخ------- ------الله اکبر امتحان ته کښینستم بیله ذده کړی دتاریخ
سوال اول ډیر اوږد او ددویم راغلی ندی زما په مخ---------دریم ته که و ګوری بیخی نسته په کتاب کی دتاریخ
ښونکی پر چوکی باندی راته کښیناست و ماته مخاخ --------- ذده کونکو کتاب خلاص کړی ویی کتلو مخ په مخ
په صنف کی راښودله فلسفه دلینن وډاروین بد مخ------ -----سوال ئی راته راوړی ددوی نیکه چیری دی ښخ
پر پارچه يی راته ولیکی صفر زه ولاړ هم مخامخ------ لږندی لس زره شی لک که ئی کښیږدی ویوه ته مخامخ
ای ذده کونکو مه قبلوی درس بیله کتابه دتاریخ---------فکر دلینن ډاروین نجس دی که ته شی ورسره مخامخ
یا الله ته ډک کړی لړمون دښونکی په مارانو ددوزخ --------په صنف کی راښودله فلسفه د لینن و داروین بد مخ

ټوکه -1
یو ذده کونکی دښونکی څخه پوښتنه وکړه ګیدړه بچی زیږوی که هګی؟
ښونکی په جواب کی ورته وویل هغه مکاره ده هر څه چی وغواړی کولای شی

ټوکه -2
وای یوه ورځ په دار مجانین کی ډاکټر دغزولو پیته ورواچول ټوله لیونیان په رقص شروع وکړه بیله یوه لیوني ډاکتر پوښتنه ځنی وکړه ته ولی رقص نه کوی لیوني ورته وویل چف شه زه زوم یم
ټوکه- 3
یوه سوداني زمري ولیدی چی دده وخواته راروان ؤ سودانی وزمری ته وویل ما مه خوره زمری ورته وویل زه په کباب شوی سړی نه خورم

ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more